ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د افغان معلولینو ستونزې

په افغانستان کې معلول وګړي لا هم له ډېرو هغو اسانتیاو محروم دي چې د عادي ژوند لپاره اړین بلل کېږي.

27.02.2017 BBC

پاکستان کې د شرابو پېر او پلور

پاکستان کې د شرابو خرڅلاو منع دی خو ډېر خلک یې په غېر قانوني ډول په خپلو کورنو کې جوړوي.

27.02.2017 BBC

'' که مې لور در لودای. ''

که مې لور در لودای. دا د هغې نندارې نوم دی چې د پت په نامه تاوتریخوالی تمثیلوي.

27.02.2017 BBC

؟تکنالوژي کولای شي د ړندو د لاس څراغ شي

ایا اوسنئ تیکنالوژي کولای شئ د ړندو د لاس څراغ شي؟

27.02.2017 BBC

ټرمپ غواړي دفاعي بودجه ١٠فیصده زیاته کړي

​جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ په دفاعي بودجه کې د ٥۴ میلیاردو ډالرو د زیاتوالي غږ وکړ.

27.02.2017 امریکا غږ

د گوانتانانو دوه ملگري، یو ولسوال بل داعش

حاجي غالب او عبدالرحیم مسلم دوست په گوانتانامو زندان کې گډ بندیان و خو د راخلاصیدو وروسته په دوو مختلفو لارو روان دي. غالب د ننگرهار د بټي کوټ ولسوال دی او مسلم دوست په همدې سیمه کې د داعش قوماندان دی. غالب او مسلم دوست په ٢٠٠٣ کال کې د القاعده سره د تړاو په تور د امریکائیانو لخوا ونیول شول او په کیوبا کې د گوانتانامو زندان ته ولیږل شول. غالب په ٢٠٠٧ کال کې له زندانه را خوشې شو او د طالبانو پر خلاف یې وسله واخیسته او وروسته ولسوال شو. مسلم دوست چې له گوانتانامو راخوشي شو، بیرته یې د افغانستان د حکومت د مخالفینو په کتار کې ودرید او وروسته د داعش سره یوځای شو.​ په گوانتانامو کې درېیمه برخه بندیان، افغانان و چې اکثریت یې د شخصي دوښمنیو له امله د نورو سیالو ډلو لخوا امریکایانو ته سپارل شوي و او اوس بیرته راخوشي دي. د افغانستان د څیړونکو شبکې (اې اې ان) په رپوټ کې راغلي دي چې گوانتانامو ته د بې گناه افغانانو لیږل، په افغانستان کې د جگړې د بیا تودیدلو او د کرکې په ډیریدو کې ستر نقش لوبولی دی.

27.02.2017 امریکا غږ

سرفراز بګټي: د بلوچستان مدرسو کې د افغان طالبانو کره شمېر معلوم نه دی

د پاکستان بلوچستان ایالت د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي ویلي، د بلوچستان دیني مدرسو کې افغان طالبان زده کړې کوي، خو نوموړي وايي دوی ته یې کره شمېر معلوم نه دی.

27.02.2017 BBC

کابل: د نجونو جماستیک پایلوبې تر سره شوې

د کابل ښار د نجونو تر منځ د جمناستک سیالو پایلوبې په کابل کې ترسره شوې. دغه سیالۍ شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د اتو کلبونو ترمنځ پیل شوې وې.

27.02.2017 BBC

فلیپين: ابوسیاف جهادي ډلې له یرغمل شوي جرمن سړي سر پرې کړی

فلیپین کې سخت دریځو اورپکو یوه ویډیو خپره کړې، چې په کې د یرغمل شوي جرمن سړي وژل ښوول شوي. جورګین کانتنر نومبر میاشت کې د مالیزیا په سبا ایالت کې له خپلې بادي کښتۍ تښتول شوی و.

27.02.2017 BBC

آیا په سوریه کې د امریکا مداخله زیاتیږي؟

نوي پوځي ستراتیژي چې د داعش د له منځه وړلو لپاره د جمهور رئیس دونالد ټرمپ غوښتنه عملي کړي ښایي په سوریه کې د امریکا د پوځ دخالت نور هم ژور کاندي.

27.02.2017 امریکا غږ

کابل وايي د پاکستان الوتکې افغانستان کې ګزمې کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او ورته یې پر افغان خاورې د پاکستان له لوري د توغندیو د بریدونو پر ضد احتجاج کړی دی.

27.02.2017 امریکا غږ

د عکسونو البوم: اوسکار ۲۰۱۷: د جایزو مراسم

د کلیفورنیا په لاس انجلس کې دا مراسم جوړ شوي و.

27.02.2017 BBC

عمر زاخیلوال د 'ایکو' په سرمشریزه کې د افغانستان استازیتوب کوي

افغان حکومت وايي، چې د پاکستان په کوربتوب د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په غونډه کې به په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفیر ګډون وکړي.

27.02.2017 امریکا غږ

کرېکټ: اوس باید څه وشي؟

هرارې کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د پنځه ورځنیو لوبو وروستۍ هغه کې د افغانستان بریا د تاریخ تکرار بللی شو، خو هېڅ حیرانونکې نه وه.

27.02.2017 BBC

طالبانو کندوز ته د خپل نومولي والي ملا عبدالسلام وژل کېدل تایید کړ

طالبانو رسنیو ته د خبرپاڼې په خپرولو تایید کړې چې د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت لپاره ددوی نومول شوی والي ملا عبدالسلام په یوه هوایي برید کې وژل شوی. ولسمشر اشرف غني هم د هغه وژل کېدل تایید کړي.

27.02.2017 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more