نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
watanmal
24.05.2009
محترم حليمى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
حليمى صيب ستاسى سره د هر لفظ او نوم جدا معنى وى نو تاسى ته
او په بحث كى ګډونكونكو ته زما مشوره داده چى په هرڅه بحث كوى لومړى
هر طرف د هغى معنى وليكۍ بيا به مو سره اختلاف نه ډيريږى.
حليمى صيب ستاسى په ليكنو كى مى ولوستل چى ډيموكراسى يعنى
[quote:287d9095c7]( اولسواکي معني مشروطه سياسي نظام )[/quote:287d9095c7]
د ډيموكراسۍ دا تعريف مى په ړمبى ځل ولوستو ، كله چى ما په ړومبى ځل
د ډيموكراسۍ په اړه ليكنه وكړه تاسى خپل نظر څرګند كړو ، هغه وخت
ما ځكه څه ونه ليكل چى ستاسى په ليكنه كى كومه علمى خبره نه وه ، او د ډيموكراسۍ
په اړه ستاسى د معلوماتو په كمۍ ئى دلالت كولو.
لكه څرنګه چى مى مخكى بيان كړى [color=white:287d9095c7]ډيموكراسى له درى مفكرو جوړه ده ،[/color:287d9095c7]
په سياسى طرف كى علمانيت ، په اقتصادى طرف كى د ربا سيستم او په اخلاقى
طرف كى ليبراليزم يا فحاشى ، مصدر د تشريع پارلمان دى او د حق او ناحق فيصله
د اكثريت په معيار كيږى. ( د زيات تفصيل لپاره دى زه ما مخكينۍ ليكنى ته رجوع وشى)
[color=darkblue:287d9095c7]نن مونږ په هغه ټولو ملكونو كى چى ويل كيږى د ډيموكراسۍ نظام لرى ، د هغوى سياسى ،
اقتصادى او اخلاقى طرفونه په علمانيت ، ربا او ليبراليزم باندى ولاړ دى ، [/color:287d9095c7]
[color=white:287d9095c7]علمانيت ، ربا او ليبراليزم د اسلامى اصولو سره ټكر لرى ، [/color:287d9095c7]نو ځكه هيڅ مسلمان ته
كوم اهميت او اعتبار نلرى ، هغه خلك چى نن ددى شيانو څخه دفاع كوى او
د خاوندانو سره ئى ملګرتيا او انډيوالى ده په همدى وجه په مختلفو طريقو د اسلامى نظام
په راتګ كى خنډونه اچوى ، دغه خلك به په خپلو كړنو ډيره پښيمانى وه ښيى خو وخت به تير وى.
يَاوَيْلَتِي لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا (الفرقان28) لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنْ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِي
وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنسَانِ خَذُولًا (الفرقان29) وَقَالَ الرَّسُولُ يَارَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا
هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا (الفرقان30) وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِنْ الْمُجْرِمِينَ وَكَفَى
بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا (الفرقان31)
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَالَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَ (الأحزاب66)
وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَ (الأحزاب67)
رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنْ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا (الأحزاب6
په مينه
وطنمل
ع کريم حليمي
24.05.2009
مکرم وطنمل خانه
السلام عليکم و رحمه الله
[quote:fb27cd487d]ډيموكراسى له درى مفكرو جوړه ده ، په سياسى طرف كى علمانيت ،[/quote:fb27cd487d]
وروره په مسيحي دين کښي سياست نسته ، عيسی ع حکومت نه درلود
پر عيسی ع تهمت ومه وايه ، د مځکي پر مخ سليمان حکومت کړی ، او چا
سيالي نده ورسره کړي ، مبارک کولی سواي همداسي حکومت ئې کړی وای
نه ئې غوښته ، ولی چه ورور ئې سليمان پېغمبر خواست کړئ وو چه ربه
داسي پاچاهي بل چاته مه ورکوه ، نو مبارک ئې ارزو نه کوله ولی چه
د سليمان خواست به ئې مخته ودرېدلې
ځكه څه ونه ليكل چى ستاسى په ليكنه كى كومه علمى خبره نه وه ، او د [quote:fb27cd487d]ډيموكراسۍ په اړه ستاسى د معلوماتو په كمۍ ئى دلالت كولو. [/quote:fb27cd487d]
هر طالب هم په دغه مشکل کښي وي ، نوې خبره نه ماته ، که وپوهېدلی
نو بيا طالب ندی
ع کريم حليمي
25.05.2009
علمانيت سياسي يوازي د هغو ټولنو له پاره لازم وي چه هلته د مختليفو
مذهبونو ډلي اوسيږي (مسلمانان ، هندوان ، سيکان ، مسيحان ، يهود ، بهايان ، سرو پوستي هنديان ، بودايان ٠٠٠٠٠ )
او يو مذهب هم خپل سياسي قدرت نوي تر لاسه کړي ، اما داسي ورځ ورته
را روانه وي چه يومذهب به سياسي قدرته ته رسيږي يا په بل عبارت
چه ټول به د يوه مذهب او عقيدې خاوندان شي که خدای کول
په راتلونکي شل کاله کښي به لمړي په امريکا کښي سپين عقليت کيږي
او اسلام اوس هم اکثريت دي او په اينده سل کاله کښي به مؤمنان اکثريت
کيږي ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او بيا به د مؤمنانو حکومت وي
اسلامي حکومت يو بې معنی خبره ده
خو که خدای کول ! د مؤمنانو حکومت به پر مؤمنانو د مؤمنانو له پاره
منځ ته راسي ،
هره فلسفه دا وايي چه پر مځکه يو حکومت راتلونکی دي
اسلام دا وايي ، فري مېسن دا وايي ، او ټول سياست وال هم دا وايي او هم
سخت کار ورته کوي
هيڅ څوک ندی مجبور چه،په سياسي سکولر ټولنو کښي چه ربا وخوري
وطنمل خانه ته هم د علمانيت په حالت کښي ژوند کوې
که تاسو انتي سکولر ژوند خوښ وي ، نو بايد صوفي (تارك دنيا ) و اوسېږۍ
ايا تاسو تارك دنيا ژوند کوي؟ ، او تارک ونيا ورتېر سي نو بايد عشق ته
رسېدلی يي ؟٠
عبد السلام
25.05.2009
علمانيت ، ربا او ليبراليزم د اسلامى اصولو سره ټكر لرى ، نو ځكه هيڅ مسلمان ته
كوم اهميت او اعتبار نلرى ، هغه خلك چى نن ددى شيانو څخه دفاع كوى او
د خاوندانو سره ئى ملګرتيا او انډيوالى ده په همدى وجه په مختلفو طريقو د اسلامى نظام
په راتګ كى خنډونه اچوى ، دغه خلك به په خپلو كړنو ډيره پښيمانى وه ښيى خو وخت به تير وى.
يَاوَيْلَتِي لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا (الفرقان2 لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنْ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِي
وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنسَانِ خَذُولًا (الفرقان29) وَقَالَ الرَّسُولُ يَارَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا
هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا (الفرقان30) وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِنْ الْمُجْرِمِينَ وَكَفَى
بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا (الفرقان31)
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَالَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَ (الأحزاب66)
وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَ (الأحزاب67)
رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنْ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا (الأحزاب6
په مينه
وطنمل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رښتینی
25.05.2009
عبدالسلام لیکی:
[code:1:898684b468]داخو واضحه خبره ده چې اسلام او علمانیت سره په معکوسه اتجاه کې روان دي .کله مو چې علمانیت وویل لبرالیزم په کې په خپله راغﺉ ، او لبرالیزم په ادیانو کې نشته .ځکه په ادیانو کې ټوله ( قال، قال ) او داسې او هسې فرمایل دي هغه هم په پیړیو زاړه.
شخصی ابتکار او ازاد فکر دپاره په کې هیڅ مجال نشته ځکه هر څه پوره اومکمل ګڼي. دا شانته نظرپه خپل ذات کې عدالت ته توهین دﺉ،او دانسان دفکری حق او ازادې ارادې سره په تناقض او په وچ زور هغه دپښو لاندې کول دي[/code:1:898684b468]
ښاغلی عبدالسلام ته یوځل قرانکریم یایی ژباړه درواخله او هلته وګوره چی
انسانی عقل څه ډول مخاطب کړل شوی دی قرانکریم وایی : سنریهم ایتنا فی
الافاق وفی انفسهم حتی یتبین لهم الحق
یعنی موږ به دوی ته په څنډو او ددوی په ځانونو کی خپلی نښی ور وښیو
څو دوی ته حق روښانه شی
داخبره ستا په ګای زړه قال قال (!!) ده خو دموجوده ساینټفیک پرمخیون
له پاره یوه کره وړاندوینه ده او داسی کره چی ړانده یی هم منلوته مجبور دی
څوارلس سوه او دیرش کال مخکی داخبره دخدای پیغمبر ته لوی څښتن کړی
ده اوس دهغه مهال دساینس او میډیکل حالت راواخله چی په کوم ډول و
اوبیا دی خبری ته ځیر شه چی دا وړاندوینه اوس ورځ په ورځ رشتیا کیږی
او په افاقو یا څنډو او انسانی نفس کی دالهی ځواک نښی ورځ په ورځ
ښکاره کیږی او زیاتیږی
موږ چی دغرب دلیبرالیزم توری واورو نو سمدستی مو ذهن دلویدیځ
فحاشی او لغړ کلتور ته منډه کړی لویدیځوالو دلیبرالیزم له څو خاصو
توکیو نه ګټه پورته کړی ده چی یوله هغونه دبیان ازادی او له تنقید نه
دهیڅ نظام او فرد عدم تبرئه ده
دبیان ازادی او رغوونکی تنقید هر وخت اسلام ستایلی او رغولی دی
اسلام یواځی سیاسی نظام ندی بلکی سیاسی نظام د اسلام یوه
برخه ده کوم مسلمانان چی په نامسلمانو ټولنو کی اوسی هغوی له دی
مسولیت نه خلاص دی بلکی په خپله په اسلامی ټولنه کی که ددی
نظام دراتګ په لاره کی دمسلمانانو ناحقه وینی توییدلی بیا هم باید
صبر وکړل شی موږ داسلام تاریخ ته ورګرځو په اموی خلفاو کی واقعی
نیک خلیفه تقریبا یو دی چی هغه عمر بن عبد العزیز رضی الله عنه دی
داراز په عباس خلفاو کی هم دګوتو په شمیر څو صالح کسان و خو دامت
علماو تابعینو تبع تابعینو دهغوی د واک پر ضد پاڅونونه ندی کړی الا
ماشاء الله
موخه می داده چی اسلام یو وسیع اخلاقی ، عقیدوی ،او سیاسی مذهب ده
اوو اسلام یواځنی هغه مذهب ده چی عقل او فکر یی له زرهاو کلونو بند
وروسته ازاد کړی دی مخکی مذاهبو ځمکه او اسمان مقدس بللی داراز
د الله جل جلاله مختلف مخلوقات یی مقدس بللی ان چی غواوی او څاروی
او تش کاڼی یی هم مقدس بللی دی نو په هغو کی فکر او په هغو باندی څیړنی
یی ناروا بللی دی او اسلام هغه نا معقول مقدسات له تقدس نه خلاص کړی
او د خلق [color=blue:898684b468]ل[/color:898684b468]کم ما فی الارض جمیعا په وینا سره یی
ټول د انسان دکټی او استفادی وړ څیزونه بللی دی
ښاغلی عبدالسلام تاسو څنګه وایی چی په مداهبو کی شخصی ابتکار
او نوښت ته ځای نشته قرانکریم وایی والخیل والبغال والحمیر لترکبوها
وزینه [color=darkblue:898684b468]ویخلق مالا تعلمون[/color:898684b468]
یعنی اسان کچری او خر یی ستاسو دسپرلی او ښکلا له پاره پیداکړی دی
او الله ج به داسی څه هم پیدا کړی چی تاسو ی یی نه پیژنئ
داد سپرلی دڅارویو په سیاق کی داسی جمله چی الله به هغه څه هم پیدا کړی
چی تاسو یی لانه پیژنئ ، څه مانا لری ؟ ایا دا واضحه دسپرلی نویو وسائلو
ته نغوته نده ؟
په دی اړه نور سپړلی تفصیلات او هودی شتون لری خو ماته می نور
حوصلی ځواب راکړ او د سستانو پلمی :(نور بیا) ته به یی حواله کړو
په مینه
و.افغان
25.05.2009
[quote:a4161dbfe5="عبد السلام"]علمانيت ، ربا او ليبراليزم د اسلامى اصولو سره ټكر لرى ، نو ځكه هيڅ مسلمان ته
كوم اهميت او اعتبار نلرى ، هغه خلك چى نن ددى شيانو څخه دفاع كوى او
د خاوندانو سره ئى ملګرتيا او انډيوالى ده په همدى وجه په مختلفو طريقو د اسلامى نظام
په راتګ كى خنډونه اچوى ، دغه خلك به په خپلو كړنو ډيره پښيمانى وه ښيى خو وخت به تير وى.
يَاوَيْلَتِي لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا (الفرقان2 لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنْ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِي
وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنسَانِ خَذُولًا (الفرقان29) وَقَالَ الرَّسُولُ يَارَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا
هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا (الفرقان30) وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِنْ الْمُجْرِمِينَ وَكَفَى
بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا (الفرقان31)
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَالَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَ (الأحزاب66)
وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَ (الأحزاب67)
رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنْ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا (الأحزاب6
په مينه
وطنمل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داخو واضحه خبره ده چې اسلام او علمانیت سره په معکوسه اتجاه کې روان دي .کله مو چې علمانیت وویل لبرالیزم په کې په خپله راغﺉ ، او لبرالیزم په ادیانو کې نشته .ځکه په ادیانو کې ټوله ( قال، قال ) او داسې او هسې فرمایل دي هغه هم په پیړیو زاړه.
شخصی ابتکار او ازاد فکر دپاره په کې هیڅ مجال نشته ځکه هر څه پوره اومکمل ګڼي. دا شانته نظرپه خپل ذات کې عدالت ته توهین دﺉ،او دانسان دفکری حق او ازادې ارادې سره په تناقض او په وچ زور هغه دپښو لاندې کول دي.
دربا نه مو نیم خبر ! دومره درته ویلﺉ شم چې په غرب کې په قرض سود ورکول هغه زمونږ اوتاسو سود ته ورته ندﺉ چې دچا پلار په سود پور کړﺉ وي دهغه زوي،مسې، کړوسﺉ اوکودﺉ یې دقرض د ادا کولو مسؤل وي. په غربې پرمختللې نړۍ کې دبې انصافه ګټې اخیستلو د مخنیوی له پاره په هر هیواد کې مختلفه قوانین اومقررات وضع شوی او په مرورد زمان لانور هم دټولنې د اقضا پربنسټ وضع کیږي، چې په وګړویې ظلم ونشي ، اوګټه یې همه جانبه وي. دا هم درته ویلﺉ شم چې په غرب کې دتیرو سلو کلو راهیسې د قرضدارانو بندیخانې نشته ،اونه هم د پور تآدیه پرته دپوروړﺉ دبل چا مسؤلیت ګڼل کیږي.زه داسې ډیر افغانان پیژنم چې په غرب کې یې قرضونه کړي ،خپلې کورنۍ اودوستان یې پرې غرب ته رسولی ، اویایې هم خپلو ځانوو ته په بل نامه تجارتونه روان کړی ، او قرضونه یې دمور دشیدو په شان خوړلی ، والله که چا پورته هم ورته کتلي وي. دا کار دې څوک په دریمه نړۍ کې وګړي چې څه پرې کیږي ؟
راغلو دې ته چې دغربی هیوادو فاسده وګړي(ټول یې نه) که دولتی وګړی دي اوکه غیر دولتی ،دخپلو هیوادوڅخه بهر په دریمه نړۍ کې څه کوي تر ډیره حده د هغه بهرني هیواد دفاسده ادارې مسؤلیت ګڼی، چې بیا هم دبا احساسه او بادرد کسانو دسخت مخالفت سره مخامخ دي. ولې په یوشپه اوورځ کې دبیرته پاتی هیوادو داخلاقی اواداری فساد دلمنځه وړلود توان تقصیر منی.
هیڅ نظام کامل ندﺉ دا هم د علمانیت ، مقوله ده ، علمانیان وایي : دیمکراسی بد ترین نظام دﺉ . مګر ، پاتی ټول تر دې هم بد تره دي .[/quote:a4161dbfe5]
عبد السلام صاحب:
نوم دی را باندی ډیر خوږ لږيږي، او په ليدو مې يي سترګې يخیږي، ماته خپل استاذ
شيخ القرآن والحديث عبد السلام رستمي راپه يادوي.
له تاسو څخه مې په داسې طرز دليکنو توقع نه وه، که بيا هم داسې ليکنو ته ادامه
ورکوئ، نو که دغه خوږ نوم دی له ځان څخه ليرې کړئ نو خوښ به شم، هسې خو هم دلته
خلک په مختلفو مستعارو نومونو ليکنې کوي.
صحي ده چې تاسو دبيان دآزادۍ او دخپل اند دښکاره کولو حق لرئ، خو دا مه هيروئ
چې په کوم رنګ چې تاسو فکر کوئ،او دهستوګنځاي انعکاس او تأثر مو په کې له
ورايه معلومیږي، دافغانستان دولس غوڅ اکثريت دا رنګه فکر نه کوي، په دی معنا که
رښتيا مو په افغانستان، او افغانانو زړه خوږيږي، نو پوه شئ چې ستاسو څرګندونې
ځمونږ شته ستونځې کمولې نه شي، خو ډیرولې يي شي، تاسو چې په خپل اړخ کې له
داسې افراط
څخه کار اخلئ، نو له جانب مقابل څخه هم پرته له افراطه دنور څه توقع مه کوه.
پاتې شوه دکن فيکون په واسطه دستونځو حلونه، نو يوه ټکې ته اشاره کوم، چې ستونځه
اسلامي سياسي نظام کې نشته، بلکه ستونځه په اسلامي سياسي نظام باندې
دنه عمل ده، همدارنګه داسلامي سياسي نظام څخه دخلکو قاصر فهم دی، چې بايد
تصحيح شي، او مونږ ددی لپاره خپلې مټې رانغښتلې دي.
دهغه قانون به څه تأثير وي چې خپله دولت پرې عمل نه کوي، او نه يي قاضيان پرې
فيصلې کوي، لکه دپاکستان ددستور په يوه څنډه کې چې داسلامي نظام يو ذکر قدرې
شوې دی، البته نور ټول معمول به قانون انګریزې قانون دی.
په دی کې نور هيڅ دشک ځاي نه دی پاتی چې غربيان په افغانستان او ورته نورو
ملکونو کې غربي ديموکراسي هم پلې کول نه غواړي، بلکه دامپریالې تور سياست له
لارې غواړي چې هيوادونه لاندې کړي، او لوټ تالان يي کړي.
دکرزي او دجنايت کارانو څخه يي جوړه اداره يو لوي مثال دی.
په درنښت.
pattang
25.05.2009
دانور فلسفي درسره روان دي ، زه به کليوالي درتهو وايم :
زما ان ٥٠ کاله له مخې دسرو خلقيانو خبرې را په زړه شوې ، هغوی به داسې يو
لوريزه شروع کړې و ي ، لکه ته او س چې روان يې !
وروره داسلام تاريخ ، کارونه او مانا يې وپېژنه دکوم امي ملا په خبرو پسې چې په
چېټياتو هسې روزي پيدا کوي ، مځه٠
اسلام مکمل ترين دين دی او دژوند په هر اړخ کې روانه او بې خنډه ريښې لري٠
وروره داسلام په اوائلو کې ، يهود ، عيسوي ، مسلمانان او نو ر څنګ پر څنګ
په سوکالي اوسېدل ، ايا لدې نه نور ليبراليزم شته !
او که ستا په عقيده ليبراليزم يوازي د ( خواجه بلغار ) لوڅولو او ښکارولو ته وايې.
خپه نشې !
[quote:697f0e9145="عبد السلام"]علمانيت ، ربا او ليبراليزم د اسلامى اصولو سره ټكر لرى ، نو ځكه هيڅ مسلمان ته
كوم اهميت او اعتبار نلرى ، هغه خلك چى نن ددى شيانو څخه دفاع كوى او
د خاوندانو سره ئى ملګرتيا او انډيوالى ده په همدى وجه په مختلفو طريقو د اسلامى نظام
په راتګ كى خنډونه اچوى ، دغه خلك به په خپلو كړنو ډيره پښيمانى وه ښيى خو وخت به تير وى.
يَاوَيْلَتِي لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا (الفرقان2 لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنْ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِي
وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنسَانِ خَذُولًا (الفرقان29) وَقَالَ الرَّسُولُ يَارَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا
هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا (الفرقان30) وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِنْ الْمُجْرِمِينَ وَكَفَى
بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا (الفرقان31)
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَالَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَ (الأحزاب66)
وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَ (الأحزاب67)
رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنْ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا (الأحزاب6
په مينه
وطنمل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داخو واضحه خبره ده چې اسلام او علمانیت سره په معکوسه اتجاه کې روان دي .کله مو چې علمانیت وویل لبرالیزم په کې په خپله راغﺉ ، او لبرالیزم په ادیانو کې نشته .ځکه په ادیانو کې ټوله ( قال، قال ) او داسې او هسې فرمایل دي هغه هم په پیړیو زاړه.
شخصی ابتکار او ازاد فکر دپاره په کې هیڅ مجال نشته ځکه هر څه پوره اومکمل ګڼي. دا شانته نظرپه خپل ذات کې عدالت ته توهین دﺉ،او دانسان دفکری حق او ازادې ارادې سره په تناقض او په وچ زور هغه دپښو لاندې کول دي.
دربا نه مو نیم خبر ! دومره درته ویلﺉ شم چې په غرب کې په قرض سود ورکول هغه زمونږ اوتاسو سود ته ورته ندﺉ چې دچا پلار په سود پور کړﺉ وي دهغه زوي،مسې، کړوسﺉ اوکودﺉ یې دقرض د ادا کولو مسؤل وي. په غربې پرمختللې نړۍ کې دبې انصافه ګټې اخیستلو د مخنیوی له پاره په هر هیواد کې مختلفه قوانین اومقررات وضع شوی او په مرورد زمان لانور هم دټولنې د اقضا پربنسټ وضع کیږي، چې په وګړویې ظلم ونشي ، اوګټه یې همه جانبه وي. دا هم درته ویلﺉ شم چې په غرب کې دتیرو سلو کلو راهیسې د قرضدارانو بندیخانې نشته ،اونه هم د پور تآدیه پرته دپوروړﺉ دبل چا مسؤلیت ګڼل کیږي.زه داسې ډیر افغانان پیژنم چې په غرب کې یې قرضونه کړي ،خپلې کورنۍ اودوستان یې پرې غرب ته رسولی ، اویایې هم خپلو ځانوو ته په بل نامه تجارتونه روان کړی ، او قرضونه یې دمور دشیدو په شان خوړلی ، والله که چا پورته هم ورته کتلي وي. دا کار دې څوک په دریمه نړۍ کې وګړي چې څه پرې کیږي ؟
راغلو دې ته چې دغربی هیوادو فاسده وګړي(ټول یې نه) که دولتی وګړی دي اوکه غیر دولتی ،دخپلو هیوادوڅخه بهر په دریمه نړۍ کې څه کوي تر ډیره حده د هغه بهرني هیواد دفاسده ادارې مسؤلیت ګڼی، چې بیا هم دبا احساسه او بادرد کسانو دسخت مخالفت سره مخامخ دي. ولې په یوشپه اوورځ کې دبیرته پاتی هیوادو داخلاقی اواداری فساد دلمنځه وړلود توان تقصیر منی.
هیڅ نظام کامل ندﺉ دا هم د علمانیت ، مقوله ده ، علمانیان وایي : دیمکراسی بد ترین نظام دﺉ . مګر ، پاتی ټول تر دې هم بد تره دي .[/quote:697f0e9145]
mehman
25.05.2009
دوستان عزیز سلام بر شما
[quote:31443c038d]لكه څرنګه چى مى مخكى بيان كړى ډيموكراسى له درى مفكرو جوړه ده ،
په سياسى طرف كى علمانيت ، په اقتصادى طرف كى د ربا سيستم او په اخلاقى
طرف كى ليبراليزم يا فحاشى ، مصدر د تشريع پارلمان دى او د حق او ناحق فيصله
د اكثريت په معيار كيږى. ( د زيات تفصيل لپاره دى زه ما مخكينۍ ليكنى ته رجوع وشى)
نن مونږ په هغه ټولو ملكونو كى چى ويل كيږى د ډيموكراسۍ نظام لرى ، د هغوى سياسى ،
اقتصادى او اخلاقى طرفونه په علمانيت ، ربا او ليبراليزم باندى ولاړ دى [/quote:31443c038d]
همانگونه که اعمال نادرست بعضی اشخاص در یک جامعۀ اسلامی به اسلام کدام ربطی ندارد کار های نادرستیکه در جوامع دموکراتیک به مشاهده میرسد هم هیچ نوع ارتباط با نظام دموکراتیک همان جامعه ندارد.
مفهوم دموكراسی بسیار پیچیده است و هر کس برداشت به خصوص خود را ازان دارد. بعضی ها در اصطلاح آزادی صرف برهنه بودن زنان و فحشا را میبیند و بس.
دموکراسی از کلمۀ يونانی دِموس گرفته شده و به معنای مردم است. برعکس نظام دکتاتوری (فردی، یک حزبی یا یک گروهی) در حکومت های دموکراتيک، اين مردم اند که بر قانون گزار و دولت حکومت می کنند.
دموکراسی مجموعه ای از اصول و روش ها است که از آزادی انسان دفاع می کند. یعنی مرکز توجه دموکراسی انسان است.
دموکراسی دولتی است که کليه اطباع یک کشورچه مستقيم و چه غير مستقيم و از طريق نمايندگان منتخب خود، از قدرت استفاده و وظائف مدنی خود را انجام می دهند.
دموکراسی ها به طور منظم انتخابات آزاد و عادلانه برگزار می کنند که همه اطباع حق شرکت در آن را دارند.
یک نظام دولتی میتواند خود را در صورتی دموكرات نامد که اطباع آن دست كم از لحاظ حقوقي با هم برابر باشند. به عبارت ديگر برابري، مستلزم عدم تبعيض بين افراد از هر نوع، به ويژه از لحاظ نژاد، قوميت، جنسيت، مذهب و عقيده سياسي، است.
دموکراسی ها متفاوت از يکديگر اند و هر يک از آنها حيات سياسی، اجتماعی، و فرهنگی خاص ملت خود را منعکس می کند. با توجه با شرایط یک جامعه دموکراسی همیش تغیر پزیر است.
با تقدیم حرمت
watanmal
26.05.2009
د بحث ګډونكونو او محترم حليمي صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
حليمى صيب تاسى ليكلى:
[quote:64061a1677]وروره په مسيحي دين کښي سياست نسته ، عيسی ع حکومت نه درلود پر عيسی ع تهمت ومه وايه ،[/quote:64061a1677]
حليمى صيب ما په خپلو هغه ليكنو كى چى د ډيموكراسۍ په اړه مى كړى هيڅ ځاى
داسى خبره نه ده ليكلى چى پورتنۍ خبره ترينه په ګوته كړى شى ، [color=white:64061a1677]فكر كوم چى ما
د علمانيت كليمه ليكلى وه او تاسى ته عسويت ښكاره سوى [/color:64061a1677]نو ځكه مو دا څه ليكلى.
هيله لرم چى د علمانيت په اړه څه مطالعه وكړى ، په مختصره توګه به ووايم چى
[color=darkblue:64061a1677]علمانيت د كليسا د جابر ، ظالم او وحشى حكومت عكس العمل دى ،[/color:64061a1677]
متاسفانه د اسلامى دين او د مسلمانانو د تاريخ څخه ناخبره او جاهلان غواړى
چى علمانيت د اسلامى هيوادنو په حكومتونو كى تطبيق كړى.
حليمي صيب تاسى په دوهمه ليكنه كى ليكلى:
[quote:64061a1677]وطنمل خانه ته هم د علمانيت په حالت کښي ژوند کوې [/quote:64061a1677]
حليمى صيب الله پاك مى د علمانيت د عقيدى او فكر څخه وه ساتى ، كه د علمانيت
ژوند تاسى ته جنت ښكارى نو تاسى ته دى مبارك وى ، خو زه [color=white:64061a1677]فكر كوم چى د علمانيت
په اړه ستاسى د لږو معلوماتو په وجه پورتنۍ جمله مو ليكلى كه نه زما اكثره ليكنى علمانيت ردوى،[/color:64061a1677]
[quote:64061a1677]که تاسو انتي [color=white:64061a1677]سکولر[/color:64061a1677] ژوند خوښ وي ، نو بايد صوفي (تارك دنيا ) و اوسېږۍ
ايا تاسو تارك دنيا ژوند کوي؟ ، او تارک ونيا ورتېر سي نو بايد عشق ته
رسېدلی يي ؟٠[/quote:64061a1677]
حليمى صيب ستاسى په قاموس كى مشهور نومونه او الفاظ جدا معناوى لرى نو هيله لرم
چى د سيكولر په اړه څه وضاحت وكړۍ چى تر څو لوستونكى پدى پوه شى چى
كوم سړى سيكولر نه وى هغه به صوفى وى فقط او كنه د سيكولر او صوفيزم ترمنځ نورى خانى هم شته دى.
په مينه
وطنمل
عبد السلام
26.05.2009
ښاغلﺉ وطنمل لیکي:
علمانيت د كليسا د جابر ، ظالم او وحشى حكومت عكس العمل دى ،
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې داسې وي نو داسلام سره یې ټکر په څه کې دﺉ ؟ نو اسلام باید اولسواکی په پراخه سینه ومنی!
خو نه هسې نه ده ، ته هم پرې پو ه یی او زه هم ، نه به ځان غولو او نه نور چې : Democracy او Theocracy سره هیڅکله هم په اجتماعی عدالت کې ورته ندي . Theocracy ټولنیز تبعیض غواړي او Democracy دټولنې ټول وګړي د حقوقو په لحاض مساوي ګڼي . په Theocracy کې به ابداٌ د واکمنې ادارې درایجه عقیدې نه لرونکو ته په قضایه ،او تنفیضیه قوو کې با صلاحیت برخې ورکړل شي، مقننه قوه خو هسې هم په Theocracy نشته ځکه هغه خو واردواره په غیبې توګه لادمخه له اسمان څخه دتیار جوړشوی مکمل ،پوره اومطلقاٌ کامل قانون په بڼه را ښکته شوي . خو حیرانتیا په دې کې ده چې ددومره خارق العاده کمال سره سره هم ددې پشپړ قانون پلویان په مختلفو لارو درومی اویو او بل په کفر اوذندقه متهم وي او سره وینې تویوي ، څوک شیعه ، څوک سونی،څوک ، وهابی،څوک اخوانی،څوک پنجپیرﺉ، څوک صوفی ! وطنمل صاحب ! داڅنګه چل دﺉ؟
عبد السلام
26.05.2009
ښاغلﺉ وطنمل لیکي:
علمانيت د كليسا د جابر ، ظالم او وحشى حكومت عكس العمل دى ،
چې داسې وي نو داسلام سره یې ټکر په څه کې دﺉ ؟ نو اسلام باید اولسواکی په پراخه سینه ومنی!
خو نه هسې نه ده ، ته هم پرې پو ه یی او زه هم ، نه به ځان غولو او نه نور چې : Democracy او Theocracy سره هیڅکله هم په اجتماعی عدالت کې ورته ندي . Theocracy ټولنیز تبعیض غواړي او Democracy دټولنې ټول وګړي د حقوقو په لحاظ مساوي ګڼي . په Theocracy کې به ابداٌ د واکمنې ادارې درایجه عقیدې نه لرونکو ته په قضایه ،او تنفیضیه قوو کې با صلاحیت برخې ورکړل شي، مقننه قوه خو هسې هم په Theocracy نشته ځکه هغه خو واردواره په غیبې توګه لادمخه له اسمان څخه دتیار جوړشوی مکمل ،پوره اومطلقاٌ کامل قانون په بڼه را ښکته شوي . خو حیرانتیا په دې کې ده چې ددومره خارق العاده کمال سره سره هم ددې پشپړ قانون پلویان په مختلفو لارو درومی اویو او بل په کفر اوذندقه متهم وي او سره وینې تویوي ، څوک شیعه ، څوک سونی،څوک ، وهابی،څوک اخوانی،څوک پنجپیرﺉ، څوک صوفی ! وطنمل صاحب ! داڅنګه چل دﺉ؟
ع کريم حليمي
29.05.2009
[quote:867737a16a]مقننه قوه خو هسې هم په Theocracy نشته ځکه هغه خو واردواره په غیبې توګه لادمخه له اسمان څخه دتیار جوړشوی مکمل ،پوره اومطلقاٌ کامل قانون په بڼه را ښکته شوي .[/quote:867737a16a]
دا خو همداسي ده ، که شک وشبهه لرې ، نو يقين ته بدي ورسوي
او که شک دي و ريب ته ورسېدلی ، نو بيا شرعي جهالت سو
قال الله تعالی :-الیوم اکملت لکم دینکم و اتمت علیکم نعمتی و رضیت لکم الاسلام دینا"
په حکم کي مطلق دي او تطبق ئې مشرط دی
او د کامل په معنی ئې نه پوهېږي
دا معنی چه بل دين بيا نه راځي او بل دين ته ضرورت نسته او دا نعمت پای
ته ورسېدلی پرموږ باندي، قران تدريجا نازل کېدلی ،نور نو قران نه نازليږي
هو دغه ايات شريف د حجة الوداع په ورځ نازل سو ، او مبارک پسله لږ
وخت څخه رحلت وکي
او مکمل په معني د بې عيبه
بعضي به ووايي چه په فلان ناحيه کښي د قران نص نسه ، هو !
رب فرمايي چه :-امرهم شورا بينهم او بيا فرمايي چه وامروا بالمعروف
معروفو ته هم اجازه ده ، هو ! هيڅ حرام ته معروف نه ويل کيږي
او مبارک اجازه کړې چه په شرعه کښي طرقه د اجتهاد او طريقه د القياس
سته ، باخبر ! ما أحل الله في كتابه فهو حلال، وما حرم فهو حرام، وما سكت عنه فهو عفو ( { قُلْ لاَ أَجِدُ فِيمَا أُوحِيَ إِلَىَّ مُحَرَّمًا } إِلَى آخِرِ
څه چه په کتاب حرام سوي هغه حرام دي او څه چه په کتاب سره حلال بلل
سوي هغه حلال دي ، او څه چه ندي ويل سوي هغه راته معاف دي ،عفو
قانون اجراءات او قانون المرافعات او قانون ټرافک او قانون ٠٠٠٠٠٠٠
جوړه وو په معروف سره
نو ايا تر دي بل perfect اخلاق پر دې نړۍ درمعلوم دي ؟؟؟؟
درنښت
عبد السلام
29.05.2009
بلی : محترم مولانا صاحب!
دبشر ژوند لا ندﺉ تکمیل شوﺉ . نو دهغه ژوندته دپای ټکﺉ دزروکلو لا پخوا څنګه ایښودل کیداشي ؟ محاله خبره ده ! تر هغې چې دﺉ ژوندﺉ دﺉ دددژوند غوښتنې په تغیر کې دي او دد ټولنه دمغایرو اصولو غوښتونکې ده. بشری اصول هیڅکله هم جامده ندي او دبشر دټولنیز ژوندانه دمقتضیاتو سره تغیر مومي.
[quote:8448f90e18]دا خو همداسي ده ، که شک وشبهه لرې ، نو يقين ته بدي ورسوي
او که شک دي و ريب ته ورسېدلی ، نو بيا شرعي جهالت سو
قال الله تعالی :-الیوم اکملت لکم دینکم و اتمت علیکم نعمتی و رضیت لکم الاسلام دینا"
په حکم کي مطلق دي او تطبق ئې مشرط دی
او د کامل په معنی ئې نه پوهېږي
دا معنی چه بل دين بيا نه راځي او بل دين ته ضرورت نسته او دا نعمت پای
ته ورسېدلی پرموږ باندي، قران تدريجا نازل کېدلی ،نور نو قران نه نازليږي
هو دغه ايات شريف د حجة الوداع په ورځ نازل سو ، او مبارک پسله لږ
وخت څخه رحلت وکي
او مکمل په معني د بې عيبه
بعضي به ووايي چه په فلان ناحيه کښي د قران نص نسه ، هو !
رب فرمايي چه :-امرهم شورا بينهم او بيا فرمايي چه وامروا بالمعروف
معروفو ته هم اجازه ده ، هو ! هيڅ حرام ته معروف نه ويل کيږي
او مبارک اجازه کړې چه په شرعه کښي طرقه د اجتهاد او طريقه د القياس
سته ، باخبر ! ما أحل الله في كتابه فهو حلال، وما حرم فهو حرام، وما سكت عنه فهو عفو ( { قُلْ لاَ أَجِدُ فِيمَا أُوحِيَ إِلَىَّ مُحَرَّمًا } إِلَى آخِرِ
څه چه په کتاب حرام سوي هغه حرام دي او څه چه په کتاب سره حلال بلل
سوي هغه حلال دي ، او څه چه ندي ويل سوي هغه راته معاف دي ،عفو
قانون اجراءات او قانون المرافعات او قانون ټرافک او قانون ٠٠٠٠٠٠٠
جوړه وو په معروف سره
نو ايا تر دي بل perfect اخلاق پر دې نړۍ درمعلوم دي ؟؟؟؟ [/quote:8448f90e18]
ع کريم حليمي
29.05.2009
ټولو باخلاقو لوستونکو ته پسله دعا او سلامه
[quote:301f508a26]دبشر ژوند لا ندﺉ تکمیل شوﺉ . نو دهغه ژوندته دپای ټکﺉ دزروکلو لا پخوا څنګه ایښودل کیداشي ؟ محاله خبره ده ! تر هغې چې دﺉ ژوندﺉ دﺉ دددژوند غوښتنې په تغیر کې دي او دد ټولنه دمغایرو اصولو غوښتونکې ده. بشری اصول هیڅکله هم جامده ندي او دبشر دټولنیز ژوندانه دمقتضیاتو سره تغیر مومي. [/quote:301f508a26]
يو حقوقي اوخلاقي مثال په ګوته کړئ ، لکه څرنګه غوښتني ؟؟؟
بشري اصول څه شي دي ؟؟ مطلب دي بشري اخلاق دي ، که څنګه!
ډاکټر څپاند
29.05.2009
[color=white:cbea57c94a]محترم حليمي صيب سلامونه ومنۍ،[/color:cbea57c94a]
داسلام دمقدس دين، دليدياديدګاه نه، دا لاندنی شعار واقعا دعالي اخلاقو او
ديندارۍ،ښکارندوی دی٠هر هغه څوک چه ځانته مسلمان وائی،په يوه اسلامي
ټولنه کی تر دې بل ښايسته شعار خورا کم ليدلی شي٠
[quote:cbea57c94a]له خپل نفس سره جهاد کول رښتيا هم چی ډیر سخت کار دی، خو که انعام يي جنت وي، نو آيا بيا هم سخت دی!؟ [/quote:cbea57c94a]
مګر اوس به راشودبشريت لوی کور ياټولې نړی ته چه هلته دمثال په توګه
هندوان او چينايان،دمذهب په لحاظ،اونور کفار دعقيدي په لحاظ د
مرګ نه روسته په ژوند باندی عقيده نلري٠داخلک چه دنړۍ دنفوسو اکثريت
تشکيلوی،له خپل نفس سره مجادله او جهاد يوه انساني وظيفه ګڼي،اودهغې
په مقابل کی،امتياز ياانعام غوښتنه د"بيغيريتۍ،تجارت،اورشوت"په معنی
ګڼي٠
که ددی نظر سره موافق ياست،نودابه ومنۍ چه دانسانانو خصلت،تربيه اواخلاق،
دزمانې په تيريدو سره تغير کوي٠
ع کريم حليمي
29.05.2009
محترم Subat Sabit صاحب وعليکم السلام و رحمه الله
[quote:cd1312e590] له خپل نفس سره مجادله او جهاد يوه انساني وظيفه ګڼي،اودهغې
په مقابل کی،امتياز ياانعام غوښتنه د"بيغيريتۍ،تجارت،اورشوت"په معنی
ګڼي٠ [/quote:cd1312e590]
ولي نه ! موافق يم ، شکر مسلمان يم
[quote:cd1312e590]نودابه ومنۍ چه دانسانانو خصلت،تربيه اواخلاق،
دزمانې په تيريدو سره تغير کوي٠ [/quote:cd1312e590]
هو دا دي هم منم ،
----------------------------------
له هغه چا څخه چه په ذات درسره شريک وي د امتياز غوښتنه رشوت او
تجارت دی
استثنا:- له واحد او احد ذات څخه غوښتنه ښه اخلاق دي
او طبعا اخلاق تغير کوي و بدو ته ، که د تهذيب اخلاق هير سي
Ghairat
31.05.2009
لکه څنګه چې تاسې په اسلام کې ډیرې لارې وینئ لکه سنې ، شیعه اونورې ډیرې، او له ټولو څخه یوه د اهل سنت اوجماعت لاره سمه اونورې منحرفې ګڼل کیږي، دغسې په دموکراسۍ کې هم د اسلامي هیوادونو له پآره د هغې یوه بڼه سمه ده اونورې ټولې دموکراسۍ ناسمې او باطلې بڼې دي :
سمه او معتبره دموکراسي د اسلامي هیوادونو له پآره یواځې او یواځې [color=blue:f1348cac92]ملي اسلامي ولسواکي ده [/color:f1348cac92][color=red:f1348cac92]چې د حکومت کولو له پآره له ملي او اسلامي معروفاتو څخه جوړه شوې طریقه ده[/color:f1348cac92] او بس!
نه یواځې اسلامي معروفات بلکې اسلامي احکام هم په کې شامل دي ،کومو ته چې مولینا صیب حلیمي ګوته ونیوله!
د نسلامي ولسواکۍ بیلګړتیا داده چې له آیت ،حدیث، قیاس او اجماع [color=yellow:f1348cac92]وروسته[/color:f1348cac92] اونه مخکې اونه د هغوی پر ځای د ژوند په نوروچارو کې له ګډې مشورې ، ملي او ولسي معروفاتو یا ولسواکۍ څخه کار واخلئ !
دا خوتکرار تکرار او په کراتومراتو ویل شوي چې :
[color=blue:f1348cac92]۱ ــ د اسلام د مشورې حکم د اسلامی ولسواکۍ ستر تلسټ او بنسټ دی ![/color:f1348cac92]
[color=red:f1348cac92]
۲ــ د خلافت له پا ره بیعت کول اوس د جمهوري ریاست او شورا د ټول ټاکنو د عامو آزادو او مخفي رابګیریو سره اړخ لګوي او د بیعت په عصري اومتکامل ډول پلي کول دي![/color:f1348cac92]
۳ ــ دملي ګټو اوملي آزادۍ ګټل او ساتل یوه بله برخه ده چې اسلام یې نه یواځې مني بلکې ضرور یې معروف کار هم یې بولي، او په جهاد کې خو د اسلامي هیواد ملي او اسلامي جهاد تر ډیره سره اړخ لګوي، نو دولسواکۍ ملي بڼه هم د اسلام سره اړخ لګوي۰
[color=blue:f1348cac92]په دې دری اساساتو سره د ملي ــ اسلامي ولسواکۍ آړینتیا د اسلامي هیوادونو له پآره د اظهر من الشمس غوندې روښانه ده او لکه څنګه چې فزیک،کیمیا ، ریاْضي
اونور طبیعي او اجتماعی علوم اسلام منلي ، دغسې اوتر دې هم په لا زیاته آړینتیا سره باید ملي اسلامي ولسواکي د حکومت کولو د عامی طریقې په ډول
مني او باید یې هم ومني!!!![/color:f1348cac92]
بایدووایم چې دموکراسی غربیانو د ځان له پآره رامنځته کړې،نه د شرقیانو له پاره اونه هم ددې له پآره چې شرقیان پرې وغولوي !
د هغوی په شرقیانو باندې دموکراسي نشي پیرزوکیدای، ځکه دموکراسي د خپل شکل او ماهیت له مخې لومړی د ملي آزادۍ اوخپلواکۍ نوم دی او بیا د نوروسیاسي او اجتماعي ارزښتونو، آیا دا سې نعمت د غربیانو په مونږ اوتاسې لوریدای شي؟؟؟؟؟
عادل عادل
31.05.2009
سلامونه
غیرت وروره که دیموکراسي او یا هم ستاسو په عبارت ملي-اسلامي ولسواکي سره زر هم شي زمونږ او تاسو کور ته د بي 52 ډوله الوتکو په مټ معرفي شوې ده نو ځکه خو ډیره ګرانه بریښي چې څوک به یې د یوه اصل په توګه ومني.
د دیموکراسئ هر هغه ډول چې د غربي ښکیلاک او صلیبي وحشیانو د یکجانبه رضایت، ګټواو ستراتیژئ ضامن وي هیڅ مسلمان او حتی غیر مسلمان ولس ته د منلو وړ نه ده ولو که د اسلام او نورو ادیانو سره اړخ هم ورته ولګولئ شي.
ع کريم حليمي
31.05.2009
مکرم دانشمد غيرت صاحب ،مکرم عادل عادل صاحب او درنو
د بحث ګډونوالو ښې هيلي مي ومنئ
عادل ياره که زه ځوان وای او ته هم رانيزدې وای ، ښه څو د اوبو غوټې مي
درکولې ، بختور ئې چه يو خو زه زوړ يم او بل ته هم نه يې رانيزدې
[quote:209172dfdd]غیرت وروره که دیموکراسي او یا هم ستاسو په عبارت ملي-اسلامي ولسواکي سره زر هم شي زمونږ او تاسو کور ته د بي 52 ډوله الوتکو په مټ معرفي شوې ده نو ځکه خو ډیره ګرانه بریښي چې څوک به یې د یوه اصل په توګه ومني. [/quote:209172dfdd]
اول به دادرته ووايم چه بيا دغه نوم مه يادوه او مه يې ليکه که دي انګرېز
خط ليکلئ نو وليکه چه Democracy
کله چه د پښتنو سره بحث کوې نو ليکه چه د خلکو حکومت او يا ليکه چه
اسلام اوملي اولسواکي
دوهم دا درته وايم چه :اسلامي اولسواکي د توپک په زور ساتل کيږي
مقوله ده چه اسلام تحتل السيف او د نن ورځي ليکوال ليکي چه " نشر الإسلام باستخدام السيف" د اسلام په معنی خو پوهېږې حاجت نسته و تشريح
ته
هو ! دوهمه حصه ئې ازادي ده چه په توپک نه ده ، د بيان ازادي د خپلي
خوښي خبره ده ، يعني ازادي د توپک په زور نه صادره کيږي
او ملي خپلواکي په ننني عصر کښي لږټوپک او ډير سياسي ځراکت غواړي
که سياسي ځراکت نه وي ، ټوپک هيڅ ګټه نه رسوي
حا
عادل عادل
01.06.2009
سلامونه
عزتمند مشر ورور حلیمي صیب
پر لیکه نړئ کې د مشر او کشر درک نه لګي، د مشرانو په قدر هم یو نیم پوهیژي، الله مو زړه ځوان ، فکر خوشحاله، تن روغ، او عمر اوږد لره، آمین
زه هم همدا ټکئ ژاړم چې د ټوپک تر څنګ د سیاسي ځراکت نشت او خلا نشو ډکولای، زما په شمول غوڅ اکثریت لوستي د همدغې ټوپک په ضد د تبلیغاتو ښکار شوي یو.
زمونږ سیاسي قراردادیان خو ویده دي، کنه لږ ټوپک مو نن سبا لمن تر اټکه غزولې، که سیاستمداران )سیاستبازان( مو په رښتیا د وطن بچي وای نو د ټوپک د لاسته راوړنو څخه به يې اعظمي ګټه اوچته کړې وای، نن مو کولای شوای د لاس نه وتلې پښتونخوا کې حد اقل د ګوادر په مسیر بحر ته د لارې موندلو سوچونه کړي وای.
لکه څنګه چې تاسو اشاره کړې لږ ټوپک او ډیر سیاست، دا دواړه د مخ او استر مثال لري، خو مونږ لوستي او روڼ اندي ددې پر ځای چې استر شو، د یوه سره د ښکیلاکګرو په لمن کې لوبیژو او بیا کله ناکله نالښت هم کوو ...... نور بیا ....
Ghairat
01.06.2009
عادل صیب سلامونه مې ومنئ !
[quote:46034aa327]زمونږ سیاسي قراردادیان خو ویده دي، کنه لږ ټوپک مو نن سبا لمن تر اټکه غزولې، که سیاستمداران )سیاستبازان( مو په رښتیا د وطن بچي وای نو د ټوپک د لاسته راوړنو څخه به يې اعظمي ګټه اوچته کړې وای، نن مو کولای شوای د لاس نه وتلې پښتونخوا کې حد اقل د ګوادر په مسیر بحر ته د لارې موندلو سوچونه کړي وای. [/quote:46034aa327]
درسره یې نه منم، دا خو په کراتومراتو غوښتل شوي چې لږ شان ملي سوچ هم وکړئ، یواځې د القاعدې او ISI د دیکتې پسې مځئ ، د پښتونخوا هیرول د افغانیت او افغانستان هیرول دي او ISI همدا غواړي او صرف د همدې موخې له پاره ځان مسلمان بولي، د هغوی اسلام سیاسي دی،خو سیاست یې اسلامی نه دی!
نوطالبان یې داسې په خپله قبضه کې ښکېل وساتل چې تر ټولوزیات یې دملي
روڼ اندو اوملي ګټو سره دوښمني کوله او لا هم کوي یې!
سیاست تل مخ دی او هیڅکله استر نه دی، ځکه خود مشرتابه کار دی اونوموړې مشرتابه متأسفانه د ISI په لاس کې ښکیل ده!
عادل عادل
02.06.2009
سلامونه
غیرت وروره زما د بحث ټکئ زه او ته یو
مخ چې سپیره وي نو د استر بڼه خپلوي. استر چې خیرن او وروست وي نو څیرل کیژي، او که خزنده وي پکې نو په اور لاهو کیژي.
د ښاغلي حلیمي صیب د لږ ټوپک او ډیر سیاست خبره ډیره پخه ده.
د ټوپک سره همجهته سیاست پر مخ بیول او د پورتنئ خبرې په رڼا کې یې د ډیر تر کچې رسول پکار دي، تر څو د مخ بڼه خپله کړي، ټوپک به مو خودپخود استر شي، که نه شو نو حد اقل به مو خپل مسوولیت ادا کړئ وي.
ستاسو په لیکنه کې د ISI د کلمې درې ځلې یادونه زما د مخکینئ لیکنې او پورتني استدلال بهترین ثبوت دئ، او د یوه مخه هراړخیز سیاسي استقلال تر سوال لاندې راولي هغه ځکه چې:
د اشغالګرو په حضور مصلحتي سترګې پټول سیاست شو خو د ISI د احتمالي دخالت سره سره د مقاومت د لاسته راوړنو سره همغږي او د وطن د خپلواکئ او وسعت په لور هڅې او جدوجهد سیاست نه دئ ؟؟؟
یو ځل یې بیا تکراروم چې مونږغوڅ اکثریت لوستي او روڼ اندي د پردیو د تبلیغاتو او میډیا ښکار یو، ددوی په لمن کې لوبیژو، په سپین میدان اشغالګر نه وینو خو د غرونو تر شا د پټ مقاومت په سپیڅلي منځ کې د ISI څیره په پټو سترګو تسلیموو.
سیاست هغه ته وایي چې د وطن د عالي ګټو او دیني، کلتوري او ځمکنئ خپلواګئ د اعادې تضمین پکې نغښتئ وي نه دا چې بیا به مااو تا ته پکې ځای وي که نه؟
زمونږ د ویښاوي او پوهاوي په هیله.
ډاکټر څپاند
02.06.2009
سياست دچل او فريب لوبه ده٠پدې لوبه کې ددښمن نه مشوره او کمک اخيستل
بيا يوه ستره لوبه ګڼل کيږي٠که امريکا او انګليس،د ISI نه مشوره او کمک
غواړي،واضح خبره ده چه بری د چا په نصيب دي٠ مګر کله چه افغان دولت ياطالب
د ISI نه مشوره او کمک غواړي،پدی هر څوک پوهيږي چه وړوکی څوک دی٠
که څوک داسی اند لري چه طالبان به وکړای شي چه دپاکستان دولت ياISI
په خپله ګټه استعمال کړی شي،نتيجه واضح ده او هغه دخپل ځان تيرويستل
دي،مګر داسې نده؟
دISI معلم اومربي انګريز دی ٠مګر دافغان ولس مدد ګار يوازې خدای دی٠
نو که چيرته افغان د ISI نه لارښونه غواړي،پايله ئی روښانه او معلومه ده٠
Ghairat
02.06.2009
ورنوورونو عادل صیب او ثٍٍبات صیب!
جها د د اسلام په نامه د ISI له خوا رهبري شو، پایله یې څه شوه ؟
طالبان لا زیات د ISI له خوا رهبري شول ، پایله یې څه شوه ؟
اوس هم رهبري کیږي، نو آخر دا د هرافغان حق دی چې پوښتنه وکړي چې ددې پایله به څه وي ؟ د ډیورن د پولې دیخواته مو مخکې او اخوا ته یې اوس پایلې وینئ ۰
نو خبره په امریکا او لویدیځوالوکې بنده نه ده،[color=red:f14cb7efcb] د هغوی پر ضد پاڅون د ټول ملت حق اوپرې فرض دی،[/color:f14cb7efcb] خو ایا د ISI په مشرۍ ؟؟؟؟؟؟؟ چې طالب ته وايي نیسه یې، ورځه پرې او امریکا ته وايي درومې لیږل ډبوه یې ، وژنه یې ، بی پته کوه یې ،ځکه چې وايي دا زمونږ او ستاسې دواړو دوښمنان پښتانه دي چې ګوره له تانه اخوا او له مانه دیخوا ته خلاص نشي، هاغه دی کښته هم پښتانه تباه کیږي او پورته هم ، دواړه د امریکا او پاکستان په ګډ پلان او ګډه همکارۍ او ددې پښتون سېزونکي اور په لمبو چې څوک تیل اړوي هغه ISI ده اوتیل یې د اسلام په نامه جنګیدونکي طالبان دی ۰
ISIخو د پاکستان پوځي . . . دی او امریکا دنړیوال استعمار سیند دی، او طالب یې په حقیقت کې له دواړو خواو راګیر کړی،له پا سه یې په سر وهي او د جګړې دردونه اخلي او له کښته څخه جنګ ته هڅول ـ ټیل وهل کیږي اوخوندونه اخلي او ددې درد او خوند په منځ کې ترې لاره ورکه ده او خپل پښتون ولس په پردیو او د پردیو له پاره وژني !
آیا داسیاست دی؟ که وي هم نو آیا دا دطالب سیاست دی ؟
نه دا د طالب سیاست نه دی ،خو سیاست دی ، د پردیو سیاست دی د ISI سیاست او طالب بې د افغان غول په توګه بی شعوره پلی کوي ۰
نو دحل لاره ملي ـ اسلامي پاڅون دی، نه یواځې اسلامي چې کښته د ISI او پورته د ایران او په منځ کې د القاعده په لاس کې لویږي، خو یوملي اسلامي پاڅون چې تر څو پورې ملي وي د پردیو په ګټه نشي څرخیدلای او ټول ملت مجبور دی چې برخه په کې واخلي، بی له دې چې د ISI ، القاعده یا شیعه ایران په پنجوکې ښکېل شي!
یواځې له القا عدې او ISI څخه آزاد طالبان کولی شي د ملي روڼ اندو چغې، نارې سورې او آپیلونه واوري، که نه د القاعدې او ISI تر سیوري لاندې خو د طالب مشرتابه مغزونه په ضدملي زهرو وینځل شوي مصموم پاتې دي چې ښايي د ملی ګټو اوملي خپلواکۍ هډو درک هم ونه لري او په دې برخه کې بالکل فلج پاتې وي! [color=blue:f14cb7efcb]
د انسان په بیخودۍ کې عزت نشته ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰له ملي اګا هۍ پرته ملت نشته
د طالب ملي شعور که راویښ نشي ۰۰ لاندې ځمکه اوپه سر یې هم چت نشته[/color:f14cb7efcb]
زه نه پوهیږم چې ستاسې دغې لاندې په اړپېچ ښکلې شوې جملی کې حقیقت هم شته اوکه یواځې په تشو ادعاو ولاړه ده چې :
[quote:f14cb7efcb]د اشغالګرو په حضور مصلحتي سترګې پټول سیاست شو خو د ISI د احتمالي دخالت سره سره د مقاومت د لاسته راوړنو سره همغږي او د وطن د خپلواکئ او وسعت په لور هڅې او جدوجهد سیاست نه دئ ؟؟؟ [/quote:f14cb7efcb]
لومړی خو د اشغالګرو په شتون چا هم سترګې نه دي پټې کړې ، اومصلحتي ډول ستر ګې پټول لا بل تور دی، بلکې د اشغالګرو پر ضد ملي پاڅون اړین دی ۰
خوملي پاڅون لا د شورویانو پر ضد پاکستان نه زغملو، ځکه چې هغه یې بیا کنترولولی او په خپله ناروا ګټه سې نشوڅرخولای، نوځکه یې د اسلام په نامه چې له الف نه تر یا پورې یې کنترولولای شو کنترول کړ او په خپله ګټه یې وڅرخاوه!
دا واقعیت د مجاهدینو او طالب غورڅنګ له هرې خوا او هرې سوړې څخه هر چا، دوست اودوښمن ټولوته لکه اظهر من الشمس څرګند او روښانه شوی ، هر افغان په سر سر خوړلی سیاست دی ، نو د ISI احتمالي دخالت ورته نور نشي ویل کیدای! هیڅ ډول مقاومت د بهرنیانو پر ضد د ISI له کنترول څخه وتلی نشي ، یواځې ملي مقاومت ددوی په کنترول کې نشي راتلای ،نوځکه خو یې نه طالبان غواړي اونه یې ISI ! خپله طالب غورځنګ که لږ زره هم ملي بڼه غوره کړه، ISI به یې له دننه څخه بیخ و بن وروباسي او په لږه موده کې به یې منحل کاندي!
هو، [quote:f14cb7efcb]د مقاومت د لاسته راوړنو سره همغږي او د وطن د خپلواکئ او وسعت په لور هڅې او جدوجهد سیاست [/quote:f14cb7efcb] [color=red:f14cb7efcb]دی او یواځینی سم سیاست دی،خو په یو شرط چې : ملي وي اود بهرنیو پوځي استخباراتو له هر ډول ککړې لاسوهنې او لاسلرنې څخه پآک اومبرا وي! [/color:f14cb7efcb]
ډاکټر څپاند
14.07.2009
ايا داهم طالب دی؟؟؟؟
http://www.truthtube.tv/play.php?vid=2008