د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

و.افغان
13.04.2009

[quote:7603db34c1="ghareebdost"]ساپى صيب تاسوحكومتي تشكيلات پيل كړي,زه وايم له سره دي طالب حكومت نكوي صالح خلګ دي ورته پيداكړي,
خوچې دا ديهودو زامن له دې خاوري ووزي,دلته صليبيانوداسيا دکنترول لپاره پخې اډې جوړي كړي, زموږ دنوي نسل دزهني بدلون لپاره سترتبليغاتي كمپاين روان د ي,
[/quote:7603db34c1]

ګرانه غریب دوسته !
حساب به کوو، ورورولي تر منځه، دا چې ته وايي صالح خلک دی ورته پيدا کړي،
دا ته ددې ضمانت کولاي شي، چې طالب به لکه دمخکې غوندې په ټول دولت خيټه
نه اچوي، چې په ظاهره دولت خو اشاروي شعاعګاني ورته له بل ځايه راتلې،
دفضل الرحمان، سميع الحق او حسن جان وطن دښمنه فتواګانې ورته چالان وي.
او پاکستاني حکومتي ملايان په کابل او په جلال اباد کې په مزو او چړچو اخته
وو، مفته حجونه او عمري پرې کولې، او له پاسه يي پرې داسی فتواګانې ورکولې،
چې ځمونږ ستونځې يي نورې هم زياتولې.

ما له پيله دمقاومت صف اختیار کړی دی، هر کال افغانستان او پاکستان دواړو
ته ځم، هغه وخت کې چې دمقاومت دډیرو سختو سره مخ وو، په پاکستان کې يي
هم سر نه شوو اچتولې، تش په خوله يي هم چا دفاع نشوه کولاي،
دمقاومت څخه مې دفاع خپله شرعي وجيبه بللې ده،
او تر خپل اصلي نامه لاندې دخپلې وسعې تر اندازه کړی ده، اوس خو وروره دا
دویرې او ډار خبرې هغه چا ته وکړه، چې
څوک خبر نه دي، لا تر اوسه چې دمستعار نامه لاندې ليکل کوي، او خپل ليکل
لويه قهرماني ګڼې، نو له هر چا مخکې خپل ځانته دوکه ورکوي، نن صبا دپاکستان
په ټولو پښتانه میشته سيمو کې علما په ډیر جرأت په ښکاره، په تقريرونو او خطبو
کې دمقاومت ملاتړ کوي.
دا چې دمستعار نامه لاندې اوسمهال دمقاومت ملاتړ کوې، او دا کار درته ډیره
غټه قهرماني ښکاري ، نو خوږه وروره هسې دچا خبره بادو کې ځان وهي.
هو که په سنګر کې لاس په لاس جنګيږي، نو بیا رښتيا هم چې باتور يي، او نرجو
لک المزيد من التوفیق من الله عز وجل.

ولس له طالبانو اوسمهال مستحيل نه غواړي، يواځې دا ترې غواړي، چې کلکه
ژمنه وکړي، چې يوه مؤقتي اداره به رامنځ ته کوي، عامه انتخاباتو ته به لار برابروي
دا کار مقاومت لا نور هم پياوړې کوي، اشغالګرو لپاره هم يو دروند ګوذار کيدلې
شي، او داوسني ګوډاګي حکومت شپې او ورځې هم لنډوي.
نو دې کی دبدۍ څه خبره ده.

[quote:7603db34c1="ghareebdost"]
دملت پالني په جامه كې دهيواد دتجزيې پلانونه جوړيږي
اوتاسوپه ژمي كي دپسرلي سندري واياست,
پلاني به وزيرشي,اوكه نه داڅه بې معنا خبري دي؟؟؟
تاسوته دطالب سرشندنه داقتدار په موخه ښكاري,داپه مسلمان باندي بې ځايه بدګماني ده, [/quote:7603db34c1]

ماته دطالب سرښندنه داقتدار په موخه نه ښکاري، بلکه لله فی الله ده، خو کله چې
دسرښندنې وخت ختمیږي، دطالب نيت هم بدليږي، او دخپلی قربانۍ ثواب او خرما
په دی دنيا غواړي، دخپل مقاومت او سرښندنې په بدله کې ميم زما ټوله زما غواړي
چوکۍ په قومي ناروا تناسباتو وويشي، چې غلځې به يي په سر کې وي، او دا نور
پاسنې ماسني دی خوشې تشې ګرځي، چې دا خو په پښتنو کې هم نه دي حساب.

دخداي لپاره به تر کومه ددی مردار بوي دخوريدو مخه وشو نيولې؟؟!!

تر کومه به دجنوب دطالبانو او موليانو دخپلمنځې قومي تعصباتو په بويونو پردی واچولې شو؟ دا لا علما وو؟؟ چې دنده يي نورو ته ددين رسول وو؟؟
آیا له دې حقيقتونو څخه انکار يا ترې سترګې پټول له مونږ سره څه کومک کولې
شي؟؟!!!!

او که نه څوک به ددی ضمانت وکړي، چې طالب به دمخکې په څیر داسي نه کوي؟

والله که دا خبرې زه دخپل ځان لپاره کوم، زه پخپل شرعي تحصيل بوخت يم، چې
کيداي پنځه شپږ کاله نور هم دربر ونيسي، خو دومره ديانت الحمد لله لرم چې دخپل
دين ، ملت او وطن لپاره دحق خبره له خولې وباسم، طالب مشران باید دا هره خبره
له اوسه سپينه کړي، او سپينول يي نه مستحيل دی، او نه مضر.

[quote:7603db34c1]ساپى صيب نن دسرو اوسپينو ډاډسنو وخت تللى,الله خبيث اوطيب سره بيل كړل,په طالبانو كي هم دډاډسنو اوقدرت شوقيان دكرزي ترشا ودريدل,اوځيني نوريې بيا نوروملكونوته دپيسوپه لټون پسي ولاړل,او اوس په دي لټه كي دي چې څه ډول دطالب ټاپه حيا دي وي له كوني ليري كړي,له همدې امله له افغان ملتيانو سره ګډ غمبر وهي,
نن قدرت او اجرې دكرزي او امريكايي په ملاتړكي دي,
دطالب په ملاتړكي زندان,شكنجې,ګونتانامو,باګرام,
ځكه خو زه وايم چې هربي غيرته نن په ډكه خوله دطالب ملاتړنشي كولى,[/quote:7603db34c1]

غريب دوسته ،غم مه کوه، دکرزي دحکومت لاندې راټول شوي لاسپوڅي والله که وکولاي شي
دغه ډالر په روغه له ستوني تیر کړي، دډیرو يي په ستونو کې تر ابده بند پاتی شو،
کرزی لالا نه ګوري، چې څو څو کرته له خارجي او داخلي ځواکونو په وجود کې
دتيښتې لار غوره کوي، او هر هغه کس چې داشغالګرو لپاره بي ناموسي کوي،
او په ډالرو شخوند وهي، بي خرپه نه پاتي کيږي، خیر که کله لږ وخت ونيسي.

که دطالب لپاره ګوانتنامو، بګرام، او شکنجي دي، خو دنورو وطنفروشانو لپاره
هم دطالب تيرې چړي دي، چې تیروبیر يي ترې وباسي، او تر څو چې اشغال وي،
مقاومت به ورسره ضرور وي ان شاء الله.

[quote:7603db34c1]

دځيني ورڼوپه ګونګو ليكنو كې چې زه ګورم نو دتيرو نا خوالو ترسرليك لاندي دكمونستانو اوطالبانو د دوري فرق هم نكوي او يو ډول يي ارزيابي كوي,[/quote:7603db34c1]

دطالب او کمونست تر منځ خو مقايسه هډو امکان نه لري، کمونست کافر،
وطنفروش، ناموس فروش، وجدان فروش، او قدرت طلبې وو.
خو طالب مسلمان، وطنخوښې، هيواد پال ناموس ساتونکې، له ناموسه او عزت
څخه ځان قربانوونکې دی، قدرت طلبی نه دی،
خو طالب يوه نيمګړتيا لري، چې خوشباوره، پاکنیته، او بې پې پوهه دی، چې له
دغه مدخل څخه دطالب تخريب ته شیطانان ورداخلیږي.

[quote:7603db34c1]
خوبيا ځان ته دطالب لپاره دمصلح مقام هم وركوي,چي څوك زر او كوټ نه سره پيژني هغه به يي اصلاح څنګه وكړي؟
طالب ته په نصيحت كولو دصحابه وو,واقعات په دليل كي را اخلي,خودې ته پام نه كوي چې هغه وخت داډول اعتراضونه هغه چاكول چي دصحابه وو پرحقانيت ېي يقين لاره,
تاسوخو,ددي روان مقاومت مشروعيت ته هم دشك په سترګه ګوري,[/quote:7603db34c1]

[color=white:7603db34c1]ما خپل دريځ تاسو ته څوک وارې واضح کړ، خو متأسفانه چې تاسو غیر حق دغه
خبره بیا په ما باندې تپئ، چې دمقاومت مشروعيت ته دشک په سترګه ګورم،
زه بیا وايم چې مقاومت روا بولم، جائز يي بولم، بلکه واجب او فرض يي بولم، او
تر څو چې اشغال وي، نو مقاومت به وجود لري، او بايد وجود ولري.
له مقاومت څخه مې دفاع کړی، کوم يي ترې، او ترې کوم به يي.[/color:7603db34c1]

[quote:7603db34c1]نن چي كوم طالب په مقاومت كي ولاړدي نو هغه پرځمكه سيوري پر اسمان ستورى نلري,مفقود لاثر دي,په ښكاره ژوند نشي كولي,دنورو امتيازاتوخو تصورهم نشي كيدلى,
چاچي له مال او قدرت سره شوق لاره هغوي دمقاومت خوا پريښوده,
ځكه تاسوته معلومه ده چي دولت تسليميدونكو طالبانو ته هرډول امتيازات وركوي,
ځيني دوكانداران چي دخيټي اوخو... په لټه كي په پيسوپسي ورك دي,اوس دغو وركوطالبانو ته د در بدري پيغورهم وركوي.!!![/quote:7603db34c1]

وروره دا خبره درسره دمقاومت دلومړي او دوهم کال په هکله منم، نه اوس، مخکې مې
هم دغه ټکې واضح کړی دی، او الحمد لله چې دغه کار ښه طرف ته تطور دی.
ورکو طالبانو ته هيڅوک پيغور نشي ورکولې، او له سنګر څخه بهر هيڅوک
هم دپيغور حق نه لري، خو که دخير خبره څوک وکړي، يا داسي انتقاد ونيسي
چې وجود يي واقعي وي، نو حتا که ددښمن له خوا هم وي، باید ومنل شي.
الحکمة ضالة المؤمن، أينما وجدها فهو أحق بها.

دا چې حکومت تسليميدونکو طالبانو ته امتیازات ورکوي، نو زه په هغو طالبانو
که هم نه يم، چې له حکومت څخه امتيازات تر لاسه کړم، او نه په سلو رګو کې يو
رګ ديته خوزيږي، چې دګوډاګي حکومت په نفع يوه خبره وکړم، پاتی لا دا چې کار
ورسره وکړم.

[quote:7603db34c1]په مستعارو نومونودطالب په دفاع به څوك څه امتيازات ترلاسه كړي؟[/quote:7603db34c1]

غريب دوست: غم مه کوئ، ستاسو لاس ته خو به ډیر ښه امتیازات درشي، ولو
که په مستعار نوم ليکل کوئ، دومره خو ورته ووايي، چې ګورئ هلکو ما ستاسو
څخه دفلاني مستعار نوم تر نامه لاندی ډیره دفاع کړیده، او که نه منئ نو راشئ
چې ستاسو په مخکې په همدی مستعار نامه فوروم ته داخل شم. :)
دا چې لا داسي نه وي، چې په يوه مستعار نامه له طالب څخه دفاع کوئ، او په
بل مستعار نامه مو طالب پسې بیل او کولنګ راخيستې وي.

خو ځمونږ دغریبانو به څه کیږي، چې نه مو دکرزي حکومت کې ځاي کیږي. :twisted:
او نه به راته طالب دژوند حق راکوي، ولې چې غریب دوست صاحب به وختي
رسيدلې وي، او له هر څه حال به يي ورته په ډاګه کړی وي. :) :)

((ټوکه وه)).

دطالب په دفاع خو دهالنډ او كاناډا دافغان ملتي يارانوډالري مرستي!!! هم نه ترلاسه كيږي,بلكي يوازي يوڅوكنځلي راته كيږي,

[quote:7603db34c1]نن دطالب دفاع هر بي غيرته اوبزدله نشي كولي دا ډيرستر ايمان اوپاكه عقيده غواړي,[/quote:7603db34c1]

تنها دفاع دومره ټينګه مه نيسئ غریبدوست صاحب، او نه ورته دا دومره لوي لوي
شرطونه ږدئ، ځکه چې نن ډیرو شرطونو ته ضرورت نه لیدل کیږي، نن چې دطالب
تله دالله جل جلاله په فضل سره مخ په درنيدو ده، ډیر مردارخواره، پيسه سري،
دهرې شبکې څخه وتلي، ورو ورو دطالب په ليکو ورګډيږي، دا هغه خلک دي
چې په نوم نوم يي پيژنم، دطالبانو په مخکني پیر کې هم دطالب ضد جنګيدلي،
دامريکايانو سره يي هم ايتلاف کړی دی، دکابل او کرزي حکومت کې ورننوتي دي،
خو دځينو ځانګړيو مصلحتونو په وجه نن دطالب په ليکو ورګډيږي.

[quote:7603db34c1]خو داچي ظواهري ته مردار خور وايي!! نودا جمله دي ديهودانو دناسكه زامنو سعودي چارواكو دخولي ده,داچي ظواهري څنګه دى؟دا دهرچاخپل نظر دي,خو موږ دا جمله مناسبه نه ګڼو,ځکه هغه ديهودانو او صليبيانو ستر دښمن دى,او مردار خور پښتانه سپي ته وايي,كه بوش يا اوباما خبرشي كيداى شي يو پاكټ ډالر درته را وليږي,كه نه خپلو زامنو سعودي چارواكوته خوبه ضرور وظيفه وركړي,[/quote:7603db34c1]

ظواهري ته مردار خور وايم، ځکه چې غیر شرعي مردار کارونه يي کړي دي، دۍ
او دده ډله ځمونږ دنوي غمیزي مسببین دي، دظواهري مردارخوريت لپاره دظواهري
هغه پورتنئ جمله بس ده، پاتې لا نور شرعي مخالفتونه او جنايتونه چې په هيڅ
وجه دبخښلو وړ نه دي، افسوس چې نور ځواب نشم غځولې، خو که هوښيار وئ
نو په اشاره به پوه شئ.

[quote:7603db34c1]او داچې چاټوپك يا راكټ غاړي ته اچولى,؟
نو وروريوه ټوكه به وكړم هيله ده خفه نشي
هغه داچي:
دا وظيفه چا درسپارلي؟؟؟
دې ته موږ مطبوعاتي جاسوسي وايو,
خو بي غمه اوسه !دلته يوطالب هم نسته يوازي خواږي دي!!ستا بل يارهم په اشاروكي دتجسس ناكامه هڅه كړي وه,خوخير دهرچاخپل ظرفيت!!
ټوكه وه: هيله ده خفه نشي...[/quote:7603db34c1]

وۍ دخداي انصاف داره! دا ډيرستر ايمان اوپاكه عقيده دی دومره ژر وبايلله، چې
دومره وویريدي !! :) :)
دا چې له خپل کمپيوټره هم ډاريږي، او دانترنټ ډزی هم درته لويه قهرماني ښکاري،
نو خیر دهر چا خپل ظرفيت.
(ټوکه وه، چې خفه نه شې).

[quote:7603db34c1]ځيني ورڼه په دي وياړي چي موږ ډير ديني معلومات لرو,
خو زه وايم حق او باطل دومره ورك نه دي,هرڅه څرګند دي,
سياف او رباني دشرعياتو استادان وو,
مولوي شنواري دهيواد په كچه محدث و,هره ورځ به يې دكرزي اوبوش په حقانيت ښپږشلي اياتونه اوحديثونه ويل,خوحق يې بدل نكړى شو,
که څوك مزاجا له مقاومت سره جوړ نه وي,نوپه ديني دلايلو دځان دفاغ نشي كولى,ځكه چي دجهاد په اړه نصوص ډيرصريح دي تغير نه قبلوي,

په يوڅوسوليدلو ديني ليكنو اوژباړو غره كيدل نه دي پكار,نن سبا عامي اسلامي ليكني مستشرقين هم كوي,[/quote:7603db34c1]

هيڅ شک په کې نشته، خبرې بيخي سمې او په تول دي.

[quote:7603db34c1]اويوه خبره بايد زياته كړم,هغه داچي زه نه چاته خداى نا خواسته دصلبيانوهمكار وايم او نه هم چاته بل څه,,كيداي شي حامدصيب زما په خبره پوه شوى نه وي...
حامدصيب سپين ږيري هم دي او ناروغ هم دي,
زه ورته احترام لرم ,هيله ده زمانه خفه شوى نه وي[/quote:7603db34c1]

ګرانه وروره !
ستاسو ټاپه دجنت يا دوزخ کونجي نه ده، الله جل جلاله دهر چا په نيت ښه خبر
دی، خو دومره په ياد ولره چې:
وعند الله تجتمع الخصوم.

هيله لرم چې ټنډه تروه نه کړې.
په درنښت.


watanmal
14.04.2009

ټولو دوستانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

وايى:
اذا لم تجد عدلاً في محكمة الدنيا فارفع ملفك لمحكمة الآخرة فإن الشهود ملائكة
والدعوى محفوظة والقاضي احكم الحاكمين.

احذر المتشائم فإنك تريه الزهرة فيريك شوكها، وتعرض عليه الماء فيخرج لك
منه القذى ، وتمدح له الشمس فيشكو حرارتها.

محترم وهاج ساپى صيب ، ما په خپله ورستۍ ليكنه كى دا څه ليكلى وه:

[color=white:e8df2013a6]تاسى په خپله ټوله ليكنه كى د طالبانو څخه يوه غوښتنه كړى ، او بيا مو ويلى چى
طالبانو مخكى د ملت سره وعده كړى وه چى شر او فساد به ختمو بيا به حق حقدار ته
سپارو په همدى موخه ئى ټول وزيران موقتى وه ، كور مو ودان ، او طالبان دى هم
خير يوسى چى په خپله ژمنه ئى د وفا نخښى خودلى وى.
وهاج ساپى صيب د ملت سره ډيرو وعدى كړى خو ملت اوس وعدى نه بلكى عمل
غواړى ، اوس تاسى فكر وكړى چى ستاسى غوښتنه به له وخت څخه مخكى نه
وى؟ دومره خو ئى پريده چى صليبيان او شر او فساد ختم كړى بيا به ترينه ددوى د
ژمنى د دوهمى حصى غوښتنه وكړو ، يعنى چى حق حقدار ته وسپارى.
كه خپله لومړۍ ژمنه ئى پوره كړه نو ان شاء الله چى دوهمه به هم پوره كړى. [/color:e8df2013a6]

نو محترم ساپى صيب ستاسى په نظر مقاومت كونكى په څه ډول ملت ته ددى خبرى
تضمين وركړى چى دوى به په خپله كړى ژمنه ولاړ وى؟

د حكومت پر وخت طالبانو ژمنه كړى وه چى شر او فساد به ختمى بيا به حق حقدار ته
سپارى هغه تاسى هم منلى چى د همدى وجه په ټولو وزارتونو كى سرپرستان وه نه
وزيران.
نو خپله پوښتنه بيا تكراروم ، ستاسى له نظره طالبان ملت ته په څه ډول تضمين
وركړى چى دوى به په خپله ژمنه وفا كوى؟

په مينه
وطنمل


رښتینی
14.04.2009

[quote:5afcd80fb4="ghareebdost"]ساپى صيب تاسوحكومتي تشكيلات پيل كړي,زه وايم له سره دي طالب حكومت نكوي صالح خلګ دي ورته پيداكړي,
خوچې دا ديهودو زامن له دې خاوري ووزي,دلته صليبيانوداسيا دکنترول لپاره پخې اډې جوړي كړي, زموږ دنوي نسل دزهني بدلون لپاره سترتبليغاتي كمپاين روان د ي,
دملت پالني په جامه كې دهيواد دتجزيې پلانونه جوړيږي
اوتاسوپه ژمي كي دپسرلي سندري واياست,
پلاني به وزيرشي,اوكه نه داڅه بې معنا خبري دي؟؟؟
تاسوته دطالب سرشندنه داقتدار په موخه ښكاري,داپه مسلمان باندي بې ځايه بدګماني ده,
ساپى صيب نن دسرو اوسپينو ډاډسنو وخت تللى,الله خبيث اوطيب سره بيل كړل,په طالبانو كي هم دډاډسنو اوقدرت شوقيان دكرزي ترشا ودريدل,اوځيني نوريې بيا نوروملكونوته دپيسوپه لټون پسي ولاړل,او اوس په دي لټه كي دي چې څه ډول دطالب ټاپه حيا دي وي له كوني ليري كړي,له همدې امله له افغان ملتيانو سره ګډ غمبر وهي,
نن قدرت او اجرې دكرزي او امريكايي په ملاتړكي دي,
دطالب په ملاتړكي زندان,شكنجې,ګونتانامو,باګرام,
ځكه خو زه وايم چې هربي غيرته نن په ډكه خوله دطالب ملاتړنشي كولى,
دځيني ورڼوپه ګونګو ليكنو كې چې زه ګورم نو دتيرو نا خوالو ترسرليك لاندي دكمونستانو اوطالبانو د دوري فرق هم نكوي او يو ډول يي ارزيابي كوي,
خوبيا ځان ته دطالب لپاره دمصلح مقام هم وركوي,چي څوك زر او كوټ نه سره پيژني هغه به يي اصلاح څنګه وكړي؟
طالب ته په نصيحت كولو دصحابه وو,واقعات په دليل كي را اخلي,خودې ته پام نه كوي چې هغه وخت داډول اعتراضونه هغه چاكول چي دصحابه وو پرحقانيت ېي يقين لاره,
تاسوخو,ددي روان مقاومت مشروعيت ته هم دشك په سترګه ګوري,
نوستاسي اصلاح به پرته له دي چي په دي ښكنځلتون كي يوبله ښكنځل شي نوره څه ګټه ونه لري,اويابه دطالبان پرضد دنوروكنځلوته خام مواد ورپيداكړي,
څوك چي دطالبي دټاپې له ويري دطالب ستاينه په ډكه خوله نشي كولي دي ته مضر احتياط نه وايي,خو پرطالب دريدل مضراحتياط ګڼي,؟؟؟انصاف!!!
نن چي كوم طالب په مقاومت كي ولاړدي نو هغه پرځمكه سيوري پر اسمان ستورى نلري,مفقود لاثر دي,په ښكاره ژوند نشي كولي,دنورو امتيازاتوخو تصورهم نشي كيدلى,
چاچي له مال او قدرت سره شوق لاره هغوي دمقاومت خوا پريښوده,
ځكه تاسوته معلومه ده چي دولت تسليميدونكو طالبانو ته هرډول امتيازات وركوي,
ځيني دوكانداران چي دخيټي اوخو... په لټه كي په پيسوپسي ورك دي,اوس دغو وركوطالبانو ته د در بدري پيغورهم وركوي.!!!
په مستعارو نومونودطالب په دفاع به څوك څه امتيازات ترلاسه كړي؟
دطالب په دفاع خو دهالنډ او كاناډا دافغان ملتي يارانوډالري مرستي!!! هم نه ترلاسه كيږي,بلكي يوازي يوڅوكنځلي راته كيږي,
نن دطالب دفاع هر بي غيرته اوبزدله نشي كولي دا ډيرستر ايمان اوپاكه عقيده غواړي,

ساپى صيب!ته ښه سړي يي په مقدس ځاي كي اوسي,ددين علم كوي,
خو داچي ظواهري ته مردار خور وايي!! نودا جمله دي ديهودانو دناسكه زامنو سعودي چارواكو دخولي ده,داچي ظواهري څنګه دى؟دا دهرچاخپل نظر دي,خو موږ دا جمله مناسبه نه ګڼو,ځکه هغه ديهودانو او صليبيانو ستر دښمن دى,او مردار خور پښتانه سپي ته وايي,كه بوش يا اوباما خبرشي كيداى شي يو پاكټ ډالر درته را وليږي,كه نه خپلو زامنو سعودي چارواكوته خوبه ضرور وظيفه وركړي,

او داچې چاټوپك يا راكټ غاړي ته اچولى,؟

نو وروريوه ټوكه به وكړم هيله ده خفه نشي
هغه داچي:
دا وظيفه چا درسپارلي؟؟؟

دې ته موږ مطبوعاتي جاسوسي وايو,
خو بي غمه اوسه !دلته يوطالب هم نسته يوازي خواږي دي!!ستا بل يارهم په اشاروكي دتجسس ناكامه هڅه كړي وه,خوخير دهرچاخپل ظرفيت!!

ټوكه وه: هيله ده خفه نشي...

ځيني ورڼه په دي وياړي چي موږ ډير ديني معلومات لرو,
خو زه وايم حق او باطل دومره ورك نه دي,هرڅه څرګند دي,
سياف او رباني دشرعياتو استادان وو,
مولوي شنواري دهيواد په كچه محدث و,هره ورځ به يې دكرزي اوبوش په حقانيت ښپږشلي اياتونه اوحديثونه ويل,خوحق يې بدل نكړى شو,
که څوك مزاجا له مقاومت سره جوړ نه وي,نوپه ديني دلايلو دځان دفاغ نشي كولى,ځكه چي دجهاد په اړه نصوص ډيرصريح دي تغير نه قبلوي,

په يوڅوسوليدلو ديني ليكنو اوژباړو غره كيدل نه دي پكار,نن سبا عامي اسلامي ليكني مستشرقين هم كوي,

اويوه خبره بايد زياته كړم,هغه داچي زه نه چاته خداى نا خواسته دصلبيانوهمكار وايم او نه هم چاته بل څه,,كيداي شي حامدصيب زما په خبره پوه شوى نه وي...

حامدصيب سپين ږيري هم دي او ناروغ هم دي,
زه ورته احترام لرم ,هيله ده زمانه خفه شوى نه وي[/quote:5afcd80fb4]

ددی ټولو مختلف ډوله تانو ،طعنو ،پیغورونو،تورونواوښکنځلو
په مقابل کی دمحترم صافی صیب یوه جمله را اقتباس کوم او بس

[color=yellow:5afcd80fb4]وعند الله تجتمع الخصوم. [/color:5afcd80fb4]

اوخدای شاهد دی چی ما په خپله یوه جمله کی نه دچا دسپکاوی
نیت لرلی او نه دکوم پیغوراوکه چا کوم غلط مفهوم درک کړی وی
هغه یی خپل کار ده ځکه پیغور یوجاهلی صفت ده الله مو دی تری
ساتی


beett
14.04.2009

ستاسی په بی سروپایه اوږدو خو په زړه پوری به ورته وایم
مضامینو کی می یوټګۍ را واخیست چی زه یی م در سره شریکوم
هغه دمستعار نوم خبره ده مستعار نوم بد نه وی که یی دخیر خواته
کاروی هم ستا کار ده اوکه دابلی خواته یی بیایی هوم ستا کار ده
که دی کوم خذمت او په هغه مزدوری اخیستل مسخدو نو کوډ اونوم
مه هیروه او صافی صاحب نسخه عملی که
او که دی خدای مسخد و بیا خو نو یوه ملا صاحب دیوه مجاهدیوه کیسه
بیانوله سی په یوه غزا کی یی په پټه یوه سخته کلا سوری کړی وه او مجاهدین
کامیاب سوی و دی مجاهد څان نه ښودو خو امیر صاحب یی تلاش کاوه
اخر مجاهد په پټه داخبر ورته ورسوله سی دخلکو پردی مه پورته کوه
امیر به وای په دوعا کی ویلی سی خدایه ما دهغه سوری له وال سره راپورته که
نودمستعار نوم وال هم که ځا ن پت ولری ګومان کوم خیر به بیا مومی

اودطالبانو له پاره خو زه وایم په هر ډول خذمت دفخر وړ او لوی جهاد ده
ځکه صلیبیانو موږ ته څه راپریښودل !!! او بل په دنیا کی داسی څوک و
سی ددی داړه مارانو مقابله وکړی اتومی ځواکونو ی لاس ه سینه غلامان دی
خو دا خړ طالبان یی په نره مقابلی ته ولاړد ی

او ګوری ملاصاحبانو داد اصلاح خبری په پټه هم کیدی سی او په
پټه به یی اسر هم زیات وی په دی غویمنډ کی به ته وا څومره ګټه ولری !!

ستاسو دبریا لیتوب ارزو لرم


Ghairat
14.04.2009

ښاغلی وطنمل صیب !
ستاسو، غریبدوست ورور او ځینونورو ورونو لیکنوته به وروسته یوه لنډه لیکنه کوم، خو ستاسې دغه تکرار پوښتنه د وهاج صیب د یوې خبرې په ناسم پوهاوي ولاړه بریښي،تاسې انګیرلې چې ګواکې وهاج صیب داسې لیکلي چې ګنې :
[quote:98dc9f414d]طالبانو مخكى د ملت سره وعده كړى وه چى شر او فساد به ختمو بيا به حق حقدار ته سپارو په همدى موخه ئى ټول وزيران موقتى وه ، كور مو ودان ، او طالبان دى هم خير يوسى چى په خپله ژمنه ئى د وفا نخښى خودلى وى. [/quote:98dc9f414d]
په دې کې مو مبتدا شمه را انتقال کړې چې د واهاج صیب ده اوحقیقت دی، خو خبر مو خپل ور سره تړلی او دوهاج صیب پّه نامه مو انګیرلی ،نو ځکه مو کور ودانی هم ورته د خبلې انګیرنې په سر ویلی دی، خو وطنمل صیب ، مطلب اوحقیقت دادی چې طالبانو دغه ژمنه د قدرت له نیولومخکې کړې وه نه وروسته او له قدرت نیولووروسته یې بیا یوه هم پوره نکړه :
نه یې فساد ختم کړ اونه یې حق حقدار ته وسپآره، بلکې میم زر ما ټوله زما یې کړه او په هر څه یې خپله خيټه واچوله !
که لومړی یې د کابینې ټول غړي موقتي سرپرستان هم ټاکلي وو، هغه یې هم وروسته بیا له معمول سره سم وزیران کړل .
نو د ډيرو په اند ښکاره دا ژمني دملت د تیر ایستنې له پآره وې، خو څنګه چې طالبان نه دروغجن وو اونه په سیاسي چالونو پوهیدل ،نو داسې ویل کیده چې دا ټولې غولونې یا دروغجنې ژمنې ټول د طالبانو د حامی پنجابیانو ISI کار و او بس !
خوپوښتنه داده چې زا ، که هغه د ISI کار و ، اوس ولې ژمنه نه کوي چې واک به دولس استازو ته د عامو سري مخفي او آزادانه ټاکنو له لاري سپاري ، دا ژمنه ولې نه کوي ، ایا اوس یې هم د پخوا په شان ISI دې ته نه پریږدي (؟؟؟؟) ،ځکه چې دISI حاکمیت خو د آزادو ټاکنو په صورت کې کورټ له منځه ځي او له دیکتاتورۍ پرته نشي پلي کیدای!
[color=red:98dc9f414d]دا یومنطقي سوال دی چې د هر افغان سر ه پیدا کیږي ،ځکه تر څو پورې چې قدرت افغان ولس ته نه وي سپآرل شوی، ملي واکمني امکان نه لري، او برعکس یې هم ، آیا همداسې نه ده ؟؟؟؟؟؟؟[/color:98dc9f414d]


watanmal
15.04.2009

ټولو دوستانو او محترم غيرت صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

غيرت صيب كور مو ودان چى خپل نظر مو څرګند كړى.

غيرت صيب د وهاج ساپى صيب په ليكنه كى دا څه وه:

[quote:687e71ce41]ولس له طالبانو هغه ژمنه پر ځاي کول غواړي، چې مخکې يي له ولس سره
کړې وه، بيا په کې پاتې راغلل، ولس سره طالبانو دا ژمنه کړې وه، چې دوي دفساد
عناصر او جرړې له منځه وړي، بيا حق اهل حق ته سپاري، ځکه خو يي په پیل کې
ټول وزیران او نور کارکنان سرپرستان وټاکل.[/quote:687e71ce41]

غيرت صيب پر مونږ بايد خپل تعصب دومره زورور نه شى چى تاريخ هير كړو ،
[color=white:687e71ce41]طالبان چى كله د شر او فساد ورستيو جالو له منځه وړولو ته ورلنډشول ، نو
صليبيانو پرى حمله وكړه ،[/color:687e71ce41] همغه شر او فساد چى كيسى ئى ټول ملت ته معلومي دى
، ترننه پورى صليبيانو په خپل غيږ كى نيولى او د افغانانو په سر ئى حاكم دى.[color=darkblue:687e71ce41] په
حقيقت كى صليبيان چى كله پوه شول چى ددوى ګوډاګيانو نور تغر ټوليدونكى دى
نو ځكه په خپله ميدان ته ئى راوه دانګل او خپل ګوډاګيان ئى د مرګ له خولى وژغورل.[/color:687e71ce41]
[color=white:687e71ce41]اوس كه مونږ وايو چى تير ځل طالبانو خپله ژمنه پوره نه كړى ، دا يوه بى انصافى ده[/color:687e71ce41]
چى مونږ ئى كوو ، بلكى وه به وايو چى[color=darkblue:687e71ce41] طالبان تر خپلى ژمنى پوره كولو پورى پرى
نه ښودل شول ، [/color:687e71ce41]په هغو سيمو كى چى ددوى تر كنترول لاندى وى ، شر او فساد ئى
ختم كړى وه، بل لورى ته ئى د حكومت په غټو چوكيو سرپرستان كينولى وه نه وزيران.

[color=white:687e71ce41]غيرت صيب د ګوډاګى كرزى حكومت چى [/color:687e71ce41][color=blue:687e71ce41]د انتخاباتو [/color:687e71ce41][color=white:687e71ce41]په شكل راغلى كوم د ISI له
اجنټانو څخه خلاص دى ،[/color:687e71ce41] په همدى حكومت د ISI په لسګونو اجنټان شته ، نن
افغانستان د مختلفو استخباراتى شبكو په مينځ كى ويشل شوى ، نو هر يو ته د
حكومت څه چوكۍ رسيدلى او هغوى پرى خپل اجنټان كشينولى ، [color=white:687e71ce41]نن د ګوډاګى
كرزى څخه نيولى د كابينى ټول غړى ئى د نورو ملكونو اجنټان دى، پدوى كى يو هم
داسى نشته چى د ملت په خوشه وى.[/color:687e71ce41]

طالبانو چى كومه ژمنه كړى پر هغى ئى د وفا نخشى خودلى په خپل وخت كى ، نن
[color=white:687e71ce41]كه تاسى د مقاومت كونكو حال له نيژدى وه ګورۍ نو په خپله به پوه شۍ چى كومه
خبره كوۍ له وخت څخه ډير مخكى غږيږۍ.[/color:687e71ce41]

نن زمونږ هيواد د صليبيانو په قبضه كى دى ، پدى توره تياره كى، د دوست او دښمن
معلومول ډير ګران كار دى، [color=darkblue:687e71ce41]نن مونږ افغانى مقاومت يواځنى د رڼا هغه څرك وينو
چى دى تورى تيارى ته به د پاى ټكى كيږدى،[/color:687e71ce41] نو اى ځما وروڼو افغانستان زمونږ د
ټولو كور دى د صليبيانو څخه ئى خلاصول يواځى د طالب اوملا كار نه دى ، [color=green:687e71ce41]نن چى
طالب دى كار ته ملا تړلى ، [/color:687e71ce41]كه په هر سبب نه شو كولى چى د صليبيانو څخه د هيواد
د ازادۍ لپاره كار وكړو نو على الاقل بايد د هغه چا پښى ونه وهو كومو چى خپلى
سينى سپر كړى ، د صليبيانو د سيلاب مخكى چى كومو خلكو ځانونه خنډ كړى ،
د خداى لپاره دغه خنډونه مه ايسته كوى ، كنه نو دغم دغه اوښ په يو ورځ په خپل
كور كى ناست ووينى ، ددى سيلاب خړى اوبه به مو تر انګړه درورسيږى ، بيا كه څو
ارمان وكړو څه فايده به نه كوى ، بيا به يواځى راته د ښځو په شان اوښكى تيول
راپاتى وى، خو [color=white:687e71ce41]د ملتونو د عزت او ازادۍ تاريخ په اوښكو نه بلكى په وينو ليكل كيږى.[/color:687e71ce41]

[color=darkblue:687e71ce41]افغانى مقاومت ملائكى نه دى چى غلطيان به ترينه نه كيږى، [/color:687e71ce41][color=white:687e71ce41]خو د مقاومت كونكو
مثبت او منفى دواړه طرفونه ددوى د حالاتو په رڼا كى وه ګورۍ ،[/color:687e71ce41] كه مونږ مقاومت
كونكو ته د صليبيانو د ميډيا له دوربينيو څخه ګورو نو هيڅكله به زمونږ د خولى
څخه د مقاومت كونكو په اړه كومه مثبته خبره راونه وځى ، بلكى ددوى هر برى به
د نورو په نيك نامۍ تماموو ، [color=white:687e71ce41]همدا وجه ده چى په ټول افغان كى د ډيرو ليكوالانو
كه ليكنى وكتل شى فقط په افغانى مقاومت نقد به پكى وى او هميشه به ئى منفى
طرف راسپړى.[/color:687e71ce41]
مونږ پښتانه په ژوندو كى ښه او په مړو كى بد سړى نلرو، دا ځكه چى د نعمت قدر
د زوال پر وخت معلوميږى،[color=blue:687e71ce41] هيڅ يو ستمى [/color:687e71ce41]به ونه ګورى چى په خپلو ګوډاګيو
مشروانو پسى كومه بده خبره كړى وى ، سره ددى چى دوى پوهيږى چى مشران ئى
د مختلفو استخباراتى شبكو اجنټان دى، نو [color=white:687e71ce41]اي وروڼو كه د مقاومت كونكو په
څنګ كى په سبب نه شو دريدلى نو على الاقل د مثبتو پاينټو څخه خو ئى دفاع
وكړو، وخت ددى نه دى چى هغه غلطۍ چى په مقاومت كونكو تپل كيږى په هغى پسى لاټين وه ګرځو.[/color:687e71ce41]

[color=darkblue:687e71ce41]سوزوي مو اوبه هم چې په جوش راشى
----------------------- اوبه اورشى چى محيط يى شى سور اور
په هر شى كى د محيط تاثير ښكاره دى
----------------------- وى بى زهرو چى اوبو كى وى منګور
په هرڅه كى دى عيان تفاوتونه
----------------------- يو شان نه وى د څيړۍ او لوخى اور[/color:687e71ce41]

============
============
په مينه
وطنمل


عبد السلام
15.04.2009

درنو دوستانو! السلام علیکم :

محترم وطنمل صاحب! تاسو داسې لیکلي : ((( په
حقيقت كى صليبيان چى كله پوه شول چى ددوى ګوډاګيانو نور تغر ټوليدونكى دى
نو ځكه په خپله ميدان ته ئى راوه دانګل او خپل ګوډاګيان ئى د مرګ له خولى وژغورل )))

کوره ، دحقیقت په پټولو ټوله نړۍ نه غولیږي او په دې اړه د توطیې او دسیسې دنظریې (Conspiracy Theory) منونکي یواځې دطالب په نامه سیاسی ډله، او دالقاعده ده. زه پوهیږم چې ستاسو دپورتنۍ نظرې منشه چیرته ده . که تاسو دسبتامبر دفاجعې مسولین القاعده نه ګڼﺉ زه به ستاسو په لیکنو نظر څرګندول بې ګټې وبلم.

او بیا تاسو داسې لیکﺉ:
(((مونږ پښتانه په ژوندو كى ښه او په مړو كى بد سړى نلرو، دا ځكه چى د نعمت قدر
د زوال پر وخت معلوميږى، هيڅ يو ستمى به ونه ګورى چى په خپلو ګوډاګيو
مشروانو پسى كومه بده خبره كړى وى ، سره ددى چى دوى پوهيږى چى مشران ئى
د مختلفو استخباراتى شبكو اجنټان دى،)))

نو وروره ! نور چې هر جک وهي ، مونږ یې هم باید ووهو؟

دغربیانو په مقابل کې چې نن کوم مخ په پراختیا مقاومت روان دﺉ دا دطالبانو دسترګو پسې د خپګان په علت ندﺉ. دا دغربیانو دنه جبرانیدونکو غلطیو په علت دﺉ. غربیانو ستاسو په وینا خپل همغه پخواني مجرمان چې باید په دار ځوړول شوی وي بیرته په افغانانو مسلط کړل ، یوه لویه غلطی .
بله ترهغې لویه غلطی داچې ددوي(مجرمه ګوډاګیانو) په مشورو یې د وړندو پهشان په هیواد کې د ولس د عنناتو په نظر کې نیولو پرته داسې غوبل جوړ کړ چې نه به یې اوس اوباما پاک کړی شی اونه به بل څوک، دا په دې معنی چې غربیان بې اجازې د پښتنو په کورو ورننوتل ، بې ګناه خلک وځورول اووژل، دهر بیګناه قتل په مقابل کې د غربیانو په وړاندی دهغه ټول قام اوټبر راو کټید. نه داچې دمره کمعقله وو چې طا لب جان دې وریادیږي

په درنښت


ghareebdost
17.04.2009

چې تاسو همدومره را سره ومنل چې پراخ او ملي مقاومت روان دي,نو بياموهم كور ودان!
ستاسي ټولوپه دي اعتراف,چي مقاةمت مورښتينی وباله نور حقيقت پخپله روښانه شو.!!!
ځكه په دي خو نور خر هم پوهيږي چې مقاومت څوك كوي؟؟؟
او رښتيني مخكښان يې څوك دي؟؟
خو څوك به دتعصب له امله مكمل اعتراف نكوي,څوك له ناپوهي,اوڅوك دشخصي او فكري تضاداتو له امله!!
ورشئ! په هيوادكي له 2كلن ماشوم هم وپوښتئ!چې مقاومت څوك كوي او انګريزان ,امريكايان څوك وژني؟ نو همدا دطالب نو به درته اخلي,كرزي هم دا نوم اخلي ,امريكا هم دا نوم اخلي,
خوتاسويي په انكارځانونه مجبوراومكلف ګڼي!!!


ghareebdost
17.04.2009

وهاج خانه! ته چې په دي فورم كي كومي ليكني كوي,او دكومو ليكنو تايد كوي اوپه څه ډول دمقاومت پښې وهي,نو په فورم كي اعلان شوې قربانۍ دي راته صرف دروغ ښكاري,
ماته دي دكامري نمبر هم معلوم دي,؟؟؟ اوتا چي په نه شناخت ماته كومي كنځلي او الزامات ډالۍ كړي دا هم ستا په پوهه او عقل دلالت كوي!!!
ته چي په تبليغاتي ډګركي څومره دمقاومت پښې وهي ,اوپه څه ډول طالب دښمنانو ته ترپښو را نيسې ,دا ستا دټولو قهرمانيو ښه نمايندګي كوي.
ستاپه ژبه اوقلم كي چې له طالب سره څومره سخته او مرموزه دښمني په ټوپو ده,دا اوس ترلمر هم ښكاره ده,

تاچې په مقاومت كي دجنوب او شمال تقسيمات هم پيل کړي, دا هم ښاي ستا داصلاح يوه هڅه!؟ وي ترڅو اتحاد را مينځ ته شي, افرين افرين افرين!!!

وروره موږ دطالب څرګندحمايت كوو, اوته يي مرموزه دښمني كوه!!!

تاسو خپل كار كوي, موږبه خپل كار كوو!!!

نور ستا په دروغو موږ والله كه دوكه كړې!!! موږ د...قبر په هديره كي پيژنو..
تاكه رښتيا په افغانستان او پاكستان كي جهاد كولی نو مجاهد به دي كله مر دار خور نه بللي....

نوربيا


ghareebdost
17.04.2009

دفورم له درنوډمينانو نه احترامانه هيله كومه چي زما دا ورستنۍ ليكنه ړنګه كړي ځکه زه نور نه غواړم،چې له ساپي صيب سره شخړه اوږده كړم,په دي كي نه ددنيا خيرشته نه اخيرت,
نو كه د ساپي صيب تركتلووړاندي يې څوک ړنګه کړي ثواب به وي او پر ما به يې احسان وي


و.افغان
17.04.2009

[quote:b988fa6a79="ghareebdost"]وهاج خانه! ته چې په دي فورم كي كومي ليكني كوي,او دكومو ليكنو تايد كوي اوپه څه ډول دمقاومت پښې وهي,نو په فورم كي اعلان شوې قربانۍ دي راته صرف دروغ ښكاري,
ماته دي دكامري نمبر هم معلوم دي,؟؟؟ اوتا چي په نه شناخت ماته كومي كنځلي او الزامات ډالۍ كړي دا هم ستا په پوهه او عقل دلالت كوي!!!
ته چي په تبليغاتي ډګركي څومره دمقاومت پښې وهي ,اوپه څه ډول طالب دښمنانو ته ترپښو را نيسې ,دا ستا دټولو قهرمانيو ښه نمايندګي كوي.
ستاپه ژبه اوقلم كي چې له طالب سره څومره سخته او مرموزه دښمني په ټوپو ده,دا اوس ترلمر هم ښكاره ده,

تاچې په مقاومت كي دجنوب او شمال تقسيمات هم پيل کړي, دا هم ښاي ستا داصلاح يوه هڅه!؟ وي ترڅو اتحاد را مينځ ته شي, افرين افرين افرين!!!

وروره موږ دطالب څرګندحمايت كوو, اوته يي مرموزه دښمني كوه!!!

تاسو خپل كار كوي, موږبه خپل كار كوو!!!

نور ستا په دروغو موږ والله كه دوكه كړې!!! موږ د...قبر په هديره كي پيژنو..
تاكه رښتيا په افغانستان او پاكستان كي جهاد كولی نو مجاهد به دي كله مر دار خور نه بللي....

نوربيا[/quote:b988fa6a79]

په ما ګران ښاغلې غریبدوست صاحب:

یو وار بیا مې سلامونه ومنه !

ښاغلې غریب دوست صاحب:
هيڅ اړتیا نشته، چې لیکنه ړنګه شي، وروره هر څه چې وي، صفا صفا به يي سره وايو،
دزړونو پټه کينه او دښمنې هيڅکله هم زمونږ مسائل نه شي حل کولې.

ښاغلې غریبدوست صاحب:
تاسو لومړۍ شخص نه ياست، چې ما ته دمستعار يا اصلي نامه لاندې دمرګ يا ترور
يا ورته نورې ګواښنې کوئ.
دا چې ځما دکمرې نمبر پيژنۍ، نو ډیره ښه خبر ده، که کله ديخوا رابرابر شوئ، نو که
نور څه نه وي، شين چاي خو درباندې ضرور څکلې شم.

ما له پيل څخه ځان نه دی پټ کړی، او نه به يي پټ کړم.
ما خپل دين، خپل وجدان، او خپل ضمیر هڅوي، چې هغه څه وليکم چې پرې ايمان لرم،
داسلام پر دين او ګران هيواد باندې دډیرو سرونه تللي دي، نو که زما سر هم ورپسې
شي، نو څه دنيا به ورانه شي، مرګې خو هسې هم يو وخت دهر چا ميلمه کیږي، څوک
مخکې او څوک وروسته.

دا چې تاسو ته ځان غټ يا مشر ښکاري، او يا په حقیقت کې به يو مشر ياست، ځکه مو
ځماخبرې دځان سپکاوۍ ګڼلې دی.
نو دا ددی نه مانع کیږي، چې زه په حق سکوت غوره کړم.

افسوس او سل ځله بیا افسوس په هغو نصابونو چې تاسو مدرسو کې ويلي دي، دومره
يوه دفاعي ځواک يي نه دی دربخښلې، چې دالقاعدي او دهغوي دسفيهو تکفيري
افکارو مخه ډب کړئ.

څو ورځې وړاندې ددې فوروم يو دروند ليکوال چې هيله کوم، په دې قيصې خفه نه شي،
ځکه چې دهغه نوم نه اخلم، بلکه موخه مې يوې پدیدې ته اشاره ده.

نوموړي دروند ليکوال چې ښه تکړه عالم بريښي، راته خط راوليږه، چې تاسو
دديموکراسۍ په اړوند څه سکالو روانه کړېده، زه يو دديموکراسۍ په اړوند څو فايلونه
درليږم، نو زه په دی انتظار ووم، چې ان شاء الله داسې فايلونه به وي، چې دده خپل علمي
تحقيق به وي،
يا به دافغانستان دعلماوو کوم علمي تحقيق وي، او یا به داسلامي نړۍ دځينو علماوو
علمي تحقيق وي، خو داسې نه وه.

نوموړي راته دالقاعدي دځينو سفيهو کم پوهه غیر معروفو تکفيريانو فايلونه راوليږل،
چې له تکفيري عقيدې څخه ډک وو، بن لادن په کې دامت يو پيشوا معرفې شوې وو،
چې د (وختامه مسک) ځاي په کې نيولې وو.

ډیر افسوس راغې، چې له يوې خوا داسې وخت رارسيدلې، چې يوه ناپوهه جاهل، شاعر،
اينجنر لکه اسامه، او له اسلامي تعليماتو لرې يو کمياپوه الظواهري يو دينې مرجعيت
بلل کیږي، کوم چې ددين په الفبا هم نه دي خبر.

او له بلې خوا ځمونږ پوهه علما او طالب العلمان ټولو دينې مراجعو باندې پښې ږدي،
او دالقاعدي دجهنمي ډلې، او دهغوي په جهنمي افکارو او فتواګانو پسې روانیږي.
هغه مناهج يا نصابونه چې ما وراسته بللې وو، نو هغه مې له دې و جهې وراسته بللې
وو، خو هغه ورستو نصابونو هيڅکله هم دتکفیري مفکوري سره موافقت ښودلې دی،
بلکه دتکفيري مفکورو دښمن پاتې شوي دي، دا يي يو لوي ښه والې دی، خو دالقاعدي
په تکفيري افکارو غوليدلو خلکو باندې دهغو نصابونواندک آثار هم نه معلومیږي.

دروند غریبدوست صاحب:

ستاسو ګواښنې هيڅکله هم ددی باعث کيدلاي نه شي، چې زه ددی دمقاومت اړخ پريږدم
دالله جل جلاله په ذات مې دی قسم وي که چیرته زه پوه شم چې زما لیکنې مقاومت ته يوه
سلنه نقصان رسوي، نو يوه کرښه به هم ونه کاږم.

خو اوس چې ګورم نو نور دتکفيري افکارو په وړاندې سکوت نشې کيدلې، دافغانستان
په علماوو او طالبانو دالقاعدي دتکفيري جهنمي مفکورو آغیز نور دزغملو وړنه دی.

مقاومت، هو.
طالبان : هو.
خو القاعده او دهغې جهنمي تکفيري تورې مفکوري: نه نه نه نه.

مونږ ددې ضرورت نه لرو، چې له القاعدې يي زده کړو، که څوک هلته دمقاومت سره
کومک کوي، نو هرکلې يي باید وويل شي، خو ديته پرينښودل شي، چې خپلې زهرجنې
مفکوري خورې کړي، که له مقاومت وروسته ديوه پناه اخيستونکې په څير ژوند کوي،
او دافغانستان قانون ته غاړه ږدي، په نوره نړۍ کې تخريب نه کوي، نو ډیره ښه ده،
بايد پناه ورکړل شي، عزت يي وشي، دا يي پر مونږ حق دی.

او که نه نو ددې وطن څخه دی خپل تورمخونه سره دتورو فکرونو ورکوي.

افغانان کولاي شي، چې ددی خلکو پرته دخپل وطن آزادي وګټي، مخکې يي هم ګټلې
ده، او بیا به يي هم ګټي.

په درنښت.


Ghairat
17.04.2009

درنوورونو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !

محترم وهاج صاحب یواځې دکونړ یودروند پښتون او جیِّد دینپوه نه دی بلکې له دې سره سره د افغان سید جما ل الدین رحمة الله علیه د اسلامي سیاست په ځلاندې لار ې یولاروی هم ښکاري او د الله سبحانه و تعالی له دربار څخه ورته توفیق غواړم چې د پښتنو په عقیدوي شعور کې هغه تیاره کنجونه او ګوډونه یو دبل پسې روښانه کړي چې د اسلام رڼا تر اوسه پورې سمه نه ده وررسیدلې نو ځکه داسلام پّه نامه ډير ژر د پردیو د سیاسي دسیسو ښکار کیږي او په دې توګه اسلامیت، وطندوستۍ ،ملي اوولسي ګټوته سخت ګوزارونه ورکوي!

ما له وهاج صیب څخه د همدغسې یو پراخ نظره علمي ملي او اسلامي ځواب انتظار درلود چې د غریب دوست ورور د اندیښنې د لرې کولو له پآره یې ورکړی دی !
[color=blue:5c5b9765b0]
مونږټول د مقاومت پلوی غواړو خو هېڅکله د ړانده پلوي غوښتونکي نه یو! او داد مظلوم مؤمن او مسلمان افغان ولس یو آریز حق دی چې نور یې له برخلیک سره په هیڅ نامه هم لوبې ونشي ــ هو(!) د اسلام په نامه هم نه ! [/color:5c5b9765b0]
طالبانورونه دې د القاعدې او پاکستاني شیکو پر ځای د افغانستان خپلو سترودیني عالمانو اونوروملي سیاستپوهانو اوټولنیزو اندوالانو سره اند او مشوره شریکه کړي، لږدې د وطن له مینانو اوخواخوږو نظر لرونکو ته هم غوږونیسي چې څنګه کیدای شي مقاومت پیاوړی او ابعاد یې پراخه شي۰
څه اړین دي چې دوسلوال مًقاومت تر څنګ سوله ییز سیاسي مقاومت غورځنګ هم رامنځته شي ،ملي روڼ اندي هم په کې برخه واخلي او په هدفمنه توګه رهبري شي ،نړۍ ته غږ پورته کوي او پخپله په لویدیځ کې یې خلکد ملاتړ له پآره واټونوته داووځي! هو، لویځوال ځواکونه لو سیاستوال باید په خپلوولسونوکې تجرید شي، لکه څنګه چې امریکا حکومت د ویتنام د جګړې پّه مهال هم د خپل ولس او د ټولې لويدیځې نړۍ د ولسونوله خوا تجرید او د مستو خوځښتونو تر غندنې اوګوزانو لاندې راغلل ! هوم،هر خوځښت اومقاومت چې د حًق اوحقیقت تومنه ولري ، باید د نړیوالوملاتړ هم تر لاسه کړي اوګوښه توب کې یې نړۍ خور قدرتونه ونه ځپي اوله منځه یې یونسي!


ghareebdost
17.04.2009

استغفرالله!!!
تاسو فكر كوئ چې زه ګني تاسوته ګواښنه كوم,هيله ده زما دخبري نه غلطه معنا او انتباه وا نخلئ!!!زه چاته دګواښني تصور هم نشم كولی,ما دكامرې خبره ددې لپاره كړې وه چې معنا زه تا پيژنم,خوته ما نه پيژنې,نوپه نه شناخت كي الزام مه لګوه!ځکه ته خو په حقيقت نه يې خبر,نو ولي له ځانه قضاوت كوي؟؟؟
اودا چې ما دليکني له ړنګيدونه هدف څه وو؟؟؟نوزما اراده مكمله بدله شوه!!!
وروره !خداي شاهد دی چي زه دلته ليكني يوازي دالله لپاره كوم(والله علی ما نقول وكيل),تر دي خو ستره لوړه نشته,
دمقاومت حمايت هم دالله لپاره كوم(والله علی ما نقول وكيل)داچي دمقاومت په لاره كي را باندي څه تيرشوي او څه تيريږي ,دلته يې په ويلو اجر نه خرابوم,خوكه به مي داقتدار لپاره كړي وي,اويابه مي په اينده كي اقتدار يا بل امتياز په نظركي وي ,نو الله مي دي بي ايمانه تر دنيا تيركړي.
له بد مرغه مدرسه مي هم نه ده لوستي,ليسګۍ مي لوستې  اويوڅه ديني زدکړي مي كړې,
نه مشريم نه كشريم نه بل څه!!!
تاچې نوري خبري كړې,دهغو زه ځواب نه دركوم,ځكه ما نوره فيصله وكړه چې ستا سره دا بحث نور نه اوږدوم...
اوخپلي ټولي خبري بيرته اخلم, اوتاته دهرڅه ويلو اجازه ده...
دهرچا په مشاهداتو كي او نظرياتو فرق وي,ستا خپل نظردي.زما خپل..
زماپه لومړۍ يوه ليكنه كې, اصلا ټولي اشارې هغه ورورته وي,چې زه يې ډير بي ځايه په کنايوكي وښكنځلم,
خوتاسوزماټولي خبري خپل ځان ته وبللي,ځكه خفه شوئ او ورسته زه هم
تيز ولاړم,
وروره! زه ستا سره هيڅ نلرم,
چاچې زه بې ځايه وځورلم, نو زه خوپه هر لحاظ يو بي وسه اوبي كسه يم.نو الله دي ورسره حساب وكړي,ځكه زما دليكني
اصلي موخه يې راباندي پريښوده,اوپه بي ځايه عقده كي يې مبتلا كړم,خو ستانه هيڅ ګيله نلرم,زه او هغه كس سره پبژنو او ستانه بار بار بښنه غواړم,اوپه حرم كي درنه يومستقله دعا غواړم,ځكه چې دايوه شيبه وړاندي,مي ديو ډيرګران ملګري,
پرسرتوره کڅوړه هواره شوه,او دماشومي لور ژړا مي په تلفون كي پخپلو غوږو واريده, دا مهال مي يوازي دخبرونو لپاره net ان كړ,په په زړه نازړه مي دغه ورستۍ ليكنه پريښوده

كه زما نه څوك په فورم كي خفه شوي وي,نو بښنه تري غواړم,
هغه وروڼه چې دمقاومت په حمايت كي ليكني كوي,لا بری ورته غواړم,
رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابي شاعرحسان بن ثابت ته وويل :ترڅو چې ته !دحق په دفاع كي شعرونه وايې,نو روح الامين(جبريل امين) به له تاسره وي ,نو دغه مجاهدين علما اوطلبا درسوالله وارثان دي,اوقلمي حاميان يې د صحابه وو,شاعرانو وارثان دي, الله دي لاتوفيق ور كري...امين

من از بيګانګان هرګز ننالم ...
بمن از هرچه كردند اشنا كرد...

نوربه دكلي كوڅې پريږدم زورورو لره...
تاسو په بده سترګه ګورئ مسافرو لره...

دټول افغان ټولومسئولينو او منسوبينو دخدای په امان!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!


و.افغان
17.04.2009

[quote:75fa608ce2]دټول افغان ټولومسئولينو او منسوبينو دخدای په امان!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!![/quote:75fa608ce2]

محترم او دروند ورور غریبدوست صاحب:
يو وار بیا دزړه له کومې سلامونه.
غریب دوست صاحب: که رانه مشر يي، نو توقیر ، درناوۍ، او دمشرولۍ مراعات دی
راباندې لازم دی، او که مې همزولې يي نو بیا دی هم راباندې احترام او قدرداني واجبه
ده، ځکه چې زما مسلمان ورور يي، او په تیره داسې ورور چې زړه کې يي داسلامي
پاکو سپيڅلو ولولو لمبې بلیږي، که کومه خبره کې مې زياتي کړي وي، نو هیله لرم چې بخښنه به يي ضرور راته کوئ.

څومره خوند کوي، چې دمسلمانانو وروڼو تر منځ دمينې محبت فضا قايمه وي، بدګمانۍ، نفرت، او بغض منځ کې نه وي.

والله چې څه لیکو، نو مونږ دهمدې وطن بچي يو، مسلمانان يو، زړونه مو په اسلام، وطن، او مسلمانانو درديږي، ژړيږي، وريتیږي، دهر ښکيلاګر، یرغلګر او دهغوي سره همراه په ختمیدو مو زړونه خوښيږي، او سترګي يخیږي، ځکه څنګه چې دمقاومت او ولس په صفونو کې تنکي ځوانان شهيدان کیږي، مورګانې بوري کیږي، ځوانې سرتوري کونډي کيږي، پتونه يي لوټل کیږي، دولس کمکې بچي او سپيږيري بيګناه وژل
کیږي، بی پته کیږي، دعقیدې، دين، او عنعناتو سپکاوۍ يي کیږي.

نو که ددی مقابل کې داشغالګرو په صف کې هر څه مرګ ژوبله را منځ ته کیږي، نو زړونه
مو پرې رڼا کیږي، او دپاک الله جل جلاله شکر پرې باسو.

ځکه خو دپاک لا یزال رب په پاکو نومونو سره داشغالګرو او دهغوي دلاسپوڅو له صف څخه پناه او پرده غواړم.

فوروم مو خپل فوروم دی، ستاسو تلل ترې کوم وجيه سبب نه لري، او نه پکار دي چې فوروم کې خپل نشاط ته دپاي ټکې کيږدئ.

[quote:75fa608ce2]
ځكه چې دايوه شيبه وړاندي,مي ديو ډيرګران ملګري,
پرسرتوره کڅوړه هواره شوه,او دماشومي لور ژړا مي په تلفون كي پخپلو غوږو واريده.
[/quote:75fa608ce2]

خداي جل جلاله دی په خپل ځواک او قهر سره دهر هغه چا په کور اور ګډ کړي چې ددغه ملګري کورنۍ او ماشومان يي په وير کښينولې دي، خداي جل جلاله دی ورته داسې ویر ماتم په خپل کور راولي.
ظالمانو ته خداي مهلت ورکوي، خو هيڅکله هم دخداي جل جلاله له ګرفت څخه بچ نه پاتې کیږي، الله جل جلاله دی سره له خپلو اشغالګرو بادارانو په سرو اورونو کې په دنيا او آخرت دواړو کې ايره ايره کړي.

په درنښت.


عبد السلام
18.04.2009

غریب دوسته!!!!!!!! Watanmala!!!!!!!!! عادله وطنمله!!!!!!! ښه شوو چې ځان دې معرفی کړ ،چې نور درباندی خطا نه شي !!!! ښایی دوه اویا مثنی، اویا هم ثلاثی یاست ولی جمع کثیر نه یاست،(که مو خو ښه ده او کنه!!!! لکه څنکه مو چې کو نیه کاذبه ده ، په استغفر کې هم دورغ وایﺉ ،((((((( ماته دي دكامري نمبر هم معلوم دي,؟؟؟ ))))))) که بل څوک توره کڅوړه در په سر نکړي وجدان او ضمیر به یې خا مخا در په سر کړي!!!!!!!!!!! ښه ده چې دواک دوخت تجربه مو معلومه ده ، اوڅوک درباندې نه غولیږي!!!! تاسو چې دبې واکۍ په حال کې دمرګ ګواښنه کوﺉ په واک کې به تاسو څه وکړﺉ؟؟؟؟؟؟ لعنت دې په هغو تور مخووي چې دخدای په ازاده نړۍ کې به وچ زور دبل دفکرمخنیویه کوي.

[quote:7759df6c4a]
وهاج خانه! ته چې په دي فورم كي كومي ليكني كوي,او دكومو ليكنو تايد كوي اوپه څه ډول دمقاومت پښې وهي,نو په فورم كي اعلان شوې قربانۍ دي راته صرف دروغ ښكاري,
ماته دي دكامري نمبر هم معلوم دي,؟؟؟ اوتا چي په نه شناخت ماته كومي كنځلي او الزامات ډالۍ كړي دا هم ستا په پوهه او عقل دلالت كوي!!!
ته چي په تبليغاتي ډګركي څومره دمقاومت پښې وهي ,اوپه څه ډول طالب دښمنانو ته ترپښو را نيسې ,دا ستا دټولو قهرمانيو ښه نمايندګي كوي.
ستاپه ژبه اوقلم كي چې له طالب سره څومره سخته او مرموزه دښمني په ټوپو ده,دا اوس ترلمر هم ښكاره ده,

تاچې په مقاومت كي دجنوب او شمال تقسيمات هم پيل کړي, دا هم ښاي ستا داصلاح يوه هڅه!؟ وي ترڅو اتحاد را مينځ ته شي, افرين افرين افرين!!!

وروره موږ دطالب څرګندحمايت كوو, اوته يي مرموزه دښمني كوه!!!

تاسو خپل كار كوي, موږبه خپل كار كوو!!!

نور ستا په دروغو موږ والله كه دوكه كړې!!! موږ د...قبر په هديره كي پيژنو..
تاكه رښتيا په افغانستان او پاكستان كي جهاد كولی نو مجاهد به دي كله مر دار خور نه بللي....

نوربيا
[/quote:7759df6c4a]


عبدالله صابر
18.04.2009

السلام عليکم 
غريب دوسته وروره
خيردی تاسواحساساتي شوي ياست ،احساساتي ليکنه اوفيصله طبعاخفګان او
پيښمانتياراولي ، بل پلوپوهيږئ چي ښاغلئ وهاج صاحب دمقاومت پلوي دی او
مونږ اوتاسوټول دمقاومت په ځينو نيمګړتياوو اوتيروتنوکښ سره هم نظره يو خو
مخالفت مو تش په وخت کښ دی ،چي ايادا وخت مقاومت ته دمشورو اواصلاح
دی اوکنه ؟ ؟؟
يعني زمونږ دبحث مطلب دادی چي ځيني پلويان غواړي دمقاومت نيمګړتياوي او
غلطئ سرله نن څخه اصلاح شي خوبل پلونورلکه زه بيا وايوچي نه ښايی اوس مقا
ومت دومره وخت ونه لري چي خپلې غلطئ اونمګړتياوې سمې اويا دنه تکرار په
هکله څه ووايی ، دا زمونږ اوتاسو اصلي مطلب دی اوغواړويوبل ته قناعت ورکړو
چي ايادکوم يووړانديز اومشوره په اوس وخت کښ ممکنه ده ؟؟ يا ايا په اوس وخت
کښ يی عملي کول امکان لري ؟؟؟ ياکه عملي شي اويا نه شي عملي ګټه اوتاوان به
يی څه وي ؟؟؟
داهغه پوښتنې دي چي مونږاوتاسويی يوبل ته قناعت لپاره دلائل وړاندي کوو ،
نه ددي لپاره چي په زوريوچا باندي خپل نظر تائيد کړو ٠
که په تشوخبرويوبل ته دومره غصه اوياګواښمنه ليکنې کوو نوزمونږهيواد به سل
کاله نوره هم همداسي پاته وي ، ځکه مونږ يوبل ته زغم نه لرو يوبل زغملئ نه شو
تاسو وګورئ زمونږ ګاونډې پاکستان نه عبرت اخيستل پکاردي ، يعني کله چي
دپاکستان اوهند اړيکې دممبئ پيښې وروسته دجګړې تربريده ورسيدي او
پاکستان دخارجي يرغل ترګواښ لاندي راغئ نواوريدلي به مو وي چي بيت الله
مسود هم دهند پرضد مخامخ جګړې اعلان وکړ ا وهند ته يی دزرګونوفدايانواستو
لوسره دوښمن په يوې ډاروونکې وسلې سره ترفشارلاندي راوست  خوله بده مرغه
چي دمونږ په هيواد کله هم بهرنئ يرغل شوئ اوياکيږي نونيم افغانان ديرغلګروپه
خواکښ اونيم دمقاومت په خوا ودريږو ، پښتوکښ متل دی چي دسپيوکور په کور
بدي ده خو ملنګ ته سره يودي چي بي له تشبيه داخوی په مونږ کښ نشته اوسره
ددي بيت الله مسوداوحکومت ديوبل وينوته ناست دي بيايی هم بهرني دوښمن 
سره يودي ،خبره رانه اوږده شوه ښاغلئ غريب دوست لکه څنګ چي دخپلې احسا
ساتي ليکنې بخښنه وغوښته داډول احساساتي فيصله چي بيابه نه راځي هم واپس
واخله ځکه که پام دوي داد بحث فورم دی بحث داسي وي چي مختلف نظرونه پکښ
تبادله کيږي ، دهمدي مختلف نظرونوڅخه بحث جوړيږي ، که مونږ وايوچي ټول د
هم نظره وو نو بياخوبحث نه شو اوټول به هو هو کوو نوربه خالي سايټ پروت وي ٠

والسلام


watanmal
18.04.2009

ټولو دوستانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

محترمو لوستونكو، [color=darkblue:b5e218371b]كله مى چى په ړومبى ځل په افغانى مقاومت تنقيد كونكو
څخه غوښتنه كوله چى راشۍ په ميدان كى ودريږۍ ، [/color:b5e218371b]د مقاومت كونكو حالات
له نيژدى څخه وه څارى بيا د مقاومت كونكو غلطيو اصلاح وكړۍ او هغه تشى
ډكى كړى چى تاسى ته ښكارى ، او افغانى مقاومت ته د صليبيانو له دروبينونو
څخه مه ګورى ، [color=white:b5e218371b]دغه وخت راسره يو دوست ناست وه ، هغه راته وويل[/color:b5e218371b]
كومو خلكو څخه چى غوښتنه كوى ، هغوى كوم ځاى اوسيږى ؟

ورته ومى ويل چى څه په [color=blue:b5e218371b]عربى[/color:b5e218371b] ملكونو او څه په [color=blue:b5e218371b]غربى [/color:b5e218371b]ملكونو كى ،

دوست مى ډير وخندل ، بيا ئى راته وويل چى ساده كيږه مه ، دغه ځوانانو عربى او غربى
ملكونو ته په تګ باندى ډير تكليفونه ليدلى او د كلونو ارمانونه ئى پوره شوى،
هغوى اوس نرم خوراكونه او هوسا ژوند غوره كړى، په عربى ملكونو كى چى اوسيږى
هغوى د بوټانو په ځاى څپلكى په پښو كوى ، ځكه د بوټانو پښو كول لږ تكليفى دى او په غربى
ملكونو كى چى اوسيږى هغوي له دوى څخه لږ مخته دى هغو د اسانتيا لپاره خپلى جامى
له نيم ګز ټوټى څخه جوړوى ، چى اغوستل ئى اسانه او قتصادى هم تماميږى.
[color=darkblue:b5e218371b]نو اي وطنمله [/color:b5e218371b]دافغانستان په غرونو كى مقاومت كونكى دى خلكو ته برګر او سندويچ د پيپسى
يا تصفيه شوى اوبه سره يا حمص ، روز مندى ، فروج طازج د البيك او الواحة خوراكونه
او د كښته او پورته تللو لپاره [color=green:b5e218371b]برقى زينى يا ليفټونه[/color:b5e218371b] نشى برابرولى ، او دغه خلك بغير له دى
خپل ژوند ناشونى وينى، ددى عربى ملكونو [color=white:b5e218371b]بعض [/color:b5e218371b]جوړ شوى مونږ وليدل چى د انګريز بچى وختل
او د غربى ملكونو [color=white:b5e218371b]بعض[/color:b5e218371b] جوړ شوى خو د غربيانو په ټانګو ناست د صليب نښه ئى په ټټر او د صليب
بغير په لاس راغلل دواړه په پوره توګه د خپلو بادارانو لخوا وركړى شوى كار سر ته رسولو
كى بوخت دى نو له دى خلكو څه نه جوړيږى سر مه پرى خوږه وه ،

[color=darkblue:b5e218371b] ما ورته وويل چى اشنا كه دغه ځوانان په غرونو كى نشى ګرځيدى نو على الاقل
د مقاومت كونكو په فرهنګى چارو كى خو كار كولى شى.[/color:b5e218371b]

[color=green:b5e218371b]دوست مى وويل[/color:b5e218371b] [color=white:b5e218371b]چى كومو خلكو ته دعوت وركوى د هغوى يوه برخه خپل ضمير ته
په همدى اطمئنان وركوى چى په حرمينو كى يو لمونځ په زرهاو جنده ثواب لرى ،
بس همدلته چى لمونځ كوى همدا ثواب به دى د قيامت په ورځ د نيكو اعمالو تله درنده كړى
نور نو ئى څه كوى او څه ددى خلكو د كليسا په زنګ ويښيږى هغوى اذان څه پيژنى چى ترينه
د اذان لپاره قربانى غواړى.[/color:b5e218371b]

نن مى چى په ټول افغان كى په مختلفو موضوعاتو كى د بعض ليكوالانو ليكنى ولوستى
[color=green:b5e218371b]د خپلو دوست خبرى ئى رايادى كړى.[/color:b5e218371b]

[color=darkblue:b5e218371b]د يو ليكوال په ليكنه كى مى ولوستل[/color:b5e218371b] چى له دى ويرى چى القاعده ئى وژنى نو ځكه د
مقاومت په صفونو كى نشى دريدلى ، پدى خواركى د مرګ ويره غالبه ده نو ځكه فكر
كوى چى سر وى خولۍ ډيرى دى.
دلته ماته دغه قول د الله پاك را ياد شو (( ....... يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ فَعَسَى اللَّهُ
أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَى مَا أَسَرُّوا فِي أَنفُسِهِمْ نَادِمِينَ (المائدة52)

په مينه
وطنمل


و.افغان
18.04.2009

دبحث درنو وروڼو هر يو صابر، غریب دوست، وطنمل، حامد، غیرت، او عبد السلام
صاحبان.
يو وار بيا مې دزړه له کومي سلامونه ومنئ.

محترمو !

دمقاومت حق داسې يو مُسَــــلـَّــم او پيژندل شوې حق دی، چې که چیرته ددنيا ټول
دينپوهان، سیاستپوهان او نور مثقفین سره راټول شي، او سره سلا وکړي چې نور به
دغه حق له مينځه وړي، نو بیا به هم هيڅکله په دی کار ونه توانیږي.

آزادي آخيستل او دښکیلاګ په وړاندې مقاومت دخداي جل جلاله په شرعه کې، او دټولو
مليتونو او قومونو په رهنمودونو او قوانینو کې يو واجب حق بلل کیږي.

له ۱۸۵ ملکونو څخه زیاتو ملکونو بالفعل دملګرو ملتونو په منشور کې پرې
امضاء کړی ده.
حتا هغه ځواکمن دولتونه چې نور هيوادونه ښکيلوي، له ماتې وروسته خپله نيونه
ښکيلاګ بولي، او په ضد يي جګړه دمقاومت په نامه يادوي.

اوسمهال ډیر امريکايي چارواکي دعراق نیونې ته دښکيلاګ وييزي کاروي، او طبعي
خبره ده چې چیرته ښکيلاګ وي، نو مقاومت به يي مقابل کې ضرور وي، او مقاومت
پرته له استثناء دټولو ولسونو منل شوې شرعي او قانوني حق دی.

دافغانستان په اړه خو دناټو عسکري چارواکي هم دښکيلاګ کلمه کاروي، او نږدی
ده چې امريکايان به هم دا کلمه وکاروي، اګر که دامريکا په شمول دناټو دنورو غړو
داستازو نه داسې تعبیرونه کیږي، چې په افغانستان کې جنګيالي ترورستان نه بلکه
مقاومت کوونکې ګڼي.

دمقاومت دمشروعيت او قانونیت لپاره همدومره بس ده، چې کافرو ځمونږ وطن اشغال
کړې دی، او داشغالګر په وړاندې مقاومت په هره شرعه، قانون، مذهب، او حتا خپله د
ښکيلاګر په فلسفه کې يو محموداو مطلوب کار دی.

په دې خبره حتا خپله کرزی دکرزي کابینه، او ټول في سبیل الکرسي و الدنيا مجاهدين
پوهیږي، کوم چې اوسمهال دصلیب په غيږ کې پراته دي.

نو مقاومت حق لري، چې ښه په نره دښکيلاګ په ضد وجنګیږي، او هر هغه څوک چې
دښکيلاګ سره په يو صف کې ولاړ وي، او دمقاومت دماتولو کوښښ کوي، نو طبيعي
خبره ده چې هغوي به هم دمقاومت نښه ګرځي.

نو وروڼو: هر کله چې مقاومت يو مشروع، روا، بلکه واجب او فرض کار وي، نو طبیعي
خبره ده چې مقتول به يي شهيد وي، او جنګيالي به يي غازي وي.

تر دې ځايه خبره ډیره ساده، تر لمر ښکاره، او هر چاته مالومه ده.
نو وروڼو: دمقاومت دنصرت لپاره په فکري اړخ کې مونږ له دی زياته اړتیا نه لرو،
دالقاعدې تکفيري تورو مفکورو ته ضرورت نشته، دهغوي تورو، اسلامدښمنو ټاپو
ته ضرورت نشته، مسلمانوژنې ته ضرورت نشته، په هر مسلمان شک کولو او تر تیغه
تیرولو ته ضرورت نشته.

هغوي يواځې غواړي چې دخپلو تورو، زهرجنو، او اسلامدښمنو مفکورو په لاس خپل
سياسي غیر معلن اهداف لاسته راوړي.

نو دمقاومت پلويان دی هيڅکله هم په دی طبیعت نه خرابوي، هر کله چې مقاومت ته
دداسي انتقادونو ګوته نيول کیږي، چې هغه واقعي وي، او اصلاح يي اړينه وي، ځکه
چې داسلام، وطن او ولس ژوند ورپورې تړلې وي.

ځکه که څوک دمقاومت داصل څخه، دمقاومینو دمقتولینو دشهادت څخه، او په مقاومت
دجنګیاليو دغازيتوب څخه منکریږي، نو طبیعي خبره ده چې هغه به دښکيلاګرو په صف
کې ځان لپاره ځاي غوره کړې وي، يا به يي غوره کوي.

دا چې ځينې وروڼه راته دا وايي، چې هلته دمقاومت منځ ته ورشه او دا خبره ورته وکړه،
نو که مطلب دی په افغانستان او پاکستان کې ځوانانو ته دا هدايات وي، نو تر سره کړي مې دي، دخپل مسافرۍ په ژوندانه کې مې چې څومره وسعه شوې ده، نو کړي مي دي.

البته هغوي ددومره اوریدو توان په ځان کې نه ويني، او دالقاعدي په یوې تورې مفکورې
د رد سره درباندې فورا تهمتونه لګيږي، چې دجهاد نه منکر يي، او په صليبيانو خوشاله
يي، او دا خبرې بيا دومره زور واخلي، چې له يوه کس څخه خبره بل ته رسیږي، نو دوريځو
اوښان او غرونه يي ترې ساز کړي وي.

خو الحمد لله په ډیرو مثبت تأثیر هم کوي، نو که چیرته دمقاومت سره دجګړې په ډګر کې
دومره حوصله واي، دالقاعديي افکارو اغیزې پرې نه واي، او وار له مخې يي دمصلحينو
آواز په ستونې کې نه وچولې، نو هلته به پرته له شک څخه کار ډیر اړين او مهم و.

خو څنګه چې دلته فوروم ته دمقاومت دجنګياليو استازي سر راښکاره کوي، نو که چیرته
زما خبرې دمقاومت ديوه دښمن خبره هم وګڼې، نو يقين لرم چې تر يوه حده به پرې ضرور
مثبته آغیزه کوي، که لږه وي او که ډیره، که يي غواړي او که نه !!
او دا هغه څه دي، چې زما حوصله ځواکمنه کوي.

په درنښت.


عادل عادل
19.04.2009

ټولو ته سلامونه

تر ټولو د مخه د غریبدوست ورور په خفګان ډیر خفه شوم هر هغه چا چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د هغه د خفګان سبب شوي پکار ده چې بښنه ترې وغواړي.

وهاج صیب !

دا چې تاسو ګومان کوم په سعودي کې اوسیګئ نو په دې یوه خبره دې غوږونه ښه خلاص کړه چې القاعده د آل سعود او بوش د کورنیو )سعودي او امریکې( د تبلیغاتو په وجه تاسو ته یوغټ عدد بریښي، په داسې حال کې چې د افغانستان په د ننه کې د هیڅ په حساب دي او په اوس وخت کې صرف دومره توان لري چې خلک او د نړئ مسلمان ولسونه جهاد ته تشجیع کړي چې دا په واقعیت کې د ښځو کار دی.

تاسو د هر ډول توضیح نه بغیر د القاعدې نه د مقاومت د بیلتون خبره کوی که د بیلتون نه مو مطلب اصول وي نو خطا شوي یاست، کنه زمونږ په ملک کې روان مقاومت سوچه افغاني دی، د هیواد نه بهر یې هیڅ ملک کې د غچ اخیستو تکل ندی کړی، او نه هم د نړئ پر مخ داسې په اصطلاح ترهګریز برید شوی چې د افغان په لاس سر ته رسیدلی وي. نو تاسو په کوم دلیل وایی چې مقاومت د القاعدې تر اثرلاندې دی ؟

ستاسو د ډول قسمي مخالفت زما په عقیده تر هغه ډیر خطرناک دئ چې په ښکاره ډول د صلیبیانو پلوي دي او مقاومت ته ښکنځل او بد رد وایي.

ستاسو په عقیده په ټوله عربي نړۍ کې د نړیدلو ممبرونو او محرابونو مسوولین څوک دي ؟؟؟ ایا دې جوماتونو ته تاسو ودان وایاست ؟ ایا د بیا رغاونې ارزو یې کوئ؟ ایا پداسې کنډوالو کې لمونځ کول یا نکول یو ډول نه دي ؟؟؟

هو ! دداسې ممبر او محراب د مدرسې نه تاسو همدغه زده کړي چې د غریبدوست ورور په شان مسلمان وروڼه خوابدي کړئ او په خورا غیر مستقیم ډول افغاني غازیان د تورې مفکورې لاروي وبولئ ؟؟

الله دې مونږ ټولو ته فکري استقلال او غټ ظرفیت را په برخه کړي . امین


میوند ننګیال
19.04.2009

سلامونه !

هوسا او نيكمرغه ژوند تاسو ټولو ورونو ته غواړم .

غريب دوست صيب !
دادبحث فورم دي اميد كوم چي خبره ډيره جدي وانخلي .

زه يوه پښتنه لرم هغه دا چي :

ايا اسامه يا ايمن ظواهري دسديس عبيكان او نورو خرڅ شوو علماوو نه هم بد دي او كه نه .

په عراق كي يي څومره انجوني ورته بي پته كړي ايا ددي ال سعود علماوو څه بده ورته وويلي .

په خواږه فلسطين كي دااوس صهيونانو څه ونه كړل ايا دوي څه وويلي پا تي شوه دافغاني مقاومت خبره نو هه دمقاومت كوونكو خوښه ده چي القاعده خوښوي او كه داچوپ او غلي ناست علماء


و.افغان
19.04.2009

[quote:3435a0a289="عادل عادل"]ټولو ته سلامونه

تر ټولو د مخه د غریبدوست ورور په خفګان ډیر خفه شوم هر هغه چا چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د هغه د خفګان سبب شوي پکار ده چې بښنه ترې وغواړي.

وهاج صیب !

دا چې تاسو ګومان کوم په سعودي کې اوسیګئ نو په دې یوه خبره دې غوږونه ښه خلاص کړه چې القاعده د آل سعود او بوش د کورنیو )سعودي او امریکې( د تبلیغاتو په وجه تاسو ته یوغټ عدد بریښي، په داسې حال کې چې د افغانستان په د ننه کې د هیڅ په حساب دي او په اوس وخت کې صرف دومره توان لري چې خلک او د نړئ مسلمان ولسونه جهاد ته تشجیع کړي چې دا په واقعیت کې د ښځو کار دی.

تاسو د هر ډول توضیح نه بغیر د القاعدې نه د مقاومت د بیلتون خبره کوی که د بیلتون نه مو مطلب اصول وي نو خطا شوي یاست، کنه زمونږ په ملک کې روان مقاومت سوچه افغاني دی، د هیواد نه بهر یې هیڅ ملک کې د غچ اخیستو تکل ندی کړی، او نه هم د نړئ پر مخ داسې په اصطلاح ترهګریز برید شوی چې د افغان په لاس سر ته رسیدلی وي. نو تاسو په کوم دلیل وایی چې مقاومت د القاعدې تر اثرلاندې دی ؟

ستاسو د ډول قسمي مخالفت زما په عقیده تر هغه ډیر خطرناک دئ چې په ښکاره ډول د صلیبیانو پلوي دي او مقاومت ته ښکنځل او بد رد وایي.

ستاسو په عقیده په ټوله عربي نړۍ کې د نړیدلو ممبرونو او محرابونو مسوولین څوک دي ؟؟؟ ایا دې جوماتونو ته تاسو ودان وایاست ؟ ایا د بیا رغاونې ارزو یې کوئ؟ ایا پداسې کنډوالو کې لمونځ کول یا نکول یو ډول نه دي ؟؟؟

هو ! دداسې ممبر او محراب د مدرسې نه تاسو همدغه زده کړي چې د غریبدوست ورور په شان مسلمان وروڼه خوابدي کړئ او په خورا غیر مستقیم ډول افغاني غازیان د تورې مفکورې لاروي وبولئ ؟؟

الله دې مونږ ټولو ته فکري استقلال او غټ ظرفیت را په برخه کړي . امین[/quote:3435a0a289]

ښاغلې عادل صاحب:
په خیر راغلې.
دلته خبره دغټ عدد نه ده، دلته خبره دمفکورې او دنخبې ده.
ناپوهه، کم علمه کثرت هيڅکله هم دکمې نخبې مقابله نشي کولاي، او دا هغه خبره ده
چې دبشريت اوږد تاريخ پرې ګواهي کوي، او فکر نه کوم چې تاسو به ترې منکر ياست.

همدارنګه ځمونږ دځوانانو په ليکو کې دالقاعدوي تکفيري مفکوره ډیر په شدت سره
خوريږي، سره له دی چې دمقاومت داحقیت او مشروعيت لپاره مونږ القاعدوي
تکفيري مفکوري ته هيڅ ضرورت نه لرو (مخکې می هم اشاره وکړه).

او که تاسو له دغو ځوانانو سره په افغانستان او پاکستان کې نږدې پاتې شوي وئ،
نو ځما دخبرې به ضرور تأييد وکړئ.
او که چیرته دمضر مصلحت څخه خپل قلم قرباني کوئ، او بیا ديته فکري استقلال
او پراخ ظرفيت وايئ، نو خپل کار مو دی.

زه تاسو ته دمثال په طور (مشت نمونه خروار) دڅو طالب العلمانو نظرونه وړاندې کوم
چې حوار مې ورسره راغلي دي:

يو يي راته وويل: چې دډیورنډ له کرښې هاغې غاړی ته چې څوک حکومت کې کار کوي، څوک په حکومت راضي وي، آن چې څوک سړکونه هم پاکوي، دا ټول کافر دي، او سزا يي دسر پريکول دي.

دا داسې يو طالب دی، چې له ډیرې مشهورې مدرسې فارغ دی، دمدرسې نوم يي ځکه
نه اخلم چې چلوونکې يي له نږدی پيژنم، نه غواړم چې خوا يي بده شي.

د هندوستان په سفارت دغیر دقيق بريد په اړه مې يو بل سره بحث کاوه، ورته ومې ويل:
چې ګورئ په دغه بريد کې يواځې دوه هندوان او شپيته افغانان چې زياته برخه يي ښځې
ماشومان، او لارويان وو !! له منځه لاړل داسې بريد ته به شرعا څنګه د جواز لار پیدا کړي؟
دغه ملګرې چې له هماغې
مخکنۍ مدرسې نه فارغ دی، او ښه طالب العلم هم دی، په ډیره آسانه راته وويل:
چې ته څه خبر يي،
کيداي شي دغه ښځې چې وژل شوي دي، دهندوستان سفارت ته دزناکارئ لپاره روان
وو، او دغه هلکان به دلواطت لپاره روان وو.

ددغو خلکو دفکرونو او فتواوو مصادر او مراجع اکثره هغه تکفيري کتابونه دي، چې
مصري تکفيريانو هغوي ته راوړي دي، او دوي يي پرته له سوچ او تنقيد پرته لولې، او
دخپلو احکامو لپاره يي شرعي لا مناص منه نصوص ګرځوي، ددوي ټوله عقيده تاسو
ته په يوه کرښه کې راغونډوم.
دا خلک په لوازمو خلک تکفیروي، چې دا په اصل کې دخوارجو عقیده ده، نه داهل سنتو.

ګورئ وروڼو !
ديوه مسلمان وينه حلاله ګرځول، تويول، او دهغه تکفیرول، دا وړې مسئلې نه دي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: لزوال الدنيا أهون على الله من قتل رجل مسلم.

بل حديث شريف كى نبي کريم صلی الله علیه وسلم کعبي شريفی ته خطاب کوي:
ما أطيبك وأطيب ريحك ما أعظمك وأعظم حرمتك والذي نفس محمد بيده لحرمة المؤمن أعظم عند الله حرمة منك ماله ودمه وأن نظن به إلا خيراً.

ژباړه: ای کعبی ! څومره پاکه يي، څومره خوشبويي لري، څومره لويه يي، څومره
لوي حرمت لری، په هغه ذات دی زما قسم وي چې دمحمد روح دهغه په لاس کی دی، چې
ديوه مؤمن حرمت دالله جل جلاله په نیز ستا له حرمت څخه ډیر لوي دی، دهغه دوينې
او مال حرمت، او باید له خیره پرته بل ګمان پرې ونه کړو.

[quote:3435a0a289="عادل عادل"]
ستاسو په عقیده په ټوله عربي نړۍ کې د نړیدلو ممبرونو او محرابونو مسوولین څوک دي ؟؟؟ ایا دې جوماتونو ته تاسو ودان وایاست ؟ ایا د بیا رغاونې ارزو یې کوئ؟ ایا پداسې کنډوالو کې لمونځ کول یا نکول یو ډول نه دي ؟؟؟[/quote:3435a0a289]

که موخه مو مسجد اقصی وي، نو پرته له شک څخه چې تر هر چا وړاندې مسؤولين
يي غدار مشران دي، کومو چې خپلو دنيا ته، رياستونو ته، چوکيو ته ددښمن سره
په مقابلې ترجيح ورکړی ده، اونبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
اذا اخذتم بالعینة، (ای الربا) وتبعتم اذناب البقر، وترکتم الجهاد سلط الله علیکم ذلا
لا ینزعه عنکم حتی ترجعوا الی دينکم.

او که دعربي نړۍ ټول جوماتونه درته نړیدلي ښکاري، نو اشتباه کوئ، الحمد لله تر اوسه
په زرهاوو جوماتونو کې دحق چيغي، او دتکبیر آوازونه پورته کیږي.
نو دا چې تاسو ورته کنډوالې ويلي دي، نو کم نه کم يي يوه اميانه خبره بللی شم.
او دا خبره خو مو بيخي بې توله کړې چي وايئ: ایا پداسې کنډوالو کې لمونځ کول یا نکول یو ډول نه دي ؟؟؟

نن چې دمسلمانانو اسلامي خلافت له منځه تللی دی، مصلحتونه او انتماءات په
دولتونو او نیشنليټيو ويشل شوي دي، مسلمانان په مجموعي توګه دهرې ناحيي څخه
دضعف په حال کي دي، نو که ځينې دولتونه دومره
هوښياريږي، چې خپل دښمن دخپل کوره لري په بل چا ماتوي،نو دا ددی دولتونو په
سياسي حکمت، هوښيارئ، ځیرکتیا، او حنکت باندی دلالت کوي، زه يي يواځې قدرداني کولې شم.

او دا چې ځينې ولسونه دهر چا دښمنۍ پالي، او دهر چا دفعلي دښمن سره ډغرې وهي،
خپل ځان پرې هم تباه کوي، خپل هيواد پری هم تباه کوي، دخپلو هيوادونو دکلونو کلونو
د تخریب او اشغال سبب ګرځي، نو دی ولسونو ته دي لومړۍ خداي جل جلاله آزادي ورکړي.
او له آزادۍ وروسته دی ورته دومره پوهه او عقل ورکړي، چې دبيا لپاره دنورو خلکو
دمنافعو ساتلو لپاره خپل کور ته دنورو دمنافعو دښمنان رانه ولي، دکومو په ضد چې
بيا مجبورا او وجوبا جګړه او مقاومت پيلیږي.
چې په نتیجه کې دهمده ولس ځان ته، دين، او وطن ته تاوان پيښيږي، خو
غوړې چڼې، او مزې دی يواځې هغه څوک کوي، دکومو خلکو منافعو لپاره چې نورو
ولسونو بې عوضه ځان تباه کړی دی.

په پاي کې دومره وخت راکړئ، چې په ټولو عقيدوي کمونستانو، خلقيانو، پرچميانو
او دهغوي په هم فکره ملګرو او تر اوسه يي په لار روانو باندی
په زرګونه واره لعنتونه ووايم، کومو خلکو چې دا کوښښ کړی دی، چې اسلامي
افغانستان له اسلامي صف څخه ليري کړي، کوم خلک چې ددیرش کلن ناورين اصلي
مسببین دي، لعنة الله عليهم أجمعين.
او لعنت دخداي جل جلاله په نورو وروستيو هغو خلکو هم وي، چې غواړي، اسلامي
افغانستان له اسلامي صفه لری کړي، او په شرق يا غرب پورې يي وتړي.
او هر هغه څوک چې دا کوښښ کوي، نو ټول په دی پوه شي، چې دغه خلک افغانستان
ته پرته له تباهۍ او بربادۍ بل څه نشي ډالۍ کولې.

داسلامي صف څخه دافغانستان دويستلو کوښښ مونږ ته پر دیرش کلن ناورين سربیره
دومره زيان ورساوه، چې
اوس مو څوک روغ مسلمان، مؤمن، ملا او طالب هم مسلمان نه ګڼي، او داسلام په نوم
يي وژني، خو دنورو نیشنلي، کمونسټ، کافر او ملحد هم مسلمان ګڼل کیږي.

په درنښت


عادل عادل
19.04.2009

سلامونه

وهاج صیب دومره یې مه سختوه، ګومان کوم چې عمر مو د تیر انقلاب نه ډیر کم دی، ځکه چې د خپلو هم سنو وروڼو په څرګندونو استناد کوی چې اصلا د تورخم نه هاخوا نه اوړي خو شدت او نظر یې د مبهمې عقدې په اساس چې کیدی شي مالي محرومیت وي، هغه دی چې تاسو کښلي دي.

یو وخت ښاغلي او منلي پخواني ورور زبیر شفیقي هم په پیښور کې همدا خبرې کولې او ویل به یې چې : -

دا دايمان د ازمويښت ډګر دى
غافل له دغه ابتلا نه نه شې

خو چې د کله نه یې کابل ته تشریف راوړئ ، نو ........ )هغه یې تاسو وپلټئ چې څه نظر لري او عقیده یې څه ده ؟؟(

تاسو د یوه دوه ځوانانو په احساساتي خبرو ټول جهاد مه پیژنئ، دا ستاسو محض واهمه ده چې وايئ د تکفیري مفکورې کتابونه یې ویلي دي، که زه غلط وایم نو تاسو مهرباني وکړئ ددغو کتابونو څخه یو یا دوه پیدا او دوې درې صفحې یې زمونږ لوستونکو مخې ته کیږدئ ؟ که نه شئ کولای نو په همدغه بحث فورم کې مو خبره بیرته واخلئ؟؟

او که د تکفیري مفکورې څخه مو مطلب د جهاد ایاتونه وي نو بیا هم تاسو مهرباني وکړئ مونږ ته یې تفسیر کړئ تر څو مونږ ټول ترې په ګډه مستفید شو. او یا هم مونږ لوستونکي پدې قانع کړئ چې د قران کریم د زده کړې یا تلاوت په وخت د جهاد په ایاتونو پټې سترګې ګذر وکړو.

روان مقاومت د الهي احکامو په بنا ولاړ حرکت دی او په دغه حرکت کې مسوولیتونه فردي دي او هیڅوک د نتیجې د ښه کیدو او یا خدای مکړه بدیدو مسوول نه دي.

د امورو نتیجه د الله پاک په بلاکیفه لاس کې ده او مونږ او تاسو ته ترې هیڅ تشویش نه دی پکار !!

والسلام


عبدالله صابر
19.04.2009

السلام عليکم
وهاج صاحب
ګوره دايوځای ته پام کوه  مونږمخکښ وويل چي تاسوکله کله ددوښمن پروپاګنډ
راخلي اودلته نښه پري ولئ ،لکه دادهند سفارت باندي حمله خوطالبانونه ده 
کړي اونه يی مسؤليت په غاړه اخيستئ ،هرهغه پيښه چي طالبان يی مسؤليت 
ونه مني هيڅکله هم ددي معنی نه لري چي داکاردخامخاطالبانوکړئ وي ،دهند
په سفارت حمله چي هرچاکړي وي هغه دهغوکاردي خواماطالبانوپرهمغه وخت
ددي پيښې په هکله ناخبري وښوده اوپه پيښه کښ يی لاس لرل ردکړل خوتاسو
بياهم ددوښمن زړې پروپاګنډې دلته تکراره وئ ،بلوپلوداځينوخلکونظرونه چي
تاراټول کړي داخوسليم عقل نه شي منلئ چي خامخاطالبان همداډول نظرولري 
بلکي عيناممکنه ده چي يودوښمن دطالب په جامه کښ ننوزي اوبيادطالب بد
نامولولپاره داډول احمقانه خبروپه خپره ولولاس پوري کړي ،مونږبايد په دي و
پوهيږوچي دڅوکسان هيڅکله هم دطالبانونمايندګي نه شي کولائ ،طالبان خپل
مشران لري وياندويان لري داخو نه کوم طالب مشرکړي اونه قاري يوسف او ذبيح
الله مجاهد چي تاسويی دلته استدلا ل کړئ ،ښايی دلته دطالب پلويانوډيرونظرونه
سره طالبان موافق نه وي اونه دطالبانونمائنده ګي کولائ شي مونږاوتاسوصرف
بحث کوو دانه چي طالب پلويان دطالبانورسمي نظرڅرګنده وي يعني ضروري نه ده
چي مونږدلته دطالبانوڅخه دفاع کوو دا ټول دطالبانورسمي نظروي ،وهاج صاحب
ځکه دتاسوپه يودوه نامعلومه اونامشهوره کسان په ټولو طالبانوپوري تړل ناسم
اوبي انصاف کار دی

والسلام


و.افغان
19.04.2009

[quote:f9fd22ee64]
وهاج صیب دومره یې مه سختوه، ګومان کوم چې عمر مو د تیر انقلاب نه ډیر کم دی، ځکه چې د خپلو هم سنو وروڼو په څرګندونو استناد کوی چې اصلا د تورخم نه هاخوا نه اوړي خو شدت او نظر یې د مبهمې عقدې په اساس چې کیدی شي مالي محرومیت وي، هغه دی چې تاسو کښلي دي. [/quote:f9fd22ee64]

ګرانه عادله وروره ! ګمان مه کوه، په يقين يي بدل کړه، خو دعمر
کموالې عیب نه دی، حق دمؤمن ورکه ده، که هر چيرته او له هر چا
سره يي پيدا کړ، نو تر نورو يي مؤمن ډیر حقدار دی.
ګورئ نه چې نن دمقاومت دليکو لويه سلنه تنکي ځوانان
جوړوي، خو په مقابل کې شيخ الحديثان او علما لکه شينوارې
دصلیب په غيږ کې پراته دي، دصلیب او دهغوي دلاسپوڅو
دخوشالۍاو رضايت لپاره دمقاومت په غازيانو داعدام حکمونه
صادروي، کومو احکامو لپاره چې دوي نه شرعي دليل لري،
او نه دنړۍ په قوانینو کې کوم قانون ددوي ددغو ظالمانه فيصلو
مرسته کوي.
دوي به دخداي جل جلاله په وړاندې دقيامت په ورځې څه عذر
وړاندی کوي.

[quote:f9fd22ee64]
تاسو د یوه دوه ځوانانو په احساساتي خبرو ټول جهاد مه پیژنئ، دا ستاسو محض واهمه ده چې وايئ د تکفیري مفکورې کتابونه یې ویلي دي، که زه غلط وایم نو تاسو مهرباني وکړئ ددغو کتابونو څخه یو یا دوه پیدا او دوې درې صفحې یې زمونږ لوستونکو مخې ته کیږدئ ؟ که نه شئ کولای نو په همدغه بحث فورم کې مو خبره بیرته واخلئ؟؟[/quote:f9fd22ee64]

نه داسی نه ده، ما يواځې دمثال په توګه دغو دوه کيسو ته ګوته
ونيوه،القاعدوي تکفيري فکر په ډیره پراخه پيمانه دځوانانو په
ليکو کې خپور شوې دی، او نور هم خوريږي. په طالبانو کې
مخکې نه وه، حتا داحمدشاه مسعود سره چې هم جنګیدل، نو
کافر نه بلکه باغي يي ګڼلو، خو کله چې طالبانو کابل ونيوه، او
دکابل دجګړو په مهال دالقاعدې عربو هم ورسره شرکت کړې وو،
له هغې وروسته دطالبانو سره دالقاعدې احتکاک زيات شو، او
القاعدې له طالبانو غوښتل چې مسعود له اسلام څخه وباسي، او
تکفير يي کړي، خو طالبانو نه منله، يواځې ملا داد الله آخوند (الله
جل جلاله دي اوس غرق رحمت کړي) هغه دمسعود دکفر خبره به
کوله، ځينو دوستانو ورسره په دی اړه ډیرې مناقشې هم کړی دي.
خو دطالبانو له سقوط څخه وروسته دالقاعدې له اړخه په تنکې
ځوانانو کې، طلباوو کې، او حتا پوهو علماوو دتکفيري
مفکورې دخپراوي لپاره سره دټولو تفصيلاتو پراخ کار پیل شو.

په ډیرو زياتو شمیرو کې ځوانان اوس ددغه فکر پیروي کوي، ما
مخکې دا خبرې په خپلو مجلسونو کې مطرح کړي دي، خو البته دنټ
په پرده مې ځکه څه نه ليکل، چې نه مې غوښتل صفا اذهان مغشوش

کړم، خو اوس چې ګورم نو ځمونږ ډیر هغه ځوانان چې په عربي ژبه
پوهيږي، دالقاعدي ویبسایټونو ته مراجعه کوي، دهغوي په ویبپاڼو

کې شته کتابونو لولي، چاپوي يي، نورو ته يي ورکوي، او ديو صفا
شرعي مرجع او مصدر په سترګه ورته ګوري.

نو ځکه کې مې نوره لازمه وبلله، چې ددی خلکو له خطر څخه په نټ
کې هم خپل ځوان کول تحذیر کړم.

همدارنګه ډیر داسې کتابونه شته چې تکفيريانو له ځان سره داردن
او مصر څخه راوړي دي، دغه کتابونو دعلماوو نه بلکه دځينې
تکفيري غير معروف ليکوالانو کتابونه دي.
دځینو افغان علماوو سره پراته دي، او له هماغو کتابونو فتواګانې
صادروي، که وغواړم نو ددغو علماوو نومونه هم اخیستلې شم.

تاسو عادل صاحب: ددرې صفحو خبره کړی ده، دا دتکفير دتيوري
خبرې نه په درې صفحو کې، او نه په دیرش صفحو کې خلاصه کيدلې
شي، دا ډیر اوږد بحث غواړي، ا وان شاء الله هر کله چې مې وخت
پیدا کړ نو داسلام فوروم کې به ضرور په دی اړه مفصلا په تيوريکي
لحاظ وغږيږم.

[quote:f9fd22ee64]
او که د تکفیري مفکورې څخه مو مطلب د جهاد ایاتونه وي نو بیا هم تاسو مهرباني وکړئ مونږ ته یې تفسیر کړئ تر څو مونږ ټول ترې په ګډه مستفید شو. او یا هم مونږ لوستونکي پدې قانع کړئ چې د قران کریم د زده کړې یا تلاوت په وخت د جهاد په ایاتونو پټې سترګې ګذر وکړو. [/quote:f9fd22ee64]

ما په دی اړه خپل دريځ واضح کړی دی، يا مو زما مخکنۍ ليکنې نه
دی لوستلي، او يا ځان ناګار اچوئ، دجهاد دمشروعيت باره کې مې
ډیرې ليکنې کړي دي، او په دې لیکنه کې مې هم ورته اشاره کړیده،
بيا هم وايم چې دجهاد او مقاومت دمشروعيت لپاره همدومره بس
ده، چې په وطن مو کافر راغلي دي، دهغوي په مقابل کې په مونږ
جهاد واجب دی، او هر هغه څوک چې دکافر په څنګ کې دمسلمان
ورور په ضد جنګيږي، نو دی به هم دمقاومت نښه ګرځي.

دجهاد او دمقاومت خبره دومره واضحه ده، چې مشروعيت بلکه
وجوب يي له دی څخه زیات نور څه ته ضرورت نه لري، ځکه خو باید
دالقاعدې دتکفيري مفکورو دخپريدو لپاره مجال پرينښودل شي،
زمونږ دمقاومت دمشروعيت او وجوب لپاره هماغه يو ټکې بس دی،
کوم ته چې می اشاره کړیده.
که وخت مې پیدا کړ نو ان شاء الله دالقاعدي دمفکوري په تيوريکي
اړخ به تفصيلي رڼا اچوم.

[quote:f9fd22ee64]
روان مقاومت د الهي احکامو په بنا ولاړ حرکت دی او په دغه حرکت کې مسوولیتونه فردي دي او هیڅوک د نتیجې د ښه کیدو او یا خدای مکړه بدیدو مسوول نه دي. [/quote:f9fd22ee64]

پرته له شکه مو خبره سل په سلو کې صحي ده، خو ديته مو فکر کوي
چې په مسؤليتونو کې فردي ډیرې غلطۍ، او دهغی نه اصلاح
دنتيجي دخرابيدو طبيعي نتيجه وي، ځکه خو مناسبه نه ده، چې

هر څه ښه کارونه دځان توره وبولو، او دبدو کارونو او دبدو نتيجو
پړه په لوي پروردګار واچوو.
الله جل جلاله فرمايي:
ما أصابک من حسنة فمن الله وما أصابک من سيئة فمن نفسک.
ان الله لا يغير ما بقوم حتی يغيروا ما بأنفسهم.
[quote:f9fd22ee64]
د امورو نتیجه د الله پاک په بلاکیفه لاس کې ده او مونږ او تاسو ته ترې هیڅ تشویش نه دی پکار !! [/quote:f9fd22ee64]

هو تشويش هغه وخت کې نه دی پکار، چې ټول هغه څه مو تر سره

کړي وي، چې مونږ پری شرعا مأمور يو.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
اعقلها وتوکل.
اوښ وتړه، او توکل وکړه.

[quote:f9fd22ee64]
السلام عليکم
وهاج صاحب ګوره دايوځای ته پام کوه مونږمخکښ وويل چي تاسوکله کله ددوښمن پروپاګنډ
راخلي اودلته نښه پري ولئ ،لکه دادهند سفارت باندي حمله خوطالبانونه ده
کړي اونه يی مسؤليت په غاړه اخيستئ ،هرهغه پيښه چي طالبان يی مسؤليت
ونه مني هيڅکله هم ددي معنی نه لري چي داکاردخامخاطالبانوکړئ وي ،دهند
په سفارت حمله چي هرچاکړي وي هغه دهغوکاردي خواماطالبانوپرهمغه وخت
ددي پيښې په هکله ناخبري وښوده اوپه پيښه کښ يی لاس لرل ردکړل خوتاسو
بياهم ددوښمن زړې پروپاګنډې دلته تکراره وئ ،[/quote:f9fd22ee64]

محترم صابر صاحب:
دلته زما مطلب دغه بريد طالب پورې تړل نه وو، دا چې طالبانو په
خپل وخت رد کړې دی، نو ډیر ښه کار يي کړي دی، اګر که ددغه

بريد تأييد يي کړې دی، دلته زما مطلب ددغه ځوان فکر ته ديوه مثال
په توګه اشاره وه او بس.
خو تاسو به پوهیږۍ، چې دغسې ځانمرګي برید يواځې يو عقيدوي

شخص کولاي شي، ځکه چې له سره ددی لپاره تيريږي، چې هلته جنت

ته دداخليدو کلک اميد لري، نو دهغه ذهن ضرور داسي برابر شوي
وي، چې که دا بريد دی وکړ، نو ځاي دی جنت دی، اګر که دا نور
بیګناه خلک هم په دی بريد کې له منځه لاړ شي، يا ورته داسي ويل

شوي دي، چې څه چې په دی لاره تيريږي، يو يي هم له ګناه پاک نه

دی، که په دی بريد کې له منځه لاړ شي، نو هيڅ پروا نه کوي، لکه
څنګه چې زما ملګري دا فکر کاوه.
نو مهمه نه ده چې دا

ځوان دطالبانو له خوا وو، او که دبل چا له خوا، مهم يي عقيده او
فکر دی، تاسو څه فکر کوئ چې له دغه شخص څخه به خداي جل
جلاله ددغو شپيتو بیګناه وژل شوو ماشومانو، ښځو او نورو
لارويو پوښتنه نه کوي؟ !

[quote:f9fd22ee64]
بلوپلوداځينوخلکونظرونه چي
تاراټول کړي داخوسليم عقل نه شي منلئ چي خامخاطالبان همداډول نظرولري
بلکي عيناممکنه ده چي يودوښمن دطالب په جامه کښ ننوزي اوبيادطالب بد
نامولولپاره داډول احمقانه خبروپه خپره ولولاس پوري کړي ،مونږبايد په دي و
پوهيږوچي دڅوکسان هيڅکله هم دطالبانونمايندګي نه شي کولائ ،طالبان خپل
مشران لري وياندويان لري داخو نه کوم طالب مشرکړي اونه قاري يوسف او ذبيح
الله مجاهد چي تاسويی دلته استدلا ل کړئ ،ښايی دلته دطالب پلويانوډيرونظرونه
سره طالبان موافق نه وي اونه دطالبانونمائنده ګي کولائ شي مونږاوتاسوصرف
بحث کوو دانه چي طالب پلويان دطالبانورسمي نظرڅرګنده وي يعني ضروري نه ده
چي مونږدلته دطالبانوڅخه دفاع کوو دا ټول دطالبانورسمي نظروي ،وهاج صاحب
ځکه دتاسوپه يودوه نامعلومه اونامشهوره کسان په ټولو طالبانوپوري تړل ناسم
اوبي انصاف کار دی
والسلام[/quote:f9fd22ee64]

دا دوه کسان ما يواځې دمثال په توګه ياد کړل، نه دحصر په توګه،
دځوانې طبقي طالبان العلمانو او دډیرو موليانو فکرونه نن سبا په
ځينو ځايونو کې همداسې جوړيږي، چې زه به ورته په تفصيل سره
داسلام په فوروم کې اشارې وکړم، او دهغوي دفکرونو ټولو اړخونو
باندې به رڼا واچوم.
زه يوه ورځ ديوه مجاهد عالم سره ناست ووم، يو کال دمخه وفات
شو، الله جل جلاله دی غرق رحمت کړي، نو ترې ومې پوښتل چې
تاسو دکرزي دکفر او اسلام باره کې څه نظر لرئ؟
نو هغه راته وويل، نه دی پوښتنې ته اړتيا شته، او نه بايد څوک
داسې پوښتنې وکړي، او نه له مونږ څخه دقيامت په ورځ دا پوښتنه
کېږي، چې دکرزي په اړه څه عقيده لري؟
زياته يي کړه، چې زمونږ لپاره اوسمهال همدومره کافي ده، چې پوه
شو چې جهاد او مقاومت دښکيلاګرو په ضد واجب دی، او څوک
چې دهغوي سره يوځاي ځمونږ په ضد ميدان جنګ ته رادانګي نو
هغوي به هم ځمونږ دماشينګڼو نښه ګرځي.

[quote:f9fd22ee64]
محترمو لوستونكو، كله مى چى په ړومبى ځل په افغانى مقاومت تنقيد كونكو
څخه غوښتنه كوله چى راشۍ په ميدان كى ودريږۍ ، د مقاومت كونكو حالات
له نيژدى څخه وه څارى بيا د مقاومت كونكو غلطيو اصلاح وكړۍ او هغه تشى
ډكى كړى چى تاسى ته ښكارى ، او افغانى مقاومت ته د صليبيانو له دروبينونو
څخه مه ګورى ، دغه وخت راسره يو دوست ناست وه ، هغه راته وويل
كومو خلكو څخه چى غوښتنه كوى ، هغوى كوم ځاى اوسيږى ؟

ورته ومى ويل چى څه په عربى ملكونو او څه په غربى ملكونو كى ،

دوست مى ډير وخندل ، بيا ئى راته وويل چى ساده كيږه مه ، دغه ځوانانو عربى او غربى
ملكونو ته په تګ باندى ډير تكليفونه ليدلى او د كلونو ارمانونه ئى پوره شوى،
هغوى اوس نرم خوراكونه او هوسا ژوند غوره كړى، په عربى ملكونو كى چى اوسيږى
هغوى د بوټانو په ځاى څپلكى په پښو كوى ، ځكه د بوټانو پښو كول لږ تكليفى دى او په غربى
ملكونو كى چى اوسيږى هغوي له دوى څخه لږ مخته دى هغو د اسانتيا لپاره خپلى جامى
له نيم ګز ټوټى څخه جوړوى ، چى اغوستل ئى اسانه او قتصادى هم تماميږى.
نو اي وطنمله دافغانستان په غرونو كى مقاومت كونكى دى خلكو ته برګر او سندويچ د پيپسى
يا تصفيه شوى اوبه سره يا حمص ، روز مندى ، فروج طازج د البيك او الواحة خوراكونه
او د كښته او پورته تللو لپاره برقى زينى يا ليفټونه نشى برابرولى ، او دغه خلك بغير له دى
خپل ژوند ناشونى وينى، ددى عربى ملكونو بعض جوړ شوى مونږ وليدل چى د انګريز بچى وختل
او د غربى ملكونو بعض جوړ شوى خو د غربيانو په ټانګو ناست د صليب نښه ئى په ټټر او د صليب
بغير په لاس راغلل دواړه په پوره توګه د خپلو بادارانو لخوا وركړى شوى كار سر ته رسولو
كى بوخت دى نو له دى خلكو څه نه جوړيږى سر مه پرى خوږه وه ،

ما ورته وويل چى اشنا كه دغه ځوانان په غرونو كى نشى ګرځيدى نو على الاقل
د مقاومت كونكو په فرهنګى چارو كى خو كار كولى شى.

دوست مى وويل چى كومو خلكو ته دعوت وركوى د هغوى يوه برخه خپل ضمير ته
په همدى اطمئنان وركوى چى په حرمينو كى يو لمونځ په زرهاو جنده ثواب لرى ،
بس همدلته چى لمونځ كوى همدا ثواب به دى د قيامت په ورځ د نيكو اعمالو تله درنده كړى
نور نو ئى څه كوى او څه ددى خلكو د كليسا په زنګ ويښيږى هغوى اذان څه پيژنى چى ترينه
د اذان لپاره قربانى غواړى.

نن مى چى په ټول افغان كى په مختلفو موضوعاتو كى د بعض ليكوالانو ليكنى ولوستى
د خپلو دوست خبرى ئى رايادى كړى.

د يو ليكوال په ليكنه كى مى ولوستل چى له دى ويرى چى القاعده ئى وژنى نو ځكه د
مقاومت په صفونو كى نشى دريدلى ، پدى خواركى د مرګ ويره غالبه ده نو ځكه فكر
كوى چى سر وى خولۍ ډيرى دى.
دلته ماته دغه قول د الله پاك را ياد شو (( ....... يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ فَعَسَى اللَّهُ
أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَى مَا أَسَرُّوا فِي أَنفُسِهِمْ نَادِمِينَ (المائدة52)
په مينه
وطنمل[/quote:f9fd22ee64]

افسوس په دومره غرور , تكبر او خندا، چې په مجهوله فضا کې په
خپلو غايبو مسلمانو وروڼو فيصلي کوي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم چې کله مکې مکرمې ته دلوي انتصار،
دمکې دفتحې دلويي کامیابۍ په وخت مکې مکرمې ته داخليږي، په
اوښې سپور دی، نو له ډيرې خضوع څخه خپل سر دومره ټيټوي، چې

آن زنه يي نږدې وي چې داوښې په ملا لګیږي.

تاسو څه پوهیږئ، چې لمونځ دالله جلاله په میزان کې څومره
دروندوالې لري، څه پوهيږئ چې په حرمینو کې دصالحو
لمونځګذرانو ددعاوو برکت دی، چې اسلامي نړۍ دځواکمنو
دښمنانو له ډیرو مکرونو سره څه ناڅه پاته ده.
وقد مکروا مکرهم وعند الله مکرهم وان کان مکرهم لتزول منه
الجبال.
ويقول الشاعر:
أتهزأ بالدعاء وتزدريه
وما يدريک ما فعل الدعاء
سهام الليل لا تخطئ ولاکن
لها أمد وللأمد انقضاء
او لمونځ دعا ده، (الصلاة الدعاء).

همدارنګه په غرب کې داسې مسلمانان هم اوسیږي، چې اسلامي
دعوت يي داسې مراحلو ته ورساوه، چې صليبي او يهودي مشران يي

په ډیره ويره کې اچولې دي، وخت په وخت داسلام دناساري خپريدا
په اړه څيړنې کوي، او نتيجه کې وايي، چې ډیر ژر به اوروپا او
امريکادآذان په آواز راويښيږي، او همدا سبب دی چې دغو خبیثانو
لکه دليونو سپو او ليوانو په څیر په عالم اسلام حملې پیل کړې.
نو هيڅکله هم لويي نه ده پکار، او نه نورو مسلمانانو ته په سپکه
کتل پکار دي.
الله جل جلاله دمؤمنينو دصفاتو په اړه فرمايي:
والذين یؤتون ما آتوا وقلوبهم وجلة أنهم الی ربهم راجعون.

[quote:f9fd22ee64]
ايا اسامه يا ايمن ظواهري دسديس عبيكان او نورو خرڅ شوو علماوو نه هم بد دي او كه نه . [/quote:f9fd22ee64]

لومړۍ دا خبره چې هيڅ ضرور نه ده، چې دخلکو تر منځ مقارنې وکړو،

کيداي شي دمقارنې په وخت بې انصافي وشي.
دالعبيکان په اړه به دومره ووايم، چې دمقاومت په اړه دهغه نه جواز
فتوا، او په عراق کې دامريکايي بول بريمر داطاعت فتوا ډیره دغندلو وړه ده
http://www.youtube.com/watch?v=LVN1dhMb2jY

خو سديس يو هوښيار سياستپوه عالم دی، تکفيريان يي په دی

دښمن ګڼې، چې هغه دکعبې شريفي له منبر څخه دهغوي ډیر تور
افکار شنډ کړي دي، او تقريرونو يي ډیر تأثير لرلې دی.
سديس دخپل وطن مصلحت پيژني، هغه هيڅکله ددی اجازي نشي
ورکولي، چې دايران، موساد، او غربيانو له خوا ځينې رهبري شوي
سفيهان يي سرنوشت له خطر سره مخامخ کړي.
کاش چې مونږ په خپله ټولنه کې هم دسديس غوندې علما ولرو.

[quote:f9fd22ee64]
په عراق كي يي څومره انجوني ورته بي پته كړي ايا ددي ال سعود علماوو څه بده ورته وويلي . [/quote:f9fd22ee64]

ولې يي ورته بد نه دي ويلي، نټ ترې ډک دی، په منبرونو او
محرابونو کې يي دخپلې وسعې تر بريده دکافرو تور کارونه غندلي
دي، لعنت يي پرې ويلی دی، او له دی پرته دعوي، ثقافي، او
اجتماعي پروګرامونو کې هم له ياده نه دي ويستلي، او که وسعه يي
رسيدلې، نو مالي مرستو کې يي هم شرکت کړی دی، دمقاومت دجواز او وجوب فتواوي يي هم ورکړي دي.
خو له دغو علماوو څخه يو عالم هم تکفيري مفکوري نه لري.
دا دغرب او موساد پلان دي، چې دعلماوو او عامه خلکو تر منځ
فاصلې وځيږوي، او القاعده ددی پلان تطبيق په ډیره ښه توګه تر
سره کوي، خپله خو له جهل څخه ډک دي، خو دنړۍ مشهورو، تکړه، باديانته، او تقوا دارو علماوو ته نعوذ بالله طواغيت وايي.

[quote:f9fd22ee64]
په خواږه فلسطين كي دااوس صهيونانو څه ونه كړل ايا دوي څه وويلي
[/quote:f9fd22ee64]
ولې نه، که چیرته تاسو قناة المجد متابعه کړي وه، نو داسې خبره به
مو نه کوله، پاتی شوه ددغو علماوو دفعلي مسلح حرکت خبره، نو
دلته نور ډیر سيمييز اسباب دي، چې هغوي ته ددی کار اجازه نه
ورکوي، او دهغو اسبابو حل اوس دعلماوو لاس کې نشته دی، نو ان
شاء الله چې
دوي به دالله جل جلاله په وړاندې په کې معذور وي، البته ددښمن
په وړاندې ددی خلکو دځا ن نه تيارولو کوښښ باندې دوي ملامتيداي شي، او ځمونږ موليان پری هم ملامت دي:
وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة.
[quote:f9fd22ee64]
پا تي شوه دافغاني مقاومت خبره نو هه دمقاومت كوونكو خوښه ده چي القاعده خوښوي او كه داچوپ او غلي ناست علماء
[/quote:f9fd22ee64]
افغانان او افغان مقاومت بايد تل دحق تر څنګ ودريږي.
ولا یجرمنکم شنآن قوم علی ان لا تعدلوا.

افغانان داسلامي رهنمود له مخې غواړي، چې ژوند يي ددنيا او آخرت دواړو لپاره وي.
الله جل جلاله مونږ ته ددی نړۍ دتعمیرولو حکم کړی دی:
واستعمرکم فيها.
الاستعمار: طلب الاعمار.
خو نه داسې اعمار چې غايه وګرځول شي، بلکه غايه آخرت دی،
دنيا او آخرت يو بل سره تضاد نه لري.
اعمل لدنياک کأنک تعيش أبدا، واعمل لآخرتک کأنک تموت
غدا.
خو دالقاعدي او تکفيري مفکورو په تله کې ددنيا ځاي نشته،
او چې ددنيا ځاي په کې نه وي، نو دآخرت ځاي هم له منځه ځي.
ځکه چې دنيا آخرت ته درسيدو لپاره يوه لا رده.

په درنښت


شفق
20.04.2009

وهاج صاپىه د القاعدى په اړه ستا درد د زړه درد نه دى بلكى د خيټى درد دى ،
پدى پوهيدل سخت نه دى چى ته ولى د القاعد نه دومره كركه اظهاره وى.

القاعده په سعودى كى د شاهى كورنۍ سره په خلاف ده او خلاف ئې
د صليبيانو په سر دى چى په سعودى كى پراته دى ، او په تا د شاهى حكومت
لخوا مصرف كيږى نو ته خو به دومره حرام نمكه نه وى چى د خپل
محسن دښمن دښمن ونه ګڼى.

دوهمه القاعده د انګريزانو خلاف ده ، او ته د هغه وهابيانو سره تعلق لرى
چى د انګريزانو غلامان دى ، ظاهره خبر ده چى د خپل بادار يا هغه څوك
چى ته ورته په ولاء قايل يي د هغه دښمن ته خو به د دښمن په سترګه ګورى.

د وهابيانو قيادت د اولى ورځى څخه د انګريزانو غلامي كړې او كوې يې
زمونږ افغانستان كې د وهابيانو مشرانو ځانونه د دي غريبيانو د اجنټانو
سره رسمي كړي او ددوي په ولاء راځى دې وهاج صاحبه كه د قبرنو عبادت
كفر دي دغسي د كفارو په ولاء او دمسلمانانو نه براء كفر دې

ته چى څومره د شاهى كورنۍ اجنټانو يا تالى څټونكو مليانو په باراه كى
معلومات لرى كاشى چى دومره دى القاعده په حقيقى توګه پيژندلى وه.

هغه عربان چې ستا دوستان دى تر څو ټيكرى په سروى د نرانو كار مونږ ترينه نه غواړو
پيژنو ئې چې خلكو ته واې چې مونږ ټيكرې په سر كړې
د ښځو څخه خو څوك د نرانو كار نه غوړې دا تاسې ولې نه پوهيږۍ.
د ټيكريو په سر عربانو درې كارونه دې چې ټول د – خ – په حرف شروع كيږى
او فقط د زور ، زير او پيښه غواړى يعنى خټه ، خيټه ، خوټه ،
دا ټيكرې په سر پريده چې اوچت بلډينګونه جوړ كړې شه خوراكونه اوخورې
او له ښځو مزى واخلې

د روسانو څخه د افغانانو وظن او ناموس په ساتلو كى چى ټيكرې
غورځونكو عربانو كومه قربانى وركړه يواځى به ترينه حرام نمكه سترګى پټوى.

دا د طورخم نه اخوته د حكومت كارونكو كافر ګڼلو حكم او فكر د روسانو د جهاد
د وخت فكر دى ، چى په ښارنو كى موچيان ئې هم كافران ګڼل ،
كوم څه چى تا ليكلى هغه په عمل كى حقيقت نلرى ځكه په افغانستان كې
مجاهدين د حكومت هر كاركون نه وژنې حتى تر اوسه ئى د هغه قاضيانو په
وژلو هم لاس نه دى پورى كړى چې په مجاهدينو د اعدام فيصلې كوى ،
څه خبر يو چې داته د كوم فيل په غوږ كې اوده يي

په مجاهدينو چې كوم تنقيد كوې هغه يوه وجه ده چې ته وهابي يې او طالبان احناف دې
او ته پوهيږې افغاني وهابيان امام ابوحنيفه رحمة الله عليه ته په څومره پده سترګه ګورې،
ددې وجې ته د ځان لپاره زاي نه وينې خو ته به خبر نه وې چې طالبانو د كنړ والې
مولوي صيب عبدالرحيم دې او هغه د متشديدو وهابيانو څخه دې

اول دې غوښتل چې د اصلاح په نوم ټول مجاهدين بدنام كړې او وه يې ټكوې
چې د غريب دوست عبدالله صابر وطنمل ننګيال او نورو ليكوالانو دې توره څيره
څرګنده كړه اوس دې په هغه مسلمانانو پسي راخيستي چې د كفارو سره د جهاد
د فرض عين كې دو په وجه په افغانستان كې د افغانانو مجاهدينو سره ولاړ دي
د خداي روي ته وه ګوره د خپل شومو اهدافو نه لاس واخله تر څو به د بوسو لاندي
پټي اوبه زغلوي

ستا سره چې د مرګ كومه ويره ده قران پداسي حالاتو كې دغه ويره
د منافقينو علامه خودلې د سوره المائده 52 نمبر ايات كې واي

فترى الذين في قلوبهم مرض يسارعون فيهم يقولون نخشى ان تصيبان دائرة
فعسى الله ان ياتي بالفتح او امر من عنده فيصبحوا على ما اسروا في انفسهم نادمين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more