اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
تاسو په څه نظر یاست؟
حذيفه
24.06.2012
د فورم ګډونوالو او لوستوالو سلامونه !
راسئ په دې اړه هم خپلو معلومات او استنباطات سره شريک کړو چي د ږيرې ايله کول او د برېتونو پر بېخ کوچني کول څه حکم لري ؟ تر کومه ځايه به برېت کوچني کېږي او د ږيرې مطلق ايله کول اړين دي که تر قبضه وتلې ږيره اخیستله کېږي ؟
د مسلم په يوه حدیث کي له رسول الله صلی الله علیه سلم څخه داسي منقول دي :
عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ أَحْفُوا الشَّوَارِبَ وَأَوْفُوا اللِّحَى ».مسلم کتاب الطهارة باب خصال الفطرة حدیث نمبر : ۶۲۵
ژباړه : ابن عمر رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : د مشرکينو مخالفت وکړئ برېتونه پوره کوچني کړئ او ږيرې پرېږدئ .
حمید هڅــاند
25.06.2012
حذیفه وروره، ښه خو به داوه چې تاسو هم خپل نظر پرې څرګند کړی وای. په هر حال، موږ به ستاسو ټولو ځوابونو ته منتظر شو.
درنښت
larghonay laraway
25.06.2012
السلام عليکم!
زما سره هم همدا پوښتنه ده چې ږيره خوسنت ده نو بيا مسلمانان ولې تر فرضو هم په سنتو ډېر ټينګار کوي؟
بله دا چې يوه ورځ مې له يوه اخواني ملا پوښتنه وکړه چې ږيره دې ولې مونډۍ ده؟
هغه وويل تر قبضې زياته ږيره پرې کول روا دي او قبضه له (قبض) څخه اخيستل شوې چې نيولو ته وايي نو زما ږيره هم د ګوتو په نوکونو نيول کېږي نو روا کار مې کړی دی تاسو څه نظر لرئ؟
مننه
لرغونی لاروی
حذيفه
26.06.2012
سلامونه !
هڅاند او لاروي صیب هيله ده روغ جوړ به یاست ، لاروي صیب ته په څه دلیل دا خبره کوې چي ږېره سنت ده ؟ په دې خبره به خپه کېږي نه ځکه مسئله بايد صحيح دلیل روښانه کړو څو خلک له څه شک پرته سمدستي پرې عمل شروع کړي ، که تاسو مهرباني وکړئ خپل دلیل مو هم راوړئ ډېره به ښه وي او که مو صرف دا خبره له نورو اورېدلې وي هم يې بايد يادونه وکړې تر څنګ يې د هغه دلیل وړاندي کړې ، اوس نه که ته ورسره موافق وې په پای کي به خپله رایه هم ورسره شريکه کړې او که نه وې ورسره موافق تنقيد به پرې وکړې او که دي له دې دو لارو يوه هم نه وه خوښه نو هسي پټه خوله به پاتې سې .
هڅاند صیب ستا خبرې ته مي په لومړي سر کي هم پام وو او اوس مي هم روته سته البته زه خپله رايه له کره دلائلو سره وروسته درته وړاندي کوم .
مننه ستاسو حذیفه
larghonay laraway
27.06.2012
السلام عليکم!
زه په دې اړه ډېر معلومات نه لرم خو د رسول الله صلی الله عليه والسلم له احاديثو ښکاري او بله دا چې ملايان هم وايي چې ږيره پرېښودل سنت دي. لکه همدا ستاسو رانقل شوی حديث چې زه يې دلته ستاسو له ليکنې کاپي کوم:
د مسلم په يوه حدیث کي له رسول الله صلی الله علیه سلم څخه داسي منقول دي :
عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ أَحْفُوا الشَّوَارِبَ وَأَوْفُوا اللِّحَى ».مسلم کتاب الطهارة باب خصال الفطرة حدیث نمبر : ۶۲۵
ژباړه : ابن عمر رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : د مشرکينو مخالفت وکړئ برېتونه پوره کوچني کړئ او ږيرې پرېږدئ .
ځينې خلک وايي ږيره واجب ده ځکه چې ټولو پيغمبرانو پرېښې ده او رسول الله صلی الله عليه والسلم هم پرې مواظبت کړی دی.
که تاسو ته کره دلايل معلوم وي زه پرې خوشاله کېږم
مننه
لرغونی لاروی
حمید هڅــاند
30.06.2012
[quote:a7b7107ce7]السلام عليکم!
زه په دې اړه ډېر معلومات نه لرم خو د رسول الله صلی الله عليه والسلم له احاديثو ښکاري او بله دا چې ملايان هم وايي چې ږيره پرېښودل سنت دي. لکه همدا ستاسو رانقل شوی حديث چې زه يې دلته ستاسو له ليکنې کاپي کوم:
د مسلم په يوه حدیث کي له رسول الله صلی الله علیه سلم څخه داسي منقول دي :
عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ أَحْفُوا الشَّوَارِبَ وَأَوْفُوا اللِّحَى ».مسلم کتاب الطهارة باب خصال الفطرة حدیث نمبر : ۶۲۵
ژباړه : ابن عمر رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : د مشرکينو مخالفت وکړئ برېتونه پوره کوچني کړئ او ږيرې پرېږدئ .
ځينې خلک وايي ږيره واجب ده ځکه چې ټولو پيغمبرانو پرېښې ده او رسول الله صلی الله عليه والسلم هم پرې مواظبت کړی دی.
که تاسو ته کره دلايل معلوم وي زه پرې خوشاله کېږم [/quote:a7b7107ce7]
حذیفه ورور او لاروي ورور ته تر سلامونو وروسته...
حذیفه وروره، ستاسو ځواب ته خو موږ منتظر یو خو زه له نورو دینپوهانو څخه هم غواړم چې په دې اړه مالومات وړاندي کړي په خآنګړې توګه محترم مومن مهاجر، کریم حلیمي، وزیري، محمد وصیل پیروز او رښتینی.
درنښت
وزیري
30.06.2012
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
عن ابن عمر قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم خالفوا المشرکین أوفروا اللحی واحفوا الشوارب وفی روایة انهکوا الشوارب واعفوا اللحی. (متفق علیه)
په دی حدیث شریف کی د ږیري غټولو او پریښودلو حکم شویده. علماء وصول وایی چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر د فرضیت او وجوب لپاره وي، لکه په المنار مع شرح نور الانوار صفحه ۲۳۰، التوضیح مع شرح التلویح صفحه ۱۵۳، اصول السرخسی صفحه ۱۵۸، اصول البزودی صفحه ۲۱، شرح المنار لابن مالک مع حواشی للرهاوی و عزی وابن الخطی صفحه ۱۲۰، الحسامی صفحه ۴۰ وغیره او علامه ابن حاجب جمال الدین په مختصر الاصول کی فرمائی: قال الجمهور الامر حقیقة فی الوجوب.
او شیخ ابن الهمام حنفی په (التحریر، صفحه ۱۲۹) کی فرمایی: صیغة الامر خاصة بالوجوب عند الجمهور، یعني د جمهورو علماؤ په نزد د امر صیغه د وجوب لپاره وی. او ددی په شرح کی چی التحبیر نومیږی په صفحه ۲۴۱ کی لیکی: و صححه ابن الحاجب والبیضاوی وقال الامام الرازی هو الحق والآمدی وامام الحرمین لمذهب الشافعی رحمة الله علیه وقیل انه الذی املاه الاشعری علی اصحابه.
نو معلومه شوه چی د ږیري پریښودل واجب دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر نه په ځای کول د واجبو تارک ده چی الله جل جلاله یی داسي بیانوي.
فلیحذر الذین یخالفون عن امره أن تصیبهم فتنة او یصیبهم عذاب الیم. (النور)
اوس راځم دیته چی ږیره باید څومره پریښودل شی.
نور بیا....
حمید هڅــاند
01.07.2012
وعلیکم سلام ورحمة الله وبرکاته
وزیری صیب ،زما سلامونه هم ومنئ.
یوه هیله لرم او هغه داچې، وړاندي تر دې چې د موضوع پاتې برخه هم پسې وغزوئ، ښه به وي چې حدیث شریف او ایت شریف ته یې پښتو ژباړه هم ولیکئ.
درنښت او مننه
وزیري
01.07.2012
هڅاند صاحب د حدیث ترجمه خو د حذیفه ورور په لیکنه کی شته ده او د آیت مبارک ترجمه په لاندي ډول سره ده.
پورته ذکر شوی آیت شریف د یو آیت برخه ده چی مکمل آیت داسی ده:
لا تجعلوا دعآءالرسول بینکم کدعآء بعضکم بعضا قد یعلم الله الذین یتسللون منکم لواذا فلیحذر الذین یخالفون عن امره أن تصیبهم فتنة او یصیبهم عذاب الیم. (النور)
ترجمه:
مه ګرځوئ (مه ګنئ ای مؤمنانو! بلنه) دعاء د رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپلو منځونو کی پشان د دعاء (بلنی) د ځینو د تاسی ځینو نورو ته (بلکه د رسول د بلنی اجابت ضرور وکړی). په تحقیق معلوم دی الله ته هغه کسان کښیږی او یو یو دوه دوه پټ د باندي وځی له تاسی په دی حال چی یو له بله ځان سره پنا کوی او وځی پس ودی ویریږی هغه کسان چی مخالفت کوی له امره (حکمه) د دغه (رسول ځما) له دی نه چی ورسیږی دوی ته څه فتنه (آفت په دنیا کی) یا ورسیږی دوی ته عذاب دردناک په آخرت کی.
مطلب دا چه:
د الله تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له احکامو څخه مخالفت کوونکی ته خوف او ویره په کار ده چی د دوی په زړونو د کفر او نفاق او د نورو فتنو جرړی د تل لپاره بیخ ونه نیسی او د هغه له امله د دنیا په کوم دردناک عذاب اخته او مبتلا نه شی.
والسلام
وزیري
01.07.2012
په تیر پسی...
د خبري یو اړخ داسی ده چی ږيره باید په خپل حال پريښودل شي . دا دجمهورو علماوو مذهب هم دى لکه په طرح التثريب ( 2/83) کي راځي:
الجمهور على أن الأولى ترك اللحية على حالها .
امام نووي هم د صحيح مسلم په شرحه کي ليکي: وَالْمُخْتَار تَرْك اللِّحْيَة عَلَى حَالهَا وَأَلَّا يَتَعَرَّضَ لَهَا بِتَقْصِيرِ شَيْء أَصْلًا. [ وګوره صحيح مع شرح النووي ١\١٢٩].
امام نووي فرمايي:
فَحَصَلَ خَمْس رِوَايَات : أَعْفُوا وَأَوْفُوا وَأَرْخُوا وَأَرْجُوا وَوَفِّرُوا ، وَمَعْنَاهَا كُلّهَا : تَرْكُهَا عَلَى حَالهَا . هَذَا هُوَ الظَّاهِر مِنْ الْحَدِيث الَّذِي تَقْتَضِيه أَلْفَاظه ، وَهُوَ الَّذِي قَالَهُ جَمَاعَة مِنْ أَصْحَابنَا وَغَيْرهمْ مِنْ الْعُلَمَاء .
يعني په احاديثو کي دږيري په هکله پنځه ډوله الفاظ راغلي ددي ټولو مقصددادى چي ږيري په خپل اصلي حالت پريږدئ ، د حديث ظاهر هم ددي تقاضا کوي، د ازموږ د شوافعو او نورو علماوو مذهب هم دى.[ وګوره: شرح النووي علي صحيح مسلم ١\١٢٩].
د رسول الله صلي الله عليه وسلم د ږيري په باره کی ډیر احادیث راغلي دی چی د ګنوالي او غټوالي نه خبري کوی خو زه به دلته صرف یو دانه راوړمه چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ږیري په غټ والي باندي دلیل: صحابه کرام فرمائي موږ به د رسول الله صلي الله عليه قرات د ماسپين او مازديګر په لمنځونوکي( له ورسته صف نه ) پدي پيژندل چي د هغه ږيره مبارکه به ښوريدله.
لکه په صحيح حديث کي راځي:
عَنْ أَبِى مَعْمَرٍ قَالَ قُلْنَا لِخَبَّابٍ أَكَانَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – يَقْرَأُ فِى الظُّهْرِ وَالْعَصْرِ قَالَ نَعَمْ . قُلْنَا بِمَ كُنْتُمْ تَعْرِفُونَ ذَاكَ قَالَ بِاضْطِرَابِ لِحْيَتِهِ .
[أخرجه البخاري وعبد الرزاق (2/105 ، رقم 2676) ، وابن أبى شيبة (1/318 ، رقم 3635) كنز العمال 22127 . ]
د رسول الله صلي الله عليه وسلم نه په هيڅ صحيح کي ندي ثابت چي هغه دي ږيره کمه کړي وي او يائي پدي امر کړى وي ، لکه علامه الباني رحمه الله ليکي: و اعلم أنه لم يثبت في حديث صحيح عن النبي صلى الله عليه وسلم الأخذ من اللحية , لا قولا , و لا فعلا.
وګوره: ” السلسلة الضعيفة و الموضوعة ” ( 5/375 ).
د خبري بل اړخ دا ده چی ږیره له یوي قبضی نه زیاته قیچی کول سنت دي. لکه:
علامه بدرالدین عینی حنفی په بنایه کی فرمایی: والقصر سنة فماذا علی قبضة قطعها (بنایه علی هامش هدایه، ۱۲۰ مطبع علیمی).
په دی باره کی هم کتابونه راسره شته ده خو چی خداي ته ښکاره وی داسی مریض یم چی مطالعه می له لاسه نه کیږی. که کوم بل ورور په دي باره کی مداخله وکړي نو ډیره به بهتره وی کنه بیا چی کله الله جل جلاله صحت راکه نو پاتي برخه به ولیکم.
والسلام
حمید هڅــاند
01.07.2012
الله پاک دي تاسو ته صحت درکړي وزیري صیب ( امین).
زه بیا خپله هیله په ډېر احترام تکراروم. زما په څېر، د ځینو ملګرو او ویونکو ممکن عربي نه وي زده، نو چې د خپلې هرې حوالې پښتو نچوړ هم ولیکئ، ښه به وي ترڅو موږ ښه و پوهېږو. که مخامخ ژباړه نه وي، پروا نه لري، یواځي مطلب او لنډیز لیکل یې هم کفایت کوي.
درنښت
وصيل پېروز
01.07.2012
سلامونه او ښې چارې
د ږيرې په اړه چي کوم احاديث راغلي په ټولو کي يې پر پرېښودلو امر شوی دئ او وايي چي معاف يې کړئ ، په دې اړه بېلابېل الفاظ راغلي چي ټول يې د ږيرې پر پرېښودلو او د برېتونو پر کوچني کولو دلالت کوي . له دې پرته هيڅ خبره ترې نه شي اخذ کېدلای او د ږېرې پرېښودل د يو مسلمان لپاره د همدې احاديثو له رويه ضروري خبره ده ځکه که له يوې خوا امر پرې شوی له بل لوري پرې سخت ټينګار هم شوی او په دې لړ کي داسي الفاظ نقل شوي چي د ږيرې پرېښودل ضروري کوي .
ځيني کسان وايي چي ږيره بايد پر يوه محدوده اندازه پرې شي مګر زما له معلوماتو سره سم دا خبره له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه کوم کره لاسوند نه لري ، ږيره بايد پر خپل حال پرېښودل شي يعني معاف کړای شي لکه په احاديثو کي چي ورته اشاره شوې ده .
[quote:d9f46dd8ed="وزیري"]
امام نووي فرمايي:
فَحَصَلَ خَمْس رِوَايَات : أَعْفُوا وَأَوْفُوا وَأَرْخُوا وَأَرْجُوا وَوَفِّرُوا ، وَمَعْنَاهَا كُلّهَا : تَرْكُهَا عَلَى حَالهَا . هَذَا هُوَ الظَّاهِر مِنْ الْحَدِيث الَّذِي تَقْتَضِيه أَلْفَاظه ، وَهُوَ الَّذِي قَالَهُ جَمَاعَة مِنْ أَصْحَابنَا وَغَيْرهمْ مِنْ الْعُلَمَاء .
يعني په احاديثو کي دږيري په هکله پنځه ډوله الفاظ راغلي ددي ټولو مقصددادى چي ږيري په خپل اصلي حالت پريږدئ ، د حديث ظاهر هم ددي تقاضا کوي، د ازموږ د شوافعو او نورو علماوو مذهب هم دى.[ وګوره: شرح النووي علي صحيح مسلم ١\١٢٩].
...
...
...
د رسول الله صلي الله عليه وسلم نه په هيڅ صحيح کي ندي ثابت چي هغه دي ږيره کمه کړي وي او يائي پدي امر کړى وي ، لکه علامه الباني رحمه الله ليکي: و اعلم أنه لم يثبت في حديث صحيح عن النبي صلى الله عليه وسلم الأخذ من اللحية , لا قولا , و لا فعلا.
وګوره: ” السلسلة الضعيفة و الموضوعة ” ( 5/375 ).
د خبري بل اړخ دا ده چی ږیره له یوي قبضی نه زیاته قیچی کول سنت دي. لکه:
علامه بدرالدین عینی حنفی په بنایه کی فرمایی: والقصر سنة فماذا علی قبضة قطعها (بنایه علی هامش هدایه، ۱۲۰ مطبع علیمی).
[/quote:d9f46dd8ed]
وزيري صيب ! تاسو خو د علماوو اقوال نقل کړل مګر هغه اوس په خپل منځ کي سره ټکر او تضاد لري نو حل يې څه شی شو؟.
په قرآن او حديث کي هيڅ ځای هم له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په صحيح ډول دا نه دي ثابت شوي چي ږيره بايد پر يوه مخصوص او محدود ځای پرې او غوڅه کړای شي بلکي د پرېښودلو ، معاف کېدلو او خوشي کېدلو الفاظ نقل شوي چي د علامه عيني له پورتنۍ خبرې ترديدوي او د علامه عيني له خوا چي د دې کار د سنتيت کومه فتوی ورکول شوې ايا کوم لاسوند ته یې هم اشاره کړې؟.
لطفا ! که يې کړې وي له موږ سره يې هم شريک کړئ!.
په لنډو دومره ويلای شو چي د ږيرې پرېښودل ضروري دي او بايد په بشپړ ډول خوشي شي په اسلام کي ورته کوم محدوده اندازه نه ده ټاکل شوې چي بايد پر دومره اندازه پرې شي .
ع کريم حليمي
02.07.2012
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
درنو او مکرمو وړونو ، محترم وزیری صاحب ، محترم حمید هڅــاند صاحب ، محترم لرغونی لاروی صاحب ، محترم وصيل پېروز صاحب ، خدای دي وکړي چه تاسو ټول جوړ او روغ اوسۍ
زموږ د خواږه نبي علیه السلام په مذهب (سنت) کښي اخلاق داسي دي چه هر فعل باید په ښه ښایسته او معروف شکل تر سره شي ، چه د کفارو سره مشابهت هم پېش نه شي .
وفروا اللحى ،وأعفوا اللحى : معنا دا چه ږیره پرېږدۍ ، دا وهغه چاته متوجه ده چه ږېري ئې وهلې او یا وهي ، او دا معنا نه چه د ږېري طول به و ۱۰ ډېسي متره ته پرېږدو
که ږیره پرېښودل شي او اوږدوالی ئې قبضه نه کړو ، تاسو پوهېږۍ ؟ چه د یوه ګږ۶۰ ته کلن سړي ږیره به څومره اوږده شي ؟
وكان ابن عمر إذا حج أو اعتمر قبض على لحيته فما فضل أخذه
هر کله چه به حضرت ابن عمر حج او عمرې ته تللی نو ږیره ئې په مټ کښي نیوله او تر مټ وتلی ئې وهل ، زما له پاره د ابن عمر مذهب د منلو وړ دی
درنښت
وزیري
02.07.2012
چون د مطالعي او لیکلو وس راکی نشته ترڅو زما د پورتني لیکني دا بل اړخ وړاندي کړم. خو د شخصی نظر په توګه د حلیمي صاحب خبره په ځای بولم او د ابن عمر رضی الله عنه مذهب زما هم ده.
والسلام
larghonay laraway
02.07.2012
السلام عليکم!
م وصيل فيروز صيب تاسو لیکلي دي: [quote:3c22b3a310]
په لنډو دومره ويلای شو چي د ږيرې پرېښودل ضروري دي او بايد په بشپړ ډول خوشي شي په اسلام کي ورته کوم محدوده اندازه نه ده ټاکل شوې چي بايد پر دومره اندازه پرې شي[/quote:3c22b3a310]
معلومه نه ده چې له ضروري نه ستاسو هدف (فرض، سنت، واجب) کوم يو دی. که معلومات لرئ او راته ووايئ چې ږيره سنت ده که واجب نو ښه به وي. بله دا چې ولې ځانته په زوره دين سختوو. د معاف او پرېښودو نه خو دا مفهوم هم اخيستل کېږي چې مه يې خريئ. د لنډې او اوږدې خبره په کې څومره ضرور ده؟
مننه
حذيفه
08.07.2012
د بحث ګډونوالو ملګرو سلامونه !
له پورته ذکر سوي حدیث څخه زما اجتهاد دا دئ چي د ږيرې پر خپل حال ايله کول واجب دي ، ځکه نو خو له دې الفاظو داسي څه را فهمېږي چي هغه دي د ږيرې پر کونډۍ کولو دلالت وکړي او نه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټول ژوند کي دا خبره ثابته سوېده چي هغه دي ږيره کونډۍ کوله ، نو چي نه د حدیث الفاظ پرې دې خبره دال دي او نه هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د دې عمل ثبوت لرو بیا ولي دا عمل خپله هم کوو او بل مسلمان هم دې ته هڅه وو ؟ ځيني خلک د ابن عمر رضی الله عنه خپل شخصي عمل د دلیل په توګه وړاندي کوي خو دا کوم قانع کوونکی او د اعتبار وړ دلیل ځکه نه سي کېدای چي يو خو دا د هغه رضی الله عنه خپل عمل دئ او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثبوت نه لري دويمه دا چي ابن عمر رضی الله عنه هم دا عمل ټول وخت نه کاوی بلکي د حج او عمرې په موسم کي يې د خپل اجتهاد موافق چي ګني د وېښتانو په لنډي کولو کي به دا ږيره هم داخله وي دا عمل کاوی ، نو تاسو يې ولي هر وخت کوئ ؟ دا خو د ابن عمر مذهب هم نه سو .
يوه بله خبره چي زياته مهمه ده هغه دا ده چي ابن عمر به تاسو ته دا نه وي ويلي چي په دې تګلاره کي زما پيروي وکړئ ؟ که يې ويلي وي نو دا قول يې چېري دئ؟ موږ هم پرې خبر کړئ! په داسي حال کي چي رسول الله په سختو ټکو امر کوي او خپلې پيروۍ ته خلک بولي نو په داسي وخت کي به موږ د رسول الله پيروي کوو که د ابن عمر ؟
که فرضا د ابن عمر مذهب عام سي او په هر وخت کي هغه دا عمل وکړي نو ايا د رسول الله عمل به د اتباع وړ وي که د ابن عمر ؟ هغه خلک چي د رسول الله د امر او سنتو په شتون کي د ابن عمر د ابتاع خبره کوي په دې اړه څه فکر کوي ؟ ايا هغوئ ته په دې خبره دا فکر نه پيدا کېږي چي دا به مو له رسول الله صلی الله علیه وسلم او خپله له ابن عمر سره زيات تېری او ظلم نه وي کړی ؟
په پای کي درته توصیه کوم چي د خلکو اتباع پر موږ لازمي نه ده او يوازي رسول الله هغه شخصیت دئ چي الله تعالی يې موږ په پيروي امر کړي يو نو راځئ د خپلو مسئلو ، ستونزو ، مشکلاتو او مجبوريو حل د الله په کتاب او د رسول الله په سنتو کي ولټوو ، دا ذهن له ځانونو سره نه کړو جوړ چي د رسول الله په سنتو تر موږ ابن عمر ښه پوهيدی ، که څوک دا سوال کوي نو بیا به د ابن عمر هره خبره او اجتهاد مني چي په دې توګه يو کس هم له دې ګډونوالو ورته چمتو نه دي که وي نو دلته دي خبره ياده کړي او زه به د ابن عمر تفردات ورته بیان کړم .
وزیري
08.07.2012
السلام علیکم:
له هغو وروڼو نه چی په عربي نه پوهیږی ډیره زیاته بښنه غواړم چی د مریضی له امله نشم کولاي د ټول متن ترجمه وکړم. په لنډو ټکو باندي دویته دا پیغام رسوم چی د مذهبي علماؤ په دي باندي سره اتفاق ده چی ږیره دي له یو موټي نه زیاته واخستل شی.
په عالمګیري کی لیکی:
ولا باس اذا طالت لحیته ان یأخذ من اطرافها ولا بأس ای یقبض علی لحیته فان زاد علی قبضة منها شئ جزه وان کان ما زاد طویلة ترکه کذا فی الملتقط والقص سنة فیها وهو ان یقبض الرجل لحیته فان زاد منها علی قبضة قطعه کذا ذکر محمد رحمة الله فی کتاب الاثار عن ابی حنیفة رحمة الله علیه وقال به ناخذ کذا فی محیط السرخسی عالمګیری، صفحه ۳۶۹، جلد ۵. و فی رد المختار عن النهایة و ما وراء ذالک (یعنی القبضة) یجب قطعه هکذا عن رسول الله صلی الله علیه وسلم انه کان یأخذ من اللحیة من طولها و عرضها رواه ابوعیسی یعنی الترمذی فی جامعه الخ ثم قال ما استدل به صاحب النهایة لا یدل علی الوجوب لما صرح به فی البحر وغیره (الی قوله) وهو سنة کما فی الملتقی انتهی و ایضا فی رد المختار (وبهذا) یعنی جواز الاخذ فوق القبضة لا دونها وفق فی الفتح بین ما مر و بین ما فی الصحیحین عن ابن عمر عنه صلی الله علیه وسلم احفوا الشوارب واعفو اللحی قال لانه صح عن ابن عمر روای هذا الحدیث انه کان یاخذ الفاضل عن القبضة فانه لم یحمل علی النسخ کما هو اصلنا فی عمل الراوی علی خلاف مرویة مع انه روی عن غیر الراوی و عن النبی صلی الله علیه وسلم ان یحمل الاعفاء علی اعفائها عن ان یاخذ غالبها او کلها کما هو فعل المجوس الاعاجم یقطعون من لحاهم ویؤیده ما فی مسلم عن ابی هریرة عنه جزوا الشوارب واعفوا اللحی خالفو المجوس فهذا الجملة واقعة موقع التعلیل الخ شامی کتاب الصوم، صفحه ۱۲۳، جلد ۲. وفی الحظر والاباحة عن الدر المختار و رد المختار والسنة فیها القبضة (درمختار) قال الشامی وروی الطبرانی عن ابن عباس رفعه من سعادة المرء خفة لحیته واستهر ان طول اللحیة دلیل علی خفة العقل ثم انشد عن بعضهم فیه شعر شامی، صفحه ۲۸۴، جلد ۵. ما احد طالت له لحیته فزادت اللحیة فی هیبته الا و ما ینقص من عقله اکثر فیما زاد فی لحیته.
دوهم:
ما حكم الأخذ من اللحية ؟
الجواب :
للأخذ صورتان :
أما الأولى : فأخذُ ما زاد عن قبضة اليد من اللحية ، فهذه جائزة عند الفقهاء ، ووقع بها عمل السلف . خرَّج عبد الرزاق في " المصنف " عن الحسن البصري - يرحمه الله - أنه قال : ( كانوا يُرخصون فيما زاد على القبضة من اللحية أن يؤخذ منها ) . وفيه عن أبي زرعة - يرحمه الله - أنه قال : ( كان أبو هريرة يقبض على لحيته ثم يأخذ ما فَضُل منها ) . وفيه عن نافع عن ابن عمر أنه كان يأخذ ما فوق القبضة . وعند أبي داود عن مروان بن سالم أنه قال : ( رأيت ابن عمر يقبض على لحيته فيقطع ما زاد على الكف ) .
غير أنه اختُلف أيهما أولى : الأخذ ، أم عدمه ؟ قولان:
- أولهما : استحباب أخذ ما زاد عن القبضة ، وهو مذهب الحنفية . قال في "البحر الرائق ": ( قال أصحابنا : الإعفاء تركها حتى تكث وتكثر ، والقص سنة فيها ؛ وهو أن يقبض الرجل لحيته ، فما زاد منها على قبضة قطعها . كذلك ذكر محمد في كتاب ( الآثار ) عن أبي حنيفة قال : وبه نأخذ ) أ.ه.
- والثاني : ترك الأخذ أولى : وهو مذهب الحنابلة في آخرين . جاء في مسائل أحمد رواية ابن هانئ : : سألت أبا عبد الله عن الرجل يأخذ من عارضيه ! قال : يأخذ من اللحية ما فضُل عن القبضة ) أ.ه. المراد وفي " المستوعب ": ( ولا يقبض من لحيته إلا ما زاد على القبضة إن أحب ، والأولى ألا يفعله ) أ.ه ، وفي " غاية المنتهى " : « وإعفاء لحية ، وحرَّم الشيخ حلقها ، ولا يُكره أخذ ما زاد على قبضة » أ.ه ، المراد . وبه جزم شيخ الإسلام - يرحمه الله - في " شرح العمدة " حيث قال : « وأما إعفاء اللحية فإنه يترك ، فلو أخذ ما زاد على القبضة لم يكره . نصَّ عليه ». أ.ه .
والقول الثاني هو المختار وعليه الجمهور ، قال العراقي في " طرح التثريب ": (( الجمهور على أن الأولى ترك اللحية على حالها . وأن لا يُقطع منها شيء . وهو قول الشافعي وأصحابه )) أ.ه. وقال النووي في " شرح مسلم ": (( والمختار ترك اللحية على حالها ، وألا يُتعرض لها بتقصير شيء أصلاًَ )) أ.ه. وفي " الإنصاف ": (( ولا يكره أخذ ما زاد على القبضة . ونصُّه - أي : أحمد - : لا بأس بأخذ ذلك ، وأخذ ما تحت حلقه . وقال في " المستوعب " : (( وتركه أولى ، وقيل : يكره . وأطلقها ابن عبيدان )) أ.ه .وبمثله في " شرح المنتهى " لابن النجار . وفي " التوضيح": (( وله أخذ ما زاد على قبضة وما تحت حنك وتركه أولى )) أ.ه .
والدليل في ذلك أحاديث ، ومنها ما جاء في الصحيحين من حديث ابن عمر رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : (( خالفوا المشركين ، أحفوا الشوارب وأعفوا اللحى )) .
تنبيه :
جاء في " الإحياء " للإمام أبي حامد الغزالي قوله : « وقد اختلفوا فيما طال منها ، فقيل : إن قبض الرجل على لحيته وأخذ ما فضل عن القبضة فلا بأس . فقد فعله ابن عمر وجماعة من التابعين ، واستحسنه الشعبي وابن سيرين . وكرهه الحسن وقتادة وقالا : تركها عافية أحب ؛ لقوله صلى الله عليه وسلم : (( أعفوا اللحى )) والأمر في هذا قريب إن لم ينته إلى تقصيص اللحية وتدويرها على الجوانب ، فإن الطول المُفرط يُشوِّه الخِلقة ، ويطلق ألسنة المغتابين بالنبذ إليه ، فلا بأس بالاحتراز عنه على هذه النية . وقال النخعي : عجبتُ لرجل عاقل طويل اللحية كيف لا يأخذ من لحيته ويجعلها من لحيتين ، فإن التوسط في كل شيء حسن ؛ ولذلك قيل : كلما طالت اللحية تشمر العدل )) أ.ه .
إلا أنه يُشكل على عزو الكراهة إلى الحسن وابن سيرين : ما أخرجه ابن أبي شيبة في " المصنف " حيث فيه : حدثنا وكيع عن أبي هلال قال : سألت الحسن وابن سيرين فقالا : ( لا بأس أن تأخذ من طول لحيتك ) . وقال ابن عبد البر في " التمهيد " : (( وكان الحسن يأخذ من طول لحيته ، وكان ابن سيرين لا يرى بذلك بأساً )) . أ.ه. وتقدُّم ابن عبد البر في معرفة الآثار والخلاف في الفقه مشهور يقول الحافظ الحميدي في " جذوة المقتبس ": (( أبو عمر - أي : ابن عبد البر - فقيه حافظ مكثر ، عالم بالقراءات وبالخلاف في الفقه ، وبعلوم الحديث والرجال )) أ.ه المراد .
وكراهة أخذ ما زاد عن القبضة حكاه بن أبي عمر في " الشرح الكبير " وجهاً عند الحنابلة ، حيث قال : (( وهل يُكره أخذُ ما زاد على القبضة ؟ فيه وجهان : أحدهما : يكره ، لما روى ابن عمر قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « خالفوا المشركين ، أحفوا الشوارب وأعفوا اللحى » متفق عليه والثاني : لا يُكره ، يُروى ذلك عن عبد الله بن عمر . فروى البخاري قال : (( كان عبد الله بن عمر إذا حج أو اعتمر قبض على لحيته فما فضل أخذه ))أ.ه. والمعتمد أنه قول في المذهب وليس وجهاً قرره جماعة ، ومنهم المرداوي في " الإنصاف " وابن النجار في " شرح المنتهى ". وحكاه الطبري قولاً إلا في حج وعمرة ، قال ابن حجر في " فتح الباري " : (( حكى الطبري اختلافاً فيما يؤخذ من اللحية : هل له حدٌّ أم لا؟ قال : وكره آخرون التعرض لها إلا في حج أو عمرة )) أ.ه. المراد .
وقال عياض في " شرح مسلم ": (( ومنهم من حدَّدَ ، فما زاد على القبضة فيزال ، ومنهم من كره الأخذ إلا في حج أو عمرة )) أ.ه.
ويستدل لذلك بنحو ما جاء عن ابن عمر ، حيث خرَّج البيهقي في " شعب الإيمان " من طريق ابن أبي رواد عن نافع أن ابن عمر كان إذا حلق في الحج أو العمرة قبض على لحيته ثم أمر فسوى بين أطراف لحيته فيقطع ما زاد على الكف . وفي "البخاري " عن ابن عمر عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : (( خالفوا المشركين ، وفّروا اللحى ، وأحفوا الشوارب )) وكان ابن عمر إذا حج أو اعتمر قبض على لحيته فما فضل أخذه ولكن يجاب عن ذلك بما ذكره ابن حجر في "الفتح " بقوله : (( والذي يظهر أن ابن عمر كان لا يخص هذا التخصيص بالنسك ، بل كان يحمل الأمر بالإعفاء على غير الحالة التي تتشوه فيها الصورة بإفراط طول شعر اللحية أو عرضه )) أ.ه.
ويؤكد ذلك ويُفسّره ما خرجه مالك في "الموطأ" عن نافع عن ابن عمر كان إذا أفطر عن رمضان وهو يريد الحج لم يأخذ من رأسه ولا من لحيته شيئاً حتى يحج .
تنبيه :
قال عياض في " شرح مسلم ": (( ويكره الشهرة في تعظيمها وتحليتها كما تُكره في قصها وجزها )) أ.ه .ويؤخذ من اللحية عند طول مُستهجن ، وهو مذهب مالك - كما في " التمهيد " وفي " المنتقى " للباجي . ومذهب أحمد في آخرين كذلك - كما في " الإنصاف" ، وفي "كشاف القناع" - قال الطبري - كما في " الفتح ": (( إن الرجل لو ترك لحيته لا يتعرض لها حتى أفحش طولها وعرضها لعرض نفسه لمن يسخر به )) أ.ه. أنه رأى رجلاً قد ترك لحيته حتى كبرت ،وفي " عمدة القاري ": (( ورُوي عن عمر فأخذ يجذبها ثم قال : ائتوني بجلمتين ، ثم أمر رجلاً فجزّ ما تحت يده . ثم قال : اذهب فأصلح شعرك أو أفسده ؛ يترك أحدكم نفسه حتى كأنه سبع من السباع )) أ.ه. المراد . وخرّج أبو داود في " المراسيل " عن عثمان بن الأسود أنه سمع مجاهداً يقول : (( رأى النبي صلى الله عليه وسلم رجلاً طويل اللحية ، فقال : لم يُشوه أحدكم نفسه ؟!)) .
وأما الثانية : فأخذ ما دون القبضة وأقل . فهذه تأتي على صورتين أيضاً :
أما الأولى : فأخذ ما تطاير من شعر اللحية وشذ ،فهذه جوّزها مالك وغيره . قال القرطبي في " المفهم ": (( لا يجوز حلق اللحية ولا نتفها ولا قص الكثير منها . فأما أخذ ما تطاير منها وما يُشوه ويدعو إلى الشهرة طولاً وعرضاً فحسنٌ عند مالك وغيره من السلف )) أ.ه.
وقال عياض : في " شرح مسلم ": (( وأما الأخذ من طولها وعرضها فحسن ، ويكره الشهرة في تعظيمها وتحليتها كما تُكره في قصها وجزها )) أ.ه.
والرواية عن مالك في ذلك مشهورة ، قال الباجي في " المنتقى ": (( روى ابن القاسم عن مالك ( لا بأس أن يؤخذ ما تطاير من اللحية ) قيل لمالك فإذا طالت جداً ؟ قال : أرى أن يؤخذ منها وتقص )) أ.ه.
وفسَّر ذلك صاحب " الفواكه الدواني " بقوله : (( وحكم الأخذ الندب ؛ ( فلا بأس ) هنا - أي الرواية - هو خير من غيره ، والمعروف لا حدَّ للمأخوذ ، وينبغي الاقتصار على ما تحسن به الهيئة )) أ.ه.
ومما يُستدل به على ذلك ما خرّجه البيهقي في " شعب الإيمان " من حديث جابر بن عبد الله أنه قال : رأى النبي صلى الله عليه وسلم رجلاً مجفل الرأس واللحية ، فقال: (( علام شوَّه أحدكم أمس )) قال : وأشار النبي صلى الله عليه وسلم إلى لحيته ورأسه . يقول : خذ من لحيتك ورأسك ) وذكر ابن عبد البر في " التمهيد " عن إبراهيم قوله : ( كانوا يأخذون من جوانب اللحية ) .
وأما الثانية : فالأخذ مطلقاً دون حلق ، ففيه قولان مشهوران للفقهاء حكاهما جماعة ، ومنهم ابن عبد البر في " التمهيد " حيث قال : (( واختلف أهل العلم في الأخذ من اللحية ، فكره ذلك قوم وأجازه آخرون )) أ. ه . المراد .
ومما يُستدل لجواز الأخذ ما خرّجه الترمذي من حديث عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يأخذ من لحيته من عرضها وطولها . وخرّج ابن أبي شيبة في " المصنف " من طريق ابن طاووس عن سماك بن زيد أنه قال : (( كان علي يأخذ من لحيته مما يلي وجهه )) .
تنبيه :
لهذه الصورة من مسألة الأخذ تعلق بفروع سبقت ، لخَّصها ابن حجر في " الفتح "بقوله : (( حكى الطبري اختلافاً فيما يؤخذ من اللحية : هل له حد أم لا ؟ فأسند عن جماعة الاقتصار على أخذ الذي يزيد منها على قدر الكف , وعن الحسن البصري أنه يؤخذ من طولها وعرضها ما لم يفحش . وعن عطاء نحوه قال: وحمل هؤلاء النهي على منع ما كانت الأعاجم تفعله من قصها وتخفيفها . قال : وكره آخرون التعرض لها إلا في حج أو عمرة . وأسند عن جماعة واختار قول عطاء )) أ.ه . المراد .
فائدة :
ذهب الطبري إلى وجوب قص اللحية والأخذ منها حكاه عنه العيني في " عمدة القاري " ، وفيه قول الطبري : (( أن اللحية محظور إعفاؤها ، وواجب قصها على اختلاف من السلف في قدر ذلك وحده )) . ويؤيد مذهب الطبري ظاهر ما أخرجه الخلال في : " الترجل " من طريق سفيان أنه قال : حدثنا ابن طاووس أنه قال : (( كان أبي يأمرني أن آخذ من هذا - وأشار إلى بطن لحيته - )) إلا أن المعروف عن طاووس عدم الوجوب ، فقد خرّج ابن أبي شيبة في : " المصنف " عن ابن جريج عن ابن طاووس عن أبيه أنه كان يأخذ من لحيته ولا يوجبه .
وصلٌ : مضى أن المختار عدم الأخذ . وإبقاء اللحية كثة كثيرة هو سنة النبي صلى الله عليه وسلم ، فقد خرّج مسلم في " الصحيح " من حديث سماك أنه سمع جابر بن سمرة يقول : (( كان رسول الله صلى الله عليه وسلم قد شمط مقدم رأسه ولحيته ، وكان إذا ادَّهن لم يتبين ، وإذا شعث رأسه تبين ، وكان كثير شعر اللحية )) الحديث . وعند النسائي من حديث أبي إسحاق عن البراء قال : ( كان رسول الله صلى الله عليه وسلم رجلاً مربوعاً ، عريض ما بين المنكبين ، كث اللحية ) الحديث .
فائدة :
قال الطيبي في " شرح المشكاة " عن الأخذ من اللحية : (( هذا لا ينافي قوله صلى الله عليه وسلم : (( أعفوا اللحى )) ؛ لأن المنهي هو قصُّها كفعل الأعاجم ، أو جعلها كذنب الحمام ، فالمراد بالإعفاء التوفير منه ، كما في الرواية الأخرى - أي رواية : (( وفروا اللحى )) والأخذ من الأطراف قليلاً لا يكون من القص في شيء )) أ.ه . وقال السندي في " حاشية على النسائي " : (( المنهي قصها - أي : اللحية - كصنع الأعاجم ، وشعار كثير من الكفرة ، فلا ينافيه ما جاء من أخذها طولاً وعرضاً للإصلاح )) أ.ه. وقال أبو الوليد الباجي في : " المنتقى ": (( ويحتمل عندي أنه يريد أن تعفى من الإحفاء ؛ لأن كثرتها ليس بمأمور بتركه )) أ.ه. تمت
والسلام
larghonay laraway
08.07.2012
السلام عليکم!
لومړی خو هر وخت د حذيفه صيب خبره ايت او حديث او د وزيري صيب دلايل فتاوې وي دا ولې؟
دويمه دا چې حذيفه صيب ليکلي چې ږيره واجب ده نو تر دې دمه خو ټول علماء ورته سنت وايي دا ولې؟
وزیري
09.07.2012
دا ځکه چی بغیر له فتاوې په آیت او حدیث پوهیدل نا ممکن دي. فتاوې څه بل شی نه وایی بلکي د آیت او حدیث منځ غږوي. دا نن سبا له آیت او حدیث نه ډایریګټ غږیدل محض سرزوري ده.
زه پوهیږم چی دا خبره به ستاسي طبیعت در خبرابوي خو لکم دینکم ولی دین یی ښه تعویذ ده.
larghonay laraway
09.07.2012
السلام عليکم!
وزيري صيب يوازې د لومړۍ پوښتنې ځواب دې ليکلی هغه دويمه يې څنګه کوې؟ [quote:a063eb5cd9]
دويمه دا چې حذيفه صيب ليکلي چې ږيره واجب ده نو تر دې دمه خو ټول علماء ورته سنت وايي دا ولې؟[/quote:a063eb5cd9]
وزیري
09.07.2012
لاروی صاحب، ما په پورته لیکنه کی په دلیل سره دا ثابته کړي چی ږیره پریښودل واجب ده. ستاسو لپاره به یی یو ځل بیا را واخلم.
په حدیث شریف کی د ږیري غټولو او پریښودلو حکم شویده. علماء وصول وایی چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر د فرضیت او وجوب لپاره وي، لکه په المنار مع شرح نور الانوار صفحه ۲۳۰، التوضیح مع شرح التلویح صفحه ۱۵۳، اصول السرخسی صفحه ۱۵۸، اصول البزودی صفحه ۲۱، شرح المنار لابن مالک مع حواشی للرهاوی و عزی وابن الخطی صفحه ۱۲۰، الحسامی صفحه ۴۰ وغیره او علامه ابن حاجب جمال الدین په مختصر الاصول کی فرمائی: قال الجمهور الامر حقیقة فی الوجوب.
او شیخ ابن الهمام حنفی په (التحریر، صفحه ۱۲۹) کی فرمایی: صیغة الامر خاصة بالوجوب عند الجمهور، یعني د جمهورو علماؤ په نزد د امر صیغه د وجوب لپاره وی. او ددی په شرح کی چی التحبیر نومیږی په صفحه ۲۴۱ کی لیکی: و صححه ابن الحاجب والبیضاوی وقال الامام الرازی هو الحق والآمدی وامام الحرمین لمذهب الشافعی رحمة الله علیه وقیل انه الذی املاه الاشعری علی اصحابه.
نو معلومه شوه چی د ږیري پریښودل واجب دی. څوک یی چی سنت بولي هغه دي خپل دلایل وړاندي کړي. زما په عقیده کی ږیره واجب ده.
والسلام
larghonay laraway
09.07.2012
السلام عليکم!
په فقه کې د (قطعي او ظني) دليل په نومونو اصطلاحات دي چې څومره دقيق دي او توپير يې څه شی دی؟
مننه
اکرم
09.07.2012
[quote:e701f69916]السلام عليکم!
په فقه کې د (قطعي او ظني) دليل په نومونو اصطلاحات دي چې څومره دقيق دي او توپير يې څه شی دی؟
مننه[/quote:e701f69916]
او یا په بل مفهوم د فرض او واجب تر منځه اختلاف دکومو فرقو تر منځه دی؟؟؟
مننه
وزیري
09.07.2012
په فتاوی دیوبند کی یی لیکلي دی:
فقہاء و اصولیین کے نزدیک فرض ایسا حکم کہلاتا ہے جس کا ثبوت قطعی ہو اور دلالت بھی قطعی ہو،اورواجب وہ حکم کہلاتا ہے جس کا ثبوت ظنی ہو یا دلالت ظنی ہو، فرض کا منکر کافر قرار دیا جاتا ہے اور تارک فرض سخت گنہ گار اور عذاب کا مستحق ہوتا ہے، جب کہ واجب کا منکر کافر قرار نہیں دیا جاتا، البتہ تارک واجب بھی گنہ گار ہوتا ہے اس لیے کہ واجب بھی عملاً فرض کی طرح ہوتا ہے، فرض کی مثال جیسے پنج وقتہ نماز، اور واجب کی مثال جیسے وتر کی نماز۔ الفرض عند الأصولیین ما ثبت بدلیل قطعي الثبوت وقطعي الدلالة، حیث لا شبھة فیہ ویکفّر جاحدہ ویعذّب تارکہ، والواجب ما ثبت بدلیل قطعي الدلالة وظنّي الثبوت أو ظني الدلالة وقطعي الثبوت (قواعد الفقہ/ التعریفات الفقہیہ) اور شامی میں ہے: الفرض نوعان: فرض عملاً وعلمًا،وفرض عملاً فقط، فالأول کالصلوات الخمس والثاني کالوتر فإنہ فرض عملاً الخ․
والسلام
حذيفه
09.07.2012
وزیری صیب !
دا تاسو څه خبرې نقل کړې دي ؟ دا خو مو داسي وهمیات نقل کړي دي چي نامسلمانه به تل رشخند په وهي ، دا څرنګه ممکنه ده چي يو لورته دين وي او خلک د يقين و باور لورته دعوت کوي او بل لورته دي همدا دين خپله پر ګومان ولاړ وي ؟
په داسي حال کي چي الله تعالی په قران کريم کي وايي :
قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي(یوسف : ۱۰۸)
ژباړه : ورته ووايه ! دا زما لار ده ، زه د الله لورته په پورته یقين او بارو خلک رابولم ، زه او هغه څوک چي زما پيروي کوي .
بل لورته د ګومان په اړه رسول الله صلی الله علیه سلم ويلي دي :
إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ، فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ(بخاری کتاب الادب باب النهی عن التحاسد و التدابر حدیث نمبر : ۵۷۱۷)
ژباړه : تاسو له ګومان څخه ځانونه ساتئ ، ځکه ګومان ډېر ستر دروغ دي .
له دې نصوصو معلومه شوه چي ګومان هيڅ هم نه دئ او ترې ځان ساتل لازمي دي او الله تعالی رسول الله ته امر کوي چي ورته وويه زه يقين ته خلک رابولم او هغه څوک چي زما پيروي کوي هغه هم دې ته بلنه کوي ، نو دا تاسو په دين کي دا یقين او ګومان له کومه کړل ؟ ظن يعني څرنګه ظن ؟ وتر ظني دي ، په انکار يې څوک نه کافر کېږي ، يعني څرنګه ظني دي ؟ که يې څوک له دې منکر شي چي وتر دين نه دئ نو هغه کس کافر دئ که مسلمان ؟
که له موږ نامسلمان پوښتنه وکړي چي ته ما کوم څه ته بولي هغه ته خپله ګومان او ظن بولې نو ما ولي په دې ګومانونو اخته کوې هسي هم ته خپله پر دې يقين نه لرې نو موږ به په دې وخت کي څه ځواب ورکوو ؟
که د الله له لوري نازل شوی دين ګومان وي نو الله ولي رسول الله ته وايي چي ووايه : زه له پوره حجت او باور سره خلک دې نېغي لارې ته رابولم ؟ که دا ظن وي نو بیا نېيغه لاره له کومه سوه ؟ که دا ګومان وي نو بیا پوره حجت له کومه سو ؟
دې ته خو پوره حجت نه ويل کېږي او نه يې اوس څوک بللای سي ؟
بله دي وزيرې صیب دا خبره هم کړېده چي فتاواوې د ايت يا حدیث تفسیر دي ، که زه ځيني مسئلې درته کښېږدم نو ته يې بیا راته په ګوته کولای سې چي دا به د کومو اياتونو او حدیثونو تفسیر وي ؟
بله دا چي که د دې فتاواؤ ترمنځ ټکر ومومو نو په کومو فارمولو به يوې ته ترجيج ورکوو ؟ کومه يوه به دقيقه بولو ؟ او په دې وخت کي به د تللو معیار څه شی وي ؟
يوې بلې خبرې ته دي هم پام غواړم هغه دا چي ته وايي : په نن وخت کي له قران او نبوي حدیثونو څخه مسئلې اخیستل سر زوري ده ، نو د دې ايت په اړه ته څه فکر کوې :
فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ(النساء : ۵۹)
ژباړه : که مو ترمنځ په کوم شي کي شخړه شوه نو الله او د هغه رسول ته يې ردوئ که تاسو پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لرئ .
په دې ايت کي خو الله مومنان په دې مکلف کړل چي شخړې مو همدې دوو سرچينو ته ردوئ ، نو که اوس په دې ايت عمل وسي ايا دا به سرزوري وي ؟
دا ليکنه په سړه سينه ولوله او بیا داسي ځواب وليکه چي له تعصبه خالي وي ، محض دا په کي ځای سوې وي چي لوستونکي سمې لارې ته رهبري کړې ، نور هغه او دغه په کي مه کوه او دې پوښتنو ته په زغرده ځواب ووایه !.
ستاسو د ښه او غوره ځواب په تمه !