اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
larghonay laraway
17.07.2012
السلام عليکم!
ډېر په زړه پورې بحث وشو الله جل جلاله دې حذيفه، وزيري، پيروز، هڅاند، اکرم ، حليمي او نورو ټولو ليکونکو او لوستونکو ته اجر ورکړي.
اوس رښتيا هم سالم عقل او شعور لرونکی انسان پرېکړه کولی شي چې په وحې پسې ځي او که په تاويلو ماويلو پسې! (خذ ماصفا و دع ماکدر)
ولې ځينې پوښتنې ناحل پاتې شوې چې هغه به په همدې فورم کې په ځانګړې توګه مطرح کړ. ځکه چې دلته بيا لوستونکي ته د دومره اوږده بحث لوستل درانه تمامېږي!
وزيري صيب ميړانه وښوده او خپله خبره يې وکړه چې همدغه يې دلايل وو نور دې ليدونکي قضاوت وکړي! چې دا ډېره په زړه پورې خبره ده
خو حذيفه؟
پرېږدو به يې نه ځکه چې په ديني بحث کې يې د اوسنيو سياسيونو په څېر سياسي معامله وکړه او دا ورسره نه منو!
د فقهې په اړه نوي بحث ته راشئ
hewad
23.07.2012
اسلام اعليکم
ښاغلی حذيفه يو څو پوښتنې پۀ همدې تړاو لرم هيله ده معلومات راکړئ٠
1- فرض خو هغه څۀ دي چې الله سبحان تعالی يې د کړلو امر کړی وي٠ د ږيري پرېښولو امر پۀ قران شريف کې راغلی دی؟ کۀ يواځې محمد رسول الله يې د پرېښولو امر کړی وي نو بيا ولې سنت نۀ ده؟
2- هغۀ څوک چې ږېره خريي او هغۀ څوک چې ږېره تر يوې قبضې اوږده شي بيا يې بياتي کوي تر منځ څۀ توپير شته کۀ دواړه يو ډول ګناهکاران دي؟
د فرض، واجب او سنت پۀ اړه هم کۀ يو څۀ معلومات راکړئ٠
پۀ درنښت
حذيفه
23.07.2012
فرض صرف دې ته نه وايي چي په قران کي ذکر سوي وي ځکه ډېر داسي شان سته چي په قران کي نه سته خو فرض دي ، لکه په لمانځه کي اخیره ناسته .
فرض هغه دي چي الله او یا هم رسول يې په شريعت کي لازمي کړي وي خو سنت بیا هغه دي چي رسول الله کړي وي البته همیشتوب يې نه وي پر کړی او یا يې هم ترغیب ورکړی وي ، لکه تر لمنځونو مخکي سنن ، دا دواړه د دين برخې دي او که يې له دې څوک انکار وکړي نو بې شکه کافر دئ .
د ږېره خرېونکی او قبضه کونکی تر منځ توپير سته مګر په هغه وخت کي که قبضه کونکي د خپل اجتهاد په مټ ږيره قبضه کوله او که څوک د بل چا د پيروي له امله داسي کوي نو بیا يې توپير نه سته .
ځکه دې کس ته ښه معلومه سوه او دلائل يې هم ورته روښانه سول خو بیا هم پر خپل دريځ ولاړ دئ او ترې نه تېرېږي نو له دې امله چي حق ورته روښانه سو او دی يې منلو ته تیار نه دئ او بیا هم هم هغه عمل کوي چي شريعت ترې منعه کړې ده نو له دې امله يې توپير نه سته .
pattang
23.07.2012
انډيوالانوتاسو ټول سياسي ملايان ياست ، ستا سو په ديني توپولوګي ولاکه
زما سر خلا سيږي او نه ولاکه مونږ اميان پرې پوه شو !
مخکې به مو په کلي کې يو اخند ملا صاحب په جمات کې لاره او په کام کې به
چېرې ،چېرې يو مولوي صيب له څو طالبانو سره وو، دوی به د اسې مسئلې په ساده
پښتو کولې چې مونږ ټول به پرې پو هېدو ! کله به چې کورته راغلو خپل کړي
اعمال به مو له ځان سره په مغزو کې تکرار کړل او دتجاوز په سبات کې به درې
ورځې ډوډۍ خوند نه راکوله !
نن وروره دومره عربي استعماليږي چې ولاکه زمونږ اميانو هيڅ سر پرې
خلاصيږي ٠
الله دې زمونږ حنفي مذهب نه سياسي کوي او له سياسته يې وساتې !
دهغه وخت د جوماتونو او اخندانو شاګردان دادي :
سيدجمال الدين افغان, خوشال خان ، پير روښان ، حمزه صيب ,....، هاشم ميوندوال
, موسی شفيق ، عبدالحی حبيبي ، ګل پاچاالفت ، رشادصيب ، عبدالهی حبيبي,
قيام الدين خادم ....نور ډېر تر خوار پتنګه پورې!
زه خو لا په ډېرو ګناهو کې بند دهغوی ځای ته نشم رسېدی خو ځان مې پردې ياد که
چې زه هم دجومات شاګرد يم اوپه دغې نوې توپولوګي نه پوهېږم !
حذيفه
23.07.2012
پتنګ خانه !
ته يې بیا له کومې خوا ډنګوې ؟ له هغو زړو ملایانو خو اوس خلک پنا غواړي ، هغوئ ول چي د اسلام سم تعبیر يې خلکو ته نسوای کولای نو ټول ترې خلقيان او پرچميان سول ، په هيڅ خبر نه ول او ترکی پرې کودتا وکړه ، ټول وخت يې منطق ويل خو په هغو هم اخیر نه پوهېدل ، د نړۍ له هره حالته يې ځانونه ناخبره اچولي ول چي دا يې له اسلامي ملت سره لویه جفا وه .
نو ته فکر کوې چي موږ هم هغه شان غوره کړو ؟ ولي په دې عصري دور کي موږ علماء د دې حق نه لرو چي له دې نويو وسائلو ګټه واخلو ؟ ته ولي په دې فکر يې ؟ ولي د اوس وخت دا سياسي او باشعوره علماء در ته بد ښکاري ؟
ته به اخیر له دې فکره تېرېږي ، موږ اوس هغه فکر نه لرو او نه يې اړتيا وينو.
اکرم
23.07.2012
حذ یفه صاحب ! ته دې ،دې خپلې لیکنې ته یو ځل بیا ځیر شه ! په خاصه هغو ټکو ته چې ما در ته په نښه کړي !!!
طلبه العلم ، او دینی علماء ډیر موا دب او درانه کسان دي ، دمشر او کشر ، احترام او شفقت یې تل په کړو وړو کې روښانه وي ، ته داسې وکړه چې اول دا دوه ټکی سم مشق کړه ،بیا که دځان دپوهاوی دپاره په دینی علومو کې بحث هم کوي ټول به دې په ورته توګه پوره درناوی کوي.
بغیر له هغې به تل د داسې لیکنو سره مخامخ وي لکه دا زما !!!
اوس دا آیت شریف ولوله ، او ماته هم دسمی لارې دهدایت یو ه وړکوټې دعا وکړه!
وَالَّذِينَ جَاءُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ [ سوره الحشر : الایه ﴿١٠﴾]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱-[color=darkred:8abf8fab05]پتنګ خانه ! [/color:8abf8fab05]
۲-[color=brown:8abf8fab05]ته يې بیا له کومې خوا ډنګوې ؟[/color:8abf8fab05]
۳-[color=darkred:8abf8fab05]له هغو زړو ملایانو خو اوس خلک پنا غواړي ،[/color:8abf8fab05] هغوئ ول چي د اسلام سم تعبیر يې خلکو ته نسوای کولای نو ټول ترې خلقيان او پرچميان سول ،
۴-[color=brown:8abf8fab05]په هيڅ خبر نه ول [/color:8abf8fab05]او ترکی پرې کودتا وکړه ، ټول وخت يې منطق ويل خو په هغو هم اخیر نه پوهېدل ، د نړۍ له هره حالته يې ځانونه ناخبره اچولي ول چي دا يې له اسلامي ملت سره لویه جفا وه .
نو ته فکر کوې چي موږ هم هغه شان غوره کړو ؟
۵-ولي په دې عصري دور کي[color=darkred:8abf8fab05] موږ علماء [/color:8abf8fab05]
د دې حق نه لرو چي له دې نويو وسائلو ګټه واخلو ؟ ته ولي په دې فکر يې ؟ ولي د اوس وخت دا سياسي او باشعوره علماء در ته بد ښکاري ؟
ته به اخیر له دې فکره تېرېږي ،
۶-[color=brown:8abf8fab05]موږ اوس هغه فکر نه لرو او نه يې اړتيا وينو.[/color:8abf8fab05]
pattang
23.07.2012
حذيفه صيب اسلام عليکم !
وروره حقيقت به سره وايو ، هغو زړوملايانو او طالبانو ته دې الله پاک اجرونه
ورکړي ! هغوی داسې په نس وږي په تن لوڅ وو چې د سيقات په پيسو به يې
دکالويوصابو ن او دشکنې لپاره پياز اخيستل ، که کوم خيرات به وشه نو توده
لنده ډوډۍ به يې هم کله کله په نصيب شوه ! نورې خبرې ، زه د ماديت رابطه دلته
له شعورسره دبحث موضع نه ګرزوم خو دومره درته وايم چې دافغانستان دبدبختي
سبب تېر کورني نظامونه ، دهغوی ړنده پاليسي او دهغوی لاسپوڅي روڼ اندي وو
چې دواړو يې خپل وخت په عيش تېراوو، نه هغه خوار ملا يان !
اکرم صيب د ډېروخبرو ته اشاره کړې خو انډيواله دغه جمله به دې :
((- [color=brown:53b010df66]موږ اوس هغه فکر نه لرو او نه يې اړتيا وينو [/color:53b010df66]. ))
يو ديني عالم څرنګه په خپلو هډو اخلي !
حذيفه
24.07.2012
اکرم صیب !
ستا تر یادولو وروسته هم خپله خبره کوم ، د تېري زمانې له ملایانو اوس هم هغه ترخه خاطره لرم ، ګوره ! د الله په ذات قسم کوم دې ملایانو که زموږ د سيمې خلکو ته هغه څه ورښودلي وي چي انسان په لومړي ځل پرې مسلمانېږي ، د غسل طریقه په سلو کي د ۹۰ کسانو نه ده زده ، د الله په ذات قسم د هديرې پر وخت يوکس تيمم واهی نو يوځل يې په خاورو استنجاء ووهله بیا يې خاورې پر پښو هم ومښلې .
دې ته وايي علماء ؟ دې ته وايي د دين مخکښان ؟ دې ته وايي ديني رهبران ؟
خلک په داسي وهي عقيدو تر اوسه هم اخته دي چي هندو او عیسايي يې هم نور نه لري ، مثلا : ځينو مخکينيو علماؤ ته عقيده لري چي هر څه اوري ، که بد ورته ووايې نو زيان در رسوي ، دا د فلانی نيکه غر دئ بوټي او ونې يې مه کوئ ځکه هغه خلکو ته ويلي چي له دې غره به دا شيان نه وړئ نو اوس که يې سړی يوسي هغه ورته راځي او وهي يې ، یا مار ورته راسي خوري يې او یا هم داسي نور .
دې ته وايي د دين خادمان ؟
په دې اوس وخت کي د امريکايانو عمليات ول نو عسکر يې له بوټونو سره مسجد ته ولاړل ، خلکو ويل دا خو کفار دي زموږ د محترمو ځايونو سپکاوی به خود کوي ، خو په الله قسم د تېر تحريک په زمانه کي د مسجد طالبانو مېلمستيا کړې وه هغه ټوکي يې په دننه مسجد کي سره وکړې چي سهار يې عوامو کیسې کولې او ډېر سخت ورته حیران ول چي طالبانو دارنګه بې ادبه ټوکي ولي کولې خو د مسجد ملا چي همغه پخوانی ملا دئ هيڅ هم نه دي ورته ويلي ، د کلي يو هلک چي په بازار کي يې لیسه ويله مازګر راغی په لڅ سر يې لمونځ وکړ د کلي همدې زاړه ملا ورته وويل : لمونځ دي نه صحيح کېږي ځکه سر دي لڅ وو .
دې ځوان ترې پوښتنه وکړه چي په کوم کتاب کي دي ؟
ملا په سبا جنګي طالبانو ته امر وکړچي دې هلک ما ته خبره په دې ډول راغبرګه کړه ، هغوئ ورغلل خو هلک يې ونه موند ، له دې ورځې هغه وتښتېد او له امريکايانو سره يې د ترجمن په حیث کار پيل کړ .
د دې هلک بې لاري کول هم د دې پخواني عالم له لاسه ول ، دومره ترخې خاطرې ځيني لرم چي په ويلو يې کتاب ليکل کېږي .
يوه به بله هم درته وکړم ، زما پلار ما ته وويل : زویه ! پيش ډېر ښه طالبان ول ، ما ورته وويل : ولي بابا؟ ويلي يې : له ملا سره به يې په مسجد کي اوازونه ويل تال به يې ټکاوی او فلاني ملا وفلاني طالب ته ويل : یاره ! چي دا لاس لوړ کړي (د تال ټکولو لپاره) نو زه يې وينم چي تر عرشه پوري رسېږي .
اکرم صیب !
اوس ته ووايه !
دا ښه کارونه ول ؟ دوئ د ديني رهبرانو په جامه کي دا چارې ولي کولې؟
ايا دا د دې مسجد ، د دې خلکو ، د هغو کتابونو چي په دې مسجد کي به ول د ټولو بې عزتي نه وه ؟
داسي کسانو ته زه اوس څرنګه ووايم چي ولا ښه خلک ول ؟
نه يې خپل دين کاوی ، نه يې خلکو ته رسولی دئ ،دا يې لا هم کړی چي هغه څوک يې ښه بد نام کړي دي چي څوک دين ته خدمت کول غواړي ، زه تل وايم الله يا هدايت ورته وکړې او يا يې ژر له سيمې ولکه ختمه کړې .
ګوره ! زما خبرې لیږ ترخې دي خو د الله په ذات قسم کوم که يوه هم دروغ وي ټولي رښتيا دي .
تر دې هم بدې سته خو زه به پر دې يادو بسنه وکړم .
اوس ته مشوره راکړه چي له دې سره زه څه وکړم ؟ تاته خو دعا کوم الله دي له موږ سره بریالی کړه ! البته دې خلکو ته مي زياته غوسه راځي .
خیریوسی
24.07.2012
حذیفه صاحب خدای دی روژې تلاوت تراویح دالله په دربار کی قبولی کړه سره دټولو مسلمانانو
وروره کوم شیان چي تاسو لیکلی هغه ملایان ګرم نه وه ، بلکی خلګ ګرم وه، نه یی خپله تعلیم کوی اونه یی په اولاد
پاته سوه دتالی خبره تر تالی یی قربان سم په میاشت کی به یی یوه شپه تالی وهل ؟ اولیا وه اولیا
اوس څه کوی چي په جوماعت کي خلګ پر لمانځه ولاړ وی بدله به په ټول جماعت واوری
میری پینی کا شوق نهی ، پیتاهو غم بولانی کو.......
لمونځ به دبوټو سره کوی که ورته ووایی چي لمونځ او بو ټونه وایی رسول کریم صلی علیه وسلم کړی دی داسی نوډیر ........
-
pattang
24.07.2012
حذيفه صيب سلامونه !
وروره خپه کېږې به نه!
که ته دخپله لهجه لږ څه نوره (0,1%) تونده او چپې خواته بوزې نو ماته هغه
دخلقيانو دمريدانو اول وختونه را په ياد شول چې په ملايانو پسې به يې ورو،
ورو، ر ا اخيستې وه !
او که اياتو او حديثو ته دې ګورم نو مې نجيب الله پتلا خېل احمدزی را په ياد شي
چې سره لدې چې هغه د کمونيستي پارټۍ د غړي کېدو په مانيفېست قسم خوړلی
وو خو د عواموخلکو په مخ کې به يې حديث ، وېلې ، قران شريف به يې په لاس کې
وواو په ناولي ځان به يې لمونځ هم کاوو !
زه معذرت درنه غواړم او ستا شخصيت له هغو سره نه برابروم خو که ستا الفاظ
دهغوی د الفاظو او خبرو سره په يوه مستوي کې واچوم نو ډېرې ګډې دتقاطع
نقطې سره لري او معادله ترې جوړېږي !
زمونږ خوار او مسکين ملايان په هغه خوار اقتصادي سيستم ، تنبل بې کار ه
سياسي سيستم کې اوسېدل !
اوس ګوره ملايان مو په نيويار کې روزل کېږي !
حذيفه صيب ته دا اوس جنګي طالبان څرنګه بولې ?
hewad
26.07.2012
اسلام عليکم
`1-ښاغلی حذيفه هغه فرضيات چې پۀ قران کې نۀ دي راغلي پۀ اړه يې صحيح احاديث شته چې د هغو پۀ فرضوالي دلالت وکړي؟کۀ وي تاسو بۀ يې رانقل کړئ٠ هيله ده چې معنی هم وليکئ٠او کۀ نۀ وي تاسو د يو شي فرضوالی څۀ ډول معلوموئ؟
د بېلګې پۀ توګه داسې حديث شته چې د ږېري پرېښول يې فرض ګڼلي وي؟
2- تاسو وايئ چې ږېره بايد ايله شي٠ يانې هېڅ اصلاح نشي؟
3- اجتهاد څۀ ته وايي؟ هر څوک کولی شي چې مجتهد شي او کۀ شرطونه لري؟
حذيفه
26.07.2012
وروره !
په حدیثو کي د ږيرې په ايله کولو مطلق امر شوی دئ او دا بل لوری يې هيڅ ثبوت نه لري ، له دې امله ويلای سو چي ږيره فرض ده او په حدیثو يا هم په قران کي چي مطلق امر راسي نو وجوب فايده کوي .
او دا بله پوښتنه مي ستاسو له ملګري کړې ده هلته يې وګوره چي هغه څه پر وايي .
hewad
26.07.2012
اسلام عليکم
ښاغلی حذيفه
کۀ څۀ هم پوښتنو ته ګونګ ځواب وايئ بيا هم مننه٠
هيله ده چې پاتې پوښتنو ته هم ځواب ورکړئ تر څو زموږ معلومات زيات شي٠
پۀ درنښت
hewad
27.07.2012
اسلام عليکم
ښاغلی حذيفه
تاسو وايئ چې دين کې څۀ شی لازمي وي هغه فرض دي٠سنت د دين لازمي برخه ده او کنه؟
بل دا چې هغه شيان چې قران کې ندي راغلي د هغو فرضوالی حضرت محمد ښوولی کۀ علما دا پرېکړه کړېده ؟
پۀ درنښت
حذيفه
28.07.2012
ګرانه !
ته لکه چي له سره ليکنې نه تعقيبوې ؟
ما مخکي هم ويلي دي چي سنت د دين لازمي برخه ده او که يې څوک له دينيت څخه منکر سي نو هغه کافر دئ.
زه د وزیري په شان خبره نه کوم ، وايي وتر ظني دي ، په دې ځای کي ما څو ځله ترې پوښتنه وکړه چي که يې څوک له دې منکر شي چي دين نه دي نو څه حکم يې دئ؟
خو دی هر ځل په چالاکي ځان ترې خلاص کړي .
بله خبره دي دا کړې ده چي فرض رسول الله په حدیثو کي په ګوته کړي او علماؤ دا کار کړی دئ؟
ګرانه !
تر رسول الله وروسته څوک دا واک نه لري چي په دين کي يو شی فرض یا سنت کړي ، که څوک دا عقيده لري چي علماء همدا کار کولای سي او په دين کي له الله او رسول پر ته دوئ هم د حرمت او حلت ، کموالی او زياتوالي ، يو شی دين بلل او نه بلل علماء کولای شي نو کافر دئ او په شريک کي يې د ابوجهل په شان شک هم نه سته .
دين مکمل سوی دئ او نور څوک واک نه لري چي په دين کي نوی شیان دين وګرزوي او که يې څوک کوي نو بدعت کوي ، د الله رسول ترې منعه کړې ده او داسي عمل چي د وحې د تائيد ټاپه ورسره نه وي مردود بللی دئ .