ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان وفاقي حکومت دا عدالتي فېصله رد کړې چې د بلوڅ طالب علمانو د نیول او د بې درکه کېدو تحقیقات دې وشي

د پاکستان وفاقي حکومت د اسلام اباد هایي کورټ دا فېصله رد کړې چې د بلوڅ زده کوونکو د ځورول کېدو او په زور د اوچتېدو د پيښو پلټنو لپاره دې کميشن جوړ کړی شي. وفاقي حکومت د هايي کورټ فېصله د ملکي قانون په ضد بللي او په ضد ېې سپريم کورټ ته اپيل کړى دى. بلوڅ زده کوونکي او د بشري حقونو فعالان د حکومت په پريکړه ټکونه کوي او تور لګوي د پاکستان طاقتورې ادارې نه غواړي چي يو خپلواکه کميشن د بلوڅانو د ځورولو پلټنى وکړي. د کورنيو چارو وزارت په اپيل کې د اسلام اباد هايي کورټ مشر قاضي جسټس اطهر من الله په حکم يو شمير قاونوني اعتراضونه راپورته کړى شوى دي. د اپيل ترمخه اسلام ابا د هايکوټ د خپل حد نه وتى دى ځکه چى ملکي قانون inquiry act د لاندى يواځى مرکزي حکومت د داسى کمىيشن جوړولو اختيـار لري. د سر ښار قایداعظم پوهنتون نه بى درکه بلوڅ زده کونکي جاويد حفيظ د مقدمې د اوريدنى په وخت اسلام اباد هايکوټ د بشري حقونو فعالى ايمان مزارې په خواست سياستمداران او د خپلو شعبو کې نوموړى تنانو باندى ګډ کميشن جوړولو حکم ورکړى و. د کورنيو جارو وزارت بل لوى دا اعتراض دى دغه کميشن کې دسياستمداران د ورګډولو سره دا معامله دسياست ښکار کيدلى شي. حکومتې اپيل ته غبرګون کې ايمان مزاري وايي عجيبه خبره ده چې د کورنيو چارو وزارت لوموړى کميشن جوړ کړو او اوس د خپلى پريکړى په ضد اپيل هم کوي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغې وويل نه پوهيږې داخله وزا ت رانا ثنالله چلوي او که د بل چا کنټرول کې دى. ايمان مزاري وويل کمېشن کې آزاد فکر لرونکې تنان شامله وو او طاقتوره ادارى نه غواړي داسى ېو خپلواکه کميشن د بلوڅيانو د شخړو پلټنى وکړي. ايمان مزاري د حکومتي اپيل په ضد سپريم کورټ کې د خپل قانوني دفاع پخلى ووکه او هيله ېې څرګنده کړه د هيواد تر ټولو لوى عدالت به د بلوڅيانو ستونزى پام کې ونيسې. د قاید اعظم پوهنتون د قانون د شعبې زده کونکى حبيب کريم هم حکومتي اپيل په پريکړه مايوسې څرګندوي. د وي او اى ډيوه سره خبرو کي حبيب کريم وويل دوي ګڼي د عدلت نوى حکم به د بلوڅانو په پرهرونو مرهم کېږدي خو د حبيب کريم په وينا که د تحريک انصاف او که د مسلم ليګ نواز ګوند حکومت وي داسې ښکاري د بلوڅانو د ځورولو په اړه طاقتوره ادارو ته بې وسه دي. هغه تور ولګولو د اسلام اباد هايکوټ د کمېشن جوړولو د حکم باوجود تېر يو مياشت کې دبلوڅ زده کوونکو ځورولو او په زور د دوی د اوچتولو په پيښو کې زياتوالى راغلى دىد بشري حقونو ملکي او نړېوال تنظيمونه پاکستان کې د خلکو جبري اوچتولو واقعات په سر د پوځ استخباراتي ادارو ته ګوتې اوچتوي خو د پاکستان حکومت او پوځ دا تورونه بې اساسه بولي او ردوي یې.    

19.05.2022 ډیوه

د هند د کرکټ یو پخوانی لوبغاړی په یو کال بند محکوم شو

د هند د کرکټ یو پخوانی لوبغاړی نوجوت سینګ سیدهو چې اوس د یو سیاسي ګوند غړی دی، نن پنجشنبه مې ۱۹ (غوایي۲۹) د یو تن د وژلو په خاطر د محکمې لخوا په یو کال بند تیرولو محکوم شو.

19.05.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

19.05.2022 امریکا غږ

طالبان: په افغانستان کې کومه وسله واله ډله نشته چې د نړۍ لپاره ګواښ وي

د افغانستان واکمنو طالبانود امريکې د دفاع وزارت هغه راپور بې ځايه بللې چې وايي داسې ښکاري چې طالبان به په راتلونکو دوو کلونو کې د القاعده ډلې په ضد بنديزونه کم کړي او د القاعده وسله وال به بيا د دې جوګه شي چې په ازاد ډول به په نړۍ کې ګرځي او وسله وال به تربيه کوي. د افغان طالبانو ترجمان بلال کريمي وي او ای ډيوه ته ويلي چې په افغانستان کې داسې کومه وسله واله ډله وجود نه لري چې د نړۍ بل کوم هېواد لپاره د ګواښ سبب وګرځي، هغه وايي دغه شان احتمالي فرضيي وړاندې کول بې ځايه دي او دوی يې ردوي۔ بلخوا څېړونکي وايي که چېرې په افغانستان کې القاعده يو ځل بيا پياوړې کېږي نو د طالبانو د حکومت ترڅنګ زيان به يې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ورسي.   د امريکايي پوځونو د معلوماتو په اساس تېرا ورځ د دفاع وزارت انسپکټر جنرل په خپل راپورکې ويلي، داسې ښکاري چې طالبان به په راتلونکو دوو کلونو کې د القاعده ډلې پر ضد بنديزونه کم کړي، او کېدلې شي چې القاعده يوځل بيا په نړيواله کچه د بريدونو توان ترلاسه کړي۔   د افغان طالبانو مرستيال ترجمان بلال کريمي د امريکې پوځ د دغه راپور بې ځايه بللې او ډيوه ته يې ويلي اسلامي امارات د وړاندې نه واضحه کړې چې د افغانستان د خاورې نه به بل کوم هېواد ته ګواښ نه متوجې کېږي۔ " اسلامي امارت ټولو هېوادونو ته اطميان ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پرضد نه کارول کېږي، او اوس مهال په افغانستان کې يو واحد قيادت چې يو مرکزي نظام يې تشکيل کړې هغه شتون لري او هيڅ داسې تحرک، بانډ يا ډله شتون نه لري چې هغه دې نور هېوادونو لپاره ګواښ او تحديد شي." نوموړي وي او ای ډويوه سر خبرو کې دا هم وويل: " بېنان دغه شان احتمالي فرضيې وړاندې کول بې ځايه دي او مونږه يې نه تايد کوو." د امريکا د مرکزي کمانډ په معلوماتو کې دا تفصيل نشته چې ولې به طالبان په 24 مياشتو کې په القاعده بنديزونه نرم کړي خو د انسپکټر جنرل په رپوټ کې اندېښنه ښودل شوې چې هندوستان کې د القاعده څانګه غواړي چې په امريکا او امريکايي‌ اهدافو بريدونه وکړي۔ په پېښور کې مېشت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال حق نوازخان وي او ای ډيوه ته وايي د افغان طالبانو او القاعده ترمنځه نظرياتي اړيکې موجود دي او په داسې حال کې  د القاعده پرضد د طالبانو عمليات به مشکل وي.   نوموړي زياته کړه طالبان اسامه بن لادن او يا  د القاعده یو شمېر نورو مشرانوته د مجاهدينو په نظر کتنه کوي. وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه دا هم وويل: "چې دلته په خپل رېنکس کې دننه هم طالبانو ته مسلې وي د دغه خلکو (القاعده) پرضد عمليات کېږي" که څه هم د القاعده د قابو کولو په اړه امريکايي پوځونه د طالبانو په ارادو شک کوي خو وايي‌ د افغانستان نه د امريکايي پوځونو د وتلو وروسته هم القاعده ډېره کمزورې ده۔ د امريکې او نورې نړۍ استخباراتي معلومات وايي، ‌په افغانستان کې د القاعده د پلويانو شمېره په سونو کې ده۔ د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکتر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي که چېرې په افغانستان کې القاعده يو ځل بيا پياوړې کېږي نو د طالبانو حکومت ترڅنګ د سيمې هېوادونه به هم اغېزمن کړي۔ نوموړي زياته کړه چې که هغه سياسي يا پابنديانو په شکل کې وي او که هغه يا بيا پوځي عمليات وي نو هغه به د طالبانو خلاف کېږي، بل دا خلک که په افغانستان کې چمتو کېږي نو ښکاره خبره ده چې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې سېوا کېدلې شي، دغه شان په ايران ته مسلې جوړلې شي، داسې د منځنۍ اسيا ملکونو دي نو دې سره به دا ټوله منطقه متاثره شي۔ د انسپکټر جنرل دغه رپورټ د پېنټا ګان د مالي چارو د مشرانو په حواله ليکلي چې امريکا به د خپل دوحه د پوځي مرکز نه په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په روان کال کې نزدې 20 اربه ډالر مصرفوي۔  

19.05.2022 ډیوه

روس وايي په سلګونو نور یوکراېني عسکر ورته تسلیم شوي دي

 د روس د دفاع وزارت وايي‌ د یوکراېن په ماریوپول ښار کې د دوی د ګېرې لاندې د ازوسټال سټیل مرکز کې د یوکراېن په سلګونو نور پوځیان ورته تسلیم شوي او د تسلیم شوو پوځیانو ټوله شمېره اوس ۱۷۳۰ ته رسېدلې ده.‌  د سره صلیب نړیوالې کمېټۍ یا آي سي آر سي په یو بیان کې وېلي د هغه پوځیانو نومونه رجسټر کوي چې د ازوسټال سټیل مرکز نه وتلي.‌ نړیوالې کمېټۍ وېلي دوي جنګي قېدیان د یوځاې نه بل ځاې ته انتقال کولو کې برخه نه اخلي او زیاته کړې یې ده د رجسټرېشن عمل په و خت فارمونو ډکولو کې آي سي آر سي د قېدیانو نومونو، د پېداېش ځای او نزدې خپل خپلوانو معلوماتو لیکلو کې لاس امداد کوي.   دغه معلومات آي سي آر سي ته د نیول شویو قېدیانو درک لګولو او هغوي د خپلوانو سره په رابطه کې ساتلو کې مرسته کوي.‌   د یوکراېن چارواکو تراوسه پورې ماریوپول ښار کې ګېر هغه یوکراېني پوځیانو د شمېرې پخلی نه دی کړی چې روسي ځواکونو ته تسلیم شوي.  یوکراېن امید څرګند کړی چې نیول شوي پوځیان به یې د روس سره د قېدي پوځیانو د تبادلې برخه وي.  بلخوا د روس د پلټنو مرکزي اداره وايي دوي به د یوکراېن نیولی شوو پوځیانو ته پلټنې کوي او دا به معلوموي چې آیا هغوي د عامو خلکو په وژنو کې ککړ دي‌ او که نه.‌  د جنګ نه وړاندې د ۴۳۰،۰۰۰  ابادۍ ښار، ماریوپول نیول به د یوکراېن خلاف د خواوشا درې میاشتو راهسې روان جنګ کې د ماسکو لپاره ترټولو لویه ګټه وي.   د یوکراېن صدر ولوډومیر ذېلېنسکي یو صلاحکار میخاېلو پوډولاېک د زیارت (پنجشنبې) په وېلي د یوکراېن نه د روسي پوځیانو په مکمله توګه وتو پورې د ماسکو سره د ډزبندۍ امکان نشته.   د امریکې د دفاع وزارت یو اعلا چارواکي د شورو یا چهارشنبې په ورځ‌ وېلي چې روس د یوکراېن خېرسان، مېکولایوف او دونېتسک ښارونو سره نزدې د بحیره اسود اړخ ته په ځنې ځایونو کې وړاندې تګ کړی خو زیاته کړې چې دغه پرمختګ ډېر محدود دی او د هغوي عملیات د لږو ځایونو پورې دي.   هم نن د امریکې صدر جوباېډن د فېنلېنډ صدر سالي نینېسټو او د سویډن وزیراعظمې مېګډه لینا اېنډرسن سره د نېټو اتحاد کې شاملېدو درخواست، او د یوکراېن او یورپي امنیت کې مرسته کولو په سر واېټ هاوس کې لیدل کتل کوي.   د روس لخوا په یوکراېن د حملې په ځواب کې د نېټو پوځي اتحاد کې په رسمې توګه یوځاې کېدو په سر جوباېډن د شورو (چهارشنبې) په ورځ د سویډن او فېن لېنډ ددغه تاریخي فېصلې ستاېنه کړې وه او وېلي وو هغه د نېټو اتحاد کې د شاملېدو لپاره د فېنلېنډ او سویډن د درخواستونو هرکلی او کلکه مرسته کوي.‌ نوموړي‌ وېلي وو هغه به د امریکاي کانګرېس او د نېټو ملګرو ملکونو سره دغه دواړه ملکونه د تاریخ ترټولو مضبوط دفاعي اتحاد کې زر ترزره شاملولو لپاره کار کوي.     

19.05.2022 ډیوه

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران وایي دواړه هیوادونه له یو بل سره قوي اړیکې غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د پاکستان د نوي ټاکل شوي‌ بهرنیو چارو وزیر، بلاول بهټو زرداري سره د نیویارک په ښار کې چارشبنه مې ۱۸ (غوایي۲۸) وکتل او دواړو وویل چې د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو قوي کیدل غواړي.

19.05.2022 امریکا غږ

افغانستان کې تلویزیونونو ته د طالبانو تازه امر: ویاندویانې دې مخونه پټ کړي

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عني المنکر او اطلاعات او کلتورو وزارتونو په تازه اقدام کې په افغانستان کې تلویزیونونو ته امر کړی چې تر دې وروسته باید ویاندویانې چې د تلویزیون په پردې را ښکاره کیږي، باید مخونه یې پټ وي.

19.05.2022 امریکا غږ

د پاکستان حکومت په درامداتو ممکنه بندېز لګوي او ماليه سېوا کوي، رپورټ

د پاکستان د مالي مرکزي محتسب د ماليې مرکزي ادارې (اېف بي ار) ته سپارښتنه کړې چې په سمدستي ډول د غېر خوراکي توکيو په درامداتو او لګژري/ د عېش او ارام په څيزونو باندې ماليه/ ټېکس سېوا کړی شي، چې د دغه لارې د پاکستان درامدات راکم کړي.

19.05.2022 ډیوه

بلاول: د طالبانو په مينځګړيتوب د ټي ټي پي سره خبرې د ډاډ وړ اشاره ده

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري ویلي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مينځګړيتوب د تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان د حکومت خبرې او ډز بندي کېدل د ډاډ وړ اشاره ده.

19.05.2022 ډیوه

ځوانان څنګه له یو بل سره سوله ییز ژوند کولای شي؟

د مې میاشتې ۱۶مه له یو بل سره د سوله ییز ژوند نړیواله ورځ وه. په همدې مناسبت د ځوان فکر په خپرونه کې په دې بحث شوی چې ځوانان څنګه له یو بل سره سوله ییز ژوند کولای شي؟ د خپرونې مېلمانه دیني عالم محمد زبیر افغان، لیکوال او خبریال عبدالرقیب سایل، لیکوال عبدالهادي مجروح او محصله فریده حفیظ دي. دغه خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ:  

19.05.2022 ازادي راډیو

د کابل پوهنتون محصلانې: طالبانو پرون پوهنتون ته د ننوتو اجازه رانه کړه

په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلانې ادعا کوي، چې تېره ورځ ورته طالبانو پوهنتون ته ځکه د داخلېدو اجازه ورنه کړه، چې د تور حجاب سره يې تور ټیکري نه وو په سر کړي. په ټولنیزو رسنیو په بېلابېلو خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري، چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون مخته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه خورا زیاته ده. د دې پوهنتون یو شمېر محصلانې ادعا کوي، چې تېره ورځ طالبانو هغه نجونو محصلانو ته پوهنتون ته د داخلېدو اجازه نه ورکوله چې له تور حجاب سره يې رنګه ټیکري په سر کړی و. د دې پوهنتون یوه محصله چې نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل: "د پوهنتون د دروازې مخته د طالبانو وسله وال ولاړ وو او هغه نجونو ته چې رنګه ټیکري يې په سر کړي وو پوهنتون ته د داخلېدو اجازه نه ورکوله، نجونې سختې وېرېدلې وې، ځکه طالبانو پرې چیغې وهلې او نږدې وه چې لښتې واخلي او دا نجونې پرې ووهې، دوی حیرانې وې چې څنګه له ځایه وتښتي." دا ادعا کوي چې د طالبانو له لوري په بیلابیلو پلمو له زده کړو د نجونو د راګرځولو هڅه کېږي، هغه تور چې طالبان يې ردوي. دغه نجونې محصلانې وايي، له حجاب سره ستونزه نه لري خو له تور حجاب سره د تور ټیکري په سر کول سخت بندیز دی او که حالات دغسې دوام وکړي نو ښايي ډېری ښځینه محصلینې پوهنتونونه پرېږدي. په ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیو ګانو کې هم ښکاري، چې د پوهنتون مخته د نجونو ګڼې ګوڼې ته یو نارینه خبرې کوي او دوی ته وايي چې باید له تور حجاب سره تور ټېکري په سر او مخونه پټ کړئ. خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي بیا وايي، ښځینه محصلینو ته یوازې توصیه شوې ده. هغه وویل: "ټولې محصلینې پوهنتون ته داخل شوې البته د پوهنتون په داخل کې د پوهنتون د رییس له خوا هغه مصحلینو ته چې مشخص یونیفورم يې نه وو مراعت کړی توصیه وشوه او وروسته ټولو ته اجازه ورکول شوه چې خپلو ټولګیو ته لاړې شي او درسونه يې وویل." که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، چې له حجاب سره د ټیکري د رنګ په انتخاب کې ښځې د خپلې خوښې مالکانې دي خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي وايي، د پوهنتون د ښځینه محصلینو لپاره له تور حجاب سره تور ټکري په سر کول د پوهنتون ځانګړی لباس دی چې له دې وروسته باید مراعت شي. د یادونې ده، چې د پوهنتون محصلانو پخوا کوم ځانګړی یونیفورم نه درلود. په همدې حال کې د طالبانو د حج اوقافو وزارت له لوري د کابل د ټولو جوماتو ملا امامانو ته د جمعې د لمانځه لپاره تیاره خطبه استول شوې او په کې د حجاب په مراعت کولو ټینګار شوی دی. د ځینو جوماتونو ملا امامان وايي، دغه خطبه ورته رسېدلې او سبا د جمعې په ورځ به يې په ممبر خلکو ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د ثور په اولسمه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لارې د خپل مشرتابه هغه فرمان خپور کړ چې د ښځو د اجباري حجاب پلي کولو په اړ دی. د طالبانو د ځانګړی تعریف له مخې کومې مېرمنې چې حجاب نه مراعتوي کور به يې په نښه او وروسته به یې د کورنۍ مشر ان امنیتي حوزې ته غوښتل او سزا به ورکول کېږي.

19.05.2022 ازادي راډیو

 په پېښور کې د شاپور پوليس تاڼې مشر د وسله والو په حمله کې وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د شاپور تاڼې پوليس مشر (اېس اېچ او) وژل شوی دی.

19.05.2022 ډیوه

پر رسنیو د محدودیتونو دوام؛ ښځينه وياندويانو مخ پټ کار پيل کړ

نن په افغانستان څومره چې لیدل شوي، د تلوېزیوني خپرونو ښځينه چلونکو تر سترګو پورې خپل مخونه هم پت کړي دي. د کابل د یوې خصوصي تلوېزیون یوه ویانده چې نه غواړي نوم او غږ يې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، چې تېره ورځ د دوی دفتر ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکي ورغلي او سپارښتنه يې ورته کړې، چې له دې وروسته باید ښځینه ویاندویانې په خپرونو کې تر سترګو پورې خپل مخونه هم پټ کړي. د طلوع خصوصي تلوېزیون د سهارنۍ خپرونې ویاندې یلدا علي هم پرون په دې اړه په خپل انسټاګرام کې لیکلي و او نن یې په خپرونه کې مخ تر سترګو پټ و. نوموړې لیکلي و: "دا زه یم یلدا علي، یوه ښځه د حذفېدلو په حالت کې، د امر به معروف د دستور له مخې ټاکل شوې تر دې وروسته په دې ډول ظاهر شئ." طلوع نیوز نن په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د طالبانو حکومت د دوی په ګډون د موبي ګروپ له ټولو تصویري شبکو غوښتي، چې وروسته له دې یې باید د خپرونو د ښځینه چلوونکو مخونه پټ وي. طلوع نیوز په خپل توېټر کې دا هم لیکلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا امر قطعي او د نه بحث وړ ګڼلی دی. دغې خصوصي رسنۍ لیکلي، د کومو اطلاعاتو له مخې چې دوی ته رسېدلي، دا دستور په افغانستان کې نورو فعالو رسنیو ته هم ورکړل شوی دی. په همدې حال کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت هم تاييدوي، چې د تلوېزیونونو مسوولینو ته په خپرونو کې د ښځینه ویاندویانو د مخنونو د پټولو سپارښتنه شوې ده. د دې وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر ازادي راډيو ته وویل: "رسنۍ کولای شي د ممبر رول ادا کړي په همدې خاطر دوی ته سپارښتنه وشوه چې باید ښځینه يې په خپرونو کې حجاب مراعت کړي تر تر څو عام هېوادوال وپوهېږي چې دا حجاب دی." د یادونې ده، چې تر دې مخکې هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا په ټوله کې په رسنیو او په ځانګړي ډول په ښځو محدودیتونه لګېدلي و، چې دا ډول یې بیخي نادر ګڼل کېږي.

19.05.2022 ازادي راډیو

امریکا په کیف کې خپل سفارت بیرته پرانیست

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ مې ۱۸ (غوایي ۲۸) وویل چې د اوکراین په پلازمینه کیف کې یې خپل سفارت له درې میاشتو ځنډ وروسته بیرته پرانیست. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په یوې بیاینه کې ویلي:"د اوکراین خلکو زموږ د امنیتي مرستو په کمک وکړای شول د روسیې د بیځایه یرغل په وړاندې د خپلې خاورې دفاع وکړي او زموږ بیرغ یو ځل بیا پر سفارت ورپیږي." بلینکن زیاته کړه، د اوکراین د حکومت او خلکو ملاتړ ته به دوام ورکړي ځکه هغوی د کرملن د وحشي جګړې په وړاندې د خپل هیواد دفاع کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فبروري په ۱۴ نیټه په کیف کې خپل سفارت وتاړه خو امریکایي دیپلوماتانو غرب طرف له پراته ښار لفیف څخه خدمات وړاندې کول او د شپې له خوا به د امنیتي‌ اندیښنو له امله ګاونډي هیواد پولنډ ته تلل. په کیف کې د امریکا سفارت څو اوونۍ وروسته له هغه پرانیستل کیږي چې اوکرایني ځواکونو ددغه هیواد د شمالي برخو او د پلازمینې کیف د نیولو لپاره د روسي ځواکونو مخه ونیوله. په اوکراین کې جګړه اوس د هغه هیواد په ختیځو او جنوبي برخو کې متمرکزه ده. بلخوا د امریکا سنا مجلس د چهار شنبې په ماښام ناوخته، میرمن برجیټ برنک په اوکراین کې د امریکا د نوې سفیرې په توګه تائید کړه. وروسته له هغه چې پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پخوانۍ سفیره ماري یووانوویچ له خپلې دندې ګوښه کړه، امریکا د ۲۰۱۹ کال راهیسې په اوکراین کې داسې یوه استازې یا استازی نه درلود چې د سنا له خوا تائید شوی وي. د امریکا د سنا مجلس د اړیکو د کمیتې دیموکرات مشر باب مننډز پر یو ټویټ ولیکل چې ویاړي چې د سنا په یوې بیړنۍ غونډه کې یې میرمن برنک په اوکراین کې د امریکا د نوې سفیرې په توګه تائید کړه. میرمن برنک څو اوونۍ وړاندې د جمهور رئیس جوبایډڼ له خوا معرفي شوې وه.

19.05.2022 امریکا غږ

موزمبيق کې د پوليو ښکاره شوې پېښه د پاکستان سره تړل شوې ده

په افريقايي هېواد موزمبيق کې د پوليو پېښه مخې ته راغلې او ويل شوي دغه وايرس چې کوم ماشوم ته لګېدلي دا وايرس په کال 2019 کې په پاکستان کې وو.

19.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more