ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


هندوستان د وزیراعظم نرېندره مودي په اړه د بي بي سي په دستاوېزي فلم پابندي لګولې

واشنګټن - د هندوستان حکومت د وزیراعظم نرېندره مودي په اړه د بي بي سي دستاوېزي فلم "پروپګېنډا" او "د هندوستان په ضد خځله" بللې او د فلم په ویډیوز او په ټوېټر يې د لنک په شریکولو پابندي لګولې ده.  ای اېف پي خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي هندو قام پرست مودي چې هغه وخت د ګجرات ریاست وزیراعلا و، پولیس ته یې امر کړی و چې په ریاست کې د فساداتو نه سترګې بلخوا واړوي. په تشدد کې تر ۱۰۰۰ کسان وژل شوي و چې زیاتره مسلمانان و.  د هندي حکومت مشیر کېچان ګپتا د خالي/شنبې، په ورځ د ټوېټر د لارې وویل حکومت د ايي ټي قوانینو د لاندې بېړني اختیارات استعمال کړل او د بي بي سي په دستاوېزي فلم او په سوشل ميډیا باندې یې د دې ویډیوز په شریکولو پابندي ولګوله.  هغه وویل په يوټیوب هم دغه دستاوېزي فلم بند کړی شوی دی، او زیاته یې کړه چې دغه فلم "د دښمنۍ پروپګېنډا او د هندوستان په ضد خځله ده".   ټوېټر نه هم غوښتل شوي چې هغه ۵۰ ټويټونه بلاک کړي چې د یو ټیوب لنک په کې شریک کړی شوی دی.  ګپتا وویل ای اېف پي وايي ټوېټر او نه هم یوټیوب د اتوار/يکشنبې، په ورځ څه تبصره وکړه.  ای اېف پي وايي د بي بي سي دستاوېزي فلم چې نوم يې انډیا د مودي کوېسچن دی په هندوستان کې چې د دنیا تر ټولو لوی جمهوریت دی، نه دی ښودل شوی خو ځینو برخو ته يې د اتوار/يکشنبې، په ورځ لاس رسی کېدلی شو.  د رپورټ ترمخه په کال ۲۰۰۲ کې په یو رېل ګاډي کې د اور لګېدو په پېښه کې ۵۹ هندو زایرینو د مرګ نه پس په ګجرات کې فسادات شروع شول. د دې پېښې په سر ۳۱ مسلمانانو ته د قتل او د مجرمانه سازش په الزاماتو سزاګانې ورکړی شوې.  د بي بي سي په دستاوېزي فلم کې د برطانيي د خارجه وزارت د خفیه رپورټ له قوله وېل شوي چې نا معلومه سرچینو ورته ویلي وو چې مودي د پولیس لوړ رتبه چارواکو ته امر کړی و د مسلمانو خلاف د انتها پسند هندو ډلو په تشدد کې دې مداخلت نه کوي.  د برطانيې خارجه وزارت رپورټ کې وېل شوي چې په ګجرات کې تشدد په سیاسي بنیادونو راپارول شوی و چې د هندوانو علاقې د مسلمانانو نه پاکول وو.  رپورټ وویل: په تشدد کې د نسل کشۍ نخښې نښانې موجودې دي، او دا فسادات په داسې ماحول کې ترسره شوی چې حکومت جوړ کړی و او نرندره مودي يې نېغ په نېغه ذمه وار دی. په ګجرات کې د تشدد په سر امریکې په مودي د لږ وخت دپاره د سفر پابندي لګولې وه. مودي د ۲۰۰۱ نه تر د ۲۰۱۴ پورې د وزیراعظم جوړېدو نه مخکې د ګجرات وزیراعلا و.  د هندوستان سپریم کورټ د ګجرات په فساداتو کې د مودي او د نورو چارواکو کردار د تحقیقاتو دپاره خصوصي ډله ګمارلې وه. په کال ۲۰۱۰ کې دغې ډلې وویل داسې څه شواهد يې و نه موندل چې په بنیاد يې د مودي خلاف عدالتي قدامات کېدلی شي.  ګپتا وویل د هندوستان مختلفو وزارتونو د بي بي سي د دستاوېزي فلم کتنه کړې او دا یې موندلي چې دا د هندوستان په سپریم کورټ د ولس اعتماد کمزوری کوي، د هندوستان د مختلفو قومونو ترمنځ اختلافات پېدا کوي او بې بنیاده الزامات لګوي.  ګپتا زیاته کړه "د بي بي سي زهرجنه پروپګېنډا د هندوستان خپلواکي او سالمیت ته نقصان رسوي، نورو ملکونو سره د هندوستان تعلقات او د ملک دننه نظم او ضبط خرابولی شي."   یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي 

23.01.2023 ډیوه

په ټول پاکستان کې برېښنا پرې شوې

په پاکستان کې د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۳ (سلواغې درېیمه) په عمومي ډول د بریښنا پرې کېدو د کراچۍ او لاهور ښارونو په ګډون ددغه هېواد ۲۲۰ میلیون نفوس اغېزمن کړی دی.

23.01.2023 امریکا غږ

د پاکستان په لویو ښارونو او زياترو برخو کې بجلي بنده وه

د پاکستان د پلازمينې اسلام اباد په ګډون غټو ښارونو کراچۍ، لاهور، پېښور او کوټه کې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې [۲۳ جنورۍ] د سهار راهسې بجلي بنده شوې ده.

23.01.2023 ډیوه

د نقيب مسيد د وژنې په مقدمه کې د پولیس افسر راو انوار په شمول ټول ملزمان عدالت بري کړل

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي نقيب مسيد په وژنه تورن راو انوار او هغه سره نور پوليس بري کړه، خو د نقيب مسيد وکیل وايي فېصله به په هايکورټ کې چېلج کوي.

23.01.2023 ډیوه

طالبانو ۱۳ میاشتو کې شاوخوا ۲زره کسان په غیر قانوني ډول نیولي ـ راپور

د «رواداري» په نوم یو سازمان وايي چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې څخه نیولې د ۲۰۲۲ د نومبر تر میاشتې پورې د افغانستان  په ۲۹ ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۹۷۶ کسان په غیر قانوني ډول نیولي دي.

23.01.2023 امریکا غږ

کړوخېل: نړۍ اوس هم د افغان مېرمنو ملاتړې ده

د ښځو د حقونو فعاله او په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وايي، د لوړ پوړو سازمانونو، بنسټونو او شخصیتونو له ادرسه د افغان ښځو د حقونو په ننګه تويټونه، اعلاميې او لیکنې د دې ښکارندوي کوي، چې دنیا د افغان ښځو په ننګه ولاړه ده. له اغلې کړوخېل سره  همایون هېواد مرکه کړې او په سر کې یې ورنه د افغان ښځو په ننګه د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې د تازه توېټ په اړه پوښتلي. د اغلې کړوخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

23.01.2023 ازادي راډیو

قمي: د هلمند له اوبو دې د ایران حقابه تامین شي؛ متقي: د اوبو له کمښت سره مخ یو

د افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر حسن کاظمي قمي، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سره له پرست امیر خان متقي سره لیدنه کې د هلمند سیند اوبو کې د ایران د حقابې په اړه خبرې کړي او زیاته کړې ده چې له دغه سیند څخه د ایران حقابه باید تامین شي.

23.01.2023 امریکا غږ

يو شمېر ښځينه فعالانې: د افغان مېرمنو په اړه د نړيوالې ټولنې اوسنۍ کړنلاره سمه‌ نه‌ده

د افغان مېرمنو د حقونو د خونديتوب په اړه د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې پر کړنلاره نيوکې. افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په مشرۍ د پلاوي د سفر له پای او د افغان ښځو د حقونو په اړه د دغه سازمان د ښځو د برخې له یو تازه توېټ سره هم‌مهاله د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې وایي، د ملګرو ملتونو په ګډون، نړیوالې ټولنې د افغان مېرمنو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې یوازې پر ټویټونو، اعلامیو او رسمي غونډو بسنه کړې او عملي اقدام نه‌کوي. د ښځو د حقونو فعالانې په دې باور دي چې، د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې تېر یو کلن تعامل بې‌پایلې وو او اوس باید پر طالبانو د فشار داسې مېکانیزمونه رامنځته شي، چې عملي پایلې ولري. د ښځو د حقونو فعاله، امينه مایار وایي، افغان مېرمنې او نجونې نور د شته محدودیتونو د زغملو توان نه‌لري او باید نقض شوي حقونه یې بېرته ورکړل شي. نوموړې وايي: "تقریباْ له یونیم کال را په‌دېخوا له ښځو څخه د ملاتړ لپاره غوڼډې، اعلامیې جریان لري، خو عملاْ اقدام نه‌دی لیدل شوی. بلکې ورځ تر بلې محدودیتونه ډېرېږي. هیله‌من یو چې نړیواله ټولنه د فشار له لارې وتوانیږي، چې اوسني وضعیت ته بدلون ورکړي." د ښځو د حقونو فعاله او د جمهوري نظام پر مهال د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسه، هوا علم نورستانۍ هم انتقاد کوي او وایي، کومه تګلاره چې نړیواله ټولنه له تېر یو نیم کال راهیسې له طالبانو سره مخته وړي، دې تګلارې هیڅ نتیجه نه‌ده ورکړې. اغلې نورستانۍ وايي: "دا د افغانستان د ښځو درد نه دوا کوي، باید عملي اقدامات وشي. ملګري ملتونه، ستر قدرتونه او نفوذ لرونکي هېوادونه باید عملي اقدام وکړي، ځکه هلته باید د ښځو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي، تر اوسه خو دا بدلون نه‌دی لیدل شوی." تازه د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د ښځو څانګې په یوه ټویټ کې لیکلي چې، ملګري ملتونه د افغان مېرمنو او نجونو ترڅنګ دریږې. په ټویټ کې لیکل شوي چې ملګري ملتونه د افغان مېرمنو له حق غوښتنې ملاتړ کوي، ځکه دوی د ښځو پر کار، تعلیم، تحصیل او حقونو د رامنځته شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتونکي دي. بل لور ته د افغانستان د ځواکمنو ښځو اصلي خوځښت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان مېرمنو له حقونو څخه د دفاع لپاره د دوی فعالیتونه دوام لري، خو د دوی په خبره، فعالیتونه یې ولسي اړخ لري او هیڅ سیاسي جریان پورې تړلي نه‌دي. د دې خوځښت غړې، مونسې مبارز ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې ځیني سیاسي جریانونو هڅه کړې، چې د دوی له ادرسه امتیازات او شهرت ترلاسه کړي. نوموړې وايي: "په دې شپو ورځو کې ځیني سیاستوال او فرصت طلبه کسان هڅه کوي چې د معترضو مېرمنو له ادرسه ځان مطرح کړي، موږ وغوښتل د دې اعلامیې په خپرولو سره د ښځو د خوځښتونو خپلواکي په ښکاره ټکو څرګنده کړو. افغان مېرمنې او معترضین هغه کسان دي چې د کابل او ولایتونو په واټونو کې حضور لري او هره ورځ د طالبانو دورې زغمي." خو نوموړې مشخص د کوم سیاسي جریان یا شخص نوم وانه‌خیست. د ښځو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر کړنو نیوکې داسې مهال کېږي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې امينې محمد افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې ویلي چې، له طالبانو سره په خبرو کې پر افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو د کمېدو په برخه کې لږ پرمختګ شوی. دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې اروپایي ټولنه نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو پر ژوند خبرې وکړي. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د دفتر ویاندې نبیلا میزرالي تېر ماښام ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي غږیز پیغام کې تایید کړې چې، افغانستان د نن غونډې د اجندا یوه مهمه موضوع ده. اروپایي ټولنې وړاندې له دې د دې غونډې په اړه په یوه اعلامیه کې لیکلي وو، چې د دې ټولنې وزیران او چارواکي به په افغانستان کې له پوهنتونونو او په نا دولتي مؤسسو کې له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او ښځو د راګرځولو پر موضوع تمرکز وکړي.

23.01.2023 ازادي راډیو

د افغانستان ۱۶ ولایتونو کې د پولیو کمپاین؛ ۵.۳ میلیون ماشومان واکسین کیږي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د ۲۰۲۳ کال پولیو یا ګوزڼ واکسین کمپاین  پيلېدو خبر ورکړ.

23.01.2023 امریکا غږ

ټانک کې د امنيت د ټينګښت دپاره جرګه شوې

د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې تیره ورځ د بیلا بیلو قومونو جرګه شوې چې پکې په علاقه کې د ناامنۍ په پښو اندېښنه څرګنده شوې ده، په جرګه کې د امنیت د ټینګښت، د بیا پوځي عملیاتو د مخنیوي او حکومتي عملدارۍ پرځای کولو غوښتنې شوي دي.

23.01.2023 ډیوه

د موګادیشو ښاروالۍ محاصره د ۶ جنګیالیو تر وژل کیدو وروسته پای ته ورسیده

د سومالیې حکومت وايي په پایتخت موګادیشو کې په یوې ودانۍ کې چې د ښاروال دفتر او نورې حکومتي ادارې پکې دي، د الشباب د وسله والو پنځه ساعته کلا بندي پای ته رسولې او شپږ واړه جنګیالي یې وژلي دي.

23.01.2023 امریکا غږ

پي ټي اېم: د پښتنو سياسي ګوندونه دې په کراچۍ کې د پښتنو افغانانو د نيولو پرضد غږ پورته کړي

په کراچۍ کې پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] احتجاجي مظاهره کړې او ویلي یې دي په سيند صوبه او  کراچۍ کې پښتانه، افغانان ځورول کيږي نيول کيږي، پښتانه سیاسي ګوندونه دې د افغانانو سره د سيند صوبايي حکومت د رويې پرضد غږ پورته کړي. پي ټي اېم د علي وزیر د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

23.01.2023 ډیوه

امریکایي ځواکونو سوریه کې د داعش درې غړي نیولي دي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یکشنبه جنوري ۲۲ (سلواغې۲) ویلي چې د سوریې په ختیځ کې په چاپې کې چې د هیلکوپتر او ځمکني پوځ څخه پکې کار اخیستل شوی و، د اسلامي دولت یا داعش درې غړي نیولي دي.

23.01.2023 امریکا غږ

پاکستان: محسن نقوي د پنجاب صوبې نګران وزيراعلا ټاکل شوی

د پاکستان الېکشن کمېشن محسن نقوي د پنجاب د نګران وزیراعلان په توګه ټاکلی دی، نوموړ ي تيره شپه د وزيراعلا څوګند پورته کړی خو پاکستان تحریک انصاف ګوند د محسن نقوي د وزیراعلا په توګه ټاکنه رد کړې ده.

23.01.2023 ډیوه

نن د اروپايي ټولنې يوه غونډه کې د افغان نجونو او مېرمنو پر محدوديتونو خبرې کېږي

ټاکل شوې چې اروپایي ټولنه نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د دفتر ویاندې نبیلا میزرالي تېر ماښام ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي غږیز پیغام کې تایید کړه چې، د افغانستان موضوع د سبانۍ غونډې د اجندا یوه مهمه موضوع ده. نوموړې ويلي: "دغه غونډه چې سبا جوړیږي، مشري به یې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ او امنیتي چارو مشر جوزیف بوریل کوي. د بهرنیو چارو وزیران په دې غونډه کې د افغانستان، ایران، ونیزیویلا، ایتوپیا او مونتینګرو پر وضعیت خبرې کوي." مېرمن میزرالي په دې اړه نورجزیات ورنه‌کړل خو اروپایي ټولنې د دې غونډې په اړه په وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې د دې ټولنې وزیران او چارواکي به په افغانستان کې له پوهنتونونو او په غیر دولتي مؤسسو کې له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او ښځو د راګرځولو پر موضوع تمرکز وکړي. په بروکسل کي د نننۍ غونډې له جوړېدو یوه ورځ مخکې یعنې پرون د اروپایي پارلمان مخته په یوه لاریون کې په افغانستان کي د نجونو او ښځو د تعلیم او کار پر حقونو لګول شوي بندیزونه وغندل شول او د هغو د لیري کېدو غوښتنه وشوه. په دې لاریون کې چې د پي‌ټي‌ایم په نوښت رابلل شوی و، ګډونوالو یې له طالبانو وغوښتل چې پر نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه سمدستي لیرې کړي. د دې لاریون یوه تنظیمونکي امین باوري ازادي راډیو ته وویل: "ټولو ګډونوالو په یوه اواز په افغانستان کې په اوسنیو واکمنانو غږ وکړ چې، د ښځو د حقوقو، د هغو چې خدای رسول او قران عظیم شان هغوی ته ورکړي، له هغو حقوقو څخه بې‌برخې نه‌کړي او دغه خپل شاته پاتې فکر لیرې او دا حقوق دوی ته ورکړي." د دې لاریون ګډونوالو همدارنګه له اروپایي ټولنې او نړیوالوهم وغوښتل چې د افغانستان پر نویو واکمنانو فشار راوړي چې د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي. په عین حال کې د ملګروملتونو ښوونیزه، علمي او فرهنګي اداره یا یونسکو وایي، په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو ګډون کابو شل چنده زیات شوی و خو نن ورځ دوی اجازه نه‌لري چې په هېواد کې لوړې زده‌کړې وکړي چې دا د منلو وړ نه‌ده. دې ادارې دغه څرګندونې د زده‌کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت پرون په یوه ټویټ کې کړي او غوښتنه یې کړې چې راځئ له دې ورځې سره یو ځای شو او په لوړ غږ او واضح دا خبره وکړو چې پرېږدئ چې افغان نجونې زده‌کړې وکړي. یونسکو ویلي، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته په ۲۰۰۱ کال پنځه زره نجونې د لوړو زده‌کړو په مؤسسو کې شاملې وې او دا شمېره په ۲۰۲۱ کال چې په دوبي کې یې بیا طالبان واک ته ورسېدل، ۱۰۳ زره او ۸۵۴ ته رسېدلې وه خو روان ۲۰۲۳ کال د لوړو زده‌کړو په مؤسسو کې د نجونو او ښځو ګډون صفر ته رسېدلی. دې ادارې ویلي چې، د زده‌کړې سږنۍ نړیواله ورځ یې چې سبا د جنوري ۲۴مه ده، د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړې موضوع ته ځانګړې کړې ترڅو د نړیوالو پام دغې ستونزې ته راجلب کړي. په عین حال کې د ملګروملتونو د ښځو د چارو ادارې ویلي، چې په افغانستان کې ښځې یوازې نه‌دي، بلکې د هغوی مبارزه نړیواله ده. دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې افغانستان ته له سفر وروسته د ملګروملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد پر څرګندونو تمرکز کړی چې ویلي یې دي، دا ډېره مهمه ده چې د افغان نجونو او ښځو چې له تر ټولو تیاره وخت سره مخامخې دي، سمدستي ملاتړ وشي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د نړیوالو له زیاتېدونکو غوښتنو سره سره، تر اوسه د طالبانو په دریځ کې کوم بدلون نه‌دی راغلی او طالب چارواکو تل دغه پرېکړې له اسلامي اصولو او افغاني دود سره سمې بللې دي.

23.01.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more