زاهد جلالی
د ښاغلي زاهد جلالي لنډ ژوند ليك
زاهد جلالي صیب په كال ۱۹۸۹م د دولسمې مياشتې په دوه ويشتمه نېټه په مكه مكرمه كي زيږيدلی دی .پلار يې دكتور محمد جلال د مكي د ام القری له پوهنتون څخه په اصول فقه كې خپله دكتورا ترلاسه کړي ، په كال ۱۹۹۳م كې زاهدجلالي د پلار د مړينې نه وروسته دخپلې کورنۍ سره یوځای پاكستان ته را ستون شوی او د جلوزو په كيمپ كې ميشت شوی دی، چي تر دې مهاله يې كورنۍ په پېښور كې اوسي .زاهدجلالي صیب:
پلارنی استوګنځای دافغانستان د پروان ولايت د غوربند ولسوالي د کفشان کلی دی .
زاهدجلالي صیب ۱۹۹۵م کې په لومړي ځل په یوه وړکتون کې شامل کړای شو او وروسته بیا دالنور په عالي لېسه كې له لمړي ټولګي څخه تر يوولسم پورې زده کړې کړي چي په ۲۰۰۸م كې د جلوزو كيمپ د ورا نيدو له كبله يې دولسم ټولګی د پېښور د ايمل خان بابا په لېسې كې پاي ته ورسوه.
درسمي زده کړو ترڅنګ یې عربي او انګليسي ژبې كورسونه هم ویلي دي اوځنې ديني زده كړې يې هم له كليوالو علماو څخه ترلاسه کړي دي.
د دولسم ټولګي فراغت څخه وروسته په كال ۲۰۰۹م كي د اسلام آباد نړېوال پوهنتون د شریعت ا او قانون ریشتې ته بريالي شواو اوس مهال په همدې پوهنتون كې خپلو زده كړو ته دوام وركوي.
دپوهنتون له شاملیدو دمخه زاهدجلالي صیب دمكتب جريده په مخ بېوله او.
په كال ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م كې د النور دعالي ليسې د فرهنګي كميټې مسوليت ورپغاړه و.
دا مهال د توبې بلوګ چلوونكی دی.اوترڅنګ یې په ډېرو بریښنا پاڼوکې لیکنې خپرې شوې دي
اوپه راتلونکي ژوندکې ورته دلاډېروبریاؤ غوښتونکي یو
رومال اداره
د بدلون څرک
اول يې زده کړه!
اول يې زده کړه! (٤) د بدلون څرک زاهد جلالي د آذان د وزينې مجلې وروستۍ ګڼه مې په لاسونو کې ده، له يوه محترم استاد سره په کې مرکه شوې، استاد عالم شخصيت دى او مرکه يې په زړه پورې. د آذان د مرکې وروستۍ پوښتنه دا ده (تنکيو آذانوالو ته څه توصيه لرئ؟) دا هغه پوښتنه ده چې ډېره تکرارېږي او کره ځواب يې دومره عام نه دى. دلته عموما ځواب دې ته ورته وي چې امر بالمعروف کوئ، لمونځ مه قضا کوئ، صالحو دوستانو سره گرځئ، له خداى سره شريک مه نيسئ او...! له دې ډول ځوابونو سره ما ته ي
دهشت او تعجب
دهشت او تعجب(٣)دبدلون څرک زاهد جلالي د هشت او تعجب هغه څه دي چې فکر ترې رامنځ ته کېږي، يعنې د مفکر د جوړېدو سرچينه دهشت او تعجب دى. تر هغې چې د هشت او تعجب رامنځ ته نه شي، مفکر جوړېدل مشکلېږي، ځکه افلاطون وايي چې په هر څه کې تعجب کوئ، هر څه کې د تعجب ټکى پيدا کوئ، چې د څېړنې ځاى پيدا شي. که چېرته مفکرين په دوو ډلو وويشو، پورتنۍ خبره په کې ښه واضح کېږي. مفکرين عموما دوه ډوله دي، لومړي ابداعي مفکرين او دويم تقليدي مفکرين. مفکرين ټول بايد ابداعي وي، ځينو مف
لیکوالي زما ژوند
لیکوالي زما ژوند(۲)د بدلون څرک زاهد جلالی (ليکوالي زما ژوند) دا د ډېرو ليکاوالانو شعار دى، ځينې يې وايي او ځينې يې په عمل کې
موږ او د اختلاف فرهنګ
موږ او د اختلاف فرهنګ(۱)د بدلون څرک زاهد جلالي انسان ماشين نه دى، نه کمپيوټر دى چې جامد وي، که څوک يې مخې ته کېني دقيق کار به کوي او که يې څوک د چلولو له پاره نه وي بيا دې ولاړ وي. انسان عقل لري، همدا عقل دى چې انسان له نورو څخه بېلوي او څوک چې له عقله استفاده کوي، حتما فکر کوي او څوک چې فکر کوي، د هغه فکر پايله لري، د هر انسان د فکر پايله حتما له بل سره توپير لري، د دغه توپير په نتيجه کې نظرونه مخالفېږي، يو به سم وي او بل ناسم، يو فکر له يوه نظره ب