د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

قبيلوي او سمتي تعصب د ديني استبداد په جامه کې

و.افغان
24.03.2011

بسم الله الرحمن الرحیم.
الحمد لله، والصلاة والسلام علی رسول الله ،وعلی آله وصحبه ومن والاه.

محترمو وروڼو!
د هر دولت، د هر حکومت، او د هرې امپراطورۍ پايښت او نړېدل د هغو په داخل کې
شته اسبابو او عواملو پورې تړلی وي، کله کله بهرني عوامل هم تأثير لري، خو تاريخي
پېښو ته په کتلو سره سړی ويلی شي، چې د بهرنيو عواملو تأثير د داخلي عواملو په
پرتله په نش برابر وي .

د ډېرو امپراطوريو ، حکومتونو او دولتونو د سقوط لوی عامل او ستر سبب په داخل
کې د ټولنيز عدالت نه شتون وي.

شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله فرمايي: ډېر کله الله جل جلاله يو کافر دولت ته
د هغه د عدل په وجه پايښت وربښي، او ډېر کرته د مسلمانانو دولت د هغه د ظلم په
وجه له منځه وړي.
((إن الله يقيم الدولة الكافرة بعدلها ولايقيم الدولة المسلمة بظلمه))

زما په سوچ د طالب دولت په ړنګېدو او نه پايښت کې له بهرني عواملو زيات داخلي
عواملو رول لوبولی دی، چې يو له داخلي عواملو څخه د ټولنيز عدالت نه شتون وو.

د ټولنيز عدالت مخه ډب کوونکي اسباب ډير زيات دي. زه يې يواځې په سبب غږېدل
غواړم ، او هغه قبيلوي او خيلي تعصب دی، له مخې يې حاکم نه غواړي چې د خلکو
حقوق د يوه عادل قانون له مخې په مساويانه توګه په ټولو وويشي، بلکه غواړي چې
يواځې خپل خپلوان، خېل، قوم او قبيله د نورو خلکو په حقوقو او امتيازاتو ونازوي.

که چېرې ټولنيز عدالت موجود وی، او طالبانو د خلکو په زړونو حکومت کړی وی، نو
نن به حتی د امريکا له راتګ سره هم د افغانستان ولسي اکثريت د طالب حکومت ننګه
نه وی پريښې، د اوسني دولت سره د افغان ولس نه مشارکت، نه مساهمت، او نه تعاون
د دې لپاره کافي وو، چې د کرزي حکومت آن په خپل لمړي کال کې له منځه تللی وی.
او امريکايي پروژه له سترې ناکامۍ سره مخ شوي وی.
دېته بيا ضرروت نه پاتې کېده، چې د وسلې په زور، يا د خلکو د غوږونو او پوزو
پرېکولو په زور هغوی په انتخاباتو کې له مشارکت څخه منع کړی شي، يا حکومت سره
د تعاون کولو څخه د سلاح تر تهديد لاندې واړول شي.

دا خبره ولې مطرح کيږي؟، ځکه چې له تاريخ څخه، او له پخوانيو تجربو څخه استفاده
د يوه عاقل انسان کار دی، او يوه اړينه غوښتنه ده، تر څو په مکرر ډول سره
سره انسان له ورته بدو عواقبو سره مخ نشي.

د طالب امارت په حکومتي سيستم کې قبيلوي تعصب له هيچا پټ نه دی، په سلو کې
90 سلنه وزارتونه غلځيو ته ورکړل شوي وو، درحالېکه افغانستان کې په لسګونه
نور اقوام هم ژوند کوي، دغه تقسيم عفوي يا غير ارادي نه وو، بلکه ښه په پخې ارادې
او عمدي توګه دغه وېشنه ترسره شوې وه، حتی مسلکيت هم په نظر کې نه وو نيول
شوی، که چېرې وويل شي، چې دغه ټول خلک مسلکيان وو؛ نو بيا هيڅ ستونځمنه
خبره نه وه، چې ټول دې غلځي وی.

زه سوچ کوم، چې که چېرې يو هزاره د خپل مسلکي پوهې په وجه د چوکۍ لايق وي،
نو له يوه داسې پښتون څخه زر واره بهتر دی ، چې د خپلې وظيفې حق نشي ادا کولی.

وروڼو! په حقايقو به سترګې نه پټوو، بايد ستونځې د يو محترم حوار په لړ کې
رابرسېره کړو، او ښه په وضاحت سره پرې بحث وکړو، تر څو يې حل لاره راوباسو، او
ځان له مشکلاتو خلاص کړو.

په کندهار کې د غلځي امارت په دوران کې درانيان له ډېرو ستونځو سره مخ وو، ډېر
سپکاوۍ يې کېدو، متأسفانه چې دغه سپکاوۍ به له هغه چا له خوا کېده چې علم ته منسوب خلک وو، په سرونو به يې د علم پګړۍ تړلې وې ، او سپينه د ملا جامه به يې
په تن وه. دا د قبيلې په لحاظ.
د سيمې په لحاظ خو له زابل څخه پورته خلک ورته بيخي پښتانه نه ښکارېدل، او د
پاسنيو په نوم به يې يادول .

په اداري کارونو کې به مجبور وې، چې اړونده مسؤول سره په کندهارۍ لهجه وغږېږې،
که نه نو کار انجامول دې اسان نه وو.

سره له ډېر احترام چې زه يې پګړيو ته لرم، او خپله هم له افغانستان لرې ځای کې پګړی
وهم، مګر چې د غلځي امارت په وخت کې به دې هغسې کږه وږه پګړۍ نه وهلې، يا
به دې ژبه هغسې ورسره نشوه تاوولی، نو هغو دفتري ادارو کې دې کار کېدل سخت
وو، ډېر کرته به له سپکې معاملې سره هم مخ کېدلې.

زه د جلال اباد کيسه درته کوم، چې په 2000 کال مې څه دفتري تعاملات وو، د هغې
لپاره به مې پګړۍ وهله، تر څو په ښه توګه مخ ته لاړ شي؛ او کوم وخت چې په پګړۍ
نه وه، نو په ډېر نا مأنوسه توګه به راسره تعامل کېده.

حکومت نه وو، او د حکومتي کار څرک لګېده، د همدغه قبيلوي سيستم په اساس
انډيوالۍ وې، حتا چې د خپلو دفترونو او موټرو نومونه يې هم داسې ايښي وو،
د فلاني ملا او د هغه د انډيوالانو موټر ، يا دفتر او داسې نور.
متأسفانه چې دا هر څه د اسلام تر جامې لاندې ترسره کېدل، او حتا بعضو به د
ابوبکري او عمري خلافت دعوا هم پسې کوله.

يو ملګري مې راته کيسه کوله، کوم چې د مشرقي دی، خو سمت شمال ته متنقلينو ګ
کورنیو څخه دی، ورور يې په طالبانو کې قومندان وو، ويل يې: يو وخت په کابل کې
د کوم طالب وزير وزارت ته ورتلو، ورور مې مسلح وو، تفنګچه ورسره وه، په
کندهارۍ طريقه يې کږه وږه پګړۍ وهلې وه، ما د قاريانو جالي خولی په سر کړې وه،
ورور مې مخکې زه ورپسې روان وم، د وزارت پهره دار يو تاجک وو، زما ورور ته
يې سلامي ووهله، او پرته له پوښتنې يې اجازه ورکړه، خو له هغه وروسته يې زه
ودرولم، او په تالاشۍ يې پيل کړ، دې وخت کې زما ورور بېرته راستون شو، او په
هغه پهردار غوسه شو، سره له دې چې د ورور مې ښه لهجيي پارسي زده وه، له هغه
سره يې په کندهارۍ لهجه ماته ګوډه پارسي پيل کړه، پهرهدار ورته وويل چې تالاشي
مې ځکه واخيسته، چې څه سلاح ورسره نه وي، نو هغه ترې وپوښتل چې زما تالاشي
دې ولې وانخيسته، نو پهره دار ورته وويل چې: له تا سره سلاح نشته، نو ورور وررته
خپله تفنګچه راوه ويسته، بيا هم هغه جرأت ونه کړ، چې تفنګچه ترې وغواړي، يا يې
له ننوتو منع کړي، بيا مې ورور دغه پهردار له لاسه ونيوه، او ځان سره يې وزير ته
کش کړ، د دې لپاره چې وزير ته ووايي چې دا سړی لرې کړه، صحي تالاشي نه اخلي.

زه پوهېږم چې په غلځيو کې به پوهه او مثقفه طبقه له دې کارونو سره مخالف وو، مګر
واقع حال داسې وو، نو آيا مشر ملا صاحب چې په داسې تنګه دائره کې راګېر وي؛ د يوه
لوی افغانستان کثير المليته هېواد د قيادت جوګه ده، که څوک وايي چې له دې کيسو
خبره نه وو؛ نو آیا دا نه خبرېدل د هغه د قيادت په صالحيت کې طعن نه دی؟؟
او کله چې د قيادت لپاره صالح پاتې نه وي؛ نو بايد دامارت خلک يو بل مناسب سړی
چې د حقيقي قيادي صفاتو خاوند وي؛ خپل مشر کړي.

د خلکو هغه کارونه او خبرې نه دي هېرې، خلک هماغه طالبان او هماغه طالب حکومت
نه غواړي.

اسلامي امارت بايد په دې اړه خلکو ته اطمينان ورکړي، چې دوی هغه طالبان نه دي چې لس کاله مخکې يې حکومت کاوه، بلکه دوی په خپلو ځانونو کې ډېر مثبت
تغييرات راوستي دي ، کوم چې په آینده کې ان شاء الله په پوره معني له اسلامي
مرجعيت څخه مستمد يو مدني دولت رامنځته کوي، چې په کې د قبيلوي او خيلي
تعصب لپاره هيڅ ځای نه وي.

په درنښت


حمید هڅــاند
24.03.2011

دروند وهاج افغان وروره؛ په قلم ا وهڅو مو برکت شه؛ الله پاک دې یې بدل درکړې. کاشکې ستاسو خبرې د هر افغان ورور غوږونو ته ورسېږې؛ کاشکې زموږ افغانان د ټبرپالۍ له دې سترې بلا خوندې شي. له لویه سره زموږ حکومتونه ددې بلا ښکارشوي دي. تاسو د امارت یادونه کړې ده. زما په یاد دې، زه همغه مهال د پنځم ټولګې زده کوونکی وم ، زموږ دکلې له څنګه د هزاره ؤ کلی ؤ او زموږ په ولسوالۍ کې همدا یو کلی د هزاره ګانو دی؛ په هغوی یې بنديز ولګاوه، یانې له بازاره هغوی هیڅ شی هم نشوای اخیستلی، ولسوال په جامع مسجد کې وویل چې که هرڅوک ګير شول چې د هزاره ګانو تر کلي یې څه خوراکي مواد رسول بیا دې ګيله له خپله ځانه کوې پرېږدۍ چې هزاره ګان له لوږې مړه شي. ډېر نور زړه دردوونکی شیونه دې چې نه غواړم اوس یې یاد راتازه کړم؛ خو د امارت د مور او مېرې چلند هر چاته څرګند دی.
په دې هیله چې په راتلونکې کې زموږ مشران د واک او دکار د اهلیت له مخې وټاکل شې؛ نه د قوم او خټې له مخې.


پتوال
24.03.2011

[color=blue:63961c548c]شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله فرمايي: ډېر کله الله جل جلاله يو کافر دولت ته
د هغه د عدل په وجه پايښت وربښي، او ډېر کرته د مسلمانانو دولت د هغه د ظلم په
وجه له منځه وړي.
((إن الله يقيم الدولة الكافرة بعدلها ولايقيم الدولة المسلمة بظلمه)) [/color:63961c548c]
لکه څنګه چې غربي هيوادونو ته يې د دموکراتيک عدالت له کبله ثبات وربخښلی او په اسلامي هيوادونو کې يې
ديکتاتوررژيمونه له زوال سره مخ کړي دي !

آيا طالبان ورونو دې ته پام اړولی ، چې اسلامي ديکتاتوري نه، بلکې اسلامي ولسواکي رامنځته کړي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


نوروز خان
24.03.2011

السلام علیکم
وایي ، یو وزګار دسلو وزیرانو عقل لري
وهاج ، پتوال او ښاغلی هڅاند صیب خبرې مو ټولې نه مګر فی الجمله سمې دي .
خو اولس په دې سخته ورځ کې له مونږ نه بیلابیلې تیورۍ نه بلکې عملي کار غواړي


اسد مومند
25.03.2011

ښاغلی وهاج افغان صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
اول درته د زاړه تخلص (ساپي) پر نوي تخلص (افغان) د بدلیدلو مبارکي وایم او د نیک تفاول له مخې د الله تعالی نه سوال کوم چې ستا نوی تخلص په هیواد کې د ملي وحدت پر لور یوه مبارکه پیلامه وګرځوي. آمین
افغان صاحب څو ورځې وړاندې مې د عادل صاحب په ځواب کې ستاسو یوه تبصره ولوسته چې شروع مو داسې کړې وه:
عادل صاحب تاسو څه فکر کوئ چې افغانان په یوه المدینة المثالیة النموذجیة الغراء کې اوسیږي.... الخ
اوس چې مې ستاسو پورتنۍ لیکنه ولوسته نو ستاسو همدا خبره راپه یاد شوه چې زه یې ستاسو لپاره په دې ځای کې ډیر غوره او وړ ځواب بللی شم.
افغان صاحب کاشکې طالبانو ته یو داسې مثالي افغانستان ورپاتې وی چې د قبیلوي مخ او خاطر سره مبارزې یې د ټولو چلنجونو په سر کې قرار درلود، بیابه ستاسو دا ګیله ډیره پرځای وه چې وګورئ په دومره پراخو امکاناتو، لږو خنډونو، د نشت برابر ستونزو، او د مسلکي کسانو په پریمانتیا، او.... او.... کې بیا هم طالبان دومره نشي کولی چې سمتي تعصب ته خاتمه ورکړي او له منځه یې یوسي؟ زما په اند د طالبانو په شان په لنډو او تنګو شرایطو کې، او د بې شمیره داخلي او خارجي ګواښونو او چلینجونو په شتون کې طالبان په ورته مسائلو کې د ګرم بللو په ځواب کې هغه عربي شعر ډیره ښه معنی ورکوي چې:
ألقاه في اليم مكتوفا وقال له.....إياك إياك أن تبتل بالماء
لاس تړلی یې سیند ته وغورځاو، او بیا ورته وايي پام چې ځان په اوبو لوند نکړې.
افغان صاحب دا چې د طالبانو په وخت کې د قبیلوي تعصب دایره په (جنوب) کې منحصره ګرځیدلې وه زما په نظر د ملي وحدت پر لور یو ډیر د خوښۍ نه ډک زیری او نیمګرغه ګام و، د مجاهدینو دوره مو لکه چې له یاده ووتله هلته خو سمت (جنوب، شمال، شرق، غرب) خو لا څه کوې ولایت، ولسوالۍ، آن هر لوی او کوچني قومندان به په جلا جلا توګه خپله قبیله او کورنۍ په ټول ولس باندې تحمیلوله نو آیا دا د خوښۍ خبره نه وه چې په سلګونو او زرګونو قبیلوي تعصبونه په یو سمتي تعصب کې راخلاصه شول؟؟ زما یقین و چې د وخت په مرور به د پاسنیو او لاندینیو دایره هم له دوه وو څخه یوه شوې وای. دا چې د طالبانو په وخت کې تعصب د (قبیلوي) څخه (سمتي) ته راټیت شوی وه زه یې په دومره کمه موده کې د طالبانو ستره لاسته راوړنه ګڼم او هغه ورځ ډیره نږدې وه چې پاسني او لاندیني هم په یو مشترک صفت راغونډ شوي وی او ټولو په ګډه د یو (افغان) نامه ته د ځان په منسوبولو فخر کولی.


عادل عادل
26.03.2011

السلام علیکم

د اسد مومند ورور د خبرو په تایید، طالبانو ته نه تنها چې مدینه مثالیه په میراث ونه رسېده بلکه د یوې بیمارې ټولنې او د هغې د مغرصو غړو سره لاس او ګرېوان شول، ساده مثال یې دا چې ....... که یې څوک بې ګناه ډبولي هم وي نو د بیمارې ټولنې د بیمارو مغرضو غړو پکې خامخا 90 سلنه لاس وو، ځکه چې طالبان د خپل ظهور په اوایلو کې د مغرضو ولسي جاسوسانو په ګرداب کې ګیر وو. دوی د داسې ټولنې سره مخ شول چې شخصي، قومي، سیاسي، تنظیمي د خپل منځ دښمنیو ځپلي او په غیر عادي ډول سره عیار کړي وو.

زمونږ په کلي کې یوه سپین ږیري مخور ته، چې د مجرم نجیب د سقوط په مهال یې یو روسي کلاشنکوف په پیسو اخیستی وو، طالبان راغلل، جومات ته یې راوغوښت او ورته یې وویل چې ستا سره د تنظیم ټوپک دی، نښه یې همدا چې په کوچو یې غوړوی! ... سپین ږیری ډیر وقهرید ... له لږ سکوت وروسته یې ځواب ورکړ: ..... چې هو ..... بالکل یې په کوچو غوړوم، په رښیتا هم چې تاسو بزرګان یاست .... او په حق راولاړ سوي یاست ....، ولاړی او په کوچو غوړ او پیچلی کلاشنکوف یې ورته حاضر کړ، چې بیا یې وروسته بېرته ورکړ، .....

ددې سپین ږیري غصه په اصل کې طالبانو ته نه بلکه د بېمارې ټولنې هغه مغرض جاسوس ته وه چې دده د کوچو له غوړولو څخه هم خبر وو!!


..Ahmadzai
26.03.2011

وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د ډیر آفسوس سره وایم چې زمونږ ځیني پښتانه وروڼه دکمترئ د احساس په کولو سره، د نورو پښتنو قومونو یا د قومونو ټولګیو قربانیو ، سرښندنو، کارنامو آو ښیګړو ته قایل ندي، أو سربیره د تعصب نه ډک نظر آو تحلیل ورکوي، د مثبتو ټکو په عوض یې منفي ټکو ټه پام آو توجوه وي.

طالبانو په ډیرو سختو شرایطو أو بوږنونکي حالت کې راپاڅیدل پښتنو أو عموم أفغانستان ته یې له هِه بحران څخه نجات ورکړ، د تجزیې آو تقسیمیدو خطریې لمنځه یوړ، خلکو ته یې د أمن آو یوالي زیری راوړ، شرعي حدود تطبیق سول د خلکو عزت، ناموس آو مال یې خوندي کړل، خلک هم ورپسې ترشا ودریدل آو ولسي ملاتړل یې ترلاسه کړ
أو دا هم داسې أسانه کار نه وو بلکې د ډیرو سختیو ګاللو أو قربانیو ورکولو وروسته أو د لسګونو زرو شهیدانو د وینو په بدل آو بیه تمام سو.

د وهاج صاحب دا خبره چې د طالبانو پر وخت درانیان ستونځو سره مخ وو آو سپکاوی یې کیده بلکل ناسمه ده او هسې توهم دی.

مونږ له غزني هم رادیخوا وو خو د طالبانو د حاکمیت پر وخت مو هیڅ کله د کمترئ احساس نده کړی، بلکې د پوره آمن احساس مو کاوو، آو نه چا راسره تعصبي سمتي تمیز کړی، آو چون مونږ غرځي یو خو بیا هم پدې آساس مو کوم امتیازات ندي حاصل کړی، أو نه مو له چا د برتري احساس کړی.

خو دا چې حالات جنګي وو أو غرځي پښتانه سرسخته جنګیالي خلک دي، أو په ننګ أو غیرت کې یې د ټبرونو سیالي جوش ته رسي، نو حتمي وه چې د طالبانو د جنګیالیو زیاته برخه غرځې تشکیل کړي، خو هیر مو نه وي چې ډیر تکړه آو وتلي مشران یې له نورو قومو هم د تحریک په سر کې ولاړ وو،
د مثال په توګه شهید دادالله(نحسبه ک‍‍‌ذلک ولا نزکي علی الله أحد) چې په قوم کاکړ وو أو همدارنګه ملا برادر چې په غټه کې آبدالی(درانی) وو، آو داسې نور ډیر.....

زما په آند د طالبانو تحریک په دیني آساس متکي وو آو دقومي تعصب نه ډیر لیرې وو، آو که تعصب موجود هم وو نو خاص آو محدودأفرادو پورې منحصرو وو چې د ټول تحریک نمایندګي یې نه سوه کوله.

حکومتداري هم تجربې ته أړتیا لري، أو طالبانو دغه تجربه نلرله نو ځکه کیدای سي کار أهل کارته نوي سپارل سوی، آو نورې نیمګړتیاوې هم د بې تجربګئ له وجهې رامنځ ته سوې وي.


Sangar Watan
27.03.2011

درنو افغانانو

زما په اند،طالبانو دپاکستان سره دې دوستانه اړيکو په وجه او دې سياست
سره دنه پيژندګولئ پر بنسټ،په خپلو پاليسيو کې خطا وې لرلې٠
پاکستان،دافغان ملت سره د تاريخي دښمنۍ په وجه،طالبان داسې اعمالو او پاليسيو ته هڅول چې له يوې خوا دې افغانانو تر منځ نفاق ته نور هم زور ورکړي او له بل پلوه،دنړېوالو ته طالب،دې مدنيت او اسلاميت خلاف،
ځواک په توګه ور وپيژني او پدې توګه د غرب دې بعدي پلان،يعنې دې
افغانستان د اشغال لپاره،لاره هواره کړي٠


و.افغان
27.03.2011

[quote:582939c832="jalal ahmadzai"]وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د ډیر آفسوس سره وایم چې زمونږ ځیني پښتانه وروڼه دکمترئ د احساس په کولو سره، د نورو پښتنو قومونو یا د قومونو ټولګیو قربانیو ، سرښندنو، کارنامو آو ښیګړو ته قایل ندي، أو سربیره د تعصب نه ډک نظر آو تحلیل ورکوي، د مثبتو ټکو په عوض یې منفي ټکو ټه پام آو توجوه وي.
[/quote:582939c832]
محترم او دروند ډاکټر جلال صاحب:
دې کې د کمترۍ د احساس څه خبره ده؟ دا يو حقيقت وو، چې د قوم له لحاظه غلځيو
په هر څه خېټه اچولې وه، او د سمت له لحاظه کندهاريانو.
دوی ټول زمونږ وروڼه دي، ولې حق نه لري چې د قبيلوي تعصب او سمتي تعصب په
بناء باندې د نورو حقوق تر پښو لاندې کړي، هغه هم د داسې خلکو له لاسه کيږي، چې
ځانونه علم ته منسوبوي، او دا هر څه د دين تر نامه لاندې کوي.
له هر چا مخکې له دې خلکو هغه سدوزي په اور کې ولاړ وو، چې په کندهار او نږدې
شاوخوا سيمو کې اوسېدل، دا خبره له هيچا پټه نه ده.
که يو غير عالم يا عامي داسې يو کار وکړي؛ نو تر څه حده به معذور وبلل شي، ملا او
طالب ولې داسې کار وکړي؟ بيا ښه په پراخې پيمانې.
چې نشه د استبداد لري په سر کې
ما ته يو دی که مغل دی که افغان
دا چې تاسې د کمترۍ د احساس رنګ ورکوئ، دا هم ستاسې د هغو تعصب ډکه
څرګندونو د سلسلې يوه کړۍ ده، چې په وار وار مو په دې فوروم کې ښکاره کړي،
او دا ټول لوستونکي پرې شاهد دي.
مشت نمونه خر وار.

ته د کومې احساس کمترۍ خبره کوې، مونږ چې په کومو زمکو کې اوسيږو، دا مو
خپلې نه وې، دا زمونږ نيکونو د جهاد له لارې غنيمت نيولي دي، او تر اوسه ددغو
سيمو نومونه غير پښتني دي، د روس په مقابل کې مو هم جهاد کړی دی، لومړی لايت کنړ وو، چې آزاد شوی دی، د امريکايانو په وړاندې هم په کې مبارزه روانه ده.
خو د دې هر څه سره :
[color=white:582939c832]
د قومي تعصباتو په اساس وېشنې زما د ښۍ پښې لاندې. [/color:582939c832]
[color=yellow:582939c832]
او د سمتي تعصباتو په اساس وېشنې زما د چپې پښې لاندې.
[/color:582939c832]
او هر ډول تعصب زما د دواړو پښو لاندې.

زه لکه څنګه چې هغه تعصب غندم، دغه اوسنۍ د سدوزيو هغه هم غندم، چې د غلځيو
په مقابل کې يې کوي.
بس دی، له دې ګندګيو تېر شئ، ستاسې له لاسه ټول افغان قام په اور کې ولاړ دی.
دا وطن د ټول افغانانو دی، يواځې د غلځيو نه دی، او نه د سدوزيو، يا د کندهاريو
يا د زابلوالو.
راشه، که چېرې چوکۍ ګټې، د رايو د صندوق له لارې يې وګټه بيا دې نوش جان، وطن
به ټول په ګډه سره آبادوو. دلته ښکته پورته نشته.

نورو خبرو ته به دې وروسته راشم.

په درنښت


نوروز خان
27.03.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
مانه غوښتل چې په دې زهرجن بحث کې ګډون وکړم او شاید بیا به هم هڅه وکړم چې دامکان ترحده ځان ترې وساتم ، خودلته دخپل علم او برداشت په اندازه څه لیکل راته اړین بریښي .
اول خوزه دوهاج صیب دګومان په کلکه ردوم چې نوموړی بیا بیا وایي غلجې لوړ او دراني ځوړ مګر مثالونه او دلائل نه وړاندې کوي ، وروره په کوم سند ، کوم دلیل ؟؟ لږ خو دمدعا څخه دشواهدو او دلائلو برخې ته هم راشئ ،آیا دطالبانو په حکومت کې ددرانیانو ونډه کمه وه ، له کوم دراني سره زیاتی شوی دی ، کوم یوه ته دقوم پیغور ورکول شوی او که کوم بل څه ؟؟؟؟
زما په باور کې که ددنفوسو دشمیر معیار معتبر وي درانیان دطالبانوپه دوره کې ترغلجیو ډیر واکمن وه ، ملابرادر چې ملامحمد عمر خپل اضطراري ناېب ټاکلی وه ، پوپلزای دی ، دفاع وزیر عبیدالله پوپلزی ، داخله وزیر عبدالرزاق ، اڅکزی ، دهرات والي ملایارمحمد پوپلزی ،دغه که یې حسابوم دکابل ګڼ وزیران دغه شان والیان په ګڼ شمیر کې پوپلزي ، اڅکزي ، باکزي او الکوزي وه ، چې ځانونه سوچه دراني بولي .
دجنوب دری نورقومونه نورزي ، اسحاقزي او علیزي که چیرو دراني وبولو ( لکه چې بعضي وایي ) نوبیا خو ددرانو تله خورا درنیږي ځکه له ملاصیب پرته دسترکندهار زیات شمیر طالبان دهمدې قومونو څخه دي ، داختر عثماني ، اخترمنصور ، ذاکر او خادم غوندې ...
بله داچې طالبان ماته هغه تحریک ښکاري چې ترپایه څوک دقبیلوي تعصب په اړه کوم فکر ، خبره یا دلیل نه شي پرې ثابتولای او نه په کې داسي کومه روحیه حس شوي ده ، دملامحمد عمر پیرداران ټول دتخار او بدخشان غیرپښتانه طالبان وه ، او دزابل یومشهور طالب مولوی عبدالرحمن یې په دې خبره مادام العمر له تحریکه څخه وشاړه چې په یوه مجلس کې یې ملاصیب ته ویلي وه چې ستا ساتونکي باید هوتک طالبان وټاکل شي .
نووهاج صیب خدای دې انصاف روزي کړه ، ولې په نوي سور کې زړې بابولالې غږوې ، ستاخبرې چې زه ګورم او بیا واقعیت وینم په خدای چې حیران پاته شم چې په څومره بې ځایه خبرو او بحث ټینګار ته اړم یاستئ
تاسو باید دطالبانو په اړه خپلومعلومات میندلو ته نوره ادامه هم ورکړئ
په مینه او بیړه


و.افغان
27.03.2011

[quote:2007920334="نوروزخان"]
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
مانه غوښتل چې په دې زهرجن بحث کې ګډون وکړم او شاید بیا به هم هڅه وکړم چې دامکان ترحده ځان ترې وساتم ، خودلته دخپل علم او برداشت په اندازه څه لیکل راته اړین بریښي .
[/quote:2007920334]
محترم او دروند نوروز خان صاحب:
بحث به سره کوو، د يو بل احترام به ساتو، د شرعي مقاصدو او اسلامي اقدارو درناوۍ
به کوو. تور او سپين به معلوموو.

[quote:2007920334="نوروزخان"]
اول خوزه دوهاج صیب دګومان په کلکه ردوم چې نوموړی بیا بیا وایي غلجې لوړ او دراني ځوړ مګر مثالونه او دلائل نه وړاندې کوي ، وروره په کوم سند ، کوم دلیل ؟؟ لږ خو دمدعا څخه دشواهدو او دلائلو برخې ته هم راشئ ،آیا دطالبانو په حکومت کې ددرانیانو ونډه کمه وه ، له کوم دراني سره زیاتی شوی دی ، کوم یوه ته دقوم پیغور ورکول شوی او که کوم بل څه ؟؟؟؟
[/quote:2007920334]
محترما شواهد او دلائل ښکاره دي، د جنوبي ولايتونو خلک دلته له مونږ سره په
فوروم کې موجود دي، هغوی دې د مور او ميرې دغه تعامل بر ملا کړي.
ما په دوه اړخو کې خبره کړېده:
په قومي لحاظ د طالب آخوندانو غلځئ تعصب.
او په سمتي لحاظ د کندهارېزم تعصب.
دا هر څه آخوندانو کول، د کندهار له درانیو او سدوزیو پوښتنه وکړئ، نن چې کرزی ځينې کارونه
کوي، يو سبب (نه ټول) یې همدغه وجه ده.
مونږ دواړه په کلکه غندو.
راځه وروره، د حکومت چوکۍ وزراتونه او د اقتدار کرسۍ رامنځ ته کړه، چې پرې
وغږيږو، چې معلومه شي، چې زما دعوا حقيقت لري او که نه؟
که چېرې يې تا عکس ثابته کړه؛ نو زه اعتذار هم غوښتلی شم.
[color=white:2007920334]
ـ ملامحمد عمر: هوتك. ارزګان.
ملا رباني، كاكړ. کندهار رئيس الوزراء.
مولوي عبدالرحمن آغا، ارغنداب کندهار، د طالبانو د پوځي محکمې رئیس -
ملا عبدالواسع معتصم آغا، کندهار ښار، د طالبانو د مالیې وزیر
ملا محمد حسن وزير الخارجية، هوتک. قندهار.
ملا محمد حسن آخوند، کندهار، د طالبانو د وزیرانو شوری لومړی مرستیال. هوتک.
ملا محمد غوث: وزير خارجه. نورزی.قندهار.
ملا عبدالرزاق آخوند لالا آخوند، سپین بولدک کندهار، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پوپل.
ملا غياث. د تحصيلاتو وزير. فارياب.
ملا یار محمد رحیمي، پنجوایی کندهار، د طالبانو د مخابراتو وزیر
مولوي سید غیاث الدین آغا، فاریاب، د طالبانو د حج او اوقافو وزیر
ملا خيرخواه. د داخله وزير قندهار.
ملا احسان الله . د دولتي بانک رئيس قندهار.
مولوي محمد ولي، کندهار، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر
ملا عبد الستار. د سترې محکمې رئيس قندرهار. اسحاق زی.
مولوی عبدالرحمان هوتک، غزني، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین
ملا عبید الله. وزير دفاع هوتک. قندهار.
ملا عبدالغني برادر، دهراود ارزګان، د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال
ملا عبدالروف خادم، ارزګان، کندهار، د طالبانو د مرکزي قول اردو قومندان
ملا محمد احمدي، دامان ولسوالي کندهار، د طالبانو په وخت کې د افغانستان بانک رئیس
ملا امیر خان متقي، هلمند، د طالبانو د معارف وزیر. (نوموړی د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر و
ملا عبد اللطيف منصور. د زراعت وزير. پکتيا.
ملا عبدالصمد خاکسار، کندهار، د طالبانو د داخله وزارت معین
محمد عيسی. د برق وزير. قندهار هوتک.
مولوی عبدالحي مطمئن، زابل، د ملا عمر د مطبوعاتي دفتر مسوول
مولوی الله داد آخوند. د ارتباطاتو وزير. قندهار هوتک.
مولوي الله داد، سپین بولدک کندهار، د طالبانو د تعمیراتو (ښار جوړولو) وزیر
ملا محمد عباس آخوند، کندهار، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر
ملا نور الدين د عدليې وزير ازګان هوتک.
محمد صدیق آخوند زاده، کابل، د طالبانو د شهداوو او بیرته راستنیدونکو وزارت معین
حميد الله نماني، د عالي تحصيلاتو وزير. زابل.
مولوي سناني، زابل، د طالبانو د دارالافتاء رئیس
أحمد جان د معدن وزير. پکتيا.
جلال الدين حقاني. د سراحداتو وزير. پکتيا.
ملا الله داد طیب ولي محمد، کندهار، د طالبانو د مخابراتو وزارت معین
صادق آخوند د تجارت وزير قندهار. هوتک.
اختر محمد منصور، کندهار، د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوانوردۍ وزیر
قاري دين محمد د پلان وزير بدخشان.
ملا عبدالسلام ضعیف، کندهار، د طالبانو د کانو او صنایعو وزارت معین او په اسلام آباد کې سفیر. (ډېر احترام ورته لرم، د هغه لياقت له مخې يې چې درلوده د هر ډول سياسي وظيفې مستحق وو).
مولوی قلم الدين دين د امر بالمعروف وزير. لوګر.
وکيل آحمد متوکل. کاکړ. وزارت خارجه.
ملا حمید الله آخوند، کندهار، د طالبانو په وخت کې د آریانا هوایي شرکت رئیس
مولوي عتیق الله آخوند، شاه ولي کوټ کندهار، د طالبانو د زراعت وزارت معین
مولوي عبدالباري آخوند، هلمند، د طالبانو د هلمند والي

[/color:2007920334]

وروره: وګوره ټول يوه تيکه يوه سيمه ده، چې ټولې مهمې چوکۍ پرې ويشل شوي دي.
او اکثريت يې چاته ورکړی دی؟؟؟

دغه څو کسه چې تاسې ياد کړي دي، زه په دوی يو څو تبصرې لرم:
[quote:2007920334="نوروزخان"]
زما په باور کې که ددنفوسو دشمیر معیار معتبر وي درانیان دطالبانوپه دوره کې ترغلجیو ډیر واکمن وه ، ملابرادر چې ملامحمد عمر خپل اضطراري ناېب ټاکلی وه ، پوپلزای دی، دفاع وزیر عبیدالله پوپلزی.
، داخله وزیر عبدالرزاق اڅکزی ، دهرات والي ملایارمحمد پوپلزی ،دغه که یې حسابوم دکابل ګڼ وزیران دغه شان والیان په ګڼ شمیر کې پوپلزي ، اڅکزي ، بارکزي او الکوزي وه ، چې ځانونه سوچه دراني بولي .
دجنوب دری نورقومونه نورزي ، اسحاقزي او علیزي که چیرو دراني وبولو ( لکه چې بعضي وایي ) نوبیا خو ددرانو تله خورا درنیږي ځکه له ملاصیب پرته دسترکندهار زیات شمیر طالبان دهمدې قومونو څخه دي ، داختر عثماني ، اخترمنصور ، ذاکر او خادم غوندې ...
[/quote:2007920334]

محترما وروره: دا څه کسان چې تاسې ياد کړي دي، د هغوی په اړه زه يوه تبصره لرم،
مخکې له تبصرې يوه مقدمه لرم.
پرته له شکه چې له غلځيو سره منحيث القوم تاريخي زياتی شوی دی، خو بايد د
طالبانو علماوو او آخوندانو په دولت کې د دغه زياتي انعکاس مونږ نه وی ليدلی،
په دې سربېره مو له هغوی څخه په سمتي تناسب د بې انصافۍ توقع نشوه لرلی،
کوم چې تا کاکړ ياد کړي دي، نو له کاکړو سره احمد شاه ابدالي ډېر نادودي کړي دي،
هغوی له درانيانو (يو مزيف نوم) په مقابل سنګر کې دي، نو خامخا د همغه لامل له
مخې ورته ځای ورکړ شوی دی.
همدارنګه احمد شاه ابدالي د بارکزيو د قوت د کمولو په خاطر هغه وويشله، او اڅکزي
يې ترې رابېل کړل، ډېر خلک تر اوسه دغه خبرې سره ضبطوي، زه د هغوی په اختيار
کې همدغه سبب بولم.
پاتې شو نورزي، اسحاق زي، او عليزي،نو دا خو ټول يو ورونه دي، غلځي دي،
احمد شاه ابدالي په خپل ابتکار دوی له غلځيو راجدا کړل، تر ننه پورې پرې غلځي
ننګ کوي، او دراني يې په خپلو کې ناخپل ګڼي.
د ظاهر شاه په وخت کې داسې څه پېښې هم د نورزيو له سدوزيو سره راغلي دي، چې
چې غلځي بيا د د نورزيو په اړخ ودرېدلي دي.

دغه قبيلوي جوړښتونه ماته هيڅ معنا نه لري، اهلکار ته کار نه سپارل، او د قبيلوي
او سمتي جوړښتونو په بناء باندې د نورو حقوق لاندې کول يو لوی ظلم او ستره
ناروا ده.

د هغې ورځې په هيله چې په کې دغه بې مستنده دروغجن سيستمونه له منځه لاړ شي،
او يوه مدني افغاني ټولنه رامنځته شي.

په درنښت


نوروز خان
27.03.2011

السلام علیکم
وهاج صیب دلته تاسو دوه ادعاوې لرئ ،
په طالبانو کې غلځییزم
او بل کندهاریزم
لومړی خوبه زه بیخی درسره ونه منم ځکه چې تراوسه یې هیڅوک هم څرک نه شي لګولی ، تاسو چې دطالبانو دمشرانو کوم نومونه ذکر کړي ، سیمې او قومونه مو ورسره لیکلي یوازې لس سلنه یې ښایي سم وي ، نورتقریباټول غلط دي ، او ښایي دیوه بل همداسې دعوه لرونکي ( احمد رشید) له کتاب څخه را اقتباس شوي وي .
دبیلګې په توګه تاسو ملامحمد عمر دروزګان لیکلی په داسې حال کې چې نوموړی دکندهار دخاکریز ولسوالۍ دچاهي مت په کلي کې زیږیدلی او ټوله کورنۍ یې همدلته اوسیدلې
ملامحمد حسن هوتک نه بلکې بړیڅ دی
امیرخان متقي دهلمند نه بلکې دپکتیا دزرمل سلیمان خیل دی
حمدالله نعماني دزابل نه دغزني دشلګر دی
عبدالحی مطمئن دزابل نه دقره باغ خروټی دی
دغه راز هغه کسان چې ستاسو په لیست کې هوتک لیکل شوي له مشر ملاصیب پرته یوهم هوتک نه دی ، دغه راز مو په لیکنه کې نورې هم بلا ګډوډۍ دي ، نومونه غلط راغلي یاتکرار شوي یایې وظیفې غلطې لیکل شوي او دقوم او سیمو په باره کې خو تقریبا درست داټکل په سوټي وهل شوي دي ، زه په دې ډیر متاسف یم ځکه داسې ګډوډي او عدم دقت مې پخوا ستاسو په لیکنو کې نه وه لیدلی .
دپښتنو دقبایلو دویش په اړه هم ستاسو څرګندونې خورا ګونګې دې اوپه ټوله کې دخپلې ادعااثبات ته نه یئ متوجه شوي چې هغه په طالبانو کې دغلځییزم دتعصب موجودیت دی .
وهاج صیب ستاسو ددې لومړی اندیښنې په اړه زه بشپړ مطمین یم ، چې په طالبانو کې داډول عصبیت کله هم نه وه ، او نه یې دراتلو لپاره دلائل وجود لري ، تاسو هم باید له دې اړخه مطمئن واوسئ او کومه چې تاسو په لوړو پوستونو کې دسیمییز ناانډولتوب خبره کړې دایوواقعیت دی چې دعواملو په اړه به یې په راتلونکې لیکنه کې وغږیږم


پتوال
27.03.2011

[quote:aaf84ab54b]دغه قبيلوي جوړښتونه ماته هيڅ معنا نه لري، اهلکار ته کار نه سپارل، او د قبيلوي
او سمتي جوړښتونو په بناء باندې د نورو حقوق لاندې کول يو لوی ظلم او ستره
ناروا ده. [/quote:aaf84ab54b]

محترم وهاج افغان ، محترم نوروز خان او ټولو درنو ګډونوالوته سلام او درناوی!

افغان صيب يو اساسي اصل ته ګوته نيولې ده ، چې د طالبواکۍ په وخت په پراخه توګه پايمال کېدۀ .
دوی د خلق او پرچم پشان حزبي لاره نيولې وه چې له حزبيانو پرته يې چاته چوکۍ نه ورکوله، دوی هم هر څه يواځې په طالب محدود کړي و، له طالبانو پرته
دنورو ولاياتو ديني عالمان هم په خپلو ولاياتو کې هم د مقام لرونکو چوکيو څخه محروم وو ، طالب پخپله نه پوهېده او بل څوک يې نه پرېښو د،
خو له بد بدتره يې داو:
ددې په ځای چې قندهاري طالبان په کندهار، پکتيا وال په پکتيا او په هر ولايت کې د خپل ولايت کسان وګماري،
او يا دکابل پښتانه طالبان په ننګرهار، ننګرهاري په کندهار او کندهاري په پکتيا ، پکتيايي په پکتيکا کې مقرر کړي ، ددې سرچپه
د پکتيااو کندهار داسې جټ طالبان يې په کابل او ننګرهار غوندي د اسلامي علماو نه ډک ولايت کې مقرر کړل (!)
که دويم ځل طالبان قدرت ته رسيږي بايد وپوهيږي چې له لوی کندهار او لويې پکتيا پرته په بل هېڅ ولايت کې د پکتيا
او کندهار طالب ته بازار ( اړتيا ) نشته ! ښه داده چې دوی په خپلو منځو کې سره ځانونه مشبوع کړي !
که دا ونشي نو معنی به يې دا وي چې په هيواد کې هرڅومره ستر ديني عالمان موجود وي ، خو تر څو چې د ISI په لومه کې ښکېل نه وي
په خپل ولايت کې هم ورته څوکۍ نشته ، لکه څنګه چې ملا صدراعظم پکتياوال په شمول په ننګرهار تحميل شوي طالب جټان
رښتيا هم دISI ايجنټانو په نامه رسوا شول !
متل دی چې :
[color=blue:aaf84ab54b] يو کار دې غلط دوه دې غلط ... داسې نه چې سېسره دې غلط ![/color:aaf84ab54b]


هوتک
27.03.2011

اسلام علیکم!
وهاج صیب که خفه کیږی نه داستا موضوع بل څه نده صرف دولس تباهې ده؟
اولس په طالبانو پسې دڅه لپاره ودریدی؟
دهمدی لپاره چه دطالبانو په واکمنۍ کې هیڅ رقمه قومې او یا ژبنې تو پیر نه وو؟
په جنوبې ولایاتو کې چه دطالبانو دواکمنۍ مخکې یو دکندهار دسپین بولدک په ولسوالۍ کې نورزو او اڅکزو څومره سره مړه کړه؟ وایم چاته به یې حساب هم نه وی معلوم
خو دطالبانو په راتګ سره ټول قومې او ژبنې توپیرونه له منځه لاړه؟
اوس هم چه زه اورم داوسنې حکومت په راتګ سره هماغه نورزی او اڅکزی یودبل په وژلو اخته دی
مننه ستاسې ورور هوتک. ‏‎ ‎


نوروز خان
27.03.2011

السلام علیکم
پتوال صیب زه ستاسو داخبره تریوه حده منم چې دطالبانو په پخواني مشرتابه کې دکندهار او پکتیا رول ترنورو ولایاتو یوڅه ډیر وه ،چې زه یې وجوهات په لاندې توګه واضح کوم .
۱ : کندهار دملامحمد عمر په مشرۍ دطالبانو دراپورته کیدا ځای وه ، مشر ملاصیب چې تحریک پیلاوه ، نو لومړی دکندهار دبیلا بیلو سیمه ملایان او طالبان ورسره به جریان کې وه ، هغوی چې دروس ضد جهاد له وخته یې له ده سره نږدې تعارف درلود ، عموما په داډول تحریکونو کې چې ډیر دښمنان لري او پښې یې سمې نه وي ټینګې شوې ، مشرتابه یي ښایي په لومړیو کې یوازې په هغه چا اعتماد وکړي چې پوره پرې باوري او ورسره پیژني ، له همدې امله خو مشرملاصیب دتحریک کلیدي پوستونه یوازې هغو کسانو ته ورکول چې دنوموړي پخواني ملګري او دسختو ورځو رښتیني دوستان پاته شوي وه ، په دې کې زیاتره دکندهار ولایت پخواني جهادي مشران شامل وه ، لکه ملارباني ، ملایارمحمد ملامحمد او نور ډیر چې ټول دکندهار دبیلابیلو ولسوالیو اوسیدونکي وه ، دلته که دسمت یاقوم مسئله مطرح وای ښایي دزابل ، هلمند او روزګان کسان یې هم په مهمو پوستونو ټاکلي وای ، خوداسې نه وه ، له کندهار پرته ددې نورو ولایاتو یوازې څو تنو په امارت کې په لومړیو کې لوړ پوستونه درلودل .
۲ : دطالبانو دامارت په مشرانوکې په لومړیو کې بله ستره ونډه دپکتیاولایت وه ، دپکتیا دزرمت له ولسوالیو څخه په طالبانو کې پنځه وزیران ، درې دوزارتونو معینان اونور په ګڼ شمیر کې رئیسان او چارواکي موجود وه دغه راز ددې ولایت له نورو ولسوالیو څخه دطالبانو په امارت کې ډیر کسان په مهمو پوستونو باندې وه ، زما په نظر ددې بنیادي وجه داوه ، چې دپکتیا یوه جهادي عالم مولوي نصرالله منصور چې دمحمدي له حرکته یې انشعاب کړی وه دتنظیم طلبه په نامه دروس ضد جهاد په وخت کې ددیني مدارسو دطالبانو یوځانګړی تحریک جوړ کړی وه ، چې ددستور او مرام له درکه کټ مټ دملامحمد عمر تحریک ته پاته کیده ، دغه راز په پکتیا کې مولوي جلال الدین حقانی هم خپل ستر جهادي محاز چې ډیر مجاهدین طالبان یې درلودل په همداسې روحیه عیار کړی وه ، کله چې طالبان دزابل او غزنی له نیولو وروسته دې سیمو ته ورسیدل دپکتیا همدې داواړو ډلو اتحاد ورسره اعلام کړ، او دطالبانو تحریک ته یي سترځواک وروباښه ، ددې ډلو نظریات له پخوا راهیسي کټ مټ طالبي نظریات وه بلکې عملا طالبان وه ، چې دافغانستان په بله سیمه کې ددې ډلې غوندې داسې بل داعتماد وړ طالبي کاري ځواک دملامحمد عمر لپاره وجود نه درلود له همدې امله یې دکابل له نیولو سره یوګڼ شمیر وزارتونوته دمولوي نصر الله منصور او ښاغلي حقاني ملګري وروپیژندل .

مګر په دې سربیره دطالبانو په مشرتابه کې دهیواد دهرولایت سیمې او قوم خلکو شتون درلود تردې چې داستاد اکبري غوندې یوشمیر هزاره ګانو ته هم پوره واک ورکړل شوی وه ، له هغه راپدیخوا دطالبانو تشکیلات وخت په وخت اصلاح شوي دي اواوس خو تقریبا دپتوال صیب دنظر موافق زیاتره ولایاتو ته دخپلو سیمو او یادګاونډی ولایت څخه مشران ټاکل شوي دي ، دغه راز غیرپښتانه هم دپخوا په پرتله په لوړه کچه ډیر رسوخ لري .
زه دپتوال صیب داخبره نه منم چې طالبان دخلقیانو غوندې یوازي خپل حزبي ملګري منل ، طالبانو له پیښوره نیولې تراروپا امریکا او استرلیا درستو افغانانو ته ځولۍ وغوړوله چې خدای ومنئ ږیره پریږدئ خو وطن مه پریږدئ ، راشئ خدمت وکړئ ، که څه په میدان وه لومړی به یې تاسو ته درکوو او که نه وه چې دکابل لس لکه خلک وږي ویده کیږي مونږ دې هم ویده شو .
دپیښور دافغان ادبي بهیر په یوه غونډه کې افغان مهاجرو قلمبدستانو دطالبانو یو وزیر چې دهمدې دعوت لپاره ورغلی په سپکو سپورو بدرګه کړ ، چې اوس په همدې خبرو له یوې خوا فخر کوي او بله غاړه له طالبانو ګیلمن دي چې مونږ ته یې په حکومت کې ځای نه راکاوه


و.افغان
27.03.2011

محترم نوروز خان صاحب:
هغه د کوچي او هندو کانه به نه کوو، دغه نومونه چې ما ليکلي دي، تاسې مهرباني
وکړئ، له هر يوه سره يې قبيله او ځای وليکئ، چې معلومه شي، چې زما دعوا څومره
رښتيا او څومره نه ده.
د دغو غير مستندو سېستمونو په اړه به خبرو کې به خامخا لوړې کوزې راځي، ما
د دغو خلکو د ځايونو په اړه معلومات د ملګرو ملتونو له بلاک لېسټ څخه اخيستي،
کېدی شي ستاسې معلوماتو کې نېمګړتيا وي، هغه سمه کړئ.
د حمد الله نعماني په اړه رانه سبق قلم شوی دی، او دغه نورو په اړه زما معلومات سم
دي، تاسو خپلو معلوماتو باندې بيا يو نظر تېر کړئ:
http://www.un.org/sc/committees/1267/consolidatedlist.htm
Name (original script): حمد الله نعمانى
Title: Maulavi Designation: High Ranking Official in the Ministry of Higher Education under the Taliban regime DOB: Approximately 1968 POB: [color=white:375a69edb9]Ghazni[/color:375a69edb9] province

Name (original script): امیر خان متقی
Title: Mullah Designation: a) Minister of Education of the Taliban regime b) Taliban representative in UN-led talks during the Taliban regime DOB: Approximately 1968 POB: [color=white:375a69edb9]Helmand[/color:375a69edb9] province

Name (original script): عبدالحی مطمئن
Title: Maulavi Designation: Director, Information and Culture Dept., Kandahar during the Taliban regime DOB: Approximately 1973 POB: [color=white:375a69edb9]Zabul[/color:375a69edb9] province,

[quote:375a69edb9="نوروزخان"]
ملامحمد حسن هوتک نه بلکې بړیڅ دی
امیرخان متقي دهلمند نه بلکې دپکتیا دزرمل سلیمان خیل دی
حمدالله نعماني دزابل نه دغزني دشلګر دی
عبدالحی مطمئن دزابل نه دقره باغ خروټی دی
دغه راز هغه کسان چې ستاسو په لیست کې هوتک لیکل شوي له مشر ملاصیب پرته یوهم هوتک نه دی ، دغه راز مو په لیکنه کې نورې هم بلا ګډوډۍ دي ، نومونه غلط راغلي یاتکرار شوي یایې وظیفې غلطې لیکل شوي او دقوم او سیمو په باره کې خو تقریبا درست داټکل په سوټي وهل شوي دي ، زه په دې ډیر متاسف یم ځکه داسې ګډوډي او عدم دقت مې پخوا ستاسو په لیکنو کې نه وه لیدلی .
[/quote:375a69edb9]

د ملا عمر په اړه:
Name (original script): محمد عمر
Title: Mullah Designation: Leader of the Faithful ('Amir ul-Mumineen'), Afghanistan DOB: Approximately 1966 POB: [color=white:375a69edb9]Uruzgan province[/color:375a69edb9], Adehrawood village Good quality a.k.a.: na Low quality a.k.a.: na Nationality: Afghan Passport no.: na National identification no.: na Address: na Listed on: 31 Jan. 2001 (amended on 3 Sep. 2003, 21 Sep. 2007) Other information: Review pursuant to Security Council resolution 1822 (2008) was concluded on 27 Jul. 2010.

اوس که چېرې وايئ، چې د ملل متحد لست غلط دی، نو د دې دا معنا ده چې د قبيلوي
او سمتي تعصب په اساس داسې مجهول غير مسلکي او غير اهل خلکو ته لويې لويې
وظيفې ورکړل شوې وې، چې ‌آن د ملګرو ملتونو په شان سازمان سره يې د ځای ځايګي
صحي معلومات نشته.

په درنښت


نوروز خان
27.03.2011

السلام علیکم
وهاج صیب دملل متحد کوم کار سم وه چې دابه یې سم شي .
دوی لیکلي ملامحمد عمر دروزګان دی ، خو په دې نه دی خبر چې نوموړی دکندهار دخاکریز ولسوالۍ په چاهي مت کلي کې وزیږید پلار یې مولوی غلام نبي هوتک تومزی ، مور یې دخاکریز دناصرانو دکلي په قام ناصره وه ، په درۍ کلني کې یې پلار د ډنډ ولسوالۍ نودې کلي ته لاړ هلته یې دوه کله پلار امامت وکړ او محمد عمر دپنځو کلونو وه ، چې په همدې نوده کې یې پلار وفات شو، دده دوو نورو ترونو مولوي محمد جمعه او ملا محمد انور داوخت دروزګان په دهراوود کې امامت درلود ، دپلار له وفات وروسته دوی هم هلته ورکډه شول ، او بیا ترځوانۍ پورې نوموړی له خپلو ترونو او مور سره په دهراوود کې اوسیدلی ، دجهاد په لومړیو کې واپس قندهار ته راغی ، دغه راز دنوموړي دافغانستان دتابعیت په تذکره کې خپل شهرت دخاکریز ولسوالۍ دچاهي مت کلی لیکلی دی .
عبدالحی مطمئن خو درسته دنیا پیژني چې دغزني دقره باغ خروټی دی ، کنه له ایمل پسرلي نه پوښتنه وکړه چې خروټي واله ورسره پالي .
کله چې دهلمند بغرا ویاله جوړه او دنادعلي او مارجې پلانونه عملي کیدل دملاامیرخان متقي کورنۍ رښتیا هم یو وخت دزرمل له صالح خیلو نه نادعلي ته کډه شوی هغه وخت چې دلته حکومت خلکو ته ځمکې ورکولې خو ددوی پلرنی او اوسنی ټاټوبی پکتیا ده چې دنوموړي لهجه هم همدا ګواهي وایي که یې تاسو پخوانۍ مصاحبې اوریدلې وي .
او بل تاسو خبره دبلاک لسټ کړې ده ، نودې بلاک لسټ ته خو که سړی دواقعیت په نظر وګوري یقینا دملل متحد سازمان ته دسړي خوا بده شي چې څومره کمزوري معلومات لري ،دوی په دې لست کې خورا ډیرې نادودې کړي دي ، چې په هغو کې دزیاترو وفات شویو کسانو نومونه په لست کې داخلول ، وظیفې او سیمې غلط ښودل او داسې نور
[quote:0ad9312192]اوس که چېرې وايئ، چې د ملل متحد لست غلط دی، نو د دې دا معنا ده چې د قبيلوي
او سمتي تعصب په اساس داسې مجهول غير مسلکي او غير اهل خلکو ته لويې لويې
وظيفې ورکړل شوې وې، چې ‌آن د ملګرو ملتونو په شان سازمان سره يې د ځای ځايګي
صحي معلومات نشته[/quote:0ad9312192]
او دې خبرې ته به دې ماهغه وخت ځواب وایه که چیرې دملل متحد پیژندنه دافغانانو لپاره دسړیتوب معیار وای خو داسې نه ده ، ملل متحد فرهاد دریا دافغانستان لپاره دسولې سفیر بولي خو افغانان ورته ډم وایي .
په افغانانو چې څوک ځان وپیژني په ملل متحد پسې توره بلا


پتوال
28.03.2011

[quote:c2c2a6161e] ملل متحد فرهاد دریا دافغانستان لپاره دسولې سفیر بولي خو افغانان ورته ډم وایي [/quote:c2c2a6161e]
نوروز خانه څه ګل خبره دې کړې ده !
افغاني ډم په دۀ ډېر شرف لري، کاش چې افغاني هنرمند وای، فحشت دريا خو غربي ډم دی د غربيانو د کلتورونو په جګړه کې په وچ زور اوزياتي
د چټل غربي ډمتوب په خپرولو کې مخکښ رول لوبوي ،
[color=darkred:c2c2a6161e]يک کليد پيش من و يک کليد پيش تو[/color:c2c2a6161e]، دغه د شهواني آزاديو خردجال څه مردارې سندرې ، څه مردار اېکټونه
اوڅه مردار حرکتونه کوي چې په واقعيت کې له فحشه ډک غربي سترېپتيس تمثيلوي او بس!
الله دې وژغوري او دنيکۍ هدايت دې ورته وکړي ، مخکې له دې چې طالبان يې په .... وچ موګي ور ټک وهي!
ملل متحد په دواړو جامنو ... خوري چې ددۀ غوند يوۀ غربزده مردار خور ته لا د سولې سفير وايي (!!!)


و.افغان
28.03.2011

محترم نوروز صاحب:
كه چېرې د مشر ملا صاحب د خېل او قام څخه نه وې؛ نو بيا به دې خبرو په روانه
سکالو کې د يو بېطرفه کس (نه خصم) په توګه يو څه وزن پيدا کړی وی.
يوه کيسه به درته وکړم:
يو دوست راته کيسه کوله، چې مشر ملا صاحب غوښتل چې د پکتيا د ستر مجاهد ملا
منصور او د کورنۍ د اخلاص او قربانيو په
بدله کې هغه يا له کورنۍ يې کوم شخص (کيسه رانه څه هېره شوې) د کابل په ښاروالۍ ونازوي، دکومې فعلي مسؤول چې يو
کليوال وطندار وو، نو د مشر ملا صاحب د فرمان د ورسېدو سره يې د ملا صاحب د فرمان له عملي کولو کلک انکار وکړ.
ملا صاحب هغه ته دويم قاطع فرمان ليږي؛ خو بيا هم هغه
ښاروالي نه پرېږدي، په درېيم ځل مشر ملا صاحب په قاطع ډول ورته وايي، چې زه
خپله درپسې درځم.
نو کله چې سړی پوهيږي، چې نور نولانجه د ده او د ملا صاحب تر منځ او ضد ته
ورسېده، د ښاروالۍ څخه د وتلو فيصله کوي، خو مخکې له وتلو ټول فرشونه، قالينې
او متعلق سامان له ځان سره وړي، په دې هم اکتفاء نه کوي، د ښاروالی له دفتر څخه
کړکۍ او دروازې هم باسي.
وايي چې ملا منصور صاحب بېرته مشر ملا صاحب ته احوال ولېږه چې له دې ښاروالۍ
نه دې تېر يم.

وايي: په داسې بلا واوړې چې پرتوګ په غاړه راوړې.

په درنښت


نوروز خان
28.03.2011

السلام علیکم
محترم وهاج صیب یقین وکړه چې ماته کله هم چاویلي چې په قوم څوک یې نوکه په دې پوهیږم چې پوښتونکی رانه خوابدی کیږي نه ، تل مې ورته ویلي چې یوازې ( مسلمان ) داپه دې چې پلاني خیلي او پلاني زیتوب ته په چندانې اهمیت قائل نه یم ، دهرچا بهتري یوازې په تقوا ده ، له ملاصیب محمد عمر نه په قومي لحاظ خورا پردی یم ، علي خېل او هوتک نه پوهیږم په کوم ښاخ سره ګډیږي او که نه ؟؟
او بل چې تاسو کومه کیسه یاده کړې ده ، کیسه مو رښتیا ده خو مبالغه دومره پرې ګډه شوې ده ، چې رښتیاوالی یې بیخي ورپیکه کړی دی .
کیسه داسې وه چې دملاصیب په فرمان دمولوي منصور زوی سیف الرحمن منصور ( چې وروسته یې دشاهیکوټ په مقاومت سره ستر نوم وګاټه ) دکابل په امنیه قومندانۍ وټاکل شو ، دقومندانۍ دتسلیمۍ په وخت څو عرادې پیکپ موټر چې دقومندانۍ دملکیتونو برخه وه له پخواني قومندان سره دجنجال زړی شو، پخواني قومندان چې دکوم جنګي خط په مسؤلیت ټاکل شوی وه ، ویل چې دا موټر نوموړی له ځان سره باید بوزي ترڅو هلته کارترې واخلي ،داخبره دورځې ترپایه نه شوه حل چې بالاخره ملاصیب دورځې په پای کې په بل فرمان دواړه له قومنداني وزګار کړل او یوځای یې له خپلو ملګرو سره دباګرام دفاعي کرښې ته ولیږل .
تصادف داوه چې څه موده وروسته په همدې سیموکې طالبانو تعرضي برید پیل کړ په جګړه همدا دواړه قومندانان ټپيان شول ، تردې چې دجګړې له سیمې هم په یوه چورلکه کې راانتقال شول او په روغتون کې هم په یوه اطاق کې بستر وه ، دهمدې نږدي ژوند له برکته همدا دوه تنه طالبان بیا دحکومت ترړنګیدو ډیر خواږي ملګري پاته شول ،او خپګان یې په ټینګه دوستۍ بدل شو ، په دوی کې ملاسیف الرحمن منصور چې ماپیژاند دډير اوچت او لوړ شخصیت خاوند او ډیرمتقي او مخلص انسان وه .
دشاهیکوټ په غره کې له امریکایانو سره ترلومړني اوږده جنګ وروسته دنوموړي دمرګ او ژوند هیڅ څرک بیا نه ده معلوم شوی او نه هم شهید اعلام شوی دی ، او دده دوهم ملګری لاهم ژوندی دی او جهاد کوي


مینه پال
28.03.2011

له سلامونو وروسته؛
د طالبانو دوره کې زه ټول وخت په افغانستان کې پاتې شوی یم؛ پښتانه که پرېږدو نو د نورو ټولو قومونو په اړه طالبانو له تعصب څخه ډک چلند کړی دی، یواځې تعصب نه بلکې د خلکو سرونه پکې نه ؤ خوندي، مثلا هزاره ګانو ته داخلي خارجیان ویل کیده ، هغوی ان سفر نه شو کولای، په لاره کې به ګېرېدل او وژل کېدل به. کله چې به پښتون او پاړسیوان په لانجه اوښتل نو پاړسیوان ددې جرات نه درلود چې له پښتون سره تر ولسوالۍ یا ولایته لاړ شې... پښتون ته افغان ویل کېدل اوبس. دا هرڅه حقیقتونه او ورڅخه انکار ان طالبان نه شې کولی.


z.shaheen
28.03.2011

_____________________________________
محترما: د بحث سکالو معلومه او محدده ده، پښې ترې مه باسئ.
په درنښت


pattang
28.03.2011

[quote:af78b2b5dd]در حالیکه عدم تفاهم بین الافغانی و جنگ تباهکن در جامعۀ از هم پاشیدۀ افغانستان داد میزند شما با متن این آهنگ زیبای فرهاد دریا که مردم را به همدلی دعوت مینماید چه مشکل دارید؟آیا با متن دری مشکل دارید یا خصومت به این دلیل است که این آهنگ به زبان پشتو نیست؟
متن آهنگ:[/quote:af78b2b5dd]
يولنډغر بې مسلکه پوده شی دی ، په فرانکفورت کې يې انکار وکړ چې په پښتو
انټرويو ورکړي ، نو لدې نه بل فاسد شته چې په خپله مورنۍ ژبه شرميږي ?
ددريا مناسبات، کړه اووړه غيرې افغاني دي او يو کلتوري مکروب دی خدای دې
ورک کړي٠
برادري ، برابري نه ټول تاجکيزم پنجشېريزم د پاړسو څوک مخالفت نکوي خو
اوس يې پښه ډېره اوږده او له حقوقي بڼې څخه ځان ايستلی دی٠
هر شی چه له نورمه ووزي سر يې غوڅېږي !


pattang
28.03.2011

وهاج صيب سلام عليکم !
د بحث موضع د ې ښه غوره کړې ده خو وروسته بيا دښکاره تعصب بوی ترې ځي

او په يوه وار يې چاودنه کړې ده ، ډېر خبرې واقعت نلري داسې طرحه شوي دي لکه

ديوه اقليت يو عقده يې عنصر چې خپله خوله خلاصه کړي وي ، ماداسې خبرې له
بلوڅو او شاړيو څخه او رېدلې دي ٠ ماخو ډېر خلک ستاسو له قامه څخه پېژندل او
پېژنم يې چې يويې مرحوم جنرال رحمت الله وو ، هغوی خوټول ډېر کلک پښتانه دي
او ستاسو قام خوتاريخي کلک نوم لري ٠
له طالبانو سره ماډېر تماس لاره او لرم يې هغوی قومي او ژبنيز اختلافونه ګناه
بلل او بولي يې.
طالبان خو وطني ، د لونګۍ او پټکي خلک دي نو تاسو اوس څه ترې غواړۍ !
سرتور سر خو په کليوالي کلچرکې هم ګناه لري او خپل پلار به مې هم ماته وېلې
چې سرتور سر ګناه لري دکفارو کاردی.
په طالبانوپسې هغو خلکو پروپاګنده کوله چې دکليوالي کلچرپه ضد ، دشرابو
اونورو عياشويو پلويان وو اودي ٠
وهاج صيب خدای پاک دې له داسې خلکو څخه وساته ! اوکه وهاج افغان هغه
مخکې وهاج ندی ??


عنوان

tandar
29.03.2011

سلامونه
له خبرو نه خبرې پيدا کيږې
ددې عامل څه شې دې چه يو نفر خپله مورنې ،کورنې او ملې ژبه پريږدې او په نورو ژبو داومداره بدلې واې؟
ايا داوريدنکو تعداد ې زيات دې؟ پس خپل تجارت کوې
اياپه بله ژبه کې دده حنجره ښه اواز باسې؟
ايا دتاجکستان کلتور پياده کول ځانته افتخار ګڼې او دې په کې مترقې او پيشرفته ښکارې؟
ايا دستيج په سر خيزکې لکه ليونې چه په خبره ې له سره څوک نه پوهيږې دا دافغانستان دکوم زمان له کلتور سره سمون خورې؟ ايادا غرب کلتور پياده کول نه دې ؟
اياپه يو ه بدله کې ې دوطن داشغال او ازادې يوه ياده هم کړيده؟
ايا اشغالګرو ته ې په خپل موزيک داسې يوه سندره وړاندې کړې چه نور دا خوار او غريب ملت مه بمباروې او مه وژنې؟ مونږ ازادې غواړو٠
دغسې خلکوته ابن الوقت انسان ويل کيږې ،دقندوز خټکيو مست کړيدې خوشې چټې ځان ې شرمولې دې ،شنې سترګې هم په افغانانو کې سوال لاندې راځې خداې خبر چه اصلې منبع له کوم ځايه ده :roll:
تاريخ به قضاوت کوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more