شاته

د پاکستان د پوځ په موټر چاودنه شوې؛ پوځ وايي 'څلور ترهګر' یې وژلي

په پاکستان کې مقامات وايي چې په دیره اسماعیل کې خان د پوځ موټر ته نژدې یوه چاودنه شوې ده او دوه سرتېري ژوبل شوي دي.

د دغې چاودنې مسئولیت لا کومې ډلې نه دی منلی. پاکستاني مقامات وايي چاودنه دومره زوروه وه چې یو موټر یې په بشپړ ډول ویجاړ کړی دی.

د پاکستان چارواکي معمولآ په دا ډول پېښو کې د پاکستان تحریک طالبان ګرم بولي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ وايي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په دېره اسماعیل خان او ټانګ کې عملیات کړي او «څلور ترهګر یې وژلي» دي.

د پاکستان پوځ وايي دا عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس شوي، خو نه یې دي ویلي چې په دغو عملیاتو کې پوځ ته هم زیان رسېدلی که نه.

د پاکستان امنیتي مقامات وايي چې اورپکو په یوې امنیتي پوستې برید کړی و چې په خبره یې مخه یې نیول شوې او کوم زیان یې اړولی نه دی.

د سیمې خلک وايی چې د دواړو خواو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره ډزې روانې وې.د سیمې یو اوسېدونکي بنیامین وویل چې د هاوان یوه مرمۍ د هغه په کور لګېدلی او مالي زیان یې ور رسولی دی.

په پاکستان کې د تحریک طالبان تر څنګ، د داعش او ځینې نورې اورپکې ډلې هم فعالې دی.

فورم \ دبحث خونه