نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
هیښ
08.05.2009
ښاغلي او محترم وطنوال صاحب او درنو لوستونکو ته سلامونه وړانداې کوم .
ښاغلئ وطنمل صاحب! تاسو مهرباني کړې ده چې :
[code:1:2ca0d0ca5e][quote]هيښ صيب كه په سياسى ، اقتصادى او اجتماعى طرفونو كى د اسلام حاكميت
تاسى ته ديكتاتورى ښكارى ، دا ستاسى خپله عقيده او فكر دى خو پدى بايد پوه وۍ
چۍ دا مسئله ډيره خطرناكه ده. [/quote][/code:1:2ca0d0ca5e]
استغفرالله زه هیڅکله په دنظر او عقیده نه یم ،معکوساًزه په دې ژوریقین او باور لرم چې دټولو سیاسي،اقتصادي او اجتماعي مسائیلو عادلانه او منصفانه حل یوازې داسلام ددین په حاکمیت کې دئ.هغه اصول او احکام چې دالله(ج) له لوري دسردارعالم حضرت محمد (ص)په واسطه مسلمانانو ته رانازل شوي دي کامل ،بې عیبه او دهر ډول نیمګړتیاوو څخه عاري دي او که انسانان عموماً او مسلمین خصوصاًدغه موازین او دستورونه په خپل ژوند کې عملي کړي دهر ډول مادي او معنوي افتونو نه به په امان کې وی او دنیکمرغئ او هوسائئ یو ه مثالي ټولنه به ئې په نصیب کې وي.
داسلامي حاکمیت تسلط او انفاذئې په سیاسی،اقتصادي او ټولنیزو برخو کې دټولو مسلمانانو ارمان دئ چې دسوونو کلونو راپه دیخوا ئې په زړونو کې پروت دئ خو له بده مرغه تراوسه ئې عملي جنبه ئې نه ده نیولې.
په اسلامي حاکمیت کې ددیکتاتورئ سوال نه پیدا کیږي ،ځکه هلته انسان څه چۍ دحیوان حقوق هم نه ضایع کیږي او دظلم او تیري نه ئې په مقابل کې کار نه اخستل کیږي. دیکتاتوري او استبداد دزورورو ،مستکبرینو او طاغوتیانو روش او طریقه ده ،حال داچې اسلام دهرنوع استبداد او استکبارو په ضد کې او دمستضعفانو ددفاع موضع لري او یوازې الله (ج) زورور او تر ټولو لوئ ذات بولي او نور ټول زورونه او کبرونه ساختګي ،جعلي او شیطاني بولي او ردوي ئې.په اسلامي حاکمیت کې دانسان ازادي اخري معراج ته رسیږي او دټولو مادي ،نفسي،ځاني ،لساني ،نژادي اوفکري تمایلاتو نه فارغ وي او هر عمل او ګفتارئې یوازې دخدائ(ج)درضا او دهغه دمخلوق خدمت دپاره وي او ددې معیار په بنسټ خپل ژوند ته دوام ورکوي.په اسلامي حاکمیت کې یوازې دتقوا او الله پاک ته دنږدې کیدو دپاره دمسلمانانو تلاش او کوښښ دئ .په اسلامي حاکمیت کې عدالت ،انصاف ،مسئولیت ،اجراات ،مینه،احترام او اسلامي احساس په فرد فرد دټولنې کې ویشل شوئ دئ او دحاکم او محکوم ،امر او مادون تحکیمي اوجبري روابط په اسلامي او الهي روابطو بدلیږي او مسلمانان یوازې دتقوا په اساس یو دبل سره توپیر پیدا کوي او دټولنې ټول غړي دیوه بدن چې اسلامي ټولنه ده په تحرک او سالم پاته کیدو کې بیله دینه چې په خپله وظیفه کې غفلت وکړي او دشخصی پاداش توقع ولري په شوق او ذوق سره فعالیت کوي .
خلاصه دا چې داسلامي حاکمیت په ټولنه کې د انسان روحاني شخصیت تبلور پیدا کوي او شیطانې خواهشات ئې تر کنترول لاندې راځي او دخپلې رضا په ځائ داسې عمل کوي چې دالله (ج)رضا په کې حاصلیږي.دهیڅ چا حقوق تر پښو نه لاندې کیږی ،هیڅ چا ته په سپکه سترګه نه کتل کیږی ،دتوهین ،تهدید او کرکې ځائ عزت ،تحمل اواحترام نیولئ وي .
محترم وطنمل صاحب !
زه په خپله خبره بیا هم تاکید کوم چې:
[code:1:2ca0d0ca5e][quote]یوازینئ تضاد او دښمني دوولسواکئ داستبداد او دیکتاتورئ سره دئ ،
دا که هر رنګه دیکتاتوري وي ،څه دیوه شخص له لوري ،څه دیوې کورنئ له لور ي ،
څه دیوې اډیولوژی او عقیدې له لوري . [/quote][/code:1:2ca0d0ca5e]
استبدادپه زور ،فشار ،ناروا،اختناق او یکه تازئ سره په نورو دخپلې مرضئ مطابق دیوه شخص ،یاډلې ،یا تنظیم دفکر یا عقیدې تحمیلول دي.حال داچې داسلام دین چې اساس ئې قران کریم او احادیث نبوی دي په هیڅ صورت کې دزور په وسیله داشخاصو ،ډلو او سازمانونو تسلط نه دئ تائید کړئ او ددې ډول اشخاصو ،ډلو او ګوندونو په مقابل کې ئې دجهاد او مبارزې غږ پورته کړئ دئ .دیکتاتوري او استبداد دهغه اشخاصو ،ډلو او سازمانونو کاردئ چې دخپل فکر اوعقیدې په حقانیت کې شکمن او دنورو دباور دلاسته راوستلو او متقاعد کولو څخه د لیاقت ، اهلیت ،منطق او استدلال له مخې ځانونه عاجز بولي اودنورو عقایدو لرونکو څخه په ازادئ کې دماتې خوړلو ویره لري .خویو مسلمان او اسلامي سازمان باید دهیڅ اډیولوژی ،هیڅ مذهب او هیڅ سیاسی مکتب نه ویره ونه لری،ځکه ددوئ په لاس کې داسلام اصول او الهي ارشادات دي چې هیڅ عیب او نواقص نه لري ،ځکه داالله (ج) له طرفه راغلی دي او طبعاًدهغو ضوابطو نه چې دانسانانو دفکر محصول دي کامل او پوره دي.
اسلام دیوه شخص ،ډلې ،تحریک او یا تنظیم شخصي مالکیت نه دئ،لکه نورې اډیاوې او مفکورې چې دانسانانو دفکر محصول وي او دیوې خاصې طبقې ،قشر،نژاداوژبې سیاسي ،اقتصادي ،اجتماعی او کلتوري ګټې ورته مطرح وي او ددې ګټو دلاسته راوستلو له پاره تپ وتلاش کوي او خپل هدف ته درسیدو دپاره دزور اواستبداد نه کاراخلی،بلکه اسلام هغه الهي ارشادات او احکام دي چې دټولو انسانانو خیر او رفاه په کې وجود لری ،داچې کفار او یا نور بې خبران ددې لوئ نعمت نه په خپل جهالت او یا تعصب سره او یا دمسلمانانو دبې مسؤلیتئ ،دخپل دین څخه دبې خبرئ او خپل دین ته دبې توجهئ او دنورو عقایدو پیروانوته داسلام ددین دحقانیت په افاده او پوهاوی کې پاته راغلي دی اوداسلام ددین دحقانیت غږ ئې ددوئ غوږوته نه دئ رسولائ او یا په نورو ملحوظاتو سره کفارو دخپل ژوند دنیکمرغه کولو له پاره داسلامي لارښوونوڅخه استفاده نه کوي ،دا ددوئ مشکل دئ ،که نه داسلامی دستوراتو نه د استفاده کولو حق ټولو انسانانو ته بې له امتیازه شته اودهیڅ ژبې دویونکو ،یا تور او سپین پوستکي لرونکو او یانورو مشخصاتو لرونکو په مخ ئې خپلې دروازې نه دي تړلې او ټولو ته ئې ددې انسان سازه دین ددعوت لاره نیول ازاده پریښې ده . نو یوشخص یا ډله که شخصي ا ویا دخپلې ډلې ګټې ورته مطرح نه وي هیڅ ضرورت نه لری چې داسلامی احکامو دپیاده کولو له پاره دخشونت او فشارنه کارواخلی او په زور سره داسلامي احکامو دانفاذلاره ونیسي ،بلکه په خپلونیکو اسلامی اعمالو او اخلاقواوصداقت او اخلاص دخدمت كولو سره باید دنورو توجه راجلبه او باورئې په لاس راوړي .
استبداد او دیکتاتورئ تر هرڅه زیات داسلام دین ته ضرر رسولئ دئ او ددین دنشر او پوهیدو مخه ئې په خپلو استبدادي روشونو سره نیولې ده او هغه اصالت اورسالت چې داسلام دین دبشر دازادئ او استبداد څخه دخلاصون دپاره لري دخپل اصلي لیکې څخه په خپلو شیطاني چلونو او دسیسو منحرف کړئ او په ټول فشارسره ئې ددین درشد او وولسي کیدو مخه نیولې ده .
موږ اوتاسو ټول ددې شاهدان یو چې په اسلامي ملکونو کې دقدرت دغاصبانو یوازینئ تکیه په دین باندې ده او یوازې ددین تر پوشش لاندې ئې خپله استبدادی څیره پټه کړې ده ،حال داچې ټول اعمال اوکړنې ئې ددین په ځپلو او ضعیفولو کې دي .اسلامي تحریکونه تر بې دینانو ډیر دتعقیب او شکنجې لاندې دي او په ډیره بې رحمئ سره ورسره برخورد
کوي او په ډول ډول وحشیانه توګه ئې نابودوي . مګرپه ظاهره داسلامي شریعت دانفاذ نارې وهی .
داسلام ددین د احکامو او امرونو په حقانیت کې هیڅ مؤمن او مسلمان شک نه لري اوټول په دې باوردي چې که اسلامي لارښوونې په ټولنه کې عملي شی ،دټولو بې عدالتیو ،ظلمونو ،تیریو او تجاوزونو مخه به ونیول شي .دمسلمان وولس او امت لوئ مشکل داسلامي احکامودافادې ،پوهیدو ،تشریح کولو او دخلکو مغزو ته درسولو په طرزالعمل ،داسلامي حاکمیت د پیاده کولواودې لوئ هدف(اسلامي حاکمیت) ته درسیدو په لارو او طریقو کې دئ .
مسلمانان وولسونه باید په دې سوال ډیر دقیق فکر او غوروکړي چې سره ددې چې داسلام دین دټولو سیاسی،اجتماعی ،اقتصادي او تربیوی مشکلاتو دحل دپاره بهترینه لاره ده او هغه نظام چې ټول امور ئې ددې اصولو په بنا ولاړوي یوعادلانه او منصفانه نظام دئ ،مګردحضرت رسول اکرم (ص) او دخلفایې راشدینو نه وروسته دوئ ددې نظام په منځ ته راوړلو کې پاته راغلي دي ولې؟
ځواب زما په نظر ډیر واضح او ساده دئ ،دا ځکه چې داسلامي نظام داستواریدو دپاره طریقې او میتودونه درست او دټولنو دعیني او ذهني ظرفیتونو او شرایطو سره برابر نه دي عملي شوي،
بل اسلام ئې د دشاهانو ،سلاطینو او امیرانو داستبدادي قدرت دمشروع ګرزولو له پاره دیوې وسیلې په توګه کارولئ شوئ دئ نه داسلامي حاکمیت د منځ ته راوړلو له پاره .
دین چې دخلکودسیاسی،اقتصادي او اجتماعي حقوقو اصلي مدافع دئ په دربارونوکې دیوموټئ ضعیف النفسه او چاپلوسو علماوو ،ساختګي پیرانو ،حضراتانو او ابن الوقته ملایانو په واسطه دسؤاستفادې لاندې وګرزول شو.
روحانیت چې دهر ډول فساد (سیاسی،اقتصادي،کلتوري ،اجتماعي)دمنځه وړلواوداجتماعي عدالت دمنځ ته راوړلو وظیفه او پیغام ئې لرلو دفساد اوبې عدالتئ دترویج او خپریدو له پا ره ئې ورڅخه ناوړه ګټه پورته کړې ده .
دخلکو دذهنونو په روښانه کولو او اګاه کولو کې ئې خپل دیني مسؤلیت نه دئ ادا کړئ . هغه اشخاصو او سازمانونو چې ددیني رهبرئ ادعا لرله دخلکو په تعلیم او تربیه کې ئې یوازې دوچ زور نه کاراخستئ او دا زحمت ئې په ځانونو نه دئ قبول کړئ چې عوام دیوه ماشوم حیثیت لري او دماشوم روزنه او پالنه په سوټې ،قهر او فشار نه کیږي ،بلکه شپه اوورځ مواظبت ،حوصله ،صبر،تحمل او کلونه کلونه زحمت او مقاومت غواړي تر څو دیوه سالم او ګټور انسان په څیر ټولنې ته وړاندې شی او داخلاقی ښووئیدلو مخه ئې ونیول شي.
نو داسلامي حاکمیت دبرقرارولو له پاره داسې روشونو او طریقو ته ضرورت دئ چې استبدادي او قهري نه وی او دهیجاناتو او احساساتو په ځائ عقلی او منطقي بنسټ ولري .
بل دعقیدې مسئله ده .زموږ مسلمانانو دا عقیده ده چې بې له الله (ج) څخه بل معبود بر حق نشته ،قران کریم دخدائ (ج)کتاب دئ او محمد(ص)ئې رسول اواخرنئ پیغمبر دئ .
مګر دا هم باید هیر اودنظره ونه غورځووچې دمځکې په سراو په ټولنو کې نورانسانان بل ډول دیني او غیر دیني عقاید لري.عقیده یوازې په دین پورې نه تړل کیږی ،عقیده په یوه سیاسی مفکوره ،عقیده په علم ،عقیده په اتائیزم،عقیده په اقتصادی سیستم ،عقیده په بت اوداسې نور..... حتا په داخل دیوې عقیدې کې مختلفې فرقې او مذاهب پیدا شوي دي.
ددې عقایدو،مذاهبواوافکارو پیروانو ته خپله عقیده مقدسه او حقیقت ښکاري ،هغوئ دخپلې عقیدې په بطلان باور نه لري اوهمدومره لکه چې موږ خپلې اسلامي عقیدې ته احترام لرو دوئ هم په خپله عقیده ټینګ ولاړدي .
نو اوس دادمختلفو عقایدو په موجودیت کې که دهرې عقیدې پیروان دنورو دنابودئ دپاره زور، خشونت او سلاح ته لاس واچوي نو ابدي جنګ به جریان ولري اوټولنه به دقتل وقتال او وینو بهولو ډګر وګرزي،یو جنګ به ختمیږي او بل به شروع کیږي ،تر څو چې ټول نابود او له منځه ولاړشي.مګر انسان نه دابدي جنګ حوصله لري او نه ټولنه دجنګ دتسلسل صحنه ګرزیدلائ شي.نو یوازینئ لاره دتفاهم ،مذاکرې او دعقایدو په منځ کې یو بل ته احترام دئ .
که موږ خپلې عقیدې ته احترام لرو ،همدومره باید دنورو عقایدوچې تعرضي،توهیني اوتهدیدي موضع زموږ دعقیدې په مقابل کې ونه لري بې احترامي ونه کړو او یوازې په خپل ګفتار او کردارسره باید نورخپل دین ته راجذب کړو نه دتوهین او تهدید په واسطه .یوازې په دې طریقه کولائ شو چې دیوې پایداره سولې او عادلانه ټولنې اساس کیږدو او دعمومي تفاهم په بنسټ دستونزو دحل دپاره شریک تصمیم ونیسو او دمسلحانه برخوردونو مخه ونیسو .
محترم وطنمل صاحب!
تاسو يو ايت شريف ليكلئ دئ چې دالله(ج) ،دحضرت محمد(ص)اوداولامرڅخه داطاعت امر په کې شوئ دئ. زموږ لوئ ترينه او مغلقترينه ستونزه همدا داولامر مسئله ده .
دافغانستان مسلمان وولس الله تعالی(ج) پیژني چې واحد لاشریک دئ،دحضرت محمد(ص)په رسالت او نبوت شهادت ورکوي او دټولو اوامرو اواحکامو اطاعت ئې دزړه داخلاصه کوي،خوداولامر په برخه کې حیران دي چې څوک ددې مرتبې لایق دي؟
کوم مشخصات او صفتونه باید ولري ؟
دکومو موازینو په اساس باید منځ ته راشي؟
،دکومې مرجع له خوا (دیني یا علمي )باید منصوب شی؟
او یا دوولس له لوري وټاکل شی؟
داولامر صلاحیت ،قدرت اوواک محدود او مشروط دئ او که غیرمحدود او لایتناهي؟
دا اولامر په دې خاورینه دنیا کې مسؤلیت لري او دده داعمالو نظارت روا دئ او که حرام؟
دده په هکله کومه بله مرجع او قدرت شته چې دده په باره کې قضاوت وکړي او که سپین بازدئ چې ازادانه هرې خواته الوتنې کوي؟
اوس خو
دجنبش [color=blue:2ca0d0ca5e]اسلامي[/color:2ca0d0ca5e] مشر ستر جنرال ،لوئ درستیزا[color=#444444:2ca0d0ca5e]لحاج [/color:2ca0d0ca5e]عبدالرشید دوستم
داتحاد [color=blue:2ca0d0ca5e]اسلامي[/color:2ca0d0ca5e] مشر استاد [color=white:2ca0d0ca5e]پروفیسور [/color:2ca0d0ca5e]عبدالرسول سیاف
دجمیعت [color=blue:2ca0d0ca5e]اسلامی[/color:2ca0d0ca5e] مشر استاد [color=white:2ca0d0ca5e]پروفیسور[/color:2ca0d0ca5e] برهان الدین رباني
دوحدت [color=blue:2ca0d0ca5e]اسلامي[/color:2ca0d0ca5e] مشر [color=violet:2ca0d0ca5e]حجت لاسلام ولمسلمین الحاج [/color:2ca0d0ca5e]محقق
د[color=blue:2ca0d0ca5e]اسلامي [/color:2ca0d0ca5e]ګوند مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار
دطالبانو د[color=blue:2ca0d0ca5e]اسلامي[/color:2ca0d0ca5e] تحریک مشر اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد
دامریکائي کاوبایانو [color=white:2ca0d0ca5e]کته کړئ [/color:2ca0d0ca5e]کچر حامد کرزئ
او په لسهاوو نورد ستمي اوفاشیستي سازمانونو مشران
اونور........ داولامر دمقام دعوا کوي او ترغاښونو پورې په مهلکو سلاحو مسلح دي چې که داولامر په مقام قبول نه شي هر ډول جنایت او خيانت ته اماده دي.
نو زما په نظر یوازې خلک دي چې دصادق او منافق،عادل او ظالم ،وطندوست او وطنفروش،ازاد او غلام ،وفادار او جفاکار،خادم او خائین او ښه اوبد اشخاص تشخیص او سره بیل کړي او ددوئ دعمل په بنسټ داولامر په هکله شریک تصمیم ونیسي او خپله مشترکه فیصله وکړي ،ترڅو داولامر په سر میلیونونه سرونه تر خاورو لاندې نه شي او هر دووس او دله ددې لویې دندې
دلاسته راوړلو له پاره هر جنایت کارانه او خائینانه عمل ته ملا ونه تړي.
مننه
[color=#444444:2ca0d0ca5e][/color:2ca0d0ca5e]
Ghairat
09.05.2009
څانګیزو اسلامپوهو ورونو السلام علیکم ورحمة الله !
له یوې خوا :
نبي کريم صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته وفرمايل:
[color=darkblue:22681c6f40]أنتم أعلم بأمور دنیاکم. [/color:22681c6f40]
نومسلمانان آزاد دي او اجازه لريچې دنیوي امور په خپل علم او پوهې سره تنظیم کړي ۰
له بلې خوا سیاست دنیوي اموروته ځانګړی دی او دنیوي اموروپه تیرو ۱۴، ۱۵ پیړیو کې چې څومره ډیر نامحدوده پراختیا موندلې ده هومره سیاست هم بیحده زیاته پراختیاپیدا کړی ده، نو تنظیمول یې په اړینه توګه باید د دنیوی او سیاسي پوهې پواسطه تر سره شي،خو شرط یې دادی چې د دیني اسلامي امورو سره ټکر ونه لري!
دغه راز له [color=yellow:22681c6f40]اول ا لامر منکم [/color:22681c6f40] څخه مطلب تش مسلمانتوب نه وي ، بلکې هغه دومره ښه مسلمان اول الامر وي چې تاسې یې خپل استازی وبولي، تاسو ټاکلی وي او له خدای تعالی او رسول الله له امر څخه وروسته تاسوته مسول وي او صلاحیت یې ستاسو له رایواو بیعت څخه سرچینه اخیستې وي ،نوبیا ورته د [color=white:22681c6f40]منکم [/color:22681c6f40] کلمه په بشپړه معنی کارول کیدای شي!
عادل عادل
10.05.2009
ټولو ته سلامونه
ښاغلئ غیرت وروره ستاسو نظر په تیورئ کې زما په خیال سره درست دئ، خو که د مسلمانانو موجوده سیاستبازي تاسو ته ددغې اصل حاصل ښکاري او یا یې د همدغې اصل په بنا توجیه کول غواړئ نو زه یې نه درسره منم ځکه چې د دین او سیاست جدايي د همدغې ټکي نه جوتیژي، دا چې د دین سره په ټکر کې دي او کنه هغه جدا بحث دئ.
زما په نظر مسلمان په فردي ډول د ځان د اصلاح او نیکمرغئ ټولې وړتیاوې نه شي لرلای، او د ژوند په ډیرو مواردو کې په نا خواسته ډول د خدای ج او رسول ص د خوښې خلاف د خطا یا ګناه په خطر یا ککړتیا (ارتکاب) کې واقع کیژي چې سبب یې پخپله فرد نه بلکه د فرد ټولنیز چاپیریال دی چې دغه ډول لغزش یا ښوییدنې په اوږدمهال کې د مسلمان په فردي وړتیاوو هم منفي اغیز کوي چې ښه مصداق او نتیجه یې د نننئ نړئ پر مخ زما په شمول غوڅ اکثریت مسلمانان دي چې ورځ تر بلې یې اسلامي التزامات د ژوند په سیاسي، اقتصادي او اخلاقي اړخونو کې د صفر لوري ته تقرب کوي. د بلې خوا دغه تقرب ته د نن وخت په ککریو، قاموسونو او میډیا کې د دیموکراسئ، مدنیت، روڼ اندئ، آزادي بیان، فرهنګ، پرمختګ او داسې نورو پوچو او میان تهي اصطلاحاتو رنګ ورکړل شوئ دی.
د پورتنیو ټکو په رڼا کې زما په نظر د مونږ او تاسو په شمول د ټولو مسلمانانو فردي ملکفیت دی چې د اسلامي نظام او قانون د قیام، نفاذ او ساتنې لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړو تر څو د همدغه قانون په رڼا کې د ټولنیزو محدویتونو په وضع کولو سره په دغه او هغه نړئ کې د ټول انساني بشریت په شمول د لا زیاتې فردي نیکمرغئ او سوکالئ څخه برخمن شو.
Ghairat
10.05.2009
ټولوته سلام اودرناوی!
محترم عادل صیب ، تاریخ نه تکراریږي، نه داسلام پیغمبر (ص) اونه عشره مبشره اصحاب (رض ) په دې دنیا کې بیا را زوندي کیږي اونه د هغوی دوران بیا تکراریږي، که د اسلام پیغمبر راژوندی شي نو له شک پرته همغسې اصحاب به هم پیدا شي، نو له آنحضرت پرته د هغه دوران ته ستنیدل امکان نه لري ،ملا عمر د عمر فاروق ځای نشي نیولی نود پیغمبر به څنګه ونیسي یا د هغه په اندازه اغیز په څنګه پیدا کړي ؟
اوکه د پیغمبر او اصحابودوره صرف تکرار شي نو تر هغوی راوروسته ۱۲ ــ ۱۳ پیړۍ به بیا هم همدغسې تکراریږي لکه تر اوسه پورې چې تیرې شوي دي،نو دغه تکرار به څه فایده وکړي ؟
ولې په دې هر مسلمان پوهیږي چې که محمد (ص) بیرته راژوندی شي نود خوشالیو څخه به ددنیا مخ جنت شي!
داولې، دا ځکه چې آنحضرت به د اوسني وخت ستونزې حل کړي، نه هغه پخوانی
وخت تکرارول او دهمغه تیر وخت ستونزې حلول ۰
نو له دې کبله د سلفو په پل پل اښودل د سلفو د وخت د تکراریدو په صورت کې سم کار دي ،خو هغه وخت نه تکراریږي ،ځکه اوس د وخت ابعاد زر چنده لوی او پراخه شوي دی، ستونزې هم زر چنده زیات او پېچلي شوي اوحلونه یې هم ، نو همدغسې زر چنده ستر قدمونه او ستر پـَلونه غواړي ، چې د پخوانوهغو په نسبت به زر چنده زیات دنیوي مسایل لکه اقتصاد، سیاست ، ټولنیز ، علمي ، تخنیکي اوکلتوري چارې په کې پلې کیږي انځور شوي وي ۰
اوکخهنه د سفووخت تکرارول ژوند زرمې برخې ته محدودول او زر چنده نیمګړی کول دي ، اوکنه باید زر چنده اسلام ته پراختیا او پرمختګ ورکړل شي چې باید ورکړل شوی وای څو د اوسنیو ستونزود حل جوګه شي !
نوکومحل چې په اسلام کې د ژوند د ستونزو له پآره موندل کیږي د اسلام د تقويې او دوام له پآره ترې ژر ګټه واخیستل شي، یعنې :
کومه ولسواکي چې په اسلام کې وه، ممکنه ده او پلې کیدای شي باید په ډیره چټکۍ پلې شي، څو په اثبات ورسیږي چې اسلام د سیاسي اواجتماعي ژوند د ژودند ر رهبري کولو توان او طاقت لري۰
اجتماعي او سیاسي ژوند او پرمختګ دنیوي ژوند دی کومه وړه مسله نه ده، چې اسلامي لارې اوامکانات دې پرې وتړل شي او بیا دې هم یو اسلامي حکومت دوام وکړي،مګر داچې اسلام یواځې ددین په مسایلو پورې محدود کړی شي او
له شریعت، عباداتواواخلاقیاتو پرته او له مسجد اومحکمې بهر د نوروسیاسي اواجتماعي چاروسره کار ونه لري!
یا دې سل چنده او زر چنده پراختیا ومومي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰یا دې مسجد اومحکمو پورې محدود پاتې شي
چې مسلمان وي په لومړۍ لاره به کلک دریږي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰په دویمه لار به شتاتوس کو خمود جمود پاتې شي
عادل عادل
10.05.2009
سلامونه
غیرت وروره
دا به ستاسو نظر وي چې تاریخ نه تکراریژي ؟
دغه قاعده خو دې یوازې په افغانستان کې درې ځله ماته شوې ده؟
ستاسو لپاره د تاریخ د تکرار بهترین مثال د خپل کورني ژوند د تیرو 60 کالو لنډه تاریخچه ده.
ایا تاسو ثابتولائ شئ چې تاریخ نه تکراریژي؟
ایا تاسو د خپلو اسلافو نه ځان پیشتازه بولئ؟
تاریخ تکراریژي خو د انسان په لاس د انساني مفکورو نه جوړو شوو امپراتوریو چې یو ځل زوال موندلئ نو بیا یې هیڅګله هم سر ندئ راپورته کړئ.
یوازې اسلامي نظام دئ چې د تیر په څیر د هرې پیړئ په اوږدو کې د انتهایي ستونزو سره سره قیام کوي، د ژوند او بشریت ټولو ناخوالو ته پټئ لګوي ................. .خو د احتمالي زوال پیل به یې بیا هم په تاسف سره زما او ستا د نه اهلیت او انحراف په وجه تکراریژي نه ددین د کمئ په وجه.
خلاصه دا چې د مسلمان لپاره د دنیا ژوند یو لوی امتحان دئ
الله پاک دې مونږ افغانان د روانو سختو ابتلاوو نه سرلوړي او ښاغلي راوباسي. امین
Ghairat
10.05.2009
سلامونه اونیکې هیلې!
عادل خانه وروره تاسو لیکلی :
[quote:b74c2d69bd] دا به ستاسو نظر وي چې تاریخ نه تکراریژي ؟
دغه قاعده خو دې یوازې په افغانستان کې درې ځله ماته شوې ده؟ [/quote:b74c2d69bd]
که تاریخ د یوشخص یاډلې څخه بل ته په زور یا سوله ییزه توګه د قدرت لیږداو ته وايي ،نو بیا ستاسې دا خبره سمه ده دغه قاعده ماته شوې ده او د احمد شاه له زامنو نیولې تر تره کې او ببرک او له ملا عمر نه نیولې تر کرزي پورې تاریخ په لسګونو وارې تکرار شوی دی ۰
[color=yellow:b74c2d69bd]خوتاریخ د عصرونو د بدلون لړ ۍ ده نه د اشخاصو د قدرت بدلون ![/color:b74c2d69bd]
او بیا تاسې په داسې حال کې په همدې یوټکي داسې تش صوري او فورمال ټینګار کړی چې آن زما هغه ورکړ شوی مثال موهم نه دی رد کړی، چې ګواکې ووایاسات د څلورو لومړیوخلیفای راشیدینو دوران بیا هم راتلای اوتکراریدای شي ۰
د یوه بوټې میوه باید ګل ته اوګل یې ساقې ته او ساقه یې ریښو ته تنزیل نکړل شي ،که څه هم د ریښو د ودې دوره به یې تر ساقې هغې ښه او ځواکمنه وي او د ساقې به دګل تر ودې او دګل به د میوې نیولو څخه ښه ، ځواکمنه او چټکه تیره شوې وي.
له بلې خوا که عقیدې دي که دینونه، که ایدیالوژۍ دي که اندیالونه ، . که فلسفې دي اوکه علمونه ټول الله تعالی د بشر موجوده ستونزو د حل لّه پاره رالیږلي دي، که موجوده پروبلمونه حل نکړي او ددې اوسنیو ستونزو پر ځای تېرو زمانوته په شا تېښته وکړي او یا راتلونکې زمانې ته ټوپ اچول کیږي دواړه یوډول تیروتنه ده او دیوډول ناورین اړیزی ګرځي ۰
زمونږاوسنۍ کشاله با ټولنه د روغتون په بستر د یو پراته ناروغ مثال لري، چې باید ناروغي یې تشخیص او بیا معالجه شي :
باید وشنل شي چې ناروغ ته د ورځې څوکاشغې د اسلام شربت، څو دانې د ملي ولسواکۍ ګولۍ او څو سیسي د ملي واکمنۍ اوملي أزادۍ پیچکارۍ په کار دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د ناروغ حالت مو په یوۀ درمل هم صرف نظر نشي کولی او نه هم یواځې یو درمل ورته بسنه کوي ! ددریواړو ترکیب او کامبینیشن غواړي !
نور مو خوښه چې وژنۍ یې او که رغول یې له خدایه غواړئ!
عادل عادل
11.05.2009
سلامونه
غیرت وروره په خبرو او نظر کې مو زما سره د ویلو/لیکلو او ملاحظې نور څه نشته.
خدای مو لره. امین
Ghairat
11.05.2009
[quote:1903d34bc4="عادل عادل"]سلامونه
غیرت وروره په خبرو او نظر کې مو زما سره د ویلو/لیکلو او ملاحظې نور څه نشته.
خدای مو لره. امین[/quote:1903d34bc4]
سلامونه او ډېرې نیکې هیلې ګرانه وروره عادل خانه کور مو آباد او بچي مو لوی!
یواځې دا چې د اسلام په خدمت کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي هره کرښه اوهر لیکنه دې راته له طلاوڅخه زیات ارزښت لري او قلم دې تاند او څپاند غواړم !
هو،دا چې له دې سره د بل نظر درناوی هم کوئ ، د زړه له کومي یو عالم مننه کوم کوم او بریالیتوب موغواړم !
په مینه او درناوي!
ستاسې یو ورور: غیرت
ډاکټر څپاند
12.05.2009
ډيرو درنو دوستانو،
هغه څه چې مو په ګران افغانستان دتروریزم يا ترهګرۍ ضد مبارزی، او ديموکراسي په نامه راغلي ده، بس لکه د وبا مرض ټول يې د پښتنو کورونه تباه کړل، دوی خو همدې ته ديموکراسي وای چې د سلږونو کيلو بمونه مو په سر را وغورځوي، او زموږ تش په نامه رهبران خړې سترګې ورته ولاړ دي٠
ولی کرزی،رباني،سياف،مجددی،قانوني او دانور په اسطلاح جهادي
شخصيتنونه خپل غوږ هم نه خوزوي؟
خبره ډيره روښانه ده او هغه دا چه په وار وار او په کراتو دا په ثبوت رسيدلی چه
په افغانستان کی د تيرو ٣٠ کالو جنګ او بدبختی اصلي عاملان پاکستان،انګريز او امريکا وه او ده٠
پدی کی خو هيڅ شک نشته چه دجنګ،جګړې بڅرکي لا د مرحوم داودخان
دجمهوريت له لمړيو ورځو ليده کيدل٠دا بڅري هله په لمبې بدل شول چه دثور
کودتا وشوه٠دا لمبې بيا هله طوفاني شوی چه روسانو دخپلو ګټو دساتلو په
خاطر زموږ په خاوره نظامي يرغل وکړ٠
مګر که تاسو دپاکستان دجمهور ريس،اصف علي زرداري مرکه په زير سره
وګوری ،دابه يو ځل بيا در ته جوته شي چه هغه څه چه نن دترهګر او تروريست
په نامه دډيورنډ دليکي په خواوشا کي دپاکستان يا امريکي او انګليس په
مقابل کی په جګړه اخته دي، دهمدي هيوادونو زيږنده ده٠
زرداري وائی چه موږ د سرطان مرض،يا ښامار د (کمونيزم)دنابودۍ لپاره په
ګډه رامنځ ته او جوړ کړ،مګر دادی موږ خپله ور سره په غم اخته يو ٠
http://www.msnbc.msn.com/id/21134540/vp/30668913#30667007
ډوکتر څپاند
12.05.2009
--------------------------------------------------------------------------------
[quote:bc037e79b4]ډيرو درنو دوستانو،
هغه څه چې مو په ګران افغانستان دتروریزم يا ترهګرۍ ضد مبارزی، او ديموکراسي په نامه راغلي ده، بس لکه د وبا مرض ټول يې د پښتنو کورونه تباه کړل، دوی خو همدې ته ديموکراسي وای چې د سلږونو کيلو بمونه مو په سر را وغورځوي، او زموږ تش په نامه رهبران خړې سترګې ورته ولاړ دي٠
ولی کرزی،رباني،سياف،مجددی،قانوني او دانور په اسطلاح جهادي
شخصيتنونه خپل غوږ هم نه خوزوي؟
خبره ډيره روښانه ده او هغه دا چه په وار وار او په کراتو دا په ثبوت رسيدلی چه
په افغانستان کی د تيرو ٣٠ کالو جنګ او بدبختی اصلي عاملان پاکستان،انګريز او امريکا وه او ده٠
پدی کی خو هيڅ شک نشته چه دجنګ،جګړې بڅرکي لا د مرحوم داودخان
دجمهوريت له لمړيو ورځو ليده کيدل٠دا بڅري هله په لمبې بدل شول چه دثور
کودتا وشوه٠دا لمبې بيا هله طوفاني شوی چه روسانو دخپلو ګټو دساتلو په
خاطر زموږ په خاوره نظامي يرغل وکړ٠
مګر که تاسو دپاکستان دجمهور ريس،اصف علي زرداري مرکه په زير سره
وګوری ،دابه يو ځل بيا در ته جوته شي چه هغه څه چه نن دترهګر او تروريست
په نامه دډيورنډ دليکي په خواوشا کي دپاکستان يا امريکي او انګليس په
مقابل کی په جګړه اخته دي، دهمدي هيوادونو زيږنده ده٠
زرداري وائی چه موږ د سرطان مرض،يا ښامار د (کمونيزم)دنابودۍ لپاره په
ګډه رامنځ ته او جوړ کړ،مګر دادی موږ خپله ور سره په غم اخته يو ٠
http://www.msnbc.msn.com/id/21134540/vp/30668913#30667007
[/quote:bc037e79b4]
که څوک مهرباني وکړي او د ښاغلي اصف زر داري مرکه خلص ترجمه کړي٠
ابو جرير
20.05.2009
قدرمنو سلامونه!
خبره دديموكراسۍ راغله.
زه له هغو ښاغلو چې دديموكراسۍ له اسلام سره موافق او مخالف ټكي څيړي، پوښتم چې آيا مونږ څه اړتيا لرو چې ديموكراسي او اسلام ته سره دنږديوالي كوشش وكړو؟ هر كله چې مونږ په دې ايمان ولرو چې اسلام يو كامل دين دى، نو بيا دكوم ضرورت پربنا دديموكراسۍ نوم ښكته پورته كړو؟
مونږ بايد اسلامي سياسي نظام، دديموكراسۍ او نورو غربي حكومتي نظامونو، پوروړي ونه بولو؟ دغه او ديته ورته نظرونه (چې ديموكراسي هم له اسلام دپام وړ كوم ټكر نه لري) يوازې هغه څوك درلودلاى شي چې دمسلمانانو اوسني مظلوم حالت له لاسه دومره نااميده او مايوسه شوي وي چې دهرې غربي او غيراسلامي مفكورې په وړاندې له نفسياتي او روحي شكست سره مخامخ دي.
خلاصه دا، هغه كسان چې دديموكراسۍ او اسلام ترمنځ په شعوري يا لاشعوري ډول، دتقارب كوښښ كوي او په اوس وخت كې ددواړو ترمنځ مشتركې نقطې لټوي بايد په دې وپوهيږي چې ستاسو دغه كار ددښمنانو په نفع تماميږي او هغوى ورڅخه دعوامو مسلمانو د اذهانو دمغشوشتيا په مقصد زياته استفاده كوي.
ع کريم حليمي
21.05.2009
مکرم ، د دين ورور ته (ابو جريرصاحب) السلام عليکم !
که چيري ابن جرير نړۍ ته راغلئ وي ، سلامونه مي ور ورسوه
[quote:7e736d220e]هغه كسان چې دديموكراسۍ او اسلام ترمنځ په شعوري يا لاشعوري ډول، دتقارب كوښښ كوي [/quote:7e736d220e]
هو ! داسي خو ده چه بعضي خلک دا د تقرب خبري کوي ، او زه هم تر دې
ګړيه په دې فکر يم چه ديمکراسي اسلامي اصول دي نه غربي !
محمدعليه السلام پر هر څه باندي د چلپا خط نه دی کش کړی
پر مکې معظمې باندي خلکو په لڅ بدن طوافونه کول ، مبارک وويل چه احرام
وتړئ ، خلکو ډيري ښځي کولې ، مبارک وويل چه يوازي څلورو ته اجازه ده
خلکو پر ځان د دين په نامه پر څان ظلمونه کول مبارک وويل په دين کښي
حرج نسته ، پخوانيو خلکو او ديندار د ديندارۍ په سبب له دنيايي ژوند او
واده څه به لاس پر سر وه ،او مبارک وويل که چا له ښځو او دنيايي ژوند
څخه لاس واخستي،نو هغه له دين څه لاس واخستئ ، او ښه مسلمان ئې هغه
وباله چه معرف او محلي کار په شورا او مشوره سره کوي
دغه سبب دی چه د روژي په مبارکه مياشت کښي تراوې د مقتدانو په سلا
او مشوره سره کوو ،(وخت لمانځه ، او په څو ورځو ختم )
که لمونځ ګذاره ووايي چه په لس ورځو ئې ختم کوو ، او که ووايي چه نه
په ديرش ورځو ئې ختموو د لمنځ ګذارو خولې ته کتل کيږي ( د اکثريت )
دغه سبب دې چه تامه ازادي نسته په اسلام کښي ، او تر سماوي قانون
هيڅوک لوړ نه دي او په ولسواکي کښي هم تر معرف (منلي )قانون هم څوک
لوړ نه دي ، ولوکه ولسوال وي
او اول دښمن مو شيطان ، او دوهم دښمن مو خپل جهالت دي
راسئ چه د جاهلانو د مرګه لاس واخلو ، سلا به پر دې سره وکړو
چه جهالت مړ کړو
تاسو خو و موږ ته د ولسواکئ له اصولو يوه جمله وليکئ چه هغه د اسلام له
اساساتو سره په ټکر کوي ؟؟؟؟ نو موږ به دي ملګرئ وکړو ، که دي خبره
پر ځای او صحيح وه
ازادۍ خبري نه !! اولسواکي ،ستا خبره ديمکراسي
په درنښت
عبد السلام
21.05.2009
=====
ابو جرير
21.05.2009
غواړم لږ نور وضاحت وكړم:
اول خو دا معلومداره خبره ده چې ديموكراسي له اسلامي اصولو سره اړخ نه لګوي، مخكې ځينو وروڼو په دې اړه معقول دلايل وړاندې كړي چې قانون داكثريت پربنا جوړيږي ولوكه داسلام يو حكم ترپښو لاندې شي خو چې اكثريت فيصله وكړي بيانو دخبرو ګنجايش نشته پکې.
او داسې نور.
خو هغه څه چې ما يې ويل غوښتل دا وه چې كه ديموكراسي له اسلام سره ځينې مشتركې نقطې ولري هم بايد مونږ يې دنامه له استعمال څخه ډډه وكړو. الله جل جلاله د البقرة په سورت كې فرمايي:
يا أيها الذين آمنوا لا تقولوا راعنا وقولوا انظرنا... الآية
ترجمة: اى مؤمنانو! تاسو د "راعنا" كلمه مه واياست، ددې كلمې پرځاى "انظرنا" واياست.
صحابه كرامو به چې كله د رسول صلى الله عليه وسلم خبرو ته غوږ ايښى وو نو ددې لپاره چې دهغه صلى الله عليه وسلم نصايح او ارشادات په غور سره واوري او په زړونو كې يې ځاى كړي نو ورته به يې ويل: راعنا، ته لږ صبر وكړه چې مونږ يې حفظ كړو.
د "راعنا" د كلمې معنى دا ده چې (مونږ ته لږ وګوره، يا لږ صبر وكړه، يا لږ درنګ وكړه).
دغه كلمه ديهودو په ژبه كې دښكنځلو په معنى وه يعنې اى خسيسه! اى احمقه!، يهودو به خوشاله وو چې مخكې به مو رسول عليه السلام ته په پټه ښكنځلې كولې اوس به يې ورته مخامخ كوو. دوى به رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دراعنا كلمه ويله او خندل به يې. سعد بن معاذ چې دهغوى په ژبه پوهيده اخطار وركړ كه دهر چا له خولې دغه كلمه واوريدله سر به ترې پرې كړم، يهودو وويل آيا تاسو په خپله يې نه واياست؟ نو الله جل جلاله دا آيت نازل كړ چې تاسو د راعنا پر ځاى دانظرنا كلمه استعمالوئ.
مؤمنان ځكه ترې منع كړل شول ترڅو يهود د رسول الله صلى الله عليه وسلم ښكنځلو ته لار پيدا نه كړي.
اوس ځينې علماء كرام وايي چې ديموكراسۍ كلمې استعمال هم دهمدې آيت شريف له مخې ناروا دى، اګر په ځينو مواردو كې له اسلامي سره اتفاق هم ولري، خو داوسني عصر يهود او نصارا د ديموكراسۍ له نامه څخه د "راعنا" كار اخلي، په ښكاره نږدي دي چې له اسلام سره يې سل په سلو كې مطابقه ثابته كړي او په ډيره كره دلايلو سره، خو په عمل دديموكراسۍ تر شعار لاندې څه دي دوى په مسلمانانو ونه كړل، بلكې دا كلمه له هغې ډيره خطرناكه ده، ددوى هيوادونه يې دديموكراسۍ دپلي كولو په نامه ښكيل كړل، مسلمانان يې ديموكراسۍ ته دخطر په پلمه زندانونو ته واچول، ويې وژل، بې كوره يې كړل، عزت او ابرو يې ددوى تر پښو لاندې كړل، قرآن ته يې سم سپكاوى وكړ، فحشا فسق او فجور ته دديموكراسۍ خاوندانو ترويج وركړ، او همدا ديموكراسي ده چې نن ورځ هم زمونږ خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم هم ترې پاتې نه شو او دهغه مبارك توهين ته هم دديموكراسۍ په سيوري كې په پوره جرئت سره اجازه وركړل شوه.
آيا دا به ښه وي چې مونږ تيوريكلي دديموكراسۍ او اسلام د تقارب كوښښ وكړو او كه په عملي ډګر کې ددغې ديموكراسۍ چې په توصيف يې نه مړيږو، اصلي څيره په ډاګه کړو؟
راځئ نور دديموكراسۍ، تروريزم، او... له ورته مصطلحاتو له استعمال تير شو، ځكه په دې كار سره مستقيما داسلام ددښمنانو مصالح تحقق مومي.
او همداسې دتروريزم اصطلاح هم درواخله.
ع کريم حليمي
21.05.2009
السلام عليک ابو جرير صاحب !
[quote:cac04c4018]اول خو دا معلومداره خبره ده چې ديموكراسي له اسلامي اصولو سره اړخ نه لګوي، [/quote:cac04c4018]
داچه هر چا درته ويلي ، يا درښوولي ، سره درواغ ئې درته ويلي دي
پنځوس کاله پخوا هم زموږ علماوو اولسواکي غوښته ، زموږ د نيکهګانو
دين زده وو ،اخلاق ئې پر ځای وه ، علم ئې درلودئ او حکمت
پر ظاهر شاه راپورته سوه ، او د مشروطه شاهۍ(اولسواکي )
غوښتني ئې کولې ، د مسلمانانو اولسواکي او مشروطه نظام هيڅ ټکر نه لري
له شريعت نبوي سره ، ولي چه مبارک هم مشورې کولې له اصحابانو سره
په اسلام کښي خپل سري نسته ، شريعت يو مشروط اخلاق دي نه مطلق
رب العزت هم خپل حق مشروط کړي ، حج وکي ، په شرط د دې چه اول به
اولاد ته خرڅ او خراجات لرې ، زکات ورکه ! په شرط د دې ، چه اول اولاد
په نس مړ که چه څه پاته سي او کال پر تير سي ، نو بيا زکات ورکه
صدقه ورکه په شرط د دې ، چه اول ئې خپلي ښځي ته ورکه ، که دي بيا نوره
صدقه ورکول اولاد ته ئې ورکه ، او که دي بيا زه وغوښته چه صدقه ورکې
نو همسايه ته ئې ورکه
زموږ دين مشروطه دی ، نو مشروطه نظام هم واجب دی او اولسواکي
معني مشروطه سياسي نظام
که د اولسواکۍ مخالف يې ، نو معنی مطلقه نظام غواړي ، نبي صلی الله عليه
وسلم هم مطلق نه وو ، وحي ته ئې غاړه ايښې وو
ستاسو مطلق مشر به انسان وي او که ملک ، او ملک هم مطلق کېدای نسي
ولي چه مطلق خو يو الله دي
هو ! که ووايې چه لار ښود مو قران او حديث نبوي دي ، سمه خبره ده
زه هم دا منم ، خو تفسير ئې مشروط دي ، پر ما يوقسم تطبق کيږي او پر
تاسو بل قسم ، نو پر موږ واجبه ده چه د معاملاتو لپاره شورا جوړه کوو او
د عباداتو لپاره اجماع وکړو او اجماع په معنی د اتفاق
اجماع په دي سبب پيدا سوې ده چه اختلاف د منځه يوسي په ديني موضعاتو
کي
[quote:cac04c4018]خو هغه څه چې ما يې ويل غوښتل دا وه چې كه ديموكراسي له اسلام سره ځينې مشتركې نقطې ولري هم بايد مونږ يې دنامه له استعمال څخه ډډه وكړو[/quote:cac04c4018]
داخو ښه خبره ده له ټولو ليکوالو او افغاني مطبعاتو به خواهش وکړو چه
نور به دا اسم نه استعمالوۍ اولسواکي مشروطه له نامه کار اخلئ
[quote:cac04c4018]يا أيها الذين آمنوا لا تقولوا راعنا وقولوا انظرنا... الآية [/quote:cac04c4018]
ايه حق ده ، تاريخ خبري دي حق دي
[quote:cac04c4018]اوس ځينې علماء كرام وايي چې ديموكراسۍ كلمې استعمال هم دهمدې آيت شريف له مخې ناروا دى، [/quote:cac04c4018]
داعلما نوم لري که يا ؟؟؟؟
داچه نوم ئې نه دی معلوم ، نو وايم چه : ريخېدلی قياس دي ، نو ريخېدلی
قياس د باور نه دی ، داسي علما نو نور محمد تره کي هم درلوه
[quote:cac04c4018]آيا دا به ښه وي چې مونږ تيوريكلي دديموكراسۍ او اسلام د تقارب كوښښ وكړو او كه په عملي ډګر کې ددغې ديموكراسۍ چې په توصيف يې نه مړيږو، اصلي څيره په ډاګه کړو؟ [/quote:cac04c4018]
ولي ئې داسي کوښښ وکړو ! داسي کوښښ کوم چه : اې خلګو
غرب داسلامي نظام اصول اخستي او خپله ديمکراسي ئې ښايسته کړې او
ملت ته ئې اوسا او امن په راوستلی ، راټول سی ! له دوهم لاس نظام ښېګڼي
مه واياست ، د اول لاس اسلامي ولسواکۍ ښېګڼي بيان کړي
چه هم د خدای رضا حاصله کړي او هم قوم خوشاله سي
راسۍ د هيچا قانون او دين ته ښکنځل و نه کړو ، او يوازي د بدو خلکو
(د غلو خاينانو کثيف اعمال افشاه کړو )
وسلام
سلام ادا کوئ هغو ته چه پېژنۍ ئې او که ئې نه پېژنۍ ، دا نبوي اخلاق وه او
دي (په دې شرط که مسلمان وو)
ع کريم حليمي
22.05.2009
[quote:6ec7620cfc]ولوكه داسلام يو حكم ترپښو لاندې شي خو چې اكثريت فيصله وكړي بيانو دخبرو ګنجايش نشته پکې.
او داسې نور. [/quote:6ec7620cfc]
دغه چه هر چا ويلي ، نه داچه د اسلام او دخدای دښمن دي بلکي د غربي
نړۍ دښمن هم دي ، دا سړی د هري بلا خلاص دی ، په طغيان کي دي
لکه تور بڼجڼ هيڅ بلا ئې نه وهي
عبد السلام
22.05.2009
سلام ادا کوئ هغو ته چه پېژنۍ ئې او که ئې نه پېژنۍ ، دا نبوي اخلاق وه او
دي (په دې شرط که مسلمان وو)
--------------------------------------------------------------------------------------------
طبعاٌ !
که یې نه پیژنﺉ نو دکفر اواسلام تشخیص به یې هم په علم غیب کوﺉ !
عبدالله صابر
22.05.2009
السلام عليکم
حليمي صاحب تاخودښاغلي ابوجريرليکنې ته کوم معقول اومدلل ځواب نه ده ويلئ
تش دومره چي دروغ يی ويلي هغه څوک دی دغه څوک دی نوم يی شته اوکنه اونور٠٠٠
خوښاغلئ حليمي صاحب
که دلته داپوښتنې مطرح شي چي ايا ديموکراسئ ياولسواکئ ته اسلامي نظام ويلئ
شو؟؟؟ يعني که ديموکراسي له اسلام سره په ټکرکښ نه وي نوبياولي ورته ديمو
کراسي ويل کيږي ؟ ؟ولي اسلامي نظام ورته نه شو ويلئ ؟؟ اوکه داسي وي چي هغه
نقطې چي له اسلام سره په ټکرکښ نه وي راواخلواوکومي چي له اسلام سره اړخ نه
لګوي له هغوصرف نظرشونوبياخوداد ديموکراسي نه شوه داخواسلامي نظام شو،
ياداچي درسول الله صلی الله عليه وسلم ،خلفای راشدينواواصحابوکرام طرزاو
طريقوڅخه ديموکراسي استدلال کړوپه داسي بياهم مونږولي اړکيږوچي اسلامي
نظام ته ديموکراسي ووايو؟؟ ځکه بي له شکه چي دهغوی طريقې اسلامي نظام
وونه ديموکراسي ،اوکه مونږدرسول الله صلی الله عليه وسلم اوخلفای راشدينو
نظام عملي کړونومعنی يی داده چي اسلامي نظام موعملي کړاوددي معنی به
هيڅکله هم دانه وي چي مونږديموکراسي پلي کړه ،اوهمغه دښاغلي ابوجريرخبره
چي داسي نظام ته بايد مونږ ديموکراسي ونه وايو اودکفارو له اصطلاح کاره ولو
ډډه وکړو ٠
والسلام
ابو جرير
22.05.2009
زما دخبرې په اصلي مقصد مو ځان نه دى پوهولى.
هغه ديموكراسي چې تاسو يې پيژنئ له هغې ديموكراسۍ سره ځمكه او اسمان فرق لري دكومې لپاره چې عملا دغرب له خوا مبارزه كيږي، او په عملي ډګر كې دپلي كولو لپاره يې كوششونه روان دي.
زه وايم او په تاكيد سره يې وايم چې دديموكراسۍ له نامه څخه دنن ورځې يهود او نصارا خورا زياته ګټه پورته كوي، كاشكې هغه ديموكراسي چې ته يې غواړې هغوى يې پلي كړي، او كه پلي يې كړي هم نو بيا خو ديموكراسي نه شوه، بيا خو اسلام شو!! لكه شاغلي صابر صيب چې اشاره كړې ده.
نو ولې بې له كوم شرعي مجبوريته دديموكراسۍ دناولې مفكورې احسان په خپلو اوږو بار كړو؟
په ديموكراسۍ کې ستاسو په لاس تعديلات، غرب ته او ددې نظريې بانيانو ته كومه معنى لري، په دې معنى چې كه تاسو هرڅومره تعديلات پكې راولئ حتى دمشروطه ولسواكۍ هم وركړئ هغوى خپله ديموكراسي عملي كوي، چې په نتيجه كې به ستاسو تبليغات دهغوى په نفعه تمام شوي وي.
تادعلماوو دنامه پوښتنه كړې، زه يقين لرم كه نوم يې هم ذكر كړم بيا يې هم نه منې نو له نامه يې تير شه وګوره كه غلطه خبره يې كړې وي په علمي او منطقي دلايلو ځواب وركړه.
نو زما مطلب دا وه چې غربيان ديموكراسۍ ته له يوې زاويې ګوري او ته ورته له بلې زاويې ګورې، هغوى ورته په يوه سترګه ګوري او ته ورته په بله سترګه ګورې چې په نتيجه کې ددواړو ديموكراسيانو تعريفونه، نومونه، او مصطلحات تغير خوري، نو ولې په لاشعوري ډول له غربي كفري ديموكراسۍ دفاع وكړې؟
يو ځل بيا وايم چې له راعنا څخه چې ته كومه معنى اخلي هغوى دهغې سرچپه معنى اخلي ترې، نو بيا څوك چيرته دومره اوزګار دي او نه به ته دومره اوزګار وې چې له هر استعمال سره متصل هغه تشريح چې ماته دې راكړه بل چاته وركړې. ولې په لنډه "انظرنا" (اسلامي سياسي نظام) نه وايې چې هم به ته له تكليفه خلاص وې او هم به دې يهودو او نصاراوو ته دتخريب، فسق، فجور فحشا، استعمار، قتل.... لار نه وې برابره كړې.
ع کريم حليمي
22.05.2009
محترم ابو جرير صاحب ! ډير اعلی درسره موافق يم
اوس نو خبره دې ته دريږي چه څه بايد وسي چه يو ملي اتفاق منځ ته راسي
داچه په فردي ډول سل کاله بحثونه او مجلسونه وګړو او توافق ته هم و
رسيږو ګټه او پايده نده پر بنا ، هغه وخت ګټه لري چه عوام خپل مشرتابه
وټاکي او له مخالفينو سره پر يوه ميز کښېني او توافق ته سره ورسيږي
يو تعداد خلګ خو سياسي مشرتابه لري چه د کابل حکومت نوميږي
او پر دي نظام باندي ښه پوره فې صدي خلګ نيوکي لري او مخالفت ورسره
لري ، که د کابل د سياست مخالفين ، که يوه فرضيه کښېږو مثلا د مخالفين
يوازي يو مليون وګڼو ، کابل خو د يومليون خلکو سره پر ميز نسي کښېنستلای
دغه خلګ بايد يو مشر او شيخ قوم ولري او د کابل د حکومت د مشرتابه سره
کښېني او يو توافق ته سره و رسيږي
داچه زه او ته مشر اوشيخ نه لرو ، د حقوقي او سياسي نظر موږ يو بې سره
او ښکره خلګ يو ، يعني شرير او جنجالي
راسه چه يو سياسي مشرتابه جوړ کړو چه د شرير جنجاليانو له نامه څخه
ځان خلاص کړو ، هر ملک مو په ترورست معرفي کوي او ملامت هم ندي
ولي چه مشر او شيخ نه لرو چه زموږ په نمايندګي و ږغيږي
پوښتنه داده چه تاسو له ځانه سره فکر کړئ چه زموږ سياسي شيخ څوک
دي ، او يا څوک خپل مشر وټاکو چه زموږ په نمايندګي د ملي او سياسي
ګټو ساتنه وکړي
په درنښت
عبد السلام
23.05.2009
--------
ع کريم حليمي
23.05.2009
السلام علی من اتبع الهدا !
اسلام او ايمان :
ايمان د قلب څراغ دي ، يو رب العزت په پوهيږي ، او هيڅ بنده ته دا نه
معلوميږي چه په کوم زړه کښي دايمان څراغ لګيږي
اسلام يو ظاهري څراغ (اخلاق او حکمت او علم )دی ، او د فرد د اعمالو
کردارنو او کلام څخه معلوميږي چه دا شخص اسلام لري او يا ئې نه لري
قران د علم او حکمت او اخلاقو کتات دی ، څوک چه د ښو اخلاق خاوند وي
نو د حکمت او علم خاوند خامخا وي ، او څوک چه د بدو اخلاقو خاوند وي
نو خامخا بې علمه او بې حکمته انسان دئ
----------------------------------------------------------------
زه بايد پر تاسو د رب سلام و نه وايم ولي چه يوه ورځ لمخه دي
داسي ليکنه کړې وه چه د اسلام اثر پکښي نه معلومېدلی ، تاسو ليکلي وه
والله اعلم ،چه مطلب دي دبره وه که ذکر، ويلي دي وه چه مردار دانه پکښي
راختلې او يا پر راختلې ده ، دوا دي غوښتې وه ،
ډېر ښه جواب مي زده ، ولي چه هر انسان شيطان لري ، او بدي ښوني
او بد جوابونه ور ښيي ، ما ئې پر خبرو غوښ ونه نيولۍ ، او شيطان ته مي
وويل چه چغه ورک سه ، اسلام ته مي تاوان رارسوې او بيامي ايمان ته
لار پيدا کوي
د چا چه کلام خراب او بد وي ، داسي معنی لري لکه د ايمان په قلعه او قصر
کښي چه څراغان مړه وي ، نو دغه وخت غله (شيطانان ) پر قلعه حمله کوي
او ايمان له قصر نه غلا کړي او د قصر خاوند دو نغريو ته کښېنوي
او خبر هم نه وي چه ايمان ئې ترې وړئ
----------------------------------------------------------
ماچه تاته جواب در نکړي ، نو وپوهېدلم چه د ايمان پر قصر او قلعه (قلب )
د ايمان څراغان او څراغونه روښانه پيرداران بيدار وه
هر څه ئې ليدل ، او شيطان حمله نشوای کولی
راسه ! قياس ته وکه ، ته اسلام لري ، او که زه
په ايمان خو يوازي الله علم لري ولي چه هو العليم ، خبير
---------------------------------------------
اسلام فعل ،عمل ، کلام دي !!!!!
ايمان پټ دی ، اسلام ظاهر !!!!!
يا رسول الله أى الإسلام أفضل قال " [color=cyan:7735942228]من سلم المسلمون من لسانه ويده [/color:7735942228]".
چه سلام نه ادا کوې ، [color=red:7735942228]ايا[/color:7735942228] موږ به دا ومنو چه ډوډۍ بېټک او مهمان خاني ته
را باسې
أن رجلا، سأل النبي صلى الله عليه وسلم أى الإسلام خير قال " [color=cyan:7735942228]تطعم الطعام[/color:7735942228]، وتقرأ السلام على من عرفت ومن لم تعرف ".
-------------------------------------------------------------
او که عبادت کوې مثال دي داسي دی
قران د لمانځه يوه فائده دا ښودلې ده چه هغه انسان له بدو خبرو او بدو
کارونو څخه منع کوي او د روږې په خصوص کښي ئې ښودلي دي چه روژه د تقوا درس او تعليم ور کوي زکات خو ټول د انسان همدردۍ درس او سبق دی ، او حج هم په مختلفو طريقو زموږ د اخلاقو اصلاح او ترقۍ ذريعه او د خپل ځان او نورو سره د مرستي او امداد يوه وسيله ده ٠
له دې تفصيل څخه دا خبره څرګنديږي چه که ددې څلورو ارکانو جلاجلا
نومونه هر څه چه دي هغه به وي ، مګر د دوی په بنيادي مقاصدو کښي
د اخلاقو تعليم راز پټ او مضمر دی ، [color=red:7735942228]که له دې عبادتونو څخه دا روحابي او اخلاقي ثمره ظاهره نه شي[/color:7735942228] نو په دې صورت کښي بايد انسان په دې حقيقت پوه سي چه دا د الهي احکاموتش لفظي تعميل او د عبادت د جوهر او معنی څخه بيخي خالي او عاري شيان دي
[color=green:7735942228]دا راز عبادتونه د هغي وني مثال لري چه شنډه وي او مېوه نه کوي او د هغه ګل مثال لري چه بوی نه لري او د هغه قالب مثال لري چه
روح پکښي نه وي [/color:7735942228]
ابو جرير
23.05.2009
قدرمنو سلامونه
حليمي صيب خداى دې وكړي چې ستاسو دخبرو په آر مطلب پوه شوى وم، كه داسې وي نو ستاسو دپوښتنو ځواب زما په نظر دهمدې بحث دپيل په ليكنه کې په ډير ښكلي شكل سره وركړل شوى دى او كه پکې خپل ځواب مو مونده نه كړ بيا به يې زه ځواب دركړم.
په درنښت
watanmal
24.05.2009
ګرانو لوستونكو او د بحث ګډونكونكو دوستانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
هيله لرم چى روغ او جوړ په وۍ ، ستاسى ليكنى مى نن ولوستى ، ښه په زړه پورى وى ،
محترم وهاج ساپى صيب تاسى ښه ليكنه كړى ، زه ترينه پدى پوه شوم چى د حكومت تنفيذى قوى ټاكلو حق مو ولس ته وركړى ، صحيح خبره ده خو هيله لرم چى د موضوع د پوره والى لپاره لاندينۍ نقطى هم واضح كړۍ:
هغه مشر چى د اولس لخوا ټاكل كيږى بايد كوم صفات ولرى؟
تاسى د خلفاؤ راشيدينو د ټاكل كيدوه بيان كړى ، نو په اوسنى دور كى د ټاكل شوى مشر د واك وخت به ئى څومره وى؟
د اسلام د اصولو په رڼا كى د خليفه د بيعت ختميدل په كومو صورتونو كى كيږى؟ يا د خليفه واك څه وخت ختميږى؟ په مرګ سره ئى ؟ د دښمن په لاس كى په پريوتلو سره ؟ او يا .........
په مينه
وطنمل
watanmal
24.05.2009
ورسته له سلامونو او نيكو هيلو څخه
محترم هيښ صيب ستاسى له توضيح څخه مننه، كور مو اباد.
كومى پوښتنى چى تاسى كړى ان شاء الله چى وهاج صيب به پرى څه وليكى.
په مينه
وطنمل