د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

وصيل پېروز
21.07.2011

د بحث ټولو ګډونوالو ته سلامونه وړاندي کوم.
درنو لوستونکو !
تاسو به وړاندي لوستلي وي چي وزيري صاحب د خپلې ادعا د ثبوت لپاره ګڼ شمېر دلايل وړاندي کړل له قرآنه نيولې ، تر حديثو او ان يو شمېر موضوعي کيسو پوري يې هڅه وکړه چي خپله باطله نظريه صحيح ثابته کړي مګر لکه څرنګه چي الله جل جلاله په قرآن کي د حق د برياليتوب ژمنه کړې ده له همدې کبله باطل له خپل تلپاتي عادت سره سم په بربنډه توګه مات شو او د نه دليل په صورت کي يې لکه سېلاب وړی خاشو ته هم لاس واچاوه ، د وزيري صاحب لاندينۍ ليکنه هم د همدې لړۍ يوه کړۍ ده .
درېيمګړي ته :
ايا د حق او حقيقت غوښتنه دا نه ده چي يو څوک دليل وړاندي کړي او د مقابل لوري له طرفه رد شي نو که د ده د مقابل دلايل سيي وي نو بيا موافقت ورسره وکړي او حق ته غاړه کښېږدي که سيي نه وي نو خپل اند او نظر څرګند کړي چي وروره ! دا فلانۍ خبره مو له فلاني مسلم او يا ثابت اصل سره ټکر ده. د انصاف د تقاضا له مخې به دواړه لوري د انصاف په رڼا کي له خپلو نظريو لاس اخلي او د حق په وړاندي به ټيټيږې مګر دلته د روان بحث مقابل لوری دې اصل ته په نه ژمنتيا د انصاف او عدالت پولې په بشپړ ډول ماتې کړې او د انصاف پر ټنډه يې يو کرغېړن داغ پرېښودلی دی. !!
دا يوازي ادعا نه بلکي يو رښتنی حقيقت دی ، تاسو دا روان بحث له سره تر پايه ولولئ چي د وزيري صاحب دلايلو ته له خېټي ځواب ويل شوی او که ورته د حق په هنداره کي د حق څېره ښودل شوې ده؟.
مګر د انصاف مدعي وزيري بيا هم پر ټولو حقايقو په ډېره بې شرمۍ سترګې پټوي او کاږي:
[quote:9be4dfce83="وزیري"]
محترما! ته به په دی باندی ډیر غره یی چی بی ځایه دی یو دوه ټکی زما په لیکنه له خپلی خیټی نه لیکلی دی.
[/quote:9be4dfce83]
ښاغلو لوستونکو !
د هر عاقل انسان عقل په پورتني اقتباس کي يوازي او يوازي د حسد ، کينې او تعصب بوی احساسولای شي، پورتنی اقتباس نه يوازي چي د حق او انصاف د مدعي ليکنه نه شي کېدای بلکي په هر حرف کي يې د باطل د پيروۍ څرک ليدل کېږي.
وزيري ادعا کوي چي تاسو زما پر ليکنه له خېټي ردونه کړي مګر ستاسو د خېټي د همدې خبرې د اثبات لپاره مو کوم لاسوند او ثبوت ته هم رجوع کړې ده؟.
ايا تاسو چي کومه ادعا کوئ د هغې د ثبوت لپاره مو يوه بېلګه وړاندي کړې چي دادی وګورئ پېروز دين په عقلياتو ثابتوي؟.
ما ستاسو د ليکنې کومه برخه له دليل او لاسوند پرته رد کړې ده ، ايا يو حديث د جرحې او تعديل په رڼا کي ردول ، همداراز د يو کيسې او پېښي د ماهيت او حقيقت د څرنګوالي په موخه سند ته رجوع کول د خېټي او وهمياتو کارونه دي؟ ايا داسي چارو ته ستاسو په قاموس کي د خيټې کانې ويل شوې دي؟.
لرې نه ده تاسو به ورته په خپل چاپېريال کي همدا اصطلاح کاروئ مګر په اسلامي نړۍ کي د جرحې او تعديل فن د اسلام د ساتندوئ فن په توګه پېژندل کېږي.
ستاسو له لوري د ثبوت نه وړاندي کول داسي مثال لري لکه څوک چي پر ځان د دروغو شاهدي ورکړي ، که ستاسو دې خبرې ته د همدې مثال په رڼا کي وګورو نو ستاسو د تکذيب لپاره يو پوره ثبوت دی. الحمدلله
[quote:9be4dfce83="وزیري"]
زه یو حنفی مذهبه او مقلد انسان یمه، کوشش وکړه چی مقلدین او غیرمقلدین سره وپيژنی.
[/quote:9be4dfce83]
لکه څرنګه چي ستاسو په عقيده کي ګڼې ستونزې دي همداسي مو ليکنه هم که له يوې خوا د پښتو په ليکدود کي پوره نيمګړتياوې لري نو له بل پلوه فکر کوم د ليکنې د ليکلو په چل هم نه پوهېږئ. ستاسو وړاندينۍ او وروستنۍ جملې له يو بل سره په تړاو او ارتباط کي ډېري نيمګړې دي ، یو له بل سره په ډېر کم وخت کي ارتباط ساتلای شي نوري جملې مو هره يوه د ادم خان داستان دی.
غوره بېلګه يې ستاسو دا پورتنۍ جمله ده ، ما کله له تا سره پر دې بحث کاوی چي ته حنيفي نه يې زه په ډاګه دا وايم چي ته حنيفي يې او يو ړوند مقلد يې چي په کتابونو کي ټول وچ او لانده درته د قرآن اياتونه او يا د صحيحينو حديث ښکاري ، يا لکه تږی هر سراب ته د اوبو په نظر ګورې چي په حقيقت کي هيڅ نه وي.
ستاسو دا جمله د خپل مقصد په بيانولو کي دومره ګونګه ده چي مطلب ترې اخيستل خورا ستونزمن کار دی، ښه دا به ومنو چي ته مقلد يې نو ګټه به يې څه شي؟.
همداسي حنيفي هم يې ، نو د بحث له کومې برخې سره دا خبره غوټه کوې؟.
او يا ښايي ستاسو مقصد به راتلونکې جمله تعبيروي ، راځئ ويې لولو :
[quote:9be4dfce83="وزیري"]
د مذهب ټول کتابونه په دی خبره باندی ډک دی چی توسل په اشخاصو شویده او کوو به یی ان شاء الله .
[/quote:9be4dfce83]
د دې خبرې په کولو سره ستاسو مطلب دادی چي زه يو مذهبي شخص يم او هر څه ته د مذهب له عینکو ګورم ، اعنی که د مذهب او زما د رايې پر خلاف حديث يا ايت وړاندي شي منلو ته يې چمتو نه يم، همداسي نه ده؟.
که ته ځان د مذهب په کړۍ کي منحصر بولې نو ولي د توضيح او تلويح دا قول شاته غورځوې چي د مقلد لپاره د مجتهد قول حجت دی او دی نه شي کولای چي په قرآن او يا حديث دليل ونیسي؟.
اوس د دې خبرې لپاره کومو خاشاکو ته لاس اچوې ، ايا د مذهب په فتوی سره ستاسو پورتنۍ خبرې عبث او د مذهبي اصولو مخالفې نه ګرزي؟ ايا تاسو په خپلو کړنو سره د مذهب کړۍ ماته نه کړه؟.
ستاسو دوه مخې پاليسۍ زه په دې وپوهولم چي په دنيا کي د حق او حقیقت پيروان ډېر کم دي پورته چي د مذهبي کتابونو له غېږي د توسل بالذوات پر خلاف کومې حوالې نقل شوې دي هغه مو ولي له پامه غورځولې ؟ ايا هغه له مذهبه وتلي کتابونه وو که ...؟.
زه دا منم چي په مذهبي کتابونو کي به د توسل بالذوات تائيد شوی وي مګر دا هم بايد له پامه ونه غورځوئ چي پر خلاف يې هم ډېر څه موندل کېدای شي ، اوس يې تر منځ وروستۍ پرېکړه په قرآن او حديث کېدای شي.
[quote:9be4dfce83="وزیري"]
ته په دی له مانه نشی خلاصیدلی چی محض له خپلی خیټی ردونه کوی.
[/quote:9be4dfce83]
ستاسو دا جمله هماغه پخوانۍ جمله ده يوازي مو د الفاظو شکل ور بدل کړی او دويم ځل مو تکرار کړې ده له همدې کبله په ځواب نه ارزي مګر د دې لپاره چي ستاسو حوصله ونه لوېږي زه بيا پرې د ځواب لپاره خپل ارزښتمن وخت ضائع کوم.
ستاسو خبره بیا هم نه کوم لاسوند لري نه ثبوت ، نه پکي له تعقل او تفهم څخه کار اخيستل شوی دی او نه پکي د حق او حقيقت پلويتوب شوی دی بس د فکري چورتونو د تسلسل له صحنې مو يوه لنډه غوندي جمله را کاپي کړې ده چي هسي پر افواهاتو بنا ده. !!
ځان مو د فکري ټال په نړۍ کي د يو فاتح په توګه احساس کړی او شیطان درته حالات داسي ښودلي چي ګواکي ستاسو تر بشپړ کنټرول لاندي دي او پر ژبو ستاسو لپاره د تحسين د الفاظو کتارونه ولاړ دي.
تاسو څه کړي او څه به وکړئ چي په خورا غرور مو ګوت څنډنه کړې او د يو کبرجن پاچا پر قدمونو مو پل ايښی دی؟.
تاسو خو زما د نيونې لپاره وړاندي ډېر جالونه وغوړول مګر ومو نه ليدل چي څرنګه وشلېدل او د حق لمر د حقيقي رڼاوو په وړاندي ستاسو د ارتقا سپوږمۍ څرنګه ډوبه شوه؟.
ايا دا د خېټي دلايل وو که د يوې تېرې تورې غوڅ وارونه؟.
د عقل څښتن د انصاف په پرېکړو ډېر ښه پوهېږي.
تاسو په دې ډول غواړئ خپله ماتي پټه کړئ مګر برياليتوب مو ناشونی دی ، تاسو به له ما په دې موضوعي او ضعيفو احاديثو خلاص نه شئ بلکي زه به تاسو ته د ټولو په وړاندي د انصاف په ترازو کي ستاسو دلايل وتلم او د انصاف محکمې ته به يې د وروستۍ پرېکړي په موخه وړاندي کړم ان شاء الله ، ددې کار يوه برخه مکمله شوه او بله برخه به يې هغه وخت مکمله کېږي چي له تاسو سره پاتي دلائل هم د ثابتو اصولو له مخې وڅېړل شي. تاسو د خپل هدف د سپيناوي او اثبات په موخه لاندي هم يو حديث راوړی دی ، له همدې قاعدې سره سم به دا حديث په اصولو تلل کېږي، پرېکړه يې د درېيم.
[quote:9be4dfce83="وزیري"]
څه ثبوت لری چی په دی لاندی کتابونو کی کوم چی تفصیل یی زما په اولنۍ لیکنو کی ده نه دی شوی او یا چا په خپل کتاب کی رد پری کړی ده. له خیټی نه به نه غږیږی. همداسی حوالی راکړه چی یو بل چا دا دروغ ثابت کړی وی.

تاریخ بغداد، ۱: ۱۲۳
الخیرات الحسان: ۹۴
مقالات الکوثری: ۳۸۱
رد المختار علی درالمختار، ۱: ۴۱
اشعة اللمعات جلد دوهم صفحه ۹۲۳
صفوة الصفوة، ۲: ۲۶۶)
الرسالة القشیریة: ۴۱
تاریخ بغداد، ۱: ۱۲۲
صفة الصفوة لابن الجوزی، ۲: ۲۱۴
تاريخ بغداد للحافظ البغدادي/ج1.
مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح لعلي القاري/ج1/ص17.
[/quote:9be4dfce83]
ستاسو له ليکنې پورته را اخيستل شوی اقتباس بيا هم خپل هدف په صريح ډول نه شي بيانولای د مثال په توګه ستاسو دا جمله ((څه ثبوت لری چی په دی لاندی کتابونو کی کوم چی تفصیل یی زما په اولنۍ لیکنو کی ده نه دی شوی او یا چا په خپل کتاب کی رد پری کړی ده )) څه شی نه دی شوی ، د خبرو دا محوري ټکی بيا هم پټ پاتي شوی او اشاره ورته نه ده شوې چي دا څه شی دی؟.
مګر که په اټکلي توګه ستاسو په دې جمله کي د توسل لفظ ور زيات کړو نو بيا په جمله کي له يوې خوا پېښه شوې پېچلتيا له منځه وړي نو له بلې خوا که يې هدف همدا وي نو هم يې په بيان کي له کوم خنډ سره نه شي مخ کېدلای.
ستاسو دا خبرې دومره عبث او بې هوده دي چي والله که يې يو ماشوم هم ځواب ته زړه ښه کړي ، نه پکي هيڅ منطق شته او نه هم په کي استدلال او دليل ، د يو ماشوم د خولې راوتلې خبرې ګڼل کېدای شي مګر کوشش به وکړم چي ستاسو دا عبثې خبرې په لاندي ټکو کي ځواب کړم.
تاسو واياست چي چا په خپل کي کتاب کي رد پرې کړی ده ، ايا پر توسل دا پوښتنه بيا بې ځوابه پاتي ده !! که مو مطلب همدا وي چي پر توسل بالذوات خلکو رد نه دی کړی نو بيا واوره چي په دې اړه که دي زړه غواړي يو دومره ستر فهرست به درته چمتو کړم چي په لوستلو به يې ستړی شې. ما درته وړاندي هم حوالې درکړې ، مخصوص کتابونه مي درته وښودل ، په هغو کتابونو کي هغه دلايل او استدلالات په بسټيز ډول څېړل شوي چي د نامشروع وسيلې د مشروع کوونکو له لوري وړاندي کېږي ، پر حديثو د جرحې او تعديل په رڼا کي بحث شوی، د سترو شخصيتونو د کيسو په روايت کي سند او اسناد ته پام شوی ، له ايت څخه په استدلال کي د تفسيري دلايلو اړخ ته توجو شوې ، دا هر څه د اسلامي اصولو په رڼا کي ترسره شوي ، هر څه ته د حق او حقيقت له عينکو کتل شوي او سپين ته سپين تور ته تور ویل شوي دي. مګر که بيا هم دا هرڅه ستاسو تور زړه ته رڼا نه شي بښلای نو دا بيا د هغه رب چارې دي چي موږ او تاسو يې د خپل عبادت لپاره پنځولي يو.
ما په خپله ليکنه کي همدا اصول په پام کي نيولي وو ، ټول لوستونکي کولای شي چي ليکنې ولولي او وپوهېږي چي دا خبره تر کومه ځايه له حقيقت سره تړاو لري؟ مګر تاسو بيا هم له خپلو هغو دلایلو څخه چي زما له لوري د ثابتو اصولو له مخې رد شول يو هم صحيح ثابت نه کړای شو ، ځکه دا ستاسو له وسه وتلې خبره ده او هيڅکله به دا کار ونه کړای شئ.
تاسو د حوالو غوښتنه کړې دا دی له غوښتنې سره سم د يو شمېر هغو کتابونو نوملړ ته ځير شه چي هر څه يې د انصاف په تللي او بيا يې وروستۍ فيصله پرې د انصاف په محکمه کي کړې ده :
الوسيلة للالباني
التوصل الی حقيقة التوسل
قاعدة جليلة فی التوسل والوسيلة
مقدمة الواسطة بين الحق والخلق
التوسل انواعه واحکامه
احاديث يحتج بها الشيعة
دا کتابونو خاص پر همدې موضوع ليکل شوي دي او غواړي په ځانګړي ډول دا مهمه موضوع وڅېړي ، يا په بل عبارت دا کتابونه په دې لاره کي غوره لارښوونکي ثابتېدلای شي.
نورو ته مو هم پام غواړم:
البدعة ص ۳۷۳
روح المعاني ۴ / ۱۲۶
البلاغ المبين ص ۳۷
اغاثة اللهفان ج ۱ / ص ۲۳۹ – ۲۴۰
مجموع فتاوی ابن تيمیة ۱۱ / ۱۲۶
الدر المختار ، کتاب الحظر والاباحة ۵ / ۲۵۴
الدر المختار ۵ / ۵۲۴ ، کتاب الحظر والاباحة
اغاثة اللهفان ۱ / ۲۳۵
شرح العقيدة الطحاوية لابن ابی العز الحنفي ص ۲۶۲
شرح فقه الاکبر ص ۱۱۰
تنوير الابصار متن الدر المختار، کتاب الحظر والاباحة ۱ / ۲۵۴
الدر المختار ، فصل فی البيع ۵ / ۲۵۴
الهداية ، کتاب الکراهية مسائل متفرقة ۴ / ۴۷۳
فتاوی البزازية علی حاشية العالمکيرية ، کتاب الکراهية ۶ / ۳۵۱
دا پورتنۍ ټولي حوالې ستاسو دروغ او د حقيقت پټونې دسيسې بربنډوي ، ويې لوله او د تعقل پر بنا يې پر محتوا پرېکړه وکړه.
[quote:9be4dfce83="وزیري"]
دوهم: په اوړو کی خو دلته شګه دی چی په صریحو حدیثونو دی سترګی پټی کړی او د جواب په نه درلودلو سره دی ځان تری تیر کړی ده.
که نر یی په لاندی حدیثونو رد وکړه !!!!!
[/quote:9be4dfce83]
دا خبره بايد تاسو هغه وخت کړې وای چي دا حديث ستاسو له لوري وړاندي شوی وای که په داسي وخت کي ما درته ځواب نه وای ويلای نو بيا ستاسو ادعا پر ځای برېښېده ، مګر داسي نه دي شوي تاسو دا حديث بېخي وړاندي کړی نه وو له همدې کبله اوس پرې د نر غوندي د اصولو له مخې داسي تحقيق کوم.
[quote:9be4dfce83="وزیري"]
په سائلینو توسل:
حضرت ابوسعید خدری رض روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
من خرج من بیته الی الصلاة فقال:
اللهم! این اسألک بحق السائلین علیک، و اسألک بحق ممشای هذا ... الخ.
سنن ابن ماجه: ۵۷
مسند احمد بن حنبل، ۳: ۲۱
عمل الیوم لابن السنی: ۳۰، رقم: ۸۳
الترغیب والترهیب، ۲: ۴۵۸
مصنف ابن ابی شیبة، ۱۰: ۲ ۰ ۲۱۱
المتجر الرابح فی ثواب العمل الصالح: ۲ – ۶۴۱
میزان الاعتدال للذهبی، ۲: ۴۴۷
[/quote:9be4dfce83]
ستاسو له لوري راوړل شوی حديث دوه سندونه لري ، لوستلو ته مو يې پام غواړم:
979- وَقَالَ أَحْمَدُ بْنُ مَنِيعٍ : حَدَّثَنَا يَزِيدُ , حَدَّثَنَا فُضَيْلُ بْنُ مَرْزُوقٍ ، عَنْ عَطِيَّةَ الْعَوْفِيِّ ، عَنْ أَبِي سَعِيدٍ - قَالَ : قُلْتُ لِفُضَيْلٍ : رَفَعَهُ ؟ قَالَ : أَحْسِبُهُ قَدْ رَفَعَهُ - قَالَ : مَنْ قَالَ حِينَ يَخْرُجُ إِلَى الصَّلاَةِ : اللهمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ بِحَقِّ السَّائِلِينَ عَلَيْكَ ، وَبِحَقِّ مَمْشَايَ هَذَا ، أَنِّي لَمْ أَخْرُجْ أَشِرًا ، وَلاَ بَطَرًا ، وَلاَ رِيَاءً ، وَلاَ سُمْعَةً ، خَرَجْتُ اتِّقَاءَ سَخَطِكَ وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِكَ ، أَسْأَلُكَ أَنْ تُعِيذَنِي مِنَ النَّارِ ، وَأَنْ تَغْفِرَ لِي ، إِنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ ، وَكَّلَ الله بِهِ سَبْعِينَ أَلْفَ مَلَكٍ يَسْتَغْفِرُونَ لَهُ ، وَأَقْبَلَ عَلَيْهِ بِوَجْهِهِ حَتَّى يَفْرَغَ مِنْ صَلاَتِهِ.
هَذَا إِسْنَادٌ ضَعِيفٌ لِضَعْفِ عَطِيَّةَ وَالرَّاوِي عَنْهُ. ( مصنف ابن ابی شيبه ، مسند احمد بن حنبل )
دا حديث د عطية العوفي او فضيل بن مرزوق له کبله سخت ضعيف دی.
امام نسايي د عطيه په اړه کاږي چي نوموړی ضعيف دی. ( الضعفاء والمتروکين للنسايي )
همداراز په الکامل فی الضعفاء الرجال کي هم د نوموړي په اړه د ګڼو محدثينو رايې نقل شوې دي چي ضعيف يې بللی دی. ( الکامل فی الضعفاء الرجال ، من اسمه عطية )
همداراز په الکامل لابن عدي کي د ده په اړه کاږي:
(عطية بن سعد العوفي كوفي يكنى أبا الحسن حدثنا علي بن أحمد بن سليمان ثنا بن أبي مريم سألت يحيى بن معين عن عطية العوفي فقال ضعيف)
ژباړه: عطية بن سعد کوفي دی ، ابو الحسن يې کنيت وو او د الکامل ليکوال وايي چي ما ته علی بن احمد بن سليمان وويل ، هغه وويل چي ماته ابن ابی مريم وويل : ما له یحی بن معين څخه د عطية العوفي په اړه وپوښتل؟. ده وويل: ضعيف دی.
وړاندي پسي وايي:
(حدثنا بن حماد حدثني عبد الله بن أحمد عن أبيه قال كان سفيان الثوري يضعف حديث عطية )
ژباړه: ليکوال وايي چي ما ته ابن حماد وويل، دی وايي چي ماته عبدالله بن احمد له خپل پلار څخه روايت وکړ چي ده ويل: سفيان ثوري د عطية العوفي حديث ضعیف ګڼل.
همدا راز د زياتو تفصيلاتو لپاره المجروحين ، تهذيب التهذيب او تهذيب الکمال ته رجوع کولای شي. البته د يادونې وړ ده چي په دې دوو وروستنيو کتابونو کي له امام احمد څخه هم د ده په اړه د ضعيف والي روايت شوی دی.
د دې حديث په سند کي دويم راوي فضيل بن مرزوق دی، راشئ! د ده له څېرې هم پلو پورته کړو.
(2726 فضيل بن مرزوق الرقاشي الكوفي يروي عن عطية قال يحيى ضعيف وقال مرة ثقة وقال الرازي لا يحتج به وقال ابن حبان يخطيء على الثقات ويروي عن عطية الموضوعات ) ( الضعفاء والمتروکين لابن الجوزي ، من اسمه فضيل )
ژباړه: فضيل بن مرزوق الرقاشي الکوفي له عطيه څخه روايتونه کوي یحی يې په اړه وايي چي ضعيف دی ، مګر بل وار يې وویل چي ثقه دی، رازي وايي : دليل نه په نيول کېږي، ابن حبان وايي چي په ثقه خلکو پسي يې دروغ ویل او له عطیه يې موضوعات بيانول.
ګورئ! دلته مهمه خبره داده چي پر نوموړي له عطيه څخه د موضوعاتو د بيانولو تور لګول شوی دی ، په همدې حديث کي نوموړي له عطيه څخه روايت کړی دی او له عطيه څخه يې روايت په هیڅ صورت نه شي منل کېدای.
همداراز د مرزوق په اړه المجروحين خورا مفصل بحث کړی دی او د نوموړي د ضعف په لړ کي يې له سترو – سترو محدثينو ګڼې حوالې په سند نقل کړې دي. (وګورئ! المجروحين ۲ / ۲۰۹ )
اوس د حدیث دويم سند ته پام وکړئ چي دا سند يې تر کومه ځايه پر حقيقت بنا دی ، لوستلو ته مو يې رابولم:
778 - حدثنا محمد بن سعيد بن يزيد بن إبراهيم التستري . حدثنا الفضل بن الموفق أبو الجهم . حدثنا فضيل بن مرزوق عن أبو سعيد الخدري قال : - قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ( من خرج من بيته إلى الصلاة فقال اللهم إني أسألك بحق السائلين عليك وأسألك بحق ممشاي هذا . فإني لم أخرج أشرا ولا بطرا ولا رياء ولا سمعة . وخرجت اتقاء سخطك وابتغاء مرضاتك . فأسألك أن تعيذني من النار وأن تغفر لي ذنوبي . إنه لا يغفر الذنوب إلا أنت - أقبل الله عليه بوجهه واستغفر له سبعون ألف ملك ) ( ابن ماجه )
في الزائد هذا إسناده مسلسل بالضعفاء . عطية وهو العوفي وفضيل بن مرزوق والفضل بن الموفق كلهم ضعفاء .
قال الشيخ الألباني : ضعيف
دا حديث کوم اصليت نه لري ، شيخ الباني دا حدیث ضعيف بللی دی د لا تحقيق لپاره (سلسلة الاحادیث الضعيفه ) ته رجوع وکړئ.
همداراز له فضيل بن مرزوق سره – سره د حديث په سند کي يو بل ضعيف کس هم شته هغه فضل بن موفق الجهم دی.
دا حديث ابن السنی په عمل الیوم والليلة کي په يوه بل سند هم سره هم روايت کړی دی ، مګر هلته يې په سند کي يو ستر دروغجن کس دی ، د نوموړي په اړه مو د محدثينو د نظرياتو لوستلو ته رابولم:
الحديث أخرجه ابن السني في "عمل اليوم والليلة - رقم82" من طريق الوازع بن نافع العقيلي عن أبي سلمة بن عبد الرحمن عن جابر بن عبد الله عنه.
قلت: وهذا سند ضعيف جداً، وآفته الوازع هذا، فإنه لم يكن عنده وازع يمنعه من الكذب، كما بينته في "السلسلة الضعيفة" ولذلك لما قال النووي في "الأذكار": (حديث ضعيف أحد رواته الوازع بن نافع العقيلي وهو متفق على ضعفه، وأنه منكر الحديث) قال الحافظ بعد تخريجه: (هذا حديث واه جداً، أخرجه الدارقطني في "الأفراد" من هذا الوجه وقال: تفرد به الوازع، وهو متفق على ضعفه وأنه منكر الحديث. والقول فيه أشد من ذلك، فقال ابن معين والنسائي: ليس بثقة، وقال أبو حاتم وجماعة، متروك الحديث، وقال الحاكم: يروي أحاديث موضوعة).
وزيري صاحب ! دا وو د هغه حديث حقيقت چي تا پرې ناز کاوی، دا وو هغه راويان چي ستا يې پر ملاتړ بار وو مګر دا ټول جعلي وختل له دې وروسته مو اراده څه ده؟.
ايا اوس هم په وړو کي شګه پاتي ده؟.
په پرېکړه کي انصاف مه هېروئ!.
[quote:9be4dfce83="وزیري"]
د علامه صاحب لاندی لیکنه پورتنی احادیث او د لیکل شویو کتابونو حوالی مونږ حنفیانو لپاره طلا دی طلا. نور ثبوت څه ته وایی؟
[/quote:9be4dfce83]
د علامه صاحب ليکنې له دې موضوع سره اړخ نه خوړ نو يوه طرف ته يې کښېږده بیا يې يادونه ونه کړې پاتي شول ستا احاديث او د کتابونو حوالې نو لوستلي به دي وي چي حديث مو له حديثي اصولو سره څومره سمون درلود؟.
ايا صحيح ول؟.
ايا راويان يې ثقه وو؟.
ايا په راويانو کي ضعفاء ، موضوعين او متروکين نه ول؟.
که دا هرڅه وو نو لا بيا هم ولي داسي دروغو ته حديث ویل کېږي او دليل په نیول کېږي ، غوره بېلګه یې پورتنی دروغ روايت دی.
د ثبوت په اړه مو ډېره ښه پوښتنه کړې ده ښه شول چي ستاسو ماهيت هم خلکو ته څرګند شو اوس خلک پوهېږي چي له تاسره د ذرې غوندي پوهه هم نه شته ځکه تر اوسه تاسو په ثبوت هم نه ياست پوهېدلي خير زه به يې درته ووايم پروا نه لري.
ثبوت دادی چي صحيح او کره روايتونه راوړه ، له اياتونو بې محله استدلال مه کوه هر وخت چي دي دا دوه کارونه په اصولي توګه وکړل نو بيا پرې دعلماوو تائيدي اقوال نقل کړه له دې وروسته یې په منلو کي ځنډ له حق او حقيقت څخه سترګې پټول دي.
مګر تاسو له دې چارو يوه هم ونه کړه او په زور د حديثو د اثبات ناکامه هڅه کوئ. الله دي تاسو او موږ ته هدايت وکړي ، آمين !
[quote:9be4dfce83="وزیري"]
علامه سید محمود آلوسی رحمه الله، د اهل الله په وسیله کولو کی او له دوی نه د روحانی استمداد د امکان او جواز په باره کی د سورة النازعات د اولنیو ۵ آیاتونو بالخصوص د (فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا) په تفسیر کی لیکی.
اذا تحیرتم فی الأمور فاستعینوا من أصحاب القبور أی أصحاب النفوس الفاضلة المتوفین، ولا شک فی أنه یحصل لزائرهم مدد روحانی ببرکتهم و کثیرا ما تنحل عقد الأمور بإنامل التوسل ‌إلی الله تعالی بحرمتهم.
ترجمه: کله چی تاسی له مشکلاتو سره مخ شی نو له اهل مزاراتو نه د مدد طلب وکړی. یعنی د الله جل جلاله هغه محبوب او مقبول بندګانو نه د مدد طلب وکړی چی خاوندان د نفوس قدسیه دی او وفات شویدی. په دی کی هیڅ شک نشته چی که څوک ددوی په مزار باندی حاضر شی نو ددوی په برکت سره روحانی مدد حاصلیږی او اکثره وخت ددوی د حرمت وسیله کولو په خاطر د مشکلاتو غوټی خلاصیږی.
حواله: روح المعانی، ۳۰: ۸ – ۲۷

زمونږ په بل کتاب (زمونږ به ځکه ورته وایم چی تاسی خو بدبختانه وهابیون یاستی او سره فرق لرو) داسی لیکلی شوی.
و فی المهند علی المفند، عندنا و عند مشائخنا یجوز التوسل فی الدعوات بالانبیاء والصالحین من الاولیاء والشهداء والصدیقین فی حیاتهم و بعد وفاتهم بان یقول فی دعائه اللهم انی اسئلک بفلان ان تجیب دعوتی و تقضی حاجتی الی غیر ذلک الخ صفحه ۱۲، ۱۳.
[/quote:9be4dfce83]
د دوئ خبرې د دليل او استدلال له مخې منل کېږي ، هر وخت چي يې دا سند وړاندي کړ وروسته به خبرې پرې کوو.
[quote:9be4dfce83="وزیري"]
خلاصه: له ماسره خو همدا دلایل دی چی درته وړاندی می کړل، مونږ د همدی دلایلو په لرلو سره دا کار روا بولو. که ته یی راسره منی یو دی کور ودان او که نه یی منی نو بیا دی هم کور ودان. چی داسی نه شو نو دا ۷۳ فرقی به له کومه شی.
[/quote:9be4dfce83]
زه به هم په لنډيز سره دومره درته ووايم چي دلايل مو ټول غلط دي او استدلال پرې نيول له حماقت پرته بل څه نه شي کېدای. په دې دلايلو سره يو شي ته د جواز بڼه ورکول به د عقل له مخې يو عبث او ډېر بد کار وي ، ستاسو دلايل د اصولو په ترازو کي تلل شوي هر منصف ویلای شی چي څومره وزن يې درلود؟.
ما ستاسو دلايل د اصولو له مخې غلط ثابت کړي مګر په تاسو کي دومره وس او وړتيا شته چي ستاسو پر دلايلو کېدونکو ردونو او نقدونو ته ځواب وواياست؟.
نه ! دا يو حقيقت دی له همدې کبله دي خلاصه ورته کښېښودله څو له دې کړۍ ځان وباسې مګر د دې حقيقت مسخ کول دومره اسانه نه دي، زه به دا وايم چي ما د نامشروع وسيلې د مشروع کوونکو دلايل غلط ثابت کړي دي نو هيڅ د عقل او فهم درلودونکی انسان يې پيروي نه شي کولای او د پيروۍ وروستۍ پايله يې تيارې دي.
زه به ان شاء الله هیڅکله پر يوه داسي پېچلې لاره تګ خوښ نه کړم چي هر کږلېچی پر تيارو تيارې دي. له الله پر صراط مستقيم د ثابت اوسېدلو غوښتنه کوم .
د دې ( ۷۳ ) فرقو بنسټګر به زما په فکر هماغه کسان وي چي د حق تر جوتېدلو وروسته يې بيا هم امر ته غاړه نه ږدي او پر خپل کينه ، تعصب او حسد ټينګ پاتېږي.
[quote:9be4dfce83="وزیري"]
الله جل جلاله دی مونږه ټول اسلامی امت ته صراط المستقیم وښائی.
[/quote:9be4dfce83]
دلته مو په آمين بدرګه کوم.
په مينه او درنښت
م. وصيل پېروز


وزیري
24.07.2011

پیروز جانه، دا دی ښه کړی چی خبره دی درییمګړو ته غورځولی. ما هم خپل دلایل ویلی او تا هم ویلی. خوښه د خلکو چی هر یو منی او عقیده هر رقم جوړوی هماغسی دی جوړ کړی. دین د الله جل جلاله ده او عقیده د هرچا خپله ده. هر رقم یی چی خوښه وی جوړه دی کړی. خو ما چی څه لیکلی هماغه می عقیده ده.

دا می تاته نه دی لیکلی:::::

یا مالکی کن شافعی فی فاقتی
انی فقیر فی الوری لغناک
یا اکرم الثقلین یا کنز الوری
جد لی بجودک و ارضنی برضاک
انا طامع بالجود منک لم یکن
لابی حنیفة فی الانم سواک
(ابوحنیفه، قصیدة نعمان، مع خیران الحسان: ۲۰۰)

امام شافعی رحمه الله وایی:
ال النبی ذریعتی و هم وسیلتی
ارجو بهم اعطی غدا بید الیمن صحیفتی
(ابن حجر هیتمی، الصواعق المحرقة علی اهل الرفض والضلال و الزندقة: ۱۸۰)

داؤد علیه السلام به ویلی:
وان داؤد علیه السلام لما اصاب الذنب و نفر عنه الوحش خرج الی فلاة من الارض و قال: الهی بحق النبی العربی الذی تبعثه فی آخر الزمان الا غفرت لی فاجاب دعوته.
(واقدی، فتوح الشام، ۲: ۱۵۲)

والسلام


مومن مهاجر
24.07.2011

سلامونه او احترامات
ښاغلی وصيل پېروز ستاسو ځانګړی پیغام راته ورسېد او له غوښتنې سره سم مو د هغې ليکنې په اړه نظر څرګند کړ چي ښاغلي وزيري نقل کړې او فکر يې کړی وو چي دا ليکنه زما ده مګر خبره داسي نه ده هغه ليکنه ښاغلي ابو الفضل کړې وه چي ما د شننې لپاره کټ مټ په هماغه ډول د ټول افغان د اسلامي فورم د بحثونو خونې ته رانقل کړه څو یې لوستونکي وشني ، زما خپله ليکنه نه وه يوازي او يوازي مو د څېړنې په موخه راکاپي کړې وه په پای کي بايد ووايم چي ستا او د ښاغلي وزيري تر منځ روان بحث مي تر ډېره تعقيب کړی چي په لومړي ځل دواړو خواوو د پښتنو په تونده ټولنه کي تر ډېره بريده له اصولو سره سم بحث وکړ.


وصيل پېروز
26.07.2011

[quote:d259cfe584="وزیري"]
پیروز جانه، دا دی ښه کړی چی خبره دی درییمګړو ته غورځولی. ما هم خپل دلایل ویلی او تا هم ویلی.
[/quote:d259cfe584]
وزيري صاحب ! ما خبره هغه منصف درېيمګړي ته غورځولې چي هر څه د اصولو او قوانينو په ترازو کي تلي ، د يوې داسي لارې لاروی وي چي تګ پرې د دلايلو او براهينو په رڼا کوي دا پرېکړه هغه څوک کولای شي چي د ثابتو او مسلمو اصولو په وړاندي د سترګو اوچتولو توان پکي نه وي مګر کوم څوک چي د دې ثابتو اصولو په وړاندي لا هم د سرکښۍ ناوړه عادت ژوندی کوي ايا هغه به وکړای شي چي د يوه داسي ستر اختلاف په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي؟.
[quote:d259cfe584="وزیري"]
خوښه د خلکو چی هر یو منی او عقیده هر رقم جوړوی هماغسی دی جوړ کړی. دین د الله جل جلاله ده او عقیده د هرچا خپله ده. هر رقم یی چی خوښه وی جوړه دی کړی.
[/quote:d259cfe584]
که کوم څوک د اسلام د سپېڅلي دين منونکی وي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم رسالت ته يې د اطاعت سر ټيټ کړی وي نو ايا هغه به د خپل پيغمبر پر لاره تګ خوښ نه کړي؟ څرګنده خبره ده چي هغه به پرې لاره له تللو ډډه ونه کړي او په دې هم هر باشعوره انسان پوهېږي چي کوم څوک د رسول الله صلی الله عليه وسلم له راوړي دين پرته بله ګروهه خپله کړي ، په بل دين شي ، د يوې بلې عقيدې منونکی شي نو وروستۍ پايله يې ډېره بده او ناوړه ده. که دين د الله جل جلاله وي نو بايد موږ يې په پيروۍ کي له تعصب ، حسد ، کينې او حق پټونې څخه کار وانه خلو الله جل جلاله موږ ته امر کوي، وايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ( البقرة : ۲۰۸ )
ژباړه: اې مومنانو! په اسلام کي پوره داخل شئ او د شيطان په ګامو مه پسې کېږئ بې شکه هغه ستاسو څرګند غليم دی.
دلته موږ وينو چي الله جل جلاله موږ ته په اسلام کي د بشپړ داخلېدلو امر کوي او وايي چي په دين کي د شيطان له پيروۍ ځان ساتئ.
همداراز که په قرآن کريم کي تفکر وکړو نو موږ ته د يووالي امر شوی ، مسلمانان يووالي ته رابلل شوي ، د بريا يوازينۍ لاره اسلام ښودل شوی او هغه څوک بريمن ګڼل شوی دی چي داسي عقيده خپله کړي لکه څرنګه چي يې رسول الله صلی الله عليه وسلم په الهي وحې سره موږ ته ښوونه کړې.
اوس دا ووايه چي ايا الله جل جلاله موږ ته دوې عقيدې راښودلې چي که ستاسو خوښه وي نو هغه خپله کړئ ، که الله ويلي چي که مو هره نظريه خوښه وي هغه خپله کړئ.
هر عاقل مسلمان به ووايي چي نه ! الله داسي نه دي ويلي بلکي پر يوه رسۍ راټوليدلو امر يې کړی دی. زما او تا بحث د ا سلام په دايره کي دننه دی ، په اسلام کي يوه نظريه حق ده ، په اسلام کي د ډلو ډلبازيو جوړولو ته نه اړتیا شته او نه جواز لري.
هيڅوک نه شي کولای چي د قرآن او سنت د لارې برخلاف کومه نوې لاره جوړه کړي او وغواړي چي خپله راتلونګې تګلاره يې وګرزوي ، ټول انسانان د الهي دين اسلام په پيروۍ امر شوي او کوم څوک چي د خواهشاتو او خپلو غير مدللو مفکورو پلوي کوي نو پوه دي شي چي په څرګند زيان کي دي.
[quote:d259cfe584="وزیري"]
خو ما چی څه لیکلی هماغه می عقیده ده.
[/quote:d259cfe584]
ستاسو د عقيدې دلايل ټول له اصولو سره سم وجاجول شول او روښانه شوه چي تر کومه ځايه د صحت په تله کي سيي وختل؟. ټول پوهېږي چي ستاسو د عقيدې دلايل د کمزورۍ ، موضوعوالي او ناسموالي له کبله دومره د خندا وړ وو چي يو عالم شخص ورته په کټ – کټ خندلای شي.
که خلک دې ته پرېښودل شي چي له دليل پرته څرنګه غواړي هغسي عقيده خپله کړي نو بيا تاسو څه فکر کوئ چي برېلويان ، شيعه ګان ، منکرين حديث او نور پر سيي لارو تللي دي؟.
هرو مرو به ستاسو ځواب نه ! نو بيا خو په خپله خوله پر دې حقيقت اعتراف کوئ چي دليل د بريا او برياليتوب راز دی، هغه هم داسي دليل چي سالم وي ، د اصولو په رڼا کي ثابت شوی وي او قوانين يې تائيدوي.
دا بحث د همداسي يوې صحنې انځورګري کوي.
په مينه او درنښت


حذيفه
30.07.2011

السلام عليکم
درنو وروڼو ! ستاسو د بحث خوږې طريقې ، ښې تګلارې او ښې ارزونې موږ ته هم ډېر څه را وښودل . زه باور لرم که څو نور داسي کسان هم پيدا سي چي خپل بحث په دې ډول ښه طريقه مخ په وړاندي بوزي نو لرې نه ده چي د افغانانو ډېری ستونزې به حل شي .
ستاسو د نظرونو له شريکولو يوه نړۍ مننه .
الله جل جلاله دي موږ ته هدايت وکړي .


وصيل پېروز
05.08.2011

درنو لوستونکو!
ښه ډېره موده وړاندي ما د ( يوه پوښتنه ، په لسو بڼو ) تر عنوان لاندي يوه لړۍ شروع کړې وه چي په منځ کي يې وزيري صاحب بحث شروع کړ او کوشش يې وکړ چي غير شرعي توسل شرعي توسل ثابت کړي د بحث دا اوږده لړۍ ستاسو مخ ته پرته ده او کولای شئ چي په دې اړه له حقايقو سره ځانونه اشنا کړئ .
اوس زه غواړم بيرته هماغه لړۍ ژوندۍ کړم او تر اوږده ځنډ وروسته يې دا لومړۍ کړۍ ده :
دعا د قرآن او حديث په رڼا کي
الهي لارښوونه ده :
(( وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ )) ( المؤمن : ۶۰ )
ژباړه : او ستاسو رب وويل چي ما ته دعاوې کوئ زه به يې قبولې کړم بې شکه کوم خلک چي زما له عبادت ( دعا ) څخه سرغړونه ( تکبر ) کوي هغوئ به ژر خوار او ذليل جهنم ته داخل شي.
بل ځای داسي راځي:
(( وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ )) ( البقرة: ۱۸۶)
ژباړه: کله چي له تا زما بندګان زما په اړه وپوښتي نو ( ورته ووايه ) چي زه ډېر نژدې يم او د هر بلونکي بلنه منم نو زما خبره ومنئ او پر ما ايمان راوړئ څو لاره ومومئ.
يو بل ځای الهي وينا ده:
(( فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ )) ( المؤمن : ۱۴ )
ژباړه: نو تاسو الله دربولئ د هماغه لپاره دين خالص کړئ که څه هم کفار يې بد ګڼي.
يو بل ځای داسي لولو:
((ادْعُواْ رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ )) ( الأعراف: ۵۵ )
ژباړه: ستاسو رب په عاجزي او پټه دربولئ بې شکه الله تېري کوونکي نه خوښوي.
همدا راز الهي فرمان دی:
(( أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ )) ( النمل: ۶۲ )
ژباړه: څوک دی چي کله يې بې کسه ور وبولي نو دعا يې اوري او څوک يې تکليف لرې کوي؟ ( او څوک دی ) چي تاسو د ځمکې خليفه ګان ګرزوي ايا له الله سره بل اله هم شته تاسو ډېر لږ فکر کوئ!.
نور بيا ...


وصيل پېروز
10.08.2011

[color=cyan:ec3d9c42ed]غير الله مرستې ته را بلل څرنګه دي؟[/color:ec3d9c42ed]
( 1 ) يادونه:- د غير الله معنا ده له الله پرته که څه هم يو پيغمبر ، رسول ، نبي ، ولي ، بزرګ ، ونه ، ډبره ، ملائکه او نور وي.
( ۲ ) يادونه:- ځيني کسان وايي چي له الله پرته بل څوک رابلل يقيناً هم شرک دی مګر موږ چي کوم کسان رابولو هغه خو غير الله نه بلکي عين الله دی فنا فی الله ، باقی بالله او نور.
ځواب:- د نبوت د مقام څښتن انسان چي څوک عين الله ګڼي نو قرآن هغه څوک کافر بللی دی نو ويلای شئ چي د ولايت د مقام څښتن که څوک الله وګڼي ايا مسلمان پاتي کېدای شي؟.
الهي لارښوونه ده :
لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَآلُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ ( المائدة : ۱۷ )
ژباړه : بې شکه هغه خلک کافران دي چا چي مسيح ابن مريم الله وګاڼی.
( ۳ ) يادونه :- د يوې شبهې رد
ځيني کسان وايي چي کوم اياتونه د بتانو په اړه نازل شوي هغه د وليانو په اړه د دليل په توګه وړاندي کول بې ځايه کار دی.
ځواب :-
إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ( الأعراف : ۱۹۴ )
ژباړه : کوم کسان چي ( د ستونزو د حل ، له زيانه د ځان ساتنې او ګټې د ترلاسه کولو په موخه ) له الله پرته نور را بولي هماغوئ ستاسو په څېر بندګان دي نو را ويې غواړئ هغوئ بايد ځواب درکړي که رښتني ياست .
وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّن يَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَن لاَّ يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَى يَومِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَن دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ ( الأحقاف : ۵ )
ژباړه : تر هغه چا به بل ګمراه څوک وي چي د الله په پرېښودلو هغه څوک را غواړي چي تر قيامته ځواب نه شي ورکولای او له دې هم ناخبره دی چي دوئ يې ور بولي.
وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلآ أَنفُسَهُمْ يَنْصُرُونَ ( الأعراف : ۱۹۷ )
ژباړه : تاسو چي له الله پرته کوم څوک دربولئ نه ستاسو او نه هم د ځان مرسته کولای شي.
غير الله بايد د اعمالو له پلوه تر عامو خلکو غوره وي مګر موږ وينو چي هغوئ د صنعت له لحاظه بلکل زموږ په څېر دي ، د دې خبرې تائيد قرآن کوي او وايي:
ژباړه : کوم کسان چي ( د ستونزو د حل ، له زيانه د ځان ساتنې او ګټې د ترلاسه کولو په موخه ) له الله پرته نور را بولي هماغوئ ستاسو په څېر بندګان دي نو را ويې غواړئ هغوئ بايد ځواب درکړي که رښتني ياست . ( الأعراف : ۱۹۴ )
وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ لاَ يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ * أَمْواتٌ غَيْرُ أَحْيَاء وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ ( النحل : ۲۰ ، ۲۱ )
ژباړه : کوم کسان چي له الله پرته نور را بولي هغوئ د هيڅ شي پيداکوونکي نه دي بلکي په خپله پنځول شوي ، مړه دي نه ژوندي او په دې نه پوهېږي چي کله به پاڅول کېږي؟.
په تېرو اياتونو کي الله خلکو ته وويل چي تاسو له الله پرته نور مه رابولئ او له دې کاره يې منعه کړل مګر په راتلونکو اياتونو کي الهي لارښوونه داسي ده چي تاسو له الله سره نور مه رابولئ اعنی يو څوک پر الله ايمان هم لري مګر ورسره په څنګ کي له الله پرته نور هم رابولي ، الله له دې کاره هم منعه کړې او داسي راته وايي:
وَلاَ تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلاَّ وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ( القصص : ۸۸ )
ژباړه : او له الله سره بل څوک مه رابولئ له ده پرته هيڅ معبود نه شته ، هر څه له منځه تلونکي دي مګر د ده له ذات پرته پاچاهي د همده ده او تاسو ور ګرزېدونکي ياست .
فَلاَ تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَكُونَ مِنَ الْمُعَذَّبِينَ ( الشعراء : ۲۱۳ )
ژباړه : له الله سره بل څوک مه را بولئ که نه عذاب به درکول شي.
وَمَن يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لاَ بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِندَ رَبِّهِ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ ( المؤمنون : ۱۱۷ )
ژباړه : څوک چي له الله سره نور رابولي له هغوئ سره هيڅ دليل نه شته ، د دوئ حساب د دوئ له رب سره دی او الله کافران نه بريالي کوي.


وصيل ( پېروز )
05.09.2012

ټولو ته سلامونه

نن مي تر ډېر وخت وروسته پر دې موضوع سترګې ولګېدې ، کله چي مي خپلې ليکنې ولوستلې نو يو خوند او خوشالي مي ترې حس کړه ځکه دا زما د يوه يا يو نيم کال پخوانۍ ليکنې دي چي زما په اند ښه روان والی يې درلود او همدا راز يې دلايل دومره منطقي وو چي هيڅ عقلمن انسان ترې انکار نه شي کولای البته دا زما خبرې نه بلکي هغه ليکنه په خپله د ځان همدا ستاينه کوي . و لله الحمد

له همدې کبله غواړم چي په يو شمېر نورو موادو سره د دې موضوع په اړه حقايق بېخي بربنډ کړم څو خلګ په دې اړه له عيني واقعيتونو سره اشنا شي او پر دې حقيقت چي د زمانې په دوران کي کوم ګردونه لوېدالي دا وڅنډل شي او خلګ د اسلام د لارښوونو په رڼا کي درک کړي چي توسل څه دئ ؟ ، کوم ډول يې روا او کوم يې ناروا دئ؟. همدا راز په دې لاره کي کوم څه شرک او کوم توحيد دئ؟.

زموږ په ټولنه کي دا ساري ناروغي بېخي عامه شوې ده او ډېر خلګ په دې اړه له واقعيتونو و حقيقتونو خورا لرې دي ان زموږ د ټولنې ډېری وګړي پکي د شرک تر پولو رسېدلي دي البته په دې اړه مهم رول زيارتونه او ستر - ستر قبرونه لوبوي ، که مي وخت وموند نو ان شاء الله د زيارتونو په اړه به هم د قرآن او حديث په رڼا کي مهم معلومات سره شريک کړو.

په مينه او درنښت


تخاري
05.09.2012

وصیل پیروز وهابي صیب لیکلي دي:-

ټولو ته سلامونه[/quote]

دا ستا پر سنتو عمل دی !! چې په بدعتي ډول سلام اچوې - ایا ته خپل دې کار ته هم د قران او سنت په روڼا کې پرتوګ سکڼلئ شې -؟؟؟


حذيفه
05.09.2012

[quote:d5335d89a2="تخاري"]وصیل پیروز وهابي صیب لیکلي دي:-

ټولو ته سلامونه

دا ستا پر سنتو عمل دی !! چې په بدعتي ډول سلام اچوې - ایا ته خپل دې کار ته هم د قران او سنت په روڼا کې پرتوګ سکڼلئ شې -؟؟؟[/quote:d5335d89a2]
تخاري!
ته دا ستا په دې سپکه ، پلېته ، چټله ، مرداره او بې خونده لهجه نه شرمېږې؟
دا ستا د يوه ښه مسلمان اخلاق دي؟
وصيل نو تاته څه ويلي دي؟ ایا ستا شخصي ملکيت يې در څخه لاندي کړی؟
ایا تاته يې شخصا خبره کړې؟ د وصيل بحث له وزیري سره سوی دئ خو بده پر تا ولګېده ، ولي؟

ما ستاسو خبرو ته تر ډېره صبر وکړ ، اخیر تاسو شخصا مخامخ خلکو ته ښکنځل ولی کوئ؟
په دې ستا څه جوړېږي؟
بحث نه سې کولای ، نه دي زده دئ، نه يې وس لرې، نه دلايل در سره سته ، او نه هم ماته د دې اهل معلومېږې نو به ځکه تل همدا غیر انساني ، غیر فطري او غیر اسلامي کړنه کوې.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:d5335d89a2] لیکنه د قبیح المنظر الفاظو نه پاکیزه او درسته شوه !!!!
زشته او بد شکله لیکنه اصلاح طلبه نده ، بس اور ته لرګي ورغورځول دي [/color:d5335d89a2]
اداره


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more