نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اور- بل
05.12.2006
ګل ملا :
يو لړ مسايل لکه روح او نفس، اسمان او فلک ، د ځمکې او آسمان اړيکه او داسې نور په ټول افغان کې خايسته ډير شنل شوي خو وروستۍ نتيجه ګيرۍ يې چا نه دي کړي چې دخواشينۍځای دی . استاد حليمي صيب روښانه کړې چې له نفسه پرته روح هسې د ژوند تش او بي څرنګوالي ځوا ک دی چې ښايي تنفس ته ورته وي .
ملاخېل :
حليمي صيب وايي چې روح معلوم کړی شوی نه دی، خو په هرصورت نفس هغه شی دی چې احساس او ذهني کيفيتونه لري . نو په جنت ې هم روح يواځې دنفس په توګه ژوند کولی شي او نفس د روح او بدن له يوځای کيدو څخه منځته راځي ، نو يواځې ژوندی بدن نفس لري او په دې ډول د بدن له بيا ژوندي کيدلو پرته نه روح جنت ته ځي او نه کوم نفس کولی شي جنت يا دوزخ ته ﻻړشي !
ګل ملا :
په دې توګه روح نه مري خو نفس له بدن څخه د روح له وتو سره سم له منځه ځي !
نو کوم عذاب چې روح ته د بدعمل له کبله ورکول کيږي هغه روح ته هغه وخت ورکول کيږي چې دنفس په شکل اوښتی وي يعنې د بدن سره يوځای شوی وي !
ثواب ، خوښي اوخوندونه هم په همدې شکل !
ملا خېل :
نو ملايان چې پرحقه وايي چې دقيامت په ورځ به د بدن اعضأ ټول شاهدي ورکوي چې پر دوی باندې روح کوم کوم ښه يابد کارونه ترسره کړي ، نوځکه د بدن غړوته نه ، بلکې روح ته چې د نفس په شکل فعاليت کوي، سزا ورکول کيږي ، سمه نه ده ! ځکه نفس د روح او بدن د يوځای کيدو حالت ته وايي او احساس شوی عذاب پر بدن او روح دواړو په ګډه د نفس په بڼه تيريږي . نوربيا
pattang
06.12.2006
ای خورې !
چې نه کار هلته څه کار !
اور- بل
08.12.2006
[quote:626db71d22]چې نه کار هلته څه کار ![/quote:626db71d22]
قدرمن ورور دروند پښتون ښاغلي پتنګ صيب او محترمو لوستونکوته سلام !
وروره پورتنۍپوښتنې بياهم عامې دي اود نرينه اوښځينه افغاني خويندو او ورونولپاره يوشان مطرح او د حل سره يې يو برابر مينه لري .
مثلأ که عقيدوي محتويات په ساينسي توګه ثابت شي نو دابه د نرينه و په نسبت
ښځو ته ﻻ جالبه وي ، ځکه چې مذهبي ر وزنه دښځو له پاره ډيره مهمه بريښي اود ساينسي ښونې له خوا يې تاييد روزنيزاغيزﻻ زياتوي !
د ساري په توګه که د اسمان موجوديت د تشي مذهبي ادعاله شکل څخه ر اووځي، نو داسماني مخلوقاتوا و مکانونو په اړه ه تصور به ډير پياوړی او ريالستي شکل اختيار کاندي .
اساسي عقيدوي بنسټونه ٧ دي چې ثبوت نه لري او په امنت بالله کی درج شوي اونورعقايد يې مشتقات بلل کيږي . د آسمان پرموجوديت ايمان لرل شايد اتم بنسټ و بلل شي، چې هم ثبوت نه مني اوهم پرې عقيده لرل داسلام له پاره اړينه ده. خو په امنت بالله کې د ذکرشويوبنسټونوپه ليکه کې نه دی راغلي .نوځکه :
ګل ملا :
داسمان لرې والي چې په اسلام کې پخواهر څومره تصور شوی، اوس ترهغه په ميليونونو او ملياردونو وارې لرې واټنونه ځمکې ته د رارسيدلي نور پواسطه بي اسمانه ثبوت شوي دي ! نو آیا دغه حقیقت به د متصور اسمان موجودیت تر پوښتنې لاندې را نهولی؟ او که یې راولی ، نو جنت به بیا چیرې لټوو ، په ځمکې که په کوم ستوری کې ؟
ملاګل :
همدغه شان لکه پخوا چې هم یوه ورور دېته اشاره کړې وه ، د لندې او وچې ځمکې پرسر داسې نقطه نشته ، چې پر سر يې عمودأ پورته آسمان تصور نشي . داچې ځمکه کروي ده او په هره نقطه کې پرې پاس اسمان متصوردی ، يعنې دځمکې دمخ پر هره نقطه داسمان يوه نقطه پرعمودي مستقيم خط وصل تصور کيږي نو پر منطقي توګه جبرأ اړين او ضرور اسمان هم کروي شکل لري ! ددې پرضدملا صاحبان څه و يلی شي (؟) خو دغه تصور له اسمانو نو څخه دملايانو صاحبانو دمسطحو تصوراتوسره سمون نه خوري . په درناوي .
pattang
09.12.2006
اغلې پښتنې خورې غوټۍ اوربل سلام عليکم !
زما خو يواځې تاسومقصد نواست بلکې عامه خبره مې کړې ده٠ دپښتني خوندوګډون دژوند په هره برخه کې تر پښتني نورم لاندي خو زما زوړ ارمانددی٠
ماته خپله دغه بحث ډېر مغلق ښکاريږي نوځکه مې داسې و ليکل ٠
خورې ! خدای پاک د له ګناه را تير شي ،عقيده سيانسي ريښې نلري
نو سبوت يې هم عقيد وي دی٠
1+1=0 : a
1+1=2 : b
b =/ a
دواړه درست دي ،خوهريوخپل ځايونه لري اوکارورځخه اخيستل کيږي .
ع کريم حليمي
09.12.2006
درنې او پتمني په دين مي خور غوټۍ وربل
سلام على من اتبع الهدى، أما بعد
[quote:aa578071fa]که عقيدوي محتويات په ساينسي توګه ثابت شي[/quote:aa578071fa]
محترمي خور دغه جمله ستاسو ډېر دلچسپه ده ، په دې چه!
ستاسو مطلب څه شي دی ؟ د ساينس څخه ستاسو مطلب طبعي علوم دي ؟
که مو مطلب طبعي علوم وي ! نو بيا طبعي علوم خو هم هر شي ته جواب نه لري
او يا په بل عبارت طبعي علوم نن هم غزيږي يعني انسان نن پوره پوه نه لري !
نو په ناپوهي به څه شي ثابت کړي ؟
ايا تاسو دا باورنه لرۍ چه قران عظيم الشان پخپله يو طبعي کتاب دی
ايا ټوله کتاب طبعي کودونه ندي ؟؟؟
او که تاسو دا راسره منۍ چه کتاب الله طبعي کتاب دی
نو خو بيا قران عظيم الشان پخپله سند دی !
[quote:aa578071fa]اساسي عقيدوي بنسټونه ٧ دي چې ثبوت نه لري [/quote:aa578071fa]
امنت بالله وملئكته وكتبه ورسله واليوم الاخر والقدر خيره وشره من الله تعالي والبعث بعد الموت
ايمان مي راوړى په الله باندي اوپه ملا ئكو دالله اوپه كتابونودالله اوپه رسولانو دالله اوپه ورځ داخرت اودخيراوشرپه تقدير چي دالله دلوري دي اودمرګ نه پس په ژوند باندي .
محترمي !
په پوره جمله (امنت بالله ) کښي کومه خبره نه ده ثابته ! تاسو ته تکليف درکوم
که ئې موږ ته تجزيه کړی مننه
او ستاسو له ليکني نوري پوښتني هم راولاړيږي ! انشاالله پر هغو به په اينده
کښي جر اوبحث کوو
وَ مَا عَلَيْنَا إِلا الْبَلَغُ
اور- بل
09.12.2006
محترم مولینا حلیمی صاحب السلام علیکم ورحمت الله و برکاته ! مننه کوم چې زما لیکنې ته مو د ځواب تکلیف هم وګاله ، اجرونه مو نصیب شه !
[quote:b4a24fd9eb]ستاسو مطلب څه شي دی ؟ د ساينس څخه ستاسو مطلب طبعي علوم دي ؟ [/quote:b4a24fd9eb]
له ساینس نه خو مطلب علم یا پوهنه ده، ه ټولنیزه هم وی، خو دلته ترې طبعا طبیعی علوم او ریاضیات دی.
[quote:b4a24fd9eb]که مو مطلب طبعي علوم وي ! نو بيا طبعي علوم خو هم هر شي ته جواب نه لري [/quote:b4a24fd9eb]
هو، ډیرو ته خواب لری خو هرشی ته نه ! خو وایی چې دغه موضوع نه ده څېړل شوې او یا شوې خو رښانه شوې نه ده، ولې نه وایی چې څنګه مو توان وی همغسې پرې ایمان او عقیده پیدا کړئ ، بلکې د انسان ند -ځواک یې څیړلو ته رابولی او هڅوی یې .
[quote:b4a24fd9eb]او يا په بل عبارت طبعي علوم نن هم غزيږي يعني انسان نن پوره پوهه نه لري ! نو په ناپوهي به څه شي ثابت کړي ؟ [/quote:b4a24fd9eb]
هو ، سمه ده چې په ناپوهۍ هیڅ نه ثابتیږی، ځکه خو د طبیعی علومو ورسره تر هرڅه ډېره ورانه ده او خپله دو ښمنه یې بولی . خو څشی چې دساینس (علومو ) رڼا روښانه کړی ، هغه روښانه دی.
د مسلمان دیندارو هیله داده چې دین له ساینس سره ډډه ولګوی او د جهالت د تیارو پر ضد مبارزه وکړی . ددې له پاره پکار ده چې ددین خپل ډېر بنسټونه په ساینسي تو ګه په اثبات ورسیږی یا د ساینس سره د ټکر ټاپه پرې ونه لګیږی.
[quote:b4a24fd9eb]
ايا تاسو دا باورنه لرۍ چه قران عظيم الشان پخپله يو طبعي کتاب دی
ايا ټوله کتاب طبعي کودونه ندي ؟؟؟ [/quote:b4a24fd9eb]
زما هیله همدا ده او عقیده لرم چې قران عظيم الشان ټول طبعي کودونه دی [color=white:b4a24fd9eb]او دا باید پر ساینسی تو ګه ثبوت هم شی ![/color:b4a24fd9eb]
او کتاب الله پر عقیدوی سند سربېره یو طبیعي او پر علم الیقین ولاړ سند هم شی !
[quote:b4a24fd9eb]اساسي عقيدوي بنسټونه ٧ دي چې ثبوت نه لري [/quote:b4a24fd9eb]
[quote:b4a24fd9eb]امنت بالله وملئكته وكتبه ورسله واليوم الاخر والقدر خيره وشره من الله تعالي والبعث بعد الموت
ايمان مي راوړى په الله باندي اوپه ملا ئكو دالله اوپه كتابونودالله اوپه رسولانو دالله اوپه ورځ داخرت اودخيراوشرپه تقدير چي دالله دلوري دي اودمرګ نه پس په ژوند باندي .
محترمي !
په پوره جمله (امنت بالله ) کښي کومه خبره نه ده ثابته [/quote:b4a24fd9eb]
د عقیدې پر سطحه خو زر فیصده ثابته ده ، خوکه له علم العقايد څخه راشئ علم الیقین ته او خپله پوښتنه داسې بشپړه کړئ چې : [color=yellow:b4a24fd9eb]په پورته جمله (امنت بالله ) کښي کومه خبره په علم الیقین سره ثابته نه ده ؟ [/color:b4a24fd9eb]
نو ښایی چې دغه پوښتنه به هیڅوک په بشپړ جرئت سره ونشی کړای تر څو چې یې ساینسی ثبوتونه نه وی وړاندې کړی ،خو بر عکس يې هر سړی پوښتلی شي چې :
[color=blue:b4a24fd9eb]په پورته جمله کښي کومه خبره په علم الیقین سره ثابته ده ؟ [/color:b4a24fd9eb]
په درنښت !
ع کريم حليمي
09.12.2006
درنې او پتمني په دين مي خور غوټۍ وربل زما ښې هيلي خپل حضور ته ومنۍ او
سلام على من اتبع الهدى، أما بعد
[quote:3e1aa2b3ae]نو ښایی چې دغه پوښتنه به هیڅوک په بشپړ جرئت سره ونشی کړای تر څو چې یې ساینسی ثبوتونه نه وی وړاندې کړی ،خو بر عکس يې هر سړی پوښتلی شي چې :
په پورته جمله کښي کومه خبره په علم الیقین سره ثابته ده ؟ [/quote:3e1aa2b3ae]
محترمي ! همېشه مي هر څه څېړلي دي ،ولي چه د مصلحت ولچک او اتکړۍ
پر شونډانو نه پرېږدم ، او هغه طفلانه خوۍ راسره دی چه : "پاچا لوچ است "
نو دخپل عادت سره سم به په جرئت سره "امنت بالله " و شنم
له ډېره وخته په افغانستان کښي سواد (علمي پوهه ) وه چه په في صدي کښي
نه راځي يعني تر يوه فيصد هم کمه وه ، او په فاميليو کښي ئې ساتلې وه !
او يا ممکن دوی هم پوره اندازه پوهه نه درلوده
زما سره ئې يو مثال سته ، مرحوم محمد عالم بڅرکی يو وخت نيويارک ته
تشريف راوړی وو ، خوشبختي مي په نصيب سوه ورسره ومي ليدل ځيني
پښتني راسره وې چه هر چا ئې رشتيا جواب نوو راته ويلی ، مرحوم څه چه مي
پوښتني وکړې نوپه ډېر ديانت ئې جواب راکړی ، پوښتنه مي داوه چه
ويښوځلميانو ولي ځانونه تباه کړه په دهمزنګ کښي ، او ولي ئې پناه سياسي و نه غوښته په يورپ کښي ؟
مرحوم راته وويل :- "موږ په سياسي پناه نه پوهېدلو لکه نن چه پوهيږو "
نو محترمي په دين خور !
زه پوهېږم چه "امنت بالله " په ځان کښي ډېر عظيم مفهوم پروت دی او ريښه ئې
قراني ده ، نوهيڅ وخت به غلطي پکښي پيدا نشي نه ګرامري غلطي اونه اصولي
غلطي زموږ ده چه ناپوهی ده ، د افغانستان حکومت او وزارت معارف داسي
ناپوهۍ کړي چه نن د [color=red:3e1aa2b3ae]سړي [/color:3e1aa2b3ae] سر پرله څرخوي
يو مثال ئې داسي دی چه علوم ئې پر دوو برخو وېشلي وه ، يوې ته ئې
علوم ساينسي شعبه ويل او بلي ته ئې علوم اجتماعي ويل
حال داچه داسي ويل کيږي چه علوم طبيعي او علوم اجتماعي
(طبيعي علومو ډيپاړټمنټ او اجتماعي علومو ډيپاړټمنټ)
ګمان داسي کوم چه دابه ئې د ناپوهۍ علامه وه ؟ او که يا ، او يا ممکن زما
کمزوري وي !چه داسي ګمان کوم ، خو ګمان اکثره وخت درواغ هم وي
نو خبره داده چه نن هم اکثره خلک د "امنت بالله " په مفهوم نه پوهيږي !
که زه د "امنت بالله " پر مفهوم او معني ليکنه کوم نو سل صفحو ته ضرورت
لري ، او دمره وخت نو چيري پيداکيږي
نو تاسو يو اخلاقي جرئت وکړۍ ، چه په کومه حصه کښي مشکل وينۍ
پوښتنه مطرح کړۍ که چيري زماسره ئې جواب نه وو ، ممکن ده
او انشاالله که خدای غوښتي وي يقينابه يقيني جواب به په لاس درسي
نوټ :- يقيني پوه په هرڅه کښي نه حاصليږي (ناممکنه ده ) په خپله دغه خبره
يقين لرم ، 8) او يقين لرم چه په اور سوځېږم او داسي نور
او که تاسو يقين ابراهيمي ، يقين محمدي او يا د روح الله يقين پسي ګرځۍ
نو بيا بېخي ناممکن خبره ده !!!!! او وه ، او وي به
بسمه تعالی : مِن كلِّ شىْءٍ سبَباً
اسباب هر چيز را در اختيارش نهاديم
په درنښت
اور- بل
10.12.2006
مولينا حليمي صاحب السلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
پر خالق ايمان لرل ثبوت ته اړتيا نه لري ا و د ثبوت امکان يې هم نشته ځکه مخلوق نشي کولي خپل خالق پر تجربه اوعلم اليقين سره درک اود طبيعت پشان تسخير کاندي .خو ولې د کتابونونزول له علم اليقپن يا عملي تجربې څخه ليرې پاتې شوي ، که قضی او قدر او د قيامت ورځ د تجربې يا علم اليقين ﻻندې نشي راتلای نو دملايکو موجوديت خو کيدای شو په عملي توګه انسانانوته په اثبا ت ورسول شي .
دعقيدې په سطحه په يوۀ جز کې هم شک نشته، خو د تجربې پرسطحه د اسماني کتابونود نزول او دملايکودموجوديت د ثبوت نشتوالی اړيناو موجه نه بريښي .
دغه راز داسمان وجوديت پر تجربې او علم اليقين ثابت بريښيدۀ ، خو اوس هغه هم تش عقيدې ته پاتې ښکاري،ځکه چې دفاصلې مذهبي اټکل يې له امکان څخه وتلی ښکاري .په درنښت
ع کريم حليمي
10.12.2006
درنې او پتمني په دين مي خور غوټۍ وربل زما ښې هيلي خپل حضور ته ومنۍ او
سلام على من اتبع الهدى، أما بعد
محترمي !
ته يوه جنتي پتمنه يي په دې چه د فکر ازادي دي اختيار کړې ده
سرار عالم فرمايلي چه : چه جنت ته به هغه خلک ځي چه زړونه ئې د مرغانو په شان وي ٠
داسي معلوميږي چه تاسو کوښښ کوۍ چه يقين کلک کړۍ ، نو په عين وقت
کښي تاسو زموږ ايمان د يقين طرف ته يو ډيسی متر نور هم ور نيزدې کړی مننه!
[quote:4336db3e38]پر خالق ايمان لرل ثبوت ته اړتيا نه لري ا و د ثبوت امکان يې هم نشته [/quote:4336db3e38]
هو ! او هم يا
د هر شي اخري معلول (effect ) رب دی ، او دا يوه ساينسي خبره ده
او زه سل په سل په دې يقين لرم چه تاسو هم پر ساينس (تجربه ،بصيرت)
يقين لرې !
فزيک يو طبيعي علم دی ، او طبيعي قانون ،چه د طبعي علومو څخه سر غړونه
هم يو ډول کفر دي ، زه د کېميا ، رياضي ، هندسې په کفر هم ځان نه کافر کوم
ولي ! په دې چه دغه طبعي علوم دي چه زموږ ته يقين رابخښي
دا شمسي نظام ته چه د فزيک له کړکۍ وګورو دا راښووي چه بېله خالقه او ربه
امکان نسته ، چه داسي نظام دي وچليږي (علت او معلول )
داچه رب نه تسخير کيږي ، خو په طبعي پوهه ځان ور نيزدې کولی سو !(دوست )
[quote:4336db3e38]کتابونونزول له علم اليقپن يا عملي تجربې څخه ليرې پاتې شوي[/quote:4336db3e38]
نه داخبره خو زه نه درسره منم ، په دې چه د تاريخ علم ئې هم نه درسره مني
تاريخي سند :
د حضرت عمر بن خطاب څخه روايت دی ، چه يوه ورځ موږ د مبارک سره ناست
وو ، يو سړی راغلی چه ډېره سپين لِباس ملبس وو او تک تور ورېښتان ئې وه
او د سفر کومه علامه نه وه پر ښکاره ، او په موږ کښي چا نه پېژندلی ، مبارک
عليه السلام ته مخامخ کښېناستی او خپل دواړه زنګونونه ئې
د مبارک عليه السلام د زنګونو سره ومښلول او لاسونه يي پر اومونو کښېښوول ، ويې ويل
يا محمد ! ما خبرکه چه اسلام څه شي دی ، مبارک عليه السلام ورته و فرمايل
اسلام دا دی چه بې له يوه الله بل معبودنسته او محمد د الله رسول دی ، لمونځ
کوۍ ،او زکات ورکوۍ ،او د مضان په مياشت کښي روژه نسۍ ، او حج کوی
که طاقت دي وو ٠ هغه وويل چه رشتيا دي وويل ، نو موږ حيران سولو چه هم
پوښتنه کوي او هم يي تصديق کوي .......................................................
حضرت عمر فرمايي ډېر وخت تېر سو څو ورځي ورسته مبارک ماته وفرمايل
اې عمره ! ته خبر يي چه هغه سَّائِل څوک وو ، ما عرض وکړی چه
الله او رسول الله ښه خبر دي ، مبارک و فرمايل دا جِبْرِيل وو ، چه تاسو ته دين
وښووي
[quote:4336db3e38]که قضی او قدر او د قيامت ورځ د تجربې يا علم اليقين ﻻندې نشي راتلای [/quote:4336db3e38]
څرنګه نسي راتلای ؟
موږ ئې د سر په سترګو وينو ، که قدر نوای ؟ نو نن ورځ په هرڅه د هغه چا په
ګټه تمامېدلی چه B52 ئې درلودلای ، قدر ئې بولی که يا
او خبره د قيامت هم يوه يقيني خبره ده !
ساينس ويلی او ثابت کړي چه هر شئ اخره لري ، نو دا شمسي نظام هم يو وقت
اخره لري يعني قيامت !!!
[quote:4336db3e38]داسمان وجوديت پر تجربې او علم اليقين ثابت بريښيدۀ ، خو اوس هغه هم تش عقيدې ته پاتې ښکاري،ځکه چې دفاصلې مذهبي اټکل يې له امکان څخه وتلی ښکاري [/quote:4336db3e38]
ايا تور سوري ته څوک ورنوتلي دي ؟ black hole هرڅه په انرجي بدلوي
او سرعت يې تر نور او رڼا هم زيات دی
هغه وخت به د اسمان خبري غلطيږي که څوک تور سوري ته ولاړل او بيرته
راغلل نو بيابه ئې له امکان څخه وتلی ګڼو
A supermassive black hole is a black hole with a mass of an order of magnitude between 105 and 1010 (hundreds of thousands and tens of billions) of solar masses. It is currently thought that most, if not all galaxies, including the Milky Way, contain supermassive black holes at their galactic centers.
په درنښت
اور- بل
11.12.2006
محترم مولینا عبدالکریم حلیمی صیب اسلام علیکم ورحمت لله و برکاته !
رب العزت دې دداړو دارینو عزتونه درکړی !
[quote:58bd5a1bad]
دا شمسي نظام ته چه د فزيک له کړکۍ وګورو دا راښووي چه بېله خالقه او ربه
امکان نسته ، چه داسي نظام دي وچليږي (علت او معلول )[/quote:58bd5a1bad]
وایی چې په ګردیځ یا کزموس( کایناتو ) کې تر نظم ګډوډي ډیره او مسلطه ده ، بیا هم نظامونه لکه شمسی نظام او نور ډیر په کې شته !
دشمسی نظام نظم د نیوټن د ګراویتیشن پر فزیکی قانون ولاړ او روښانه دی .
او تورې سوړې هم یوه نه بلکې ډیرې دي، او ډیر ستوري (لمرونه) یې خوړلی او شاید بیرته زیږولی هم وي . که زمونږ د لمریز سیستم وار راورسید نو ستاسې پر وینا قیامت به شی، کوم چې وختي د تورو سوړو د پیدایښت سره په نورو شمسی نظامونو کې پیل شوی ، روان دی اويا په ډیرو کې دغه قیامت ترسره شوی دی.
[quote:58bd5a1bad]داچې دکتابونونزول له علم اليقين يا عملي تجربې څخه ليرې پاتې شوي داخبره خو زه نه درسره منم ، په دې چه د تاريخ علم ئې هم نه درسره مني تاريخي سند : د حضرت عمر بن خطاب څخه روايت دی ، چه يوه ورځ موږ د مبارک سره ناست وو ، يو سړی راغلی چه ډېره سپين لِباس ملبس وو او تک تور ورېښتان ئې وه او د سفر کومه علامه نه وه پر ښکاره ، او په موږ کښي چا نه پېژندلی ، مبارک
عليه السلام ته مخامخ کښېناستی او خپل دواړه زنګونونه ئې د مبارک عليه السلام د زنګونو سره ومښلول او لاسونه يي پر اومونو کښېښوول ، ويې ويل
يا محمد ! ما خبرکه چه اسلام څه شي دی ، مبارک عليه السلام ورته و فرمايل
اسلام دا دی چه بې له يوه الله بل معبودنسته او محمد د الله رسول دی ، لمونځ
کوۍ ،او زکات ورکوۍ ،او د مضان په مياشت کښي روژه نسۍ ، او حج کوی
که طاقت دي وو ٠ هغه وويل چه رشتيا دي وويل ، نو موږ حيران سولو چه هم
پوښتنه کوي او هم يي تصديق کوي .......................................................
حضرت عمر فرمايي ډېر وخت تېر سو څو ورځي ورسته مبارک ماته وفرمايل
اې عمره ! ته خبر يي چه هغه سَّائِل څوک وو ، ما عرض وکړی چه
الله او رسول الله ښه خبر دي ، مبارک و فرمايل دا جِبْرِيل وو ، چه تاسو ته دين
وښووي [/quote:58bd5a1bad]
معلومه ده چې له یقین څخه مطلب عقیده نه بلکې د تجربې نتیجه ده . پیغمبران دعقیدې د راپیدا کولو مسولیت لری نه د یقین، او پورتنۍ پیښه هم عمر (رض) ته دنبی علیه الصلوا ه والسلام له تشریح ورکولو نه وروسته د ملایکو (جبریل) پر موجودیت عقیده لا پخه کړه، خو که هغه سائل سړی د خبرو نه وروسته ځې پرځی ناڅاپي ورک شوی وای له تشریح پرته به حاضرینو له خپلې تجربې څخه ویلی وای : [color=white:58bd5a1bad]دا نو خیر ملایکه وه ![/color:58bd5a1bad]او دا به یې علم الیقین ته په خوارۍ سره ورته و، ځکه یقین یا تجربه دې ته وایی ، تر څو چې ملایکې موجودې وی تل ولیدل شی او هیڅوک یې له لیدلو څخه بې برخې نه وی، که څه هم په میکرو ــ یا ماکروسکوپ (تلسکوپ ) کې وي .
[quote:58bd5a1bad]موږ ئې د سر په سترګو وينو ، که قدر نوای ؟ نو نن ورځ په هرڅه د هغه چا په ګټه تمامېدلی چه B52 ئې درلودلای ، قدر ئې بولی که يا [/quote:58bd5a1bad]
نو B52 لرل او بمبارۍ خو هم په قدر کې راځی چې پر مسلمانانو بمونه غورځوی ، هرڅه به نور څنګه وی، پرعراق او افغانستان کې د B52 ــ موجوده بری خو هم کمه خبره نۀ ده. که مونږ انګلیسان پخوا او روسان وروسته له وطن څخه ویستلي دي نو د ا بیا هم زموږ بری او د هغوی ماتې نه وه. زمونږ بری به هغه وای چې انګلیستان ا و روسیه افغانانو هم نیولي وای او تر هغوی یې پرې اوږده موده حکومت کړی وای . نو بری خو د هغوی و چې هر وخت یې زمونږ پر خاوره بیا بیا تا خت و تاز کاوه او کولی یې شو . نو دانګلو امريکايي ځواکونو اوسنی شتۀ والی په هيواد کې قدر وبولو کۀ د طالب سياست پايله ، او که دواړه لکه لازم او ملزوم سره تړلي؟ طالبانو ورونو پخپله به له قدرت څخه خپل پرځېدل ځا ته په قدر کې د ګناهونو له امله ټاکل شوی عذاب اوعبرت بللی وي ، څو په صبر سره خپل جهادته دوام ورکړي او بيرته وبخښل شي او قدرت ته د بيا رسيدو خواږه خوبونه هم ويني . په درنښت .
ع کريم حليمي
12.12.2006
پتمني پښتنې په دين مي خور غوټۍ وربل زما ښې هيلي خپل حضور ته بيا ومنۍ او ،سلام على من اتبع الهدى، أما بعد
[quote:8e206bbc31]معلومه ده چې له یقین څخه مطلب عقیده نه بلکې د تجربې نتیجه ده [/quote:8e206bbc31]
هو ! همداسي ده لکه تاسو چه فرمايلي دي ،اما
نوچه يوه ياڅو صادقو سړو ته تجربه سي ، نو وموږ ته بيا خبره قطعي او يقيني
هم شوه !!! دلته وڅه فرق سته ، د دين (عقيدي ) او د طبيعي علومو تر منځ
يقين درجي لري ، نده لازمه چه ټولو انسانانو يقين دي په اوله درجه کښي
ځای ولري ، په خدايي يا الهي دربار کښي مساوات نسته !!!!!!
جنتونه هم درجې لري او دوږخونه هم درجې ، جنتونه يو تر بل ښه
او دوږخونه هم يو تر بل بدتر
[quote:8e206bbc31]خو که هغه سائل سړی د خبرو نه وروسته ځې پرځی ناڅاپي ورک شوی وای له تشریح پرته به حاضرینو له خپلې تجربې څخه ویلی وای : دا نو خیر ملایکه وه !او دا به یې علم الیقین ته په خوارۍ سره ورته و، ځکه یقین یا تجربه دې ته وایی ، تر څو چې ملایکې موجودې وی تل ولیدل شی او هیڅوک یې له لیدلو څخه بې برخې نه وی[/quote:8e206bbc31]
پښتنې غوټۍ !
نه نه ! تردې لوړه تجربه نو نده پکار لږ صحنه تصور کړی !!
مثلا د مديني منورې کلي ته يو سړی راځي تک سپين کالي
او تک تور ورېښتان لري (پاک صاف ) او د مديني منورې کلي اوسېدونکي
هيڅ نه پېژني او د سفر اثر هم نه پر معلوميږي ، او بيا داسي خبري کوي چه هم
پوښتنه کوي او هم بيا وايي و سردار عالم ته چه "چه رشتيا دي وويل "
او د مبارک اصحاب هم حيران کيږي چه هم سوال کوي او هم يي تصديق کوي
دا څنګه سړی دی
دغي ته يوه قطعي تجربه ويل کيږي اوبس
ضرورنه ده چه هر څه هر سړی پخپله تجربه کړي ، د بل تجربه هم زموږ د ايمان
درجه و قطعي ،يقيني درجې ته رسوي
[quote:8e206bbc31]دانګلو امريکايي ځواکونو اوسنی شتۀ والی په هيواد کې قدر وبولو کۀ د طالب سياست پايله [/quote:8e206bbc31]
نه نه ! په دين خور خطا سوې يي !
تاسو خبره د قضی کوۍ اما په " امنت بالله " کښي خبره د "والقدر خيره وشره "
ده ، القضاء په معنا د قاطع حکم !! يعني د بنده په اعمالو پوري هيڅ اړه نه
لري ، فلان سړي به د جون په مياشت کښي مري ( القضاء )
بسمه تعالی : { إذا جاء أجلهم لايستئخرون ساعة ولايستقدمون }
داکه انسان پورته وغورځي او ځان د مځکي مځکي ووهي يوه ثانيه ئې مرګ نه
شاته کيږي او نه مخته کيږي ،
او "والقدر خيره وشره " معنا د خوابدۍ او خوشحالۍ اندازه !!!!
موږ چه څه کوو پر اعمالو مو خير او شر بنا دی ، او يا څه چه موږ کوو ځان ته
ئې خير ګڼو او بعضي کارونه بيا شر ګڼو زموږ په حساب
اما داسي پيښيږي چه هغه سي نه سي لکه موږ چه حساب کړي وو
او يا په بل عبارت موږ د موټر سره ټکر کوو پښه مو ماتيږي موږ ئې شر ګڼو
اما د پښې پرماتېدو سربېره بيا موږ ته په خير تماميږي ، او يا موږ واده کوو
او ځان له پاره ئې خير ګنو او دغه واده موږ ته شر سي يعني خوابدئ
په نړۍ کښي ټوله شيان تور او سپين نه دي نور رنګونه هم سته لکه شن او
تېز شن او يا پولادي او خام پولادي، مطلب دادی چه القضاء او القدر
دومره سره نيژدې دي لکه تېز پولادي رنګ او خام پولادي رنګ
نو داسي ويلی سوو چه القضاء مطلقه ده لمر به صبا راخېژي !!!!
او القدر بيا د خوښۍ او خوابدۍ اندازې ته ويل کيږي
هو ! طالب به فکر کوي چه تاوان ئې وکړۍ اما ممکن ده چه په دې ناکامۍ
کښي ورته خير وي، نومطلب داسوو چه خوشحالۍ او خوابدۍ اندازه
د الله له خوا تعين کيږي
خير معنا خوشحالي او شر معنا خوابدی !!!!!
په درنښت او مينه
اور- بل
15.12.2006
د مکرم مولینا حلیمی صیب حضور ته بیا بیا سلامونه وړاندې کوم !
محترمه ډیره مننه کوم چې زما سهوه مو اصلاح کړه چې د قدر پرځای مې قضی په پام کې نیولې وه . خو بحث اصلأ پر تجربې یا علم الیقین و :
[quote:42df0ed997]حضرت عمر فرمايي ډېر وخت تېر سو څو ورځي ورسته مبارک ماته وفرمايل
اې عمره ! ته خبر يي چه هغه سَّائِل څوک وو ، [color=white:42df0ed997]ما عرض وکړی چه الله او رسول الله ښه خبر دي [/color:42df0ed997][/quote:42df0ed997]
ایا دا جمله چه[color=blue:42df0ed997] ما عرض وکړی چه الله او رسول الله ښه خبر دي [/color:42df0ed997]نه ښیی چې عمر (رض) هم د سائل دهویت په اړه ډاډمن خبر نه درلود چې هغه څوک دی، خو د نبی (ع) له فرمودې وروسته یې آن علم الیقین راغی چې نوموړی سائل جبرائیل علیه السلام و ، نه مخکې ، د پیښې سره پر سم وخت کې
چې تجربه ورته وویل شی .
ع کريم حليمي
16.12.2006
مکرمي په دين مي خور غوټۍ جاني ، ښې هيلي او
سلام على من اتبع الهدى، أما بعد
[quote:f0c4510172]وایی چې په ګردیځ یا کزموس( کایناتو ) کې تر نظم ګډوډي ډیره او مسلطه ده ، بیا هم نظامونه لکه شمسی نظام او نور ډیر په کې شته ![/quote:f0c4510172]
غواړم چه له تاسوپوښتنه وکړم ، که اجازه راکړۍ !
دغه پورته جمله ستاسو پخپله دا حالتونه ليدلي ،او اوس يقين پرلرۍ
او که دا تاسو د بل چا پر ساينسي ليکني باندي په پټو سترګو باور او يقين دی
له حوښيارانو او د طبيعي علومو د پوهانو مي اورېدلي او هم لوستي دي
چه : د نوري کلونو په فاصله پورته پوهي ټوله تيوري ده !!!
او تجربه او ثابت علم ندی ، ايا داسي نده ؟؟؟؟
که داسي وي !! نو بيا دا نوري کلونه او خبري خو بيا د دې وړ نه دي چه يقيني
وګڼو ٠ پر دې خبرو باندي ستاسو يقيق درجه چيري ده له 1 څخه تر ٩
په درنښت او مينه
اور- بل
16.12.2006
دینی ورور مولوی حلیمی صیب السلام علیکم و رحمت الله !
د (یقین ) کلمه عربو د باور او عقیدې په معنی نه، بلکې د مشاهدې او تجربې د نتیجې په معنی کارولې ده . د ساینسی علومو تیوری هم د تلسکوپی او غیر تلسکوپی مشاهدو څخه راوتې دي . که د مشاهدو پر بنسټ یوه ولاړه تیوري رد شي نو بله به پرې جوړه شي یا به مشاهده بشپړه شی او بله تیوری به رامنځته کړي ، نو په هر صورت یې اساسي مبدأ د مشاهدې ا وتجربې وړ واقعیتونه دي چې امتحانېدای او کنترول کیدای شي . دین وایی چې ملایکې بیشمیره دي خو یوه یې هم څوک نشی مشاهده کولې، حال داچې پر موجودیت یې عقیده ، باور او ایمان له الله تعالې وروسته دوهمه درجه بنسټ دی ، خو د مشاهدې یا تجربې په معنی یقین پرې شونتیا نه لری . [color=white:808d79812b]که د یقین خبره د باور ایمان اوعقیدې وي، نو پر مشاهدَ وي شیونولکه دځمکې، نبابتاتو اوحیواناتو ، بوټ او څپلۍ پر موجودیت[/color:808d79812b] هم مونږ مسلمانان شکر دومره کلک ایمان او باور نه لرو لکه څومره چې په امنت بالله کې پر راغلو دینی بنسټونوکلک ایمان او باور لرو . خوخبره داده چې د دینی احکامو او او لارښودنو مشاهدوی حقانیت او تصدیقونو به داسلام د مبارک دین د خپرولو سره ډیره مرسته کړی وای او پر ضد به یې تبلیغات بالکل بی اغیزې وو. که دیوې ملایکې موجودیت هم مشاهده کېدی شوای، کمونیزم اوالحاد به له سره دځمکې پرمخ رامنځته شئوی نه وای .آیا همداسې نه ده ؟ والسلام .
16.12.2006
دیني او پښتنې خور غوټۍ وربل ته اومکرم استاد حلیمي صیب ته یو عالم سلامونه او نېکې هیلې !
لوی خدای په سورت الملک کې فرمایلي :
[color=white:9c71971dfb]ان الذین یخشون ربهم بالغیب لهم مغفرت واجرُُ ُا کبیر [/color:9c71971dfb]
د[color=blue:9c71971dfb]بالغیب[/color:9c71971dfb] په کلمه کې دامنت بالله ټول ویل شوی ایمانی بنسټونه چې استاد حلیمي صاحب تشریح کړي دي، شامل دي ، ځکه په ټول قران کې د امنوا بالغیب کلمې تکرار شوي دي. که دغه بنسټونه د تجربې او مشاهدې کچې ته را ټیټ شي او د ( بالغیب) له چوکاټ څخه ووځي ، نو د پورتني ایت شریف سره سم به بیا د ( لهم مغفرت واجرُُ ُا کبیر) د سترنعمت طمعه هم نور شونتیا ونه لري ، پتمنې خورې آیا همداسې نه ده ؟ نو داسې بریښي چې اسماني ادیانو یواځې معجزې د خلکو مشاهدې ته وړاندې کړي ، نه دیني بنسټونه پخپله، څو پر دیني بنسټونو دخلکو ایمان او عقیده رامنځته کړي . والسلام
ع کريم حليمي
21.12.2006
دروند استاد ځواکمن صاحب او درنې او محترمي په دين خور غوټۍ وربل
سلام على من اتبع الهدى، أما بعد
[quote:ca526b55a0]خوخبره داده چې د دینی احکامو او او لارښودنو مشاهدوی حقانیت او تصدیقونو به داسلام د مبارک دین د خپرولو سره ډیره مرسته کړی وای او پر ضد به یې تبلیغات بالکل بی اغیزې وو. که دیوې ملایکې موجودیت هم مشاهده کېدی شوای، کمونیزم اوالحاد به له سره دځمکې پرمخ رامنځته شئوی نه وای .آیا همداسې نه ده ؟ [/quote:ca526b55a0]
يا ! خورکۍ دسره داسي نه ده
د انسان په سر او ککرۍ کښي يو شئ سته چه جهالت نوميږي
چه ډېرکلک دی تر الماس ، په شکېدلو تر ورښمو ټنګ دی او په نازک والي تر ګل نازک دی ، په رنګ تور لکه شپه داسي دی
ترڅو جهالت په سر او ککرۍ کښي وي
نو انسان به سمه لاره و نه مومي ٠
که ئې موندلی نو فرعونانو به مندلې وای ، چه موسی ع په تجربه سره ورښکاره
کړه چه نبي دی ، موسی ٧ د نبي علامې درلودې ، لکړه ،سپين لاس ٠٠٠٠٠٠
مبارک هم د معجزو سره راغلی وو خو په هغه وخت کښي پر معجزو او تجربو
سربېره هم ټولو عربو په نبوت و نه مانه !
عيسی ع په ګواره کښي خبري په بلاغت او فصاحت شروع کړې ، مړي يي په امر
دالله راژوندي کړه نو بيا هم ټولو و نه مانه
نو که نن جبرايل برلين ته راسي او پر هغه توره ليکه چه پخوا دېوال پر ولاړ وو
و دريږي او نارې کړي چه په الله دي مي قسم وي چه جبرايل يم او په يوه اشاره
کولوسره دا توره ليکه پاکه کړي او يا نور معجزې وکړي
بيابه هم داسي خلک وي چه نه به يي مني
او بله خبره دا ده چه الله اراده نه لري چه ټوله مخلوق يو حق دين ولري
انتخاب يي ومخلق ته پرې ايښی دي او که خدای پر موږ دين په زور سره
تحميل کړي نو بيا د اخرت حساب ته ځای نه پاتيږي
حساب ورځ په دې سبب سته چه موږ په اراده او نيت کښي يي خودمختاري راکړې ده
جهل په لغت کښي ناپوهۍ او نادانۍ ته ويل کيږي
اما په اصطلاح شرعي کښي د نادان په معنا نه دی ، د مکې خلکوته جاهلان ويل سوي ، حال داچه په هغه عصر کښي د مکې په جاهلانو کښي ډير پوهان
خلک هم وه اما جاهلان وه !
جاهِل هغه چاته ويل کيږي چه پر حق سترګي پټوي او په داسي حال
کښي چه پوهيږي او په هرڅه دانا وي خو تر سياسي قدرت نه تېريږي که چيري
حق ته غاړه کښېږدي نو قدرت يي د لاسه ځي ، دغه ته جاهِل ويل کيږي
يو شرعي جاهل دی او بل بيا سياسي جاهل
شرعي جاهل ته کافر ويل کيږي او سياسي جاهلان خو موږ او تاسو په وطن
کښي بې اندازې ډير دي چه منګولي يي په سياسي قدرت ښخي کړي
قران او قسم دی که لاس ځيني واخلي که څه هم عمر يي تر 80 وو هم اوښتی
" إِلى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكيْلا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شيْئاً "
يعني عمر ئې دې اندازې ته رسېدلی چه هغه پوه او علم چه ئې درلود نور ئې نو
په سر او ککرۍ کښي هيڅ نوي پاته بيا هم تر دا سياسي قدرت نه تېريږي
ابوجهل د مکې د هغو خلکو څخه وو چه يو د هوښيارانو د مکې وو
اما غټ جاهل وو ، جاهل ته چه اويا زره واره په تجربه ثابته سي بيا هم هغه
شن جاهل وي .
متل ئې کړی چه کلي په زور نه کيږي ٠ اما جوهال جوړېدلي چه موږ يي په
زور کوو ، يو مجرب متل دی ! همداسي نده ؟؟؟؟
او دوی پخپله هم دادتجربه په څوڅو واره کړېده ، هو په خوله وايي چه کلي په
زورنه کيږي ، اما عمل يي بل دی لکه داسي چه دالله اشاد دی
بسمه تعالی : -وَإِذَا لَقُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ قَالُواْ آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْاْ إِلَى
شَيَاطِينِهِمْ قَالُواْ إِنَّا مَعَكْمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ ٠ سوره بقره
او هر کله چه ملاقات وکړي له هغو کسانو سره چه ايمان يي راوی دی نو
وايي دوی چه ايمان راوړی دی موږ او هر کله چه يوازي سي دوی شيطانانو
خپلو سره نو وايي دوی ته چه بې شکه موږ له تاسو سره يو خبره داده بله نه ده
چه موږ ټوقي کونکي يو مؤمنانو سره
مطلب دلته دا پروت دی چه خبري ورسره شروع کړې چه په زور خو کلي
نه کيږي نو دئ هم دغه ستاخبري کوي او لاتردې لوړي او بلې بلې دروايي
کله چه د خپلو يارانو سره کښېني نو هغه اش هغه کاسه نو د توپک او زور خبري
عملي کوي ٠
طبيعي اخلاقي کودونه او طبيعي علوم په تجربو کښي ډېر فرق سته
H2SO4+ZN ته چه حرارت ورکړې نو H ازاده وي او درواغ ، چالاقي ځای نه
پکښي لري اما په اخلاقي کودنو کښي داسي خبره سته چه د سحر کار هم
ځيني اخستل کيږي
مبارک فرمايي چه " إِنَّ بَعْضَ الْبَيَانِ لَسِحْرٌ " (ځيني بيانونه سحر دي )
نه ئې وينې چه يو طرف د ډيمکراسي څخه د سحر کار اخلي
او دښمنه خوا يې ديني کودونو ترجمې داسي کوي لکه سحر او ورځ په
ورځ ئې منتر تر پخوا قوي کيږي ٠
اور- بل
09.01.2007
ګل ملا :
په دې توګه روح نه مري خو نفس له بدن څخه د روح له وتو سره سم له منځه ځي !
نو کوم عذاب چې روح ته د بدعمل له کبله ورکول کيږي هغه روح ته هغه وخت ورکول کيږي چې دنفس په شکل اوښتی وي يعنې د بدن سره يوځای شوی وي !
ثواب ، خوښي اوخوندونه هم په همدې شکل !
ملا خېل :
نو ملايان چې پرحقه وايي چې دقيامت په ورځ به د بدن اعضأ ټول شاهدي ورکوي چې پر دوی باندې روح کوم کوم ښه يابد کارونه ترسره کړي ، نوځکه د بدن غړوته نه ، بلکې روح ته چې د نفس په شکل فعاليت کوي، سزا ورکول کيږي ، سمه نه ده ! ځکه نفس د روح او بدن د يوځای کيدو حالت ته وايي او احساس شوی عذاب پر بدن او روح دواړو په ګډه د نفس په بڼه او ترکیب باندې تيريږي .
ګل ملا : که د نفس او Psychie وییزونه سره پرتله کړو، نو د پسیخي معنی تنفس یا نفـَس دی ، نو که د نَفس اونفـَس تر منځ ګډه وجهَ په پام ونیول شي ښایی د تنفس یا پسیخی سره یوشی وخیږي . په هر صورت د روح نوم هم د تنفس پر ریښه ولاړدی چې بدن ته نفس یا ژوند وربښي. له همدغه نفس څخه نفسیات او له روح څخه روحیات یواو عین شي( ساه پوهنی) ته وایی . له دې څخه دا نتیجه اخلو روح همدغه نفس ته وایی اوتر نفس بیل موجودیت یې نشی ثابتېدای . هو مذهب بیا د روح او ارواحانو مستقل موجودیت مني، خو داچې ثبوت یې ګران دی ، نو دعقیدې
زور ته یې سپاري او پر مجهول موجودیت یې عقیده او ایمان غواړي . ایا همداسې نه ده ؟
ملا خېل : دا د مذهب له پاره بنسټیزه مسئله ده، که د بدن څخه مخکې او وروسته د روح بیل موجودیت ونه منل شي او په نفس باندې چې یواځې په ژوندانه کې موجودیت لري، رامحدود شي، نو بیابه په اخرت کې چا او کوم نفس ته مجرا او سزا ورکول ممکن وي؟ د روح نه موجودیت د اخرت تیوری ټوله چلیپه کوي ، په داسې حال کې چې موجودیت یې هم یوه ډیره ګونګه معما ده چې چا نه ده پرانیستې او ممکنه هم نه بریښي جې دغه غوټه وسپړل شي .
ع کريم حليمي
11.01.2007
په دين سره ښايستې او مکرمي غوټۍ وربل او ښاغلو لوستونکو
سلام على من اتبع الهدى، أما بعد
[quote:3223e7f815]نو ملايان چې پرحقه وايي چې دقيامت په ورځ به د بدن اعضأ ټول شاهدي ورکوي چې پر دوی باندې روح کوم کوم ښه يابد کارونه ترسره کړي ، نوځکه د بدن غړوته نه ، بلکې روح ته چې د نفس په شکل فعاليت کوي، سزا ورکول کيږي ، سمه نه ده ! ځکه نفس د روح او بدن د يوځای کيدو حالت ته وايي او احساس شوی عذاب پر بدن او روح دواړو په ګډه د نفس په بڼه او ترکیب باندې تيريږي . [/quote:3223e7f815]
له طبيعي او تجربوي پوهي څخه موږ ته دا ثابته ده چه قوه ستړيا او
خستګي نه لري ، پر کوم مشين چه لوډ ډير شي نو يوپارټ ئې متيږي
او کار پريږي ، برقي الکترونه ستړيا نه لري زحمت نه لري ، اما برقي واير
سوځي ، روح يوه قوه ده چه نه ماده ورته ويل کيږي اونه مانا
دغه سبب دی چه په روح باندي موږ پوهه نه لرو ، چون چه روح يوه قوه ده
نو زحمت نه لري
انسان په دوو شيانو په سبب ژوندی دی انرژي او روح
او زموږ جوړ سوي ماشين الات يوازي په انرږي سره حرکت لري تر څوچه انرژي
ورسيږي نو حرکت لري ، او حرکت هم ستړيا نه لري مادي شيان دي چه
زړيدونکي او خرابيدونکي دي
انسان يو طبيعي مشين دی مرګ لري ٠ولي ؟؟ په دې چه روح لري او روح ئې
اصلي قوه ده
[quote:3223e7f815]روح څخه روحیات یواو عین شي( ساه پوهنی) ته وایی . له دې څخه دا نتیجه اخلو روح همدغه نفس ته وایی اوتر نفس بیل موجودیت یې نشی ثابتېدای . هو مذهب بیا د روح او ارواحانو مستقل موجودیت مني، خو داچې ثبوت یې ګران دی ، نو دعقیدې
زور ته یې سپاري او پر مجهول موجودیت یې عقیده او ایمان غواړي . ایا همداسې نه ده ؟ [/quote:3223e7f815]
يو ماشين هم په مثال سره د انسان دي ، اوکسيجن اخلي او کاربون خارج کوي
انرژي غواړي او حرکت کوي او نن ورځ ئې ماشين ته مغز هم ورکړی (کمپيوټر )
مشين هم تنفس کوي عين شی لکه انسان ، که تاسو راولاړ سۍ چه د هوا
د فلټر سوری ئې ور بند کړي نو د موټر ماشين مړي ، اوکله چه بيرته هغه
سوری ورخلاص کړی بيائې بيرته سټارت او جالان کولی سو
اوکه فرضاموږ د انسان پر خوله اوپزه لاس ور ونيسو پسله څه وخته انسان مري
او بيا نه سي کولای چه سټارټيا ژوندی شي ٠ ولي ؟؟ په دې چه روح ولاړي خدای دې
مل وي ٠
ع کريم حليمي
25.02.2007
درنې وربل غوټۍ او درنو لوستونکو سلام !
دټول جهان ډاکتران په دي پوهيږي چه يو شئ سته چه انسان په ژوندی دی
او نه پوهيږي چه داڅه شي دی !
خو اسماني کتابونه وائې چه روح دی ، او انسان علم نه پر لري !
هغه ورځ مي په "ټول افغان " کښي يوه ليکنه ولوستل ليکلي ئې وه چه :
[quote:7a00bf35c7]سل کاله وروسته به انسان او انساني ټولنې په دې وتوانېږي چې يوه لويه مادي کتله د بيلګي په توګه يوه لس پوړيزه ودانۍ د نړۍ له يوې سيمي څخه بلې سيمې ته د بريښنا ليک په ضميمه ولېږي . [/quote:7a00bf35c7]
زه فزيزټ نه يم او لوړه رياضي مي هم نه زده !
اما د بېسيک فزيک پوه لرم ،داچه اينسټان شپه او ورځ پر ځان يوه کړې وه
او دا E=mc² پورمولا ئې پيدا کړه ، داسي مهيم شئ ئې کشف کړي
لکه ځوک چه روح کشف کړي ،
انسان ډيره لږ پوه لري ! نه چه روح ورته يوه معما ده !
E=mc² هم په طبيعي علومو کښي معما ده ،یوه ډیره ګونګه معما ده چې چا نه ده پرانیستې او ممکنه هم نه بریښي جې دغه غوټه وسپړل ، لکه روح چه يوه معما
بريښي بعضو ملګروته !
ايا انسان به وکولی سي چه يوه کتله اينرژې ته واړوي ؟؟؟ لکه څرنګه چه روح
نه شو ، پېژندلی هم دارنګه به هيڅ وخت يوې کتلې ته د نور سرعت ورنکړای
سو ، که چرته بياهم وکولی سو ، نو کتله به اينرژي شي ،نو بيا به هغه اينرژي
داسي رانه ورکه شي لکه روح چه د انسان له بدن څه ولاړ سي !!!!
داسي نده چه يوازي په اسماني کتاب کښي مونږ له معماوو سره مخ کيږو
بلکي تجربوي علومو کښي هم له معماوو سره مخامخ يو (E=mc² )
04.04.2007
دروند حلیمي صاحب او درنو لوستونکو السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته!
انرژي تل د یوه مادي حامل سره تړلې وي او له یوه نه پربل شکل اوړي . له حامل پرته انرژي هم نشي تصور کیدای نوځکه یې دمادی حامل صفر کیدل هم دتصور وړ نه دي.
د روح پیژندنه که تر اوسه ناشونې هم ده ، خو پلټنه یې باید د د ژوندیو موجوداتو د کیفیتونو په سرحدونو کې تر سره شي مثلاً دانسانانو پرتله کول د حیواناتو ( بیزو ګانو) او دحیواناتو بیاد نباتاتو او په تیره بیا کثیرالحجریی ژوي دیو حجروی هغوسره پرتله شي . که ساده کثیرالجروي او یو حجروی حیوانات د ژوند قوه یعنې روح ولري، نو بیابه یې روح هم سره کیفی توپیرونه لري . خو که د ژوند د قوې په توګه روح په ټولو ژویو کې یوشي او یواځې د ژویو د ارګانیزم او مغزو دسازمان له مخې به یې ترمنځ د نفسونو په توګه کیفی توپیرونه موجود وي، نه د ژوند دمحضې بی کیفیته قوې په توګه !!داسې بریښی لکه څنګه چې انرژي د مادی حامل پورې تړلې او له هغه پرته وجود نه لري ، دغسې روح هم د مادی ارګانیزم پورې تړلی وي او له هغه پرته هډو دتصور وړ هم نه وي . د روح یااروا تصور د انسانانو سره دلومړی ځل له پاره هغه وخت پیدا شو چې د خوب لیدلو پیښې ته یې پام شو. دویده کیدلو بهیر هر چاخپله یو ډول موقتی غیرحاضري بلله چې د راویښیدو سره ختمیده، خو د خوب لیدل په ویده حالت کې غیرحاضري نه وه ، بلکې پر ویښه د شعوری کارونو سره ورته وه ، خو د راویښیدو سره یې بهیر پرې کیده اوخوب لیدونکی پوهیده چې له خپل خوبځای څخه هیچیرې نه دی تللی خو بیا هم په هغه لیرې ډاګ، لیرې کلی یا لیرې غره یا ځنګل کې ګرځیده (!) نو اړ شول چې دا کار روحي وبولي او هغه ته له بدن څخه د مستقل ژونداټکلونه هم راوبڼي اوان د طبیعی ادیانو په رامنځته کولو کې ترې کار واخلي او لایې پسې وغځوي . والسلام !
ع کريم حليمي
07.04.2007
محترم استاد ځواکمن صاحب او درنو لوستونکو سلام !
[quote:104e355f0b]انرژي تل د یوه مادي حامل سره تړلې وي او له یوه نه پربل شکل اوړي . له حامل پرته انرژي هم نشي تصور کیدای نوځکه یې دمادی حامل صفر کیدل هم دتصور وړ نه دي. [/quote:104e355f0b]
هو ! صحيح خبره ده
انرژي تل د یوه مادي حامل سره تړلې وي ،لکه روح چه د بدن سره يعني د روح حامل چه بدن دی
اما تاسو يو وخت داسي ليکلي چه :
((هر شي چې پسيکلوژيکي کيفيت لري روحي پيښه بلل کيږي دا په دنيوي ژوند کې د شهوانيت بڼه ده ، اړينه نه ده چې په جنت کې دې هم همدغسې وي! او اورګازموس هم په جنت کې که په هر څومره په با قېمت او ارښتناک ډول پيليږي مادي شکل يې له افرازاتو سره بايد مل وي . [color=white:104e355f0b]خو ماديت ته يې اړتياهم نه ليدل کيږي [/color:104e355f0b]،که چيرې يې خوند تامين وي ))
مننه چه ومو منل چه ماده او انرژي ( روح ) سره تړلي دي ،يو د بل په سفر کيدو
سره سفر کيږي ، نو معلومه شوه چه په جنت کښي مادي او معنوي ژوند سته !!
په ډير درنښت