ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امريکايي ساينس پوهانو د فیوژن ري اېکشن په زریعه د توانايي پیدا کولو کامیابه تجربه کړې

ساينس پوهانو دا پخوا معلومه کړې وه چې دوه ايټمز د يو بل سره شريک کړل شي چې يو نوی څه ترې جوړ شي نو دا په غټه کچه توانايي خارجوي. د مثال په توګه نمر د فيوژن توانايۍ لويه زريعه ده چې پکې ډېر تاوده زرات د يو بل سره په ډېر زور کې يو ځای کيږي چې نوي زرات پيدا کوي او زياته توده توانايي جوړوي

14.12.2022 ډیوه

ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه ایران وویست

د ملګرو ملتونو اقتصادي او اجتماعي شورا نن چهارشنبه ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۳) د ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه د ایران د اېستلو په اړه رایه ورکوي.

14.12.2022 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

14.12.2022 امریکا غږ

دبلوچستان قامپالو او سياسي ګوندونو د ريکوډک په اړه نوی قانون دبلوچستان پر حق ډاکه بللې ده

د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د دسمبر پر لسمه يو قرارداد منظور کړل شو چې پکې د بلوچستان د چاغي سيمې د سرو زرو د کان رېکوډک په منصوبه کې بلوچستان ته د ورکول کېدونکو ټيکسونو واک له دې قرارداد وروسته د پاکستان مرکز يا وفاق ته ورکړل شو

14.12.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

14.12.2022 امریکا غږ

وفاقي شرعي عدالت وایي د نرښځیانو ماشومانو حالت د ټولنې په مخ یو داغ دی

چیف جسټس ډاکټر سيد محمد انور د اوریدنې په مهال ویلي دا ډيره د افسوس خبره ده چې کورنۍ زیاتره دنرښځیانو ماشومانو دپيژندګلو څخه انکار وکړي اؤ ددې په په نتيجه کې بیا دغه ماشومان دمجرمانو له خوا د جنسي تيریو او تشدد ښکار کيږي او دعمر زیاتیدو سره د نرښځیانو ژوند ډیر ستونزمن کیږي

14.12.2022 ډیوه

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

14.12.2022 امریکا غږ

مراکش د فوټبال ورلډ کپ په سېمي فاینل کې نن د فرانس سره مقابله کوي

مراکش د فرانس د نو ابادیت دلاندې پاتې شوي او اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د شورو، چهارشنبې، د ورځ مېچ د دواړو ملکونو دپاره سیاسي او جذباتي حساسیتونه لري

14.12.2022 ډیوه

د پاکستان د پوځ په کاروان ځانمرګی برید شوی- چارواکي 

په پاکستان کې چارواکي وایي د شمالي وزیرستان په میران شاه کې د پوځ په یو کاروان ځانمرګی برید شوی چې یو تن په کې وژل شوی او ۱۲ نور ژوبل دي.

14.12.2022 امریکا غږ

داعش خراسان ډلې د کابل په هوټل د حمله کونکو وسله والو وډیو خپور کړی

داعش خراسان ډلې په ټېلېګرام وېب پاڼه د مبینه حمله کونکو وډیو خپور کړی دی. په وډیو کې دوه سړي په ټیټ اواز کې په تاجیکي لهجه کې فارسي وايي او د داعش مشر ابو الحسین الحسېني القرېشي بېعت سره خپل حمایت څرګندوي

14.12.2022 ډیوه

اوکراین: روس یو ځلي بیا په کیيف باندې د ایراني ډرونونو حمله کړې ده

واشنګټن  - د اوکراین چارواکو نن د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل چې په سرښار کيیف باندې روسانو د ایراني ډرونونو په وسیله تازه حمله کړې چې په کې دوه سرکاري ودانیو ته نقصان رسېدلی دی. د کيیف مېئر/ښاروال ویتالي کلېچکو ویلي چې دا چاودنې د کيیف په مرکزي سیمه، شیف چېن کېفسکي کې شوي دي او سمدستي د مړو او زخمیانو شمېر په کې ندی معلوم. د اوکراین پوځ ویلي چې د دوی د فضایي دفاع ځواکونو دیارلس (۱۳) شاهد ډوله ډرونونه رانسکوره کړي، او دا هغه قسم ډرونونه دي چې روسانو د اوکراین په مختلفو ښارونو کې ورنه په داسې حملو کې کار اخیستی چې ډرون د بم په توګه په یو هدف استعمالیږي، او پخپله هم چاودنه کې له منځه ځي. د اوکراین دفاع وزارت په یو ټویټ کې ویلي: "په کيیف باندې یوه بله ستره حمله. دا ښکاره خبره ده چې د روس پوځ صرف هغه وخت ډاډه احساس کوي چې پرامنه ښارونو باندې حملې وکړي." یورپي اتحاد په دې هفته کې په ایران باندې په دې وجه تازه پابندۍ ولګولې چې د اوکراین جګړې کې استعمالېدونکي ډرونونه یې جوړ کړي او روس ته یې ورکړي دي. د یادونې ده چې د برطانیې د دفاع وزارت د استخباراتو څانګې پر خپله ټویټر پاڼه په تازه معلوماتو کې دعوه کړې چې له کله راهیسې روس پر اوکراین یرغل کړی دی، ایران د ماسکو یو ستر پوځي ملاتړی ګرځېدلی دی. برطانیه وایي، کېدای شي د ایران له خوا د روس ملاتړ په زیاتېدو وي، ځکه چې وایي ماسکو هڅه کوي د سلګونو بېلسټیک میزایلو په ګډون نورې وسلې ترلاسه کړي. د اوکراین په ماحولیاتو باندې د جنګ اثرات د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د نیوزیلنډ نه غوښتي دي چې د امن د یو داسې پلان دپاره په ملاتړ راټولولو کې کردار ادا کړي چې ترکیز یې په اوکراین کې د روس د جګړې په ماحولي اثراتو باندې وي. صدر زېلنسکي چې د ویډیولېنک د طریقه د نیوزيلنډ پارلېمان ته خبرې کولې، ویې ویل چې د روس په جګړه کې د اوکراین سیندونه ککړ شوي، د کویلې درنګونه د اوبو ډک شوي، او د کیمیاوي موادو ذخیرې بربادې شوي دي. د زېلنسکي وینا وه چې د اوکراین د خاورې یو لک و څلور اویا زره (۱۷۴۰۰۰) کلومټره مربع کې ماینونه او ناچاودل شوي ګوله بارود تیت شوي دي. د اوکراین صدر پخپلو خبرو کې وویل: "ویجاړ شوي اقتصادونه او بنیادي اډانې د کلونو په تېرېدو، بېرته جوړېدلی شي، مګر ماحولیات چې وران شي، بیا جوړول کیږي نه." په دې وروستیو کې اوکراین سره د عالمي امداد دپاره دوه کنفرانسونه جوړ شول او قریب اویا (۷۰) ملکونو او ادارو په کې وعده وکړه چې اوکراین سره به څه باندې یو بلین ډالر نور امداد هم کوي. صدر زېلنسکي بېګاه شپه اولس ته پخپل تقریر کې د نړېوالو د دې امداد مننه وکړه. په دې امداد به د اوکراین هغه بنیادي اډانې بېرته جوړیږي چې د روسانو د وروستیو هفتو په حملو کې وران شوي او په وجه یې د میلینونو اوکرایني وګړو په کورنو باندې بجلي او اوبه بندې شوي دي. په دې کې، قریب څلور سوه میلینه ډالره صرف د اوکراین د توانایۍ یا انرجۍ سېکټر کې مصرف کېدلی شي.

14.12.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په افغانستان کې د مېرمنو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په افغانستان کې د ښځو د وضعيت په اړه اندېښمنه ده. پروانه د دوو ماشومانو مور او اوس بیا اميندواره ده، نوموړې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې، خپل خاوند سره يو ځای کار کاوه او خپلې کورنۍ اړتياوي يې پوره کولې. پروانه چې له يو کال څخه ډېره موده کېږي اوزګاره ده، وايي، زه حتی دومره اقتصادي توان نه‌لرم چې په اميندوارۍ کې ډاکتر ته لاړه شم. پروانه دغه شان ادعا کوي، چې خپله ټوله ګاڼه يې د خپلې ۵ کلنۍ لور د درملنې لپاره خرڅه کړې ده. نوموړې وايي: "زه دې ته اړه شوم چې د اولادونو د ناروغۍ او د کورنۍ د اقتصاد لپاره خپله ټوله ګاڼه خرڅه کړم، سره زر، سپين زر، هر څه مې چې درلودل د ناروغ د درملنې لپاره مو خرڅ کړل، زما په پنځه کلنې لور په اونۍ کې دوه ځلې حمله راځي او بايد روغتون ته يې بوځو، موږ اړ يو، چې هغه ډاکټر ته ورولو، چې ښه شي." د پروانه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د جنیستي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان( يوان اومن) د افغانستان د ښځو د نا سم وضعیت په اړه څو ټويټونه کړي دي. په ځينو ټویټونو کې داسې راغلي: "ښځې او نجونې وروستني کسان دي چې خوړو، اوبو، خوندي سرپناه او روغتیا پاملرنې ته لاس‌رسی لري." په دغو ټويټونو کې دا هم ويل شوي چې: "په افغانستان کې له ښځو دا تمه کېږي، چې د کورنۍ د نورو غړو لپاره قرباني ورکړي، په دې مانا چې ښځې دې لږ وخوري او له ټولو وروسته دې ډوډۍ وخوري." د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په دې ټويټونو کې يوه بله مسله هم ياده شوې، چې په افغانستان کې ښځې حتی تذکرې هم نه‌لري چې له حياتي خدمتونو او بشري مرستو څخه برخمنې شي. د ملګرو ملتونو د ښځو دغه سازمان د خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره د خپلو شتمنیو پلورلو ته د ښځو د مجبوریت او د واده په نوم د کورنیو له‌خوا د نجونو د پلور په اړه هم لیکلي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه ولګول. د طالبانو د حکومت له‌خوا د دغو محدودیتونو پر بنسټ، ښځې او نجونې په ډېری دولتي ادارو او خصوصي سکتورونو کې د کار حق نه‌لري، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نه‌شي تللی او د حجاب اغوستل کوم چې د طالبانو له‌خوا ټاکل شوی دی هم پرې اجباري شوي دي. دوی له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نه‌شي کولای. په راورسته کې بیا تفریحي پارکونو، ښځینه حمامونو او لوبغالو ته هم د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو په تګ بندیز ولګول شو. د بشري حقونو فعاله نظیفه جلالي له دې امله د طالبانو په حکومت نیوکه کوي، خو ټینګار کوي چې نړیوال سازمانونه باید د راپورونو او اعلاميو تر بریده د ښځو حقونو ته د دوی د حقونو د ورکړې په برخه کې خپلې هڅې محدودې نه‌کړي. نوموړې وايي: "په افغانستان کې نه یوازې ښځې خپل ابتدايي حقونه ته نه، بلکې خپلو اساسي حقونو، بشري حقونو او هغه حقوقونه چې اسلام ورته ورکړي دي، هم لاس‌رسی نه‌لري. په داسې حال کې چې طالبان وايي چې زموږ جګړه اسلامي ده، خو په اسلام کې ښځو ته د ميراث حق، د شتمنۍ حق، د زده‌کړې حق او د کار حق ورکړل شوى او دا څلور حقونه په افغانستان کې له ښځو څخه اخيستل شوي، اسلام ښځو ته د سياسي ونډې حق ورکړى، خو طالبانو ترې واخيستی." پر افغان ښځو او نجونو د دغو بندیزونو لګولو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي. که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي، چې د اسلامي شریعت له‌مخې د ښځو او نجونو حقوق مراعتوي، خو نه یې واضح تعریف په اړه وړاندې کړی او نه یې د دې محدودیتونو د کمولو لپاره کوم عملي ګام پورته کړی دی.

14.12.2022 ازادي راډیو

شمالي وزیرستان:په پوځ ځانمرګي برید کې دڅلورو پوځي افسرانو په ګډون 12کسان ژوبل شوي،یو وژل شوی

دشمالي وزیرستان دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او ښاغلي فرحان خان وي او ای ډیوه ته پخلی کړی چې دا یو ځانمرګي برید ؤ اؤ برید کوونکي خپل ځان دپوځیانو دګاډي ترڅنګ الوځولی دی

14.12.2022 ډیوه

یوناما: افغانستان ته د نړۍ پاملرنه په کمېدو ده

د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو د دولسمې غونډې له تر سره کېدو سره هم مهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوتزل، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې کمېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د ملګر ملتونو استازولۍ د ښاغلي پوتزل له قوله لیکلي چې مهمه ده افغانستان د منځنۍ اسیا په اجنډا کې ځای ولري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال ویلي: "نړیواله پاملرنه کمیږي او موقعیتونه لا سخت کیږي. د سیمې همکاري او تعامل ډير مهم دی." دا په داسې حال کې ده چې د منځنۍ اسیا هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو غونډه د ډسمبر میاشتې په ۱۱مه د مرکزي اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر لخوا د ترکمنستان په ملاتړ په عشق اباد کې تر سره شوه. ملګرو ملتونو ویلي چې له دغه ناستې څخه هدف په منځنۍ اسیا کې د هغو بدلونونو او بهیرونو په اړه د نظرونو تبادله ده چې په منځنۍ اسیا کې په سولې او امنیت ګټور اغېز کوي او همدارنګه د دغو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه خبرې کول دي. په مرکزي اسیا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر ناتالیا ژرمن په دغې ناستې کې ویلي چې اوس مهال په نړۍ کې د رامنځته شوو ستونزو سره هم مهاله، د سيمي هيوادونو په بېلابيلو برخو کې منظم تماسونه چې له هغه جملې په لوړو سياسي برخو، امنيتي همکاريو، انرژۍ اقليمي تغيراتو او نورو برخو کې خپل همکاري ساتلې ده٠ د ملګرو ملتونو په اعلاميه کې ويل شوي چې د دغې غونډې ګډونوالو د سيمه ييز مرکز د ګټورو فعاليتونـو او د" افراط ګرايي مخنيوي او تروريزم سره د مقابلې، اقليمي تغيراتو او د اوبو د دپلوماسۍ" او همدارنګه په خپلو خبرو کې د "ښځو، سولې او امنيت او ځوانان، سوله او امنيت" څخه ملاتړ اعلان کړ٠ د منځنۍ اسيا لپاره د ملګرو ملتونو دغه مرکز د دغه ناستې په چوکاټ کې د دولتونو او مرکزي اسيا د ځوانانو تر منځ د خبرو کوربتوب هم کړى و٠ دا ناسته په داسې مهال تر سره شوې چې افغانستان د د څه باندي يو کال را پدېخوا د طالبانو تر حاکميت وروسته په سياسي، امنيتي، او اقتصادي برخو کې له ستونزو سره مخ دى٠نړيوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسميت پيژندلو لپاره د ټول شموله حکومت جوړېدو، د اقليتونو او قومي لږکيو تر څنګ د نجونو او ښځو د حقوقو پر تامين باندي ټينګار کړى دى٠ د افغانستان په چارو کې د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي تيره اونۍ په دوبۍ کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت له سرپرست ملا محمد يعقوب مجاهد سره ليدنه کې ويلي و چې د طالبانو مشروعيت په افغانستان کې د نجونو او ښځو سره د هغوى د چلند په څرنګوالي پوري تړلى دى.

14.12.2022 امریکا غږ

اقتصاد پوهان: د ايي اېم اېف نه د پور ترلاسه کولو دپاره به حکومت ته نوي ټېکسونه لګول وي

په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي، په روان مالي کال 2022 او 23 کې د ټېکسونو يا ماليې په هدف کې د کمي په وجه امکان څرګنديږي چې مرکزي حکومت په هنګامي بنيادونو د ماليې د هدف پوره کولو دپاره اضافي ټېکسونه ولګوي يا وړوکی بجټ وړاندې کړي د کوم اغېزې چې به د ګرانۍ په شکل کې په عام ولس پرېووځي.

14.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more