مرکې


کاروان د شعر په انځور خبرې کوي/ عابد

يادښت: دا مرکه له کاروان صيب سره د مشال راډيو له پاره شوې ده چې ما کټ مټ د کاروان له خولې دا وتلې مرغلرې د ريکارډر نه را وايستې او ستاسې مخې ته مې کيښودې.بازمحمد عابد عابد:کاروان صيب! که له روايتي پوښتنو  را تير شو او راساٌ موضوع ته راننوزو او دا پوښتنه درنه وکړم، چې په شعر کې تصوير څنګه ارزوﺉ؟ کاروان: په شعر کې د انځور مسله ډيره مهمه ده، که موږ دې ژوند ته پام وکړو، نو دا هم په انځورنو ولاړ دی. مثلاٌ ځينې شيان په سترګو وينو دا هم يو انځ

02.10.2010 – baz

له استاد شاعر پسرلي صاحب سره مرکه

عابد: محترم استاد کله ناکله چې محترم استاد شپون د بهير په ستيج راولاړ شي، د خپلو خبرو په ترڅ کې دا سپارښتنه هم کوي، چې ستاسې په شمول د کاروان او درويش دراني په څير او يا تر دوی ښه شعر ليکلی شئ، نو ويې ليکۍ کنه نو مه يې ليکلۍ او نثر ته مخه وکړئ، د استاد د دې سپارښتنې سره نجيب منلی هم همغږی دی. آيا ستاسې په نظر د دوی سپارښتنې څومره د منلو وړ دي؟ پسرلی صاحب: د استاد شپون

17.07.2008 – baz

له شرر ساپي سره مرکه

عابد: شررصاحب!  مهرباني وکړئ  لوستونکو ته ځان وروپيژنئ.شر رساپی مې نوم دی. پلرنی ټاټوبی مې د کنړ ولايت دی. زه د کندوز ولايت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې زيږيدلی  يم. د روسانو له يرغل سره سم مو له کندوز څخه پيښور ته هجرت کړی دی. د پيښور ښار سره نيږدی د جلوزو په کمپ کې مې په عربي ژبه ليسه ويلې او تر ليسې وروسته عربي ادبياتو ته بريالی شوی يم چې هغه پوهنځى د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ننګرهار پوهنتون کې مدغم  شو او د پوهنځي وروستی کال مې  په ننګرهار کې سرته ورسولو او په ع

11.05.2008 – baz

له نوموړي سندرغاړي بريالي صمدي سره مرکه

بريالی صمدي د پښتو په ځوانو سندرغاړو کې داسې يو نوم دی چې په لر او بر پښتونخوا کې يې د غږ ازانګې خورې دي. بريالي صمدي نه يوازې دا چې په ودونو او محفلونو کې يې د خپل غږ خواږه په اوريدنکو او ليدونکو لورولي دي، بلکې په لسګونو کسټونه يې په سټوډيو کې ثبت کړي دي او کسټونو يې ښه بازار هم پيدا کړی دی. د ٢٠٠٧ م کال د دسمبر په ١٨ نيټه مې ورسره يوه لنډه شان مرکه کړې ده چې دا دی ستا پر وړاندې يې په ليکه کوم.په درنښت بازمحمد عابدعابد: صمدي صاحب تاسې باندې خدای

23.12.2007 – baz

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more