نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ع کريم حليمي
28.12.2010
دوستانو ته سلام
تاسو امریکا راوستل تر هغو چه تاسو چنګېږي ، د امریکایانو پښې ورټنګوۍ
چه سهار تاسي خدا له مځکی واخلي ، امریکایان به داسي وځی له که هغه نور چه ولاړه (روسان ) خلقیانو روس راوستل تاسو امریکا
تر څو دي د بن لادن سیاسي کونه نیولې وي ، د پښتنو په سرنویشت بازۍ کوې او د سني مذهب دي ریښې وایستلې ، ایران ته دي ټول پښتانه تسلم کړه
،
که ستاسو عمر ۷۰۰۰۰ کاله وو نو طبعا دا مریکایان پاته دي
ته او امریکا لم غوټی سره تړلي یاست ، امریکا به ووځي ، موږ په وایران ته په په لاس ور کړي ، عراق نه ویني ، ملا هدهد ده ، تر مځکی لاندي اوبه وینئ
دوه کاله لاس واخله له جنګ څخه ، په دوه کاله کښي به ملت د حل لاره پیداکړي ، هم د غلو له لاسه حمومت واخلي او هم به اشغالګر وباسي
د اسلام دي بیخ وایستلې د پښتنو دي بیخ وایستلي ، تر اشغال ګرو ته بدتره ئې
ته لوی دوښمن یي ، تربور يي خوړلای مو شې !!!!، نه روس موږ تر ستوني تېرولاسي او نه امریکا ، ته خو ISI يي د پښتانه او ملا پوستین دی اغوستي
د پشتنو کور همېشه تربورو ورخراب کړي ،
که ته ورک سوي د ګلبدین سره ، هغه محال به پښتانه ووینې چه اشغالګر
بې له جنګه والله که کونه راته ټینګه کړي ، غازي امان الله څنګه وشرړل
دا ملک هر وخت د ځیره خور او دال خور له لاسه برباد شوی
نادر خان چه کابل ته راغلي ، په کابل کي د نجارۍ اره نه پیداکیدل
ولی چه د ګوډ ملا !!!! په فتوا امان الله کافر وو ،
ملک د درو طرفونو اشغال وي ، اشغال ته هغه وخت د پای ټکی ایښول کېدای شي چه د ISI طالبان کډه بار کړي ، افغاني طالبان خو په کابل کښي ناست دي ، ملا ْضعیف ................................. د افغان طرفداران دي نه د ای اس ای
که زما ایمانه ته ختر وي ، نو ګمان کوم تاسو وختي په ترخه کښی ایشی وو
ما قتل نه دي کړي ، د انسان د حلالېدو فتوامي نده ورکړې ، خپل ایمان دي ګوره چه سته درسره ؟؟؟ ، ومَن يقتل مؤمناً متعمداً..
نوروز خان
28.12.2010
یاره هغه دلقمان خبره رښتیا دې په بالاخانه (اعصابو)کې ډز شوی ، چې داسې اپلتې بادوې ،حلیمي کاکو لومړی خپله دوایي خوره بیا کمپیوټر ته کینه ،دادې څه لیکلي دي ،دوه کاله خو ستا دلاروي په وینا خیر خیر ت وه ، مګر په هغو دوه کلونو کې دوه سترپرمختګونه داوه چې یوویدا صمدزۍ وشرمولو ، اوبل ترجمانان په بګرام کې بستري شول ، که مقاومت نه وی پیل شوی ، کیدای شي اوس به مو ګردې پیغلې صمدزیانې وې ، وروره په لیپ ټاپ کې مې چارچ ختم ده ، داعصابو علاج دې ضرور وکړه .
ع کريم حليمي
28.12.2010
سپکي جملې مه کاره ، ښه کار نه دی ، بد اخلاقی ده ، دا کار مه کوه
عزت نفس ښه کار دي ، اسلام معني اخلاق ، لا يسخر قوم من قوم عسى أن يكونوا خير منهم
pattang
28.12.2010
ملا صيب اوس سياست ته راغی خو ملا صيب زمونږ دکلي د ملا صيب خاصيت
هم پيدا کړی ، هرچا به چې لا ندی ورته پوخ که دهغه صفت به يې په حقه او ناحقه
کاوو ، حليمي صيب داخبردې له کومه ځايه ? چې ٧ زره کاله وجنګېږي ...... ايا د ا
دالهي الهام دی او که د cia دمزي پسه دلاندي برکت دی????????????????
له بلې خوا يو د ګورګين د ګورجيستاني عساکرو د بقا يا ؤ له نسله راپوزي کرزی
چې خپل شيعه توب په ښکاره پالي او همداسې کله کله د بيات د شيعه ئيزم
دخپرولو صفت هم کوي خو دهوتک ملا محمد عمر مجاهد هويت نه منې او تر
سواليې لاندې يې نيسي دا ولې ?????٠
حليمي صيب د قندهار د صوفي په دښته کې تقريبا له درې لکه څخه تر څلورو لکو
نوانسانانو پورې په ملا عمر پسې داختردلمانځه نېت تړلی دی او هغه کسان چې په
دوهم قطار کې په لمانځه باندې دهغه تر څټه ولاړ ول ، درې يې ژندي دي چې ما نن
هم تليفون ورسره وکړ او يو تن يې مړشو خداي پاک دې وبخشي ٠ هغه يوه دوست نن
راته ويل چې دملا صيب غوندې خوږ اواز يې تر اوسه پورې ندی اورېدلی او
داسې تر تيبات طالبانو نيولې وو چې دافغانسات په تاريخ کې يې ساری نه ليدل
کېږي٠ سر بېره پر دې دائينې مجلي ډېرې انتر ويو ګانې له ملا صيب سره کړې دي٠
قاضي محمدحسن حقيار په خپله خوله ماته وويل چې د ښځو دحقوقو په هکله
يې له محمد عمر مجاهد سره ډېرې انټر ويو ګانې کړې دي ٠ له هغوی نه بيا محمد
حسن حقيار دښځو په حقوقو په برخه کې دوه کتابونه په پښتو چاپ کړل چې پيسې
يې زمايوه ګران ملګري ورکړې دي٠
پر دې برخه کې پروپاګنده دستميانو، شيعه ګانو او دځيره خوارو ډېرې ناځوانه
خبرې دي ٠
حليمي صيب دصليبيانو په غر او پر مه غلطېږه چې دوی نوي نو په درې مياشتو کې
به دګورګين دکړوسي او دستمي ملګرو او شيعه ګانو دولت دړې وړي وي ٠
اشغالګر اوس هم په دې تخنالوګي کې لکه لېوني سپي له درده خپلې کونې ته
خولې اچوي٠
يوه دبله ور پسې وي :
حليمي صيب د ملي او شخصي اقتصاد په مانا هم نه پو هېږې :
کوم ملي اقتصاد او کوم شخصي اقتصاد ??
==> قاچاق ، رشوت ، مردګاوي ، هلته خو زه دکار سړی نه وينم٠
لعنت په اشغالګرو ، لا سپوڅيو او لعنت الله علی الکاذبين ٠
[quote:08d15f3a22="ع کريم حليمي"]ډېرو ګرانو او محترمو دانشمند پتوال صاحب ، لاروی صاحب ، نوروز خان ته او درنو لوستونکو ته سلام او احترام
نوروز خان صاحب په بحث کښي خپله ذکاء، خیال ، حافظه ، حس ، ذوق څرګند کړی اما د طالب د قتــــــــــــــــال مشروعیت ئې د بحث تر پایه ثابت نکړی ، او نه ملی مشروعیت
کوم وخت چه پر قدرت وه هم ئې ونه کولای شول چه مشروعیت تر لاسه کړي
زه ډېر په کلکه دا ویلی شم چه : بدیهي خبري هر وخت زړه ته لار پیدا کووي
اما داسي خبري : (د کندهار د ښار خلګ ملا صاحب پېږني ، د اختر لمونځ امامت ئې کړي خلګو اقتدا پسې کړېده ) د قناعت نه دي
او یا داسي خبري چه
[quote:08d15f3a22]ملاصیب په خپله په یوه تقریر کې دې خبرو سخت ځورولی چې خلک یې په پاکستان پورې تړي ، ده ویلي زه نو څوک وم چې پاکستان په ماافغانستان نیو زه له موره ددریو کلونو یتیم پاته شوی وم ، ټول عمرمې په کندهار کې په درسونو کې تیر کړی وه پاکستان ته یوځل په منډه تللی او بیرته راغلی یم ،داچې خدای داکارتردې ځایه ورساوه یوازې یې الهي اعجاز او نصرت بللی شو ، [/quote:08d15f3a22]
پورته خبري ٍ ثبوت ته ضرورت لري ، نه ولله بالله تالله ته
او یــــــــــا د ولله بالله تالله په عوض کښي وايي چه داچې خدای داکارتردې ځایه ورساوه یوازې یې الهي اعجاز او نصرت بللی شو
د ملا صاحب خبري به هغه وخت بدیهی واي چه حوالې ئې ویلي واي
چه په فلان مسجد کښی طالب وم بیا فلان مسجد او فلان ملا صاحب باندی مي هدایه ویلې او پر فلان ملا مي احادیث ویلي او پر فلان ملا مي صرف ونحو
په فلان مسجد کښي او فلان مسجد اوسېدلی یم ،
زه دا خبري نشم منلای ، بیان دي خو سند نه لرئ چه اووه زره واره والله بالله ووايي او په الهي اعجاز پوري وتړې د هیچا زړه ته لار نشي پیداکولای
نوروز خان صاحب ، د کابل حکومت چپه کوی !!! او په دغه نه پوهېږي
که د کابل حکومت را چپه شي په ۱۰ دقیقو کښي به ټول
ملي او شخصي سرمایی د خاورو سره خاوری کړېٖ !!!
چه اووه زره کاله و جنګېږېٖ د کابل حکومت نه چپه کیږي ، په دلیل د دېٖ چه
د ډاکتر نجیب حکومت چا نشولای چپه کولای ، نو ته به دا حکومت چپه کویٖ
چه ټول جهان سیاسي او اقتصادي کمک ورسره کوي ، دا د وتلو بغاري یو زرګري جنګ دي ، فاروق اعظم وايي چه امریکا یان موږ له خدایه غوښتل چه راسي ، څلوېښت کاله دمخه مو غوښتل خو دوی نه غوښته چه راسي ، فاروق اعظم اشغال نه غواړي ، امریکایان غواړي په وطن کښي
هوښ کوه چه د نجیب د حکومت اټکل او قیاس ورباندې و نه کړېٖ
ته يې فرض که چه را و دي پرځاوه آو دا سیاسي خلا څلور ورځي فرض که
کوم فلان لرېٖ د قدرت و خلا ته !!؟؟؟
درنښت[/quote:08d15f3a22]
عنوان
tandar
28.12.2010
ډیرو قدرمنو پوهانو او مشرانو سلامونه٠
که زه دومره پوه وی چه دغه موضوع دبعضو وروڼو تر مینځ دخفګان سبب ګرځی ،شاید مانه وی وړاندی کړی٠
ټول هدف دملت یوالی ،په یوی قوی ارادی سره داشغالګرو په مقابل کی سنګر نیول او دوطن ازادول او دیوه واحد افغانستان داستقلال غوښتل دی،که دقلم په زور وی اوکه دتوری او توپک په زور وی٠
داخاوره نن له مونږ ټولو په خپل توان سره قربانی غواړی٠
داخاوره تاریخ لری تر اوسه چانه ده خوړلی ،اوسنی نسل باید هم دا افتخار راتلونکی نسل ته پریږدی،انشاالله٠
نن ملت ویښ شویدی ددی بدبختیو نه به انشاالله په یوه اواز ډیر ژر ځان خلاص کړی دلوی خدای په مرسته٠
دټولو دوطن دازادی په لاره کی دیوه واحد نظر په هیله
دیرغلګرو په سر تندر٠
عادل عادل
28.12.2010
د بحث نتیجه :
د نړی ملتونو !
نن سبا د افغانستان او نړی مسلمان ولسونه د طالبانو حقانیت او سپیڅلتیا د دوی د دښمنانو د خباثت، ناولیو څیرو، وحشي اعمالو او باطل صف له مخې پیژني !!
هغه چې غواړی طالبان خدای مکړه تورن او خیرن ثابت کړی نو د ړندو او پوچو تبلیغاتو پر ځای دې د وحشی یرغلګرو توره لمن او د لاسپوڅي فاسد حکومت د لویدلي پرتوګ خیرنې پایڅې سپینې کړي !!!
ژوندي دې وي طالبان، مړه او سرټیټي دې وي د طالبانو حاسد او فاسد دښمنان !!!!
و.افغان
28.12.2010
وختامه مسک:
[quote:8a94890f97="عادل عادل"]د بحث نتیجه :
نن سبا د افغانستان او نړی مسلمان ولسونه د طالبانو حقانیت او سپیڅلتیا د دوی د دښمنانو د خباثت، ناولیو څیرو او باطل صف له مخې پیژني.
ژوندي دې وي طالبان، مړه او سرټیټي دې وي د طالبانو حاسد او فاسد دښمنان ![/quote:8a94890f97]
که چېرې د کابل اوسنۍ رژيم تر یو څه مودې پورې دوام پيدا کړي، نو نيم افغانستان به
د ايران څوارلسمه صوبه شي.
زه د سولې طرفدار یم، د هغه سولې چې لومړۍ شرط په کې د اشغالګرو وتل، او
دويم شرط په کې د جنګي جنايتکارانو او مجرمينو علني محاکمې وي.
دغه دوه غوښتنې په ټولو اديانو قوانينو او ملتونو کې شرعي او روا غوښتنې دي.
اشغالګرو او جنګي جنايتکاران يې هم په زړونو کې په حقانيت ايمان لري.
د حُسن نيت د اظهار په خاطر دې اشغالګر او ګوډاګۍ حکومت اوربند اعلان کړي، تورليستونه دې
ختم کړي، طالبانو ته دې عدل، معارف، اوقاف او ستره محکمه په کامله
توګه په لاس کې ورکړي،او په داخله، تحصيلات عالي، او اردو کې دې سمه نيمه
ونډه ورکړي، په داخله کې د امر بالمعروف رياست جوړ شي، او کاملا دې علماوو
ته په لاس کې ورکړل شي، او صلاحيت يې د دې قابل وي، چې د هر عاصي لاسونه
له عصيان څخه وتړي.
خو که چېرې خيرن نيته اشغالګر او د کابل په اداره کې ناست مجرمين دغو
شرعي عادلو مطالبو ته غاړه نه ږدي؛ نو هر رښتينی افغان به مجبورا وسلې ته لاس
اچوي، تر څو خپله ازادي او حقه حقوق لاسته راوړي.
په درنښت
عنوان
tandar
28.12.2010
عادل صیب، امین اوبس٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ژوندي دې وي طالبان، مړه او سرټیټي دې وي د طالبانو حاسد او فاسد دښمنان !
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ساپی صیب په دی کی هیڅ شک نشته،دریاست جمهوری مصارف به دافغانانو له خیټی بیرته باسی ،او پوهنتو ن به په دانشګاه بدلیږی ،دمزارشریف دانشګاه ې غټ مثال دی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
که چېرې د کابل اوسنۍ رژيم تر یو څه مودې پورې دوام پيدا کړي، نو نيم افغانستان به د ايران څوارلسمه صوبه شي.
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
د وطن ددشمنانو په سر تندر٠
ع کريم حليمي
29.12.2010
آخِر
سلام او احترام
مړه او برباد دي وي هغه فرد او ډله چه دوښمني کوي له افغان سره ، د اسلام له دین سره ، مرګ دي وي پر هر هغه پښتانه چه خپل قوم او خاوري ته خاین وي او خیانت کار ، هر هغه څوک چه معاش خوري د sia , isi اللهي د اولاد په غم يې اخته او ګرفتار کړېٖ .
اېٖ افغانانو !
داڅومره توندلاري ده !!، دا پښتانه لا نور څومره ځوروېٖ ، مکتب نه پرېږدېٖ ، ساز نه پرېږدېٖ ، سړک نه پرېږدېٖ ، پر ږیره خلګ څوروېٖ ، ځوانان د سر په ورېښتانو ځوروېٖ موږ پښتانه خو ئې د خاورو سره سم کړو ، قوم ئې له درس او تحصل څخه را محروم کړ، يو خو د لوی سره دا قوم نه درلود په دغه لس کاله کښی خو ټول قومونه د درس او تعلیم له نظره اسمان ته وختل ، او پښتانه تر پخوا لا نور شاته پاته شوه
کوم تکلیف دی چه پښتانه نه دي په ګرفتار ، دومره سرټمبه ِغورځنګ په تاریخ کي نه دي تېر شوی ، لکه د طالب غورڅنګ
د یوه عرب له پاره ئې ځان او خپل قوم په کړايي کښي کباب کړ ، هغه ملا صاحب چه په کندهار کښي د اختر لمونځ ورکړ او نه پوهېږم چه ولي په کښي
خطا وتللې وو ، دائې خیر
هغه ملا صاحب ته ، قوم وویل چه وباسه داعرب له وطن څخه و بل مسلمان ملک ته ، ملا صاحب دوېٖ پښې په یوه دوبېلۍ موچڼه چخ کړېٖ چه نه ،
زه بن لادن نه باسم !، ولي ؟ او پر څه باندي دا" امرالمؤمنین " د علماوو په قول ونه کړل ؟؟؟؟ ولي
داود خان چه قسم کړی وو چه زه به دفاع کوم ، ځان ئې شهید کړ خو استعفا ئې ورنه کړل
صدام حسین تر پایه ځان رئیس بللی ، او استعفا ئې ورنه کړل ،
ملا صاحب ولي ؟؟؟؟ استعفا ورکړه ، او حاجي بشر ته يې قدرت ور وسپاره
دا په شریعت او قانون کښی نشته !! که وخت د خطر راغلی نو امرالمؤمینین
به استعفا ور کوي !!!
ملا صاحب خو ولاړ ، غم او دښمني يې قوم ته پاته سوه ، کرزی او ملا صاحب دواړه پر چوکۍناست دي ، مري خو !! ملي پولیس او طالبان ، د وطن خلګ ، دوکانداران ، موټروانان ، ملا صاحب او کرزی خو دواړه ګاټان لري
تېزاب خو پور نجونو پاشل کیږي ، نه کرزی څوک وژلای شي او نه ملاصاحب
هر څوک چه د قلم عفت نه ساتي ، هغه ته بد اخلاقه ویل کیږي ، ځوک چه اخلاق نه لري هغه ایمان ته لري
زه یوازنئ سړي نه يم چه د د دغه قتال مخالیف یم ، په اسطلاح نیم افغانستان د دغه جنګ مخالیفت کوي ، دا نیم افغانستان ټول ګوډاګیان دي
د نظر ورکولو او خبرو حق نسته ؟؟؟
یو اسیابان زه یم آو بل اسیابان ته ئې ، ته هم د کمپیوټر تر شا ناست يې
او زه هم ، ته ښاغلی او زه ګوډاګئ آو حاسد او فاسد دښمن ؟؟؟
نو ښه خبره داده چه چاټینګ کوه او د هر چا سره چه مخ شویٖ نو د هیچا کرامت ته په سپکه سترګه مه ګوره ، نو که دچا کرامت ته په بده سترګه و ګورې نو اصلا دی خپله فامیلي تربیه څرګنده کړه
لوړ خلګ همېشه موافق او مخالیف لري ، ملا صاحب او کرزی نن لوی شوي او لوړ شويدي ، نو بدبهي ده چه مخالفین به لري
زه د کرزي سره هیڅ علاقه نه لرم اما د ملت او قانون سره سخته علاقه لرم
درنښت
larghonay laraway
29.12.2010
السلام عليکم!
زما په نظر په دې موضوع تر دې ځايه د ملاعمر او اوسني حکومت په اړه تود بحث وشو. بحث له دې پيل شو چې ۹۹ سلنه خلک د طالبانو پلويان دي. [color=red:8139672a91]په همدې ترتيب بحث د ملاعمر او کرزي په اړه ؤ چې دواړه د امريکا او اشغالګرو په ګټه لګيا دي او دواړه ګومارل شوې دي. [/color:8139672a91]هر ليکونکي خپل دلايل وليکل .
په پای کې موضوع د دليل پر ځای په مرده باد او زنده باد واوښته چې تش مرده باد او زنده باد کومه ګټه نه لري نو د ملاعمر او کرزي په اړه زمونږ د دې بحث دلايل به نور لوستونکو ته پرېږدو. تمه ده چې لوستونکي د دواړو کرکټرونو په اړه خپله پوهه ترلاسه ، د دواړو د اعمالو اغېزو ته پاملرنه چې کوم ورته ګټور دي او راتلونکې يې جوړوي.
يادونه :
په بحث کې ځينو ښاغليو سپکې سپورې هم وليکلې او له موضوع ووتل، حتی شخصي نيوکې او بدګومانۍ يې هم وکړې چې هيڅ اړتيا ورته نه وه. زه ستاسو په څېر په دې فورم کې يو نومورکی ليکونکی يم خو که چاته دعوت ورکړم چې فورم ته راشه نو په دې معنی نه ده چې د سپکو سپورو د ليکنو دعوت به مو ورکړی وي. بلکې د تاوده او منطقي بحث دعوت ورکوو چې ډېر تمرکز بايد د چاپه شخصيت او تاويلو ماويلو نه بلکې پر موضوع وکړي.
په راتلونکې کې که هر چا د کوم ليکوال د شخصيت په اړه سپک الفاظ وکارول يا يې حتی د هغه له نامه سره بې ځايه کليمه وکاروله او همداراز له موضوع ووتل نو هيڅ ګيله دې نه کوي او ټوله ليکنه به يې ړنګېږي
ګورو به !
لرغونی لاروی
ډاکتر وطنمل
29.12.2010
د بحث درنو ، قدرمنو او محترمو ګډونوالو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
[color=red:2d594bfc5e]د بحث موخه د افکارو روښانول دي نه تبليغ د يوۀ يا بل اړخ له پاره ![/color:2d594bfc5e]
د لاروي صيب دغه وړانديز به ټول منو چې :
[color=blue:2d594bfc5e]په راتلونکې کې که هر چا د کوم ليکوال د شخصيت په اړه سپک الفاظ وکارول يا يې حتی د هغه له نامه سره بې ځايه کلِمه وکاروله
او همداراز له موضوع ووتل نو هيڅ ګيله دې نه کوي او ټوله ليکنه به يې ړنګېږي
ګورو به ! [/color:2d594bfc5e]
نو په دې هيله چې تر څو دغه اصل په پام کې نيول کيږي بحث به هم د ورورولۍ او متقابل درناوي په فضا کې غځيږي او تر يوۀ رغنده پايه پورې به ورسول شي انشا الله !
كريم كامران
29.12.2010
ښاغلی ډاکټر وطنمل صاحب او ټولو ملګروته سلامونه وړاندې کوم.
ډیره مننه وطنمل صاحب چې موضوع مو په مشروطه توګه پرانیسته. همدې اصل ته باید هرڅوک درناوی ولري، د بحث تړل هیڅکله مناسب غبرګون نه دی.
په هرحال، موضوع ته راګرځم. د عادل صاحب نتیجه ګیري مې ډیره خوښه شوه په تیره بیا لاندې جمله:
[quote:534c709614]نن سبا د افغانستان او نړی مسلمان ولسونه د طالبانو حقانیت او سپیڅلتیا د دوی د دښمنانو د خباثت، ناولیو څیرو، وحشي اعمالو او باطل صف له مخې پیژني !![/quote:534c709614]
دا خبره د یوې عربي مشهورې مقولې معنی ده چې وايي: تعرِف الأشياء بأضدادها: هر شی د نوموړی شي د مخالف څیز له مخې پیژندل کیږي.
ورځ د شپې له برکته پیژندل کیږي، روغتیا د مرض پواسطه پیژندل کیږي، که خیانت نه وی امانت به چا نه پیژاند، د ازادۍ ارزښت هغه چاته معلوم دی چې غلامي یې پیژندلې وي، که څوک غواړي د اسلام ښیګڼې او بهتري وپیژني د جاهلیت د زمانې نه خامخا باید خبر وي، په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي تحریک او د عالیقدر امیرالمومین په قدر او اهمیت باندې هغه څوک پوهیدی شي چې په هیواد باندې د امریکایانو د بربنډ نظامي تجاوز او د افغانستان د اشغال اهداف، موخې، پټ او ښکاره مقاصد یې په حقیقي توګه درک کړي وي.
خو زما په عقیده نن ورځ هرڅوک حق او باطل پیژني، دا چې اعتراف پرې نه کوي جلا موضوع ده، بیا په ټینګار سره وایم چې الله جل جلاله هرانسان ته آن په ماشوموالي کې دا فطري شعور ورکړی چې حق او باطل سره بیل کړي، خیر او شر وپیژني، د ښو او بدو تفکیک وکړي، حق یوه بدیهي پدیده ده او بدیهیات نیغ په نیغه زړه ته لار پیدا کوي، اما دا چې څوک پرې اعتراف نه کوي د حق په حقوالي کې کمی نه شي راوستی. ماشوم چې په ماشومتوب کې کوم غلط کار وکړي فطرتا خپله غلطي پیژني او د مور او پلار د عقاب څخه ډاریږي، اما دا چې دمور او پلار ترمخه ولې خپله غلطي نه مني او ځان سپین ښيي جلا موضوع ده. آن په حیواناتو کې هم همدا الهي قاعده رایجه ده، که تاسو یوې پیشو ته غوښه ورواچوئ ستاسو په مخکې یې خوري خو که پخپله یې وتښتوي لیري یې وړي او په پټه یې خوري، آیا دا ددې معنی نه ده چې حیوانات هم فطرتا د ښو او بدو ترمینځ تفکیک کولی شي؟؟
تاسو یوه شیبه ددې مبارک آیت په معنی کې سوچ وکړئ چې: فألهمها فجورها وتقواها.
آیا ددې معنی همدا نه ده چې هر ژوندي ساکښ ته الله جل جلاله د ښو او بدو، خیر او شر د بیلولو او پیژندلو فطري شعور ورکړی؟ د حق او باطل پیژندنه یې په فطرت کې اغږل شوی صفت دی؟
فطرتا هرانسان ښه او بد پیژني، فطرتا هرانسان خیر او شر بیلولی شي، فطرتا هر انسان حق او باطل جلا کولی شي، او فطرتا هر انسان مسلمان پیدا کیږي ځکه چې اسلام پرته د حق څخه بل څه نه دی. ډیرو دلایلو ته حاجت هم نشته، نن ورځ -که دنیوي عارضي عواملو ته ونه کتل شي- هرڅوک د طالبانو د اسلامي تحریک او د عالیقدر امیر المومنین په حقانیت باندې په زړونو کې ښه پوهیږي، ضرور نه ده چې زمونږ په وړاندې دې اعتراف وکړي، هرڅوک دې له ځانه سره یوه شیبه په ګریوان کې سرښکته کړي، خپل وجدان او ضمیر دې مخاطب کړي، چې ددنیوي عارضي عواملو ته په نه پام سره د چا پرلور یې زړه میلان پیدا کوي؟؟؟؟؟
که څوک د خپل وجدان سره له دروغو کار وانخلي، ځواب به یې خامخا همدا وي چې د طالبانو اسلامي تحریک د هر افغان د زړه ډاډ او ټکور دی، او دا ځکه چې د حق پیژندل د هر ژوندي ساکښ فطري صفت دی، ځکه چې الله جل جلاله هر نفس ته د بدیو او ښیګڼو د پیژندلو الهام کړی دی، د پیدایښت نه ترقبره پورې هر انسان ته الله جل جلاله دا شعور ورکړی چې حق او باطل وپیژني.
ولې امام ابوحنیفه رحمه الله هغه انسان چې تک تنها په دښته یا غره کې رالوی شوی او مړ شوی وي، مکلف بولي؟؟؟؟؟
دا ځکه چې فطرتا الله جل جلاله هرانسان ته د حق او باطل دپیژندلو شعور ورکړی دی، که څه هم د پیغمبر دعوت نه وي وررسیدلی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم رښتیا وايي چې: البر ما اطمأنت إليه النفس واطمأن اليه القلب: ښیګڼه هغه ده چې زړه او نفس پرې اطمنان حاصلوي.
تاسو خپل رب ته مخ کړئ او مونږ ته شاکړئ او په صداقت سره ووایئ چې آیا په طالبانو باندې زړه ته اطمنان حاصلیږي او که د هغوی په دښمنانو؟؟؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې مبارک حدیث په معنی کې هم لږ سوچ وکړئ چې فرمايي: الإثم ما حاك في قلبك وكرهت أن يطلع عليه الناس: ګناه هغه شی ده چې زړه دې پرې نارامه شي او بده وګنې چې خلک ورباندې خبر شي.
زه ټولو هغو کسانو ته چې د طالبانو د حقانیت لپاره دلایل غواړي د رسول الله صلی الله علیه هماغه خبره کوم چې یو صحابي ته یې د نیکۍ او بدۍ په اړه وفرمایل: استفت قلبک: له خپل زړه نه دې فتوا وغواړه.
دطالبانو په پلوۍ ددلایلو د راوړلو معنی دا نه ده چې مقابل لوری حق نه پیژني!
حق هیڅکله نه پټیږي، بلکې سترګې پرې پټیږي.
29.12.2010
د حق جمع حقوق په دوه ډوله دي حقوق الله او حقوقالعباد، حقوقي اساسات هغې ته وايي چې سړی ورته تل رجوع کولی شي او لکه
د سرکو ډاګ په منځ کې د اوبو څاه ، سړی ترې او به څښلی او د وړاندې مزل له پاره ترې بتکی هم را ډکولی شي .
ځکه خو مونږ د غه جميع الکمالات بنسټونه او تلسټونه د سياسي اجتماعي ثبات اړينو تغيراتو ،بدلونو او پرمختګ له پاره لومړی اسلام ،
دويم ملي ګټې او دريم ملي اسلامي امت واکي وټاکل (البته امت واکي د کميت له مخې د ټولګړي اسلامي خلافت په معنی نه، بلکې د کيفيت له مخې همغه
اسلامي خلافت او امت واکي ده په ملي چوکاټ کې) !
دغه دا معنی چې مونږ پر نوموړو سياسي او اجتماعي اړوندونود بحث له پاره هم
همدغو زرينو اسااساتو ته اړيو چې پرې حل او فصل يې کړو!
لومړی : که اسلامي اساساتو ته وګورو له دې پلوه طالبان ورونه شکر د حقوق الله په برخه کې ښه دريځ لري، خو د عبادالله په په سياسي او اداري حقوقو کې
يې اوس هم د خلافت زرين اصل امت واکۍ (= د امت رايه او بيعت ) ته تن نه دی ايښی او له همدې ځايه داخلي جنګ رامنځته شوی دی .
خو که داخلي فشار پرې زيات شي ښايي د مؤمن افغان ولس سره
دغه اسلامي اصل ته هم تن کيږدي او له سلطنت ډوله ديکتاتورۍ څخه چې په آسانۍ سره ارثي بڼه اختياروي تير شي !
دوهم ملي ګټې دي ، چې تلسټ يې ملي آزادي او خپلواکي ده !
طالبان خو عملا د ملي اسلامي آزادۍ له پآره جنګيږي ! خو ددوی تړاو له القاعدې او ISI سره ددوی اخلاص ، جهاد او قرباني
د ملي آزادۍ او ملي خپلواکۍ له پاره تر سختې پوښتنې لاندې راوستې ده ! دا د نورو دنده نه ده چې پر دوی دغه تورونه ثبوت کړي، بلکې
د ا ددوی دنده او وظيفه ده چې ددغو تورونو په وړاندې خپل سپيناوی وکړي او نوموړي تورونه غلط ثابذ کړي . د جرم په اړه چوپوالی
پخپله د يوڅه اعتراف معنی لري او اعتراف يې بيا د جهاد ملي موخې او ملي خصلتونه له منځه وړي .
د ملي موخو نه لرل او د اسلام په نامه يې ښکاره منل او په پټه نفې کول دملت په وړاندې يو دومره ستر منافقت دی چې د جهاد اسلامي بڼه او
ماهيت هم تر پوښتنې لاندې راولي :
اسلام د ملي آزادۍ سره کوم تضاد نه لري، د ملي آزادۍ د ددومره اړينتيا سره سره
هغه له هدفه غورځول پخپله اسلامي غوښتنه نه،
بلکې په مقاومت دافغانستان د ملي آزادۍ د بهرنيو دوښمنانو کار او اغيز دی ، که نه بل هېڅ دليل نشي توجيه کېدای چې له مخې يې ملي خپلواکي
لومړی هدف نه ، بلکې دويم ، دريم يا څلورمه درجه هدف وګرځي ! په تيره پيا د هغو بهرني هيوادونو اغيز چې لکه پاکستان تل زمونم د ملي آزادۍ دوښمن او نقضونکی ګاونډی پاتې شوی دی .
د مقاومت د اوسنيو غړو مطلقه بې سوادي، جهالت، ناپوهي ، له خپل تاريخ ، سياست ، اقتصاد او ټولنې څخه بي خبري او داسې نورې
نيمګړتياوي ددې طبيعي مقدمات او شواهد دي چې په مشرتابه يې په ډيره آسانۍ د اسلامي د ديني جذباتو په مټ د مکار پنجابي
دوښمن په لومه کې ښکېل پاتې کېدلای شي .
دريم ټکی ملي امت واکي يا ملي اسلامي ولسواکي ده ، دا اصلا د جمهوريت اساسات دي ، د اسلامي جمهوريت ، جمهوريت د انتخابيت يا د آزادو رايوپواسطه (چې د بيعت پراخه شکل دی) د واکمنانو ټاکل دي له ولسوال او ښاروال نه نيولې آن تر
پارلماني وکيلانو او ولسمشره پورې ! له دې پرته د مسلمانانو هېڅ نظام اسلامي نه دی ،نو :
نو ملاصيب محمد عمر او د هغه پلويان دې لومړی ملت ته دا ثابته کړي او ډاډ دې ورکړي چې ددوی هدف ددريواړو اساساتو وحدت دی يعني هم
اسلام هم ملي آزادي ، خپلواکي ، ملي ګټې او هم په وطن کې دمسلمان اولس
ملي اسلامي ولسواکي = امت واکي غواړي !
که حکومت يا مقاومت په رښتيا دا دريواړه غواړي نو رښتيا به ٩٩ ٪ افغان مسلمان ولس د د هغوی په خوا وي او بشپړ مشروعيت به ولري ، او که نه ،
نه يواځې به نامشروع وي ، بلکې د کوم بهرني دوښمن لکه اشغالګره امريکا يا پنجابي پاکستان په ګټه به څرخيږي !
که دا دريواړه معيارونه په دواړو خواو بيطرفانه وکاروئ
[color=red:31dda8894e] نو ملي آزادي د موزي پاکستان له ترټلو ،د ملت له ګټلو او اشغالګرو له ويستلو پرته لاسته نه راځي ،
بلکې بر عکس له دې پرته د هيواد هر حاکم قدرت او هر مقاومت په يوۀ ضدملي،خائن او جنايتکار طاقت اړوي او بس ![/color:31dda8894e]
نوروز خان
30.12.2010
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
طالب غورځنګ چې رسمي نوم یې ( دافغان اسلامي امارت ) دی همدااوس دافغانستان او سیمې یوپیژندل سیاسي او پوځي خوځښت بلل کیږي ،داتحریک دهیواد ددیني علماء ، مخلصو مجاهدینو او پاک زړو طالب العلمانو له خوا له هغه وروسته پيل او اعلام شو ، چې نور دسیاست او حقوقو له شاګردانو څخه چړپېدلې وه ، دافغانستان دمجاهد اولس دا مخلصه او له قدرت څخه مستغني طبقه دکمونیزم ضد جهاد له ګټلو وروسته بیرته خپل جومات ، مدرسې ، کروندې اوخوارۍ روزګار ته ستانه شول ، او فرصت یې ورکړ ترڅو دمغز خاوندان ، دحقوقو استادان ، دسیاست ماهرین او دوکتوراوو درلودونکي ورته موعود نظام ورغوي ،خو متاسفانه دنظري سیاست شاګردان دعمل په میدان کې ترداحده ناکام وختل ، چې نور یې په وړاندې دصبر ټولې کاسې په څڅیدو شوې ، دطالبانو ترقیادت لاندې مومن اولس یوازې دهیواد او څوارلس کلن جهاد دارمانونو دساتلو لپاره پاڅون وکړ ، له پرمختګونو وروسته دې تحریک دنظام دجوړولو لپاره دیني علماء کرامو او دحنفي فقهې پوهانو ته رجوع وکړه ، په اسلامي سیاست کې داکثرو علماء له نظره دامیر دټاکلو لپاره کومه نهایي شوې یا قطعي طریقه نشته ، ددې وجه داده چې په صدر اسلام کې حضرت ابوبکر په یوه طریقه عمرفاروق په بله طریقه حضرت عثمان په کاملا جلا طریقه او حضرت علی هم په بیله طریقه ټاکل شوي دي ( رضوان الله تعالی علیهم اجمعین ) خو په فقه کې دامیر دټاکلو لپاره مشهوره او ډیره یاده شوې طریقه دیوې ځانګړې شوری له خوا ( چې له اهل العلم والخبرة) کسانو څخه جوړه وي دامیر ټاکل دي ، طالبانو هم دڅو ولایتونو له نیولو وروسته ، دهیواد له ګوټ ګوټ څخه تقریبا یونیم زر علماءکرام او مجاهدین راوغوښتل ترڅو امیر ورته وټاکي په هغو علماء کې دهیواد له ګوټ ګوټ څخه ډیر بانفوذه علماء کرام راوغوښتل شول ، او په کندهار کې یې ملاصیب دامارت لپاره غوره کړ .
په همدې غونډه کې ملاصیب همدې شورا ته په ډاګه وویل چې دقیامت په ورځ به زما لاس او ستاسو ګریوان وي زه چې هرګام اخلم ستاسو په مشوره او فتوایې اخلم زه داوعده کوم چې ستاسو داحکامو په عملي کولو کې به یوه ذره زیادت او کمی هم ونکړم ، خو که چیرې زه په غلطه تلم دابه ستاسو خدایي مسؤلیت وي چې ما له ناروا لارو راوګرځوئ .
له هغه وروسته دهمدې علماء کرامو په فتوا ملاصیب خپل حکومت پیل کړ ، دحکومت طرز هماغه سوچه اسلامي سبک وه ، انسان په ځمکه دالله تعالی خلیفه دی ، څه چې الله تعالی وایي هغه به عملي کوي ، أیحسب الانسان ان یترک صدی ، یعنی الله تعالی په هیڅ برخه کې هم انسان سرېله نه ده پرې ایښی دژوند دټولو چارو او اړخونو لپاره یې حدود او تګلاره ورته معلومه کړې ده ، ملاصیب دعلماء کرامو ترنظارت لاندې په ټولو برخو کې یوازې داسلامي شریعت نفاذ ته توجه وکړه ، په اسلام کې موسیقي حرامه ده ،حرامه شوه ، دښځو پرده لازمه ده ،حدود باید نافذ شي ، دغه راز نورې چارې چې کټ مټ هماغسې عملي شول .
داچې ځینې شک لري چې ګنې ملاصیب به دخپل ځانګړي پلان یادپردیو دټونګ په وجه دغه یونیم زرعلماء له طبیعته غورځولي او خپله ایډیابه یې پرې تپلي وي ماته خو له عقله بیخي لرې بریښي ، څنګه امکان لري ، ولې داشک وشي ایا افغان اولس او دیني علماء یې دومره بې جرأته او کمزوري دي چې یوکس خپل شخصي او غرضي ایډیا پرې منلی شي ؟؟ نه هیڅکله نه خدای مکړه
باید په یاد ولرو چې دطالبانو اسلامي تحریک دخپلې هرې کړنې لپاره خپله شرعي توجیه لري ، که څوک له شریعت څخه ځانګړي معاصر او سلیقوي برداشت کوي ، اوبیا په طالبانو اعتراض ته بهانه تراشي هغه ددوی کار دی داهیڅ امکان نلري چې داسماني قوانینو نفاذ دې دپاکستان دګټو سره سل فیصده موازي اوبالاخره یې تعمیل دهمدې لپاره وبلل شي ( اعاذنالله )
پتوال صیب ، ستادملي ازادۍ په معنی زه ونه پوهیدم ، نه پوهیږم څه ډول ازادي ملت ته غواړئ ، دطالبانو په وخت کې هم اولس ازادي درلوده که تاسو عام انتخابات غواړئ نو عام انتخابات ، نه افغاني دي او نه هم اسلامي ، په اسلامي شریعت کې هیڅوک هم نه شي ثابتولای چې عام انتخابات دنص په عبارت ، دلالت ، اشارت یا اقتضاء باندې ثابت وي ، انتخابات یوازې سل کاله عمر لري تقریبا ، ددیموکراسي دیوه اساس په توګه انتخابات کوم اسماني امر نه دی ، بلکه دآتن ګمراه منطقیانو له خیټې جوړ کړي دي ،په اسلام کې که دشهادت او روایه الحدیث مسائل وځيرو دکمیت په ځای په کیفیت اتکاء شوې ده ،نوځکه دعامه کثرت ګرایي له لارې دزعامت ټاکل مردود دي .
پتوال صیب ، زه چې ستا او لاروي صیب نظریات ارزوم ، نو هغه باور او برداشت مې له قوی کیږي چې اصلا دطالبانو دتحریک په اړه چې دیوه سوچه مسلمان او افغان په صفت باید ورسره په اساساتو کې هیڅوک مخالفت ونلري ( البته په جزیاتو او کړنو کې اختلاف ضرور پيښيږی ) دوه ډوله خلک لاهم تربګني پالي ، لومړی ډله هغه خلک دی چې دطالبانو دمخالف کابل رژیم څخه تنخوا خوري نو مجبور دي چې دخپلې اذوقې دحلالولو لپاره یوڅه ووایي او ولیکي په دوی کې ډیرباوجدانه خلک هغه دي چې یوازې په طالبانو پسې سپکې سپورې لیکی او کرزي ته څه نه وایي ، استاد شپون چې دکرزي او احمدزي د ډغروپه مهال داحمدزي درنې او دکرزې سپکې ته پسخیده نو لومړی یې له حکومتي دندې څخه اوږې سپکې کړې او بیا په کرزي پسې تبلیغاتو ته وجوړېد ، په هرحال ...
او دوهمه ډله خلک هغه دي چې له هیواده بهر اوسي او له واقعیتونو څخه یوازې درادیو له لارې خبریږی په دې اړه به زه یومثال درکړم ، زمونږ په سیمه کې یوکور وه چې د طالب مجاهدینو ډیر مخلص وه مونږ به همیشه ورتلو ، دسپین ږیري سړي ځوان زامن ټولو جهادي روحیه درلوده ، او کله ناکله خو به له طالبانو سره عملیاتو ته هم وتل ، پلار یې هم همداسې مجاهد سړی وه ، ددې یوسړی یوزوی په عربو کې اوسیده یو ورځ چې طالبان ناست وه ، دزوی یې ټیلفون راغی دی ورسره ګډوه کله چې پوه شو چې طالبان هم شته نو پلاریې تیلفون یوه طالب ته ورکړ چې له زوی سره یې لږ وغږیږي ، مګر هغه زوی یې دطالبانو په اړه دنظریې له درکه بیخي بدل وه ترټولو لومړی یې وویل چې ټول دپاکستان زامن یاستئ ، په دې خبره یې پلار هم ډیر ورته غوسه شو ، او ورته یې وویل چې داخو ټول دپلاني کلي دپلاني اکا او پلان حاجی زامن دي ته څنګه ورته وایې .
ددې سپین ږیری دزامنو ترمابین دافکارو دومره ژور درز زه په دې پوه کړم ، چې په خارج کې اوسیدل او دطالبانو له ماهیت څخه ناخبري یالږ خبري هم دلارورکۍ او بدګومانۍ سبب کیدای شي ، ماته شاغلی پتوال هم دهمداسې حالت ښکار ښکاري .
په درنښت
pattang
30.12.2010
نوروز خانه وخت دې مه ضايع کوه !
کوم خلک چې پر واحده ايديالوږي پورې تړلي وي ، هغه ته ستا او زما خبرې
يواځې سور ڼی وهل دي ٠
ع کريم حليمي
30.12.2010
ډېر ګران او محترم دانشمند پتوال صاحب او مکرم لاروی صاحب ، درنو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله
[quote:cc7e1e554c] دیوې ځانګړې شوری له خوا ( چې له اهل العلم والخبرة) کسانو څخه جوړه وي دامیر ټاکل دي ، طالبانو هم دڅو ولایتونو له نیولو وروسته ، دهیواد له ګوټ ګوټ څخه تقریبا یونیم زر علماءکرام او مجاهدین راوغوښتل ترڅو امیر ورته وټاکي په هغو علماء کې دهیواد له ګوټ ګوټ څخه ډیر بانفوذه علماء کرام راوغوښتل شول ، او په کندهار کې یې ملاصیب دامارت لپاره غوره کړ . [/quote:cc7e1e554c]
خوا بدی مه کوه ، ته خوهلک ئې ، تاویلی چه اووه کاله کیږي چه په دېٖ غورځنګ ورننوتلی يي ، هغه علما چه راتلل کندهار ته زه هلته وم په
احمد شاه بابا لېسه کښی اوسېدله ، په لکهاوو کالداري خرڅی شوې
د ملا صاحب پلندر پورته کښته کېدلي ، ملا صاحب چه څه غوښته په لاس نه ورتله ، هغه یو ناکامه مجلس وو ، چه پایده ئې ونه کړه نو بیا ئې خرقه شریفه را وایستل چه خپل مقام په لوړ کړي ،
او دوهمه خبره دا درته کوم چه دا د (اهل العلم والخبرة) خبره کتابي نه ده
د پیتاوي خبره ده چه لمر ته دي ډډه اچولې وي
که څه نه لیکم خو بیا د چرګ هدوکي د دانسورس په نامه خرڅوۍ
نوروز خان
30.12.2010
السلام علیکم
پتنګ صیب خبره دې بیخي پرځای ده ، زه هم اوس له دې کښت څخه چنداني دحاصل تمه نلرم ، داڅو ورځې یوڅه فارغ وم نوځکه مې دلته کار ځان ته وکوت ، ترهسې ګرځیدا دکورتو چیچل هم وایي ښه دي :lol: کیدای شي دامې تریوه مهاله وروستۍ لیکنه شي .
حلیمي صیب دکندهار ددرنې غونډې په اړه دې ډیر تت او دروغجن انځور ورکړی ، خدای دې دقیامت په ورځ له هغو یونیم زر سپین ږیروملایانو،صالحانو او شیوخو سره مخامخ کړه ، چې دا پوچ او پاش درباندې سپین کړي ، ته اوس غواړې دکلدارو په یادواري سره داغونډه هم دپاکستان په لکۍ پورې غوټه کړه ، داښه ده چې دحساب ورځ شته .
زه به رښتیا هم ترتا کشر یم ، خو دهدایت لپاره داشرط نه دی ، چې خامخا دې سړی عمر خوړلی وي ، له نیویارک میشتي بوډا نه دافغانستان ماشوم هم دوضعې ښه تحلیل او تجزیه کولای شي ، ځکه دغه یې په خپلو حواسو درک کوي ( هغه چې شرعا او عقلا دعلم قطعي سبب بلل کیږي ) او دنیویارک وال یې دازادۍ او اشنا له راډیو اوري ، هغه ازادي او اشنا چې دBBG امریکایي استخباراتي ځانګړی خبرساز سازمان یې ټول خبرونو یوځل له خپل نینوني څخه باسي .
[/quote]او دوهمه خبره دا درته کوم چه دا د (اهل العلم والخبرة) خبره کتابي نه ده
د پیتاوي خبره ده چه لمر ته دي ډډه اچولې وي
که څه نه لیکم خو بیا د چرګ هدوکي د دانسورس په نامه خرڅوۍ
[quote]
حلیمي صیب اهل العلم والخبرة داهل الحل والعقد دوهم نوم ده ، حنفي فقهاء چې اهل الحل والعقد اصطلاح کارولې ټول علماء په دې اتفاق چې مراد ترینه اهل العلم والخبرة دي ، زه ځکه هم داهل الحل والعقد په ځای دادوهم نوم استعمالوم چې ، چې لومړی نوم خویې استاد رباني ،سیاف ، حکمتیار او نورو داسې بدنام کړ چې اخر به کابلیانو دحق او ناحق شوری بلله ، خوداچې ملاصیب دهمداسې یوې رښتینې شورا دپریکړو په اساس هیواد دموجودیت له بحران څخه وژغوره ، تاسو ښاغلي یې دپیتاوي خبرې بولئ ، حکمتیار هم په خپل یوه کتاب کې امام ابي یوسف ته په اشاره سره لیکلي چې دااصطلاح دعباسی خلافت درباري ملایانو له ځانه جوړې کړې ده ، زه حیران یم چې څرنګه حکمتیار خپل په شمشتو کې ترټولو لوی ودان کړی جومات د امام محمد شیباني په نوم نوموي خودلته بیا دهغه ټولګیوال ابي یوسف ( چې داهل الحل داصطلاح کارول یې دده له سیاسي نظریې خلاف دي ) دی ورته دعباسي خلافت درباري ملا وایي ، دې ته عنادساذج وایي ، زما په ګومان خو حلیمی صیب هم دهمدې مرض ښکار دی ځکه خوداصطلاح دپیتاوي خبره بولي ، دی پوهیږي چې داسې یوه شورا خو والله که کرزی وټاکي او په بل چا خو دده خمار نه ماتیږي ،ځکه ورته پوره ۷۰۰۰ کاله عمر غواړي حلیمی بخشه به کوې سبا په اوږده سفر روان یم ښایي یوڅه وخت له کمپیوتره لرې شم
ع کريم حليمي
31.12.2010
[quote:eaa5d340c3] حلیمي صیب اهل العلم والخبرة داهل الحل والعقد دوهم نوم ده [/quote:eaa5d340c3]
دا دوېٖ خبري دوه جلا جلا تعابیر او مفاهیم لري!!! ، هر څوک د ځان رنګ بدی کوي ، رباني او سیاف خیل نشي کولای چه علمي أصول او یا أصول الفقه بدنام کړي ، طالبان پر موږ ګران دي ، دا چه داسیاسي او حزبي طالبان جنګ و زېږول چه انسانان حلالوي ، سیاسي سنګسارونه کوي دوی( دا مقاتلین در یادوم) هیڅ وخت د مدرسو د طلابو رنګ بدی نشي کولای!!
دا سیاسي مقاتلین او سیاسي ربانبان او توري خیل خپل رنګ بدی پخپله کوي ، ګروم مه کوه تاریخ ئې کندي ته غورځوي ، خو اصول به پاته وي
زما د مور نیکه ابو اخونذاده ( فاضل کندهاري ) یو د حق د لاري د مقاتلینو څخه وو نوم يې ژوندی دی، په اولو ورځو کښي دا زموږ سیاسي مقاتلینو د فاضل کندهاري له نامه څخه استفاده وکړه ، کله چه يې په سیاسي قتال شروع وکړه ، نو دامعنی نه چه : ابو اخونذاده بدنام شو
اصول او نېکان خلګ بد نامی نه لري ،د بدنامو سړیو په خاطر د اصولو هغه معروف او مشهورو نومونو او اصطلاحاتو ته تغیر مه ورکوه
[quote:eaa5d340c3] زما په ګومان خو حلیمی صیب هم دهمدې مرض ښکار دی ځکه خوداصطلاح دپیتاوي خبره بولي ، دی پوهیږي چې داسې یوه شورا خو والله که کرزی وټاکي او په بل چا خو دده خمار نه ماتیږي [/quote:eaa5d340c3]
داچه هوښیار او ځیرک او عقلمند يي د زړه غوښي مي دربندي پېزو دي
شاباس چه ګمان کوېٖ ، په دغه یوه خبره دي ځان له شره خلاص کړی
ما د شورا بد ندي ویلي ، د شورا و أهل الخبرة او فقهاء إسلام او علماوو ته د پاك خدای له درباره سلام او دیدارونه غواړم !!
چه د ملا صاحب خواهشات ئې پر ځای نه کړل ، ملا صاحب شورا را وغوښتل د دېٖ لپاره چه له شورا څخه داسي یو سند تر لاسه کړي چه :
"امرالمؤمنین د خدای د سیوري په توګه یوازې خدای ته ځواب وایي . هیڅ مځکني قدرت د هغه د اعمالو یا قضاوتونو سره د اختلاف کولو اجازه نه لرلي"
پورته الفاظ د بنده دي ، خو مطلب داچه ملا صاحب غوښتل چه مطلق پاچا سي او او هیڅ چاته نه وي مسؤل
د ملا صاحب پلندر ډېر وځغستل او پورته سو او کښته سو ، نو کله چه شورا ولاړه د ملاصاحب پلندر وویل چه لکونو کالداري مو خرځي شوېٖ خو شورا هیڅ پایده ونکړه
زه راډیو ته غوږ نه نیسم cnn څه نا څه ګورم
درناوی
ع کريم حليمي
31.12.2010
نوروز خانه ! یوازي جنګ کول يې نه ګټي ، زه به کابل ته درسم ماته ۳۰۰ بې توپکه طالبان راکه چه شاته مي ودرېږي بس !!
بیا وګوره چه په درو میاشتو کښي قتل او قتال د اشغالګرو چاره کوي او که جد وجهد
او که داسي پېښه شوه چه جهد پایده ونکړه ، نو درغلم ملاتړلی ، که فاروق اعظم راسره راتلۍ نو هغه به هم درولم ولي چه خِبْره او مجرب او مُخْتَبَر انسان دي
نوروز خان صاحب !
یواری يې بیا تکراروم ، چه ۷۰۰۰۰ زره کاله وجنګېږې خپل شندلی تحم نشې پر اخستلای
اما که مسنونه Dialogue د اشغالګرو سره روان وي جنګ ګټو ،
بې Dialogue جنګ د حیوان کار دي
درنښت
خالد سنګر
31.12.2010
ډیر درانه او محتر ورور هیښ صیب
سلامونه نیکې هیلې او پیرزوینې مو ومنئ خدای مو په ټولو شرعي امورو کې کامیاب او موفق لره .
خوږه وروره دټول پوښتنې په اړه مو ستاسو په زړه پوري لیکنه ولوستله ډير مستنده او په دلیل ولاړه لیکنه مو کړې .
الله دی اجر درکړې
هیله کوم وروره که کوم ادرس دی راکړی چی ستاسو سره له هغې لارې ملګرتیا وکړو او ستاسو له نیکونظرونو نه مستفید شو
ورور دی خالد سنګر