دهشت او تعجب(٣)دبدلون څرک
زاهد جلالي
د هشت او تعجب هغه څه دي چې فکر ترې رامنځ ته کېږي، يعنې د مفکر د جوړېدو سرچينه دهشت او تعجب دى. تر هغې چې د هشت او تعجب رامنځ ته نه شي، مفکر جوړېدل مشکلېږي، ځکه افلاطون وايي چې په هر څه کې تعجب کوئ، هر څه کې د تعجب ټکى پيدا کوئ، چې د څېړنې ځاى پيدا شي.
که چېرته مفکرين په دوو ډلو وويشو، پورتنۍ خبره په کې ښه واضح کېږي. مفکرين عموما دوه ډوله دي، لومړي ابداعي مفکرين او دويم تقليدي مفکرين. مفکرين ټول بايد ابداعي وي، ځينو مفکرينو کې ابداع ډېره ده او ځينو کې ابداع بيخي کمه او تقليد ډېر دى.
ابداع عربي لفظ او معنى يې د نوي څيز رامنځ ته کول دي، په دري کې ورته نو آوري وايي. هغه مفکرين چې د دهشت او تعجب ځانګړنه په کې ډېره وه، د هغوى ابداع ډېره زياته ده او هغه مفکرين چې تقليدي دي، يعنې د پخوانيو مفکرينو نظريات تکراروي او ابداع نه لري، هغوى کې تعجب همدومره لږ دى، څومره چې يې ابداع هم لږ دى.
يو مفکر داسې وي چې ټول کتابونه او افکار يې عموما نوي وي او ځينې بيا د دوى په مقابل کې داسې وي چې تقريبا ټول افکار يې تکراري او له نورور راخيستل شوي دي.
هغه څوک چې د تعجب ځانګړنه په کې ډېره ده، همدومره يې ابداع هم ډېر دى. حتى هغه پوهان چې مفکرين هم نه دي، د تعجب او دهشت له لارې يې ډېر اکتفشافات او اختراعات کړي.
نيوټن هغه څوک دى چې د ځمکې د جازبې قوه يې کشف کړې ده. د ده په هکله ويل کېږي چې د ونې لاندې ناست و، له ونې مڼه راوغورځېده، کله چې مڼه راوغورځېده، هغه دې ته حيران شو، چې مڼه ولې پر ځمکې راوغورځېده، ولې ښي او چپ لور ته ونه غورځېده، هغه په دې کې تعجب وکړ چې مڼه ولې پاس حرکت ونه کړه چې لاندې راوغورځېده، همدا وه چې په پنځه ويشت کلنۍ کې يې د ځمکې د جاذبې قوه کشف کړه او د نړۍ له لويو مکتشفينو څخه وشمېرل شو.
دا د نيوټن د فکر نتيجه وه چې د لومړي ځل له پاره يې نړيوالو ته ښکاره کړه، چې کوم لمر چې موږ يې وينو او سپين رنګ يې بولو، دا په حقيقت کې له اوو رنګونو څخه جوړ شوى دى. نيوټن که څه هم په خپلو درسونو کې ضعيف و، خو د فکر او تعجب پايله وه چې د (سر sir) لقب ورکړل شو، هغه به دومره په فکر او کار کې بوخت و، چې کله کله به يې دا هم هېره وه چې ډوډۍ يې خوړلې او که نه؟!
البرټ اينشټين هغه څوک دى چې د نسبيت په نظريې يې د نړۍ په هکله د خلکو سل کلن زاړه افکار، چې هغه هم علمي نظريات وو، په يوې نظريې تبدل کړل، حتى اتوم بم چې د دې نړۍ لوى اکتشاف دى، د اينشټين د نسبيت د نظريې په اساس جوړ شوى. د البرټ اينشټين په هکله ويل کېږي، کله چې ماشوم و، پلار يې ورته ساعت راوړ، اينشټين د دې پر ځاى چې ساعت ته خوښ شي، د ساعت حرکت او عبقرې ته په دهشت وکتل او له خپل پلاره يې داسې پوښتنې وکړې، چې هغه يې هم ځواب نه لاره. د اينشټين همدا دهشتونه او نړۍ ته د تعجب په سترګه کتل وو، چې دى يې د نړۍ لوى مکتشف کړ.
د مخترعينو، مکتشفينو او مفکرينو له نښو دا ښودل کېږي، چې د تعجب ځانګړنه په کې ډېره وي، مفکرين تل د ماشومانو په څېر پوښتنې کوي او د داسې ټکو په هکله فکر کوي چې د نورو په مقابل کې عادي وي او که څوک ترې پوښتنه وکړي، عادي انسان به وايي چې همدا يې قانون دى، خو مفکر يا مخترع په همدغه څه کې چې موږ يې قانون بلو، ډېر څه ويني او له همدې لارې ډېر داسې څه کشف کوي چې نور خلک يې له کشفولو عاجز وي.
ډېر کله به داسې شوي وي، چې ماشوم زوى يا ماشوم ورور له تاسو داسې پوښتنې کړي وي، چې تاسو يې ځواب ونه شئ ويلاى او يا به يې پوښتنو ته وخاندۍ، کېداى شي ماشوم تاسو ته ووايي چې لمر ولې نه غورځي؟ د سپوږمۍ رڼا ولې نه تت کېږي؟ ستورى راکړه او همدې ته ورته پوښتنې. که د مفکرينو په تعجبونو کې وګورو همداسې پوښتنې کوي، د هغوى پوښتنې اکثره داسې وي چې موږ يې ماشومانه بلو، خو همدا ماشومانه سوالونه دي چې د انسان پر مخ د سترو حقيقتونو له مخې پرده لرې کېږي او په خپل شکل ليدل کېږي.
انسان بايد د ژوند له واقعاتو عادي تېر نه شي، بلکې د تعجب په سترګه ورته وګوري، همدا ده چې اختراع رامنځ ته ګېږي. د مفکر له ځانګړنو دا دي، چې له ټولنې سره د ټولنې ټول نظريات نه مني، بلګې مخالفتونه ورسره لري، همدا ده چې ابداع رامنځ ته کېږي.
په دنيا کې څلور ډوله شيان دي، جامدات، نباتات، حيوانات او انسان. په دغو څلورو طبقو کې ځينې ځانګړنې داسې دي چې هغه په ټولو کې وي او ځينې بيا داسې وي چې يوې ظبقې ته خاص شوې وي. د ځمکې د جازبې قوه په ټولو يو ډول اغيزه لري، نو دا ځانګړنه په ټولو کې شته. که چېرته څوک تيږه پاس واچوي، بېرته لاندې راغورځي، که نبات هم واچوي همداسې او که حيوان هم او انسان هم، نو دا ځانګړنه په ټولو کې يو ډول ده.
نبات سترېږي، دا ځانګړنه حيوان کې هم شته او انسان کې هم. حيوان خوراک کوي او د هاضمې سېستم لري، دا انسان هم لري، خو يوازېنۍ ځانګړنه چې انسان پرې له نورو بېلوي، هغه د عقل ځانګړنه ده. همدا ده چې انسان له نورو سره ډېر توپير لري، خو که چېرته انسان له خپل عقله دومره استفاده وکړي چې خپل ژوند پرې مخکې بوزي او بس، هغه ډېر داسې څه له لاسه ورکړي، چې کولاى يې شول، خو که چېرته انسان له خپل عقل څخه استفاده وکړي، ډېر داسې څه تر لاسه کولاى شي، چې په نړۍ کې بدلون راولي.
نو راځۍ هر څه کې ځان ته د تعجب او دهشت ځاى پيدا کړو، څو ماشومانه فکر وکړو او له ځانه داسې پوښتنې وکړو چې هغه لا هم د خلکو په منځ کې عادي دي، چې د لويو لغزونو د ښکاره کړو او په عميقو مسايلو ځان پوه کړو، څو له الهي ورکړې، (فکر) څخه يې پر ځاى استفاده وکړو.