نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
٩٩فیصده افغانان په وطن مین سرتیره طالبان غواړی
tandar
07.12.2010
٩٩فیصده افغانان په وطن مین سرتیره طالبان غواړی،یو فیصد ې لاس پوڅی او جنایت کاران دی ،چه دځان دحماې لپاره داشغالګرو نوکری کوی٠
امریکایان خو یواځی بمونه نه غورځوی ،دشپی له خوا وحشیانه چپی دخلکو په کورونو، اود بی ګناه انسانانو نیول او دهغوی سره غیر انسانی،غیر بشری،غیراخلاقی ،وحشیانه چلندونه ،چه په هیڅ مذهب کی به چا نه وی لیدلی،دخلکو چیرته له یاده وځی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,
ازادیخواهانو او په وطن مینو افغانانو، نن مودشمن په ګونډو شوی او دتیښتی لپاره لاره او ځانته د اوړو پزه لټوی٠
یوالی ،وروری ،او ملی قیام نن دافغان خاوره دخپلی ازادی لپاره له هر افغان غواړی ٠
دیرغلګرو په سر تندر٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ټولپوښتنه : ډیرﺉ افغانان طالبان تاییدوی
خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کاناډا )
ليک : (ن . صمد )
نېټه : ١٦ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-07
اسوشیټیډ پریس لیکی چی نړیوالو معتبرو خبری شبکو لکه « اې بی سی نیوز » ، « بی بی سی » ، جرمن « اې آر ډي » ټلویزیون ، او واشنګټن پوسټ ورځپاڼی په ګډه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کی د ۱۷۰۰ افغانانو څخه ټولپوښتنی کړي چی اکثریت د تیر کال پر خلاف طالبان حق په جانب او ناټو او امریکایان ملامت بولی . هغوی پر امریکا اعتماد بایللی او د طالبانو سره خبری اتری غواړی .
تیر کال ۸٪ افغانانو پر ناټو او امریکایانو باندی د طالبانو حملې تاییدولې خو سږ کال ۲۷٪ هغه تاییدوی . د امریکا او ناټو لخوا د امنیت راوړلو تصور هم د تیر کال څخه ۱۲٪ راټیټ سوی دی . ۳۷٪ ورته ویلی چی د طالبانو سره باید خبری اتری وسی حال دا چی په ۲۰۰۷ کی دا سلنه ۱۳ وه .
خبر زیاتوی چی د امریکا او ناټو څخه خپګان او د طالبانو څخه طرفداري ښایی ځکه ډیره سوې وی چی هغوی په بې پروایی سره بم ورۍ او ملکی تلفات ډیر کړي دي او هم د امنیت په راوړلو کی ناکامه سوي دي .
Re: ٩٩فیصده افغانان په وطن مین سرتیره طالبان غواړی
monir
07.12.2010
سلامونه اوښې چارې!
[quote:7fb140df20="tandar"]٩٩فیصده افغانان په وطن مین سرتیره طالبان غواړی [/quote:7fb140df20]
پر دې مطلب باید چې د ټوکو ټکالو په برخه کې بحث وشی، ځکه دا یوه ټوکه برېښي!
که عام ولس د کرزی له حکومت نه سرټکوی پدې معنی هېڅکله هم نده چې دوی طالبان غواړی! اوریدلي به مو وي چې: آزموده را باز آزمودن خطاست !
خدای مو روغ لره !
په درنښت
pattang
07.12.2010
[quote:0617c73c1d]پر دې مطلب باید چې د ټوکو ټکالو په برخه کې بحث وشی، ځکه دا یوه ټوکه برېښي!
که عام ولس د کرزی له حکومت نه سرټکوی پدې معنی هېڅکله هم نده چې دوی طالبان غواړی! اوریدلي به مو وي چې: آزموده را باز آزمودن خطاست !
خدای مو روغ لره ! [/quote:0617c73c1d]
ټول عام اولس له طالب سره ولاړ دی ، نتيجه يې نه ګورې !!
،يواځې غله رشوتخواره د NGO ځښتنان طالبان بد ګڼي ، ځکه چې ګټې يې
په خطر کې دي٠
ژوندي د وي طالبان مرګ په لاسپوڅي رژيم٠
عنوان
tandar
08.12.2010
مونیره وروره تاسو ته هم ښی چاری٠
واقیعت ته دټوکو ګومان کول ،زړه بی ځایه خوشحالونه ده، چه تاسی خفه نه شی اوس به زه درته په یو ښه مثال کی چه یو اړخ ې هم خندور اوله بلی خواواقیت نه بیان کوی٠
دښځی او دمیړه سره جنګ شوی و،په عین دجنګ کی ښځی میړه ته وویل ،چه ځه ورک شه بلا دی په دا وړه خوټه شه٠
میړه ې ځواب ورکړ چه زور به ې په ٩ میاشت کی ووینی ،چه چیغی درنه باسی اوکه نه؟
اشغالګر او کاسه پاکی به ې هم خوند واخلی ،او دوی هم د٩ میاشتی په زویرګیو دی ،نن ټول ملت پوه او ویښ شوی دی،دا دوی چه کوم نفر روزی دا ټول راتلونکی غازیان دی ورځ به ې ووینی،مثالونه ې ډیر دی ،یوڅو ورځی مخکی هم یوه ې ٦ نفر اشغالګر مردار کړل په تاسف سره چه خپله هم شهید شو چه ملت ورته ګلان غاړه کی وراچولی وی او ژوندی غازی پاتی شوی ،روح دی ښاد وی٠
مننه٠
larghonay laraway
08.12.2010
ياره خدای دې نه کړي چې دا ټولپوښتنه رښتيا وي کنه نو نړۍ ته به څرګنده کړي چې افغانان ډېر بې شعوره خلک دي.
زما هدف له دې څخه د اوسني حکومت تاييد نه دی خو بديل يې طالبان هم نه شي کيدلی او بايد يوه درېمه ريښتونې مسلمانه او پښتنه ډله رامڼځته شي او د پښتنو لويدلی بيرغ لوړ او وځلوي.
عنوان
tandar
08.12.2010
لاروی صاحب تاسو که زما دلیکنی محتویات په غور سره ولولی بیا ستاسو له نظره سره کوم فرق نه لری ،اوما داستاسو دنظر په شانتی خپل نظر هم په کرتونو وړاندی کړیدی٠
ټول ملت ته ې نن دطالب نوم ورکړیدی خصوصا پوښتنو ته٠
په مجاهیدینو کی په غیر له څو نفرو نه ،نور جنایت کار نه شی کیدلای٠
په کمونیستیانو کی هم دغسی درواخله٠
مونږ له ټول ملت څخه خبری کوو،چه په ازادی سر ورکوی ،په دوی کی داسی خلک شته چه هیڅ کوم اړخ پوری ارتباط نه لری ،مګر نن دوطن داستقلال لپاره ې سنګر نیولی دی٠
اوانشاالله بریالی دی٠
مننه
Re: عنوان
monir
08.12.2010
تندر صیب سلامونه او ښې چارې!
[quote:7a8bb2aef5="tandar"]مونیره وروره تاسو ته هم ښی چاری٠
واقیعت ته دټوکو ګومان کول ،زړه بی ځایه خوشحالونه ده، چه تاسی خفه نه شی اوس به زه درته په یو ښه مثال کی چه یو اړخ ې هم خندور اوله بلی خواواقیت نه بیان کوی٠
دښځی او دمیړه سره جنګ شوی و،په عین دجنګ کی ښځی میړه ته وویل ،چه ځه ورک شه بلا دی په دا وړه خوټه شه٠
میړه ې ځواب ورکړ چه زور به ې په ٩ میاشت کی ووینی ،چه چیغی درنه باسی اوکه نه؟
اشغالګر او کاسه پاکی به ې هم خوند واخلی ،او دوی هم د٩ میاشتی په زویرګیو دی ،نن ټول ملت پوه او ویښ شوی دی،دا دوی چه کوم نفر روزی دا ټول راتلونکی غازیان دی ورځ به ې ووینی،مثالونه ې ډیر دی ،یوڅو ورځی مخکی هم یوه ې ٦ نفر اشغالګر مردار کړل په تاسف سره چه خپله هم شهید شو چه ملت ورته ګلان غاړه کی وراچولی وی او ژوندی غازی پاتی شوی ،روح دی ښاد وی٠
مننه٠[/quote:7a8bb2aef5]
آفرین ! ما هم درته همدا مثال درکړ چې: آزموده را باز آزمودن خطاست ! افغان ولس د دغو بې مغزو ( وړه خوټي) طالبانو تجربه کړې ده او دا دوهلو ټکولو نظام بیا نغواړي! د طالبانو په ظهور کې دوی هم خلکو ته د خپلې وړې :oops: ښودلي وو او وروسته ولیدل شو چې پدې کشالو خښتکونو کې د آی اس آی :oops: پټې وې او خلک یې غافلګیر او سنبه کړل ، خلک بیا نه غولېږي!
که همدغې نظر پوښتنې ته ځیر شئ یواځې ۹٪ خلک د طالبانو د نظام پلویان دي، چې یو به یې ښایی پتنګ صیب وی .
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2010/12/101206_im_afghan_poll_kabul_wood.shtml
په درنښت
كريم كامران
08.12.2010
د پورتنۍ ټولپوښتنې څخه دوه نتایج لاسته راوړی شو:
لومړی دا چې له طالبانو به څخه د عوامو ملاتړ تردې هم زیات دی، ځکه چې دا یوه د لمر په شان روښانه خبره ده چې هغه خبري شبکې چې دا ټولپوښتنه یې ترسره کړې ټولې دښمن ته وفادارې دي، په ورځنیو راپورونو کې د طالبانو سره د مور او میرې سلوک کوي، زه یقین لرم چې په دې ټولپوښتنه کې به یې هم ډیره درغلي کړي وي، او قاطع اکثریت به د طالبانو ملاتړ او د ناټو او امریکایانو غندنه کړي وي خو دوی به د خپل عادت له مخې له طالبانو څخه د ولسي ملاتړ کچه ډیره ټیته اعلان کړي وي. وما تخفي صدورهم أكبر.
دوهم دا چې پورتنۍ سرشمیرنه د همدغو خبري شبکو په هغو دروغو او تبلیغاتو باندې ستر دلیل دی، چې همیشه طالبان د ولسي خلکو په وژنه کې ښکیل بولي، که چیرته طالبانو ولسي خلک په رښتیا وژلی نو آیا ولسي ملاتړ به ورسره په دې کچه وه؟؟؟
الله جل جلاله دې وکړي چې د تعصب او کینې له وجې په واقعیتونو باندې سترګې پټې نه کړو.
larghonay laraway
08.12.2010
سلام!
کامران صيب رښتيا هم تاسو ښې نتيجې ته رسيدلي یئ چې د طالبانو پلويان زيات دي. په ځانګړې توګه د هيواد په کليو او بانډو کې.
خو دا مو نه دي ليکلي چې د طالبانو طرفداران ولې زيات دي؟
چې زه به يې درته ووايم. دا چې اشغالګر يوازې په ښارونو کې تم دي او د ښارونو او لويو لارو سرکونه بندوي او کليوالو سيمو کې حکومت دومره کمزوری دی چې په سوال شپې تېروي نو کليوالې سيمې او بانډې طالبانو يرغمل کړې دي او ټول يې سل په سلو کې له وېرې طرفدار دي که طرفداري ونه کړي نو پوزې او غوږونه به ترې غوڅ کړي.
همدا راز د افغانستان عام مسلمانان د اشغالګرو او اوسني بېلمازه حکومت طرفدار هم نه دي. خو که څوک يې طرفداري کوي يا به يې معاشخور وي او يا به غرب مېشتی وي چې د اشغالګرو تابعيت به لري.
د افغانستان عوام مسلمانان وايي خدای دې طالب د اشغالګر او اشغالګر د طالب سر ته کېنوي چې خلک ارام ژوند وکړي.
په همدې هيله ستاسو لاروی
عنوان
tandar
08.12.2010
لاروی صاحب ډیر عالی٠ ستاسو لیکنه.......
همدا راز د افغانستان عام مسلمانان د اشغالګرو او اوسني بېلمازه حکومت طرفدار هم نه دي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
لاروی صاحب نه، ډیرو دخپلو یومیه مشکلاتو دحل لپاره دنورو کاغذونه جب کی ایښی ،مګر په خپل ملی هویت سر ورکوی ،مثال ې زه خپله یم٠
او يا به غرب مېشتی وي چې د اشغالګرو تابعيت به لري.
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
لاروی صاحب نه، همدغسی چه په کمونیستانو اومجاهدینو بی کفایته خلکو ځای لرلو په طالبانو کی هم شته،مګر له عبدالحکیم مجاهد سره مرکه دپوهی له نګاه نه خوند کوی٠
اوبل دپزی او غوږ موضوع حل ده ،دهغی عاملین ،خوصر، او میړه ې وه ،نه طالبان٠
او په دی باندی ټول پوهیږو چه یو دشمن دبل دشمن تل بدنامول غواړی،چه هر چیرته یو جنایت وشی هغه به حتمی طالب نه وی کړی مګر دوی ې دطالب دبنامی لپار پر طالب اچوی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
له وېرې طرفدار دي که طرفداري ونه کړي نو پوزې او غوږونه به ترې غوڅ کړي.
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دازادی خواهانو په مخ کی همدغه طالب چه له سره تیر دی ،په واقیعت باید سترګی پټی نشی٠
لاړ شه داشغالګرو جنایتونه په زندانو کی وګوره ،چه څه حال دی ،مګر زه او ته ې نه وینو ،مګر تری خبر او پری پوهیږو،له نرانو نه ې خوټی شکولی دی اوخسیان کړی ې دی او داسی نور جنایات دهغو پوښتنه اویادباید وشی ،نه دپزی او غوږ ددروغو تهمتونه پر طالبانو٠
خدای دی افغانی طالبان تل بریالی لری٠
كريم كامران
08.12.2010
[quote:07ee4f9b2a] او ټول يې سل په سلو کې له وېرې طرفدار دي که طرفداري ونه کړي نو پوزې او غوږونه به ترې غوڅ کړي.[/quote:07ee4f9b2a]
دا چې نيمه خبره مو هم راسره منلي او ليكلي مو دي چې د ولس قاطع اكثريت د طالبانو حمايت كوي، لوى غنيمت دى. د اشغال لومړي كلونه دې لكه چې هير شول!!! هلته خو اشغالګر او خواخوږي يې على الاقل دې واقعيت منلو ته هم تيار نه وه چې ولس دډاره د طالبانو ملاتړ كوي، نور دا بل مشكل به دې هم خداى حل كړي او د پوزې او غوږ د غوڅولو وهم او دويرې او ډار خبرې به دې هم خداى حل كړي.
ډيره مننه.
larghonay laraway
09.12.2010
کامران صيب روان بحث کومه ټولپوښتنه ده او که ستاسو غوښتنه.
ما خو ليکلي چې ملت د کرزي د حکومت د کوبايانو او د آ ایس آی د طالبانو په انحصار کې دی او يرغمل کړی يې دی نو په دې شرايطو کې هيڅ کومه ټولپوښتنه اعتبار نه لري. ځکه چې يرغمل شوی ملت هيڅکله هم خپله اراده نه شي بيانولی. په لومړيو کلونو کې خو اشغالګرو هم د بشردوستۍ دعوې کولې او د وطن د بيا رغونې ډنډورې يې شروع کړې وې او طالبان د تورې بوړې په غارونو کې وو نو په هغه وخت کې به ملت څنګه د علم الغيب نظريې ورکړې وای؟
خو تاسو لاندې عجيبه جمله ليکلې ده:
[quote:cb5efbcb35]دا چې نيمه خبره مو هم راسره منلي او ليكلي مو دي چې د ولس قاطع اكثريت د طالبانو حمايت كوي، لوى غنيمت دى. [/quote:cb5efbcb35]
هیښ
09.12.2010
سلامونه
په افغانستان کې روان انساني مصیبت او تراژیدي دغربي استعمارګرانو دوحشیانه او غیر انسانی تجاوز او اشغال ثمره ده .هیڅ ازاد او خپلواک وولس دتجاوز او اشغال سره نه جوړیږی او طبعاً دخپلې ازادۍ او خپلواکۍ دپاره په مبارزه او مقاومت لاس پورې کوي .تجاوزګران او اشغالګران دخپل استعماری هدفونو دلاسته راوستلو له پاره داشغال شوی هیواد هغه اشخاص او عناصر استخداموي چې په وولس کې بدنامه وي او د خپلو خائینانه او جنایت کارانه اعمالو له وجهې دوولسي محکمې اوجزاسره مخامخ وی .
په افغانستان کې هم غربي استعمارګرانو دخپل شیطاني او غیرانساني هدفونو دلاسته راوستلو له پاره هغه اشخاص او مهرې اجیرې او استخدام کړې ،چې نور ئې دخپل خائينانه او جنایتکارانه ماضي له کبله په ټولنه کې ځائ نه درلود او دوولس له لوري ترتعقیب لاندې وو ،ترڅو دخپلو شومو کړنو او اعمالو له کبله محاکمه او مجازات شي.
ددې شیطان صفته او حیوان خاصیته عناصرو وحشتناکه او جنایت کارانه څیرې دهر افغان په ذهن کې ثبت دي او دهیڅ چانه پتې نه دي.
په افغانستان کې دهغو اجیرانو اومزدورانو شمیره چې دتجاوزګرانو او اشغالګرانو سره لګیا دی او په تحمیلی اداره کې دغربیانو سرسپرده او کړۍ په غاړه غلامان دي لکه دخلق او پرچم دجنایت کارانه بانډ درهبرئ کدرونه ، داسلام تر ماسک لاندې تنظیمي ـ ستمي جنګي جنایتکاران ،دتشيع ترنامه لاندې ایراني اجنتان او د تکنوکراتانو ترنامه لاندې د امریکا دڅارګرې ادارې جاسوسانو تر۶۰۰زیات نه دئ ،چې د افغان وولس سره په جفا او دتجاوزګرانو سره په وفا کې خپل ضمیرونه او وجدانونه خرڅ کړي دي او د استعمارګرانو دجنایت او وحشت ماشین په پالش اوپاک کارئ مشغول دي .
نو که دافغانستان ټول نفوس ۲۸ میلیونه په تخمیني ډول وي ،۶۰۰ کسه دټول نفوس ۰،۰۰۲۱سلنه کیږي ،یعني دافغانستان ۹۹،۹۹۸٪ خلک داشغالګرانو او دهغوئ دمزدورانو سره په ضدیت او دمقاومت د جبهې نه چې غوڅ رول په کې دافغانستان داسلامی تحریک شازلمیان لري ملاتړي دي ،بناءً دا پورته عنوان (٩٩فیصده افغانان په وطن مین سرتیره طالبان غواړی )یو کاملاً درست اودافغاني ټولنې دواقعي تصویر ښکارندوئ دئ.
اوس به راشودې ته چې دافغان وولس په دې مصیبت او عذاب نه ډک حالت کې څوک دي چې دوولس دخلاصون او نجات له پاره ئې په صداقت ،قاطعیت او فداکارۍ سره دمبارزې ډګر ته رادانګلي او خپلې سینې ئې دتجاوزګرانو او اشغالګرانو دبربریت په مقابل کې سپر کړې دي .
که قضاوت او تحلیل دشخصي او ګروپي غرضونو او نفسي میلونو او مرضونو نه پورته وکړو او خپل سرونه ګریوان ته ټیټ کړو اود شخصي عقدو ،نفرتونو،کینو او هوسونو په لومو کې اسیر ونه اوسو او دسالم عقل په اساس خپلې سترګې موجوده واقعیتونه ته خلاصې کړو ،نو دا خو دلمر په شان ښکاره خبره ده چې دتجاوزګرانو او اشغالګرانو سره په مقابله او مبارزه کې دوولس سره دافغانستان په سیاسي ،دیني ،اجتماعی ا و کلتوری سازمانو کې یوازې دطالبانو اسلامی تحریک اود افغانستان اسلامي ګوند وچې دتجاوز داولې ورځې نه ئې دوولس ،وطن ،تاریخ ،دین ،کلتور او نورو ملي ارزښتونو او ګټو په سر دپردیو سره هر ډول معامله ګری او سوداګري په قاطعیت سره رد کړه او دوولس سره دتجاوز ددفع کولو له پاره ودریدل .
افغانان ددې واقعیت عیني شاهدان دی ،چې دشر اوفساد عاملینو دتمدن ،عدالت ،اسلام ،وولسواکۍ او افغانیت ترنامه لاندې دمظلوم او باتور افغان وولس په مال ،ناموس او عزت څه لوبې ونه کړې ،چې دچنګیز او هتلر مخونه ئې په خپلو دې وحشیانه کړنو سره سپين کړه او دوحشت او جنایت نوئ ریکارد ئې په نړئ کې قائم کړ او نن ورځ همغه خدائ ناترسه ،منحوس او په بشري جنایتونو او عامه قتلونو معتاد ان د امریکائې جنایت کارانو سره په یوه صف کې ولاړ دی او دافغان وولس دوینو په تویولو او عام وژنو کې لګیا دي او په ډیره بې شرمۍ او ظالمانه توګه ئې د۲۱ پیړئ دې بشري فاجعې ته دوام ورکړئ دئ .
دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک هم انسانان دي او انسانان دغلطیو او اشتباه ګانو نه خالی نه دي ،حتمي به نیمګړتیاوې او عیبونه لري ،ځکه بې عیبه یو الله تعالی (ج) دئ ،لاکن دافغانستان په سیاسی جغرافیه کې که دطالبانو اسلامي تحریک دنوروډلو ،ټپلو سره مقایسه کړو ،سره دټولو مؤجه او غیرمؤجه نیوکو،انتقادونو، تورونواو نیمګړتیاوو طالبان ددیني ،ملي او انساني ارزښتونو په ساتنه ،پالنه او روزنه کې او دې ارزښتونو ته داحترام او وفادارئ له کبله تر ټولو بهتره او دوولس په نزد پوره اعتبار او اعتماد څښتنان دي او په دې هکله هیڅ سازمان ،تنظیم او ګوند ورسره سیالي نه شي کولائ او دا تاریخي ویاړاو اخروي ثواب ئې په نصیب شوئ دئ . دتحریک په ټول تاریخ کې څوک کوم سند او ثبوت نه شي ورکولائ چې طالبانو ملي خیانت او ملي جنایت کړئ وي ،حال داچې دافغانستان نورسیاسي سازمانونه او تنظیمونه که دینې صبغه ئې لرله او که بې دینه وو په ملي خیانت او ملی جنایت ککړ دي او دتاریخي محکومیت نه نه شي خلاصیدلائ.
داچې طالبان ،چې نه پیسې ورسره شته ،نه مودرنه سلاوې او تکنالوژي لري ،نه بهرنئ مرستې ورسره شته او نه دتبلیغاتو او پروپاګندونو عصري وسایل او امکانات لري ولې ددومره پراخه وولسی ملاتړ نه برخورداره دي او په خپله مبارزه اوجهاد کې دنړئ دلویو استکباري قدرتونو سره په مقابله کې بریالي دي ؟علت ئې دادئ چې دافغان وولس او داسلامي تحریک هدف او مرام یودبل سره تطابق لري .
افغان وولس دتجاوز اواشغال ختمول غواړی او دې هدف ته درسیدو دپاره په مبارزه لګیادئ چې په دې برخه کې دافغانستان اسلامي تحریک عملاً دخپلو سرونو په قربانولو خپله ملګرتیا په ثبوت رسولې ده او خپل استقلالیت ئې دغربي تجاورګرانو سره دجهاد په اعلانولو سره دعمل په ډګر کې پیاده کړئ دئ اودوولس خرڅونې په ځائ ئې وولس پالنې ته ارجحیت ورکړئ دئ.
افغان وولس دهر ډول فساد(اخلاقي ،اداري ،مالي ،کلتوري ،سیاسی اواجتماعی ) محو کول او له منځه وړل غواړی ، دطالبانو شعار او شعور هم دفساد په مقابل کې دنه پخلاکیدونکې مبارزې په اساس ولاړدي.
افغان وولس داسلام په دین معتقد وولس دئ او خپل سیاسي ،اجتماعي ،کلتوري ،روزنیز ،اقتصادی ،تجارتي او تولیدی ژوند داسلام ددین دارشاداتو نه په پیروئ کې سمبالول غواړی ،دطالبانو اسلامی تحریک داسلام دین ته دتعهد ،ایماندارئ اووفادارئ په میثاق سره خپله تګلاره او هدف تعین کړئ دئ او یوازې د قران او احادیثو په رڼا کې دټول بشر او باالخاصه مسلمانا نو نیکمرغي اواجتماعی عدالت لټوي .
لنډه داچې دافغان وولس اودطالبانو د اسلامي تحریک ترمنځ یو عقیدوی او فکري وحدت وجود لری او داسې نتیجه ګیري ځنې حاصلیږی چې طالبان یعنې دوولس دهیلو ،غوښتنو او ارمانونو منعکس کوونکي اوترجمانان .
تر کومه ځایه او وخته چې داسلامي تحریک هدفونه او تګلارې دوولس دهدفونو او تګلارو سره یوشان وي دا ملاتړ به په خپل قوت باقې پاته وي او دافغان وولس ددښمنانو او دهغوئ داجیرانو ټولې دسیسې ،پروپاګندونه او نیرنګونه دا ملاتړ نه شي له منځه وړلائ ،بلکه نور به هم ژور او پایداره وي او افغان وولس به دخپلو صادقو او اصیلو بچیانولکه طالبانو په سرښندنو او قربانیو خپله ازادی او خپلواکی په لاس راوړی او دتجاوزګرانو او اشغالګرانو ناوولئ حضور اووجود به دخپلې پاکې خاورې نه ورک کړي .
هو! که په راتلونکي کې بل داسې تحریک ،سازما او ګوند را پیدا شی ،چې په ديندارئ ،وطنپالنې ،وولس پالنې ،اخلاص ،صداقت ،فداکارۍ،سیاسي تقوا،ایماندارۍ ،غیرت ،ناموس ساتنې او خپلواکۍ غوښتنې کې داسلامي تحریک نه پیشقدمه واوسي ،طبعاً به افغان وولس دطالبانو په ځائ دهغوئ نه خپل ملاتړ اعلانوي ،خو په اوسني حالت کې دافغانستان دازادۍ او خپلواکۍ په مبارزه او دحق اوباطل په جګړه کې داسې څوک نشته ،چې دطالبانو الترناتیووګرزي او دافغانستان دتاریخ په دې سخته دوره کې دافغانستان دمظلوم وولس سره اوږه په اوږه د دمتجاوزینو او اشغالګرانو دوحشت اوجنایت مخه ونیسي.که څوک داسې ډله او یا سازمان پیژني باید هویت او ادرس ئې وولس ته وروښئي اودعمل میدان ته باید راووزی ،خپل حضور او وجود اظهار کړی او که نه ئې پیژني او حضور اووجود ئې په ذره بین کې نه لیدل کیږي نو حدالاقل خپلې شلیدلې او په افواهاتو روږدې خولې دې کنترول کړي او خپله انرژې دې که اجوره نه اخلي په ناروا پروپاګندونو نه مصرفوي.
مننه
Re: عنوان
pattang
09.12.2010
[quote:76e648518b="monir"]تندر صیب سلامونه او ښې چارې!
[quote:76e648518b="tandar"]مونیره وروره تاسو ته هم ښی چاری٠
واقیعت ته دټوکو ګومان کول ،زړه بی ځایه خوشحالونه ده، چه تاسی خفه نه شی اوس به زه درته په یو ښه مثال کی چه یو اړخ ې هم خندور اوله بلی خواواقیت نه بیان کوی٠
دښځی او دمیړه سره جنګ شوی و،په عین دجنګ کی ښځی میړه ته وویل ،چه ځه ورک شه بلا دی په دا وړه خوټه شه٠
میړه ې ځواب ورکړ چه زور به ې په ٩ میاشت کی ووینی ،چه چیغی درنه باسی اوکه نه؟
اشغالګر او کاسه پاکی به ې هم خوند واخلی ،او دوی هم د٩ میاشتی په زویرګیو دی ،نن ټول ملت پوه او ویښ شوی دی،دا دوی چه کوم نفر روزی دا ټول راتلونکی غازیان دی ورځ به ې ووینی،مثالونه ې ډیر دی ،یوڅو ورځی مخکی هم یوه ې ٦ نفر اشغالګر مردار کړل په تاسف سره چه خپله هم شهید شو چه ملت ورته ګلان غاړه کی وراچولی وی او ژوندی غازی پاتی شوی ،روح دی ښاد وی٠
مننه٠[/quote:76e648518b]
آفرین ! ما هم درته همدا مثال درکړ چې: آزموده را باز آزمودن خطاست ! افغان ولس د دغو بې مغزو ( وړه خوټي) طالبانو تجربه کړې ده او دا دوهلو ټکولو نظام بیا نغواړي! د طالبانو په ظهور کې دوی هم خلکو ته د خپلې وړې :oops: ښودلي وو او وروسته ولیدل شو چې پدې کشالو خښتکونو کې د آی اس آی :oops: پټې وې او خلک یې غافلګیر او سنبه کړل ، خلک بیا نه غولېږي!
که همدغې نظر پوښتنې ته ځیر شئ یواځې ۹٪ خلک د طالبانو د نظام پلویان دي،
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2010/12/101206_im_afghan_poll_kabul_wood.shtml
په درنښت[/quote:76e648518b]
[quote:76e648518b]چې یو به یې ښایی پتنګ صیب وی .[/quote:76e648518b]
منيرخانه سياست د مردکيو ګټل ندي او نه دهر چا کار دی او دروغ وېيل خو بيا
له پښتانه سره بد کاردی او دشرم ځای دی ٠ مخکې لدې چې دهېواد په برخه
کې بحث کوې بايد ډېر شيان تحليل کړې ، زنده باد مرده باد کومه ګټه نلري ،
زه دمعلم نيم خو خبرې دې ردوم ٠
- دغه انټر ويو په کابل کې شوې ده ، چې خلکو له ډاره او مجبوريته اوله لوږې نه
داسې خبرې کړې دي ٠ د کابل نر خونه اوس ټول د مياشتني وسطي معاشونو سره
چه 1100 دالر کېږي برابر شوي او دا کار cia ددې لپاره کړی چې اولس په ګونډو
کښېنوي او دازادي حساس يې په لوږه او بېچارګي مړ کړي٠ له بلې خوا د افغانستان
بانک هره ورځ په سرايې شهزاده کې په مليونو ډالر اخلې چې افغانۍ د خارجي
اسعارو په مقابل کې سابته وساتل شي او په حقيقت کې خو انفلا څيون ٥٠٠ مرتبې
جګ دی٠ په کابل کې راټول شوي خلک پخواني خلقيان، خاديستان ، لعنتي افغان
ملتيان او نور غريب خلک چې هغوی داشغالګرو په څنګ کې يوطفيلي ژوند کوي٠
ښايې نه بلکې زه له اوله تر اخره طالب يم ، داشغالګرو له منفي پروپاګندې څخه
کومه وېره نلرم ٠
يواځېنی حرکت او پاڅون طالبي حرکت / پاڅون دی چې د اشغالګرو له خوا په زور کېښودل شوی ، لاسپوڅی او له جنګي جنايتکارو ډک رژيم سر چپه کولی شي او بس ٠
د ستاينې وړ دي ژوندي دې وي طالبان
larghonay laraway
12.12.2010
السلام عليکم!
دا خو يوه لازمي خبره ده چې هر څوک له کوم ګوند سره تړلی وي نو خامخا به د هغه ستاينه کوي. حتی سپکو او شرموونکو کړنو ته به يې هم يو پرتوګ ور اغوندي لکه نن چې ځينو وروڼو د طالب او کرزي د ډلو په پيروۍ کې خپلې سترګې له حقه پټې کړې دي.
خو په حقيقت کې طالب او د کرزي ډله نه کوم سياسي ګوندونه دي، نه سياسي شعور لري او نه خپله اراده او واک لري.
دا ډېرې زړې خبرې دي چې په دې پاڼه کې ډېرې لاندې باندې شوې دي او نور پرې سر خوږول نه دي په کار.
په اوس وخت کې افغانان د يو سالم او افغان سياسي زعامت له نيشتوالي سره مخ دي او بايد پيدا يې کړي. دا چې څنګه يې پيدا کړي او څنګه راپيدا شي؟
دا همغه ستونزه ده چې که زه، بل او بل پرې پوه شو نو بيا خبره هم حل کېږي.
ټول افغانان بايد په همدې فکر کې و اوسي هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي او ورسره لوی الله تعالی ته لاسونه لپه کړي چې د تور ابامه د ښۍ او چپې پښې (کرزي اوملاعمر) څخه نجات ورکړي.
توصيه:
مه کرزي ته استخارې کوئ او مه هم ملاعمر ته خيالي ټولپوښتې کوئ دا ټولې بې ځايه ستړياوې دي.
مننه
لرغونی لاروی
نوروز خان
12.12.2010
لرغوني صیب لیکلي [quote:ce0c86c698]
ټول افغانان بايد په همدې فکر کې و اوسي هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي او ورسره لوی الله تعالی ته لاسونه لپه کړي چې د تور ابامه د ښۍ او چپې پښې (کرزي اوملاعمر) څخه نجات ورکړي.
[/quote:ce0c86c698]
لرغونی صیب مونږ خو په دې باور ځانونه سټ کړل چې ګوندې ملامحمد عمر داسلام یوازینۍ پښه ده او دکفر دسرخېل ( تور اوباما) ګونډې به ماتوي ، خو تا بیا همدا ملاصیب دتور اوباما چپۍ پښه بللې ، څنګه او ولې ؟؟ که لږ یې راته تشریح کړئ ، خو ګوره دقلم منتر مې نه دی په کار کوم چې دلته دود دی ، په دې برخه کې ما دپتوال صیب منطق هم چیلنج کړ خو ناشاباس ، ګوندې ته مې یوڅه پرله خلاص کړې
مننه
pattang
12.12.2010
انډيواله ! تاسو (فرهنګ پالو ) څه وکړل خو ټول دکرزي چپنې ته اتڼونه کوۍ !
مسالونه به يې نه را وړم خو ولا رحيم غمزده پردې ټولو غيرتمند دی٠
کوم وخت تاسو ميدان ته وړاندې شوي ياست ?? خو ټول په دالرو سخوند وهۍ !
کوم يوه (يوو ) لدې خلکو څخه ځان سياسي قرباني ته ور کړی .!
په شعرو او نثرو ، خبرو هيواد نه ازاديږي او نه جوړېږي ، بلکې يوه اله د تحريک
ده چې هم ارتجاعي لاسپوڅي او هم ملي ازادي غوښتونکي اړخونه لري٠
چې مسالونه يې پر دې فوروم کې ډېر ليدلکيږي٠
[quote:2b75bfbb93="larghonay laraway"]السلام عليکم!
دا خو يوه لازمي خبره ده چې هر څوک له کوم ګوند سره تړلی وي نو خامخا به د هغه ستاينه کوي. حتی سپکو او شرموونکو کړنو ته به يې هم يو پرتوګ ور اغوندي لکه نن چې ځينو وروڼو د طالب او کرزي د ډلو په پيروۍ کې خپلې سترګې له حقه پټې کړې دي.
خو په حقيقت کې طالب او د کرزي ډله نه کوم سياسي ګوندونه دي، نه سياسي شعور لري او نه خپله اراده او واک لري.
دا ډېرې زړې خبرې دي چې په دې پاڼه کې ډېرې لاندې باندې شوې دي او نور پرې سر خوږول نه دي په کار.
په اوس وخت کې افغانان د يو سالم او افغان سياسي زعامت له نيشتوالي سره مخ دي او بايد پيدا يې کړي. دا چې څنګه يې پيدا کړي او څنګه راپيدا شي؟
دا همغه ستونزه ده چې که زه، بل او بل پرې پوه شو نو بيا خبره هم حل کېږي.
ټول افغانان بايد په همدې فکر کې و اوسي هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي او ورسره لوی الله تعالی ته لاسونه لپه کړي چې د تور ابامه د ښۍ او چپې پښې (کرزي اوملاعمر) څخه نجات ورکړي.
توصيه:
مه کرزي ته استخارې کوئ او مه هم ملاعمر ته خيالي ټولپوښتې کوئ دا ټولې بې ځايه ستړياوې دي.
مننه
لرغونی لاروی[/quote:2b75bfbb93]
12.12.2010
فيروز خانه وروره سلامونه !
ستا چېلېنج د لومړي مخ هغه ٢٠ برخې ليکنې ته راجع کول وو چې د طالبانو ددفاع په اړه ليکل شوې وې او ډيرې لاينحل پوښتنې يې راپورته کړې وې .
که پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ويلی شې نو يو لست به يې هغه وخت دروليږم ، چې د يو او بل په تشو ويناو، ژمنو او ذهني
څرګندونو يې نه ځوابوې، بلکې په دليلونو، فکتونو او شواهدو يې ځواب راکوې، ځکه داچې فلانکی او فلانکی طالب مشر ، قوماندان يا
ملا صيب ښه سړی دی ، په دې کې زه هېڅ شک نه لرم او ښايي په پاکوالي، اسلامي تقوا او افغانيت يې له تا پرې ډير باور ولرم ،
خو دا د هرې خبرې د منلو هېڅ دليل نشي کېدلی . پوښتنې پخپله بايد سمې ځواب شي، نۀ داچې ناسم ځوابونه ځکه سم وبولو چې يو ښه ، پاک او ساده سړي ځواب کړي وي ، او بې قناعته ځوابونه پرې د قناعت په ټاپه ټاپه کړو . د سياسي سوالونو ځوابول په سياست ناپوه ، ساده او بې خبرو کسانو سړی حقيقت ته د رسيدو پر ځای نور هم ترې ليرې کوي .
د افغانستان د ملي دوښمنانو چل ټول په همدې کې دی چې ساده، پاک ، په سياست نا اګاه پښتانه په غير شعوري توګه استعمالوي چې په ځان خبر هم نه وي
تږي يې ګودر ته بيايي او تږي يې بيرته راولي، دوی په ځان نۀ پوهيږي خو فعاليت يې ټول د همغه دوښمن په ګټه کړی وي او وړاندې هم د هغوی په ګټه کوي چې د اسلام په نامه ورته ځان ورور او خواخوږی رهبر معرفي کړی وي خو هر ګام هره خبره او هر حرکت به يې د اسلام آباد په ګټه او د افغانستان په تباهۍ تمايږي !
د کرزي حکومت يو خاين، لاسپوڅی، د اشغالګرو ګوډاګی ، فاسد ، چټل او واجب السقوط حکومت دی، خو دا هم افغان ولس
هېڅکله نشي منلی چې د اشغالګرو لوېديځوالو له باران څخه دې دلا بدتر عنعنوي او تاريخي دوښمن اشغالګر
پاکستان ناوې ته پناه يوسي او يا
ډانګ په لاس کې دې د يو مار له وېرې سړی د تمساح خولې ته ورټوپ کړي ! لاره داده چې له تمساح نه به ځان ساتې او که کولی شې
په ډانګ به دې مار وژنې او يا به ترې وتښتې خو د تمساح خولې ته به هېڅکله دپناه له پاره ټوپ نه کوې ، آيا همداسې نه ده ؟
نوروز خان
13.12.2010
پتوال صیب محترم السلام علیکم
نه پوهیږم دلومړي مخ له شل برخې لیکنې نه دې مراد څه شی دی ، که چیرې دې هغه دعبدالودود هجران په نامه دچالخوا لړۍ واره لیکنه مراد وي ، نو باور وکړه چې نه هجران پیژنم او نه مې تراوسه دنوموړي دلیکنې حتی یو پاراګراف لا لوستی دی ، نه پوهیږم دطالبانو دتحریک ( دافغانستان داسلامي امارت ) په اړه ستاسوالونه څه دي چې حل نه لري یانه مني ،دطالبانو پاڅون ، حکومت او اوسنی جهاد یې دومره پیچلی نه دی لکه تاسو چې ورته په چورت کې یاستئ ، دطالبانو دویاندانو نمبرونه ۲۴ ساعته خلاص وي ، او نړۍ دټولو خولورو او بې خولې ژورنالیستانو او څوس وهونکو هرډول پوښتنې ځوابوي دلته داشدمحرم په نامه کوم څه نشته ،چې باید په منافقت ترې تېرشو او هیڅ هم پرې ونه وایو ، تاسو مو خپلې پوښتنې دلته پرلیکه کړئ چې دټولو لوستونکو ترمخ پرې وغږیږو ترڅوهم ستاسو او هم دنورو شکاکیانو اندیښنې حل ومومي
په درنښت ورور مو نوروز
larghonay laraway
13.12.2010
نوروز صيب په همدې بحث فورم کې په دې اړه دومره ډېرې ليکنې شوي او دومره دلايل راوړل شوي چې هغه د ملايانو په اصطلاح د امريکې او طالبانو اړيکې (اظهرمن الشمس ) دي او کرزی خو يې د نويو خبريالانو په اصطلاح (خپل هغه دی)
د کرزي په پښه کيدو کې خو تاسو هم راسره موافق يئ خو د ملاعمر په اړه به يو غټ پټ بل مثال هم درته وليکم:
يو شمېر طالب چارواکي چې حتی نومونه يې د امريکې په تور ليست کې دي او په مليونونو ډالره انعام يې پرې ايښی خو د کرزي د ورور قيوم کرزي سره په کرز کې شپې ورځې تېروي او په هغه دښته کې چې د قيوم کرزي کور دی که طالبان ونه غواړي نو په هوا هم نه شي ورتلی خو په يو لاينډکروزر موټر کې له کندهار ښاره ورځي.
همدا راز قيوم خان له همدې تورليستو طالبانو سره په دوبۍ کې خبرې هم کوي.
نور په دې اړه ډېر مثالونه ځکه مه غواړه چې تر لمر روښانه ده.
کرزی يې ښۍ پښه ده ځکه چې د پردې پر مخ دی.
ملاعمر يې ځکه چپه پښه ده چې د اوس لپاره يې له صحنې ويستلی .
مننه
ستاسو لاروی
شيرين جان
13.12.2010
لاروی صیب فرضا ملاقات شوی، نو دیو چاسره ملاقات اوهغه هم بیادقیوم کرزي سره،، دا دې خامخاداوباما په پښوتعبیر شي؟؟؟
او یاخوداده چې تاسې ته د اوباما ددې تورو لینګيو سیوری،، ښۍ پښه، کیڼه پښه، او نورې عضوې.. :wink: هرچیرته مخته مخته کیږي؟؟ :lol:
نوروز خان
13.12.2010
السلام علیکم
لرغوني صیب لیکلي [quote:a74a4927c1]
يو شمېر طالب چارواکي چې حتی نومونه يې د امريکې په تور ليست کې دي او په مليونونو ډالره انعام يې پرې ايښی خو د کرزي د ورور قيوم کرزي سره په کرز کې شپې ورځې تېروي او په هغه دښته کې چې د قيوم کرزي کور دی که طالبان ونه غواړي نو په هوا هم نه شي ورتلی خو په يو لاينډکروزر موټر کې له کندهار ښاره ورځي.
همدا راز قيوم خان له همدې تورليستو طالبانو سره په دوبۍ کې خبرې هم کوي.
نور په دې اړه ډېر مثالونه ځکه مه غواړه چې تر لمر روښانه ده.
[/quote:a74a4927c1]
لرغونی صیب یو خودې مدعا( ملامحمد عمر داوباما پښه کیدل ) او دلیل ( له قیوم کرزي سره دځينو طالب مشرانو اړیکې ) بیخي سره غاپي ، او کوشیریدل یې راته تقریبا ناممکن بریښي او بله ستالوړه موندنه چې ویلیکس هم رابرسیره نه کړه نه پوهیږم تا له کومې سوړې راوایسته ، که خبره یوازې داوازو وي چارسو اژانس خو داسې نورهم ډیر تعجب آور راپورونه ورکړي دي ، تردې چې داهم ویل کیږي چې ملامحمد بیخي وجود نلري ، اویا دافغانستان ټول ملایان انګریزان دي ، او داسې نور ...
تاسو دچارسو اژانس یو خندونکی راپور لیکلی او بیا مو ویلي چې نور په دې اړه هرڅه ترلمر روښانه دي ، نه پوهیږم داڅنګه لمر دی چې یوازې تالیدلی ،تاسې (انټي طالبان ) عجب خلک یاست هریویې په خپل سرډنګوئ او دهریوې خپلې انګیرنې وي ، پتوال صیب وایي ملامحمد عمر داوباما پښه نه ،بلکې دپاکستان په واسطه دډیويد کامرون پښه ده ، هغه ستا په دې ایډیا هیڅ باور نلري ، خوته بیا بل څه وایې ،نه پوهیږم څنګه خپل دا دریځ توجیه کولای شئ چې فردي نظریې وهمیات او ګیډي عندیې موباید درست اولس درسره ومني .
13.12.2010
[quote:ad8858b900]پتوال صیب وایي ملامحمد عمر داوباما پښه نه ،بلکې دپاکستان په واسطه دډیويد کامرون پښه ده ، هغه ستا په دې ایډیا هیڅ باور نلري [/quote:ad8858b900]
ځوانه هغه څه چې چا نه وي ويلي له ځانه يې ورپسې مه تړه، زما په هېڅ يوه ليکنه کې د ډيويډ کامرون نوم نشته، همدارنګه چې لرغوني لاروي صيب ته زما په اړه ليکې چې : هغه(پتوال) ستا په دې ايډيا هېڅ باور نلري ، دا خو نو بالکل له خپلې خېټې غږېدلی ياست، او که ته زما نمايندګي کول غواړې اقلا ماخو بايد دمخه يوځل خبر کړې ، که نه دا خو ټول تورونه دي چې تاسې راپسې راخوشې کړي ، ايا فکر کوئ چې ژورناليزم هېڅ اصول نه لري (؟) او که مونږ درته ډير بې خبره او بېړاګان ښکارو؟
که داسې فکر نه کوئ نو د لاروي صيب خبرې که پخپله نشئ ردولی زما په نامه يې
ولې ردوئ ؟
بل داچې لاروي صيب يو پياوړی ژورنالستي قلم لري، په افغانستان کې دننه دی او هرڅه له نږدې ويني
پاې شو د طالب مشرتابه , آيا تاسې د ISI له ملاتړ څخه انکار کوئ چې له طالبانو سره يې لري ؟
که انکار کوئ نو
اول - ديکي ليکس د افشاګريو په اړه څه واياست ؟
دويم - د جنرال حميدګل او نورو لوړپوړو پاکستاني متقاعد چارواکود ويناو په اړه څه واياست چې تر اوسه پورې يې په نوموړي ملاتړ علني اعترافونه کړي دي ؟
او که نه، اوښ په بډه نه وهئ او نه لمر په دوه ګوتو نه پټوئ او معترف ياست چې هو ISI, د پاکستان پوځيان، د مسلم ليک ګوند او داسې
نور د طالبانو سره مرسته کړې او کوي يې، نو په دې به دې هم سوچ کړی وي چې
چې پاکستان د څه له پاره له طالبانو سره مرسته او ملاتړ کوي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
حتی دابه ستاسې هم د وجدان غږ او پوښتنه وي چې :
[color=red:ad8858b900] آخر د څه له پارآ آ آ آ آ آ آ آ آ آ آ آ آ آ آ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:ad8858b900]
[color=blue:ad8858b900]او ځواب بايد ورته ولرئ !!!!!!!
په مينه ، درنښت او سلامونو ![/color:ad8858b900]
pattang
13.12.2010
[quote:c103f8268f]پاې شو د طالب مشرتابه , آيا تاسې د ISI له ملاتړ څخه انکار کوئ چې له طالبانو سره يې لري ؟[/quote:c103f8268f]
اصلا خو داپورته يو بوين ريتوريک دی :
ولې په هره ليکنه کې ISI ياديږي ولې دپاکستان دولت نه !!!!!
ايا د پاکستان پارلمان د isi مشر او کارمندان يې ګوماري او که بر خلا ف
ISi د پاکسان پار لمان !
Lotfollah
13.12.2010
جنرال کیاني د افغانستان لپاره څه غواړي ؟
دافغانستان لپاره دپاکستان دسولې په پلان کې ددغه هیواد دپوځ لوی درستیز خپله واقعی څیره څرګندوي . ډیلی ټیلی ګراف ورځپاڼه تردغه عنوان لاندې لیکي چې دسولې هغه پلان چې دپاکستان دپوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیانی یې ملاتړ کوي څرګندوي چې دبرتانیی دصدراعظم ډیویډ کامرون هغه وروستۍ څرګندونې چې په هند کې یې وکړې سمې نه وې .
ده ویلي و چې پاکستان نه شي کولای دوه مخي سیاست ته دوام ورکړي ، خودجنرال اشفاق کیاني پلان څرګندوي چې اسلام اباد دوه مخې لاره غوره کړې اوترڅوچې دافغانستان لانجه حل نه شي په دغې لارې به روان وي .
ډیلي ټیلیګراف لیکي چې جنرال اشفاق کیاني دحقاني دشبکې چې له القاعده سره نژدې روابط لري اوپه افغانستان کې یې ناټو ځواکونو ته له ټولو درانه تلفات اړولي دي ننګه کوي .
دپاکستان دپوځ دمشر دغه دریځ دامریکا اومتحدینوهغه شکونه په اثبات رسوي چې له مودې راهیسې وایي اسلام اباد دطالبانو دماتولو نیت نه لري بلکې دوی دهند په مقابل کې خپل اوږدمهالی ملاتړي ګڼي .
ډیلی ټیلی ګراف لیکي چې دجنرال اشفاق کیاني لخوا دسولې ډیپلوماتیکې هلې ځلې دپاکستان په سیاست کې دخلوص او ريښتونولی یوه شیبه ګڼل کیږي .
اسلام اباد په دغه پلان سره بالاخره امریکا ته دزړه خبره کوي او خپل امنیتي اهداف په ګوته کوي .
جنرال کیانی زیارباسي چې امریکا ، برتانیې او جمهور رییس کرزي ته قناعت ورکړي چې هغو طالب مشرانو ته چې له القاعده شبکې لاس اخلي په حکومت کي ځای ورکړي .
ډیلی ټیلیګراف وړاندی لیکي چې دغه پلان دناټو له ستراتیژۍ سره چې غواړي طالبان لومړی دجنګ په ډګرکې کمزوری اووروسته سولې ته ترغیب کړي مستقیم تضاد لري .
جنرال کیانی غواړي چې دحقاني شبکې ته په یوه پراخ بنسټي حکومت کې ځای ورکړل شي .
ورځپاڼه وړاندی لیکی :
په هغوپټو اسنادو کې چې په دی وروستیو کې دویکی لیکس ویب سایټ لخوا خپاره شول په اسلام اباد کی دامریکا سفیري ان پیترسن لیکلي دي چې که پاکستان ته هرڅومره پیسې ومنل شي بیاهم دحقاني له ډلې لاس نه اخلي .
ډیلی ټیلی ګراف لیکي چې جنرال کیاني او دده داستخباراتو مشر په ورستیو میاشتو کې دوه ځلی له جمهوررییس کرزي سره لیدلي دي اوداسې ښکاري چې کرزی ددوی په وړاندیز غورکوي .
په داسې حال کې چې افغان ولسمشراندیښمن دی هسی نه چی دده امریکایي ملاتړي په افغانستان کې دسولې له ټینګښت مخکې هیواد پرینږدي له پاکستان سره یې داړیکو ښه کولو ته مخه کړې.
ورځپاڼه لیکي چې جنرال اشفاق کیاني په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې یوې غونډې ته په افغانستان کې دسولی دپلان او داسلام اباد اوواشنګټن داړیکودناوړتیا په اړه څرګندونې وکړې .
ده وویل که چیری دوسله والو مخالفینو مشران له القاعده شبکې لاس واخلي او له هغوی وغواړي چې افغانستان پریږدي او دطالب مشرانو نومونه دملګرو ملتونو له تورليسته وویستل شي ، کیدای شی دافغانستان دتاریخ ،فرهنګ اوجغرافیی په اساس نوی اساسی قانون جوړ کړای شي .
دافغانستان دچارو یوه کارپوه ډیلی ټیلی ګراف ورځپاڼې ته ویلي داچی جنرال کیانی دحقاني دشبکې ملاتړکوي معنی یې داده چې دی په افغانستان کی دسولی دټینګښت لپاره دنړیوال منل شوی پلان خلاف جنګیږي .
http://pa.azadiradio.org/content/article/2247280.html