د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

پښتون.
21.01.2011

[quote:795bd57097="خیریوسی"]وروره پښتون دلی دی خو دټوکو دتصنیف شهادت پاڼه( 1،2،3،4،5) څخه یوه هم نه لری نو ځکه حامد صاحب وهغو خلګو ته چي دتصنیف شهادت پاڼه ونه لری ټوکو تاکوپه مناقصه کي دګډون اجازه نه ورکوی
خیریوسئ[/quote:795bd57097]
دتصنیف شهادت پاڼه؟وروره دا یی کومه پاڼه ده ،هاغه هم ۱،۲،۳،۴،۵
چی خپلی شهادت پاڼی وګورم کیدای شی دا یی هم په کوم ځای کی وی.


رښتینی
21.01.2011

تندر صیب الله دی تل خوشاله سوکاله او روغ رمټ راته لره
ولا ستاپه په خاطرو من من غوښی اخلم الله دی ښاد لره
باور ووکړه له هغو نورو ټولو ټوکو نه دا یوه خاطره خوندوره ده

الله دی ټول ټوکماران خوشاله .....اوخندان لری


عنوان

tandar
21.01.2011

حامد صاحب سلامونه او احترامونه،ستاسو او دنورو عذتمندو مشرانو ، کشرانو سره دټول ملت خوشحالی زماتل ارزو وه اوده،مقصد چه تاسی له ما خفه نه وی،ځکه ماهم ستاسو لیکنه ړنګه کړه،یعنی تاسو زما هم ړنګه کړی وه، پوښتون خپل وار اخلی که ٢٠ کاله وروسته هم وی٠ :roll: :roll:

پوښتونه ،قریشه او هوتک یارانو،د ،،حامد صاحب ،،خو غوسه لږلږ را ماته شویده :roll: :roll: :roll: :roll:
مادرته لیکلی وه چه لږ قراری شی ،اوس هر څه په ګرمه کی دی،جوړه به ټوکو ته
ورځو :roll: :roll: :roll: :roll:
پوښتونه غوږ کیږده، چغچران ، چه غور ې مرکز دی،زه ې هغلته جزاې لیږلی ومه ،دبست ٥ نه بست ٩ کی،مګر غټ غټ بریتونه می ورته پریښی وه ،تر مستوفی پوری رانه ډاریدل ،ټولو داسی فکر کولو چه زه سخت او غټ حذبی یمه :roll: :roll: :roll: :roll: درحالیکه چه زه ې جزاې هغلته لیږلی وم :roll: :roll: :roll: :roll:
چه دړندو په بازار ګډ شوی ،یوه سترګه ورسره پټوه٠
یعنی ماپه خپلو بریتو هم ځان ساتلی او هم می په احمقانو سیاست چلولی دی:roll: :roll: :roll: :roll:
که ژوند و قیصی به سره کوو٠
تربیا٠


پښتون.
18.03.2011

د افغانستان په يو مركزي ولايت باميان كې خلكو په غونډه كې خره ته د ښه خدمت لامله له ستاينليك سره يو مډال هم وركړ.
د باميان د مركز په لسګونو اوسېدونكو پرون په لاريون كې( موږ اوبه غواړو، پاكې اوبه غواړو)شعارونه وركړل او بيا يې هغه خره ته، چې زرګران كلي ته يې په اوبو وړلو كې كلونه كلونه خواري كړې، مډال او ستاينليك وركړ.
په ستاينلك كې، چې د زرګران او سنګ چسپان كليو خلكو خره ته په ټنډه ورځوړند كړ داسې ليكلي:
جناب محترم خر! موږ د باميان خلك وياړو، چې تا زموږ بې وزله خلكو ته، چې د دولت لوړپوړو چارواكو له پامه غورځولي، خدمت كړى او هر كور ته دې د اوبو په رسولو كې خولې تويي كړې. له تا مننه كوو او وياړو، چې لومړى ستاينليك مو تاته دركړ او هيله لرو، چې خېټه دې تل له بوسو او وښو ډكه وي او د نورو په څېر ته هم موږ هېر نه كړې.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
ويل كيږي، چې د باميان اويا سلنه اوسېدونكي پاكو اوبو ته لاسرسى نه لري.
د بامیانو د ښاروالۍ خبرتیا :
د وچکالی له امله او د اوبو په مصرف کې د سپما په وجه !
د مسافرو پسې د اوبو د شیندل ښه شګون نلری ، نو صرف د لاړو توکول کفایت کوی.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
[img:f8895edf1a]http://www.harivanews.com/wp-content/gallery/appreciation-of-the-donkey-in-bamiyan/appreciation-of-the-donkey-in-bamiyan-1.jpg[/img:f8895edf1a]
[img:f8895edf1a]http://www.harivanews.com/wp-content/gallery/appreciation-of-the-donkey-in-bamiyan/appreciation-of-the-donkey-in-bamiyan-2.jpg[/img:f8895edf1a]
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

spinkar
18.03.2011

په ملياردو ډالر کرزې او کابينې ې په جبو کې واچول او ملت ې تر ننه په غارو کې ژوند کوې او په خرو ځانته اوبه راوړې
داچه طالبان دوې ټول په دغسو خرو سرچپه سپاره کړې او لکې ې په خوله کې ورکړې :roll: :roll: :roll: او دامډال ې په غاړه کې ورواچوې :roll: :roll: :roll: او نورو بوټپاکانو ته ې جبرې وظيفه ورکړې چه شا ته پسې روان او چکې وهې او کوڅه په کوڅه ې په ټول ملت وګرځوې :roll: :roll: :roll: :roll: او په جيګ اواز له ملته بښنه وغواړې :roll:
مننه


س افغان
19.03.2011

انډیوالانو سلام علیکم
یو سوال دی او ټول ورته له یوه سمه ځوابونه ولیکئ
س: که دا افغانستان ریاست جمهوری ته کرزی صاب او د بامیانو خر مرکب زاده چه دا
اوس یی افغانی اتلوال مډال ګټلی ودریژی نو د بامیانو ګردو وګړو و خر مرکب زاده ته رای ورکړی
زه می خپل رایه بیرته له ځانه سره راوړم
خو تاسو نو وچاته خپلی رای ورکوی؟
سوال جدی دی بابسته ندی
وسلام :?: :?: :?: :?: :?: :?:


پښتون.
19.03.2011

سلامونه! س افغان صیب مونږه خو دی سم دم حیران کړو چې اوس د دواړه په منځ کې توپیر څنګه وکړو.
خو خیر ماته دا د بامیانو خر د احساس لرونکې او د خپل خاوند وفادار او خدمتګار ښکاری ،خو کرزی بیا برعکس دخپل خاوندانو(پښتنو)دښمن او د پښتنو لپاره یو لوی د لستوڼۍ مار او د یو بیسواده مولی او شلغم غوړه مال ښکاری.


سادات
19.03.2011

ياره زه خو مي خپل ووټ كرزي ته وركوم
كرزي هم خپلو بادارانو (امريكايانو) ته سخت وفادار اوخدمتګار دي
خپل بادار ته په وفاداري, ووټ وركوم په بل شي نه. حذيفه صيب ته په کي سه وايي؟؟؟


پښتون.
19.03.2011

سلامونه عزیزانو!سادات صیب ووټ دی مه خرابوه، بل ځل لپاره به بیا کوم مرکبزاده پیدا شي. :lol: :lol: :lol:
وايي:
خر دېوال ته غوږ نيولى ولاړ وو، پدې کې اوزه تېرېده، هغې ترینه وپوښتل څه کوې؟ خره ځواب ورکړ: دننه دوه تنه سره په جنګ دي او دواړه يو بل ته د خره ځوىه ، وايي، غواړم وپوهېږم چې کوم يو يې زما ځوى دى. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

tandar
19.03.2011

ياره که دچا پلار هم مړ وې نو ټوکې ته به دې حتمې يوارې خاندې ههههههههههههها
نور که کوم مصرفيت هم شته او دټوکو په انستيوت کې درس ورکوې؟ :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
قسم په خداې چه له خيريوسې صيب غوندې ديره مار سړې په دا ټول افغان ولس کې هم وې هغه دخداې نه داغوښتل چه دځوانانو او ژونديو خلکوسره سر او کار پيدا کړې٠
تربيا ياره


س افغان
20.03.2011

سلام علیکم
تندر صیب ددی کاندید د نوم نه تخلص شکلی ندئ؟ مرکبزادlol: :lol: :lol:
او اوس خو نو په افغانستان کی رواج ده چی یو نوم دوه واری یعنی ډبل ژدی
یو ی نوم سی وبل ی نو بیا تخلص وی لکه عبدالله عبدالله او داود داود خوبیا نودی
کاندید ولی خپل ونوم ډبل کړی ندئ خر خر :lol: :lol: :lol:


aman maiwand
01.05.2011

زموږ يو شين خر و چي خورا قوي حافظه يې درلوده. په تېره بيا د کور او باغ لاره خوګردسره نه ځني ورکېده. کله چي به دي له غوجلي څخه خوشي کړ، نو نېغ به باغ ته ولاړ او بيا چي به دي بار پر باندي کړ او ايله به دي کړ، نو هم به برابر کور ته راغی. د ده قوي حافظې موږ دومره زړور کړي وو، چي يوازي به مو هم خوشي کاوه.

يوه ورځ مي د کور سودا پر بار کړې او له ښار څخه د کلي پر خوا راروان وم، چي په لاره کي له يوه انډيوال سره مخامخ شوم. زموږ خبري همداسي په ولاړي ښه ډېري اوږدې شوې، يو وخت ګورم چي خر تللی دی. زما هم زړه پوړه (ډاډه) و، چي ځه نه به ورکېږي، د کور لاره ورمعلومه ده.

کله چي کور ته راغلم، نو ګورم چي خر نه دی راغلی. توري ځمکي مي ورپسي سپيني کړې، شا و خوا نژدې کلي مي ورپسي وپلټل، خو خر مي پيدا نه کړ. تر دې مهاله مي په خره ډېر لاس خلاص و. د ژرندي پېټی، د ښار سودا، د حيوانانو واښه او داسي نور اړه ومانده مي ټول په خره پوري تړلي ول. کله چي مي خر ورک شو، نو داسي مي لاس په خوله شو چي يوې خوا ته مي مخ نه ګرځېده. يوازي مي دا خواري نه وه چي خر مي ورک شو، بلکي پر خره باندي بار سودا هم ورسره ورکه شوه. نور نو ټولي لاري راباندي ودرېدې، يوازي يوه لار راپاته وه، هغه دا چي کتني والا (کوډګر) ته ورشم.

زموږ په سيمه کي يو تعويذګر، چي ملاتور نومېده، خورا مشهور و. د ملا تور برجوره کلا د انګوري باغونو په منځ کي ودانه شوې وه، چي د دروازې پر سر يې د غره د پسه يوه جوړه ښکرونه نصب شوي ول. د کلا مخ ته به هره ورځ ګڼ شمېر خلک په نوبت کي ناست ول، چي له نژدې او ليرو سيمو څخه به راغلي ول. چا به ناروغان راوستلي او د چا به بيا يو دوست، يو حيوان او يا کوم شی ورک شوی و.

خلکو ويل چي يوه ورځ د ملاتور د نيکه، چي يو ډېر بزرګ سړی و، د غره د پسه غوښو ته هوا شوې وه. بيا د ده مبارک په کرامت يو د غره پسه په خپله د ده کور ته راغی. ده حلال کړ، چي دا دی اوس يې ښکرونه دلته نصب دي.
ملاتور يې ځکه باله، چي له رنګه داسي تک تور و، لکه د ايرو کباب. ملاتور نه ملا او نه هم پرهېزګاره و، خو خلکو بيا هم ښه سړی باله. ويل دا پخې غوښي دي، څه به نه په کښي وايو. دی چي خپله هر ډول دی، خو نيکه ګان يې ښه خلک تېر شوي دي، خامخا د هغوی لاس ورباندي پروت دی. د ده په باب ډول- ډول خبري کېدې، چا به ويل چي ښاپېرۍ لري، چا به ويل چي پېری يې مسخر کړی دی او ځينو به بيا ويل چي نيکه ګان يې په خوب کي ټول حال ورته وايي. خو خپله ملاتور يوازي دا وروستۍ خبره منله او ويل به يې چي موږ په مړو کي زورور يو.

ملاتور تر شپېتو کالو اوښتی او خورا لويه کوړمه (کورنۍ) يې درلوده. ده اته ځوانان زامن درلودل، چي نه خپله ملاتور او نه زامنو يې تر دوو کمي ښځي درلودې. دوی په دغو ښځو کي يوه هم په ولور نه وه غوښتې، بلکي خلکو وربخښلي وې.

له خپل پلار څخه مي اورېدلي ول چي د ملاتور، نيکه پر يوه خره کډه راوړل او په دغه کلي کي يې ملايي ونيوله، خو اوس يې دومره ډېر جايداد درلود چي د ده کړوسيانو هم نه شوای خلاصولای.

زه سهار په خړه ورغلی وم، خو ايله غرمه نوبت راورسېد. ما هم هغه کولنګي چرګ، چي په دروږ کي مي له ځانه سره وروړی و، خليفه ته ورکړ او د ملاتور د ناستي خوني ته ورغلم. ملاتور تر ستړې مشې وروسته اشاره راته وکړه چي کښېنه! تر ما مخکي يو بل سړی، چي ساعت يې ورک شوی و، هم د ملاتور څنګ ته ناست و. ملاتور يو څو دقيقې سر پر زنګنو کښېښود، بيا يې راپورته کړ او ويې ويل: ستا ساعت ورک شوی نه، بلکي يو چا درڅخه غلا کړی دی، خو ته غم مه کوه انشاء الله چي پيدا به شي. سړي جېب ته لاس کړ، چي د شکرانې پيسې راوباسي. ګوري چي هغه ورک شوی ساعت هم له پيسو سره يو ځای له جېب څخه راووت. په دې وخت کي د ساعت خاوند د ملاتور په پښو کي ورپرېووت او ويې ويل: ستا قربان شم، بې شکه چي دخدای دوست يې، دا زما ساعت څنګه ژر پيدا شو، خامخا پېريانو راوړی دی. له دې سره سم په کوټه کي د خلکو زوږ جوړ شو او د ملاتور صفتونه پيل شول. په دې وخت کي ملاتور تر خپلو خريلو برېتو لاندي وخندل او په فاتحانه ډول يې د مجلس يوه يوه سړي ته وکتل.

هغه سړی چي رخصت شو، بيا زما نوبت راغی. ملاتور ته مي د خپل ورک شوي خره خبره ياده کړه. ملاتور سر پر زنګنو کښېښود او له ځان سره يې داسي څه ويل، چي زه نه په پوهېدم. يو څو دقيقې وروسته يې سر راپورته کړ او ويې ويل: ستا خر غلا شوی نه، بلکي ورک شوی دی، ته کور ته ولاړ شه انشاء الله پيدا به شي.

سبا ورځ په کور کي ناست يم، چي زموږ شين خر له باره سره کور ته راغی او برابر خپلي غوجلي ته ولاړ.

کله چي خره ته ورولاړ شوم، نو ګورم چي خر زما، خو بار يې د بل چا دی. ما يې لا بار نه و خلاص کړی، چي د کور دروازه وټکېده. دروازه چي مي خلاصه کړه، نو ګورم چي يو سړی په دروازه کي ولاړ او راته ويې ويل: وروره وبخښه زما خر ستاسي کره راغی.

_ هو! زموږ کره اوس يو خر راغی، خو هغه زموږ خپل خر دی، چي پرون ورک شوی و.
_وروره دا خر زما دی او نن مي په ګنج کي رانيو.
_ته هم عجيبه خبري کوې، ټول کلی شاهدان دي، چي دا خر زما دی او يو کال کېږي چي راته ولاړ دی.

سړي يوه ترخه خندا وکړه، ږيره يې په موټ کي ونيوله او راته ويې ويل: وروره زه هم په دې لويه ږيره درواغ نه وايم، دا خر زما دی او نن مي په ګنج کي رانيو. بيا مي په ښار کي سودا رانيوله او پر بار مي کړه، خر مخکي، زه ورپسې او د کور خوا ته روان وو. کله چي دلته راورسېدو، نو خر ستاسي کور ته ننوت.

تر څو پوښتنو- ګروېږنو وروسته معلومه شوه، چي دې سړي خر له غله څخه رانيولی و. اوس زه نه پوهېږم چي دا به د خره د قوي حافظې برکت و، چي د خپل کور لاره ورمعلومه وه او که به د ملاتور بزرګي وه، چي زموږ شين خر بېرته پيدا شو


aman maiwand
01.05.2011

یو سړی ډاکټر ته لاړو ډاکټر ترینه پوشتنه وکړه چي څه تکلیف لرې سړي ورته وویل چي د شپې بیده سم نو په خوب کي د خرو فوټبال وینم ، ډاکټر ورته ګولۍ ورکړي او ورته یئ وویل چي دا بیګاه ته وخوره نو بیا به د خرو فوټبال نه ګوري، سړې ډاکټر ته وویل کولې سم دا ګولۍ سبا شپه وخورم ځکه نن شپه یې د فوټبال فاینل دئ .


-
22.05.2011

وايي دیوسړي خر ورک شوی وه .بیایې په ځان نذر ومانه اوسوګند یی یادکړ که خریې پیداشي په یوه افغانۍ به یي خرڅوي.
تصادفا یي خر بیرته پیداشو. سړي فکر وکړ چي اوس به خپل نذر څنګه اداکوي، یوه پیشو (پیشکې) ته يي په غاړه کي پړی واچاوه اودخره سره یوځای یې بازار ته دخرڅون لپاره یووړه .اوويې ویل: خر په یوه افغانۍ خرڅوم اوپیشکه په زر افغانۍ .خوپه دي شرط چې دواړه معاملې په یووخت کي صورت ونیسي.
:roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:


۰
22.05.2011

یره کلیوال صیب اوس نو ځما لږږږږ لږ شک راغی لکه چي رښتیاهم يي!
ددي حیلي نه دي رامعلومه شوه چي يي خو يي ......
که څنګه کلیوال صیب؟!
ونه خشمیږي ګوره دټوکو فورم دي او دلته خو هره خبره ټوکه وي.
مومندافغان


-
22.05.2011

:) :) :) :) :) :)
یاره مومند صیب ولاکه صحیح پوه شوی یم چي څه شک دې راباندي راغی؟
دا شک چې رښتیا کلیوال یم او که بل څه....؟
واضحه یي وایه بیغمه شه یار نه خشمیږم ،هوتک ته پته ده چي دخشمیدو یوه دوره وي چې کله کله راځي هروخت نه راځي :D :D


۰
22.05.2011

خو له همدي نه ویریږم کنه چي هغه دوره دي اوس رانه شي :lol: :lol: :lol: :lol:
تاسو ننګرهاری صیب ته لیکلي وو چي زه کټټټټټټر یم دا خبره مي کوله

او بل تاسو ونه ویل چي هوتک څنګ پیژني او هوتک دي څنګه پیژني؟
مومندافغان


هوتک
22.05.2011

کلیوال صیب مومندصیب وایې داسې راته ووایه چه مایوشی پیداکړی چه دهرچادی ږغ وکړۍ ګنې بیا زه اوربشې پرې ریبم؟
هاهاهاهاهاهاهاها
‏‎ ‎


۰
23.05.2011

هاهاهاهاهاهاهاهاهاها
یره هوتک صیب نووووووووووو.
دي کلیوال صیب سره خودي اوس ملاقات شوي او هغه دچا خبره چي نوردي هم خپل شو نو لږه چالاکي هم ورښایه اوریدلي مي دي چي دسپین بولدک خلک چالاک او ګرځیدلي خلک دي نو کلیوال هم له ځان سره لږ ښارکي ګرځوه راګرځوه چي چالاک،ځیرک او حاضرځوابی شي .
مومندافغان


م
23.05.2011

[quote:7497858ec2="مومندافغان"]هاهاهاهاهاهاهاهاهاها
یره هوتک صیب نووووووووووو.
دي کلیوال صیب سره خودي اوس ملاقات شوي او هغه دچا خبره چي نوردي هم خپل شو نو لږه چالاکي هم ورښایه اوریدلي مي دي چي دسپین بولدک خلک چالاک او ګرځیدلي خلک دي نو کلیوال هم له ځان سره لږ ښارکي ګرځوه راګرځوه چي چالاک،ځیرک او حاضرځوابی شي .
مومندافغان[/quote:7497858ec2]
دسپین بولدک او کندهار خلک مااوریدلي چې ډير ریشخندي دي ، یوه سړي ویل وایی په کندهار کې لویوبولو واخیستم خو بیت الخلاء نه رامعلومیده ، زیاتي مي په بازار کی له یوه سړی نه پوښتنه وکړه چې کاکو یوه ټټۍ به نه وي درمعلومه ، وایي سړي داسي لاندي باندې راته وکتل او وې ویل چې کاکو سترګې دي ډیرې تنګي سوي دي ګومان نه کوم چې جای ته یي ورسوې :lol: :lol:


هوتک
23.05.2011

هاهاهاهاهاهاهاهاها
بختور ملاصیب په دې خلګو به مې اخیر خراب کړې ډیرې قیصې مه ورښیه؟
هاهاهاهاهاهاهاها
کلیواله بختور سړی یې چه دستورې په محفل کې بختور ملاصیب هم ځان شریک کړ؟


۰
23.05.2011

هاهاهاهاهاهاهاهاها
ګومان نه کوم چي جاي ته يي ورسوي هاهاههاهاهاهاهاهاهاها
ګوره هوتک صیب چي بل ګواه مي هم پیدا شو نور به نو منکریږي نه او کلیوال درسره
ښاری کړه کلي کي به څه وکړي او بل مونږ به هم ورپسي بیاخفه یو نو چي همدلته
په ښارکي تم شي ښه به وي لږ دښار صفتونه او سهولیتونه ورته بیانوه چي ښارکي
نو ګوره برق دي ، روغتون نژدي دي، آیس کریم دي ژاله ده.او او او.....
ګویا چي همدلته په ښارکي پاتي شي او چي داسي هم ونشوه نو بیا به دلته ښارکي واده
ورته وکړو نو بیییییییییییییییییییییییییییخي پوخ به د ښار شي خو دا يي اخري اپشن دی

مومندافغان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more