اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
يوه پوښتنه ، په لسو بڼو
وصيل پېروز
17.04.2011
ډېری مسلمانان دا فکر کوي چي مړه شوي ښه خلک يا بزرګان د خلکو ستونزې هوارولای شي او مشکلات یې رفع کولای شي مګر يو پوه او عقلمند انسان پر دې باور نه کوي او په پوښتونکي نظر ورته ګوري غواړي وپوښتي چي داڅرنګه ممکن دي ايا له الله پرته یوه بله هستی دي دا سي کار کولای شي؟.
دا پوښتنه لس مختلفې بڼې لري چي ځواب يې يوازي او يوازي د قرآن او حديث په رڼا کي غواړو څو زموږ د زړونو تسل وشي .
(۱) که له الله جل جلاله پرته کومه بله هستي د خلکو مشکلات رفع کولای شي نو وواياست چي د سوال کوونکي مشکل حل کوونکی تر مرګ وروسته له زرګونو مېلو لرې والي سره سره په قبر کي اورېدلای شي؟.
(۲) بالفرض که دا ثابته شي چي نوموړی له دومره لرې والي سره سره اورېدلای هم شي نو ايا نوموړی د نړۍ په هره ژبه پوهېږي؟. ځکه عرب په عربي کښي سوال کوي ، پښتون په پښتو ، پنجابی په پنجابي ، فارسي ويونکی په فارسي او ...
(۳) فرض کړئ دا هم ثابته شوه چي نوموړې هستي د دنیا له ټولو ژبو هم خبره ده نو بيا پوښتنه دا پيدا کېږي چي که نوموړي ته په يوه شېبه کښي په زرګونه او لکونه مشکلات وړاندي شي ايا نوموړی به يې په همدې يوه وخت کښي اوري؟ که د کتار جوړولو ضرورت هم مخته راځي؟.
(۴) له کومې هستۍ چي سوال کېږي ايا کله هم خوب کوي که ټول وخت ويښ وي؟. که ويدېږي نو له موږ سره بايد يو داسي تقسيم الاوقات وي چي خپل مشکل د بيدارۍ پر مهال ورته وړاندي کړو که په خوب کښي هم اوري؟.
(۵) يو ګونګی چي له خبرو کولو عاجزه دی که خپل مشکل په زړه کښي وړاندي کړي ايا نوموړې هستي به يې واوري؟.
(۶) انسان د ژوند په اوږدو کښي له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخ کېږي که دا ټولي ستونزې او مشکلات الله حل کولای شي نو بيا غيرالله ته د فرياد کولو اړتيا څه ده؟ او که نعوذ بالله له الله تعالی پرته يو بل څوک هم پر داسي کولو وس لري نو بيا الله جل جلاله ته اړتيا څه ده؟.
(۷) که غير الله د ټولو ستونزو پر حل کولو برلاسي نه لري نو کېدای شي ځيني مشکلات الله حل کولای شي او د ځينو نورو د حل کولو اختيار الله بل چاته ورکړی وي نو پر داسي مهال له موږ سره د يوه لړليک يا فهرست وجود ډېر ضروري دی څو وپوهېږو چي کومې ستونزې الله او کومې غير الله حل کولای شي؟ څو غوښتونکی خپلې هغه ستونزې ورته وړاندي کړي چي د ځواب ويلو توان یې لري .
(۸) له الله جل جلاله پرته چي کومه هستي مشکلات حل کولای شي ايا هغوئ ستونزې او مشکلات هم راوستلای شي؟؟؟ که یې دنده يوازي او يوازي ستونزو ته ځواب ويل دي؟ که هغه ستونزه حل کولای شي نو پوښتنه داده چي د دې ستونزې او مشکل راوستونکی څوک دی؟.
(۹) لنډه دا چي پايله دا راوزي چي الله جل جلاله د مشکلاتو راوستونکی دی او غير الله يعني له الله جل جلاله پرته بل څوک يې حل کوونکی دی . (نعوذبالله) فرض کړئ ! يو هستي غواړي يو مشکل راولي مګر بل څوک غواړي ختمه يې کړي نو په دوئ دواړو کښي به کوم يو خپله پرېکړه بيرته اخلي؟.
(۱۰) که د کوم متقي يا ګناهکارې هستۍ د جنازې لمونځ کېږي نو د بخښنې لپاره يې بايد الله ته دعا وشي که غير الله ته؟.
نور بيا ...
G U L A P
20.04.2011
پیروزه ځوانه
تاپخپله داویلي چي ډیری مسلمان دافکر کوي چي مړه شوي ښه خلک دخلکو مشکلات حل کولای شي
نوچي ته پخپله وایې چي ډیری نوته بیا ولي لکه ورکه میږه ځان په لیوانو داړې
نوخو ته هم ډیري ته راشه
هغه ډیري ته چه یو عقلمند انسان امام شافعي یې تائید کړی او ویلي یې دي چه قبر دموسی کاظم تریاق مجرب دئ
ورورکیه هغوی هم وایي چي کارونه خدای کوي که نه منې نوته هغوی ته ووایه چه تاسو چه کوم بزرګ دمشکل دحل ذریعه بولئ نعوذبالله داترخدای زورور دئ چه ستاسابه په مالګه کوي کنه اوکه دغه خبره دي امام شافعي ته کړې وای نوضروربه یې داسي کافردرنه جوړکړی وای لکه شیطان
اودلرې اوریدو خوبه تاهم اوردلي وي چه حضرت عمرساریې ته غږ وکړ
اوکه ته وایې چه هغه خو ژوندي خلک وو داخومړه دي
زه وایم چي نیل ته خط لیکل څنګه وو اوبه خو به ژوندئ نه وې
جعفرطیارچي له اح نه اوبه غوښتلې اوهغه ورته وايي چي په ماکي اوبه نشته اوبیا دقرآنکریم یو ایت ورته لولي داغرپه دغوشیانو څنګه پوی شو
هغه مار چه ابوبک صدیق ته یې ټک ورکړ درسول ص په مینه چا پوی کړ؟
بله داچه ده باچا په دروازه کي ولاړ کس ته چه دخلکوعرایض اخلي دانده ضروري چه
نوموړی به په ټولو ژبو پوهیږي
که ته وایې چه څه ضرورت دئ پخپله دې خدای ته ووایي خوزه وایم دلته کوم ټکر نه راځي
داځکه دباران دغوښتلو لپاره خلک رسول مقبول ص ته راغلل ولې یې پخپله له خدایه باران نه غوښت؟
اوپه یوه وخت اوریدل دجمعې له درود نه درواخله چه څوک يې لولې اویاروضې مطهرې ته په ان واحده کي ډیري خلک ولاړ وي او السلام علیک یارسول الله په یوه وار ورته وایې نوته وايې دټولواوریدل به څنګه وي ؟!!!
اوپه دې وخت کي به هغه ویښ وي که بیده !!!
ته ووایه تقسیم اوقات جوړوې اوکه نه ؟
ستونځې اومشکلات خدای حل کوي وروره عزرائیل چه ارواحونه اخلي نوته ووایه داخدای اخلي که هغه که یې خدای اخلي نو دعزرائیل ع څه ضرورت دئ اوکه يې دی اخلي نو دا له خدای سره دکومک په معناده که څنګه ټّ دلته هم باید تقسیم اوقات جوړ کې ؟!!!
وروره ستونځې خدای راولي خدای یې دفعه کوي خوزه لتانه دا پوښتنه کوم چه خدای کله تاته مرض راولي نوته ډاکټرته ځې ته داورته وایې چه دغه دخداي په امر راغلی مرض رانه لرې کړه ؟که ځواب مثبت وي نو اوس ماته ووایه ته کافرپاته شوې اوکه مسلمان ؟ ستا دفتوی له مخي ته یوکافر بدکافر هغه په هغه کفر سره کافر چه تا دنورو لپاره غوښت ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ مبارک دې شه نوربیا
وصيل پېروز
20.04.2011
ګلاف خانه اوامروخانه ستړي مه شئ!
دکومې موضوع په اړه چي مالیکنه ژباړلي هغه دتوسل موضوع ده . دتوسل مطلب دادی چي له الله جل جلاله څخه دغوښتنې لپاره بل شی واسطه شي . څرنګه چي موږمسلمانان یونولازمه ده په دې ځان پوه کړوچي په شریعت کي وسیله یاواسطه ترکومه بریده جوازلري؟ .
قرآن کریم اونبوي صحیحواحادیثوته په رجوع کولوثابته ده چي په اسلام کي یوازي درې ډوله وسیله یاواسطه جوازلري اوبس .
اول : دالله جل جلاله ښکلي نومونه یاصفات وسیله کول . لکه الله جل جلاله چي وايي :
((وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُواْ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَآئِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ (الاعراف : ۱۸۰)
ژباړه : خاص الله لره ښکلي نومونه دي ، په هماغویې دربولئ اوهغه کسان پرېږدئ چي دده په نومونوکي کږوالی کوي ، دوئ ته به ژردخپلوکړنوسزاورکړل شي .
په دې سره ثابته شوه چي الله جل جلاله په خپلواسماوورابلل کېدای شي .
دویم : خپل نېک اعمال وسیله کول . لکه دبخاري په دې حدیث کي چي دي :
حَدَّثَنَا أَبُو الْيَمَانِ، أَخْبَرَنَا شُعَيْبٌ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، حَدَّثَنِي سَالِمُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ ـ رضى الله عنهما ـ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ ( انْطَلَقَ ثَلاَثَةُ رَهْطٍ مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ حَتَّى أَوَوُا الْمَبِيتَ إِلَى غَارٍ فَدَخَلُوهُ، فَانْحَدَرَتْ صَخْرَةٌ مِنَ الْجَبَلِ فَسَدَّتْ عَلَيْهِمُ الْغَارَ فَقَالُوا إِنَّهُ لاَ يُنْجِيكُمْ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَةِ إِلاَّ أَنْ تَدْعُوا اللَّهَ بِصَالِحِ أَعْمَالِكُمْ. فَقَالَ رَجُلٌ مِنْهُمُ اللَّهُمَّ كَانَ لِي أَبَوَانِ شَيْخَانِ كَبِيرَانِ، وَكُنْتُ لاَ أَغْبِقُ قَبْلَهُمَا أَهْلاً وَلاَ مَالاً، فَنَأَى بِي فِي طَلَبِ شَىْءٍ يَوْمًا، فَلَمْ أُرِحْ عَلَيْهِمَا حَتَّى نَامَا، فَحَلَبْتُ لَهُمَا غَبُوقَهُمَا فَوَجَدْتُهُمَا نَائِمَيْنِ وَكَرِهْتُ أَنْ أَغْبِقَ قَبْلَهُمَا أَهْلاً أَوْ مَالاً، فَلَبِثْتُ وَالْقَدَحُ عَلَى يَدَىَّ أَنْتَظِرُ اسْتِيقَاظَهُمَا حَتَّى بَرَقَ الْفَجْرُ، فَاسْتَيْقَظَا فَشَرِبَا غَبُوقَهُمَا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ فَفَرِّجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَةِ، فَانْفَرَجَتْ شَيْئًا لاَ يَسْتَطِيعُونَ الْخُرُوجَ ) . قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ( وَقَالَ الآخَرُ اللَّهُمَّ كَانَتْ لِي بِنْتُ عَمٍّ كَانَتْ أَحَبَّ النَّاسِ إِلَىَّ، فَأَرَدْتُهَا عَنْ نَفْسِهَا، فَامْتَنَعَتْ مِنِّي حَتَّى أَلَمَّتْ بِهَا سَنَةٌ مِنَ السِّنِينَ، فَجَاءَتْنِي فَأَعْطَيْتُهَا عِشْرِينَ وَمِائَةَ دِينَارٍ عَلَى أَنْ تُخَلِّيَ بَيْنِي وَبَيْنَ نَفْسِهَا، فَفَعَلَتْ حَتَّى إِذَا قَدَرْتُ عَلَيْهَا قَالَتْ لاَ أُحِلُّ لَكَ أَنْ تَفُضَّ الْخَاتَمَ إِلاَّ بِحَقِّهِ. فَتَحَرَّجْتُ مِنَ الْوُقُوعِ عَلَيْهَا، فَانْصَرَفْتُ عَنْهَا وَهْىَ أَحَبُّ النَّاسِ إِلَىَّ وَتَرَكْتُ الذَّهَبَ الَّذِي أَعْطَيْتُهَا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ فَافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ. فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ، غَيْرَ أَنَّهُمْ لاَ يَسْتَطِيعُونَ الْخُرُوجَ مِنْهَا. قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم وَقَالَ الثَّالِثُ اللَّهُمَّ إِنِّي اسْتَأْجَرْتُ أُجَرَاءَ فَأَعْطَيْتُهُمْ أَجْرَهُمْ، غَيْرَ رَجُلٍ وَاحِدٍ تَرَكَ الَّذِي لَهُ وَذَهَبَ فَثَمَّرْتُ أَجْرَهُ حَتَّى كَثُرَتْ مِنْهُ الأَمْوَالُ، فَجَاءَنِي بَعْدَ حِينٍ فَقَالَ يَا عَبْدَ اللَّهِ أَدِّ إِلَىَّ أَجْرِي. فَقُلْتُ لَهُ كُلُّ مَا تَرَى مِنْ أَجْرِكَ مِنَ الإِبِلِ وَالْبَقَرِ وَالْغَنَمِ وَالرَّقِيقِ. فَقَالَ يَا عَبْدَ اللَّهِ لاَ تَسْتَهْزِئْ بِي. فَقُلْتُ إِنِّي لاَ أَسْتَهْزِئُ بِكَ. فَأَخَذَهُ كُلَّهُ فَاسْتَاقَهُ فَلَمْ يَتْرُكْ مِنْهُ شَيْئًا، اللَّهُمَّ فَإِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ فَافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ. فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ فَخَرَجُوا يَمْشُونَ ) .
ژباړه : موږ ته ابو اليمان حديث بيان کړ ، ده ويلي موږ ته شعيب خبر راکړ ، هغه له زهري څخه روايت کړی ، ده ويلي ما ته سالم بن عبدالله حديث بيان کړ چي عبدالله بن عمر وويل : ما له رسول الله څخه واورېدل ويل يې : تر تاسو مخکښي درې نفره روان وو دشپې يو غار ته ورغلل او ورته ننوتل له غره ډبره پرې راګېړه شوه او غار یې پسي بند کړ نو دوئ وويل : له دې ډبرې څخه ځان نه شئ خلاصولای مګر داچي الله په خپلو نېکو اعمالو راوبولئ نو په دوئ کښي يوه سړي وويل : اې الله ! زما بوډا مور وپلار وو ما تر دوئ مخکښي نه خپله کورنۍ او نه مرېيانو ته شيدې ورکولې ، يوه ورځ زه د يوه شي په لټه ولاړم تر هغو دوئ ته رانه غلم چي ويده شوي وو ما دوئ ته شيدې ولوشلې نو دوئ مي ويده وموندل ما ښه ونه ګڼله چي تر دوئ مخته کورنۍ او يا غلامانو ته شيدې ورکړم . زه ودرېدم پياله مي په لاس کښي وه د دوئ د را جګېدلو انتظار مي کاوی ان تر دې چي سهار شو دوئ را پورته شول او خپلې شيدې یې وڅښلې ، اې الله ! که ما دا کار ستا د رضا لپاره کړی وي نو موږ له دې ډبرې خلاص کړه په دې سره ډبره دومره لرې شوه چي دوئ ترې وتلای نه شوای . رسول الله ويلي : هغه بل وويل چي اې الله ! ما د اکا يوه لور لرله تر ټولو خلکو راباندي ګرانه وه ما د دې له نفس څخه د ګټې اخيستلو اراده وکړه دې منعه وکړه پر دې يو کال قحط شو نو ما ته راغله ما په دې شرط (۱۲۰) ديناره ورکړل چي له ما سره به بد کار کوي . دې دا کار وکړ ما قدرت پرې پيدا کړ دې وويل : تاته نه ده روا چي مهر په ناحقه مات کړې . ما هم له دې سره بد کار کول ګناه وګڼله او ترې لرې شوم حال داچي په ټولو خلکو کښي يې ما ته خوند راکاوی او ورکړي سره زر مي هم ور پرېښودل اې الله ! که ما دا کا ستا د رضا لپاره کړی وي موږ له دې تکليفه خلاص کړه نو ډبره لرې شوه خو دوئ ترې وتلای نه شوای . رسول الله ويلي چي درېيم وويل : اې الله ! ما خلک مزدوران کړل دوئ ته مي له يوه سړي پرته ټولو ته مزدوري ورکړه هغه خپله مزدوري پرېښوده او ولاړی ما دده مزدوري پر کار واچوله ډېره ګټه يې وکړه څه وخت وروسته هغه راغی ويې ويل : اې د الله بنده! زما مزدوري راکړه ! . ما ورته وويل : دا هر څه اوښان ، غوايي ، پسونه او مرېيان چي وينې ستا دي . ده وويل : اې د الله بنده ! ملنډې مه راباندي وهه ما ورته وويل : ملنډې نه درباندي وهم نو ده ټول وا خيستل ورسره بویې تلل هیڅ يې پرې نه ښودل اې الله! که ما دا کار ستا د رضا لپاره کړی وي نو موږ له دې تکليف څخه خلاص کړه . ډبره لرې دوئ ترې راووتل او روان شول .
درېیم : دنېک ژوندي سړي دعاوسیله کول ددې شواهدهم په صحیحواحادیثوکي خوراډېردي چي دلته راوړل یې وخت غواړي .
په اسلامي ټولنه کي ډېرکسان چي زیارتونوته ورځي اوله مړیودخپلومشکلاتودحل غوښتنه کوي دهغوئ ډېری هغه کسان دي چي داسلام په اړه یې معلومات صفردي ، ان ډیری یې مطلق جاهلان دي اوځيني خوبیاغواړي له دې اړخه اقتصادي اومالي ګټه وټه ترلاسه کړي ، له خلګوپه مختلفونومو نواوحیلوپیسې اخلي اوددنیاترڅنګ یې دین ته هم دروندتاوان اړوي .
ګلاف خانه ! تاچي امام شافعي رحمه الله ته کومه خبره منسوبه کړې هغه ددې سترامام له شان سره هیڅ اړخ نه لګوي اوپه هغه پسي مطلقه افتراء ده . که رښتیاوي نوته یې مرجع اومصدرله کره سند سره ذکرکړه . اوداما م کاظم دقبرله یادونې دي داسي راته معلومه شوه چي درافضي فکرتراغیزي لاندي یې . اوعمررضی الله عنه ته منسوبه دیاساریه الی الجبل کیسه اودنیل سیندته دلیک لېږلونقل هم ثابت نه دی صرف یوه تاریخي خبره ده ترهغه پوري په سم سندنه ده رسېدلي . ستااوستاپه شان یاران یې له څه تحقیق پرته مني . په جعفرطیاررضی الله عنه پسي دي هم له ځانه افتراء کړې که یې ثبوت لرې له سم لاسوندسره وړاندي کړه .
وړاندي مي درته وویل چي دنیک ژوندي سړي دعاوسیله کېدای شي اوپه شریعت کي صرف دهمدغو درووسیلوجوازشته اوبس . که یې دلیل لرې بسم الله کړه .
فکرکوم تانه قرآن لوستی اونه هم نبوي صحیح احادیث الله جل جلاله چي دکائناتوکوم نظام جوړ کړی اوهرچاته یې خپل مسؤلیت سپارلی دادالله په خوښه اواذن شوي . مګرله کوم څه چي یې منع کړي یوهغه بایدونه کړو. دمثال په توګه یوڅوک وږی دی ځي په مزدوري دېرش روپۍ ګټي اوخپله خېټه مړوي خوبل سړی هم له داسي حالت سره مخ دی مګرهغه دمزدورۍ پرځای دبل جېب وهي اوخپل نس ډکوي . دلته مشکل ددواړوکسانوپوره شوخویوله جايزي اوبل له ناجايزي لاري یوه ته الله ثواب ورکوي اوبل ته عذاب . وسیله همدغسي ده که څوک شرعي وسیله کاروي الله به ثواب ورکړي اومرادبه یې په شرعي توګه پوره شي اوکه غیرشرعي وسیله کاروي نودعذاب مستحق دی اوکه یې مرادهم پوره شي نوهغه پوره کړی الله دی خودده فکردادی چي الله ته ددې فلاني مړي یالري ژوندي سړي دذات په وسیله الله پرې پېزوینه وکړه چي په دې سره الله ترې ناراضه کېږي اوله الله څخه یې په نارواتوګه دمرادپوره کولوغوښتنه وکړه .
ډاکټرته ورتګ، دمړتیالپاره ډوډۍ خوړل، دتودېدولپاره اورته کښېنستل اوداوبېدولپاره اوبه څښل داټول هغه وسائل دي چي الله جل جلاله مشروع کړي اوموږته یې دهغودکارولولوامرکړی دی . رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي : لکل داء دواء (حدیث صحیح ) دهرمرض لپاره دواشته ،په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم دواکارولي ده ، خوهیڅکله نه رسول الله صلی الله علیه وسلم، نه صحابه کرامواونه ددین امامانومړي واسطه اوسیله کړي دي . هو! له ژوندي نېک سړي یې دعا غوښتي ده . اوداډول واسطه دشرک اساس دی دمکي مشرکانوبه ویل : وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَـؤُلاء شُفَعَاؤُنَا عِندَ اللّهِ ( یونس : ۱۸)
ژباړه : اودوئ له الله جل جلاله پرته دهغه شي عبادت کوي چي نه تاوان ورته رسوي اونه ګټه دوئ وايي : دا دالله په وړاندي زموږسپارښت کوونکي دي .
زه تاته دانه وایم چي کافریې، خوفکرکوم داسلامي عقیدې په اړه دي معلومات ډېرکم دي .
اوان شاء الله ددې لسوپوښتنوځوابونه به زه له قرآن کریم اونبوي صحیحواحادیثوڅخه درکړم .
کله چي لیکنه کوې ، داحساساتوپرځای سالم منطق اومعقول استدلال کاروه ، سپکه ژبه اوبدرد ویل دمسلمان خوی اوخاصیت نه دی . په مینه ! ستاسوورومحمدوصیل پېروز
حمید هڅــاند
20.04.2011
محترمه؛ کله چې په چا نقد کوې نو د استدلال او لاسوند له مخي رامخته کېږه، د ټاپو ګرځول او په خلکو لګول سم کار نه دی.
انسان چې مړ شي، نو له نړۍ څخه د هغه کړني بندېږي، د صالح اولاد، جاریه صدقې او له علم څخه یې د ګټه اخیستنې ثواب ورته رسېږي او بس. مړی به څنګه زموږ حاجب پوره کړي چې دده ټولي کړني نور له دنیا څخه پرې دي. او ددې ترڅنګ، څوک څه پوهېږي چې په قبرکې د شته انسان به څه ډول حالت وي هلته، ایا الله پاک به ځیني راضي وي که نه؟؟ نو چې زه او تاسو په دې هم نه یو خبر بیا څنګه هر جوړشوي زیارت ته وایو چې یا پلانکی بابا ته راورسېږي؟؟؟
په دونیا کې خو زموږ ژوند ته وسیلي پیدا شوې دي، د ورځنیو ستونزو د حل لپاره موږ ته په کار ده چې له همدې وسېلو کار واخلو؛ دا ډول وسېلي تاسو څنګه د قبر د خاوندانو د مرستې سره تشبه کوئ؟؟ او بیا په دومره ضیعف دلیل سره څنګه په یو چا باندي ټاپه لګوئ؟؟؟
په درنښت
..Ahmadzai
20.04.2011
پښتو كې يو متل وايي: له مړي څخه شيطان هم بيزار دى.
مهاجر صاحب دا له عميق جهل څخه پيدا كيږي, جهل ډيره لويه بلا ده.
د كوم إنسان د عمل كتاب چې وتړل سي نو پرته د هغو جاري صدقو چې رسول الله تعالى ورنه ذكر كړى ثواب او دهغو ګناوو چې نورو ته يې لار جوړه كړي وي هيڅ څه نه ورزياتيږي.
له مړو تمه كول أو وسيلة يې ګرځول إنسان شرك ته رسوي.
G U L A P
20.04.2011
ورورکیه
موږهرسورږیری ملاشاګل نه بولو په قبرونوکي فرق شته
که ته واقعا ملایې نو دامام شافعي قول به ومومې ته هرڅه په هغه کتابونوکي لټوې چي ستاسو کره پراته وي
اودوهابیانو شیوه هم مه کاروه چه ستاله طبیعت سره کوم څه نه لګیږي هغه ضعیف بولې اودکفر فتوا په هغه صورت کې ما ویل که جواب مثبت وي اوداستا ننګه چي يې کړې ده فکر کوم په خوند امیان دي لکه ته دکفر خبره يې سمه نده فهمولې
اوحدیث باربارتکراروې لکه چي فقهي ته دي اړخ نه لګیږي که څه بلا
اوعمومي معلومات دې کم را معلومیږي ته لکه چي دافکر کوې چه امام کاظم شیعه وو
لکه زموږ امیان چي ایران کي به شیعه ګانو حضرت عمر رض ته بدرد ویل نودوی به بیا حضرت علي رض ته کنځلې کولې
او د (یعبدون من دون الله)خبره دې ځکه له موضوع سره سر نه لګوي ځکه مسلمانان خو تریعبدون الله لاندې کیږي نه ترمن دون الله هلته خو یې اصلا دخدای بندګي نه کوله
وروره که ددې ګمراه کمپائن دچلولو په بدل کې له وهابیانو څه شی ترلاسه کوې مشوره مي داده چه ورسره الوداع وکړې
کنه نو داکار به دې په عقیدوي میدان کي دومره له خلکولرې کړي لکه یوسړی چه په اوس وخت کي زموږ په معاشره کي مُچان بریتونه پریږدي
نوردې خپله خوښه که منې اوکه نه ۰مننه ستاسوورور ګلاب
وصيل پېروز
21.04.2011
ګلاف خانه ! یوځل بیاستړی مه شې
تا لیکلي چي په قبرونوکي فرق شته ، څه ډول فرق ایاځیني قبرونه داسي دي چي دخلګوتوقعات او هیلي پوره کولای شي اوځیني یې نه شي پوره کولای ؟ دا به موږڅرنګه معلومووچي په دې قبرکي دا خاصیت شته اوپه دې کي نه شته ؟
نه ! ګلاف جانه ! امام شافعي داسي اپلتي نه وايي ، هغه امام، مجتهد،محدث اوفقهیه دی دهغه له شان سره داسي بابیزه خبرې نه لګېږي . که ته وايي چي کړې یې ده مرجع له کره لاسوندسره وړاندي کړه . زموږپه خلګوکي دخپل حریف دماتولواودنورودپارولولپاره دادوهابیت ټاپه هغه وروستی چانس دی چي په استدلال اومنطق کي کمزوري کسان دوروستۍ حربي په توګه کارترې اخلي صاحبه ! خلګ اوس په دې نه تېروزي . اوداسي هم نه ده چي دچایوشی خوښ نه شي نوسمدستي دضعیف ټاپه پرې ولګوي . یوشی ضعیف اوقوي بلل خپل معیاراواصول لري ، که تاته هغه اصول او ضوابط او معلوم وای هیڅکله به دې داسي نه ویل چي دخپل طبیعت شی قوي بولي اوناخوښ کمزوری .
ښه شوه چي دکفرفتوادي نه ده لګولې ! نه ورورجانه ! زه اوس هم دفقهې په زده کړه بوخت یم ، فقه منم ، مسائلوته یې رجوع کوم اودمسلمانانولپاره یې لوی خدمت ګڼم . خوفقهه هغه وخت فقهه ده چي په استدلال اواستنباط کي قرآن کریم اونبوي احادیث وړاندي کړي . که هسي دخلګوتوجیهات او نظرونه وي بیانوفقهه نه بلکي اراء الرجال دي . هیله ده چي اوس به دي فقهه پېژندلې وي .
په یعبدون من دون الله کي زه هم مسلمانان نه داخلوم ، خوکه څوک قبرراننګه وي، دمرادپوره کولو لپاره ورځي اوالله ته یې وسیله ګڼي ته څه فکرکوې ایابیاهم دیعبدون من دون الله په الفاظوکي تریو بریده داخل نه دي؟ که ته قرآن کریم ولولې درته څرګنده به شي چي مشرکانوهم دربوبیت توحید مانی اوله هغوئ سره جنجال دالوهیت په توحیدکي وو. تاته مي مشوره داده چي یوځل دتوحیدتعریف اواقسام وپېژنه ان شاء الله په خپله به دي مشکل حل شي .
بیادي هم خپلې وروستۍ ټاپې ته لاس اچولی ! زه الحمدلله اسلامي عقیدې ته دعوت کوم اوان شاء الله ترخپلې وروستۍ سلګۍ به پرهمدې دریځ ټینګ یم . خپل اجریوازي له الله غواړم . نه پرچا احسان اچوم اونه دخپل کاردبدل تمه تري لرم . تاته یوځل بیاوایم که سم اومعقول منطق لرې میدان ته راشه اوکه دوهابیت له ټاپې لګولوپرته بل څه درسره نه وي نودخواخوږۍ له مخې مشوره درکوم چي داټاپه دي نوره بې سیکه ده ، ستاکمزوري ترې معلومېږي اوان شاء الله اوس څوک له دې اوخه نه ډارېږي . په بحث کي تل معتدل اوسه ! بیړه مه کوه اوکه دیوموضوع په اړه له چاسره بحث کوې نومقابل جانب ته خپل دلیل وړاندي کړه، دهغه دلیل داسي ردکړه چي اصول اومعیارونه دي په پام کي نیولي وي . صرف په تاویل ماویل څه نه جوړېږي . په مینه!
اوجلال احمدزی صاحب ! دادمهاجرنوم دي څرنګه منځ ته راواچاوی ؟ بحث خوزما( م وصیل پېروز) اوګلاف خان ترمنځ روان دی .
وزیري
21.04.2011
الله جل جلاله قادرِ مطلق ده او ددی امر پابند نه ده چی د دعاء د قبولیت لپاره دی څوک دده په دربار کی وسیله وګرځی. الله جل جلاله بلا واسطی په دی باندی توانا ده چی د خپلو بنده ګانو دعاءوی واوری، قبولی یی کړی او په خپل لطف او کرم سره یی ونازوی. ولی زیاتره نفوسِ قدسیه او اُمور صالحه نه یواځی چی د عمل د برکت سبب کیږی بلکی د الله جل جلاله په درګاه کی د دعاءء د قبولیت درجه هم اوچتوی. د رضایِ الهی او عطایِ الهی د حصول لپاره د صالحو اعمالو او نیکو بندګانو وسیله کول کوم شرک یا بدعت نه ده، بلکه دا یو مشروع، مباح او جائزه طریقه ده. په قرآن کریم او احادیث مبارکه و کی داسی ډیر دلایل وجود لری چی نه صرف ددی امر جواز را ښایی بلکی دا هم راته وایی چی په حضور اکرم صلی الله علیه وسلم، انبیاء علیهم السلام او اولیاء الله رحمهم الله باندی توسل د دعاءء لپاره د أقرب الی الاجابت ذریعه ده. په دی بحث کی به د وسیلی د جواز او مشروعیت په باره کی د شرعی دلایلو په رڼا کی پوره بیان او په دی باندی د شویو اعتراضاتو او اِشکالاتو وضاحت وکړمه تر څو دا په ثبوت ورسوم چی له ابتداء نه تر اوسه پوری الله جل جلاله ته مقبول او محبوب بنده ګان وسیله کول د اُمت مسلمه معمول پاتی شویدی.
په توسل باندی د لا ښه پوهیدو په خاطر د توسل مفهوم واضح کول اړین بولم او بعد له هغی نه د قرآن او سنتو نه دلایل په ترتیب سره ذکر کوم.
د توسل لغوی مفهوم:
د لغت امامانو، وسیله د مقصد د حاصلولو ذریعه بللی ده. لاندی د لغت د ماهرینو او مفسرینو له کتابونو نه د وسیلی د لفظ معنی او مفهوم را اخیستل شویدی.
اول:
امام راغب اصفهانی (متوفی ۵۰۲ هجری) د وسیلی مفهوم داسی بیانوی:
الوسیلة: التوصل الی الشیء برغبة (راغب أصفهانی، المفردات فی غریب القرآن: ۸۷۱)
ترجمه: وسیله یعنی په رغبت سره د یو شی په طرف رسیدل.
دوهم:
علامه ابن اثیر جزری رحمه الله (متوفی ۶۰۶-۵۴۴ هجری)، ابن منظور افریقی او مرتضی زبیدی د وسیلی د لفظ تعریف داسی کوی:
الوسیلة: هی فی الأصل ما یتوصل به الی الشی ویتقرب به (ابن اثیر، النهایه فی غریب الحدیث والاثر، ۵: ۱۸۵، او ابن منظور، لسان العرب، ۱۱: ۷۸۵، او زبیدی، تاج العروس، ۱۵: ۷۸۴)
ترجمه: وسیله په حقیقت کی هغه واسطه ده چی د هغی په ذریعه یو شی ته نیژدی والی کیږی او د هغی قرب حاصلیږی.
دریم:
علامه جار الله زمخشری رحمه الله (متوفی ۵۳۸-۴۲۷ هجری) په خپل تفسیر کی د وسیلی د لفظ معنی داسی لیکی:
الوسیلة: کل ما یتوسل به ای یتقرب (زمخشری، الکشاف عن حقائق عوامض التنزیل، ۱: ۴۸۸)
ترجمه: هر هغه شی چی د هغه په وسیله قرب حاصلیږی، وسیله بلل کیږی.
د توسل شرعی مفهوم:
نور بیا....
وزیري
21.04.2011
په تیر پسی ...
د توسل شرعی مفهوم:
په الهی بارګاه کی د قُرب حاصلول، د خپل کوم حاجت او ضرورت په وخت کی د مراد حصول یا د پریشانیو او مصیبتونو دفع کولو لپاره د دعاء په وخت کی مقبول عمل، صالح بزرګ، یا بابرکته مقام او زمان واسطه پیش کولو ته توسل وایی. د شرعی نقطه نظر له پلوه، هر هغه شی چی د دعاء د قبولیت لپاره ذریعه جوړه شی توسل ده. د الله جل جلاله په درګاه کی اعمالِ صالحه او ذواتِ صالحه دواړه محبوب او مقبول دی نو د دواړو وسیله کول یو جائز او مقبول عمل ده.
د توسل عقیده نصوصِ قطعیه نه ثابته ده نو ددی له شرعی جواز نه انکار مطلقا د قرآنی آیات نه دانکار مترادف ده، کوم چی کفر ده. د توسل ډیری معناوی کیدای شی، دا د حاجت، رغبت، منزلت او قربت په معناوو استعمالیږی.
قربتِ الهی
د الله تعالی په دربار کی قرب بنفسه یوه وسیله ده – کله چی یو بنده ایمانِ کامل، اتباعِ سنت، په شرعی احکامو او عباداتو باندی پابند وی او ددی په سبب د الله جل جلاله قرب حاصلوی نو دا په خپله دده لپاره یوه وسیله ده. هر هغه کس چی په نیک نیت او خلوص سره د الله جل جلاله عبادت کوی، الله جل جلاله به دا شخص د خپل نیت په خاطر د شیطان له وسوسو نه په امن کی وساتی. دا نیک او خالصه نیت دده لپاره یوه وسیله شوه چی دی یی له ګمراهی نه وساتلو (احمد بن حنبل، المسند، ۳: ۳۵۴)
مطلق مُتَوَسَّل بِه
هر هغه شی چی د قرب د حاصلولو ذریعه جوړه شی وسیله شمارل کیږی. که هغه افراد وی او یا اعمال ځکه چی په قرآن کریم کی د وسیلی د تلاش حکم مطلق پاتی شویدی. په سورة المائده کی الله جل جلاله وایی:
یا ایها الذین امنوا اتقوا الله وابتغوا الیه الوسیلة.
ترجمه: ای هغه کسانو چی ایمان مو راوړیدی، وویریږی له الله جل جلاله نه (عذاب نه)، او ولټوی ده ته واسطه.
د دی آیت اطلاق اعمال او افرادو دواړو باندی کیږی او د کوم خاص شی سره خاص کیدای نشی. دا آیت کریمه د توسل د مشروعیت لپاره د صریح جواز درجه لری.
شاه اسماعیل دهلوی رحمه الله وایی: د دی آیت نه مراد د مرشد رهنمائی ده او وایی:
اهل سلوک این آیت را اشارت بسلوک می فهمند، و وسیله مرشد را می دانند، پس تلاش مرشد بنا بر فلاح حقیقی و فوز تحقیقی پیش از مجاهده ضروری است. و سنت الله برهمین منوال جاریست، لهذا بدون مرشد راه یابی نادر است. (اسماعیل دهلوی، صراط مستقیم: ۵۸)
د توسَّل بنیادی ارکان:
نور بیا....
ع کريم حليمي
21.04.2011
السلام علیکم و رحمة الله
تاسو ټولو ته سلامونه او ښې هیلي
بسم تعالی : وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ
هرگز كسانى را كه در راه خدا كشته شدهاند مرده مپندار بلكه زندهاند كه نزد پروردگارشان روزى داده مىشوند (۱۶۹) ال عمران
"يُرْزَقُونَ" يَأْكُلُونَ مِنْ ثِمَار الْجَنَّة
بعضو خو رحلة کړی ، او شرعاً او اخلاقاً نشو ویلی چه هغوی مړه دي
هغوی د جنت مېوې خوري
[quote:13054126d8]موږهرسورږیری ملاشاګل نه بولو په قبرونوکي فرق شته [/quote:13054126d8]
السلام عليکم
أبوخليل قدوسي
21.04.2011
حليمي صاحب بېشکه شهداء او انبياء په قبرونو کي ژوندي دي خو کوم ايت چي تاسو ذکر کړی په هغه کي مو عند ربهم ته لکه چي خيال نه وو دا معنا چي ستاسو ليکنه د محمد وصيل له ليکني سره ټکر نه ده
وصيل پېروز
21.04.2011
له قرآن څخه د همدې لسو پوښتنو ځوابونه
د لومړۍ پوښتنې ځواب :-
د سورة فاطر په (۱۴) ايت کښي الله جل جلاله وايي :
((إِن تَدْعُوهُمْ لاَ يَسْمَعُوا دُعَاءكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ وَلاَ يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ ))
ژباړه : که تاسو هغوئ (غير الله) راوغواړئ هم ستاسو اواز به وانه ورېدلای شي بالفرض که يې واوري نو ځواب به درنه کړای شي او د قيامت په ورځ به ستاسو د شرک مخالفت وکړي او داسي صحيح خبر له يوه خبر ورکوونکي پرته هيڅوک نه شي ورکولای .
همداراز قرآن موږ ته د يونس عليه السلام کيسه کوي چي په تيارو کښي يې خپل رب را وبالی او د خپلې ستونزې د حل دعا يې وکړه .
د دويمې پوښتنې ځواب :-
الله جل جلاله وايي چي ما قرآن په عربي ژبه نازل کړی دی څو تاسو په پوه شئ . د صحابه کرامو رضی الله عنهم د پوهونې لپاره قرآن په عربي ژبه نازل شوی دی ، له دې ايت څخه څرګندېږي چي که قرآن په يوه بله ژبه نازل شوی وای نو صحابه کرامو رضی الله عنهم ته پرې پوهېدل ګران پرېوتل او دوئ به هغه ژبه زده کوله ، پوښتنه داده چي لکه څرنګه چي صحابه کرامو رضی الله عنهم هره ژبه نه شوای ويلای نو نور بزرګان څرنګه کولای شي چي په مختلفو ژبو د خلکو مشکلات رفع کړي؟؟؟.
د درېيمې پوښتنې ځواب :-
((وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّن يَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَن لاَّ يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَى يَومِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَن دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ )) (سورة الأحقاف : ۵ )
ژباړه : څوک تر هغه زيات ګمراه کېدلای شي چي د الله جل جلاله په پرېښودلو نور رابولي هغه چي تر قيامته به هم ځواب ورنه کړي او له دې هم ناخبره دي چي يو څوک يې ور بولي .
کله چي غير الله د يو سړي فرياد نه شي اورېدلای او نه يې په اړه معلومات لري نو په يوه شېبه کښي د سلګونو او زرګونو کسانو فرياد اورېدلای او په پوه کېدلای شي؟؟؟.
د څلورمې پوښتنې ځواب :-
((اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ ))
( البقرة : ۲۵۵)
ژباړه : له الله جل جلاله پرته هيڅ د عبادت وړ نه شته دی تل ژوندی او قائم دی چي نه پرې پرېشاني او نه خوب راځي او په اسمانو وځمکه کي ټول شيان د همده دي .
د پنځمې پوښتنې ځواب : -
د زړونو په رازونو او پټو خبرو هم يوازي الله جل جلاله پوهېږي لکه دا ايت چي وايي :
((وَاللّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ )) (آل عمران : ۱۵۴)
ژباړه : او الله جل جلاله په زړونو ډېر ښه پوهېږي .
که دا وويل شي چي پر غير الله خوب او پرېشاني نه راځي نو بيا د الله جل جلاله په دې وصف کي شريک ګڼل کېدای شي (نعوذبالله) چي بلا شبه کفر دی مګر که ومنل شي چي هغوئ هم خوب کوي نو وختونه به يې څوک او څرنګه متعين کړي؟؟؟.
((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ ))
( ق : ۱۶ )
ژباړه : او موږ انسان پيدا کړ ، د انسان په زړه کښي چي کوم فکرونه را ځي موږ په پوهېږو او موږ د ده د غاړې تر رګ هم ور نژدې يو.
د شپږمې پوښتنې ځواب :-
((أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ )) ( النمل : ۶۲ )
ژباړه : څوک دی چي د ناقراره دعا اوري چي کله يې راوبولي او څوک دی چي مشکل يې حل کوي او څوک دی چي تاسو د ځمکې خليفه جوړوي ايا له الله سره يو بل معبود هم شته؟؟؟ تاسو ډېر لږ پوهېږئ .
د اوومې پوښتنې ځواب :-
((يَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَا لاَ يَضُرُّهُ وَمَا لاَ يَنفَعُهُ ذَلِكَ هُوَ الضَّلاَلُ الْبَعِيدُ )) ( الحج : ۱۲ )
ژباړه : د الله جل جلاله په پرېښودلو د نورو رابلونکي داسي څوک رابولي چي نه ورته ګټه او نه هم زيان رسولای شي او دا د ګمراهۍ انتها ده .
((قُلِ ادْعُواْ الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِهِ فَلاَ يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنكُمْ وَلاَ تَحْوِيلاً * أُولَـئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ )) ( الأسراء يا بني اسرائيل : ۵۶ ، ۵۷ )
ژباړه : اې نبې ! ورته ووايه چي له الله جل جلاله پرته چي تاسو کوم څه خپل معبودونه ګرزولي دي هغوئ ته دعا وکړئ او وګورئ چي ستاسو هیڅ تکليف به لرې نه کړي بلکي هغوئ په خپله الله جل جلاله د رسېدلو لپاره وسيله لټوي .
د اتمې پوښتنې ځواب :-
(( وَلاَ تَدْعُ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَنفَعُكَ وَلاَ يَضُرُّكَ فَإِن فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِّنَ الظَّالِمِينَ * وَإِن يَمْسَسْكَ اللّهُ بِضُرٍّ فَلاَ كَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلاَ رَآدَّ لِفَضْلِهِ ))
( يونس : ۱۰۶ ، ۱۰۷ )
ژباړه : او له الله جل جلاله پرته بل څوک مه رابولئ چي نه ګټه او نه زيان درته رسولای شي که دي داسي وکړل نو ته به له ظالمانو څخه شې ، که الله تاسو ته کوم تکليف ورسوي نو له ده پرته يې هيڅوک درڅخه نه شي لرې کولای او که وغواړي چي کوم خير درته ورسوي نو د ده د فضل هيڅ ردوونکی نه شته .
د نهمې پوښتنې ځواب :-
((وَاللَّهُ يَقْضِي بِالْحَقِّ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ لاَ يَقْضُونَ بِشَيْءٍ إِنَّ اللَّهَ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ )) ( غافر : ۲۰ )
ژباړه : او الله جل جلاله به سيي پرېکړه وکړي کوم کسان چي له الله پرته نور رابولي هغوئ د هيڅ شي فيصله هم نه شي کولای بې شکه الله جل جلاله ښه اورېدونکی او د هر څه ليدونکی دی .
د لسمې پوښتنې ځواب :-
((وَسَارِعُواْ إِلَى مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ )) ( آل عمران : ۱۳۳ )
ژباړه : او د خپل رب بخښنې و مغفرت ته راشئ ! .
((وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُواْ اللّهَ فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ )) ( آل عمران : ۱۳۵ )
ژباړه : او کوم کسان چي بد کار يا پر خپلو نفسونو ظلم وکړي د الله په يادولو د خپلو ګناهونو بخښنه غواړي او له الله جل جلاله پرته څوک ګناهونه بخښلای شي؟؟؟.
غواړم دا مضمون د يوې لړۍ په شکل دوام پيدا کړي ان شاء الله په راتلونکي کښي به له دې موضوع سره تړلي مواد همدلته په پښتو ژبه وړاندي کړم .
نوربيا ...
وصيل پېروز
21.04.2011
الوزيريه صاحب !
بحث ته ښه راغلاست .
لکه څرنګه چي ستاسو خبرې لاهم پای ته نه دي رسېدلي نو موږ پرې پرېکړه نه شو کولای مګر دا يادونه ضرور ګڼم چي ما د توسل درې هغه شرعي احکام په مفصل ډول د قرآن او حديث په رڼا کښي تشرېح کړل چي ټول امت پرې اجماع لري او هيڅ ډول اختلاف پکښي نه شته ، پاتي شوه الله جل جلاله ته د ذواتو توسل نو وړاندي هم ما د ارامې او دوستانه خبرې اترې تر عنوان لاندي په دې اړه ډېر څه ليکلي او ويلي وو چي هلته هم دا موضوع خورا ښه وشاربل شوه او حق څرګند شو.
الوزيريه صاحب ! تاسو بايد د ذواتو د توسل په اړه له قرآن او حديث څخه د خلکو دلايل راوړئ نه د علماوو خبرې ځکه دعا عبادت دی (الحديث ) او په عبادت کي يوازي الهي وحې (قرآن او حديث ) ته رجوع کېږي نه خلکو ته .
په مينه او درنښت
وزیري
21.04.2011
ګرانه پیروز خانه، د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم اقوال به هم وروسته راشی، که لږ صبر وکړی.
په تیر پسی...
د توسَّل بنیادی ارکان:
توسَّل په حقیقت کی د دی ښکارندوی ده چی بنده په خپله عاجزۍ او بی کسۍ اعتراف کوی او د دعاء د قبولیت لپاره د نیکو اعمالو او یا نیکو اشخاصو وسیله، د دعاء د زر قبلولو لپاره یو ضروری امر بولی. توسَّل لاندی څلور ارکان لری.
- وسیله: نفس مسئلی ته وسیله ویلی شی.
- مُتَوَسّل: یعنی هغه شخص چی په خپله دعاء کی نیک عمل او یا نیک شخص وسیله کوی.
- مُتَوَسّل بِه: یعنی هغه شی چی الله تبارک و تعالی ته وسیله ګرځول کیږی.
- مُتَوَسّل الیه: خپله د الله جل جلاله ذات مبارک مُتَوَسّل الیه ده.
الله جل جلاله ته وسیله کول په دی معنی نه ده چی بغیر له دی وسیلی نه الله جل جلاله دعاء نشی قبلولی نعوذ باالله، او یا دا شخص، کوم چی د خپلی عاجزۍ اعتراف کوی دومره ګناهګار ده چی اوس ددی قابلیت هم نه لری چی د الله جل جلاله په درګاه کی دی، دده دعاء قبوله شی. الله جل جلاله هر بنده ته ډیر نیژدی دی او د هر بنده اواز په ډیری ښی طریقی سره اوری: په دی باره کی الله جل جلاله وایی:
واذا سألک عبادی عنی فانی قریب. ترجمه: او هرکله چی پوښتنه وکړی له تانه بنده ګان زما، زما په باره کی، نو بیشکه زه نیژدی یم.
وسیله صرف ددی لپاره ده چی الله جل جلاله د دی نیک بنده او یا ددی نیک عمل د برکت په خاطر دا دعاء قبوله او یا زر قبوله کړی.
د توسل د عقیدی صحیح تصور:
بعضی خلک دا فکر کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وسیله کول د الله جل جلاله نه د مستقیماً دعاء غوښتلو منافی ده او دا کار شرک ده خو داسی هیڅ قسمه دعاء د اجابت مقام ته نشی رسیدلی کومه چی الله جل جلا له نه مستقیماً نه وی. وسیله هیڅکله د الله جل جلاله او بنده ترمنځ د شریک پیدا کولو په معنی نه ده. په وسیله کولو کی به یی هم له الله جل جلا له غواړی او بی وسیلی به یی هم له الله جل جلاله غواړی. شرک خو هغه وخت واقع کیږی چی د الله جل جلاله د ذات سره په څنګ کی بل څوک د نفعی او نقصان مالک او د دعاء اوریدونکی وبلل شی. او په وسیله کی مطلقاً دا کار وجود نه لری.
حضرت عمر رض په خپله یو نیک صحابی ده د چا چی توصیف ته ضرورت نشته او الله جل جلاله ته د دده دعاء قبوله وه. سره له دی هم حضرت عمر رض د باران غوښتلو په وخت کی حضرت عباس رض، الله جل جلاله ته وسیله ګرځاوه.
د توسل شرائط:
که د توسل شرایط په صحیحه توګه ونه پیژندل شی نو دا له امکان نه وتلی نه ده چی توسل کونکی به په شرک کی واقع شی. ددی لپاره چی له شرک نه ځان وساتل شی، باید د وسیلی شرایط چی په لاندی ډول دی وپیژندل شی:
- د توسل اولنی شرط دادی چی متوسل باید متوسل بِه صرف یوه ذریعه او واسطه وشماری.
- متوسل باید دا په نظر کی ونیسی چی توسل فقط د دعاء کولو یوه طریقه ده او په دی کی حقیقی مقصود صرف د الله جل جلاله ذات مبارک ده.
- متوسل باید دا په نظر کی ونیسی چی هغه څه چی زه یی الله جل جلاله ته د وسیلی په ذریعه پیش کومه، الله جل جلاله ته ډیر ګران ده ځکه به زما د دعاء د قبولیت د امکان درجه پورته بوځی. که متوسل بِه د څه شی مالک وګڼل شی نو دا بذات خود یوه ګمراه عقیده ده او له ایمان نه د خارجیدلو شک نشته. ځکه چی درسته عقیده دا ده چی مخلوق هیڅکله هم بالذات مفید یا مضر کیدلی نشی.
د توسل اقسام:
نور بیا....
وزیري
21.04.2011
په تیر پسی...
د توسل اقسام:
د توسل اقسام په لاندی ډول دی:
۱. التوسل بالنبی صلی الله علیه وسلم
۲. التوسل بذوات الصالحین
۳. التوسل للدعاء
۴. التوسل فی الدعاء
۵. التوسل با الدعاء
۶. التوسل بالنداء یا با لاستغاثه
۷. التوسل بالأعمال الصالحة
۸. التوسل بآثار الصالحین
اول: التوسل بالنبی صلی الله علیه وسلم:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم با برکته ذات مبارک د الله جل جلاله ګران حضور ته وسیله کول، په وخت د حاجت پوره کولو او یا نقصان لری کولو کی د شریعت له نګاه نه جائزه ده، او پخپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو نه ده – رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کی د وسیلی تعلیم صحابه کرامو رض ته کړیدی او هغوی بیا د ده مبارک له وصال نه بعد په هماغه ترتیب مداوم کړیدی او تر ننه پوری د اهل السنت والجماعة علماوو په ذریعه ترمونږ رارسیدلی او روان دی. تفصیل به یی ان شاء الله وروسته راشی.
دوهم: التوسل بذوات الصالحین:
الله جل جلاله په اُمت مُسلمه باندی یو خاص فضل او کرم کړیدی چی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په غلامانو، اهل بیت، صحابه کرام، اولیاء عظام او زاهدینو کی یی هم داسی کسانو ته عزت ور په برخه کړیدی چی په دوی باندی د توسل له رویه د متوسلینو مشکلات حل کیږی. که د حضرت خضر علیه السلام او حضرت موسی علیه السلام واقعه ولوستل شی نو وبه لیدل شی چی باوجود ددی چی د کلی خلکو حضرت خضر علیه السلام ته د خوراک لپاره څه ورنه کړل او دوی بیا هم هغه نړیدلی دیوال وراغاوه. په دی کی نه یواځی دا کیفیت وه چی دا د یتیمانو مال دی بلکی الله جل جلاله دا هم وایی چی له دی دیوال لاندی د یو صالحه شخص نه پاتی خزانه وه چی ددی دیوال په ذریعه به یی اولادی ته پټه وساتل شی.
دریم: التوسل للدعاء
هو: التقرب الی الله بالوسیلة الشرعیة
یو له روا طریقو نه په دعاء سره وسیله کول دی چی په دی کی صرف د الله جل جلاله رضا حاصلول مطلب ده.
څلورم: التوسل فی الدعاء
هو: التقرب الی الله تعالی وقت المسئلة و عرض المقصود
د الله جل جلاله په دربار کی د کوم حاجت او پریشانی په وخت کی د ضرورت او مراد د حصول په وخت کی د یو چا پیش کول الله جل جلاله ته په طریقه د وسیلی سره توسل فی الدعاء ده.
دواړو کی فرق:
په اول قسم کی فقط د الله جل جلاله د قرب حاصلولو لپاره توسل ده، ولی په دوهم قسم کی د خپل مشکل رفع کولو لپاره یو څوک الله جل جلاله ته د وسیلی په توګه پیش کول دی.
د التوسل فی الدعاء دوه قسمونه دی:
اول: توسل لفظی دوهم: توسل نفسی
توسل لفظی:
فهو: ان یذر فی دعائه ما یتقرب به الی الله تعالی
(د دعاء د قبولولو لپاره یا د کوم حاجت د پوره کولو لپاره) لفظاً د کومی وسیلی ذکر کول توسل لفظی ده.
توسل نفسی:
د دعاء په وخت کی د کوم نیک عمل یا صالحه بنده ذکر ونه شی خو دعاء په داسی ځای کی وشی چی هغه ځای مبارک ځای وی لکه مسجد، مقام ابراهیم، د کوم ولی الله زیارت او داسی نور. داسی ځای کی دعاء کول پرته له لفظی ذکر نه توسل نفسی ده.
د توسل نفسی (عملی) دعاء مثال د سیدنا زکریا علیه السلام دعاء ده چی د حضرت بی بی مریم علیها السلام په عبادت خانه کی یی داسی کړی وه.
هنالک دعاء زکریا ربه قال رب هب لی من لدنک ذریة طیبة انک سمیع الدعآءُِ
کله چی زکریا علیه السلام د بی بی مریمی علیه السلام په عبادت ګاه کی د بی موسمه میوو موجودیت ولیده نو دا ځای یی د دعاء لپاره یو بهترین ځای وباله نو ځکه یی په کی دا دعاء وکړه چی په نتیجه کی یی الله جل جلاله دعاء قبول او یحیی علیه السلام ورعطا کړو.
پنځم: التوسل بالدعاء
که یو څوک له یو چا نه وغواړی چی دده په باره کی د الله جل جلاله عظیم دربار ته لاس پورته کړی او دده د مشکلاتو لپاره د الله جل جلاله نه حل وغواړی نو دی ته التوسل بالدعاء وایی: لکه الله جل جلاله چی وایی:
واذ قلتم یموسی لن نصبر علی طعام واحد فادع لنا ربک یخرج لنا مما تنبت الأرض من م بقلها وقثآئها وفومها وعدسها وبصلها.
ترجمه: او یادکړی هغه چی اووئیل تاسو ای موسی علیه السلام، هرګز به صبر ونه کړو مونږه په یو قسم طعام باندی (چی من او سلوی دی) نو سوال وکړه مونږه لره د رب خپل نه چی را وباسی مونږه لره هغه څیزونه چی زرغونوی یی زمکه له ساګه ددی نه او ترو بادرنګو او له غنمو ددی یا هوګی ددی نه او له مسورو ددی نه او پیازو ددی نه.
په دی آیت کی د فادع لنا ربک الفاظو ته توسل بالدعاء وایی. خلک موسی علیه السلام ته وایی چی ته زمونږه لپاره دعاء وغواړه. نو داسی دعاء غوښتلو ته توسل بالدعاء وایی.
شپږم: التوسل بالنداء یا بالاستغاثه
کله چی سائل خپل مقصود د رسالت مآب صلی الله علیه وسلم په بارګاه کی په خپله پیش کړی او رسول الله صلی الله علیه وسلم رب ته وسیله وګرځی ترڅو په خپل مشکل کی مدد وغواړی نو دا ذکر د رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله الله جل جلاله ته وسیله جوړیږی. امام طبری رحمه الله او حافظ ابن کثیر رحمه الله فرمایی:
په جنګِ یمامه کی د صحابه کرامو رض شعار دا وه چی [یا محمداه] یعنی ای محمد صلی الله علیه وسلم! کومک وکړه. په دی جنګ کی چی کله حضرت حذیفه رض شهید شو نو حضرت خالد بن ولید رض جهنډا اوچته کړه او د مسلمه کذاب په طرف ورغی تر څو هغه دده رض په طرف راشی او قتل یی کړی. کله چی بیرته راغی او د دواړه لشکرو په منځ کی ودریده نو په جګ اواز سره یی وویل:
انا ابن الولید العود، أنا ابن عامر وزید ونادی بشعارهم، وکان شعارهم یومئذ: [یا محمداه] (طبری، تاریخ الأمم والملوک، ۲: ۲۸۱) او (ابن کثیر، البدایة والنهایة، ۶: ۳۲۴)
ترجمه: زه د ولید ځوی یمه، زه د عامر او زید ځوی یمه – او بیا یی په مسلمانانو کی مروّجه نعره وکړه، او په دی ورځو کی جنګی نعره د یا محمداه یعنی ای محمد صلی الله علیه وسلم! کومک وکړه.
په دی روایت کی د یا محمداه په الفاظو سره توسل کیږی او ددی عمل مرتکبین هم صحابه دی. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ذات مبارک باندی توسل د صحابه کرامو رض سنت ده. همدارنګه حضرت عبد الله بن عباس رض نه روایت ده چی حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
ان لله ملائکة فی الأرض سوی الحفظة یکتبون ما یسقط من ورق الشجر، فاذا أصاب أحدکم عرجة بأرض فلاة، فلیناد: أعینو عباد الله. (هیثمی په مجمع الزوائد لسم جلد ۱۳۲ صفحه کی ویلی دی چی دا طبرانی روایت کړیده او ددی ټول راویان ثقه دی) او (ابن ابی شیبه، المصنف، شپږم جلد، صفحه ۹۱ کی، رقم ۲۹۷۲۱ کی روایت کړیده) همدارنګه بیهقی په شعب الایمان، اول جلد، صفحه ۱۸۳، رقم: ۱۶۷ کی روایت کړیده.
ترجمه: بیشکه په ځمکه کی د الله جل جلاله داسی فرشتی هم شته چی د محافظو فرشتو نه جدا دی. د ونی هره پاڼه چی ولیږی دوی یی لیکی، نو کله چی څشی په ځنګله کی تاسی ته اذیت رساوه نو داسی غږ کوی: اعینوا عباد الله یعنی ای د الله بنده ګانو! زما مدد وکړی)
رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله ددی تعلیم مونږه ته راکړی دی چی په ځنګله او بیابان کی هم د الله والاو سره خپله رابطه مه منقطع کوی. که په ظاهره کوم انسان نه لیدل کیږی نو له ملایکو نه توسل وغواړی او هغوی به ستاسی ضروریات درپوره کوی ان شاء الله.
نو په مذکوره حدیث کی [فلیناد: أعینوا عباد الله] الفاظ په توسل بالاستغاثه باندی صریحه دلیل ده.
اووم: التوسل بالأعمال الصالحه
د جمهورو علماوو په دی باندی اجماع ده چی اعمال صالحه لکه روژه، لمونځ، حج او زکات، د قرآن عظیم الشان تلاوت، انفاق فی سبیل الله او نور د خیر اعمال، الله جل جلاله ته وسیله کول جائز او نیک کار ده. لکه څرنګه چی په بخاری شریف کی د هغو دری نفرو واقعه ذکر ده چی د غار دروازه پری بنده شوی وه او هر یوه الله جل جلا له ته خپل نیک عملونه وسیله وګرځول ترڅو الله جل جلاله هغه د غار دروازه ورته پرانستله. تفصیلی بحث به ورسته راشی.
اتم: التوسل بآثار الصالحین
د الله جل جلاله اولیاوو ته منسوب مقامات او یا د دوی رهایشی سامان باندی توسل کول جائز دی لکه حضرت یوسف علیه السلام چی خپل قمیص خپل پلار حضرت یعقوب علیه السلام ته ورولیږه ترڅو د هغه ړندی سترګی پری بینا شی او همدا سی هم وشول.
بعضی خلک توسل بغیر عمل لکه توسل بالنبی صلی الله علیه وسلم، توسل بالصالحین، توسل بالالیاء او توسل بالآثارو انکار کوی حالانکه له ابتداء نه تر دی دمه د جمهورو علماوو په دی باندی اتفاق ده چی دا یو مقدسه توسل ده او په هر حال جائز ده.
نو له دی پورته اقسامو د توسل نه دا په واضحه توګه معلومه شوه چی توسل د توحید منافی نه ده ځکه چی پاسنی ټولو تیرو شویو اقسامو کی مقصود او مطلوب وسیله نه وه بلکه د الله جل جلاله قرب حاصلول وه.
د توسل عقیده د قرآن او حدیث په رڼا کښی
نور بیا...
G U L A P
21.04.2011
۱دلته غیرالله ندئ راغوښتل شوی بلکه عین الله ته وسیله ده اویونس علیه السلام چه راوغوښت موږ کله ویل چه پخپله به خدای ته نه وایاست خاماخابه بل څوک واسطه کوئ
اوبل داچه دانبیاوو قیاس پر عاديخلکومه کوه هغه خو رب العزت ته ته په اَنتَ خطاب کړی دلته به دواسطې څه ضرورت وي په تیره بیا دنبي لپاره
۲دقرآنکریم دعربي نزول کي خوعلت داووچه حضرت محمدصلی الله علیه وآله وسلم عربي وو اوهغه څوک چه ده مبارک په کي ګزاره کوله هم عرب وو نوکه قرآن په بله ژبه وای نوبه داله حکمت اومصلحت نه لرې وای موږ اوتاسو هیڅ کله دا نه کووچه عرب ته پښتو اوپښتانه ته په عربي خبرې وکړو
اوداستا پرتقدیر دې ته په اسلام نشې پوه ځکه عرب نه یې او قرآن خو عربي ده اوستا له خبرې داپه ډاګه څرګندیږي چه قآن یوازي دعربولپاره دئ نه دبل چا لپاره
اودبلې ژبې زدکول چه په قبرکي څنګه پرې پوهیږي ورورکیه هغه بل عالم دئ چه عالم برزخ نومیږي هغه پر دنیا مه قیاس کوه
په جنت کي هم جنتیان په عربي خبره کوي اوس پدا مابین کي دوی چیرته دعربي کورس ووایو (کارپاکان را قیاس ازخود مګیر//ګرچه یکیست درنوشتن شیروشیر
۳ورورجانه دا ایت مبارک دبتانو په باره کي راغلی نه دژوندیو صالحینو په باره کي اودلته خطاب مشرکانو ته دئ نه مسلمانانو ته
اوپه حدیث مبارک کي داسي راځي چه که ستاسوڅاروي ورک شي نو پر لوړه وخیژئ او دا ږغ وکړئ (اعینوني یاعبادالله)
۴په دې خبره کي څوک شک نه راوړي اونه په ځايی کي هم وسیله په معنا دعبادت استعمال شوې ده دلته څه له موضوع نه لرې شوی يې لکه هغه دډنمارک چمتو هسي دې دخبرې وار تیر کړی دئ
۴که څوک دچا دزړه په خبره پوه شي داکفر نه دئ ځکه دا خو دهغه په اختیار کي نده نو کفر به څنګه لازم شي بل داچه دمشکوة شریف هغه حدیث خوبه دي یاد وي چي پیغمبرعلیه السلام وراغلو یهودیانو ته ددوي دتوقع خلاف ځواب ورکړاویو ځواب یې ورباندي اضافه کړ(اذاجالستم اهل الصدق فاجلسوهم بالصدق فانهم جواسیس القلوب یدخلون في قلوبکم وینظرون الي هممکم)الحدیث
۵دلته م مشرکینوته خطاب دئ او ورته وایې چه دسختي په وخت کي حقیقی رب ته دعا کوئ نو ولي په عادي حلاتو کي خداي نه دربولئ
مومنان همداسي نکوي چه خدای پریږدي به داسي حال کي مشرکان هم حقیقی خدای ته رجوع کوي نو مومنان به یې ولي پریږدي کلا وحاشا
۶جواب مکرردئ هغومومنانو چه وسیله یې طلب کړې هیڅ کله هم خدای ندئ دئ پرې یښی
۷دلته هم په ښکاره ډول هغه چاته خطاب دئ چه بتان دخدای په توګه مني اوهغوخلکوته خطاب دئ چه دپیریانو عبادت یې کاوو هغه ځینئ مسلمان شول دوی پرخپل جهالت پاتې شول اوبیایې هغوی وسیله ګرزول
۸دلته هم دعبادت صیغه ذکرشوي نه د وسیلې (ببین تفاوت ره ازکجاست تابکجا)
۹داهم تر من دون الله لاندې دئ خودلته عین الله مطلوب دئ نه غیرالله
۱۰دلته هم مومنان صالحینو ته داږغ نکوي چه ګناهونه رامعاف کړئ
وصيل پېروز
21.04.2011
زه غواړم چي بحث په سالمه فضا کښي دوام وکړي او مقابل لوري د توندو خبرو پر ځای يو بل په سالم دليل او منطق قانع کړي له همدې کبله مي وغوښتل څو د الوزيري صاحب په ځواب کي خپله ځوابي ليکنه تر هغو وځنډوم څو نوموړی خپله روانه لړۍ بشپړه کړي ځکه زما په فکر د بشپړو معلوماتو تر حصول وروسته به نقد که له يوې خوا کره وي نو له بل پلوه به د مقابل لوري دلايلو ته هم پوره ځواب ويل شوی وي .
ګلاف خانه ! يو ځل بيا ستړی مه شې
د حيرانتيا ځای دی چي د بحث له پيله له ټاپو سره ځې او راځې له هر راتګ سره يوه نوې ټاپه راوړې د هغې تر ناچلېدلو وروسته بيا د بلې په لټه يې مګر مهم ځای دا نه دی ، زه نه غواړم بحث سرټمبګۍ ته ولاړ شي مګر دا ځيني شخصي نظريات دي چي د بحث په دوران کښي د حوصلې او زغم پر ځای له توندۍ او ټاپو کار اخلي نو ويلای شو چي بحث د هماغو کسانو له لوري د سرټمبګۍ لور ته بېول کېږي .
زه نه غواړم چي پړپړې ووهم مګر زړه مي سوچه او کره خبرې غواړي ، نه موضوعات او پتاوې کيسې .
(۱) زما لومړۍ پوښتنه دا وه چي يو سړی تر مرګ وروسته د خلکو مشکلات څرنګه رفع کولای شي ؟. وروسته مي د دې پوښتنې د ځواب لپاره په دې اړه قرآني ايت د دليل او ثبوت په ډول راوړی وو څو ثابته شي چي مړي نه چاته ګټه او نه هم زيان رسولای شي او مومنان تل د مشکلاتو پر وخت الله رابولي لکه يونس عليه السلام چي دا کار وکړ.
مګر تاسو په لومړۍ پوښتنه کي د بحث لوری بدل کړی دی فکر کوم لومړۍ لس پوښتنې مو بيا هېري شوې ، دويم ځل يې وګورئ ! وروسته يې د ځواب په اړه تابيا ونيسه .
(۲) تاسو د خپلو خبرو په لړ کښي هماغه خبره کړې چي ما يې کول غوښتل زه نه غواړم دويم ځل يې تکرار کړم مګر غواړم چي ستاسو غلط فهمي لرې کړم ، لکه څرنګه تاسو اشاره ورته کړې چي قرآن له دې وجې په عربي ژبه نازل شو چي محمد (صلی الله عليه وسلم) او صحابه کرام رضی الله عنهم عرب وو ځکه هغوئ په بله ژبه نه پوهېدل نو ضروري وه چي په خپله ژبه کښي په الهي اوامر پوه کړای شي . زه هيڅکله هم نعوذ بالله دا نه وايم چي قرآن يوازي د عربانو لپاره دی بلکي قرآن د ټول انسانيت لپاره د هدايت سرچينه ده ، قرآن يوازينی هغه کتاب دی چي په تمسک یې د دنيا او اخرت برياليتوبونه تر لاسه کېدلای شي .
(( وما ارسلنک الا رحمة للعالمين )) . (الايه )
او ته مو ټولي نړۍ ته د رحمت په توګه استولی يې .
زه په دې اړه نه پوهېږم چي په هغه دنيا کښي به په رښتيا هم خلک په عربي خبرې کوي که يا؟ که يې کوي او په دې اړه څوک معلومات لري نو مهرباني دي وکړي د خپلې اسلامي خواخوږۍ له مخې دي دا معلومات له موږ سره هم په کره اسنادو شريک کړي .
ګلاف صاحب ! سوال په هغه دنيا کښي نه ترې کېږي له همدې دنيا يو سوال کوونکی په پنجابي ، بل په فارسي ، بل په پښتو سوال ترې کوي ايا که دی دا خبرې واوري په ټولو به پوه شي؟؟؟.
(۳) دا سمه ده چي دا ايت بتانو ته اشاره کوي مګر راشه چي د بتانو له حقيقت څخه دي هم خبر کړم .
ابن عباس رضی الله عنه وايي :
صارت الاوثان التی کانت فی قوم نوح فی العرب بعد،اماود،فکانت لکلب بدومة الجندل ، واماسواع فکانت لهذيل ، وامايغوث فکانت لمرادثم لبنی غطيف بالجوف عند سبا،وامايعوق فکانت لهمدان ، وامانسرفکانت لحميرلآل ذی الکلاع ،اسماء رجال صالحين من قوم نوح ،فلماهلکوااوحی الشيطان الی قومهم ان انصبواالی مجالسهم کانوا يجلسون انصاباوسموهاباسمائهم ، ففعلوافلم تعبد،حتی اذاهلک اولئک وتنسخ العلم عبدت . (البخاري)
ژباړه : دنوح عليه السلام دقوم بتان وروسته عربوته راانتقال شول چي وروسته هرې قبېلې دځان لپاره يوبت غوره کړ،ود دکلب قبيلې لپاره په دومة الجندل کي،سواع دهذيل قبيلې لپاره،يغوث دبني مرادلپاره چي وروسته دغطيف شودوئ په جوف کي سبأته نژدې مېشت ول ، یعوق دهمدان لپاره ، نسردحميرآل ذی الکلاع لپاره . دوئ په ترتيب سره دځان لپاره بتان منتخب کړل . دادنوح عليه السلام دقوم دصالحوکسانونومونه دي چي ددوئ تر وفات وروسته يې قوميانودشيطان په لمسون ديادتازه ساتلولپاره مجسمې وتراشلې چي په مجلسونوکي به یې نصبولې . لومړي نسلونه مړه شول تردوئ وروسته چي نورکوم نسلونه راغلل هغوئ دبتانودجوړېدلوله هدف ناخبره ووله همدې وجې يې دبتانوعبادت اولمانځنه پيل کړه .
اوس به ښايي پوه شوی يې چي بتانو څرنګه رسوخ وکړ او حقيقت يې څه دی؟.
ګلاف صاحب !
که يو کار ناروا او حرام وي که د يو مسلمان له خوا کېږي که د کافر په دواړو صورتونو کښي حرام او باطل دی ، که ستا پر ښودل شوې قاعده درسره ولاړ شو په قرآن کښي به ډېر داسي ځايونه په لاس راشي چي د دين په احکامو کښي به صحابه کرامو رضی الله عنهم ته امر شوی وي او هغوئ به یې پر کولو امر شوي وي نو موږ به په دې بانه ځان ترې خلاصوو چي دا صحابه کرامو ته وايي؟؟؟.
د راوړي حديث په اړه به دي وروسته ږغېږو ځکه دا الوزيري صاحب هم نقل کړی دی .
(۴) ما لومړی پوښتلي وو چي ايا پر سوال کېدونکي هم خواب راځي که يا ؟ وروسته مي د دې پوښتنې په ځواب کښي قرآني ايت راوړی چي دا وصف الله جل جلاله ته خاص شوی او د يوه داسي حقيقت په اړه يې موږ ته معلومات راکړي چي انساني عقل ورته هېښ پاتېږي ، په حقيقت کښي تر ټولو وزني پوښتنه همداده مګر کوم څوک چي يا نه پرې پوهېږي او يا غواړي ځان ترې تېر کړي جلا کار دی . ته دويم ځل پوښتنه او ځواب سره وګوره او تفکر پکښي وکړه ان شاء الله په حقيقت به پوه شې که نه هغه د پاکستانيانو په خبره بيا به يې درسمجاو کړم .
(۵) د زړونو په پټو رازونو پوهېدل او سپړل يوازي د الله جل جلاله کار دی ، الله جل جلاله کولای شي له هر ډول نښې او نښان پرته په پټو وپوهېږي او درک يې کړي يعني ويلای شو چي دا د الله جل جلاله يو صفت دی . موږ که د چا په پټو خبرو پوهېږو يوې وسيلې ته ضرورت لرو يا به يې څېرې ته ګورو ځکه معلومېږې چي وېرېدلی دی او غواړي د يوې وېروونکي پېښي په اړه معلومات ورکړي ، يا مثلا که کوم بحث سره کوو موږ د بحث سياق او سباق ته په کتلو سره پوهېږو چي مقابل لوری داسي ويل غواړي نو سمدستي په خوله کي ور لوېږو او ځواب یې ورکوو مګر ا لله داسي نه دی ، هغه له هر ډول وسيلې پرته د زړونو په رازونو پوهېدلای شي او کوم کسان چي په پټو د پوهېدلو دعوه کوي هغوئ د الله جل جلاله په خاصو وصفونو کښي ځان شريکوي ځکه عالم الغيب يوازي او يوازي الله دی .
(۶) الله جل جلاله دي ټول مسلمانان داسي کړي چي هم په سختيو او هم په عادي حالاتو کښي يوازي او يوازي قدير او سپېڅلی رب ور وبولي چي د هرې ستونزې او مشکل پر حل کولو قادر دی . دلته ما غوښتل وښيم چي د هر مشکل اخيستونکی او د هرې ستونزې راوستونکی يوازي او يوازي الله جل جلاله دی ، لکه په هماغه ايت کښي چي اشاره ورته شوې ده .
(۷) له دهريانو پرته هيچا هم له رب څخه انکار نه دی کړی ، دلته مي غوښتل دا روښانه کړم چي مړه کسان يا هم انسانان چا ته نه ګټه او نه ضرر رسولای شي د دې دواړو شيان مالک او څښتن الله رب العزت دی ، نه مړه شوي صالح کسان .
(۸) په دې اياتونو کښي الله جل جلاله رسول الله صلی الله عليه وسلم مخاطب کړی چي داسي مه کوه مګر علماوو يې داسي تفسير کړی چي اصل مخاطبين يا مراد ترې محمدي امت دی ، هغوئ متنبه کړل شوي دي چي د داسي کارونو له کولو ډډه وکړي مګر دا په هيڅ ډول د منلو نه ده چي دا ايت د مشرکينو په اړه دی ځکه په ايات کښي له استعمال شويو صيغو موږ پوهېدلای شو چي ايات څوک مخاطبوي؟.
(۹) زما خبرې ډېری د هغو لومړي پوښتنو پر ځواب راڅرخي چي غواړم له قرآن څخه يې ځواب کړم ، که تاسو همالته نهم نمبر پوښتنه ولولئ او بيا يې ځواب ته ځير شئ نو ان شاء الله تر پوښتنې او نقد به مو تېر شئ .
وسيله د دعا يو ډول دی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحيح حديث دی چي دعا عبادت دی ، هيله ده چي اعتراض ته به مو ځواب ويل شوی وي .
(۱۰) ګلاف صاحب ! تاسو ددې پر ځای چي د خلکو ليکنې په ځير ولولئ غواړئ په يو چل نه يو چل يو څوک ودروئ يا په بل عبارت له بحث څخه مو يوه سيالي جوړه کړې ده چي غواړې په هر ډول يې ځان اتل کړې ، ته باور وکړه د ځواب پر وخت مي ستا په ليکلو عباراتو هیڅ سر نه خلاصېده تر ډېر فکر وروسته مي يوه يوه جمله ليکله ، ما وړاندي هم وويل چي زما خبرې ډېری د تېرو پوښتنو پر ځواب راڅرخي که پوښتنې او ځوابونه سره مقايسه کړئ هر ډول اعتراض به مو ختم شي ، ما پوښتنه کړې چي که يو څوک مړ شي ته به الله ته دعا کوې که غير الله ته چي جنت ته یې بوزي؟؟؟. بيا مي له قرآن څخه ځواب درکړی چي بخښنه يې يوازي له الله جل جلاله غوښتل کېږي چي همداسي ده نو بيا د غيرالله د راننګولو ګټه څه ده؟؟؟.
تاسو د دې پر ځای چي د بل پوښتنو ته ځواب وواياست خپل احساسات مو رامخ ته کړي او په توندۍ سره هرې پوښتنې ته په احساساتي الفاظو ځواب واياست ، که د دې پر ځای پوښتنو ته لږ څه توجو وکړئ او فکر وکړئ وروسته يې ځواب وليکئ ان شاء الله بحث به نور هم روان ، له جنجالونو تش او حق ته د رسېدلو يوه غوره وسيله شي . په همدې هيله
په مينه او درنښت
م . وصيل پېروز
SADEQ MUSALMAN
22.04.2011
وصيل پېروز صاحب اونوروملګروته
السلام عليکم
پېروزصيب رښتياهم ژباړي کوي هرځل چې په ټول افغان کي دنوموړي ليکنه ولولم
نواسلام هاوس ته ورپسي لاړشم.
هلته دده پښتوعنوان په اوردوليکل شوی وی.
دهمدې ليکني اصل يې په لاندي لينک کي وګورئ.
قبروں کی زیارت اور صاحبِ قبرسے فریاد
http://www.islamhouse.com/p/339728
دده ټولي ليکني له دې ويب سايټ نه اخستل شوي
په پورتني ويب سايټ کي چې هرڅه ليکل کېږي ماته يې لينک استوي له چلونکوسره
يې یولس دقيقې شناخت لرم. :wink:
وزیري
22.04.2011
په تیر پسی...
د توسل عقیده د قرآن او حدیث په رڼا کښی
په قرآن عظیم الشان کی الله جل جلاله ددی امر مونږه ته کړیدی چی د وسیلی په تلاش کی شی. لکه
یایها الذین امنوا اتقوا الله وابتغوا الیه الوسیلة وجاهدوا فی سبیله لعلکم تفلحون.
په مذکوره آیت کی وابتغوا الیه الوسیلة د تلاش ترغیب ده، بعضی علماوو دا آیت کریمه فقط په ایمان او اعمالِ صالحه باندی صحی کنړلی ده ولی بعضی نور بیا ددی نه وسیله نیول په انبیاءو، صلحاوو او اولیاء کرامو باندی صحی ګڼی. ددی علماوو دلیل دا دی چی په اتقو الله کی ایمان، اعمالِ صالحه او عبادات ټول شامل دی. ددی لپاره شاه ولی الله محدث دهلوی په القول الجمیل صفحه ۳۴ کی ددی وسیلی نه مراد د مرشد بیعت اخیستی دی. او شاه اسعمیل دهلوی بیا په صراطِ مستقیم صفحه ۵۸ کی ددی وسیلی نه مراد مرشد اخیستی دی او پسی زیاتوی: بدون مرشد راه یابی نادر است.
په ذاتِ مصطفی صلی الله علیه وسلم باندی د توسل حکم:
لاندینی آیت مبارک په دی باندی صریح نص دی چی باید په محمد صلی الله علیه وسلم باندی توسل وشی.
ولو أنهم اذ ظلموا أنفسهم جاءوک فاستغفروا الله واستغفر لهم الرسول لوجدوا الله توابا رحیما.
ترجمه: او که چری دوی په هغه وخت چی ظلم یی کړی وی په ځانونو خپلو باندی راغلی وی تالره، پس طلب د بخښنی کړی وی دوی له خدایه او طلب د بخښنی کړی وی دوی دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم، نو خامخا موندلی به وو دوی خدای توبه قبلونکی مهربانه.
دا آیت د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ژوند پوری محدود نه ده بلکی تر قیامته پوری دا آیت په خپل حکم پاتی ده او هر شخص کولای شی چی په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی توسل وکړی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیدایښت نه مخکی هم په ده مبارک باندی توسل کیده لکه الله جل جلاله چی په قرآن کی وایی:
وکانوا من قبل یستفتحون علی الذین کفروا.
ترجمه: او وو دوی پخوا له دوی نه چی مدد به یی غوښتو (په رسول الله صلی الله علیه وسلم او قرآن) له خدای نه په هغه کسانو چی کافران شوی وه.
په دی آیت مبارک کی دا خبره قابل د غور ده چی تیر شوی امتونو ته په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی توسل روا وه او الله جل جلاله هم کوم رد نه دی پری کړی نو د حضرت محمدی صلی الله علیه وسلم اُمت ته په څه باندی ناروا او بدعت ده؟
د یوسف علیه السلام په قمیص باندی توسل الله جل جلاله داسی بیانوی:
اذهبوا بقمیصی هذا فألقوه علی وجه أبی یأت بصیرا. ترجمه: یوسی تاسو قمیص ځما دا پس واچوی په مخ د پلار ځما باندی چی راشی بیا بینایی.
له دی نه بعد قرآن واقعه داسی بیانوی:
فلمآ أن جآء البشیر ألقه علی وجهه فارتد بصیرا. ترجمه: پس هرکله چی راغی زیری کوونکی نو وی غورزولو هغه قمیص په مخ دده (یعقوب علیه السلام) باندی پس وګرځیدلو دی بینا.
له دی آیت کریمه نه دا په ثبوت ورسیده چی د انبیاء علیه السلام او صلحاء کرامو ته منسوبو شیانو باندی توسل کول له توحید نه منافی نه دی ځکه چی د قمیص لیږونکی هم نبی وه او پری توسل کونکی هم نبی وه. له دی آیت کریمه نه دا لاندینی نکات ثابتیږی:
اول: د جآء البشیر په اعتبار، دا توسل اګر چی په ظاهره توسل بغیر النبی ده لیکن فی الحقیقت دا توسل بآثارِ النبی ده.
دوهم: د حضرت یعقوب علیه السلام په چهره مبارکه باندی د قمیص د اچولو په وخت کی، بشارت ورکونکی له ژبی نه د توسل کوم الفاظ نه دی وتلی او بینائی راغله نو دی ته توسل نفسی وایی.
دریم: یو نبی چی یوسف علیه السلام ده د توسل امر ورکوی او بل نبی چی یعقوب علیه السلام ده د توسل عمل اجراء کوی او په منځ کی متوسل بِه قمیص ده. لهذا کله چی د پیغمبر علیه السلام په قمیص باندی توسل جائز ده نو له دی نه خود به خوده دا ثابتیږی چی توسل بآثار الانبیاء او توسل بالصالحین هم شته ده.
د مافوق الاسباب امورو حقیقی مفهوم:
په عام طور سره دا ویل کیږی چی په مافوق الاسباب امورو کی توسل شرک او په ما تحت الاسباب امورو کی توسل شرک نه ده. دا نظریه په اصل کی د مافوق الاسباب د اصلی تعریف نه د عدم واقفیت په وجه ده. ددی خبری د وضاحت لپاره د یعقوب علیه السلام د بینائی مثال یوه ډیره ښه نمونه ده. لکه:
د سترګو د رڼایی بیرته راتګ که د دواء، علاج یا آپریشن په ذریعه وی نو دا بیا اسباب ته منسوب ده او که ددی برعکس وی چی فقط د قمیص په اچولو بینائی بیرته راځی نو دا بیا له اسباب نه ماوراء کار ده کوم چی د مافوق الاسباب په اصطلاح سره موسومه ده. له دی بحث نه دا معلومه شوه چی:
- له اسبابو نه غیر چی کوم کار کیږی هغه ته مافوق الاسباب وایی.
- په مافوق الاسباب کی توسل د قرآن نه ثابت او د انبیاء علیهم السلام سنت ده.
- اذهبوا بقمیصی نه کومه دعائیه الفاظ دی او نه کومه دواء ده، قمیص مبارک سره د سترګو رڼایی بیرته راتلل محض توسل مافوق الاسباب ده. که توسل په مافوق الاسباب شرک وی نو قرآن به هیڅکله هم د داسی یو کار تائید نه وی کړای.
له احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم نه د توسل ثبوت
نور بیا...
وزیري
22.04.2011
په تیر پسی....
له احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم نه د توسل ثبوت
په تیرو صفحو کی د قرآن عظیم الشان په رڼا کی د توسل بنیادی تصورات واضحه کړل او اوس به د احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم په رڼا کی د توسل تصور واضحه کړو.
اُمت محمدی صلی الله علیه وسلم نه د شرک خاتمه:
په امت محمدی صلی الله علیه وسلم باندی دا د الله جل جلاله یو لوی احسان دی چی بعد له ایمان راوړلو نه دوباره د کفر او شرک مرتکب کیږی نه. په سابقه امتونو کی داسی په بار بار کیدل چی د وخت د نبی له وفات کیدو نه بعد به خلک ټول ګمراه شول ولی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امت باندی دا د الله جل جلاله له احساناتو نه ده چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات مبارک نه بعد به دده امت نه ګمراه کیږی او ددی خبری اعلان حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خپل ژوند په اخیر کی داسی کوی:
له حضرت عقبه بن عامر رض نه روایت ده چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
انی والله، ما أخاف علیکم أن تشرکوا بعدی، ولکن أخاف علیکم أن تنافسو فیها. (بخاری، الصحیح، کتاب الجنائز، باب الصلاة علی الشهید) او مسلم، الصحیح، کتاب الفضائل، باب اثبات حوض نبینا وصفاته)
ترجمه: په الله جل جلاله قسم! چی زه په دی نه ډاریږم چی تاسو به زما له وفات نه بعد په شرک کی اخته شی ولی ما سره دا غم دی چی تاسو به بعد له مانه د دنیا په حصول کی یو بل سره په مقابله کی اخته شی.
د توسل غوندی مستحسن عمل ته شرک ویونکی باید دی نقطی ته ښه غور وکړی چی هغه نبی صلی الله علیه وسلم کوم چی د شرک او بدعاتو د له منځه وړلو لپاره راغلی دی او د چا په وسیله چی مونږه نیکی لاری ته هدایت موندلی دی داسی مهربانی کوی چی زما دا اندیښنه نشته چی زما امت به دوباره د شرک په طرف راوګرځی ولی دا یواځی مونږه د مسلکی تعصب او عناد پر بناء باندی یو په بل د کفر او شرک فتوی لګوو او دا رویه د دین له حقیقی روح سره بالکل نا آشنا ده.
د لاندی یو څو احادیثو په ذکر کولو سره زه دا واضحول غواړم چی وسیله کوم شرک نه بلکی یو مستحسن عمل ده.
اول دلیل: د نیکو اعمالو وسیله کول:
د مشکل او پریشانی په وخت کی نیک اعمال الله جل جلاله ته وسیله کول د ټولو مکاتبِ فکری په نیزد یو جائز او مشروع عمل ده. په صحیح بخاری کی حضرت عبد الله بن عمر رض نه روایت ده چی محمد صلی الله علیه وسلم مونږه ته د یو دری نفرو قصه وکړله چی هغوی په یوه ځنګله کی تیریدل چی ناڅاپه باران شروع وکړله او دوی ناچاری شول او یوه غار ته یی پناه ویوړله. ناګهانه د هغه غار خوله چی دوی په کی پټ شوی وه د یوکمر په واسطه بنده شو او د دوی د وتلو لاره یی ور وتړله. کله چی په دوی باندی دا مصیبت راغی نو یو بل ته یی وویل:
انظروا أعمالاٌ عملتموها لله صالحة، فادعوا الله بها لعله یفرجها. یعنی په خپلو عملونو کی هغه اعمال وګوری چی خاص الله جل جلاله لپاره مو کړی دی او بیا د هغو په وسیله له الله جل جلاله نه دعاء وغواړی ترڅو له دی مصیبت نه خلاص شو. اول شخص چی ضعیفه والدین یی درلودل او د هغوی خدمت یی کړی وه الله جل جلاله ته وسیله که او وی ویلی: فان کنت تعلم أنی فعلت ذلک ابتغاء وجهک فافرج لنا فرجة نری منها السماء. یعنی ای الله ج که ته پوهیږی چی دا عمل یعنی د مور او پلار خدمت ما د تا د رضا لپاره کړی وی نو ته ددی غار له خولی نه دا تیګه لری کړی ترڅو مونږه اسمان ووینو. ددی دعاء په کولو سره تیګه لږ لری شوه او دوی ته اسمان ښکاره شو خو د انسان د وتلو ګنجایش نه وه.
دوهم شخص د خپل د تره له لور سره د زنا له کولو نه ځان ژغورلی وه او هغه یی الله ج ته وسیله کړه او داسی یی وویل: اللهم فان کنت تعلم أنی فعلت ذلک ابتغاء وجهک فافرج لنا منها. په دی ویلو سره تیګه نوره هم د غار له خولی نه لری شوه خو د وتلو ګنجایش بیا هم نه وه. بیا دریم شخص خپل امانت داری او صداقت الله جل جلاله ته وسیله کړه او داسی یی وویل: فان کنت تعلم انی فعلت ذلک ابتغاء وجهک، فافرج ما بقی. یعنی یا الله جل جلاله که ته پوهیږی او بیشکه چی ته پوهیږی که ما دا امانت داری او صداقت خاص ستا د رضا لپاره کړی وی نو دا باقی تیګه نوره هم د غار له خولی نه لری کړه.
ددی په ویلو سره ټوله تیګه د غار له خولی نه لری شوه او دوی نجات پیدا کړلو. دا حدیث په (بخاری، الصحیح، کتاب المزارعة، باب اذا ذرع بمال قوم بغیر اذنهم) کی راغلی دی.
دوهم دلیل: د یا عباد الله! احبِسُوا علْیٌّ په الفاظو سره توسل:
له حضرت عبد الله بن مسعود رض نه روایت ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
اذا انفلتت دابة أحدکم بأرض فلاة فلیناد یا عباد الله! احبسوا علی، یا عبادالله! احبسو علی، فان لله فی الأرض حاضرا سیحبسه علیکم. (طبرانی، المعجم الکبیر لسم جلد صفحه ۲۱۷) او أبویعلی، المسند، نهم جلد، صفحه ۱۷۷) او هیثمی په مجمع الزواید کی لسم جلد صفحه ۱۳۲ کی ویلی دی چی دا طبرانی روایت کړیدی او ټول راویان یی صحیح دی)
ترجمه: که له چا نه په ځنګل کی سورلۍ ورکه شی نو خاوند د سورلۍ دی داسی غږ وکړی ای د الله بنده ګانو زما سورلی ماته راونیسی. بیشکه چی د الله جل جلاله داسی بنده ګان شته چی تاسی ته به ستاسی سورلۍ راونیسی.
له حضرت عتبه بن غزوانی رض نه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
اذا أضل احدکم شیا او أراد أحدکم عونا و هو بأرض لیس بها أنیس فلیقل یا عباد الله أغیثونی یا عباد الله أغیثونی فان لله عبادا لا نراهم و قد جرب ذلک.
ترجمه: که ستاسی نه کوم شی ورک شی او تاسی مدد ته ضرورت لری او په داسی ځای کی یاستی چی کوم مددګار نه وی نو داسی نعری ووهی چی ای د الله جل جلاله بنده ګانو زما مدد وکړی ای د الله جل جلاله بنده ګانو زما مدد وکړی. یقیناً د الله جل جلاله داسی بنده ګان هم شته چی مونږه یی نه شو لیدلی لیکن هغه په مدد کولو باندی ماموری دی او دا آزموده خبره ده. دا حدیث په (طبرانی، المعجم الکبیر، اوولسم جلد، صفحه ۱۱۷) او (هیثمی، مجمع الزواید، لسم جلد، صفحه ۱۳۲) کی راوړی دی.
په حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم باندی توسل:
په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل دری صورته لری:
اول: التوسل بالنبی صلی الله علیه وسلم قبل ولادته (په رسول الله صلی الله علیه وسلم توسل مخکی له پیدایښت نه)
دوهم: التوسل بالنبی صلی الله علیه وسلم فی حیاته (په رسول الله صلی الله علیه وسلم توسل دده په ژوندانه کی)
دریم: التوسل بالنبی صلی الله علیه وسلم بعد وصاله (په رسول الله صلی الله علیه وسلم توسل وروسته له وفاته)
پورتنی دری واړه صورتونه په قرآن شریف باندی ثابت دی او تر ننه ټول علماء ددی دری واړو صورتونو منونکی دی.
اول: توسل مخکی له ولادت د محمد صلی الله علیه وسلم نه په محمد صلی الله علیه وسلم.
نور بیا...
السلام عليکم
وصيل پېروز
22.04.2011
زه تل دا وا يم چي ژباړه کوم او تل مي له هرې ليکنې سره همدا ليکلي وي ، چي ژباړن زه . :lol: :lol: :lol:
په همدې ليکنه کښي مي هم لومړی دا ويلي چي دا زما ژباړه ده که تاسو ليکنې په ځير کتلې وي نو پرې پوه شوي به ياست .
مګر صادق صاحب دا ستا پيوند غلط دی ، همدا کتاب نه دی بلکي (ايک سوال کي دس شکلين ) نومی کتاب دی .
که يو څوک د يوشي ژباړه کوي نو هرومرو به يې نظر هم هماغه وي نو هر څوک حق لري چي له خپلې نظريې د دفاع لپاره دلايل ووايي ، که داسي کول ګناه وي نو بيا به زه د دلايلو په رڼا کښي له دې کاره لاس واخلم .
G U L A P
22.04.2011
پیروزه
مولانای روم لیکي چه یوسړی پرخره سپور یوه کلي ته راغلي اودکور والاته یې وویل چه داخر ښه ونازوه اوپام پرې کوه چه ایله نشي
نوموړی مسافر دکوټې پای ته تیر شوخلکو چه دیو خوښئ په مناسبت یې میله تیاره کړې وه غزلې ویلې به هغو غزلوکي یوه داهم وه چه (خربرفت وخربرفت)مسافر چه طبیعتا یو ملنګ دخدای وو هم دا آواز چه (خربرفت ) ورسره زمزمه کاوو
چه کله سهارشو دکور والاته یې وویل چه هغه زما خر راوباسه چه زه ځم خو هه په ځواب کي ورته وویل چه خردي نشته وتلی دئ مسافر په ډیر قهر ورته وویل چه ما نه درته وویل چه پام پرې کوه
هغه په ځواب کي ورته وویل چه تاپخپله نارې نه وهلې چه (خربرفت)ده په ځواب کي ورته وویل چه ما خو له دوی سره نارې وهلې زه څه خبروم چه زماخر ښیي
نومولانای روم وایې چه دې ته په پټوسترګو تقلید وایي چه ده کلام په اصلي مقصد نه پوهیږ ي فقط ظاهته یې جوړیدلی وي
نوپیروزه وروره ته خوژباړه کوې هسي نه چه دمسافر کانه دروشي په نیمه لار کي به پاته یې رابه شو بحث ته تا ویلي چه زه په مطالعه بوخت یم نه پوهیږم چه ځ مطالعه کوې
۱وروره لسان اهل الجنة عربي ده په حدیثوکي وکوره وبه یې مومې
۲خبره په سوال کونکي کې نده په ځواب ور کونکي کې ده هغه چه اوس په دې دنیا کي نشته
۳دبتانو په اړه دې ټکي په ټکي دحکمتیار تفسیر را نقل کړی
اوته دا وایې چه پر دې بتانو دصالحوکسانو نومونه ښوول شوي وو
دلته جهت متغیر ده ځوانه دلته ژوندي صالح انسانان دي اوهلته ډبرې اوبتان
۴دامنم چه دقرآن هغه احکام چه مومنانو ته پکي خطاب شوی وي تراولنیو او وروستنیو خلکو دواړوپوري تعلق لري اودلته چه مشرکینو ته خطاب ده په هغه څه کي چه مسلمان هیڅ تمایل ندئ ښوولی نوخطاب بیا نشته
۵ته وایې چه داوصف دالله ج دې ما وړاندې درته وویل چه علی الدوام په سپه او ورځ هروخت درسول اکرم صلی الله علیه وسلم قبرمبارک ته خلک ولاړ وي او ورته وایي السلام علیک یارسول الله په یا سره خطاب ورته کوي اوس ته ووایه دی مبارک خوب کوي که نه ۰نوربیاـــــــــــــــــــــــــــــــــ په یوه ګوته یې لیکم صبردې غواړم
وزیري
22.04.2011
په تیر پسی ...
اول: توسل مخکی له ولادت د محمد صلی الله علیه وسلم نه په محمد صلی الله علیه وسلم.
په قران کریم او حدیث مبارکه کی داسی ډیر دلایل شته چی ددی ښکارندوی دی چی مخکی له ولادت د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه په ده مبارک صلی الله علیه وسلم باندی توسل شوی وه. یو څو نمونی یی په لاندی ډول دی:
د حضرت آدم علیه السلام توسل په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی.
په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل د حضرت آدم علیه السلام سنت دی. چی د خپلی معافی غوښتلو په وخت کی یی په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی کړی وه. امام حاکم رحمه الله دا واقعه بیانوی او حدیث له حضرت عمر رض نه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
لما اقترف آدم الخطیئة قال: یا رب أسألک بحقِ محمد صلی الله علیه وسلم لما غفرت لی. فقال الله: یا آدم و کیف عرفت محمدا ولم أخلقه؟ قال: یا رب لأنک لمّا خلقتنی بیدک ونفخت فی من روحک رفعت رأسی فرأیت علی قوائم العرش مکتوبا: لااله الا الله محمد رسول الله، فعلمت أنک لم تضف الی اسمک الا أحب الخلق الیک. فقال الله: صدقت یا آدم انه لأحب الخلق الی. ادعنی بحقه، فقد غفرت لک، ولو لا محمد ما خلقتک.
ترجمه: کله چی له حضرت آدم علیه السلام نه خطا وشوله نو آدم علیه السلام د الله جل جلاله په بارګاه کی عرض وکړو: پروردګاره! زه له تانه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وسیله سوال کوم چی زما مغفرت وکړه – نو الله جل جلاله ورته وفرمایل: ای آدم! تا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څرنګه وپیژانده، حالانکه ما د هغه تخلیق هم نه دی کړی؟ حضرت آدم علیه السلام ورته وفرمایل: مولا! کله چی تا زه په خپل بلاکیف لاس باندی پیدا کړمه او خپل روح دی ما کی واچاوه، ما چی کله خپل سر را جګ کړ او د عرش په هره ستنه یی لیکلی وه چی: لا اله الا الله محمد الرسول الله، نو زه پوه شومه چی ستا د مبارک نامه ترڅنګ د بل هغه چا نوم کیدای شی چی تا ته ډیر محبوب وی. نو الله جل جلاله ورته وویل: اوس چی تا د دده صلی الله علیه وسلم په وسیله ماته دعا کړیده نو زه تا معاف کومه. او که چیرته حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه وی نو ته به می هم نه وی پیدا کړی.
(حاکم، المستدرک علی الصحیحین، دوهم جلد، صفحه ۶۱۵، رقم: ۴۲۲۸) کی روایت کړیدی او
(بیهقی، دلائل النبوة، پنځم جلد، صفحه ۴۷۹) کی روایت کړیدی. امام حاکم دی حدیث ته صحیح ویلی دی او امام بلقینی رح هم په خپله فتاوی کی دا حدیث صحیح بللی دی. امام تقی الدین سبکی رح په [شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام] صفحه ۱۲۰ کی د شیخ ابن تیمیه تنقید او رد په دی حدیث بی ځایه بللی دی او د امام حاکم رح قول یی تصدیق کړیدی.
یهودو به هم په خپلو حریفانو باندی د نصرت او فتحی په وخت کی په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل کولو، قرآن په خپله په دی باندی شاهد ده او وایی:
ولما جآءهم کتب من عند الله مصدق لما معهم وکانو من قبل یستفتحون علی الذین کفرو فلما جآءهم ما عرفوا کفروا به فلعنة الله علی الکافرین.
له قرونِ اولی نه تر دی دمه ټولو مفسرینو چی د دی آیت تفسیر کړیده هغه یی د حضرت ابن عباس رض نه روایت کړیدی. هغه مبارک په تنویر المقباس من تفسیر ابن عباس او جامع البیان فی تفسیر القرآن او الدر المنثور فی التفسیر بالماثور کی لیکلی دی چی یهودانو به په خپلو دشمنانو باندی د فتحی حاصلولو په خاطر په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل کولو.
(وکانوا من قبل) من قبل محمد صلی الله علیه وسلم والقرآن (یستفتحون) یستنصرون بمحمد والقرآن (علی الذین کفروا) من عدوهم أسد وغطفان و مزینة وجهینة (فلما جآءهم ما عرفو) صفته ونعته فی کتابهم (کفروا به) جحدوا به (فلعنة الله) سخطة الله و عذابه (علی الکافرین) علی الیهود. (فیروز آبادی، تنویر المقباس من تفسیر ابن عباس: ۱۳)
پخپله اهل کتابو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت نه مخکی په ده باندی په داسی کلماتو توسل غوښتو:
اللهم انصرنا بالنبی المبعوث فی آخر الزمان الذی نجد نعته وصفته فی التوراة (زمخشری، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، اول جلد، صفحه ۱۲۳)
ترجمه: ای الله جل جلاله! د اخیری زمانی د پیغمبر په وسیله چی مونږه یی صفت په تورات کی لیدلی دی زمونږ مدد وکړه.
نو له پاسنیو روایاتو نه دا په ثبوت رسیږی چی په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی د دده له ولادت مبارک نه مخکی هم توسل شویدی او یو روا عمل وه او ټولو مفسرینو په خپلو زمانو کی د داسی روایاتو ذکر په خپلو کتابو کی کړیدی. که څوک دا اعتراض وکړی چی دا د اسرائیلیاتو نه راغلی خبری دی او نن سبا ناچله دی نو دا یو ډیره بی شعوره خبره ده که هغه د اسرائیلیاتو خبری وي نو د بخاری شریف حدیث خو به منئ چی: حدثوا عن بنی اسرائیل ولا حرج (بخاری، الصحیح، کتاب الانبیاء، باب ما ذکر عن بنی اسرائیل) یعنی له بنی اسرائیلو نه روایات راواخلی او په دی کی کوم حرج نشته.
دوهم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوندانه باندی په ده مبارک ص توسل:
نور بیا....
وزیري
22.04.2011
په تیر پسی ...
دوهم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوندانه باندی په ده مبارک ص توسل:
پخوانیو امتونو په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل کړیدی نو امت مصطفوی خو په طریقی اولی سره ددی حقدار ده چی په ده توسل وکړی. صحابه کرامو رض په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل کړیده او ده مبارک نه دی منع کړی حتی چی ده ورته د توسل تعلیم هم ورکړی ده.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ظاهری حیات مبارکه باندی توسل کول له قرآن کریمه نه په ډیر قوی دلیل سره شتون لری. الله جل جلاله وایی:
ولو أنهم اذ ظلموا أنفسهم جآءوک فاستغفروا الله واستغفر لهم الرسول لوجدوا الله توابا رحیما.
ترجمه: او که چری دوی په هغه وخت چی ظلم یی کړی وی په ځانونو خپلو باندی راغلی وی تالره، پس طلب د بخښنی کړی وی دوی له خدایه او طلب د بخښنی کړی وی دوی دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم، نو خامخا موندلی به وو دوی خدای توبه قبلونکی مهربانه.
که توسل شرک یا ناجائز وای نو الله جل جلاله به هیچری هم صحابه کرام رض ته د جآءوک نه وه ویلی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به یی نه ورلیږل.
په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل او د ړندو سترګو بینا کیدل:
په حدیثو کی ډیر داسی دلایل وجود لری چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ظاهری حیات مبارک کی د توسل تقلین کړیده لکه حضرت عثمان بن حنیف رض چی فرمایی:
أن رجلا ضریر البصر أتی النبی صلی الله علیه وسلم فقال: ادع الله لی أن یعافینی. فقال: ان شئت أخرت لک و هو خیر، و ان شئت دعوت. فقال: ادعه فأمره أن یتوضاء فیحسن وضوءه، ویصلی رکعتین، ویدعو بهذا الدعاء: اللهم انی أسألک و أتوجه الیک بمحمد نبی الرحمة، یا محمد انی قد توجهت بک الی ربی فی حاجتی هذه لتقضی، اللهم فشفعه فی. (ابن ماجه، السنن، کتاب الجنائز، باب ما جاء فی صلاة الحاجة) او (ترمذی، السنن، کتاب الدعوات، باب فی دعاءء الضعیف)
ترجمه: یو نابینا شخص د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بارګاه کی حاضر شو او عرض یی وکړو: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! زما لپاره له الله جل جلاله نه دعاء وغواړه چی ما ته صحت او عافیت راکړی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که ته غواړی نو زه دا ستا لپاره مؤخر کوم او دا ستا لپاره بهتره ده او که ته غواړی نو دعاء به درته وکړم – نو نابینا شخص ورته وفرمایل: له الله جل جلاله نه ماته دعاء وغواړه – نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د اودس کولو حکم وکړه چی یو ښه اودس وکړه او دوه رکعته نفل لمونځ وکړه، بیا دا داسی الفاظو سره دعاء وکړه: ای الله! زه له تانه سوال کوم او ستا په طرف د نبی رحمت حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وسیله متوجه کیږم. ای حضرت محمد صلی الله علیه وسلم! زه ستا په وسیله ستا د رب په طرف متوجه کیږم ترڅو هغه زما دا حاجت راپوره کړی. ای الله جل جلاله! ته د خپل نبی صلی الله علیه وسلم شفاعت زما په حق کی قبول کړی.
امام حاکم رحمه الله په خپل مستدرک کی د بعضو الفاظو په زیاتوالی سره داسی روایت کړیدی، چی حضرت عثمان بن حنیف رض بیا وایی:
فو الله ما تفرقنا ولا طال بنا الحدیث حتی دخل الرجل وکأنه لم یکن به ضر قط. (حاکم، المستدرک علی الصحیحین، اول جلد، صفحه ۵۲۶)
ترجمه: په الله جل جلاله قسم چی مونږه له مجلس نه نه وه جګ شوی او نه مو کومه اوږده ګفتګو کړی وه چی هغه شخص صحیح سلامت سترګو سره په مونږه راننوتو. داسی معلومیده لکه بیخی چی په ده ړوندوالی نه وی راغلی.
امام حاکم د امام بخاری د شرائطو په مطابق صحیح بللی دی او امام ذهبی هم توثیق کړیدی.
شیخ محمود سعید ممدوح په خپل کتاب [رفع المنارة، صفحه ۱۲۳] کی د ددی حدیث په باره کی لیکی:
هذا اسناد صحیح، وقد صححه غیر واحد من الحفاظ ...... فیهم الترمذی، والطبرانی وابن خزیمة، والحاکم والذهبی. یعنی ددی حدیث اسناد صحیح دی، او ډیرو د حدیثو حفاظو دا حدیث صحیح کڼلی ده لکه امام ترمذی، امام طبرانی، ابن خزیمه، حاکم او ذهبی.
نو له دی حدیث مبارک نه دا معلومه شوه چی بنده، خپل هر حاجت که په توسل سره وی او که بی توسله وی، خاص الله جل جلاله ته وړاندی کوی، په توسل کی فرق صرف دومره ده چی په توسل سره دعاء اقرب الی الاجابت درجه پیدا کوی. او دا پخپله له دی حدیث نه ثابته شوه.
دریم: بعد له وصال نه په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل:
نور بیا...
وزیري
22.04.2011
په تیر پسی ...
دریم: بعد له وصال نه په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات نه بعد هم دده ص نبوت جاری ده او تر قیامته به جاری وی. دا نقطه قابل د غور ده چی په دی باندی اتفاق موجود ده چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوندانه، په ده صلی الله علیه وسلم باندی توسل روا وه نو اوس څه خبره ده چی په ده صلی الله علیه وسلم باندی توسل منقطع شو سره له دی چی دده رسالت او اطاعت به تر قیامته پوری دوام لری او په دی باندی کوم قرآنی او یا له حدیثو نه کوم نص نشته چی دده له وفات نه بعد به په ده صلی الله علیه وسلم توسل نه کیږی.
لهذا، په کومو نصوصِ قرآنی باندی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته توسل په ظاهری ژوند ثابت ده له همدی نصوصو نه دا هم ثابته ده چی بعد له وصاله به هم په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل جائز وی. لاندی یو څو واقعاتو ته اشاره کول غواړم:
۱- د رسول الله صلی الله علیه وسلم په واسطه مغفرت:
داسی کوم شرعی او عقلی دلیل نشته چی دا را په ګوته کړی چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وصال نه بعد په رسول الله صلی الله علیه وسلم توسل ته شرک ووایی او یا یی منعه کړی. الله جل جلاله وایی:
ولو أنهم اذ ظلموا أنفسهم جآءوک فاستغفروا الله واستغفر لهم الرسول لوجدوا الله توابا رحیما.
ترجمه: او که چری دوی په هغه وخت چی ظلم یی کړی وی په ځانونو خپلو باندی راغلی وی تالره، پس طلب د بخښنی کړی وی دوی له خدایه او طلب د بخښنی کړی وی دوی دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم، نو خامخا موندلی به وو دوی خدای توبه قبلونکی مهربانه.
حافظ عماد الدین ابن کثیر ددی آیت په تفسیر کی لیکی چی بعد له وصال نه په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل جائز او مشروع ده. دی لیکی:
یرشد تعالی العصاة والمذنبین اذا وقع منهم الخطاء والعصیان أن یأتوا الی الرسول صلی الله علیه وسلم، فیستغفروا الله عنده ویسألوه أن یغفر لهم فانهم اذا فعلوا ذالک تاب الله علیهم ورحمهم وغفرلهم، ولهذا قال: لوجدوا الله توابا رحیما. وقد ذکر جماعة منهم الشیخ أبو منصور الصباغ فی کتابه الشامل الحکایة المشهورة عن العتبی، قال: کنت جالسا عند قبر النبی صلی الله علیه وسلم فجاء أعرابی، فقال: السلام علیک یا رسول الله! سمعت الله یقول: ولو انهم اذ ظلموا انفسهم جاءوک فاستغفروا الله واستغفر لهم الرسول لوجدوا الله توابا رحیما.
وقد جئتک مستغفرا لذنبی مستشفعا بک الی ربی. ثم أنشأ یقول:
یا خیر من دفنت بالقاع أعظمه فطاب من طیبهن القاع والأکم
نفسی الفداء لقبر أنت ساکنه فیه العفاف وفیه الجود والکرم
ثم انصرف الأعرابی فغلبتنی عینی، فرأیت النبی صلی الله علیه وسلم فی النوم، فقال: یا عتبی! الحق الأعرابی، فبشره أن الله غفر له. دا واقعه په لاندی کتابونو کی راغلی ده:
ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، اول جلد، صفحه ۵۲۰
بیهقی، شعب الایمان، دریم جلد، صفحه ۴۹۵، ۴۹۶، رقم: ۴۱۷۸
ابن قدامه، المغنی، دریم جلد، صفحه ۵۵۷
نووی، کتاب الاذکار، دریم جلد، صفحه ۹۲
سبکی، شفاء السقام فی زیارة خیر الانام: ۴۶، ۴۷
هیتمی، الجواهر المنظم: ۵۱
په دی آیت کی الله جل جلاله ګناهګارانو ته ارشاد فرمایلی ده چی کله تاسی نه ګناه وشوله نو رسو الله صلی الله علیه وسلم ته راشی.
دا روایت ډیرو علماوو بیان کړیدی په دیوو کی ابو منصور صباغ په خپل کتاب [الحکایات المشهورة] کی لیکلی دی چی عتبی وایی چی مونږه د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر مبارک سره ناست وه چی یو کلیوال سړی راغی او په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی یی سلام واچاوه. چی السلام علیک یا رسول الله! او بیا یی وویل: چی ما اوریدلی دی چی الله جل جلاله ویلی دی: ای حبیبه! او که چری دوی په هغه وخت چی ظلم یی کړی وی په ځانونو خپلو باندی راغلی وی تالره، پس طلب د بخښنی کړی وی دوی له خدایه او طلب د بخښنی کړی وی دوی دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم، نو خامخا موندلی به وو دوی خدای توبه قبلونکی مهربانه.
بیا کلیوال سړی وویل: اوس ما په ځان ظلم کړیدی او ګناه می کړیده او تاته راغلی یمه ترڅو تا الله جل جلاله ته وسیله وګرځوم. بیا هغه دهاتی سړی ولاړ او ماته خوب راغی، په خوب کی می د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیارت نصیب شه او راته یی وویل: ای عتبی! لاړ شه او دی اعرابی ته زیری ورکړه چی الله جل جلاله ستا ګناه معاف کړه.
همدی ته ورته یوه بله واقعه چی عمدة المفسرین امام قرطبی په خپل معروف تفسیر [الجامع لأحکام القرآن، پنځم جلد، صفحه ۲۶۵ او ۲۶۶) کی ذکر کړیده وایی:
ابو صادق له علی نه روایت کړیدی چی زمونږه په مخ کی یو اعرابی سړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر مبارک ته راغی او په دی وخت کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات دری ورځی وتلی وی. اعرابی د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر مبارک ته نیژدی راغی او د قبر نیژدی خاوره یی مچو کړله او د قبر خاوری یی په ځان وشیندلی او وی ویل: ای رسول الله صلی الله علیه وسلم! تا ویلی او مونږ اوریدلی، تا د الله جل جلاله نه احکام راوړی او مونږه اخیستی او په هغو احکامو کی د الله جل جلاله دا فرمان هم شته ده چی: و لو انهم اذ ظلموآ انفسهم جآءوک.... نو اوس ما په ځان ظلم کړیده او تاته حاضر شوی یم چی ته ماته مغفرت وغواړی. ددی اعرابی په دی التجاء له قبر مبارک نه اواز راغی: أنه قد غفر لک – یعنی بیشکه چی تاته مغفرت وشو.
د توسل منکرین دی فکر وکړی چی آیا دی علماوو په خپلو کتابونو کی کفر ته ځای ورکړیدی؟؟؟ یا هغوی هغه خبره را نقل کړیده چی بت پرستی او قبرپرستی ته دعوت ورکوی؟؟؟ معاذ الله! که دا قسم شی نو بیا به کوم کتاب یا امام ثفه او معتبره وی؟؟؟
نور بیا...