نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نوروز خان
24.12.2010
پتوال صیب محترم السلام علیکم ورحمت الله ورکاته
لومړی باید ووایم چې ستا خبرې چې ماڅومره مطالعه کړیدي په بیا بیا پښتونستان او لره پښتونخوا یادوي ،په دې اړه زه دپتنګ صیب خبره خورا درنه تلم ، چې په هیڅ وجه باید دا موضوع په ملاصیب پورې ونه تړل شي له هغه چادې پوشتنه وشي چې لرافغانستان یې خرڅ کړی ، راتلونکي ته په پام سره که انګلش دي زده وي ورسره دکوزو سورکالیو له زامنو پوښتنه وکړه ، چې دوی کابلیتوب مني کنه ، اجمل خټک په ډاګه مضبوط پاکستان غوښت او دپښتنو دستردشمن مسعود په قبر یې طوافونه کول ، اوس یې ته ګرمه په ملاصیب وراړوې ، ورشه دپیښور دسینمایانو بلور او دولي له زامنو چې دپتنګ خبره په شخوندپه اردو وهي خو پسکې د پشتو اچوي پوښتنه وکړه چې دوی له ایک دو تین نه یودوه درې ته کیدلای شی ؟؟؟ که څوک په راتلونکي کې دپښتونستان تلل په ملاصیب پورې تړي یااوس ،ستره بې انصافي به وي او هر دسترګو او عقل څښتن به یې مخ ته ورتو کړي .
سره له دې چې راباندې بیړه ده ، خوراځم پوښتنې ته دي ، ستا پوښتنه چې دملاصیب ټول عمر احتوا کوي زه به یې له هغه وخت راونیسم چې ملاصیب په لومړی ورځ دافغانستان په تاریخ کې مطرح کیږي ، زه دهغو شیبو جریان درته بیان کړم ، نور ستاسو خبرو ته انتظار وکړم چې په کوم ګام راسره ځئ ایا حق ته تسلمیږئ او که ما دحلیمي غوندې له هغې زاویې چلینجوئ ، چې زه په هغه اعتبار ملاصیب نه شم سپینولی او نه بدلولای او نه یې په اړه ملي منافع ته پام سره ډیر څه دلته ویلای شم .
زه دلته خپله خبره نه درته لیکم ځکه زه خدایزده څنګه سړی یم ، او ته مې پیژنې هم نه ، خو دملامحمد حسین مستسعد پوشتنه ، له ازمون ، یون ، غفور لیوال ، پيکار ، نعمان دوست ، وحید مژده ، نصرالله ستانکزي سیدمسعود وغیره وغیره ټولو نو وکړه چې څنګه سړی وي ، ایا دروایت او صداقت لپاره یې په ډول معیارونه پوره وه کنه ؟؟
وروسته بیا زما لاندې لیکنه ولوله ،
شهید مستسعد چې له تحریک سره له لومړۍ ورځې ملګری وه ،دلومړیو ورځو په اړه په خپلو خاطرو کې خپل دسترګو لیدلی حال داسې لیکي ،
له پاکستان سره زمونږ علاقه او برخورد لومړی هغه مهال رامنځ ته شو چې منځنۍ اسیا ته تلونکې دنصیرالله بابر قافله دویش په باډر راواوښته ، له دې نه یوه ورځ وړاندې مونږ بولدک او ویش نیولی او دتحریک په رسمی افتتاح چې دمیوند په ولسوالۍ کې پیل شوی وه تقریبا درې میاشتې اوښتې وې ، دغه مهال مونږ قافله ودروله ، او لارۍ مو له حرکته راستنې کړې ،پاکستانیانو استدلال وکړ چې مونږ دقندهار له قومندانانو سره دیوې موافقې او جوړجاړي له مخې داقافله راروانه کړې ده ، خو مونږ ویل چې مونږ دهغو تعهد ته ژمن نه یو اوس ددې سیمې واک زمونږ به لاس کې دی ، او ترڅو چې دکراچۍ په بندر کې په ترانزیت راوړل شوي ،دافغان تجارانو مالونو ته چې په همدې حال کې له مونږ سره په جریان کې وه اجازه نه وي ورکړل شوي ،قافلې ته اجازه نشته ،په دې وخت کې له بیا بیا اصرار سره دکندهار دقومندانانو ګل اغا ، امیرلالي او خان محمد خطونو هم طالبانو ته ولیږل چې مونږپاکستانیانو ته مه ګرموئ ، مونږ تعهد ورسره کړئ او موټرو ته لاره ورکړئ ،خو طالبانو لار ه نه ده ورکړې ، په دې اړه که څوک شک لري وردې شي له خان محمد ګل اغا او دویش او بولدک له ګردو تجارانو دې پوښتنه وکړي ، داله پاکستان سره دملاصیب دلومړنۍ رابطې او برخورد حال وه ، خوګوره دملاصیب ټوله پالیسي ملي پالیسي وه ،چې دمتقابل احترام په چوکاټ کې په مخه تله داسې هیڅ شواهد څوک نه شي وړاندې کولای چې ملاصیب له افغاني او اسلامی توجیه پرته یوازې دپاکستان لپاره کوم کار کړی وي ، خو داسې موارد ډیر درشودلی شم چې دنورو فرعونانو غوندې یې ډیرځله دپاکستان سترګې هم ایماني جلال ته ښکته شوي او شرمنده شوي وي ، اوس وار ستا دی چې دملاصیب د۱۴ کلنۍ مشرۍ دالومړۍ رویداد څنګه ارزوې
یارزنده صحبت باقي
دالیکنه په بیړه وکړه که غلطي لره بشنه غواړم
pattang
24.12.2010
[quote:caa9c482e7]ملاصاحب خود مسلمان دی ، او هم افغان دي که د لر وي که د بر هم افغان دي پوښتني تاسو مه مطرح کوئ ، موږ به خپلي پښتني درته کتار کړو !!!په دلاندي[/quote:caa9c482e7]
داچې افغان دی، مسلمان دی نو بيا د ملا صيب دشجرې ولې پوښتنه کوې ?
داسې پوښتنې خو يووازې په سپکو سترګو کتل ښکاره کوي٠
[quote:caa9c482e7]ډول اول : ملا صاحب خو وتښتېدلې او قدرت ئې و "بشر " ته وسپارلی
او هغه بیا و کرزی ته تسلم سوو ، او بشر اوس د ډرګو او پوډرو په تور بندي دی [/quote:caa9c482e7]
د( تښتېدلي ) کلمه بيا دبدنظر او په سپکه ستر ګه کتل استازيتوب دی !
دملا صيب طالبانود نړۍ له غټې قوې سره 30 و رځې مقاومت وکړ٠ دعراق اردو
چې مجهزه اوردو وه يواځې 15 ورځې ، ملا صيب تکتيکي لکه په هر جنګ کې
شاته لاړ او او له 2002 کله وروسته بيا لکه زمری ميدان ته راغی ا و ټوله صليبي
نړۍترې تاو ده٠ دبشر او قاچاقو خبرې د اشکو او منتو په کاسو ياديږي ، لکه چې
حليمي صيب يې تل مېلمه وي٠
[quote:caa9c482e7]اوس پوښتنه داده چه : په افغانستان کښي له دا دوه سوو کالو راهیسي
هر څوک چه قدرت ته رسیدلی خارجي سیاسی چنګک يي درلودي ، او ناممکن
ده چه يو څوک دي د دېٖ خاور او ملت مشري تر لاسه کړي بېله خارجي کمک څخه . که تاسو يو مشر چه: مستقیل او د ملت په خوښه و قدرت ته رسېدلی
د تاریخ په اوږدو کي راښولای شي ؟؟، زه باور لرم چه جواب به مو منفي وي [/quote:caa9c482e7]
نه ځواب يې منفي نده :
دلته خودې انډيواله دخپلې اندېښنې او شک ،ځواب په خپله وېلی دی ٠
نو چې طبيعت دمسئلې داسې دی خوخبره حل دی ، ملا صيب دې هم لکه نر
له نورو مرسته وغواړي ٠
[quote:caa9c482e7]نو تاریخ جبر دی ، ملاصاحب چا وقدرت ته ورساوه ؟؟، دا نه شم منلی چه یو څو د ابوالمنتهی شاګردانو او طالبانو . دا طیارو فروازونه چا کول ، دا ټانکونه چاچلول ، دا استخباراتي شبکه چا چلول ، دا جنګي بودیجه له کومه کېدل . ؟؟؟؟ [/quote:caa9c482e7]
ملا صيب خپلې کلکې ارادې ، خپل عزم او خپل پاک هدف قدرت ته ورساوو.
د طيارو پروازونه افغانانو کول ما په خپله خبرې ور سره کړې ، ټانکونه هم افغانانو
د طالبانو سره ډېر فني خلک دزاړه دولت وو٠ جنګي بو جيت له عربې اودوستو ممالکو او له خپلو ګمرکاتو څخه ٠
داستخباراتو خبرې خو نورې نوې ، يواځې دشمال دغلو کشف وو چې دواړو
خواوو ته يې افغانانو کار کا وو چې يو ژوندی مسال يې قسيم فهيم د کرزي مرستيال دی٠
[quote:caa9c482e7]ایمن الظواهری هر وخت راښکاره شي ، پر ټېوي يې ووینو ، په یوټیوب کي ئې ووینو ، ایا وخت ندي رارسېدلی چه ملا صاحب هم په خپل قوم ځان وویني
او قوم ئې متمئن چه ملا صاحب یعني څوک ، ولي ؟ خپل قوم ته مخ نه ورښکاره کوي ؟؟؟؟ او ولي ؟؟ [/quote:caa9c482e7]
ايمن الظواهري نړۍ وال سياست کوي په هر ځای کې خپل خلک لري اوخپل
وېديوئي پيغام په خپل خلقو اوري ، خو ملا عمر بله وظيفه لري چې پيغام يې
هر طالب اولس ته ور وړي او عمل يې ويني ٠ ملا عمر د ميديا ستوری ندی او
نه يې غواړي٠
[quote:caa9c482e7]هیڅ وخت د یو رهبر په صفت نه راښکاره کیږي ، او د ملا برادر
د نیولو او راپرېښېدلو په باب ولي د ده له خولې څه نه اورو ؟؟؟ [/quote:caa9c482e7]
ملا برادر به کوم خلاف کار کړی وي چې بندي وو او اوس را خلاص شه او شايد?
د ملا عمر په مرسته را خلا ص شوی وي ، هر سړی خپل مناسب سياست ځانته
ټاکې او داخو اوس دومره مهمه خبره هم نده چې دوښمنان ځانته ډېر کړي٠
[quote:caa9c482e7]په یوټیوب کښی ولي عربوته خبري کوي ؟؟؟؟او په پښتو يې څوک په يوه آسانه نه پوهېږو ولی ؟؟؟؟ ، او عربی ترجمه ئې يه خړپ روانه وي [/quote:caa9c482e7]
داخو بد کار ندی عرب ورسره مرسته کوي ، خبرې خو يې دافغانستان ملا يان
هم اورېدی شي٠
[quote:caa9c482e7]ملا صاحب ولي ؟؟ خپل سیاسي دریځ نه ښکاره کوي او ولي ئې دده له خولې نه شو اورېدلای او جنرال حمید ګل ږغېږي ؟؟؟ او ټول ویښ ملت يې په تشویش کي اچولی ، ویده خلګ نه یاده وم [/quote:caa9c482e7]
دملا صيب سياي دريځ ډېر واره ښکاره او ليکل شوی دی داچې تاسو نده لوستلې
هغه ستاسو کار دی او ملا صيب ته اوس داسې شرائط ندي برابر٠ داچې حميدګل
خپل نظر وايې هغه هم ستا غوندې يو افغان بولم خو په مختلفو قطبو کې٠
[quote:caa9c482e7]تاسو دا منۍ چه افغانان په طالبانو خوښ دي ، که موجواب مثبت وي
ولي ویني بهوئ ، ولي انتخاباتو ته نه ورګډېږي ، په داسي حال کي چه پښه مو په پایڅه کښي بنده هم ده ، یوه پښه مو په سياسي قبر کي ده [/quote:caa9c482e7]
طالبان ولې انتخاباتو ته ور ګډ شي ? غواړې چې داشغالګرو اشغال پرې قانوني
کړې ? او دمزار ،دښتې ليلي، شبرغان ، قلعه جنګي شهيدان هېر کړې ?
دپښتون غلا مي لاس ليک کړې ? Happy Christmas Mr. halimi
دلته اوس داسې قضاوت کوې لکه د لاسپوڅي دولت مامور ! وينې دطالبانو له خوا
بهيږي او که داشغاګر ولخوا ? د طالبانو په دوران کې خو وينې نه وې اونه وينې
بهيدل دطالب ذاتي خواص دي٠
[quote:caa9c482e7]د ټول جهان خارجي مېډیا بغاری وهی چه طالبان د آی إس آی زامن دي
او آې إس آی هم داسي اِکټونه کوي چه هو زموږ زامن دي
او طالب مشرتابه پټه خوله وي ولي ، او پته خوله اقرار هم دي که څنګه ؟؟؟[/quote:caa9c482e7]
ټوله خارجي ميديا کومه ميديا ? داشغالګرو ميديا ! isi له افغانستان سره ګډه
پوله لري خود به خپل نظر وايې او حق هم لري ٠ خو طالبان مجبوره ندي چېې زما او
ستا د قناعت لپاره خپله خوله خلاصه کړي او ميديايې جنګ شروع کړي ٠
[quote:caa9c482e7]ملا برادر ولي مېډیا سره خبري نه کوي؟؟ ، او ته نوروز خان ولي د مطبعاتو
سره خبري نه کوېٖ ؟؟؟ په لڅ مخ [/quote:caa9c482e7]
هغه د ملا برادر خپل کار ده ، زه او نووز خان ميديا نه ور غواړي څکه چې زموږ
ورغوښته به دميديا سره تړلې اشغالګر اوسياست يې په مخ څپېړه وخوري ٠
[quote:caa9c482e7]تاسو فکر کوی چه امریکا ته ستاسو پټ ځایونه ندي ور معلوم ، ؟؟؟؟
تاسو پوهېږئ چه هغوی نه غواړي چه فلم خلاص کړي ؟؟؟؟ [/quote:caa9c482e7]
هغوی ته دويتکانګيانو پټ ځايونه دويتنام په شمال کې د چين په سر حد ته نږدې
ور مالوم وو خو بيا هم ککړه غره وتښتېدل٠
لقمان
24.12.2010
حلیمي صیب !
دپتنګ صیب دپوښتنو ځواب به خامخاورکوې. خوزه دتاسې نه دپتنګ صیب دلاندې پوښتنې ځواب ته منتظر یم:
[quote:c55821ea3b]حليمي صيب زما دمالومات له مخې خوتاسو دطالبانو په وخت کې له عبدالحکيم
مجاهد ( د طالبانو استازی په نيو يارک کې ) ښه نږدې ر وابط لرل نو تاسو ولې
له مجاهد نه دا پوښتنه نکوله ??????????? [/quote:c55821ea3b]
هیله ده که نورځوابونه مو ورکول پورتنۍ پوښتنه هم دیاده ونه باسې.
مننه
ستا لقمان
24.12.2010
[quote:9542ff000f]داسې موارد ډیر درشودلی شم چې دنورو فرعونانو غوندې یې ډیرځله دپاکستان سترګې هم ایماني جلال ته ښکته شوي او شرمنده شوي وي ،[/quote:9542ff000f]
شاباس نوروزخانه،دغه دې يو ښه مثال راوړی دی، خوهسې نه چې دغه د هماغه اول سر پيښه پاتې شي ، څه وخت چې طالبان لا قدرت ته هم نه و رسيدلي،
دغسې شواهد چې څومره لرې وړاندې يې کړه، په تيره دکابل له نيولو وروسته
تر ننه پورې چې د ملا صيب مشرتوب رسميت درلود
او پاکستان يې هم مشري منلې ده . البته زه دغه پيښه هم ډيره لوړه ارزوم او ارزښتوم، ولې د رسمياتو له پلوه د رسمي دورې مثالونه اعتبار لري .
تر کومه چې د لر افغانستان موضوع ده، نو هغه دپښتونستان په نامه يادول سم نه دي او نه د لرو پښتنو د يو يا بل د اند او خيال قرباني کېدای شي .
هغه د افغانستان خپله خاوره ده او خپلول يې د هر افغان حکومت ملي او وطني وجيبه ده . افغان حکومت نشي کولی
چې له قندهار څخه د قندهاريانو يا له ننګرهار څخه د ننګرهاريانو او مزار څخه د مزاريانو په خوله تير شي او له لاسه يې ورکړي !
نو ولې او څنګه به تر آباسينه د خپلې خاورې څخه د چا په خوله تيريږي
که د هغه غوښتنه آن پخپله د خان غفارخان
په مشرۍ هم لرو پښتنوکړې وای او يايې وکړي .
اجمل او اسفنديار خيلو ته :
که څوک له پنجابيانو سره اوسيدل غواړي زما ځواب ورته دادی چې مهرباني دې
وکړي پنجاب ته دې لاړ شي او افغاني خاوره دې پرېږدي او که نه وځي نو بيا دې د افغانانو ملي وحدت ته کونه ټينګه کړي او غاړه دې ورته کيږدي !
داسې خو نه کيږي چې په کور کې يو غړی غل شي نو دا حق هم ورکړو چې ټول آبايي کور او يا د کور يوه بر خه دې هم بيا خپلو غلو ملګرو ته وسپاري !
او تر کومه چې د ملا صيب څبره ده، نو مونږ له هغه څخه د بښتونستان آزادول نه غواړي، نوم دې هم په خوله نه اخلي، صرف همدومره
خبرداری ورکوو چې له تاسره د پاکستان د دوستۍ، مرستې او هرې اړيکې هدف دادی چې دغه پنجاپي خامار به حتما درڅخه د ډيورن د باطل لاين
د رسمي کولو لاسليک غواړي ، که نه هېڅ دليل نشته چې دهغې له پاره پاکستان
له تاسره په دومره دوستۍ، ورورۍ او حتی پټ د خپل
تمويلونکي بادار امريکا په خلاف هم دريږي ! نو ملا صيب آخر دا ټول د څۀ له پاره؟؟؟؟؟؟
نوروز خان
25.12.2010
دروند اومشر ورور پتوال صیب السلام علیکم
[quote:4c98fd1da2]او تر کومه چې د ملا صيب څبره ده، نو مونږ له هغه څخه د بښتونستان آزادول نه غواړي، نوم دې هم په خوله نه اخلي، صرف همدومره
خبرداری ورکوو چې له تاسره د پاکستان د دوستۍ، مرستې او هرې اړيکې هدف دادی چې دغه پنجاپي خامار به حتما درڅخه د ډيورن د باطل لاين
د رسمي کولو لاسليک غواړي ،[/quote:4c98fd1da2]
پتوال صیب دډیورنډ په موضوع کې چې زما دمعلوماتو له مخې طالبان څومره حساس دي ښایي دافغانستان بل هیڅ حکومت هم دومره حساس نه وي پاته شوی ، دطالبانو دسیاسي کړیو دمعلوماتو له مخې ددوی دقدرت په دور کې له پاکستاني مقاماتو سره دخبرو په مسئله کې دډیورنډ موضوع په چورلټ ډول له اجنډا غورځول شوې وه او هیچا ته دااجازه نه ورکول کیده چې په دې اړه خوله چوله کړي ، په دوه زرم کال کې کله چې دطالبانو سره داړیکی درلودنکي او رسمیت پيژندونکی هیواد په توګه په پاکستان امریکایي فشارونه داسامه دموضوع په ارتباط ډیر شول او دپاکستاني علماء واو معین الدین حیدر هیئتونه هم تش لاس لاړل ، مشرف غوښتل مخامخ له ملاصیب سره په دې اړه وغږیږي ، مګر داسفر له دې امله فسخه شو چې ملاصیب ویلي وه چې داسامه او ډیورنډ له موضوعاتو پرته که په نورو خبرو غږیږي رادیشي ، که تاسو دمشرف ( ان ده لاین اف فایر ) وګورئ دې موضوع ته یې اشاره کړې او ملاصیب یې دنړۍ مغرورترین سړی بللی چې په ډیره بې پروایي یې حکومت کاوه ،دغه راز په ځاځیو او مقبلو کې په پاکستانیو پوستو دملابورجان برید او دپوستو شاته کول ، په پکتیکا کې دپولې سره دپاکستان دقومي شخړې راپورته شوې دسیسه او طالبانو غوڅ چلند ، دهلمند په برامچه کې دپاکستانۍ لوحې ایستل او پخواني ټک ته دپاکستانیانو ستنول ، او دتورخم په پوله له پاکستاني عسکرو سره جګړه او دتوپچي دډزو تبادله ټول هغه څه دی چې دپولې په اړه دطالبانو حساسیت په ډاګه کوي ، که تاسو اوس همدې ځایونو ته ورشئ چېرې چې دطالبانو واک دی پوستې په زاړه ځای دی ، اوچې حکومت دی دغلام خان ، مهمندو ، دخوست ببرک تاڼې او نوروسیمو کې یې په کیلومترونو ټکونه راتیر کړي ، چې دکرزي حکومت هم ورته زیړې سترګې ګوري .
زه باورلرم چې دافغانستان بل هر حکومت به دډیورنډ پوله امضاء کړي خو په طالبانو به یې ونه مني
25.12.2010
په تورخم او ميرانشاه کې د طالبانو له زړورو اقدا ماتو څخه زه هم خبر يم چې په مقابل کې يې ISI په لنډو بيا هغه عکس العمل وښود چې ډير طالبان په کې شهيدان او پنديان شول :
دغه جهنمي سازمان پر قندوز باندې بريد کولو ته د طالبانو له چمتو والي څخه عطا محمد او نورو ته بټ خبر ورکړ څو هغوی طالبانو ته کمينونه ونيول
کله چې طالبان قندز ته داخلېدل له هېڅ مقاومت سره مخامخ نشول ، خو کله چې ډاډه او غافل شول له کمينونو څخه پرې له هرې خوا بريدونه پيل او ټول يې محاَصره کړل ، د مولوي احسان الله په څير طالب قوماندانان په کې شهيدان
او نور بنديان شول . په دې توګه ISI ورته وښودله چې بې له مونږ يې نشې شل کولای او په راتلونکې کې بيا د پاکستان په وړاندې بې اعتنايي تکرار نشي، که نه د ورته پايلو سره به مخامخ کيږئ .
تر هغه راوروسته د تورخم او ميرانشاه په څير پيښو څخه کوم خبر نه دی اورېدل شوی ، ډيره پر ځای به وي چې د افغان ولس د اندېښنو د رفع له پاره مشر ملا صيب
دغه عام اصل چې هر هيواد اعلام کړی اعلام کړي چې :
[color=blue:77c61be1cb]مونږ د ګاونډيو او نورو هيوادونو ملي ګټو ته درناوی کوو او بالمقابل د خپل هيواد افغانستان ملي ګټو ته درناوی ترې غواړو !.
يا : مونږ به هېڅکله د افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو په سر د کوم هيواد سره سودا او معامله ونکړو ، يا دې همدغه جمله د ملاصيب له ګټورو خبرو څخه
د الاماره اخبار په پاس سر کې د تل له پاره د يو شعار په ډول ځای کړي ![/color:77c61be1cb]
[color=red:77c61be1cb]که دا شعار وليکي، زه حاضر يم د طالبانو په راتلونکي مستقل حکومت کې
د معارف د وزارت د چارو دروند مسوليت له معاش پرته په غاړه واخلم
او د ښوونې او روزنې داسې يو ملي اسلامي سيستم پلی کړم چې د نړۍ
مسلمانان ورته له وياړه او کفار ورته له خجالته ګوته په غاښ پاتې شي ![/color:77c61be1cb]
larghonay laraway
26.12.2010
السلام عليکم!
ښه په زړه پورې بحث وشو په ځانګړې توګه د استاد حليمي صيب خبرې خو (خير الکلام ما قل و دل) دي.
رابه شو هغو پوښتنو ته چې ماته راجع دي:
کامران صيب ته بيا هم وايم چې يا دا تېروتنه ومنه چې د ملاعمر دې له بچه سقاو سره تشبيه کړی او يا له ستمي توبه ځانته کومه د خلاصون لاره ولټوه.
اوس به دې ته راشو چې له ما څخه په ډېره جدي توګه د ملاعمر د امريکايي توب په اړه د دلايلو غوښتنه شوې ده نو په لاندې ډول دي:
ګرانه!
خبره د قسمونو او بنډارونو نه ده. باور وکړه که له شاشجاع، کارمل او کرزي هم پوښتنه وکړې نو په ډاګه به درته ونه وايي چې زه کافر يم او افغان نه يم.
ما هيڅ کله هم نه دي ويلي چې ملاعمر پښتون او مسلمان نه دی. او نه خو بحث فورم کومه محکمه ده چې فقهي قاعدې دې دلته پلې شي او چاته دې قسمونه ورکړل شي!
خبره د منطق ده.
نو د ملاعمر او د ده د ډلې په اړه چې ما څومره پوښتنې او پلټنې کړي نو دا يوه ناڅاپي او فرمايشي جوړه شوې ډله وه چې د بريښنا غوندې وځليده او ورکه شوه او اوس بيا سترګکونه وهي.
منطقي دلايل:
په افغانستان کې د امريکايانو او طالبانو دواړو اکمالات له پاکستانه کېږي او ما مخکې هم ويلي وو چې کرزی او ملاعمر د يوې سوړې ماران دي!
دويم: ملاعمر يو تش نوم دی او د ده د امارت په وخت کې چې ښه ډېر امن ؤ هم عامو خلکو نه دی ليدلی نو که غل نه وي ولې له خلکو پټېږي او هغه هم د خپل امارت په وخت کې.
دريم: ملاعمر او د ده ډله د اوږدې مبارزې هيڅ تاريخ نه لري. پاکستان د امريکا په فرمايش جوړه کړه او ناڅاپي يې رامنځته کړه.
څلورم: طالبانو د خپل امارت په وخت کې د حکومت جوړونې هيڅ بنسټيز فکر نه کاوه، ټول کارونه يې مؤقت او وزيران يې هم سرپرست وو.
پنځم: د پاکستان د ISI سره خو يې دومره نږدې اړيکې وې چې د وزيرانو په دفترونو کې يې د پاکستان عادي ټليفون کار کاوه.
شپږم: د کرزي د حکومت په وخت کې چې کله بيا راپيدا شول نو لومړی يې په همغو پښتنو راباندې کړل چې د دوی په لومړي وار راتګ کې يې د دوی ډېر تود هرکلی کړی ؤ.
اووم: د ملاعمر ماڼۍ د امريکايي پوځيانو لپاره د يوې هډې په موخه جوړه شوې وه. کنه نو د ملاعمر د ساده توب سره هيڅ نه ښايي.
اتم: د اوسني حکومت په وخت کې د طالبانو غټ چارواکي نه نيول کېږي خو د نوروز، کامران او نورو په څېر بې نومه او عادي طالبان ډېر زر نيول کېږي او وژل کېږي. داسې ډېر طالب مشران او قومندانان شته چې ښه په ډاګه ګرځي خو که چېرته کوم يو په بهرنيانو په تېروتنه کې ډز وکړي نو هغه بيا په غارونو کې هم نه پرېږدي او ډېر زر وژل کېږي. کابل ته نږدې د وردګو ولايت د خلکو خبرې چې واورۍ نو په دې به ډېر زر قانع شئ چې بهرنيان د راز او نياز طالبان لري او هغوی په ډاګه ګرځي خو نوي او جذباتي طالبان ډېر زر وژني.
نهم: په موسی قلعه، زابل، هلمند او د هيواد په شمال کې په کراتو مراتو تکرار شوه چې بهرني ځواکونه په ډاګونو کې الوتکې کېنوي او د طالبانو اکمالات کوي. په زابل کې خو د طالب قومندان د کور تر څنګ د موټرسايکلونو ډک کارټينرونه هم له الوتکو واچول شول چې د زابل د ولسي جرګې وکيلانو پرې غبرګون هم وښود.
لسم: کوبايي لنډغر بهرني ځواکونه هم وحشت او دهشت خپروي، د خلکو دروازې په راکټو ولي او بيا په کور ورننوځي او طالبان هم وحشت او دهشت خپروي او له قضا او محکمې پرته بې وزله افغانان وژني، د موچي په تار يې حلالوي، د مرۍ پر ځای يې په خېټه کې حلالوي، سر يې پرېکوي. چې په سر يې يوه بيه او په تنه بله بيه اخلي او تجارت کوي. په داسې حال کې چې د عيسويت مبلغين کوريايان په ښه عزت کې خوشې کوي.
لنډه دا چې د کرزي اداره هم د پښتنو او افغانستان پر ضد کارونه کوي او د طالبان هم.
وروستۍ خبره:
دا خو ډيجيټل طالبان دي چې د ملاعمر بې ځايه دفاع کوي خو که رښتيا هم ملاعمر او کرزی دواړه د امريکا ګوډاګيان نه وي نو ملاعمر دې مهرباني وکړي او پښتنو ته دې د زده کړې په مخه کې نه خنډ کېږي، کلينيکونه دې نه پرې بندوي، ښوونکي دې نه حلالوي، ډاکټر ته دې څه نه وايي. حتی کولی شي چې ديني زده کړې جبري هم کړي. خو ملاعمر هيڅکله هم دا کار نه کوي ځکه چې امريکا غواړي چې لوستي پښتانه په کرزي وډبوي او نالوستي په طالبانو او له يوې تورې تيارې راتلونکې سره يې مخ کړي.
مونږ هغه وخت منلی شو چې ملاعمر د امريکا ګوډاګی نه دی چې کړنې يې له کرزي سره توپير ولري. دا چې د ملاعمر په وروستيو کلونو کې تارياک ناروا وګڼل شول او په ټول افغانستان کې يې بند کړل نو اوس يې ولې په هغو سيمو کې ښه په درز کې آزاد کړي چې د طالبانو په واک کې ده؟
تاسو ورشئ هلمند او کندهار په اصل کې د تارياکو او قاچاقو په اور کې سوزي. ايا کوم نوی ايت نازل شو چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې تارياک بند وو او اوس په همغو سيمو کې ازاد دي چې طالبان په کې حاکم دي؟
راځئ چې ځانونه نور تېرنه باسو خدای ته مخه کړو او په واقعيت سترګې پټې نه کړو. کنه نو (إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ ط )
نوروز خان
26.12.2010
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
یووخت درانه پتوال صیب لیکلي وه
[quote:684fc4af76]محترمو !
ما د ښاغلي لاروي صيب څخه ځکه ثبوتونه يا دثبوتونو بشپړاوی غوښتی و چې فکر کوم دغسې غټ يا واړه ثبوتونه او شواهد لري ،
خو داچې نوموړی په هيواد کې فعال دی او په وطني آزادو مطبوعاتو کې دا خبرې دومره حلاجي شوي چې هر چاته کور دننه په ثبوت رسېدلي ښکاري،
ولې مونږ په خارج کې له دغو منابعو څخه ليرې پاتې يونو ددغې نيمګړتيا د رفع کولو له پاره اوس هم ٍثبوتونو ته اړتيا حس کوو،
خو د لاروي صيب غوندې يو وتلي ژورنالست له پاره به دغه غوښتنه پر حقه زړه او اوس نور بې ضرورته بريښي !
نو داچې لاروي صيب ثبوتونه وړاندې کول اړين نه بولي دا نتيجه ترې نشو اخيستلای چې نوموړی به شواهد او ثٍبوتونه نه لري او ګواکې
[/quote:684fc4af76]
پتوال صیب دالاندې هماغه اسناد ، شواهد ، حجج او بینات دي ، چې داڅو ورځې لاروی صیب پسې غیب وه ، او بالاخره یې دادی خپل ویکیلیکس راخلاص کړ، اوس هیله درنه کوم چې له هرچا لومړۍ یې ته وتلې او بیا نور ملګري پرې وار تېرکړي ځکه خورا مهم دي [quote:684fc4af76]
اوس به دې ته راشو چې له ما څخه په ډېره جدي توګه د ملاعمر د امريکايي توب په اړه د دلايلو غوښتنه شوې ده نو په لاندې ډول دي:
ګرانه!
خبره د قسمونو او بنډارونو نه ده. باور وکړه که له شاشجاع، کارمل او کرزي هم پوښتنه وکړې نو په ډاګه به درته ونه وايي چې زه کافر يم او افغان نه يم.
ما هيڅ کله هم نه دي ويلي چې ملاعمر پښتون او مسلمان نه دی. او نه خو بحث فورم کومه محکمه ده چې فقهي قاعدې دې دلته پلې شي او چاته دې قسمونه ورکړل شي!
خبره د منطق ده.
نو د ملاعمر او د ده د ډلې په اړه چې ما څومره پوښتنې او پلټنې کړي نو دا يوه ناڅاپي او فرمايشي جوړه شوې ډله وه چې د بريښنا غوندې وځليده او ورکه شوه او اوس بيا سترګکونه وهي.
منطقي دلايل:
په افغانستان کې د امريکايانو او طالبانو دواړو اکمالات له پاکستانه کېږي او ما مخکې هم ويلي وو چې کرزی او ملاعمر د يوې سوړې ماران دي!
دويم: ملاعمر يو تش نوم دی او د ده د امارت په وخت کې چې ښه ډېر امن ؤ هم عامو خلکو نه دی ليدلی نو که غل نه وي ولې له خلکو پټېږي او هغه هم د خپل امارت په وخت کې.
دريم: ملاعمر او د ده ډله د اوږدې مبارزې هيڅ تاريخ نه لري. پاکستان د امريکا په فرمايش جوړه کړه او ناڅاپي يې رامنځته کړه.
څلورم: طالبانو د خپل امارت په وخت کې د حکومت جوړونې هيڅ بنسټيز فکر نه کاوه، ټول کارونه يې مؤقت او وزيران يې هم سرپرست وو.
پنځم: د پاکستان د ISI سره خو يې دومره نږدې اړيکې وې چې د وزيرانو په دفترونو کې يې د پاکستان عادي ټليفون کار کاوه.
شپږم: د کرزي د حکومت په وخت کې چې کله بيا راپيدا شول نو لومړی يې په همغو پښتنو راباندې کړل چې د دوی په لومړي وار راتګ کې يې د دوی ډېر تود هرکلی کړی ؤ.
اووم: د ملاعمر ماڼۍ د امريکايي پوځيانو لپاره د يوې هډې په موخه جوړه شوې وه. کنه نو د ملاعمر د ساده توب سره هيڅ نه ښايي.
اتم: د اوسني حکومت په وخت کې د طالبانو غټ چارواکي نه نيول کېږي خو د نوروز، کامران او نورو په څېر بې نومه او عادي طالبان ډېر زر نيول کېږي او وژل کېږي. داسې ډېر طالب مشران او قومندانان شته چې ښه په ډاګه ګرځي خو که چېرته کوم يو په بهرنيانو په تېروتنه کې ډز وکړي نو هغه بيا په غارونو کې هم نه پرېږدي او ډېر زر وژل کېږي. کابل ته نږدې د وردګو ولايت د خلکو خبرې چې واورۍ نو په دې به ډېر زر قانع شئ چې بهرنيان د راز او نياز طالبان لري او هغوی په ډاګه ګرځي خو نوي او جذباتي طالبان ډېر زر وژني.
نهم: په موسی قلعه، زابل، هلمند او د هيواد په شمال کې په کراتو مراتو تکرار شوه چې بهرني ځواکونه په ډاګونو کې الوتکې کېنوي او د طالبانو اکمالات کوي. په زابل کې خو د طالب قومندان د کور تر څنګ د موټرسايکلونو ډک کارټينرونه هم له الوتکو واچول شول چې د زابل د ولسي جرګې وکيلانو پرې غبرګون هم وښود.
لسم: کوبايي لنډغر بهرني ځواکونه هم وحشت او دهشت خپروي، د خلکو دروازې په راکټو ولي او بيا په کور ورننوځي او طالبان هم وحشت او دهشت خپروي او له قضا او محکمې پرته بې وزله افغانان وژني، د موچي په تار يې حلالوي، د مرۍ پر ځای يې په خېټه کې حلالوي، سر يې پرېکوي. چې په سر يې يوه بيه او په تنه بله بيه اخلي او تجارت کوي. په داسې حال کې چې د عيسويت مبلغين کوريايان په ښه عزت کې خوشې کوي.
لنډه دا چې د کرزي اداره هم د پښتنو او افغانستان پر ضد کارونه کوي او د طالبان هم.
وروستۍ خبره:
دا خو ډيجيټل طالبان دي چې د ملاعمر بې ځايه دفاع کوي خو که رښتيا هم ملاعمر او کرزی دواړه د امريکا ګوډاګيان نه وي نو ملاعمر دې مهرباني وکړي او پښتنو ته دې د زده کړې په مخه کې نه خنډ کېږي، کلينيکونه دې نه پرې بندوي، ښوونکي دې نه حلالوي، ډاکټر ته دې څه نه وايي. حتی کولی شي چې ديني زده کړې جبري هم کړي. خو ملاعمر هيڅکله هم دا کار نه کوي ځکه چې امريکا غواړي چې لوستي پښتانه په کرزي وډبوي او نالوستي په طالبانو او له يوې تورې تيارې راتلونکې سره يې مخ کړي.
مونږ هغه وخت منلی شو چې ملاعمر د امريکا ګوډاګی نه دی چې کړنې يې له کرزي سره توپير ولري. دا چې د ملاعمر په وروستيو کلونو کې تارياک ناروا وګڼل شول او په ټول افغانستان کې يې بند کړل نو اوس يې ولې په هغو سيمو کې ښه په درز کې آزاد کړي چې د طالبانو په واک کې ده؟
تاسو ورشئ هلمند او کندهار په اصل کې د تارياکو او قاچاقو په اور کې سوزي. ايا کوم نوی ايت نازل شو چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې تارياک بند وو او اوس په همغو سيمو کې ازاد دي چې طالبان په کې حاکم دي؟
راځئ چې ځانونه [/quote:684fc4af76]
26.12.2010
منلی او ښاغلی نوروز خانه !
سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه !
رښتيا هم لاروي صيب پوره لس دلايل او شواهد وړاندې کړي دي چې ردول يې هم له شواهدو پرته امکان نه لري، په تيره بيا [quote:febf23de36]
نهم : په موسی قلعه، زابل، هلمند او د هيواد په شمال کې په کراتو مراتو تکرار شوه چې بهرني ځواکونه په ډاګونو کې الوتکې کېنوي او د طالبانو اکمالات کوي.
[color=yellow:febf23de36]په زابل کې خو د طالب قومندان د کور تر څنګ د موټرسايکلونو ډک کارټينرونه هم له الوتکو واچول شول [/color:febf23de36][color=red:febf23de36]چې د زابل د ولسي جرګې وکيلانو پرې غبرګون هم وښود. [/color:febf23de36][/quote:febf23de36]
ځکه : د يوې ولايتي شورا غبرګون هم لکه اختر کوم پټ مېړه نه دی او څوک يې اختراع کولی هم نشي، او دا هم څرګنده ده چې دغه غبرګون د حکومت
امريکا او ايساف پر ضد غبرګون دی او په افواهاتونه رامنځته کيږي .
له دې کبله لوستونکي او د هغوی له ډلې زه هم د لاروي صيب په دلايلو هغه وخت خپل قضاوت ته رسيدلی شو چې پر ضد دلايل او شواهد يې هم ووينو ،
نو دا به له وخت څخه دمخه وي چې ردونکو دلايل او شواهد وانه ورو او له خپلې خيټې نه پرې حکم وکړو .
او شواهد له هغه چا سره شته چې په هيواد کې وي او يا تر دې اواخرو پورې په هيواد کې پاتې شوی وي .
هو، که څوک د ردونکو نشر شوو شواهدو لينکونه دلته ورکړي نو هم اغيزمن به وي ، څوبهر ميشتي لوستونکي ترې ګټه پورته کړي . هر ويکيليکس يو مخالف ويکيليکس غواړي او باور وکړه چې د مخالف ويکيلېکس هم
زما له پاره ډېر جالب دی ، ځکه د تبليغاتي چلوټو په خلاف تل اسناد او شواهد ډير اړين او ضروري وي ، که دغسې مشهود او
په اسنادو ثابت دلايل وړاندې شي د تنوير په ځآی د تجهيل او بېځايه ناندريو مخه به ونيول شي !
دا په داسې حال کې ده چې تر څو د لاروي صيب دلايل په خپل ځای اعتبار ساتي تر هغه هم د طالبانو اوهم کرزيخيلو هڅې په صفر کې ضرب
او خطرناکې دي او هم القاعده په دې سيمه کې د امريکا په رېموټ کنترول روانه بريښي او په همغه اندازه يې پر ضد يو مستقل ملي پاڅون ته اړتيا او اړينتيا
هم په ډاګه کيږي او لاروی صيب به يې هم بيا يو قلمي مخکښ پاتې وي .
عادل عادل
26.12.2010
سلامونه
دروند پتوال صیب طرف به نه کوې، دا درسره نه منم چې تاسو به په دې عقیده وی چې د ښاغلي لاروي صیب د ادعاوو رد شواهد غواړي!!
[quote:b59095a52e]دريم: ملاعمر او د ده ډله د اوږدې مبارزې هيڅ تاريخ نه لري. پاکستان د امريکا په فرمايش جوړه کړه او ناڅاپي يې رامنځته کړه. [/quote:b59095a52e]
هغه تحریک چې په ایډیالوژی استوار وي، هغې ته عمر او سابقه ټاکل هسې تش حماقت دی.
د ښځو منځ کې یو متل دی چې وایي: چې روغ صورت وي نو درواغ څه شی دي
د لاروي صیب وړاندې شوي لسګونه دلایل هم د روغ صورت محصول دي، نن سبا د افغانستان په ښارونو کې عام او په کابل ښار کې خاص د اکثریت سیل بینو )لاس تر زنې ناستو( خلکو همدا عادت جوړ شوی، زه نه پوهیژم چې د ځنکدن په وخت به څنګه دمه ترې وزي.
په تیر تاریخ کې د یرغلګرو انګریزانو په وړاندې د افغانانو د برلاسی یو مهم رمز هم پدې کې وو چې افغان غازیانو به د انګریزانو په مکارت او هوښیاری پوره باور درلود او د دوی هر مخلصانه او غیر مخلصانه حرکت ته به یې خامخا د شک په سترګه کتل، او ساده افغاني فیصله یې دا وه چې "د انګریز په دې خبره/کار کې چل دی" نن د همغه انګریزانو حرامزاده زامن راغلي، په چل او فریب کې د تیر په پرتله یو په زره ماهران دي.
د عام ولس د شک لپاره یې ډیر ځله داسې کړي چې سابقه دار طالب مجاهد یې د عادي ولسي مجاهدینو سره یو ځای نیولي، عادي مجاهدین یې شکنجه کړي، په بند کې ساتلي او هغه د دوی سره یو ځای اسیر شوی اصلی طالب یې نه هم وهلی او نه یې ډیر ساتلی بلکه د بې ګناه په نوم یې ازاد کړی دی، تر څو ولس او هغه مجاهدین چې دده سره تنظیم شوي وو، د شک په پوله ودروي، دا او دې ته ورته ډیر مثالونه شته چې د لاروي صیب و امثالهم څخه یې لاره او ګودر دواړه ورک کړي دي.
monir
26.12.2010
د بحث ګډونوالو سلامونه اوښې چارې!
[quote:20a0b0f54b="نوروزخان"] دغه راز خپله داخبره یوځل بیا تکراروم ، ملامحمد عمر مسلمان دی افغان دی پښتون دی ، دادری جوهره چې په چاکې موجود وه طبعا او عادتاباید سوچه سړی وي ، کچه نه وي ، دې ته ثبوت په استصحاب الحال وایي ، اوس که دداسې شخص په سوچه والي او کوټه والي کې ددوو سره دعوه شي ، دعلم اصول اومناظرې له مخې باید دلایل د کچه والي دعوه ګیر وړاندې کړي ، ځکه دسوچه والي ددعوه ګیر لپاره استصحاب الحال دلیل دی او اصولا کفایت کوي ، لکه په فقه کې چې مسله راځي په دښته کې یوډنډ دی اوبه په کې دي ، دوه کسان ورته ودریدل یو وایي پاکې دې دوهم وایي مردارې دي ، دلته به دلایل ددناپاکۍ دعوه کوونکی وړاندې کوي ، ځکه دپاکۍ ددعوه کوونکي لپاره استصحاب الحال دلیل دی اوبه اصلا او عادتا پاکې دي او وي ( وانزلنا من السماء ماء طهورا ...)
[/quote:20a0b0f54b]نوروز خانه وروره په هر دلیل چې وي دا ستاسو حق دی چې پر ملا محمد عمر آخند داسې قضاوت وکړﺉ. خو دا پدې معنی نده چې نور هېوادوال بې له مقنع دلیلونو ستاسو نظر و مني. تاسو باید نورو ته چې ملاعمر شخصا نه پېژني دا حق ورکړﺉ چې د خپله ارزونه وکړي.
خلک ویني چې دبهرنیو ځواکونو بمبارېو او نورو عملیاتو په ترڅ کې ډېر ملکی کسان وژل کېږي. دغه راز خلک دا هم ویني چې د اسلام او آزادۍ تر نامه لاندي د طالبانو په بریدونو کې لا زیات ملکی کسان وژل کېږي، چې تاسې یې هم په یو ډول نه یو ډول توجیه کوﺉ او نور عالمان دا ډول عملیات چې د مخه نسبی څرګند وي چې ملکی تلفات هم را منځته کوي د سره ردوي.
خلک د خپل تنکي ځوانان د زده کړې لپاره مدرسوته لېږي خو بیا دوی ویني چې د مدرسو د چلوونکو په مرسته د ملامحمد عمر آخند تر قیادت لاندې طالبان پر دغو معصومو تنکي ځوانانو د ځانوژنې بمونه تړي او د خدای بښلي ملا دادالله په څېر باټې وهی چې اټومی بټۍ یې جوړې کړي دي. د مستندو فلمونو آدرسونو ته اړتیا نه وینم ځکه هېوادوال هغه فلمونه یې په وار وار کتلي دي.
پښتانه ویني چې د ملا صاحب د لښکرو تر ولکې لاندې سیمو کې ښونځي بندېږي یا سوځول کېږي، معلمان وژل کېږي یا تهدیدېږي چې په نتیجه کې د دوی په سیمه کې د نالوستي او بې مسلکه لښکرې لویېږي.
پښتانه ویني چې د ملا محمد عمر آخند لښکرې طالبان د انجینرانو په وژلو او تښتولو د پلونو، سرکونو او نورو ټولګټو پروژو د جوړولو مخنیوﺉ کوﺉ. او ... او داسې نور !
نو هغه افغانان چې ملامحمد عمر آخند لکه تاسو غوندې له نږدې نه نه پېژني دغه بیان شوي معیارونه دي چې د ملا صاحب پر مسلمانی او پښتونولۍ قضاوت کوي.
په درنښت
نوروز خان
26.12.2010
پتوال صیب ، عادل عادل صیب ،ښاغلی لاروی او نورو ملګرو ته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ...
دلاروي صیب په ( عشره کامله ) باندې لنډنظر ورکوم
[quote:d69b49ce52]
په افغانستان کې د امريکايانو او طالبانو دواړو اکمالات له پاکستانه کېږي او ما مخکې هم ويلي وو چې کرزی او ملاعمر د يوې سوړې ماران دي!
[/quote:d69b49ce52]
بلې لاروی صیب خوپام مووي چې دامریکااکمالات دپاکستان حکومت کوي اودطالبانو دپاکستان اولس او طالبان دپاکستان په هغو سیمو کې اوسي چې پاکستان پرې کنټرول نلري او تقریبا یې دخپلې خاورې جز نه بولي ، نوځکه پرې دامریکایي الوتکو برید هم دخپل ارضي تمامیت سپکاوی نه بولي ،ځمکه دخدای ده او دنړۍ ډیرخلک مسلمانان دي دطالبانو اکمالات نه یوازې پاکستاني مسلمانان کوي بلکې دعربو ، افریقا،مالیزیا ، منځنۍ اسیا ، او دنړۍ له ګوټ ګوټ نه خلک نغدې پیسې او ښځې غاړکۍ ورته رالیږي ،هغه چې حکومتونه یې دپاکستان حلقه بګوش غلامان دي .
[quote:d69b49ce52]دويم: ملاعمر يو تش نوم دی او د ده د امارت په وخت کې چې ښه ډېر امن ؤ هم عامو خلکو نه دی ليدلی نو که غل نه وي ولې له خلکو پټېږي او هغه هم د خپل امارت په وخت کې[/quote:d69b49ce52]
بوش هم ستاغوندې تش نوم باله ، خو اوباما یې نه بولي ، ملاصیب سره ستاسو له داودجنبشه نیولې ترکرزي پورې ټولو لیدلي دي په کندهار کې یې داخترلمونځ ورکړ چې څلورلکه خلکو پسې اقتدا وکړه او ټولو لیدلی دی ، خدای مکړه غل نه وه ، دغلو یې بنیاد ویوست ،ورشه دهیواد له لویو لارو پوښتنه وکړه ، چې ځنځیرونه چا ترې ټول کړل ،ورشه له زرداد څخه پوښتنه وکړه چې ملاصیب څنګه سړی وو
[quote:d69b49ce52]دريم: ملاعمر او د ده ډله د اوږدې مبارزې هيڅ تاريخ نه لري. پاکستان د امريکا په فرمايش جوړه کړه او ناڅاپي يې رامنځته کړه.
[/quote:d69b49ce52]
وروره اوږده مبارزه ضرور نه ده اخلاص او للهیت مهم ده ، حکمتیار هم ځان څلویښت کلن مبارز بولي خونه په ځمکه سیوری لري نه په اسمان ستوری ،اویوازې دطالبانو خبرونه په ځان پورې تړل میړانه بولي ، ملاصیب په خپله په یوه تقریر کې دې خبرو سخت ځورولی چې خلک یې په پاکستان پورې تړي ، ده ویلي زه نو څوک وم چې پاکستان په ماافغانستان نیو زه له موره ددریو کلونو یتیم پاته شوی وم ، ټول عمرمې په کندهار کې په درسونو کې تیر کړی وه پاکستان ته یوځل په منډه تللی او بیرته راغلی یم ،داچې خدای داکارتردې ځایه ورساوه یوازې یې الهي اعجاز او نصرت بللی شو ،
[quote:d69b49ce52]څلورم: طالبانو د خپل امارت په وخت کې د حکومت جوړونې هيڅ بنسټيز فکر نه کاوه، ټول کارونه يې مؤقت او وزيران يې هم سرپرست وو[/quote:d69b49ce52]
وایي ناخبره دمرکې لیوه یي ،په لاروي هم دلته هماغه چل شوی ، طالبانو دکابل له نیولو تردوو کلونو پورې وزیران سرپرست بلل خو کله چې متوکل دبهرنیو چارو وزیر وټاکل شو دغه راز نورپوستونه هم ډیره سره بدل رابدل شول ،نوله همدې تغیر سره ټول وزیران هم رسما وزیران اعلان شول او بیا دسرپرست کلمه هیڅوک هم نه شي ثابتولای .
[quote:d69b49ce52]
پنځم: د پاکستان د ISI سره خو يې دومره نږدې اړيکې وې چې د وزيرانو په دفترونو کې يې د پاکستان عادي ټليفون کار کاوه.
[/quote:d69b49ce52]
لاروی صیب دلته دې بیا دروغ ویلي دي ،او له ګیډي مختاره دې اخذ کړی ،ورشه له ازمون او نورو دامارت له کابل میشتوکاسه څټلیو نه پوښتنه وکړه ، چې هغه وخت سنترال ،دغه راز ښاري ډیجیټل تیلفون کاریده که پاکستانی ،هغه وخت داتصالاتو ډیره استفاده له مخابرو څخه کیدله
[quote:d69b49ce52]شپږم: د کرزي د حکومت په وخت کې چې کله بيا راپيدا شول نو لومړی يې په همغو پښتنو راباندې کړل چې د دوی په لومړي وار راتګ کې يې د دوی ډېر تود هرکلی کړی ؤ.
[/quote:d69b49ce52]
طالبان کله هم نه دي ورک شوي ترڅو بیا راپیدا شي ،دوی له هوارو غرونو او ښارونو څخه دجګړې سیمو ته شول دادچریکی جګړو یوه معمول تاکتیک بلل کیږي
[quote:d69b49ce52]اووم: د ملاعمر ماڼۍ د امريکايي پوځيانو لپاره د يوې هډې په موخه جوړه شوې وه. کنه نو د ملاعمر د ساده توب سره هيڅ نه ښايي[/quote:d69b49ce52]
نه یوازې دملاصیب کور بلکه دباګرام هډه هم روسانو دهمدې لپاره جوړه وه ،امریکایانو په ژړۍ او پنجوایي کې په اولسي کورونو کې قرارګاوې جوړې دي لاروی صیب که سباستاسو په کلي درنازل شي او له کوره دې وباسي او دوی کې خې شي مونږ به بیا څه وایو ؟؟؟
[quote:d69b49ce52]اتم: د اوسني حکومت په وخت کې د طالبانو غټ چارواکي نه نيول کېږي خو د نوروز، کامران او نورو په څېر بې نومه او عادي طالبان ډېر زر نيول کېږي او وژل کېږي. داسې ډېر طالب مشران او قومندانان شته چې ښه په ډاګه ګرځي خو که چېرته کوم يو په بهرنيانو په تېروتنه کې ډز وکړي نو هغه بيا په غارونو کې هم نه پرېږدي او ډېر زر وژل کېږي. کابل ته نږدې د وردګو ولايت د خلکو خبرې چې واورۍ نو په دې به ډېر زر قانع شئ چې بهرنيان د راز او نياز طالبان لري او هغوی په ډاګه ګرځي خو نوي او جذباتي طالبان ډېر زر وژني. [/quote:d69b49ce52]
لاروی صیب حراموه یې نومه ، په تیره لږ موده کې طالبانو ، دنیمروز ،بادغیس ،مزار ،فاریاب ، بغلان ،او ځینو نوروولایاتو دعمومي مسؤلینو قربانۍ ورکړې دي ،تکړه قومندانان یې ،له ملادادالله ،اختر عثمانی ،سیف الرحمان منصور ، دزرقاوي استاد عبدالحنان جهادوال ،ملاعبدالمطلب ،حافظ عبدالرحیم ، ملاروزي خان ،جمشید دزابل ،ملاعبدالمنان دکابل ،دغسې سلګونو پرته ،دapدراپور له مخې په وروستیو څلورو میاشتو کې تر۳۰۰ زیات قومندانان وژل شویدي ،ظالمه ته نور څومره غواړې چې ووژل شي ،اولطفا دلته دهغه یوازیني طالب نوم ولیکه چې ستا په وینا په ښکاره ګرځي ،وردګو پخوا طالبان سم نه پیژندل مګر اوس یې ډیر ښه پیژنی دوردګو دلیسو شاګردان هم ټول طالبان دي له ماسره دسیداباد دلیسې دشاګرد هغه ځوان متعلم شهید عکس شته چې ترشلو ډیر ټانګونه یې الوزولی دي که دآپلوډ چل مې یې زده وای دلته مې درته شود ، وردګ ټول مجاهدین دي تردې چې کرزی سالار پل صراط بولي لطفا دوردګو غوندې یوه لوستي او سترګور قوم ته عقل مه ورښیه
[quote:d69b49ce52]نهم: په موسی قلعه، زابل، هلمند او د هيواد په شمال کې په کراتو مراتو تکرار شوه چې بهرني ځواکونه په ډاګونو کې الوتکې کېنوي او د طالبانو اکمالات کوي. په زابل کې خو د طالب قومندان د کور تر څنګ د موټرسايکلونو ډک کارټينرونه هم له الوتکو واچول شول چې د زابل د ولسي جرګې وکيلانو پرې غبرګون هم وښود[/quote:d69b49ce52]
وروره دموضوع له بیخه ځان خبرکړه ،دافغانستان په لراو برکې خصوصاپه لوی کندهار کې امریکایان ټولو هډو ته اکمالات دپراشوټ له لارې کوی یوډول سپینې سترې الوتکې دي بیخ یې خلاص شي لوی جوال یا کانتینر راوغورځوي ،خوداقرارګاوې ځینې په داسې سیمو کې هم دی چې په ۵۰۰ مترۍ کې یې مجاهدین او اولسي سیمي دي ، که دا پراشوټ لږ هم له قرارګاه خطا شو بیانو دمجاهدینو دی ځکه امریکایان نه پسې راوتلای شي نه راوزي ، همدااوس په مارجه ،سنګین ،کجکي او نورو سیمو کې داډول غنیمتونه هره ورځ نیول کیږي ، داډول په بیا بیا دروسانوپه وخت کې هم شوي دی ، داچې دزابل ډاکټر زلمی په دې اړه څه وایي هغه دده کار دی هغه هم ستا غوندې افغانستان ته دټیلویزون له ښیښي ګوري
[quote:d69b49ce52]لسم: کوبايي لنډغر بهرني ځواکونه هم وحشت او دهشت خپروي، د خلکو دروازې په راکټو ولي او بيا په کور ورننوځي او طالبان هم وحشت او دهشت خپروي او له قضا او محکمې پرته بې وزله افغانان وژني، د موچي په تار يې حلالوي، د مرۍ پر ځای يې په خېټه کې حلالوي، سر يې پرېکوي. چې په سر يې يوه بيه او په تنه بله بيه اخلي او تجارت کوي. په داسې حال کې چې د عيسويت مبلغين کوريايان په ښه عزت کې خوشې کوي.
لنډه دا چې د کرزي اداره هم د پښتنو او افغانستان پر ضد کارونه کوي او د طالبان هم.[/quote:d69b49ce52]
وروره دموچي تارونه دې جیب کې واچوه ،سرونه یې پخوا ترې پرې کول هغه هم ځینو طالبانو په خپل سره مګر اوس مطلقابنددي ، خپلسري باید پالیسي ونه بلل شي اوبله داچې څوک دیرغلګرو جاسوسي کوي ، یایې په صف کې ولاړ دي مرګ یې روا دی که څوک یې ښه بولي که بد ،که کوریایۍ ښځې یې وژلې وای زه وایم یوازې به یې ستاسوتبر ته لاستی درکړی وه ، دهغو په اړه له بیابیا څیړنو وروسته ترهمدې پرته بله لاره نه وه ، ته خووایې طالبان دپښتنو ضدکارونه کوي ، زه وایم که اسلام غواړي که پښتو غواړې اوکه افغانیت له طالبه پرته یې بل څوک یقیني که درته وګټي نور دې خدای پوه کړه
26.12.2010
شاباس نوروز خانه !
تر اوسه دې ځوابونه ټول ډير په زړه پورې ځوابونه دي . د ټول افغان بحثفورمونه
تاغوندې يو باخبره ليکوال ته اړتيا لري چې د ټولو لوستونکو
پوښتنو ته په دې تړاو قناعت بخښونکي ځوابونه ووايي . زما په اټکل به د ملا برادر د قيصي حقيقت هم درته معلوم وي،
چې ډيرو ته په داخل او خارج کې روښانه نه ده ، ډير يې د طالبانو په تش پلوي ردوي، خو لکه چې ګورې په تش پلوي څه نه کيږي،
خو په دوه ټکو حقيقت ډير څه لاس ته راځي ! خدای دې توفيق درکړي چې د حقيقت په مټ ډير ناسم انځورونه مات کړې .
د ويتنام په جنګ کې هم داسې ډير پېښېدل چې امريکايانو به په ويتکانګيانو بمونه غورځول خو هغه به آن د امريکايانو په پوځي پستولوېدل،
نو ورته تيروتنې طالبانو ته هم ډالۍ کوي :
دا د موټرسيکلونو دکانټېنرونو نيول د طالب جنګياليو پواسطه پخپله د امريکا د هوايي تيروتنو يوه ډيره غوړه ډالۍ ده !
ظالم چې کومه ډبره پورته کوي الله تعالی يې بيرته دهمغه پر پښو را غورځوي !
والسلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
larghonay laraway
27.12.2010
السلام عليکم!
[color=orange:800043ba24]هغه تحریک چې په ایډیالوژی استوار وي، هغې ته عمر او سابقه ټاکل هسې تش حماقت دی.
لاروی صیب د بحث لهجه او سبک مو داسې دی چې کیدای شې غواړې به زما په څیر ساده ډولو ماغزه راګرم او له خولو مو خدای مکړه له تهدید یا سپکاوي نه ډک الفاظ راوباسې تر څو یې په غربي نړئ کې د سیاسي پناهندګئ لپاره د لاسوندونو په څیر وکاروې، د بحثفورمونو لینک به مو د کیس په هره پاڼه کې ټومبلئ وي چې پلییییییز سیي دییز تیروریستس، ټریټیننګ مای لایف تروو ټولافغان فورمز آن ډیلي بیسیس، انډ دې آر فرام تالیبان.دا درسره ټوقې نه کوم، که داسې نه وي نو زده یې کړه، خلک د "ګې" په توګه ځانونه باسي، دا خو یې لا د زیرکتیا نه ډکه طریقه ده.[/color:800043ba24]
پورتني الفاظ د ښاغلي عادل دي!؟
تاسو خپله قضاوت وکړئ چې له اسلامي، پښتني او حتی انساني ارزښتونو سره څومره اړخ لګوي؟ ايا د يو پښتون د ليکلو طرز به همداسې وي؟
يو وخت چا پخواني پاچا ظاهرشاه ته ويلي وو چې (ته چې د ؟؟؟ غوندې دوست لرې نو دښمن ته دې حاجت نشته) داسې اشخاص که د ملاعمر پيروي کوي نو تاسو خپله قضاوت وکړئ!
عادل ته خو سلام دی او هيڅ ځواب ورته نه لرم!
اوس راځم د ښاغلي نوروز صيب دلايلو ته!
نوروز صيب زما د لسو دلايلو په اړه بېلابېل ځوابونه ليکلي چې لومړی يې دا دی:
[quote:800043ba24]بلې لاروی صیب خوپام مووي چې دامریکااکمالات دپاکستان حکومت کوي اودطالبانو دپاکستان اولس او طالبان دپاکستان په هغو سیمو کې اوسي چې پاکستان پرې کنټرول نلري او تقریبا یې دخپلې خاورې جز نه بولي ، نوځکه پرې دامریکایي الوتکو برید هم دخپل ارضي تمامیت سپکاوی نه بولي ،ځمکه دخدای ده او دنړۍ ډیرخلک مسلمانان دي دطالبانو اکمالات نه یوازې پاکستاني مسلمانان کوي بلکې دعربو ، افریقا،مالیزیا ، منځنۍ اسیا ، او دنړۍ له ګوټ ګوټ نه خلک نغدې پیسې او ښځې غاړکۍ ورته رالیږي ،هغه چې حکومتونه یې دپاکستان حلقه بګوش غلامان دي .[/quote:800043ba24]
ما خو پخوا هم ليکلي چې پاکستان، امريکا او متحدينو يې اسلام او پښتنو ته چل جوړ کړی دی. پاکستان کې د پښتنو سيمې نا آرامه دي او دې ته دې هم پام وي چې پښتانه قبايل د امريکا او ISI د څو لاسپوڅو له لاسه په خپله د اور په لمبو کې سوزي نه د خپلې ښځې غاړکۍ چاته استوي او نه د طالبانو نور لښګت پوره کولی شي. عربان که په افغانستان کې جهاد کوي نو دوبۍ خو د عياشۍ، فحاشۍ او بهرنيانو مرکز دی هلته نږدې ولې؟ د پاکستاني او افغاني طالبانو د لګښتونو منابع د پاکستان د حکومت او په ځانګړې توګه د ISI له خوا ورکول کېږي. اکثره پاکستانيان او په ځانګړې توګه جنرال حميدګل او رستم شاه مومند ښه په ډاګه د طالبانو ملاتړ کوي. حتی د پاکستان په پارلمان کې ښه په ډاګه د طالبانو ملاتړ کېږي. بله دا چې دا د عقل خبره هم ده ځکه که تاسو فکر وکړئ په تورخم کې د پاکستان پوليس، مليشه او استخبارات ښه په شور او زور کې دي خو په جمرود کې منګل باغ د حکومت مخالف دی ايا دا عقل مني؟
همدا راز د ميرانشاه په سرحد کې د افغانستان په پوله د پاکستان فوج، مليشه او خاصه داران مېشت دي خو ترې ورهاخوا بيا د بيت الله مسعود او حقاني ډلې فعاليت کوي ايا دا هم د منلو ده؟
په همدې ترتيب تاسو د بيت الله مسعود، د هغه د ورور او د منګل باغ سابقه وګورئ چې ايا داسې اشخاص د اسلامي سپېڅلي شرعيت سرلاري کيدلی شي؟
نوروز صيب دا سياسي لوبه ده چې پاکستان يې تطبيقوونکی دی او امريکا خپل هدف ته ځان رسول غواړي خو له بده مرغه چې د کرزي او ملاعمر له لاسه افغانان او افغانستان د دې لوبې قربانيان دي او د فوټبال غوندې لغتې خوري !؟
نوروز صيب بيا مهرباني کوي او وايي:
[quote:800043ba24]بوش هم ستاغوندې تش نوم باله ، خو اوباما یې نه بولي ، ملاصیب سره ستاسو له داودجنبشه نیولې ترکرزي پورې ټولو لیدلي دي په کندهار کې یې داخترلمونځ ورکړ چې څلورلکه خلکو پسې اقتدا وکړه او ټولو لیدلی دی ، خدای مکړه غل نه وه ، دغلو یې بنیاد ویوست ،ورشه دهیواد له لویو لارو پوښتنه وکړه ، چې ځنځیرونه چا ترې ټول کړل ،ورشه له زرداد څخه پوښتنه وکړه چې ملاصیب څنګه سړی ؤ. [/quote:800043ba24]
دا يوه خبره درسره منم چې د طالبانو تر حکومت پخوا په افغانستان کې ډېرې غلاوې، پاټکونه او نادودې وې چې طالبانو له منځه يوړې. ما مخکې هم يادونه کړې چې طالبان سرپرستان وو او د امريکا د راتګ لپاره يې هم خلک اېل کول او هم يې وسله ټولوله او د همدې لپاره ګومارل شوي وو. د ملاعمر له وجوده زه انکار نه کوم خو تش نوم مې ورته په دې خاطر ويلي چې نه فکر د ده ؤ او نه د چارو تنظيم د ده ؤ. بلکې اداره او چارې د پردې تر شاه دجنرال اسلم بيګ او حميدګل په لاس کې وې.
نوروز ليکي:
[quote:800043ba24]وروره اوږده مبارزه ضرور نه ده اخلاص او للهیت مهم ده ، حکمتیار هم ځان څلویښت کلن مبارز بولي خونه په ځمکه سیوری لري نه په اسمان ستوری ،اویوازې دطالبانو خبرونه په ځان پورې تړل میړانه بولي ، ملاصیب په خپله په یوه تقریر کې دې خبرو سخت ځورولی چې خلک یې په پاکستان پورې تړي ، ده ویلي زه نو څوک وم چې پاکستان په ماافغانستان نیو زه له موره ددریو کلونو یتیم پاته شوی وم ، ټول عمرمې په کندهار کې په درسونو کې تیر کړی وه پاکستان ته یوځل په منډه تللی او بیرته راغلی یم ،داچې خدای داکارتردې ځایه ورساوه یوازې یې الهي اعجاز او نصرت بللی شو ،[/quote:800043ba24]
نوروز صيب معجزه خو يوازې په پيغمبرانو پورې منحصره وي. ملاعمر کومه معجزه نه لري. له حقيقته بايد سترګې پټې نه کړو. د لوی خدای پراخه نړۍ ده په نورو هيوادونو کې څنګه داسې ناڅاپي رهبر نه رانازلېږي؟
بله دا چې تاسو د ملاصيب له خولې ليکلي چې (ټول عمرمې په کندهار کې په درسونو کې تیر کړی) ای کاشکې يې څو تور ټکي لوستي وای خو له بده مرغه چې امي دی!
که نه نو ته خو د ده د امارت په وخت کې کومه بيانيه راوښيه چې حتی د قرآنکريم تلاوت يې هم سم کړی وي. بې چاره بېخي امي دی!
دا چې امريکا ولې په داسې يو نومورکي سړي پانګونه کړې او د اسلامي شرعيت رهبر يې ترې جوړ کړی؟ دا د امريکا کار دی خو زه او ته بايد په حقيقت سترګې پټې نه کړو او د خپل سپېڅلي شرعيت سپکاوی ونه کړو!
نوروز ليکلې دي:
[quote:800043ba24]وایي ناخبره دمرکې لیوه یي ،په لاروي هم دلته هماغه چل شوی ، طالبانو دکابل له نیولو تردوو کلونو پورې وزیران سرپرست بلل خو کله چې متوکل دبهرنیو چارو وزیر وټاکل شو دغه راز نورپوستونه هم ډیره سره بدل رابدل شول ،نوله همدې تغیر سره ټول وزیران هم رسما وزیران اعلان شول او بیا دسرپرست کلمه هیڅوک هم نه شي ثابتولای [/quote:800043ba24]
کاشکې داسې وای! ملاعمر نه کندهار د هيواد پلازمېنه اعلان کړه او نه کابل ته راغی!
ټولې چارې يې عبوري، مؤقتې او د يو چا راتګ ته زمينه هوارول وو
نوروز خان صيب وايي:
[quote:800043ba24]لاروی صیب دلته دې بیا دروغ ویلي دي ،او له ګیډي مختاره دې اخذ کړی ،ورشه له ازمون او نورو دامارت له کابل میشتوکاسه څټلیو نه پوښتنه وکړه ، چې هغه وخت سنترال ،دغه راز ښاري ډیجیټل تیلفون کاریده که پاکستانی ،هغه وخت داتصالاتو ډیره استفاده له مخابرو څخه کیدله[/quote:800043ba24]
ياره نوروز ه محترمه زه خو به هيڅکله هم چاته سپک الفاظ ونه کارووم خو راځه په همدې يوه خبره راسره ودرېږه که رښتيا دې کړه نو منم دې (چې د طالبانو په وخت کې په افغانستان کې د پاکستان لوکل ټليفون چليده او کنه.البته عام نه ؤ بلکې په وزارتونو او ځينو رسمي ادارو کې ؤ) خو له دې ټولو معلومېږي چې هسې هوايي دې ځان د ملاعمر صيب د دفاع وکيل ټاکلی دی
(خو عجيبه دا ده چې ملاعمر د يو غل بچه سقاو سره تشبيه کوې هاهاها دا ټوکه ده! )
د ملايانو په اصطلاح نوروز صاحب فرمايي:
[quote:800043ba24]طالبان کله هم نه دي ورک شوي ترڅو بیا راپیدا شي ،دوی له هوارو غرونو او ښارونو څخه دجګړې سیمو ته شول دادچریکی جګړو یوه معمول تاکتیک بلل کیږي. [/quote:800043ba24]
نه ګرانه! په لومړيو کلونو کې داسې کراره کراري وه چې هيڅ ستونزه نه وه او حتی داسې درنو خلکو هم ډول ته اتڼونه پيل کړل چې ږيره يې په يوه روانه وه او خېټه او لونګۍ يې په بله!
د کرزي بېړنۍ لويه جرګه، د اساسي قانون لويه جرګه، د ولسمشرۍ انتخابات ښه په ارامه ارامۍ کې ترسره شول او د افغانستان په غرنيو او هوارو سيمو کې داسې خلکو ، حتی ښځينه وو رايې ورکړې چې باور وکړه ډاکټر ته يې هم په ستختۍ پرېږدي. وروسته بيا دوباره راپيدا شول.
نوروز ليکي:
[quote:800043ba24]نه یوازې دملاصیب کور بلکه دباګرام هډه هم روسانو دهمدې لپاره جوړه وه ،امریکایانو په ژړۍ او پنجوایي کې په اولسي کورونو کې قرارګاوې جوړې دي لاروی صیب که سباستاسو په کلي درنازل شي او له کوره دې وباسي او دوی کې خې شي مونږ به بیا څه وایو ؟؟؟[/quote:800043ba24]
نوروز صيب يو غر به په بل نه ولې!
باګرام د افغانستان پخوانۍ هوايي او نظامي هډه ده. بله دا چې د افغانستان د نورو حکومتونو د چارواکيو ژوند او د ملاعمر ژوند د ځمکې او اسمان هومره توپير درلود. ملاعمر غوښتل چې ځان ساده وښيي او حکومتي چارواکي يې هم همداسې ساده وو. ملاعمر حتی په څوکۍ نه کېنساتو او چا چې ورسره ليدلي هغوی يې د ساده توب کيسې کوي چې په وچ کلک پوزي کېناستو نو د ملاعمر ماڼۍ بې له دې چې د امريکايانو لپاره د هډې نقشه نه وه نو نور څه تعبير يې کيدلی شي؟
نوروز زياتوي:
[quote:800043ba24]لاروی صیب حراموه یې نومه ، په تیره لږ موده کې طالبانو ، دنیمروز ،بادغیس ،مزار ،فاریاب ، بغلان ،او ځینو نوروولایاتو دعمومي مسؤلینو قربانۍ ورکړې دي ،تکړه قومندانان یې ،له ملادادالله ،اختر عثمانی ،سیف الرحمان منصور ، دزرقاوي استاد عبدالحنان جهادوال ،ملاعبدالمطلب ،حافظ عبدالرحیم ، ملاروزي خان ،جمشید دزابل ،ملاعبدالمنان دکابل ،دغسې سلګونو پرته ،دapدراپور له مخې په وروستیو څلورو میاشتو کې تر۳۰۰ زیات قومندانان وژل شویدي ،ظالمه ته نور څومره غواړې چې ووژل شي ،اولطفا دلته دهغه یوازیني طالب نوم ولیکه چې ستا په وینا په ښکاره ګرځي ،وردګو پخوا طالبان سم نه پیژندل مګر اوس یې ډیر ښه پیژنی دوردګو دلیسو شاګردان هم ټول طالبان دي له ماسره دسیداباد دلیسې دشاګرد هغه ځوان متعلم شهید عکس شته چې ترشلو ډیر ټانګونه یې الوزولی دي که دآپلوډ چل مې یې زده وای دلته مې درته شود ، وردګ ټول مجاهدین دي تردې چې کرزی سالار پل صراط بولي لطفا دوردګو غوندې یوه لوستي او سترګور قوم ته عقل مه ورښیه[/quote:800043ba24]
نوروز خانه!
زما تر هر چا په وردګو زړه درد کوي ځکه چې په رښتيا هم له ليک لوست سره ډېره مينه لري خو لکه څنګه چې تاسو ليکلي وردګ بېچاره ګان د ملاعمره له لاسه د امريکا او پاکستان د دښمنۍ نښه شول او اکثره د ليسو زده کوونکي يې له طالبانو سره دي. لکه څنګه چې تاسو هم د ځوان متعلم شهيد عکس ليدلی نو دا زما د خبرې پخلی کوي. ځکه چې تاسو هم ورته شهيد ليکلي دي. ما مخکې ليکلي وو چې د راز او نياز کسان يې ازاد ګرځي خو جذباتي او احساساتي پاک ځوانان چې په اسلامي جذبه په کوبايي لنډغرو حمله کوي هغوی حتی د ګوربت په غارونو کې د شپې هم وژني. چې ستا همدغه ځوان متعلم شهيد يې ښه بېلګه ده. د چا نوم خو زه ځکه نه اخلم چې خپل هم مستعار ليکم نو د بل چا به څه واخلم!
(پټه دې نه وي چې د وردګو ځوانانو ته د ملاعمر له لاسه غټه ضربه ورسيده ځکه چې وردګو تعليم ته ډېره ښه مخه کړې وه خو اوس که تاسو هر کال د کانکور نتيجه وګورۍ نو د وردګو هغه شمېر محصلين اوس نشته ځکه چې حتی د ليسو تنکي ځوانان د ملاعمر راکټونه په اوږو ګرځوي)
لاندې هم د نوروز صيب خبره ده چې:
[quote:800043ba24]وروره دموضوع له بیخه ځان خبرکړه، دافغانستان په لراو برکې خصوصاپه لوی کندهار کې امریکایان ټولو هډوته اکمالات دپراشوټ له لارې کوی یوډول سپینې سترې الوتکې دي بیخ یې خلاص شي لوی جوال یا کانتینر راوغورځوي ،خوداقرارګاوې ځینې په داسې سیمو کې هم دی چې په ۵۰۰ مترۍ کې یې مجاهدین او اولسي سیمي دي ، که دا پراشوټ لږ هم له قرارګاه خطا شو بیانو دمجاهدینو دی ځکه امریکایان نه پسې راوتلای شي نه راوزي ، همدااوس په مارجه ،سنګین ،کجکي او نورو سیمو کې داډول غنیمتونه هره ورځ نیول کیږي ، داډول په بیا بیا دروسانوپه وخت کې هم شوي دی ، داچې دزابل ډاکټر زلمی په دې اړه څه وایي هغه دده کار دی هغه هم ستا غوندې افغانستان ته دټیلویزون له ښیښي ګوري[/quote:800043ba24]آفرين نوروز صيب!
د نښې منځ دې ويشتی . ستاسو دا جمله ډېره پر ځای ده { که دا پراشوټ لږ هم له قرارګاه خطا شو بیانو دمجاهدینو دی ځکه امریکایان نه پسې راوتلای شي نه راوزي ، همدااوس په مارجه ،سنګین ،کجکي او نورو سیمو کې داډول غنیمتونه هره ورځ نیول کیږي}
بهرنيو لنډغرانو په ساعتونو ساعتونو عمومي لارې بندې کړې وي او بهانه يې دا ده چې دوی د خپلو اکمالاتو ساتنه کوي. حتی که د چا مريض يا مړی او واده هم وي نو مجبور دي چې د کوبايي لنډغرانو سره د ميږي په پله لاړ شي ځکه چې دوی قصدا د خلکو مزاحمت کوي هيڅ موټر يا پلي ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له قطاره مخکې شي.
ګرانه تاسو ليکلي چې (دا پراشوټ لږ هم له قرارګاه خطا شو بیانو دمجاهدینو دی) په همدغه مارجه، موسی قلعه، سنګين، کجکي، زابل او نورو سيمو کې (لږ) نه بلکې ډېرې ليرې غورځول کېږي او هدف يې همدا دی چې طالبان اکمال کړي. نوروز صيب تاسو ليکلي چې امريکايان د مجاهدينو سيمو ته نه شي تلی خو په داسې حال کې چې په همدې پورته يادو سيمو کې په توره شپه کې د خلکو کورونو ته ورځي، دروازه يې په راکټ ولي او کور يې تالاشي کوي. نو په خپلو موټرسايکلونو پسې څنګه نه شي تلای. بله دا چې دا ميراتمړی پراشوټ د چا په کور يا د چا پر سر ولې نه لوېږي چې د طالب قومندان د کور مخې ته لوېږي؟
په زابل کې يوازې زلمي زابلي نه بلکې حميد توخي، ملاسلام راکټي او نورو په دې خبره غټ جنجال وکړ . يوازې په يادو سيمو کې نه بلکې په اکثرو هغو ولسواليو کې چې د طالبانو په لاس کې دي له طالبانو سره د حکومت رينجر ډاډسنې شته چې له حکومت څخه يې نيولې دي. امريکايان په وزيرستان کې د شپې نښه نه خطا کوي نو ايا دا رينجرونه د ملاعمر د بډې ورږې دي چې نه يې ويني!
نه ګرانه ښې يې ويني خو د راز او نياز خبره ده!
نوروز صيب خپل دلايل رانغاړي او وروستۍ خبره کوي:
[quote:800043ba24]وروره دموچي تارونه دې جیب کې واچوه ،سرونه یې پخوا ترې پرې کول هغه هم ځینو طالبانو په خپل سره مګر اوس مطلقابنددي ، خپلسري باید پالیسي ونه بلل شي اوبله داچې څوک دیرغلګرو جاسوسي کوي ، یایې په صف کې ولاړ دي مرګ یې روا دی که څوک یې ښه بولي که بد ،که کوریایۍ ښځې یې وژلې وای زه وایم یوازې به یې ستاسوتبر ته لاستی درکړی وه ، دهغو په اړه له بیابیا څیړنو وروسته ترهمدې پرته بله لاره نه وه ، ته خووایې طالبان دپښتنو ضدکارونه کوي ، زه وایم که اسلام غواړي که پښتو غواړې اوکه افغانیت له طالبه پرته یې بل څوک یقیني که درته وګټي نور دې خدای پوه کړه[/quote:800043ba24]
نوروز صيب !
تاسو ليکلي چې طالبانو په خپل سر خلک وژلي دي نو کاشکې يې راوښيې چې کوم خپلسری طالب يې په دار ځړولی او يا يې اعدام کړی دی؟ ايا شرعيت يوازې د بې وزله کسانو لپاره دی؟
بله دا چې ملاعمر بايد د اسلامي شرعيت په رڼا کې خلکو ته قناعت ورکړي چې د عيسويت مبلغين کوريايان ولې خوشې شول؟
المانيان ولې خوشې شول؟
مايکل ولې پرېښودل شو؟
ايټالوی ولې په هلمند خوشې کړای شو
[color=darkblue:800043ba24]نوروز صيب په پای کې يو ځل بيا هم درته وايم چې د رسول الله صلی الله عليه والسلم صحابه وو به ويل چې زمونږ غوندې شئ. نو ګرانه ته چې ورځ په چټينګ تېروې او خلکو ته ابتدايه ښوونځی نه پرېږدې نو باور وکړه چې ظلم دی!
د کرزي او ملاعمر کړنو پښتانه تباه کړل او تباکوي يې
راځئ چې که نور د ټګ او برګ لمنې ورپورته کړو او که نور زور مو نه رسي نو د قلم په څوکه يې وسکونډو!
په همدې هيله
ستاسو لاروی [/color:800043ba24]
شيرين جان
27.12.2010
لرغونی لاروی لیکي:
[quote:2f01893c93]آفرين نوروز صيب!
د نښې منځ دې ويشتی . ستاسو دا جمله ډېره پر ځای ده { که دا پراشوټ لږ هم له قرارګاه خطا شو بیانو دمجاهدینو دی ځکه امریکایان نه پسې راوتلای شي نه راوزي ، همدااوس په مارجه ،سنګین ،کجکي او نورو سیمو کې داډول غنیمتونه هره ورځ نیول کیږي}
بهرنيو لنډغرانو په ساعتونو ساعتونو عمومي لارې بندې کړې وي او بهانه يې دا ده چې دوی د خپلو اکمالاتو ساتنه کوي. حتی که د چا مريض يا مړی او واده هم وي نو مجبور دي چې د کوبايي لنډغرانو سره د ميږي په پله لاړ شي ځکه چې دوی قصدا د خلکو مزاحمت کوي هيڅ موټر يا پلي ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له قطاره مخکې شي.
ګرانه تاسو ليکلي چې (دا پراشوټ لږ هم له قرارګاه خطا شو بیانو دمجاهدینو دی) په همدغه مارجه، موسی قلعه، سنګين، کجکي، زابل او نورو سيمو کې (لږ) نه بلکې ډېرې ليرې غورځول کېږي او هدف يې همدا دی چې طالبان اکمال کړي. نوروز صيب تاسو ليکلي چې امريکايان د مجاهدينو سيمو ته نه شي تلی خو په داسې حال کې چې په همدې پورته يادو سيمو کې په توره شپه کې د خلکو کورونو ته ورځي، دروازه يې په راکټ ولي او کور يې تالاشي کوي. نو په خپلو موټرسايکلونو پسې څنګه نه شي تلای. بله دا چې دا ميراتمړی پراشوټ د چا په کور يا د چا پر سر ولې نه لوېږي چې د طالب قومندان د کور مخې ته لوېږي؟
په زابل کې يوازې زلمي زابلي نه بلکې حميد توخي، ملاسلام راکټي او نورو په دې خبره غټ جنجال وکړ . يوازې په يادو سيمو کې نه بلکې په اکثرو هغو ولسواليو کې چې د طالبانو په لاس کې دي له طالبانو سره د حکومت رينجر ډاډسنې شته چې له حکومت څخه يې نيولې دي. امريکايان په وزيرستان کې د شپې نښه نه خطا کوي نو ايا دا رينجرونه د ملاعمر د بډې ورږې دي چې نه يې ويني!
نه ګرانه ښې يې ويني خو د راز او نياز خبره ده! [/quote:2f01893c93]
زه به دلاروي صیب او نورو ګډونوالو په ایجازه پدی موضوع کې دلاروي صیب سایډ واخلم:
که دطالب قومندان دکور مخې ته د وسلو بار پراشوټ نه وای رالویدلی، بیا به بېچاره لاروي خلکو ته د امریکا لخوا دطالبانو د اکمالاتو خبره په کومه خوله کوله؟ او د خلکو ذهنونه به یې په څه شي مغشوشول؟
لږ خو به امریکا هم خپلو مبغلینو ته د ځواب او دلیل جوړولو په غم کې وي.
د طالبانو اکمالات امریکا کوي،، طالبان ښوونځي سوځوي،، په عامه ځایونو او ګڼ میشتو سیمو کې چاودنې کوي،، په ښځينه زده کوونکو تیزاب پاشي،،،،،،، ددې ټولو خبرو مصدر او سرچینه یوه ده.
د طالب قومندان د کور مخې ته د اسلحو کانتینر رالویدل د لاروي او ملګرو تبر ته لاستی برابرول دي نور څه ندي. د امریکا اقتصادي او پوځي ځواک ته ولاکه په دې یو کانتینر ولسه ضربه ورسیږي، خو په تبلیغاتي جنګ کې ډير ښه کار ورکوي چې غوره مثال یې همدا د پارلمان په منځ کې رامنځته کړل شوی جنجال او د لاروي اوږدې لیکنې دي.
عادل عادل
27.12.2010
سلامونه
[quote:a10f111e40]تاسو خپله قضاوت وکړئ چې له اسلامي، پښتني او حتی انساني ارزښتونو سره څومره اړخ لګوي؟ ايا د يو پښتون د ليکلو طرز به همداسې وي؟
يو وخت چا پخواني پاچا ظاهرشاه ته ويلي وو چې (ته چې د ؟؟؟ غوندې دوست لرې نو دښمن ته دې حاجت نشته) داسې اشخاص که د ملاعمر پيروي کوي نو تاسو خپله قضاوت وکړئ!
عادل ته خو سلام دی او هيڅ ځواب ورته نه لرم![/quote:a10f111e40]
زما او ښاغلی لاروی صیب داستان:
که مو له یاده نه وي وتلي، ما له لاروي صیب سره د احمدشاه بابا رحمه الله تعالي په اړه چې ده یې زما په نظر توهین کړی وو، تر خپله وسه دده په وړاندې غبرګون وښود، د غبرګون لهجه مې تر خپله وسه د لاروي صیب د ګستاخ موقف سره سمه ترخه او رټونکې ټاکلې وه، ........... تر دې چې د خپل شرمیدلي حالت په سبب یې زما په وړاندې د لاروي له نوم څخه نزول وکړ، او د عتیق الله په نوم را څرګند شو او په حق او ناحقه کې یې زما د غاړې ځوړند مزاحم ځان جوړ كړ .............. د عتیق خان سره مې هم دفاعي او د نصیحت په جنبه برخورد درلود، ما کله هم نه دی رټلی تر څو یې چې راغپلي نه دي، او ډیرو د بحثفورمونو ګډونوالو به په ښکاره او کنایه کې ویل چې لارویه څیره دې بدله کړې ده نور د مسکین عادل نه لاس واخله ! ....................... داستان خو اوږد دی، خو چې کله کنایې له شک څخه یقین ته نږدې کیدې او دا داسې مهال وو چې د د بحث هیڅ هغې خونې ته نه ورتلم او نه مې هم پکې د ګډون شوق درلود چیرته چې لاروي صیب چلوونکی یا د بحث پرانستونکی وو، ..... لنډه دا چې لاروی صیب ماته مخامخ پیغام ولیګه )لاندې یې ټومبم( ، او غوښتنه یې راڅخه وکړه چې د ملي ګټورو بحثفورم په بحثونو کې ګډون وکړی، او په څنګ کې یې هم یادونه کړې وه چې په کنایو کې پر ما د عتیق الله شک مه کوی، ......... ما خپل ځواب ورته ولیګه او خدای شته له همغه مهاله مې لاروي صیب ته زړه ورسپین او دده تر مدیریت لاندې بحثفورمونو ته راتلل پیل کړل، )زما ځوابي پیغام هم لاندې ټومبم( ....عجیب تصادف هم دا چې د لاروی صیب سره د نوموړي سپیناوي سره جوخت عتیق الله غیب شو او تر ننه یې زما نه څه چې په ټولو بحثفورمونو کې له ګډون څخه لاس واخیست، ............ خبرې رانه اوږدې شوې ...... لاروي صیب ته یو ځل بیا واضح کوم چې:
وروره ته چې عادل د خپل بحث جوګه او د سیال په توګه نه شې منلای او یا یې نشې زغملای او ښه او بد ټول یې هغه د جهلاوو په سلام ځوابوې، نو بیا دې دا بلنلیک د څه لپاره وو؟؟؟ که ته غواړې له سره په ما خپل رُعب واچوې نو زه خو څه بدل شوی نه یم بلکه همغه خانانی یم، بهتره ګڼم زه بیرته خپل وروستي موقف ته وګرځم، هغه دا چې هیڅ هغه بحثفورم ته به سر له نن څخه سر ورایسته نه کړم په کومو کې چې ستا مبارک نوم د چلوونکو په ډله کې ټومبلی دی، ........هو دومره پوهیږم چې ستا ظرفیت هیڅکله ددې نه دی چې د هیڅ بحث فورم چلوونکی واوسې، ځکه خو نور ستاسو د مدیریت لاندې بحثفورمونو نه هم لرې ګرځم.
قضاوت به د بحث نورو ګډونوالو ته پریږدو،
زما او ستا دې د تل لپاره د خدای پامان وي او ما بښلی یاست.
عاد ل ته د لاروي صيب شخصي پیغام:
[quote:a10f111e40]السلام عليکم!
ښاغلی عادل عادل صيب هيله ده چې جوړ اوسې!
ګرانه په بحث فورم کې د (احمدشاه ابدالي) په اړه زما او ستا نظرونه مخالف وو، خو دا په دې معنی نه ده چې زه ګنې ستاسره کومه دښمني لرم. دا چې تاسو د عتيق الله ميرخيل په نامه ځينې ناپړيتې په ماپسې راتړلې وې او اشارې او کنايې مو هم کړې وې.
ګرانه زه که په کومه ليکنه د لرغوني په نامه شرمېږم نو د عتيق په نامه ليکل يې هم شرم ګڼم نو ځکه خو د لرغوني په نامه هغه څه ليکم چې زړه مې وغواړي. بله دا چې زما نوم لرغونی نه دی چې زه په دې نامه څه نه شم ليکلی او د عتيق په نامه يې ليکلی شم.
خو خير په بحث نه کوو، دا الله جلا جلاله ته معلومه ده.
شخصي پيغام مې د دې لپاره درته وليکلو چې تاسو په دې فورم کې ليکنې کوئ نو په ملي او ګټورو بحثونو کې د (ملي ګټور بحث) په نامه په زړه پورې بحث روان دی او ستاسو له ګډون پرته راته نيمګړی ښکاري.
بايد ياده يې کړم چې هدف مې دا نه دی چې تاسو هلته زما د نظر موافقه ليکنه وکړئ، بلکې خپل نظر مو وليکئ چې د موضوع په اړه تاسو څه نظر لرئ او دلايل مو څه دي.
دا خو تاسو ته هم ښه معلومه ده چې زما او ستا دواړو نومونه فرضي دي نو دلته يوازې د فکر اختلاف دی نور نو کومه دښمني او تربګني سره نه لرو.
د فکر اختلاف او اتفاق د هر چا حق دی.
ستاسو د ګډون په هيله
لرغونی لاروی[/quote:a10f111e40]
د عادل ځواب:
[quote:a10f111e40]وعلیکم السلام و رحمت الله
تر ټولو د مخه ستاسو جوړتیا او خوښي د خدای ج څخه غواړم، ورپسې ستاسو له پیغام او بلنې څخه مننه کوم او خوښ یم چې د نظر اختلاف ته په اشارې سره مو خپل سپیناوئ کړئ دئ، خدای دې وکړي چې زما شک درواغ وي او تاسو او ښاغلئ عتیق الله دوه بیل د خدای بندګان واوسئ، زه حتی د ښاغلي عتیق الله سره هم ستونزه نلرم، تر څو چې هغه راباندې ونه لګي زه پرې نه یم لګیدلئ او نه د چا د ازار او اذیت اراده لرم. لکه څنګه چې تاسو یاد کړي دلته د هر چا مقام او منزلت د هغه د نظر، لیکنو او متقابل احترام پر بنا ټاکل کیژي، کنه د پوهې او استدلال پرته څوک داسې نورې نښې نښانې .... مال، لباس، قوم، قواره، قدرت ........ نشي ښکاره کولای چې له مخې یې ځان ته پر نورو تفوق حاصل کړي او همدا ټکئ ډیر د اهمیت وړ دئ.
رابه شو زما او ستاسو د اختلاف ټکي ته، وروره زه ستاسو د نظر سره مخالف نه وم بلکه زما د اختلاف ټکئ ستاسو سره د نوموړې موضوع پر سر د ورته بحث زماني نامناسبه موقع وه او بس، ښه ثبوت یې هم دادئ چې زه ستاسو سره ستاسو د سوالونو او نظر تل ته د بحث لپاره هیڅکله ونه لویدم.
په هر حال که د نظر اختلاف ډیر وخت فاصلې منځ ته رواړي خو زه پدې عقیده یم چې اختلاف کول کله ناکله دوه افکار نزدیکت او یا حد اقل ژور تفکر ته اړباسي چې پدې توګه سره مثبتې پایلې هم لرلئ شي، پدې اساس زه ستاسو سره هیڅ ډول غوټه په زړه کې نه ساتم او نه مې هم ساتلې ده، هغه بحثفورمونو ته چې تاسو ښاغلي یې د چلولو بار په اوږو اخیستئ، هم په جرات سره نه تر اوسه نه یم راغلئ تر څو تاسو ته خدای مکړه ددې احساس پیدا نشي چې ګواکي سپین سترګئ او نابللئ به یم.
ستاسو د بلنې څخه یو ځل بیا هم مننه کوم، زما نه ګډون به په مصروفیت سره شمیرئ او که وخت یاري کوله نو خامخا به په روانو بحثونو کې ګډون کوم.
الله مو اباد لره چې د تفاهم دروازې خلاصې او نیت مو صاف ساتئ.
په درنښت
عادل[/quote:a10f111e40]
نوروز خان
27.12.2010
السلام علیکم
لاروی صیب تردا مهاله که له ماڅخه کومه غلطه خبره شوې وي ، هیله کوم ومې بښئ ماغوښتل چې یابه خپل قناعت درنه واخلم یابه تاته قناعت درکړای شم ، خومتاسفانه تاسو بیرته بحث له سره پيلول غواړئ ، په داسې حال کې چې ملایان تکرار (شنیع )بولي ، ستاسو وروستۍ څرګندونې چې مامطالعه کړې بې له استثناء ( وسواس الخناس ) راته شکاره شوې ، ځکه په دې خبروکې مو یوه هم مخامخ نه ده لمس کړې بلکې له شته حقائقو نه مویوځانګړی سلیقوی استنباط کړی اوپه خپلو ځانګړیو شک ځپلو مقدماتو مو نتیجې مرتبې کړي دي ، دطبیبانو په وینا صفراوي ته شات هم ترخه ښکاریږي ، نوځکه دازما له وسه تېره بریښي چې خپل اند درانتقال کړای شم ،ستاسو دلوړو څرګندونو ځوابونه راسره شته ،داسې ځوابونه چې زړه به دې اوبه پرې وڅکي ، خوزما باور دی ،چې بیا به هم وجدان دوکه کړې ، او هغه څه به ولیکې ، چې لږترلږه نیم افغانستان ته به لیونتوب ښکاره شي ،ستادځینو پیغورونو ، دملاصیب محترم په اړه دبې ځایه خبرو او معنی دارو سلامونو په اړه زه خپل ځوابونه راسره ساتم ، ستا هههههههههه او له لویه سره غټ بازي هم نور ماله دې راګرځوي چې خپل دلائل درباندې خاورې کړم ،دټول افغان لوستونکي خدای لري ، ایمان لري ،قبر لري او حساب یې راروان دی ،که وخت لري بحث دې له سره ترپایه وګوري ،بیا دې لاندې خپل قضاوت ورسره ضمیمه کړي .
زه به له دې بحث نه په زدکړې سره غوره وبولم چې په راتلونکې کې په لنډو تبصرو سره دطالبانو په اړه شته شکونه سپین کړم ،زه نږدې اوه کاله ددې تحریک په متن کې پاته شوی یم ، او ټول جریانات مې په خپله ارزولي زه یوځل بیا لوستونکو ته بلنه ورکوم ، چې که دطالبانو په اړه له کومې زاویې شک لري لطفا یې دلته ولیکئ یایې زما په شخصي ادرس راولیږئ .
په مینه او مننه
خاورې نوروز خان
شيرين جان
27.12.2010
ټولو لوستونکیو او ګران او زړه ته رانږدې عادل صیب ته، السلام علیکم
تاسې ته معلومه ده چې زه د بحثونو دائمي ګډونوال نه یم، خو نه ګډون مې یواځې د لیکنو او تبصرو تر شریکولو پورې محدود دی البته هره بحث ته وړاندې شوې موضوع سرترپایه په شوق لولم په تېره بیا هغه موضوع چې د افغانستان د روانې سیاسي کشالې پورې تړاو ولري او څرنګه چې ددې سیاسي کشالې یو لوری د طالبانو اسلامي تحریک تشکیلوي نو د هغې موضوع لوستو ته لومړیتوب ورکوم چې د طالبانو په اړه مثبت او منفي غبرګونونه رانغاړي.
د بحث او مباحثې اصلي موخه او هدف تفاهم او حقیقتونو او واقعیتونو ته ځان رسول وي، ترکومه حده چې د نظریاتو د لوستلو څخه ما کومه انګیرنه لاسته راوړې، یو شمېر لیکونکي پرځای ددې چې د حقیقتونو او واقعیتونو په لټه کې شي نیوکې او انتقادونه یې د تمسخر او توهین څخه پرته بله معنی نلري.
که څه هم زه د ښاغلي پتوال صیب سره په سیاسي موضوعاتو کې همېشه اختلاف نظر لرم خو د نوموړي نظریات، تبصرې، او لیکنې په خورا دلچسپۍ او شوق لولم، د مباحثې د اسلوبو څخه هر لوستونکی پوهېږي چې د نوموړي نیوکه او انتقاد که څه هم کله کله د حقیقت څخه ډیر لیرې وي، خو پر ښه نیت بنا وي، ښايي همدا علت وي چې د پتوال صیب د لیکنو د لوستو څخه خوند اخلم، خو د لاروي صیب په اړه، د عادل صیب په څیر ماته هم د چلونکي په حیث یې د ټاکل کېدو ګیله هروخت په زړه ولاړه وي.
په هرحال، دا به د لاروی صیب خدای ورکړی ظرفیت وي چې کینې، بغض، حسد، او تعصب ترې د بحث او مباحثې اهداف او آرونه هم لوټلي، ځکه چې د خوی، اخلاقو، وړتیاوو، او ظرفیتونو ویشونکی هغه ذات دی کوم چې د خپلو بندګانو ترمینځ رزق او روزي ویشي او زموږ خوږ پیغبر علیه السلام وايي : إن الله قسم بينكم أخلاقكم كما قسم بينكم أرزاقكم: یقینا الله جل جلاله ستاسې ترمینځ اخلاق داسې ویشلي لکه څرنګه چې یې ستاسې ترمینځ رزق ویشلی.
خو د عادل صیب دا پریکړه چې د لاروي ترمدیریت لاندې بحثفورم سره خدای پاماني کوي ماته د تحمل وړ نده، د ټول افغان بحثونه د عادل صیب له ګډون پرته (لکه څرنګه چې لاروي صیب هم په خپل شخصي پیغام کې یادونه کړې) هرلوستونکي ته نیمګړي ښکاري. خدای دې وکړي چې د عادل صیب د پریکون خبره د هغه اراده وي، نه پرېکړه، او هیله ترې کوم چې د یو بوټي لپاره ټول باغ ته اور وانچوي.
pattang
28.12.2010
عادل عادل صيب سلام عليکم !
((مدير کارکوونکو ته اړتيا لري ، که کارکوني يې نه وي نو مديريت هم په خطر کې
دی لکه يوبې مېوې باغ چې باغوان ته ضرورت نلري٠))
له بلې خوا سياسي رقيب ته ميدان پرېښودل ، لويه سياسي سهوه ده ٠
نو :
مځه دلې شپه وکه
پاتې شه باران دی٠
larghonay laraway
28.12.2010
السلام عليکم!
زما په نظر هغه څه چې د ملاعمر او کرزي د حکومت په اړه وو، وويل شول. ما هم خپل دلايل وړاندې کړل او نورو ګډونوالو هم.
د بحث هدف دا نه دی چې مونږ دې يو بل خامخا پړ يا قانع کړو. بلکې د پړ او وړ قضاوت بايد لوستونکو ته پرېږدو . لوستونکي کولی شي چې زمونږ د ليکنې په طرز او ادا، د الفاظو په استعمال او پر اړوند موضوع دلايل وڅېړي، ويې ځېري او نتيجه ترې واخلي.
ګورو به
وما علينا الا البلاغ
ع کريم حليمي
28.12.2010
ډېرو ګرانو او محترمو دانشمند پتوال صاحب ، لاروی صاحب ، نوروز خان ته او درنو لوستونکو ته سلام او احترام
نوروز خان صاحب په بحث کښي خپله ذکاء، خیال ، حافظه ، حس ، ذوق څرګند کړی اما د طالب د قتــــــــــــــــال مشروعیت ئې د بحث تر پایه ثابت نکړی ، او نه ملی مشروعیت
کوم وخت چه پر قدرت وه هم ئې ونه کولای شول چه مشروعیت تر لاسه کړي
زه ډېر په کلکه دا ویلی شم چه : بدیهي خبري هر وخت زړه ته لار پیدا کووي
اما داسي خبري : (د کندهار د ښار خلګ ملا صاحب پېږني ، د اختر لمونځ امامت ئې کړي خلګو اقتدا پسې کړېده ) د قناعت نه دي
او یا داسي خبري چه
[quote:1c7cb62f04]ملاصیب په خپله په یوه تقریر کې دې خبرو سخت ځورولی چې خلک یې په پاکستان پورې تړي ، ده ویلي زه نو څوک وم چې پاکستان په ماافغانستان نیو زه له موره ددریو کلونو یتیم پاته شوی وم ، ټول عمرمې په کندهار کې په درسونو کې تیر کړی وه پاکستان ته یوځل په منډه تللی او بیرته راغلی یم ،داچې خدای داکارتردې ځایه ورساوه یوازې یې الهي اعجاز او نصرت بللی شو ، [/quote:1c7cb62f04]
پورته خبري ٍ ثبوت ته ضرورت لري ، نه ولله بالله تالله ته
او یــــــــــا د ولله بالله تالله په عوض کښي وايي چه داچې خدای داکارتردې ځایه ورساوه یوازې یې الهي اعجاز او نصرت بللی شو
د ملا صاحب خبري به هغه وخت بدیهی واي چه حوالې ئې ویلي واي
چه په فلان مسجد کښی طالب وم بیا فلان مسجد او فلان ملا صاحب باندی مي هدایه ویلې او پر فلان ملا مي احادیث ویلي او پر فلان ملا مي صرف ونحو
په فلان مسجد کښي او فلان مسجد اوسېدلی یم ،
زه دا خبري نشم منلای ، بیان دي خو سند نه لرئ چه اووه زره واره والله بالله ووايي او په الهي اعجاز پوري وتړې د هیچا زړه ته لار نشي پیداکولای
نوروز خان صاحب ، د کابل حکومت چپه کوی !!! او په دغه نه پوهېږي
که د کابل حکومت را چپه شي په ۱۰ دقیقو کښي به ټول
ملي او شخصي سرمایی د خاورو سره خاوری کړېٖ !!!
چه اووه زره کاله و جنګېږېٖ د کابل حکومت نه چپه کیږي ، په دلیل د دېٖ چه
د ډاکتر نجیب حکومت چا نشولای چپه کولای ، نو ته به دا حکومت چپه کویٖ
چه ټول جهان سیاسي او اقتصادي کمک ورسره کوي ، دا د وتلو بغاري یو زرګري جنګ دي ، فاروق اعظم وايي چه امریکا یان موږ له خدایه غوښتل چه راسي ، څلوېښت کاله دمخه مو غوښتل خو دوی نه غوښته چه راسي ، فاروق اعظم اشغال نه غواړي ، امریکایان غواړي په وطن کښي
هوښ کوه چه د نجیب د حکومت اټکل او قیاس ورباندې و نه کړېٖ
ته يې فرض که چه را و دي پرځاوه آو دا سیاسي خلا څلور ورځي فرض که
کوم فلان لرېٖ د قدرت و خلا ته !!؟؟؟
درنښت
لقمان
28.12.2010
حلیمي صیب لیکي:
[quote:f7f7030b96]زه ډېر په کلکه دا ویلی شم چه : بدیهي خبري هر وخت زړه ته لار پیدا کووي[/quote:f7f7030b96]
نو داستاخبرې ولې زما زړه ته لارنه پیداکوي؟
لار څه کوې نورمی هم نفرت درڅخه راځي.
خدای دې سم که!
اودلته خوځینوته دحلیمي صیب سره تیزه خبره هومره ګناه معلومیږي چې دشعایرالله بې عزتي مې کړي وي.
که داځل حلیمي صیب زماسوال:
[quote:f7f7030b96]حليمي صيب زما دمالومات له مخې خوتاسو دطالبانو په وخت کې له عبدالحکيم
مجاهد ( د طالبانو استازی په نيو يارک کې ) ښه نږدې ر وابط لرل نو تاسو ولې
له مجاهد نه دا پوښتنه نکوله ???????????[/quote:f7f7030b96]
ته جواب رانکړوبیامجبوریم پخپله یی جواب ووایم.غاړه مې خلاصه کړله.
بې وزروملایکه (حلیمي صیب) لیکي:
[quote:f7f7030b96]چه اووه زره کاله و جنګېږېٖ د کابل حکومت نه چپه کیږي [/quote:f7f7030b96]
خدای مودی دداسې جهالته ساتي.دابې وزرو ملایکه اوس دالهي مرستې اونصرت څخه هم غافله ده.که لاروی صیب داخبره کړې وای ګیله ترې نه وه ځکه چې په خرپ امي دی. ته خوځان ته ملاهم وایې،یو دوه تور ټکي به دې هم یاد کړي وي،
ته څنګه تنها په مادیاتو حکم کوې الذین یومنون بالغیب څه معنی؟
داسلام په بحثونو کې دالله ج اسماء اوصفات داسې په شدومد بیانوې چې سړی فکروکړې چې دالله ولي په دنیا وي نو همدادی خوددې خبرې نه داسې معلومه شوه چې پخپله ورباندې ایمان نلري. داوګوره دادې څه لیکلي:
الکافیُ : د خپلو بندګانو د هر ضرورت د پاره بس او کافي
النصیرُ : مرسته کوونکی
الوکیلُ : دبنده د ضرورتونو په غاړه اخیستونکی ، د بندګانو د ضرورتونو د پاره سامان برابروونکی
المقیتُ : روزي رسوونکی
المغیثُ : فریاد ته رسېدونکی ، فریاد اورېدونکی
المجیرُ : پناه ورکوونکی
الملک و الملیکُ : بادشاه فرمانروا
العزیزُ : غالب چه د هیچا لاس پرېٖ نه رسیږي
القاهر والقهارُ : چه د هغه د حکم څخه هیڅوک نه شي وتلای ټول په خپل قوت سره په خپل قابو کښي ساتونکی
المنتقم : سزا ور کوونکی ، د بدو عملو جزا ور کوونکی
الجبارُ : د جبروت خاوند ، چه د هغه په مخ کښي بل څوک سانه شي کښلای یعني دهغهد حکم څخه څوک غاړه نه شي غړولای
داصفات خوددې لپاره ندي چې حلیمي صیب پرې خپل منتر پوخ کړي
یادټول افغان په بحثفورم کې پرې خپلې لیکنې زیاتې کړي
اخیر لږ سوچ خوپکار دی چې نصیر څه معنی؟قهار څه معنی؟ جبار څه معنی؟..
که حلیمي صیب په ریشتاهم پرې ایمان درلود،داخبره یې نکوله چې:
[color=red:f7f7030b96]چه اووه زره کاله و جنګېږېٖ د کابل حکومت نه چپه کیږي [/color:f7f7030b96]
استغفرالله
بس نورمې مه ګړوۍ چې ډیر به راڅخه خراب شي.
28.12.2010
دوستانو سلام !
شيرين جان
28.12.2010
[quote:bf7dbac972]نوروز خان صاحب ، د کابل حکومت چپه کوی !!! او په دغه نه پوهېږي
که د کابل حکومت را چپه شي په ۱۰ دقیقو کښي به ټول
ملي او شخصي سرمایی د خاورو سره خاوری کړېٖ !!![/quote:bf7dbac972]
اوکه چپه نه شې اواشغال همداسې دوامدار پاتې شي، بیابه مو ملي او شخصي شتمنۍ د اشغالګرو په لاسو کې څومره مصئونې او خوندي وي؟؟
[quote:bf7dbac972]چه اووه زره کاله و جنګېږېٖ د کابل حکومت نه چپه کیږي ، په دلیل د دېٖ چه
د ډاکتر نجیب حکومت چا نشولای چپه کولای ، نو ته به دا حکومت چپه کویٖ
چه ټول جهان سیاسي او اقتصادي کمک ورسره کوي ،[/quote:bf7dbac972]
حلیمي صیب دا جنګ نه سیاسي دی او نه اقتصادي، چې د مادي امکاناتو برابر انډول پکې شرط وګرځي. دا د عقیدې جګړه ده.
بوش خو له اولې ورځې نه د صلیبي جګړو په نامه نومولې وه، او طالبان هم د مقدس جهاد په جذبه سرونه قربانوي.
په سیاسي او اقتصادي جګړو کې د مادياتو توازن ډیر اړین وي، خو د عقیدوي جګړې او مقدس جهاد د سرتیري ناصر او مرستندوی د د بدر او الاحزاب د غزاګانو رب وي.
[quote:bf7dbac972] دا د وتلو بغاري یو زرګري جنګ دي ، فاروق اعظم وايي چه امریکا یان موږ له خدایه غوښتل چه راسي ، څلوېښت کاله دمخه مو غوښتل خو دوی نه غوښته چه راسي ، فاروق اعظم اشغال نه غواړي ، امریکایان غواړي په وطن کښي[/quote:bf7dbac972]
ستاسو مطلب څه دی؟ دا اوس في الحال د امریکایانو شتون ته تاسو اشغال وایئ او که: امریکایان په وطن کې؟
نوروز خان
28.12.2010
دوستانو ته سلامونه !
وروڼو دابحث خورا اوږد شو نور او ږدولو ته یې ښایي اړتیا نه وي ، خو دلته حلیمي کاکو یوځل بیا سر راښکاره کړی دی او ناولده ناپړیتي یې ویشتې ، نوځکه ورته لنډه یادونه مناسبه بولم .
حلیمي کاکو ویلي [quote:6814f74212]نوروز خان صاحب په بحث کښي خپله ذکاء، خیال ، حافظه ، حس ، ذوق څرګند کړی اما د طالب د قتــــــــــــــــال مشروعیت ئې د بحث تر پایه ثابت نکړی ،[/quote:6814f74212]
په مطلب دې یقیني که سم پوهیدلی یم ،مونږ خو دامریکایي یرغل په وړاندې روان مقاومت که هرڅوک یې کوي په هره وسیله ،فرض عین جهاد بولو ، چې په نر ،ښځه ،بادار او غلام باندې روا څه چې فرض عین دی ، ته که ددې مقاومت په سبک کې څه ځانګړې ایډیا لرې خو ښه ،او که بالکل دامریکا په خلاف روان فرض عین جهاد ( نامشروع قتال ) بولې ، نوبیا یوازې دایمان دسلامتیا دعا درته کولای شم ،خدای دې پښې مه ښویوه آمین ثم آمین
[quote:6814f74212]چه اووه زره کاله و جنګېږېٖ د کابل حکومت نه چپه کیږي ، په دلیل د دېٖ چه
د ډاکتر نجیب حکومت چا نشولای چپه کولای ، نو ته به دا حکومت چپه کویٖ
چه ټول جهان سیاسي او اقتصادي کمک ورسره کوي [/quote:6814f74212]
حلیمي که له لومړني خطرناک قضاوت وروسته هرڅو په خبرو نه ارزې ، خو دایوڅو خبره دې لاځوابوم ،
په پورتنۍ لیکنه کې دې بالکل له ځانه ( خونه میرملا) جوړ کړی دی ،هغه هم دخوست دصحراباغ له PRT نه په راډیو کې وایي ،لغدوة في سبیل الله او روحة خیر من الدنیا ومافیها ، چې څوک په پي آرټي کې یوه شپه تېره کړې ددوزخ اور پرې حرام دی ، هل جزاء الاحسان الا الاحسان ، دامریکایانوپه خلاف جنګ ناروا دی ،ځکه مونږ ته یې سټینګر راکړي وه په مونږ یې داحسان بدله فرض عین دی ،خدای همداسې فرمایي ( العیاذبالله ) بیا راسر شي او ستاغوندې واحدمذکر مخاطب کړي ، چې ته اوس خوست نیسې ! امریکایان له افغانستان باسې !داکوې او هاکوې ! ستاسو ( مجاهدینو ) غوښې به سپي وخوري ، مونږ خو طیارې لرو ټانګونه لرو ، کروز لرو او ټوله ناټو راسره ده ....
حلیمي دکابل حکومت ته خودې ۷۰۰۰ کاله عمر وټاکه ، خومعلومه به شي چې دبلعم باعور ښیرااو اټکل دحق دین لښکر دفع کولای شي کنه !!
زه په دې حیران یم چې څرنګه دلقمان صیب په خبره لاهم ددې بحث ځیني ګډونوال حلیمي بې وزرو ملایکه بولي ، ایا دسړیتوب اومسلماني لپاره یوازې علم او معلومات شرط دي ،زه خو وایم ( عالم بې عمل زنبور بې عسل است ) که چیرې ما دحلیمي دخبرو سم درک نه وي کړای ، اوپه بنسټ مې یې ناوړه قضاوت کړی وي ، درانه دین پوهان دې زما غلطي راپه نښه کړي ،ترڅو خپله لیکنه بیرته واخلم او له خدای تعالی څخه مغفرت طلب کړم ، دغه رقم له حلیمی هم بښنه وغواړم