نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عبدالله صابر
20.04.2009
السلام عليکم
[quote:af18621255]دلته زما مطلب دغه بريد طالب پورې تړل نه وو، دا چې طالبانو په
خپل وخت رد کړې دی، نو ډیر ښه کار يي کړي دی، اګر که ددغه
بريد تأييد يي کړې دی، دلته زما مطلب ددغه ځوان فکر ته ديوه مثال
په توګه اشاره وه او بس.
خو تاسو به پوهیږۍ، چې دغسې ځانمرګي برید يواځې يو عقيدوي
شخص کولاي شي، ځکه چې له سره ددی لپاره تيريږي، چې هلته جنت
ته دداخليدو کلک اميد لري[/quote:af18621255]
ښاغلئ وهاج صاحب فکرنه کوم چي طالبانودهغه بريد تائيد کړئ وي ، دوهم داچي
ځانمرګې بريد يواځي عقيدوي نه وي بلکه غيرمسلمانان هم په ځينوځايونوکښ
په دوښمن ځانمرګې بريدونه کوي ،لکه په دوهم نړيوال جنګ کښ ځينوپيلوټانو
به خپلې جنګې الوتکې ددوښمن په بحري بيړيوورغورځولي اوهغه به يی له ځان
سره ډوبه ولې ،همدارنګه څه موده وړاندي دسريلانکاهيوادمخالفينوهم په
ددي هيوادپه فوځيانوځانمرګئ بريد وکړداسي نورهم ښايی مثالونه وي ،
خوپه مسلمانانوکښ فدايی بريد ونه لومړي ځل لپاره هغوپاکستانيانووکړل چي
دهند ټانګونوته به له باروتواوبمونوډک بدن څملاستل اوکله به چي دهند ټانګ
پري وخوت نوټانګ به يی له منځه يوړ ،غالباداد١٩٦٥ جګړه وه چي تقريبا٣٠٠
فدايانودهند څولاکه فوځ په شا وتمبوه ، کنه له دي پرته ممکنه نه وه چي دهند مخه
نيول شوي وئ ٠
مطلب مي دادی چي ځانمرګئ بريد غيرمسلمانان هم کولائ شي خوالبته په نيت
کښ يی فرق موجود وي ،مسلمان يی خاص دالله تعالی اودوښمن ته دزياتي
مرګ ژوبلې اړه ولولپاره کوي اوغيرمسلمان بيايواځي غواړي دوښمن ته ماتي
سره دخپلوخلکوملي اتل شي ،عينالکه څنګه چي عادي جنګ دمسلمان اوکافرتر
منځ کيږي چي ددواړو لورو نيتونه بيل بيل وي ٠
بلو پلوښاغلئ وهاج صاحب کله کله ددي لپاره چي پوليس له ډيرمسؤليت څخه ځان
خلاص کړي نويوه عادي چاودنه يابريد هم پوليس ځانمرګئ ګڼي ځکه دځانمرګي
بريد په صورت کښ په پوليسوډيره پړه نه راځي اودپوليسوله کنترول څخه بهرګڼل
کيږي له همدي امله پوليس ورته ځانمرګئ بريد وايی چي زماپه فکرله دي طريقې
څخه کله کله پاکستاني پوليس کاراخلي اوتحقيقاتوياپلټنوته اړتيانه پاته کيږي
نوپه همدي بناکيدای شي دکابل پوليسوهم همدا چل ياد کړئ وي ،چي ښايی د
هندپه سفارت بريد هم ځانمرګئ نه وي ٠
والسلام
میوند ننګیال
20.04.2009
ډيرو درندو محترمواونزدي ورورنوسلامونه !
وبعد .
محترم وهاج صيب !
خداي شاهد دي چي په ماګران يي خو هر سړي خپل نظر لري .
محترمه ! مونږ څو ځله دعامو مسلمانو ورونو وژنه غندلي ده او غندنه يي كوو پاتي شوه دسديس خبره رب مي دي نه كنهګاروي كله چي په افغانستان حمله كيده نو دده وويل چي دا جهاد نه فتنه ده او همداسي يي دعراق باره كي ويلي وه پاكستان ته راغي نو هغه ظالم او جنايت كار ته يي دعا وكړه چي مصطفى كمال اتا ترك هم پري شرف درلوده هلته يي انجوني او معصوم هلكانو باندي بمبارياني كولي قرانونه يي وسوځول او ده ورته دعا ګاني كولي نو دا خو هم والله كه دعالمتوب ياهوښيارتيا نخښه وي بهر حال رب دي پرمونږ رحم وكړي ٠
شفق خانه !
قلم دي لږپه ځاي استعمالوه .
تاچي كوم څه ليكلي :
[list:46777143a0]او ته د هغه وهابيانو سره تعلق لرى
چى د انګريزانو غلامان دى[/list:u:46777143a0]
ددي ليكني نه خو ته راته دانګريزانو غلام ښکاري يو جاهل هم په والله كه داسي خبره وكړي لكه دا تاچي ليكلي چي اسلامي مطالعه نلري نو بيا ددي خبرو ضرورت نشته غلي يو كونج كي كينه هسي اوتي بوتي مه وايه كه تاته څوك ووايي چي احناف ټول قبوريان دي نوبيا لږ دعقل نه كار واخله[color=blue:46777143a0] دغه اسامه او نور دي هم وهابيان دي هغوي پسي بيا ولي اقتدا كوي ٠[/color:46777143a0]
[list=]د وهابيانو قيادت د اولى ورځى څخه د انګريزانو غلامي كړې او كوې يې
زمونږ افغانستان كې د وهابيانو مشرانو ځانونه د دي غريبيانو د اجنټانو
سره رسمي كړي او ددوي په ولاء راځى دې
[list:46777143a0]
ته يو خود غرضه او نا خبر انسان يي ستا دليكني نه د تعصب او ناپوهي بوي راځي نو ښه داده چي بيا داسي ليكني ونه کړي ځكه :
دلته چي مونږكومي ليكني كوو نو هغه سياسي او ټولنيز ي دي نه دمذهب سره تعلق لري او نه دكومي امام سره ٠
اميد كوم چي پوه شوي به يي [/list:u:46777143a0][/list]
و.افغان
20.04.2009
[quote:9492f23618="شفق"]وهاج صاپىه د القاعدى په اړه ستا درد د زړه درد نه دى بلكى د خيټى درد دى ، د پدى پوهيدل سخت نه دى چى ته ولى القاعد نه دومره كركه اظهاره وى.
القاعده په سعودى كى د شاهى كورنۍ سره په خلاف ده او خلاف ئې
د صليبيانو په سر دى چى په سعودى كى پراته دى ، او په تا د شاهى حكومت
لخوا مصرف كيږى نو ته خو به دومره حرام نمكه نه وى چى د خپل
محسن دښمن دښمن ونه ګڼى.[/quote:9492f23618]
شفق صاحب: مطمئن اوسه، زه چې کومې لیکنې په ټول افغان کې کوم، دزړه په جوش
يي کوم، نه پرې له چا پيسې اخلم، او نه راباندې دچا له خوا مصرف کیږي.
بر عکس ډیر عربي ویبپاڼې غواړي چې دپيسو په مقابل کې دهغوي په ویبپاڼو کې لیکل
وکړم، څو ورځې وړاندې هم يو عربې مشهورې ویبپاڼې داسې يو ليک راستولې وو،
خو له يوه اړخه زما زده کړې، او له بلې خوا په ټول افغان کې زما دزړه لیکنې دا وخت
نه راکوي، چې نورو ویبپاڼو کې دپام وړ ونډه واخلم.
[quote:9492f23618="شفق"]
دوهمه القاعده د انګريزانو خلاف ده ، او ته د هغه وهابيانو سره تعلق لرى
چى د انګريزانو غلامان دى ، ظاهره خبر ده چى د خپل بادار يا هغه څوك
چى ته ورته په ولاء قايل يي د هغه دښمن ته خو به د دښمن په سترګه ګورى.[/quote:9492f23618]
شفق صاحب: پرته له شک څخه چې الکفر ملة واحدة، ټول داسلام دښمنان دي، خو له
دی دا لازمه نه ده، چې هر څوک چې دهغوي سره دښمني اعلانوي، دهغه اعلانوونکې
دمنهج ټول مسائل دی سل په سلو کې په حق وي.
ايران مثال درکوم، له دیرشو کالو راهيسي، ديهودو او امریکایانو په ضد ددښمنۍ
او مرده باد شعارونه ورکوي، نو آیا ته دځان لپاره دا ښه ګڼې چې په ایراني صف ورګډ
شي؟؟
[quote:9492f23618="شفق"]
د وهابيانو قيادت د اولى ورځى څخه د انګريزانو غلامي كړې او كوې يې
زمونږ افغانستان كې د وهابيانو مشرانو ځانونه د دي غريبيانو د اجنټانو
سره رسمي كړي او ددوي په ولاء راځى دې وهاج صاحبه كه د قبرنو عبادت
كفر دي دغسي د كفارو په ولاء او دمسلمانانو نه براء كفر دې[/quote:9492f23618]
پرته له شک څخه چې دايمان دصحت او عقيدې شرط دبراء او ولاء عقيده درلودل دي.
خو آیا دا جاهله القاعده او دهغوي تکفيري ناپوهه غړي د ولاء او براء په معنا پوهيږي
چې څه ته وايي؟
آیا په دې پوهیږي، چې ولاء او براء په څه منځ ته راځي، او په څه منتفي کيږي؟
[quote:9492f23618="شفق"]
ته چى څومره د شاهى كورنۍ اجنټانو يا تالى څټونكو مليانو په باراه كى
معلومات لرى كاشى چى دومره دى القاعده په حقيقى توګه پيژندلى وه.[/quote:9492f23618]
زه ددواړو باره کې ښه معلومات لرم، که بې معلوماته څه لیکم، نو حق مو دی چې ګوته
ورته ونيسئ، خو ستاسو غوندی خلک دهغوي دفکري أثر زيګنده دي، ما مخکې
په نټ کې خپلو لیکنو کې دداسې مسائلو څیړلو ته هيڅ ځاي نه دی ورکړی، خو کله
چې مې ولیدل، چې دا مرض دنټ له لارې په افغان ځوانانو کې خپریږي، او تاسو او ستاسو
همفکره يي يو دليل يئ، نو واجبه مې وګڼله، چې نور به دی اړخ ته هم اهمیت ضرور
ورکوم.
[quote:9492f23618="شفق"]
هغه عربان چې ستا دوستان دى تر څو ټيكرى په سروى د نرانو كار مونږ ترينه نه غواړو
پيژنو ئې چې خلكو ته واې چې مونږ ټيكرې په سر كړې
د ښځو څخه خو څوك د نرانو كار نه غوړې دا تاسې ولې نه پوهيږۍ.
د ټيكريو په سر عربانو درې كارونه دې چې ټول د – خ – په حرف شروع كيږى
او فقط د زور ، زير او پيښه غواړى يعنى خټه ، خيټه ، خوټه ،
دا ټيكرې په سر پريده چې اوچت بلډينګونه جوړ كړې شه خوراكونه اوخورې
او له ښځو مزى واخلې[/quote:9492f23618]
چې دليل ورک شي، نو بیا به داسې خبرې ضرور پیل کیږي، خو دومره ياد ساتئ، چې
ستاسو دارنګه تعامل، لهجه، فکر، او خبرې ستاسو دوستان کموي، او دښمنان مو
نور هم زياتوي، دا زما له اړخه تاسو ته يو نقل دی.
دا کوم خلک چې تا په دومره سپکه ياد کړي دي، زه يي دهوښيارئ قدرداني کوم.
[quote:9492f23618="شفق"]
د روسانو څخه د افغانانو وظن او ناموس په ساتلو كى چى ټيكرې
غورځونكو عربانو كومه قربانى وركړه يواځى به ترينه حرام نمكه سترګى پټوى..[/quote:9492f23618]
هيڅ شک يي په قربانۍ کې نشته، الله جل جلاله دی جزاي خیر ورکړي.
خو ددی حق نه لري، چې ځمونږ ددين، وطن، او ولس له سرنوشت سره لوبي وکړي.
دښکنځلو ځواب دی نه لرم.
[quote:9492f23618="شفق"]
دا د طورخم نه اخوته د حكومت كارونكو كافر ګڼلو حكم او فكر د روسانو د جهاد
د وخت فكر دى ، چى په ښارنو كى موچيان ئې هم كافران ګڼل ، [/quote:9492f23618]
ښه ده چې په دی دی اعتراف وکړ، که دا فکر مخکې موجود وو، نو يو غلط تکفيري
فکر وو، او اوس هم باید غلط تکفيري فکر وګڼل شي، مخکنئ وجود داوسني وجود
لپاره دليل نشي جوړیداي، او دا مخکنۍ فکر هم عربي تکفيريانو او مصري
متشدد اخوانيانو له ځان سره راوړی وو، او امريکا يي سپوټ کاوه.
[quote:9492f23618="شفق"]
كوم څه چى تا ليكلى هغه په عمل كى حقيقت نلرى ځكه په افغانستان كې
مجاهدين د حكومت هر كاركون نه وژنې حتى تر اوسه ئى د هغه قاضيانو په
وژلو هم لاس نه دى پورى كړى چې په مجاهدينو د اعدام فيصلې كوى ،
څه خبر يو چې داته د كوم فيل په غوږ كې اوده يي[/quote:9492f23618]
چې داسی ده، نو دا خو ډیره ښه خبر ده، خو دا خو به مني چې دځوانې طبقی تر منځ ډیر
په پراخه پيمانه خپور شوی او خپريږي، نو ځکه چې په دی هکله کله غږیږم، نو ضرور نه ده
چې طالب مجاهد پورې دی وتړل شي، بلکه موخه دتکفيريانو له فکری څخه دځوان کول
تحذیرول وي، او بس.
[quote:9492f23618="شفق"]
په مجاهدينو چې كوم تنقيد كوې هغه يوه وجه ده چې ته وهابي يې او طالبان احناف دې
او ته پوهيږې افغاني وهابيان امام ابوحنيفه رحمة الله عليه ته په څومره پده سترګه ګورې،
ددې وجې ته د ځان لپاره زاي نه وينې خو ته به خبر نه وې چې طالبانو د كنړ والې
مولوي صيب عبدالرحيم دې او هغه د متشديدو وهابيانو څخه دې[/quote:9492f23618]
دا خو دی هسی يوه شنډه شيطاني هڅه ده او بس.
زه په يقين سره ويلي شم، چې ته دامام ابوحنیفه رحمه الله او دهغو اتباعو له عقيدي هيڅ
معلومات نه لری، داهل سنتو دمذاهبو په منځ کې دامام ابو حنیفه رحمه الله داتباعو
مسلک دتکفيريانو په ضد تر نورو ډیر سخت دی، او ان شاء الله چې زه به دحنفي علماوو
اقوال په دی اړه ضرور بيانوم.
حق حق دی، دهر چا سره چې شو، هغه په حق دی، زما لپاره دفلاني والي او دفلاني قاضي
خبره هيڅ اهميت نه لري، هر څوک چې په پاکه سپيڅلې عقیده دښکيلاګرو په ضد
جنګيږي، مجاهد او غازي دی، او هر هغه څوک چې دښکيلاګرو په صف کې له مقاومت
سره جنګيږي، نو جهاد ورسره واجب، او مړی يي مردار دی.
او هر هغه څوک چې دجهاد او مقاومت په نوم اسلام، وطن او ولس ته بې ساری زيانونه
رسوي، هغه هم ددوهمې ډلې ورور دی.
[quote:9492f23618="شفق"]
اول دې غوښتل چې د اصلاح په نوم ټول مجاهدين بدنام كړې او وه يې ټكوې
چې د غريب دوست عبدالله صابر وطنمل ننګيال او نورو ليكوالانو دې توره څيره
څرګنده كړه اوس دې په هغه مسلمانانو پسي راخيستي چې د كفارو سره د جهاد
د فرض عين كې دو په وجه په افغانستان كې د افغانانو مجاهدينو سره ولاړ دي
د خداي روي ته وه ګوره د خپل شومو اهدافو نه لاس واخله تر څو به د بوسو لاندي
پټي اوبه زغلوي
ستا سره چې د مرګ كومه ويره ده قران پداسي حالاتو كې دغه ويره
د منافقينو علامه خودلې د سوره المائده 52 نمبر ايات كې واي
فترى الذين في قلوبهم مرض يسارعون فيهم يقولون نخشى ان تصيبان دائرة
فعسى الله ان ياتي بالفتح او امر من عنده فيصبحوا على ما اسروا في انفسهم نادمين[/quote:9492f23618]
دا چې مو ديوه مسلمان څیره توره کړه، او بيا مو دمنافقينو په جمع کې کی راووست
، نو ستاسو داسی حرکت ځما حوصله نوره هم ځواکمنه کوي، او په دی مې یقين زياتيږي
چې دتکفيري مفکوري دخپريدو مخه نيول راباندې نور لکه دمقاومت فرض
ګرځیدلی دي، کاش چې مونږ دخپلو ځوانانو دسالمی تربيي دومره وسعه لرلې، چې دغو
سفيهو عربو پرې خپل جهل نه خرڅولې.
[quote:9492f23618="شفق"]
محترمه ! مونږ څو ځله دعامو مسلمانو ورونو وژنه غندلي ده او غندنه يي كوو پاتي شوه دسديس خبره رب مي دي نه كنهګاروي كله چي په افغانستان حمله كيده نو دده وويل چي دا جهاد نه فتنه ده او همداسي يي دعراق باره كي ويلي وه پاكستان ته راغي نو هغه ظالم او جنايت كار ته يي دعا وكړه چي مصطفى كمال اتا ترك هم پري شرف درلوده هلته يي انجوني او معصوم هلكانو باندي بمبارياني كولي قرانونه يي وسوځول او ده ورته دعا ګاني كولي نو دا خو هم والله كه دعالمتوب ياهوښيارتيا نخښه وي بهر حال رب دي پرمونږ رحم وكړي ٠[/quote:9492f23618]
خبرې مو صحي دي، خو دسديس له علميت څوک سترګې نشي پټولې،
او دغه بل حرکت يي يو ځیرک سياسي حرکت دی، ځکه مې ورته يو سياستپوه
ملا ويلې دي، هيله ده چې ځمونږ موليان هم نور په سياسي لوبو يي دکندهاريانو په
اصطلاح سر خلاص شي.
نور ته خپله پوهیږي، او هيله کوم چې دنورو ملګرو دبيځايه جذباتو پر ځاي سياسي افق
دومره پراخ شي، چې داسي نکات خپله درک کړي.
په درنښت
و.افغان
20.04.2009
وبخښئ، وروستۍ اقتباس شوي ليکنه دښاغلي ميوند ننګيال صاحب ده، نه دشفق صاحب.
په درنښت
عادل عادل
20.04.2009
سلامونه
الله شاهد دی چې د سدیسي نه زما هغه وخت نفرت وشو چې په یوه خطبه کې یې د اسلامي امت ځوانانو ته توصیه وکړه چې د جهاد په نوم اغوا نشي زه نه وایم چې دغه توصیه به یې د وخت او ځنو خلکو په هکله مفیده نه وه خو د نفرت ټکئ یې دا و چې ورځ وروسته د کرزي بیان خپور شو او د سدیسي څخه یې مننه او قدرداني وکړه.
وهاج صیب !
مونږ او تاسو ته پکار ده چې په غټ ظرفیت سره د افغاني او اسلامي ګټو په رڼا کې د مسایلو په اړه قضاوت وکړو.
تاسو ته به ښه مالومه وي چې د عربو حاکمان او القاعده څومره ژوره دښمني سره لري، خو ددې سره سره د عربي نړئ د لنډمهال ثبات او ګټو لپاره دغه دوه اطراف په عملي توګه یو د بل خیال ساتي او په مجموع کې په دیپلوماتیکه سطحه د همدغې القاعدې د لاسته راوړنو څخه د نظر په اظهار کې ګټه پورته کوي او بل لوري ته د القاعدې لورینه او ظرفیت چې ښه ثبوت یې د خلیج په ملکونو کې عام او تام امنیت او ثبات تشکیلوي، پداسې حال کې چې د ټولو یرغلګرو بحري بیړئ، د فوځیانو کورنئ ، ګټې او تجارتونه، ناروا مزې او چړچې یې ټول په همدغه ملکونو تکیه کوي او داسې کارته پوره پکې ګرزي لکه د بابا نه چې په میراث ورته پاتې وي.
زما په القاعده او عربي نړئ هیڅ کار نشته خو مطلب مې په دې کې دئ چې دا زمونږ ملاوې ولې ماتې دي چې د خپل افغان مقاوم او مجاهد ورور د تایید په ځای د هغه په تخریب لاس پورې کوو؟ د هغوی وړو خطاګانونه فیلان جوړوو او لویو لویو مثالي ممیزو یې سترګې پټوو، ایا دا زمونږ په کم ظرفئ او وابستګئ دلالت نه کوي؟ ایا مونږ ویشلي شوي نه یو؟ ایا مونږ په ګډو افغاني او اسلامي ګټو او ټکو کې یو د بل نه ښلیدلي نه یو ؟
وهاج صیب !
بلا دې واخلم ، حقیقي مسلمان خو همهغه دئ چې په فردي توګه هیڅ وخت د یوه حکومت او نظام جز نه جوړیژي بلکه خپله ټوله انرژي د همغه نظام د اصلاح لپاره مصرفوي .
کومه اصلاحي پالیسي چې تاسو د مقاومت په مورد لرئ کاملا درسته ده، خو ماته یو څه ډیره بې وخته بریښي، هغه پدې مانا چې دغه حرکت واک ته ندئ رسیدلئ، که په اصولو کې مو هدف یو وي نو پکار ده چې په هر ډګر کې یې ملاتړ ته ملا وتړو او چې کله حاکم شول نو په اصلاحي مخالفت یې لاس پورې کړو.
او که خدای مکړه په اصولو کې مخالف وو نو بیا خو یې همدا اوس مخنیوئ پکار دئ چې پدې ډول په اتوماتیکه ټوګه د صلیبیانو په جبهه کې حسابیژو.
د یادونې وړ بولم چې په پورتني عربي اطرافو کې هم خبره د مشترکو اصولو په بنا ولاړه ده چې د یوې خوا اسلامي او د بلې خوا نشنلستي دي.
الله پاک دې مونږ ټولو ته اسلامي بینش او د ملي بین الافغاني ګټو احساس را په برخه کړي. امین
و.افغان
20.04.2009
[quote:dc5626e476="عادل عادل"]
سلامونه
الله شاهد دی چې د سدیسي نه زما هغه وخت نفرت وشو چې په یوه خطبه کې یې د اسلامي امت ځوانانو ته توصیه وکړه چې د جهاد په نوم اغوا نشي زه نه وایم چې دغه توصیه به یې د وخت او ځنو خلکو په هکله مفیده نه وه خو د نفرت ټکئ یې دا و چې ورځ وروسته د کرزي بیان خپور شو او د سدیسي څخه یې مننه او قدرداني وکړه.
[/quote:dc5626e476]
وعلیکم السلام.
دکعبې شريفي دامام سديس خبره خو عامه ده، که چیرته يي ترې مطلب دجهاد څخه انکار
کول وي (او دا لرې بريښي) نو پرته له شکه چې يوه ګمراه خبره يي کړې ده، خو که هر
څومره داسې فتواګانې ورکړل شي، نو دقرآن کريم څخه به دجهاد آیتونه دنړۍ هيڅ ځواک
لری نکړی شي.
او که مطلب يي له خبرې څخه دا وي، چې دا ځوانان دی دجهاد په نوم دالقاعدوي فکر
ښکار کيږي نه، نو بيخي پر ځاي خبره يي کړی ده، زه يي هم ملاتړ کوم.
خپلو مخکنۍ خبرو ته به نور هم وضاحت ورکړم:
سعودي او پاکستان ډیرې خوږې دوستانه اړيکي لري، دسره جومات عمليات او ورته نور عمليات چې مشرف تر سره کړل، نو دنړۍ ډیرو مسلمانانو پرې تولانت ووايه، بلکه
دداسی یو کرغيړن تور عمل، بطلان په اثبات رسول غندلو ته هيڅ اړتيا نه لري.
دا چې ښاغلي شيخ سديس پاکستان ته ددی لپاره راغې، چې پاريدلې خلک غلي کړي،
خلکو ته نصيحت وکړي، او حاکم ته دعا وکړي، نو دا دهغه له خوا يو هوښيار دستاينې
وړ ګام په دی دی، چې هيڅکله ديوه دوست په خپل دوست باندی تباهي، او ګډوډي نه
لوريږي، په ځانګړي ډول چې کله دوستانه ډیره خوږه او قوي وي.
ددي پر ځاي چې دنورو خلکو ګډو مصلحتونو ته ګوتي ونيسو، اعتراض پرې وکړو.
له هر څه مخکې له خپل ځان څخه پوښتنه پکار ده، چې مونږ دخپل ځان لپاره څه کړيدي؟،
آیا مونږ خپل دين، هيواد، او ملت په سمه توګه پيژندلې او که نه ؟
تر څو چې مونږ ځان نه وي پيژندلې، هيڅ حق نه لرو چې دبل چا څخه ګيله وکړو،
ځکه هر چاته خپل وطن کشمیر دی، او هر څوک دخپل کشمیر ساتنه کوي، او هغه چا
ډیره صحي ويلي دي: اول ځان دی بیا جهان دی.
[quote:dc5626e476="عادل عادل"]
وهاج صیب !
مونږ او تاسو ته پکار ده چې په غټ ظرفیت سره د افغاني او اسلامي ګټو په رڼا کې د مسایلو په اړه قضاوت وکړو.[/quote:dc5626e476]
دغټ ظرفيت خبره مو څو وارې تکرار کړه، نه پوهيږم چې تاسو کوم ضابط، قانون، يا
قاعده لرئ، چې غټ ظرفيت پرې معلوموئ.؟؟؟
زه په خبرو کې لومړئ اسلاميت، او بیا هغه افغانيت په نظر کې نيسم چې داسلام روح
يي تأييدوي.
[quote:dc5626e476="عادل عادل"]
تاسو ته به ښه مالومه وي چې د عربو حاکمان او القاعده څومره ژوره دښمني سره لري، خو ددې سره سره د عربي نړئ د لنډمهال ثبات او ګټو لپاره دغه دوه اطراف په عملي توګه یو د بل خیال ساتي او په مجموع کې په دیپلوماتیکه سطحه د همدغې القاعدې د لاسته راوړنو څخه د نظر په اظهار کې ګټه پورته کوي او بل لوري ته د القاعدې لورینه او ظرفیت چې ښه ثبوت یې د خلیج په ملکونو کې عام او تام امنیت او ثبات تشکیلوي، پداسې حال کې چې د ټولو یرغلګرو بحري بیړئ، د فوځیانو کورنئ ، ګټې او تجارتونه، ناروا مزې او چړچې یې ټول په همدغه ملکونو تکیه کوي او داسې کارته پوره پکې ګرزي لکه د بابا نه چې په میراث ورته پاتې وي.[/quote:dc5626e476]
تبصرې ته اړتیا نه لري.
[quote:dc5626e476="عادل عادل"]
زما په القاعده او عربي نړئ هیڅ کار نشته خو مطلب مې په دې کې دئ چې دا زمونږ ملاوې ولې ماتې دي چې د خپل افغان مقاوم او مجاهد ورور د تایید په ځای د هغه په تخریب لاس پورې کوو؟ د هغوی وړو خطاګانونه فیلان جوړوو او لویو لویو مثالي ممیزو یې سترګې پټوو، ایا دا زمونږ په کم ظرفئ او وابستګئ دلالت نه کوي؟ ایا مونږ ویشلي شوي نه یو؟ ایا مونږ په ګډو افغاني او اسلامي ګټو او ټکو کې یو د بل نه ښلیدلي نه یو ؟[/quote:dc5626e476]
خبرې مو په تول برابرې دي، او دهمدغه مسلک له مخې غږيږم.
[quote:dc5626e476="عادل عادل"]
وهاج صیب !
بلا دې واخلم ، حقیقي مسلمان خو همهغه دئ چې په فردي توګه هیڅ وخت د یوه حکومت او نظام جز نه جوړیژي بلکه خپله ټوله انرژي د همغه نظام د اصلاح لپاره مصرفوي .
کومه اصلاحي پالیسي چې تاسو د مقاومت په مورد لرئ کاملا درسته ده، خو ماته یو څه ډیره بې وخته بریښي، هغه پدې مانا چې دغه حرکت واک ته ندئ رسیدلئ، که په اصولو کې مو هدف یو وي نو پکار ده چې په هر ډګر کې یې ملاتړ ته ملا وتړو او چې کله حاکم شول نو په اصلاحي مخالفت یې لاس پورې کړو.
او که خدای مکړه په اصولو کې مخالف وو نو بیا خو یې همدا اوس مخنیوئ پکار دئ چې پدې ډول په اتوماتیکه ټوګه د صلیبیانو په جبهه کې حسابیژو.[/quote:dc5626e476]
خبری مو صحي دي، خو لږ توضيح ته اړتيا لري:
که موخه مو له اصولي مخالفت څخه دمقاومت په جواز او وجوب کې اختلاف وي، نو پرته
له شکه: دمقاومت په جواز ايمان نه لرل، يا تري منکريدل مونږ ضرور په اتوماتيک
ډول دصلیبيانو په جبهه کې حسابوي.
او که مطلب مو له اصولي مخالفت څخه دهغو اصولي مسائلو په اړه مخالفت وي، کومو
پورې چې ځمونږ ددين، دنيا، او آخرت ګټې تړلي دي، نو ځواب دادی:
چې ستونځه همدلته ده:
او له دی اصولي مخالفت څخه بیا دصلیب په جبهه کې دريدل نه لازميږي، بر عکس
اسلامي جبهه پرې تقويه کيږي، او اصلاح کیږي.
دمثال په ډول: ديوه مسلمان بې دليله تکفير، او ورپسې دهغه وينه او مال حلال ګڼل يوه
لويه اصولي ستونځه بلل کیږي، چې اوس په پراخ ډول موجوده ده.
بل مثال: حکم بغير ما أنزل الله، يوه لويه ګناه ده، حرامه ده، او عقاب يي دخداي جل جلاله
په نیز ډیر لوي دی، خو البته مسلمان حاکم تر هغه کفر ته نه وباسي، تر څو چې ځينې موانع له منځه نه وي تللې، او ځينې شروط نه وي موجود شوي لکه استحلال وغیره.
نو دلته دحاکم تکفيرول، او ورسره
دهغه دحکومت تکفيرول، او هغه څوک چې هغه حکومت کې کار کوي، هغه هم ورپسې
پيوسته کول، بلکه هغه څوک چې ددی حکومت لاندې ژوند کوي، هغه هم ورپسې تړل،
او په نتيجه کې ددغو خلکو دوينې او مال حلال ګڼل، ټولې هغه تکفيري عقيدی دي،
چې په اصولي او عقيدوي مسائلو پورې اړه لري، او نن
په پراخه پیمانه ددی نشر لپاره تکفيريان دافغانانو منځ کې کار کوي.
بل مثال: دکابل حکومت په ادارو کې دکارکنانو تکفيرول، او بيا دهغوي مال او وينه
حرام ګڼل، چې په ډیرې تیزۍ سره
دځوانانو په ليکو کې دا تکفيري عقيده خپريږي، حتا چې ځينې دمنبر موليان يي دجمعو
په خطبو کې هم بيانوي،
زه تاسو ته ديوه مولوي صاحب خبرې راخلم، نوم اخيستو ته يي ضرورت
نشته، دجمعې دخطبي په تقریر کي ويل:
چې دافغانستان دحکومت ارګانونه دموټر دپرزو په شان دي، دموټر هره هغه پرزه چې پرته
له هغې پرزې څخه موټر ودریږدي، هغه دموټر فعاله پرزه ده، همدارنګه دافغانستان
حکومت هر هغه ارګان چې پرته له هغې حکومت نشي چليدلې، دحکومت فعال ارګانونه
بلل کیږي، نو هر کله چې دحکومت فعال ارګانونه شو، نو په دی ارګانونو کې هر کارکوونکې
کس هم يو فعال غړی دی، نو ددی ټولو ارګانونو کارکنان دکفر په دائره کې داخل شو،
نو کافر هم شو.
تنبیه: له دی څخه مطلب دا نه دې، چې مقاومت باطل شو، بلکه مقاومت دټولو ښکيلاګرو
په ضد جایز او واجب دی، او هر هغه مسلمان چې دښکیلاګر سره يو ځاي دمقاومت په ضد
جنګيږي، نو په هغه جګړه کول، حمله کول، او په ضد يي جنګ کول هماغه شان واجب
دی، لکه څنګه چی دښکيلاګرو
په ضد واجب دی، تکفيرول يي جائز نه دي، مګر په هغه حال کې چې دخپل کفر اعلان په
صريحو کفري اقوالو، اقرار، يا صريحو کفري افعالو وکړي، تاسو به داندلس تاريخ
لوستلې وي، اندلس
مسلمانانو په دی له لاسه ورکړ، چې خپلو منځو کې يي اختلاف ډیر شو، کله به یو او کله
به بل له صلیبیانو مرسته غوښته، او ديو بل په ضد به جنګیدل، خو علماوو يوه ډله هم
نه ده کافره کړې، او دهغوي جنګونه يي فتنه بللي دي.
بل مثال: هغه خلک چې نن له جګړي ناستو کې شمیرل کیږي، خو داسلام دعوا لري، په
ښکاره ترې دکفر صريح اقوال يا افعال نه دي صادر شوي ، دهغوي تکفيرول
يا ورته منافقين ويل، يا يي وينه حلال ګڼل، هم داهل سنتو عقيده نه ده، بلکه هغوي سره
باید دهغه مسلمان تعامل وشي، دکوم وينه او مال چې الله جل جلاله حرام ګرځولې دی.
تر هغې پورې يي ددغی معاملې مستحق دی، تر څو چې کافرو سره په يوه صف کې
دمقاومت يا مجاهدينو په ضد نه وي جنګيدلې، يا يي ښکيلاګرو ته دمجاهدينو تجسس
نه وي کړی.
مثلا: ملا عبد السلام ضعيف، ملا متوکل، او ورته نور طالبان، چې نه دصلیب سره ولاړ
دي، او نه دطالب په صف کې جنګيږي، اګر چې ډیرې طرحي يي دمقاومت په ګټه دي،
او مخکې يي دمقاومت لپاره قربانيانې هم ورکړي دي،
خو بیا هم دهغوي ژوند دډیرو خلکو له اړخه تهديديږي، او منافق او کافر ورته ويل کیږي.
آخر ولې؟؟!!
بل مثال: ديموکراسي:
په ولس باندی دولس حکم ته ديموکراسي ويل کیږي.
نو ديموکراسي دوه اړخه لري، که چیرته له ديموکراسۍ څخه موخه دولس له اړخه 0
دقوانينو تشريعول او توشيحول وي، حتا هغه قوانين هم چې داسلام سره صراحتا
ټکراو لري، نو پرته له شکه دا رنګه ديموکراسي حرامه ده، حلال ګڼل يي انسان داسلام
له حدودو څخه وباسي، او دا هغه ديموکراسي ده چې په غرب کې چلیږي، البته له دی
سره سره هلته بیا دفرد لپاره قانونا ډیره آزادي ورکړل شویده، يواځې په مقيده شوې،
چې نورو ته زیان او تاوان ونه رسوي، خو په دغه زيان او تاوان کې اخلاقي قيم او
معنویاتو ته هيڅ اهميت نه دی ورکړل شوی.
او که چیرته له ديموکراسۍ څخه مطلب دا وي، چې ولس دانتخاباتو له لارې، دوکیلانو
او نماينده ګانو له لارې، دخپل ژوند دمتجددو مسائلو په اړه جایزې پريکړې وکړي،
کومې پريکړي چې
دالله جل جلاله دکتاب او دپيغمبر صلی الله علیه وسلم دسنت سره ټکراو ونه لري، او
په نورو منصوص عليه مسائلو کې يي دستور قرآن او حديث وي، تنفيذي ځواک
دولس په رايه منځ ته راځي، نو پرته له شکه چې دا يو سياسي جايز نظام دی.
اسلامي ډلې يا ګوندونه په عمومې توګه ددوهم ډول ديموکراسۍ دپلې کولو لپاره هلې
ځلې کوي، زه خپله ددغه وييزي مخالف يم، که چیرته بل مناسب وييزي ددغه غربي
وييزي په ځاي وکارول شي ، نو ښه به وي.
خو القاعده او تکفیريان بيا پرته له تفصيل څخه هر څه کفر بولي، بلکه کفر بواح يي
بولي، او په دی مسئله کې لکه څنګه چې يي عادت دی، دالتکفیر باللوازم څخه کار اخلي.
کومه مسلک چې داهل سنت والجماعة مخالف دی.
نور ډیر مثالونه او مسائل هم شته دی، خو اوسمهال په دی بسنه کوم.
[quote:dc5626e476="عادل عادل"]
د یادونې وړ بولم چې په پورتني عربي اطرافو کې هم خبره د مشترکو اصولو په بنا ولاړه ده چې د یوې خوا اسلامي او د بلې خوا نشنلستي دي.
الله پاک دې مونږ ټولو ته اسلامي بینش او د ملي بین الافغاني ګټو احساس را په برخه کړي. امین[/quote:dc5626e476]
آمين، ثم آمین.
په درنښت
عادل عادل
21.04.2009
سلامونه
وهاج صیب د چا علم او پوهه د هغه د منلو مصداق نشي کیدای، بلکه قول او عمل باندې یې خلک حساب کوي.
تاسو د سیاسي عالم خبره کوئ که داسې وي نو ایا استادسیاف ته د لوی منافق خطاب ستاسو په نظر د هغوی په حق کې ظلم نه دئ؟
آیا استاد رباني ته سیاسي عالم او رهبر ویلئ شو چې افغانستان یې په ایله 2 ملیونه ډالرو خرڅ کړ؟
تاسو سیاست اخر څه ته وايئ ؟ انعطاف ته که حکمت عملي ته؟
وایي چې یوه کشر طالب په کلي کې وظیفه راټولوله، د یوه کور دروازې ته ودرید او نارې یې کړې چې طالبانو ته وظیفه راوړئ !
د کور میرمن چې تنها سرې وه د یوې خوا یې شیرخور زوی ژړل، د بلې خوا یې اوړه تر وخت تیریدل او د بلې خوا یې تنور نه و بل کړئ په خورا تنده لهجه یې طالب ته وویل چې وظیفه نشته ولاړ شه بیا وروسته راشه، مطلب یې دا و چې د وظیفې نه تیر شي.
طالب وویل ښه ده ترورې، زه همدلته انتظار کوم، د لږ انتظار نه وروسته یې بیا نارې ګړې چې طالبانو ته وظیفه راوړئ! د کور میرمن بیا راووته او ورته ویې ویل چې ما درته مخکې څه وویل؟ طالب په ورین تندي ځواب ورکړ چې ترورې د دوهمې چيغې نه مې مطلب دا نه وو چې وظیفه همدا اوس راوباسه، بلکه مطلب مې دا وو چې صرف په حال او خبره سره پوه وو !!
مطلب دا چې کشر طالب د کور د میرمنې غوږونه په خورا ساده او حکیمانه ډول پرې خلاص کړل چې زه شته یم، یعنې وظیفه غواړم، او پدې اړه یې هیڅ ډول انعطاف و نښود.
خلاصه دا چې د علماوو عملي حکمت ته سیاست ویلئ شو او دا چې دوی د نبي کریم صلی الله علیه و سلم وارثین دي نو ددوی انعطاف په واقع کې د د دین څخه انعطاف دئ چې زما په نظر دې ته هیڅکله سیاست نشي ویل کیدای او په زړه اصطلاح کې ورته منافقت ویل کیژي. همدا سبب دئ چې د علماء کرامو د مسوولیت پیټئ خورا دروند دی.
-------------------------------------------------------------------------
یاددښت :
محترم وهاج صیب بحث به کوو خو یو خواست به مې منې، هغه دا چې که تاسو احساس کوئ چې غریب دوست ورور به ستاسو د حسن نیت په وجه خفه شوئ وي نو لطفا یې زړه خپل کړئ. خدای ج به اجر درګړي.
و.افغان
21.04.2009
[quote:243fc89a8d="عادل عادل"]سلامونه
وهاج صیب د چا علم او پوهه د هغه د منلو مصداق نشي کیدای، بلکه قول او عمل باندې یې خلک حساب کوي.
[/quote:243fc89a8d]
۱۰۰٪ صحي خبره ده، او پکار ده چې همیشه داسې وشي.
[quote:243fc89a8d="عادل عادل"]
تاسو د سیاسي عالم خبره کوئ که داسې وي نو ایا استادسیاف ته د لوی منافق خطاب ستاسو په نظر د هغوی په حق کې ظلم نه دئ؟
آیا استاد رباني ته سیاسي عالم او رهبر ویلئ شو چې افغانستان یې په ایله 2 ملیونه ډالرو خرڅ کړ؟ [/quote:243fc89a8d]
سياسي منافق بلل کيداي شي، دوه رنګه دوه مخې فاسق بلل کیداي شي، احتجاج يا
پرې باور کول ساقطيږي، دمشر په حیث دبيا لپاره ټاکل جواز نه لري، البته دکفر
دائري ته يي دداخلولو حق نه لرو، تر څو چې هغه صراحتا په خپل صريح قول يا صريح
فعل ځان داسلام څخه نه وي ويستلې، هيڅ حق نه لرو چې دکافر خطاب ورته وکړو،
او يا يي وينه او مال حلال وګرځوو.
البته که چیرته دښکيلاګرو سره يو ځاي دمقاومت جګړه کې شرکت کوي، نو بيا يي حکم
په دنیا کې هغسی دی، لکه څنګه چې دښکيلاګرو دی دجګړې کولو، وژلو، او ویشتلوله
نګاه نه، البته سريره يا پټه به يي لوي خداي جل جلاله ته پريږدو، چې دقيامت په ورځ
له هغه سره څه فيصله کوي، خو زه دا وايم چې دی خوارکي عبد السلام ضعيف او
متوکل څه کړي دي، چې کافر ورته ويل کیږي، او ژوند يي تهدیديږي.
[quote:243fc89a8d="عادل عادل"]
خلاصه دا چې د علماوو عملي حکمت ته سیاست ویلئ شو او دا چې دوی د نبي کریم صلی الله علیه و سلم وارثین دي نو ددوی انعطاف په واقع کې د د دین څخه انعطاف دئ چې زما په نظر دې ته هیڅکله سیاست نشي ویل کیدای او په زړه اصطلاح کې ورته منافقت ویل کیژي. همدا سبب دئ چې د علماء کرامو د مسوولیت پیټئ خورا دروند دی.
[/quote:243fc89a8d]
هو خبره دی صحي ده، عمل يي ددين څخه منعطف دی، ځکه خو فاسقيږي، او اعتبار پری
ساقطيږي، او نه شو کولاي چې ديوه مشر په حیث هغه ته وګورو، يا دهغه په لار او
لارښوونو روان شو.
البته تر هغه يي کافر کولی نه شو، تر هغه يي وينه او مال حلال ګڼلې نه شو، تر څو چې
له هغه صريح کفر قولي يا صريح کفر فعلي نه وي واقع شوې.
دصريح کفري قول مثال: چې نعوذ بالله دين ته ښکنځل وکړي، قرآن عظیم الشأن ته يا
نورو اسلامي مقدساتو ته ښکنځل وکړي، يا ووايي چې دۍ نور مسلمان نه دی يا ورته
نور.
دصريح کفري فعل مثال: په فعل سره داسلامي مقدساتو سپکاوۍ وکړي، مثلا دقرآن
عظیم الشأن نعوذ بالله سپکاوۍ وکړي، دصلیبيانو سره دمسلمانانو په ضد کومک
کول حلال وګڼي، داسې حال کې چې شبهه يي له منځه تللي وي، يا ورته نور افعال.
خلاصه دخبرې موخه می داده وروڼو: چې دمقاومت جاري ساتل، او جاري پاتی کيدل دغو
تکفيرکولو ته هيڅ اړتيا نه لري، دمقاومت دجاري ساتلو لپاره دا يوه خبره کافي ده چې
ښکيلاګر مو په کور راغلې دی، او مونږ دخپل کور دآزادۍ لپاره دخداي په قرآن، او
درسول الله صلی الله علیه وسلم دسنتو درهنمود مطابق حق لرو، بلکه دا حق راباندی
واجب دی، چې دښکيلاګرو په ضد وجنګیږو، او هر هغه څوک چې دښکيلاګرو په
صف کې جنګيږي، دهغوي په ضد هم وجنګيږو، او بس.
البته دغه نورې تکفيري عقيدی چې دي، نو موخه ترې دمقاومت جاري ساتل نه وي، بلکه
نورې ډیرې خطرناکې موخې لري، چې په ټيټه کچه يي ديوې فاسدې خارج عن الاسلام
عقیدې په معنا تفسیرولې شو، او په لوړه کچه يي دځينو دکړيو دسياسي شومو اهدافو
په معنا تفسیرولی شو.
-------------------------------------------------------------------------
[quote:243fc89a8d="عادل عادل"]
یاددښت :
محترم وهاج صیب بحث به کوو خو یو خواست به مې منې، هغه دا چې که تاسو احساس کوئ چې غریب دوست ورور به ستاسو د حسن نیت په وجه خفه شوئ وي نو لطفا یې زړه خپل کړئ. خدای ج به اجر درګړي.[/quote:243fc89a8d]
ولې نه عادل صاحب، تاسو يو دروند شخص ياست، ستاسو خواست به ولی نه منم !
هو ! زه همدا احساس کوم چې ښاغلې دروند ورور غریبدوست ديوه پاک، سپيڅلې،
اسلامي، او لوړ جهادي احساس له مخې خفه شوې دی، زما له خوا پرې کوم تيری
نه دی شوی، خو مخکنی حساب به پريږدو، مخکې مې هم تری بخښنه غوښتلې وه،
ستاسو دخواست سره سم ترې يو ځل بيا هم بخښنه غواړم، او دعوت ورکوم چې خپل
فوروم ته راشي، مونږ ټول سره خپل وروڼه يو، که کله کله خفګان رامنځ ته کیږي،
نو په مينه او محبت به يي سره دحل لاره ګورو، خو له دیرې سره اړيکې پريښودل
مو بايد هيڅکله په خاطر کې و نه ګرځي.
نو هيله لرم چې ښاغلې غریبدوست به يو ځل بيا ان شاء الله په خپلو ښايسته لیکنو دا
فوروم رنګينوي.
په درنښت
عادل عادل
21.04.2009
سلامونه
وهاج وروره یوه ټکي ته مو پام رااړوم هغه داچې مونږ او تاسو په منځ کې د کافر کلمه په اصطلاحي ډول په دوه معکوسو حالاتو کې پکاریژي چې هیڅ ډول عقیدتي منشه نلري او نه دې الله پاک مونږ پرې نیسي.
هغه دا چې د یو چا او یا د هغه د وینا یا طرز د برخورد نه مو ښه او یا ډیر بد راشي نو وایو چې .... . .. . . والله دا پلانئ خو ډیر کاپر سړئ دئ ...... ...کاپر ملا دی داسې ښې مسلې یې وکړې، .............. ، غـټ کاپر دی جاسوسي کوي، ....... .. . او داسې نور ..........
همداسې د قذف مسله درقیاس کړه، پداسې حال کې چې د ځنو خلکو په خبرو کې اصطلاحي ښکنځل ددوی د خبرو لاینفک جز دی او خدای شته چې ظاهرا په چا بدې هم نه لګي؟
نو که څوک مونږ او تاسو له نژدې ونه پیژني او یا هم یو څوک د مونږ او تاسو د منځه لرې پاتې شوئ وي یا لوی شوي وي نو بیا به یې قضاوت زمونږ په حق کې ډیر جدي او د حقیقت سره په فاصله یا سوء تفاهم کې قرار ولري ........لکه د مضرو خارجي محرکو عواملو احتمالي شتون چې تاسو یې یادونه کړې ده..
نور بیا .......
ستاسو څه نظر دئ.
watanmal
22.04.2009
ټولو دوستانو او محترم وهاج ساپى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم وهاج ساپي صيب د خپل نظر ليكلو څخه وړاندى ددى خبرى سپيناوى كوم
چى زه د مسلمان په صفت فقط [color=darkblue:dbea5198e5]مصدر د تشريع قرآن او احاديث منم نه اشخاص.[/color:dbea5198e5]
د تكفير په اړه:
وهاج ساپى صيب زه ما د معلوماتو مطابق [color=white:dbea5198e5]په اسلام كى د انسان وژل په څو صورتو كى
جواز لرى[/color:dbea5198e5] چى له هغى څخه د زنديق، حربى كافر دى همدارنګه د څه جرمونو په اساس
د انسان وينه هدر شى خو پدى وخت كى دته كافر نه ويل كيږى،
بعض وخت يو كس هغه اعمال كوى چى هغه د نواقضو د ايمان څخه وى ، كه دغه كس
لمونځ ، روژه او نور عبادت كوى بيا هم كافر ګڼلى شى ،
مقصد دادى چى [color=darkblue:dbea5198e5]زمونږ بحث په عمومى ډول په كافر كى نه دى بلكى د زنديق او حربى كافر
او هغه مسلمان چى وينه ئى هدر ګڼلى شى.[/color:dbea5198e5]
[color=white:dbea5198e5]نن زمونږ په هيواد كى ټول صليبى يرغلګر چى د هر ملك دى حربى كافران دى [/color:dbea5198e5]، په وژلو كى ئى
هيڅوك اختلاف نلرى. له دى ورسته زمونږ سره دوه ډلى پاتيكيږى چى يوه د زنديقيان دوهمه
هغه مسلمانان چى وينه ئى هدر ګڼلى شى.
الله پاك فرمايى:
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ
فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (المائدة51) فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِم
يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَى مَا أَسَرُّوا
فِي أَنفُسِهِمْ نَادِمِينَ (المائدة52)
[color=darkred:dbea5198e5]== وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ==[/color:dbea5198e5] زه ما د معلوماتو مطابق [color=white:dbea5198e5]د كفارو مولاة[/color:dbea5198e5] په درى ډوله ده
[color=darkblue:dbea5198e5]، مباح ، حرام ، كفر،[/color:dbea5198e5]
[color=white:dbea5198e5]مباح مولاة:[/color:dbea5198e5]
د مثال په توګه د هغه غريبو كفارو سره كومك كول چى د مسلمانانو په خلاف په
څه حركاتو نه وى بوخت ، خاصة د ذوالارحام سره ، الله تعالى فرمايى :
لا يَنْهَاكُمُ اللهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ
وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ
همدارنګه له پدى قسم كى د كفارو سره تجارتونه ، صلح او معاهدى چى د اسلامى شريعت
په ضوابطو سره وى داخل دى.
[color=white:dbea5198e5]حرام مولاة:[/color:dbea5198e5]
دا قسم لاندى هم څه شيان راځى د مثال په توګه د كفارو مولاة د هغوى په اخترونو
او نورو عقيدوى پروګرامونو كى په شركت كولو سره.
[color=white:dbea5198e5]كفرى مولاة:[/color:dbea5198e5]
ددى قسم لاندى ډير شيان راځى زه به ئى څو بيان كړم:
[color=darkblue:dbea5198e5]1. د مسلمانانو خلاف كفارو ته جاسوسى كول.
2. په اوسنى وضعه كى د صليب په مقابل كى مقاومت كونكو مسلمانانو صليبيانو ته تسليمول.
3. د كفارو تر بيرغ لاندى د مسلمانانو خلاف جنګيدل.[/color:dbea5198e5]
[color=white:dbea5198e5]اوس په هيواد كى كوم اورګانونه د كوم قسم لاندى راځى؟[/color:dbea5198e5]
دا مسئله زه وهاج ساپى صيب ته پريدم او هيله ترينه كوم چى بغير د تردد
څخه هغه اورګانونه په ګوته كړى چى مستقيماَ ددى ايات لاندى راځى ( د دريم قسم مولاة لاندى)
همدارنګه[color=darkblue:dbea5198e5] هر هغه كس چى د امير سره بيعت وكړى او بيا باغى شى [/color:dbea5198e5]، د هغه وينه هدر ده ،
[color=white:dbea5198e5]خو كافر نه دى ،[/color:dbea5198e5] بايد دلته پدى پوه وه چى هغه څوك د دښمن سره بندى وى
هغه معذور شميرل كيږى ولو كه د خپل امير په خلاف هر څه ووايى.
د صليبيانو تر سورى لاندى د ګوډاګى كرزى حكومت سره چى كوم د امارت چارواكى دى
هغه ټول په يوه تله تلل زما په نظر بى انصافى ده، دوى دوه ګروپونه لرى ، چى يو ئى
متوكل ، ملا ضعيف او بل ئى رحمانى ، راكيټى ، نظامى ، مجاهد.... دى.
څه بنديان، څه باغيان، څه غداران......
[color=white:dbea5198e5]ياداښت:[/color:dbea5198e5]
[color=darkblue:dbea5198e5]د پښتنو په ټولنه كى د تكفير د فكر د نشر په اسبابو به ان شاء الله په بله ليكنه كى خبرى وكړو.[/color:dbea5198e5]
په مينه وطنمل
watanmal
22.04.2009
دوهمه مسئله : [color=white:85cbdd3bf0]ډيموكراسۍ:[/color:85cbdd3bf0]
وهاج ساپى صيب ، د هرى مفكورى اوصول د هغى مؤسسين ايږدى، [color=white:85cbdd3bf0]مونږ ډيموكراسى
د هغى د مؤسسينو لخوا ايخودل شوى اوصولو په رڼا كى پرى خبره كوو ، [/color:85cbdd3bf0]
[color=darkblue:85cbdd3bf0]نه د هغه جزياتو په اړه چى د اسلام سره كوم ټكر نلرى ،[/color:85cbdd3bf0] كه چيرته مونږ د څو جزياتو
له اسلام سره په نه ټكر د ډيموكراسۍ ټوله مفكوره حقه وه ګڼو ، نو بيا خو په ډيرو
مفكورو كى د اسلام سره موافق شيان شته لكه په هندويزم ، بودايزم ،[color=white:85cbdd3bf0] .... نو ايا حق ئى ګڼلى شو؟[/color:85cbdd3bf0]
[color=darkred:85cbdd3bf0]يوه ټوكه راياده شوه :[/color:85cbdd3bf0] واى يو كس د اس نال پيدا كړى وه ، خلكو ته به ئى ويل چى د اس خاوند شوم ،
نو چا به ترينه پوښتنه وكړه چى اس چيرته دى ؟ ده به ويل دا ئى يو نال دى او فقط
يو اس او درى ناله كمبوت دى نور هر څه پوره دى.
[color=blue:85cbdd3bf0]ډيموكراسى ، د خلكو حكومت په خلكو دى [/color:85cbdd3bf0]،[color=darkblue:85cbdd3bf0] پدى مفكوره كى مصدر د تشريع پارلمان دى ،
او په هغى كى به فيصله په اكثريت كيږى ولو كه اكثريت په ناحقه وى ،[/color:85cbdd3bf0] [color=white:85cbdd3bf0]ځكه دا نظام په
سياسى طرف كى په علمانيت ولاړى دى [/color:85cbdd3bf0]چى دين ته په حكومت كى ځاى نشته ،
نو په همدى اساس پدى نظام كى بغير د پارلمان څخه بل داسى كوم مصدر نشته چى
دوى ورته د مسائلو د حل لپاره مراجعه وكړى او په هره مسئله كى ئى د حق والى لپاره معيار اكثريت ټاكلى .
[color=darkblue:85cbdd3bf0]په اسلامى نظام كى مصدر د تشريع قرآن او سنت دى ،[/color:85cbdd3bf0] د مسائلو د حل لپاره به همدى
دوه اصولو ته به رجوع كيږى ، كه ددى دواړو په فيصله يو كس ولاړ وى او په مقابل كى ئى
په زرګونه وى نو فيصله به د همغه كس د نظر موافق وى د كوم كس نظر چى قرآن او سنت موافق وى.
كه په مختصره توګه ووايو[color=white:85cbdd3bf0] په اسلامى نظام كى د حكومت سياسى ، اقتصادى او اخلاقى طرفونه
به د دين مطابق وى،[/color:85cbdd3bf0] [color=darkblue:85cbdd3bf0]او په ډيموكراسى نظام كى اوصولاَ دين ته كوم ځاى نشته كه څه شيان
د دين سره موافق شول هغه تصادف شميرل كيږى نه په دين عمل.[/color:85cbdd3bf0]
لومړى د خلكو لخوا څخه جوړ شوى قانو چى د حق والى معيار ئى فقط د اكثريت موافقت وى
دا په حقيقت كى د همدى خلكو تابيع كيدل دى ، او په اسلام كى فقط د الله له طرفه راليږل شوى
قانون ته غاړه ايښودل دى او هر هغه قانون چى د الله د راليږل شوى قانون سره په ټكر كى راغلو
[color=darkred:85cbdd3bf0]او چا د الله د راليږل شوى قانو پرځاى د بنده جوړشوى قانو ته ترجيح وركړه ، دا كفر شميرل كيږى
ځكه دى د الله په فيصله راضى نه دى.[/color:85cbdd3bf0]
[color=white:85cbdd3bf0]هغه خلك چى د قرآن او سنتو په ځاى د بندګانو تابع دارى كوى د قيامت په ورځ ددى
خلكو حالت الله تعالى واضح كړى:[/color:85cbdd3bf0]
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَالَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَ (الأحزاب66)
وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَ (الأحزاب67)
رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنْ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا (الأحزاب68)
همدارنګه كه وكتل شى [color=darkblue:85cbdd3bf0]د اكثريت د تابع دارۍ په اړه الله تعالى فرمايى:[/color:85cbdd3bf0]
وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ (الأنعام116)
[color=white:85cbdd3bf0]د ښه وضاحت لپاره به څو داسى مثالونه بيان كړم چى د حق والى معيار پكى اكثريت نيول شوى
او تصويب شوى قانون د اسلام خلاف متاسفانه چى د مسلمانانو په ملكونو كى د قانون جز ګرځول شوى.[/color:85cbdd3bf0]
1. د [color=blue:85cbdd3bf0]تونس[/color:85cbdd3bf0] پارلمان د اكثريت په معيار فيصله كړى چى هيڅ مسلمان دوهمه ښځه نشى كولى،
يعنى د قانون له مخى په تونس كى دوهمه ښځه كول حرام دى او مجرم ته به سزا وى.
2. د [color=white:85cbdd3bf0]پاكستان [/color:85cbdd3bf0]پارلمان د اكثريت په معيار قانون تصويب كړى چى هره جينۍ چى تر 16 كلنۍ
پورى ( زما غالب ګمان دى چى 16 كلو پورى دى ) په خپله خوښه د چا سره جنسى اړيكه ونيسى
د قانون له مخى مجرمه نه ده ، مونږ په علم كى لرو چى په پاكستان كى د ډيرو علاقو اب هوا داسى ده
چى جينكۍ پكى ده 16 كلنۍ څخه وړاندى باليغى كيږى. [color=white:85cbdd3bf0]ايا په اسلامى نظام كى د سترى محكمى قاضي
هندو كيدى شى؟[/color:85cbdd3bf0] لكه څرنګه چى پاكستان بكوانداس د څه وخت لپاره ستر قاضى مقرر كړى وه.
3. د[color=darkblue:85cbdd3bf0] تركى [/color:85cbdd3bf0]پارلمان د اكثريت په معيار قانون تصويب كړى چى هيڅ ښځينه اجازه نلرى چى
په حجاب كى تعليمى ادارو ته ننوزى ،يعنى مكتبونو او پوهنتونونو ته . زما سره انځورونه شته
چى پوليس د مسلمانو جينكو څخه حجاب په زور ايسته كوى او بيا ئى تعليمى ادارى ته پريدى.
داسى نور ډير مثالونه شته چى په ښكاره د قرآن او سنت سره ټكر لرى ، د هغه معلومات په اساس
چى زه ئى د ډيموكراسۍ په اړه لرم ويلى شم چى [color=white:85cbdd3bf0]د ډيموكراسۍ نظام د درى مفكورو څخه جوړ شوى ،
سياسى طرف ئى له علمانيت څخه ، اقتصادى طرف ئى د الرأسمالية څخه يعنى ربا، او اخلاقى جانب
ئى له لبراليزم څخه.[/color:85cbdd3bf0]
اسلام خپل سياسى اقتصادى او اخلاقى نظام لرى ، چى د ډيموكراسۍ سره به په بعض شيانو
كى موافقت لرى ، خو دا ددى معنى نلرى چى مونږ د څو جزياتو په موافقت د ډيموكراسۍ
ټوله مفكوره په حق وه ګڼو او تايد ئى كړو ، او يا په هغه جزياتو عمل مونږ په ډيموكراسۍ عمل
وه ګڼو بلكى چى زمونږ دين مونږ ته د كوم كار اجازه راكړى وى او هغه په نورو دينونو او مفكورو كى
اجازت ولرى ، او په دغه شيانو مونږ عمل كوو دا په حقيقت كى مونږ په خپل دين عمل كوو
نه په نورو غيرى اسلامى دينونو او مفكورو.
نو [color=darkblue:85cbdd3bf0]وهاج ساپى صيب [/color:85cbdd3bf0][color=white:85cbdd3bf0]كه د كفارو هر رنګه مولاة كفر ګڼل ناحقه دى او تكفيرى عقيده ګڼل كيږ او ده
همدارنګه د ډيموكراسۍ ټوله مفكوره جائز او حق ګڼل كفر دى.[/color:85cbdd3bf0]
محترم وهاج ساپى صيب په سياسى ډګر كى د [color=white:85cbdd3bf0]علمانيت[/color:85cbdd3bf0] په مفكوره باندى عقيده ، د ترويج لپاره ئى
كار كول او ترينه دفاع كول ستاسى په نظر كفر دى او كنه؟
په اقتصادى طرف كى د[color=white:85cbdd3bf0] ربا[/color:85cbdd3bf0] په حلال والى او د ترويج لپاره ئى كاركول او ترينه دفاع كول ستاسى
په نظر كفر دى او كنه؟
په اخلاقى طرف كى د [color=white:85cbdd3bf0]لبراليزم [/color:85cbdd3bf0]فاحشيت ترويج كونكو او پرى عقيده لرونكى ستاسى په نظر څه
ورته ووايو؟
[color=darkred:85cbdd3bf0]يادونه:[/color:85cbdd3bf0]
[color=darkblue:85cbdd3bf0]په ډيموكراسۍ كى د انتخاباتو په نظام او د پښتنو په ټولنه كى د تكفير فكر د زيات والى
په اړه به په بله ليكنه كى څه وليكم ان شاء الله .[/color:85cbdd3bf0]
په مينه
وطنمل
Ghairat
22.04.2009
وطنمل صیب ته سلام او درناوی!
داسې بریښي چې تاسې په حقه کفری مولاة کافر بولئ او لیکئ چې
[quote:d92b19e746].
كفرى مولاة:
ددى قسم لاندى ډير شيان راځى زه به ئى څو بيان كړم:
۰۰۰۰۰۰
2ـ په اوسنى وضعه كى د صليب په مقابل كى مقاومت كونكو مسلمانانو صليبيانو ته تسليمول[/quote:d92b19e746].
زما پوښتنه داده چې آیا دا حکم د پاکستان او ISI له پآره اعتبار نه لري چې ډیر مجاهد طالبان یې سي آی ای ته تسلیم کړل او د ګواتانامو او باګرام بندیخانې یې ترې ډکې کړې ؟
که اعتلر لري نو دپاکستان حکومت او ISI هم د كفرى مولاة په توګه کافر بولئ ؟؟؟
که یې بولئ او باید یې هموبولئ ، نو له دې کافرانو سره په دوستۍ کولو سره د طالبانومشرتابه کفری مولأة او کافرکیږي نه ؟؟؟؟
اوکه د دغسې ثابت او ثبوت شوی کفري مولاتۍ سره سره اخوا پاکستان او ISI او دیخوا طالبان نه کافر کیږي ؟؟؟؟، یعنې دا تکفیر صرف د نورو له پآره معتبر ګڼئ نه د طالب او2 له پآره ؟؟؟؟
آیا د تکفیر لومړۍ ماده چې تاسې داسې ذکر کړې
[quote:d92b19e746]1. د مسلمانانو خلاف كفارو ته جاسوسى كول.[/quote:d92b19e746]
هم پرISI نه تطبیق کیږي؟؟؟
طالبان
..Ahmadzai
23.04.2009
وروڼو السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته
وهاج صاحب
ډېر مخکې لاړې ، مونږ چې څومره خبر يو نو تکفيريان ېو څوک او القاعده بل څوک دي ، د سعودي سلطنتي علماو هم پرې د تکفيريانو ټاپه نه وه لګولې، او دوۍ هم پخپله له هغو څخه ډېر ځاېو او مناسباتو کې ذکر کړی او خلک ېې بېدار کړي
نن تا طالب العلم دې ته غاړه کيښوده چې دغه وظيفه تر سره کړې ، او المکافاه الشهريه حلاله کړې،
[quote:dfbf1468a2]نو ځکه کې مې نوره لازمه وبلله، چې ددی خلکو له خطر څخه په نټ
کې هم خپل ځوان کول تحذیر کړم.[/quote:dfbf1468a2]
او دا نوې وظيفه دې هم مبارکه
په درنښت
Re: طالبان
و.افغان
23.04.2009
[quote:f91faad118="jalal ahmadzai"]وروڼو السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته
وهاج صاحب
ډېر مخکې لاړې ، مونږ چې څومره خبر يو نو تکفيريان ېو څوک او القاعده بل څوک دي ، د سعودي سلطنتي علماو هم پرې د تکفيريانو ټاپه نه وه لګولې، او دوۍ هم پخپله له هغو څخه ډېر ځاېو او مناسباتو کې ذکر کړی او خلک ېې بېدار کړي
نن تا طالب العلم دې ته غاړه کيښوده چې دغه وظيفه تر سره کړې ، او المکافاه الشهريه حلاله کړې،
او دا نوې وظيفه دې هم مبارکه
په درنښت[/quote:f91faad118]
ګران ډاکټر احمدزی صاحب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
کاش چې دا خبرې ديوه ناپوه له خولې وتلي واي، نه ستاسو غوندی ديوه پوه شخصيت له قلم.
ځکه چې تاته خو ښه معلومه ده، چې دغه مکافأة يا سکالرشیپ دومره دی، چې يواځې
دخوراک ،څښاک، او جامو بسنه پری وشي، او په مقابل کې يي په سره قلم زمونږ په
کارتونو ليکلي دي:
لا یجوز له العمل بأجر وبدون أجر.
ژباړه: دده کارت والا لپاره نه داجري په مقابل کې کار جائز دی، او نه پرته له اجری.
ددی په خاطر چې طالب العلم دعلم تحصيل ته په پوره ډول فارغ شي، او نور کارونه يي
ذهن مغشوش نه کړي.
نو دا مکافأة يا سکالرشیپ پرته له کار اونه کار، پوره حلال دی، بلکه دنورو کارونو
محصل ته بيخي اجازه نشته، دلسګونو دولتونو محصلينو ته ورکول کیږي، او زه
يواځينې افغان نه يم، چې دی جامعه کې درس وايم، ځما په څیر په سلګونو په کې درس
ویلی دی، چې ځينې يي اوس دمقاومت په لیکو کې دي لکه استاذ ياسر، ځينې يي
دامريکايانو سره ناست دي لکه صديق چکري، او ځینو يي چې اکثريت دي، دعلم نشر او
پخش ته ملا تړلی ده، او ددی مثالونه ډیر دي.
خو متأسفانه چې داسي خسيس خلک هم شته، چې دغه سکالرشيپ اخلي، خو جنګي
غنيمت يي بولي، کوم چې دحربي کافرو څخه اخيستل کیږي.
پاتی دالقاعدی دافکارو خبره، نو باید هيڅ يو مسلمان عموما، او افغان مسلمان
دهغوي دګمراه، فتنه ډک، او خارجي افکارو څخه دفاع ونه کړي.
دسعودي ډیرو علماوو پری ردونه کړي، او دهغوي افکار يي داهل
التکفیر والخروج عقيدی يا افکار ضاله ګڼلي دي، ان شاء الله چې په وخت به ورباندی
وغږیږم، خو په يوه څيز ډیر افسوس راځي، چې ځمونږ افغانان ډیر عجیبه خلک دي،
هره هغه خبره چې يي په طبعه ونه لګيږي، نو وار له مخې ټاپی راواخلې، او خپل نږدی
مصلح او مخلص ورونه په يو څه او بل څه متهموي، الله جل جلاله دی افغانان له دی
مردارې مریضۍ څخه خلاص کړي.
بیا يي هم په زغرده وايم: په مقاومت کې یم، په جهاد کې یم، له حق سره يم، دښکيلاګرو
په ضد له جګړې سره يم، داسلامي حکومت رامنځته کيدو سره یم.
خو دالقاعدې دتکفيري، خارجي، ګمراه، او فتنه ډک فکر سره نه يم.
په درنښت
عادل عادل
23.04.2009
ټولو ته سلامونه
ښاغلئ وهاج وروره
ډیر خوښ شوم چې زمونږ د وطن یو بچي ته د درس او زده کړې چانس په لاس ورغلئ دئ او په همدې سبب زه د الله شکر پر ځای کوم او تاسو د ځان او ټولو افغانانو لپاره د افتخار تومنه ګنم.
اول به د القاعدې په الفایدې کې درته ولیکم، هغه دا چې دوی ټول د دوی د مربوطه پادشاهانو تور منفرد وګړي دي، نه په تیره کې د جهاد سرلښکران وو نه اوس دي او نه به په راتلونکې کې وي، په اوس وخت کې خو فقط مشجعین دي او بس، نو زما په نظر دومره وکړه چې که فکر کوئ چې القاعدې ته په ښه ویلو به دې الله ونیسي نو هیڅکله یې ښه مه وایه، او که د بدو ویلو نه یې د مهربانئ او مصلحت له مخې ډډه وکړې نو په والله چې زه اطمنان درکوم چې الله به دې پرې و نه نیسي.
وروره تر کومه چې زه فکر کوم یو مسلمان په خپل ټول طول او عرض سره نشي کولئ د اسلام ټول اړخونه لمس او په عین حال کې پیاوړي کړي، که یې کولئ شوای نو بیا به ډیرو دا شک کاوه چې یا خو دا مسلمان مخلوق او بنده نه دئ او یا خو هم دغه دین نعوذ باالله اسماني نه دئ.
زمونږ دين دومره وسیع دئ چې انساني منفرد ماغزه یې نه شي احاطه کولئ ځګه چې دین مو الهي دئ، نه زمونږ په لاس لیکل شوئ کتاب، او مونږ هم د همدغه دین د څښتن عاجز مخلوق یاستو، همدا سبب دئ چې د خدای نازولي بندګان څوک په جهاد کې غرق تللي او فکر کوي چې اسلام ټول جهاد دئ، ځنو یې بیا دعوت ته ډډه ورکړې او پکې ورک دي، ځنې وايي اسلام سوله او ورورولي ده، زه وایم اسلام یعنې ټول اخلاق، ته واې اسلام یعنې مساوات او برابري او نور هم داسې درقیاس کړه لکه پروانه چې په شمعې ورشي او ځان قرباني کړي (انرا که خبر شد خبرش باز نیامد).
زما په نظر اختلافات او نفاق د همدغې ټکي نه سرچینه اخلي چې کله یو د همدغو بندګانو څخه ټول اسلام د اسلام په یوازیني هغه یوه اړخ کې لټوي چې خدای پرې پیرزو کړئ او بیا په ناآګاه توګه خطا وزي او په نورو اړخونو کې ورکو مینانو ته یا د شک په سترګه ګوري او یا یې هم ردوي.
د پورتنیو ټکو په رڼا کې باید چې مونږ او تاسو مسلمانان د یواو بل د تایید پالیسي راخپله کړو او مثبت رقابت ته ملا وتړو، په دې مانا نه چې که فکر کوې جهاد مصلحتاپدې عصر کې لازم ندئ نو خلک ترې راګرزوې، نه! بلکه ددین په هغه اړخ زور واچوه چې فکر کوې ستا د خوښې مسیر دی او د نورو اړخونو تر کچې یې څه باندې لوړ ورسوه.
خدای وکړي هغه څه چې مطلب مې ول،په صحیح توګه افاده کړي وي په آخر کې ښاغلي وهاج ورور او داسې نورو وروڼو ته چې په زده کړو بوخت دي توصیه کوم چې په خپل درسي تقسیم اوقات زور واچوي، زه په یقین سره درته ویلئ شم چې د یو طالب او محصل د یوه ساعت ضیاع د هغې د پارچې په ورځ کې جوت اثر غورزوي، او په یوه افغان زده کړیال چې په بهر کې زده کړې کوي زمونږ ټول ولس او وطن دا حق دئ چې د ټول افغان د مدرسې پر ځای د ځان د سالمې جوړونې په لار کې شپه او ورځ پر ځان واخلي تر څو په راتلونکې کې زمونږ په ګلبڼ کې د یو روښانه لمر په بڼه تظاهر وکړي.
رښتینی
23.04.2009
.
سلامونه اونیکی هیلی می ومنﺉ !
عادل صیب ستاسو له دی څرګندونو سره سل په سلو کی موافق یم
که یو وخت مسلمانانو مرکزیت او یوه واحده ااداره لرله هلته جهاد
،دعوت ،تعلیم او تحریر ټولیچاری ددی اداری مسﺉولیت و خو
اوس چی دا ډیر وخت دا مرکزیت له منځه تللی نو لوی څښتن په
مسلمانانو کی مختلف تمایلاتو او لیوالتیاوی پنځولی دی څوک
له دعوت او تبلیغ سره مینه لری ځینی نور له جهاد سره مینه لری او
نوربیا له کتاب او قلم سره مینه لری او په دی توګه لوی څښتن به
خپل حکمت سره دانا نحن نزلنا الذکر وانا له لحفظون دمصداق له
پاره په مسلمانانو کی مختلف ډوله تایلات پیدا کړی دی
اوس که داټولی ډلی خپل کارونه او خپلی سپیڅلی دندی دقران او حدیثو له لارښوونو سره سمی پرمخ ولی نو کوم مسلمان او په اسلام خبر انسان به ددوی
له حقانیت نه انکارکوی ؟؟
اما هغه صورت بیا دمنلو وړ نه ده چی دا ډلی دافراط په صورت کی په یوی
اوبلی دنیوکو لړۍ را اوچتی کړی یاځان حق او نور بیلاری وبولی دانو بیا
مردوداو ناروا کار ده خو ښاغلی عادل لکه تاسو چی اشاره ورته کړی ده
نن سبا له خپل کار سره دزیاتی مینی له کبله ځینی یاران یواځی خپل کار
اسلام بولی او نور ټول نفی کوی چی دا په حقیقت کی دوخت لویه ستونزه ده
او ددی ستونزی دلیری کولو له پآره باید کار وشی
او بل وهاج صیب ستا سو له پآره دعادل صیب مشوره مناسب بولم
په دی کی شک نشته چی تکفیری فکر یو خطرناک فکر ده او باید
مخنیوی یی وشی خو زه ګومان کوم چی ددی فکر لرونکی خلک
محدود دی اما کله چی هغه زما یاد شوی یاران چی له خپلو کارونو
سره ډیره مینه لری کله کله کوم افراطی کارونه تر سره کړی نو مخالفین
یی دتکفیریانو ډلی ته ورټیل وهی اودلته بیا خبره بیخونده شی
بناء موږ باید محتاط واوسو او په دی نازکو مساﺉلو کی دخبرو په مهال
ټول لوری وسنجوو که نه دلته کله کله نه بلکی ډیر ځله دپښی ښویدلو
ویره لیدل کیږی
په مینه
و.افغان
23.04.2009
محترمو هر يو دروند عادل صاحب، او مشر ورور حامد صاحب: زما سلامونه او نیکې هیلې هم ومنئ. السلام علیکم له نصیحتونو مو يوه نړۍ مننه ! صحي ده، چې زه به کم علمه، او کم تجربې يم، خو دلوي الله جل جلاله فضل دی، فهم می دومره سطحي نه دی، چې په خپله لیکلې خبره پوه نشم.
وروڼو ! خپلې مخکینۍ خبرې بيا بيا تکراروم، چې دجهاد جریان، جواز، او وجوب لپاره مونږ تکفيري افکارو درلودو ته اړتیا نه لرو، کوم تور افکار چې مونږ ته دالقاعدي تکفيريانو راوړي دي.
دغه افکار دجهاد دجريان سره هيڅ ډول کومک نه شي کولاي، البته نتيجه او ثمره يي له منځه وړاي شي.
داشغالګرو دماتيدو (چې ماتيدل يي ان شاء الله حتمي دي) او وتو سره مونږ يوې سوچه افغانۍ سرتاسرې سولې ته اړتيا لرو، او پرته له دی سولې هيڅ نشو کولاي چې خپل وطن په پښو ودروو. نو کله چې زه دحکومت هر کارکن او هر غړي ته کافر وايم، او دالقاعدوي تکفيري فکر څخه پرته دهغه مسلمان دتکفير لپاره کوم شرعي دلائل هم نه لرم، نو څنګه به بيا ديوه داسې انسان سره سوله وکړم چې زه يي کافر بولم.
زه پوهيږم چې دالقاعدی عدد ډیر محدود دی، له دی هم ويره نه لرم، چې ګوندې القاعدی والا به څوکۍ او قدرت ونيسي، خو وروڼو القاعدوي تکفيري تور فکر په ډیرې ویروونکې بڼه دځوانانو منځ کې خپريږي.
ددغه فکر موجوديت او خصوصا په لوړه سطحه دا کولاي شي، چې ددی قربانیو او سرښندنو نتيجه او ثمره ټوله په سيند لاهو کړي.
يو ژوندې مثال يي اوس تاسو ته درکوم، او له تاسو غواړم چې ضرور به ځواب راکوئ:
آيا دالقاعدي تکفيريانو او دهغوي په لاره تلونکو ته مثلا دهغوي دمنهج او تګلارې له مخې دښاغلې ډاکټر فاروق اعظم دسولې او دافغانستان دغمیزی دختمولو طرحه يا پلان به دقبول وړ وي، او که نه ؟؟؟
نو دکرزي دی کور ګډ شي، چې دطالبانو تسلميدا سوله ګڼي، او له طالبانو څخه تسليميدل دسولې تر نامه لاندی غواړي.
او دهر هغه چا کور دی هم ګډ شي، چې خپل مسلمان ورور کافر ګڼې، او له خپل مسلمان ورور سره سولي ته غاړه نه ږدي.
په درنښت
ع کريم حليمي
24.04.2009
درنو او محترمو ،استاد قاري صاحب ،ډاکتر صاحب ، وطنمل خان صاحب ،
عادل صاحب ، مکرم حامد صاحب ، او درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
[quote:25e2a59e39]ډيموكراسى ، د خلكو حكومت په خلكو دى ، پدى مفكوره كى مصدر د تشريع پارلمان دى ،
او په هغى كى به فيصله په اكثريت كيږى ولو كه اكثريت په ناحقه وى ، ځكه دا نظام په
سياسى طرف كى په علمانيت ولاړى دى چى دين ته په حكومت كى ځاى نشته [/quote:25e2a59e39]
نه ! وطنمل خانه ! داسي نده
دا خبري تاسو د خپلي ککرۍ را ايستلي دي ، او دغه د القايدې ناپوه ځوانان
هم ستاسو په فکر دي ،
ډيمکراسي د حکومت د جوړېدو اصول دي ، سعودي ، ايران ،پاکستان ،
هندوستان ، مسکو ، جاپان شاهي ، او افغانستان ٠٠٠٠٠٠
هر ملک چه پر دې دنيا وجود لري ، د ډيمکراسۍ په اصولو ئې حکومت جوړ
کړي ، په لږ تغير شکل
او عسکري ، پوليسي ، عدليې ، نظامونه ئې هم ټول په عيني شکل دي
د سعودي عسکري نظام اسلامي دی ؟؟؟
پوليسي نظام ئې اسلامي دی ؟؟
وزارت عدليه ئې اسلامي ده ؟؟؟
د اسلامي او غير اسلامي نظامونو فرق څه شي دی ؟؟؟
امريکا هم قصاص کوي ، خو نوم ئې Capital punishment دی
او موږ ئې قصاص بولو
سعودي پوليس قاتل نيسي ، (د جرمني د پوليسو په اصولو ) مجرم څارنوالۍ
ته په سلسله لېږي ، او څارنوالي ئې محکمې ته لېږي ، که مجرم ثابت سي
قصاص کيږي
د غه عيني اصول دي په هر حکومت کښي ، او طالبانو هم همداسي کول
او عسکري هم داسي درواخله
[quote:25e2a59e39]دين ته په حكومت كى ځاى نشته [/quote:25e2a59e39]
هو ! که قوم بې دينه وي ، نو طبعا دين ته ځاي نسته ، که ملت ٩٩ % مسلمان وو ، نو دا پارلمان خو له هم دغو ٩٩ % نماينده ګان دي ، نو
طبعا به هر څه د اسلامي فقهي پر اساس اجرا کيږي
که پر اسلام تکيه ونلري نو ولسواکي نه ورته ويل کيږي ،
ته خو دا ستا د اسلامي پوليسي ،عسکري ،عدلي ، نظام موږ ته بيان که ؟؟؟
چه ملګري دي سوو
[quote:25e2a59e39]په اسلامى نظام كى مصدر د تشريع قرآن او سنت دى ، د مسائلو د حل لپاره به همدى
دوه اصولو ته به رجوع كيږى ، كه ددى دواړو په فيصله يو كس ولاړ وى او په مقابل كى ئى
په زرګونه وى نو فيصله به د همغه كس د نظر موافق وى د كوم كس نظر چى قرآن او سنت موافق وى. [/quote:25e2a59e39]
هو ! د حکومت ئې په عبادت ،او قضا څه اړه ، بد به وکړي ،
چه خبره به به کښي وکړي ، حکومت مجبوره دئ چه د وزارت عدليې شرعي
فيصلې په د پوليسو او حتی د عسکرو په زور تطبقوي
په ديمکراس دولتونو کښي هم همداسي ده ، وزارت عدليه يو ازاده او مستقله
قوه ده ، هم داسماني کودونو ساتنه کوي او هم د عرفي کودونو او هم د شورا
د مدني قوانينو ساتنه کوي
نو ته راته ووايه و موږ ته دا ستا حکومت به څرنګه وي ، يو ژوندئ مثال ئې ئې لري ؟؟؟ ، خير دی د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د زمانې مثال
راوړه پر سر او سترګو ئې منم !!!!
[quote:25e2a59e39]لومړى د خلكو لخوا څخه جوړ شوى قانو چى د حق والى معيار ئى فقط د اكثريت موافقت وى
دا په حقيقت كى د همدى خلكو تابيع كيدل دى ، او په اسلام كى فقط د الله له طرفه راليږل شوى [/quote:25e2a59e39]
دا د خدای په کتاب کښي د موټرانو او فابريکو ، اوسپني اخراج ، برق ، او
د غاز د استمالولو ، او د متر مکعب قيمت هم سته ؟؟؟؟
[quote:25e2a59e39]ايا په اسلامى نظام كى د سترى محكمى قاضي هندو كيدى شى؟[/quote:25e2a59e39]
ولي نسي کېدای ؟؟؟ که هندو وي که مسلمان وي ، يو لاهم د خېټي فيصلې
نسي را استلی ، د ملک د عدليې قانون به ئې لوستې وي ، او فيصلې به ئې
ټوله د محکمي پر اصلو برابري وي ، د ملک قانون به تطبق کوي
قاضي يعني منصف ، نن قاضيان هيڅ حق نه لري چه له ځانه فيصلي وکړي
اصلا کار څارنوال په لاس کي دې نه د قاضي ، قاضي به کوښښ کوي
که څارنوالۍ ظلم کاوه ، قاضي به ئې مخه نيسي ،
چه مسلمان وي او منصف نه وي ، د قضا حق نه لري ،
[quote:25e2a59e39]داسى نور ډير مثالونه شته چى په ښكاره د قرآن او سنت سره ټكر لرى [/quote:25e2a59e39]
ټکر چيري وو ، راوړه کتابي د ليل ؟؟؟؟
[quote:25e2a59e39] ډيموكراسۍ ټوله مفكوره جائز او حق ګڼل كفر دى. [/quote:25e2a59e39]
د خېټي ګډ يي که له کتابه ؟؟؟؟ دا ټوله مفکوره څه معنی ؟؟؟
[quote:25e2a59e39]په اخلاقى طرف كى د لبراليزم فاحشيت ترويج كونكو او پرى عقيده لرونكى ستاسى په نظر څه
ورته ووايو؟ [/quote:25e2a59e39]
زموږ ئې د لبراليزم سره څه ، زموږ ئې د رافضي سره څه ،
خوارجو سره څه ، زموږ ئې معتضله وو سره څه ؟؟؟
هر حزب ،هر مذهب ،هر دين ښويدلي لري
[quote:25e2a59e39]وهاج صاحب
ډېر مخکې لاړې ، مونږ چې څومره خبر يو نو تکفيريان ېو څوک او القاعده بل څوک دي ، د سعودي سلطنتي علماو هم پرې د تکفيريانو ټاپه نه وه لګولې، او دوۍ هم پخپله له هغو څخه ډېر ځاېو او مناسباتو کې ذکر کړی او خلک ېې بېدار کړي
نن تا طالب العلم دې ته غاړه کيښوده چې دغه وظيفه تر سره کړې ، او المکافاه الشهريه حلاله کړې، [/quote:25e2a59e39]
ګران ډاکټر احمدزی صاحب:
((وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
کاش چې دا خبرې ديوه ناپوه له خولې وتلي واي، نه ستاسو غوندی ديوه پوه شخصيت له قلم.))
[quote:25e2a59e39]اول به د القاعدې په الفایدې کې درته ولیکم، هغه دا چې دوی ټول د دوی د مربوطه پادشاهانو تور منفرد وګړي دي، نه په تیره کې د جهاد سرلښکران وو نه اوس دي او نه به په راتلونکې کې وي، په اوس وخت کې خو فقط مشجعین دي او بس، نو زما په نظر دومره وکړه چې که فکر کوئ چې القاعدې ته په ښه ویلو به دې الله ونیسي نو هیڅکله یې ښه مه وایه، او که د بدو ویلو نه یې د مهربانئ او مصلحت له مخې ډډه وکړې نو په والله چې زه اطمنان درکوم چې الله به دې پرې و نه نیسي.[/quote:25e2a59e39]
توا القايده سته ؟؟ که وي ، چيري دي ، القايده نسته زې نه منم
او که غيب دي ، نو پر غيبو پوهه نه لرم ، هو ! يو سړي سته ، نبي ص او
متوليانو ئې د سعودي له خاوري وشاړه ، نو بيا ئې روغه ورځ نده ليدلې
[quote:25e2a59e39]وروره تر کومه چې زه فکر کوم یو مسلمان په خپل ټول طول او عرض سره نشي کولئ د اسلام ټول اړخونه لمس او په عین حال کې پیاوړي کړي، که یې کولئ شوای نو بیا به ډیرو دا شک کاوه چې یا خو دا مسلمان مخلوق او بنده نه دئ او یا خو هم دغه دین نعوذ باالله اسماني نه دئ. [/quote:25e2a59e39]
هو ! د خدای نعمتونه به حساب نه کړي ، او پوره او لازم عبادت به ونه کړي
که ئې زده کړه ناممکنه وای نو بيا رب نه فرمايل چه
يرفع الله الذين آمنوا منكم و الذين أتوا العلم درجات و الله بما تعملون خبير
دا چه ته په کومه درجه کښي ئې لوستونکي پوهيږي ،
چه د استاد قاري صاحب علمي درجه لوړه ده ، ستورئ نه دی، خو په اسمان
کي پسي ګوره ، د عادل عادل په نامه ملائکي هم څوک نه پېږني
[quote:25e2a59e39]محترمو هر يو دروند عادل صاحب، او مشر ورور حامد صاحب: زما سلامونه او نیکې هیلې هم ومنئ. السلام علیکم له نصیحتونو مو يوه نړۍ مننه ! صحي ده، چې زه به کم علمه، او کم تجربې يم، خو دلوي الله جل جلاله فضل دی، فهم می دومره سطحي نه دی، چې په خپله لیکلې خبره پوه نشم. [/quote:25e2a59e39]
نه ! هيڅ وخت دامه وايه ،له ځان سره چې زه به کم علمه يم ،
هغه چاته ناپوه ويل کيږي، چه په خپلو خبرو او ليکنه نه پوهيږي ،
ستاسو پوهه ،د مځکي پر مخ ١ % خلګ ئې هم نه لري ، او الحمد الله
تاسو احترام واجب دی ، څوک چه له تاسو سره په خبرو کښي بې احترامي
کوي ، بد اخلاقي ده
Ghairat
24.04.2009
ګرانه وروره وطنمل صیب سلامونه پرتاسې!
د دموکراسۍ په اړه ډیرې خبرې شوي،هغه څه چې تثبیت دي بیا بیا باید ترپوښتنې لاندې رانشي ، لږ تر لږه دغه ټکي باید منل سوي اوسي چې :
۱ ــ ولسواکي به ملي اواسلامي وي ،نه لیبراله، چې فحش ، بداخلاقیو او ضد اسلامي حرکتونوته اجازه ورکړای شي !
۲ ــ ولسواکي د حکومت کولو شکل دی نه کوم سیاسي ستم چې د بل کوم سیاسي سیستم سره په ضدیت کې راسي ، په کمونیزم کې هم ولسواکي ممکنه ده، په کاپیتالیزم کې هم او په اسلام کې هم ممکنه ده که د قدرت خاوندان یې وغواړي، ځکه دا د حکومت کولومحض یو شکل یا طریقه ده ،چې د ولس په اکثریت سره
د هغه سیستم ساتنه تظمینوي چې ولس قبول کړی اوخپل سیستم ګڼلی وي که هغه اسلامي وئ کهکمونستي وي اوکه سرمایداري، چې دولس وي نو په ولسواکۍ کې لا ښه ساتنه او پالنه کیدای شي!
۳ ـ هود ولسواکۍ اساس د اکثریت رایه او په دې ډول د ولس له خوا د حکومت کنترولول دي ، نوهغه څه چې مسلمان ولس
د اسلام او اسلامي علماوله پاره غواړي هغه په دموکراسۍ کې تر ټولو زیات اوتر هر څه ښه تطبیقیږي،
یعنې دمسلمان ولس ولسواکي اسلام واکي اود هغې تضمین دی !
نوملا دې نر شي اوباید هم دومره نر شي چې تر ټولو ښه ولسواک هم شي
نو په باور سره به په اسلامي ملکونوکې حکومت تل د همدوی په لاس کې وي
ځکه چې ولس مسلمان دی او دموکرات ملا صیب
ورته په نا ملا دموکرات ډیر فضیلت اوګټه لري!
۴ ــ دیني احکام د دموکراتیکې تصمیمګیرۍ پرته نافذ پاتې کیږي اود اساسي قانون له مخې یې پلي کول هم تضمینیږي!
[color=white:c9a5a1f260]زما په اند په اسلامي ملي دموکراسۍ سره اسلامي نړۍ لویدیځ ته چلینج ورکولی او په سیاسي ډګر کې د نړۍپه کچه ماته ورکولی شي ۰
ددې له پاره د ختیز د اسلامي نابغه علامه سید جمال الدین لاره تعقیبول اووده ورکول اړین دي! [/color:c9a5a1f260]داچې ایراني مذهبیونو دده له افکارو څخه ګټه پورته کړې ده، نود سنیانو په تیره بیا د طالبانو ملا ولې ماته ده چې د خپل پښتون سید جمال الدین افغاني له افکارو څخه دیو ټکی استفاده کولو هم جوګه نه دي ؟؟؟
په درنښت !
عادل عادل
25.04.2009
سلامونه
وروڼو ماته خو دا دیموکراسي او په مجموع کې ګلوبلیزیشن داسې مثال لري لکه څوک چې مو په اوړو کې راته خپلې ایرې ګډې، هغه لانده او بیا ترې ډوډئ پخه کړي.
اوس د اهمیت ټکئ پدې کې دئ چې څوک به دې ډوډئ ته ډوډئ وایي؟ څوک به یې خوري؟ د چا به په طبع لږ یا زیاته لګي؟ څوک به یې استفراقوي، څوک به یې په دیوال ولي؟ او څوک به یې د ځنو افغانانو په څیر روټ نوموي؟؟
ځواب یې د هر چا د اوړو تر صفايئ او کیفیت پورې مربوطیژي، چې څوک صفا اوړه خوري، څوک داسې اوړه چې یو نیم کاڼئ پکې وي، څوک وربشې خوري، څوک خاورې خوري او څوک هم خدای مکړه مرداري.
الله دې د دیموګراسئ خدای جتي او نااګاه ډنډورچیانو ته په خپل فضل هدایت وکړي.
امین
watanmal
25.04.2009
محترم عادل عادل صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ستاسى په (د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اپريل 23, 2009 1:42 pm ) تاريخ ليكنى سره زه موافق يم
ليكن دى نقطى ته مو پام راګرځوم:
تاسى ليكلى:
[quote:18a8e4f933]اسلام یعنې مساوات او برابري [/quote:18a8e4f933]
وروره يو مساوات دى او بل عدل دى ، مساوات دا معنى چى عالم او جاهل ، بنا او نابنا
په يو كتار كى وه درول شى ، خو د عدل تقاضا بيا دا نه ده ځكه الله تعالى فرمايى:
قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (الزمر9)
يَرْفَعْ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (المجادلة11)
نو اسلام د مساوات دين نه دى بلكى د عدل دين ، هر كس ته ئى د هغه مقام وركړى.
هيله لرم چى زما په مقصد به پوه شوى وى.
د قدر وړ عادل عادل صيب په ورستۍ ليكنه كى دى ښه مثال وركړى، همدى ته ورته تبليغيان وايى
چى د هر مسلمان په زړه كى د ايمان ګروپ يا لايټ لږيدلى ، اوس د چا په زړه كى 500 والټه لايټ دى
چى د هغى په رڼا كى ډير واړه حشرات هم ليدى شى خو د چا په زړه كى بيا زيرو والټ لايټ دى
چى د هغى په رڼا كى ډير غټ غټ شيان هم نشى ليدلى ، همدا وجه ده چى څوك له شبهاتو
هم ځان ساتى او څوك شراب څكل او نور منكرات داسى كوى چى فكر به كوى چى ګناه ورته نه ښكارى.
په مينه
وطنمل
watanmal
25.04.2009
ښاغلى حليمى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ستاسى نظر مى ولوستو خو متاسفانه مجبور شوم چى ستاسى توجوه د ډيموكراسۍ
په اړه زما مخكينۍ ليكنى لومړى پرګراپ ته رواړوم:
==== = = =
د هرى مفكورى اوصول د هغى مؤسسين ايږدى، مونږ ډيموكراسى د هغى
د مؤسسينو لخوا ايخودل شوى اوصولو په رڼا كى پرى خبره كوو ،
نه د هغه جزياتو په اړه چى د اسلام سره كوم ټكر نلرى ،
كه چيرته مونږ د څو جزياتو له اسلام سره په نه ټكر د ډيموكراسۍ
ټوله مفكوره حقه وه ګڼو ، نو بيا خو په ډيرو مفكورو كى د اسلام سره موافق شيان شته
لكه په هندويزم ، بودايزم ، .... نو ايا حق ئى ګڼلى شو؟
==== = = =
تاسى په خپله ليكنه كى د ډيرو نورو جملو ترڅنګ دغه څه هم ليكلى:
[quote:34cc4dd755]د عادل عادل په نامه ملائکي هم څوک نه پېږني[/quote:34cc4dd755]
[color=white:34cc4dd755]نه پوهيږم چى همداسى عقيده هم لرى او كنه هسى په غوصه كى دى يوه جمله ليكلى[/color:34cc4dd755]
حلميى صيب زه بيا داسى عقيده لرم:
مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ (ق18)
عادل عادل هم يو انسان دى ، د ويلو د ثبتولو لپاره الله پاك ورته ملائكه مقرره كړى ،
ظاهره خبره ده چى هغه به ئى پيژنى ،
باقى په ليكنه كى دى د خپل عادت له مخى د اصلى موضوع پر ځاى بلى خوا ته
تللى يى چى ترڅو د لوستونكو نظر د بحث له موضوع څخه واړوى.
په مينه
وطنمل
watanmal
25.04.2009
ښاغلى غيرت صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
غيرت صيب كله چى د افراطيانو سره كينى نو ستاسى د قياسونو ورته خبرى به
ترينه ډيرى واورى، همدى ته ورته قياسونو او استدلال باندى د افغانستان
د اوسنى حكومت تنخوا اخستونكى هر فرد ولو كه هغه د كوم مكتب مستخدم
يا د كوم حكومتى باغ باغوان وى كافر ګڼى ، په حقيقت كى دا يوه غټه خطا ده،
متاسفانه چى دا خبرى مونږ ته د روسانو د وخت له جهاد څخه راپاتى دى ،
دغه خلك د زنديق ، حربى كافر، هغه مسلمان چى وينه ئى هدر وى ، فرق نه پيژنى
او نه پرى پوهيږى خو ټول د يو پټى كرونده بولى.
د ډيموكراسۍ په اړه.
غيرت صيب ډيموكراسى له درى مفكرو جوړه ده ، علمانيت ، الرسمالية ، لبراليزم ،
اوس كه مونږ وايو چى اسلامى ډيموكراسى غواړو يعنى څه اسلام او څه ډيموكراسى
يعنى خبره به پيپټى پيپټى كړو ،اي پدى كار سره به ددى قول دالله تعالى لاندى رانه شوو؟؟
إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَنْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ
وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا (النساء150)
أُوْلَئِكَ هُمْ الْكَافِرُونَ حَقًّا وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُهِينًا (النساء151)
په مينه
وطنمل
و.افغان
25.04.2009
[quote:c0945aeacf="watanmal"]
ټولو دوستانو او محترم وهاج ساپى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم وهاج ساپي صيب د خپل نظر ليكلو څخه وړاندى ددى خبرى سپيناوى كوم
چى زه د مسلمان په صفت فقط [color=darkblue:c0945aeacf]مصدر د تشريع قرآن او احاديث منم نه اشخاص.[/color:c0945aeacf]
[/quote:c0945aeacf]
محترم وطنمل صاحب: تنها دا خبره کفايت نه کوي، بلکه داسې ويل او داسې منل
پکار دي:
زه دمسلمان په صفت فقط مصدر دتشريع قرآن او أحاديث صحیحه منم، خو په فهم
دسلفو صالحينو.
ځکه چې ګمراه ډلو، لکه روافض، خوراج، معتزله، او نورو په همدې قرآن او أحادیثو
استدلال کړی دی، خو غلط استدلالات يي کړي دي، ځکه چې پورتنۍ قيد په کې
نشته، نو فکر کوم چې تاسو به دا قید منئ؟؟
[quote:c0945aeacf="watanmal"]
د تكفير په اړه:
وهاج ساپى صيب زه ما د معلوماتو مطابق [color=white:c0945aeacf]په اسلام كى د انسان وژل په څو صورتو كى
جواز لرى[/color:c0945aeacf] چى له هغى څخه د زنديق، حربى كافر دى همدارنګه د څه جرمونو په اساس
د انسان وينه هدر شى خو پدى وخت كى دته كافر نه ويل كيږى،
بعض وخت يو كس هغه اعمال كوى چى هغه د نواقضو د ايمان څخه وى ، كه دغه كس
لمونځ ، روژه او نور عبادت كوى بيا هم كافر ګڼلى شى ،
مقصد دادى چى [color=darkblue:c0945aeacf]زمونږ بحث په عمومى ډول په كافر كى نه دى بلكى د زنديق او حربى كافر
او هغه مسلمان چى وينه ئى هدر ګڼلى شى.[/color:c0945aeacf]
[color=white:c0945aeacf]نن زمونږ په هيواد كى ټول صليبى يرغلګر چى د هر ملك دى حربى كافران دى [/color:c0945aeacf]، په وژلو كى ئى
هيڅوك اختلاف نلرى. [/quote:c0945aeacf]
تر دي ځايه مو خبرو سره موافق يم، او فکر کوم چې دهيڅ شرعي اختلاف ټکۍ
په کې نه لیدل کیږي.
[quote:c0945aeacf="watanmal"]
له دى ورسته زمونږ سره دوه ډلى پاتيكيږى چى يوه د زنديقيان دوهمه
هغه مسلمانان چى وينه ئى هدر ګڼلى شى.
الله پاك فرمايى:
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ
فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (المائدة51) فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِم
يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَى مَا أَسَرُّوا
فِي أَنفُسِهِمْ نَادِمِينَ (المائدة52)
[color=darkred:c0945aeacf]== وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ==[/color:c0945aeacf] زه ما د معلوماتو مطابق [color=white:c0945aeacf]د كفارو مولاة[/color:c0945aeacf] په درى ډوله ده
[color=darkblue:c0945aeacf]، مباح ، حرام ، كفر،[/color:c0945aeacf]
[color=white:c0945aeacf]مباح مولاة:[/color:c0945aeacf]
د مثال په توګه د هغه غريبو كفارو سره كومك كول چى د مسلمانانو په خلاف په
څه حركاتو نه وى بوخت ، خاصة د ذوالارحام سره ، الله تعالى فرمايى :
لا يَنْهَاكُمُ اللهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ
وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ
همدارنګه له پدى قسم كى د كفارو سره تجارتونه ، صلح او معاهدى چى د اسلامى شريعت
په ضوابطو سره وى داخل دى.
[color=white:c0945aeacf]حرام مولاة:[/color:c0945aeacf]
دا قسم لاندى هم څه شيان راځى د مثال په توګه د كفارو مولاة د هغوى په اخترونو
او نورو عقيدوى پروګرامونو كى په شركت كولو سره.
[/quote:c0945aeacf]
بيخي سمه ده، دا هم درسره منم، دصحابه کرامو، نورو سلفو او مفسرینو له خوا
هم دیته ګوته نيول شوی ده.
خو ستونځه په دریمه نوعه کی ده، چې څوک په کې داخلیږي او څوک نه؟
دلته ډیر خلک له صحي سلفي عقيدي ښوئيږي.
[quote:c0945aeacf="watanmal"]
[color=white:c0945aeacf]كفرى مولاة:[/color:c0945aeacf]
ددى قسم لاندى ډير شيان راځى زه به ئى څو بيان كړم:
[color=darkblue:c0945aeacf]1. د مسلمانانو خلاف كفارو ته جاسوسى كول.
[/quote:c0945aeacf]
په کوم دليل او په کوم تفصيل دغه سړې کافر ګڼې؟؟
، هو دويني په هدر کې يي زه
هم درسره اختلاف نه لرم، که چیرته حاکم يا أمير يي مصلحت وويني.
حاطب بن أبي بلتعة رضي الله عنه، يوه لويه تیروتنه وکړه، چې جاسوسي يي بللی
شو، کله چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم په ډیر سري انداز دمکي دفتحې لپاره
تياري ونیوه، نو ده يو خط دمکې مشرکينو ته لیږه، چې دنبي کريم صلی الله علیه
وسلم دجنګ تیارۍ څخه يي هغوي خبرول، نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه دا چې
هغه کافر نه کړ، بلکه دغه غلطي هم ورته معاف کړه، ځکه چې هغه داهل بدر څخه
وو، (وما يدريک يا عمر لعل الله اطلع علی أهل بدر، فقال: اعملوا ما شئتم فقد
غفرت لکم).
نبي کريم صلی الله علیه وسلم له هغه څخه پوښتنه کوي: ما حملک علی هذا؟
ژباړه: کوم کار يا سبب دیته وهڅولې چې دغه کار و کړې؟
نو دسبب پوښتنه يي ترې وکړه، که مطلقا جاسوسي کفر واي، نو وار له مخې به کافر
کړې واي، او سر به يي ورته وهلي واي.
خو نه، هغه خپل عذر بيان کړ، دهغه دخط لیږنه په دی بنا نه وه، چې ګوندې هغه
له کافرو سره مينه لرله، يا دکافرو برې ته خوشالیده، بلکه په مکه کې يي دخپل اهل
دبچ کيدنې په خاطر دا خطرناک کار وکړ، نو دلويي ګناه مرتکب شو، خو څنګه چې
هغه دبدریینو له جملې څخه وه، نو دغه ګناه ورته معاف کړاي شوه.
[quote:c0945aeacf="watanmal"]
2. په اوسنى وضعه كى د صليب په مقابل كى مقاومت كونكو مسلمانانو صليبيانو ته تسليمول.[/quote:c0945aeacf]
دمخکې په شان، بيا هم وينه يي هدر ګڼلې شو، خو البته تکفير کولاي نه شو، او که
نه نو باید په دی اړه دليل دقرآن او سنت په فهم دسلف صالحو وړاندی کړئ.
[quote:c0945aeacf="watanmal"]
3. د كفارو تر بيرغ لاندى د مسلمانانو خلاف جنګيدل.[/color:c0945aeacf]
.[/quote:c0945aeacf]
ډیره لويه ګناه ده، وينه يي حلاليږي، هدریږي، البته کافر کیږي نه.
ددغو درې اقسامو والا په هغه حالت کې کافر کیږي، چې کله ددی لپاره جاسوسي
يا تسلیمول، يا دکفارو دبیرغ لاندی جنګ کوي، چې:
عقيده لري چې موالاة في الدين ورسره ملګرې شي، موالاة في الدين مکفر دی،
یعنې دغه کارونه ددی لپاره تر سره کړي، چې فکر کوي، ددغو کافرو دين دمسلمانانو
له دين څخه بهتر دی، يا ورسره مساوي دی، يا په دواړو تعبد کيداي شي، يا دغه
کار کول حلال وګڼي (استحلال)، نو دی وخت کې داسلام له دائرې څخه وځي.
البته که چیرته دهغه دغه کارونه دمال دمحبت له وجهې وي، يا دانتقام له وجهې
وي، يا دچوکۍ له وجهې وي، يا دیته ورته نور، او دکفارو سره دزړه ديني مينه
نه لري، او نه دهغوي له دين سره مينه لري، او نه دا خوښه ګڼې چې اهل الکفر
په اهل الاسلام دکفر دمحبت له وجهې غالب شي.
نو وينه يي هدر کيدای شي، البته کافر يي نشو ګڼلې.
او که چیرته دغه کارونه په داسې صورت کې وشي، چې هلته مجبوري وي، شرعي
اکراه رامنځ ته شي، نو بیا يي وينه هم هدر نه ده، او کافر ګڼل خو يي بيخي ناسم دي.
البته تاسو چې پورته اقسامو ته کافر ويلي دي، نو له تاسو دقرآن او دحديث په
فهم دسلف صالحو دليل غواړم؟
په افغانستان کې چې زه څومره معلومات لرم، نو دتجسس ډیر حالات چې رامنځته
کيږي، سبب يي خپلمنځۍ شخړي وي، مثلا يوه طالب دخپل کليوال يا ولايتوال
سره په مخکنۍ دوره کې څه بد کړي وي، نو هغه لاړ شي، او دهغه په ضد انتقاما
صلیبیانو ته جاسوسي وکړي، کله نا کله بيخي په دروغو بهرنیو ته جاسوسي وکړي،
ددی په خاطر چې خپل رقیب پرې له منځه يوسي.
او ډیر کله بیا په دروغو په يوه کس دجاسوس تهمت لګول کیږي، او له منځه يوړل کیږي.
او کله دپيسو په مقابل کې يي ايمان کمزورې شي، نو لاړ شي دپيسو لپاره تجسس
وکړي، نو په کوم دليل دی خلکو ته، يا دیته ورته خلکو ته کافر وويل شي.
[quote:c0945aeacf="watanmal"]
[color=white:c0945aeacf]اوس په هيواد كى كوم اورګانونه د كوم قسم لاندى راځى؟[/color:c0945aeacf]
دا مسئله زه وهاج ساپى صيب ته پريدم او هيله ترينه كوم چى بغير د تردد
څخه هغه اورګانونه په ګوته كړى چى مستقيماَ ددى ايات لاندى راځى ( د دريم قسم مولاة لاندى)
[/quote:c0945aeacf]
په مجمل ډول سره ويلي شم، چې ټول هغه ارګانونه چې په افغانستان کې دصلیبیانو
دوجود سره کومک کوي، نو په هغې کې کار مطلقا حرام دی، او کارکوونکې په کې
دډیر لوي خطر لاندی دي، البته کافر نه دي،بلکه تر هغې مسلمانان دي، تر څو چې
يي دخپل کفر اعلان نه وي کړی، يا يي دکفارو له دين سره محبت نه وي ښودلې، يا
يي دهغو سره دمسلمانانو دټکولو لپاره کومک حلال نه وي ګڼلې، يا يي داهل الکفر
غلبه په اهل الاسلام خوښې نه وي ښکاره کړي.
البته هغه اورګانونه چې عام النفع دي، ټول مسلمان ولس ته يي ګټه رسيږي،
لکه تعليمي اورګانونه، دغریبو او بیوزلو سره دکومک اورګانونه، دزراعت او د
فلاحينو يا دهقانانو سره دکومک ارګانونه.
نو هغو
کې مسلمان کارکوونکې مسلمان ګڼل کیږي، وينه يي حرامه ده،
په دغو ارګانونو کې تر هغو کار جایز ګڼل کیږي، چې تر څو داسلام پر ضد د
تبلیغاتو لپاره منبر نه وي جوړ شوې، دهمدغو ارګانونو تربیه شده خلک سبا دنوي
حکومت په کار راځي.
او دمقاومت جنګيالي بايد دګوډاګې حکومت له ساتنې څخه مخکې دهغوي ساتنه
خپله ايماني، وجداني، او انسانې دنده وبولي.
هو دلته يوه بله مسئله هم موجوده ده، چې انتفاء دشبهو ورته ويلې شو، دتکفیر
دحکم په صادرولو کې يي موجوديت اړين بلل کیږي، ډیر خلک په دی نظر دی،
چې مونږ له طالبانو سره نه جنګيدو، طالبان له مونږ سره جنګيدل، او هغوي ته
ورتګ يا تسليميدل ځمونږ دژوند خطر وو، نو مونږ همدا غوښتل چې استعانة
بالکفار وکړو، چې ددی خلکو له شر څخه خلاص شو.
رباني او سياف په وار وار دا خبرې کوي.
سره له دی چې زه دا منطق صحي منطق نه ګڼم، خو هغوي يي دعوا لري، دصليب په
غيږ کې غورځيدل همدارنګه توجيهوي، البته بل کوم مکفر سبب هغوي په خپلو
خبرو او عملونو کې نه اظهاروي:
لکه دصلیب سره دميني او محبت، دصلیبيانو پر دين رضايت، دصلیبیانو دين په
اسلام اوچت ګڼل، دصلیبیانو دين داسلام سره مساوي ګڼل، داسلام له دين او
مسلمانانو څخه کرکه ښکاره کول، وغیره.
نو په کوم قرآني دليل او نبوي صريح صحيح سنت په فهم دسلفو صالحو هغوي
کافر کړو، او له دين څخه يي اخراج کړو.
[color=white:c0945aeacf](دجګړې خبره نه کوم، باید دمقاومت او تکفیر دواړو مسئلو تر منځ فرق وشي).[/color:c0945aeacf]
[quote:c0945aeacf="watanmal"]
همدارنګه[color=darkblue:c0945aeacf] هر هغه كس چى د امير سره بيعت وكړى او بيا باغى شى [/color:c0945aeacf]، د هغه وينه هدر ده ،
[color=white:c0945aeacf]خو كافر نه دى ،[/color:c0945aeacf] بايد دلته پدى پوه وه چى هغه څوك د دښمن سره بندى وى
هغه معذور شميرل كيږى ولو كه د خپل امير په خلاف هر څه ووايى.[/quote:c0945aeacf]
امير هغه وخت امير وي، چې يو مستقر حکومت ولري، يوه ښکاره ټوټه ځمکه باندې
حکومت کوي، استتباب دامن وي، خو کله چې يي دولت له مينځه لاړ شي، نو بیا
ورته دا نه دي پکار، چې کله کله يو پسې ګرځي، او کله بل پسې، چې ده له ما سره
بیعت کړې وو، او اوس راسره په جګړه کې نه دی ولاړ، نو وينه يي هدر ده.
دا هسې چټې غير شرعي منطق دی.
البته که چیرته دامیر دولت موجود وي، امن او استقرار يي منځ ته راوستې وي، او
بيا هم دهغه سره څوک بیعت ماتوي، په دی معنا چې دهغه مقابل ته راپورته کيږي،
بیعت ماتول همدا معنا لري، نو بيا که حاکم دعام مصلحت لپاره لازمه وليده چې
دغه سړۍ له منځه يوسي، نو له منځه وړل يي ورته جایز دي.
[quote:c0945aeacf="watanmal"]
د صليبيانو تر سورى لاندى د ګوډاګى كرزى حكومت سره چى كوم د امارت چارواكى دى
هغه ټول په يوه تله تلل زما په نظر بى انصافى ده، دوى دوه ګروپونه لرى ، چى يو ئى
متوكل ، ملا ضعيف او بل ئى رحمانى ، راكيټى ، نظامى ، مجاهد.... دى.
څه بنديان، څه باغيان، څه غداران......
[color=white:c0945aeacf]ياداښت:[/color:c0945aeacf]
[color=darkblue:c0945aeacf]د پښتنو په ټولنه كى د تكفير د فكر د نشر په اسبابو به ان شاء الله په بله ليكنه كى خبرى وكړو.[/color:c0945aeacf]
په مينه وطنمل[/quote:c0945aeacf]
دغه خبره دمشخصو خلکو په وړاندې ګونګه غوندی ده، نه پری غږيږم.
او په نورو مسئلو به ان شاء الله وروسته وغږيږو.
په درنښت
عبدالله صابر
25.04.2009
السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب
[color=red:387a329120]هدر ؟؟ [/color:387a329120]
پورته بحث کښ يومهم ټکئ [color=blue:387a329120]هدر[/color:387a329120] دی خوزماغوندي ځيني له عربي سره ناشناکسان
داهدر نه پيژنو که لطفا يی راته معنی کړي نوپه ټول بحث به پوهه شو چي هدر يعني
څه ؟؟؟
هو که دموالات هم ورسره تعريف کړي ښه به وي ٠
والسلام