ادبي ټوکې ټکالې
خر مړ شو
پښتون.
29.10.2010
د ملا نصرالدین خر مړ شو ، خلک د مسخرې لپاره د ده په کور کې را ټول شول چې خواخوږی ورسره وکړی
ملا د دوی په مطلب پوه شو او ویی ویل :
زه نه پوهیدم چې زما خر دومره ډېر خپلوان لری
نوي مسلمان هندو
پښتون.
29.10.2010
يو هندو نوي مسلمان شوو
ملاصيب ورته مسلي وكري او دا يي هم ورته وويل چي هروخت خوراك كوي نو بسم الله تري مخكي ضرور او خامخا وايه چي شيطان يي درسره ونه خوري
خو ددي نوي هندي مسلمان به هر وخت بسم الله هيريدله
او بغير د بسم الله به يي خوراك كوو
يو وخت ورته په خوب كي شيطان راغي او ورته يي وويل
چي دا ته بسم الله ولي نه وايي كور دي وران شه زه خو دي د بواسير په مرض اخته كرم ..
ستا او د خره څه توپیر دئ ؟
پښتون.
29.10.2010
لومړی چرسی : پوهیږې چې ستا او د خره څه توپیر دئ ؟
دویم چرسی په غصه شو او بدې بدې یی ورته وکتل
لومړی چرسی : یاره مه خپه کیږه ، هسې ټوکه مې وکړه . هیڅ توپیر نه لرۍ
د غويي بچيه،مرحوم نور څه ویلی
پښتون.
07.11.2010
مكتب ته نوي شاګرد داخل شوي وه ،كله چي صنف ته راغي نو معلم تري پوښتنه وكړه وه چي نوم دي څه دي ؟ ده ورته ويل (فلانۍ) د پلار نوم دي څه دي ؟ ده ورته ويل چي غويي ،معلم ورته په چټكه سره وويل چي دا ته څه وايي ،شاګرد ورته وويل چي معلم صاحب نور نه پوهيږمه خو كله مي چي پلار وهي نو را ته وايي چي د غويي بچيه
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
محمدزمان هوتک
08.11.2010
یوه شاګرد ته استاد وویل هلكه پلار دی ژوندی دی شاګرد وویل والله نه یم خبر استاد ورته په قهر وویل چه څنګه نه یم خبر شاګرد ورته وویل چه کله زه راتلم دمورسره می په جنګ وو چه اوس به ژوندی وی اوکنه
یو وخت یو ښه سړی خلګو ته نصیحت کاوه چه چه غلط کارمكوی په ناحقه څوك مه ازاره وی بیابه مو ځای دوږخ وی او دوخ دومره لوی دی چه د ازل په ورځ یوه تیګه یا(ډبره) ورغورځول سوی ده تراوسه پوری یې پای ته نده رسیدلی په دی خلکو کی یو چرسی هم ناست هغه پر راږغ کړه چه یاره بنده سوی یې بوله
مننه ستاسی دخوشحالیوپه هیله
tandar
08.11.2010
وروڼو هر یوپوښتونه او عبدالسلامه که غواړی چه اوږه مو ژر له ستورو ډکه شی هره ورځ جدا جدا دوه دوه لنډی لیکنه کوی ،انشاالله په اخر دمیاشت کی به مو اوږی له ستورو ډکی وی ،ټول به درته مارشال صاحب واې٠ هاهاهاهاهاها................................ها
تربیا٠
نر دی د اوسه نه هیڅ دی
پښتون.
08.11.2010
[quote:64583fa3d3="tandar"]وروڼو هر یوپوښتونه او عبدالسلامه که غواړی چه اوږه مو ژر له ستورو ډکه شی هره ورځ جدا جدا دوه دوه لنډی لیکنه کوی ،انشاالله په اخر دمیاشت کی به مو اوږی له ستورو ډکی وی ،ټول به درته مارشال صاحب واې٠ هاهاهاهاهاها................................ها
تربیا٠[/quote:64583fa3d3]
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهااهاهاهاهاهاهاهاهاهاها :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
ډیر ښه ،ډیر ښه .دا ټوکه خو د ورځی ټوکه ده.
تندرصیب! زه د مارشالی نه تیر یم. دلته خو ډیر مارشالان دی چی ټول ستوریی شنه شوی.لکه چی دوی ته دی پخوا دا لارښونه کړی وه. او ته د خیره ډیر زر دی رتبی ته رسیږی.او یره دا خپل راز به دی نورو ته نه ویلی.
وایی یو د حربی پوهنتون د محصل څخه کوم بیسواده پوښتنه وکړه چی تاسی په څه بوخت یاست نو هغه ورته وویل چی زه اوس محصل یم.نو بیسواده ورڅخه وپوښتل چی بیا څه کیږی،محصل ورته وویل چی بیا په دوه هم بریدمنی د منصب صاحب کیږم.نو دی بیسواده ورته ووی چی بیا:نو محصل ورته ووی چی بیا لمړی بریدمن کیږم ورپسی تورن اوورپسی،،،،،بیا بریدجنرال،،،،،او بیا مارشال کیږم.
نو دغه بیسواده ورته وویل نو بیا په اخره کی څه شی کیږی؟دی محصل ورته وویل :په اخره کی هیڅ .
نو دی بیسواده ورته وویل چی : نر دی د اوسه نه هیڅ دی ،ته به لا دومره کارونه کوی بیا به هیڅ کیږی.
هی هی هی هی هی ههههههههه :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عنوان
tandar
08.11.2010
پوښتونه سلامونه ٠
دا یو او دوه ستوری په خوردضابطتانو کی حسابیږی هها،هها ،هها،هها او دا هها هم بل رقم خندا ده هاهاها
تربیا٠
مارشالی په زلفو کی ده
پښتون.
08.11.2010
تندرصیب په خورد ظابطۍ کی خو ستوری موری نشته.۷یا۸ وی.
د ۱۰۰لیکنو نه مخکی تاسی د خورد ظابطۍ نه نیولی تر ډګروالی پوری ترفیع کړی وه.اوس خو نو هغه دی ډګرجنرال یی.که چیری کوم یو دلته اولسمشر شو نو حتما دی وزارت او مارشالی په زلفو کی ده.بیا نو مزی کوه.:lol: :lol: :lol: :lol:
خو که چیری داسی او شول نو د اوسنی وزیرانو او مارتولانو غوندی د دی وطن خوار ملت د یاده ونباسی.
عنوان
tandar
08.11.2010
داوسنی ټول خوردضابطانو کی حسابیږی ،ولی دهغه زړی عکس دی ونه لیدو،فقط نوم ثبتول دی هاهاها
ستا د لاسه ،رمه د عسکرو،
پښتون.
08.11.2010
ښه نو دا د زړی خوردظابطۍ ستوری دی .چی اوس یی مونږ ته راکړی.ځه د هغه فلانی خان د پلار د ستورو نه خو ډيرښه دی چی د وریځو لاندی یی په سر لږیدل.
هاهو هه هاهه هو :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
وايي:يو چاغ سړي يوه ډنګر ته وويل چې كله تا وينم نو فكر كوم چې په دنيا كې قحطي ده.
ډنګر ځواب وركړ: او زه چې كله تا وينم نو فكر كوم چې قحطي ستا د لاسه ده. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
يوه ورځ يو تڼي (تڼي قوم والا) شپون چرته پۀ ناپوهۍ کې خپله رمه د عسکرو پۀ يوه پوسته وردننه کړه. چې عسکرو دې ولېدو نو ورته پۀ چغه ئې ووېل "برو از اين جا، اين اخاطۀ ممنوع است، برو، برو، برو"...
هغه تڼې ورته وائي: " که برو کنځل وي نو يو سل ځلې خو مې دربرو".:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
پښتون.
08.11.2010
خلک اخترته خوشحالېږي------زه خفه کېږم زما سیرلی حلالوينه
تندر صیب په عربی خو پوهیږی.[img:d50aba3bb4]http://sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-snc4/hs918.snc4/73173_116777121719908_100001628627213_126556_2501348_n.jpg[/img:d50aba3bb4]
عنوان
tandar
08.11.2010
غوږ ونیسه یاره٠
زما یو همصنفی و په قوم تڼی و،ماتری پوښتنه وکړه چه تڼی څه معنی؟
ده راته وویل چه ، تڼی دی ته واې چه دسړی نه تڼ وباسی هاهاها............
وروره دا عربی لیکونوکی خیال ساته چه څوک درباندی دکفر حکم ونه کړی ځکه وخت بل رقم دی او دلته ډیر بی سواده ملایان هم شته چه دیو شی نه ببو جوړوی٠
درحالیکی دا یوه ژبه ده ،چه سوریه او مصر ته لاړشی غرب به دی له یاده وځی ،دوبی خو څه کوی ،ماته می دماما ځامن په tel کی داسی قیصی کوی چه غرب ې شرمولی دی٠
دټولو څخه دا منظره ښکلی ده٠ که تشریح ې کړی بده به نه وی
او بل دسیرلی غوښه بی ضرره ده نظر پسه ته٠
تربیا٠
ښه چاری
پښتون.
09.11.2010
خلک اخترته خوشحالېږي------زه خفه کېږم زما سیرلی حلالوينه
دا لنډۍ دپورتنی سیرلی لپاره ده .
تندر صیب سلامونه!انشاالله پدی انځور کی به داسی څه نوی چی کفر ته پری ووځو.دا اختر د راتلو مبارکی ده.او دومره عربی خو ستاسی به هم زده وی.کیدای شی چی کوم عرب کارکونکی در سره اوسی بیا ترینه پوښتنه وکړه.او
یو نفر عامی چی د جمعی لامنځه ته تللی وو اود ملا مسلی یی خوښی شوی وی.نو کله چی کورته راغی غوښتل یی چی د ملا صفت وکړی او ډیر پوه یی معرفی کړی نو یی وویل :یره کافر ملا وو ،کافری مسلی یی وکړی.
Shir Baz
09.11.2010
ډيره مننه پښتونه ستاسو اختر مباركي مونږ ته راورسيده مننه ستاسو له لطف نه چې ډير په هنر مو لوحه په لاس كې نيولي ده
:lol: :lol: :lol:
هه هه هه هه هه هه هه هه هه
سیرلۍ خو وزو ته مبارکی وایی
پښتون.
09.11.2010
شیربازه سیرلۍ خو وزو ته مبارکی وایی کنه.د سیرلۍ په ژبه یواځی وزی پوهیږی.او ته لمړنۍ یی چی بیرته دی مبارکی راکړه بیا هم ستاسو دی مبارک شی.ههههههههههههههههههههههه :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عنوان
tandar
09.11.2010
دواړو له خندا مړ کړم ،ښه مسابقه مو شروع کړی ده،مګر بل ته سره یو شی خپلو مینځو کی دسیرلیو غوندی سرونه مه جنګوی ،چه ډیر سیل بینه خلک خوشحاله کیږی، په دا بی ځایه انتقادیانو باندی خپل مثالونه راوړی،د ،،دوه پکه هغه هم سره ورکه،، قیصه تری مه جوړوی٠
ستاسو خوښی زما هیله
چی خپه شی د چا به څه وکړی
پښتون.
09.11.2010
انډیواله زمونږه موخه هم د ټولو خوشحالی ده او چی څوک خپه کیږی نو هغه به خدای هم هغسی خپه پیدا کړی وی. چی خپه شی د چا به څه وکړی :wink:
زه خو په سر ښه ببر یم چی تا دا بل پک څنګه وپيژنده. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
Re: سیرلۍ خو وزو ته مبارکی وایی
Shir Baz
09.11.2010
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
خو ګوره فكر دې وي چې اخيره زمانه هم ده,
هلته په اسلامي بحثونو كې د الوزيري صيب د حديث او ساينس تر عنوان لاندې ليكنه ولوله،
چې له انسان سره به د خپلې څپلۍ تار، قمچينې, خپل ورون سربيره [color=blue:1a4ac9424d]نور ډير شيان[/color:1a4ac9424d] هم خبرې كوي..
اوس نو ههههههاااااااااااههههههههههههااااااااهههههههههههههههههاااااا
خو د عربي نه ترجمه به يې ته كوې, ترڅو تندر صيب هم پوه شي او د عربي نه منكريدى نه شي ځکه چې په ډير ښكلي عربي خط مو د اختر مباركي ليكلې
:lol: :D :lol: :D :lol: :D :lol: :D :lol: :D :lol: :D :lol: :D
عنوان
tandar
09.11.2010
پوښتونه یاره په وطن کی چه به د٢ وروڼوسره جنګ وکړو نو اکثره وخت کی به کورنی ورته ویل چه،، ٢ پکه هغه هم سره ورکه،، یو متل و،چه دواړه بیرته دلاسه شی ،ځانته ې مه کش کوی٠
تربیا پوری
پښتون.
09.11.2010
شیرباز خانه ! هغه دی ندی اوریدلی ،د هرڅه سره لوبی نو اوس د بابا د ږیری سره هم لوبۍ.نه وروره د حدیثونو ترجمه او تفسیر کول یی زما د وسه پوره ندی.او هسی هم زه هلته نه ورځم ،ځکه چی دومره اوږدی عربی لیکنی ،خدای می دی غاړه نه بندوی چی دوی به هم پری صحیح پوهیږی او که نه.بیا یو وای دا حدیث دی او بل وایی چی دا ندی او یا دیو له قوله او بل له قوله او د بل له قوله .خدای دی وکړی چی زمونږه شیخ الحدیثان رانه خپه نشی. :wink:
او تندرصیب مونږه ټول د همدی ګډ وطن افغانستان یو نو دا متل مو هم په کراتو کراتو اوریدلی.او که غلط شوی نه یم نو همدا اوس مونږه د ټوقو په کوټه کی یو.څنګه لکه چی ستا ټوقی خلاصی شوی دی.
د شیربازخان به نن ټوقو ته زړه کیږی نو زمونږ لخوا نه ورته د ټوقو ور بیرته دی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :
تر بیا
Shir Baz
09.11.2010
پښتونه يا خوتاسو يې تاب نه لرئ او ښې نه لګي
او يا زماځواب ډير دروند وه, زمامقصد داحاديثو اوايتونو سره لوبي كول نه دي والعياذ بالله,
زه داسي پوه شوم چې تاسو دبل چاسره دټوكو نه لذت وړئ خو له تاسره دچا ټوکه خوند نه دركوي.
زه به ترخپل اخيره حده كوشش وکړم چې په دي مورد دا زمااخيري ليكنه شي,
كه څوک مې ځواب ته مجبور نه كړي,
عنوان
tandar
09.11.2010
شیربازخانه داسی زر به دیره او انډیوالان نه خوشی کوی ،مونږ تاته اړ یو٠
په کوم سوال چه زه او پوښتون پوه نه شو ،خیر دی ځوب ې په خپله ووایه مګر مونږ یواځی مه پریږده، چه بیا به دیره سپیره ښکاری٠
تربیا٠
پښتون.
10.11.2010
شیربازخانه سلامونه!هیله لرم ورځ مو په خوشحالی پیل کړی وی.
او پاک الله ته می دا سوال دی چی له ماڅخه مو خوا نه وی بده کړی.انډیواله زما په زړه کی هم دا نګرځیده چی ته به خپه شی او هغه هم د ټوقو په ځای کی.
ما هر څه د ټوقی په بڼه کی لیکلی.ستاسی د خپه کیدو هیڅ کومه هیله می نلرله او نه یی لرم.
او ټوقی هم تاسی اول پیل کړی نو ما کله وویل چی یره ستاسی ټوقی په ما بدی لږیږی.په تاسو باندی دا دیره نوره هم توده ښکاری .ستاسی د پوښتنی ځواب ما در نکړل شو که تاسی مهربانی وکړی او مونږ ته یی دلته ځواب روښانه کړی ،مونږ به هم پری پوه شو او هم به ستاسی راتګ دلته مونږ ته دا په ډاګه کړی چی تاسی مونږ ه سره یاست او له مانه خپه نه یاست.
خوشحاله اوسی.
مننه
عبد السلام
10.11.2010
ټولو ته سلامونه !
انډوالانو! دپتوال صا حب ویډیو مې دا څوورځې دحسن غم کش غوندې عصاب پوره راګډ وډ کړي وو، او دافکر مې له ځانه سره کاوه ، چې که دهغه” کسانو” خپلوانو دا ويډیو لیدلې وي په څه حال به وي ؟ ستاسو ټوکې مې کتلي خو ولا که يې تاثیر کوه .
په هر حال ، دجدی خبرو به تیرشو ، چې څنګه؟ زه هم نه پوهیږم ، خو په شیر باز خان به يې پیل کړم :
شیر باز خان زمری دی او د زمرو سره یې کار دی ،هغه هسې د ګډانو اووزګوړو په کیسو نه خپه کيږي ، زه پوهیږم دیوې ښې ټوکې سره بیرته راځي ! اوس به زه یوه اوږده ټوکه ورته وړاندې کړم :
تاسو ته معلومه ده چې انګریزان آیرلنډیان په سړو کې ډیر کم شمیري ،او دا ټوکه هم په همدې اړه ده.
وایي : دری ملګري ، هندو، یهود، اوآیرلنډی ، دژمي په یوې بارانی شپه د انګلستان په کوم کلې کې دیوه بزګر په کور دشپې د تیرولو په نیت ور پیښ شول ، بزګر په کور کې ددوه کسانو دخوب ځای لره ، نو نا بللو میلمنو ته يې وویل : خپلو کې سره جوړشئ ، دوه مو دلته څملئ او یو مو په غوجل کې ! هندو چې تر ټولو برده باره ښاریده غوجل ته واستول شو، دوه نورو دخوب ځایو نه سم کړل اوډډې لګولو ته تیارشول ، چې وروټکید ، اوګوري چې هندو دی رام رام کوي او وايي چې ، په غوجل کې زمونږ هندوانو مقدس غویه دی او د هغه په لازمه احترام زه هلته شپه نشم کولای ، بل څوک دې ولاړشي ! یهود غوجل ته واستول شو ، او تر دوه دقیقو روسته بیرته راغی چې نه ، هلته په غوجل کې خنزیر دی ،مړ به شم خود خنزیر سره به شپه ونکړم ! آیرلندی چې دا حال ولید کمپله یې له ځانه تاوه کړه، اود ښې غړمبیدا او غوړو کنځلو روسته مخ په غوجل شو ، یوه دقیقه لا تیره نه وه چې ور بیا وټکید ، او ګوري چې خینزیر دی ، سر ایخوا اودې خوا کوي چې، زه دآیرلندی سره په یو په یو خونه کې شپه نشم کولای !!!