د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ګل ملا او ملاخېل

Anonymous
26.09.2005

.............................................................[color=yellow:79c9cda45a]ملاګل او ملاخېل [/color:79c9cda45a]
I

[color=red:79c9cda45a]ملا:[/color:79c9cda45a]
دا نړۍ چې څومره ښکلې ، څومره رنګينه ، څومره جالبه او زړه راښکونکې ، څومره پراخه ې بي پولو
نا محدوده او ﻻيتنهي ده ، څومره منظمه او قانونمنده نړۍ ده، دا چې کوم خلق رامنځ ته کړې ، جوړه کړې او ساتلې ده ، هغه د نامحدوده زاتې ستاينې او عبادت وړ دی ! ايا همداسې نه ده؟
[color=blue:79c9cda45a]ملاخېل : [/color:79c9cda45a]
بيشکه ! بيشکه ، هغه پېڅلی ذات د ﻻيتني زياتې ستاينې وړ دی ، زه چې يواځې هغې ښکلا ته ګورم چې تاته يې درکړې ده ، زړ مې ريږدي، پاتې خو ﻻ د ټول طبيعت پيدا يښت ، چې هيڅ فکر نور نشم کولی او غواړم د الله تعالی لوی ذات ته د حمد او ثنا عجز او زارۍ پر سجده پرې وځم!
خو يوه پوښتنه لرم ، چې مونږ انسانان څه وخت او ځنګه د پيدا کولو يا جوړولو د مفهوم سره اشنا شو ، ځکه ټوله خبره هم په پيدا کولو ،جوړولو اودطبيعت په خلقت کې ده، حيوانات په پيداکوو او حلقت نه پوهيږي، انيان لومړی م٠وجود هم نه دی چې ګوکې ددنيا د پيدا کولو نه مخکې موجود و او الله تعالی دا نړۍ، دا کاينات ټول دده په مخ کې پيدا او جوړ کړل، يعنې د انسان د خلقت اودنيا د جوړلو بهير پخپله ولېده او دغه مفهوم ورسره پيدا شو ؟
[color=red:79c9cda45a]ګل ملا :[/color:79c9cda45a]
صنوبره ستا مطلب دا دی چې انسان له کوم ځای څخه په دې پوه شو چې دا مخ ته پرته دنيا جوړه شوې ده او يوجوړونکی ( خالق) لري ؟ دا پوښتنه ده ولې او څنګه پيدا شوه ؟ له دې پوښتنې او دې مفهوم پرته خو عقيده هم
ا مکان نه ، که څنګه ؟
[color=blue:79c9cda45a]ملاخېل : [/color:79c9cda45a]
البته په دې معنی چې که انسان د خلقت پيداکولو مفهوم نه درلود، هغه ورته چا بيا په تبليغ او ﻻرښونې هم ښودلی نشو ، نو بيا يې نشو کولی چې د نړۍ په پيدا کولو يا د خلقت و خالق په مفهوم او معنی وپوهيږي او درک يې کړي، نو باور به پرې څنګه پيدا کړي ؟
[color=yellow:79c9cda45a]ملا : [/color:79c9cda45a]
آيا د نړۍ خلقت او خالق ثبوت خو مو مطلب نه دی ؟
[color=cyan:79c9cda45a]ملاخېل :[/color:79c9cda45a]
نه هيڅکله نه ! زما مطلب د خلقت مفهوم دی ، د خالق مفهوم دی، چې څنګه منځته راغلی دی او کله منځته راغلی دی ، نه خالق او نه خلقت پخپله . څود انسان له پاره يې د نړۍ د خلقت او د نړۍ د خالق (ج) درک او تصور ممکن کړ !
[color=red:79c9cda45a]ګل ملا:[/color:79c9cda45a]
هم : يوه ډيره ژوره او ډيره بنسټيزه پوښتنه ده !، همدا اوس خو يې له ماسره هم ځواب نشته ، خو که خدای کول له ما څخه مخکې به يې د ټول افغان کوم ليکونکی درته ځواب کړي. !.
II

[color=red:79c9cda45a]ملا : [/color:79c9cda45a]
صنوبره سوچ مې ډير وواهه ، نه ما حل وموند او نه د ټول افغان کوم ليکونکي مهرباني وښوله او دا پوښتنه يې راته ځواب کړه ، خو بيا مې ...
[color=blue:79c9cda45a]ملاخېل: [/color:79c9cda45a]
ما خو ځواب موندلی دی..
[color=yellow:79c9cda45a]ګل ملا :[/color:79c9cda45a]
نه ، خير لومړی زما اند ته غوږ شه که ځواب. سم نه و بيا دې خپل وړاندې کړه :
له ډير سوچ نه وروسته راته دوطنمل صيب د يوه پخواني او لومړني مضمون يوه برخه راپه زړه شوه چې د انسان د رسالت تر سرليک ﻻندې يې ليکلی و، په هغې برخې کې د ادم (ع) د نيابت درجه دالله تعالی له خوا د ورکړل شوي علم ، پوهې او اند پورې مربوطه وګڼله ، پوهه او علم هغه څه دي چې الله تعالی يې په مطلقه اندازه او ادم او ادمزاد يا انسان يې په نسبي توګه لري !
دلته جالبه داده چې د انسان اند يا پوهه هيڅ نتيجه نه لري تر څو چې په عملي ډګر کې پلي نشي!
د عملي ډګر هسته د انسان توليدي کار او توليدي فعاليت دی. انسان ددمادي نعمتونو توليد ته اړ دی، په دغه کار کې انسان دطبيعت شکل ته بدلون ورکوي، او توليدات يا مصنوعا ت تخلقوي او رامنځته کوي يې . انسان د خپلې دنيا او خپل ژوند ( توليد ) خالق .او ايجاد کونکی دی! نو کله چې انسان ځان د خپل کار د توليداتو
دخالق په توګه وپيژانده ، يعنې د خالق يا پيدا کونکي مفهوم ورسره پيدا شو، نو په ورته توګه يې د نړۍ او طبيعت د خلقت سوال هم مطرح کړ يعنې د نړۍ، کايناتو او ټول طبيعت د خالق سوال هم ورته پيدا شو.، ايا صنوبره څنګه دا خبره همداسې نه ده ؟
[color=red:79c9cda45a]ملاخېل : [/color:79c9cda45a]
هلکه بلا دې کړې بلا، ته څنګه د وطنمل صيب له دې يوه ټکي څخه چې انسان يو اندوی او فکر لرونکی موجود دی پوهه لري، دې سترې نتيجې ته ورسيدې چې د خالق مفهوم لومړی انسان پخپله رامنځته کړی او له اسمانه ورته وروسته بيا ماذې تاييدشوی او بشپړ شوی دی د پيغمبرانو په وسيله، دې نتيجې ته څنګه ورسيدې ؟
[color=cyan:79c9cda45a]ملا :[/color:79c9cda45a]
وطنمل دې خير يوسي چې د مبارک قران د يوه ايت تفسير يې رانقل کړی و، چېرې چې مؤمن انسان (ادم) ته د عقل پوهې له امله دالله تعالی د نيابت درجه وربښل شوې ده .
خو زه له دې برخې څخه اند او عقل تر څيړنې ﻻندې نيسم او ګورم چې که اند دعمل سره تړلی نه وي، د عمل او پرکتيک له پاره نه وي، کړنه ، کار او عمل ته رهبري نکړي ، نو بيا يې وجود او شته والی هم تر پوښتنې ﻻندې راځي پاتې خو ﻻ مؤمن انسان ته د نوموړي نيابت درجه وربښل !
[color=white:79c9cda45a]ملاخېل :[/color:79c9cda45a]
که مطلب داوي چې د انساني اند او شعور د موجوديت نښه کار ، عمل او پرکتيک وي، نو دا هم ويلی شو چې همدغه کار او عمل دی چې د هغه اند او شعور ، عقل او پوهې ته يې پراختيا ورکړې ده او ورځ په ورځ پراختيا ورکوي ؟ ايا دکار او عمل د ودې او پراختيا پوړۍ دي چې د تايخ پوړۍ جوړوي او عامل انسان ته دوران سازيا د تاريخ جوړونکی وايي؟
[color=red:79c9cda45a]ګل : [/color:79c9cda45a]
بالکل ! صنوبره ، د خدای رحمت شه او ستا صورت شه ! چې دومره پراختيا دې ورکړه ، نو دا هم واوره چې همدغه عمل او پرکتيک دی چې دورانساز بلل کيدای شي ، اودورانسازي له اخلاقو ، عقيدې او مؤمنيت پرته نه کيږي، که دا ورسره وي نوبس هماغه نيابت دی چې رسالت يې انسان (ادم او ادمزاد) ته ورکړ شوی دی !
خو مونږ له خپلې موضوع نه يو څه ليرې ﻻړو ، بايد خپل ټکي ته راستانه شو !
[color=yellow:79c9cda45a]ملاخېل: [/color:79c9cda45a]
سودا مه کوه موضوع ته راځو، مخکې له راستنيدوڅخه دا هم ياد ساتل په کار دي چې ددې خبرو يوه بله نتيجه داده چې که څوک غواړي که نه غواړي له تاريخي پرمختک سره د ا خلاقو اجتماعيت اومسوليت پيژندني پرمختګ هم تړلی دي ، اوله همدې امله د اسلام ډيرې اخلاقي غوښتنې تر مونږ مخکې په پرمختللې نړۍ (لويديځ) عملأ پلې شوي دي! بي له دې چې ووايو،چې ګواکې هغوی دا سلام په نامه جزي ترين حرکت کړی وي .
[color=red:79c9cda45a]ملا : [/color:79c9cda45a]
اند او شعور په کار او عمل کې نه يواځې پراختيا مونﻻلې ده، بلکې تريوې ټاکلې اندازې پخپله په کار او عمل کې رامنځته شوی دی اوويلی شو چې کار او عمل د اند ، عقل او شعور ،انسان او انسانيت ، ټولنې او بشري تاريخ خالق او جوړونکی دی ! اوس بښنه غواړم ، زما وخت خلاص شو، نور بيا! الله مو مل شه !



ع کريم حليمي
28.09.2005

ګل او صنوبره!
ګل خو يو عجب هوښيار ، تېزفکره او دښه فکر خاوند دۍ ٠
که دواړه راته غوږ سۍ ٠ نو زه به هم خپل نيمګړې ځواب ووايم که بشپړه ځواب درته ونوايم داسي ده چه، دپوهي کاسه مي کوچنۍ ده ٠ خو ډکه ده ٠ او په عيني وخت کي بيا هم د ډيرو شيانو مجازي خالق هم يم ٠
تاسو داسي سؤال مطرح کړي چه :
[color=white:dcc63c93be]آيا د نړۍ خلقت او خالق ثبوت خو مو مطلب نه دی ؟
صنوبر :
نه هيڅکله نه ! زما مطلب د خلقت مفهوم دی ، د خالق مفهوم دی، چې څنګه منځته راغلی دی او کله منځته راغلی دی ، نه خالق او نه خلقت پخپله . څود انسان له پاره يې د نړۍ د خلقت او د نړۍ د خالق (ج) درک او تصور ممکن کړ ! [/color:dcc63c93be]
داچه زما نيابت هم لغاړي او هم د ډيرو شيانو مجازي خالق يم ٠ اوبياداسي ناپوهي
هم لرم چه په سؤال دي ښه نه پوهيږم که لږئې په نورو الفاظويا په بل عبارت وليکې
نو ممکن ده چه سنجيده ځواب به تر لاسه کړې

[color=blue:dcc63c93be]در میان هفت دریا تخته بندم کرده ای ٠٠٠٠٠ به اين سؤال
٠٠٠٠٠ باز می گویی که دامن تر مکن هوشیار باش [/color:dcc63c93be]


نقاد
28.09.2005

[color=white:94f46ff111]((مطلب د خلقت مفهوم دی ، د خالق مفهوم دی، چې څنګه منځته راغلی دی او کله منځته راغلی دی ، نه خالق او نه خلقت پخپله )) [/color:94f46ff111]
دروند ښاغلی ميلمه A او ګرانو لوستونکو ته سلامونه !
د پورتنۍ جملې معنی به ښه روښانه شي که يوه کلمه په کې داسې تکرار ورزياته کړو :
((مطلب د خلقت مفهوم دی ، د خالق مفهوم دی، چې څنګه منځته راغلی دی او کله منځته راغلی دی ، [color=red:94f46ff111]نه د خالق ذات او نه خلقت په خپل ذات کې [/color:94f46ff111])) او يا خو د مفهوم پر ځای تصور وليکو ! ځکه خالق تل تر تله او پر يو حال متجود و او وي به (رحمان با با : تل ترتله برقرار دی رب زما)، د طبيعت حلقت وروسته تر سره شو او شعور ، تصور او مفاهيم په دې وروستيو کې د انسان له پيدا کيدو سره وروسته منځ ته راغلل .
نور په پورتنۍ ليکنې کې کار او عمل د شعور د رامنځته کيدلو د يو عامل او د هغې د پراختيا ودې او تل دوامه بشپړتيا د اساسي عامل په توګه يو څه نوې بريښي، سره ددې چې غيرت صيب پخوا دې ټکي ته ګوته نيولې وه !
زما له انده (نظره) د شعور په رامنځته کيدلو کې دوه بيلوژيکي ( فيلو اونتو لوژيک) او دوه اونتو لوژيک يا ټولنيز عوامل اغيزمن ؤ:[color=yellow:94f46ff111]
١ـ د مغزو بشپړتيا
٢ـ د حنجرې پراختيا (د قانقرتک انکشاف) چې د يوه صوتي سيستم د رامنځته کيدو امکان يې منځته راوړ
٣ـ ګډ اجتماعي ژوند
٤ـ د کار او ګډ عمل بهير: چې ددفاع کولو، ښکار کولو او آن لومړی د نيمه لوبې او نيمه کار په شکل تر سره کيده.[/color:94f46ff111]نو ګډه دفاع ګډ ښکار او لوبې د ګډ کار او فعاليت په شکل د صوتي سيستم د رامنځته کيدو او پراختيا سبب شوه څو په ګډ کار زيارکې رامنځته کيدونکی اړين شعور يو بل ته تبادله او سره و پوهوي ! په دې حدودو کې کار او عمل د شعور او صوتي سيستم يا ژبي (لسان) د رامنځته کيدو عامل بللی شو ! په درنښت !


Anonymous
29.09.2005

محترم حليمي صيب ، دروند نقاد صيب او ګرانو درنو لوستونکو اسلام عليکم !
مفهوم ، تصور او ادراک او داسې نور ټول پخوا تاسو او نورو دوستانو روښانه کړي و، دا ټول د روحياتو پورې اړه ري يعني پسيکولوژيک مسايل دي او د فرد د معرفت پړاوونه په ګوته کوي. د ماشوم د تکاملي ساه پوهنې له مخې مفاهيم لومړې شتون نه ري اوله ادراک او تصور نه وروسته منځته راځي . ولې زمونږ مطلب لکه څنګه چې نقاد صيب ورته ګوته ونيوه د يوه مفهوم د منځته راتګ امکان دی . مفاهيم هم خپل عمراني ډبرې يا خښتې له تصور څخه او تصور له دراک او پنځه حوغسو څخه اخيستي او حواسو له واقعي چاپيريال (طبيعت او جامعې ) څخه اخيستي دي. نود مفاهيمو سرچينه د جاپيريال واقعيتونه دي او د همدې واقعيتونو د پيژندلو له پاره کارول کيږي. د نړۍ د خالق مفهوم شته ، خو د نړۍ او د هغه دخالق له جملې څخه د انسان په چاپريال کې يواځې د نړۍ حسي وجود او واقعيت شته ، خالق تعالی مونږ په حواسو او حسي ادراکاتو نشو درک کولی يعنې د هغه وجود مادي ابعاد نه لري چې پر پنځو شپږو يا ٧ حواسو درک کړو . نو دلته سوال پيدا کيږي چې په ريښه کې د خالق تعالی مفهوم له کوم ځای څخه راغی او سرچينه يې چيرې ده ؟
ښاره ده چې ددې ځواب د علل او معلول لهاړوند سره تړاو لري : کله چېانسان د علت او معلول اړوند پيژندلی له هغه راهيسېيې په کار او فعاليت پيل ګړی دي او په کار کې يې نوي شيان چې په طبيعت او طبيعي چاپيرال کې نه و منځته راوړل .د پو ښاک او خوراکي موادو له چمتو کولو او پخولو او له ﻻسي صنعت څخه نيولې تر ستر صنعت او د کيهاني پلټنې تر تخنيک پورې ، ددې ټولو رامنځته کونکی، پيدا کونکی او خالق انسان پخپله دی .
همدغه خلقت او پنځول ، جوړول او تخنيک او د مادي صنعت صانع والی او خالق توب ددې معرفتي سرچينه وګرځيده چې انسان طبيعت د خالق په لټه کې شي او هغه ومومي !
پوښتنه داده چې انسان د طبيع خالق په څيړنه او پلټنه شي موندلای ، محترم حليمي صاحب دې ټکي ته په خپله وروستۍ ليکنه کې چې اوس يې د ساينس او عقيدې په اړه يې کړې د ه ، نغوته کړېده ، نو د عقېدې او باور يا ايمان پر مټ يې د نړۍ خالق موندلی دی . مالومه ده، د هغه څه چې انسان خپله خالق دی يا يې په خلقت او شکلي تغير کې کې رول لرلی شي، هغه د اند ، منطق علم او ساينسي پوهې پواسطه موندلی ، اختراع کولې او تغير په کې راوستلی شي، خو هغه ذات چې انسان پخپله د هغه مخلوق ی، هغه يواځې پر عقيده ، باور اوا يمان موندلی شي ، او ددې باور او ايمان پر مټ د مجازي خالق مفهوم له خپل ځان څخه اخلي د طبيعت او خپل ځان د خلقت له پاره يې دځان او طبيعت حقيقي خالق ته ورکوي او د هغه حمد ثنا وايي . خو دا کومه لوبه او ساعت تيري نه ، بلکي دده تر ټولو زياته او تر ټولو لوړ ه اړتيا ، ضرورت او اړينتيا ده ! [color=white:fb94acbb87]دغه اړتيا او اړينتيا څشی ده ؟[/color:fb94acbb87] په درنښت !



ع کريم حليمي
02.10.2005

A ورور،محترم استاد وطنمل صيب ، دروند نقاد صيب او ګرانو درنو لوستونکو اسلام عليکم !
[quote:c3c118bdb2]هغه ذات چې انسان پخپله د هغه مخلوق دی، هغه يواځې پر عقيده ، باور اوا يمان موندلی شي ، او ددې باور او ايمان پر مټ د مجازي خالق مفهوم له خپل ځان څخه اخلي د طبيعت او خپل ځان د خلقت له پاره يې دځان او طبيعت حقيقي خالق ته ورکوي او د هغه حمد ثنا وايي . خو دا کومه لوبه او ساعت تيري نه ، بلکي دده تر ټولو زياته او تر ټولو لوړ ه اړتيا ، ضرورت او اړينتيا ده ! دغه اړتيا او اړينتيا څشی ده ؟[/quote:c3c118bdb2]
خبره رواني او فطري ده !!
خالق د فطرت په تظاهراتو پېژندل کيږي ٠
د انسان په بدن کښي يو احساس سته چه حس نوميږي چه د خالق پېږندنه په کيږي
چه پر دغه حس باندي علماوو بحثونه کړي او په اثبات کړي ئې دی ٠ که بيا وخت ياري وکړه پردې به بحث په اينده کښي سره ګورو

انسان په رواني اوفطري صورت خدای اثبات کړيدی په خپل ځان کښي دا معنی چه دانسان په بدن کښي احساس د خدای سته ٠ چه دغه احساس ،تمايل خدای متوجه کوي ٠ په دې خاطر خدای او انسان په مثال د اوسپني او اهين روبا(مقناطس ) دي ٠
نو انسان يوه جاذبه احساسه وي يعني انسان يوه رواني جاذبه احساسه وي ٠ چه د دغي حقيقي احساس نوم دی خدای ٠

وګورۍ ٠ انسان په کلي طور دوه حالته يا ده شيان لري ٠ عقل او فکر او حس کوي او ليدل کوي ٠ داسي هم ده چه په خپل عقل او فکر کښي فکر هم کوي ٠ نو دغه حالت
علوم او فلسفې منځ ته راړي ٠ او يو بل حالت هم په انسان کښي سته چه تمايلات دي چه احساسات ئې نموو ٠ چه دا بيا په زړه اړه لري ٠ يعني په انسان کښي غريزې سته
يو خو دغه حيواني غريزې  دي ٠ چه ټوله پوهيږو خورک او تمايل جنسي ٠
تر دې عالي يوه سلسله تمايلات وجود لري چه امور اخلاقي دي ٠ (خدمت ، نېکوکارۍ ،احسان ........)او دننه په انسان ميلان سته د پلټلو، غوښتلو، تلاش كولو: ګروېږلو، تحقيق كولو، لټول.دحقيقت يعني انسان علاقه لري له هر مجهول سره که کټه ورته ولري يانه٠ واي چه بايد وئې وينم ،بايد پوه سم ،بايد دا درک کم يعني زړه ئې دغه غواړي ٠ چه د هر شي څخه پرده پورته کړي ځيني کسان دغه تمايلات نه مني
اما اکثره علما دامني ٠
څوک چه دغه ميلان مني نو د خپل خالق پېژندنه فطري بولي ٠ او دغه تمايل ئې په عبادت اخته کوي ٠ او خالق ته نيژدې کيږي ٠ او د خپل رب تسبخ وايي ٠
او د دې فکر څخه ځان خلاص کړي چه زه يم ٠ نو وايي چه رَبّ ته خالق يي او هم زما خالق يي ٠ او بيا نو رب ته ورځي خپل جواب وايي ٠ چه له دنيا څه ځي خوشحاله وي ٠
A وروره خداي دي وکړي چه جواب دي تراسه سوې وي ٠

بسمه تعالي :- وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَداً لَّهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَنُدْخِلُهُمْ ظِـلاًّ ظَلِيلاً
ترجمه :- [color=white:c3c118bdb2]And as for those who believe and do good works , We shall make them enter Gardens underneath which rivers flow to dwell therein for ever ; there for them are pure companions and We shall make them enter plenteous shade [/color:c3c118bdb2].
[color=blue:c3c118bdb2]ژباړه :[/color:c3c118bdb2]


نقاد
02.10.2005

ښاغلی A ورور،محترم استاد حليمي صا حب ، دروند غيرت صيب او ګرانو درنو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله !
هو فطرت (طبيعت ظهورات لري او انسان ورسره مخ کيږي نو څنګه چې انسان د خپلو مصنوعاتو خالق بولي يعنې د خالق مفهوم ورته د کار په نتيجه کې پيدا کيږي . او کار څشی دی، ( د ) طبيعت ( خامو موادو) ته تغير ورکول دي . نو په کرنه، مالدارۍ او ﻻسي او غير ﻻسي صنعت کې لومړۍ ځان پيژني د خالق په توګه او د خالق مفهوم ورسره پيدا شوی وي . نو کله چې له طبيعي او فطري ظهوراتو لکه شپه او ورځ، تودوخه او ساړه، باد او باران ، طوفانونه ، زلزلې او طبيعي ناورينونه، موسمونه اوړی ژمی او نور تغيرات او بدلونونه ، چی دئ يې نه رامنځته کوي ، ولې رامنځته کيږي ، ويني ګوري نو دا پوښتنه ورته پيدا کيږي چې دا نو څوک کوي ، ددې تغيراتو راوستونکی او جوړنکی يا خالق څوک دی ؟
نو A ورور ليکي چې د [quote:4841caac7a]خالق مفهوم له خپل ځان څخه اخلي ، د طبيعت د خلقت او تغيراتو له پاره يې دځان او طبيعت حقيقي خالق ته ورکوي [/quote:4841caac7a]. دې ته ښايي پر خالق تعالی باندې د باور او ايمان معرفتي ريښه يا سرچينه وويل شي .
له همدې سره د رواني فطرت هغه عوامل هم په ګوته شي چې محترم حليمي صيب ورته نغوته کړې چې

[quote:4841caac7a]خبره رواني او فطري ده !! [/quote:4841caac7a] او [quote:4841caac7a] داچې د انسان په بدن کښي يو احساس سته چه حس نوميږي چه د خالق پېږندنه په کيږي چه پر دغه حس باندي علماوو بحثونه کړي او په اثبات کړي ئې دۍ
[/quote:4841caac7a]
ولې زه نه پوهيږم چې آيا يواځې همدا رواني اړتيا وه او بس ،چې د اديانو دمنځته راتللو سبب شوه؟ اوکه ټولنيزې اړتياوې او اړينتيا وې هم موجودې وې ؟ که وې، هغه به کومې اړتياوې او اړينتيا وې وي؟ ، د کومو
له پوره کولو او سرته رسولو پر ته چې ټولنيز فساد ، کړکيچ يا بحرانونه نشؤ له منځه تللی .والسلام


Anonymous
02.10.2005

ښه اساسي روان ئي لږځه دمارکس د کاپيټال دوهم ټوک هم ورسره ضميمه کړه چې ټول حساب ئي درست شي ٠ ډګرته راشه ولي په غار کې پټ ئي ??


نقاد
02.10.2005

هلکه ميلمه ، ته چاته وايي چې :
[quote:0b45209866="Anonymous"]ښه اساسي روان ئي لږځه دمارکس د کاپيټال دوهم ټوک هم ورسره ضميمه کړه چې ټول حساب ئي درست شي ٠ ډګرته راشه ولي په غار کې پټ ئي ??[/quote:0b45209866]،
چا ځان په غار کې پټ کړی؟ که له ما نه ځواب غواړې نو په ډګر يې درته وايم :

[color=yellow:0b45209866]د مارکس په کاپيټال کې خو څه دا خبرې نه وې .
............................................................... ما و کاته ، ټول دروغ ؤ، څه رښتيا خبرې نه وې
په نوم د اقتصاد يې سياست وۀ را نيولی
.................................................................. يــــــــــواځې وې نيوکې ، د اصلاح خبرې نه وې[/color:0b45209866]


Anonymous
06.10.2005

..................................................................... III
لومړی له محترم مولوي صاحب استاد حليمي او دروند ورور ښاغلي نقاد صيب او نورو درنو ليکونکو او لوستونکو څخه مننه کوو چې په مينه يې له مونږ سره په وړاندې شوې موضوع کې دستاينې وړبرخه اخيستی
د ه، زه ټولو ته کورودانی وايم چې د بحث لړۍ يې د دن ټولنيز ې اړتيا او اړينتيا ته راورساوه !
[color=cyan:7d7e4842a5]ملاخېل[/color:7d7e4842a5]:
هسې خو عقيده د طبيعي اړينتيا په وخت کې هم موجوده وه، کله چې طبيعت پر انسان (انسانانو) باندې عام او تام تسلط او حاکميت درلود ! د مړو په اروا حانو، د لومړنۍ ټولنې ( ګنۍ، خيل او قوم) په ساتونکي روح باور او اعتقاد موجود و، چې وروسته يې د مرييتوب او اربابيت په دوره کې د ارباب ﻻنواع د پرستش په توګه يې د يوه دين بڼه اختيار کړه .
له دې نه مالوميږي چې عقايد د طبيعي (اتنيکي) ټولنو په اوږده (٣٠ ــ ٣٥ زرو کلونو) په بهير کې رامنځته شوي، خو د دين ، په تيره بيااسماني اديانو شکل يې وروسته په طبقاتي ټولنه کې اختيار کړی دی .
[color=red:7d7e4842a5]ملا :[/color:7d7e4842a5]هو د فرعونيانو د مريي ساتنې په ټولنه کې د مړو پر ارواحانو باور او پرستش يې د حاکمې فرعوني طبقې په ګټه بالکل د حاکم او مسلط دين بڼه لرله .مشر فرعون به د اسماني معبود لمر سره پر ځمکه د معادل معبود په توګه نماځل کيده او تر موينې وروسته به مړستون (قبر) د ستر اهرام په بڼه لکه لمر چې د نورو ستوو د مدارونو په منځ کې پروت وي، دده اهرام پر شاوخوا به هم دسيارو په شکل په لومۍ نږدې دايره باندې د شهزادګانو سبتأ واړه اهرامونه ، پر دوهمه حلقه د دربار دلوړ پوړي چارواکو ،و په دريمه او څلورمه کړۍ باندې د لوړو مذهبي ملا امامانو غټ قبرونه او ورپسې د نورو آزادو اشخاصو قبرونه کردچاپيره پراته ؤ، په دې معنی چې ګواکې ددوی اروا حان .دفرعون له روح څخه لکه سيارې له لمر ځخه پر خپلو مدارونو راڅرخي او دغه نړيوال نظام له مرګه ورو سته هم د ارواحانو ترمنځ ﻻيتنهي دوام مومي.(!!)
[color=cyan:7d7e4842a5]ملاخېل[/color:7d7e4842a5]:
په لرغوني روم کې هرې ټولنيزې طبقې د برده دارۍ په دوره کې بيل بيل رب النوع درلود، لاسي فلزي صنعتګرو او پښانو به د اور غورځونکې رب النوع نمانځنه کوله او د اورغورځونې پيښه يې د هغه د بنۍ و هلو پايله بلله !
د مريي ساتونکو رب النوع بيل او د مريانو بيل و. په عربستان کې تر اسلام دمخه برده دارۍ وده نه وه کړې ، ځکه دلته نه د دجلې او فرات په څير سيندونه موجود ؤ چې د بابل برده دار دولت يې رامنخته کړی وای او نه د نيل په سيند موجود و چې پر غاړه يې د مصر د فرعونيانو په څير د برده دارۍ مدنيت منځته راوړی وای، خو بيا هم پيل يې کړی و او د ﻻت او منا ت بتان د شتمنو او حاکمو طبقو خدايان او د الله په نامه بت د بيوځلو د رب النوع د بت په توګه په کعبه کې د بيشميره بتانو ترڅنګ .موجود و. د بي وځلو معبود د ټولنې، کونيو او اښرادو د برخليک له ټاکلو څخهﻻس وتی ، او د طبيعت ا کايناتو واک يې ورکړی و، څو تر ټولو ځواکمن خو د شتمنو او مسلطو طبقو له سرنوشت سره کار ونه لري او د هغوی سرنوشت يې ﻻت او منات او داسې نورو ډيرو بتانو ته سپارلی اوسي. په هند کې د پنج آب سيندونه چې يو يې ګنګا دی او په چين کې د يانګ تسې زيړ سيند پر شاوخوا کې د برده دار دولتونو يا اسياي استبداد د رامنځته کيدلو سبب شوې وه او ورسره د ارباب الانواعو بتپرستۍ پراختيا موندلې وه .
[color=red:7d7e4842a5]ملا :[/color:7d7e4842a5] صنوبره مطلب دې دا چې برده داري، د ارباب ﻻنواع منځته راتګ او د هغوی د بتانو نمانځل او پرستش ټول سره تړلي و ؟ يعنې ددغو اديانو ذهني دنده برده داري نظام ته د ثبات او ودې وربښل ؤ
او بس ؟ که داسې وي، نو بيا خو اسماني اديانو له دغه ډول اديانو سره ډير فرق درلود ، که څنګه ؟
[color=cyan:7d7e4842a5]ملاخېل[/color:7d7e4842a5]:
بالکل !، همدغسې وه اوټيک همداسې ده : اسماني اديان خو انقلابي و، نه محافظه کار ! وګوره ، د هند هندوان تر اوسه پورې محافظ کار، دود پال، بدلون نه غوښتونکي او خپل ټولنيز برخليک ته تسليم خلک بريښي او د نړۍ کوم ستر قوم دی چې پر دوی يې حکومت نه دی کړی ، ولې دوی هر حکومت منلی او ورته تسليم پاتې شوي دي ! ديموکراسي په کې هم انګليسانو راوسته ، دو ی له دموکراسۍ څخه کار دومره نه اخلي لکه څومره چې يې پرستش کوي ! ( نور بيا )


Anonymous
02.11.2005

[color=red:3530f590bd]ملا :[/color:3530f590bd]
هلکه صنوبره دا تۀ راته څه وايې ، بي شکه چې اسماني اديان انقلابي ؤ، هغوی خو آسماني حقايق پر ځمکه خپرول او ځمکه يې پرې روښانه کوله نو انقلابي به نه ؤ ؟
دا نور انقلابونه چې دايې د مريتوب دوره ده، دايې فيوډليزم دی، ديې پانګوالي ده او دا يې سوسياليزم يا کمونيزم دی، دا ټول څشی دي او انقلابونه يې ﻻ څشی دي، انقلابونه خو هماغه ؤ چې اول العزمه رسوﻻن لکه موسی کليم الله ، عيسی روح الله او او محمد رسول الله صلی الله عليه و سلم يې په رأس کې ؤ د نوراني اسماني کتابونو تورات انجيل او قران سره !
خو ماته دې يوه پوښتنه زړه ته راوستله : ايا له بردارۍ نه مخکې آسماني کتابونه ، آسماني دينونه او د پورتنو په څېر دغسې ديني انقلابونه نه ؤ؟ آدم ، نوح او ابراهيم عليهم سلام خو هم ستر پيغمبران ؤ ؟
[color=blue:3530f590bd]ملاخېل: [/color:3530f590bd]
ابرا هيم (ع) هم د برده دارۍ په دوره کې د نمروديانو په وخت کې راغلی دی، نمرود وشاړه ، چې ترې ﻻړ بيرته يې مخ ور وا نه ړاوه، نو کتاب هم پرې نازل نشو ! يا داچې ليک لوست هلته ﻻ نه و او يا به ده نه درلود ، ليک خو په مصر کې د فرعونيانو له خوا ايجاد شوی، ځکه خو تورات لومړنی آسماني کتاب بلل کيږي ، او اسماني کتاب د اسماني دين ثبوت دی . صحيفې ښايي شفاهي وې ځکه يې کوم اثر نه دی پاتې شوی، داسې ادعا ګانې چې هغه ليکل شوې کتابچې وې ، د ملا يانو بي ثبوته انګيرنې پاتې شوي دي اوبس .
د نوح (ع) او ادم (ع) په وخت کې خو انسانانو ﻻ ليک او خط هم نه و پنځولی، نو کتاب يا صحيفه به له خط پرته څنګه او په څشي راغلي وای ؟
[color=red:3530f590bd]ملا :[/color:3530f590bd]
نو ادم (ع) خو د بشر پلار، د ملايکو استاد و او جهانشموله او کائن علم يې درلود او بيايې په جنت کې ژوند هم کړی و ، د بي بي حوا سره يو ځای ، نوآيا هغه ليک لوست نشو کولی ؟ بيسواده و؟ د لومړي قلموال (ج) په قلم سره د ښوونې او پوهولو (علم با لقلم) شاګردان نو څوک و؟
[color=blue:3530f590bd]ملاخېل: [/color:3530f590bd]:
هلکه ګليه ! ستا بربنډې پوښتنې سختې بې پر توږه ښکاري ، ته غوږ لږ را نزدې کړه چې لږ دې وپوهوم :
د ابراهيم (ع) تر وخته پورې ليک او په دې توګه لوست هم نه و، او که وای د هيرو غليف ، مېخي او نورو ځمکنيو ليکونو او ليکتورو ته به هيڅ ضرورت نه وای چې بشر يې اختراع او دود کاندي . نو دا سمه ده چې ليک لوست رامنځته کيدل هم په لومړنۍ طبقاتي ټولنې يعنې برده دارۍ کې منځته راغلی دی، نه پخوا !
[color=red:3530f590bd]ملا :[/color:3530f590bd]
مطلب داچې تر موسی (ع) پخوا د اسماني دين د ثبوت له پاره کوم کتاب او ليکلی سند، نښه او نښانه نشته ؟ او په دې اساس د نوح (ع) او تر هغه د وړاندو پيغمبرانو کيسې نه ثبوتيږي، که څه هم په عقيده کې ثبوت او په ثبوت کې عقيدې ته اړتيا نه ليدل کيږي ، خو علمي او منطقي اند توګه په ثبوت او تجربوي شواهدو تکيه کوي .
پدې ډول علم او منطق د اسماني اديانو راتګ پر اسماني کتابونو ، د اسماني کتابونو راتګ د ليک پر ايجاد او هغه د لومړۍ طبقاتي ټولنې (برده ګۍ) پورې تړي او نتيجتأد اسماني دينونو منځته راتګ مستقيمأ د لومړۍ طبقاتي ټولنې
د شتون پورې کلک تړي ! دا په داسې حال ې چې انسانانو٣٠ ــ ٤٠ زره کاله تر هغې مخکې هم ژوند کړی دی ، بي له دې چې يو اسماني کتاب ورته راغلی وي . نو پوښتنه دا رامنځته کيږي چې په طبقاتي ټولنې کې څشی ددې سبب او ﻻمل شو چې د اسماني اديانو راتګ يې اړين ګرځولی و ؟؟؟
[color=blue:3530f590bd]ملاخېل: [/color:3530f590bd]: هو ګله ، اساسي پوښتنه هم داده ، خو تر بيا پورې به يې دواړه پر ځواب سوچ وکړو، خوښه دې ده؟ اوس تا او ګرانو لوستونکو ته د اختر مبارکي وايم او دا بحث تر بل وار پورې بس کوم .
نور بيا


Anonymous
04.11.2005

...په تير پسې :
[color=blue:4ffe14f6bd]ملاخېل[/color:4ffe14f6bd]:
ګله وروره که هر څومره چې سړی سوچ کوي د اديانو تاريخ له لس ١٢ زرو کالو څخه پخوانی نه بريښي . پخپله اسلامي علمأ آن تر طالب جان پورې ځمکې ته د آدم (ع) راتګ له ١٢ زرو کالو ځڅخه زيات پخوانی نه بولي ، او د طبقاتي ټولنې مقدمات او اړين بدلونونه ( لکه د خصوصي ملکيت د ابتدايي شکلونو او بنسټونومنځته راتلل ) هم له ١٢ زرو کالو څخه زيات لرغوني نه بريښي!
د نوح (ع) د طوفان موده له ٩٠٠٠ ـــ ١٠٠٠٠ کالو پورې اټکل کيږي . او دا چې وايي نوح (ع) ٩٠٠ کاله ژوند کړې ، دتصور وړ نه دې، خو قوم يې ښايي تر طوفانه پورې دغومره کلونه پوره کړي وي .
د پيغمبرانو اصلي کار تبليغ دی او دا يو فکري کار دی ، حال داچې له طبقاتي ټولنې يا خصوصي مالکيت نه دمخه د کار ويش په فکري کار او جسماني کارممکن نه و، نو تبليغ ، اسماني دين او ديني کتابونه، ليک اوليکلې صحيفې او داسې نور هم ممکن نه ؤ. له دې کبله اديان تر هغې وړاندې د انسانانو پر
٢٠٠٠٠ ـــ ٣٠٠٠٠ کاله موجوديت سترګې پټوي ، چې ساينسي علومو لکه بيولوژي، جېن تېښنيک ، آرښيو لوژي، پالې اونتولوژي او ټولپوهنې وخته په ثبوت رسولي دي .
[color=blue:4ffe14f6bd]ملا :[/color:4ffe14f6bd]
ښه ، هر وخت چې ؤ، تر هغه به يې فرض کړو چې تر څو يې کوم لوستونکې ضد ثوبت کړي، چې د مدني انسان په وخت کې ،کله چې نور يې غير مدني ژوند نه کاوه د اسماني اديانو لړۍ پيل شوه ، دا ولې او د څه له پاره ؟
[color=blue:4ffe14f6bd]ملاخېل[/color:4ffe14f6bd]:
دا دومره ټيک نه بريښي د مدني پر ځاي د هغې لامل او بنسټ يعنې خصوصي ملکيت يا طبقاتي ټولنه ويل سم دي . تر دې مخکې
د دولت تصور، د حقوقو تصور، د اسماني دين تصور، د اخلاقو ځانګړي تصورات نه ؤ ، که څه هم ددود اورواج په توګه اخلاق موجود ؤ. ځکه ځانګړي تصورات او نظريې د فکري کار بيلوالی له جسمي کار څخه ايجابوي او فکري کارکونکي غواړي !
څنګه چې اسماني اديان د ښوونې سيستمونه او پيغمبران ښونکي ؤ، نو انسان يې له پيل څخه د فکري کار کونکي موجود په توګه تصور کړی، اوله جسماني کار څخه د فکري کار تر بيليدلو پخوا انسان يې نشو تصور کوﻻی، نو ځکه يې آدم (ع) د يوه جهان شموله عالم په توګه دبشر پيل او پلار بللی او هغه مهال ﻻ ناپيژندل شوې ٣٠ زره کلنه مخکينۍ بشري ټولنه يي طبعأ ناموجوده ( عدم ) شميرله ، کومه چې نه په ليکلي او نه نوره په شفاهي تاريخ کې هغه وخت مالومه وه !
[color=blue:4ffe14f6bd]ملا :[/color:4ffe14f6bd]
د لومړي اسماني کتاب تورات د راتګ له مهال څخه دمخه ليک اختراع شوي و
او د ادم (لومړي انسان) په هکله د نوح او ابراهيم عليهم السلام له وخته راپاتې شفاهي ښونې او کيسې ﻻ ژوندۍ پاتې وې چې په تورات کې يې بشپړه بڼه په ليکلي شکل تاييد او تجديد شوه .
خو صنوبره دلته دا پوښتنه راپورته کيږي چې نه تورات او نه هم انجيل او نه هم قران کريم د برده دارۍ ددورې په پيل يا بشپړتيايي پړاو کې، بلکې د هغې د بحران او زوال په پوړيو کې نازل شوي دي ، دا ولې ؟
[color=blue:4ffe14f6bd]ملاخېل[/color:4ffe14f6bd]:
بالکل !، بحرانونه چې دزوال ښکارندويي کوي تل د نوې ټولنې نوي او انقلابي پيغامونه له ځانه سره راوړي او هغه د چا خبره [color=white:4ffe14f6bd]د ملا خير په بي خيرۍ کې [/color:4ffe14f6bd]لټوي :
داچې د نوې ټولنې په جوړولو کې دين ستر تاريخ سازه رول لوبولی ، ښايي د ساختار په يوه يا څو اساسي برخو کې يې ورته بدلون رامنځته کړي وي .خو داچې دين يوه روبنايي پيښه ده نه زيربنايي، که چيرې معنويات ټول د روبنا، او مادي
اقتصادي برخه دزير بنا پورې تړلي و شميرو . په روبنا کې تر ټولې دوه برخې ډيرې مهې دي چې د نوې ټولنې په جوړولو ، ودې ، ثبات او ساتلو کې مستقيم اغيز لري : چې[color=white:4ffe14f6bd] سياست او حقوق [/color:4ffe14f6bd]دي !



ع کريم حليمي
05.11.2005

محترم ، ښاغلې A وروره ، درنو لوستونکوسلام و رحمه الله او هم د کوچني اختر مبارکي تاسوته وايم ، لمونځونه ، روژې ، تراويح او په مابينځ کښي نور ٠٠٠٠ټول عبادتونه موخدای تعالی په خپل دربار درڅخه قبول کړي !
سره زموږ له هغې
که تاسو اجازه راکړۍ ! دغه يوه جمله تاسو داسي ليکلې چه :
(هلکه صنوبره دا تۀ راته څه وايې ، بي شکه چې اسماني اديان انقلابي ؤ، هغوی خو آسماني حقايق پر ځمکه خپرول او ځمکه يې پرې روښانه کوله نو انقلابي به نه ؤ ؟)

او جواب ئې تاسو داسي ليکلۍ چه :
(دا نور انقلابونه چې دايې د مريتوب دوره ده، دايې فيوډاليزم ، دا پانګوالي ده او دا يې سوسياليزم يا کمونيزم دی، دا ټول څشی دي او انقلابونه يې ﻻ څشی دي، انقلابونه خو هماغه ؤ چې ألو العزم رسوﻻن لکه موسی کليم الله ، عيسی روح الله او او محمد رسول الله صلی الله عليه و سلم يې په رأس کې ؤ د نوراني اسماني کتابونو تورات انجيل او قران سره ! )

تر کومه حده چه زه پوهېږم ٠ خدای انقلابي رب  ندی ٠ او نه انقلابي خدای دي !
هو ! پيدا يښت، جوړښت، دنړۍ پيدايښت او تخليق،د تكوين رب دی
چه دې ته (پيدا يښت ) ته انقلاب نه ويل کيږي ٠ او داچه انبيا ئې وخت پر وخت راته
تعين کړي يا را استولي هغو هم انقلاب نه دی کړي ٠ موسی کليم الله ، عيسی روح الله اومحمد مصطفی ټوله يو اصول لري ٠ چه يوه پر بل باندي ئې انقلاب ندی کړي ٠
هو ! reformist (بيابڼه وركول)اويا د ځمکي وتکامل ته په ښو سترګو کتلي او د نوو (جديد ) اخلاقو سره راغلي   ٠ چه دې ته انقلاب نه ويل کيږي !
انقلاب و نبيادي تغير ته  ويل کيږي ٠ او ٩٩ فی صده انقلابونه ناکامه وه او دي ٠
که پر دغه جملو يوار سره موافق سو ٠ نوبه نورمجلس ته لار هواره سي ٠


Anonymous
05.11.2005

نقاد صاحب ليکی:
[color=darkred:3439fd94c2]د مارکس په کاپيټال کې خو څه دا خبرې نه وې .
........................... ما و کاته ، ټول دروغ ؤ، څه رښتيا خبرې نه وې
په نوم د اقتصاد يې سياست وۀ را نيولی
............................ يــــــــــواځې وې نيوکې ، د اصلاح خبرې نه وې[/color:3439fd94c2]

اګر چې شعر نه دئ، خو نظم ئې بد نه دئ.
داسې ښکارې چې نقاد صيب يا دمارکس د کپيټال پرځای کوم بل څه لوستی يا داچې تحليل به ئې ورته مشکل ؤ، او که نه نو د حيرانتيا ځای دئ چې په هغسې جامع کتاب کې ئې څنګه [color=#444444:3439fd94c2][color=orange]رښتيا خبرې[/color:3439fd94c2] [/color] او د [color=red:3439fd94c2]اصلاح خبرې[/color:3439fd94c2] نه دی ليدلې؟

سياسی اقتصاد


نقاد
05.11.2005

دروند ورور سياسي اقتصاد وال ته سلام او ښې هيلي!
هسې خود مارکس کاپيټال د کاپيټليزم سم تنقيددي او تنقيد د اصلاح له پاره وي ، خو مارکس د پانګولۍ د اصلاح له پاره نه، بلکې د هغه د له منځه وړلو له پاره ليکلی و، څو ثابته کړي چې د پانګوالۍ زوال اقتصادي اړينتيا يا تاريخي جبر دی . که د مارکس څيړنه په اجزاو کې سمه ( رښتيا) وه خو په ټوله ( کلياتو) کې ناسمه (غلطه) وه . تاريخي جبر نه و، د کارګرې طبقې پرولېتاريزه کيدل رامنځته نه شول، د مولده ځواکونو وده په ټپه و نه درېده، سوسيالستي انقلاب نه په انګلستان لومړی وشو، نه په بل (وروسته : لويځ) اروپا يې هيواد کې وشو، او نه هم د ١٩١٧ د اکتوبر بريالی پاڅون يو انقلاب و، سوسياليستي خو څکی څکی !
دغه راز د پرولتاريا دديکتاتورۍ تيوري او د کمونستی مانيفست تيوريکي محتوا چې د کپيتال سياسي انقلابي نتيجه وه، په بشپړ ډول تيروتنه او
يا تيرايستنه وه، که څه هم اپيټال په اجزاو کې پر سرمايدارۍ يو سالم تنقيد وه او له انقلابي مرام پرته رغنده او د دموکراسۍ د پراختيا له پاره ګټور تماميدای شو او ګټور تمام هم شو .
زه ادعا نه کوم چې دکاپيتال پيژندونکې يم او يا مې څنګه چې ﻻزم و ما سم لوستلی دی، خو له پيژندونکو څخه يې هيله لرم زما دغه پورتنۍ ادعا ګانې (نه هغه منظومې کرښې چې طبعأ په تيوريک لحاظ دقيقي نه دي) غلطې ثابتې کړي . په درنښت!


Anonymous
05.11.2005

(هلکه ملاخيله دا تۀ راته څه وايې ، بي شکه چې اسماني اديان انقلابي ؤ، هغوی خو آسماني حقايق پر ځمکه خپرول او ځمکه يې پرې روښانه کوله نو انقلابي به نه ؤ ؟)
طبعأ صرف په دې معنی چې [color=white:bc0669434b]انقلاب و نبيادي تغير ته ويل کيږي [/color:bc0669434b]او بنيادي بدلون په معنوي ، فکري ، عقيدوي او کلتوري ژوند کې چې له کفر او بتپرستۍ څخه يې خلک توحيد ته واړول او د ژوندانه په چارو کې يې هم هراړخيزه تنوير رامنځته ګړ . نو دغه راز معنوي تغير ته کلتوري انقلاب هم ويل کيدای شي . خو دا سياسي انقلابونه نه دي ، له کوم چې ماو سي دونګ په چين کې د کلتوري انقلاب په نامه کړی و. دا بدلون سوله ييز دی او زور زياتی هم نه غواړي .
Revolution د Evolution يا تکامل بشپړونکې ده نه نقصونکې ، پر دې معنی چې د انقلابونو څو کړۍ او لړۍ لکه د برده دارۍ ،فيوډالي او برژوازيکي انقلابونو سلسله د اړوندو دورو سره د جامعې د تکامل (Evolution) بهير جوړوي . يا په بل عبارت د خصوصي مالکيت تګامل Evolution له درې کيفي بد لونونو (انقلابونو) څخه تيريږي چې برده داري، فيوډالي او پانګوالي تغيرونه دي او په مجموع کې د ټولنې تکامل خوندي کوي . اولکه چې وينو ماته يې هم نه ده خوړلې، پر شا هم نه دي تللي او تاريخي حتميت (جبر) يې هم ليدل شوی دی ، سره ددې چې په هره ټولنه په ټولو تاريخي شرايطو کې شايد د هر پړاو تيرولو ته ځانګړې اړتيا ونه لري . د اري په توګه په نړيوال فيډاليزم کې ځينې قبيلوي ټولنې له برده دارۍ پرته فيډاليزم ته او يا په نړيواله پانګوالۍ کې له فيوډالي ټولنې څخه پرته سرمايدارۍ ته وده او تکامل وکړي . يواځې سوسياليزم ته له سرمايدارۍ پرته پراختيا موندل يا سوسالستي لوري ته مخه ګول ځکه ناممکن ؤ چې سوسياليزم پخپله د يوې واقعي ټولنې ياتا ريخي دورې په توګه تش جعلکاري
او بيځايه ادعا وه او بيځايه ادعا هم پاتې شوه . د انګلس او ملعون لېنين ادعاوې په دې اړه تش اختراعات او افترا آت وو اوبس . ولې درې ټولنيز انلابونه که سوله ييز ؤ لکه فيډلي او که د زور له ﻻرې ؤ لکه د برده دارۍ او سرمايدارۍ انقلابونه موجود ؤ او د ټولنې د تکامل يا Evolution کړۍ يې جوړې کړې دي .
ددغو بنيادي تغيراتو اړينتيا د انسانو فکري محصول نه دی ، لکه ملعون لېنين چې د سوسياليزم اړينتيا له خپلې خېټې څخه اختراع ړې وه او د سرمايدارۍ د بريمن نقلاب پر ځای يې د ناکام سوسياليزم انقلاب ته ملا وتړله او پر څه له پاسه ٧٠
کاله وروسته د يوې مصنوعي او جعلي نظام په توګه پخپله ړنګ شو او د سرمايداري تکامل قطع شوی بهير په خپل ټول حتميت سره بيرته پيل شو ا نړيوالو ته يې ثابته کړه چې د سوسياليزم نه، بلکې د سرمايدارۍ پراختيا تاريخي حتميت لري . البته په افغانستان کې د سرمايدارۍ پر ضد په فيوډالي يا ماقبل فيوډالي قبيلوي ساختارونو باندې ټينګارکول که د طالب او مجاهد له پاره داسلام تر پلمې ﻻندې هم وي ، داسې معنی لري لکه داسلام د خپريدلو پر ضد چې
د مکې کفارو د مريتوب او قبيلوي ساختارونو ټينګار کاوه اود فيو ډالي ټولنې مخه يې نيوله ! هغه وخت سرمايداري نه وه او د برده دارۍ او ماقبلبرده دارۍ قبيلوي ساختلرونوپه وړاندې فيوډالي ټولنه يواځينۍ انقلابي الټر ناتيف او دورنما بلل کيدله ! والسلام


Anonymous
05.11.2005

محترم او مکرم مولوي حليمي صاحب اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
و اما بعد :

(هلکه ملاخېله دا تۀ راته څه وايې ، بي شکه چې اسماني اديان انقلابي ؤ، هغوی خو آسماني حقايق پر ځمکه خپرول او ځمکه يې پرې روښانه کوله نو انقلابي به نه ؤ ؟)
طبعأ صرف په دې معنی چې [color=white:567fe0fbb1]انقلاب و نبيادي تغير ته ويل کيږي [/color:567fe0fbb1]او بنيادي بدلون په معنوي ، فکري ، عقيدوي او کلتوري ژوند کې چې له کفر او بتپرستۍ څخه يې خلک توحيد ته واړول او د ژوندانه په چارو کې يې هم هراړخيزه تنوير رامنځته ګړ . نو دغه راز معنوي تغير ته کلتوري انقلاب هم ويل کيدای شي . خو دا سياسي انقلابونه نه دي ، له کوم چې ماو سي دونګ په چين کې د کلتوري انقلاب په نامه کړی و. دا بدلون سوله ييز دی او زور زياتی هم نه غواړي .
Revolution د Evolution يا تکامل بشپړونکې ده نه نقصونکې ، پر دې معنی چې د انقلابونو څو کړۍ او لړۍ لکه د برده دارۍ ،فيوډالي او برژوازيکي انقلابونو سلسله د اړوندو دورو سره د جامعې د تکامل (Evolution) بهير جوړوي . يا په بل عبارت د خصوصي مالکيت تګامل Evolution له درې کيفي بد لونونو (انقلابونو) څخه تيريږي چې برده داري، فيوډالي او پانګوالي تغيرونه دي او په مجموع کې د ټولنې تکامل خوندي کوي . اولکه چې وينو ماته يې هم نه ده خوړلې، پر شا هم نه دي تللي او تاريخي حتميت (جبر) يې هم ليدل شوی دی ، سره ددې چې په هره ټولنه په ټولو تاريخي شرايطو کې شايد د هر پړاو تيرولو ته ځانګړې اړتيا ونه لري . د اري په توګه په نړيوال فيډاليزم کې ځينې قبيلوي ټولنې له برده دارۍ پرته فيډاليزم ته او يا په نړيواله پانګوالۍ کې له فيوډالي ټولنې څخه پرته سرمايدارۍ ته وده او تکامل وکړي . يواځې سوسياليزم ته له سرمايدارۍ پرته پراختيا موندل يا سوسالستي لوري ته مخه ګول ځکه ناممکن ؤ چې سوسياليزم پخپله د يوې واقعي ټولنې ياتا ريخي دورې په توګه تش جعلکاري
او بيځايه ادعا وه او بيځايه ادعا هم پاتې شوه . د انګلس او ملعون لېنين ادعاوې په دې اړه تش اختراعات او افترا آت وو اوبس . ولې درې ټولنيز انلابونه که سوله ييز ؤ لکه فيډلي او که د زور له ﻻرې ؤ لکه د برده دارۍ او سرمايدارۍ انقلابونه موجود ؤ او د ټولنې د تکامل يا Evolution کړۍ يې جوړې کړې دي .
ددغو بنيادي تغيراتو اړينتيا د انسانو فکري محصول نه دی ، لکه ملعون لېنين چې د سوسياليزم اړينتيا له خپلې خېټې څخه اختراع ړې وه او د سرمايدارۍ د بريمن نقلاب پر ځای يې د ناکام سوسياليزم انقلاب ته ملا وتړله او پر څه له پاسه ٧٠
کاله وروسته د يوې مصنوعي او جعلي نظام په توګه پخپله ړنګ شو او د سرمايداري تکامل قطع شوی بهير په خپل ټول حتميت سره بيرته پيل شو ا نړيوالو ته يې ثابته کړه چې د سوسياليزم نه، بلکې د سرمايدارۍ پراختيا تاريخي حتميت لري . البته په افغانستان کې د سرمايدارۍ پر ضد په فيوډالي يا ماقبل فيوډالي قبيلوي ساختارونو باندې ټينګارکول که د طالب او مجاهد له پاره داسلام تر پلمې ﻻندې هم وي ، داسې معنی لري لکه داسلام د خپريدلو پر ضد چې
د مکې کفارو د مريتوب او قبيلوي ساختارونو ټينګار کاوه اود فيو ډالي ټولنې مخه يې نيوله ! هغه وخت سرمايداري نه وه او د برده دارۍ او ماقبل برده دارۍ قبيلوي ساختارونوپه وړاندې فيوډالي ټولنه يواځينۍ انقلابي الټر ناتيف او دورنما بلل کيدله ! والسلام



ع کريم حليمي
06.11.2005

ډېر محترم او ښاغلې A ورور ، درنو لوستونکو سلام و رحمه الله !
زه ستاسو د ليکني سره پوره موافق يم ٠ بېله دغه لاندي جملې ٠ تاسو ليکلي چه :
[quote:a5b86673ba]طبعأ صرف په دې معنی چې انقلاب و نبيادي تغير ته ويل کيږي او بنيادي بدلون په معنوي ، فکري ، عقيدوي او کلتوري ژوند کې چې له کفر او بتپرستۍ څخه يې خلک توحيد ته واړول او د ژوندانه په چارو کې يې هم هراړخيزه تنوير رامنځته ګړ . نو دغه راز معنوي تغير ته کلتوري انقلاب هم ويل کيدای شي . خو دا سياسي انقلابونه نه دي ، له کوم چې ماو سي دونګ په چين کې د کلتوري انقلاب په نامه کړی و. دا بدلون سوله ييز دی او زور زياتی هم نه غواړي . [/quote:a5b86673ba]
خبره په سياسي او اقتصادي بنياد نه وه شروع سوې ٠
خبره د انبياوو راتګ او هغه تاسو انقلاب بللۍ وو٠
او اوس نو تاسو خبره د کلتوري ، دکلچر او انقلاب په ګډه کړه ٠
نه انبياوو انقلاب کړئ اونه کلتور،کلچر انقلاب ته ضرورت لري ٠
١ ) انبيا وو اخلاق راوړي ٠
2 ) او ټولني د ځانه سره کلچر،کلتور جوړ کړي ٠
کلچر چه څومره  زړيږي تر مذهب لاهم کلک کيږي ٠ او پر مذهب چه وخت تېريږي نودکلتور يا کلچر شکل اخلي ٠ نو دغه سبب دی چه هيڅ کلچر بدنه دي ٠ او نه ئې بد بللې سوو
کلچر مثال د يوې درختي لري ٠ چه لمر او اوبه ور رسيږي نو هري خواته غزيږي
او چه ډېره غټه سي نو د حصولو خوند ئې بېخونده او مېوه ئې ډېر او بېکار
نو دغه سبب دې چه باغوان همېشه اره په لاس کښي وي او درختو trimming کوي يعني تهذب د درختو ٠ چه ښه حصول او خوندوره مېوه تر لاسه کړي ٠
تهذب هره ورځ کوي ٠ اما درختي له بېخه نه کاږي (بعني انقلاب )
انبيا راځي او trimming د جامعو کوي او زاړه د بيخه نه کاږي ٠ دغه سبب دی چه
چه ځيني اديان پاته کيږي ٠ د مثال په ډول بودايي مذهب داسي اصول لري چه

دانایی صحيح ، اندیشه صحيح ، گفتار صحيح، کردار صحيح ، پیشه صحيح ،کوشش صحيح او نیت صحيح
په پورته اصولوکي انقلاب نسي راتللی ٠
Reform يا اصلاح ته ضرورت لري او Reform چه دي طويل المدت کار دی
چه پسله يونيم زرکاله بيا هم اسلام و نشوای کولي چه Reform ئې کړي
ممکن زر کاله نور په بر کښي ونيسي ٠
په لنډاو چابک وخت اصلاح کولو ته نو انقلاب ويل کيږي ٠ چه توپک به ئې پر سر ورنيولی وي ٠ که ټوک له لاسه ولويږي ٠ نو هغه د لنډوخت اصلاح (انقلاب)هم په لنډ وخت کښي ناکامه سي ٠ لکه کوم ٩٩ في صده انقلابونه چه ناکامه شوي ، چه
دا سبب دی چه انقلابيون په ځان يعني په جامعه کښي د مخالف نظر تحمل نه لري
او انبيا هر وخت دمخالف تحمل لري ٠
نوټ ٠ که بودايان اسلام قبول کړي ٠ نو ډېر اصول به ئې بيا هم منلي وي ٠ اوټوله دا بودايې اصول به له مابينځه ولاړ نه شي ٠ يعني Reform به پکښي راسي ٠
که تاسو موافق نه ياست ٠ نو د انقلاب او ريفورم تعريف ته ضرورت لرم ؟؟


Anonymous
06.11.2005

محترم وروره حليمي صيب او درنو لوستونکوسلام و رحمه الله و برکاته !
تاسوته هم د کوچني اختر مبارکي وايم .
ستاسو د تعريف سره سم چې بنيادي تغير ته انقلاب وايي ، همدومره زياتوم چې د ﻻ روښانتيا له پاره د بنيادي پر ځای يو بل مترادف (کيفي) وضع کوو او انقلاب په يو شي کې کيفي تغير بولو.دا تعريف هله روښانه يږي چې کيفيت هم مالوم او تعريف شي: کيفيت د يو شي د ټولو خاصيتونو مجموعې ته وايي.
نو کيفي تغير د يوه شي له منځه وړل نه، بلکې په مجموع کې د هغوی د خاصيتونو بدلولو ته وايي. هغه (بنيادي) ددغه (مجموع ) پر ځای کارول سم دي خو تغير د کيفيت دی او بس.
مونږ وينو چې کلتور له منځه نځي، خو اسلامي کلتور د قبل الاسلام د وخت کلتور ته کيفي بدلون ورکړ . پرستش پخوا هم و، خو د بتانو او کثيرالارباب لمانځنه وه، هغه پر توحيد بدله شوه او د يوه واحد خدای الله( جل جلاله ) پر لمانځنه واوښتله!
هو، مهذهب که کلتور نه وي نو هم په کلتور بدليږي، او پر کلتور د بدل شوي مذهب بدلون نتيجتأ يو کلتوري بدلون هم دی . [color=white:f560cf1add]که مذهب کلتور نه وي او کلتور کيفي بدلون و نه لري،بيا هم عقيدوي بدلون يو کيفي تغير دی [/color:f560cf1add]او هر نوی دين په انسانانو کې اول يو معنوي بدلون رامنځته کوي او ستاسو د خبرې سره سم يې وروسته دوام اوثبات په کلتور باندې د اوړيدلو سبب ګرځي!
د کيفي بدلون سره زور زيای ، تشدد مرګ او ژوبله حتمي نه، بلکې د غلط درک او افراطيت نتيجه ده :
له برده دارۍ څخه فيوډالي ټولنې ته انقلابي بدلون او اړاو په بشپړه سوله ييزې توګې سره شوی دی .
دا سمه خو با کل بيله خبره ده چې الله تعالی انقلابي نه دی او هر څه په تکويني توګه کوي ، خو انسانان او بنده ګان يې يواځې انقلابي بدلون پيژني ، او ښايې همدا علت وي چې پيغمبران يې هم ورته په انسانانو کې ، په خپله ژبه ، خپل قوم او خپل کلتور کې وټاکل . والسلام .


نقاد
06.11.2005

درنو ورونو محترم حليمي صيب او ښاغلي ميلمه A او ګرانو لوستونکو ته سلامونه او ښې چارې!
زما په اند په تکوين او طبيعت کې خو کيفي بدلونونه يا انقلابونه ﻻ ډير او مسلسل روان دي :
په فزيکي لحاظ اوبه په بخار (ورېځې) او ورېځې بيرته پر باران (اوبو) بدليدل ،
او په کيمياوي لحاظ ټول تعاملات چې د اتومونو او ماليکولونو تر منځ په طبيعت
کې سرته رسيږي، کيفي انقلابي بدلونونه دي ، چې دانسان لهﻻسوهنې پرته صورت نيسي او د ځمکې او طبيعت په تکوين کې يې رول لوبولی دی . پخپله په حرکت او تغير کې هم ميخانيکي ، فزيکي،کيمياوي ، بيولوژيګي ، اجتماعي او شعوري حرکتونه سره يو ډول نه دي او بيل بيل کيفيت لري . کيفي بدلون يواځې په ټولنه کې انقلاب نوميږي، خو په طبيعت کې ﻻ زيات ليدل کيږي. والسلام !



ع کريم حليمي
09.11.2005

درنو ورونو ډېرمحترم نقاد صيب او ښاغلي ميلمه A او ګرانو لوستونکو ته سلامونه !
تاسو ډېر ښه ليکلي چه :
[quote:6217f9e3d0]زما په اند په تکوين او طبيعت کې خو کيفي بدلونونه يا انقلابونه ﻻ ډير او مسلسل روان دي :
په فزيکي لحاظ اوبه په بخار (ورېځې) او ورېځې بيرته پر باران (اوبو) بدليدل ،
او په کيمياوي لحاظ ټول تعاملات چې د اتومونو او ماليکولونو تر منځ په طبيعت
کې سرته رسيږي، کيفي انقلابي بدلونونه دي ، چې دانسان لهﻻسوهنې پرته صورت نيسي [/quote:6217f9e3d0]
يوڅه وخت ئې غوښتۍ چه ستاسو ليکنه تحلل کړم ٠ پسله ډير اوږد فکر کولو څه ورسته داسي نتيجه په لاس راغله چه :
انقلاب هغه بنيادي تغير ،تحول او تبدل ته ويل کيږي چه حزبې ګوندونه ئې منځ ته راولي ٠ او په تېره بيا هغه راډيكال ګوندونه ٠ او دغه د انقلاب لغت ورسته اخوانيانو هم اډاپټ کړي او د اسلامي انقلاب نعرې ئې شروع کړې ٠
روسان او اروپايان چه د Revolution (انقلاب ) جمله استعمالوي نو مطلب ئې
دا وي چه : overthrow of a system of government , especially by force
يعني چه چپه کړي يو حکومت په زور ٠
نو نور چه کمونيزم و لاړۍ له منځه ٠ انقلاب هم ور سره ولاړ ٠
نن موږ هره ورځ ښه تحلونه ، تحول مخ په وړاندي غواړو ٠ انقلاب نور نه په کيميا ،نه په فزيک کي ٠ ځای نه لري ٠ يوازي به ئې په تاريخ کښي لټوو ٠
هو! د اورلګيت د خاشې لګول يو کيمياوي تغير دی ٠ چه په کاربون ،ايرې ،حرارت
بدليږي ٠ او دغه درې بيا نامکنه خبره ده چه سره يو ځای دي شي ،يا هغه خاشه دي ورڅخه  جوړه شي ٠ نو و دې عمل ته کيميا وي تغير ويل کيږي ، نه انقلاب
اوکه د يامه څخه کاچوغه جوړه کړو او بيائې برته يووم يا بېلچه ځيني جوړه وو ٠ نو فزيکي تغير ئې بولو ٠ نه انقلاب

کيفيت اوکيفي تغير هغه ته ويل کيږي ٠ او يوازي په انسان اړه لري ٠ د خدای سره هيځ اړه نه لري ٠ انسان چه په يوه شي کښي تغير راولي د خپل نفس او هوا له پاره نو
کيفي تغير بلل کيږي ٠



ع کريم حليمي
09.11.2005

درنو ورونو A محترم ورره ، ډېرمحترم نقاد صيب او ګرانو لوستونکو ته سلامونه !

[quote:d207f4ea44]ابرا هيم (ع) هم د برده دارۍ په دوره کې د نمروديانو په وخت کې راغلی دی، [/quote:d207f4ea44]
ابراهيم عليه السلام هغه نبي دۍ چه يوازي او يوازي ئې موږ د اسماني کتابونو په حواله پېژنو او پر دې ايمان لرو چه نبي وو ٠ او بس
او تاريخ خو ابراهيم ع هيڅ نه پېږني ، تاريخي اثارئې نسته په لاس کښي اونه تاريخ پوهانو څه پر ويلي چه د ابراهيم ع په عصر کښي څنګه ټولنيز ږوند وو ٠
هو ! دغلامۍ زمانه به وه يابه نه وه ٠ خو غلامي به تر قيامته پوري وي ٠ اما
کيفيت به ئې په بل ډول وي ٠ خبره پر بله ځي ٠ اجازه راکړي ٠
نن هم د غلامۍ عصر دۍ ! ايا تاسو واياست چه غلامي نسته ؟؟؟؟


Anonymous
09.11.2005

لومړې ښاغلي حليمي صاحب ته درناوې ٠

داستاسو اند او پوښتنه ده :
((نن هم د غلامۍ عصر دۍ ! ايا تاسو واياست چه غلامي نسته ؟؟؟؟))

تاسويوې حياتي ستونځې ته ګوته نيولې چې نن پکې ترپخوازيات انسانان راښکېل شوي دي ٠ دايوداسې پټ رنځ دې چې طبيبان يې له تشخيصه هم ډاريږي ٠ ددې ستونځې تاريخي بڼه ساده اوښکاره وه ٠ ټوله تشريح يې داده چې يوسپين پوستې اروپايي به راپاڅېد څوتورپوستي به يې په ځنځير وتړل اودتازيانې په شړق به يې پوهول چې څه وکړي ، خو نن کيسه بل رنګ ده ٠ دبېلګې په توګه علم اوتکنالوژي دماهيت له نظره يواځې (ښه) ارزښتونه دي خو که علم اوتکنالوژي دانساني وجود لپاره خطرشي بيا به يې څنګه ارزوو ؟
همدغه راز افغان اولس راواخلۍ چې له يوې خوا د(ډزاوغپ) سياست ته دخپل ژوند په بدل اړکيږي خوله بلې خوادهمدغه سياست زېږنده هم وي ٠ يوڅوک چې چاسره غېږې نيسي بايد هغومره زورولري او که داړوکۍ په چل ورسره پوه شي بياهم يو زورور راپرزوولای شي ٠
که دغسې شنې اوسرې مرۍ په نړۍ وال لړ کی وپييونود غمونو اودردو امېل به شي چې په ښکاره سينګار او په ماهيت کی به د نامعلوم ساري رنځ طوق وي ٠
خېر ، که د غلامۍ رسۍ ته يوه غوټه ورواچوو نوپخواد غلامتوب چلونه په ډاګه وو اونن پټ دي ٠ سړې چې ترڅوپه ځان خبريږي ، لس ځله ليلام شوې وي ٠

له درناوي سره
واحد مشواڼې


Anonymous
09.11.2005

محترم استاد حليمي صاحب او درونو دوستانو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
Revolution ته ځو به عربي کې [color=white:83cb86f298]الثوره [/color:83cb86f298] وايي ، نه انقلاب ، چې معنی يې پوچ يا کودتا ده ، خو په افغانستان او ايران کې د انقلاب وييز د الثوره يا Revolution
په معنی کارول کيږي او هغه اړاو په ګوته کوي چې نتيجه يي يو لوړ کيفي بدلون وي . مونږ تيروتنه کړې چې د کيفي بدلون سره مو د (لوړ) قيد له پامه غورځیدلی دی.
رښتيا له بسيط څخه مرکب او له ټيټ څخه لوړ کيفيت ته اړاو يا اوښتون د انقلاب معيار دی . په دې توګه انقلاب بايد تکاملي وي . په کيمياوي تعاملاتو کې ، چې په طبيعت کې هم تکراريږي، البته تجزيه نه، بلکې ترکيب داسې کيفي بدلون دی چې له بسيط کيفيت څخه مرکب او له ساده څخه پيچلي او لوړ کيفت ته ليږدونه رامنځته کوي . داهم سمه ده چې دغسې کيفي ارتقايي او تکاملي بدلون ته په ټولنه کې انقلاب وايي، نه په طبيعت کې !
له برده داري ، فيوډالي او برژوازيکي برياليو انقلابونو وروسته بل کوم انقلاب تر اوسه پورې نه دی بريالی شوی او نه شته . والسلام



ع کريم حليمي
12.11.2005

ډېر دانشمند او قدردان A ورور ه
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
ستاسو د ليکني هر حرف د سرو زرو ارزښت راته لري !
فکر کوم چه ستاسو مطلب به التوره نه وي ٠ ولي چه توره د موسی عليه السلام د کتاب نوم دۍ ٠
ممکن ده چه ستاسو مطلب به وي ثوره ،الثوره ٠ چه نن ئې امريکا Insurgent بولي
او پرون روسانو اشرار بلل  ٠
چه اصلا زعيم الثوره په عراق کښي يو لوړ کيفي بدلون غواړي ٠
او ستاسو د ليکني مطلب هم يو لوړ کيفي بدلون دۍ نه انقلاب
او په عربي جمله کښي داسي استعماليږي چه : تمثل حياة الإمام الخميني زعيم الثورة الإسلامية
دلته مطلب د زعيم هغه څوک دۍ ؟ چه هغه دمتعلمينوزعيم وي چه شرارت وکړي حکومت ته ٠ او يو لوړ کيفي بدلون غوښتونکي وي ٠ يا تکاملي بدلون په ټولنه غواړي ٠ او رشتيا هم چه الخميني زعيم د متعلمينو وو ٠


Anonymous
13.11.2005

محترم استاد صاحب او درنو لوستونکو ته سلامونه !
مننه کوم چې دالثوره په ویلو کې مو لفظی تیروتنه را اصلاح کړه، که نه نو اوس به هم دا پوښتنه راسره وه چې د لومړنې آسمانی کتاب تورات نوم ولې د انقلاب په مفهوم راغلی دی . داچې د موسی (ع) پر زعامت سره د اسراییلو آزادی د برده دار فرعونی نظام څخه ددوې له پاره یو رښتینې انقلاب هم و ،خو بیا هم روښانه شوه چې داددې سبب نه دې ګرځیدلې چې ګواکې د تورات نوم دې هم د انقلاب معنې ولری . د اسمانی کتابونو او اسمانی دینونورول په سوله ییز ټولنیز فیوډالی انقلابونو کې به د ګل او صنو بر په دوستانه مرکه کې هم روښانه شي . په سلامونو!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more