عابد: محترم استاد کله ناکله چې محترم استاد شپون د بهير په ستيج راولاړ شي، د خپلو خبرو په ترڅ کې دا سپارښتنه هم کوي، چې ستاسې په شمول د کاروان او درويش دراني په څير او يا تر دوی ښه شعر ليکلی شئ، نو ويې ليکۍ کنه نو مه يې ليکلۍ او نثر ته مخه وکړئ، د استاد د دې سپارښتنې سره نجيب منلی هم همغږی دی. آيا ستاسې په نظر د دوی سپارښتنې څومره د منلو وړ دي؟


پسرلی صاحب: د استاد شپون او منلي خپل خپل نظرونه دي. که چا ته د منلو وړ وي، ښه ده، که نه د هر چا له نظر سره اختلاف کيدی شي. البته د هغوی به د دې سپارښتنې نه مطلب دا وي چې نثر ليکلو ته اشد ضرورت دی. نو که له ځوانانو څخه يوه ډله نثر ليکلو ته مخ کړي، نو د پښتو ادب لمنه به له هرې خوا ډکه شي. دوی به دا خبره له ښه نيته کوي. ځکه د پښتو ادب بنسټ ايښودونکي، لکه استاد حبيبي، استاد رښتين، استاد بينوا، استاد خادم او استاد الفت چې نثر ته يې ډېر  زيات کار کړی دی، په اول سر کې شاعران وو. اول پرې همدا د شاعرۍ مرض لګيدلی و، چې وروسته بيا د نثر مسلم ليکوالان شول. ځينو يې د ليکوالۍ تر څنګ لکه الفت صاحب شاعري هم کوله خو ځينو نورو هغو ورته شاه کړه. پاتې شوه د ځوانانو خبره، دوی که شعر او يا نثر و هم نه ليکي، نو غونډو ته راځي نو دا هم غنيمت دی. اوس خو لا شعر ليکي. همدا غونډې دوی ورو ورو اصلاح کوي. که شعري استعداد يې ډېر و نو په راتلونکي کې به ښه شعر وليکي، که نه خپله نثر ته مخه کوي. زما نظر دا دی چې هغو ځوانانو چې له پيله يې شاعري نه وي کړي او له مخې نثر ليکلو ته ملا تړي، نو نثر به يې ډېر بې خونده وي. پريږدئ چې په شعر ويلو سره ادبي ذوق پيدا کړي او چې ادبي ذوق يې پياوړی شي، بيا نو نه شي کولای چې ځينې مسايل په شعري قالبونو کې راونغاړي، مجيوريږي چې نثر وليکي. که د اوسني نثر ايراني ليکولان مطالعه کړو او په دې وپوهيږو چې اثر يې په لوستلو ارزي، او ښه ليکنې کوي، نو مالومه به شي چې په ړومبي سر کې يې پيل له شاعرۍ کړي وي. همدا رنګه که د افغانستان.دري ادب تم شوو نو وبه وينو چې د دري ژبې ښه ليکوال له سلجوقي يې راونيسه تر پژواک صاحب او خليلي صاحب پورې په اول سر کې ښه پريمانه شاعري کړې ده. د ځوانانو تشويقول په ۀر حال کې په کار دي. که کوم ځوان شعري طبعه لري، بايد شعر ويلو ته وهڅول شي او که نثري هغه لري، نثر ته دې وهڅول شي.

عابد: استاده،  څيړونکي، نقادان او ليکوالان په دې باور دي چې د افغانستان دې لويې غمزې د پښتو ادب ته دومره څه ورکړل چې حساب پرې کيدی شي. هغه مزل چې بايد په اتيا سل کلونو کې يې وهلی و په شلو کلونو کې يې ووهلو. ستاسې په نظر د دوی خبره څومره سمه ده؟
پسرلی صاحب: زما په خيال د دوی دا خبره سل په سلو کې سمه ده. ځکه زموږ ډېر شمير وګړي ترې متاثره شوي دي. پوره يو نسل يې ليکوالۍ او شاعرۍ ته وهڅاوه. هر چا کو ښښ کاوه چې دا ناورين په خپلو ليکنو کې ثبت کړي. چا شاعرۍ ته مخه کړه او چا ليکوالۍ ته، چا اخباري سياسي ليکنې وکړې او چا بيا همدا ناورين په هنري شکل په لنډو کيسو او ناولونو کې راونغاړه. په سلګونو څه چې په زرګونو آثار چاپ شول. که د تيرو پنځه ويشتو کلونو څاپ آثار راواخلو او د پښتو ټولنې د شپيتو کلونو د کار سره ير  پرتله کړو، نو يو پر سلو به پرې د دې پنځه ويشتو کلونو کار زيات وي. دا ځکه چې هر چا ليکنو ته لاس واچولو او هر چا ونډه په کې واخيسته. بله دا چې پخوا زموږ د ولس وګړي ګرد سره په افغانستان کې اوسيدلي وو، له بهر ملکونو څخه خبر نه وو، اول به ما دا فکر کولو چې دا لوی شاعران به ټول اوليای کرام وي. خو چې وروسته پوه شوم دوی کوښښ کړی او په علم پسې يې ملا تړلې وه او په ملکونو پسې ګرځيدلي وو. زموږ ډېرو خلکو په تيرو پنځه ويشتو کلونو کې بهر ملکونه وليدل، هلته يې ژوند ژواک غوره کړ، ډېرې پرمخ تللې ژبې يې زده کړې، او که ډېرو يې نوره نړۍ نه وي ليدلي دا پاکستان او ايران خو يې ټولو وليدو.  د هغو له ادب نه هم متاثره شول او په دې  وپوهيدل چې خلک چيرته رسيدلي دي او موږ چيرته پاتې يوو؟
دغه لاملونه وو چې د ليکلو او چاپولو بهير ته يې سرعت ورکړ. همدا اوس چې کوم ښه اثر چاپ شي، شپږ مياشتې وروسته بيا په بازار کې نه وي او کتاب فروش يې بيا له سره چاپوي. او ښه خبره دا ده چې خلک يې په بيه اخلي.  چې پخوا په افغانستان کې داسې نه وو.
که د الفت صاحب غوره نثرونه ياد کړو نو ويلی شو چې درې برخې چاپ کتابونه په تحويلخانو کې خوسا کيدل او دا يوه برخه يې هغه چا ته رسيدلي وو چې وړيا تمه يې لرله. پخوا چا په کتاب پيسې نه ورکولې.  حتی مفت کتابونه به هم چا نه لوستل. بيا به همدا کتابونه بازار اروتل او موږ به په کباړ کې په بيه اخيستل. مګر که نن کوم خوندور کتاب چاپ شي، مياشت پس يې په بازار کې درک نه وي. بله خبره دا ده چې پخوا په افغانستان کې ادبي ټولنې نه وې. که وه نو پښتو ټولنه وه چې هغه هم سرکاري ټولنه وه. دولت ورته مامورين ټاکلي وو، د دولت د حکم په اساس به يو کتاب ليکل کيده، کال نيم به يې په ليکلو صرف کيده او چې بيا به د چاپ تر مرحلې رسيده، نو کال به پرې بل هم اوښتی و. اوس هر سړی کولای شي چې په څه شي پوهيږي هغه وليکي او چاپ يې کړي. پخوا به دې په يوه داسې ګټور کتاب کې چې پنځه شپږ کاله به دې پرې زحمت ايستلی، په شپږو مياشتو کې به دې د دولت نه د چاپ اجازه نه شوه اخيستی، خو اوس د کتاب په چاپ کې څوک له چانه اجازه نه اخلي. نو دا اوس وخت د ادب د پرمختګ له پاره ډېره ښه زمينه برابره شوې ده. چې دا اوس هم زموږ ادبيات پر مخ لاړ نه شي، نو بل وخت خو هيڅ امکان نه لري. دا اوس هم لږ تر لږه دوه زره کسان په افغانستان کې په  انګليسي ژبه پوهيږي. په زرګونو نور يې په اردو ژبې پوهيږي، ادبيات يې په کې لوستي دي او د ژباړلو ښه استعدادونه هم لري. پخوا خو به د ګوتو په شمير کسان په انګليسي ژبې پوهيدل چې هغه به يا ريسان او يا هم وزيران وو، د ترجمې له پاره دولت د ګوتو په شمير کسان ټاکلي وو، کوم کتاب چې به دولت وروسپارو هغه به يې ترجمه کولو. اوس داسې ځوانان شته چې د خپلو زده کړو تر څنګ ژباړې هم کوي او داسې  فرهنګي موسسې هم شته چې کتابونه چاپوي او ليکوال ته يې حق الذامه هم ورکوي. او دا ډېره ښه خبره ده. بايد ليکوال د ليکوالۍ له لارې ډوډۍ پيدا کړي. ځکه هر څوک د خپل کار له لارې ډوډۍ پيدا کوي. ليکوال هم حق لري چې د خپلې دندې له لارې ډوډۍ پيدا کړي. تر هغې چې څوک په يوه کار کې ډوډۍ پيدا نه کړي، کار وده نه شي کولای. نن سبا زما او ستا ليکوال د همدې ليکوالۍ له برکته په ډېرو موسسو کې په ښو معاشونو کار کوي. او دا د ادب د پرمختګ له پاره يو ډېر نيک فال دی. که ستا د ړومبۍ پوښتنې په ځواب کې دلته يو مثال راوړم فکر کوم چې پر ځای به وي. دې خبرې ته ضرورت نه شته چې څوک دې ووايي چې شاعرۍ مه کوئ او نثر وليکئ، ځکه په شاعرۍ کې پيسې نه شته او په ليکوالۍ کې پيسې شته دی، نو شاعر مجبور دی چې شاعري پريږدې او ليکوالۍ ته مخه کړي.
عابد: استاده، تاسې په خپلو خبرو کې د ازادو ټولنو د شتون  يوه ضمني يادونه وکړه،  آيا څومره اړتيا ليدل کيږي چې په کليو او بانډو کې ادبي غونډې جوړي شي، او که جوړې شي څومره به موثرې تمامې شي او هم دا وواياست چې څومره وخت په کار دی چې د پښتو ادب د ګاونډيانو له ادب سره سيال شي؟

پسرلی صاحب: په کليو او ولسواليو کې د ادبي غونډو شتون او جوړيدل ډېره ګټه لري. تر هر څه  وړاندې يو څوک کولای شي چې په آزادنه توګه ورشي او په غونډو کې خپل نظر بې له ويرې او تهديده څرګند کړي. زما داسې وختونه په ياد دي چې په ټول کال کې به دوه مشاعرۍ جوړيدې، چې يوه يې پسرلنۍ وه او بله يې د رحمان بابا له نوم سره نومولې وه. له شاعرانو به يې شعرونه واخيستل او دوه درې کسو به په کې لاس او پښې ووهلې، چې شاعر ته به يې شعر بيرته ورکړ، نو د خپل شعر په مانا به نه پوهيده. د هغه وخت د حاکمانو هدف دا و چې نور څوک رامخ ته نه شي اوتر مرګه يې دغه واګې په لاس کې وي او ادب دې خپل انحصار وګرځوي. دې کار به د پرمختګ مخه نيوله چې اوس دا خبره نه شته. هيڅوک د چا د پرمختګ مخه نه شي نيولی. بله خبره چې زما په ياديږي هغه د کندوز ولايت پورې اړوند ده. کندوز د تفريح او سياحت ځای و، حتی پاچا به خاص ميلمانه هلته بيول. هغه وخت کندوز کې دومره څوک نه وو چې موږ ورته خپل شعرونه او ليکنې ښوولې وې. ځکه چې موږ خو اومه ګلان وو، نه مو د ادبياتو فاکولته لوستې وه او نه مو ادبي غونډې ليدلې وې. دومره څوک نه وو چې په شعر اونثر پوه شي. اوس د خدای فضل دی په ډېرو ليرو پرتو سيمو کې شاعران، ليکوالان، نقادان او مترجمان شته دی. ادبي غونډې يې جوړې کړي دي او دا ډېره د نيکمرغۍ خبره ده. د نوي نسل له پاره هره غونډه د يوه پوهنځي حيثيت لري. او ښه خبره يې لا دا ده چې اوس خلک نقد زغملی شي. پخوا به دې که د چا په اثر د هغه په غايب کې هم څه وويل سمه دښمني به يې درسره کوله، اوس دښمني نه ده، شاعر ناست وي او نقادان ورته په کمزورتيا ګوته ږدي. او شاعر يې په ورين تندي مشورو او لارښوونو ته غوږ وي. همداسې يې د نثر په برخه کې هم درواخله. د ادبي غونډو شتون زموږ د ادب په پرمختګ کې ډېر لوی رول لوبولی شي. خو که په دوه شيانو يې خرابې نه کړي.!
عابد: مثلاً؟
استاد: مثلاً د طنز ژانر بايد دې مرحلې ته ونه ورسوو چې ملنډې پرې ووهو. او بله دا چې ادبي غونډې بايد د سياست خواته کش نه کړو. ځکه چې که دا ناولی سياست په ادب کې راګډ شو نو يو خو به غونډې سره ګډې وډې کړي او بل به دا شاعران او ليکوالان په ډلو ډلو وويشل شي. چې دا کار د پرمختګ مخه ډب کوي. د دې دوه شيانو څخه بايد ډډه وشي. پريږدئ چې سياست هغه څوک وکړي چې مزاج يې ورته جوړ وی.  د شاعر مزاج سياست ته نه دی جوړ. شاعري په عاطفې کيږي او سياستمدار عاطفه نه پيژني. بهتره به دا وي چې ليکوال او شاعر دا خپل فرهنګ راټينګ کړي. او وده ورکړي. ځکه که چيرې زموږ فرهنګ دوه وکړه، نو زموږ ولس  کې خپله شعور پيدا کيږي. ليرې به نه ځو دا پاکستان او ايران به راواخلو چې هر کتاب په کې په لسګونو ځله چاپيږي او عام ولس يې لولي.  که چيرې موږ خپل ادب دومره غښتلی کړو چې عام ولس مو کتابونه ولولي،  بيا نو موږ سياسي ډګر هم ګټلی دی او ادبي ډګر هم. اوه اته کاله پخوا پورې هم په افغانانو کې د کتاب اخيستلو دوو نه و  يو ليکوال  په خپل کتاب باندې ديرش څلويښت زره روپۍ ولګوي، هغه بيا په څه شواخون نورو  ليکوالو ته ورسولواو چې کال به پوره کيدو نو کتاب به يې په يو شکل نه يو شکل له کوره هم پسې ورکولو. خو اوس خبره داسې نه ده. اوس د کتاب اخيستونکي پيدا شوي دي. دا اوس په کابل کې ځينې کتاب خپرندويه موسسې په ښو کتابونو پسې ګرځي چې چاپ يې کړي، ليکوال ته يې حق الذامه هم ورکوي او په کتاب کې ګټه هم کوي چې دا ډېر د خوښۍ ځای دی.
د پوښتنې دويم جز ته که راشم نو دا پيش بيني څوک نه شي کولای چې څومره وخت کې دې موږ د ګاونډيو هيوادونو سره په فرهنګي ډګر کې سيال شوو. زما او ستا له ودې سره هغوی هم وده کوي، په ټپه نه دريږي. هغوی هم پر مخ ځي. کله کله دوی په تيزۍ کې وي او موږ په سستۍ کې او کله کله بيا موږ په تيزۍ کې شو او دوی پښه نيولي. دا اوس خو مو فاصله ډېره لرې ده سره. هغوی ډېر مخ ته تللي دي، ځکه ادب يوازې شاعري نه ده، اوس اول موږ ډرامې نه لرو، سينمايي فلمونه نه لرو، د سناريو ليکوال له سره شته نه دی. دا هر څه چې موږ له دوی سره برابروو نو ډېر وخت غواړي. مګر دغه لس دولس کلونو کې چې کوم سرعت په پښتو ادب کې راغلی دی دې ته موږ ډېر اميدواره کوي چې دا هم له امکانه ليرې نه ده چې يو وخت به له ګاونډيو هيوادونو سره پښتو ادب سيال کړو.
عابد: مننه استاده چې خپل قيمتي وخت مو د بهير د پاڼې لوستونکو ته ورکړ.
پسرلی: له تاسې هم مننه چې زما نظريات ځوانو بهيروالو او د پښتو ادب مئينانو ته رسوئ