د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

محمود سعيد
18.04.2011

ښاغلو او درنو سلامونه!
ستاسو بحث ښه په درز روان دی. خدای د وکړي چې زما دا لیکنه ېې در ګډوډ نه کړي. خو لکه څنګه چې لیدل کیږي ټولو د سکالو له عنوان څخه ها خوا خبره وړې ده په دې اړه به زه هم خپل نظر وړاندې کړم.
زما په اند په افغانستان برید او نیواک حتمي وو او دا کار د چا په سپارلو او نه سپارلو پورې نه تړل کیده.
په ۱۹۴۶ زیږدیز کال کښې د سړې جګړې له پیل سره سم افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه وو چې د سړې جګړې د تود ډګر په توګه ورڅخه ګټه پورته کیدله، دختیځ او لویدیځ د پیاوړو ډلو تر منځ دا هیواد چې له ستراتیژیک او جغرافیايي پلوه ډیر ارزښتناک وو، تر پام لاندې شو او له دې سره سم ګاونډیو هیوادونو چې له پخوا څخه د ددې هیواد ستروالی او برلاسي نه شوه زغملی، له غلیمانو سره لاس یو کړ او د افغانستان د ورانولو لپاره يې هڅې ګړندۍ کړې.
د پخواني شوروي له یرغل او د چین له پیاوړتیا سره د لویدیځ والو ویره لا هم ډیره شوه، او ورسره د منځنۍ آسیا د تیلو او ګازو په خدای ورکړو پریمانه خزانو ددوی بد نیتي او دلاس ته راوړلو تمې او د ایران په ځواک د برلاسی لپاره افغانستان دوی ته یوازینی سنګر تر سترګو شو.
لویدیځ او په ځانګړې توګه امریکا د میلیونونو افغانانو په وینو او بې کوره کیدو سړه جګړه وګټله، او په پای کښې یی افغانان د پاکستان رحم ته پریښودل.
په هیواد کښې د خپل منځي اوله آره د بهرنيو په لمسون او ملاتړ جګړو له کبله د خلکو پوزې ته رسول او تر څنګ ېې د طالبانو په نوم د یوه نوي ځواک راڅرګندیدل د انګلیس او امریکې د هغه پلان یوه برخه وه چې د پاکستاني پټو استخباراتو یا آی اس آی په مټ یی پلی کړ، طالبانو واګې تر لاسه کړې او ورسره يې د روس په وړاندې د جنګیدونکو غازیانو او شهیدانو په زیار په سلګونو زره وسلې د برچې په څوکه له خلکو ټولې او ډک موټرونه ېې د تورخم او سپین بولدک له لارې دوه لاسي پاکستاني بادارانو ته وړاندې کړې.
طالبانو واک تر لاسه کړ او اسلامي امارت یې جوړ کړ، په دې توګه ېې له ځان سره هغه ساده او سپین زړي خلک د ځان ملګري کړل چې په رښتیا ېې د ځمکې له سره د ناولتوب ورکیدل غوښتل، له عربي هیوادونو او منځنی آسیا څخه هغه په زرګونه ځوانان چې د اسلام د سرلوړی لپاره ېې هلې ځلې کولې، له دوی سره ملګري شول تر څو په ګډه د یو پیاوړي قدرت په توګه له ښکیلاکګرو سره مقابله وکړي، خو له دې څخه ناخبره چې ددې خوځښت واګې د یو داسې چا په لاس کښې دي چې په خپله د ښکیلاک ښکار شوي دي.
په دې لړ کښې په زرګونو هغه کسان چې د اسلام د سرلوړی لپاره یې مټې را بډ وهلې وې، د لیلې په دښته او د تخار او کندز په خاورینو غونډیو کښې تر خاورو لاندې شول او پنجابي او انګریز تدبیر نیوونکو ایله په لومړي ځل د آرامۍ ساه واخسته.
په نیویارک او واشنګټن کښې جوړه شوې ډرامه چې په ترڅ کښې یې په سلګونو بیګنا خلک قرباني شول د همدې شومو هڅو او تدبیرونو یوه برخه وه، له دې پیښې څو کاله وروسته څرګنده شوه چې په دې پيښو کښې هغه یهودان چې نورې ورځې به په ټاکلي وخت په خپلو دندو کښې حاضر وو، په دې ورځ له خپلو کورونو څخه نه وو وتلي.
په افغانستان برید د دې شومو او بد مرغه پلانونو یوه برخه هم دا وه چې په نړۍ او په ځانګړې توګه د پښتنو په سترګو کښې د هغو روحاني او مذهبي خلکو شتون ازغی کړي چې په هره ټولنه کښې ورته د قدر په سترګه کتل کیدل.
په دې ترڅ کښې تر ډیره هغه ساده ملایان او د مسجدونو او مدرسو طالبان ددې دام ښکار شول چې نړۍ ېې یوازې په خپل کلي او مسجد پورې تړلې وه.
په دې توګه سپیڅلو طالبانو او د هغوی په سر کښې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر اخند چې تر اوسه ېې څوک په ریښتینې ډول پیژندنه نه دي بریالي شوې، د لویدیځ ښکیلاک ګرو لپاره لاره هواره کړه او هغوی ته ېې په ډاډه زړه د افغانستان واک ورکړ.


حمید هڅــاند
18.04.2011

محمود سعید وروره؛ سلامونه مې ومنئ. بحث خو رښتیا هم له خپلو پولو اوښتی دی، خو بیاهم که دلته په پورتنیو مسایلو بحث وشي او یوې پایلي ته ورسېږو نو بیا هم مناسبه ده؛ ځکه خو پروا نه لري.
راځم ستاسو لیکنې او د طالبانو رامنځته کېدلو ته؛ ورورجانه خبره داسي هم نه ده چې د تحریک را وستلو کې له لویه سره ګواکي د امریکا لاس ؤ، هو د پاکستان لاس لرل به درسره ومنم. خو د طالبانو د تحریک رامینځته کېدل په هغه وخت کې بیخي سم کار ؤ، طالبانو که له هر چا مرسته ترلاسه کړي وي بیاهم د هغه وخت د فساد او ظلم په وړاندي ددې تحریک رامینځته کېدل خورا مناسب کارؤ، د طالبانو مشرتابه ډله هم ډېره راستکاره او مخلص خلک ؤ. زموږ اولس نور له هغو پاټک سالاریو او شکونو تنګ راغلی ؤ، په پورتنيو لیکنو کې پتوال صیب دې ته اشاره کړې وه چې ګواکي د امریکایانو په زور طالبان تر کابل ورسېدل؛ زما له انده داسي خو ځکه نه ده چې له طالبانو سره ، لږ تر لږه د کابل تر نیولو پوري، د اولس عام او تام ملاتړ موجود ؤ. د وخت اداري له همدې امله پښه ټینګه نه شوای کړای. خو داچې امارت په راوروستو کې ولې د خلکو د هیلو سره سم کار ونه کړ، نو دهغه دلیل هغه د پاړسو ژبو په وینا دا ؤ چې ماوشما پکې ننوتل.
او محترم نوروز خان وروره؛ هیله لرم جوړ به یاست، د القاعدې په وړاندي د امارت د تګلاري ناسمتوب خو تاسو هم منلی دی او ویلي مو دي چې په لومړیو کې خو القاعده په افغانستان کې وه خو بیا طالبانو ورسره وروسته سمه مخامخېدنه ونه شوای کړای.
او تاسو تل د شرعي له مخي له دوی سره د تعامل پر ټکي ټنګار کوئ، زما له انده خو د القاعده کړني او بم چاودني په هیڅ توګه نه شي توجیه کېدای، نو ایا امارت ددوی د کړنو پړ نه شي بلل کېدای؟ دا خو سمه خبره ده چې امریکایانو پلمه لټوله خو دا نو ددې دلیل نه شي کېدای چې ځه نو دوی خو یې په لټه کې دي، راځه په لاس یې ورکه. امارت ولي په تنها ځان د ټولي نړۍ په خلاف حرکت کاوه...سمه ده، د امارت قانون شریعت ؤ او دنړیوالو نه ؤ خوښ، خو د امارت هرکار داسې ؤ لکه بې له سنجشه چې به یې کاوه، پریکړي یې داسې وي چې د ټولي نړۍ په خلاف که به هم ته، په کیسه کې به یې نه کېده...په اوس وخت کې دومره منزوي اوسېدل چې یواځې درې څلور هېواده دي په رسمیت وپېژني د هېواد په ګټه نه بلکه د اولس سره د جفا مانا ده. او امارت خو ددې انزوا د ښه کولو لپاره کله هم کار ونه کړ...هر کار به یې داسې ؤ چې لاهم منزوي شي...زما له دې ټولو خبرو نه موخه داده چې سمه ده امارت د شریعت په پلي کولو سره ددوي تر واک لاندي سیمو ته ارامي بښلي وه، خو نن چې موږ ته استاد کله مثال راکوي نو د طالبانو د دورې ددوی په وینا(ظلم) را ته مخته مخته کوي...ګورئ خلکو دومره بدتاثر درلود...طالبانو کوم داسي کار وکړ چې ددې بد نوم له مینځه وړلو ته کار وکړي، په هېواد کې یو روغ اقتصادي سیستم جوړ کړي، د هېواد پوهنیز سیستم ته کار وکړي، په چوکیو باندي اهل کار خلک وګماري، او خپل سیاست ته په نړیواله کچه کار وکړي.

په درنښت


و.افغان
18.04.2011

دروند او محترم هڅاند صاحب:
تاسو ليکلي:
[quote:721981b317]
او محترم نوروز خان وروره؛ هیله لرم جوړ به یاست، د القاعدې په وړاندي د امارت د تګلاري ناسمتوب خو تاسو هم منلی دی او ویلي مو دي چې په لومړیو کې خو القاعده په افغانستان کې وه خو بیا طالبانو ورسره وروسته سمه مخامخېدنه ونه شوای کړای.
[/quote:721981b317]

ښاغلی نوروز خان دا انتقادي اشاره په دې بنياد نه کوي؛ چې لږ تر لږه په دې مسئله کې
د طالبانو په سياست لږ کوټي انتقاد وکړي.

بلکه د هغه موخه القاعدې باندې انتقاد ته اشاره ده، په کومه بناء؟؟
په دې بناء نه، چې هغوی تشدد لره، ځکه چې تشدد د دواړو قاسم مشترک جوړ شوی
وو.
خو دغه علی استحياء اشارې نه مطلب دا دی چې دغو وهابيانو القاعده وو سره د هغوی
د وهابيت په وجه داسې سلوک نه وو پکار، کوم چې ورسره طالبان اختيار کړ.

په درنښت


نوروز خان
18.04.2011

[quote:19f0eb86a0]خو دغه علی استحياء اشارې نه مطلب دا دی چې دغو وهابيانو القاعده وو سره د هغوی
د وهابيت په وجه داسې سلوک نه وو پکار، کوم چې ورسره طالبان اختيار کړ.

[/quote:19f0eb86a0]
نه وهاج صيب داسې نه ده ،اجتهاد مو خطاء تللی ، ته باور وکړه چې دسبق او جهاد په مهال مې ډیر ملګري وهابیان پاته شوي ، چې همدااوس مې هم ملګري دي او خدای حاضر دی چې دخپلو احنافو ملګرو په نسبت يې په قلبي عقیدت او مینه کې هیڅ کمی نه محسوسوم ، که څوک زما مذهب او مشرب باندې ملنډې راونه وهي او یابې ځایه تعریضونه ونه کړي ، یوازې زه نه بلکې هیڅ افغان او طالب هم مشکل نه ورسره لري ، لکه همدااوس چې په طالبانو کې څو کلیدي مشران وهابیان دي ، خوهیڅوک یي بېل رنګي نه محسوسوي ، مګر خبره همیشه ستاسو له تعرضونو خبرابیږي
څو کاله وړاندې پکتیا ته له وزیرستان څخه عرب سلفي مجاهدین راغلي وه ، دسیمې مجاهدینو په سرسترګو کینول ، او ترځان یي لوړ بلل ، مګر یوه ورځ چې یوه عرب یوه سیمیز زیارت ته دپیکا میل سیخ کړ، او هسې ملګرو ته یي وویل چې دازیارت دویشتلو وړ دی ، په هماغه ورځ دځایي مجاهدینو مشر رخصت ورکړ چې ځئ په مخه مو ښه ، چې بیا مو دلته ونه وینو ، نواوس تاسو ووایاست چې په داسې مواردو کې ګرم باید څوک وبلل شي .
دالقاعده په اړه باید ووایم چې هغوی پاخه سلفیان وه ، او زمونږاو تاسې دجذباتي سلفیانو په نسبت خورا هوښیار وه ، تاسو دعبدالله عزام ملفوظات ( تربیت الجهادیه والبناء ) وګورئ چې په بیا بیا شهیدعزام په عربو غږ کوي چې ګورئ دافغانانو په مذهب کار ونلرئ ،هغوی هم زمونږ غوندې مسلمانان دي ، او داخبره ناسمه ده چې څوک یي مشرکین بولي ، داحقیقت باید ومنو چې دنورو سخت دریځیو غوندي افغاني سلفیان هم دتنګ نظرۍ او سخت دریځۍ نړیوال ریکاډ لري


نوروز خان
18.04.2011

[quote:abdfe9e01f="حمید هڅــاند"]محمود سعید وروره؛ سلامونه مې ومنئ. بحث خو رښتیا هم له خپلو پولو اوښتی دی، خو بیاهم که دلته په پورتنیو مسایلو بحث وشي او یوې پایلي ته ورسېږو نو بیا هم مناسبه ده؛ ځکه خو پروا نه لري.
راځم ستاسو لیکنې او د طالبانو رامنځته کېدلو ته؛ ورورجانه خبره داسي هم نه ده چې د تحریک را وستلو کې له لویه سره ګواکي د امریکا لاس ؤ، هو د پاکستان لاس لرل به درسره ومنم. خو د طالبانو د تحریک رامینځته کېدل په هغه وخت کې بیخي سم کار ؤ، طالبانو که له هر چا مرسته ترلاسه کړي وي بیاهم د هغه وخت د فساد او ظلم په وړاندي ددې تحریک رامینځته کېدل خورا مناسب کارؤ، د طالبانو مشرتابه ډله هم ډېره راستکاره او مخلص خلک ؤ. زموږ اولس نور له هغو پاټک سالاریو او شکونو تنګ راغلی ؤ، په پورتنيو لیکنو کې پتوال صیب دې ته اشاره کړې وه چې ګواکي د امریکایانو په زور طالبان تر کابل ورسېدل؛ زما له انده داسي خو ځکه نه ده چې له طالبانو سره ، لږ تر لږه د کابل تر نیولو پوري، د اولس عام او تام ملاتړ موجود ؤ. د وخت اداري له همدې امله پښه ټینګه نه شوای کړای. خو داچې امارت په راوروستو کې ولې د خلکو د هیلو سره سم کار ونه کړ، نو دهغه دلیل هغه د پاړسو ژبو په وینا دا ؤ چې ماوشما پکې ننوتل.
او محترم نوروز خان وروره؛ هیله لرم جوړ به یاست، د القاعدې په وړاندي د امارت د تګلاري ناسمتوب خو تاسو هم منلی دی او ویلي مو دي چې په لومړیو کې خو القاعده په افغانستان کې وه خو بیا طالبانو ورسره وروسته سمه مخامخېدنه ونه شوای کړای.
او تاسو تل د شرعي له مخي له دوی سره د تعامل پر ټکي ټنګار کوئ، زما له انده خو د القاعده کړني او بم چاودني په هیڅ توګه نه شي توجیه کېدای، نو ایا امارت ددوی د کړنو پړ نه شي بلل کېدای؟ دا خو سمه خبره ده چې امریکایانو پلمه لټوله خو دا نو ددې دلیل نه شي کېدای چې ځه نو دوی خو یې په لټه کې دي، راځه په لاس یې ورکه. امارت ولي په تنها ځان د ټولي نړۍ په خلاف حرکت کاوه...سمه ده، د امارت قانون شریعت ؤ او دنړیوالو نه ؤ خوښ، خو د امارت هرکار داسې ؤ لکه بې له سنجشه چې به یې کاوه، پریکړي یې داسې وي چې د ټولي نړۍ په خلاف که به هم ته، په کیسه کې به یې نه کېده...په اوس وخت کې دومره منزوي اوسېدل چې یواځې درې څلور هېواده دي په رسمیت وپېژني د هېواد په ګټه نه بلکه د اولس سره د جفا مانا ده. او امارت خو ددې انزوا د ښه کولو لپاره کله هم کار ونه کړ...هر کار به یې داسې ؤ چې لاهم منزوي شي...زما له دې ټولو خبرو نه موخه داده چې سمه ده امارت د شریعت په پلي کولو سره ددوي تر واک لاندي سیمو ته ارامي بښلي وه، خو نن چې موږ ته استاد کله مثال راکوي نو د طالبانو د دورې ددوی په وینا(ظلم) را ته مخته مخته کوي...ګورئ خلکو دومره بدتاثر درلود...طالبانو کوم داسي کار وکړ چې ددې بد نوم له مینځه وړلو ته کار وکړي، په هېواد کې یو روغ اقتصادي سیستم جوړ کړي، د هېواد پوهنیز سیستم ته کار وکړي، په چوکیو باندي اهل کار خلک وګماري، او خپل سیاست ته په نړیواله کچه کار وکړي.

په درنښت[/quote:abdfe9e01f]

هڅاند صیب دا واقعیت دی ، چې طالبان دنړیوال باورپه لاسته راوړلو کې پاته راغلل ، خو دا دطالبانو ګناه مه بولئ ، اصلا نړیوالو په تیره غربیانو نه غوښتل په یوه داسې حکومت باور وکړي ، چې ددوی له ارزښتونو او سیاسي قالبونو سره ساز نه لري .
ګورئ تاسې باید پوه شئ ، چې داوسنۍ نړۍ خپلواکه نه ده بلکې لکه داچې یوقطبي یې بولې دامریکا اوپه ټوله کې دلویديځ له خوا برمته شوې ده ، تاسو سوچ وکړئ دقطر یې له لیبیا سره څه ؟ مګر نن چې دلیبیاپه وړاندې اقدام کوي دایي خپل ارادي سیاست نه شو بللای .
دطالبانو په وړاندې هم لومړی غرب له همدې امله ودرېده چې نه یي غوښتل یوه رښتیني اسلامي نظام وویني ، دغرب په اقتفاء یي لاسپوڅي هم ټول ودریدل ، او دطالبانو له په رسمیت پیژندلو یي ډډه وکړه .
ماته په دې برخه کې دطالبانو کوم تقصیر په نظر نه راځي ، طالبانو هرچاته ددوستۍ لاس ورغځاوه ، خو په دې برخه کې یې دیوه متعهد اسلامي رژیم په حیث دنړیوال چاپیریال دومره خاطر نه شوای کولای چې خپل خاطر (اسلامي ارزښتونه ) یې په کې خاورې شوای وای


عادل عادل
18.04.2011

السلام علیکم

زما شخصي تحلیل

د طالبانو د اړین ظهور سره سم چې دوی د کورنی جګړې په سبب بدنامه او رټلي جهادي مشران یو پر بل پسې محاکمه او له منځه وړل، امریکایانو ته دا تمه پیدا کړه چې دوی ته مطلوب بن لادن چې د یادو شوو جهادي مشرانو مېلمه او د دوی له صفحې لوېدلی وو، به خامخا په ورته سرنوشت اخته کوي او یا به یې له افغانستان څخه شړلو ته اړ باسي، خو داسې ونشوه، اسامه د جهادي رهبرانو مېلمه وو خو هوښیاري او سیاسي ځیرکتیا یې د تیرو تجربو په سبب تر کوربه لوړه وه ، اسامه د خپلو پخوانیو کوربه وو د زوال ستوري په سترګو ولیدل نو د دوی تر څنګ یې د حتمي محوې پر ځای دې ته ترجیح ورکړه چې پرته له مقدماتي تماس مماس څخه د طالبانو مخې ته ورشي، د طالبانو د ظهور د څپو مخې ته اسامه او حکمتیار دواړو په دې اړه مخامخ بحث کړی، او هر یو د خپلو تېرو ا عمالو او خدای ورکړي تدبیر په رڼا کې لارې سره بېلې کړې، یو یې دچهار اسیاب پر لوري پښې سپکې کړې او بل د خدای په هیله د طالبانو مخې ته ورغی، طالبان چې ټول مسلمانان او په خټه افغانان وو، د اسامه سره لکه څنګه چې استخباراتي کړیو یې کله هم انتظار نه کاوه، طالبانو ورسره نرم سلوک غوره کړ، او همدلته وو چې د طالبانو پر سر د امرېکې او القاعدې سیالي پیل او تېزه شوه، سره لدې چې د غربیانو نقشه ډېره دقیقه او د ضرورت په وخت ادلون بدلون مونده، خو د اسلامي عقیدې نه شلیدونکي مزي د د طالبانو د بشپړې ولسي بڼې په برکت سره د دوی د دښمنانه دقیقو پلانونو غاړې ورڅېرې او بن لادن د طالبانو تر څنګ د هغه میلمه بڼه بېرته اختیار کړه چې د پخوانیو جهادي مشرانو سره یې درلوده، په دومره تفاوت چې پخواني جهادي مشران د القاعدې د بهرنیو فعالیتونو څخه آګاه څه چې د خپل غرور په وجه شریک او همفکره هم وو (اذرباییجان ته د افغان وسلوالو استول د یادولو وړ دی)، خو طالبان تر 9/11 پورې هم پدې نه پوهېدل چې القاعده به د دوی په بې خبری کې دومره ژور بهرني فعالیتونه پر مخ بیایي.

د 9/11 د حملو نه مخکې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو څخه د جفاکارې نړیوالې ټولنې انکار، طالبان دې ته اړ ویستل چې د 9/11 نه وروسته د القاعدې د پټو بهرنیو فعالیتونو په رابرسېره کېدو چې د طالبانو په حق کې یې یو ډول ښکاره جفا بللی شو، سترګې پټې کړې چې ددې مسوولیت بیا هم د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د اسلامي ملکونو د غلامو حکامو په غاړه دی.

دا هم په دې معنې نه ده چې که نړیوالې ټولنې طالبان په رسمیت پیژندلي وای نو دوی به اسامه شړلی یا ورته سپارلی وو بلکه د اسامه د هغه شر څخه چې بهرنی نړی په تیره بیا غرب ته متوجه وو، دبن لادن د خوندیتوب تر څنګ به یې یا ډب کړی او یا هم له منځه وړی وای، خو متاسفانه چې احمقو غربیانو ته د خپل امنیت تامین دومره ارزښت نه درلود لکه د یوه مطلوب تش لاسي شخص لاسته راوړل، دا ټول هغه څه وو چې د طالبانو او امریکایانو بخت نه بلکه د القاعدې بخت یې بللی شو، القاعدې کولای شول امریکایان په عربي ټاپو کې درګیرکړي، خو دا کار یې ددې لپاره ونکړ چې له یوې خوا یې د حرمینو او خدای خبر عربي نشنلیزم خیال وساته او له بلې خوا به یې خامخا په لوی لاس د مرفه او په نفسي خواهشاتو کې ډوب عربانو په وجه د میاشتو په تېریدو سره د عربي جزیرې د حتمي مغلوبېدو وېره محسوسه کړې وي، د عراق د مقاومت سریع تودیدل چې ویل به یې دا افغانستان نه دی، او چټک سړېدل یو له هغو مثالونو څخه دي چې القاعدې د افغانانو د خوی، غیرت، تاریخ او اراضي په پام کې نیولو سره د امریکایانو ناولې پښې افغانستان ته راوکاږلې او خپل لنډمهاله بیړنی ارمان یې پوره کړ .

روان افغاني مقاومت ته په کتو سره چې نړیواله ټولنه په تېره بیا د افغانستان په ناروا او وحشي اشغال کې شریک ملکونه تر سخت فشار لاندې د خپل حتمي شکست شپې ورځې شماري، یو ځل بیا د مذاکراتو او ډیالوګ لپاره د القاعدې څخه د طالبانو د جدایي وړاندیزونه کوي، چې دا زما په نظر د کړې اشتباه تکرار دی، طالبان چې 10 کاله وړاندې د نن په تناسب ضعیف وو، په نړیواله کچه په دیپلوماتیکه انزوا کې ډوب وو، دې ته حاضر نه شول چې د القاعدې په سر سودا وکړي نو نن چې د قوي موقف خاوندان، ولس یې تر شا ولاړ، افغاني تاریخ یې مصداق او اشغالګر یې د نابودی او شکست ژورې کندې ته رسولي دي، څنګه ممکنه وي چې د القاعدې پر سر سودا ته حاضر شي؟ ددې پر ځای دې د افغانانو یعنې طالبانو څخه د داسې یوه تضمین تقاضا وشي چې له مخې به یې نور القاعده د افغانستان له خاورې څخه په استفادې سره بهرنیو هیوادونو او ددوی ګټو ته خطر نه پېښوي.

له بلې خوا د القاعدې سره جدایي چې په فزیکي ډول به کېدای شي د یو درځن اشخاصو څخه د بیلتون په کچه ټیټه مسئله وي خو په معنوي او تبلیغاتي ډګر کې به یې دښمن د مسلمانانو او اسلامي امت په منځ کې د یوه نه جبرانیدونکي درز په مثال داسې وځلوي چې د نسلونو نسلونو مسلمانانو په ستوني کې به د واک او ځواک او خپلو حقه حقوقو د اعادې احساس داسې خفه کړي چې څوک یې بیا په خوب هم ونه ویني، او دا د غرب او اسلام د دښمنانو لپاره تر ټولو لویه لاسته راوړنه بللی شو ......

نتیجه دا چې افغانانو ته داسې یو حکیم مشرتابه پکار دی چې له یوې خوا په ملي رسالت سره خپل په وینو لمبېدلی ولس وژغوري او له بلې خوا په اسلامي رسالت سره داسې عمل وکړي چې د قیامت په ورځ یې د اسلامي امت په وړاندې مخ سپین او د مسوولیت بار تر ټولو سپک وي. .......... د ښاغلي هڅاند صاحب د لاسلیک بیت به د پای د ټکي په توګه همدلته و ټومبم:-

یو داسي سړی غواړو چې توپان ته ماتې ورکــــــــــړي
او یوسي تر منزل پوري سرونه سلامـــــــــت


حمید هڅــاند
18.04.2011

محترم نوروز خان وروره؛ امریکا او اروپا پرځای پرېږدۍ، هند به هم له پامه وغورځو. ډېر داسي نور هېوادونه شته چې طالبانو ورڅخه کار اخیستای شوای، ختیځ او جنوب ځینې ډک دی. خو طالبان پکې پاتې راغلل. امارت چې یوه تلویزونې شبکه نه درلوده او نه یې شوای منلي، نو امارت څنګه کولی شوای نړیوال اعتبار تر لاسه کړي او کوم هېواد به یې دوستۍ ته زړه ښه کړی وای. امارت اصلا د پرمختګ هیڅ پروګرام نه لاره، یو دوه مسافر وړونکې الوتکي مو درلودي، هغوی باندي ان اسیایې هېوادونو بندیز ولګاوه، دا ټول هېوادنه د افغانانو د سر دښمنان نه ؤ. زه پخپله هغه مهال زده کوونکی وم، امارت زما له صنفه د ساینس کتاب لري کړ، ایا هغه کتاب د شریعت ضد ؤ؟ او تاریخ مضمون څه ګنا کړې وه چې موږ باندي یې بند کړ؟؟ له ښوونځیو پام بیخې واوښت او هغه د چا خبره د مور او میرې چلند ورسره کېده او زه یې شاهد یم، نو د امارت دا کار د څه لپاره ؤ؟ دا یوڅو بیلګې مې ځکه ولیکلې چې د امارت هر کار همداسې عجیب او غریب ؤ، امریکا خو یې وه دښمنه، نورو هېوادونو به څنګه ددوی ملګرتوب ته زړه ښه کړی وای؟؟ د شریعت په پولو تلل ددې مانا نه ورکوې چې له ټولنیز پرمختګ نه سترګې پټې شي، له ټولې نړۍ سره دښمنې شروع شي او ټولې نړۍ ته پلمه په لاس ورکې چې راځه نو، ته که مې دښمن بولې که نه، زه دې دښمن درته ساتم او هغه هم ځکه چې زما شریعت ما ته وایې. دا سمه ده چې په ټوله مانا به شریعت په اسلامې هېوادونو کې نه وي پلی شوی، خو دا هم سمه نه ده چې په ټولو اسلامې هېوادونو کې نن د اسلام په پولو تګ بند دی او یواځې او یواځې امارت ؤ چې رښتینی ؤ او ځکه خو نړۍ یې دښمنه وه او ګواکي امارت په خپل ځای کې خورا ښه تعامل کاوه له نړۍ سره خو بیا هم ټوله نړۍ یې دښمنه وه.

هیڅوک دا نه وایې چې د دوستانو د پیدا کولو لپاره له خپلو د شریعې پولو باید پښه واړوله شي، خو د طالبانوتعامل به ټولیز ډول همداسي عجیب او غریب ؤ.

په درنښت


نوروز خان
18.04.2011

محترم عادل عادل صیب
الله مو ژوندي لره ، یوخورا پرځای او دقیق تحلیل مو ارائه کړی ، یقینا که څوک حالات په بې عینکو سترګو وګوري له دې نه نه کم دي او نه هم زیات ، بایدورسره اضافه کړم چې طالبانو لکه مخکې چې نه غوښتل دالقاعدې له لورې ورته مشکل جوړ شي او همیشه یي ورسره اړیکي ترینګلي وه ، په راتلونکي کې هم نه غواړي نور له دې اړخه جنجال ولري .
داسلامي امارت لپاره دیوه متوازن حل په توګه زما مشوره داده ، چې که په راتلونکې کې بیا دافغانستان واک په لاس ورځي باید دالقاعدې دځینو غړو په شمول دنړۍ دیوشمیر نورو هیوادونومحدودو مهاجرینو ته دافغانستان تابعیت ورکړي ،ترڅو دمیلمه او کوربه ، مهاجر او انصار ، وطني او نړیوال مجاهد خبره له منځي ووزي او ټول په یوه تګلاره مکلف شي .

او محترم هڅاند صیب داخبره دې دمنلو نه ده ، چې طالبانو دساینس او تاریخ کتابونه له مکتبه وایستل ، ماخپله چې هغه ابتدائیه ویله ، له داسې مشکل سره نه یم مخ شوی ، وروسته مې چې مدرسه ویله باور وکړه ، له هدایة النحو او کنزالدقائق سره مې یوځای ، داووم ټولګي بیولوژي ، جغرافیه ،تاریخ او انګلیسي ژبې درسي ساعتونه هم لرل .
دطالبانو په وخت کې له ټول غربت سره سره درست پوهنتونونه او مکاتب فعال وه ، رښتیا هم مدرسې زیاتې وې ، خو دومره نه لکه اوس چې دمکاتبو شمیر له مدرسو سره دمقایسې وړ نه دی .
دټیلویزون په اړه دطالبانو امر لکه دښځو دتعلیم فرمان دشرایطو ترسمښت ا ومناسب فرصت پورې ځنډول شوی وه چې ورته امر ثاني وايه
نور نو دطالب دمدرسې او جومات سړی وه ، اود افغانستان په مسلکی کدرونوپسې یې ځولۍ ګرځولې چې راشې دوطن خدمت وکړئ ، خومتاسفانه هغوی دږیرې اوږدولو ته نه وه اماده !


حمید هڅــاند
18.04.2011

محترم نوروز خان وروره؛ زه ضرورت نه لرم چې دروغ ووایم، زما او ستا ترڅنګ کېدای شې کوم بل څوک هم د هغه مهال د ښوونځې شاګرد تېر شوی وی، رادي شي او رښتیا رښتیا دي ولیکي، زما سره همدا اوس زما د پوهنتون ۵۹ افغان شاګردان درس وایې او دا د افغانستان د بېلابېلو سیمو دي، زه له ځانه نه غږېږم او دا ټول په دې ګواهي ورکوي چې کتابونه لکه ساینس، تاریخ او نور بند شول او پرځای یې شروط الصلوة، کنزالدقایق، شمه، زرادي، میزان صرف، فقه اکبر،نورالایضاح او نور معرفي شول.
د دینې کتابونو معرفي سمه خبره وه خو د ساینسې مضامینو بندول په مکتبونو کې سم کار نه ؤ. که زما خبره درته دروغ مالومېږي، لاړشئ او په فسبوک کې ټول پوښتنه وکړئ، وګورئ چې خلک څه ډول ځوابونه درکوي.

په درنښت


Dr. Zubair
18.04.2011

راځئ چې د اسامه سپارل کیدنه قانون ته کیږدو!!!
راځئ نن ورځ په نړۍ کې د مجرمینو د سپارلو راسپارلو مروج قانون ته یو نظر واچوو چې کله یو هیواد د بل هیواد څخه د یو کس د تسلیمولو غوښتنه کوي د کومو قوانینو له مخې یې د غوښتنې حق لري او د کومو شروطو پر اساس یو مطلوب کس بل هیواد ته سپارل کیدی شي او دا موضوع د کومو قوانینو مراحلو څخه تیریږي ترڅو مطلوب کس سپارلو ته تیار کړی شي؟!

هسې خو په نړیوال عرف کې ډیر داسې قوانین شته چې د طالبانو څخه د بن لادن د تسلیمولو په غوښتنه د څرګند بطلان کرښه راکاږي، خو راځئ چې د لاندې څلورو هغو په رڼا کې یې وڅیړو چې د بن لادن سپارل څومره قانوني کار وه؟؟

۱-د نړیوالو قوانینو له مخې یو هیواد فقط او فقط په هغه وخت کې د بل هیواد نه د خپل دښمن د ورسپارلو غوښتنه کولی شي چې ددواړو هیوادونو ترمنځ تړون او معاهده موجوده وي.

د طالبانو اسلامي امارت او امریکا یا بل هیواد ترمنځ هیڅ داسې کوم تړون او معاهدې شتون نه درلود چې له مخې یې باید طالبانو اسامه بن لادن امریکا ته سپارلی وی. په حقیقت کې د امریکا دا غوښتنه افغان حکومت ته (چې طالبانو تمثیلاوه) او په ځانګړي ډول د افغانستان قانون ته په ډیره سپکه سترګه د کتلو معنی درلوده.

۲-په نړیوالو قوانینو کې د مطلوب کس د سپارنې غوښتنه باید د داسې شواهدو، او ثبوتونو سره ملګرې وي چې په ښکاره د مطلوب کس په ارتکاب دلالت کوي.

همدا اوس په امریکا او انګلستان کې مروج قانون داسې دی چې د مجرم کس ورسپارل د قضايي ارګانونو پورې مربوطه چاره ده، په اردن او عراق کې قانون داسې دی چې کله یو مجرم بل ته تسلیمیږي نو لومړی به یې د محاکمې له پړاوه تیریږي، خو د امریکا سره یې توپیر دا دی چې په امریکا کې د قاضي فیصله د مجرم په اړه ملزمه ده یعنې که قاضي فیصله وکړه چې ورودې سپارل شي نو سپارل کیږي او که نه نو نه سپارل کیږي، خو په اردن او عراق کې د قاضي فیصله دولت ته د یوې مشورې بڼه لري. خو په المغرب او سوریه کې بیا د سترې محکمې د جنايي څانګې فیصله معتبره او نهايي فیصله ده.

د مثال په توګه که چیرې بن لادن په امریکا کې اوسیده او طالبانو ترې غوښتی وی چې وروسپارل شي، نو د امریکا د قانون له مخې لومړی بن لادن محکمې ته وړاندې کیده، او دا حق هم ورته حاصل وه چې مدافع وکیل ونیسي او د خپل ځان څخه په هر راز قانوني وسیلې دفاع وکړي، د قانوني او قضايي اجراءاتو څخه وروسته قاضي فیصله کوله چې آیا د طالبانو غوښتنه ومني او که رد یې کړي. فرضا که قاضي د طالبانو غوښتنه رد کړی وی او بن لادن یې نه وی ورسپارلی طالبانو حق نه درلود په امریکا حمله وکړي.

خو راشئ وګورئ چې امریکا د بې چاره او غریب افغانستان نه په څومره سادګۍ او سپین سترګۍ د بن لادن تسلیمول غوښتل؟؟؟؟؟؟ امریکا د طالبانو نه اسامه داسې غوښت لکه په نخاس کې چې غويی رانیسي. آیا دا زمونږ هیواد، او قانون ته په سپکه سترګه کتل نه وه؟؟؟

په مطبوعاتو کې د طالب چارواکو (خاصتا د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل) هغه څرګندونې مې همدا اوس په غوږونو ازانګې کوي چې په واز کومې به یې همیش نارې وهلې چې که چیرې امریکا له طالبانو څخه د بن لادن ورتسلیمول غواړي نو ثبوتونه او شواهد دې پیش کړي او همدا یې قانوني لاره ده، خو د وخت فرعون دومره د خپل غرور په نشه مست وه چې د طالب چارواکو د څرګندونو اوریدل یې د خپل وخت ضیاع بلله، په قانوني چوکاټ کې د موضوع منسجمول خو لا لرې خبره وه.

۳-په نړیوال قانونی کې که چیرې په میشت هیواد کې د عین جرم په اړم د مطلوب کس څخه یا تحقیق روان وه، یا یې محاکمه جاري وه، یا جزايي شوی وه، او یا بري شوی وه، نو په دې صورت کې هم مطلوب کس نه ورسپارل کیږي.

دا موضوع تقریبا د پورتنۍ هغې تکمله ده، خو آیا که طالبانو بن لادن تر تحقیق لاندې نیولی وی، یا یې جزايي کړی وی (بري کیدل خو پریږده) آیا امریکا به یې دې اقدام ته په درنه سترګه کتلی وي او لږ تر لږه د بن لادن د تسلیمۍ غوښتنه به یې د طالبانو د محکمې تر فیصلې پورې ځنډولې وی؟؟؟
هیڅکله نه، امریکا په ټولو نړیوالو قوانینو خپل فرعوني پل ایښی وه او همدا یې ویل چې هاغه او دغه دې نه منم غوڅ راته ووایه چې کس راسپارې او که حمله درباندې وکړم؟؟

زه دا وضاحت ددې لپاره ورکوم چې لوستونکي وپوهیږي چې په نړیوالو قوانینو کې د یو مجرم سپارل د څومره قانوني اجراءاتو څخه تیریږي، خو زمونږ د خوار او غریب هیواد څخه یې په وچ زور غواړي.

۴-همدارنګه که چیرې مجرم د هغه هیواد تبعه وه په کوم کې چې میشت دی، تسلیمونکی هیواد کولی شي چې د تسلیمولو څخه یې انکار وکړي، په دې شرط چې پخپلې محکمه کې به یې محاکمې ته وړاندې کوي.

زما د معلوماتو ترمخه د اسامه بن لادن څخه سعودي عربستان خپل تابعیت سلب کړی وه او طالبانو د افغانستان د اسلامي امارت تابعیت ورکړی وه، که دا خبره سمه وي نو بن لادن په قانوني لحاظ سره افغان وه او هیڅ بل هیواد یې د تسلیمیدلو غوښتنه نه شوه کولی او نه یې د تابعیت دعوه کولی شوه، طالبان قانونا مجبور او مکلف وه چې د اسامه حقوق یې هغسې خوندي ساتلي وی څرنګه چې د یو بل افغان د حقوقو په ساتلو مکلف وه. زه د موضوع په قانوني او حقوقي اړخ غږیږم، طالبانو د بل هر هیواد په څیر حق درلود یو بهرني ته یې د افغانستان تابعیت ورکړی وی، امریکا ته د اسامه ورسپارلو داسې معنی درلوده لکه یو افغان چې بهرني هیواد ته ورسپارل کیږي، او دنړۍ د هیوادونو د قاطع اکثریت د قوانینو له مخې هیڅ هیواد خپل تبعه (که د هرڅومره لوی جنایت مرتکب وي) بل هیواد ته نه سپاري.

همداسې یوه ماده د کرزي په اساسي قانون کې هم شته چې په ښکاره ټکو حکم کوي چې هیڅ افغان به بهرني هیواد ته نه سپارل کیږي. فلهذا طالبان قانونا مکلف وه او مسئولیت یې درلود چې د اسامه د حفاظت ضمانت یې کړی وی.

خو بس نه د طالب بې چاره د پوښتنې څوک نه وه او نه چا دا جرئت کولی شو چې امریکا ته ووایي چې ته خپل ځان او خپل صلاحیت وپیژنه او له خپل څادره پښې مه باسه. طالبانو دا حق درلود چې په نړیواله ټولنه کې یې د هغه چا په خلاف چې له طالبانو څخه یې د اسامه امریکا ته ورتسلیمول غوښتل، شکایت کړی وی او دا یې د افغانستان په چارو کې د هغوی بې ځایه مداخله ګڼلې وی، چې ته د کوم قوانین او کومې مادې له مخې ما څخه اسامه غواړې؟؟ د قانوني لحاظه د اسامه حفاظت په ما باندې داسې فرض دی لکه د یو افغان تبعه ساتنه او حفاظت چې راباندې فرض دي، هو! که ته ادعا لرې چې زما له خاورې یې په تا حمله کړې، دلایل او شواهد وړاندې کړه، بیا که فرضا شواهد هم وړاندې کړې، بیا هم ته حق نلرې چې راته ووایې خامخا به اوس زما دښمن ماته په لاس راکوې، دا زما خوښه ده چې د جرم د ثبوت نه وروسته زما په خاوره میشت مجرم ته زه څرنګه سزا ورکوم؟ زه یې پخپله په جزا رسوم، خپل اړوند هیواد ته یې سپارم، تاته یې درکړم، او که دریمګړي هیواد ته یې وروسپارم؟؟ مونږ خپل قانون لرو، عنعنات لرو، د هغو له مخې زه مجرم ته سزا ورکوم، دا نه زما په قانون کې شته، او نه مې په عنعناتو کې چې تاته به په پټو سترګو هغه کس درسپارم چې تاپرې ګوته کیښوده.

نن ورځ په امریکا کې حتی د ځنګل د حیوان لپاره ځانګړي قوانین شته او په خپل سر یې څوک ښکار نه شي کولی، نو اسلام خو پریږده پریږده، د کوم بشري قانون له مخې د ۱۵۰۰۰ ژوندي انسانانو لاسونه ورتړل شوی وی او امریکا ته تسلیم شوی وی؟؟ هغه څوک چې دا ډول غوښتنه کوي زه ترې پوښتم چې آیا د افغانستان حکومت، قانون، حتی افغانیت او عنعنات درته ارزښت نه لري؟ که په بلې هرې موضوع کې په طالبانو نیوکې لري په خلاص مټ یې لیکلي شئ، خو د اسامه په موضوع کې خو علی الاقل د افغانیت په خاطر دا زهرو ګوټ وکړئ چې طالبان په حقه وبولئ، که تاسو چیرې د اسامه د ورسپارلو په معنی پوه شئ دا به یوازې د طالبانو امارت ته نه بلکې زمونږ هیواد، قوانینو، کلتور او عنعناتو ته ستر توهین او سپکاوي وګڼئ. تاسو چې د ملي منافعو په معنی هم پوهیږئ د امریکا او د افغانستان د اسلامي امارت ترمنځ د ورته تړون د نشتون په صورت کې د طالبانو څخه د امریکا دا غوښتنه څومره زمونږ په ملي منافعو باندې ستر ګوزار دی؟؟؟ آیا که طالبانو ځینې پخواني جنګي مجرمین چې دمګړۍ په امریکا کې میشت دي د امریکا له حکومت څخه بلا سابقې معاهدې لاس تړلي غوښتي وی دا اقدام به امریکا څومره د خپل قانون بې احترامي ګڼلې وی؟؟

دا خو د طالبانو لطف وه چې پرته له دې چې امریکا د قانوني لارو د اسامه د ورسپارلو غوښتنه وکړي په ورسپارلو او محاکمه کولو یې غور کاوه، دا د طالبانو نرمي وه چې اعلان یې وکړ چې د اسلامي هیوادونو علماوو ته به د فیصلې حق ورکړو. که زما چا منلی طالبانو باید تر دې هم کلک دریځ نیولی وی او په جار یې اعلان کړی وی چې مونږ نه شو کولی یو څوک چې مونږ پنا ورکړې او یا مونږ تابعیت ورکړی د هغه چا په تشې غوښتنې وروسپارو چې نه یې د غوښتنې هدف معلوم وي، نه یې سبب څرګند وي، نه یې نتیجه معلومه وي، په داسې حال کې ورتسلیم کړو چې هیڅ کومه معاهده او تړون مو هم ترمنځ شتون ونلري او د دنیا د هر سپک او ذلیل پر مخ په پټو سترګو په هیواد کې د میشتو وګړو د ورسپارلو دروازه پرانیزم.

هغه څوک چې وايي طالبانو باید اسامه امریکا ته سپارلی وی، په حقیقت کې په خپل ځان ملنډې وهي، خپل افغانیت ته په سپکه ګوري، او د خپل هیواد د قانون توهین کوي.

والسلام عليكم


shokoor
18.04.2011

[quote:2d0fa462f6="Dr. Zubair"]راځئ چې د اسامه سپارل کیدنه قانون ته کیږدو!!!

د طالبانو اسلامي امارت او امریکا یا بل هیواد ترمنځ هیڅ داسې کوم تړون او معاهدې شتون نه درلود چې له مخې یې باید طالبانو اسامه بن لادن امریکا ته سپارلی وی. په حقیقت کې د امریکا دا غوښتنه افغان حکومت ته (چې طالبانو تمثیلاوه) او په ځانګړي ډول د افغانستان قانون ته په ډیره سپکه سترګه د کتلو معنی درلوده.
[/quote:2d0fa462f6]
محترم ډاکټر صاحب باید هېر نشی چې د طالبانو امارت په نړیواله کچه رسمیت نه درلودچې په نړیوالو قوانینو استناد وشي! که څه هم د برهان الدین ربانی حکومت د افغانستان په لږه سیمه کې حاکم و خو سره لدې هم د هغه حکومت په ملګرو ملتو کې رسمیت درلود نه د ملاعمر اسلامی امارت!
طالبانو سره د امریکا چلندد امنیت شورا په پرېکړو استناد درلود نه د نورو نړیوالو قوانینو!


پتوال
18.04.2011

دروند نوروز خان او منلي ورور عادل عادل صاحب ته سلامونه او درناوی !

کله چې ما د البرايټ نوم ليکه نو ډير شکي وم چې ګواکې دغه نوم به سم وي ، ځکه چې په اړونده وخت کې کله چې د خواجه يين ملا رباني
زوال ته څو مياشتې پاتې وې،د امريکا د بهرنيو چارو يوې کارمندې کابل ته سفر وکړ، ښايي په غير رسمي ډول ، نوم يې اوس راته ياد نه دی، خو له دې
څرګندې پيښې به ښايي تاسو هم انکار و نکړئ ،
نو د ستنېدو په وخت هغې دا وويل چې امريکا خپلې ملي ګټې په پام کې نيسي خو که پښتانه متحد شي د نادر خان د وخت په څير
يو تاريخي ابتکار کولی شي ، چې اشاره يې د سقاو پر ضد د نادر خان ابتکار و . له هغه وروسته پر کابل د طالبانود بريدونو لړۍ هم پيل شوه .
زه دا نه وايم چې طالبانو په پوره شدت او له هرې خوا رباني او مسعود نه و مجبور کړي، بلکې د تر پردې تر شا په سياسي معاملاتوکې دامريکا لاس
لرنه په ګوته کوم چې د خپلو ګټو له پاره يې په پيل کې د ايران په وړاندې د طالبانو او پاکستان په ګټه څرخولو ! زما مطلب تر دې يوه وربشه نه زيات و او نه کم او بس .
داچې تاسو واياست اسامه په جلال آباد کې له طالبانو سره اشنا شو، نو داسامه د اغيز زياتوالي به ورو ورو وخت نيولی وي، چې له هغې سره موازي
د طالبانو سياست د امريکا پرضد راګرځېدلی دی ، نۀ د طالب د پاڅون په بهير او نه قدرت ته د رسېدو سره سم . تر دې وخته پورې امريکايان د طالبانو
له خوا په څرګنده توګه د ښو اړيکو په طمع ښکارېدل او طالبانو هم ښه چانس درلود چې امريکا يې هم په رسميت وپيژني
او بيايې ټول لويديځوال هم په رسميت وپېژني ، خو ژر تر ژره يې د القاعدې له لاسه دغه ستر چانس له لاسه ورکړ .
خو که څوک اسلام يواځې د القاعدې په سياست او سياسي ملاتړ محدود تصور کوي، نو بيا د امريکا سياست طبعا ً صليبي او ضد اسلامي
سياست دی، خو که څوک سعودي عرب ، پاکستان او دوی ورته نور امريکا دوسته هيوادونه هم مسلمانان بولي ، نوله هغومره
دوستانه اړيکو سره چې امريکا يې ورسره لري ددغه هيواد سياست ته صليبي او ضد اسلامي سياست څنګه وايي ؟؟؟؟
سياست په رياليزم ولاړ دی او له رياليزم پرته يې په تعصب هېڅکله ارزونه او کره کتنه امکان نه لري . والسلام !


نوروز خان
19.04.2011

محترم حمیدهڅاند صیب السلام علیکم
هڅاند وروره په دې خبرې دې ډیر مه ټینګیږه ، یوازې تااو ملګرو دې هغه مهال په افغانستان کې درس نه وایه ، ماخپله هغه مهال په غزني ، پکتیا ،کابل او میدان وردګو کې په مختلفو سیموکې درسونه ویلي دي ، خو ددې مشکل په اړه مې یقیني که اوریدلي وه ، که چېرې بالفرض والتقدیر ستاسو دلیسې له نصابه چا ساینس او تاریخ ایستلي وه ، دایې یو ښکاره جنایت کړی ، چې پالیسي یې نه شو بللی او باید مجازات یې لیدلی وای ، کنه هغه مهال دهجرت دمهال دتنظیمي مکاتبو نصاب تدریسیده چې طالبانوهیڅ ستونزه یې هم نه ورسره درلوده .
دهمدې فورم یوه برخوال ( جناب حامد ) هغه مهال دطالبانو په رسمي مجله خلافت کې د ( اسلام او ساینس ) ترنامه لاندې لړۍ واره لیکنه کوله ، چې ستاسو داباور ردوي چې ګنې طالبان له ساینس سره وران وه .
هڅاند صیب هغه مهال یو لیسې وې یو مدرسې ښایي تاسو په کومه مدرسه اوسیدلي وئ ، په مدرسوکې رښتیا هم دا کتابونه پوره نه تدریسیدل .
زه دا نه وایم چې طالبان دخدای معصومې پریښتې دي او هیڅ تقصیر یې نه درلود ، طالبانو ګڼې غلطۍ درلودې ، خو زیاتره یې قصدي نه بلکې دحالاتو دنامناسبوالي ، دنړیوالو دنه همکارۍ ، له حکومتي چارو سره دنابلدۍ او لومړي ځل مخامختیااو اقتصادي ستونزو له وجې ورپیښې وې ، ګورئ طالبان ترپایه په جګړه کې ښکیل وه ، او بودیجه یې ټوله همدې جګړې مصروفوله ، خوله هغه سره سره طالبانو یوازې پخوانیو حکومتي مامورینو ته تنخوا ورکوله ، او خپله یي داعاشې په نامه یوازې ( قوت لایموت ) اخیست ، په ټوله کې که چیرې دساینس او تاریخ په وړاندې طالبانو دښمني درلودای ښایي ترتاسو وړاندې دازادۍ او امریکا غږ په خپرونو کې دتبلیغاتي سوژې کار ترې اخیستل شوای وای او یا ترتا وړاندې ددې فورم کوم بل انټي طالب په مخ راتپلې وای ، خوداسې نه دي شوي
مننه

[quote:6214e20834="حمید هڅــاند"]محترم نوروز خان وروره؛ زه ضرورت نه لرم چې دروغ ووایم، زما او ستا ترڅنګ کېدای شې کوم بل څوک هم د هغه مهال د ښوونځې شاګرد تېر شوی وی، رادي شي او رښتیا رښتیا دي ولیکي، زما سره همدا اوس زما د پوهنتون ۵۹ افغان شاګردان درس وایې او دا د افغانستان د بېلابېلو سیمو دي، زه له ځانه نه غږېږم او دا ټول په دې ګواهي ورکوي چې کتابونه لکه ساینس، تاریخ او نور بند شول او پرځای یې شروط الصلوة، کنزالدقایق، شمه، زرادي، میزان صرف، فقه اکبر،نورالایضاح او نور معرفي شول.
د دینې کتابونو معرفي سمه خبره وه خو د ساینسې مضامینو بندول په مکتبونو کې سم کار نه ؤ. که زما خبره درته دروغ مالومېږي، لاړشئ او په فسبوک کې ټول پوښتنه وکړئ، وګورئ چې خلک څه ډول ځوابونه درکوي.

په درنښت[/quote:6214e20834]


G U L A P
19.04.2011

وهاج وروره
راشئ دنن کار نن وکړو نه دپرون کارنن ځکه همداسي کول ګټه نه لري
اوکه بیاهم ورباندي ټینګارکوې نو اقلاَ داسي څه خوپیش کړه خلک درسره په هغه کي موافقه وکړي
اسلامي امارت په سلهاوو وزیران درلودل خوتادګوتو په شمیر څونفر دد دلیل په توګه وړاندې کړل چه دهغوی په اړه دې هم چندان باوري معلومات نه درلودل
اوستاخبروپه خپل منځ کي هم څه اختلاف درلود هغه داچي تایوځل ادعاکړې چه دامارت مسئولین غلجيان ول اوبیادې داټکي هم ورسره زیات کړي ووچي
په قندهارئ ژبه به دې ګواکي خاماخا خبرې کولې
له دې ټکودې بیاداسي معلومیږي چي نه ټول مسئولین درانيان ول دا ځکه چي داشرف البلاد خلک تقریبا اتیا فيصده دراني دي ‍‍۰ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وروره فکرکوم تا دبل دخولې قیصې داسي کړې لکه تا چي پخپله لیدلي وي نوته
لکه( ځز استاد)چي تل په يې پردئ قیصې داسي کولې لکه دی چي به پخپله پکښې وو


نوروز خان
19.04.2011

ګلاپ وروره سلامونه مې قبول کړه
ګلاپه ستاسو له لیکنې داسې ښکاري چې دابحث مو له سره کتلی دی ، که تاسوپام کړی وي ، دابحث شپږمې صفحې ته رسیدلی ، خو ترخه او کومه بې خونده خبره په کې چندان نشته ، هیله کوم چې په اخر کې یې خراب نه کړئ ، ستاسو دلیکنې وروستۍ برخه اګر که تاسو دټوکې په نیت شاید ویلي وې ، خو دروان بحث له وضعیت سره سر نه خوري
هیله ده په هیله مې پوه شوي یاستئ
وروردې نوروز خان بر وزن ګلاپ خان
[quote:1661b4bbdd="GULAP"]وهاج وروره
راشئ دنن کار نن وکړو نه دپرون کارنن ځکه همداسي کول ګټه نه لري
اوکه بیاهم ورباندي ټینګارکوې نو اقلاَ داسي څه خوپیش کړه خلک درسره په هغه کي موافقه وکړي
اسلامي امارت په سلهاوو وزیران درلودل خوتادګوتو په شمیر څونفر دد دلیل په توګه وړاندې کړل چه دهغوی په اړه دې هم چندان باوري معلومات نه درلودل
اوستاخبروپه خپل منځ کي هم څه اختلاف درلود هغه داچي تایوځل ادعاکړې چه دامارت مسئولین غلجيان ول اوبیادې داټکي هم ورسره زیات کړي ووچي
په قندهارئ ژبه به دې ګواکي خاماخا خبرې کولې
له دې ټکودې بیاداسي معلومیږي چي نه ټول مسئولین درانيان ول دا ځکه چي داشرف البلاد خلک تقریبا اتیا فيصده دراني دي ‍‍۰ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وروره فکرکوم تا دبل دخولې قیصې داسي کړې لکه تا چي پخپله لیدلي وي نوته
لکه( ځز استاد)چي تل په يې پردئ قیصې داسي کولې لکه دی چي به پخپله پکښې وو[/quote:1661b4bbdd]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more