د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

قريش
29.11.2010

حذیفه صیب!
د پښتون د غریبۍ خو دې پخپله په تیره لیکنه کی اعتراف کړی، او فکر نه کوم چې دتندر صیب نه یی په روغ ځان بود کړې :lol: :lol: :lol:
بله دا چی زه خپله هم که ملا نه یم کم ترې نه یم ،نوملا دبل ملا ترلاس لاندی مزدوري ته چیرته زړه ښه کوي؟
بهتره یی هم داده چي دپښتون صیب دغربت پیټی به هم څه ناڅه ورسره سپک شي، دتندرصیب تشویشات به هم رفع شي، اوپښتون صیب به دویکیلکس په شان ستاسو پټ اسرار هم افشا کړي چي څومره دخپلې ځوانۍ په ادعا کي رښتیني یاست؟ :lol: :lol: :lol: :lol:


tandar
29.11.2010

قریشه یاره څنګه ې ما درته څو ځلی ولیکل چه دده دنوم له تبصیرو نه لاس واخله٠
اوس نو ورته ټینګ شه٠
هغه متل دی اوریدلی دی چه واې٠
په داسی سړی واوړی ،چه پرتوګ په غاړه راوړی٠
اوس دی حذیفه ورور ،چه زما په خپله ورته سلام دی، ځانته راتورولی دی،خدای دی خیر پیښ کړی چه اخر به ې څه شی،چه په خلاصون کی مو خپله وهل ونه خورو؟
تربیا٠


قريش
29.11.2010

غم یي مه کوه تندرصیب :D
که حذیفه ځانته ولي وايي زه هم خالي نه یم :D :D :D
حذیفه صیب خو نورو ته دفلمبردارۍ (کچلول) نیولی، خوماته داسی معلومیږي چې اخیربه پکي خپله کیمره بایلي :lol:
اویابه دشکوکو په وړاندي تاسو ګونډه لګوي :D :D :D :D


د جنت حوری

پښتون.
29.11.2010

یارانو !یوه ورځ یو ملا واضعونصیحت کاوه چی جنت کی داسی ښایسته او ښکلی حوری دی او هغسی ښایسته حوری دی .او په همدی کی ملا نور هم تود یاګرم شو نو یی وویل چی څه سر به موخوږوم بس غزاله جاوید ته ګوری نو. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
نو د قریش کیمره هم همداسی ونیسه حذیفه صیب ،ځکه چی ډیجیټال کیمره ده او اوس خو د تور او سپین انځور اخیستلو وخت هم تیر شوی دی ،زما په اند چی د رنګه انځور ویستل به ښه وی او دحذیفه صیب هم دا سلا ده چی انځور باسم خو په قریش یی باسم.
نو زه خو خوار پښتون غریب یم او د دی وس هم نلرم چی بله کیمره واخلم نو که بیا قریش خپله کیمره راولیږی ،بیا به یوه چاره اوسی خو څنګه چی د حذیفه صیب له بیانه ښکاری نو قریش ته نږدی دی او هیله ده چی قریش دا خپله ډیجیټاله کیمره له هغوی ونسپموی. :wink:
:D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D


قريش
29.11.2010

پښتون صیب ! دکیمرې ماډل مو پوره ندی بیان کړی :wink:
ډیجیټل کیمره ده خو د ښه غټ قوِي هنډل والا. :lol: :lol: :lol: :lol:
که غواړي عکس پري واخلي باید همدغه هنډل ووهي خوبیاهم دا ضمانت نشم درکولی چي دهنډل وهلو نه وروسته درکې دومره شیمه پاتي وي چې عکس ته نیغه غاړه ودریږی :D :D :D :D :D :D :D :D
هنډل به داخه ټوخه غورځولی یي. اوس به وګورو چي ستاسو دعکس اخیستو شوق په کوم حد کې دی؟ :lol:


دا هنډل به یی ستا په لاس کی وی

پښتون.
29.11.2010

یره قریشه خو زه وایم چی تجربه دی په هنډل وهلو کی ډیره ده. :wink:
او وروسته د هنډل وهلو نه دی چی څه حال وی هغه دی هم بیان کړی دی. :oops:
نو تا غوندی تجربه لرونکی خو بیا ورته نیغه غړی هم دریدی شی . :lol: :lol: :lol: :lol:
او شیمه خو څه کوی ستا غوندی ځوانۍ چی ولری د یو دوه هنډلونو که پروا هم ورشی.هاهاهاهاهاهاهاها :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
او ستا د ډیجټل کیمری ماډل هم ماته canon(زغروال توپ)کانون کیمره ښکاری. :D :D :D :D :D :D :D :D :D
که بیا هم تاسی په ما ډیر ټینګار کوی نوستاسی په کیمره باندی به یو څو عکسونه واخلم. :wink: خو دا هنډل به یی ستا په لاس کی وی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


حذيفه
29.11.2010

يره يارانو!
داتاسوخوبيخي له چوکاټه ووتاست،قريش صاحب بس موضوع حل سوه تندرزه په ورورګلوي ومنلم نورنوڅه ته اړتياپاتې ده ؟که تاسوراځئ نوهم درته مشکل دی اوکه نورراغواړئ نوهم ستونزې لري .اوس نوزمامشوره داده چي تردي موضوع نورتېرسو.
حذيفه!


قريش
29.11.2010

[quote:b443c08774]خو دا هنډل به یی ستا په لاس کی وی. [/quote:b443c08774]
ګوره ګوره چې څنګه ترې وډار شوې دهنډل نه :D
که لومړی هنډل ونه وهي عکس نشې پرې اخیستې اودهنډل وهلو څخه وروسته حالت خو درته بیان کړی دی که بیاهم دی زړه کیږي ورته نو اهلاوسهلا ددی نه ښه خبره چیرته ده :D :D :D :D

خو زه وایم حذیفه صیب شه مشوره درکړې،
راځۍ نور تردې موضوع تیر سو، که څنګه پشتون صیب!


حذيفه
30.11.2010

هوهو!
قريش وروره!نورترې تېرسئ،جزاک الله خيراًلجزاء


قريش
30.11.2010

مولوي صیب زه خوترې ستاسې په غوښتنه تیرشوم.
نورکه پښتون اوتندرصیب داموضوع پسي اوږدوي زه به پکي نه یم. ستاسي په نصیحت ډیر خوښ شوم. دعلماوو ملګرتیا هیڅکله بي ګټي نه وي.
ډیره مننه


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
30.11.2010

دروند ورور حذیفه صیب ،په دواړو سترګو لبیک.
قریش وروره ! شاباس درله وایم چی د مشرانو او عالمانو قدر در سره دی او دا چی ما او حذیفه صیب او تندر صیب درته مثالونه هم راوړل خو تا نه منل .او دا اوس چی بلاخره پوه شوی چی لاره دی کږه کړی وه او ځان به در له ملامته هم بریښی .خو خیر دی یوسی مشران چی د کشرانو لحاظ ساتی .جزاک الله خيراًلجزاء

:D او اوس به یوه ټوکه ولیکم .
يو ملګري بل ملګري ته وويل : که زما پوښتنه دې کوله زمونږ د کلي نوم زمرى او زما نوم مرغه دى بله ورځ د ملګري څخه يې دکلي نوم هېر شو و ديوسړي څخه يې پوښتنه وکړه.
وروره ! د ځناورو کلى چېرته دى ، چې مرغه پکې اوسېږي ؟
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


حذيفه
30.11.2010

پښتون اوقريش صاحب!
الله موژوندي لره،خيریوسئ،تل په خيراوسئ،الله دي مااوتاسوددين اوهيوادخادمان جوړکړي .


پلاره زه يم

پښتون.
05.12.2010

زما سلامونه دلته ومنۍ.په نورو ځایونو کی تاسی سلام هم په چا نه اچوی.: :lol: :lol:
يوه نجلۍ دبس په انتظار ولاړه وه او نقاب يې پر مخ وو، يو موټر سيکل والا سړی ورته ودرېد او ورته یې وويل::لفټ به درکړم راځه...........ا
نجلی ورته وويل::پلاره زه يم :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
:wink:


پښتون.
15.01.2011

:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
یوه ورځ د یوه ساده سړی خر د یو چا پټی خراب کړی وه نو دعوا یی قاضی ته ورسیده .
قاضی وپوښتل چې پیښه راته بیان کړه .
سړی ځواب ورکړ : قاضی صیب د بیلګې په توګه ته زما خر یی او زه در پسې روان یم ، په لیاره کې سپی تاته وغاپی او ته لکۍ په سر واړوې او یاغی شې نو د خلکو په پټی ورګډ شې ، دې کې به زه څه ملامت یم ؟ :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عبد السلام
16.01.2011

نه پښتونه ! :D
متهم وویل : قاضي صاحب مثلاً ته يې خر ! قاضي ویل ولاحول ولاقوه ....
متهم پیچاره امي سړی ، دقاضی په کنایه خبره څه پوهیده ، بیایې تکرار کړه : چې قاضی صاحب مثلاً ته یې خر ! قاضی په قهر شو ،چې ولاحولولاقوت الابالله ، هر څه چې وایي وايه خو دا ضمیر یې ما ته مه راجع کوه . :lol:


عبد السلام
16.01.2011

یوه ښځه قاضی ته عارضه شوه چې د میړه نه طلاق غواړم . قاضی ترې وپوښتل په څه دلیل ؟ ښځې وویل چې خاوند مې هره شپه په ځای کې میتیازې کوي .
قاضی دښخې خاوند راوغوښت اوترې یې پوښتنه وکړه چې دا ریښتیادي ؟ سړي کړه چې بلي ! زه هره شپه خوب وینم چې په ا وښ سپوریم اوا وښ په یو یو لوړ منار ولاړدی ،اوهرځلې چې وښ ورمیږ کوږ او سر ښکته ځوړندکړي زما ........ قاضی ویل: بس بس بس کړه نور مه وایه چې زما هم اودس ماتیږي !


پښتون.
16.01.2011

هاهاهاهاهاهاهاهاهاها :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عبدالسلام صیب ټوکه مو ښه د ملایانو د ذوق سره برابره کړی ده :wink:
يو مسخره ته بادشاه يو ناكاره خر په انعام كې وركړ، هغه ترې واخيست او پرې سور شو.
بادشاه ترې وپوښتل چرته ځې؟
مسخره: د جمعې لمانځه ته
بادشاه: نن خو دوشنبه ده، جمعې ته خو لا ورځې پاتې دي.
مسخره: ايله جمعې ته ورسېږم.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


پښتون.
18.01.2011

سلامونه ګرانو دوستانو!خوشحاله ورځ مو په برخه اوسه.وایی:
یو سړی دوه خره درلودل یوه ورځ سهار چی له خوبه راپاڅیده ګوری چی یو خر یی ژوندی دی او دا بل یی لیوه خوړلی او یواځی یو څو دانی هډوکی او پوټکی یی پاتی دی نو دی سړی چی اعصاب یی د کنترول نه وتی وو کله به په ژړا شو او کله به د زړه له کومی په خندا شو .یو ګاونډی یی سر له دیواله را اوچت کړ او غږ یی پری اوکړ چی او لیونیه ولی ژاړی؟
دی سړی ورته وویل چی لیونی به پخپله یی،نه ګوری چی یو خر می لیوه خوړلی دی.
نو دی ګاونډی یی بیا وپوښتل چی نو ولی خاندی؟
د خره خاوند وویل چی خاندم پدی چی دا خر چی لیوه خوړه نو دی بل خر چی ورته کتل د ویری به یی څومره درټ، درټ،.... ټیزونه اچولی وی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


قريش
18.01.2011

هاهاهاهاهاهاهاها
پښتونه زه حیران دی ته یم چی ددی مرحومینو په باره کی دومره ټوکی دکومه کوی؟؟ :D :D :D :D


پښتون.
18.01.2011

قریشه هاهاهاهاهاها د دی مرحومینو په هکله می دا ټوکه ډیر پخوا د مرحوم ګلاجان په غږ اوریدلی وه .او تیره شپه می د دوستانو په یو مجلس کی واوریدله او ما هم سمدستی د مرحومیانو د خواخوږومینه والو لپاره دلته ولیکله چی خوار غریب خر باندی دا څه تیر شوی دی .نو ومی غوښتل چی یو څه یی د حاله مینه وال خبر کړم.هاهاهاهاهاهاهاها :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

tandar
18.01.2011

عذتمندوروره حامد صاحب ډیره مننه ،ماستاسو خبر لیک هم له ځانه سره واخیستو٠ اوپه راتلونکی وخت کی به ا نشاالله ستاسو لارښونه په نظر کی حتمی نیول کیږی ٠
انسان تل سهوه کړی ،مکمل یو لوی خدای،ج،دی،ستاسو دنورو نیکو لارښونو په هیله٠
افغان تندر٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

ستاسو خواخوږۍ حامد
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,


عنوان

tandar
20.01.2011

پوښتونه څه شوی؟ وهل ماوخوړل ،تښتیدلی تاسی یاستی :roll: :roll: :roll:
٢ بجی دشپی دی ،دحامدصاحب ړنګول،ټوکی،خبرتیا،نصیحت،هیله،زمونږ اوتاسولیکنه ،داپه خپله ځانته یو بحث دی،ماته خو ې خپل وړکتوب رایاد کړو٠
مګر ماټوکی بس کړی وی ،پوښتونه یاره په دا اخر کی خو تاپه راوستمه،اوس غوږ کیږده ،په حامد صاحب پسی یو مثال راوړم٠
مونږ په رحمن بابا کی دلیلې یو معلم لرو،چه ٢٤ ساعته به دده په لاس کی لښته وه،دسهر د٨ بجو نه ترغرمی ډوډی پوری او د١ بجی نه به ٤ بجو پوری به لیلیو ګرځیدو ،چه چا له درسه ځان، نه وی پټ کړی٠
چه هر څوک به ې ګیر کړو ،نو دظالم ځوی به داسی وهل ورکول چه هلک به ې شین اړولی و او دده له ډاره به ټول هلکان درس ته حتمی تلل٠
نو زه چه کله کله دټوکو عنوان ته وګورم،هغه دلیلې معلم دخپلو وهلو سره او حامد صاحب دلته دړنګولو او نصیحتو سره راپه یاد شی٠
اوحامدصاحب چه ټوکو ته داخلیږی ،لښته ځان سره حتمی اخلی :roll: :roll: :roll: داچه څوک به په مخه ورځی بخت او طالع خبره ده،داځلی دقریش وار وی ،مګر زما نوبت تیرشو٠
بیګاه می پوښتونه دخوب په ځای کی له ځانه سره خندلی دی٠
مانور ټوکی بس کړی ،دا دخپل ژوند خوږی او ترخی خاطری چه درته ولیکم ډیری عجیبه اوداورید و دی،کفایت کوی٠
خدای دی وطن ازاد کړی ،چه دځوانانو دټوکو محفلونه وګوری نو پختورکی دی له خندا نه په درد شی خصوصا همیشه بهار خواته ،،ننګرهار،،٠
کمونیستانو چغچران ته جزاې ولیږلم ،اول نه تلم خو اخر مجبور شوم ،چه دغور قیصی درته وکړم ،داټوکی ې نسوار هم نه دی٠
تربیا٠


خیریوسی
20.01.2011

وروره پښتون دلی دی خو دټوکو دتصنیف شهادت پاڼه( 1،2،3،4،5) څخه یوه هم نه لری نو ځکه حامد صاحب وهغو خلګو ته چي دتصنیف شهادت پاڼه ونه لری ټوکو تاکوپه مناقصه کي دګډون اجازه نه ورکوی
خیریوسئ


پښتون.
21.01.2011

سلامونه تندر صیب، قریش ،هوتک،خیریوسی او د کیبورد د ټک نه پاتی درانه وروڼه ته د خوشحالیود شیبو په غوښتلو سره وړاندی کوم هیله لرم تاسی ټول روغ رمټ اوسی.
تندر صیب!د هغو ښوونکو د لاسه چی د لښتی او څپیړی نه یی کار اخیسته او ورځ یی د زده کوونکو په وهلو او له ښوونځی نه توری کولو باندی تیروله،د شمیر نه وتلی خبره ده چی زه ولیکم چی څومره هیوادوال زمونږه د سواد او زده کړو نه وروسته پاتی شوی دی او د دوی دا څپیړه د یو زده کوونکی وروستی ورځ په ښوونځی کی هم کیدلای شو ځکه د هغه وهونکی اعصاب خراب ښوونکی چی هغه ته د ښوونکی نوم اخیستل هم ښه راته نه ښکاری د لاسه زده کوونکی مجبور کیده چی د ښوونځی په بهانه له کوره ووځی او د ښوونځی و خت په بازارونو او سینما ګانو کی تیری کړی او که په کلیو او بانډو کی اوسیدل نو ورځ به یی د پټوو په منځ کی د جوارو په منځ کی او د اونو په سرونو تیرول چی څه وخت به ښوونځی رخصت شول نو دی به هم سم د نورو زده کوونکو سره په ګډه کورته روان شو
نو دا دوی کوم ښه کار کاوه؟نتیجه د بیسوادانو اکثریت په پښتنو کی وګوری.
تربیا


عنوان

tandar
21.01.2011

پوښتونه یاره سلام٠
ما خپله لیکل دلرګی په تخته مشق او زده کړی،کاغذ ته مو توان نه و،تخته به مو په اوبو ومینځله او بیا به مو سپینه دپرخی څپه لې که ې پیژنې ورباندی وهله چه وچه به شوه داسی به ښکاریده لکه دکاغذ مخ٠
او بل خودکار او قلم چیرته وه، پینسل هم غنیمت و ،دکړکې قلمومونه وه٠
وریجی به مو وځوځولی اوبیا به مو دزړو ټوټو سره په بوتل کی واچولی او لږ اوبو سره،دازمونږ دښونځی دوران و٠
کورنی کار چه به مو ونه کړو،معلم صاحب به شاګرد ان داسی بوک کړل چه شا پورته سر دزنګنو په مینځ کی او په دواړو لاسونو به ې چه دپښو دشا له خوانه راتاوول او خپل غوږونه به ې کلک نیول او معلم ورته لښته په لاس ولاړ و،چه چا به غوږ خوشی کړو ،نو سمه لښته به ې ورکوله،په ما خپله تیر شوی دی٠
مګر درحمن بابا معلم حق په جانب ګڼم لکه زمونږ حامد صاحب دلته هغه شاګردان درس ته لیږل او حامد صاحب واې چه چټیات مه لیکې :roll: :roll: :roll:
دواړه ښه او سمه خبره کوی٠
راشه چه درحمن بابا خاطره درته ولیکم٠
یوه ورځ چه ١١ صنف کی و تقریبا ٦ الی ٧ نفره وو دماسپښین درس ته لانړو،او په لیلیه کی مو قطی شروع کړی وی ،چه دا معلم صاحب سر ه له لښتی راننوتو،وروره نر هغه و چه له کړکی نه ې ځان غورځولو، یو هلک چه سترګی ې لکه فرانسویانو غوندی شنی وی،چه وروسته دکمونیستانو په وخت کی غټ سړی هم و،نو په ځان چاغ و،خلاصه دخیز او منډی نه و،بس سیمی چپرکټ لاندی ننوتو،او معلم صاحب را ګیر کړو،او موږ ورته دباندی پټ و،معلم صاحب به چه په ده باندی دلښتی وار وکړو،ده به چپرکټ لاندی خیز کړل،هغلته به دسیمی چپرکټ کونډی هم ور چوخ شوی٠ او هری لښتی وار سره به ې ویل ،اه له له ،اه له له ،ماقطی نه کولی ،ورته کتل می ،بد می کړی،جک می وهلی ،بیا ې نه کوم،زه نه وم دا نور وه، دده دهری لښتی وار او چیغو سره ې زمونږ پختورکی له خندا نه دباندی چولی وه٠
دځوانی او بی غمې ژوند و،بیانه راځی٠
تربیا٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more