د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ


01.07.2006

ملاخېل :
او که بيا د محترم استاد حليمي صيب يوه خبره چې ښايي هغه جنت چې آدم پکې اوسيده پر ځمکه و، او په بين النهرين کې واقع و، هم په پام کې ونيسو نو له نورو نتيجو سره به مخ شو :
ملا :
دايې فرض که چې جنت پر ځمکه و او آدم له حوا سره پکې يوځای اوسيدۀ ، نو بيا ؟
ملاخېل:
نو بيا دوه ټکي په پام کې ونيسه بلکې درې ! او پدې ډول چې :

١. آدم د يوه فرد نوم نه، بلکې د انسان نوم و او سړي يا نرينه ته ويل کيده، اوحوا هم انسانې يا ښځې يعنې ښځينه ته ويل شوې ده .
بني آدم هم انساني نسل او اوﻻدته وايي .

٢. د غنمو بوټي د پرېمانۍ په وخت کې هم موجود و، خو څنګه چې د ميوې خوند نه لري ، انسان (ادم) او انسانې ( حوا) دواړو ترې ډيره موده کار نه اخيسته ،ځکه چې اړتيا يې ورته نه لرله،نو دغه موده د (( وﻻ تقربا هذه الشجره )) د امر د مراعات په معنی او مفهوم سره ښودل شوې او نومول شوې ده .

٣. د غنمو خوړل او کرنه بايدد نوموړي جنت له پرېښوودلو سره بي تړاوه او بي کړاوه نه وي . که مذهبي ادعا چې انسان (ادم ) سمې ځمکې ته له رسيدلو (ياراوتلو) سره سم د غنمو کشت وکر پيل کړ ، نو د غنمو دلومړی کر وخت او تاريخ خو يو معلوم حقيقت دی، د زراعتي کار او فعاليت پيل د لومړي ځل له پاره په واقعي توګه له ځمکې سره د انسان مخامخ کيدل و. ښايي دا کار په بين النهرين کې ترټولو مخکې شوی وي !
ملا :
نو معنی داچې انسان تردې مخکې له هوا او فضا (د ځمکې له مخ) څخه نباتات ، حيوانات او مرغان ﻻسته راوړل ،او هوا يا فضا ښايي اسمان حسابيدۀ او برعکس د ځمکې تر مخ ﻻندې د کرکيلي په ذريعه څه کرل نور هوا او فضا نه، بلکې البته ځمکه او ځمکې ته ورکښته کيدۀ ګڼل کيدل.؟
ملاخېل :
شايد! ، ځکه انسان (ادم) له اسمان سره مخه نه وه، نو کيدای شي جامده نړۍ ځمکه، مايع نړۍ يې پر مخ پرته، او د ځمکې له سر پورته ختلي موجودات ټول اسماني او هوا او فضا اسمان بلل کيده . په هر صورت سمې ځمکې ته د کرکيلې له پاره له غرونو ، سرشاروځنګلونو او لوړو پرتو سيمو څخه د انسان دراکښته کيدل ښايي له جنت څخه د وتلو او ځمکې ته دکښته کيدلو بهير ګڼل شوی وي .
ملا:
نو انسان به هم اسماني ځکه ګڼل کيدۀ چې له ځمکې څخه نه راوتی و او نه يې هم تر ځمکې ﻻندې ژوند کاوه ؟
ملاخېل:
هر شی چې د هوا تنفس له هوا څخه کوي او دځمکې د مخ ﻻندې نه و، د نباتاتو ميوې دانې ټولو پورې ښايي اسماني بلل کېدل، نه يواځې انسان ! جنت هم ځکه په اسمان کې سرشاره ځنګلونه وچې په خاوره (ځمکې)کې پټ نه وو.
هغه څه چې له هوا څخه په تيار شکل راټوليدل لکه ميوې او حبوبات چې انسانو (ښځو= حوا) راټولول ، يا سړو (ادم) ښکار کول او د ځمکې سره په کې غرض
نه کيده ، هغه اسماني و. برعکس له ځمکې سره هغه وخت غرض پيل شو چې اسان (ادم) او انسانه (حوا) زراعت او کر کيلې ته اړشول ! دوی ټيټو او هوارو ځمکو ته چيرې چې اوبه پريمانه وې راکښه شول. ددغه کډوال کيدلو اړتيا ته له جنت څخه د کښته کيدو امر ويل شوی په مقدسو کتابونو کې . د حبوباتو راټولول په جنت کې د ښځو (حوا) کار و، ځکه خو کله چې د ميوو دانو اړونده ځنګلونه په وچيدو يا نورو جوي پيښو له امله په ختميدو راغلل ، ښځو (حوا) د غنم دانو په راټولو ګذاره پيل کړې وي اووروسته بيا اړشوي وي چې هغه وکري . نو دغه وخت الله تعالی دوی ته
په زړونو (فکر) کې وراچولې وي چې ودې خوړه نو اوس ورځه ويي کره او ژوند پرې وکړه ، نور څه درته هسې هم نه دي پاتې !
ملا:
يعنې دکرنې کلتور يا اګريکلچر دانسانانو ( ادم او حوا ) د ځمکني ژوند اوتاريخ پيل ګڼ کيږي ؟

ملاخېل:
د پاملرنې له ډيرو کنجونو څخه خو همداسې بريښي:
تر څو چې انسان د ځمکې له پاسني مخ څخه ﻻندې نه وکښته شوي، ځمکې ته يې هيڅ ډول تغير هم نه و ورکړی ، تر هغه وخته پورې ښايي دده ژوند اسماني او د سرشارو ځنګلونو او ميوه لرونکو ونو او وټو له امله جنتي ژوند ګڼل شوی وي ؟



ع کريم حليمي
27.07.2006

محترم استادځواکمن صاحب ، ځوان او ښاغلې صميم صيب او درنو
لوستونکو سلام !
محترم استاد ځواکمن صاحب !
ستاس ليکني مي په څو څو واره ولوستلې ((او دځمکې د مخ ﻻندې نه و))ګای به مي داسي تحليل کړلې 
 نو داسي مفهوم به مي څندي واخت چه مطلب 
ئې ممکن باکټريا وي ٠ او چه بيا به مي باکټريا تر نظر تېره کړه نو بيا به 
دا هم يو ناممکن تکامل راته شکاره سوو ٠ 
نن به خپل چورت تاسو ته ليکم اما ايمان  پر خپل چورت نه لرم 
  آدم په اسمان کښي روحي وخت تېر کړي
په دا لاندي دليل  
اول _ علما کرام د دوو نظرو خاوندان دي د معراج په باره کښي 
يوه ډله علما داسي نظر لري چه محمد ص روحاني تللې وو و اسمانونو ته 
او بله ډله وايي چه نه جسما تللې وو 
خو په دواړو نظريو کښي کوم خطر نسته و ايمان ته ، 
او د  أَسْرَى  په سفر کښي نظر يو ايمان يو اوبس خبره د  أَسْرَى  مي په دې سبب 
راوړه چه داسي پېشه ونشي چه څوک د عقيدي خبره منځ ته راوانه چوي ښه خير 
نو علماوو ويلي چه سردار عالم روحي تللي وو نو ويلی سم چه  آدم روحأَ
 له اوله په جنت کښي و٠  
 خو اول هم په اسمانو کښي وو او هم ټول اروحونه !
او جسد ئې د مکې معظمې و بغل يا پر شاوخوا کښي ملئکو جوړ کړي او لمر
ته پروت وو داسي وچ کلک سوپه مثال لکه چني پياله چه وچه او پخه وي 
چه و ئې ټکوې شرنګی کوي 
نو ګمان کوم کله چه   آدم  هغه روحاني دوره تيره کړه په اسمانو کښي نو 
روح راغلي ومځکي ته او د  آدم  وجسد ته داخل سو ٠ نو دغه وخت دې 
چه راکښيني او وترچيږي ٠ د اول وار له پاره او په دنيا کښي ژوند شروع 
سوو ٠ [color=white:0bfeb38fbd]زه فکر کوم چه په دغسي صورت کښي د قرآني اياتونو سره ټکر
نه پيدا کيږي ٠ [/color:0bfeb38fbd]



ع کريم حليمي
28.07.2006

محترم استادځواکمن صاحب ، ځوان او ښاغلې صميم صيب او درنو
لوستونکو سلامونه او ښې هيلي !

د د آخرت په هغه عالم کښي چه به څه کيږي که څه هم هغه به زموږ د هغو شيانو
څخه چه په دې مادي عالم کښي زموږ د تجربو لاندي دي بيخي جلا دي
مګر سره له دې هغه د انساني فهم د مجبورۍ له کبله په هغه ژبه او محاورو
کښي بيان سوي دي چه هغه ژبه او محاوې يوازي په هم دې مادي عالم پوري
مخصوص دی ٠ له دې کبله دې الفاظو سره چه کوم مادي خصائص مستلزم دي
او يا موږ په دې نړۍ کښي د هغو شيانو د ليدلو او اورېدلو سره عادت نيولی دی
د هغو الفاظو د اورېدلو سره سم موږ کټ مټ د هغو الفاظو څخه په هغه مطلب
پوهېدل غواړو کوم مطلب چه په دې دنيا کښي موږ تل له دغو الفاظو څخه
اخستلی دی ٠ 
هم دا سبب دی چه ځيني خلګ د اخروي عالم د احوالو او وقائعو د بيان 
ا اورېدلو سره له هغو څخه ځينو ته محال او ناممکن وائې او بعضي خلک 
د هغو الفاظو تاويل او تشريح په داسي ډول کوي چه د هغه الفاظ او معنی 
په منځ کښي ډېر لږ اشتراک هم باقي نه پاته کيږي 
او دا دواړه لاري ډېري خطرناکه لاري دي 
له ې کبله محمدی وحي ددې نازکو او دقيقو اسرارو په بيانولو کښي د انسان 
فطرت د کمزوريو پوره لحاظ کړی دی ٠ 
اسلام خو نه د يهوديانو غوندي دې ټولو واقعاتو ته مادي ويلي او د اخرت 
عالم ئې ددې خاوريني نړۍ غوندي يو عالم ګڼلی 
بلکي اسلام د انسان عقلونو د اختلاف مراتب تر نظر لاندي نيولي د بزم د اهل 
نظرو او ننداره چيانو د دواړو ډلو د تشفي او تسکين سامان ئې برابر کړيدی 

محمدي وحي د دې اخروي  وقايعو مفهومونه او مصداقونه په نظر کښي 
نيولي د هغو د څرګندلو د پاره ئې داسي کره او تللي الفاظ غوره کړي او 
اختيار کړي دي چه له هغو څخه يوه فلسفه هم بې برخي نه سي پاته لېدلاي 
نور بيا 



ع کريم حليمي
31.07.2006

يوه فلسفه هم بې برخي نه سي پاته لېدلاي  او يو امي هم !
نو دا دواړه ورڅخه په خپل خپل ځای د  خپل خپل استعداد سره سم د خپل خپل 
[u:c75242c9a7]ايمان خوند او برخه اخستلای سي [/u:c75242c9a7] او د يو داسي مذهب د پاره چه هغه 
ټولو انساني طبقوته د خطاب دعوی کوي يو داسي وسعت ډير ضروري ؤ 
او دا ددې د پاره چه هغه په خپل خپل ځای د هر چا د پاره د قناعت او تسلی 
باعث وګرځېدلی سي 
دا ټول اخروي واقعات چه ئې په کومو الفاظو کښي بيان کړيدي هغه طبعا
يوازي هغه الفاظ کېدلای  سي چه هغه ټول ددې نړۍ په مادي ماحول 
او مادي مفهوم او مادي مصداق او جسماني تخيلاتو کښي نغښتل سوي دي 
ددې الفاظو د اورېدلو سره چه کوم مفهوم زموږ فکر ته راځي هغه ټول ددې 
مادي قيودو او مادي لوازمو سره راځي 

هر کله چه موږ د (اور ) توری او نوم اورو نو د دې نوم د اورېدلو سره 
زموږ فکر ته دهغه دنياوي اور مفهوم  راځي کوم اور چي موږ په دې دنيا 
کښي وينو 

دا دنياوي اور هغه اور دې چه انسانان او درختي او بوټي او هر څه چه په
دې اور کښي وي بې له کوم فرق او تميز څخه يو راز سوځوي 
مګر اخروي يعني د اخرت اور به داسي نه وي 
نوربيا 



12.08.2006

محترم او مکرم مولينا حليمي صاحب ، ځوان او ښاغلې صميم صيب او درنو لوستونکو سلامونه او ښې هيلي !
له صميم صاحب نه ګيله کيږي چې مونږ يې په دې بحث کې يواځې پريښي يو او ډير وخت کيږي چې په خپلو ښکلوليکنو مو نور نه نازوي . بيا هم خپل ددغه ګران ځلمي راستنيدو ته سترګې پهﻻره يوڅو هم په خپلو پوښتنو اوهم رغنده ليکنوسره بحث تود کړي.

نور له تاسو څخه حليمي صيب ډيره بخښنه غواړم چې د [quote:eeecdfe4a0]((او دځمکې د مخ ﻻندې نه و))[/quote:eeecdfe4a0] د ساده مطلب په ګنګ بيان مې تاسې په تکليف کړي ياست، هدف له زراعت څخه دی چې انسان د لومړي ځل له پاره په زراعت کې پر ځمکه غرض وهي او ﻻسوهنه په کې کوي ، د ځمکې له مصئون او په دې توګه له ﻻس وروړنې او ﻻسوهنې څخه د مستور مخ څخه پرده او حجاب پورته کوي او تر کومه ځابه چې د نباتاتو غټې ريښې د ځمکې له سطحې څخه دننه په خاوره کې پټيږي يايې هلته تخم کرل کيږي ترهغه ځايه پورې د انسان ﻻس ځمکې ته دننه ورکښته کيږي، څو دغنم دانېاو نور حبوبات په خاورو کې پټ کړي . بل داچې اوبه زياتره ه ټيټو پرتو سيمو کې راټوليږي او سيندونه لکه د دچلې او فرات نهرين هم تل په ټيټه کې اومخ په ټيټه بهيږي ، نو د زراعت له پاره
ټيټو پرتو سيمو ته کښته کيدل له غرونو او ځنګلونو څخه هم ﻻندې ځمکو ته ورتګ او نقل مکان غواړي .

.خو تردې زياته مهمه دا بريښي چې آدم سړي او حوا ښځې ته ويل کيده نه يوۀ نرينه فرد يا يوې ښځينه فرد ته ، ځکه په فيلوژنتيک لحاظ هم ټولنه په اصطلاح ترفرديت مخکې رامنځته شوې او عام مفاهيم تر خاصونومونو مخکې تعيم موندلی و او په دې ډول کيدایشي چې آدم د نرينه انسان (سړي ) عام مفهوم او حوا د ښځينه انسان (ښځې) عام مفهوم و او بس ! د افرادو خاس نومونه بيا ډير وروسته ، ښايي د فرديت له پيل څخه ووسته رامنځته شوي وي او قابيل اوهابيل د آدم او حوا يعنې د نارينه او ښځينه انسانانو د لومړنيو نسلونو څخه نه بلکې وروسته،خو په زيات احتمال سره د فرديت دوخت له لومړني نسل څخه وو !
داچې فرديت هم د کار دو سايلو په تيره بيا زراعتي وسايلود تخصيص او تخصص مو ندلو سرهﻻس په ﻻس رامنځته شوی ، داپيښه هم د زراعت پيل ته له جنت څخه ځمکې ته د انسان د راکښته کيدلو ته يوه اشاره ګڼلی شو.
ستاسو انديزه فرضيه چې ښايي آدم اوحوا په روحي توګه په جنت کې ژوند کړی وي او له بدن سره د روح يوځاې کيدل وروسته پر مځکه ترسره شوي وي، رياليزم ته د ﻻ نږدې کيدلو يوه ﻻربريښي خو ښايي نورې جالبې او رڼونکې پوښتنې هم رامنځته کړي .
که آدم اوحوا او ټول انسانان له زيږيدلو مخکې په روحي توګه په جنت کې وو، نو :
١ـ ددوی ارواحان په جنت کې همزولي او د کورنيو له اړيکو لکه زوی والې، پلاروالي خور او رور او نورې دغه ډول اړيکې يې نه لرلې، د آدم او حوا پلارولي او مورولي يواځې دځمکې پرمخ پيل شوې ده، خو د ادم د اوﻻدونو د پيدايښت له پاره د هغوی ارواحان چې په جنت کې د ادم اوحوا پر ګناه نه وو اخته شوي، ولې
بيا د عين سزا په سرنوشت اخته کيږي چې له جنته څخه وځي دنيا ته راځي ، څو د ادم اوﻻدې ته ژوند وروبخښي ؟ او که نوموړي ارواحانو هم د ادم او حوا په ګناه کې ونډه درلوده، نو بيا هم ادم اوحوا د ټولو ارواحانو نوم و نه د ددوه روحونو چې يو يې ادم او بل يې حوا نوميدله . دا هم په دې دې شرط چې له بدن پرته هم ارواحانو د نرينه توب او ښځينه توب صفات لرل ، کوم چې بالکل د مادي بدن ځانګړتيا او اغيزې بريښي ؟

ن[quote:eeecdfe4a0]و ويلی سم چه آدم روحأَ له اوله په جنت کښي و٠ خو اول هم په اسمانو کښي وو او هم ټول اروحونه ! او جسد ئې د مکې معظمې و بغل يا پر شاوخوا کښي ملئکو جوړ کړي او لمر ته پروت وو[color=white:eeecdfe4a0] داسي وچ کلک سوپه مثال لکه چني پياله چه وچه او پخه وي چه و ئې ټکوې شرنګی کوي [/color:eeecdfe4a0] نو ګمان کوم کله چه آدم هغه روحاني دوره تيره کړه په اسمانو کښي نو روح راغلي ومځکي ته او د آدم وجسد ته داخل سو ٠ نو دغه وخت دې چه راکښيني او وترچيږي ٠ د اول وار له پاره او په دنيا کښي ژوند شروع سوو ٠[/quote:eeecdfe4a0]

ډيره جالبه طرحه ده ، د بدن وچوالی د چيني لوښي په اندازه شرنګار يې د انسان سکليټ ته چې له هډوکو څخه جوړ دی اشاره ده، يعنې د سمدم دريدلي انسان د هډوکو قوام موندلو ته ګوته نيسي او روح ته يواځې د ژوند د ساده ځواک نه، بلکې د انديز ې لوښې درلودونکي ځواک په توګه ا شاره ده، چې ښايي مقدمات يې ﻻ په جنت کې پيل شوي او دتجريد او دتعميم پړاو ته بيا دغه وخت رسېدلی وي.
په هرصورت دانسان د فيلوژنېتيکي او پالې انتو لوژيکي بشپړاوي نښې نښانې هم په کې منعکس کيږي . نور بيا ، والسلام

.


کټوازی
13.08.2006

ګران استاد ښاغلی ځواکمن صاحب ، محترم استاد مولوي صاحب عبدالکريم حليمي او نورو قدرمنو لوستونکو او کتونکو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
خدای جلجلالۀ دې وکړي چې ټول به تر دې دمه روغ جوړاو خوشاله ياست ، پۀ راتلونکي کې مو هم روغتيا او خوشحالۍ له لوی او مهربان خدای جلجلالۀ څخه پۀ ځانګړو مهالونو کې غواړو !
ښاغلی استاد ځواکمن صاحب اومحترم مولوي صيب حليمي !
داچې تر يوې اوږدې ناسوبتيا وروسته يو وارې بيا ستاسې پۀ پرتمين علمي او اکادميک بحث کې ګډون کوم ځان ډېر نېکمرغه بولم چې يو وارې بياستاسې د رهنمايي شرف را پۀ برخه ، او د تفکر پۀ يوې خاصې فضا کې ساه اخلم !
داچې زموږناسوبتيا مو محسوس کړې او بحث ته موپۀ ډېر مشفقانه ډول تشويق کړي يو پۀ بيا بيا مو منندوی يم !
دمګړۍ به و نه شم کولای چې پۀ اصلي بحث کې ګډون و کړم ، يوازې دومره و توانېدم چې بحث ته حاضر او ستاسې ليکنې وګورم !
انشاالله چې نور به مې دناسوبتياتله نه درنېږي !
پۀ درنښت ::
کشری ورور مو


کټوازی
14.08.2006

ښاغلی استاد ځواکمن صيب او محترم استاد مولوي صيب عبدالکريم حليمي ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
داخو بېخي سمه ده ، هغه مهال چې انسان له مځکې سره غرض پيداکړ نوانساني ژوند هم ورسره مادي يا پۀ بله ژبه چې مځکې ته راټيټ شو نو د ادم او حوا چې پۀ واقعيت کې د نارينه او ښځينه قشرونو ټولنيز نومونه دي نه وګړنيز ! د ژوندانۀ اړتياوو هم پۀ مځکې پورې اړوند پيداکړ ا و هم دکرهڼې کلچر او دود هم له دې ځايه اوو خت راپيل کېږي !
خو پوښتنه د ا ده چې که رښتياهم تر دې پخوا د ادم _ سړي او حوا _ښځې ژوند اسماني وو او ټولې اړتياوې يي له هوا او فضا ( اسمان ) څخه پوره کولې ، نو ايا يوازې د غنم د دانې پۀ خوړلو سره اسمان ته حکم و شو چې نورې يي اړتياوې ورپوره نه کړې ، او د ځواکمن صيب پۀ دود پۀ زړونو کې يي ورواچول چې ودې خوړه ، نوورځه ويي کره اوژوند پرې بسيا کړه ؟
او داچې ايا د همدې حکم پۀ پلي توب سره پۀ هوا او فضا قحط راغی ، ادم او حوا مځکې ته مخه کړه چې دايي له جنتي _ اسماني ژوندانۀ مادي _مځکني ژوندانۀ ته را ټيټېدل وو ؟
دلته هم او د حليمي صاحب له ليکنې سره هم ( دا چې ادم او حوا پۀ جنت کې روحاني ژوند درلود ) ډېرې پوښتنې راولاړېږي چې ځينې يي ښاغلي ځواکمن صيب ليکلې او يو څو يي دادي :
نو هغه وخت چې ادم _ سړي او حوا _ ښځې خپلې ټولې اړتياوې او ضروريات له هوا او فضا څخه ( چې پۀ عربي کې پۀ اسمان تعبيرکېږي ) پوره کولې او يا هم داچې پۀ اصطلاح تيارې يي خوړلې د ادم _ سړي او حوا _ ښځې ترمنځ د کوروالۍ اړيکو ولې کومې پايلې نه لرلې ؟ خو کوم وخت چې يي مځکني _ مادي ژوندانۀ ته ګام کېښود د کوروالۍ د اړيکو پايلې يي هم ډاګيزې شوې ، ايا داپردې دليل نه دی چې رښتيا هم ادم _سړي او حوا _ښځې پۀ جنت کې روحاني ژوند درلود او پۀ جنت کې ، دا مالومه خبره ده چې د ښځيتوب او ميړتوب اړيکې که هرڅومره هم پراختياوکړي نو کومې مادي پايلې نه لري ( ياني ماشومان نه راوړل کېږي ).
او بله داچې !
د جنتي ژوندانه پۀ باب چې پۀ تمامه مانابه روحاني وي ، ايا د مادي _ عملي اړخ پۀ نه لرلوسره يي له يوۀ خواږۀ او شاعرانه خوب پرته له بل شي سره پرتله کېدای شي چې پۀ خودفرېبۍ او بې رنګه خوش فهمۍ سره يي تعبيرول ښايي بې ځايه نۀ وي !!!
تر بيا پورې ، پۀ مينه او ادب ::
کشری ورور مو صميم



15.08.2006

ګران او منلي صميم ورور ا مکرم استاد محترم حليمي صيب ته سلامونه او نېک هيلې وړاندې کوم
[quote:f76770c490]داخو بېخي سمه ده ، هغه مهال چې انسان له مځکې سره غرض پيداکړ نوانساني ژوند هم ورسره مادي يا پۀ بله ژبه چې مځکې ته راټيټ شو. [/quote:f76770c490]
له غرض نه مطلب په په رمبي تسکورېا تسپار د مځکې پاسنۍ سطحه اړول او يو څه يې تر خاورو ﻻندې کول يعنې په کې کرل دي . همدې ته ستاسی خبره وايي :ﻻندې ځمکې ته کوزيدل ووځکه چې د ژوندانۀ اړتياوو هم پۀ مځکې پورې اړوند پيداکړ ا ودکرهڼې کلچر او دود هم له دې ځايه او و خت راپيل کېږي !

[quote:f76770c490]او داچې ايا د همدې حکم پۀ پلي توب سره پۀ هوا او فضا قحط راغی ، ادم او حوا مځکې ته مخه کړه چې دايي له جنتي _ اسماني ژوندانۀ مادي _مځکني ژوندانۀ ته را ټيټېدل وو ؟[/quote:f76770c490]
له فضا څخه مطلب له خاورې څخه پورته هوا وه په دې ډول د انسانانو د ناستې وﻻړې په وخت کې هم يواځې د پښو تلي يا د پلتۍ لاندې برخه د خمکې سره تماس لري ، نوريی ټول په هوا يا فضا (او اسمان ) کې ځای اشغال کړی دی او د بوټو او ونو .هم يواځې ريښې په ځمکې او نور ټول په هوا يا اسمان کې دي . نو ځمکې ته کښته کيدل همغه له ځمکې څخه فعالانه کار اخيستل دی . خمکه او اسمان يو له بل څخه د انسانانو د معلوماتو او پر طبيعت د تسلط موندلو سره برابر او په موازي ډول بيل شوي او ﻻ بيليږي

[quote:f76770c490]د جنتي ژوندانه پۀ باب چې پۀ تمامه مانابه روحاني وي ، ايا د مادي _ عملي اړخ پۀ نه لرلوسره يي له يوۀ خواږۀ او شاعرانه خوب پرته له بل شي سره پرتله کېدای شي چې پۀ خودفرېبۍ او بې رنګه خوش فهمۍ سره يي تعبيرول ښايي بې ځايه نۀ وي !!! [/quote:f76770c490]

محترم استاد حليمي صاحب يوه ورځ ډيره ښه پوښتنه مطرح کړه، چې : آيا زمونږ ژوند او هر څه چې مونږ يې په دغه نړۍ کې کوو، وينو گورو، خورو چښو، له ما شومتوب څخه تر ځلمي توب او سپينږير توب پورې چې څنگه يو او څه کومې هلې ځلې کوو، ټول يو خوب ، خيال او يوه ذهني دنيا نه ده؟ ديحی هارون په نامه د “اسلام پوهنې” يو مدعي هم په همدې اړه دقران په معجزو کې ډير څه ليکلي دي. په دې توگه ددې نړۍ د ژوند مجازې بڼه چې پخوا به اسلامي عالمانو دې نړۍ ته مجازي دنيا ويله ، دومره خلکو ته حقيقي بريښي، نو بيا هغه حقيقي
او تلدوامه دنيا په هر صورت حقيقت وي نه مجاز. خو لومړی بايد ددې دنيا په مجازيت خبرې وشي.
والسلام



ع کريم حليمي
21.08.2006

محترم استادځواکمن صاحب ، ځوان او ښاغلې صميم صيب او درنو
لوستونکو سلامونه او ښې هيلي !

په نور بيا پسې 
نتيجه :
 د دې دنياوي اور هغه اور دې چه انسانان او درختي او بوټي او هر څه چه په
دې اور کښي وي بې له کوم فرق او تميز څخه يو راز سوځوي
مګر اخروي يعني د اخرت اور به داسي نه وي !!

په هغه اور کښي به يوازي ګنهکار انسانان سوځي 
څوک به تر ملا پوري سوځي !
د چانه يوازي لاسونه سوځي !
او څوک به تر بجولکو پوري سوځي !
لکه څنګه چه الله تعالی دا موجوده عالم په خپل خاص نظام او قانون جوړ کړي 
او پيدا کړي دی چه دغه خاص نظام او قانون د فلسفې پوهان د قدرت د قانون 
او د مذهب پوهان ئې د تقدير او الهي اندازې په نوم يادوي 
همدغه راز هغه خدای د خپل هر عالم د پاره يو او تقدير قائم کړي دی 
چه د هغه سره سم د هغه نظام چليږي او تر سره کيږي 
انسانان په غلطي سره داخيال کوي چه د فطرت دااصول يوازي په مادياتو 
کښي محدود دي ددنيا او اخرت ، دنيوي ژوند او د جنت د ژوند  فطري اصول 
په يوه شان ندي جاري ٠ 
مع السلام و تمت بالخير !

محترم استاد ځواکمن صاحب !
له دانشمند نقاد صاحب څه به خواهش وکړو چه پر مجار ژوند څه وليکي

او رشتيا هم راته برېښي چه دا د نړي ژوند يو مجاز دي 
کله چه  د انسان د ژبي کلام مات شي  او نه سي کولی چه حال 
بيان کړي دغه لحظه وي چه حقيقت وويني ، چه بختور وي نو پر مخ ئې تبسم 
ښکاره سي اوکه چيري داسي وي چه بد بخته وي نو پر مخ ئې خفګان شکاره 
شي ٠  

 [quote:a5b838a4e5]ددې نړۍ د ژوند مجازې بڼه چې پخوا به اسلامي عالمانو دې نړۍ ته مجازي دنيا ويله ، دومره خلکو ته حقيقي بريښي، نو بيا هغه حقيقي
او تلدوامه دنيا په هر صورت حقيقت وي نه مجاز. خو لومړی بايد ددې دنيا په مجازيت خبرې وشي. [/quote:a5b838a4e5]
 


نقاد
08.09.2006

دروند محترم استاد حليمي صاحب، ګران ورور صميم کټوازي صاحب ،منلي او ښاغلي پتنګ صا حب او قدرمنو لوستونکواسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
مکرم حليمي صاحب ،تاسو پخوا د مجازيت يا خوب او تصور په اړه دې دنياته اشاره کړې وه، وروسته موهم بيا د مجاز په اړه داسې پوښتنه راته متوجه کړې وه چې:
[quote:80fa2a80b3]له...نقاد صاحب څه به خواهش وکړو چه پر مجاز ژوند څه وليکي [/quote:80fa2a80b3]
نوځکه دلته تاسو ته د يوه اسلامي دينپوه يوه لنډه ليکنه راژباړم او پر هغې باندې ستاسو له تبصرو سره بيا خپل نظر هم شريکول غواړم ، هيله ده ددې دنيا د مجازيت او واقعيت د تنا سب له پاره مو خوښه موشي ..

کله چې تاسې د کوټې له کړکۍ څخه د باندې ګورئ نو فکر کوئ هغه منظره چې مخې ته مو راځي ،هغه په سترګووينئ، ځکه تاسو اموخته شوي ياست چې همدغسې فکر وکړئ. خو واقعيت داسې نه ی اوتاسو نړۍ په سترګو نشئ ليدلای! تسې يواځې هغه تش تصوير وينئ چې ستاسو په مغزو کې جوړ يږي (يا رامنځته کيږي) .
داخبره کوم تش اټکل يا کومه فلسفي ادعا نۀ، بلکې په علمي توګه يو ثابت شوی واقعيت او حقيقت دی!
په دې مونږ هغه خت ښه پوهيداي شو چې د ليدلو د بهير څرنګوالی و پيژنو چې سترګې په څه ډول ليدل کوي !
د سترګو کار د باصرې د پردې د حجرو په مرسته پريوه برښناييز تحرک يا اېمپولز باندې د رڼا دننوتو وړانګو اړول دي .دغه برقي Impuls په مغزو کې د ليدلومرکز ته رسيږي.[color=white:80fa2a80b3]دغه تحرکات هغه آوڅارنه يا ځلپيښه (پديده) جوړوي چې تاسو يې وينئ ، چې دې ډول ستاسو په خپلو مغزو کې رامنځته کيږي[/color:80fa2a80b3] .نو تاسو په خپلو مغزو کې يو تصوير وينئ ، [color=yellow:80fa2a80b3]نۀ له کړکۍ څخه بهر هغه منظره ![/color:80fa2a80b3]
د انځورونې په ترڅ کې هغه څه چې د منظرې په ښي اخ کې ليدل کيږي، د رڼا وړانګې د هر څخه د ليدونکي سترګوته داخليږي او په برقي اېمپولز بدليږي. امپولس د نويرونو نو (Neurons) پواسطه د مغز په شاتنۍ برخې کې يوې کوچنۍ نقطې ته چې دليدو مرکز ورته وايي ليږدول کيږي. نو داهمدغه برقي امپولونه اوتحرکات دي چې
درې بعده تصويرونو د رامنځته يدلو ﻻمل ګرځي ! خو که مونږ عملأ د کتونکي انسان د سر کوپړ ۍپرانيزو
او مغز يې وګورو، موږ هيڅ کوم تصوير هلته نشو موندلای. خو يو ډول شعور په مغز کې بيا هم برقي تحرکات د يوه تصوير په شکل درک کوي، که څه هم نوموړی (شعور ) پخپله نه سترګې ، نه دليدلو حجرات او نه د باصرې پرده لري . نو پوښتنه داده چې : [color=white:80fa2a80b3] په مغزو کې دغه شعور څنګه رامنځته شوی او د چا پورې اړه لري ؟ . [/color:80fa2a80b3]
.نولنډه دا، هغه کس چې له کړکۍ څخه د باندې منظرې ته ګوري ، داسې کوم تصوير نه ويني چې هغه د نوموړي کتونکي ( له مغزو ) څخه بهر وجود ولري ، بلکې يو تصوير ويني چې په خپلومغزو کې د جوړې شوې منظرې پورې اړه لري (....) دغه راز هغه کتاب چې دغه کرښې په کې لولئ هم دخپل کلکوالي، ضخامت اوبيلا بيلو پاڼو اومخونو سره زمونږ شعور په مغزو کې له هغوبرقي اېمپولزوڅخه د تصويرونو په شکل اخلي (درک کوي يې) نو دې نتجې ته رسيږو چې: هر څه چې مونږيې وينو ګورو، لمس کوو، اورو، يواځې زمونږ په مغز(مغزو) کې وجود لري، او دا يوه دعلم په مټ ثابت شوی واقعيت دي . نواساسي ټکی دا پوښتنه ده چې : څوک او څشی دی، چې دغه آوڅارنې ياپديدې زمونږ په مغزو کې بي له سترګو و يني او زمونږ د خوښۍ ، تلوسو،هياجاناتو اونيکمرغيو سبب ګرځي ؟



ع کريم حليمي
11.09.2006

ډېر محترم او دانشمند  نقاد صاحب او استاد ځواکمن صاحب ،ګران صميم کټوازي صاحب ، ښاغلي پتنګ صا حب او   لوستونکو
اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
هو ! دانشمند نقاد صاحب رشتيا هم 
[quote:ae38b036d7]نواساسي ټکی دا پوښتنه ده چې : څوک او څشی دی، چې دغه آوڅارنې ياپديدې زمونږ په مغزو کې بي له سترګو و يني او زمونږ د خوښۍ ، تلوسو،هياجاناتو اونيکمرغيو سبب ګرځي ؟[/quote:ae38b036d7]

لکه تاسو چه ليکلي که د سر کاسه خلاصه کړو نو هغه عکس يا عکسونه 
به پيدا نکړو 
او هم دارنګه دوه نور شيه سته د انسان په وجود کښي چه يو روح او بل زړه 
د انسان  زړه  هم په فکري مسائل او معقولات مشغول دی 
 له هري لياري چه وي که قوه ادراکي داخلي او که خارجي ، که د علم له لاري ، 
معقولات وي او که تخيلات يا خرافات وي زړه د پنځو شپږو  حواسو په 
واسطه مصروف وي 
چه يو ښه مثال ئې دادی چه کله کله موږ وايو چه مه مه کوه داکار مي زړه 
راګروي يعني دمره ذحمت  پر دماغ برابر سي چه زړه ئې هم نور تحمل نه سي 
کولی ٠ 
يعني د پنځو شپږو حواسو برقي رابطه د دماغ سره ده او د دماغ رابطه بيا 
له زړه سره ده او زړه جوهر ياقوه بيا روح دی چه روح  د خوښۍ ، تلوسو،هياجاناتو اونيکمرغيواصلي  ادراک کوي ٠ 
ولي چه هغه دونيا ئې ليدلې چه حقيقت ،او د دې نړۍ ادرک هم کوي چه مجار ده او په مثال د عکس ده  او بقا نه لري

او هر وخت چه بدن ته د  پنځويا شپږو حواسو له بې خبرۍ څخه کوم شئ 
داخل سي نو يوازي قلب خبريږي چه پر نظام حمله شوې او خپل ضربان 
ته تغير ورکړي چه مجادله وکړي او نو دغه وخت اميون او دفاعي نظام 
په کار شروع وکړي ٠ 
 

نو که راسو و کتاب الله ته چه څه ئې فرمايلي 
 بسمه تعالی ٠  : وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَکَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ الْسَّمْعَ وَالْبَصَرَ کُلُّ أُوْلئِکَ کَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً ﴿ 36 ﴾ اسراء
بېشکه چه غوږ او سترکه او زړه هريو له دغو(درې واړو )  ترپوښتني
لاندي راسي 

[quote:ae38b036d7]په مغزو کې دغه شعور څنګه رامنځته شوی او د چا پورې اړه لري ؟ . [/quote:ae38b036d7]
دغه شعور په روح اړه لري او روح يو امر مجهول دی و موږ ته !!!

او بيا دا نور الهي دی چه هر څه ئې محرك ساتلی که مجار دی او که حقيقت 
الله نور السماوات و الأرض  
او منبع د تنوير رب العزت ، که الله نورقطعه کړي  نو ظلمت او تاريکي  سوه ٠ 
عکس ،مجاز ، حقيقت مانا د لاسه ورکړي 


منلی
11.09.2006

ټولو محترم پوهانوته سلامونه اونیکی هیلی
دابحث خوزماله سوی نه ډیر لوړ ده خودخپل عادت نه مجبوریم چی خپل معلومات اوفکر تاسی سره شریک کړم
کومه دخاوری کوټه (مادی دنیا )چی مونږ وینو . په حقیقت کښی دادخاوری کوټه نه ده داپه اصل کښی خالص حرکت ( PURE MOVEMENT) یاخالصه انرژی
( ABSTRACT ENERGY) ده ولی چی داوبو
یوڅاڅکی واخلواو په کوم لابراتوار (LABORATRY) کښي تجزیه
(ANALYSIS) کړو دا اوبه په کیس تبدیلیږی اوداکیس بیا په دوه قسمه ده آکسیجن اوهائیدروجن آکسیجن یو اټوم اوهائیدروجن دوه اټومه ددی دمرکب نوم د اوبه یومالیکیول ( MOLECULE) ده.

اوس که اکسیجن نور تجزیه شی داپه الیکترون (ELECTRONS)اوړی
برق څه شی ده ؟ بریښنا (ELECTRICITY) مثبت اومنفی بار همداسی ماده چی نوره تجزیه شی اخریی خالصه انرژی ENERGY یاصرف حرکت PUREMOTION وی
داحرکت څه شی ده ؟ ددی تصورانسان لپاره ناممکن ده .ددی لپاره چی مونږ دحرکت تصور دمتحرک شیانو په ذریعه سره کولی شوو دمتحرک شی نه بغیر ،صرف حرکت زمونو خیال ته نشی راتلی
مطلب داچی دمادی اصل اوبنیاد غیرماده ده اودانسان دماغ غیرماده شی نشی احاطه کولی ددی لپاره اوس دمادی کائیناتوپه باره کښی ګفتګوپه اشاروSYMBOLS سره کیږی

دانسان فکر تردی حده پوری خورسیدلی مګر نه پوهیږی چی ددی حرکت یاخالص انرژی سرچشمه څه ده اوپه دی کښی دارنګارنک ښکلاګانی اوداطلسمی کارونه څنګه پیداکیږی ؟؟؟


منلی
11.09.2006

ټولو محترم پوهانوته سلامونه اونیکی هیلی

دابحث خوزماله سوی نه ډیر لوړ ده خودخپل عادت نه مجبوریم چی خپل معلومات اوفکر تاسی سره شریک کړم

[quote:0475443bdf]نو داهمدغه برقي امپولونه اوتحرکات دي چې
درې بعده تصويرونو د رامنځته يدلو ﻻمل ګرځي ![/quote:0475443bdf]

لکه څنګه چی دانسان په مغزوکښی دا برقي امپولونو اوتحرکاتو نه تصویرونه رامینځ ته کیږی همداسی بهرنی دنیا (مادی دنیا) هم خالص حرکت اوخالصه انرژی ده چی بنیادیی دوه عناصردی یعنی منفی اومثبت الیکترونونه

کومه دخاوری کوټه (مادی دنیا )چی مونږ وینو . په حقیقت کښی دادخاوری کوټه نه ده داپه اصل کښی خالص حرکت ( PURE MOVEMENT) یاخالصه انرژی
( ABSTRACT ENERGY) ده ولی چی داوبو
یوڅاڅکی واخلواو په کوم لابراتوار (LABORATRY) کښي تجزیه
(ANALYSIS) کړو دا اوبه په کیس تبدیلیږی اوداکیس بیا په دوه قسمه ده آکسیجن اوهائیدروجن آکسیجن یو اټوم اوهائیدروجن دوه اټومه ددی دمرکب نوم د اوبه یومالیکیول ( MOLECULE) ده.

اوس که اکسیجن نور تجزیه شی داپه الیکترون (ELECTRONS)اوړی
برق څه شی ده ؟ بریښنا (ELECTRICITY) مثبت اومنفی بار همداسی ماده چی نوره تجزیه شی اخریی خالصه انرژی ENERGY یاصرف حرکت PUREMOTION وی
داحرکت څه شی ده ؟ ددی تصورانسان لپاره ناممکن ده .ددی لپاره چی مونږ دحرکت تصور دمتحرک شیانو په ذریعه سره کولی شوو دمتحرک شی نه بغیر ،صرف حرکت زمونو خیال ته نشی راتلی
مطلب داچی دمادی اصل اوبنیاد غیرماده ده اودانسان دماغ غیرماده شی نشی احاطه کولی ددی لپاره اوس دمادی کائیناتوپه باره کښی ګفتګوپه اشاروSYMBOLS سره کیږی

خوسوال داده چی ددی حرکت یاخالص انرژی سرچشمه څه ده اوپه دی کښی دارنګارنک ښکلاګانی اوداطلسمی کارونه څنګه پیداکیږی ؟؟؟


pattang
11.09.2006

زخمي وروه !
د مادې او حرکت، ا بعادوته څرنګه نسبت ور کوې ? څرنګه يې خطې او نورم کوې ?
دغه شيان دې له کتابه اخيسي دي او که دستا خپل نظر دی ?
ايا ته زمونږ په فزيکي سيستم کې لګيا يې او که يو بل سيستم دې پيدا کړی دی٠?
ايا فلسفي خبرې کوې او که لابراتواري ?

پتنګ


منلی
12.09.2006

سلامونه اونیکی هیلی
پتنګ وروره لکه څنګه چی مخکی خیال کیده چی مادې کائینات له زراتو(اټوم ) نه جوړشوی خوداخیال یاتصور بلکول غلط وه ولی چی مامخکی هم دا مثال ورکړی وه چی

یوڅاڅکی اوبه واخلواو په کوم لابراتوار (LABORATRY) کښي تجزیه

(ANALYSIS) کړو دا اوبه په کیس تبدیلیږی اوداکیس بیا په دوه قسمه ده آکسیجن اوهائیدروجن

اوهمداسی که اکسیجن تجزیه شی داپه الیکترون (ELECTRONS)اوړی
دالیکترون یابرق څه شی ده ؟
د بریښنا (ELECTRICITY) مثبت اومنفی بار
داسرآلیورلاج په خیال که چیری دالیکترون نورتجزیه شی نوداپه ایتهرانرژی
(ETHERIAL ENARGY) تبدیل کیږی همداسی دا ایټهر په هکله داکسفورډپوهنتون پروفیسرټرنر(H.H. TURNER) خیال ده چی ددی هیڅ وجود نشته .لڼډه داچی دمادې تجزیه وشی اخریی انرژی پاتی کیږی یاسوچه حرکت
نودمادې کایناتو جوړښت له اټوم نه نه بلکی له انرژی او حرکت څخه ده چی په هرشی کښی یی هروخت تغیراوارتقاء امکان شته .

ستم است گرهوست کشدکه به سیرسردوسمن درآ
توزغنچه کم نه دمیده ، دردل کشابه چمن درآ

[/img][/list]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:22def0b39c]پوښتنه : قدرمنه د اکسيجن او هايدروجن اتمونه مو پر الکترون رامحدود کړل، خو د اتوم اصلي وزن او ماده په هسته کي پرته ده چې له پروتون او نيوترون څخه جوړه ده ، اړينه به وي که لطفأ ددوی په اړه ګرانو لوستونکوته معلوات ورکړئ . په درنښت .وطنمل [/color:22def0b39c]



ع کريم حليمي
13.09.2006

ډېر محترم او دانشمند نقاد صاحب او استاد ځواکمن صاحب ،ګران صميم کټوازي صاحب ، او لوستونکو
اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
نو پوښتنه داده چې : په مغزو کې دغه شعور څنګه رامنځته شوی او د چا پورې اړه لري ؟ .
.نولنډه دا، هغه کس چې له کړکۍ څخه د باندې منظرې ته ګوري ، داسې کوم تصوير نه ويني چې هغه د نوموړي کتونکي ( له مغزو ) څخه بهر وجود ولري ، بلکې يو تصوير ويني چې په خپلومغزو کې د جوړې شوې منظرې پورې اړه لري ([color=white:8af9c22fa0]مجار[/color:8af9c22fa0] )
له پورته ليکني داثابتيږي چه نړۍ يوه تصويري او مجازي ادراک دی 
اما که  نور (رڼا ) بيا تر نظر لاندي ونيسو !
چه بېله د نور له رڼا  يا Impuls ( خففه برقي يانوري ضربه )
 څخه هم امکان نسته چه دغه عکس په ککرۍ کښي تصور سي 
 Impuls که د بدن جز دي ! اما نور (رڼا ) خو يو حقيقت دي چه د انسان له بدن 
څخه خارجي شئ دی  يعني رڼا يو حقيقت ده !
نو کله چه د نړۍ يو جز حقيقت وي ،ايا نو داسي نه ده چه  هرڅه بايد حقيقت وي ؟؟؟
اما که د دې نړۍ ټول نظام خوب فرض کړو ٠ نو هر څه په بر کښي نيسي 
که رڼا ده که په سر کښي  عکس ٠

بله خبره 
هر څه چه په ککرۍ کښي تصور کيږي مجاز دی ، او مجاز يعني اجازه  
که په خوب کښي په هوا کيږو ، که قتل کوو ، او که جماع ، اجازه لرو 
خو دغه دوه خوبونه يو دبل سره  يو فرق لري 
کله چه په خوب (مجاز ) کښي خوب وينو ٠ که وپوهېدو چه خوب وينو نو په 
هغه ثانيه خوب خلاص سي ٠ 

نو اوس چه څوک  د نړي ژوند خوب بولي نو خوب ئې نه تماميږي چه راکښېني 
يعني  مړ٠ 

او الله فرمايي چه : الله نور السماوات و الأرض
يعني چه نور حقيقت دی ٠ او بيله د نور له انرږۍ څخه حيات امکان هم نه لري 
که چيري الله فرمايلي وای چه الله نور السماوات  يعني مادي حيات په اسمانونو 
کښي يوازي او يوازي 



28.09.2006

سلامونه اودرناوی دوي تاسو ټولو ته !
[quote:19ee5207f3]
اما که نور (رڼا ) بيا تر نظر لاندي ونيسو !
چه بېله د نور له رڼا يا Impuls ( خففه برقي يانوري ضربه ) څخه هم امکان نسته چه دغه عکس په ککرۍ کښي تصور سي Impuls که د بدن جز دي ! اما نور (رڼا ) خو يو حقيقت دي چه د انسان له بدن څخه خارجي شئ دی يعني رڼا يو حقيقت ده !
نو کله چه د نړۍ يو جز حقيقت وي ،ايا نو داسي نه ده چه هرڅه بايد حقيقت وي ؟؟؟
اما که د دې نړۍ ټول نظام خوب فرض کړو ٠ نو هر څه په بر کښي نيسي که رڼا ده که په سر کښي عکس ٠ [/quote:19ee5207f3]
زما په اند:
١ـ رڼا او هر څه دذهني ايدياليزم په پورتنۍ تيوري کې د احساس اوادراک پايلې ګڼل شوي او له حقيقت څخه يې انکار شوی دی . ذهني ايدياليزم يې ذهني واقعيتونه
اوځنې مذهبيون ښايي هغه مجازي نړۍ وبولي !
نور يا رڼا هم فوټونونه يا وړو زرو موجونه دي چې پر مطلق سرعت سره خپريږي . که الله د ځمکې او سمانونو نور او رڼا وي نو له دې رڼا څخه به يقينأ دغه مادي رڼامطلب نه وي چې مونږ يې د ورځې وينواو دشپې يې نه وينو .

[quote:19ee5207f3]هر څه چه په ککرۍ کښي تصور کيږي مجاز دی ، او مجاز يعني اجازه
که په خوب کښي په هوا کيږو ، که قتل کوو ، او که جماع ، اجازه لرو
خو دغه دوه خوبونه يو دبل سره يو فرق لري کله چه په خوب (مجاز ) کښي خوب وينو ٠ که وپوهېدو چه خوب وينو نو په هغه ثانيه خوب خلاص سي ٠

[color=white
]نو اوس چه څوک د نړي ژوند خوب بولي نو خوب ئې نه تماميږي چه راکښېني
يعني مړ(شي ؟) ٠ [/color][/quote:19ee5207f3]
هو دغه ژوند چې مذهبيون يې خوب بولي، نه تماميږي،مګر داچې پر مرګ ترې راوييښ يعنې مړشي ، نو حقيقي دنيا او حقيقي (ويښ) ژوند له مرګه وروسته پيل کيږي .که همدغسې يې وبولو ، بيابه ددنيا ژوند هيڅ مسوليت هم ونه لري، ځکه تاسو خبره د خوب ليدل څه مسوليت نه لر ي! داسې بريښي چې داطرحه پخپله د دبي مسوليتو کسانو يوه تشه طرحه وي او بس!


اور- بل
28.09.2006

قدرمنو خويندو او ورونو، اسلام عليکم و رحمت الله !
دوه خبرې دي :
١ ـ ايما ن او عقيده وايي يواځينی وجود اوهستي د الله تعالی ده او بس، دا نوره ټوله دنيا که مجازي ده او که نه ، په هر صورت موقتي ده ، چې څنګه رامنځته شوی همغسې به پوف پناه کيږي اوله منځه به درومي.
٢ـ بله وايي دنيامادي اوابدي ده . تغيرات خوري خو ماديت (کتله او انرژي )يې له منځه نځي . انسان هم له اسمان څخه نه دي راغلی اونه اسمان ته ختلی شي.هر انسان يو ځلې ژوند کولي شي .
که بحث د ايمان او عقيدې له نظره وي ، نو بيا له علم او منطق څخه کاراخيستل به ترپايه پور ې نا ممکن و ي . ستا سې نظر څشي دي؟



29.09.2006

قدرمنې غوټۍ وربل ته سلام او نېکې هيلې !
له يوې خوا روحانيون ديني حقايق ډير لوړ بولي چې ساينس يې نشي درک کولای، او له بلې خوا ساينسي حقايق
دومره کوټلي دي چې اديان يې نشي ردولای . په دې توګه ديني حقايق په هغو ساحو کې چې هلته لا ساينس لاس رسي او برلاسی نه لري ، مسلط وي . نو په دې توګه چيرې چې عِلِّيّت روښانه وي، عقيدت ترې کډه باروي..
مثلاً تر څو چې د ځمکې وضعي اوانتقلي حرکت نه و پيژندل شوی، نو د د ورځې او شپې بدلون يو پر بل باندې
دخدای په قدرت پورې تړل کيدل او آن د علت او څرنګوالي په اړه يې پوښتنه کول هم ملايانو ګناه بلله. د سوږمۍ حرکت خو يې داسې روښانه کاوه چې ګواکې ملايکو په کي ځنځيرونه اچولي او د خداې په امر يې کش کوي .دغه راز د کال د بيلابيلو موسونو اتګ هم خدايي معجزه بلل کېده، چې انسان يې په راز او اسرار نه پوهيږي . آن دهوا بدلون ، باد او باران ، واره او ګلۍ ټول د لوی خدای په حکم رامنځته کيدل او د هغه پر حکم بس کيدل . بندونه ، سيلبونه، سمندرګي ، مندرونه ، وريځ ، لمر ، د غلو دانو پخيدل او فصلونه اخيستل ، لوږه او شتمني ، روغتيا او ناروغي ، مرګ او ژوند ، ساري مرضونه ټول په همدې ډول ټاکل شوي پيښې انګيرل کيدې چې د خدای تعالی په امر سره په خلکو راتلل او هغوی يې په ماشوتوب ځولنۍ او زړبودۍ کې يو رنګ او له سيلمي وژل .علت به يې د مسلمان امت د ګناهونو ډيريدل ګاڼه . د ونو بوټو شنه کيدل او لويېدل ، پاڼو ته او به له ځمکې څخه رسيدل او دهغې شين رنګ او غوړيدل معما او د الله تعالی قدرت بلل کيدل او بس .
.هو که علمي روښانتياوا ړوند معما ګانې حل او عقيدې ترې کډې بار کړې، نو له دې سره سره اوس هم د نړۍ ،کايناتو، د خلقت په برخه کې نا روښانتيا لا ډيره ده او د ﻻ زياتې عقيدی سبب ګرځي . داسې بريښي ، چې دا يو ﻻيتنهي ديالکتيکي بهير دی چې هيڅکله پای ته نه رسيږي ، د پوهې په ګټه دوام لري ، خو څنګه چې بيا هم تل د پوهي په نسبت دکايناتو يامادي نړۍ په اړه ناپوهي زياته پاتې کيږي ، نو ځکه نتيجه يې له کيفي بدلون سره سره بيا هم د عقيدې د شته والي حتميت دی او بس . په درنښت.



03.10.2006

[quote:9baf8ef157]او هم دارنګه دوه نور شيه سته د انسان په وجود کښي چه يو روح او بل زړه
د انسان زړه هم په فکري مسائل او معقولات مشغول دی[/quote:9baf8ef157]
سلامونه ، درناوی او نيکې هيلي تاسو محرتم استاد ته وړاندې کوم !
محترما !
په شته والي خو شته، دواړه شته، ولې يوه ( خو) لري : زړه د وينې رسو لو تش پمپ دی او بس ، خو پښتانه يو بل شي ته هم زړه وايي ، او دري ژبي ورته دل وايي، خو قلب ورته نه وايي [color=white:9baf8ef157]: د احساساتو او جذَباتو مرکز چې په مغزو کې دی ، نه په سينه کې ، خو داحساساتو او جذباتو مرکز د زړه (قلب ) د حرکتونو دکنترول له مرکز سره په مغز کې تړاو لري او له هغه ځايه د زړه پر حرکت او ضربان او تنفس پر جهاز اغيزه شيندي . البته دماغ اکبر د مغزو پاسنۍ او مخکينۍ برخه ، او دماغ اصغر ﻻندينۍ ا و يو څه شاتنۍ برخه ده. د حرکي سيتم د کنترول مرکز، د احساساتو د کنترول مرکز (زړه = دل) ، د حواسو مرکزونه اود نورو لومړنيو او بنسټيزو فزيو لوژيکي او بيولوژيکي دندو مرکزونه ټول په دماغ اصغر کې دي ، او دماغ اکبر بيا يواځې فکري دنده تر سره کوي ![/color:9baf8ef157]
نو دغه ﻻنديني تشريحات ټول سم دي ، په دې شرط چې د زړه (قلب) پورې نه، بلکې د هغه دويم زړه ( دل) پورې تړلي وبلل شي چې په دماغ اصغر کې ځای لري نه په هغه زړه کې چې په سينه کې پروت دی اود مغزو په شمول ټول بدن ته صافه وينه ورکوي .
په سپيڅلي او کريم قران کې هم د[color=white:9baf8ef157] في صدورکم [/color:9baf8ef157] يادونه ډير ځلې تکرار شوې ده چې مطلبترې سينه نه، بلکې همغه اصطلاحي زړه دی چې د احساس د مرکز په توګه په اصغر دماغ يعنې سر کې ځای لري ، نه په سينه کې او بس .

[quote:9baf8ef157]له هري لياري چه وي که قوه ادراکي داخلي او که خارجي ، که د علم له لاري ،
معقولات وي او که تخيلات يا خرافات وي زړه د پنځو شپږو حواسو په
واسطه مصروف وي چه يو ښه مثال ئې دادی چه کله کله موږ وايو چه مه مه کوه داکار مي زړه راګروي يعني دمره ذحمت پر دماغ برابر سي چه زړه ئې هم نور تحمل نه سي کولی ٠ يعني د پنځو شپږو حواسو برقي رابطه د دماغ سره ده او د دماغ رابطه بيا له زړه سره ده او زړه جوهر ياقوه بيا روح دی چه روح د خوښۍ ، لوسو،هياجاناتو اونيکمرغيواصلي ادراک کوي ٠ ولي چه هغه دونيا ئې ليدلې چه حقيقت ،او د دې نړۍ ادرک هم کوي چه مجار ده او په مثال د عکس ده او بقا نه لري او هر وخت چه بدن ته د پنځويا شپږو حواسو له بې خبرۍ څخه کوم شئ داخل سي نو يوازي قلب خبريږي چه پر نظام حمله شوې او خپل ضربان ته تغير ورکړي چه مجادله وکړي او نو دغه وخت اميون او دفاعي نظام په کار شروع وکړي ٠ [/quote:9baf8ef157]
دا خبرې سمې دي په دې شرط سره چې دلته هم له ياد شوي زړه څخه مفهوم او مطلب همغه داحساساتو ، خوښۍ او خفګان او هياجاناتو مرکز وي چې په دماغ اصغر کې پروت دی او بس .

او دغه راز په دغه ايت شريف کې خو هم زړه نه دی ذکر شوی خو په ترجمه کې يې بيا شته :

[quote:9baf8ef157]نو که راسو و کتاب الله ته چه څه ئې فرمايلي
بسمه تعالی ٠ : وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَکَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ الْسَّمْعَ وَالْبَصَرَ کُلُّ أُوْلئِکَ کَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً ﴿ 36 ﴾ اسراء [/quote:9baf8ef157]بېشکه چه غوږ او سترکه او[color=white:9baf8ef157] زړه [/color:9baf8ef157]هريو له دغو(درې واړو ) ترپوښتني لاندي راسي
[quote:9baf8ef157]اقتباس:
په مغزو کې دغه شعور څنګه رامنځته شوی او د چا پورې اړه لري ؟ .

دغه شعور په روح اړه لري او روح يو امر مجهول دی و موږ ته !!! [/quote:9baf8ef157]
هو، هداسې د نوموړې ژباړل شوي ليکنې د مولف مطلب هم دی .
خو دعيني ابجکتيفې نړۍ پرته روح يا سبجيکتيفه دنيا څه نشي کولی او خوب هم نسي ليدﻻی، پاتې خو ﻻ نوموړي ريال تصويرونه . ښايي په بله دنيا کې روح دا قدرت او ابعاد ولري چې له جنتي خوندونو سره مخ کيږي.

[quote:9baf8ef157]او بيا دا نور الهي دی چه هر څه ئې محرك ساتلی که مجار دی او که حقيقت
الله نور السماوات و الأرض [/quote:9baf8ef157]
پوښتنه : ايا د لمرسترګه د نور منبع نه ده ؟ په پورتني آيت شريف کې د تنوير له پاره د نور د منبع کيدو په تړاو د الله تعالی او لمرسترګې تناسب څنګه دی ؟ [color=yellow:9baf8ef157]ستاسو ژباړه :
او منبع د تنوير رب العزت ، که الله نورقطعه کړي نو ظلمت او تاريکي سوه ٠
عکس ،مجاز ، حقيقت مانا د لاسه ورکړي .[/color:9baf8ef157]
والسلام



ع کريم حليمي
03.10.2006

اول خو بخښه راته وکړي چه ټيپي غلطي مي کړې ده !
ايات شريف داسي دی چه !
وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَ[color=cyan:4c174a5808]الْفُؤَادَ [/color:4c174a5808]كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً
سورة الإسراء - الآيه  36  

استاد صاحب سلامونه مي ومنۍ 

محترما !
فُؤَادَ و مکز ته ويل کيږي ! لکه تاسو چه اشاره ور ته کړې ده ٠ 
قلب  فؤادعامه مکز دی  او هم دټولوحرکتونو دکنترول
نو  د باصرې او سمعي هر احساس ،حرکت د  لفؤاد (زړه ) په لاس کښي دی 
د هر خطر په وخت کښي زړه غورځي او دربی ئې په خپلو غوږو اورو 
څرنګه چه دئ د بدن سره ماڼۍ ،شاهي ارګ ، او انسان کښي عرش العظم دی  
د طب علما ټوله په دې نظر دي چه انسان يا ژوند يوه  معما ده  
هو  دماغ اصغر يواځې فکري دنده تر سره کوي ، د مغز مرکزونه داسي ندي 
چه يودی يا دوه يا درې  دي ٠ هره ورځ کيدای سي چه بل فکري مرکز جوړ سي 

زړه يو مرکز دی او حرکت ئې هم په برق دي او برق ړنا هم ده 
 ولي چه الله فرمايي چه ! 
 
فرقان : وَقَالَ الَّذِينَ کَفَرُوا لَوْلاَ نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً کَذلِکَ لِنُثَبِّتَ بِهِ [color=blue:4c174a5808]فُؤَادَکَ[/color:4c174a5808] وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلاً ﴿ 32 ﴾
آرامى قلب ته راځي يا آرامى قلب ته راولي 
او انساني روحي مرکزونه اصلا مادي نه دي ، مانا ده 
 مانا او خدای بيا موږ انسانان تر نن ورځ پوره نه دي پېږندلی 
تصور کوو ٠ داسي ورځي به راسي چه ټوله حقيقت به ووينو 
ظلمت  پخپل مانا ده ،مادي شئ نه ده چه وئې پېږنو 
چه راته اسانه کوو ئې  نو د تارکۍ نوم ورکړو 
او نور د ځمکي او د اسمانو چه الله دي دا معنی چه د هرځه قوه رب دی 
SUSTAINER ئې رب العزت دی  ( نور اوحرارت چه نوي نو بيا مخلوق له 
منځه ځي ، که حرارت نوي نو حيات نسته 
دغه د لمر په وړانګه کښي هر څه الهي قوې راځي 
لَاتُدْرِکُهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِکُ الْأَبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ ﴿ 103 ﴾ انعام
 دا ادراک د الله سره سته چه اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ دي 
الله ليدل ويني ،اوموږ ليدل کوو خوليدل بيا ليدلی نسو 
[color=cyan:4c174a5808]الله هم ليدل کوي او هم ليدل ويني ٠ [/color:4c174a5808]

 



03.10.2006

محترم استاد صاحب السلام عليکم و رحمت الله و برکاته !

تاسو ښه تاييد کړې چې د احساساتو مرکز (زړه) په دماغ اصغر کې او د فکر ارګان دماغ اکبر دي ، ځکه د ټول دماغ فعاليت پر برقي تحرکاتو( أېمپولس) ترسره کيږي :

[quote:6526051568]زړه يو مرکز دی او حرکت ئې هم په برق دي او برق ړنا هم ده [/quote:6526051568]
که وايو اقرارُُُ ُ بالسان ، نو دااقرار په معنوي يا فکري شکل دماغ اکبر کوي ،خو وتصديقُُ بالقلب يې بيا په احساس سره په دماغ اصغر يعنې هغه زړه کې کيږي چې په په مغزو کې پروت دی ، نه په سينه کې . لهذا زړه يا قلب په پښتو او عربي کې دوه ډوله دي، يو طبي او بيولوژيکي زړه دی چې په سينه کې ځای لري او بل اصطلاحي زړه ، قلب يا په دري کې دِل دی چې د احساس مرکز دی او په دماغ اصغر کې ځای لري او د سينې د زړه پر حرکت هم اغيزه شيندي ، ځکه چې دهغه دضربان د کنترول مرکزهم د تنفس د کنترول دمرکز غوندې په دماغ اصغر کې موقعيت لري !
د احساساتو او جذباتو مرکزونه د حيواناتو په مغزو کې هم شته او پر برقي اېمپولز کار کوي او رڼا لري ،
نو رڼا يا نور که د لمر وي او که د برق د فوتوني زراتو له بهير څخه منځته راځي او په مغزو کې ددغه نور کتنه په طبي لابراتوارکې کيږي . ښايي د روحي پروسو په رامنځته کولو کې رول ولري خو روحي پروسه نه ده . نو څرګنده ده چې هيڅوک دغې فزيولوژيکي نور او يا بل نور ( لکه د لمر رڼا ) ته د الله تعالی له ذات سره تړاو نشي ورکولی، بلکې ستاسو له تفسير سره سم په نوموړي ايت شريف کې له نور السموات والارض څخه معنوي ، روحي يا روحاني نور مطلب کيدای شي او بس . که داسې يې سره بيل نکړواو فزيکي او فزيولوژيکي برقي يا لمريز نورونو سپيڅلتيا وروبښو ، خدای مکړه د لرغوني مصر د فرعونيانو يا د فارس د زردشتيانو په پر ګناه اخته نشو، چې لومړيو د لمر سترګي او دوهمې ډلې د رڼا او تودوخې له پاره د اور لمانځنه( پرستش ) کوله .[quote:6526051568]

[color=white:6526051568]فُؤَادَ و مکز ته ويل کيږي ! لکه تاسو چه اشاره ور ته کړې ده ٠ قلب فؤادعامه مکز دی او هم دټولوحرکتونو دکنترول نو د باصرې او سمعي هر احساس ،حرکت د لفؤاد (زړه ) په لاس کښي دی د هر خطر په وخت کښي زړه غورځي او دربی ئې په خپلو غوږو اوروڅرنګه چه دئ د بدن سره ماڼۍ ،شاهي ارګ ، او انسان کښي عرش العظم دی د طب علما ټوله په دې نظر دي چه انسان يا ژوند يوه معما ده هو دماغ اصغر يواځې فکري دنده تر سره کوي ... [/color:6526051568][/quote:6526051568]
[color=cyan:6526051568]هو سمه ده خو پاممو دېته  راګرځول غواړم  چې  دغه قلب دسينې قلب نه دی ، بلکې دا قلب هغه مرکز دی چې  په واقعيت کې په دماغ اصغر کې دی ، نه په سينه کې ، اوپه دماغ کې مستقيمأ د هغه مرکز سره هم تړاو لري چې د واقعي زړه حرکات او ضربان کنترولوي ! د حواسو تړاو له هغه زړه سره چې د وينو يو پمپ دی او په سينه کې پروت دی او ضربان يې پخپله اورو، هيڅ تړاو نه لري خو د زړه د ضربان د کنترول پر مرکز اغيز لري چې د سر په دماغ اصغر کې پروت دی ! دماغ اصغر د ټولو روحي اورواني ځواکونو مرکزونه لري ، خو دماغ اکبر بيا بيل شي دی او يواځې فکري دندې او شننې ترسره کوي . فکر رواني ځواک او قدرت نه ، بلکې  دماغي يا رواني  فنکشن يا دنده بلل کيږي ..هو فکر د حسونو ، ادراکونو، تصوراتو په ډله کې خوتر هغوی لوړ روحي فنکشن بلل کيږي ، خو احساات ( جذبات) ، مينه ، قهر ، لوږه تنده او شهواني غريضې بيا روحي ځواکونه دي چې نوموړي روحي فکشنونه په تيره بيا فکر تر ټولو زيات پر خپل خدمت ګوماري . نو دماغ اصغر رښتيا هم په اصطلاح امر او دماغ اکبر مأمور ته ورته دی او بس! او د سينې زړه هغه د چا خبره د روحي پروسو څخه بيل او په خروار ليټۍ کې هم نه حسابيږي .
والسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته ![/color:6526051568]


اور- بل
22.10.2006

جناب حليمي صيب او ښاغلي ځواکمن او ښاغلي نقاد او نورو قدرمنو لوستونکو !
زه د نوموړي اسلام پوه دا خبره نشم منلی چې دا دنيا دې په عينيت کې موجوده نه وي او يواځې زمونږ ذهني تصورات او ذهني توليدات دي چې مونږورسره سرو کار لرو اوبس . ځکه په دې صورت کې چې مونږ هر څه کوو واقعي به نه وي، که لمونځ کوو ، که روژه نيسو او که حج ته ځو يا د زکوات او خيرات په توګه چاته شنه لوټونه ورکوو، خدای مکړه که څوک وژنو او که په غلا يا بله ګناه اخته کيږو دا ټول به تش تصور خوب او خيال وي ، په واقعيت يا عينيت کې مو هيڅ نه دي کړي، نو هيڅ عمل به مو هيڅ ډول ثواب او عذاب هم و نه لري .

بله پوښتنه مې داده چې که دا ټول يواځې د فرد ذهني خوبونه او تصورات وي، څنګه بيا عمومي اعتبار لري او فردي ځانګړتيا نه لري . ټول افراد شپه او ورځ ، اوړی ژمی ، منی او پسرلې يو ډول پيژني، ولې ځنګلونه، کورونه ښار او سيندونه يوډول درک کوي ، دوه او دوه ولې په ټوله نړۍ کې دهرچا له پاره څلور کيږي ؟، ولې هر څوک پر عين قوانينو عمل کوي، مثلا هر څوک چې کور جوړي لومړی ورته بنسټ بيا لومړی ، دويم او ورپسې دريم پوړ جوړي، که دا تش خوب وای، نو دريم پوړ به لومړی او لومړی پوړ به وروستی جوړيدای شو !
د ځمکې د جاذبې قوې ته ذهن څه اړتيا لرله او بيا يې کشفولو ولې په سلګونو او زرګونو پيړيووخت ونيو، ولې له هماغه اول څخه د فزيک، تخنيک له اوسني يا ﻻ وروستني او آخرني پړاو سره انسانان په خپله ذهني دنيا کې نه مخامخ کيدل او کار يې ترې نشواخيسلای ؟ د مرګ پيښې ، ټکرونه او طبيعي ناورينونه چې انسان يې هيڅ تصور نشي يا نشو کوﻻی، ولې او څنګه په ذهن کې رامنځته کيږي چې ذهن يې هيڅ نه غواړي ؟
له عيني واقعيت څخه د ذهني ايدياليزم او ځينو مذهبي ښوونو پيګير انکار يا سکيپتېسيزم ابزور د او د ليونتوب درجې ته راټيټيږي ، چې د مذهبي تعصب زيږنده يې بللی شو او بس. والسلام .. .



ع کريم حليمي
23.10.2006

محترمي غوټۍ وربل او درنو  استاد ځواکمن صاحب او دانشمند نقاد صاحب 
اسلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
محترمي !
کومه ليکنه چه دانشمندنقاد صاحب زموږ مخته ايشې وه ، نه فلسفه وه او نه 
چورت ،او نه خوب اوخيال يعني علمي ليکنه وو او وي به !
د ځمکي پر مخ به څوک يا نقاد پيدا نشي چه په هغه علمي ليکنه کښي 
اګر مګر راوباسي ٠ 
ولي چه قران هم مادي شيانو ته قدر نه دي ورکړي ، او دالمنځونه ، خيراتونه ، 
د اعتبار نه دي اعتبار چه لري هغه زموږ اراده ده او بس 
الله فرمايي چه :
بسمه تعالی : لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلاَ دِمَاؤُهَا وَلکِن يَنَالُهُ التَّقْوَي‏ مِنکُمْ ...الی 
ژباړه . له سره نه رسيږي الله ته غوښي د دوی اونه ويني ٠٠٠٠٠٠ الی 
يوازي خبره په تقوا کښي ده او تقوا مانا ده ، لکه د سر په کوپړه کښي مانا  
او دا دنيا يو بل شئ نه ده بېله  ،و ما الحيوة الدنيا الا متاع الغرور
او غرور هم مانا ده مادي مفهوم  نه لري ٠ 
د ليکول  خبره اصلا دا ده چه دنيا مجاز او فاني ده ، څه چه په لاس کښي لرې 
يو چورت او خيال دي ، هرڅه داسي ځي او راځي لکه ته چه د سر په کوپړه 
عکسونه وينې ، نو مطلب دا چه ولي غلاکوې ،ولي اخيرت د يوه عکس 
په قيمت خرځوې ٠ يعني اصلا مادي نړي په مثال د هغه عکس ده چه هغه عکس 
هم اصلا مجازدی ، دا چه حرامي کټي کوې ، مال ، قدرت دي نه دی ګټلی 
ګټه دي اصلا د چورت ګټه ده او د قيامت کبرا په ورځ  حساب ستا د نيت 
يا اراده (چورت ) درسره کيږي  ، که سل مړي وکړې او نيت ئې د قتل تاسو 
نوي کړي نو قاتله او قاتل نه يوو ، او که دا دجهان ټوله ډالرونه خيرات کړې 
په ريا نو ګټه دي نشته ،  که په قيامت کبرا حساب په ليدلو وای 
نو ړانده به ټوله له حسابه خلاص وای ٠ که داسي وای نو ماخو په والله ځان 
ړوند کړي وای ، که ړونددې که کوڼ  حساب ورسره کيږي 
اما که ئې په سرکښي خلل وي نو بياخلاص دی 
ولي ؟ پدې چه مانا ئې په سر کښي خرابه ده ، يعني لېونییییییییییییییییی 

[quote:2c50942cc8]دوه او دوه ولې په ټوله نړۍ کې دهرچا له پاره څلور کيږي ؟، ولې هر څوک پر عين قوانينو عمل کوي، مثلا هر څوک چې کور جوړي لومړی ورته بنسټ بيا لومړی ، دويم او ورپسې دريم پوړ جوړي، که دا تش خوب وای، نو دريم پوړ به لومړی او لومړی پوړ به وروستی جوړيدای شو ! [/quote:2c50942cc8]

پتمني غوټۍ  !
ږيره مي سپينه سوه خوله کنډله اما يو او دوه مي ونه ليدل  که تاسو ١ ، ٢ 
ليدلي زه تعجب کوم ٠ دوه او درې څه کوې په ټول عمر مي ٩٠ درجې زاويه مي
په والله  که ليدلې وي ٠ ايا تاسو زاويه ليدلې ؟؟؟؟ 
دا خبره چه اول پوړ او بيا دوهم پوړ او بيا درېيم پوړ 

پتمي خور ! جاپان نن ورځ داسي  نه کوي سرچپه ئې شروع په کړې 
شپږم پوړ اول ودان کړي بيا پنځم ودان کي بيا څلورم ٠٠٠٠٠٠٠ اول پوړ اخر جوړه وي  
هغه د پخوا په ډول چه اول جوړ بيا دوهم جوړ بيا دريم ٠٠٠٠٠ 
ډير مصرف په کېدلی چه سرچپه کار شروع کړي مصرف ئې لږ کيږي 

  


اور- بل
28.11.2006

محترم مولوي صيب حليمي او قدرمنو لوستونکو ته سلامونه او نيکې هيلې!
[quote:fdaf7a899b] ږيره مي سپينه سوه خوله کنډله اما يو او دوه مي ونه ليدل که تاسو ١ ، ٢
ليدلي زه تعجب کوم ٠ دوه او درې څه کوې په ټول عمر مي ٩٠ درجې زاويه مي
په والله که ليدلې وي ٠ ايا تاسو زاويه ليدلې ؟؟؟؟ [/quote:fdaf7a899b]

نقطه، ليکه ، زاويه ،لنډه دا چې ټوله هندسه، عددونه او درياضي عمليې ګرد سره فکري ابستراکسيونونه absractions دي ، چې په خالص يا سوچه توګه په واقعيت کې نشته ، خو په واقعيت کې مادي تجسم پيدا کوي .

د اول پوړ او بيا دوهم پوړ او بيا درېيم پوړ په اړه دا خبره چې
[quote:fdaf7a899b] جاپان نن ورځ داسي نه کوي سرچپه ئې شروع کړې :
شپږم پوړ اول ودان کړي بيا پنځم ودان کي بيا څلورم ٠٠٠٠٠٠٠ اول پوړ اخر جوړه وي
هغه د پخوا په ډول چه اول جوړ بيا دوهم جوړ بيا دريم ٠٠٠٠٠ [/quote:fdaf7a899b] هم ددې له پاره نه ده چې ګواکې
[quote:fdaf7a899b]ډير مصرف په کېدلی چه سرچپه کار شروع کړي مصرف ئې لږ کيږي [/quote:fdaf7a899b]
بلکې د زلزلو له کبله هلته په اصطلاح ځوړنده کورونه جوړوي ،که لومړی د زلزلې
له امله ونړيږي،نو له دوهم منزل څخه نيولې تر وروستي منزل پورې کور ځوړند او له نړيدلو څخه ژغورلی پاتې کيږي. نو نړیدلی منزل ورته بيرته بيا رغولی شي او د ټول کور د بيا جوړولو د لګښت څخه پرې ژغورل کيږي او ارزانۍ ټکی يې همدا دی چې د دوه کورونو له مصرف څخه پرې خلاصيږي او بس ! البته دځوړند کور په جوړولو کې عين منطق پروت دی لکه په نورو کورونو کې ، خو صرف له سرچپه لوري څخه: هلته له شپږم څخه پنځم او له پنځم منزل څخه څلورم منزل مخکې نشي جوړېدای، په همدې توګه ترلومړي منزل پورې !
د ښاغلي نقاد ليکې ته زه هم درنای لرم ، خو دومره بايد ووايم چې دمعنويت رول زما پر اند په دې دنيا کې هم زيات دی، په دې شرط چې د مادي واقعيتونو سره سر او سمون وخوري ، او که نه په مستقلانه توګه به يې اغيز قدرې هم څوک احساس نشي کړاي . والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more