د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان د ولس دوهم نوم دی

عبدالله صابر
19.03.2009

درنولوستونکو
کيدای شي ځينوته دمنلو نه وي خوبياهم په دي کښ شک نشته چي طالبا ن او ولس
دوه مترادف الفاظ دي ،که يی نه منئ اوس به يی ثبوت دروښيم ،هغه داچي که
طالبان ديوي ډلې يايوتنظيم نوم وی نوښايی اوس به يی نوم نشان هم نه وی پاتي
ځکه څومره تلفات اوسخت ګذارونه چي طالبانو وخوړل که کومي بلې ډلې ياتنظيم
ليدلي وي نوسل کاله وروسته به يی هم بياراژوندي کيدل ممکن نه وی ٠
دجنرل عبدالمالک ،دوستم اومسعودڅخه راونيسه بيادامريکايی وحشت لاندي
چي په لس ګونوزره طالبان په شهادت ورسيدل اوبيادبي انصافې نړئ له خواپه
نړيواله توګه منضوي کولوسره خوپکاروه چي طالبان يوخيال اويوه قيصه پاتي وی
خوايادلمرغوندي ښکاره نه ده چي طالبان يوقوت دی دنړئ سختوبدلونونوورباندي
هيڅ ډول اغيزنه دی اچولئ ،داسي يوقوت چي د ٤٢ هيوادونوپه عسکرويی ځمکه
سره تنورګرځولي اوتوقع خلاف يی ليکي ورځې تربلي پياوړې کيږي اوداسي معلو
ميږي چي اوس طالبان تر٢٠٠١ کال پخو په پرتله زيات غښتلي دي ،ماشا الله دومره
غښتلي که همدا نن هم بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل نوطالبان به ښايی
دهيواد ٩٥ فيصده خاوره دمياشتوپه موده کښ بيرته ونيسي ، دادڅرګندوی کوي
چي طالبا ن د ولس دوهم نوم دی په مرګونوهغوخلاصيږي نه بلکي نوره هم زياتيږي
څوک ولس وژلئ نه شي ولس پای نه لري که يی لرلئ اوس به طالبان نه وئ او
امريکايان به خپلوناولوارمانونوته رسيدلي وئ خوځکه ونه رسيدل چي دوی
طالبان يوه ډله ګڼلي وه اوپه دي ناخبره ووچي طالبان ډله نه ده بلکي داد ولس له منځ
څخه رپورته شوی غورځنګ دی ددي ختميدل ناممکن دي ،اوس دوی هم دا
حقيقت درک کړئ ځکه خوورځ تربلي دماتي اعترافات کوي اودافغانستان څخه
دتيښتي لارلټوي خوکه چاهم ورته دتيښتې لاروښودله په دوی به يی ډيراحسان
کړئ وي ښايی ترعمره يی ياد ولري ٠
زماپه فکردهمدي اولسي ملاتړله امله طالبان دچامرستې اړتيا نه لري خوکه څوک
ورسره مرسته کوي نودا به هيڅکله هم ملي ګټې په خطرکښ وانه چوي ٠
که مونږفرض کړوچي پاکستان دطالبانوترشا دی نوددي دامعنی نه ده چي طالبان
به ګوډاګيان وي بلکي دا ددواړو يوه اړتيا وي ،پاکستان به ديودوست جوړه ولوپه
لټه کښ وي اوطالبان به هم نه غواړي ټولوګاونډيانوسره دوښمني وپالي ،هغه متل
دی چي دوښمن يوهم زيات دی اودوستان ډيرهم کم دي اودټولوګاونډيانوسره ښي
اړيکی لرل يوه اړتياده ،ښايی طالبان دي اړتيا ته متوجه وي ٠

والسلام


Ghairat
19.03.2009

صابرخان ورورته سلام !
طالبان د پښتنو هغه ډیره وروسته پاتې متحجره دهقاني ولسي کتله ده چې بیسوادۍ او ناپوهۍ استازیتوب کوي او د همدې لویدلي ذهن او ذهنیت له امله د اسلام تنګننظره ،محافظه کار او په شاه تلونکې بڼه خپلوي او د واقعي مترقي اسلام پر ځای چې د خلافت د آزادانه بیعت اصل آزاد انتخابات اود مسلمان ولس
د واک سرچینه بولي، عدالت،مساوات اوورورولي په اسلام اوولسواکۍ کې مشرتک ټکي بولي ، د هیواد ستونزې دمشورې او شورا په اساس حلوي، او دملي ګټوساتنه هم تظمینوي، له زور اوکوتک څخه کار اخلي !
[quote:e5ae652e51]زماپه فکردهمدي اولسي ملاتړله امله طالبان دچامرستې اړتيا نه لري خوکه څوک ورسره مرسته کوي نودا به هيڅکله هم ملي ګټې په خطرکښ وانه چوي ٠ [/quote:e5ae652e51]
له دومره ناپوهۍسره دغه ورونه د سیاست کولوجوګه نه دي ، غولیږي، خوشباوره دی یا دوستي کوي اوځان بایلي اویا که دوستي نه کوي دوښمنۍ ته ملا تړي، چې د هغې په نتیجه لکه چېولیدل شول هم ځان بالي، له ځان څخه به یې خلکتیر شي،خوداچې هیواد اود هغه سرنوشت هم بالي نوبیا یې څوک بخښلی نشي!
که د زور سرتمبګۍ جهل اوجهالت پر ځای له ورونوملیتونویره لخهمشورې اوتوافق څخه کار واخلي او د هغوی یرهد هم پاڅون اوهم واکمني شریکه کړي،نوهله به یې له عقل او سیاست څخه څه کار اخیستی وي که پرې پوهیږي نو یوڅه به وګټي اوکه پرې نه پوهیږي څه به لاس ته رانه وړي ولې نووطن خو به له ویجاړولو بچ شي کنه !
[quote:e5ae652e51]پاکستان به ديودوست جوړه ولوپه لټه کښ وي[/quote:e5ae652e51]
پاکستان ډیرپخوا کلک پاحه دوستانموندلي او طالبانوته اړتیا نه لري،انګلیس اوامریکا اوچین یې دټولوعربو هیوادونوپه شمول کلک دوستان دي ، طالب ته د دافغانستان له غرقولو پرته هېڅ اړه نه لري، اود طالبانوهم صرف همدغه یو کار له لاسه پوره دی چې پاکستان یې غواړي ،بل کمال خومتاسفانه دوی نه لري!


باتور
20.03.2009

د ښاغلي غيرت په ليکنه کي يو څه سمون :

پښتانه هغه ډیره وروسته پاتي متحجره دهقاني ولسي کتله ده چې د بیسوادۍ او ناپوهۍ استازیتوب کوي او د همدې لویدلې ذهن او ذهنیت له امله د اسلام تنګـــــــنظره ،محافظه کار او په شا تلونکي بڼه خپلوي او د واقعي مترقي اسلام پر ځای چې د خلافت د آزادانه بیعت اصل آزاد انتخابات اود مسلمان ولس
د واک سرچینه بولي، عدالت،مساوات اوورورولي په اسلام اوولسواکۍ کي مشترک ټکي بولي ، د هیواد ستونزي دمشورې او شورا په اساس حلوي، او دملي ګټوساتنه هم تضمینوي، له زور اوکوتک څخه کار اخلي !

د دومره پوهي برسېره زموږ ورونه د سیاست کولوجوګه نه دي ، غولېږي، خوشباوره دی یا دوستي کوي اوځان بایلي اویا که دوستي نه کوي دوښمنۍ ته ملا تړي، له ځان بايللو څخه به یې خلګ تیر شي،خوداچې هیواد اود هغه سرنوشت هم بايلي نوبیا یې به يې څوک بښي!

پاکستان ډیرپخوا کلک پاخه دوستان موندلي او پښتنو ته اړتیا نه لري،انګلیس، امریکا اوچین یې دټولوعربو هیوادونوپه شمول کلک دوستان دي .

په درنښت


ډاکتر څپاند
20.03.2009

پدي کی خو هيڅ شک نشته چه طالبان ډير زوور دی،ډير په زړورتيا او مهارت
جنګيږي اود نړی خلک ورته هک پک پاته دي٠
هغه خلک چه په دی رمز خبر ندی،ورته وړانديز کيږي چه دافغانستان تاريخ
دی يو ځل بيا مطالعه کړي٠
زه به داسکندر مقدوني،دعربو،انګريزانو،روسانو او دنورو
نړیخوارو قدرتونو دماتې تاريخچی ته ددوی توجه راواړوم چه دنړې په تاريخي
اثارو کی په طلائی ليکو درج دي٠

مګر پښتانه وائی او عقيده پری لري چه په زور کلي نه کيږي٠
که دافغان ولس په رښتيا سره د طالبانو ملاتړ وي نو طالب ته ډيره اسانه ده چه
صليبيان مجبور کړی چه زموږ وطن پريږدي٠
طالبان دی خپل محبوبيت ازمويني ته وړاندي کړي او دمثال په توګه اعلان
دی وکړی چه که څوک په رښتيا د طالبانو ملاتړ کوی نو سر له ....تاريخ
نه دی د ٢٤ ساعتو لپاره په موټرو کی نه ګرزی٠

خو اصلي خبره داده چه دافغان ولس په تیرو ٣٠ کالوکی دومره بدبختۍ ليدلی
چه اوس اصلا نه پوهيږي چه يو نارمل انساني ژوند لا څنګه وي؟

يوه کيسه ده چه رښتيا به وی او که نه ،خو ويل کيږي چه ډاکتر نجيب ديوه
سپين ګيری نه پوښتنه کړی وه چه موږ او مجاهيدينو ترمنځ ،څوک ښه دی
او څوک بد؟
وی سپين ګيري ورته کړه،چه تاسی هم ښه خلک ئی او مجاهدين هم ښه خلک
دي،دا بد خلک موږ ، دافغان ملت  يو !

نو واقعيت خو دا دی چه که ټوپک نه وي نو هله به موږ پوه شو چه دافغان ولس
دچا سره دی٠دټوپکو له برکته دادی کرزی هم اوس رهبر دی،دهمدی ټوپک
په زور بچه سقاو،نادرخان،امين،ترکي،کارمل،رباني او ملا عمر هر يو
پخپل وار ځان ته دخدای (ج)دسيوري خطاب کړی،مګر دخواراو بيچاره
ملت نه هيڅکله هم چا ندی پوښتلي چه ته احمد يا محمود منې٠


Ghairat
20.03.2009

دروند باتور صیب دروند اوسې!
پښتومتل دی چې : سل دې ومره سر دې مه مره!

ډیر خود سره لیونیان په طالبانوکې دي، خو نه یواځې د سر خلک چې په څه پوهیږي، په طالبانوکې نشته، البته نور هم ډیر پښتانه د طالب یره نه دي غاړه شوي،خو دا دا معنی نه لري چې هغوی د بهرنیانو یا ګوډا ګي دولت په طرف دی !
طالبان باید د پښتنووحدت په ملي کچه راجوړکړي، که نه په بله کچه خو دا دی قومي وحدت هم نشي جوړولی!
د ملي کچې معنی داده چې د ملي وحدت په چوکاټ کې پښتانه خپل قومي وحدت راجوړولی ، ښودلی او غوړېدا وربښلی شي،کله چې په پښتنوکې د ملي وحدت متره ، دملي وحدت ځواک اووسله نه وي، قومي وحدت یې هم بهرنیان استخداموي او د اجیرو قومي ملیشو پّه توګه پرې کله یوګاونډی اوکله بل ګاوندی قدرت د جنګ جګړې کته باروي !همدا اوس د طالب جګړه ملی نه ده، که څه هم د ملي دوښمن امریکا په ضد جنګیږي، خو له ملي جګړې څخه دومره لیري دي لکه ټیک څومره چې ISI د افغانستان له ملي جګړې څخه لیرې ده۰
خودا تمه چې ISI دې زمونږ د ملی درد دوا شي همدومره ناممکنه بریښي لکه څومره چې د طالب له پاره هم اوس مهال ناشونې ده چې له ISI څخه خپل پوځي او سیاسي طلاق واخلي!

د غلام د غلامانو په قطار کې
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰د بادار د بادارانوغلام نه دی

نه سلف ، نه خلفا ته ټینګیدی شي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰د طالب د انسانانو اسلام نه دی

چې ۵ کاله یې خوند د قدرت نوش کړ
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ اوس یې پرته له دې بل خواته پام نه دی


عبدالله صابر
21.03.2009

غيرت خانه وروره
[quote:9a0ede4609]طالبان د پښتنو هغه ډیره وروسته پاتې متحجره دهقاني ولسي کتله ده چې بیسوادۍ او ناپوهۍ استازیتوب کوي [/quote:9a0ede4609]

که داسي وي نودتاسوباسوادانو،پوهانواوپروفيسرانودورې موهم وليدي اوهم يی
همدا اوس ګورو، دتاسوبريت خريلو نکتايی پتلونوالوخوتراوسه زمونږهيوادته له
غلامئ شرمندګئ سرټيټئ څخه بل څه هيواد ته نه د راوړي ، کارمل دشورويان راو
ستل اوروسي جنرالانوته يی دافغانانو وژلوپه وياړ مډالونه ورکول او دا اوس ستا
پروفيسرانو امريکايان راوستل اودا فغانانو وژونکوجنرالانوته يی په دي وياړ
په سينومډالونه وټومبل ، هغه چي تاسو ته پوهانواوباسوادن ښکاري هغوزمونږ
هيواد تل په پرديوخرڅ کړاوورسره سم ي زمونږهيواد ته دايډز دڅوډالرولپاره غاښو
نه ايستل ،په نروښځوجنسي تيرئ اوښځې ماشومان په ډليزه توګه وژل ،وادونه او
خيراتونه بمباره ول دخلکوپه کورونو ډاکي اچول اوداسي ډول ډول ناولې تحفې
راوړې ،دروسانو ګوډاګيان هم ستاسوپه اند پوهان اوباسوادان وو اواوس دامريکا
يانو ګوډاګيان هم همدا ډول خلک دي ٠
نوره خوڅوک نشته يابه دکارمليانوپه څيردروسانوغلامان وي اومقابل کښ به يی
ستاپه ويناهمدا بي سواده اوناپوهه ملت اوياداوس وخت باسواد اوپوهان دامريکا
يانوغلامان وي اومقابل به يی همدا ملت چي ته يی سواده اوناپوهه ګڼي وي ، دريم
خوماته څوک په نظرنه راځي ٠
غيرت خانه ستاليکنه له حقيقته ځکه لري ده چي امريکا ملي دوښمن ګڼي خو بيايی
مقاومت ملي نه ګڼي ، که دوښمن ملي وي نوداخوعجيبه ده چي مقاومت دملي نه وي
له طالبانوپرته خودملي دوښمن په مقابل کښ بل دپام وړمقاومت نه ترسترګو کيږي
ولي دستا ملي جګړې والا نه ترسترګوکيږي ؟راد شي او اعلان دوکړي چي مونږملي
مقاومت يو خوداممکنه نه ده ستاسوخپله خبره خپله ځواب کړي له طالبان پرته بل
مقاومت نشته همدا هم ملي ده اوهم اسلامي ٠
پاتي شودپاکستان خبره ،بايد ووايم چي دطالبانوپه وخت کښ دافغانستان لويشت
لويشت خاوره خوندي وه اوپاکستان يوه لويشت وړاندي کيدوجرئت نه شوکولائ
که به وړاندي شوبيرته به شاکړل شو خو اوس يی وګوره وړاندي خوڅه چي اوس
سرحدي تاڼې پخي اونوره هم مظبوطې کړي ، اوکه دا بل اړخ ته يی راشو نوداچي ته
دهيواد اشغال مني اوداهم غواړي چي بهرني ځواکونه بايد وويستل شي خوبل پلو
دغوبهرنيوځواکونوته نړيوال قانوني بڼه ورکو ي اوزمونږدهيواد اشغال قانوني ګڼي
دافغانانو وژل په کورونو ورختل اوپه نروښځوجنسي تيرئ دقران کريم خبرې اودقيا
مت راتلل دروغ ګڼلوته قانوني وايی اوکه افغانان بايد دفاع کړي هغوی ته غيرقانو
ني جنګيالي ويل کيږي اوټوله نړئ يی ملاتړکوي نوکه په داسي حالاتوکښ يواځي
پاکستان ستا لاس نيوی کوي اودهيواد اشغال په خلاصون کښ درسره مرسته کوي
( په مقصدونويی اوس نه غږيږو) نوبياخوبه داد پاکستان مونږ افغانانوسره احسان
وي ، زمونږسره ښه کوي بايد افغانان يی احسان هيره نه کړي ،کوريی ابادغله يی
ډيره ، که پاکستان خپل مطلب لري مونږهم خپل مطلب لروکاربه تري اخلو،
اوس خوبه غيرت خانه په دي پوه شوی وي چي ستاپروپاګنډه دپاکستان په ګټه
تماميږي اوافغانان دپاکستان تراحسان لاندي راولي ٠

والسلام


میوند ننګیال
21.03.2009

ټولو ورونو ته سلامونه!

عبدالله صيب !
دومره مه غوصه كيږه مونږدانه وايو چه طالبان ښه ندي اوسمهال طالبان ښه دي خو بيخي په سياست نه پوهيږي داهم نه وايو چي هغه جهاديان چي وظيفي به يي راټولولي او ځانونه يي دجنت او جهنم ټيكه داران كڼل او نن په پارلمان كي دي يا داشغالګرو صليبيانو تر سيوري لاندي ناست دي ښه دي بلكه طالبان ددي شرميدلو نه په لكهاو كرته ښه دي .
محترمه طالبان ډير ساده او ناخبره خلك دي دوي پنځه كاله دوره تيره كړه څه ي وكړل ته ووايه دطب محصلينو باندي يي پټګي تړلي هغهوي ته يي دال وركول او دشرعيت محصلينو ته به يي پولاونه اوګډان وركول چرمي جاكټ يا كورتي به يي چي دچا په غاړه وليده نو بيا به يي چاړه پكي بنده كړه اوټوټي به يي كړه همداسي پخپله به يي دنغمي بدلي اوريدي او نور ته به يي كيسټي ماتولي دا متوكل ملا كبير دي هم طالبان دي ته يواځي مخكنو ته كوته مه نيسه
خپل دي هم وګوره .

تا ليكلي :

پاتي شودپاکستان خبره ،بايد ووايم چي دطالبانوپه وخت کښ دافغانستان لويشت
لويشت خاوره خوندي وه اوپاکستان يوه لويشت وړاندي کيدوجرئت نه شوکولائ
که به وړاندي شوبيرته به شاکړل شو .

نو محترمه څه معلومات هم لري او كنه هسي لګيا يي مخكي وروسته تلل پريده او دا ووايه چي جنرل تقي امام څوك وه او په مزار كي يي څه كول په قندهار كي حسن رضا څه كول او كه ددي نه نه يي خبر ته دمخكي اوروسته خبره مكوه ملك ته مستقيم راداخل شوي ول ايا دجنرل نصرالله خان خبره دي اوريدلي چي يو ي تلويزوني مركه كي يي اپريدو او شنوارو ته ويلي ول :

تاسو چي په كوم ديوال تكيه كوله او مونږموپري ډارولو هغه مودرته ونړوه مطلب دا چي هغه اوس زمونږخپل ځاي دي ٠

وروره طالبان ښه دي خو په خپل سياست كي دي تغير راولي نورو مقاومت كونكو مجاهدوورنو سره دي كيني دانه چي ميم زرما ټوله زم نور بيا


عبدالله صابر
21.03.2009

ميوند ننګيال صاحب
زماپه ليکنه کښ خود غوصې کومه نښه نه ليدل کيږي خواماتاسوبياښه کاڼې وره
ولي ، په طالبانوکښ نيمګړتياوي اوځيني ناسم کارونونه څوک انکارنه کوي خودا
ټول بيا دوخت په تيريدو سره دسميدو خواته روان وو ، اصل خبره دهيواد تجزيی
مخه نيول اودجنګسالارانوبيخ کني وه ،
څرنګه چي طالبان دجنګسالارانوڅخه دملت خلاصولولپاره راپورته شول اوپه ډير
لږو وخت کښ يی دوی يو خوا بل خوا وزغلول نو طبعا دوی ته دطالبانوخلاف مبالغو
ي تبليغاتو پرته څه ورپاته نه شو دوی دملت قهرڅخه خلاصون لپاره په طالبانو ډول
ډول تورونه ولګول ، کله به يی ويل دپاکستان فوځ دطالبانوپه جامه کښ راننوتئ
اوکله به يی ويل چي هغه پلانئ ملا پلانئ جنرال دی دپلاني ولايت ولي پلانئ دisi
غړئ دی خودا داسي څه ووچي هيڅ حقيقت يی نه درلود اوستاغوندي فرضي نومو
نه ياده ول ،دماپه ياد دي چي کله به طالبانو دکوم ښارنيولوپه لورپرمختګ کاوه نو
مقابل لوري به ويل چي دپاکستان فوځ ددوی په خلاف جنګيږي خوکه بيابه طالبان
شا تګ ته مجبورکړل شول نودپاکستان فوځ به غيب شو بياچانه ويل چي دپاکستان
فوځ ته يی ماته ورکړه بلکه ويل به يی چي طالبان په شا وتمبول شول ٠
پاتي شو دنصرالله بابر خبره که هغه رښتياوي نو داخودده هسي خوشباوري ده څوک
داضمانت ورکوي چي ددوی ارمان به پوره کيږي افغانستان ته خو ددوی څخه لوی
لوی قوتونوارمانونه هم له خاوروسره خاوري شوي پاتي لا پاکستان شو،داسي
ارمانونه روسانو او اوس امريکايانو هم لرل خو حال يی څه شو ،په افغانستان کښ
هيڅکله ګوډاګئ حکومت نه شي کاميابيدی ،افغانستان دچاارمانونوپوره کيدو
ځای نه بلکي افغانستان دپرديوارمانونوخاوري کيدو ځای دی ،په پای کښ بايد
ووايوچي په طالبانودپاکستان اغيزهيڅکله هم دومره نه ووچي دهيوادملي ګټې
وګواښوي بلکي هغوپسي مبالغوي تبليغات ډيرکيدل چي ٩٩ فيصده يی درواغ وو٠

والسلام


میوند ننګیال
22.03.2009

محترم صابر صيب !

روغتيا او خوشحالي مو له لايزال څخه دهميش لپاره غواړم٠

روره فرضي نومونه به ته وايي دنيا ته معلومه ده چي څه ول او څه نه ول پاتي شوه دفوج خبره لاړشه دهغه چا نه پوښتنه وكړه چي په سمنكانو مزار او جبل سراج كي يي كورونه دي هسي دخيټي او خولي خبري ندي حقيقت دي وروره زه يو ځل بيا درته وايم چي زه دطالبانو مخالف نه يم خو هر هغه څوك چي غلطي يي كړي وي او غلطي لري خداي دي وكړي چي ولي الله هم وي بايد حقيقت وليكل شي او غلطي يي په كوته شي وروره طالبانو كي صادقه كسان ول شته او وي به خو ددي مطلب داندي چي طالبان دپاكستان دسياست او يا اغيز لاندي نول ته ووايه چي يو كس ديو سړي سره هر رقم مرسته او كومك كوي نو ايا دهغه خبره به نه مني طالبانوسره دپاكستان له خوا 100 په سلو كي مرسته وه او د پاكستان له خوا حمايه كيده طالبان څه فرښتي نوي چي داسمان نه راكوزي شوي وي او جنګيدلي ايا د پاكستان نه نه راتلل ٠

تاسو ليكلي :
،په پای کښ بايد
ووايوچي په طالبانودپاکستان اغيزهيڅکله هم دومره نه ووچي دهيوادملي ګټې
وګواښوي بلکي هغوپسي مبالغوي تبليغات ډيرکيدل چي ٩٩ فيصده يی درواغ وو٠

واه وروره دا دپنځو زرو كالو تاريخ يي چي نيست او نابو دکړ دا به تاسو ته ملي كټه نه ښكاري داپه شمال كي يي چي باغونه او كورونه وسوځول دا څه شي ول كومي كاني يي ونه كړي او څه يي پريښودل دپا كستان د دال خورورملايانو خبري به يي منلي او ويلي به يي چي شيخ الحديث صيب فتوى وركړي ٠

بس نور څه نه ليكم داراته ووايه چه :

څوورځي مخكي ملا عمر صيب دپاكستان طالبانو باندي غږوكړ چي افغانستان ته راشي او په پاكستان كي ملي فوځ او يا پوليس ونه وژني او په افغانستان كي دي زمونږ سره يو ځاي عمليات وكړي داپه كوم منطق صحيح ده او دكوم هوښيار سړي خبره ده والله كه خو يي خر هم ومني ته څنكه خپل وطن كي عام خلك ولي ددي په تور چي غلامان دي او پاكستان چي ووينه وينه يي غلامه ده دهغوي طالبانو ته دا مشوري وركي دا څه شي دي ته يي اووايه.

روره ماسره وخت نشته منه ښه معلومات مي دركول


عبدالله صابر
22.03.2009

ښاغلئ ميوند ننګيال صاحب
معلومات دډيرکمزوري دي يواځي په افواهاتوبنادي ،نوره کوم کره دليل نشته خو
همغه خبره ده چي چا ووي ، يواځي چاووي باندي دمعلومات منحصردي چي دا
هيڅکله هم يوثبوت اودليل نه شي کيدلائ ٠

[quote:c523f98c90]دفوج خبره لاړشه دهغه چا نه پوښتنه وكړه چي په سمنكانو مزار او جبل سراج كي يي كورونه دي هسي دخيټي او خولي خبري ندي حقيقت دي [/quote:c523f98c90]

ددي سيموخلک ژبني تعصب په سراخيستي دجګړه ماروله خوا ورته پراخ
تبليغات اوپروپاګنډه شوي په دوی کښ چي کوم خلکونه غوښتل دژبني تعصب
قرباني شي هغوی بيا په دي غولول کيدل چي دادهيواد دفاع ده طالبانوسره نه بلکه
دد پاکستان فوج سره جګړه ده ،ځکه دوی هرطالب پاکستانئ فوځي ګاڼه ،دشمال
سيموځينوخلک بياله سرنه ترپښوپه ژبني تعصب کښ غرق دي ،له همد ي امله دوی
دطالبانوپه هکله تل منفي دريځ لري ٠

[quote:c523f98c90]واه وروره دا دپنځو زرو كالو تاريخ يي چي نيست او نابو دکړ دا به تاسو ته ملي كټه نه ښكاري داپه شمال كي يي چي باغونه او كورونه وسوځول دا څه شي ول كومي كاني يي ونه كړي او څه يي پريښودل دپا كستان د دال خورورملايانو خبري به يي منلي او ويلي به يي چي شيخ الحديث صيب فتوى وركړي ٠ [/quote:c523f98c90]

پنځه زره کلن تاريخ هغه څنګه ؟؟
که دشمال باغونو اوکورونوسوځولوخبره وي نودارښتياهم ښه کارنه دی خوبياهم
په جګړه کښ کله کله داسي کيږي ، دشمال ځينوخلکوخيانت اوجفا خوټولوته ښکار
ه ده ،ان ددوی ښځوهم طالبان له شا لوري ويشتل په زرګونوطالبان يی په شهادت
ورسول خوکله چي بياطالبان دغوسيموته ورسيدل نوطبعادځينوطالبانوجذباتو
کنترول مشکل ووچي ښايی ځيني نامناسب اوظالم حرکات يی کړي وي چي داډول
خپل سريوحرکاتوپه پاکستان پوري اړه نه لرله اوددي مطلب نه شوچي ګني داد
طالبانودپاکستان په لارښوونه کړي وي ٠

پاتي شو دملاعمر خبره که هغه رښتيا وي نونوزما په فکر دا په پاکستان کښ يو
تکتيکي شا تګ بللئ شوچي کله دا ډول تکتيک ته اړتياپيدا کيږي ، امريکايان هڅه کوي چي طالبان په څوجبهوکښ مصروف وساتي خوطالبان بياددي برعکس
هڅه کوي چي ځان له څوجبهودموقت وخت لپاره راوباسي ٠

والسلام


watanmal
22.03.2009

سلامونه او احترامات مى قبول كړۍ
هوسا او ښه ژوند درته غواړم.

دومره وخت مى پيدا نه شو كړى چى ستاسى دغه بحث د پيل نه تر اوسه وه ګورم او بيا خپل نظر وليكم خو [color=blue:1fad2ba641]عبدالله صابر صيب او ميوند ننګيال صيب ته څو ټكى ليكم.[/color:1fad2ba641]
ځه د طالبانو دتحريك لومړنى خلك ښه پيژنم ، د طالبانو تحريك په قندهار كى يو اصلاحى تحريك وه چى ورسته د پاټكيانو يا د مجاهد په څرمن كى وحشى ليوانو څخه تنګ راغلى پښتنو خپلو سيمو ته دعوت كړل او په همدى وخت كى پاكستان د خپلو مصلحتونو په بينا لاس وراوږد كړو ، بيا څه وشول او څه تير شول ټولو وليدل د بيان ضرورت ئى نه وينم [color=darkblue:1fad2ba641]دا به راروان نسل فيصله كوى چى څوك خائن او څوك د وطن بچيان ول ، چا د دين وطن او ناموس دفاع كوله او چا خرڅولو چا تجزيه كولو او چا يو غوښتلو چا قومى ژبنى مذهبى تعصوبونو ته لمنه وهله او چى دغه اور مړ كول غوښتل چا د هيواد په نوم لوبى وكړى چا پرى خپل سر قربان كړو چا د صليبيانو لخوا د پوځى يرغل پر وخت هيواد د څو ډالرو په بدل كى خرڅ كړو او چا د سر په قربانۍ ترينه دفاع وكړه.[/color:1fad2ba641]

ميوند ننګيالى صيب د شهيد داود خان سره د مخالفو ډلو څخه نيولى ترننيو پورى زمونږ په هيواد كى كومه ډله داسى شته چى حكومت ئى د باكستان د اثر نه خالى وى، بلكى [color=darkblue:1fad2ba641]وه به وايو چى په هيواد كى يوه ډله هم داسى نشته چى د نورو هيوادونو د اثر نه خالى وى.[/color:1fad2ba641]
[color=darkred:1fad2ba641]د لډرانو[/color:1fad2ba641] == د تير جهاد هغه ليډران چى نن د صليبيانو غلامان دى == [color=darkblue:1fad2ba641]ټولو بنسټ پاكستان ايښى دى ، دا هر يو د پاكستان په آب هوا كى د همدوى د استخباراتو د چتر تر سورى لاندى رالوى شوى ، په ننى صليبى حكومت كى د پاكستان په برخه رسيدلى چوكۍ همدوى اشغال كړى.[/color:1fad2ba641]
همدغو ظالمانو د پاكستانى ايرانى او روسى استخباراتو په امر ټول كابل لوټى لوټى كړو.
مونږ كه پاكستان اثر په افغانستان كى وينو خو متاسفانه چى [color=darkblue:1fad2ba641]د ايرانيانو لخوا راخوشى شوى سپى [/color:1fad2ba641]نه وينو چى زمونږ د پتمنو وطنوالو له اعضاو څخه موزيمونه جوړول او رقص مرده ئى راباندى كولو او شروا افغان ئى راباندى خوړله.
بل لورى ته[color=darkblue:1fad2ba641] د تاتاريانو بچيو يرغلونه[/color:1fad2ba641] مو له سترګو پنا كړى ، [color=darkblue:1fad2ba641]د جرمنى راغلى د پښتو او پښتنو چغى وهونكى خو نه په شكل نه په عمل نه په وينا او نه په ژبه كى پښتانه پاتى شوى ،[/color:1fad2ba641] د بادارانو لخوا راليږل شوى تر څو هغه چوكۍ اشغال كړى چى د صليبيانو لخو د ويش پروخت دوى ته رسيدلى.
[color=darkblue:1fad2ba641]په همبرګر او سندويچ رالوى شوو حال وه څيړۍ ،[/color:1fad2ba641] دغه د كليسا د ګونګرو په غږ راويښ شوى بغير د خپلى خيټى او خ و ت ى د پاللو څخه بله وظيفه نلرى ، ځكه دوى ته فكر وركړى شوى چى ترقى ، پرمختګ د ښځو په بربنډولو راځى او بس.
[color=darkblue:1fad2ba641]او د زر، زن، زمين شعارانو والاو [/color:1fad2ba641]خو لاپخوا خپل دين وطن او ناموس خرڅ كړى ، دوى د افغان ناموس زاړه تجاران دى.

عبدالله صابر صيب او ميوند ننګيال صيب په هيواد كى داسى ډله نه وه او نه شته چى د كوم اجنبى تر اثر لاندى نه وه او نه ده ، خلك متل كوى چى غوښه څومره وسيږى بيا هم له پيتۍ څخه ښه وى، [color=darkblue:1fad2ba641]ددى پر ځاى چى مونږ خپل مسلمانان وټكوو ښه نه ده چى خپل ټول قوت د كفارو پر لورى متوجه كړو؟[/color:1fad2ba641]
په مونږ كى پريښتى نشته ، مونږ بايد د مريض د روغونى كوشش وكړو نه د وژنى ئى ، نن د دين وطن او ناموس څخه دفاع زمونږ په غاړو كى يو امانت دى كه وخت په خپل منځى اختلافاتو تير كړو نو سبا به مو راروان نسل دنيا كى د بى غيرتانو په كتار كى دروى او په اخرت كى به مو حشر هسى هم د همغه چا سره كيږى چى د چا ډله مو غټه كړى، نو [color=darkblue:1fad2ba641]راځۍ وروڼو چى خپل منځى اختلافات پريدو يو موټى شو يو قوت شو او راغلى صليبيان له هيواده وشړو او پر ځائى د مسلمانانو او اسلامى حكومت قائم كړو. [/color:1fad2ba641]
د الله پاك په خزانو كى څه كمى نشته ، د روسانو د جهاد مشران چى منحرف شول الله پاك د صليبيانو د مقابلى لپاره نور خلك انتخاب كړل او همدا د الله پاك اصول دى ، الله پاك د منحرفينو هيڅ پروان نلر:
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (المائدة54

[color=darkblue:1fad2ba641]هغه خلك چى نن د صليبيانو سره په جنګ بوخت دى هغوى = وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ = خو هغه خلك چى د حق د پټولو كوشش كوى خپلو ايمانونو ته نقصان رسوى فقط.[/color:1fad2ba641]

[color=darkred:1fad2ba641]هغه خلك چى د هغه قوم سره دوستى كوى چى زمونږ مسلمانانو په خاوره ، دين ، ناموس او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په حرمت تجاوز كړى ، زمونږ مقدس كتاب په ګندګيو كى اچوى هر قسم بى حرمتى ئى كوى ، د دوى د عمل ته په كتلو سره او د الله پاك پدى قول كى د تدبر او فكر كولو څخه ورسته ئى فيصله تاسى ته پريدم چى ورپسى ځۍ او كه شړۍ ئى.[/color:1fad2ba641]

) يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنْ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ (المائدة57)

أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنْ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ (المائدة50) يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (المائدة51) فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِم يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَى مَا أَسَرُّوا فِي أَنفُسِهِمْ نَادِمِينَ (المائدة52) وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا أَهَؤُلَاءِ الَّذِينَ أَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ إِنَّهُمْ لَمَعَكُمْ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَأَصْبَحُوا خَاسِرِينَ (المائدة53)

په مينه
وطنمل


میوند ننګیال
22.03.2009

سلامونه اوښي چاري !

محترم ورورصابر صيب او محترم وروروطنمل صيب!
بحث به كوو خو اميد كوم خوابدي نشو٠

صابرصيب!
يواځي دچاوويل خبره نده ثبوتونه يي ډير تير شوي ٠

وروره!
دشمال بعضي خلك زم هم بدي راځي ځكه تعصب لري خو زه دهغو پښتنو خبره يى كوم چه سمنكانو اوشاوخوا علاقو كي اوسيدل ماورسره ليدلي او داسي څه يي راته ويلي چي يوتور نوم يي پريښي كه لږ څه تبليغات ول حقيقت يي هم درلود ٠

پنځه زره كلن تاريخ بودا مجسمه ايادا يوه ملي او تاريخي ورثه نه وه ٠
دملا عمر خبره په داسي ښكاره ده لكه نمرمننه٠

محترم وطنمل صيب كورمو ودان٠

ما مخكي هم ليكلي وه چي زه دطالبانو مخالف نه يم خو بعضي خطا ګاني يي درلودلي او لري يي٠
ستاسو ددخبري سره موافق يم چي يوتنظيم هم دبل هيوا د داثر نه خالي نه وه او نه دي خو تر دي حده چي دپاكستان نه نور طالبان راغواړي دا يو لوي ظلم دي ٠
ما مخكي هم دايران په باره كي ليكلي وه اواوس هم وايم چي ايران دپاكستان نه ډير خطرناك دي په هر لحاظ زه خو هغو دمتعي اولاده كڼم اوبس٠
وروره ټول پوهيږي او خبر دي چي دبهر نه څوك راغلي جرمني ده كه بل ځاي داټول خر څ شوي دي او ټول پوهيږي چي چا او دڅه شي لپاره راليږلي محترمه!زه موافق يم خو خبره دطالبانو دسياست ده پكار ده چي لږ تغير پكي راولي او دنورمجاهدوورنوسره يو لايحه عمل تياره كړي زه درته قسم خورم چي راروان حالت به دمخكني نه نور هم تور او شرمناك ٠وي.
دافغانستان حكومت نه د غوايانو خوجل جوړدي هر سړي اونه سړي ناست دي او خبري كوي محترمه طالبان زه هم پيژنم ماليدلي ښه خلك لري اګرچي په هغي وخت كي زه وړوكي وم خو خاطري يي راسره شته زه دانه وايم چي طالبان خداي مكړه داسي او داسي دي ډيري خطا كاني يي كړي او كوي يي خو پكار ده چي اوس لږسوچ وكړي او خپل سياست كي لږتغير راولي ٠
نن چي څوك پدي اشغال خوشحال دي هغه ټول خرڅ شوي بي غيرته ........................................................................................................دي .
محترمه نسل خو يي ټول ډم او زاناكاران كړل خداي دي خير كوي چي نوري به كومي نخري وكړي په ټوله اسلامي اوپښتنه مينه


رښتینی
22.03.2009

ننګیال لیکی :

[color=darkred:63042ddf3e]زه درته قسم خورم چي راروان حالت به دمخكني نه نور هم تور او شرمناك ٠وي[/color:63042ddf3e]

ښاغلی ننګیال ته وا دی قسم ته به اړتیا وه؟
په پیشبینی یا وړاندوینه باندی قسم خوړل
زماپه اند سم کار نده نور نو داسمه ده چی دهیواد
راتلونکی تیاره بریښی خو داسی هم پیښیږی چی
لوی څښتن خپل ځانګړی رحمتونه ولوری

په مینه


Ghairat
22.03.2009

صابر خانه وروره علیکم سلام !
[quote:f4eece2d25="عبدالله صابر"]غيرت خانه وروره
که داسي وي نودتاسوباسوادانو،پوهانواوپروفيسرانودورې موهم وليدي اوهم يی
همدا اوس ګورو[/quote:f4eece2d25]
که مطلب مو د محمد داود خان ، یوسف خان ، میوندوال اومحمد موسی شفیق د صدارت او محمد داود خان د ولس مشرۍ د وخت د باسودانو سوادانو، پوهانو او پروفيسرانودورې لیدل وي ،نو سمه ده ،خوکه مطلب دې له هغه وروسته بیا تر ننه پورې دملي خاینانو د حکومتونو دورې وي،نو هیله ده نفر یې شته د هغوی پورې یې تړه او ددې لاندې متن پوښتنې ترې کوه چې [quote:f4eece2d25]:

، دتاسوبريت خريلو نکتايی پتلونوالوخوتراوسه زمونږهيوادته له
غلامئ شرمندګئ سرټيټئ څخه بل څه هيواد ته نه د راوړي ، کارمل دشورويان راو
ستل اوروسي جنرالانوته يی دافغانانو وژلوپه وياړ مډالونه ورکول او دا اوس ستا
پروفيسرانو امريکايان راوستل اودا فغانانو وژونکوجنرالانوته يی په دي وياړ
په سينومډالونه وټومبل ، هغه چي تاسو ته پوهانواوباسوادن ښکاري هغوزمونږ
هيواد تل په پرديوخرڅ کړاوورسره سم ي زمونږهيواد ته دايډز دڅوډالرولپاره غاښو
نه ايستل ،په نروښځوجنسي تيرئ اوښځې ماشومان په ډليزه توګه وژل ،وادونه او
خيراتونه بمباره ول دخلکوپه کورونو ډاکي اچول اوداسي ډول ډول ناولې تحفې
راوړې ،دروسانو ګوډاګيان هم ستاسوپه اند پوهان اوباسوادان وو اواوس دامريکا
يانو ګوډاګيان هم همدا ډول خلک دي ٠[/quote:f4eece2d25]
خوکه ته لیکې چې :
[quote:f4eece2d25]نوره خوڅوک نشته يابه دکارمليانوپه څيردروسانوغلامان وي اومقابل کښ به يی
ستاپه ويناهمدا بي سواده اوناپوهه ملت اوياداوس وخت باسواد اوپوهان دامريکا
يانوغلامان وي اومقابل به يی همدا ملت چي ته يی سواده اوناپوهه ګڼي وي ، دريم
خوماته څوک په نظرنه راځي ٠[/quote:f4eece2d25]
نودا پوښتنه راپورته کیږي چې آیا له طالب پرته په کندهار او ټولو نورو پښتنوکې دومره څوک نشته چې د طالبانو له پاره ملي سیاسي کادر جوړ کړي اوهغوی رهبري کړي؟ که وي ولې طالبان یې نه مني او يواځې د ځان له پاره میمزر ما ټوله زما غواړي نو بیا له دوی پرته پړ څوک دی ؟
ن[quote:f4eece2d25]غيرت خانه ستاليکنه له حقيقته ځکه لري ده چي امريکا ملي دوښمن ګڼي خو بيايی مقاومت ملي نه ګڼي ، که دوښمن ملي وي نوداخوعجيبه ده چي مقاومت دملي نه وي[/quote:f4eece2d25]
نه وروره داسې نه ده، د القاعدې مقاومت ملي نه و، نو زمونږد ملت برخلیک یې راخراب کړو د پنجابیانو مقاومت زمونږ په هیواد کې ملي نه و، بلکې زمونږ د ملت پر ضد و، نو د ملت ددوښمن پر ضد هر مقاومت ملی کیدای نشي ، کیدای شي چې له بري وروسته د ملت ، خاورې او ملي ناموس سره مو بیل بله لوبه شروع کړي ، اوهمداسې وشول او ISI دمجاهدینو په وسیله زمونږهیواد تر هغې کچې درې ځله زیات ړنګ کړ چې د شورویانوپه وړاندې لس کلنه جګړه کې وران شوی و،آیا همداسې نه وه ؟ او آیا همدا د ISI هدف نه و او نواز شریف پرې خپل ویاړ د خپل پارلمان په وړاندې څرګند نه کړ چې آن د افغانستان ملي اردو یې هم ور ړنګه کړه ؟
نور د ISI او پآکستان دوښمني څنګه وي؟
[quote:f4eece2d25]له طالبان پرته بل مقاومت نشته همدا هم ملي ده اوهم اسلامي ٠ [/quote:f4eece2d25]
مجاهدینو هم ځانونه اسلامي اوتر طالبانو زیات ملي بلل، آیا هغوی ملي سیاست
پېژندۀ؟؟؟؟
هغوی چې څومره اسلامي ووهومره د ISI غلامان هم وو، او ښکاره خبره ده چې طالبان تر هغوی هم زیات اسلامي دي، نو دISI په ګوډاګیتوب کې هم ور سره
څوک سیالي نشي کولای!
دا هم غلطه ده چې څوک د طالبانو په ضد ووايي پاکستان غواړي افغانستان تجزیه کړي، دا ځکه غلطه ده چې د طالب تسلط د ISI تسلط دی اود همدې له پاره یې اول هغه ته ډیر ه چټکه پراختیا ورکړه، نوکومه برخه چې د طالب له تسلط څخه ووځي هغه بیا د پاکستان له تسلط څخه هم لاړه !
امریکا او پاکستان یاCIA او ISI سره مشر اوکشر ورونه دي یا یو ستر او بل یې کوچنی څرخ دی چې دندانې یې یو په بل کې ورغلي او دواړه سره په یو سیاست یو ځای خو په مخالف لوري څرخي ۰ ددې تخالف اوتوافق سره سم طالب د پاکستاني
څرخ دندانې اوحکومت د امریکايي څرخ دندانې دي ، ّهغه ځای چې د ISI=طالب له واکه وځي هغه CIA(= حکومت) ته باید په لاس ورشي، او په دې ترتیب یې بر عکس هم!
نوکله چې په افغانستا کې د امریکا(=حکومت ) سرپرستي ختمیږي امانته او سلامته به پاکستان (= طالبانو) ته سپارل کیږی ۰ دا کار په پیل کې پاکستان له امریکا سره وکړ اوهمدا کار به په پای کې امریکا بیرته د پاکستان سره کوي! کم وتوم جګړې چې په اول کې په یوۀ لوري لازم شدت وموند په أخر کې به هم ،خو په مخالف لوري شدت اخلي ۰
اوکه بیا هم افغانستان خدای مکړه تجزیه کیږي ،نو د۲ ښکاریانو پاکستان اوامریکا ترمنځ لکه د ښکار بوټۍ وېشل کیږي، د CIA په غاښونو(=شمالې ټلوالې ) به یې امریکا او د ISIپه غاښونو (= طالبانو )به یې پاکستان خوري۰
د امریکا او پاکستان ددې یوې اوګډې ژرندې د دوه پلونو تر منځ به زما مظلوم قام پښتانه خدای مکړه دل کیږي،ولې مونږ پرې نه پوهیږو اونا پوه ورونه طالبان مو د خپل قام او ملت د مرګ نغمې ته چې CIA او ISI یې په ګډه غږوي سخت په جوش وخروش سره ګډیږي اوپه ځان بی خبآره ددې چټل هدف په لاره لا د شهادت جامونه هم بیدریغه په سر رااړوي!


عبد السلام
23.03.2009

دروند ورور غیرت صاحب او دبحث درنو دوستانو ټولوته سلامونه اودرناوﺉ :
غیرت صاحب پر قلم مو برکت شه دتل په شان مو په زړه پورو ټکو ته اشاره کړي، همداسې ده چې تاسو لیکلي.

اوهمدارنګه دښاغلی وطنمل ورور د ځینوخبرو په تاءید زمونږ ګران هیواد دتیرو درې لسیزو څخه نه بلکې دډیرپخوا را هیسې د باندنیانو دمستقیم اویا غیر مستقم تاثیر لاندې دﺉ دتیرو درې لسیزو را په دې خوا خو اصلاُ د خپلواکو اوازادو هیوادو په کتار کې نه شمیرل کیږي. په اوسني حالت کې ټولو ته معلومه ده چې هیوادمو دڅه دپاسه څلویښتو هیوادو دسیاسی،اقتصادی، کلتوری، دینی اومذهبې، او ددفاعی وسلو دتجروبوپه یو لوی لابراتوار بدل شوﺉ. دا په داسې یوحال کې چې دهیوا اصلی بچي خدایمکړه( دمخمصی) په حالت کې دي ،که دوي دکرزي دادارې ټیټ پوړي مامورین،عسکر،پولیس،خدمه اوچپړاسیان دي اوکه دطالبانو د سیاسی حرکت ملیشه اوځانمرګه برید کونکي دي.د( مخمصې) حالت هغه حالت دﺉ چې مسلمان ته په کې دمردارې خوراک مباح وي.(الضروريات تبيح المحظورات) .

دغیرت صاحب دخبرو په تړاو ،ښاغلي اسحاق نګارګر یوه انګریزی لیکنه په دری ژباړلي چې لوستل به یې بې ګټې نه وي. ) چرا امريکا به طالبان نياز دارد؟

http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/negargar_chera_amerika_ba_taleban_01.pdf


عبد السلام
23.03.2009

دروند ورور غیرت صاحب او دبحث درنو دوستانو ټولوته سلامونه اودرناوﺉ :
غیرت صاحب پر قلم مو برکت شه دتل په شان مو په زړه پورو ټکو ته اشاره کړي، همداسې ده چې تاسو لیکلي.

اوهمدارنګه دښاغلی وطنمل ورور د ځینوخبرو په تاءید زمونږ ګران هیواد دتیرو درې لسیزو څخه نه بلکې دډیرپخوا را هیسې د باندنیانو دمستقیم اویا غیر مستقم تاثیر لاندې دﺉ دتیرو درې لسیزو را په دې خوا خو اصلاُ د خپلواکو اوازادو هیوادو په کتار کې نه شمیرل کیږي. په اوسني حالت کې ټولو ته معلومه ده چې هیوادمو دڅه دپاسه څلویښتو هیوادو دسیاسی،اقتصادی، کلتوری، دینی اومذهبې، او ددفاعی وسلو په یو لوی لابراتوار بدل شوﺉ. دا په داسې یوحال کې چې دهیوا اصلی بچي خدایمکړه( دمخمصی) په حالت کې دي ،که دوي دکرزي دادارې ټیټ پوړي مامورین،عسکر،پولیس،خدمه اوچپړاسیان دي اوکه دطالبانو د سیاسی حرکت ملیشه اوځانمرګه برید کونکي دي.د( مخمصې) حالت هغه حالت دﺉ چې مسلمان ته په کې دمردارې خوراک مباح وي.(الضروريات تبيح المحظورات) .
په هیواد کې د حکم په څوکیو ناست کسان او دطالبانو دسیاسی خوځښت دمشرانو ترمنځه په ګوډاګې توب کې هيڅ توپیر نشته دهیوا په ورانۍ ، داعنعناتو اوپښتنی اوافغانی کلتور په فساد کې دواړه مساوی دي اودواړه دافراط دسیکې یو اوبل مخ دي.یولورﺉ یې دماشمانو په لاس انسانان لکه پسونه په چاړه حلالوي اوبله ډله یې دزرهاو بې ګناه انسانانو قاتلین تبرّه کوي. له دې دواړو مفسده اوخرڅ شوډلو څخه افغانان بیزاره اوبری دي.

دغیرت صاحب دخبرو په ټړاو ،ښاغلي اسحاق نګارګر یوه انګریزی لیکنه په دری ژباړلي چې لوستل به یې بې ګټې نه وي. ) چرا امريکا به طالبان نياز دارد؟

http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/negargar_chera_amerika_ba_taleban_01.pdf


عبدالله صابر
23.03.2009

ډيروښاغلوهريوميوند ننګيال ٠وطنمل اوغيرت صاحب سلامونه اونيکي هيلي
وطنمل صاحب زمونږ بحث اصلا پدي کښ نه ده چي په طالبانودپاکستان هيڅ اغيز
نشته بلکه داغيزپه زياتوالي اوکموالي کښ خبره ده ، وايی چي خبرې ډيري سر يو
بياهم وايم په طالبانودپاکستان اغيزشته خونه دومره چي ملي ګټې زيانمني کړي
زه باورلرم چي طالبان ملي ګټوته وفاداردي اود پاکستان اغيزهم دمصلحتونوله
مخي موقتي دی دائمي بڼه نه لري ٠

[quote:bf644764d4]پنځه زره كلن تاريخ بودا مجسمه ايادا يوه ملي او تاريخي ورثه نه وه ٠ [/quote:bf644764d4]
ددي مطلب داشوچي زمونږ نيکونه دومره توريالي اوښه خلک وو چي پنځه زره کاله
مخکښ يی دبودا بتانو عبادت کاوه ،اياپه دي فخر وکړو؟ دګناه ښکاره کول خوبله
ګناه ده ، که داسي وي نودبودا عبادت کوونکي هندوان خودغوا متيازې دتبرک په
توګه څښي ايامونږکولای شو وايوچي پنځه زره کاله پخوا زمونږ نيکونودغوا
متيازې هم څښي ؟ داخو تاريخ نه شوداخوشرمول شو، دانورهيوادونه چي دبودابتا
ن نه لري هغومونږ نه په څشي کښ کم دي ؟ ؟ همدي بودايانوخواوس دغوا متيازو
پيپسي هم جوړه کړه ٠

[quote:bf644764d4]نودا پوښتنه راپورته کیږي چې آیا له طالب پرته په کندهار او ټولو نورو پښتنوکې دومره څوک نشته چې د طالبانو له پاره ملي سیاسي کادر جوړ کړي اوهغوی رهبري کړي؟ که وي ولې طالبان یې نه مني او يواځې د ځان له پاره میمزر ما ټوله زما غواړي نو بیا له دوی پرته پړ څوک دی ؟ [/quote:bf644764d4]
غيرت خانه وروره دا پوښتنه خومي له تاکړي ، که له طالب پرته څوک وي ته يی راو
ښيه چي طالبان يی ومني ، له طالب پرته خو اوس بل دپام وړ څوک په مقاومت کښ
نشته که پښتانه وي هغه هم طالبان دي ، طالبان دملي ګټلوساتلو په موخه مقاومت
کوي همدا اوس زمونږ ملي ګټې نيست اونابود شوي هيواد اشغال شوی ،دومره
اشغال چي ان دخپلوګوډاګيانو ژوند اوناموس يی هم نه دی خوندي هغه بله ورځ يی
دکندوزښاروال په کورهم چپاوکړئ وو، زمونږ دهيواد خپلواکي څومره له صفرنه
ښکته ده ، پداسي حالاتو کښ که يواځي طالبان نه وی نو دا مقاومت به چا کړئ وی
اوزمونږملي ګټې دتل لپاره نابودشوي وئ ٠
اوپه پای کښ دهمدي طالبي ياولسي مقاومت پايلې زيرئ ولولئ ٠

ټول افغان

[color=blue]اوباما: آمريکا له افغانستانه وتلو ته لیواله ده

عنايت الله کاکړ

٣ / ١ / ١٣٨٨ هـ ل | 2009-03-23 06:49:00 م

دآمريکا متحده ایالات وروسته له دې جې په افغانستان کې دطالبانو اودهغوی دمتحدینو په وړاندي په ټېکاو ونه توانيدل، اوس يی له افغانستانه دسملاسي وتلو په استراتيژۍ کارپیل کړی دی. آمریاکايي ولس مشر ښاغلي بارک اوباماله سی بی ایس تلویزون سره دیوې مرکې پرمهال څرګنده کړه چې ده اوکاري ټیم يې اوس داحقيقت درک کړی چې په افغانستان کې دپوځي لاروچارو په کارولو سره دسم سمکي راوستلو شونتیا ډیره کمه ده،ځکه نو اوس دوي په بیړني ډول له دغه هیواده دوتلو په استراتیژۍ کارپیل کړی دی. آمريکايي او لویدیځو رسنیوته دښاغلي اوباما ددغي نوي استراتيژۍ ځيني جزیات په لاس ورغلي دي چي خپاره کړي يې هم دي. دانګلستان آبزرور ورځپاڼي تېره ورځ داوباما ددغي استراتیژۍ په اړه وليکل جې آمریکا په لومړي ګام کې په افغانستان کې طالبانو ته د یوې رسمي سیاسي نمایندګي په جوړولو غور کوي تر څو طالبان وکولای شي چې د دې نمایندګې له لارې په افغانستان کې فعالیت وکړې. ورځپاڼي په افغانستان کې د امریکې له لري کړای شوي سفیر ویلیم ووډ څخه په نکل لیکلي چې په افغانستان کې طالبانو ته د سیاسي نمایندګۍ جوړول د افغانستان لپاره د امریکې د نوي ستراتیژۍ یوه برخه ده چې په مټ یې په هیواد کې روان تاوتریخوالی کموالی موندلای شي. ښاغلی ووډ ورځپاڼي ته ویلي چې هر ډول ستونزي. هغه مهال هواریدلای شي چې ټولي خواوی په ګډه په یوه سوله ایز میکانزم باور پیدا کړي.نوموړی زیاتوي چې په داسي مهال کې چې امریکا له افغانستانه دوتلو لاره لټوي نوداخبره اړينه ده چې په هیوادکې شته ټول ځواکونه تروتلو دمخه سره راټول اوپه یوه نوي سياسي میکانزم کې يې سره راټاله کړي. ښکاره ده جې دیوه داسې میکانزم منځته راتګ دډیالوګ له لاري شونی دی. دداډول یوه ډیالوګ دپیل کیدالپاره اړينه ده چې طالبان په کابل کې یواستازی دفتر ولري چې دامریکایانو اوطالب مشرانو ترمنځ دیوه پله نقش ترسره کړي. ښاغلي ووډ وړاندي ویلي چې دا مفکوره هم موجوده ده چې د افغانستان د اساسي قانون په ځینو برخو کې بدلون امکان لري او دا امکان هم لري نه دی چې د طالبانو د یو شمیر مشرانو نومونه د ملګروملتونو له تور لست څخه لري کړای شي. له بله پلوه له پاکستانه خپریدونکې اردو ژبي ورځپاڼي جنګ په واشنګټن کې دخپل استازي په حواله ليکلي چې آمريکا دخپلي نوي استراتيژۍ دپلې کولوپه لاره کې غواړي چې په دوهم ګام کې په کابل کې دښاغلي کرزي پرځای یوبل وړکس دواک په ګدۍ کينوي. دروځپاڼي په وینا دغه کس به دولس مشر نه بلکې دیوه اجرایوي مشرپه بڼه کارکوي. دغه پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې آمريکا واردمخه په کابل کې دپوځي سلاکارانوپرځای دملکي سلاکارانوپه را استولوپیل کړی دی. آمریکا ددې موخي له پاره په کابل کې په خپل سفارت کې یوه نوي ودانۍ هم جوړه کړي ده چې اوه سوه آمريکايي سلاکاران به پکې په کاربوخت وي.


هیښ
23.03.2009

سلامونه

دښاغلي صابر صاحب موضوع چه طالبان دوولس دوهم نوم دئ ،ډیره په ځائ او په عقل برابره خبره ده او نن ورځ چه کومه غمناکه لوبه روانه ده یوې خواته ئې اشغالګران اومتجاوزین چه شاته ئې غربي امپریالستان او دهغوئ اجیران دي او بل لوري ته افغان وولس دئ چه دمقاومت او مبارزې سمبول ئې طالبان دي.
په تاریخ کې هره دزور او ناروا لوبه دحق په کامیابیدو او دباطل په ناکامئ او شرمندګئ ختمه شوې ده او په دې غمناکه لوبه کې به هم افغان وولس چه دخپل حق دپاره جنګیږی او دخپل مقاومت په سنګر کې ئې دطالبانو رنګ او ونډه ډیره ده ان شاءالله بریالئ کیږی او حق به استقرار مومی او باطل به له منځه ځي .
په بحث کې دشاملو وروڼودهریوه په نظریو کې تر یوې اندازې درست او په واقعیتونو ولاړحقایق وجودلري چه انکار ورڅخه دمشکلاتو او ستونزو په حل کولو کې مرسته نه شی کولائ ،بلکه یوه آني او زماني تیښته ده او په تیښته باندې یوازې پرابلم شاته لویږي او دمنځه نه ځي .لاکن که دټولو دنظریو او مشورو نه مثبت او مؤثره خواوې راټولې شي او په کارواچول شی ،نو حتمي ده چه نتایج به ئې هم په زړه پورې او ګټوروي او که مشکل په کلی صورت سره له منځه ولاړ نه شو نو یوه برخه خو به ئې حل شوي وي اوکه همدا اصل نورهم تعقیب شی اوپه معضله کې دشاملو خواوو نظریې او اندونو ته اهمیت ورکړل شی ،ستونزې او په مخ کې پراته خڼډونه به هم یوه معقوله او مناسبه لاره دحل پیدا کړی چه ټول شامل لوری به راضی او قناعت به ئې حاصل شوئ وي .

په اوسني بحرانی او اضطراری حالت کې افغان وولس رښتیا هم چه دمقاومت دنهضت شاته ولاړدئ او دخپلې خپلواکئ دلاسته راوړلو له پاره ئې خپل ټول امکانات او سهولتونه ددوئ په اختیار کې اچولي دي او دهیڅ ډول ممکنه همکارئ دریغ ئې نه دئ کړئ او ددې ماموریت په سرته رسولو کې ئې دشهادت تر درجې پورې دقربانئ قبلولو میثاق کړئ دئ او کوي ئې او داډیره ښه خبره ده چه طالبان خپل کړه وړه او اعمال دوولس په غوښتنه او سپارښتنه سرته رسوي او ترهغه چه طالبان او دمقاومت نور جریانونه دې اصل ته یعنی دخلکو دغوښتنې او ماموریت اصل ته وفاداره او متعهد وي ،هر عمل او کردارئې مشروع او دقدر وړ دئ .
مګر په دې خبره هم ځان پوهول ضروردي چې دملت غوښتنې او سپارښتنې دشرایطو او زمان سره تغیر کوي او دکوم ماموریت له پاره ئې چې چاته وظیفه ورکړې ده هغه دائمي او غیر محدوده نه ده .که دوولس شرایط پوره نه شی او یا غوښتنې يې ونه منل شی ،نو دمسؤلیتو د سپارلو حق ئې دوولس سره محفوظ دئ او پوره صلاحیت لری چه نورڅوک دنوي ماموریت او وظیفې دپاره مؤظف کړی او یا پخوانئ تمدید کړي

فعلاًخو دمقاومت جبهه خپله وظیفه چه دمتجاوزینو او اشغالګرانو سره مبارزه ده ښه په میړانه او نرتوب په مخ بیایي او ددښمن شیطاني او طاغوتي غرور ئې مات کړئ دئ او دشرمناکه ناکامئ سره مخامخ دئ .لاکن دافغان وولس کامل بریالیتوب به هلته میسر شی ،چه دمقاومت میړني دوولس دباور اواعتماد سره دیوه امانت په توګه برخورد وکړي او په خپل هوښیارانه او معقول چلند سره ئې دوولس په ګټه او خدمت کې په کارواچوي.خپله راتلونکي تګلاره داسې تنظیم کړي چه دوولس واک او مشوره په کې اساسی رول او پریکنده ځائ ولري ،ځکه هره ډله او تحریک هلته د مشروعیت او قانونیت په چوکاټ کې راتلائ شي چې وولسي تائید او ملاتړ ولري .دپخوانیو اشتباوو نه پند واخلی او په خپلو اعمالو او کړنو دخلکو په زړونو کې ځائ ونیسي او خپل هدف ته درسیدو دپاره زور دوسیلې په توګه رد کړي او دښاغلي ننګیال صاحب په وینا د میم زورما ټول دما کیسه ونه کړی او سیاسي قدرت ته هغه وخت زړه ښه کړي چې دوولس له لوري ورته وسپارل شي.
دمقاومت دجبهې جنګیالي دعقیدې او ایمان په سلاح ښه پوره مسلح دي او ددې سلاح په مرسته به ددښمن فزیکي جرړې وباسی او دماتې سره به ئې مخامخ کړي ،خود کاملې کامیابئ دپاره یوازې دعقیدې سلاح کافي نه ده او دښمن په کراره نه کیني اود نورو نامرئي لارونه خپل تهاجم ته دوام ورکوي .پوره برئ به هغه وخت دافغانانو په نصیب شی ،چې دعقیدې تر څنګ دعلمی،افتصادی او ثقافتي سلاح او فنونو دلرلو او زده کولواوپه کار اچول دوړتیا څخه برخورداره شی .

همدارنګه هغه څوک چه ځانونه دروښنفکرانو په څادرکې نغاړی او دپوهې او مدیریت دعوا کوی ،یوڅه جراات او شهامت باید پیدا کړي ، میدان ته راووزي ،اظهار دوجود وکړي ،یوه پته او نښه پیدا کړي او کومې طرحې،پلانونه او تګلارې چه ددوئ په نظر دموجوده مصیبت دختمولو له پاره مناسبې او معقولې دی دوولس په مخ کې کیږدي ،ترڅو وولس دهغې دعملی کولو او یا ردولو فیصله وکړي ،نه داچې دنړیدلیو او خامودیوالو دشا نه دمقاومت په جنګیالیو دشک ،ګمان او افواهاتو پوچې مرمئ فیر کړي اوددوئ په خيال په دې طریقه دخپل دین ،وطن او وولس په مقابل کې دمسؤلیت او فرض دوجداني عذاب د اور تاو لږ څه کم کړي ،مګر په خوبونو او خیالونو اورونه نه مړه کیږي ،عملی تصمیم او اقدام ته ضرورت دئ چه ددې اقداماتو دمنځ ته راوړلو وړتیا او ظرفیت نه لري او ددې کمبود علت دنورو په وجودکې لټوي .

مننه


z.shaheen
23.03.2009

دوستان سلام
چشم پوشی از واقعیت های گذشته و حال هیچ دردی را دوا نمی کند. اینکه ادعا میشود:
[quote:f0d64974be]یوې خواته ئې اشغالګران اومتجاوزین چه شاته ئې غربي امپریالستان او دهغوئ اجیران دي او بل لوري ته افغان وولس دئ چه دمقاومت او مبارزې سمبول ئې طالبان دي.[/quote:f0d64974be]
افغان ولس ؟ از کدام مردم صحبت مینمائید؟
به نظر من این ادعا از حقیقت دور و اغوای اذهان عامه است. اغوا به این دلیل که مردم افغانستان ( افغان ولس )از دست همین طالبان آلۀ دست آی اس آی پاکستان یکبار در گذشته به ستوه آمده بودندو امروز هم اکثریت قاطع تمام اقوام افغانستان از آنها نفرت دارند و این ها را هرگز ناجی خود نمیدانند. هموطنان ما از طالبان پشتیبانی نمی کنند. آنهای را که حامی طالبان میدانید در واقعیت امر طالبان آنها را به زور صلاح و کشتار های بی رحمانه گروگان گرفته اند.
نویسندۀ محترم آیا واقعاً مردمان افغانستان را آنقدر ساده و از علم ومعرفت بیگانه میدانید که از کسانی که مکاتب اولاد های شانرا میسوزانند، معلمان اولاد های شان و بزرگان قومی را میکشندو سبب ویرانی زیر بنا های اجتماعی شان میگردند، حمایت نمایند ؟
هر گز نه، مردم افغانستان با تحمل همۀ مشکلات موجود ، ترور و ویرانی های آلۀ دست استخبارات پاکستان با لآخره کشور خود را آباد خواهند کرد و راه نیل به زندگی آرام و فاقد هر نوع تبعیض را از راه صلح و برادری خواهند یافت و آن روز هم فرا خواهدرسید که قوای کشور های بیگانه بصورت مسالمت آمیز میهن عزیز ما را ترک کنند!

با احترام


watanmal
23.03.2009

ټولو لوستونكو او ميوند ننګيال صيب او عبدالله صابر صيب او هيښ صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

[color=blue:fab4858bfe]هيښ صيب [/color:fab4858bfe]په ګوتو دى بركت شه په ليكنه كى دى تر ډيره حده درسره موافق يم.

[color=darkblue:fab4858bfe]ميوند ننګيال صيب او عبدالله صابر صيب ،[/color:fab4858bfe] اوس وخت راسره ډير كم دى ملګرى راته ولاړ دى او چيرته روان يم ان شاء الله چى سبا ته به درته تفصيلاَ څه وليكم ، اوس به همدومره ووايم چى [color=darkblue:fab4858bfe]د اوباما خبرى[/color:fab4858bfe] مى ولوستى نو د كتاب حكيم دغه اياتونه راپياد شول:

[color=darkblue:fab4858bfe]قُلْ لَنْ يَنْفَعَكُمْ الْفِرَارُ إِنْ فَرَرْتُمْ مِنْ الْمَوْتِ أَوْ الْقَتْلِ وَإِذًا لَا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًا (الأحزاب16)[/color:fab4858bfe]

دوى خو د خپل صليبى اتحاد او اتفاق د چغو څخه ورسته د خپل برى قيصى ډيرى په خوشحالۍ سره پيل كړى وى او په دى توګه ئى وكولى شول چى څه ضعيف الايمانه خلك په ځان راټول كړې او وه ئى غولوى خو د همغه وخت څخه زمونږ پدى يقين وه:

[color=darkblue:fab4858bfe]أَمْ يَقُولُونَ نَحْنُ جَمِيعٌ مُنْتَصِرٌ (القمر44) سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ (القمر45) بَلْ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَى وَأَمَرُّ (القمر46)[/color:fab4858bfe]

په مينه
وطنمل


watanmal
24.03.2009

24-3-2009
ټولو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
هيله لرم چى روغ او جوړ به وۍ ، خوشحاله او هوسا ژوند درته غواړم

له څه وخت راهيسى د ملاصيب د ليك په اړه چى پاكستانى طالبانو ته ئى ليكلى خبرى روانى دى ، خو زه فكر كوم چى [color=darkblue:9463290c62]ددى ليك خبره هم همداسى يوه اعلامى ډرامه ده لكه د طالبانو سره د ګوډاګى كرزى خبرى اترى ،[/color:9463290c62] طالبانو څو ځل د ګوډاګى كرزى څخه وغوښتل چى د هغه طالبانو نومونه دى په ګوته كړى چى له دوى سره ئى خبرى كړى ، خو هغه تر اوسه يو هم نه دى په ګوته كړى ، ځكه هغه څوك چى ګوډاګى كرزى د طالبانو نمايندګان ګڼى هغه څيرى متوكل ، ملا ضعيف ، اسحاق نظامى ، راكټى، مجاهد ، ليكن دوى په خپله نارى وهى چى مونږ د طالبانو نمايندګان نه يو او طالبان ئى هم خپله نمايندګان نه شميرى.
به هر حال د ليك په خبر ما مخكى هم څه ليكلى خو اوس به دا ووايو چى طالبان تر اوسه پورى د ملاصيب هر امر ته غاړه ايږدى خو د هغى ورځى څخه چى ددغه ليك خبر نشر شوى په پاكستان كى په حملو كى كوم كم والى نه دى دراغلى ، حتى [color=darkblue:9463290c62]پرون په اسلام آباد كى حمله شوى[/color:9463290c62] خير د ليك په اړه چى د لومړى ځل لپاره [color=darkblue:9463290c62]كوم كس خبره كړى هغه پوهيږى چى طالبان په دى حالت كى نه دى چى ترينه پوښتنه وكړى چى دغه دروغ دى ولى ويلى ،[/color:9463290c62] كه ستاسى خيال وى يووخت د ايران راډيو ويلى وه چى [color=darkblue:9463290c62]اسامه مړ شوى [/color:9463290c62]، چى دغه خبر لكه د هوا په شان هر غوږ ته ورسيدلو خو ددى ترشاه يو غټ استخباراتى پلان وه چى الله پاك شنډ كړو او په 14 د همدى مياشتى مى د اسامه بيان واوريدو چى د غزى په حالاتو ئى خبره كړى نو معلوميږى چى تر اوسه خو ژوندى دى.همدارنګه يوځل مشرف قسم كولو چى د وزيرستان په حملو كى ظواهرى وژل شوى خو ورسته حالاتو وښودله چى درواغ ئى ويل.
كه څوك ووايى چى ددغه ليك څخه ورسته په سوات كى حالات سم شول نو دوى ته دى معلومه وى چى د سوات خلك د كوم هدف لپاره راپورته شوى وه هغه حكومت ورسره ومنلو او دوى د جنګى حالت څخه ووتل ، ليكن د كوم هدف لپاره چى بيت الله مسعود راپورته شوى هغه د پاكستان حكومت نه شى پوره كولى نو جنګ به هم همداسى روان وى لكه چى دى.

[color=darkblue:9463290c62]زه نه پوهيږم چى دغه خلك ولى پدى اعتراض لرى چى طالبان د نورو مسلمانانو څخه غوښتنه كوى چى د هيواد په ازادۍ كى ورسره كومك وكړى او په مقابل كى د امريكا هغو چغو ته د اعتراض په سترګه نه ګورى چى د ټولو صليبى هيوادونو څخه غواړى چى په جنګ كى ورسره ودريږى د همدى لپاره بوش لعين ورته صليبى جنګ وويلو او پدى ټول پوهيږو چى د مسلمانانو يو هيواد د كفارو لخوا ونيول شو په ټولو مسلمانانو جهاد فرض عين كيږى.[/color:9463290c62]

كه د نړۍ مسلمانان په افغانستان كى د مقاومت له جبهى سره بدنى او مالى كومك وكړى نو ددغسى خلكو صليبى باداران به ډير زر رانسكور شى او دا ددوى لپاره ستره غميزه ده نو ځكه ئى نارى جوړي كړى خو په مقاومت كونكوكى الحمدلله دا صفت تر اوسه موجود دى == وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ===


watanmal
24.03.2009

سلامونه او نيكى هيلى مى ومنۍ.

د[color=darkred:82bda1cd16] اوبامه [/color:82bda1cd16]په خبرو كى څو خبرى مهمى دى چى په سر كى [color=blue:82bda1cd16]د صليبيانو د تيښتى خبره ده[/color:82bda1cd16] او پدى مونږ د لومړى سره څخه عقيده وه چى دوى به ډير زر وتښتى. [color=darkblue:82bda1cd16]أَمْ يَقُولُونَ نَحْنُ جَمِيعٌ مُنْتَصِرٌ (القمر44) سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ (القمر45)[/color:82bda1cd16]
دوهمه خبره د[color=blue:82bda1cd16] اقتصاد[/color:82bda1cd16] ئى كړى ، نن مى ولوستل چى په كابل كى د ممتاز محل په نامه يو هوټل جوړ شوى چى دري نيم ميليونه ډالر پرى مصرف شوى له دى څخه مخكى د سرينا هوټل جوړ شوى چى حكومت عادى مامور د دوه كالو په تنخا كولى شول فقط يوه شپه پكى وكړى، همدا رنګه[color=darkblue:82bda1cd16] د افغانستان په تاريخ كى افغانستان ته دومره بهرنى كومكونه نه دى راغلى لكه په همدى صليبى جنګ كى چى راغلل خو بلى لورى ته د افغانانو په تاريخ كى داسى ورځ نه ده راغلى چى دوى دى خپل هلكان او جينكۍ خرڅلاو ته وړاندى كړى خو متاسفانه چى نن زمونږ د هيواد په بچيو دغه ورځ راغلى[/color:82bda1cd16] دغه ټولى پيسى څه شولى ؟؟؟؟ په كومو شيانو مصرف شوى ؟؟؟؟؟؟ د افغانانو په په ژوند ئى كوم مثبت اثر كړى؟؟؟؟ فقط همدومره وشول چى د يوجيب څخه وه ايستل شوى او په بل كى واچول شوى [color=darkred:82bda1cd16]كه څومره پيسى افغانستان ته راشى د بيچاره افغانانو په درد نه دوا كيږى د همدوى او د ګوډاګيانو په عياشۍ او فحاشۍ او د مسلمانانو په وژلو به مصرفيږى[/color:82bda1cd16]
[color=darkblue:82bda1cd16]إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ (الأنفال36)[/color:82bda1cd16]

تير كوم امتحان چى په مونږ راغلو فقط ددى لپاره:

لِيَمِيزَ اللَّهُ الْخَبِيثَ مِنْ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَى بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعًا فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ أُوْلَئِكَ هُمْ الْخَاسِرُونَ (الأنفال37)
صفونه له لومړۍ ورځى څخه جدا شول څوك د مقاومت په خندق كى او څوك د صليبيانو ترڅنګ ودريدل ، د خائينانو څيرى الله پاك مونږ ته په دنيا كى څرګندى كړى.

دريمه خبره پكى [color=blue:82bda1cd16]د طالبانو سره د خبرو،[/color:82bda1cd16] دلته دوى واي چى د منځ لارو طالبانو سره خبرى كوو ، خو د مشكل حل د منځ لارو سره په خبرو نه حل كيږى ، هغه چى منځ لارى دى هغه خو ورسره په كابل كى ناست دى لكه اسحاق نظامى ، مجاهد او راكيټى متوكل ......... او په[color=darkblue:82bda1cd16] مقاومت كونكو كى هيڅ منځ لارى نشته ، په دى خبره كى ټول سره متفق دى چى صليبيانو سره خبرى د شهيدانو دوينو سره خيانت كول دى ، او د افغانى حكومت سره خبرى تر هغه ممكن نه دى چى تر څو صليبيان وتلى نه وى ځكه د افغانستان اوسنى حكومت ازاد حكومت نه دى بلكى د صليبيانو لخوا ئى چارواكى ټاكل كيږى او بدليږى.[/color:82bda1cd16]
خير چى دغه مغرور ديته راغلل چى خبرى راسره وكړۍ نو ډير زر به د ګران هيواد افغانستان څخه بغير د قيد او شرط څخه وتل هم ومنى، ان شاء الله.
الحمدلله چى د مقاومت كونكو جواب همغه د سليمان عليه السلام جواب دى چى د بلقيس سفيرانو ته ئى ويلى وه:

[color=darkblue:82bda1cd16]فَلَمَّا جَاءَ سُلَيْمَانَ قَالَ أَتُمِدُّونَنِي بِمَالٍ فَمَا آتَانِي اللَّهُ خَيْرٌ مِمَّا آتَاكُمْ بَلْ أَنْتُمْ بِهَدِيَّتِكُمْ تَفْرَحُونَ (النمل36) ارْجِعْ إِلَيْهِمْ فَلَنَأْتِيَنَّهُمْ بِجُنُودٍ لَا قِبَلَ لَهُمْ بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُمْ مِنْهَا أَذِلَّةً وَهُمْ صَاغِرُونَ (النمل37)[/color:82bda1cd16]

[color=indigo:82bda1cd16]په پاى كى د الله پاك ډير شكر ادا كوم چى دغه مغرور صليبيان ئى د شكست تر حده ورسول او په ګونډو ئى كړل.[/color:82bda1cd16]

[color=darkblue:82bda1cd16]وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا (الأحزاب25)[/color:82bda1cd16]

په مينه
وطنمل


ډاکتر څپاند
24.03.2009

ښاغلی وطنمل صيب،که خپلیې ليکنې يو ځل بيا ولولی نو دا به درته جوته
شي  چه تاسو پخو هم دلته ليکنی کولی او اوس دادی د وطنمل په نامه
ليکنی کوی٠ ستاسی ليکنی پخوا د ( و،س)تر نامه لاندي خپريدي او اوس
هم کيدای شي په دواړه نومونو ليکنی وکړی٠
پدی کی خو هيڅ شک نشته چه زموږ هيواد د امريکی،انګليس او دهغو
دشريکانو تر اشغال لاندی دی٠
دافغان ملت اکثريت پدي عقيده دي چه بايد ملت ازاد شی٠
طالبان تر ټولو دمخه او په لمړی قدم کی د اشغالګرو په ضد جنګيږی،مګر ولی؟
اول داچه دطالبانوحکومت،د غرب په مرسته په قدرت ورسيد او بيا همدی
صليبيانو نسکور کړ،نو طالب چه لا نوی د حکومت داری په مزه پوه شوی وه
او ملاعمر چه په عادی حالت کی چا په ماجت کی نه پريښوده،داميرالمومنين
او څنګه اوڅنګه القاب ئی لرل،اوس يو تروريست او انسان دښمنه څيره ده٠
دويم داچه ISI په سلهاوو ميلونه ډالره مصرف کړه چه افغانستان د طالبانوپه
واسطه ترخپل کنترول لاندی کړی او پدی وسيله دخپلو غربي بادارانو ګټې
په منځۍ اسيا کی خوندی کړی شي،پخپل ماموريت کی ناکام شو٠
او دريم داچه د طالب په شمول،هسی هم د افغاني ټولنی اکثريت،خوشباوره،په
خپل ژبه او قول ولاړ خلک دی،او بيا له جنګ اوجګړې بغير کوم کمال هم نلری٠

پاته شوه هغه افغانان،چه د هيواد ستره برخه ده،دهيواد ازادی او پرمختګ
هم غواړي،مګر د طالب غير انساني او دتاريکو پيړيو وحشي نظام هم ورپه
ياد دی٠داولس به هرګز د امريکی يا دطالب غلامي ونه مني٠پدی کي شک
نشته چه دا اکثريت اوس نه تشکل لري او نه رهبري٠مګرپدي پوهيدلي
چه که د امريکی نه ملاتړ د ازادی او اسلاميت په بيه دی او حاضر ندی چه خپله
ازادی او اسلاميت په ډالروخرڅ کړی،پدی هم ښه او په کره ډول پوهيدلی
چه دطالب حمايت داسانيت ضد،ترقی او دمکراس ضد ملاتړ دی٠

وی : په تياره کی د شمعې انتظار ښه دی،نه په ګړنګونو کی لویده !


میوند ننګیال
24.03.2009

محترموورنو سلامونه !
دروند حامد صيب !
كيداي شي چي دا صحيح نوي چه ما قسم خوړلي وه خو زه سل په سلو كس يقيني يم چي راروان حالت به ډير شرميدلي او خراب وي تر څو چي دافغانانو په منځ كي تفاهم نوي شوي دا حالت به همداسي روان وي لكه څنكه چي دي او يا به ددي نه هم خراب وي٠

محترم صابر صيب !
ملي ګټه او تاوان خير د خو ټولو ته معلومه ده چي چا ملت او تاريخ ته تاوان ورسوه او رسوي يي نن چي په افغانستان كي كوم تعصب روان دي نو زما په نظر د طالبانو پكي ډير لاس دي ٠

محترمه !
تاسو ليكلي :
ددي مطلب داشوچي زمونږ نيکونه دومره توريالي اوښه خلک وو چي پنځه زره کاله
مخکښ يی دبودا بتانو عبادت کاوه ٠

ته دا راته ووايه چي داسلام دراتك نه مخكي ددنيا په كوم ځاي كي ديو واحد او لايزال خداي عبادت كيده بغير د يو څو ځايونو نه چي هلته هم دمختلفو دينونو راهبان ول حتى چي په مكه مكرمه كي لكه څنكه چي تاسو ته معلومه ده بوتان ول او دمكي دفتحي په ورځ هغه رسوالله صلى الله عليه وسلم پخپل لاس مبارك مات كړل بله دا چي كه خلك په لاري ول نو بيا درسوالله صلى الله عليه وسلم دراتګ څه ضرورت وه وايي چي كله مصر دعمر فاروق رضي الله عنه په وخت كي فتحه شو نو چا ورته وويل چي دا بوتان به مات كړو نو هغه ورته وويل چه :
نه پريږدي چي زمونږراروان نسل ته دا معلومه شي چي زمونږنيكونو دومره لوي او جابر خلك رامات كړي ايا پدي څوارلسو كالو كي داسي څوك نوه چي دبوتان يي مات كړي ول كنه هغوي داسلام نه نوه خبر اويا يي حكومت ددي نه سختګير نوه واي چي دكفلرو او مشركينو خدايانو ته بد مه وايي ځكه هسي نه چي هغوي دجاهل توب نه ستاسو خداي او دين ته څه بد ونه وايي طالبانو چي بوتان مات كړل څه يي وكړل ددي په بدل كي څومره قران كريمونه او مسجدونه شهيدان شول بيا ددي نه خو داسي خطر هم نوه نور ډير داسي غير شرعي كارونه ول چي دوي يي مخه نيولي وه چي اكثره طالبانو هم كول ٠
٠
حزب اسلامي هم يو ملي مقاومت دي همدا خو دطالبانو مسله دي چي ميمزرما ټوله زمازه اميدوار يم چي ريښتوني طالبان به دنوروورنو سره يوه لايحه عمل تياره كړي تر څو ددي ګذار په دښمن نور هم سخت او زوروريي٠

هر هغه قوم چي خپل تاريخ او فرهنګ نه نوي خبر هغه تباه شوي .


میوند ننګیال
24.03.2009

محترم وروروطنمل صيب !

نه وروره مونږه هيڅ كله داندي ويلي چه طالبان دي دبل چا نه مرسته نه غواړي بلكه كه طالبانو سره يوه ورځ هم د يو څو ملكونو مرسته نوي نو مقاومت به كمزوري شي وروره كم از كم دهغه چا نه دي نه غواړي چي هلته قانون دانګريزانو وي او داسلام دښمني پكي ښكاره كيږي پاكستاني طالبان دي پريږدي چي پخپل ملك كي دشريعت لپاره كوشش وكړي او كه دا اسلام يواځي پع افغانستان رانازل شوي كه كومك غواړي بياهم خير دا خو دي نه وايي چي هلته تاسي عام پوليس يا فوجيان مه وژني او دلته يي وژني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more