ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ډار: د ایران صدر به اینده هفته د پاکستان دوره کوي

ډار د ایراني صدر د دورې په اړه نور څه تفصیل شریک نه کړو خو داسې ښکاري چې پاکستان ته د ریيسي تګ د هغو کوښښونو برخه ده چې دواړه ملکونه یې تعلق د ښه کولو دپاره کوي

18.04.2024 ډیوه

جرمني: د ایران برید د جي-۷ غبرګون ته اړتیا لري

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ اپرېل ۱۸ (وري ۳۰) وویل چې د جي-۷ ډله باید پر اسرائیل د ایران د برید ځواب ورکړي او زیاته یې کړه چې په ایټالیا کې له خپلو سیالانو سره په غونډه کې پر اقداماتو غور کوي.

18.04.2024 امریکا غږ

څېړنه: د هېواد په حکومت، عدلیه او پوځ د امریکايي ولس اعتماد مخ په کمېدو دی

په کلیسا او په منظم مذهب هم د امریکایانو اعتماد په مستقل ډول زوال پذیر دی او تېر کال ۳۰ فیصد امریکایانو پې د "ډېر لږ" اعتماد اظهار وکړو. په دې لړ کې د عدم کچه د ۱۹۷۳ راهسې د ټولو نه زیاته ده. ګېلپ هم د ۱۹۷۳ راهسې په خپلو څېړنو کې د امریکایانو پوښتنې کوي

18.04.2024 ډیوه

ملګري ملتونه: له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال د چادېدونکو توکو له خطر سره مخ دي

واشنګټن — د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو اداره (یو این ایم اې ایس) وايي هغه افغان کډوال چې له پاکستانه افغانستان ته ستنیږي په خپل هېواد کې د بیا مېشتېدو پر مهال د ماینونو او چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي. دغې ادارې پر خپله ایکس پاڼه په یو پیغام کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه د خلکو د پوهې د زیاتولو پر اړتیا باندې ټینګار کړی  او لیکلي یې دي: "له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال د چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي او هغه خطرونه چې دوی ورسره مخ دي ریښتیني او د اندېښنې وړ دي". د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو ادارې د ستنېدونکو ګډوالو د ستنېدلو او په خوندي توګه د هغوی د بیا مېشتېدو لپاره د ماینونو او ناچاودو توکو له خطرونو د خلکو د پوهې زیاتولو لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده. یو این ایم اې ایس پر ایکس په یو جلا پوسټ کې ویلي "په بشري بنیادونو د ماین پاکۍ لپاره د فنډ په زیاتولو سره موږ کولای شو سمدستي د زیانونو کچه راټیټه کړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند وژغورو او په افغانستان کې د اقتصاد په بیارغولو کې مرسته وکړو".   ملګرو ملتونو له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه دا خبرداری په داسې وخت ورکړی چې پاکستان په روانه اوونۍ کې د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ستنولو دویم پړاو پیل کړی دی. ملګرو ملتونو تمه څرګنده کړې چې کېدای شي تر جولای میاشتې پورې 7,20000 قانوني اسنادو نه لرونکي کډوال او 50,000 نور په پاکستان کې د پي او آر په نوم کارډ لرونکي کډوال افغانستان ته ستانه شي. د پاکستان لنډ مهاله حکومت د تېر  کال د اکتوبر په پیل کې د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو پروګرام اعلان کړی وو او د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه 5,47000 افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. په افغانستان کې د ماینونو خطر: په افغانستان کې د تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو له امله نه یواځې په دغه هیواد کې بهرنیو ځواکونو له مځکنیو ماینونو کار اخیستی، بلکې د دغو ځواکونو خلاف جنګېدونکو وسلوالو ډلو هم له ماینونو کار اخیستی دی. د ماشومانو د ژغورنې نړیواله ادارې سېو دي چلډرن د اپرېل پر څلورمه په یو رپوټ کې ویلي وو، په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا 60 کسان چې وایي اکثره یې ماشومان دي په مځکه کې د ښخو ماینونو او ناچادو توکو په چاودونو کې مړه کیږي یا معذوره کیږي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د یو رپوټ له مخې افغانستان په نړۍ کې په ماینونو او ناچاودو توکو یو ت رټولو ډېر ککړ هیواد دی، چې وایي‌ د 401 ولسوالیو له درو څخه دوې برخې یې په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره "یوناما" هم د ماینونو په اړه د پوهې په نړیواله ورځ ویلي وو، په دې هېواد کې د تېرو څو لسیزو په جګړو کې تر مځکې لاندې ماینونو د چاودنو له کبله تر 45,000 پورې افغانان مړه یا ټپیان شوي دي. یوناما ویلي د ماین پاکولو د ټیمونو د هڅو په نتیجه کې تر اوسه په افغانستان کې تر 3,000 مربع کیلومیټره له زیاتې مځکې ماینونه او ناچاوده توکي پاک شوي دي خو وایي له دغو توکو لا هم د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ته خطر دی. ملګرو ملتونو ویلي د نورو ولایتونو په نسبت د ارزګان، کندوز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګ او سمنګان ولایتونو کې خلک ډېر د ماینونو او ناچاودو توکو له خطر سره مخ دي.

18.04.2024 ډیوه

متشبثې افغان میرمنې د ګڼو خنډونو او اضافي مصرفونو سره مخ دي – راپور

د ملګرو ملتونو د انکشاف پروګرام (UNDP) په " افغانستان کې متشبثو ښځو ته غوږ نیول، مبارزه او مقاومت" تر نامه لاندې په یو راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې متشبثې ښځې د سوداګرۍ په برخه کې د اضافي مصرف په ګډون د ګڼو ننګونو او خنډونو سره مخ دي.

18.04.2024 امریکا غږ

قریباً ۵۰ ملکونو په اسرایل د ایران حمله غندلې او غوښتنه یې کړې چې تاوتریخوالی دی کم کړی شي

امریکې، يورپين یونین او د اوو لویو صنعتي ملکونو اتحاد جي سېون په ایران د پابندیو د سختولو ارادې اعلان کړي دي. د دې ګام مقصد د اسرایل ملاتړ او اسرایل مخه نیول دي چې په ایران جوابي حمله و نه کړي

18.04.2024 ډیوه

ایران امریکا ته ویلي 'د کړکېچ زیاتوالی' نه غواړي

د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۳۰) وویل هیواد یې متحده ایالاتو ته ویلي چې پر اسرائیل له بې ساري برید وروسته د کړکېچ د زیاتوالي په لټه کې نه دی.

18.04.2024 امریکا غږ

قطر وایي د اسرایل او حماس تر منځ خپل منځګړتوب ته بیاکتنه کوي، "رول مو ناوړه کارول شوی"

واشنګټن — د قطر وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني وایي، قطر د اسرایل او حماس تر منځ د منځګړتوب په اړه خپل رول ته بیاکتنه کوي ځکه چې وایي له منځګړتوبه یې ناوړه ګټه اخیستل شوې ده. عبدالرحمان الثاني د چارشنبې- شورو په ورځ په قطر کې یوې خبري غونډې ته په دې اړه نور سپیناوی ونه کړ خو ویې ویل، "په اوس وخت کې موږ د منځګړي په توګه خپل رول ارزوو او دا ګورو چې د ښکېلو غاړو منځګړتوب څنګه وو". الثاني وویل سره له دې چې د حماس مشران په قطر کې د جلاوطنۍ ژوند کوي، خو وایي د قطر لپاره د اسرایل او حماس په دغه منځګړتوب کې "محدودیتونه" وو. قطر له مصر او امریکا سره یو ځای له تېرو څو میاشتو راهیسې د اسرایل او حماس تر منځ د خبرو منځګړتوب کوي چې مقصد یې د یوې اوږدمهاله ډزبندۍ په نتیجه کې حماس یرغمل کړي کسان را خوشي کول او غزې ته بشري مرستې رسېدل دي. امریکا، مصر، اسرایل او حماس لا په خبرو کې د منځګړتوب په اړه د قطر دې تازه اندېښنو ته جواب نه دی ویلی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلېنکن د سه شنبې- نهې په ورځ د قطر له وزیراعظم سره په دې اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو چارواکو یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې "په راتلونکو ورځو کې په ګډه کار کول ارزښت لري چې په غزه کې ډزبندي وشي او په ترڅ کې یې بندیان هم خوشي کړای شي." د قطر وزیراعظم خبري غونډې ته ویلي، د دوی له منځګړتوبه "د محدودو سیاسي ګټو لپاره ناوړه ګټه اخیستل شوې او دې کار قطر مجبور کړ چې په بشپړه توګه د خپل رول ارزونه وکړي". عبدالرحمان الثاني وویل ځینې سیاستوال د دوی هڅو ته زیان رسوي او د خپل سیاسي پواینټ سکورینګ یا امتیاز تر لاسه کولو هڅې کوي، خو د دغو سیاستوالو نوم یې یاد نه کړ. په واشنګټن کې د قطر سفارت د سه شنبې- نهې په ورځ د امریکې په کانګرس کې د ډیموکرېټ غړي سټېني هویر پر هغو خبرو نیوکه وکړه چې له امریکې یې غوښتي وو له قطر سره خپلو اړیکو ته دې "بیاکتنه" وکړي. سټېني هویر د دوشنبې- ګل په ورځ ویلي قطر باید حماس ته ګواښ وکړي که دغه فلسطیني وسلواله ډله "د یرغمل کسانو د خوشي کولو او د لنډمهالې ډزبندۍ په برخه کې د پرمختګ مخنیوي ته دوام ورکړي دا به نتیجې ولري". د امریکې د کانګرس ځینو نورو غړو هم په وروستیو میاشتو کې تور پورې کړی چې قطر د حماس ملاتړ کوي، خو قطر دا تور رد کړی دی. په قطر کې دا مهال هم 10,000 امریکایي پوځیان دېره دي چې دا په منځني ختیځ کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو زیات شمېر ګڼل کیږي. د قطر وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني تر دې وړاندې د چارشنبې- شورو په ورځ دا هم ویلي چې په غزه کې د نوې ډزبندۍ په اړه خبرې په یو "نازک پړاو" کې وې او د خنډونو د لرې کولو لپاره هڅې روانې وې چې تړون ته سره ورسېږي. د منځني ختیځ د دې مهم هېواد مشر وایي، قطر "د جګړې له پیله راهیسې خبرداری ورکړی وو چې د جګړې دایره به پراخه شي او نن موږ پر بېلابېلو محاذونو شخړې وینو." عبدالرحمان الثاني وویل، قطر په دوامداره توګه پر نړیواله ټولنه ږغ کوي چې خپلې ذمه وارۍ پر غاړه واخلي او دا جګړه ودروي، وایي د غزې خلک "محاصره او وږي" دي ځکه چې وایي له بشري مرستو د "سیاسي تورونو د وسیلې" په توګه کار اخیستل کیږي. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي.

18.04.2024 ډیوه

د افغان طالبانو اؤ چین حکومتي چارواکي د واخان کوریډور په پرانیستلو غږېدلي

پېښور — په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت  او د چين چارواکي په بیجنګ کې د واخان کوريډور د اهميت، احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو غږیدلي دي. د طالبانو د حکومت اؤ د چین د بهرنيو چارو د  وزارتونو د اړوندو سياسي څانګو په مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې د رابطې ميکانيزمونو درېيمه ناسته په بیجينګ کې شوې ده. څېړونکي وایي د واخان کوریډور په پرانیستو کې د افغان طالبانو حکومت زیاته خوښي لري اؤ چین که د طالبانو د زړه ساتلو لپاره د واخان کوریډور پرانیستو ته اماده هم شي خو د امنیت له پلوه به یې د اندېښنې پر خپل ځای پاتې وي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، په بیجنګ کې د طالبانو د حکومت اؤ چینایي چارواکو تر منځ ترسره شوې غونډه کې د واخان کوریډور د پرانستو په امکاناتو اؤ ګټو خبرې شوې دي خو هغه په دې اړه نور وضاحت نه دی کړی چې ددغه لارې پرانستو عمده ګټې به افغانستان ته څه وي اؤ چین ته به کومه ګټه په لاس ورشي. په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وي او ای ډيوه ته وایي د واخان لارې پرانستل کېدو سره به د کابل اؤ بینجنګ ترمنځ نیغ په نېغه تجارت پېل شي. هغه وایي دا لاره به د تجارت لپاره ډیره ستره نه وي ځکه چې د چین برمدات اؤ صادرات نورو هیوادونو ته ډیر زیات دي خو بیا به هم ددې لارې یو سمبولیک ارزښت وي. طاهر خان وایي افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ګڼي چې که د وا خان لاره پرانستل شي نو افغان طالبان به هم دا ووایي چې اوس د دوي  یوازې په یو یا په دوؤ هیوادونو د راهدارۍ تجارت اډاڼه پاتې نه دی بلکې نورې لارې هم ورسره شته. د طاهر خان په خبره چین د افغانستان بدخشان ولایت سره لګیدلې د خپلې صوبې سنګیانګ له پلوه یو شمیر امنیتي اندېښنې لري "اؤ که چرې د طالبانو په خوښه د واخان کوریډور ته زړه ښه کړي نو هم ګمان نه کووم چې به دا ګنې د تجارت یوه لویه لاره وي" د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي په بینجنګ کې ترسره شوې په دې ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې په تېرو دوو نيمو کلونو کې د طبيعي پېښو، د زوره د  راستنو شوو کډوالو د ځای پر ځای کولو او د روغتيا په برخه کې د چين  مرستو ته کتنه وشوه. د طالبانو د خارجه وزارت د ویاند له مخې ،افغان پلاوي د چين د مرستو د مؤثريت د لا زياتېدو په موخه خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوندو لوريو سره شريک کړي دي اؤ چينايي لوري ژمنه وکړه چې افغانستان سره د چين بشري مرستې به د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره تنظيم کړي.  د ویاند له مخې ،چينايي لوري همداراز ژمنه وکړچې افغانستان ته په زوره د ورستنو کړل شوو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیونه يوانو مرستو کې به د افغان لوري وړانديزونه په پام کې ونيسي.  همداراز د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې ده چې په چين کې د افغان ماشومانو د زړه  د ناروغيو د درملنې د بيا پيلولو لپاره زمينه برابره کړي. عبدالقهار بلخي په ایکس رسنۍ خپور کړي خپل بیان کې ویلي ،په دې ناسته کې د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړې توګه چين ته د لا زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، ظرفيت لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداگرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې شوۍ دي.  غونډه کې دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو د زمينې برابرولو هرکلی وکړو. افغان لوري د چين په ملاتړ د طالبانو د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د ظرفيت لوړونې د روزنيزو پروګرامونو هرکلی وکړو.  پر دې سربيره، چينايي لوري ژمنه وکړه چې د افغانستان له اړتيا سره سم به افغان افغان زده‌ کوونکو ته د سکالرشپونو لړۍ پراخه کړي. ویاند ویلي  په دې ناسته کې د واخان کوريډور د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه  شوي خو په دې اړه یې نور تفصیلات مخې ته نه دي راوړي. د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو وروسته تر اوسه د دې ډلې حکومت هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت نه دی پېژندلی. که څه هم ډېر هیوادونه په افغانستان کې سفارتونه او سیاسي دفترونه لري او بهرني چارواکي یې هم په منظمه توګه د طالبانو له چارواکو سره ویني خو چین یواځینی ملک دی چې په رسمي توګه یې د طالبانو سفیر منلی او خپل سفیر یې هم کابل ته لېږلی دی، خو وایي د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی. د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي دي که نړیوال رسمیت غواړي، باید د افغانستان د ښځو، نجونو او اقلیتونو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي، ټول شموله حکومت جوړ کړي او د القاعده په څېر له ترهګرو ډلو سره خپل روابط پرې کړي. بیجینګ تېرکال طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې د افغان ښځو په اړه د سخت دریځ له کبله به ونه شي کړای چې په ټولنې کې ومنل شي. خو چین لومړنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت ته یې رسمآ خپل سفیر معرفي کړی. پاکستان، ایران او روس هم د طالبانو ډپلوماتان منلي دي خو د طالبانو حکومت یې لا په رسمیت پېژندلی نه دی. چین په افغانستان کې د کانونو د استخراج په ګډون په یو لړ پروژو کې پانګونه کړې ده او تجارتي راکړه ورکړه هم ورسره لري. د طالبانو حکومت هم ویلي دي چې غواړي رسمآ د چین د «یو کمر بند او یوه لار» په پروژې کې داخل شي.

18.04.2024 ډیوه

د حزب الله په برید کې  14 اسرایلي عسکر ژوبل شوي،‌ د شپږو حالت نازک دی

پېښور — د لبنان د ایران پلوه عسکري تنظیم حزب الله په حمله کې 14 اسرایلي عسکر ټپیان شوي، چې د شپږو روغتیايي حالت پکې نازک ښودل شوی دی. د رویټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې حزب الله د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اسرایل په شمالي سیمه کې پر پوځي تاسیساتو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید کړی اؤ دغو تاسیساتو ته درانه زیانونه اړولي دي. د اسرایل پوځ هم د حزب الله برید تایید کړی او ویلي یې دي چې له لبنان څخه  ټانک ضد توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د عرب الارامشی سیمه کې د پوځ یو مرکز په نښه کړی دی. د اسراييلي پوځ په وينا په بريد کې 14 پوځیان ژوبل شوي، چې د شپږو پکې حالت نازک دى. د اسرايل دځايي خبري ویبپاڼې "وایي نیټ"  په وينا، اسرایلي پوځیان د بريد پر مهال په یو کلي کې په  ټولنیز تالار(کمیونټي هال) کې راغونډ شوي وؤ. حزب الله وايي، وروستی برید یې د سه شنبې په ورځ د اسراییلو د عملیاتو غچ دی چې د دې سازمان د یوه قوماندان په ګډون پکې درې تنه وژل شوي وؤ. د اسرایل هوايي ځواکونو د چهارشنبې په شپه د لبنان په ختیځ بعلبک کې د حزب الله په مرکزونو بریدونه وکړل. خو په ځوابي اقدام کې د اوښتو زیانونو جزیات نه دي په ډاګه شوي. د غزې د جګړې له پيل راهيسې د لبنان پولې ته څېرمه د اسرايلي ځواکونو او حزب الله ترمنځ نښتې روانې دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییلو او حزب الله ترمنځ د شپږ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې تر اوسه پورې ۳۷۰ تنه لبنانیان وژل شوي، چې پکې ۲۴۰ تنه د حزب الله جنګیالي او ۶۸ تنه پوځیان او ملکي وګړي دي. خو د حزب الله وروستی اقدام په داسې وخت کې شوی چې د ایران او اسرایلو ترمنځ شخړې زور نیولی دی. ایران د اپرېل په 13مه پر اسرایلو له 300 د ډېرو بې پیلوټه الوتکو او میزایلو برید کړی ؤ او ویلي یې وؤ چې دا عملیات یې په دمشق کې د دوی پر سفارت د برید په ځواب کې کړي دي. د اپریل په لومړۍ نیټه د ایران پر سفارت د برید په پایله کې د ایران د سپاه پاسداران د لوی قومندان برید جنرال محمد رضا زاهدي په ګډون اووه تنه ووژل شوي وؤ.  ایران د برید پړه پر اسرایلو اچولې وه خو اسرایلو دا برید نه تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی. د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو د شنبې په ورځ د ایران د برید په ځواب کې ژمنه وکړه چې له ایران به بدله واخلي. له بلې خوا د امریکې  په ګډون نورو هېوادونو د نیتن یاهو له حکومته د زغم غوښتنه کړې او وېره يې څرګنده کړې چې تهران نه د بدل اخستو عملیات به په سيمه کې د جګړې لامل شي. (ددې رپورټ مواد د رویټرز څخه اخستل شوي دي)

18.04.2024 ډیوه

ملګري ملتونه: افغانستان ته ستنیدونکي افغان کډوال د چاودیدونکو توکو د ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام (UNMAS) وايي چې هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي دغه هیواد ته د ستنیدلو او بیا میشتیدو پر مهال د ماینونو او چاودیدونکو توکو د ریښتیني ګواښ سره مخ دي.

18.04.2024 امریکا غږ

لوېدیځو هېوادونو ته تلوونکي بې سرنوښته افغان کډوال

په پاکستان کې میشت هغه زرګونه افغان کډوال چې په لوېدیځو هېوادونو کې د بیا-میشتولو پروګرام برخه دي، وايي، دا دی دوه نیمه کاله کېږي چې د تلو په تمه دي خو اوس دې ځای ته راغلي چې د خوړو پیسې هم نه لري.

18.04.2024 امریکا غږ

د پاکستان د خزانې وزیر امریکایي چارواکو سره لېدنه کې ویلي پاکستان امریکې سره خپلې اړېکې لا پراخول غواړي

پېښور — د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزيب د جنوبي او مرکزي ايشيا لپاره د امريکې د خارجه وزير مرستيال ډونلډ لو او د امريکې د خارجه وزارت مرستيالې اليزبت هورسټ سره لیدنه کړې چې په دې لیدنه کې امریکایي چارواکو د پاکستان او امريکې د تعلقاتو د لا پیاوړي کولو لپاره د واشنګټن عزم بيا تکرار کړی دی۔ دغه غونډه د چهارشنبې - شورو په ورځ د نړيوال بانک په مرکزي دفتر کې شوې ده چې پکې د پاکستان د خزانې وزیر امريکايي چارواکو ته د پاکستان د اصلاحاتو د ایجنډې په اړه معلومات ورکړي دي. محمد اورنګزیب ویلي د ټیکسونه لمنه پراخول، د توانایۍ څانګه همواري اؤ نجکاري د پاکستان د حکومت اولیتونه دي. ډاڼ ورځپاڼه کې د خپور شوي رپورټ له مخې لیدنه کې د متبادلې توانایۍ، زراعت، انفارمیشن ټینکنالوجۍ اؤبو، هوا اؤ د صعنتونو په اړه هم خبرې اترې شوې دي اؤ د پاکستان د خزانې وزیر د پاکستان اؤ امریکې د اقتصادي شراکت دارۍ په تازه کولو هم ټینګار کړی دی. محمد اورنګزیب ویلي چې د پاکستان حکومت ملک کې د پاییداره اقتصادي ترقۍ اؤ نمو له لړ کې د اصلاحاتو پروګرام ته کلک عزم لري. اخوا واشنګټن ډي سي کې د پاکستان د اقتصادي پالیسۍ په اړه راجوړ شوي سیمینار ته وینا کې د خزانې وزیر ویلي چې سږکال پاکستان کې د زراعت څانګې غوره کارکردګي ښودلې،ګراني راکمه شوې اؤ د مبادلې کچه باثباته شوې ده. هغه ویلي چې د پاکستان تجارتي خساره کې کمی مخې ته راځي اؤ د بهر نه ورته د پیسو استول زیات شوي اؤ هم یې اقتصاد کې د ښه والي نښې نښانې لیدل کیږي. نوموړي ویلي چې پاکستان غواړي د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف سره یو بل پراخه پروګرام کې شامل شي. د ايي اېم اېف ترجمان (نې) ای اېف پي ته وویل په موجود وخت کې د ايي اېم اېف توجو پاکستان سره د قرض موجوده پروګرام سرته په رسوولو ده. تر دې دوه ورځې وړاندې د آي اېم اېف ترجمان (نې) ویلي وؤ د پاکستان نوي حکومت د قرض په نوي پروګرام کې خوښي ښکاره کړې ده او د ادارې عمله تیاره ده چې د نور قرض په پروګرام ابتدايي خبرې وکړي. د واشنګټن د دورې په مهال د پاکستان د خزانې وزیر په هغو غونډو کې هم شرکت کوي چې د آي اېم اېف او د ورلډ بېنک په کوربتوب هرکال د سپرلي په موسم کې کېږي او د خزانې او ترقۍ وزیران، د اقتصاد دانشوران او شهري حقونو فعالان د نړۍ په اقتصاد بحثونه کوي. د سږ کال غونډې د نهې، سه شنبې د ورځې نه په رسمي ډول پېل شوي او د نورو ترڅنګ په دوو اهم موضوعاتو به پکې غور کیږي، یوه د موسمي بدلون موضوع ده او بله د نړۍ د مقروضو ملکونو مرسته کول دي.

18.04.2024 ډیوه

افغانستان کې د وروستیو بارانونو له امله 70 کسان مړه شوي

پېښور — په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په تېرو پنځوؤ ورځو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله شاوخوا 70 کسان مړه شوي دي. ای ایف پي خبري اژانس پخپل رپورټ کې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د ویاند جانان صایق له خولې ویلي دي چې د شنبې او چهارشنبې تر منځ د بارانونو په پایله کې شاوخوا 70 تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه زياته کړې ده، چې پر دې سربېره 56 کسان د بارانونو له امله بیلابیلو پېښو ټپيان شوي هم دي. نوموړي ویلي په دې بارانونو کې تر 2600 زيات کورونه ویجاړ شوي او څه د باندې په 95 زره جريبه ځمکه ولاړ فصلونه هم تباه شوي دي. جانان صایق وويل په بارانونو کې زیاتره مرګ ژوبله د کچه کورونو د کوټو اؤ دیوالونو راغورځېدو له امله مخې ته راغلې ده. په پاکستان کې هم وروستیو سختو بارانونو زیاته مرګ ژوبله اړولې او په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په بیلابیلو باراني پېښو کې په لسګونو کسان مړه شوي دي. ملګرو ملتونو تېر کال خبرداری ورکړی ؤ چې افغانستان د موسمي بدلون د سختو اغېزو سره مخ دی او له نړیوالې ټولنې یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه. له څلورو لسیزو راهسې په جګړو کې ښکېل افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په چټکتیا سره د بدلېدونکو موسمي حالاتو مقابلې ته بیخي کمه تیاري لري . د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې د سختې واورې وریدو له امله د ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه 25 کسانووژل شوي وؤ اؤ هم په مارچ کې د دریوؤ اوونی ود بارانونو له امله نږدې 60 کسان مړه شوي وؤ.

18.04.2024 ډیوه

د فیلیپین ساحلي ګارد په لومړي ځل د امریکا سره کډ پوځي تمرینات کوي

د فیلیپین ساحلي ګارد د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (حمل۳۰) وویل چې ځواکونه به یې په لومړي ځل د امریکا سره په ګډو پوځي تمریناتو کې برخه واخلي.

18.04.2024 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more