د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ


13.05.2006

[quote:9a2fda8562]دا ادعا به مو څنګه پر ا ثبات ورسوئ ، چې ددې دنيا ژوند پۀ بې عدالتۍ ، زور زياتي اوږدېږي ،پۀ بشپړ باور ډېره لويه تېروتنه کوئ ، ستاسې د دې ادعا پر وړاندې د حضرت علي کرم الله وجهۀ دا ويناله موږ سره د يوۀ علمي سند پۀ توګه پرته ده ، ( د ملک بقا پۀ کفر کې شونی دی ، نه پۀ بې عدالتۍ کې ) چې پۀ هره ټولنه کې پر زبات ورسېده !!! [/quote:9a2fda8562]
ګران صميم ته تر مينې اوصميمي سلامونو ورورسته :
پورتنۍ خبره مو په خپل اړونده تړاو کې سل په سلو کې سمه او ټيک ټاک ده ،
رښتيا هم ژوند پر بي عدالتۍ تباه کيږي نه په کفر ! کفري هيوادونه چې د خپل اولس لپاره يې دموکراسي په کې د عدالت د وروستۍ ممکنې بيلګې په توګه پلې کړې، وده يې کړې او غوړېدلې ده ، په ديکتاتوريو کې چې بي عدالتي په زور دوام کوي ټولنه د زوال په لوري درومي .
خو مطلب کورټ بل او په دې کې نه و، بلکې نړۍ ته له بيرته راګ څخه و، چيرې چې دنيوي ژوند د دوزخي حالت په توګه بيا بيا ادامه پيدا کوي ، که چيرې سړی
په دنيا کې په زور زياتي او نورو جناياتو مرتکب شوی وي !
خو که نه وي مرتکب شوی نو د ښو عملونو او مظلوميتونو سره سم به د روح په توګه په اسمانونو (جنتونو ) کې پاتې کيږ ي او ځمکني دوزخ ته له راستنيدوڅخه په اړونده پيمانه ژغورل کيږي .
په اروپاکې دوه زره يا دوه سوه کاله وړاندې د يو انسان زيږيدل او اوس د همغه انسان زيږيدل سره ډير توپير لري او د چاخبره د جنت او دوزخ ترمنځ د توپير په لوري تکامل او بشپړتيا مومي ، يو ښه عمل لرونکی سړی که له نن څخه پنځه سوه کاله وروسته زيږول کيږي ښه حالت يې په اسمانونو کې هم لرلی او ژونديې پر ځمکه هم تر هغه چا ډير ښه تيريږي چې اوس يا له نن څخه دوه سوه يا زردوه زره کاله مخکې زيږيدلي وو .

همداراز ، دا به هم ډېره سخته نه وي چې رښتيا يي کړو ، چې:
زور ظلم يعنې بي عدالتي خود دنيوي ژوند په دوزخ کې وي ، د اخرت په ورځ
زور شته چې ګناه کاران دوزخ ته ټيله کوي و لې بيعدالتي په کې نشته . زه تيروتی يم که اخروي دوزخ کېمې له زور سره ظلم هم ورزيات کړی وي . داسمه ده لکه تاسو چې کښلي :
[quote:9a2fda8562]د خپل بدعمل تر سزاوروسته جنت ته بيول پخپله ديوۀ بشپړ عدالت يوه ښه بېلګه ده[/quote:9a2fda8562]
او داچې [quote:9a2fda8562]ددې ژوند سره مينه نوره هم د نوموړو جناياتو سبب ګرځي [/quote:9a2fda8562] نو ځکه چې د ژوند مينه خو د غلا، زنا ، د رو پو له پاره قتل او يوله بل سره خيانت کولو او نا روا ګټې وټې يا د اماره نفس غوښتنو ته وايي .

له تا سو او محتر م استادحليمي صاحب رحمت الله عليه سره زمونږ پر دغه انديز ه
ورکړه راکړه کې يو خلقي د سرمند (؟) په نامه ، چې دسګوانو په سيمه ايزه لهجه يې ځان د شړومبو د مچ په توګه راغورځولی چې زه ورته له دې ځواب پرته بل څه نه لرم :
[color=white:9a2fda8562]له ټول افغان نه ورک شې خدای دې ورک کړه په دا ټوکه
............................................. له سپکو نه هم سپک شې خدای دې سپک کړه په دا ټوکه [/color:9a2fda8562]والسلام من اتبع الهدا !



ع کريم حليمي
15.05.2006

محترم او قدردان صميم کټوازی صاحب او درنو دوستانو سلام !

ستاسو فکر دې ته راګرځوم چه :
الله فرمايي ٠ بسمه تعالی - ‏وَيَسْاَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ اَمْرِ رَبِّي وَمَا اُوتُيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ اِلاَّ قَلِيلاً‏ 
ژباړه -ووايه (اې محمده ! دوی ته )چه روح له امره د رب ځما دی اونه ده درکړه سوی تاسوته له علم 
څخه مګر لږه 
دامعلومه سوه د ايات شريف څخه چه د روح په باب انسانان علم نه لري 
او هر ليکوال او تاسوهم دې ايات ته اشاره کړې وه څوواره !
دا چه بيا رب العزت فرمايي چه :
نفسونه درې خصوصيتونه لري چي -  وَ لا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ [color=white:184bc28c13]اللَّوَّامَةِ[/color:184bc28c13] او په بل ايات شريف کښي راغلي 
وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ [color=white:184bc28c13]النَّفْسَ لَأَمَّارَةُ [/color:184bc28c13]بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ
او بيا داسي فرمايي - يَا أَيَّتُهَا [color=white:184bc28c13]النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ [/color:184bc28c13]
هو ! اشتباه دلته ده چه ووايو نفسونه درې ډوله دي 
دابه يي ښه شکل وي چه ووايو چه  درې خصوصيتونه لري 
او دلته دا سوال نه پيداکيږي چه 
[quote:184bc28c13]که مذهب نفس په دوه ډوله اماره او غير اماره بيلوي او روح نه ويشي، نو څنګه به امکان ولري چې د يو او عين کس نفس اماره په
دوزخ او ضد اماره نفس يې په عين وخت کې په جنت کې وي[/quote:184bc28c13] .

خو داسي ويلی سم چه :
په اصطلاح ، او مجرد روح ، کله چه د بدن سره تعلق پيدا کوي او د عناصر مادي
ارتباط نسي نو نفس يي بولو (په داسي حال کښي چهدتغير نه کوي )
نو کله چه له بدن څخه جارج سي روح او چه بدن ياجسم ته چه داخل سي نفس ئې وبولو ٠ 

هغه لږ پوهه چه لرو د روح په باب داسي ده چه :
د هوا کوچنۍ زرې دي چه نه تجزيه کيږي او نه حسابېږي او نه ليدل کيږي 
چه د شعاع په واسطه نه ليدل کيږي ٠ کله چه دغه د هوا زرې د مادي جسم سره 
اتحاد او ائتلاف وکړي نو نبات ،حيوان ترې پيداسي 
او نفس پيداسي چه ډېر کوچنی لطيف جوهر دۍ او د جسم له تجزيې سره 
خارج سي نو بيا روح سي 

نو داسبب دۍ چه ادم يو نفس وو په جنت کښي يعني روح او جسم سره يو اتحاد او ائتلاف درلودۍ ٠ 
او په دوهم ژوند کښي به بيله کومه شک اوشبهې انسانان جسما په جنت کښي 
وي ٠ نوپه جنت کښي ماده او روح سره يوځاي وي ٠ (نفس )


کټوازی
17.05.2006

ګران استاز، ښاغلی ځواکمن صيب ، محترم مولوي صيب عبدالکريم حليمي او نورو درنو لوستونکو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
استازه ستاسې پۀ ليکنه کې مې پر دا لاندې جمله کورټ سر نه خلاصېږي ،

[quote:8ef67b8d43] خو مطلب کورټ بل او په دې کې نه و، [color=blue:8ef67b8d43]بلکې نړۍ ته له بيرته راګ څخه و، چيرې چې دنيوي ژوند د دوزخي حالت په توګه بيا بيا ادامه پيدا کوي [/color:8ef67b8d43]، [/quote:8ef67b8d43]

ايا ددې مانا خو به دا نۀ وي چې[color=white:8ef67b8d43] دوزخي[/color:8ef67b8d43] ژوند د دنيوي ژوند پۀ څېر بيا ،بيا ادامه پيداکوي ، ياني جملې درنه وروسته وړاندې ليکل شوې وي ، که مو مطلب دا وي نوڅنګه ويلای شو ، او څنګه امکان لري چې ووايو، دنيوي ژوند بيا ،بيا اوږدېږي ،پۀ داسې حال کې چې د هرې ګړۍ پۀ تېرېدو سره زموږ دنيوي ژوند را لنډېږي او موږ نۀ دي ليدلي چې له سپين ږيرتوب څخه څوک بېرته زلميتوب يا کمکيتوب ته راګرځېدلي ياني ژوند يې بېرته ادامه پيدا کړې ، او که له دې ټکي څخه مو هم مطلب بل وي ،او د تاريخپوهنې تر اغېز لاندې مو ليکلي چې تاريخ خلکو ته خامخا ځان ورپۀ يادوي ( پۀ طبيعت او چاپېريال کې د واقعاتي او جدلياتي مجادلې پۀ بڼه )
او که مو مطلب دا هم نۀ وي ، نو بيا داسې مالومېږي چې دوزخي حالت پۀ حقيقت کې همدا دنيوي ژوند دی چې دوزخيان به ورته راغورځول کېږي ، اوپۀ دې توګه دلته د جنت او دوزخ موقعيت ته هم اشاره کوئ چې جنت ګواکې پۀ اسمانونو او دوزخ پۀ پرمځکه موجود ی ، که دا خبره سمه وي نو بيا امکان لري چې د اسرافيل له دوهمې شپېلۍ سره نه يوازې داچې انسانان بېرته راژوندي شي بلکې دنيوي ژوند هم بېرته ودان شي ، يا داچې دنيوي ژوند پرخپل حال پاته کېږي يوازې انسانان مري چې د حساب او کتاب پۀ صورت کې څوک اسمانونو ته خېژي او څوک بېرته ددنيوي ژوندزندان ته راګرځي ٠
خو برسېره پردې ستاسې له ليکنې زۀ داسې تاثير اخلم چې دوزخي ژوند ته له دنيوي ژوند سره تشبيه ورکوئ ، او پردې اساس يو وارې بيا بايد وو ايم چې واقعيت ته مو اشاره ډېره پرځای ده ، او د دنيا دا له غمونوډک ژوند چې هر پړاؤ يې له درد ، غم او بې پايه اندېښنو سره تېرېږي د دوزخي ژوند يوه ښه بېلګه ده !
خدای دې وکړي چې زۀ ستاسې پر مطلب رسېدلی يم ، او که نه ! تاسو يي پخپله لکه چې پۀ لاندې ډول مو خپل مطلب روښانه کړی ، روښانه کړئ ،
[quote:8ef67b8d43]زور ظلم يعنې بي عدالتي خود [color=blue:8ef67b8d43]دنيوي ژوند[/color:8ef67b8d43] په دوزخ کې وي [/quote:8ef67b8d43]
ګنئ تر وړاندې مو داسې ويلي وو ،[color=white:8ef67b8d43] زور ظلم يعنې بي عدالتي خو په دوزخ کې وي[/color:8ef67b8d43]
د دې تر څنګ ، که له ژوند سره مينه دځانغوښتنې او ځانپالنې ناوړه تاثير وبلل شي ، نو هيڅ شک نه پاته کېږي چې ووايو
[color=blue:8ef67b8d43] د ژوند مينه غلا، زنا ، د رو پو له پاره قتل او يوله بل سره خيانت کولو او نا روا ګټې وټې يا د اماره نفس غوښتنو ته وايي . [/color:8ef67b8d43]
ګنئ تعبير يې ډېر ښکلی او سپېڅلی دی چې زموږ دتلپاتي ، نېکمرغه اخروي ژوند ماڼۍ هم پردې بنسټ ودانېږي .
پۀ بې کچه مينه ،
کشری ورور مو


کټوازی
17.05.2006

محترم استاز ، مو لوي صيب حليمي !
تر سلامونو او احتراماتو وروسته !
اوس مو خپل مطلب واضع کړ چې
:
[quote:542f3bb970]په اصطلاح ، او مجرد روح ، کله چه د بدن سره تعلق پيدا کوي او د عناصر مادي
ارتباط نسي نو نفس يي [color=white:542f3bb970] بولو[/color:542f3bb970] ٠ [/quote:542f3bb970]

ياني پۀ واقعيت کې لکه چې ومو ويل نفس او روح يو شی دی ، اماره ،لوامه او مطمئنه يي بېلابېل حالتونه دي چې پۀ انساني[color=cyan:542f3bb970] وجود [/color:542f3bb970]کې موجودېږي دا بېله خبره ده چې موږ يې پۀ ټوليزه توګه او ياهم پۀ دودشوې مذهبي اصطلاح کې پۀ اماره حالت کې نفس بولو او د لوامه پۀ صورت کې يي يو سپېڅلی و جداني يا ايماني ځواک ، او د مطمئنه پۀ صورت کې ، پۀ ډېر تقدس او سپېڅلتيا ورته قايل يو !


،


کټوازی
18.05.2006

ښاغلی استاز ځواکمن صيب او محترم مولوي صيب حليمي او نورو درنو لوستونکو ،
تر سلامونو ، نېکو هيلو او احتراماتو وروسته مو پام دې ته را اړوم ،
مولوي صيب حليمي وايي ،
[quote:200dd316af]هغه لږ پوهه چه لرو د روح په باب داسي ده چه :
د هوا کوچنۍ زرې دي چه نه تجزيه کيږي او نه حسابېږي او نه ليدل کيږي
چه د شعاع په واسطه نه ليدل کيږي ٠ کله چه دغه د هوا زرې د مادي جسم سره
اتحاد او ائتلاف وکړي نو[color=white:200dd316af] نبات ،حيوان ترې پيداسي [/color:200dd316af][/quote:200dd316af]

له دې څخه داسې څرګندېږي چې د حيواناتو { دحيوان ناطق او مطلق )ترڅنګ نباتات هم روح لري ، او د دې خبرې د بيالوژۍ علم هم تاييد کوي ، چې نباتات ژوندي دي ، وده او پرورښ کوي ، خو د کتنې ټکی به زموږ دا وي چې ايا رښتيا هم نباتات روحي دي ياروح درلودونکي دي ، که يي درلودونکي وي نو څنګه ( ؟ ) او له کومو ځانګړنو سره يي ( ؟ )
او کله چې دلته د روح ځانګړنې يا خصوصيات مطرح کېږي ، بيا بايد بحث د حيواناتواو نباتاتو، ترڅنګ تر جناتو او ملايکو پورې هم وغځوو ، چې پېريان او ملائيکوې د روح کومې ، کومې ځانګړنې لري (؟)
ځکه چې ژوند،خو ټول لري .... ( ! )
او ژوند پۀ يوازې ځان د روح د وهم نوم نۀ شي کېدای ، البته د روح مرکز يې بللالی شو چې ټولې ځانګړنې يي له دې ځايه ( له ژونده ) سرچينه اخلي ، او يا پۀ بله ژبه ژوند يې ممکنوي .... !!!

پۀ دې تړاؤ ستاسې عالمانه ليکنې موږ ته هم د تفکر فضا راکوي !
پۀ درنښت :
کشری ورور مو



18.05.2006

درنو ورنو، محترم استاد حليمي صيب، ګران ښاغلي صميم صيب او نورو دوستانواسلام عليکم
ورحمت الله وبرکاته !

محترم استادحليمي صاحب ستاسو د لنډو خو کوټلو ارشاداتو په بيانولو سره د روح ، نفس او ژوند د تړاد په اړه اوس مونږ يوګام نور هم مخ ته ﻻړو ، الله تعالی دې تاسې ته ډير اج ر او پر دواړو نړيو نيکمرغي درپه برخه کړي .
تاسو ليکلي :
[quote:15b3a40dc3] ژوند قوه ده يو جوهر دی ډېر څه نور هم سته چه تر دمادې او مانا لوړ دی ، روح پخپله تر مادې او مانا لوړ دی تر مادې او مانا چه شيان لوړ سي نو انساني فکر کار پرېږدي يعني نور نو نه پوهيږي ! پوهه نه لري خدای تر مانا او مادې لوړ دی ![/quote:15b3a40dc3]
همد اسې ده ! د قدر د شپې په اړه الله تعالی فرمايلي : تنزالملائکه و[color=blue:15b3a40dc3] روح [/color:15b3a40dc3]ُ فيها بِاِذٌنِ رَبّـِهِم.... .
دلته روح مقدس اود انساني افرادو له روح څخه ډير لوړ دی او شايد له عيسی (ع) پرته له مقدس روح سره د انسان د نفس پيدا کيدل څه تړاو ونه لري .
د نفس په اړه هم ليکئ چې :
[quote:15b3a40dc3]په ايات شريف کښي نفس ياد شوې دی ، مطلب داسي په کښي سته چه ادم جسما په جنت کښي وو ولي چه ظلم ئې پر نفس کړي وو نفس خو عبارت دی له مادې ، مانا او روح څخه ژوند يو مغلق جوهر دی په دې خاطر چه روح يي يو جز دی دا چه روح موږ نه پېژنو نود ژوند پېژندنه مغلقه ده ٠ لکه پورته چه مي ليکلي که يو جز يي کم سي نو حيات نه ورته ويل کيږي [/quote:15b3a40dc3]
که له مادې او معنی پر پوهيزونو(مفاهيم)صرف نظر وکړو او پر ځای يې پر بدن او روح بسيا وکړو نو خبره به صافه او ژوند به مو د روح او بدن يوځايوالي ته يلی وي او نفس به د روح هغه خاصيت ته وويل شي چې روح يې په بدن کې تر ﻻسه کوي، يعنې يواځې د بدن په ژوندانه کې موجود وي . ځکه :
[quote:15b3a40dc3]روح چه د مادي بدن څخه جلا سي مرګ نوميږي او د نفس سره چه يو ځای وي ژوند بلل کيږي ، او په دوږخ او جنت کښي ژوند سته يعني لايموت فيها [/quote:15b3a40dc3]
دغه راز مو د نفس او په هکله څرګنده کړې :
[quote:15b3a40dc3]داسي ويلی سم چه : په اصطلاح ، او مجرد روح ، کله چه د بدن سره تعلق پيدا کوي او د مادي عناصرو سره ارتباط نيسي نو نفس يي بولو (په داسي حال کښي چه دئ پخپله تغير نه کوي ) نو کله چه له بدن څخه خارج سي روح او کله چه بدن ياجسم ته داخل سي نفس ئې وبولو ٠ [/quote:15b3a40dc3]
خو په پای کې مويوه ﻻ جالبه جمله ليکلې ده :

[quote:15b3a40dc3]او هغه لږ ه پوهه چه لرو د روح په باب ، هغه داسي ده چه : د هوا کوچنۍ زرې دي چه نه تجزيه کيږي او نه حسابېږي او نه ليدل کيږي چه د شعاع په واسطه نه ليدل کيږي ٠ کله چه دغه د هوا زرې د مادي جسم سره اتحاد او ائتلاف وکړي نو نبات ،حيوان ترې پيداسي او نفس پيداسي چه ډېر کوچنی لطيف جوهر دۍ او د جسم له تجزيې سره خارج سي نو بيا روح سي نو داسبب دۍ چه ادم يو نفس وو په جنت کښي يعني روح او جسم سره يو اتحاد او ائتلاف درلودۍ ٠ او په دوهم ژوند کښي به بيله کومه شک اوشبهې انسانان جسما په جنت کښي وي ٠ نوپه جنت کښي ماده او روح سره يوځاي وي ٠ (نفس )[/quote:15b3a40dc3]
استاده پوښتنه داده چې :آيا د روح په اړه هغه لږ مالومات اوس تر پخوا ډير زيات شوی نه دی (؟) او [color=white:15b3a40dc3]د هوا کوچنۍ زرې ... چه نه تجزيه کيږي او نه حسابېږي او نه ليدل کيږي د شعاع په واسطه [/color:15b3a40dc3] د هوا هغو کچنيو زرو ته خو به اوس څوک اکسيجن، هايدروجن ، کاربوندای اوکسايد ، نايتروجن .... نه وايي؟ او په اصطلاح نه تجزيه کيدونکې زرې خوبه اتوم او ترکيبي واحد خو به يې د هوا(غاز) ماليکولونه نه وي ، کومې چې ستاسو په خپله وينا
[color=blue:15b3a40dc3]کله د مادي جسم سره اتحاد او ائتلاف وکړي نو نبات ،حيوان ترې پيداسي او نفس پيداسي ؟[/color:15b3a40dc3] اودغه کلمه هم له نـَفـَس او تنفس ( psychie) يعنې د بدن سره د همدې غازونو له ورکړې راکړې څخه يې سرچينه نه ده اخيستې ؟ که داسې وي نو مسله مو تر ډيره ځايه راته حل کړې ده

والسلام عليکم و رحمت الله و برکاته !



ع کريم حليمي
19.05.2006

محترم استادځواکمن صاحب ، ځوان او ښاغلې صميم صيب  او درنو 
لوستونکو سلام !
استاده !
بنده وايي چه الحمدالله او بيا ستاسو او صميم صيب څخه يو جهان مننه 
کورمو ودان او په دواړو جهانو کي مو خدای د هري رنګزدۍ وساته او زموږ سره  ٠ امين ثم امين 
صاحب! خبره داسي ده چه :
د روح په باب چه هرڅه ويل شوي ټوله  تبصرې  , تفكّر , تَفكير دی 
نه حقيقت 
د يونان فلاسفه وو هيڅ تعريف نه درلو دۍ و روح ته  ٠ دغه سبب ووچه يوازي 
په مثال سره شودلۍ لکه تاسو ليکي (د بدن پنجره پريږدي او لکه يو مرغه له مادي نړۍ څخه الوزي ، بشپړ ه آزادي ترلاسه کوي او بيرته په حال يا په خود کيږي ، خپل پراخه معنوي کور ته ځي)

نن داسي معلوميږي چه تر افلاتون د نن عصر خلګ نور ژور فکر کولی سي 
ولي چه موږ يوازي تعقول نه کوو بلکي ماشين الات هم راسره سته 
دغه سبب دۍ چه تعريفونه د روح په باب پياوړي سويدي اما بيا هم speculation ٠ 
قران داسي فرمايي د روح په باب چه :
ثُمَّ سَوَّاهُ وَ[color=cyan:f3afed3b91]نَفَخَ[/color:f3afed3b91] فِيهِ مِن رُوحِهِ وَجَعَلَ لَکُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلاً مَّا تَشْکُرُونَ
﴿ 9 ﴾ السجده نفخ و پمپ ته ويل کيږي ، يعني فوف کول 
او مبارک نفخ په جمله کښي داسي استمال کړي چه :
وفي الحديث ( أَنه نهى عن النَّفْخِ في الشراب )
يعني د چښلو په شيانو کښي ساه مه کاږۍ ٠ 
او الله ج بيا د اسرافيل عليه السلام د صور (هغه آله چه فوف کيږي )
هم نفخ استعماله وي ( فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ )
او بيا برته يي اخلي د انسان څخه داسي فرمايي چه :
اللَّهُ يَتَوَفَّي الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِکُ الَّتِي قَضَي‏ عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَي‏ إِلَي‏ أَجَلٍ مُسَمّيً إِنَّ فِي ذلِکَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَکَّرُونَ ﴿ 42 ﴾ سورت الزمر  
نو د روح په قبض او ارسال کښي ټوله انسانان په فکر کښي غرق تللي 
يو الله ښه پوهيږي !
او بل هري  متحرکي هواته ريح ويل کيږي 
د جهان ټولو فلاسفه وو پر روح ليکني کړي د ټولو مطلب يو 
يو تعريف ورته لري اما په تغير د الفاظو 
ستاسو جملې هم ډيري ښايسته دي 
او پخواني طب بيا و روح ته بخار (حرارت ) ويلی چه په زړه کښي پيدا کيږي 
او د نن ورځ طب دا منلي چه زړه کرنټ لري کله چه زړه و دريږي ٠ که پسله 
لږ وخته خارجي برقي جټکه ورکړي داسي پېښه سي چه زړه بيا چارچ سي 
او کار شروع کړي ٠ 
داواضح ويلی سم چه اکسيجن، هايدروجن ، کاربوندای اوکسايد ، نايتروجن
د روح په مثال نه دي اما هوا ئې بولم ولي چه نفخ کيږي 
او يوه بله هوا هم انسان لري چه په نزاع ، جنګ ، سره له منځه ځي 
و لا تنازعوا فتفشلوا و تذهب [color=blue:f3afed3b91]ريحکم[/color:f3afed3b91]

 



20.05.2006

محترم استاد حليمي صاحب ، ښاغلی او منلی صميم صيب او درنو لوستونکو اسلامعليکم و رحمت الله و براته !
ښاغلي صميم صيب ته زما ددې جملې په اړه چې
[quote:df789e309b]مطلب نړۍ ته د روح بيرته راګ و، چيرې چې دنيوي ژوند د دوزخي حالت په توګه بيا بيا ادامه پيدا کوي ، [/quote:df789e309b] پوښتنه کړې چې :
[quote:df789e309b]ايا ددې مانا خو به دا نۀ وي چې دوزخي ژوند د دنيوي ژوند پۀ څېر بيا ،بيا ادامه پيداکوي ،... که مو مطلب دا وي نوڅنګه ويلای شو ، او څنګه امکان لري چې ووايو، دنيوي ژوند بيا ،بيا اوږدېږي ،پۀ داسې حال کې چې د هرې ګړۍ پۀ تېرېدو سره زموږ دنيوي ژوند را لنډېږي او موږ نۀ دي ليدلي چې له سپين ږيرتوب څخه څوک بېرته زلميتوب يا کمکيتوب ته راګرځېدلي ياني ژوند يې بېرته ادامه پيدا کړې [/quote:df789e309b]

نه ځلميه داسې نه ده ، د يوۀ مستقل رح موجوديت له ژوند څخه مخکې او وروسته مطرح دی لکه څنګه چې يې اسماني اديان په تيره بيا اسلام ارشاد فرمايلی دی !
لکه څګه چې مذهب وايي او اتاد حليمي صاحب هم بيان کړه، کله چې روح له بدن سره يوځای شي نو که هغه نباتي تنه وي او که حيواني يا انساني بدن، نو بيا روح ته نفس ويل کيږي ، خو چې موجود مړشي ، نو نفس او ژوند ختم ، بدن مړ او روح ترې ووځي ٠يعنې يواځې نفس دی چې هم پر دنيا کې د لږ وخت او هم آخرت کې په جنت يا دوزخ کې ژوند کوي ، د خالص روح پته او سرنوشت چاته نه دې معلوم شوی . د روح مستقل ژوند يواځې د دنيوي ژوند د ختميدو اود اخروي ژوند دپيلېدوپه منځ کې ممکن ګڼل کيږي يا هغه وخت چې انسان ﻻ نه وي پيدا روح يې موجود وي ، او بيا هيڅکله نه مري . يواځې همدومره چې د نفس بڼه نه لري او سوچه روح يې تصور کوو. نفس د انسان له ژوند يا بدن څخه بهر امکان نه لري خو روح برعکس د انسان له مړينې څخه نيولې تر قيامته پورې له بدن پرته مستقل وجود لري . خو متاسفانه لکه روح چې يوه تشه او محض عقيدوي ادعا وي : ژوند ، څرنګوالی او فعاليت يې هيڅ نه مالوم دی او نه مالوميدای شي ، چې روح يعنې څه ؟ سره له دې يې تصور څنګه امکان لري ؟ د دې پوښتنې ځواب به ښايي هر څوک بل ډول ورکوي :
انسان څنګه بيا راژوندی کيږي ؟ د جنت ژوند څنګه امکان لري ؟ هغه کومه ځمکه (ستوری يا سياره ) ده چې د قيامت دورځې حساب پرې پيل کيږي ؟ ايا هغه هم د شمسي نظام پورې اړه لري ؟ که همدا ځمکه نه وي نو څنګه مالوميږي چې لمر پرې د لويديځې ډډې څخه راخيژي ؟ په قيامت کې خو لمر هم بيرته نه لويږي او شپه نه راځي تل ورځ وي نو لمرله يوې خوا څخه راخيژي ولې، هلته خو ځمکه هم (پر خپل
محور)نه چورلي ؟ روح ولې له بدن يا نفسي حالته بغير هيڅ ياد او حافظه نه لري ؟
د هر انسان له پيدايښت نه مخکې پر ميليونو کاله مخکې روح څه کړي ، څه يې ليدلي او څه پرې تيرشوي ؟ او له مرګه وروسته په قيامت کې تر بيا ژوندي کيدو پورې روح څه کوي ؟ چيرې وي؟ اوپر زرګونو او ميليونو کاله وخت څنګه تيروي ؟
د جنت ژوند څنګه د مادي نعمتونو ژوند دی چې مادي قوانين او قانونمندي نه لري او نه يې پيژني ؟
ددې ټولو پوښتنو په پام کې نيول او ځوابول اوس د روح ، جنت او دوزخ ، دنيوي او اخروي ژوند په اړه يوه (( نوې)) فرضيه يا هيپوتيز غواړي . والسلام .



20.05.2006

محترم استاد حليمي صاحب ، ښاغلی او منلی صميم صيب او درنو لوستونکو اسلامعليکم و رحمت الله و براته !
ښاغلي صميم صيب ته زما ددې جملې په اړه چې
[quote:1582f87087]مطلب نړۍ ته د روح بيرته راګ و، چيرې چې دنيوي ژوند د دوزخي حالت په توګه بيا بيا ادامه پيدا کوي ، [/quote:1582f87087] پوښتنه کړې چې :
[quote:1582f87087]ايا ددې مانا خو به دا نۀ وي چې دوزخي ژوند د دنيوي ژوند پۀ څېر بيا ،بيا ادامه پيداکوي ،... که مو مطلب دا وي نوڅنګه ويلای شو ، او څنګه امکان لري چې ووايو، دنيوي ژوند بيا ،بيا اوږدېږي ،پۀ داسې حال کې چې د هرې ګړۍ پۀ تېرېدو سره زموږ دنيوي ژوند را لنډېږي او موږ نۀ دي ليدلي چې له سپين ږيرتوب څخه څوک بېرته زلميتوب يا کمکيتوب ته راګرځېدلي ياني ژوند يې بېرته ادامه پيدا کړې [/quote:1582f87087]

نه ځلميه داسې نه ده ، د يوۀ مستقل رح موجوديت له ژوند څخه مخکې او وروسته مطرح دی لکه څنګه چې يې اسماني اديان په تيره بيا اسلام ارشاد فرمايلی دی !
لکه څګه چې مذهب وايي او استاد حليمي صاحب هم بيان کړه، کله چې روح له بدن سره يوځای شي نو که هغه نباتي تنه وي او که حيواني يا انساني بدن، نو بيا روح ته نفس ويل کيږي ، خو چې موجود مړشي ، نو نفس او ژوند ختم ، بدن مړ او روح ترې ووځي ٠يعنې يواځې نفس دی چې هم پر دنيا کې د لږ وخت او هم آخرت کې په جنت يا دوزخ کې ژوند کوي ، د خالص روح پته او سرنوشت چاته نه دې معلوم شوی . د روح مستقل ژوند يواځې د دنيوي ژوند د ختميدو اود اخروي ژوند دپيلېدوپه منځ کې ممکن ګڼل کيږي يا هغه وخت چې انسان ﻻ نه وي پيدا روح يې موجود وي ، او بيا هيڅکله نه مري . يواځې همدومره چې د نفس بڼه نه لري او سوچه روح يې تصور کوو. نفس د انسان له ژوند يا بدن څخه بهر امکان نه لري خو روح برعکس د انسان له مړينې څخه نيولې تر قيامته پورې له بدن پرته مستقل وجود لري . خو متاسفانه لکه روح چې يوه تشه او محض عقيدوي ادعا وي : ژوند ، څرنګوالی او فعاليت يې هيڅ نه مالوم دی او نه مالوميدای شي ، چې
١ـ روح يعنې څه ؟ او تصوريې څنګه امکان لري ؟ که عذاب او ثواب د نف او نفس (د بدن) دژوند پورې تړلی وي، نو ايا د قبر عذاب نشته ؟ هلته خو نفس نه وي ، دا نکير اومنکر هلته له چا سره خبرې کوي او څوک د اور پر ګورزونو ولي ؟ ايا روح بيچاره يې چې هيڅ نشي کولی يواځې را ګير کړی وي ؟

٢ـ انسان څنګه يا په څه ډول ( له بيا زيږيدو پرته) بيا راژوندی کيږي ؟

٣ ٌـ د جنت ژوند څنګه امکان لري ؟

٤ـ هغه کومه ځمکه (ستوری يا سياره ) ده چې د قيامت دورځې حساب پرې پيل کيږي ؟ ايا هغه هم د شمسي نظام پورې اړه لري ؟ که همدا ځمکه نه وي نو څنګه مالوميږي چې لمر پرې د لويديځې ډډې څخه راخيژي ؟

٥ـ په قيامت کې خو لمر هم بيرته نه لويږي او شپه نه راځي تل ورځ وي نو لمرله يوې خوا څخه څنګه او ولې راخيژي ، هلته خو ځمکه هم (پر خپل محور)نه چورلي ؟

٦ـ روح ولې له بدن يا نفسي حالته بغير هيڅ ياد او حافظه نه لري ؟

٧ ـ د هر انسان له پيدايښت نه مخکې پر ميليونو کاله مخکې روح څه کړي ، څه يې ليدلي او څه پرې تيرشوي ؟ او له مرګه وروسته په قيامت کې تر بيا ژوندي کيدو پورې روح څه کوي ؟ چيرې وي؟ اوپر زرګونو او ميليونو کاله وخت څنګه
تيروي ؟

٨ ـ د جنت ژوند څنګه د مادي نعمتونو ژوند دی چې مادي قوانين او قانونمندي نه لري او نه يې پيژني ؟

ددې ټولو پوښتنو په پام کې نيول او ځوابول اوس د روح ، جنت او دوزخ ، دنيوي او اخروي ژوند په اړه د ديني تيؤري پراختيا غواړي او ښايي ځيني حقايق چې نورو غير اسلامي اديانو لکه بودا بيان کړي هم په يوه کلي نظر ( مذهبي جهانبينۍ) کې ورسره په پام کې ونيول شي . والسلام .


کټوازی
24.05.2006

ګران استاد ښاغلی ځواکمن صيب ، محترم مولوي صيب حليمي او نورو روڼو ،
اسلام عليکم رحمتۀ الله وبرکاتۀ !
د روح پۀ هکله د خپلو درنو استازانو ( چې پۀ ډېرو برخو کې يي زموږ رهنمايي کړې ) پام دې خبرې ته را اړوم ،
پۀ دې کې رښتيا هم هيڅ شک نسته چې د خالص روح ( له خالص څخه مطلب بې له بدنه د روح موجوديت دی ) د سرنوشت پۀ توکيز ډول مالومول ناشونی برېښي ، خو مګر له مانيز پلوه يوازې عقيدوي جنبه لري او پۀ فزيکل ساينس نه اوړي ،
خو داچې له انساني ، حيواني بدن او نباتي تنې سره د يوځای کېلو پۀ صورت کې نفس ورته [color=white:ad492df3c3]ويل[/color:ad492df3c3] کېږي ، سمه داچې نفس ورته ويل کېږي او که بل شی ! ؟
لفظي ادلون بلون مانا نه اغېزمنوي ، لفظونه خو سمبولونه او علامتونه دي چې د يوشي مانا افاده کوي !
که نن هم د نړۍ او يا يوې ژبې پۀ تېره بيا د پښتو ژبې پوهان پردې موافقه وکړي چې تردې وروسته به ( ټ ) ته غړوندی نه ورکوو او يا هم ( څ ) ته به دوه ټکي ورکوو ، او داسې نور ...........
نو هيڅ خبره نسته ! ځکه چې سمبوليزم يې بدل شو رياليزم يې پرخپل ځای دی ! او هماغه پخوانی او ياهم که نوی Object ورته وټاکو ، بيانوي يي !
نو داسې روح هم درواخلئ ! چې پۀ تېرو بحثونو کې مو هم وويل ، اماره ،لوامه ، او مطمئنه روحي حالتونه ، او پۀ ټوليزه توګه نفس د روح دويم نوم دی ، نه داچې ووايو له بدن سره د روح پۀ ايتلاف کې يو درېيم شی منځ ته راځي نفس ورته ويل کېږي !
سمه ده چې ورته [color=blue:ad492df3c3]ويل[/color:ad492df3c3] کېږي ! او ويلای ورته موږ بل شی هم شو ! اما پۀ حقيقت کې دا کوم درېيم شی نه دی !
او دا هم بايد هېر نۀ کړو چې روح له انساني بدن ، حيواني او نباتي تنې سره پۀ يوه بڼه نه يوځای کېږي ٠
له انساني بدن سره د روح ايتلاف پۀ تمامه مانا دی ، او ټولو ځانګړنو ، خصوصياتو سره انساني بدن ته ننوځي !
خو ددې برعکس پۀ حيواني او نباتي تنه کې د اړتيا له مخې موجودېږي ، ياني چې څومره ورته اړتيا ليدل کېږي ، نبات ته د ودې او پروښ له ځګړنې سره چې يوازې وده او پرورښ کوي !
پۀ حيواني وجود کې هم ترهغه ځايه موجودېږي چې اړتيا يي وي ، ياني له حيواني خصوصياتو سره !
او داځای دی چې انسان ، حيوان ، نبات يوله بله جلاکېږي ، او دملايکو پۀ باب هم بايد وويل شي چې پۀ خپل وجود کې پۀ تمامه مانا روحي حالتونه نه لري او د عقل او روحانيت يا باطني سپېڅلتيا تربريده محدود دي !
خو د جناتو پۀ باب ځکه اټکل نۀ شي کېدای چې موږ يې لاتراوسه د ژوند د څرنګوالي پۀ اړه هيڅ مالومات پۀ لاس کې نه لرو ،
خو له حليمي صيب سره به پۀ دې تړاؤ داپوښتنه شريکه کړم ،
لکه چې د زاريات د سورت پۀ شپږپنځوسم ايت کې دجن او انس دواړو پيدايښت د عبادت د نهايي هدف پۀ عنوان معرفي شوی ، نو له دې ځايه داسې انګېرو چې پۀ ديني مکلفيت کې جن او انس يو ډول مکلف دي ، نو ډېرامکان لري چې دانساني او پېريانۍ ټولنې دژوندانۀ وګړ يزاو ټولنيز شرايط به سره ورته والی ولري ! که څنګه ؟
ايا پۀ دې توګه د جناتو د ژوندانۀ دڅرنګوالي پۀ باب اټکل نۀ شو کولای ؟؟؟
پۀ درنښت ، کشری ورور مو



24.05.2006

ښاغلي او منلي صميم صيب ، دروند او محترم استاد حليمي صاحب او ګرانو دوستانو السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته !
روح يوه مېتافزيکي ، خو نفس يوه ريأله رواني مقوله ده او حليمي صاحب له مذهبي پلوه هم نفس له خالص اومجرد روح څخه په دې زيات بولي چې بدن هم له روح سره تر ګډ فعاليت وروسته نفس او نفسيات رامنځته کوي . په نفس کې روح اوبدن دواړه شامل او تر روح زيات ، غني او کمپلسه بڼه لري چې ژوند ، ژواک او د هغه اوڅارنې يې بولي، چې ساه پوهنه يا پسيکلوژي يې څيړي . خوچې کله روح واپس شي او له بدن څخه ووځي، نفس هم منحل اوله منځه ﻻړ شي . نفس نه وځي خو نفـَس ياروح وځي .
په يوه درود شريف کې هم لومړی [color=white:7a96ed38d4] وصلِّ علی روح محمداٍ [/color:7a96ed38d4]اوروسته ترې بيا [color=yellow:7a96ed38d4] وَصَلِّ علی نفس محمداٍ [/color:7a96ed38d4]هم ذکر شوی يعنې دواړه کټ مټ يوشی نه دي . والسلام



ع کريم حليمي
25.05.2006

ډېر قدرمن  او محترم استاد ځواکمن صاحب او راته ګران ، منلي صميم صاحب
او درنو  دوستانو السلام  !

استاد ځواکمن صاحب !
تاسوليکلي چه :
[u:098bfacdab]اوس د روح ، جنت او دوزخ ، دنيوي او اخروي ژوند په اړه د ديني تيؤري پراختيا غواړي او ښايي ځيني حقايق چې نورو غير اسلامي اديانو لکه بودا بيان کړي هم په يوه کلي نظر ( مذهبي جهانبينۍ) کې ورسره په پام کې ونيول شي[/u:098bfacdab]

تر کومه حده چه ما مطالعه کړې د بودايزم  او هندوايزم په باب !
د بودا باور خو واضح دی چه reincarnation (تَنَاسُخُالأَرْواح )   يي باور او عقيده  وه !
معنی داچه جنت او دوزخ نه مني  ( د يوه بد عمله سړي روح ممکن ګڼي 
چه سپي ننوځی يا په يو بل بد شکله ظالم حيوان 
څرنګه ! په يوه کلي نظر ( مذهبي جهانبينۍ) کې ورسره په پام کې ونيول شي ؟؟؟؟ 



25.05.2006

محترم او مکرم استاد حليمي صاحب ، منلي صميم صاحب او درنو دوستانو ته سلام !

تَنَاسُخُ الأَرْواح ياله يوه بدن څخه بل ته دروح کډن کيدل اود مخکيني ژوند پيښې روح ته بيرته راياديدل افلاطون هم په خپله فلسفه کې دمعفرفت اساس ګڼلی ، بي له دې چې د سپي پيشو يا نورو حيواناتو ژوند يا نفس اختيار کړي .
هلته د انسان ر وح کښته موجوداتو ته کډه نه کوي اود مفکورو د رايادولو په لټه کې يواځې او يواځې له يوه نه د بل انسان بدن ته دهغه د مړينې او د بل زيږيدنې په لړ کې کوچ کوي . د بودا يا تناسخ الارواح په اړه مالومات نه لرم ، خو ډير زوړ دين دی او کيدای شي پر حيواناتو، په تيره بيا پر سپي باندې چې د انسان ډير زوړ او تر ټولو حيواناتو پخوانی ملګری دی د انسان پاملرنه او ترحم يې هم په دې توګه هڅولی وي . خو که له ا نسان پرته نورو ژويو ته د تناسخ الارواح لمن ونه غځول شي ، دغه فرضيه يو څه د تأمل او پوښتنو وړ بريښي . که يې تشرېح کړئ د (( مفکورو د رايادولو په لټه کې)) به د درنو لوستونکو له پاره هم ډيره جالبه وي . په ډيره مننه او درناوي .



ع کريم حليمي
26.05.2006

محترم استاد ځواکمن  صاحب ، منلي صميم صاحب او درنو دوستانو ته سلام !
استاد ځواکمن صاحب !
تناسخ په نوي جسم کښي ډېره زړه تيوري ده !
فزيکي ،مادي مرګ يوه لويه موضوع ده د بحث و هغو اشخاصو ته چه عقيده يا
نظر او ديدګاه و لري ٠

بودايزم داسي وايي چه :
زموږ ادراک ، تصور کوو چه  موږ وخت خلق کړي يوو او په ځمکه کښي 
وزېږېدلو   او موږ ځوو له ځمکي څه د مرګ په واسطه ، يو بل جهان ته ځوو چه 
بې پايانه او بې زمانه  ،  ژوندبه ترمرګ ورسته هم وي ، همېشه 

موږ فناناپذيره يوو په دواړو حالتونو کښي او يوو به 
موږ په  يو په بې انتها ځای کښي خلق سوي يوو او موږ مځکي ته راغلي يو 
چه زده کړه وکړو او يوڅه مځکي ته تقديم کړو او ورسته تر مادي يا فزيکي 
مرګ ورسته يوازي روح وګرځو په تدريج  بيا نمو وکړو او د خداي سره يو ځای 
سوو ٠ 

بيا و موږ ته فرصت ، مجال راکړي چه وزېږو په مځکه کښي په دې خاطر چه 
څرنګه استنتاج کوو بيا مرګ راسي او دوهم وار  بيا بې انتها ته ځوو او بيا 
راځو ٠٠٠٠٠ 

اوس به يوڅه ړنا پر واچوو !
که چيري داسي وي چه بيا او بيا دنياته راځو ؟ 
نو ابراهيم عليه السلام چه خليل الله ، موسی عليه السلام چه کلم الله  وو 
او بودا چه زما په ګمان نبي صفته  دوی خو بايد څو واره دې نړی ته راغلي وای 
او زموږ سردار عالم صلی الله عليه علی اله وصحبه وسلم خو لږ وخت کيږي 
رحلت يي کړي ٠ 

 
هو ! د تعجب خبره خو داده يو سړی په ١٩٣٥ کال په ټيبټ کښي پيدا کيږي 
 چه DALAI LAMA نوميږي او ادعا کوي چه بودايم او بيا مي ظهور ، 
reincarnation کړي دي ٠ 
که داسي وي نو بيا ولي په هغه نړي ته راغلۍ چه هلته ټوله بودا مني !
او بيا ورته راغلۍ 
اصلا بايد داسي براعظم ته راغلي وای چه هلته بودايان نوي او ده خپل دين ورته راوړي وای ٠ 

او بله خبره دا ده چه په هند کښي داسي کوچنيان ډېر پيدا کيږي چه حلول 
(reincarnation )
عجبه داده چه سل په سلو کښي دا حالت په غريبانو کښي ښکاره سي 
او په دا پنځه زره کاله په يوه بډای فاميل کښي دا د reincarnation
ندۍ پښ سوۍ 
په داسي ادعاوو يي فاميل ته عايدات راځي ، پر tv ښکاره سي ، او درمسال 
کښي پېسې ورټوليږي ، 

او يوازي يوه يهودي دا ادعا کړې چه روح يي حلول کړي 
او دی د دولسو کالو وو او د هيټلر حکومت يي پياد دۍ چه يهود يي وژل ٠ 
او د يهودي نو بيا بله ګټه کوي 

او بعضي غربي ډاکتران هم کتابونه ليکي د reincarnation  ولي چه بازار 
غواړي چه کتاب خرڅ کړي ٠ او حلول موضع ډېر رانيونکي لري که د هند د نفوس ١ % خلګ دا کتاب رانيسي 
نو ډاکتر صاحب مليونر سوو ٠ 

جنت او دوږخ يو واقعيت او حقيقت دي چه ټول اديات يي مني او باور پر لري 
او دوهم ژوند په جنت کښي ، او د بد عمله به جزا ويني ٠ 
 بواد او امثالها يي د جنت او دوږخ څخه منکره دي ٠ 
بودايزم يو د هغو مذهبو څخه دۍ چه دmass control له پاره جوړ سوۍ 
او هند اوچين ښه کنترول کړي ٠ 
 



26.05.2006

صنوبر :
ګله داهم عجيبه نه ښکاري چې يو مذهب دې د بودايي دين په پراختيا سره د جنت او دوزخ له مفاهيمو پرته بيا هم بريالی وي او د يوه دين دنده ترسره کولی شي ؟
ګل :
ولې ؟ که فکر کوۍ چې له خوف او رجا يا ويرې او اميد پرته يو دين خپله دنده نشي تر سره کولي او د رجأ لوېه بڼه د جنت هيله او د خوف ستره بڼه ددوزخ ويره ده ؟
صنوبر :
زما پر اند هر مفهوم که دجنت او دوزخ وي او که د خوف او رجا، هغه به په تاريخي ډول انکشاف موندلی وي ،
نو که د بودا په ښوونه کې د جنت او دوزخ مفهومونو بشپړ شوي نه وو، نو په ابتدايي شکل به ارومرو په مضمر ډول موجود وو. د ساري په توګه هغه څوک چې په دنيا کې بد کوي او له زور او ظلم څخه کاراخلي، تر مرګ وروسته يې روح ژر بيرته حلول مومي او دنيا ته راستنيږي، د بدوعملونو په صورت کې د سپي يا بل ژوي په بڼه ، نو همدغه يې دزخي ژوند شو ، خو که هغه ښه سړی وي د ښه سړيتوب او تقوا په اندازه يې روح په هغه دنيا کې پاتې کيږي او ډيره موده ورسته بيرته دنياته راځي . مطلب داچې په دومره اوږده موده کې ددنيا پرمخ ژوندهم هر اړخيزه تکامل مومي، نو چې څومره يو ښه سړی وروسته زوکړه کوي هومره په دنيا کې د بل ښه ژوند سره مخامخ کيږي. پخپله د بودا په هکله مې اورېدلي چې زوکړې ته يې ٥٠٠ کاله نور هم پاتې دي . که هغه په هند يا نيپال کې هم بيرته وزيږيږي ٥٠٠ کاله وروسته به د ژوند شرايط دومره پرمخ تللي وي چې دبودا دتير ژوندانه د وخت په پرتله به جنت ته ورته بريښي . کيدای شي همدغه متکامل حالت ددنيوي ژوندانه د ښو خلکو له پاره جنت وي چې له اوږدې اوږدې مودې له سلګونو، زرګو نو او ان لسګونو زروکالو دورې وهلو وروسته ورته خدای بښلی روح بيرته راګرځي !
د حيواناتو په شکل د ظالم سړي بيرته پيدا کيدل خو په اسلام کې په دې ډول شته چې د قيامت په ورځ ګناهکاران په خپله اصلي څيره هم نه پيدا کيږي ، بلکې د سپي ، بيزو يا پيشو په شکل پيدا کيږي . د اسلام له نظره دغه سپي يا ژوي دوزخيان دي ، اود بوديزم د له نظره بيا ورته دوزخيان سپي يا ژوي دي ، نو فرق يې ډېرلږ بريښي اودغه حالت په بوديزم کې يواځې د جنت او دوز خ پر نامه تبارز نه دی موندلی . له بوديزم څخه مخکې عقايدو کې ﻻ ځمکه او اسمان هم سره نه و بيل شوي . جنت او دوزخ خو ﻻ څکی څکی . په همدې وحدت کې ښايي د مرګ او ژوند ، دوزخ او جنت تر منځ وحدت هم د دايمي ژوند د بيلابيلو دورو او دورانونو په توګه تصور شوي وي چې يو دبل پسې لکه د (ژوند) ديوۀ ارټ منګوټي راډکيږي او تشيږي والسلام .



ع کريم حليمي
27.05.2006

ملاخېل :
ګل ملا داهم عجيبه نه ښکاري چې يو مذهب دې د بودايي دين په پراختيا سره د جنت او دوزخ له مفاهيمو پرته بيا هم بريالی وي او د يوه دين دنده ترسره کولی شي ؟

هو ! چه د سفهاوو کمی نه وي نو طبعا د دين دنده تر سره کولی سي !
اما که د سفهاوو کمی سوو نو بيا د بودا دين نمو نه کوي او نه جهان ګيره کيږي 
او بريالي کېده نه وي په يو عالم انتراو منتر سره دين ساتي !
بو دا په خپلو اصلو کښي جنت نه وو 
کله چه د حضرت عيسی عليه السلام د جنت او دوږخ اوازې هند ته ورسيدي 
نو بيا يي داسي وضع اختيار کړه چه :
د هند په شمال کښي يي د حضرت عيسی عليه السلام د جنت عقيده کاپي کړه  د  حضرت عيسی عليه السلام  څخه ٢٠٠ وه کاله
ورسته 
يو نوم جوړ کړي چه  nirvana خالصه مځکه يا Pure Land (جنت ) او په کثرت ئې جنت ومنلۍ

اوپه  تبلغ يي شروع وکړه ! کوښښ و کړۍ چه په دوهم ژوندکښي  monk (راهِب )
او ملايان سي نو بيا خالصي مځکي ته ځۍ ٠ 
Anyone who enters the Pure Land may stay there forever
ملاخېله !
 بودا د حلول په عقيده وو او دا نوي بلاوي يي  بيا Pure Land
ته څه نظر لرې ؟ طرف معلومه وه ! 

هغه وخت چه کرشجنيانو بايبل جوړه ولۍ يا ليکلي ٠ په بايبل کښي يي وليکل 
چه ښځه د شيطان له نسله ده ٠ خوکله چه د اسلام مبين دين ٠ چه د ښځو په باب 
لوړ ارشادات و فرمايل نو کرشچنيانو دا جمله  له بايبله خارج کړه ٠ 
اما بدبختانه بيا هم د خلګو په خلو کښي بيا هم سته چه
 " چه ښځه د شيطان له نسله ده "
 ټوله اديان کوښښ کوي چه خپلي عقيدې  update او عصري کړي نو بيا 
دين دنده ترسره کولی شي  
په مقابل کښي اسلام به تر يوم القيامه پوري  يو عصري دين  وي 
د اسلام دين دۍ چه هره انساني ټولنه نن او سبا تنظمه وي او عصري کوي يي !
په مستقم او غيري مستقم شکل 
 [/u]



28.05.2006

صنوبر : ګله مولو ي پر حقه وايي چې
[quote:b8365af03f]هو ! چه د سفهاوو کمی نه وي نو طبعا د دين دنده تر سره کولی سي !
اما که د سفهاوو کمی سوو نو بيا د بودا دين نمو نه کوي او نه جهان ګيره کيږي
او بريالي کېده نه وي په يو عالم انتراو منتر سره دين ساتي ! بو دا په خپلو اصلو کښي جنت نه وو کله چه د حضرت عيسی عليه السلام د جنت او دوږخ اوازې هند ته ورسيدي نو بيا يي داسي وضع اختيار کړه چه : [/quote:b8365af03f]، ځکه چې د اسلام له مبارک دين سره د نړۍ هيڅ دين سيالي نشي کولی او بوديزم خو بيا ډير ابتدايي مذهب دی ، خو ګله دا بايد هير نشي چې له جاپان هند او چين څخه نيولې تر افغانستانه (هډې او باميانو )پورې د دغه دين خپرېدل دوه ټکي په ګوته کوي :
١ ـ سوله يز کرکټر ، ٢ـ په سوله ييزه او داوطلبه توګه د ځمګې د نفوس ستره برخه دغه دين ته اوښتل .
دريمه خبره دا هم ده چې پر بوديزم پاتې هيوادونه په فکري کلتوري اوتخنيکي لحاظ اوس هم د اسلامي کلتور له هيوادونو څخه پرمخ تللي دي . نو د سفهاو کلمه يواځې په دې اړه ورته کارول صدق کوي چې اسلام يې نه دی منلی، خو د فکري، کلتوري، ټولنيز ، علمي او تخنيکي خواو څخه يې سفاهت تر اسلامي هيوادونو
زيات نه دی ، دا ولې ؟ دا ددوی توره نه بلکې د مسملنانو په تيره بيا عربي مسلمانانو خپل سفاهت دی، چې د سفاهت دوښمنه او جهالتدوښمنه دين ا سلام د لرلو سره سره دوی بيا هم په جهالت او سفاهت کې ښکيل او نښتي پاتې دي !
ګل :
يره صنوبره زه خو دې ټکي ته رسيدلی يم چې له دين څخه خلک ولې د وطن او خلکو ترقي او پرمختګ غواړي، دا خو د دين هډو کار نه دی ، دا له دين سره څه تړاو لري؟
صنوبر :
اوه ګله ، دا ته څه وايې (؟) ، آخر په سد يې که سد ( شعور) دې هم له ﻻسه ورکړی دی ؟ د زليخی کتاب دې خلاص کړ اوآخر په دې هم ونه پوهېدې چې ز ليخا اصلأ
يوه ښځه وه که نر ؟
تر بيا !



28.05.2006

صنوبر : ګله مولو ي صيب پر حقه وايي چې :
[quote:630299c676]هو ! چه د سفهاوو کمی نه وي نو طبعا د دين دنده تر سره کولی سي !
اما که د سفهاوو کمی سوو نو بيا د بودا دين نمو نه کوي او نه جهان ګيره کيږي
او بريالي کېده نه وي په يو عالم انتراو منتر سره دين ساتي ! بو دا په خپلو اصلو کښي جنت نه وو کله چه د حضرت عيسی عليه السلام د جنت او دوږخ اوازې هند ته ورسيدي نو بيا يي داسي وضع اختيار کړه چه : [/quote:630299c676]، ځکه چې د اسلام له مبارک دين سره د نړۍ هيڅ دين سيالي نشي کولی او بوديزم خو بيا ډير ابتدايي مذهب دی ، خو ګله دا بايد هير نشي چې له جاپان هند او چين څخه نيولې تر افغانستانه (هډې او باميانو )پورې د دغه دين خپرېدل دوه ټکي په ګوته کوي :
١ ـ سوله يز کرکټر ، ٢ـ په سوله ييزه او داوطلبه توګه د ځمګې د نفوس ستره برخه دغه دين ته اوښتل .
دريمه خبره دا هم ده چې پر بوديزم پاتې هيوادونه په فکري کلتوري اوتخنيکي لحاظ اوس هم د اسلامي کلتور له هيوادونو څخه پرمخ تللي دي . نو د سفهاو کلمه يواځې په دې اړه ورته کارول صدق کوي چې اسلام يې نه دی منلی، خو د فکري، کلتوري، ټولنيز ، علمي او تخنيکي خواو څخه يې سفاهت تر اسلامي هيوادونو
زيات نه دی ، دا ولې ؟ دا ددوی توره نه بلکې د مسملنانو په تيره بيا عربي مسلمانانو خپل سفاهت دی، چې د سفاهت دوښمنه او جهالتدوښمنه دين ا سلام د لرلو سره سره دوی بيا هم په جهالت او سفاهت کې ښکيل او نښتي پاتې دي !
ګل :
يره صنوبره زه خو دې ټکي ته رسيدلی يم چې له دين څخه خلک ولې د وطن او خلکو ترقي او پرمختګ غواړي، دا خو د دين هډو کار نه دی ، دا له دين سره څه تړاو لري؟
صنوبر :
اوه ګله ، دا ته څه وايې (؟) ، آخر په سد يې که سد ( شعور) دې هم له ﻻسه ورکړی دی ؟ د زليخی کتاب دې خلاص کړ اوآخر په دې هم ونه پوهېدې چې ز ليخا اصلأ يوه ښځه وه که نر ؟ تر بيا !



ع کريم حليمي
29.05.2006

دا ولې ؟ دا ددوی توره نه بلکې د مسملنانو په تيره بيا عربي مسلمانانو خپل سفاهت دی، چې د سفاهت دوښمنه او جهالتدوښمنه دين ا سلام د لرلو سره سره دوی بيا هم په جهالت او سفاهت کې ښکيل او نښتي پاتې دي !

صنوبره !
دا دين خو د عربو نه دۍ ، لکه د بودا دين يا د نصرانيانو دين 
بودايي دين معنی د بودا 
نصراني معنی د نصر د کلي د خلکو دين 
يوازي اسلام دين دی چه د نامه څخه ئې هم معلوميږي چه هيچا نه دۍ 

الله الصابير  دي ٠ دازموږ صبرګای وخت خلاصيږي
د صبر درختي په مراد پخيږي ٠ 
تلوار او عجله خو د انسان کار دي ٠ خدای ج بيا څه تلوار لري ؟ 
نه مري او نه يي وخت له لاسه وځي ٠ 
او دغه ئې اخيري او تکميل دين دي ، که په ١٥٠٠ کاله که د اسلام دين و مځکي 
مخ ونيسي ٠ نو اخري دين ئې نسو بللی ٠ 
هر څومره چه دين چابک خپور سي بيا نو لمنځه هم ځي ٠ 
د دې دين جد او جهد بايد تر قيامته شروع وي ٠ 
نه ئې وينې چه په دا ١٥٠٠ کاله کي ئې د بودا د دين کور ورخراب کړي 
بنګال، پاکستان ،٢٥ %هند، افغانستان ، اندونيزيا٠٠٠٠٠٠٠ 
ټوله اسلام سوه او لانوري اوبه هم کرار کرار تر لاندي کيږي ٠ 
تاسو حساب ورته کړۍ چه دا تر نن ورځي ئې تر بليون (١٠٠٠٠٠٠٠٠٠ )
خلګ د بودايي دين څخه   مسلمان سوه ٠ 
هر شئ چه لوړ خيژي طبعا به رالوېږي ٠ 
نو اسلام ترهغه وخته لوږيږي چه قيامت کيږي د رالوېدو ورځ ئې د قيامت ورځ 
ده  ٠ 
دا مسلمه خبره ده چه  مځکي خلک اکثره سفها دي ٠  اياداسي نده صنوبره 



01.06.2006

صنوبر :
ګله مطلب دادی چې هر دين دخپل نزول او خپرېدا په پير کې د ټولنې پرمختګ او ترقي غواړي، ستونزې او تضادونه حلوي ، نوی نظام رامنځته کوي چې د پراخه اجتماعي عدالت ژمنه کوي د بري پ صورت ګې نوي قوانين او شريعت پلی کوي ، سکون او پرشا تګ بری نه لري او يواځې پر مختګ ، آزادي او ترقي ده چې د هر
د ين تاريخي ځواک توانايي او برحقيت ورټاکي . که داسې نه وی، نو له يوه اسماني دين مثلأ موسی (ع) څخه وروسته د عيسی (ع) نوي دين ته څه اړتياوه، يواځې هغه ﻻسوهنې ، بدلونونه او تحريفات به يې ورته اصلاح کړی وای چې يهودي منحرفينو په تورات کې رامنځته کړي وو، نورې نوې ټاکنې او ښوونې به په انجيل اووروسته بيا په قر ان کې هم نه وې . يعنې که تورات او انجيل په سوچه شکل پاتې هم وای، د محمد (ص) دزمانې له پاره يې کفايت نه کاوه او قران به پر محمد (ص) نازليده ،څو اسلام بشپړ کړي . خو ګله په دې پوه شه چې بشپړ دين يا بشپړ اسلام څه معنی ؟
بشپړ دين دا معنی لري چې دتل له پاره مترقي دين وي، بشپړتيا او تکامل بايد رهبري کړي يا لږ تر لږه هغه بدرګه کړي او له اخلاقي رکود او انحرافاتو څخه بشر هم وژغوري !
ګل : او که هغه نور مترقي نه وي نو بيا ؟
صنوبر : د دوام حق له ﻻسه ورکوي او د زوال سره مخامخ کيږي !
ګل : ولې او څنګه ؟
صنوبر : ژوند خو پرمختګ کوي، پرمخ درومي هرڅه بشپړتيا اوپراختيا مومي او
وضعه ،مناسبات او کاراو فعاليتونه کمپلس او پيچلي کيږي ،نو يو پر ټپه وﻻړ دين ته په کې ځای او فونکسيون نه پاتې کيږي ، بي دندې بي فنکشنه دېن خو له خوځښت او پرمختګ څخه ګوښه پاتې کيږي، خو يو مترقي دين لکه اسلام چې په اصل او ماهيت کې دی، په پرمختګ کې برخه لرلی شي او د ټولنې پر بدلونونو خپل طلايي مهر او ټاپه لګولی شي په دې معنی چې د ټولنې اخلاق نور هم بشپړوي او پرمختګ ته لبيک وايي ! اخلاقي آزادي د اخلاقو نفې نه ، بلکې د اخلاقو بشپړتيا ته وايي! د اسلام اخلاقي او مترقي لوښه او ظرفيت بايد تر قيامته پورې پراختيا ولري نو ځکه به تر قيامته پورې دوام هم کو ي . د طالب اومعمولي ملا يانو تنګ نظري د اسلام د تر قۍ او دوام لوښه پخپله له منځه وړي او په داسې يو وچ کوتک يې بدلوي چې ګله يابه پخپله ماتيږي او يا به ددمسلمان هډوکي ورماتوي .اوله دې دواړه څخه يوه خبره هم د منلو نه ده .
ګل :
په دې توګه نو د ماليزيااو سينګاپور په څير هيوادونه چې هم اسلام او هم پرمختګ او ترقي دواړه په کې ليدل کيږي نمونه يي هيوادونه بللی شو؟
صنوبر :
نه ، هيڅکله نه ! هلته اسلام په پرمختګ کې کوانده برخه ه نه ده اخيستې ، خو د پرمختګ مخه يې هم نه ده نيولې . عربي هيوادونه چې د اسلام کلاسيک هيوادونه دي ، تر منځنيو پيړيو پورې يې اسلام په اجتماعي
پرمختک کې څپانده رول لوبولی و، نور بيا



ع کريم حليمي
02.06.2006

[quote:93efe14f6f]په دې توګه نو د ماليزيااو سينګاپور په څير هيوادونه چې هم اسلام او هم پرمختګ او ترقي دواړه په کې ليدل کيږي نمونه يي هيوادونه بللی شو؟ [/quote:93efe14f6f]
ګله شاباس ډېره ښه خبره دي وکړه 
خو دلته دايوه پوښتنه اړينه کڼم چه :
دا د پر مختګ د مقياس واحد چيشي دۍ ، او تاسو پر مختګ څرنګه وزن کوۍ
داتاسو د ترازو وزن صناعت او  اقتصاد دی او که اسماني اخلاق ؟؟؟ 



02.06.2006

ملاخيل :
ګله که ستا پوښتنه داوي چې [color=white:fa7efa3a27] دا د پر مختګ د مقياس واحد چيشي دۍ ، او پر مختګ څرنګه وزن کيږي ، يعنې سړی بايد د ترازو وزن صناعت او اقتصاد وګڼي او که اسماني اخلاق ؟؟؟ [/color:fa7efa3a27] نو همدومره ويلې شم چې اسماني اخلاق هم له يوه اسماني دين څخه بل اسماني دين ته بشپړتيا موندلې ده او په وروستي اسماني دين اسلام کې يې بيا تر ټولو زياته بشپړتيا موندلې ده. البته کله چې بشري ټولنه نسبتأ ساده اوورسته پاتې وه ، نو داسماني اديانو غوښتنې او مسايل ډير ، زيات اړخيزه او پيچلي نه و، خو وروسته د اسلام پ دوره کې بيا اسماني اخلاق زيات بشپړ شول ، داځکه چې په دغه دوره کې ټولنيز ژوند ترپخوا زيات پرمختګ کړی و ، کاوه يې او ﻻ وبه يې کړي .
ملا : زه دا پوښتنه اړينه ګڼم چې : [color=white:fa7efa3a27]دا د پر مختګ د مقياس واحد چيشي دۍ ، او تاسو پر مختګ څرنګه وزن کوۍ داتاسو د ترازو وزن صناعت او اقتصاد دی او که اسماني اخلاق ؟؟؟ [/color:fa7efa3a27]
ملاخيل :
شابسې په دې پوښتنه ، په اند مو برکت شه ! تاسو وګورئ ، مونږ نشو منلی چې اسلام دې لومړی او موسوي دين (يهوديزم) دې په پا کې يو دبل پر ځای کټمټ په خپله بڼه راغلی وای، ولې (؟) ،ځکه چې هغه وخت به چا نه د قران ارشادات درک کولی شول اونه به ﻻ هغه ستونزې چې قران حل کړې ،مطرح وې، او دغه راز به تورات د اوسنې زمانې له پاره بسيا نه کوله او له انجيل نه وروسته به بالکل به بي ګټې پاتې شوی و. نو ګله وروره ستا له دې خبرې څخه دوه نتيجې اخلو:
لومړۍ نتيجه :
داچې ا خلاقي غوښتنې او دهغې پوره کول تاريخي ځانګړتيا او کرکټر لري . د ادم (ع) په وخت کې دخپلې خور سره ازدواج پر اخلاقو برابر کار و، ځکه چې تاريخي ضرورت و، د خصوصي ملکيت څخه مخکې غلا او له غلا څخه د پرهيز کولواخلاق چا نه پيژندل ، نو سزا به يې (لکه د ﻻس پريکول به ) څنګه منځ ته راغلې وای ؟
دو همه نتيجه :
اسلامي اخلاق نور ه پراختيا او غوړېدا موندلی شي او تر قيامته پورې د مادي اقتصادي او کلتوري پرمختګ له پاره بسنه کوي ،نه پر يو منجمد شکل ، بلکې
پرمختګ به په نوی تغير او تکامل سره بدرګه کوي . په دې ډول چې اوامرو او نواهيو ته به بدلون نه ورکوي، خو د پلي کولو بڼه او توګه به يې تل بدلون مومي .
سر بيره پردي به په قران کې نوې نوې خواوې او ارشادات رابرڅيره کيږي چې د ژوند نوي اړخونه به روښانه کوي .

[color=red:fa7efa3a27]نتيجه داشوه او په دې باندې ډير سوچ پکار دی چې :
[/color:fa7efa3a27][color=blue:fa7efa3a27]له اقتصاد [/color:fa7efa3a27][color=white:fa7efa3a27]، تخنيک او صنعت پرته پرمختګ او ترقي نشته، او له پرمختګ او ترقۍ پرته په کلي توګه آن د اسماني ـ په شمول اخلاق نشته ، مګر داچې سړی په جنت کې اوسيږي او بس .[/color:fa7efa3a27] هو! اخلاق د مړې خيټې پاړسي نه ده، خو د خيټو د مړولو له پاره ضروردي ، که د خپلې نه وي د نورو وږو خيټو د مړولو، ټولنيزې اسودګۍ، امن او امنيت او کلتوري پرمختګ غم خو په کې ضرور نغښتی وي . ايا همداسې نه ده ګله ؟ [/color]
ملا:
که داسې وي چې اديان هر يو خپل مشخص تاريخي کرکټر لري، ايا ويل یشئ چې
داسمان دينونو اخلا اق اوشريعت دکوم اجتماعي اقتصادي نظام غښتونکي وو؟
ايا اسلام دسرمايداري نظام پلوی کوي ؟

ملاخيل : نه دسرمايداري نظام غوښتنه هيڅ اسماني دين نه ده کړې ، اسماني اديانو هغ صرف زغملی او زغمي يې ، پخپله د هغوی ګټه فوډالي ټولنې ته رسيدلې او ددغې ټولنې حقوقي اوعدلي سيستم پر مذهب وﻻړ دی . له همدې کبله د ذهبونو سازش له سرمايدارۍ سره هم چندان خاصه ګټه نه ده رسولې خو غير سازس اومقاومت يې هم د ماتېخوړلو سبب شوی دی .



ع کريم حليمي
04.06.2006

صنوبره او ګله !
[quote:78593da7b1]نتيجه داشوه او په دې باندې ډير سوچ پکار دی چې :
له اقتصاد ، تخنيک او صنعت پرته پرمختګ او ترقي نشته، او له پرمختګ او ترقۍ پرته په کلي توګه آن د اسماني ـ په شمول اخلاق نشته ، مګر داچې سړی په جنت کې اوسيږي او بس [/quote:78593da7b1]

نه نه ! داخو بېخي د اسلامي ،يهودي ، بودايي اصولو وتلې خبره ده 
دغه درې کاڼي په ترازو کښي کښېږده او د حيات هرڅه په و تله او تول کړه 
١ -د خدای په حضور کښي د خپل عبوديت اظهار او د هغه په احکامو عمل کول 
٢ - د بندګانو سره په ګډو چارو او معاملو کښي د خدای د قانون پابندي 
٣ - د بندګانو سره په مينه او الفت او نيکي ښه سلوک کول 

دغه درې کاڼي دي چه تلل په کيږي او د جنت لاره په هواريږي 
هر څه چه دغه ترازوحساس کيږي زه ئې اصلي پر مختګ بولم 
چه د سارايانو څخه رانيولې بيا د امريکا او متمدنو او زياتو متمدينو قومو 
پوري د پورته درو کاڼو په تعليمونو او هداياتو اخته دي 
دا جنګي طيارې او ټانکونه ، اټوم بمونه ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او بې ويره تليفون 
کومه ګټه رسولې د انسان و دوهم ژوند ته ؟؟؟؟؟؟ 

که تخنيکي پر مختګ نه وو نو اسماني اخلاق نسته ؟؟؟؟؟ 
يعني له ابراهيم ع  رانيولې بيا تر ١٨ مي پېړۍ پوري چا اخلاق نه درلوده ؟؟؟ 
با اخلاقه انسان جنتي وي ( أُولئِکَ هُمُ الْوَارِثُونَ ﴿ 10 ﴾)او هم دا راز  الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿ 11 ﴾
او صاحب د ډېرو طيارو او موټرانو  ، يا طياره اوموټر  جوړونکي
سره خو کومه وعده نسته نه په اسلام کښي اونه په کوم بل دين کښي 
چه دوی  دي يَرِثُونَ د الْفِرْدَوْسَ 
چه غلط فهمي پېښه نسي زه د تخنيکي پر مختګ مخالف نه يم
هره ټولنه بايد اخلاقي پر مځتګ ته اوليت ورکي او په دوهم قدم کښي 
نو بيا د ټولني ضرورت ته وګوري چه څه غواړي او يا پخپله 
ټولنه څه کوي يا جوړه وي 



05.06.2006

ګل :
نه نه ، داسې نه ده چې له تخنيک پرته اخلاق نشته.
١ -د خدای په حضور کښي د خپل عبوديت اظهار او د هغه په احکامو عمل کول
٢ - د بندګانو سره په ګډو چارو او معاملو کښي د خدای د قانون پابندي
٣ - د بندګانو سره په مينه او الفت او نيکي ښه سلوک کول
دغه درې کاڼي دي چه تلل په کيږي او د جنت لاره په هواريږي هر څه چه دغه ترازوحساس کيږي زه ئې اصلي پر مختګ بولم .
صنوبر :
په دې دريواړو بيلګو کې هېڅ شک او ترديد نشته !
اوله ګڼه فردي بريښي ، که دين په اوله ګڼه ختمېدای، نوظاهرأ به دين له ټولنې سره کار نه درلود او د نورو په وړاندې به يې مسئوليت هم نه پيژنده. خو آن همدا اوله ګڼه هم دوه برخې لري، په دوهمه برخه کې[color=white:28883ed78e] د خدای پر احکامو عمل [/color:28883ed78e] يواځې فردي چارې نه دي او ټولنيزې چارې په شرعي احکامو کې ﻻ زياتې شاملې دي .
او دوهمه او دريمه ګڼه خو مستقيمأ د بنده ګانو ، د هغوی د ګډ کار او اقتصاد اډانه ده، چې تخنيک او ساينس وروسته ورداخل شوی او د کار وبار او اقتصاد جز ګرځيدلی دی .نو د اسلامي اخلاقوهدف دومره اخروي جنت نه، بلکې پر دنيا د خدای (ج) رضأ ګټل دي او د هغه رضا په اجتماعي سوله، اسوده ګۍ او اقتصادي پرمختګ کې ده . له دې کبله الله تعالی فرمايي چې د دين په احکامو کې ستاسې اخروي او دنيوي فلاح او ګټې دواړه خوندي کيږي !
ګل :
له اقتصاد نه دې مطلب صرف پيسې ګټل او د ځان مړول دي که نه ؟
صنوبر:
نه !نه! نه !، او مړيدل هم د ټولو مړيدل دي، خو ځان په کې لومړی او تر ټولو مخکې شامل دی :
اقتصاد اصلأ کار وبار او ژوندکولو ته وايي . اوس ته راته ووايه چې کوم ديني
اخلاق شته چې کاروبار او د ژوندانه له فعاليت سره سروکار ونه لري ، او تخنيک د کار وسيلې کارول دي ، نو کوم کار دی چې د کار وسيلې ته اړتيا نه لري، که سړی يو بار هم په خره يا اوښ وړي نو اوښ يا خر يې وسيله ده،هغه لښته يا چوکه چې خر پرې وهې يا د قلبې غويی پرې چوکه کوې هغه هم تخنيک دی ! کله چې آدم او حوا د انځر په پاڼو خپل عورتونه پټ کړل د لومړي ځل له پاره يې له تخنيک څخه کار واخيست اوهغه يو اقتصادي عمل هم و. والسلام .



09.06.2006

ملا :
لنډه داچې اقتصاد دکار سره او کار دتخيک سره تړلی دی، اواخلاق ؟ اخلاق د څشي سره تړلي دي ؟ ايا احلاق له کار تخنيک او اقتصاد سره تړاو لري؟
ملاخېل:
هو، بالکل زيات او بالکل مستقيم ! او زه به ووايم چې له کار، اقتصاد او په دې ډول تخنيک پرته اخلاق امکان هم نه لري ، نۀ پدې معنی يواځې، چې له کار پرته ژوند نشته او چې ژوند نه وي نو اخلاق به څوک څه کاندي ، بلکې په دې معني چې اخلاقوته اړتيا اول دکاراو اقتصاد په بهير کې منځته راغلی او دهغوی د تکامل پر وزرونو يې حرکت کړی دی.. خو بايد ووايم چې بداخلاقي هم پدې بهير کې ممکنه شوه اوداخلاقو له نفې څخه پيدا شوه. ترڅو چې ځانګړي اخلاق نه و رامنځته شوي طبعأ بداخلاقي يا د اخلاقو پيمالول هم چا نه پيژندل .
ملا :
ملاخېله عجيبه خبره دې وکړه ، که په جنت کی د مثآل په توګه ځانګړي اخلاق د يو بشپړ سيستم په ډول نه وي، نو بداخلاقي به هم له همدې کبله هلته نه وي ، که څنګه ؟
ملاخيل :
هو ، نو ځکه خو ددې له پاره چې آدم پر يوه (( بد اخلاقۍ)) مرتکب شي ، دمخه ورته يو اخلاقي نورم و ټاکل شو و، چې هغه (( ﻻ تقربا هذه اشجره )) يا د غنم دانې له خوړلو څخه ځان ساتل و. که دغه اخلاق ترې هم نه وای غوښتل شوې، نو پر بدپرهيزۍ يا غنم دانې په خوړلو به ګرم نه ګڼل کيدۀ او له جنته به نه ويسل کيدۀ !
اخلاق اکثره دنهې اومنعې مراعاتول دي ، يو ډول پرهيز اومحدوديت منل دي .
ملا :
ملاخيله داخو عجيبه عجيبه خبرې اورم ، ته راته وايې چې په جنت کې ګواکې محدوديتونه او ممانعتونه نشته، نو ځکه اخلاق او بداخلاقي هم په کې نشته ، يا اخلاقي غوښتنې ډيرې کمې دي ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more