نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عبدالله صابر
09.04.2009
السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب
[quote:925db3a025]خو که چیرته په رښتيا سره طالبان دولس دوهم نوم واي، نو دا جګړه به دومره اوږده شوې نه وه،
ډیر مخکې به اشغالګر مات او له وطن څخه وتلي وو.
نه دا جګړه ملي ده، او نه دورس په ضد جهاد ملي وو، [/quote:925db3a025]
ستاله ليکنې داسي بريښي چي مونږ اوتاسو دولس په تعريف کښ مشکل لرو ،
ياپه بل ډول هرڅوک چيغي وهي چي ولس له ده سره دی ، يعني کرزي ګوډاګئ اداره
دعوی کوي چي اولس دده ترشا ولاړدی اوطالبان وايی چي ولس له مونږ سره دی ،
اوس پوښتنه داده چي د ا ولس څوک دی ؟ او ولس چاته ويل کيږي ؟؟ ستاسوپه اند
ولس څوک دی ؟ کله چي اولس مونږ اوتاسوتعريف کړنوبيامونږ په اسانه پوهيدی
شوچي ايا طالبان د ولس دوهم نوم دی اوکنه ؟؟
اوس که ووايوچي ولس د يوهيواد اوسيدونکوته ويل کيږي نوبياخودکرزي اوطا
لبان دواړو دعوې سمي دي پرته له شکه دکرزي سره دافغانستان خلک ورسره دي او
له طالبانوسره هم دافغانستان خلک دي ، چي په دي ځای کښ بياهم دانه شوه معلو
مه چي ولس له چاسره دی ؟ که خبره داکثريت وي نواکثريت معلومول يی په اوسني
حالاتوکښ ممکن نه دي ، خو اصلي تعريف يی زمافکر دادی چي ولس دافغانستان
هغه غيرتي مخلوق دی چي دهيواد ازادي اوخپلواکې غواړي اود اشغالګرو له خوا
دهيواد اشغال په هيڅ صورت ورته دمنلو وړ نه وي داکه څه هم اکثريت نه وي خود
هيواد اصلي بچيان او ولس ګڼل کيږي ،همدي تعريف ته په پام سره طالبان دولس
دوهم نوم بللئ شو٠
داچي دروسانواو اوس دامريکايانوپه وړاندي مقاومتونه هم ملي نه دی ددي مطلب
خوداشوچي ددي لپاره چي دپاکستان مداخلت اومرستې ويره وه بايد مقاومت نه
وی شوی اوافغانستان روسانوته ديوولايت په توګه پريښودل شوی ،بياچي مقاو
مت وشواوروسان مات شول يوه غلطي وه خواوس چي امريکايانوهيواد اشغال کړ
بياهم مقاومت ونه شي ،هيواد امريکايانوته سوړ پريښودل شي ځکه دپاکستان
لاس وهني ويره ده ، وهاج صاحب داستاليکنې مطلب دی ، خوپوښتنه داده چي ايا
که امريکايان په ارام پريښودل شوي وی اودهيوادځمکې هوا ټول واک ددوی په
لاس کښ پاتي وی نودوی به همدي بسنه کړي وئ ؟؟ يعني بيا خوبه يی نورڅه نه
غوښتل ؟؟ الله جل جلاله خو وايی دغه يهوداونصارا تاسونه ترهغه نه رضاکيږي څو
چي ستاسودهغودين ونه منئ ٠ نوکه نعوذ بالله مونږددوی دين ومنو بياخومقاومت
ته اړتيا نشته همدا امريکايان ښه دي خوکه داورسره نه منوطبعا له مقاومت پرته
بله لارنشته ،اودمقاومت او اشغال پروخت که مونږ دي پسي وګرځوچي دمقاومت
ترشا څوک اودچا لاسونه دي زمافکريوخودا وختي دي بل خوا يی ګټه اشغالګروته
رسي ،معنی به يی دا وي چي مقاومت به دپرمختګ پرځای شاتګ ته اړشي اود
هيواد اشغال به لا پسي اوږدشي ښه به وي که ديوڅه وخت لپاره مقاومت ترشک
لاندي ونه نيسو کنه نوخپلې پښې به موپه تبر وهلي وي ٠
والسلام
و.افغان
09.04.2009
[quote:057dd62569="عبدالله صابر"]السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب
[quote:057dd62569]خو که چیرته په رښتيا سره طالبان دولس دوهم نوم واي، نو دا جګړه به دومره اوږده شوې نه وه،
ډیر مخکې به اشغالګر مات او له وطن څخه وتلي وو.
نه دا جګړه ملي ده، او نه دورس په ضد جهاد ملي وو، [/quote:057dd62569]
ستاله ليکنې داسي بريښي چي مونږ اوتاسو دولس په تعريف کښ مشکل لرو ،
ياپه بل ډول هرڅوک چيغي وهي چي ولس له ده سره دی ، يعني کرزي ګوډاګئ اداره
دعوی کوي چي اولس دده ترشا ولاړدی اوطالبان وايی چي ولس له مونږ سره دی ،
اوس پوښتنه داده چي د ا ولس څوک دی ؟ او ولس چاته ويل کيږي ؟؟ ستاسوپه اند
ولس څوک دی ؟ کله چي اولس مونږ اوتاسوتعريف کړنوبيامونږ په اسانه پوهيدی
شوچي ايا طالبان د ولس دوهم نوم دی اوکنه ؟؟
اوس که ووايوچي ولس د يوهيواد اوسيدونکوته ويل کيږي نوبياخودکرزي اوطا
لبان دواړو دعوې سمي دي پرته له شکه دکرزي سره دافغانستان خلک ورسره دي او
له طالبانوسره هم دافغانستان خلک دي ، چي په دي ځای کښ بياهم دانه شوه معلو
مه چي ولس له چاسره دی ؟ که خبره داکثريت وي نواکثريت معلومول يی په اوسني
حالاتوکښ ممکن نه دي ، خو اصلي تعريف يی زمافکر دادی چي ولس دافغانستان
هغه غيرتي مخلوق دی چي دهيواد ازادي اوخپلواکې غواړي اود اشغالګرو له خوا
دهيواد اشغال په هيڅ صورت ورته دمنلو وړ نه وي داکه څه هم اکثريت نه وي خود
هيواد اصلي بچيان او ولس ګڼل کيږي ،همدي تعريف ته په پام سره طالبان دولس
دوهم نوم بللئ شو٠
داچي دروسانواو اوس دامريکايانوپه وړاندي مقاومتونه هم ملي نه دی ددي مطلب
خوداشوچي ددي لپاره چي دپاکستان مداخلت اومرستې ويره وه بايد مقاومت نه
وی شوی اوافغانستان روسانوته ديوولايت په توګه پريښودل شوی ،بياچي مقاو
مت وشواوروسان مات شول يوه غلطي وه خواوس چي امريکايانوهيواد اشغال کړ
بياهم مقاومت ونه شي ،هيواد امريکايانوته سوړ پريښودل شي ځکه دپاکستان
لاس وهني ويره ده ، وهاج صاحب داستاليکنې مطلب دی ، خوپوښتنه داده چي ايا
که امريکايان په ارام پريښودل شوي وی اودهيوادځمکې هوا ټول واک ددوی په
لاس کښ پاتي وی نودوی به همدي بسنه کړي وئ ؟؟ يعني بيا خوبه يی نورڅه نه
غوښتل ؟؟ الله جل جلاله خو وايی دغه يهوداونصارا تاسونه ترهغه نه رضاکيږي څو
چي ستاسودهغودين ونه منئ ٠ نوکه نعوذ بالله مونږددوی دين ومنو بياخومقاومت
ته اړتيا نشته همدا امريکايان ښه دي خوکه داورسره نه منوطبعا له مقاومت پرته
بله لارنشته ،اودمقاومت او اشغال پروخت که مونږ دي پسي وګرځوچي دمقاومت
ترشا څوک اودچا لاسونه دي زمافکريوخودا وختي دي بل خوا يی ګټه اشغالګروته
رسي ،معنی به يی دا وي چي مقاومت به دپرمختګ پرځای شاتګ ته اړشي اود
هيواد اشغال به لا پسي اوږدشي ښه به وي که ديوڅه وخت لپاره مقاومت ترشک
لاندي ونه نيسو کنه نوخپلې پښې به موپه تبر وهلي وي ٠
والسلام [/quote:057dd62569]
ښاغلی صابر صاحب:
دولس حقیقي تعریف هر څوک پيژنې، هغه خلک يي هم پيژني چې دولس په نوم دولس ناروا استازیتوبونه کوي، زه به لوستونکو ته دولس دومره اوصاف او ځانګړتیاوې وړاندی کړم، چې له هغې وروسته به دولس دتعریف په اړه ان شاء الله هيڅ دشک او تردیدځاي پاتی نه شي.
ولس هغه څوک دي چې له يوې خوايي په زرګونه وګړی دبي ۵۲ الوتکو تر بریدونو لاندي نيول کيږي، ښادۍ يي په غمونو بدلیږي، زرع او نسل يي تباه کیږي، او له بلې خوا په ځانمرګي بریدونو کې په سلګونه بې ګناه شهيدانیږي، (دهندوستان په سفارت ځانمرګي برید يي یو مثال چې ۲ کسان هنديان او له شپيتو زیات ماشومان او ښځې او په لاره روان بیګناه لاروي په کې له منځه لاړل).
ولس هغه څوک دی، چې له يوې خوا يي ددیموکراسۍ په نوم وينې څښل کیږي، هست يي په نیست بدلیږي، افراد يي له لوږې مړه کیږي، او له بلې خوا يي دلوږې نه دتيښتې په موخه ځوانان ديوه او بل نامه لاندی تر تیغه تيریږي، او دمرګ فیصلي يي دټلفون په واسطه تر سره کیږي، (دلغماني بیوزله ځوانانو وژل يي یو مثال).
ولس هغه څوک دی، چې له يوې خوا يي لورګانې او انجوني دآزادۍ په نوم په لوي لاس دښامارانو له خوا دفحاشۍ او کچنيتوب بازار ته کشول کیږي، دايډز مرضونه ورته په منظم طور انتقالیږي، په هوايي هډو، کورونو، کلو او بانډو کې يي پتونه لوټل کیږي،
او له بلې خوا له خپلو حقه حقوقو څخه محرومیږي، له تعليم څخه محرومیږي، ځورول کیږي، وژل کیږي، دغلطو ظالمو او ناروا روایتونو قربانیږي، يواځې دمخ په ښکاره کولو په قمچينو وهل کیږي، (چې هيڅ شرعي حیثيت نه لري)، ډیرې انجوني او ښځې دیته اړی کيږي، چې په ځانونو تیل واړوي، او ځانته اور ورته کړي.
آیا دځمونږ دوطن علماوو کله هم په ښځو باندې دمسلط ظلمونو په وړاندې غږ او چت کړی دی؟
او که خپله هم په دی ظلم کې پوره پوره شريک دي؟
ولس هغه څوک دی، چې له يوې خوا دآزادۍ داخیستو لپاره يي
سرونو او مالونه ته زیانونه اوړي، په زرهاوو بلکه په لکهاوو کونډې، يتيمان، او معيوبین زيږوي، خو له بلې خوا داسې خواخوږې مشر په لا س نه ورځې، چې دهغه داندکې مریضۍ مریض
پاکستان ته يا بل بهرني ملک ته دوړلو څخه بچ کړي، او په خپل وطن کې يي علاج وکړي.
ولس هغه څوک دی چې له يوې خوا يي دديموکراسۍ په نوم دحق دین آواز په ستونې کې وژل کیږي، او له بلې خوا داسلام په نوم يي حقه حقوق او روا آزادي تر پښو لاندی کیږي.
ولس هغه څوک دی چې له يوې خوا يي اسلامي تعليماتو محصلینو، دشرعي علم طالبانو، او دپاک مبین دین اسلام زده کوونکو ته په سپکه کتل کیږي، دحکومتونو په میزانیو کې هغوي دهمیش لپاره محروم پاتی شوي دي، او له بلې خوا يي دعصري علمونو محصلينو ته دخداي ددین ددښمنانو په سترګه کتل کیږي، سره ددی چې دټولو عصري ضرور علمونو تحصیل داسلام يو جز دی، او په ټولو مسلمانانو فرض کفايي دي، (واعدوا لهم ما استطعتم من قوة).
(ما) دلته نکره ده داستغراق لپاره، نو هر هغه څه چې ستاسی له وسعه پوره وي، له قوت څخه، نو هغه تیار کړئ، خپلو دښمنانو ته .
نبي کريم صلی الله علیه وسلم، هغه وخت ددی آيت داسی تفسیر
وکړ، ألا ان القوة الرمي.
آګاه اوسۍ، يا خبردار، په تحقیق سره ځواک ویشتل دي.
نو نن ویشتل دیته ويل کیږي، چې دیوې تکمې په کيکاږلو سره سره دزرګونو کيلومترو لری مسافه خپل دښمن وویشتی شی، او دی کار او ورته نورو کارونو کې ټولو عصري علومو ته اړتیا ده،
نو شرعي فقهي قاعده ده، ما لا یتم الواجب الا به فهو واجب.
هر هغه څه چې له هغې پرته واجب نشي ترسره کیداي، نو هغه هم واجب دی، ځکه خو زه دخپلو هموطنانو لپاره بلکه دټولو مسلمانانو لپاره دعصري علومو زده کړه فرض بولم.
باید دمدرسی او مکتب فاصلی نورې ختمي شي، ځکه دواړه ديوه هدف لپاره مختلف سنګرونه دي.
نو طالب که رښتيا في سبیل الله جهاد کوي، او ځمونږ ګمان پری ان شاء الله همداسی دی، نو ددی جهاد ثواب دی په دنیا نه غواړي، بلکه دا دی دالله جل جلاله څخه وغواړي، باید په دولت کې هر منصب خپل حقدار ته وسپاري، او داسلام دشرعي علومو دخپرولو لپاره دی خپلې هڅې لکه دايراني آخوندانو په څير ګړندۍ کړې، او نور دی پریږدي چې په خپلو سنګرونو کې په چټکتيا سره خپل کارونه روان کړې، تر څو په دی وتوانیږو چې کم نه کم دملعون خميني دبچو سيالان خو جوړ شو که نه، دهغوي ارادې خو مونږ ته ډیری خرابی دي.
پاتی دا خبره چې دمقاومت دغلطيو په اړه اوس خوله پټه ونيسو، نو دا خوله پټه نیول به ځمونږ يو در د هم دو انه کړي، نه غواړو چې دمخکینۍ جګړي پايلې بیا تکراری شي، مقاومت او جګړه هر څوک کولی شي، آسان کار دی، خو دمقاومت دثمری ساتل خورا سخت کار دی، او ددی ساتلو لپاره پوهو مسلکي خلکو ته اړتیا لیدل کیږي، چې طالبانو کې دا وړتیا نه تر سترګو کیږي.
ګوره صابر صاحب: که چیرته اوسنې مقاومت دزور او جبر لاره ونيسی، او یوه دیکتاتوري رامنځ ته کړي، صحي ده چې ديوه څه وخت لپاره به په دی وطن زور واکه حکومت وکړي، خو يقين لرئ
چې داسی حالت به رامنځ ته شي، چې ددی وطن خلک به
دار نګه دیکتاتور حکومت ته لاس واچوي، چې پایلې به يي ډیری
خرابی وي، بیا به په دی وطن کې دهيڅ رنګه ملا اوطالب لپاره
ځا ي نه وي پاتی، تاسو ته ژوندۍ مثال درکوم، ترکيه وګورئ،
اسلامي خلافت وګورئ، چې په څه بدل شو، حالات ستاسو مخ کې پراته دي، داسلامي خلافت دسقوط لوي عامل دا په ګوته کیږي، چې په تصوف کې دومره غرق لاړل، چې عصري علومو ته يي مخه کول بیخي هیر شو، او یو ناساری تخلف په هیواد کې رامنځ ته شو، خو په خوا کې يي اروپا کې علمي نهضت ډیر په چټکۍ روان وو، دا ددی لامل شو، چې دترکيا خپل بچي داسلامي خلافت په ړنګولو لاس پوري کړې، چيلنجونه ځمونږ په وړاندی خورا زیات دي، که په دی ونه توانیږو، چې خپل کور جوړ کړو، دوه لسیزې وروسته به دخوږو اوبو دجګړی میدان هم افغانستان وي.
دومره به بس وي.
والسلام علیکم
عبدالله صابر
09.04.2009
السلام عليکم
وهاج صاحب
ځيني وړاند يزونه دسم دي خوپه ځينوځايونوکښ بيادتبليغاتو اوپروپاګنډ و ښکار
شوي يی له همدي امله احساساتي غوندي ښکاري ٠
Ghairat
10.04.2009
ټولو ددنو لوستونکو او لیکونکوته سلامونه او درناوی!
زما هغوورونو چې د طالب غورځنګ پلویان دی !
له طالبانو څخه ولس غوښتنې لري اوهغه باید مونږ ددې له پآره وړاندې کړو چې د ولس او طالب تر منځ نږیوالی رامنځته شي ،خومتاسفانه هره غوښتنه او پوښتنه یا تنقید چې طالب ته متوجه کیږي، تاسې یې له طالب سره دوښمني او اشغلګرو سره مرسته انګیرئ !
وګورئ په دا دومره لیکنوکې صرف د هیښ صیب په لیکنه کې دا څو ټکي په زړه پورې لیدل کیږي چې وايي :
[quote:fb4c33fcb9]داډیره ښه خبره ده چه طالبان خپل کړه وړه او اعمال دوولس په غوښتنه او سپارښتنه سرته رسوي او ترهغه چه طالبان او دمقاومت نور جریانونه دې اصل ته یعنی دخلکو دغوښتنې او ماموریت اصل ته وفاداره او متعهد وي ،هر عمل او کردارئې مشروع او دقدر وړ دئ . [/quote:fb4c33fcb9]
خو پام وکړئ چې هیښ صیب یوه آړینه ، د هیواد له هر له مشرتابه سره لاینفک تړلې حتمي او ضروري غوښتنه په نرمه ستاینیزه لهجه وړاندې کړې،خو ددې غوښتنې اړنتیا، حتمیت ، ضرورت اود قدرت لاینفک معیاریت یې باید د لعلونو غوندې د تصادفاتو، بی پروايۍ ، سیاسي ناغړۍ او ناوړوګټو په ایروکې له پامه ورک نشي!
دا تر اوسه پورې چې ځینې ورونه دلته د ملي اسلامي ولسواکو لیکونکو په توګه همدغه چغې وهي چې هیښ صیب په پورتنی شکل وهلي، ولې نه اورېدل کیږي اوولې دغسې اړینې غوښتنې او پوښتنې د بهرنیانو په ګټه انګیرل کیږي ؟ آیا طالب غورځنګ دومره بشپړ او بی تیروتنو دی او یا وو چې هېڅ ګوتنیونه
نشي منلی ؟
وګورئ هیښ د طالبانو او هر بل مقاوت مشروعیت د کوم اصل پورې تړلی :
[color=white:fb4c33fcb9]« ترهغه چه طالبان او دمقاومت نور جریانونه دې اصل ته یعنی دخلکو دغوښتنې او ماموریت اصل ته وفاداره او متعهد وي ،هر عمل او کردارئې مشروع او دقدر وړ دئ »[/color:fb4c33fcb9]
[color=red:fb4c33fcb9]یعنې که دخلکو دغوښتنو او ماموریت اصل ته وفاداره او متعهد وي ، بیا یې هر عمل او کردارئې مشروع دی، او که دخلکو دغوښتنو او ماموریت اصل ته وفاداره او متعهد نه وي بیا مشروعیت نه لري![/color:fb4c33fcb9]
نو اوس تاسې راته ووایاست چې دا ملي اسلامي ولسواکي نه ده ؟
آیا تر اوسه پورې طالب مشر تابه یوټڼکی هم داسې څرګند کړی چې مونږ د پخوا په نسبت دومره تغیر کړی چې د اسلام اوملتپالنې مطابق ولسواکي منو؟ اونه یواځې منو یې بلکې ملي اسلامي ولسواکي پلې کوو ! (؟؟؟؟)
خو بدبختانه ددوی خوله په ولسواکۍ نه خوځیږي !
هیښ وړاندې لیکي اوتاسې ور ته رابولم چې دا لاندې ټکي راسره په ډیره ځیرنه او ژوره توګه وڅیړئ :
[quote:fb4c33fcb9] مګر په دې خبره هم ځان پوهول ضروردي چې دملت غوښتنې او سپارښتنې دشرایطو او زمان سره تغیر کوي او دکوم ماموریت له پاره ئې چې چاته وظیفه ورکړې ده هغه دائمي او غیر محدوده نه ده .[color=blue:fb4c33fcb9]که دوولس شرایط پوره نه شی او یا غوښتنې يې ونه منل شی ،نو دمسؤلیتو د سپارلو حق ئې دوولس سره محفوظ دئ [/color:fb4c33fcb9][color=white:fb4c33fcb9]او پوره صلاحیت لری چه نورڅوک دنوي ماموریت او وظیفې دپاره مؤظف کړی او یا پخوانئ تمدید کړي [/color:fb4c33fcb9][/quote:fb4c33fcb9]
ستاسې د غبرګون په هیله !
Lotfollah
10.04.2009
د بحث ګډونوالو سلام علیکم!
[quote:c5fd02cb9c]طالبان د ولس دوهم نوم دی[/quote:c5fd02cb9c]
عبدالله صابر صاحب زه ستاسو نظر تائیدوای نشم چې طالبان د ولس دوهم نوم وي! ښایی طالبان د یوې وړې لږکۍ استازي وي خو سمه نده چې طالبانو ته د ولس دوهم نوم ورکړوو. د افغان ولس اکثریت طالبان نه غواړي!
سره د ټولو موجودو ستونځو او نا خوالیو د افغان ولس قاطع اکثریت د خپل موجود نظام سره دی . افغان ولس د حکومت پر کړنو او نیمګړتیاو نیوکې او شکایتونه کوي او د هغه داصلاح کولو په هڅه کې دي خو دا د دې معنی نلري چې افغان ولس دا نظام نغواړي! د دې ادعا ډېره ښه بېلګه د ولسمشرۍ راتلونکو ټولټاکنو ته د ولس لیوالتیا ده. همدا اوس د ۱۷ میلیونو نه د شرایطوواجد زیات افغان نر او ښځه خپل نومونو ثبت کړي او د رایو ورکولو کارتونه یې تر لاسه کړي دي. یواځې دا پخپله ددې ثبوت دﺉ چې طالبانو ته د ولس دوهم نوم ورکولای نشو.
په درنښت
pattang
10.04.2009
دبوش لمسيه !
دروغ ولې وايې ? کوم نظام مذدور نظام? ، له بېکارو او اجنټانو ډک نظام ٠?
هغه اولس چې د دې مذدور او اجنټ نظام له شا دريږي دايوځلې ندی هغه
اولس څووارې په پردويو پسې منډې وهلې او خپل مسير يې مادي تابع ده او نه
معنوي ٠
دواقعي پاک اولس لمړۍ وظيفه اسقلال او ازادي دي چې اوس يې نلري نو لدي
کبله نوم سبتول او رايې ورکول يواځې ارتجاعي داربازي ده٠
دمذدور مذدوري يواځې دون همتي ده٠
[quote:a9314bd8d1="Lotfollah"]د بحث ګډونوالو سلام علیکم!
[quote:a9314bd8d1]طالبان د ولس دوهم نوم دی[/quote:a9314bd8d1]
عبدالله صابر صاحب زه ستاسو نظر تائیدوای نشم چې طالبان د ولس دوهم نوم وي! ښایی طالبان د یوې وړې لږکۍ استازي وي خو سمه نده چې طالبانو ته د ولس دوهم نوم ورکړوو. د افغان ولس اکثریت طالبان نه غواړي!
سره د ټولو موجودو ستونځو او نا خوالیو د افغان ولس قاطع اکثریت د خپل موجود نظام سره دی . افغان ولس د حکومت پر کړنو او نیمګړتیاو نیوکې او شکایتونه کوي او د هغه داصلاح کولو په هڅه کې دي خو دا د دې معنی نلري چې افغان ولس دا نظام نغواړي! د دې ادعا ډېره ښه بېلګه د ولسمشرۍ راتلونکو ټولټاکنو ته د ولس لیوالتیا ده. همدا اوس د ۱۷ میلیونو نه د شرایطوواجد زیات افغان نر او ښځه خپل نومونو ثبت کړي او د رایو ورکولو کارتونه یې تر لاسه کړي دي. یواځې دا پخپله ددې ثبوت دﺉ چې طالبانو ته د ولس دوهم نوم ورکولای نشو.
په درنښت[/quote:a9314bd8d1]
و.افغان
11.04.2009
[quote:b2f02dc0cf="عبدالله صابر"]السلام عليکم
وهاج صاحب
ځيني وړاند يزونه دسم دي خوپه ځينوځايونوکښ بيادتبليغاتو اوپروپاګنډ و ښکار
شوي يی له همدي امله احساساتي غوندي ښکاري ٠[/quote:b2f02dc0cf]
عبد الله صابر صاحب:
احساساتي نه يم، خو دخپل ځوريدلې، کړيدلې، له پښو لويدلې، او له هر رنګې سيالۍ
غورځیدلې ولس مجبورۍ مې اړکوي، چې يو څه وليکم.
پوهیږم چې اوس مونږ دمقاومت په حال کې یو، دارنګه حقائق په ګوته کول په ډیرو ترخه
لګیږي، خو ډیر کله دمریض لپاره ترخه دوا تر نورو ټولو دوایانو زیاته ګتوره وي.
صابر صاحب: دطالب په مخکنۍ دوره کې اګر چې ځما سن وسال کم وو، خو بیا يي هم
دخپلې لیدنې او معلوماتو له مخې ارزولې شم، زه ورته دولت نشم ويلاي، بلکه يو
آشري کار وو، نه نظم وو، او نه ديسپلين، بس انډيوالۍ وې، دفلاني ملا آخوند صاحب
او دهغه دملګرو ګاډۍ، دفلاني ملا آخوندصاحب او دهغه دملګرو کوټه يا خونه،
دعلماوو حکومت وو، شپږو کلونو کې کم نه کم دوي کولاي شو چې دشرعي علومو لوي
لوي مشاريع (پروژې) تر سره کړي، که ددوي وسعه نه وه، زه په دې یقین لرم، چې خلیج
ورسره دایران له ضده دا کار ښه په خوشالۍ کولاي شو، خو په دی شپږو کلونو نه دا چې
مونږ يو دنيوي پرمختګ لیدلې شو، بلکه دديني پرمختګ يو بڅرکې مو هم نه تر سترګو
کیږي، کم نه کم کولاي شو چې دتکړه لیکوالانو په ذریعه تفسیرونه وژباړي، امهات کتب
السنة وژباړي، ديني عربي کتابونه فارسي او پښتو ته وژباړې، خلکو ته دین بیان کړي،
خو په ثقافي او فرهنګي جانب کې مو هيڅ نه تر سترګو کیږي، پرته له يوو څو مدرسو چې
په هغو کې هم هغسی منهج يا نصاب چلیده، چې ګنګس موليان تولیدول، چې نه ددين په
درد خوړل کیدل او نه ددنیا، په دې باب کې له مونږ په څو چنده ايراني آخوندانو میدان
وړی دی، بلکه مونږ نسبت هغوي ته په نشت برابر وو.
دا اسباب وو، چې دطالبانو له سقوط څخه وروسته په عامو خلکو دطالب حکومت کوم
تربيوي أثر پاتې نه شو، يواځې دګيرې اثر وو، چې هغه يي هم له مينځه يوړ، کوم چې
په جبري توګه په خلکو منل شوې وو.
خو بیا هم هغه وخت کې يو شمير هوښيار مشران خلک موجود وو، چې يو څه خبرې ورسره
کيدلې شوې، اګر که په مجموعي توګه يي واک يا زور نه لره، خو اوس حالات له مخکې
ډير خراب په دی دي، يو خو دا چې مخکينې مشران نشته دي، بلکه دپاخه عمر مشران
په کې ډیر کم يا په نشت برابر دي، ملا او طالب دواړه بیل مصطلحات ګرځيدلې دي، بلکه دملا او طالب
تر منځ دښمني ده، نو طالب جنګيالي چې اکثره يي تنکي بې علمه بې پوهې ځوانان دي، دشپاړلسو شلو او دوه ويشتو تر منځ وي، بيخي په ملا يا مشر هم رايه نه وهي، دمشر خبرې ته غوږ نه نيسي،
او نه دنصيحت منل پيژني، خو په څه يي چې وسعه وشوه، يا يي ورته شیطان کوم کار
ښايسته کړي نو ورباندې ورهۍ کړي، او يا ورته عاجله دجاهلو شرعي محکمه عیاره
کړي، او خپله فیصله وکړي.
نو که ددطالبانو موجوده مشران په رښتيا سره دحکومت چلول غواړي، دی کړيدلي ولس
ته يي امن او شريعت راوستل موخه وي، نو ددې مشکلاتو دمخنيوي لپاره دی له اوس
څخه کلک کار پیل کړي، او که نه نو پایلې به يي ډیرې تياره وي.
هو که مخکنۍ ياد شوې حالت برابر نه شي، نو طالبان که دا پيره بیا رازي نو ډیر په غرور به راځي، په داسې غرور چې خپل مسؤوليتونه به ټول شاته وغورځوي، او يواځې په
همدې ویاړ به بسنه کوي، چې ختيځه امپراطورۍ مو هم له مينځه یوړه، او داده غربي
امپراطورۍ مو هم له مينځه یوړه، نو که يو نو همدا مونږ يو، ځکه خو دا تمه نشي کیدې
چې طالب به دخپل مخکينې پړاو څخه عبرت اخیستې وي.
په درنښت
عبدالله صابر
11.04.2009
السلام عليکم
لطف الله خانه دي ته وايی مبالغه ، اولس مليونه خلک خوپه افغانستان کښ نشته
بياپه داډول شرائطوکښ چي له ښارونوپرته په اطرافوکښ خو داکارتونه څوک نه
پيژني بيا د اوه لس مليونه يی له کومه شول،بل پلوکه ستاخبره سمه هم وي بياهم په
دي معنی نه دی چي خلک ټول رايه ورکول غواړي بلکه اولس اړکيږي چي ځانو
نه ثبت اودرايوکارتونه جوړکړي کنه نودبګرام زندان دڅه لپاره ده ؟
يعني يابه کارت اخلي اويابه طالب ټاپه درباندي لګي ،که داسي نه وي ايا داد او
لس مليونوخلکوسپکاوئ نه دی اوهغوی ناپوه ګڼلوڅخه نورڅه دي چي دوی تراو
سه په دي نه پوهيږي چي داشغال په صورت کښ ددوی رايی هيڅ ګټه نه لري يواځي
په سمبوليک ډول ورڅخه کاراخيستل کيږي ، ايا دا ممکنه ده چي ددوی په رايه د
يوڅوک وټاکل شي ؟؟ اوکه ممکنه وي بياولي کانديدان ترټولولومړئ دامريکا
لاسليک پسي لالهاند دي اودامريکاسفارت ميلمنه کيږي ؟؟ ايا دا اولس ميليونه له لاندي مطلب څخه نه دي خبر ؟؟؟ ايادوی نه پوهيږي چي که دوی چاته رايه
هم ورکړي خوچي دامريکا ګوډګيتوب پوخ ثبوت ورنه کړي اوامريکا يی خوښ نه
کړي هغه به هيڅکله هم ددوی په رايو ونه ټاکل شي ؟؟؟
بينوا
[color=red:1d6799e1ae]پرون دافغانستان راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو ته دری کاندیدانو هر یو ښاغلي اشرف غني احمدزي ، ډاکټر عبدالله عبدالله ، او انوارالحق احدي یو ځای د امریکا په سفارت کي د امریکا د مشرانو دجرګې د غړو سره وکتل . ددغه لیدني نور جزیات رسنیو ته ندي وړاندي شوي خو د کارپوهانو په وینا چي دغسي لیدني د هیواد په سیاسي معملو کي ډیري بدي تمامي شوي دي ځکه مخکي هم چي هر ځل د مختلف الزاویه حریفان چي هر ځل پر یوه چوکۍ سره کښنستلي پایله ئې د همدي ملت په ارمانونوسودا راختلې ده .
دافغانستان د سیاسي چارو شننکي په دې باور دي چي دډیرو پښتنو کاندیدانو را مختکیدل هم د هیواد داکثریت قوم پښتنو په وړاندي دیوډول توطئې په معنا ده چي په لوی لاس غواړي له دې لاري د پښتنو اکثریت رائې پر څو برخو وویشي او اقلیتونه په خپله تر بري پوري ورسوي .[/color:1d6799e1ae]
وهاج صاحب
ستادوا نه ترخه ده اونه خوږه يواځي په اوس وخت کښ تخريبونکي ده چي په اصل
کښ لويی بلاته دمه اوکوچنئ بلاته دخلکومتوجه کول دي ، په طالبانوکښ چي څه
ته تاسوګوته نيولي هغه يواځي ددوښمن پروپاګنډ اوتبليغات دي اوکه وي هم د
ځينواشخاصوغلطئ اوتيروتني دي چي عموماپه ټولوطالبانو نه شي قياس کيدی
که دطالبانوتيروتنواو اشري ياجبري کارونوته متوجه کيږونوداخويواځي طالبان
نه دي بلکه د افغانستان په تاريخ کښ داسي حکومت نه دی راغلئ چي لوی لوی
غلطئ يی نه وکړي تش دغلطيوپه شکل به توپير وي نور دظاهرشاه نه را ونيسه تر
اوسه کوم يو يی داسي دملت په غم درديدلئ کوم يو يی د ملت غوښتنوته پام کړئ
خوهمغه دفيشن اوليوني کيسه ده ،هرحکومت له طالبانولوی غلطئ لري خودطا
لبانوغلطئ په لوی غټيږي اوباربارياديږي ځکه بي انصافه نړئ ورسره ظلم کوي
تبليغاتي ميډياددوی په لاس کښ دی ٠
والسلام
ghareebdost
12.04.2009
وهاجه ته يقنا كم عمره,يي !
ځكه خو د يهودي ميډيا بابولالي به پټه خوله بدرګه كوي,په سياست كي هم ماشوم يي,
ته يوځل دهيواد له بي چاره ولس نه له نږدي پوښتنه وكړه,چې دراغلو يهودانو له خوا هره ورځ ستا له غريب ولس سره څه كيږي؟؟؟
ستاله عقيدې سره څه کيږي؟؟؟
ستا له پښتني اوملي غيرت سره څه کيږي؟؟؟
په باګرام کي پښتني ميندي دامريکايي عسکرو له خوا شکنجه اوبې عزته کيږي,يوازي داسلام پالني دسپکاوي په نيت,
ايا هغوي ته خپل ننګ نه ګڼي؟؟؟
ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بليږي,خلګ له ښې ورځي دطالبانو حمايت نه کوي,خو ددوي دبديل په توګه نوردسړي زامن نسته,يوازي دوي دي چې له دومره سترکفري ايتلاف سره په تش لاس حيرانونکي مقاومت کوي,
تاسوفرمايلي چې که مقاومت رشتينی وي.نو اوس به کامياب شوی وای>
داخو دي ډيرعجب استدلال کړی!!!
وای مړه ګيډه پارسي وايي,ته دمقاومت اوجګړې له زوره څه خبريي؟
دا زور هغه چاته معلوم دي چې په تشه ګيډه،تشولاسونو يي دټولي نړۍ کفري يرغل ته دغرو څوکي نيولې,,,
دا دجامعې غوړه ډوډۍ اومياشتني معاش نه دی!!!
دطالبانو پر تير دور ديهودي ميډياپر مکررو,سوليدليو انتقادونو,دشخوند وهلو وخت نه دي,
خبره دنني مسلمان مقاومت,اونړيوال کفري يرغل دي,
که دچا ديهودانو سره واقعي قلبي کرکه وي نودهغه قلم اوژبه به ددي مقاومت په حمايت کې وي ...
په سفرکې يم په ماوس مي ليکل وکړل
و.افغان
12.04.2009
[quote:8a9af4769d="ghareebdost"]وهاجه ته يقنا كم عمره,يي !
ځكه خو د يهودي ميډيا بابولالي به پټه خوله بدرګه كوي,په سياست كي هم ماشوم يي,
ته يوځل دهيواد له بي چاره ولس نه له نږدي پوښتنه وكړه,چې دراغلو يهودانو له خوا هره ورځ ستا له غريب ولس سره څه كيږي؟؟؟
ستاله عقيدې سره څه کيږي؟؟؟
ستا له پښتني اوملي غيرت سره څه کيږي؟؟؟
په باګرام کي پښتني ميندي دامريکايي عسکرو له خوا شکنجه اوبې عزته کيږي,يوازي داسلام پالني دسپکاوي په نيت,
ايا هغوي ته خپل ننګ نه ګڼي؟؟؟
ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بليږي,خلګ له ښې ورځي دطالبانو حمايت نه کوي,خو ددوي دبديل په توګه نوردسړي زامن نسته,يوازي دوي دي چې له دومره سترکفري ايتلاف سره په تش لاس حيرانونکي مقاومت کوي,
تاسوفرمايلي چې که مقاومت رشتينی وي.نو اوس به کامياب شوی وای>
داخو دي ډيرعجب استدلال کړی!!!
وای مړه ګيډه پارسي وايي,ته دمقاومت اوجګړې له زوره څه خبريي؟
دا زور هغه چاته معلوم دي چې په تشه ګيډه،تشولاسونو يي دټولي نړۍ کفري يرغل ته دغرو څوکي نيولې,,,
دا دجامعې غوړه ډوډۍ اومياشتني معاش نه دی!!!
دطالبانو پر تير دور ديهودي ميډياپر مکررو,سوليدليو انتقادونو,دشخوند وهلو وخت نه دي,
خبره دنني مسلمان مقاومت,اونړيوال کفري يرغل دي,
که دچا ديهودانو سره واقعي قلبي کرکه وي نودهغه قلم اوژبه به ددي مقاومت په حمايت کې وي ...
په سفرکې يم په ماوس مي ليکل وکړل[/quote:8a9af4769d]
غریب دوست صاحب:
احساساتي کيږئ مه، که مو په احساساتو ميدان ګټل شواي، نو ډیر دمخه به مو ګټلاي
واي، سفر کې هم يي، او غوصې هم کوي، خداي دی په خیر منزل ته بې خطره ورسوه.
ځکه خو درنه ګیله نه کوم، چې زما خبره مو تحریف کړی ده، ما داسې نه دي ويلي،
چې مقاومت ريښتينې نه دی، او نه مې دمقاومت دريښتينوالې په اړه شک يا تردید
کړې دی، زما چې څومره وسعه شوې، هغومره مې دمقاومت تأييد کړې، او سپيڅلتياوې
مې په ګوته کړي.
البته دا مې ويلې دي چې نه مخکنې جهاد ملي وو، او نه اوسنې مقاومت، بايد دملي کيدو
هڅه يي وشي، که نه نو پايلې به يي دمخکې غوندي وي.
دامريکي ماتول ځمونږ غټه کاميابي نه ده، ځمونږ غټه کاميابي دا ده چې داشغالګر له ماتولو
وروسته په دې کامياب شو، چې قوي مستحکم په اسلامي مترقي اصولو ولاړ دولت
رامنځ ته کړو، داسې نه لکه دمخکې په څیر زمونږ دټولنې روغ خلک يو يو دپرديو له خوا
دکابل او نور افغانستان په دننه کې په نښه شي، او له مینځه يوړل شي، خو طالب ځوان
دی ترې خبر هم نه وي، ځکه چې هغه ددی جوګه نه دی چې دوطن ګټه اوتاوان وپيژني.
غریب دوست صاحبه: زه دمقاومت په اړه دميډياوو خبرې نه تعقیبوم او نه پرې ايمان لرم،
هغه څه وايم چې خپله مې يا ليدلي، يا حس کړي دي.
زه يوه دا هيله او آرزو لرم، چې له جګړې وروسته دومره حالات مساعد شي، چې ځمونږ
پوهه او مسلکي خلکو ته دافغانستان په دننه کې دژوند کولو، او خپل وطن ته دخدمت
کولو زمينه مساعده شي او بس.
او ددې زمينې دمساعدولو پيل له اوس نه اړين دی، او که نه غریب دوست صاحب، والله
که ستاسو غوندې غریب سړې هم په کې ژوند وکړي، که چیرته په رښتيا درسره دوطن دجوړیدو، پرمختلو، او کم نه کم دايران او پاکستان سره يي دسيال کیدو سوچ اوسي؟،
يا دی غوښتل چې ددين او دنيا سره يو ځاي وطن کې واوسيږي؟
خو که چیرته
ديوه دښمن څخه دخلاصیدو وروسته دبل دښمن درحم لاندې راتلل درته روا ښکاريدل،
او دايراني آخوندانو او تور مخو منافقينو په پيغورونو دی هم غوږونه مړه اچولې شول،
او دوطن ددری لسیزو دکونډو يتيمانو، او معيوبینو په سرنوشت دی سترګې پټولې
شوې، او له ځان پرته دی نور هيرولې شول، نو هو، بیا کولاي شې، چې خپله زنده ګي برابره کړي.
ما ته مو چې څه پوښتنې مخامخ کړي دي، مهرباني وکړئ، له ځان څخه يي هم وکړئ،
زه که څه لیکم، نو هره لیکنه دهمدغو پوښتنو په وړاندې دمسؤليت له مخې کوم.
مرګ دي په په اشغالګرو، داشغالګرو په لاسپوڅو، او دوطن په سورمخو، او تور
مخو دښمنانو.
په درنښت
رښتینی
12.04.2009
.
.
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
لکه څومره چی دمقاومت حمایت اوملاتړ ضروری ده
له ی زیات باید دمقاومت اصلاح ته متوجه وه اوسواو
که تاسو وایﺉ چی دا کار باید په نه افشا کیدونکی
اوسری توګه ترسره کړل شی زه وایم داسمه نده
ځکه همدی مضر مصلحت زموږډیر علماء په درباریانو
اړولی دی دتستر او مصلحت بدی پایلی مشاهده شوی
دی حضرت عمر رضی الله عنه ته دلویی غونډی په منځ
کی یو صحابی وایی چی تاسو دغنیمت دووه څادرونه ولی
کارولی دی نو زموږ ملا صاحبانو او دمقاومت غړو ته هم
که له هری لاری دهغوی کړمی په نښه شی دابه شرعا هیڅ
ستونزه ونلری او که دمصلحتونو په خوړین جال کی راګیر
شو نو بیا به په دی تورڅادره کی ډیر ی خوړجنی څیری پټی
شی او په تاسف سره به بیادا عذر لنګ تکرارووچی په
طالبانو کی هرډول خلک ننوتلی وو خو داخبر بیا بی ګټی ده
.
په مینه
ghareebdost
12.04.2009
حامدصيب په ډيروليكنوكي,ما ويلي,چې طالبانوهم نيمګړتياوي لرلې او هم اصلاح ته اړتيا لري
خو ايا دهغوي مقاومت دروغ ګڼل اويا دهغوي قربانۍ ته دشك په ستر
ګه كتل اوپرضد يي بي دريغه قلم اوچتول به كومه اصلاح وي؟؟؟
دابه اصلاح وي اوكه ديهودي يرغل غيرمستقيم ملاتړ؟؟؟
ايا ته پخپله دځان لپاره داډول توهينونكې لهجه داصلاح په توكه زغملي شي؟؟؟
دمضر احتياط اومصلحت په خبره دي پوه نشوم!!!
تردي به سترمضر احتياط بل كوم يو وي,چې يوازي په دي موخه څوك صليبي يرغل نه غندي,چي بيا به راته څوك بي طرفه نه وايي اويابه مي غرب پال اوملت پال نه استقبالوي؟؟؟
يوشميرخلګوچې پرون يي دطالب صف نيولي و,نن يي غرب پالو او ملت پالو سره په ګډه دمقاومت پرضد ډول غاړي ته اچولي,ځكه چې نن دغه خوا پسته ده,او دمقاومت حمايت ستره قرباني اوغيرت او اخلاص غواړي,
هركس او ناكس په دي سختو شرايطوكي دطالب حمايت نشي كولي!؟
كه موږله دشمن سره په كډه له يوه مورچل نه په طالب ګذار كوو لهجه او نظريه مو هم ورته وي او بيا نوم داصلاح وركوو نو دي ته هيڅوك هم اصلاح نشي ويلي,
بلكي دادصلبيانو غيرمستقيمه ننګه ده. كه ستا اراده وي اوكه نه...
په هيواد هراړخيزيهودي يرغل روان دي،تاسونن له نظرباسي دسبا خبري کوي,
له يقينياتومخ اړوي دممکناتو خبري کوي,
اياتاسو دادنني خطرناک يرغل مخنوي بې اهميته ګڼئ؟؟؟
که داسي وي نوبيا شف شف څه ته واياست؟
په ښکاره دصليبي يرغل ملاتړ اعلان
کړئ؛
طالب پريږدئ چې په نره مقاومت وکړي؟
خدای پامان
په سفرکې يم
په ماوس همدومره ليکل راته ممکن و...
watanmal
12.04.2009
ورسته له سلامونو څخه
غريب دوست صيب په ګوتو دى بركت شه زما د زړه خبرى دى كړى. د مريض علاج د
هغه وژل نه دى بلكى تدوائى ده ، [color=green:7a624fd072] خو مريض ته هيڅوك دوا د سوكانو او څپيړو په ملتيا نه وركوى.[/color:7a624fd072]
د مقاومت څخه د بعض ليكوالانو بعضى غوښتنى د جنګ په حالاتو كى پوره كول ئى
هيڅ ممكن نه دى ،كله چى ددوى بعضى غوښتنى ولولم نو پوهيږم چى دغه وروڼه
د مقاومت كونكو له حالاتو څخه هيڅ معلومات نلرى ، د هيواده لرى يواځى
د دښمن په ميډيا تكيه كونكى دى ، او دوى پدى پوهيږى چى د صليبيانو په مقابل
كى مقاومت د اور پرتوګ دى اغوستلو ته ئى ډير كم خلك زړه ښه كوى.
د[color=darkblue:7a624fd072] ډيرو اعتراضونو كونكى څخه كه غوښتنه وكړى چى صيب را ميدان ته شه
د مقاومت خندق كى ودريږه بيا ددوى غلطى ورته په ګوته كړه ،[/color:7a624fd072] فكر نه كوم چى
د اروپا په نرمه هوا او نرم خوراك او څښاك لوى شوى دى ، د افغانستان د غرونو
زيږه بادونو او سخطو خواركونو ته زړه ښه كړى. كه دا صاحبان وايى چى وينه تاسى
وركړۍ كړۍ ، قربانى وركړى ، خپل بچى يتيمان كړۍ، د هجرت او زندان سخطى
تيرى كړى ، چى كله مو صليبيان وه ايستل بيا نو مونږ ته حكومت راپريدى چى د
صليبانو د غيږو څخه راښكته شو او د ملت په سر نويش لوبى وكړو. چى كله مو
هر څه سره ولړل بيا به د صليب وفادراۍ په وجه د صليب تر سورى لاندى كينو.
[color=white:7a624fd072]نو اى د صليب له غيږى څخه په افغانى مقاومت ډزى كونكو كه په ريښتيا د
افغانانو غم خوړونكى ياست راشۍ د مقاومت په خندق كى ودريږى او ددوى
نيمګړتيا پوره كړۍ ، د غلطيو اصلاح ئى وكړى ، هغه غمونه او تكليفونه چى
مقاومت كونكى ئى تيروى ځانونه ورسر شريك كړۍ نو بيا به تاسى ته هم معلومات
وشى چى په اوسنى حالاتو كى څه كول ممكن دى او څه ناممكن دى.[/color:7a624fd072]
[color=darkblue:7a624fd072]
چاپيريال كه دې په حق وي
----------------------- نو په رنګ د چاپېريال شه
او كه نه حق ته يې سم كړه
----------------------- مټې ونغاړه مټيال شه[/color:7a624fd072]
=== مټيال = مټ كوونكى كله تويال ، هلى ځلى كونكى.
په مينه
وطنمل
عبدالله صابر
12.04.2009
السلام عليکم
ښاغلئ غريب دوست او ښاغلئ وطنمل صاحب
ښاغلئ غريب دوست
[quote:26b3f76eea]هركس او ناكس په دي سختو شرايطوكي دطالب حمايت نشي كولي!؟
كه موږله دشمن سره په كډه له يوه مورچل نه په طالب ګذار كوو لهجه او نظريه مو هم ورته وي او بيا نوم داصلاح وركوو نو دي ته هيڅوك هم اصلاح نشي ويلي,
بلكي دادصلبيانو غيرمستقيمه ننګه ده. كه ستا اراده وي اوكه نه...
په هيواد هراړخيزيهودي يرغل روان دي،تاسونن له نظرباسي دسبا خبري کوي,
له يقينياتومخ اړوي دممکناتو خبري کوي,
اياتاسو دادنني خطرناک يرغل مخنوي بې اهميته ګڼئ؟؟؟
که داسي وي نوبيا شف شف څه ته واياست؟
په ښکاره دصليبي يرغل ملاتړ اعلان
کړئ؛
طالب پريږدئ چې په نره مقاومت وکړي؟ [/quote:26b3f76eea]
له هراړخه په تول پوره ځواب دی اوهمدومره کافي ده
اوښاغلئ وطنمل صاحب
[quote:26b3f76eea]د اروپا په نرمه هوا او نرم خوراك او څښاك لوى شوى دى ، د افغانستان د غرونو
زيږه بادونو او سخطو خواركونو ته زړه ښه كړى. كه دا صاحبان وايى چى وينه تاسى
وركړۍ كړۍ ، قربانى وركړى ، خپل بچى يتيمان كړۍ، د هجرت او زندان سخطى
تيرى كړى ، چى كله مو صليبيان وه ايستل بيا نو مونږ ته حكومت راپريدى چى د
صليبانو د غيږو څخه راښكته شو او د ملت په سر نويش لوبى وكړو[/quote:26b3f76eea]
وايم دنښې منځ دويشتئ
خوداصلاح مصلاح ياده ولو وروسته راته داايت شريف ذهن ته ر اغلو، نه پوهيږم
چي دموضوع سره به څومره تړاو لري ،
واذا قيل لهم لاتفسدوافی الارض قالوانمانحن مصلحون
دښاغلي غريب دوست خبره يوځل بيا
[color=blue:26b3f76eea]په هيواد هراړخيزيهودي يرغل روان دي،تاسونن له نظرباسي دسبا خبري کوي,
له يقينياتومخ اړوي دممکناتو خبري کوي, [/color:26b3f76eea]
ghareebdost
12.04.2009
دروند صابره!او وطنمل صيب درناوي!ډيره مننه!!!
زړه مي په دې درد وكړ چې
عجيبه خبره ده دنړيوال يرغل اوګوډاګي رژيم ستايونكوملايانو ته به درباريان نه ويل كيږي,اودمظلوم طالب په حمايت كي چې په ټوله دنياكي ديوي لويشتي ځای حق نه وركول كيږي, موږبي علمه خلګ به درباريان او دتستر ښكار بلل كيږو,نړيوال يهودي يرغل ته په رڼوسترګو ګورو اوپه طالب پوري مو له قلم څخه توره جوړه كړې,او زاړه حسابونه هم نن ورسره كوو, دا كومه پښتو او مسلماني ده؟؟؟
په خداي قسم دسنګر دطالب په دفاع زه روحي سكون احساسوم,ځکه دومره غيرت كه مي نه دی كړی چې سنګرته ورسره ولاړشم,کيدی شي به تشه قلمي دفاع دالله له قهره بچ شم,جهاد هسي هم راباندي فرض دی ...
الله مي دي دهغوله جملې نه نه حسابوي.چې دقلم څوکه يې دمجاهدطالب سپکاوي ته وقف کړي
طالب نه يوازي زما دولس د وياړشمله ده,بلکې دټول اسلامي امت لپاره د درناوي وړدی.
که ديهودو اونصاراوو دشمني بد کار وي ,نودا بدکارخو دي طالب هميشه وكړي,
رښتینی
12.04.2009
.
دشرعی مسؤلیت په اساس اود عامو مسلمانانو په غم کی چی
کوم کار یوه عالم ته ضروری ښکاره شی اوداصلاح په موخه یی
ضروری وبولی له هغه نه تیریدل دشرعی مسؤلیت نه درک او
ناروا کار ده او په حقیقت کی په داسی صورت کی دیوچاطرفداری
له هغه سره خواخوږی نه بلکی دهغه پښی وهل او هغه دنابودی
لوری ته ټیل وهل دی
جهاد یوداسی عبادت ده چی دهغه یواځنی موخه دالله رضا کول دی
دا دبریالیتوب او ناکامی یا شهادت او غازیتوب په دواړوصورتونو
کی ترلاسه کیدی شی
ښکاره خبره ده که دقریشو لویومشرانو اسلام منلی وی نو داسلام په چټک
پر مختګ کی به هیڅ شک نه و او دحضرت بلال او خباب او....رضی الله عنهم
اسلام دمسلمانانو پرمخیون ته هغومره ګټه نه رسوله او په همدی هیله چی
کله رسول الله دکفارو له مشرانو سره خبری نرم کړی او په هغه ځانګړی
مجلس کی یی د عبدالله ابن ام مکتوم ګډون مناسب ونه باله نو الله پاک
خپل خواږه پیغمبر ته د ولا تطرد اللذین یدعون ربهم الی فتطردهم فتکون
من الظلمین عتاب را ولیږه
دراشدینو خلفاؤ په زمانه کی هر یوه له خپل ولس نه په ډاګه غوښتی
چی ماته زما تیروتنی را وښیﺉ حضرت عمر رضی الله عنه وایی
رحم الله من اهدی الی عیوبی دعا ورته کوی
کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دابی ابن سلول جنازی ته ولاړ
نو حضرت عمر په ډیره سختی سره درسول الله ددی کار مخالفت وکړ
خو رسول الله وویل چی زه له دی کار نه نه یم منعه کړل شوی خو اخر
دحضرت عمر له رایی سره سم ایتونه نازل شول داراز د بدر په بندیانو
کی هم حضرت عمر مخالت کړی و اوایتونه دهغه له رایی سره سم
نازل شول او په علم التفسیر کی دموافقات عمر یو بیل بحث ده او
اصلا په اسلام کی دحسبی نظام او داحتساب موضوع پراخه موضوع ده
له شرعی اصولو مخالفت په هیڅ صورت دزغملو وړ نده ولایجرمنکم
شنان قوم علی الا تعدلوا اعدلوا هو اقرب للتقوی
جهاد یو عبادت ده جهاد په اصولی توګه دخدای دکلمی دلوړوالی یو
داسی ستونزمن کار ده چی دخورا زیرکو او متقی علماؤ رهبری ته
ضرورت لری
زموږ ستونزه داده چی ناقد په هر صورت خپل دښمن بولو خپلو کړمو
ته توجه زموږ په قاموس کی نشته ستر جهادی او ملی کارونه په
جذباتو او احساساتو سرته رسوو دجهاد په مهال تیروتنی په اسانه
توګه شاته غورځول یوعادی کار ګرځیدلی
زید ابن ثابت په حب رسول الله سره مشهور و خو دجهاد په مهال یی یو
کافر له کلمی ویلو وروسته وژلی و نو رسول الله چیوپوښته ده ورته وویل
کلمه یی زما له ویری وویله رسول اللهورته وویل هل شققت صدره ؟؟؟
داروایت مختلفو صحابه کرامو راخیستی دی رسول الله له هغه سره مینی
مصلحت ته نکړ مجبوره چی په پټه یی پوهه کړی
زما خوږو وروڼو ستاسو جذبات دستاینی وړ دی ستاسو مینه او
ستاسو قلمونه دحق په دفاع کی چلیږی خو زموږ په خبرو هم یوڅه
غور کوﺉ سمدستی مو دصلیب له پلویانو سره مه دروﺉ له صلیب
نه موږ هم کرکه لرو او له هغو سره په هیڅ صورت جوړی او مصلحت ته
نه یو تیار له هغو سره جهاد فرض بولو او دجهاد مخالفت ملی او شرعی
غداری او منافقت بولو
خو دا هم په ډاګه وایم چی له حق نه نه تیریږم که فرضا د حق او طالب په منځ
کی فاصله راتله لاسمح الله بیا له مانه طالب در پاته ده په تاسو دی مبارک وی
نه دهیڅ ډول قدرت وږی یم او نه له چا نه افرین غواړم او نه می الحمد لله دچا
تنخوا ته ستر ګی نیولی دی
په مینه
رښتینی
12.04.2009
[quote:26177f2982="ghareebdost"]دروند صابره!او وطنمل صيب درناوي!ډيره مننه!!!
زړه مي په دې درد وكړ چې
عجيبه خبره ده دنړيوال يرغل اوګوډاګي رژيم ستايونكوملايانو ته به درباريان نه ويل كيږي,اودمظلوم طالب په حمايت كي چې په ټوله دنياكي ديوي لويشتي ځای حق نه وركول كيږي, موږبي علمه خلګ به درباريان او دتستر ښكار بلل كيږو,نړيوال يهودي يرغل ته په رڼوسترګو ګورو اوپه طالب پوري مو له قلم څخه توره جوړه كړې,او زاړه حسابونه هم نن ورسره كوو, دا كومه پښتو او مسلماني ده؟؟؟
په خداي قسم دسنګر دطالب په دفاع زه روحي سكون احساسوم,ځکه دومره غيرت كه مي نه دی كړی چې سنګرته ورسره ولاړشم,کيدی شي به تشه قلمي دفاع دالله له قهره بچ شم,جهاد هسي هم راباندي فرض دی ...
الله مي دي دهغوله جملې نه نه حسابوي.چې دقلم څوکه يې دمجاهدطالب سپکاوي ته وقف کړي
طالب نه يوازي زما دولس د وياړشمله ده,بلکې دټول اسلامي امت لپاره د درناوي وړدی.
که ديهودو اونصاراوو دشمني بد کار وي ,نودا بدکارخو دي طالب هميشه وكړي,[/quote:26177f2982]
کاش چی د مقابل لوری او دهغه له موخی
پیژندلو وروسته مو بیا خپله لیکنه ارزیابی
کړی وی او دڅوګډونوالودافرین لورونی نه وای دروهلی !!
حزب اسلامی به په کابل کی دبری دخوبونو په مهال خپل
دشورا غړی هم ترټل .....
.
و.افغان
13.04.2009
[quote:e24a516d6d="watanmal"]ورسته له سلامونو څخه
غريب دوست صيب په ګوتو دى بركت شه زما د زړه خبرى دى كړى. د مريض علاج د
هغه وژل نه دى بلكى تدوائى ده ، [color=green:e24a516d6d] خو مريض ته هيڅوك دوا د سوكانو او څپيړو په ملتيا نه وركوى.[/color:e24a516d6d]
د مقاومت څخه د بعض ليكوالانو بعضى غوښتنى د جنګ په حالاتو كى پوره كول ئى
هيڅ ممكن نه دى ،كله چى ددوى بعضى غوښتنى ولولم نو پوهيږم چى دغه وروڼه
د مقاومت كونكو له حالاتو څخه هيڅ معلومات نلرى ، د هيواده لرى يواځى
د دښمن په ميډيا تكيه كونكى دى ، او دوى پدى پوهيږى چى د صليبيانو په مقابل
كى مقاومت د اور پرتوګ دى اغوستلو ته ئى ډير كم خلك زړه ښه كوى.
د[color=darkblue:e24a516d6d] ډيرو اعتراضونو كونكى څخه كه غوښتنه وكړى چى صيب را ميدان ته شه
د مقاومت خندق كى ودريږه بيا ددوى غلطى ورته په ګوته كړه ،[/color:e24a516d6d] فكر نه كوم چى
د اروپا په نرمه هوا او نرم خوراك او څښاك لوى شوى دى ، د افغانستان د غرونو
زيږه بادونو او سخطو خواركونو ته زړه ښه كړى. كه دا صاحبان وايى چى وينه تاسى
وركړۍ كړۍ ، قربانى وركړى ، خپل بچى يتيمان كړۍ، د هجرت او زندان سخطى
تيرى كړى ، چى كله مو صليبيان وه ايستل بيا نو مونږ ته حكومت راپريدى چى د
صليبانو د غيږو څخه راښكته شو او د ملت په سر نويش لوبى وكړو. چى كله مو
هر څه سره ولړل بيا به د صليب وفادراۍ په وجه د صليب تر سورى لاندى كينو.
[color=white:e24a516d6d]نو اى د صليب له غيږى څخه په افغانى مقاومت ډزى كونكو كه په ريښتيا د
افغانانو غم خوړونكى ياست راشۍ د مقاومت په خندق كى ودريږى او ددوى
نيمګړتيا پوره كړۍ ، د غلطيو اصلاح ئى وكړى ، هغه غمونه او تكليفونه چى
مقاومت كونكى ئى تيروى ځانونه ورسر شريك كړۍ نو بيا به تاسى ته هم معلومات
وشى چى په اوسنى حالاتو كى څه كول ممكن دى او څه ناممكن دى.[/color:e24a516d6d]
[color=darkblue:e24a516d6d]
چاپيريال كه دې په حق وي
----------------------- نو په رنګ د چاپېريال شه
او كه نه حق ته يې سم كړه
----------------------- مټې ونغاړه مټيال شه[/color:e24a516d6d]
=== مټيال = مټ كوونكى كله تويال ، هلى ځلى كونكى.
په مينه
وطنمل[/quote:e24a516d6d]
وطنمل صاحب، غریب دوست صاحب، او صابر صاحب:
ولس له طالبانو څخه مستحيل غواړي، ولس له طالبانو هغه ژمنه پر ځاي کول غواړي، چې مخکې يي له
ولس سره کړې وه، بيا په کې پاتې راغلل، ولس سره طالبانو دا ژمنه کړې وه، چې
دوي دفساد عناصر او جرړې له منځه وړي، بيا حق اهل حق ته سپاري، ځکه خو يي په پیل
کې ټول وزیران او نور کارکنان سرپرستان وټاکل.
ولس له طالبانو اوسمهال مستحيل نه غواړي، بلکه يواځې دا ترې غواړي، چې ټول
ولس ته په کلکه نه ماتيدونکې ژمنه ورکړي، چې دوي دولت نيول نه غواړي، دوي به داشغالګرو
او دهغوي دلاسپوڅو له ماتیدا وروسته يوه مؤقتة اداره رامنځ ته کوي، او عامو
انتخاباتو ته به لار برابروي، دې کار کې به څو ګټې وي، يوه دا چې دبهرنيو لاسونه
په ځانګړي توګه دګاونډيانو به پريکړ شي،
دویمه دا چې داوسنې ګوډاګي حکومت او دهغه بادار لپاره يو مرګونې ګوذار دی،
دريمه دا چې حق به اهل حق ته وسپارل شي، هو که چیرته له دی ويره لرو چې يو نا اهل
سړې میدان ته رامخ ته نه شي، نو کولاي
شو، چې دلويي جرګې په لاس دمؤقتې اداري لاندې دټولټاکنو او استازو لپاره په اسلامي
اصولو ولاړ يو لړ ضوابط او قوانين رامنځ ته شي، ددی لپاره چې ولس ديوې ښې ډلې
تر منځ دښه نه، بلکه ښه تر انتخاب وکړي شې، او يو وړ استازې خپل مشر وګرځوي.
پاتې داسلامي دستور خبره نو دا خو منتهی منه خبره، چې که هر څوک چوکۍ ته رسیږي،
نو دستور به يي یواځې قرآن او اسلامي شرعه وي.
نو آیا دا کار دطالبانو په وسعه پوره نه دی؟ او که دا مستحيل غوښتل دي؟؟
پرته له شکه چې په هر افغان باندې دښکیلاګ په ضد جهاد فرض دی، خو په ملا او طالب
له نورو زيات فرض په دی دی، چې مسؤوليت يي لوي دی، علم لري، ځکه خو وينه به
هم ورکوي، قرباني به هم ورکوي، خو ددی قربانۍ ثواب دی په دنيا نه غواړي، ددی ثواب
دی دالله جل جلاله لایزال ذات څخه وغواړي.
په ملا او طالب
دا فرض نه ده، چې په ټولو چوکیو خيټه واچوي، بلکه دا کار ورته حرام دی.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
اذا وسد الأمر لغير أهله فانتظر الساعة.
ژباړه: هر کله چې کار نا اهل ته وسپارل شي، نو دقيامت انتظار وباسه.
ګوره: ما خپله ټوله زنده ګې دشرعي علم په حصول کې تیره کړی ده، او لا اوس هم طالب
العلم يم، په خپلو زده کړو بوخت يم.
زه پوهیږم، که دطالب
دهرې کړنې څخه دفاع وکړم، او دهغو مولایانو په جمع کې ځان ورنباسم، چې دشنو او
سرو داډسنو لپاره په حق سترګې پټوي.
نو زه به هم ديوې ښې چوکۍ خاوند شم، البته زه دچوکۍ شوقي نه يم، دا هر څه چې وايم
او لیکم يواځې ددی لپاره دلوي خداي جل جلاله او دحق په وړاندې خپله غاړه آزاده کړم،
زما لپاره دا کافي ده، چې په يوه ځاي کې دخپل وطن بچیانو ته شرعي علوم تدريس کړم.
نو که په دې تاسو ما دصلیب په قطار کې دروۍ، نو آفرين دي وي ستاسو په سوچ او فکر،
چې خپل دښمن او دوست نه پيژنۍ، بلکه خپل دوست هم ددښمن په قطار کې ودروۍ،
دنقد داوريدلو، ماده هيڅ نه لرئ.
او بله چې ګرانه زه په اوروپا کې نه اوسيږم، نه مې ليدلې، او نه يي ليدلو ته
ليواله يم، بلکه په اسلامي نړۍ کې اوسیږم، خپل تحصيل کوم، خو په اوروپا کې
اوسيدونکيو افغانانو په وړاندې ستاسو افراطي نظر دغندلو وړ بولم، ولې چې اوروپا
کې ډیر داسی افغانان اوسیږي، چې له ما او تا نه يي له وطن سره زياته مينه ده،
داوروپا دانحلالي ژوند څخه لیري يي همیشه دا کوښښ کړی دی، چې خپل اسلاميت
او افغانیت وساتي، دا چې ولې دوي اوروپا ته تللي دي، نو دا ځکه چې ددښمن په اشاره
يي دخپل ورور له لاسه مرګ ته غاړه نشوه کيښودې، زما په موخه باید پوه شئ، چې زه
نه سګشويان يادوم، چې ځينو يي ځانونه داروپايي ژوند سره عيار کړي دي، هغوي
افغانستان ته دبیرته راتلو اراده هم نه لري، او ځينې نور يي خپلو بادارانو راوستل
او په دې ګوډاګې دولت کې يي په څوکيو کښينول.
زه درته هغه افغانان يادوم، چې خپل افغانيت او اسلاميت يي ساتلې دی، دخپل وطن
سره مينه لري، دخپل کلتور حفاظت کوي، دخپل وطن داستقلال او آزادۍ سره مينه لري،
هغوي يواځې ددښمن په اشاره دورور کوشۍ څخه تښتيدلې دي، او ددی لپاره چې
اقلا ديوه انسان په سترګه ورته وکتل شي، دغه ژوند اختیار کړی دی.
که انټرنټ وګورئ، نو پوي به شئ چې له عراق څخه ولې دومره مسلکي او پوهه خلک
داوروپا په لور وخوځیدل، وروره! کوم رنګ کوشتار چې په افغانستان کې له 30 کلونو
راپدیخوا روان دی دی، په عراق کې هم په منظم ډول دايراني او يهودي ګډ پروګرام
له مخې ډاکټران او اينجنران په نښه کیږي، وژل کیږي، ترور کیږي، که تاسو لږ ځانته
تکلیف ورکړئ، نو په دی اړه به مو ډیر راپورونه تر سترګو شي.
تاسو دی په دی خبر یاست، چې داسلامي نړۍ په عربي هيوادونو کې اجنبي ته دانسان
په سترګه هم نه کتل کیږي، اجنبي که پروفيسر هم شي، نو بيا هم دهغه اجنبي تعامل ورسره
کیږي، پاتې لا دا چې دخپل تحصيل مطابق ورته وظيفه ورکړل شي، بلکه دا خلک
خپل کوچني بچي په دې تربيه کوي، چې اجنبي سړې معنا دا چې داحترام وړ نه دی.
په لارو کې يي کله په خوسا هګيو، او کله په خوسا روميانو ولي، بلکه تر دی چې يو
اجنبي چې څومره عالم شي، نو هيڅکله شيخ کيدلې نه شي، بلکه دغه عربي شيخ
چې تقوا او پرهیزګارۍ ته هم منسوبيږي، خو په عمل کې به اجنبي ته په ډیره کمه
سترګه ګوري.
نو ګرانه وروره ! دا چې تاسو داوروپا ټول افغانان داسي بللې، چې دوي دصلیب
په غیږ کې پراته دي، يواځې او يواځي يي يو افراط ګڼلې شم.
زه تاسو ته يو مثال درکوم، ښاغلې ډاکټر محمد عثمان روستاړ ترکې، چې له ډیر پخوا
څخه يي دوطن داستقلال لپاره خپل قلم اوچت کړی دی، دکمونستانو په بند کې يي
هم وخت تیر کړی دی، په سياسي علومو کې دوکتورا لري، دکابل پوهنتون کې هم
استاذ پاتی شوي، په قلمي سنګر کې ددی اوسنې مقاومت پياوړې مدافع دی، اوسمهال
په فرانسه کې په يوه پوهنتون کې استاذ دی، نو آیا طالبان به ديته تيار شي، چې دغه
کس يا دیته ورته کس ته مثلا دوزرات خارجه پوست ورکړي، او که نه دبهرنيو امورو
رهبري به دداسې چا په لاس کې و رکوي، چې هميشه لاس په کوتک ګرځي، او هر چاته
يي هر وخت په لاس کې نيولې وي، سعودي چې ددرې دولتونو څخه يو هغه دولت وو
چې طالبان يي په رسميت پيژندلې وو، ديته اړه کیږي، چې سفير يي ورته له رياض څخه
وشړي، سره له دی چې په افغانستان کې دطالبانو وجود دسعودي لپاره يوه ډیره مهمه
او ګټوره مسئله وه.
همدارنګه نور هيوادونه مجبوريږي، چې دافغانانو په ځانګړيو مسئلو کې له افغانانو سره
نه، بلکه دپاکستان سره اړيکي ونيسي، ځکه هلته په افغانستان کې داسې څوک نه وو،
چې ددی وړ واوسيږي، چې اړيکې ورسره ونيول شي.
بلکه هلته يو څو عرب مجرمين په دې توانیږي، چې دعامو علماوو فتوی هم تر پښو لاندی
کړي، کومه چې دطالبانو علماوو مشر ملا صاحب ته وړاندی کړی وه، او دافغانستان
څخه دبوزکشۍ ميدان جوړ کړي، او بيا په ډیر فخر سره دا مردار خور ظواهري دتلفزيون
په پرده راښکاره شي او وايي چې:
نحن نجحنا في هدف کبیر لنا، استطعنا أن نوقع بالأمريکان في المستنقع الأفغاني.
ژباړه: مونږ په ډیر يو مهم هدف کې کامیابي تر لاسه کړه، وموکولاي شو، چې امريکايان
افغاني ډنډ ته راګوذار کړو.
په درنښت
watanmal
13.04.2009
ټولو دوستانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
له نظرو څرګندونو څخه مو مننه.
[color=white:4a6f5bcfea]هغه صحاب كرامو چى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته خپل نظر پيش كولو
هغوى د هغه سره په هر ډګر كى ولاړ ول او د مسلمانانو او د كفارو د حالاتو څخه په
پوره توګه خبر ول ،[/color:4a6f5bcfea] زه په افغانى مقاومت د هغه اعتراضونو سره چى په اوسنى وخت كى ئى فايده
مقابل طرف يعنى صليبيانو ته رسيږى موافق نه يم بلكى
[color=darkblue:4a6f5bcfea]له اعتراض كونكو وروڼو څخه غوښتنه لرم چى راشى ميدان كى د مقاومت
كونكو ترڅنګ ودريږى ، د غلطيو اصلاح ته ئى لاسونه راونغاړى ، او هغه تشى ئى
ډكى كړۍ چى تاسى ئى وينۍ[/color:4a6f5bcfea]
[color=white:4a6f5bcfea]كه تاسى په صليبى هيوادونو كى يا په هغه هيوادونو كى چى پدى جنګ كى
د صليبيانو تر شا په ښكاره توګه ولاړ دى ميشت وى او له هغه ځاى څخه د
افغانستان حالات د صليبيانو د ميډيا له منظار څخه څارۍ او بيا همغه خبرى په
مقاومت كونكو پسى كوى كومى چى صليبيان ورپسى كوى ، نو خپله فكر وكړى
چى د مقاومت كونكو په ذهنونو كى به ستاسى څه ډول انځور وى؟ سيالبين هميشه د نښى منځ ولى.[/color:4a6f5bcfea]
كه معترضين د مقاومت كونكو حالات له نيژدى څخه ووينى نو د خپلو ډيرو
اعتراضونو جوابونه به وانه ورى بلكى په خپلو سترګو به ئى ووينى.
هغه وروڼه چى د اسلام تاريخ څخه خبر دى ، هغوى پدى ښه پوهيږى چى د
[color=darkblue:4a6f5bcfea]تبوك[/color:4a6f5bcfea] د جنګ پر مهال مسلمانان له څومره سخطو حالاتو سره بيا هم
د جنګ ته لاړل ، خو دغه جنګ ته وروتل ولى وشول؟
كله چى مسلمانان د [color=white:4a6f5bcfea]صليبانو له هغى ارادى[/color:4a6f5bcfea] څخه خبر شول چى غواړى
په اسلامى خاوره يرغل وكړى نو د اوړى په سخطه كرمۍ كى چى فصلونه ريبلو ته
رسيدلى ول ، مسلمانان ددى ممكنه حملى د مخنيوى لپاره په ورځو مزل وكړو او
هغه حدودو ته ئى ځان ورسولو چى د كوم ځاى څخه د حملى امكان وه.
[color=darkblue:4a6f5bcfea]نن د افغانستان اسلامى خاوره د صليبيانو لخوا نيول شوى نو د صحابو كسه كونكى
دى په خپله پلټنه وكړى چى د تبوك د غزا څخه پاتيكيدونكو چى كوم سببونه
بيانول ، ايا نن همغه اسباب مونږ د صليبيانو له جنګ څخه نه يو كينولى؟ د تبوك د
جنګ څخه كوم كسان چى پاتى ول هغوى ته تاريخ د څه شى نوم وركړى؟ هغه درى
حقيقى مسلمانان چى له دغه جنګ څخه پاتى شوى وه ولى ئى مونږ خپله قدوه نه ګرځو؟ [/color:4a6f5bcfea]
د افغان ملت له ډيرو امتحاناتو څخه راوتلى ، د روسانو د جهاد پر مهال دا ملت د
[color=blue:4a6f5bcfea]سياف ، ربانى ، مجددى ، پير ، ....[/color:4a6f5bcfea] تر مشرى لاندى د يرغلګرو سره
په مقاومت اخته وه ، خو چى دغه مشران له خپل اصلى منشور او لارى څخه منحرف
شول ، ملت هم ترينه خپله لاره جدا كړه او اوس د همغه مشرانو تر قيادت لاندى د
صليبيانو سره جنګيږى كومو چى خپل منشور او حقيقى لاره نه ده پريښودلى ، كه
خداي مه كړه د طالبانو قيادت د دښمن په غيږ كى ولويدو ، نو ملت به هم ترينه خپل
مخ واړوى. او داسى به كيږى ځكه زما پدى قول د الله پاك پوره يقين دى:
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ
عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ
ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (المائدة54
ژباړه:
اي مؤمنانو! كه له تاسى نه څوك له خپل دين نه واوړى ، الله به نور ډير داسى خلك
پيدا كړى چى الله ته ګران وى او الله هغوى ته ګران وى چى د مؤمنانو سره به نرمى
كوى ، او پر كافرانو سختى ، د الله په لار كى به جهاد كوى او له هيڅ ملامت ونكى
له خولى اچولو څخه به نه ويريږى دا د الله فضل دى چا ته چى ئى خوښه شى ور په
برخه كوى ئى ، الله د پراخه وسائلو چښتن او په هرڅه پوهيږى
پرونى شيخ الحديثان چى نن د صليبيانو درباريانو شول نو څوك ئى د حيواناتو په
كتار كى هم نه شميرى ، او پدى كار الله پاك دوى ته په دنيا كى د غلامۍ د زلت
زندګى ور په برخه كړى او د اخرت په اړه ئى الله پاك په خپل كتاب كى ډير وضاحت كړى.
په مينه
وطنمل
watanmal
13.04.2009
محترم وهاج ساپى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ستاسى د نظر څرګندولو څخه مو مننه او كور مو ودان.
كه زه ما ليكنى وه ګورى نو پوه به شى چى [color=white:63ee2b49fb]زه په افغانى مقاومت په اوسنى وخت كى
د هغه اعتراضونو مخالف يم كوم چى د صليبيانو له خولى راوځى او متاسفانه چى
زمونږ بعض پوه افغانان ئى ورسره تكراروى ،[/color:63ee2b49fb] بى له دى چى فكر وكړى چى دغه
خبرى افغانى مقاومت تقويه كوى او كه ددوى پښى په تبر وهل دى. [color=darkblue:63ee2b49fb]زه تاسى پدى
خلكو كى نه حسابوم [/color:63ee2b49fb]كه تاسى ځان پكى حسابوى هغه ستاسى خپل كار دى.
تر اوسه چى د اروپا څخه كوم افغانان وطن ته راغلى تاسى ئى ذكر كړى ، زه پرى څه
ليكل نه غواړم.
[color=white:63ee2b49fb]زما تيره ليكنه پورته ذكر كړى شوى قسم اعتراض كونكو ته متوجه وه نه هر هغه
افغان ته چى په اروپا كى اوسيږى.[/color:63ee2b49fb] نو هيله لرم چى د خبرو څخه به چكنى يا
پاكستانۍ ګرمه مساله نه جوړوو چى هر څه سره مكس كړو.
اشنا تاسى ته د معلومه وى چى د طالبى ژوند ما هم تير كړى، او پدى پوهيږم چى
كوم شى فرض عين شى هغه په ټولو يو شان فرض وى.
[color=darkblue:63ee2b49fb]تاسى په خپله ټوله ليكنه كى د طالبانو څخه يوه غوښتنه كړى ،[/color:63ee2b49fb] او بيا مو ويلى چى
طالبانو مخكى د ملت سره وعده كړى وه چى شر او فساد به ختمو بيا به حق حقدار ته
سپارو په همدى موخه ئى ټول وزيران موقتى وه ، كور مو ودان ، او طالبان دى هم
خير يوسى چى په خپله ژمنه ئى د وفا نخښى خودلى وى.
[color=blue:63ee2b49fb]وهاج ساپى صيب [/color:63ee2b49fb]د ملت سره ډيرو وعدى كړى خو ملت اوس وعدى نه بلكى عمل
غواړى ، اوس تاسى فكر وكړى چى ستاسى غوښتنه به له وخت څخه مخكى نه
وى؟ [color=white:63ee2b49fb]دومره خو ئى پريده چى صليبيان او شر او فساد ختم كړى بيا به ترينه ددوى د
ژمنى د دوهمى حصى غوښتنه وكړو ، يعنى چى حق حقدار ته وسپارى.[/color:63ee2b49fb]
كه خپله لومړۍ ژمنه ئى پوره كړه نو ان شاء الله چى دوهمه به هم پوره كړى.
[color=darkblue:63ee2b49fb]په ليكنه كى دى د ورور وژنى خبره كړى ،[/color:63ee2b49fb] اشنا زه صليبيانو او ترڅنګ ئى ولاړ بى
غيرته د يو پيسى دوه مخه ګڼم. زه هغه ته ورور نه شم ويلى چى د صليبيانو په څنګ
كى ولاړ دى او د خپل قوم د لوړونو عزت د صليبيانو سره يوځاى لوټوى ، د
صليبيانو په امر ماشومان ، سپينګير ، زنانه او ځوانان وژنى، جنسى تيرى پرى
كوى ، د صليبيانو څخه مخكى د همدى بى غيرتو وژل پكار دى ، ځكه دا د سپى
دنسله دى د خپل قوم دښمنان دى.
[color=white:63ee2b49fb]تاسى د عربى ملكونو خبره كړى ،[/color:63ee2b49fb] زه درسره پكى بالكل موافق يم ، په عربى ملكونو
كى هر هغه كس چى صفر ئى پر سره ايښى وى د هغه عقل هم د صفر لاندى وى ، دوى
هر اجنبى مسلمان ته د حيواناتو څخه هم په كم نظر ګورى ، خو هغه عربان چى
صفرونه ئى له سر څخه استه كړى ، هغوى هر مسلمان خپل ورور ګڼى او په غم ئى
غمژن كيږى. [color=darkblue:63ee2b49fb]بايد ټول په يوه تله ونه تلل شى.[/color:63ee2b49fb]
په مينه
وطنمل
و.افغان
13.04.2009
[quote:c36b3fa088="watanmal"]ټولو دوستانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
له نظرو څرګندونو څخه مو مننه.
[color=white:c36b3fa088]هغه صحاب كرامو چى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته خپل نظر پيش كولو
هغوى د هغه سره په هر ډګر كى ولاړ ول او د مسلمانانو او د كفارو د حالاتو څخه په
پوره توګه خبر ول ،[/color:c36b3fa088] زه په افغانى مقاومت د هغه اعتراضونو سره چى په اوسنى وخت كى ئى فايده
مقابل طرف يعنى صليبيانو ته رسيږى موافق نه يم بلكى
[color=darkblue:c36b3fa088]له اعتراض كونكو وروڼو څخه غوښتنه لرم چى راشى ميدان كى د مقاومت
كونكو ترڅنګ ودريږى ، د غلطيو اصلاح ته ئى لاسونه راونغاړى ، او هغه تشى ئى
ډكى كړۍ چى تاسى ئى وينۍ[/color:c36b3fa088]
[color=white:c36b3fa088]كه تاسى په صليبى هيوادونو كى يا په هغه هيوادونو كى چى پدى جنګ كى
د صليبيانو تر شا په ښكاره توګه ولاړ دى ميشت وى او له هغه ځاى څخه د
افغانستان حالات د صليبيانو د ميډيا له منظار څخه څارۍ او بيا همغه خبرى په
مقاومت كونكو پسى كوى كومى چى صليبيان ورپسى كوى ، نو خپله فكر وكړى
چى د مقاومت كونكو په ذهنونو كى به ستاسى څه ډول انځور وى؟ سيالبين هميشه د نښى منځ ولى.[/color:c36b3fa088]
كه معترضين د مقاومت كونكو حالات له نيژدى څخه ووينى نو د خپلو ډيرو
اعتراضونو جوابونه به وانه ورى بلكى په خپلو سترګو به ئى ووينى.
هغه وروڼه چى د اسلام تاريخ څخه خبر دى ، هغوى پدى ښه پوهيږى چى د
[color=darkblue:c36b3fa088]تبوك[/color:c36b3fa088] د جنګ پر مهال مسلمانان له څومره سخطو حالاتو سره بيا هم
د جنګ ته لاړل ، خو دغه جنګ ته وروتل ولى وشول؟
كله چى مسلمانان د [color=white:c36b3fa088]صليبانو له هغى ارادى[/color:c36b3fa088] څخه خبر شول چى غواړى
په اسلامى خاوره يرغل وكړى نو د اوړى په سخطه كرمۍ كى چى فصلونه ريبلو ته
رسيدلى ول ، مسلمانان ددى ممكنه حملى د مخنيوى لپاره په ورځو مزل وكړو او
هغه حدودو ته ئى ځان ورسولو چى د كوم ځاى څخه د حملى امكان وه.
[color=darkblue:c36b3fa088]نن د افغانستان اسلامى خاوره د صليبيانو لخوا نيول شوى نو د صحابو كسه كونكى
دى په خپله پلټنه وكړى چى د تبوك د غزا څخه پاتيكيدونكو چى كوم سببونه
بيانول ، ايا نن همغه اسباب مونږ د صليبيانو له جنګ څخه نه يو كينولى؟ د تبوك د
جنګ څخه كوم كسان چى پاتى ول هغوى ته تاريخ د څه شى نوم وركړى؟ هغه درى
حقيقى مسلمانان چى له دغه جنګ څخه پاتى شوى وه ولى ئى مونږ خپله قدوه نه ګرځو؟ [/color:c36b3fa088]
د افغان ملت له ډيرو امتحاناتو څخه راوتلى ، د روسانو د جهاد پر مهال دا ملت د
[color=blue:c36b3fa088]سياف ، ربانى ، مجددى ، پير ، ....[/color:c36b3fa088] تر مشرى لاندى د يرغلګرو سره
په مقاومت اخته وه ، خو چى دغه مشران له خپل اصلى منشور او لارى څخه منحرف
شول ، ملت هم ترينه خپله لاره جدا كړه او اوس د همغه مشرانو تر قيادت لاندى د
صليبيانو سره جنګيږى كومو چى خپل منشور او حقيقى لاره نه ده پريښودلى ، كه
خداي مه كړه د طالبانو قيادت د دښمن په غيږ كى ولويدو ، نو ملت به هم ترينه خپل
مخ واړوى. او داسى به كيږى ځكه زما پدى قول د الله پاك پوره يقين دى:
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ
عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ
ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (المائدة54
ژباړه:
اي مؤمنانو! كه له تاسى نه څوك له خپل دين نه واوړى ، الله به نور ډير داسى خلك
پيدا كړى چى الله ته ګران وى او الله هغوى ته ګران وى چى د مؤمنانو سره به نرمى
كوى ، او پر كافرانو سختى ، د الله په لار كى به جهاد كوى او له هيڅ ملامت ونكى
له خولى اچولو څخه به نه ويريږى دا د الله فضل دى چا ته چى ئى خوښه شى ور په
برخه كوى ئى ، الله د پراخه وسائلو چښتن او په هرڅه پوهيږى
پرونى شيخ الحديثان چى نن د صليبيانو درباريانو شول نو څوك ئى د حيواناتو په
كتار كى هم نه شميرى ، او پدى كار الله پاك دوى ته په دنيا كى د غلامۍ د زلت
زندګى ور په برخه كړى او د اخرت په اړه ئى الله پاك په خپل كتاب كى ډير وضاحت كړى.
په مينه
وطنمل[/quote:c36b3fa088]
دروند وطنمل صاحب:
دا چې زه لازمه نه ګڼم، چې تاسو يا غریب دوست صاحب راته په اثبات ورسوئ، چې
رښتيا مو هم ټوپک په لاس، راکټ په اوږه په سنګر کې جنګیږئ، دا هم لازمه نه ګڼم
چې ووايم، چې څومره مقاومت له نږدی څارم، يا ترې لرې يم، او څنګه اړيکې او کومک
ورسره کولاي شم، او که نه؟
ځکه چې په يوه انټرنټ پاڼه کې بيا په يوه عام آزاد فوروم کې دا ټولې خبرې بې معنا، بې
ګټې او بې فايدې خبرې دی، دلته به په دليل او استدلال خبرې کوو.
دا چې تاسو ته دمقاومت دځينو اړخونو تنقيد صلیب سره دريدل يا صليب سره کومک کول
ښکاري، نو ضرور نه ده چې خبره مو سمه وي، ځکه چې نه خو دقرآن ټکي دي، او نه د
رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت حديثونه دي، بلکه ديوه داسې مخلوق خبرې
دي، چې دخطا او هيرې څخه بچ نه دی، (معرض للخطأ والنسيان).
ستونځه په دی کې چې دشرعې يو اړخ راوخيستل شي، او بل هیر شي، دپیغمبر صلی الله علیه وسلم
دسيرت يوه برخه تطبيق کړاي شي، او بله برخه يي تر پښو لاندی شي، لکه يهودو چې
به دتورات په يوې توکړې ايمان راوړو، او په بله به کافر کیدل.
أفتؤمنون ببعض الکتاب وتکفرون ببعض.
دپيغمبر صلی الله علیه وسلم دسیرت ډیره برخه له غزوو، فتوحاتو او جګړو ډکه ده،
او دجګړې باره کې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: الحرب خدعة.
جګړه چل دی، يا فريب ورکول دي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره له ډیرو صحابه وو په ډيره سخته ګرمۍ کې دتبوک
دغزا په لور لاړل.
خو په غزوة الأحزاب کې ددی لپاره چې داحزابو په صفونو کې درز واچوي، له
انصارو سره مشوره کوي، چې دمديني منورې ميوه جات له ځينو احزابو سره وويشي،
چې له جګړې لاس واخلي، او داحزابو صفوفو کې درز رامنځ ته شي.
همدرانګه الحديبیة کې دمکې له مشرکينو سره په داسي ډول مادو باندې لاسلیک
کوي، چې عمر رضي الله عنه يي ذلت بولي، خو الله جل جلاله ورته الفتح المبين ويلی دی.
انا فتحنا لک فتحا مبینا.
مطلب مې له دې مثالونو راوړلو څخه په اوسنې مقاومت تطبیق نه دی، بلکه مطلب مې دادې چې
دپيغمبر صلی الله علیه وسلم په سیرت کې مختلف وقائع پيښ شوي دي، او هرې واقعې
سره نبي کريم صلی الله علیه وسلم ځانګړې او مناسب چلند کړی دی، نو دا ټول جوانب
بايد دتطبيق په وخت کې په نظر کې ونيول شي.
که چیرته په مجموعي ډول مونږ دپيغمبر صلی الله علیه وسلم غزاګانو ته وګورو، نو دا
جنګي استراتيجي قاعده ترې راويستلې شو:
(الخروج من الحرب بأقل خسائر ممکنة).
ژباړه: له جګړې څخه په ډیرو کمو ممکنو تاوانونو وتل.
نو که چیرته دمقاومت مخکې دوه لارې وي:
لومړۍ لار کې اشغال ته ژر شکست ورکولې شي، لنډه وي، مقاومت ته دډیر تاوان
رسیدومخنيوي هم پری کيدلې شي، او عاقبت يي هم خوندي وي.
او په دويمه لار کې اشغال ته شکست ورکول يي اوږديږي، مقاومت ته ډیر تاوانونه
رسیږي، او دعاقبت پته يي هم نه لګيږي.
نو تاسو لوستونکي ووایاست چې مقاومت ته په کومه لار تلل پکار دي؟
هو، دا له پامه مه غورځوئ، چې ولس ته تاوان رسیدل، وطن ته تاوان رسيدل، دواړه
بالآخرة دمقاومت په زيان تمامیږي، يعنی مقاومت ته زيان رسيدل دي.
په درنښت.
ghareebdost
13.04.2009
دروند ورور ساپى صيب بښنه غواړم ستادليكني په اره څه ناڅه دناسم پوهاوى ښكارشوى وم-
او محترم مشر ورور حامد صيب له تاسو نه خو صيب! يو عالم عفوي او عذرونه!!! غوارم...
دطالبانو دزړو پاليسيو او اوسنيو يو شمير بي احتياطيو او بى غوريو په اړه خداى شاهد دى زه پخپله يو اوږد فهرست لرم, او دهغوى د ويب پاڼي په ادرس مى ځينى اعتراضونه ورليږلى هم دي, دليك په لوستلو او په اړه يى دنرم او معقول ځواب په راكړه دهغوى مننه هم كوم, كور يى ودان ..
داچې دا ډول فهرستونه زه هرځاى ولى نه اعلانوم؟ او يا دنورو ورڼو دستوخو نيوكو مخالف يم, ددى لامل په لاندى ډول دى:
دا مهال دطالب داعمالو دسمې محاسبې كوم سميز يا نړيوال معيار نشته, زموږ ولس خو شباوره او اكثره يى نالوستى دى, له عامه تبليغاتو ضرور متاثره كيږي, له بلى خوا دا وخت زموږ پر سيمه دمتجاوزو هيوادونو مطبوعاتي جال خور دى, ټولي راديوګاني او تلويزوني چاينلونه دطالب پرضد په زهرجنو تبليغاتو بوخت دى ,همداراز دخپلو عسكرو دجنايتونو په پټولو او د خپلو مزدورانو په ستايونو بوخت دي.
به ټوله سيمه كى داسي يو خبري چاينل نشته, چې دطالب اواز او نظر په سمه توګه خپور كړي,
دطالب مثبت او منفي اړخونه يو ډول غندل كيږي,
دا داسي مثال لري لكه مدعي او مدعى عليه چي دواړه محكمي ته حاضر كړل خويوه ته ددفاع حق وركول شي اوبل به زوره خاموشه كړى شي,نز اوس به يقينا خاموش كس ملامته كيږي..
دغه روان انتقادونه يو هم اصلاحي نه دي,يا خو ددشمن له تبليغاتو متاثره دي,ياخوله جهادي نظريې او ياپه خاصه له طالب سره قلبي عقده لري,څوك چې دجهاد دمشروعيت په هكله منفي نظر ولري,نو دطالب په اړه دهغه نظراو انتقاد هيڅكله اصلاحي كيدى نشي...
تر څو چې په مطبوعاتو كې دطالب دمثبت او منفي پواينټونو په اړه عادلانه قضاوت ته اجازه ورنكړل شي, تر هغو به داصلاح په موخه هره هڅه په طالب ضد تبليغاتي كمپاين كى حساب وي, ځكه چې دطالب غندنه ديو منظم پروګرام له مخي ديرغلګري او مزدوري ميډيا ورځني دنده ګرځيدلى, په اوسنيو عامه غربي اوسميزو مطبوعاتو كى, داصلاح په نامه دهرې خبرې, ترشا دښه او بد نيت معلومول هم سخت كار دى,
بل پلوته اصلاح هم جوته نه ده,
لويديځوال دطالب اصلاح داګڼي چې دغرب يرغل ومني او دغلامي سر ورته ټيټ كړي, كه نن طالب همداسى وكړي ,نو ټوله ميډيا به يى په ستاينه بوخته شي, ځكه چې ميډيا ټوله ديرغل په چوپړكې ده,
له همدې امله ويلى شو چې دطالب نړيوال جرم, دهغه ملي او اسلامي غيرت دى, چې دغرب په اوسني قاموس كى ورته تروريزم ويل كيږي,
داچې له دومره تبليغاتو سره سره بيا هم ولس دطالبانو ملاتړ كوي _چې دطالبانو دبقا لامل هم دادى_ داځكه چې طالبان دولس دمينځ خلګ دي, ولس يې له نژدې پيږني, هغه وړوڼه چې دولس له مينځه نا خبره په بهرنيو هيوادونو كى اوسي, هغوى طالبان په غربى فلمونو او ويډيو كليپونو كې لټوي, ځكه يې تراوسه سم نه دي پيژندلي او معلومات يى دروغ او ګمراه كوونكې بڼه لري دهيواد له اشغال نه وړاندي او ورسته دغربي هيوادونو او ورسره هند او ايران له خوا دميلونو ډالرو په بيه دطالبانو پرضد فلمونه جوړ شول, چې ډير بهر ميشته ځوانان ورنه متاثره ښكاري, په دي فلمونو كې دطالب په اړه له هيڅ ډول دروغو او پروپاګند نه ډډه نه ده شوى, تاسوته به معلومه وي, چى ايرانيانو ته دهمداسي يوه فلم مصارف هم امريكا وركړل,
ځکه خو سړي ويلى شي, چې دتبليغاتو په دې جعلى فضاكې له طالبانو سره داكثره خلګو كركه هم مصنوعي او موقتي ده, هغه وروڼه چى دولسواكي چيغي وهي هغوي له طالبانو سره داسې دشمني كوي, لكه طالب چى په خپل راتګ سره كومه ولسواكي له مينځه وړي وي, حال دا چى هر چاته معلومه ده, چې طالبان ولى راپيدا شول؟
ايا هغه وخت چي طالبانو پاڅون كاوه,كوم قانوني حكومت يا عامه سولي وجود درلود؟
او طالبان دچا داعمالو پر ضد پاڅون ته مجبوره شول؟
او ولس يى ولي ملاتړ وكړ؟
په حقيقت كي دطالبانو واك ته رسيدل پخپله دولسي حمايت پايله وه.
ځيني ورڼه داسي فكر كوي, چى طالبان دمجاهدينو پر ضد راپورته شول, حال داچى دطالبانو دمشرتابه قاطع اكثريت پخواني جهادى قوماندنان وو, خو سياسى مجاهدين نه وو, بلكى عملى مجاهدين وو, له روسانو سره به جګړه كى يې كورونه وران شوي وو, غړي يې شهيدان شوي وو, لاسونه, پښې او سترګې ېې له لاسه وركړي وي, پخپله دملا محمدعمراخوند سترګه له روسانو سره په مخامخ جګړه كې شهيده شوې وه, دملا رباني, ملا بورجان, ملا مشر, ملا يار محمد دروسانو په و ړاندي په جګړه كې كارنامې دسيمي خلګوته ښكاره دي, خو دوي دپيښوري ليډرانو په څير سياسي او سمبوليك مجاهدين نه وو, چى جلال اباد ته به راغلل او يو څو دقيقې فلم به يې ډك كړ او بيرته به بيښورته ولاړل تر څو مال او شهرت تر لاسه كړي, بلكې دوي عملي مجاهدين وو,
دكندهار يو پخواني كمونست راته كيسه كوله چى دروسانو په وخت كى به چى كله راپور راغى چى نن شپه پر ښار دملا بورجان كسان تعرض كوي نو موږ به له كورنو دباندى نه راوتلو, ځكه چى ملا بورجان به دنورو مجاهدينو په څير دليرى نه بر ښار ړانده توغندي نه اورول, بلكى دښار واټونوته به راننوتل او دننه په واټونو كى به يى مخامخ جګړه كوله,
څو ورځي وړاندي مى د (ژوندي خاطرو) په نامه د"على ارغنداوي" كتاب لوستلو, پكي ليكلى وو, چى دروسانو سره په جګړه كى دټول افغانستان په كچه ملا يار محمد يوازنى كس و, چى په يوازي سر يې 23 جيټ الوتكې رانسكورى كړې وي, ملا يار محمد دطالبانو دمركزي شوري غړى او دهرات او غزني والي پاتي شوى وو,
همدا راز په زرګونو داسي نوري بيلګې شته, چى دلته يى تفصيل ناشونى دى.
خو بايد يادونه وكړم چى دجهاد دبرياليتوب نه ورسته مجاهدين درې ډلي شول, يوه ډله پخپل مينځي جګړو كې بوخت شول, يوه ډله په كورونو كيناستل او پاتې يوه ډله په طالبانو بدله شوه ,چى ناستو مجاهدينو_چي ښه بيلګه يي مولوي محمدنبي,خالص بابا,جلال الدين حقاني اودشهيدمولوي منصور زوى وو_ او عام ولس يى هم حمايت وكړ,
خبره رانه اوږده شوه, مطلب مى دا وو, چى دطالبانو دپيل, واك او مقاومت درى واړه دورې نن ډيري ناوړه معرفي كيږي, او په ډيره سپين سترګي هغوى يوه او بل لورى ته منسوبيږي, ډير دسطحى زهن خاوندان دمغرضو كاونډيانو او انګريزانو په پوچو تبليغاتو غوليږى,
او طالب دورځني تبليغاتى بازار په تله تلي,
ځكه خو يى انتقادونه اكثره له واقعت نه ليري وي
دپوچو انتقادونو په دې باران كى ديو نيم اصلاحي بيغام پته هم نه لكيږي,
ghareebdost
13.04.2009
حامده وروره! زه داسلام پالو په افرين باندي ډير لذت احساسوم.خداي مي دي له داسي حاله وساتي چې دافغان ملتيانو په په پټ اوښکاره افرين خوشحاله شم.
څوك چې طالبان دملټي انټرنيشل كمپني پيداوار ګڼي,هغه په كومه خوله طالبانوته مشوري وركوي,څوك چي دچا دوجود مخالف وي دهغه نظربه څنګه دوستانه شي..طالبان داسي خلګوته صرورت نه لري
رښتینی
13.04.2009
دبندګانو دکړنو اساس پر نیت ولاړ ده
اودبنده په نیت یواځی لوی څښتن ښه
خبر ده افغان ملتیان نه زه پیژنم اونه می
دوی پیژنی نوپه داسی مجهوله فضا
کی افرین هم لذت ! نلری
قل ان صلاتی ونسکی ومحیای ومماتی لله رب العلمین
ghareebdost
13.04.2009
ساپى صيب تاسوحكومتي تشكيلات پيل كړي,زه وايم له سره دي طالب حكومت نكوي صالح خلګ دي ورته پيداكړي,
خوچې دا ديهودو زامن له دې خاوري ووزي,دلته صليبيانوداسيا دکنترول لپاره پخې اډې جوړي كړي, زموږ دنوي نسل دزهني بدلون لپاره سترتبليغاتي كمپاين روان د ي,
دملت پالني په جامه كې دهيواد دتجزيې پلانونه جوړيږي
اوتاسوپه ژمي كي دپسرلي سندري واياست,
پلاني به وزيرشي,اوكه نه داڅه بې معنا خبري دي؟؟؟
تاسوته دطالب سرشندنه داقتدار په موخه ښكاري,داپه مسلمان باندي بې ځايه بدګماني ده,
ساپى صيب نن دسرو اوسپينو ډاډسنو وخت تللى,الله خبيث اوطيب سره بيل كړل,په طالبانو كي هم دډاډسنو اوقدرت شوقيان دكرزي ترشا ودريدل,اوځيني نوريې بيا نوروملكونوته دپيسوپه لټون پسي ولاړل,او اوس په دي لټه كي دي چې څه ډول دطالب ټاپه حيا دي وي له كوني ليري كړي,له همدې امله له افغان ملتيانو سره ګډ غمبر وهي,
نن قدرت او اجرې دكرزي او امريكايي په ملاتړكي دي,
دطالب په ملاتړكي زندان,شكنجې,ګونتانامو,باګرام,
ځكه خو زه وايم چې هربي غيرته نن په ډكه خوله دطالب ملاتړنشي كولى,
دځيني ورڼوپه ګونګو ليكنو كې چې زه ګورم نو دتيرو نا خوالو ترسرليك لاندي دكمونستانو اوطالبانو د دوري فرق هم نكوي او يو ډول يي ارزيابي كوي,
خوبيا ځان ته دطالب لپاره دمصلح مقام هم وركوي,چي څوك زر او كوټ نه سره پيژني هغه به يي اصلاح څنګه وكړي؟
طالب ته په نصيحت كولو دصحابه وو,واقعات په دليل كي را اخلي,خودې ته پام نه كوي چې هغه وخت داډول اعتراضونه هغه چاكول چي دصحابه وو پرحقانيت ېي يقين لاره,
تاسوخو,ددي روان مقاومت مشروعيت ته هم دشك په سترګه ګوري,
نوستاسي اصلاح به پرته له دي چي په دي ښكنځلتون كي يوبله ښكنځل شي نوره څه ګټه ونه لري,اويابه دطالبان پرضد دنوروكنځلوته خام مواد ورپيداكړي,
څوك چي دطالبي دټاپې له ويري دطالب ستاينه په ډكه خوله نشي كولي دي ته مضر احتياط نه وايي,خو پرطالب دريدل مضراحتياط ګڼي,؟؟؟انصاف!!!
نن چي كوم طالب په مقاومت كي ولاړدي نو هغه پرځمكه سيوري پر اسمان ستورى نلري,مفقود لاثر دي,په ښكاره ژوند نشي كولي,دنورو امتيازاتوخو تصورهم نشي كيدلى,
چاچي له مال او قدرت سره شوق لاره هغوي دمقاومت خوا پريښوده,
ځكه تاسوته معلومه ده چي دولت تسليميدونكو طالبانو ته هرډول امتيازات وركوي,
ځيني دوكانداران چي دخيټي اوخو... په لټه كي په پيسوپسي ورك دي,اوس دغو وركوطالبانو ته د در بدري پيغورهم وركوي.!!!
په مستعارو نومونودطالب په دفاع به څوك څه امتيازات ترلاسه كړي؟
دطالب په دفاع خو دهالنډ او كاناډا دافغان ملتي يارانوډالري مرستي!!! هم نه ترلاسه كيږي,بلكي يوازي يوڅوكنځلي راته كيږي,
نن دطالب دفاع هر بي غيرته اوبزدله نشي كولي دا ډيرستر ايمان اوپاكه عقيده غواړي,
ساپى صيب!ته ښه سړي يي په مقدس ځاي كي اوسي,ددين علم كوي,
خو داچي ظواهري ته مردار خور وايي!! نودا جمله دي ديهودانو دناسكه زامنو سعودي چارواكو دخولي ده,داچي ظواهري څنګه دى؟دا دهرچاخپل نظر دي,خو موږ دا جمله مناسبه نه ګڼو,ځکه هغه ديهودانو او صليبيانو ستر دښمن دى,او مردار خور پښتانه سپي ته وايي,كه بوش يا اوباما خبرشي كيداى شي يو پاكټ ډالر درته را وليږي,كه نه خپلو زامنو سعودي چارواكوته خوبه ضرور وظيفه وركړي,
او داچې چاټوپك يا راكټ غاړي ته اچولى,؟
نو وروريوه ټوكه به وكړم هيله ده خفه نشي
هغه داچي:
دا وظيفه چا درسپارلي؟؟؟
دې ته موږ مطبوعاتي جاسوسي وايو,
خو بي غمه اوسه !دلته يوطالب هم نسته يوازي خواږي دي!!ستا بل يارهم په اشاروكي دتجسس ناكامه هڅه كړي وه,خوخير دهرچاخپل ظرفيت!!
ټوكه وه: هيله ده خفه نشي...
ځيني ورڼه په دي وياړي چي موږ ډير ديني معلومات لرو,
خو زه وايم حق او باطل دومره ورك نه دي,هرڅه څرګند دي,
سياف او رباني دشرعياتو استادان وو,
مولوي شنواري دهيواد په كچه محدث و,هره ورځ به يې دكرزي اوبوش په حقانيت ښپږشلي اياتونه اوحديثونه ويل,خوحق يې بدل نكړى شو,
که څوك مزاجا له مقاومت سره جوړ نه وي,نوپه ديني دلايلو دځان دفاغ نشي كولى,ځكه چي دجهاد په اړه نصوص ډيرصريح دي تغير نه قبلوي,
په يوڅوسوليدلو ديني ليكنو اوژباړو غره كيدل نه دي پكار,نن سبا عامي اسلامي ليكني مستشرقين هم كوي,
اويوه خبره بايد زياته كړم,هغه داچي زه نه چاته خداى نا خواسته دصلبيانوهمكار وايم او نه هم چاته بل څه,,كيداي شي حامدصيب زما په خبره پوه شوى نه وي...
حامدصيب سپين ږيري هم دي او ناروغ هم دي,
زه ورته احترام لرم ,هيله ده زمانه خفه شوى نه وي