ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


برتانیه ښایي په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر کم کړي

د برتانیې د دفاع وزارت وایي ښایي د امریکا د متحدو ایالتونو په شان په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر کم کاندي.

19.11.2020 امریکا غږ

د انټر نیټ کمپنیو د انټرنېټ په اړه د پاکستان نوي قواعد رد کړي

نوي قواعدو کي ویل شوي چي ټوله نیزه رسنیو کمپنیو او د انټرنیټ سروس ورکولو ته د آن لانن مواد د څارني د پاره مناسب طریقه کار جوړول وي او صارف د دی څخه خبر کړې چی داسي مواد د اپلوډ کولو، ایډیټ کولو یا شریکولو څخه ډده وکړي چي د یوه کس سره تعلق لري یا صارف ته د دې اجازه نه وي

19.11.2020 ډیوه

پلوشه حسن: پر یوې ښځې وار پر ټولو ښځو وار دی

په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافعین پر ښځو د وروستیو حملو په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، حکومت باید د ښځو د حقونو خوندیتوب ته جدي پام وکړي او د هغوی ژوند دې وژغوري. د افغان ښځو د زده کړو مرکز رئیسه پلوشه حسن وايي، پر یوې ښځې وار پر ټولو ښځو وار دی. د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشير له مېرمن حسن سره پر دې موضوع خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلي چې د دوی دا شعار په څه مانا دی؟ دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:  

19.11.2020 ازادي راډیو

سعودي د مصنوعي ذکاوت په ټکنالوژۍ کې ۲۰ ملیارده ډالر پانګونه کوي

سعودي عربستان اعلان کړی چې د ۲۰۳۰ کال پورې د مصنوعي ذکاوت د ټکنالوژۍ په پروژو کې ۲۰ ملیارده ډالر پانګونه کوي.

19.11.2020 امریکا غږ

د امریکې خارجه وزیر وايي امریکا به د اسرایل بایکاټ ته د یهودیانو نه د کرکې په څېر ګوري 

په یروشلم کې د اسرایلي وزیراعظم بنېجمن نېټن یاهو ترڅنګ خبري غونډې ته وېنا کې مایک پامپېیو وویل امریکا به د هغه ملکونو تنظیمونو خلاف ګامونه اخلي چې د اسرایل د بایکاټ تحریک حمایت کوي

19.11.2020 ډیوه

جوباېډن: د کرونا پرضد مبارزه سم مشر ته اړتیا لري

په کوم وخت کې جوباېډن دغه خبرې کولې، د امریکا نیویارک ښار چې تر ټولو زیات سکولونه لري، اعلان کړی چې د کرونا ناروغانو په شمیره کې د زیاتوالي له سببه بیرته سکولونه بندوي. 

19.11.2020 ډیوه

داسټرېلیا پوځ وايي باوري شواهد یې موندلي چې ځینې عسکر یې په افغانستان کې په وژنو تورن دي

د اسټرېلیا پوځ په تحقیقاتو کې د مبینه غیرقانوني چلند ۵۷ واقعاتو ته کتنه شوي او د سلګونو په شمېره کې عېني شاهدانو بیانونه اورېدل شوي دي. په تحقیقاتو کې موندل شوي چې د یو مبینه غیرقانوني چلند واقعه هم په دې بنیاد نشي ردېدی  چې ګني د جنګ په حال کې په فشار او په ګرمه کې داسې ډول فېصلې کېدلی شي

19.11.2020 ډیوه

د بدخشان د مایمي ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیضې ادعاوې

په داسې حال کې چې د بدخشان د مایمي ولسوال، د طالبانو له خوا د دغې ولسوالۍ د نیول کېدو خبر ورکړی، د بدخشان پولیس وايي چې یادې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی.

19.11.2020 امریکا غږ

عمران خان:افغانستان کې به اوربند اؤ سولې دپاره ډاډمنې هڅې کوؤ

دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي پاکستان افغانستان کې سولې ته لیواله دی اؤ حکومت یې غواړي چې په دې هیواد کې د تاوتریخوالي کمولو، اوربند او د سولې خبرو اترو لپاره د ډاډ وړ هڅې تر سره کړي.

19.11.2020 ډیوه

افغانستان کې د کرونا د ۲۵۳ تازه مثبتو پېښو ثبت

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کروناویروس ۱۳۳۴ مشکوک سمپلونه ارزول شوي چې ۲۵۳ یې مثبتې دي. د کروناویروس تازه مثتبې پېښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، کندز، بادغیس، بدخشان، غزني، غور، فراه او زابل ولایتونو کې ثبت شوي دي، چې ورسره په افغانستان کې په دغې ناروغۍ د ټولو اخته شویو کسانو شمیر ۴۴زره او ۱۷۷ ته پورته شوی دی. د روغتیا وزارت په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس له امله د پنځو کسانو د مړینې خبر هم ورکړی دی. د مړینې د تازه بېښو په ثبت سره په افغانستان کې له دغې ناروغۍ د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۱۶۵۰ ته رسېدلی دی. دغه وزارت همداشان ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۴ تنه له دغې ناروغۍ بېرته ښه شوي دي. په دې سره د ټولو روغ شویو کسانو شمیر ۳۵زره او ۳۳۹ تنو ته پورته شوی دی. د افغانستان د روغتیا وزارت شمیرې ښيي چې په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې یوځل بیا مخ په زیاتېدو دي او یوازې په تیره شپه او ورځ کې ۱۹سلنه زیاتې شوي دي. کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په وروستیو کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکې سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو. د امریکا د جانس هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې نومبر ۱۹ (لړم ۲۹) په نړۍ کې څه باندې ۵۶ میلیونه او ۲۷۰زره تنه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له یو میلیون او ۳۴۹زرو څخه زیات کسانه له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

19.11.2020 امریکا غږ

پمپیو د جولان قبضه شویو غونډیو ته ورځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي پلان لري چې اسرائیل ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د پنجشنبې په ورځ، نومبر ۱۹(لړم۲۹) د جولان قبضه شویو غونډیو ته ورشي.

19.11.2020 امریکا غږ

دکرونا وایرس خوریدو له امله دخېبر پښتونخوا دپوهنتونونو بیلابېلې څانګې وتړل شوې

دخېبر پښتونخوا د بیلا بیلو پوهنتونو په زده کوونکو کې د کرونا وايرس دمثبتو پېښو مخې ته له راتلو وروسته ددغو پوهنتونونو اړونده تعليمي څانګې تړل شوې دي. 

19.11.2020 ډیوه

دترهګرۍ مقدمه کې حافظ سعید ته د لس کاله بند سزا واورؤل شوه

په پاکستان کې دتندروه مذهبي ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعید اؤ دهغه دوؤ نورو ملګرو ته دترهګرۍ په دوؤ بیلابیلو مقدمو کې دمحکمې لخوا دلس کلن بند سزا اورول شوې ده.

19.11.2020 ډیوه

په وېشل شوي پاکستان کې د ژوند نهه اړخونه

د نيو يارک ټايمز ورځپاڼې رپورټر ‌‌‌‌‌‌ډېکلن والش وايي فکر کوي که پاکستان د افغان سولې ريښتونې مرسته وکړي، ياد هېواد به بيا په نړيوالو مطبوعاتو کې وي، او د امنييت ستونزه به يې هم نه وي.

19.11.2020 ډیوه

عمران خان: افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره هرې همکارۍ ته چمتو یو

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او حکومت یې د تاوتریخوالي د کچې راټیټولو لپاره هرې ممکنې همکارۍ ته چمتو دی.

19.11.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more