نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ع کريم حليمي
28.03.2006
ګرانو او محترمو٠ استاد وطنمل صاحب، استاد a صيب ،ګړندی صميم کټوازی صاحب او نورو درنو لوستونکو
السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته !
[quote:a3b1dab78f]له دې کبله يې بيا افرازات هم نشته (تشناب او چټلتون نه لري) [/quote:a3b1dab78f]
دوه حياتي نظامونه الله جوړکړي چه يو دنړۍ حيات او بل الدار الاخرة حيات
اسماني منطق داسي دي چه :
بسمه تعالی : وَمَا هذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَهْوٌ وَلَعِبٌ وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ لَوْ کَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿ 64 ﴾ عنکبوت
مطلب له دې ايات څخه داسي اخلو چه د نړۍ حيات مجازي او دار الاخرت
حقيقي ژون دې
راځم و افرازاتو ته !
دا نړۍ او دار الاخرت دواړه جلا جلا greenhouse نظامونه دي ٠
خدای خالق دې د ګرين هاوس ، او بنده د هيڅ شي خالق نه دې
هو ! يوازي شيان assemble يا assembling کولی سي او بس
يعني greenhouse يا يوه کوچنۍ نړۍ نه سي assemble کولی ٠
دغه خارينه نړۍ داسي نظام لري
د درختي له حاصلاتو څخه استفاده کوو ٠ او فضوله ، زائد مواد برته
مځکي ته ورکوو او درختي استفاده ورڅخه اخلي ٠ او برته همغه زموږ فضوله
مواد درختي را recycle کوي او موږ يي بيا خورو ٠٠٠٠ يعني مېوه
او همدارنګه دود يا کاربون ډای اکسايډ مو تر خولو راوزي او درختي يې
recycle کوي ٠ د ورځي زموږ کاربونه اخلي او په شپه کښي اکسيجن
راکوي ، اوبه بخارسي او برته د باران په شکل را اوريږي ٠
نو جنت هم ممکن داسي يو نظام ولري ٠
نړۍ يي يو مجازي شکل او دار الاخرت اصلي او تر دې اعلی درجه لري
د مځکي يو طبيعي قانون داسي دۍ ٠ هر شئ چه پورته وغورځو برته رالوېږي
يعني فزيکي قانون
او له مځکي چه خارج سو ٠ نو دغه فزيکي قانون دلې پاته سي ٠ يعني دغه
د مځکي قانون بيا په فلک کښي نسته ٠ مسلمه خبره ده !
نو کله چه تر فلک هم ورتېر سوو ٠ داسي معلوميږي ٠ کيميا به هم دلې پر
مځکه پاته سي ٠ ولي چه دا باټېری bacteria هم دلې پاته کيږي
اوهر څه چه لوړ پورته کيږو د دې دنيا هر څه دلې پاته کيږي ٠
داسي ويلی سم چه هلته په جنت کښي دا د اکسيجن او باکتريا نظام نسته
نوبه طبعا هلته (تشناب او چټلتون نه لري) يو بل ډول greenhouse
به وي ٠ چه څرنګه کيميا ،بيالوجي او فزيک به لري ٠ والله اعلم
کټوازی
02.04.2006
ګران او قدرمن استاز {A} صيب ، محترم او مکرم استاز مولوي صيب عبدالکريم حليمي او نورو درنو لوستونکو،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
امابعد !
د محترم مولوي صيب د ارزښتمنې ليکنې د هر اړخيز تاييد،او ورڅخه دډېرې مننې او خوښنې [color=blue:0ebb410779] ( چې پۀ جنت کې يي د افرازاتو پۀ باب پۀ مدلل او ساينټيفک ډول خپل دروند او عالمانه آند روښانه کړ او پۀ دې توګه يي زموږ رهنمايي وکړه )[/color:0ebb410779]ترڅنګ ،له محترم استاز( .............)چې تراوسه يي د مېلمه{ A} پۀ نامۀ د [color=white:0ebb410779]ګل او صنوبر[/color:0ebb410779] پۀ عنوان کې پۀ بې کچه علمي او منطقي ډول ليکنې کولې چې دټول افغان د بحث فورم ته يي يوه ځانګړې پوهنيزه ښکلا او ځلا ورکړې وه ،او موږ ټولو ورڅخه دخپلې پوهنيزې او آنديزې سويې پر بنسټ ډېرڅۀ ترګوتو کول او ترګوتو موکړل ،عليم اوحکيم خدای جل جلالۀ دې پۀ دنيا اوهم اخرت ، هوسا اوبسيا ژوند اولوړمقام ورکړي آمين ثم آمين !
څخه پۀ ډېر درنښت هيله لرم ، د ټول افغان دمسؤل پلاوي له خواد يوۀ ډېر سخت مجبوريت او يا هم د نظم دتنظيم پر اساس ،دناثبت سويو ليکونکو پرمخ لار وتړل سوه ، نو څرنګه چې تاسو هم ظاهراً د ناثبت سويو ليکوالو پۀ کتار کې درېږئ ،که کوم عذر نۀ وي ،پۀ خپل ثبت سوي نوم او يا هم پۀ بل نوي مستعارنامۀ ، که موږ پۀ خپلو عالمانه ليکنو ونازوئ ،مهرباني به مووي !!!
پۀ همدې هيله ، کشری ورور مو
02.04.2006
دروند او محترم استاد حليمي صاحب، منلی او ښاغلی صميم صيب او درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
د تکامل په ټپه دريدل په آخرت کې د محترم استا له لاندې استدﻻل څخه هم جوتيږي ،چې د فزيک ، کيميا اوبيولوژي اعتبار ، چې د تغير او حرکت ، بشپړتيا اوتکامل قوانين لري ، هلته نور نشته :
[quote:7ca6e63521]او له مځکي چه خارج سو ٠ نو دغه فزيکي قانون دلې پاته سي ٠ يعني دغه د مځکي قانون بيا په فلک کښي نسته ٠ مسلمه خبره ده ! نو کله چه تر فلک هم ورتېر سوو ٠ داسي معلوميږي ٠ کيميا به هم دلې پر
مځکه پاته سي ٠ ولي چه دا باټېری bacteria هم دلې پاته کيږي اوهر څه چه لوړ پورته کيږو د دې دنيا هر څه دلې پاته کيږي ٠داسي ويلی سم چه هلته په جنت کښي دا د اکسيجن او باکتريا نظام نسته ( ... او) چه څرنګه کيميا ،بيالوجي او فزيک به لري ٠ والله اعلم [/quote:7ca6e63521]
له حليمي صيب منندوی يم ، ځکه :
کله چې کيمياوي عناصر ، ترکيبي مواد او تعاملات يې نه وي ، په بدن کې به هم دهغوي اړوند ارګانونه لکه سږی، زړه ، معده ، فعاليت او وجود ونه لري ، نو تکامل هم نشته ، ماشومان او لويول خويې هرچاته مالومه ده چې نشته ، ځکه ټول جنتيان سره همزولي اوتل تر تله بي تغيره ٣٣ کلن پاتې کيږي . ولې بيا هم د خوراک ، چښاک ، شهواني مينې پيښې شته ، روښانه ده چې دغه پيښې چې د هيڅ مادي قانون په چوکاټ کې نراځي مادي هم نه دي ،بلکې روحي پيښې دي . روح اوارواحان هغه شيان دي چې مري نه او ځواني او زړښت نه لري ، تر مادي جهان خدای (ج) مخکې پيدا کړي نو وروسته به هم ترې موجود وي .داچې دا غير حقيقي مجازي جهان پر تکامل وﻻړ دی ،نو حقيقي جهان به له دې کبله هم له تکامل څخه خلاص او بي نيازه وي !
د جنت قوانين هيڅ د مادي قوانينو په څير نه دي، خو داچې روح په دې نړۍ کې مادي ژوند ليدلی ، هلته يې هم دې ته ورته تصور کوي او خوندونه يې خان ته په څو زرو کې ضربولی شي . حقيقت هم د معنويت او روحانيت سره تړلی دی نه د مادي ژوند او مادي تکامل سره !
لکه څنګه چې ټولو آسماني اديانو هم مادي ژوند مجازي بللی، حقيقي جنتي ژوند په اړه هيڅ يوه پوښتنه هم د ماديت (= مجازيت ) له نظره ځوابيدلی نشي ، خو برعکس د روح، روحي او روحاني ژوند په چوکاټ کې بيا هره پوښتنه دجنت په اړه ځوابيدای شي ، په دې شرط چې حقيقي ژوند هم يواځې روحي ، روحاني يا معنوي وبولو ، نه مادي ! او ماده بر عکس لکه هېګل د مطلقې معنی يا ابدي حقيقت څخه پردی او بيګانه شوې موقتي مجازيت ته ورته وګڼو . والسلام
ستاسې يو ورور اما ن الله ( A ) ځواکمن .
.
ع کريم حليمي
03.04.2006
دروند او محترم استادځواکمن صاحب، منلی او ښاغلی صميم صيب او درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
[quote:2eaf8bde05]خو برعکس د روح، روحي او روحاني ژوند په چوکاټ کې بيا هره پوښتنه دجنت په اړه ځوابيدای شي ، په دې شرط چې حقيقي ژوند هم يواځې روحي ، روحاني يا معنوي وبولو ، نه مادي ![/quote:2eaf8bde05]
محترم استاد ځواکمن !
سوال دلته دا پيدا کيږي چه روح چشي دۍ ٠ اول موږ لوستونکو ته روح
تعريف سي ٠ ؟؟؟
نو بيا به موږ دا ادرک پيداکړو چه روحي ، روحاني ژوند معنی څه ؟؟؟
ع کريم حليمي
07.04.2006
په تېر په سې
روحاني حالت مونږ نه پېږنو ! ولي چه روح نه پېږنو نو کله چه روح نه پېږنو
څرنګه به روحاني کيفيت وپېږنو !
ژوند هغه حالت ته ويل کيږي چه حرکت وي نوژوند سته ! او نباتات بيا بل بحث
دی ٠ جسم او روح چه سره يو ځای وي نو ژوند ورته ويل کيږي ٠
الله تبارك وتعالی داسي فرمايي چه :
بسمه تعالی ٠ کَيْفَ تَکْفُرُونَ بِاللّهِ وَکُنْتُمْ [color=red:511c52f9ec]أَمْواتاً[/color:511c52f9ec] [color=cyan:511c52f9ec]فَأَحْيَاکُمْ[/color:511c52f9ec] [color=blue:511c52f9ec]ثُمَّ يُمِيتُکُمْ [/color:511c52f9ec][color=white:511c52f9ec]ثُمَّ يُحْيِيکُمْ [/color:511c52f9ec]ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿ 28 ﴾ بقره
ژباړنه _ څرنګه کافران کيږي په الله باندي حال داچه وۍ تاسي مړه بيا الله ژوند
درکړۍ تاسي (د روح په درکولو سره ) بيابه الله مړه کړي تاسي بيابه الله
ژوندي کړي تاسي (بعث ) بيا به خاص هم ده ته ور وستی سۍ ٠
تبصره _ يعني اول مړه واست ( روح او جسم ، بدن نه وو سره يوځاي)
کله چه رب بدن او روح سره يو ځای کړي نو نو و ژوند ته اشاره کوي ٠
کله چه روح او بدن سره جلا کړي نو بيا مرګ ،مړ ته اشاره کوي ٠
يعني په جنت کښي چه روح او هغه جنتي جسد سره يو ځای شي نو ژوند يا حيات ورته ويل کيږي ٠ ( يوازي روح يا يوازي بدن ته حيات نه ويل کيږي )
الله تبارك وتعالی د دوږخ حالت هم داسي ښيي و موږته چه :
ثُمَّ لاَ يَمُوتُ فِيهَا وَلاَ يَحْيَى ﴿ 13 ﴾ سورت الاعلی
ژباړه -بيابه نه مري په هغه (اور ) کښي (چه راحت ومومي ) او نه به ښه ژوند وي (په کښي ژوندون د راحت )
يعني چي نه به مري او نه به رغيږي ٠ استغفرالله ، هزار ځله توبه
معنا داسوه چه بيا نو روح او د جنتي بدن نه سره جلاکېدونکي
نو مطلب داسو چي دنړۍ حيات او بل الدار الاخرة حيات کښي به طبعا
جسم (ماده ) او روح به سره يوځای وي ٠ نو د جنت ژوند ورته ويل کيږي
والله اعلم
07.04.2006
دروند او محترم استاد حليمي صاحب السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته .
ستاسې له علمي ښونو او نيکمرغو ﻻر ښونو څخه چې زما په شمول ترې د ټول افغان ټول درانه لوستونکي برخمن کيږي ، د زړه له کومي مننه کوم ، الله تعالی دې
تاسوته ته د خير په تله کې واچوي .
[quote:6a4790bacc]روح مونږ نه پېږنو! چه روح نه پېژنو نو کله چه روح نه پېږنوڅرنګه ه روحاني کيفيت وپېږنو! هغه حالت ته ويل کيږي چه حرکت وينوژوند سته! ... جسم او روح چه سره يو ځای وي نو ژوند ورته ويل کيږي ٠ [/quote:6a4790bacc]
هو! دنيوي ژوند خو همداسې دی او په همدې دوه اړخيزه تړاو وﻻړ دی . هغه څه چې په دې دواړو اړخونو کې په ډاګه او روښانه دي هغه بدن دی،ر وح لکه تاسو چې ورته ګوته يولې تر اوسه چا نه دی پيژندلی ، خو بيا هم له روح پرته بدن ته ژوندی نه وايو ، نو دژ وندعامل او اصلي ځواک روح بولو . مونږ دا ټکي تثبيتوو :
١ـ روح يوه ناپيژوندل شوې مجهوله او غير مادي (؟) قوه او ددې او بلې دنيا دواړو بنسټ يې بولو .
٢ـ بدن او بدني فعاليت مجهول نه دی، ماده او د مادي قوانينو سره مطابقت لري او طب، بيالوژي ، فزيولوژي ، کيميا ، فزيک او نورو علومو يې جزئيات روښانه کړي دي .
٣ـ پورتنۍ روښانتيا او مالومات ټول د ژوندي بدن ( چې روح هم لري) په اړه دي خو د روح په اړه څه نه لري ، بلکې در وح پر ځای د ژوندۍ مادې له لوړو اوپيچلو سازمانونو څخه غږيږي .
٤ـ د روح يو ځای کيدل د يوې مړې مادې يا مړ بدن سره نه دي تثبيت شوي ، بلکې د نرينه او ښځينه دواړو ژوندي مواد يو له بل سره القاح کيږي او ژوندی زيګوټ ترې منځته راځي ، نو ژوند يا ژوندی موجود نه رامنځته کيږي ، بلکې له
القا ح ورسته د ودې او بشپړتيا په د دوام په يوۀ ټاکلي پړاو کې روحي کيفيت ته رسيږي ، چې د بدني ، شعوري او اجتماعي بشتيا ره جوښت روحي کيفيت هم بشپړتيا مومي او د خپل تکامل پړاوونه وهي . که مادي بدني بنسټونه ( جين او حجرې) يې خرابې وي ، نه يواځې بدني وده ، بلکې دروح او روحي حالت بشپړتيا يې هم نيمګړې او خرابه وي .
لنډه داچې : په دنيوي ژوند کې روح د بدن د مادي ژوند قوه او دبدن د مادي سازمان نتيجه ده . که مونږ د ژوند همدغه مادي قوانين د جنت او دوزخ په ژوندانه کې ولټوو، نو يو به هم په کې پيدا نکړو : نه له محيط سره د موادو تباله ، نه وده او بشپړتيا، نه تکثر ، نه ترميم ، نه زيږون ـ ماشومتوب ـ ځواني ـ زړښت او نه مړينه .
نوزما په اند ددغسې يو نامالوم او مجهول ،خو هر اړخيز حقيقي ژوند له پاره همدغسې نا مالوم او مجهول خو نږدې په هرڅه قادر روح او په دواړو مجهوﻻتو کلکه عقيده په کار ده نه ساينسي مالومات !
داچې په دنيا کې روح دومره د بيولوژيکي بدن تابع دی، چې روح نور په هيڅ حساب او يواځې د ژوند يوه قوه تصور کيږي، نو بايد برعکس په اخروي ژوند کې بدن بيا تر دې زيات د روح تابع او خپله پر هيڅ حساب اوسي ، ځکه په جنت کې روح هر څه کوي خو بدن د ژوندانه کوم فونکسيون بيا نه لري ! که څنګه ؟
په دنيا کې روح هر چاته د ځان له احساس څخه مالوميږي : هر څوک چې وايي (زه )، نو خپل بدن يې مقصد نه وي بلکې خپل روح يې مطلب وي ، چې دارادې او احساس، مرکز دی . حس ، ا حساس ، اراده ، هيلې ، ارزوګانې ، ، جذبات ،قهر او
غريزې ان دتصوراتو او خيالاتو مفاهيمو او مفکورو پورې ذهني پديدې ټولې روحي دي. والسلام !
]
ع کريم حليمي
07.04.2006
دروند او محترم استادځواکمن صاحب ، درنو ګډون کونکو اولوستونکو السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته .
[quote:e5b3dad0b6]د روح يو ځای کيدل د يوې مړې مادې يا مړ بدن سره نه دي تثبيت شوي ، بلکې د نرينه او ښځينه دواړو ژوندي مواد يو له بل سره القاح کيږي او ژوندی زيګوټ ترې منځته راځي ، نو ژوند يا ژوندی موجود نه رامنځته کيږي [/quote:e5b3dad0b6]
هو ! ستاسو خبر ډېره پرځای ، ساينس هم داسي دی
اما د تاريخ په اوږدوکښي اسمان داسي خارق العاده ، ممتاز کارونه کړي
چه ساينس ګوته په غاښ ورته نيولې ٠
نه چه اسماني وحي دا خبر راکوي تاريخ هم شاهدي ورکوي چه
عيسی عليه السلام بيله پلاره پيدا سويدی ٠ اسمان هيڅ محتاج نه لري د إِلْقاح
و قانون ته ٠ اسمان تامه ، كَامِله ازادي لري
[quote:e5b3dad0b6]د روح يو ځای کيدل د يوې مړې مادې يا مړ بدن سره نه دي تثبيت شوي [/quote:e5b3dad0b6]
داسي عمل څو واره طبيعت کړي او تاريخ درج کړي دي ،
د کلم الله موسی عليه السلام په لکړه روح ننوتۍ او مار يا ښامار سوو
چه موسي د خپلی قهرمني وضعي سربېره ترې وېرېدۍ ٠ او اسماني ږغ ورته
وسوو چه مه ډارېږه لاس ور واچوه راوايي خله
او په دا نيزدې تاريخ کښي د سرداري عالم منبر چه له تختې چوړ وو
خوله يي نه درلوده او په خبرو يي شروع وکړه ٠ تاريخ شاهد دۍ
هو ساينس به ضرور منو ٠ بل اختيار نه لرو
يوازي او يوازي فلک دۍ چه د ساينس تر قانون نه لاندي کيږي ٠
[quote:e5b3dad0b6]برعکس په اخروي ژوند کې بدن بيا تر دې زيات د روح تابع او خپله پر هيڅ حساب اوسي ، ځکه په جنت کې روح هر څه کوي خو بدن د ژوندانه کوم فونکسيون بيا نه لري ! که څنګه ؟ [/quote:e5b3dad0b6]
نه نه ! داخاورين بدن ته هم په سپکه سترګه مه کورۍ ٠
روح په مثال د software او بدن په مثال د hardware
که يو نه وي ها بل يو بيا function نشي کولای ٠ اما احساس به لري ٠ ولي چه عليه السلام فرمايلي چه مړي په سرو يا ډيرو تودو اوبو مه وينځۍ
يعني احساس لري ٠ نو روح هم داسي ګمان ، القياص کوم ٠ والله اعلم
روح او خاورين بدن چه سره يو ځاي سي نتيجه يي
ژوند او Common Sense وي
Sound judgment not based on specialized knowledge; native good
............................................................................................................................judgment
کمپيوټر به هيڅ وخت Common Sense نه کړي پيدا ٠
کټوازی
10.04.2006
دروند استاز ، ښاغلی ځواکمن صاحب او محترم استاز ، مولوي صاحب عبدالکريم حليمي ،
اسلام عليکم ورحمتۀ اللۀ و برکاتۀ !
بښنه غواړم ، چې بحث ته پر وخت را ونه ګرځېدم ، او ستاسو د بحث لمن له انساني تکامل څخه روح ته وغزېدله ، که اجازه راکړئ ، لمړی به پخوانی بحث ( چې موافقې ته لا نۀ يو سره پرې رسېدلي ) يو وارې با را تازه کړم او بيا به د روح پۀ هکله ، چې پۀ عين حال کې زموږ د پخواني بحث برخه هم جوړوي ، ستاسې د عالمانه ليکنو پۀ رڼا کې بحث لاپسې اوږد کړو ،
استازه ! ستاسې له ليکنې داسې برېښي ،چې د انساني تکامل پر مادي اړخ بحث کوئ ،او روحي اړخ يې نه پلټئ ،
[quote:122e9d4066] د فزيک ، کيميا اوبيولوژي اعتبار ، چې د تغير او حرکت ، بشپړتيا اوتکامل قوانين لري ، هلته نسته
[کله چې کيمياوي عناصر ، ترکيبي مواد او تعاملات يې نه وي ، په بدن کې به هم دهغوي اړوند ارګانونه لکه سږی، زړه ، معده ، فعاليت او وجود ونه لري ، نو تکامل هم نشته ،[/quote:122e9d4066]
پۀ داسې حال کې چې انساني تکامل ، روحي دی ، اوپر کلک ايمان ، سپېڅلې عقيدې او کاملاً پر لوړو اخلاقو تکيه لري ، چې دا ټول روحي بڼه لري ، او هيڅکله هم د مادي قانون پۀ چوکاټ نه راځي ، چې حتماً تکامل او بشپړتيا لري او دتکامل څرخ يې هيڅکله هم نه درېږي ،
اوس چې مو تکامل له ماديت څخه د روحانيت پۀ چوکاټ کې واچوۀ ، نو هيڅوک به هم چې وروسته تر مرګ پر عبادت او بندګي باور لري ، د تکامل پر دوام به شکمن نۀ شي ، او که لا نهايت توجو وکړي ، نو دا به هم ومني چې جنت نهايي ځای نه دی ، او تردې لابل نهايي سپېڅلي او پرمختللي ( له روحي اړخه ) ځای ته ورځو ،
د سورت بقره پۀ ٢٨ ايات شريف (ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ) ياني تاسې خاص خدای پاک ته وروستل کېږي ،او يا هم بل ځای وايي [color=white:122e9d4066]ثُمَّ إِلَيْهِ يرْجَعُونَ [/color:122e9d4066]
يوارې بيا مو پام ورته راړوم ،
الله جل جلالۀ ته ورتګ او پۀ پای کې ورنږدې کېدل (چې انسان پۀ واقعي ، رښتيني مفهوم او مانا هغه ذات اقدس وپېژني او لږ تر لږه ددغه ذات اقدس ټول عالي جلالي اوجمالي صفات پۀ خپل وجود کې وبرېښوي ) ډېر ستر او ترهغه ځايه چې زموږ پام ور اوړي ، خورا ډېر ،سپېڅلی ا وپرمختللی مفهوم او تعبير لري ،چې انساني عقل اوفکر پۀ کې پۀ بشپړ ډول واکمن نه دی !
او دا ادعاپر زبات رسوي ،چې جنت نه ، بلکې الله جل جلالۀ ته ورتګ ، ورنږدې کېدل او پائ کې يي د وسيع رحمت او مهرباني پۀ اوقيانوس کې لاهوکېدل نهايي ځای دی ، او پردې ځای د انساني تکامل څرخ درېږي ،او مخکې تردې بل ځای نسته ، خو دا هغه ځای دی چې علامه اقبال رحمتۀ الله عليه يې يادونه کړې ،
[color=blue:122e9d4066]خودي کو کر اتنا بلند ، که هر تقدير سې پهلې ،
خدا تجهه سې خود پوچهې ،بتا اې بندې تېري رضا کيا هې [/color:122e9d4066]؟
ژباړه : ياني ځان دې دومره لوړ کړه [color=blue:122e9d4066](پۀ روحانيت کې ) [/color:122e9d4066]مخکې له دې چې تقدير ته اړ شې [color=white:122e9d4066]( دلته تقدير د خدای جل جلاللۀ د رضا پۀ مانا راوړل شوی )[/color:122e9d4066]
چې خدای پاک جلجلالۀ ، پخپله له تاپوښتنه وکړي ، چې ووايه زما دروېشه تۀ څۀ شی غواړې !؟؟
سبحان الله ، سبحان الله
دا بحث به لږ لا نور پر مخ بوځو،
لکه څرنګه چې د زاريات د سورت پۀ ٥٦ ايات کې عبادت د جن او انس دنهايي هدف پۀ عنوان معرفي سوی دی [color=blue:122e9d4066](وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ )[/color:122e9d4066]
ياني ما نۀ دي پيداکړي ، پېريان او انسانان ، مګر ددې لپاره چې عبادت مې وکړي ( او له دې لارې تکامل وکړي او ماته رانږدې شي )
که پردې باور لرو ، چې الله پاک جل جلالۀ ته ور نږدې کېدل ، بې له عبادت او بندګي څخه هيڅ امکان نه لري ،نو بيا خامخا اوحتماً عبادت د يوۀ عالي مکتب او ښوونځي پۀ توګه هم پېژنو ، چې زموږ فکرونه او اندېښنې را ويښوي ، زړۀ مو د ګناه له ګرد او غبار څخه پاکوي ، د ايمان روح مو قوي ،او پۀ وجود کې مو لوړ او سپېڅلي انساني خويونو ته تربيت او وده ورکوي ، او پۀ پای کې مو عالي انساني مسؤليتونو ته متوجه کوي ،
کله چې مو عبادت د يوۀ عالي مکتب پۀ توګه و پېژاند ، او ياهم د عبادت پر داپاس تعبير مو سره موافقه وکړه ، نو بيا که تر مرګ وروسته پر عبادت او بندګي باور لرو ، حتماً به دا هم منو ، ترڅو پورې چې عبادت او بندګي وي ، انساني تکامل به خامخا څنګ پۀ څنګ پر مخ وسره روان وي ، او هيڅکله به يي څرخ و نه درېږي ،
خو دلته بايد د عبادت پر مانا هم ځانونه پوه کړو ، چې ايا له عبادت څخه مطلب يوازې رسمي عبادت ( سجده او پوجا) دی ، او که تردې بل ماورا حقيقت هم پروت دی !!؟؟
خامخا به مو ځواب { هو ! } وي !
والسلام
پۀ مينه او ادب ،کشری ورور مو
کټوازی
20.04.2006
ښاغلی استاز ځواکمن صاحب ، محترم حليمي صاحب او نورو درنو لوستونکو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
د روح پۀ هکله دښاغلي استاز ځواکمن صيب دالاندې نظر ،
[quote:4c9de6d84c]داچې په دنيا کې روح دومره د بيولوژيکي بدن تابع دی، چې روح نور په هيڅ حساب او يواځې د ژوند يوه قوه تصور کيږي، نو بايد برعکس په اخروي ژوند کې بدن بيا تر دې زيات د روح تابع او خپله پر هيڅ حساب اوسي ، ځکه په جنت کې روح هر څه کوي خو بدن د ژوندانه کوم [color=blue:4c9de6d84c]فونکسيون[/color:4c9de6d84c] بيا نه لري ! که څنګه ؟ [/quote:4c9de6d84c]
سړي ته تر ډېره ځايه ښۀ ډاډ ورکوي ، خو داچې پۀ اخروي ژوندانۀ کې دبدن پر نقش اويا فونکسيون شکمن کېږي ، ښايي سمه ونه بلل شي ، ځکه چې له يوې خوا پخپله وايي پۀ اخروي ژوندانۀ کې د بدن برخه همدومره ده لکه څومره چې پۀ دنيوي ژوندکې يي روح لري ، نو بيا څرنګه ورسره منلای شو چې بدن به کوم خاص او دپام وړ نقش و نه لري ؟
پۀ داسې حال کې چې تردې پخوا يي پۀ خپلو ليکنو کې پۀ دنياوي ژوند کې د روح نقش او فنکسيون استدلالاً پر موږ منلی ، زۀ يي د يوې ليکنې يوه برخه دلته را اخلم :
[color=white:4c9de6d84c]خوداچې زمونږ په دنيوي ژوند کې هم روحی اړخ زيات او آن غالب دی، دې ته د چا فکر نه وي. که له رڼا او فزيکي امواجونه راته غږونه ، رنگونه او له بیولوژیکي موادو څخه داته خوندونه او خوشبويي گانې په زايقه، شامه، باصره او سامعه او نورو حواسو کې جوړوي ، پيښې په احساس، ادراک،
تصور ،احساساتو او جذباتو اړوي ، اراده او تفکر لري نو دا ټول روح دی چې کوي يی او زمونږ مادي ژوند ممکنوي.[/color:4c9de6d84c]
20.04.2006
محترم او مکرم استاد حليمي صاحب او ګران منلي او ښاغلي ورور صميم کټوازي صيب او درنو لوستونکو ته د مينې سلامونه ، نېکې هيلي او درناوی وړاندې کوم.په لنډه توګه خبره دجنت پر يوه يا بله نښه او علامه کې نه ده، چې د کليت له پاره ترې هيڅ نتيجه ګيري او استنتاج نشي کيدای، بلکې بر عکس ﻻ يې ناشونی کوي ، حال اچې دلته دجنت کلي ژوند ، کلي اصول او کلي خصلت مطرح دی اود هغوي امکانات او شونتيا مطرح ده . ددې کليت د روښانه کولو پهﻻره کې د کټوازی صيب دروحاني تکامل تيوري ده چې له يوې خوا روحانيت مني خو د مزو چړچود عملياتو له پاره بيا ماديت ته رجوع کوي،او د مزو چړچو حس احساس او جذبات بيا بيرته روحي اوڅارنې ( پديدې) هم بولي ، نو په دې ډول پيښو کې هډو وحدت نشته . که روح په غوښيزو بدني چړچواخته شي (چې يو ارګازموس يې د چا خبره ( ٧٠٠٠٠ ) کاله دوام وکړي ، نو دا عبادات او روحاني تکامل به څه وخت کوي ؟ او که دغه خوندونه بي له دې هم روحي وي،نو بيا مادي اړخ ته يې څه ضرورت دی ؟ همدارنګه که ايمانداران پر عباداتو اود الله تعالی ته د ورنږدې کيدلو د شرف پر روحاني خوښيو بوخت وي، نو بيا دغه ډول دنيايي خوندونو لکه د حورو شهواني خوند او سرګرمۍ په عين وخت کې څنګه امکان لري ؟
زمونږ بحث هم پر همدې خبره څرخي چې د جنت ژوند روحي او روحاني دی نه مادي، ځکه مادي تصورات يې له مادي خصلتونو او قانونمنديو سره هيڅ سر او سمون نه خوري ، خو د د روح د مادي تصوراتو په توګه آن د خپلو
استثنا آتو پورې له روحي او روحاني نړۍ سره بشپړ سمون خوري ! د جنت نامحدوديت، ﻻيتنهي ډيره رنګيني،
دناممکنو خوندونو اولذتونو شته والی ، له نورڅخه هم چټک سرعت لرل هر وخت هر ځای ته رسيدل ، هر څه په يو حالت ابدلابد پاتې کيدل، د عمر دايمي ٣٣ کلني ، د ميوه دارو ونو تل له ميوې ډک دوام ، مني ژمی پسرلې او دوبی نه لرل ، دهغوی شنه کيدل غټيدل، وده ، د ميوو خاموالی ، پخيدل او خوړينېدل نه لرل، تل ورځ او شپه خوب ، ستړتيا او لوږه نه احساسول دا ټول په مادي ژوند کې امکان نه لري ، خو په روحي توګه ټول امکان لري ! .
دغه راز د[quote:b58fd4c92a] ثُمَّ إِلَيْهِ يرْجَعُونَ [/quote:b58fd4c92a] يوازې د مسلمانانو او انسامانو له پاره نه ، بلکې د هر څه هر مخلوق او په دې توګه د مسلمانانو له پاره هم دی ځو هرڅوک ( کافر او مسلمان ، ګناهکار او بيګناه هم ) د خپل عمل په سزا او مجرا ورسوي . دا د الله تعالی سره د لقأ له پاره نه دي ويل شوي .
دغه راز له (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ) څخه هم مطلب د الله تعالی اطاعت دی نه ستايونکی رياضت .
د جنت خوشحالي . او په پاې کېدالله تعالی ديدار او لقأ د دنيا پر مخ د مسلمانانو د تقوا نتيجه ده نه په جنت کې د
کوم تکامل موخه ،هلته د تکامل د پړاوونو تکا ليف .اواړونده مکلفيتونه نشته .
نور مو پر لوی او مهربان خدای سپارم .: والسلام ، ستاسې يو ورور : ځواکمن .
کټوازی
28.04.2006
ګران اومحترم استاز ځواکمن صاحب ،
سلامونو ته مو وعليکم سلام وايو ، او پۀ څنګ کې يي خپل د مينې تاودۀ سلامونه او نېکې هيلې در ډالۍ کوم !
اما بعد !
يقيناً ډېرې پۀ زړۀ پورې او هيښوونکې پوښتنې دي ،
[quote:01560eb21c]خبره دجنت پر يوه يا بله نښه او علامه کې نه ده، چې د کليت له پاره ترې هيڅ نتيجه ګيري او استنتاج نشي کيدای، بلکې بر عکس ﻻ يې ناشونی کوي ، حال اچې دلته دجنت کلي ژوند ، کلي اصول او کلي خصلت مطرح دی اود هغوي امکانات او شونتيا مطرح ده . ددې کليت د روښانه کولو پهﻻره کې د کټوازی صيب دروحاني تکامل تيوري ده چې له يوې خوا روحانيت مني خو د مزو چړچود عملياتو له پاره بيا ماديت ته رجوع کوي،او د مزو چړچو حس احساس او جذبات بيا بيرته روحي اوڅارنې ( پديدې) هم بولي ، نو په دې ډول پيښو کې هډو وحدت نشته . که روح په غوښيزو بدني چړچواخته شي (چې يو ارګازموس يې د چا خبره ( ٧٠٠٠٠ ) کاله دوام وکړي ، نو دا عبادات او روحاني تکامل به څه وخت کوي ؟[/quote:01560eb21c]
خو جواب يې زما پۀ نظر بېخي روښانه دی ، لکه چې پۀ دنيايي ژوندانۀ کې عبادات زموږ د ټولو سرګرميو او فعاليتونو درېيمه برخه جوړوي ، کټ مټ همدغسې پۀ جنت کې به هم عبادت ته درېيمه برخه ځانګړې وي او جنتي ژوند به يوازې پرعبادت نۀ وي محيط !
او دا چې :
ا[quote:01560eb21c]و که دغه خوندونه بي له دې هم روحي وي،نو بيا مادي اړخ ته يې څه ضرورت دی ؟ همدارنګه که ايمانداران پر عباداتو اود الله تعالی ته د ورنږدې کيدلو د شرف پر روحاني خوښيو بوخت وي، نو بيا دغه ډول دنيايي خوندونو لکه د حورو شهواني خوند او سرګرمۍ په عين وخت کې څنګه امکان لري ؟[/quote:01560eb21c]
سمه ده چې خوندونه او لذتونه ټول پۀ روحي بڼه انسان محسوسېوي او بدني اعضا يي نۀ شي درک کولای ، خو پۀ ياد به يي لرو چې که څۀ هم خوندونه او لذتونه ټول روحي دي خو پۀ مادي او بيولوژيکي صورت ياني د بدن پۀ شتون سره ممکن کېږي اوبېله دې يي تصور لکه چې بدن بې روح پر هيڅ حساب دی ، روح هم پر هيڅ حسابېږي او هيڅکله به هم هيڅ خوند محسوس نۀ کړي چې د ادعا د ترديد لپاره هيڅ عقلي او نقلي دلايل پۀ نظر نه راځي !
دلته مو دې خبرې ته هم پام را اړوم ، يوازي انساني ژند دی چې آن پۀ جنت کې هم پرخپل حال پاته کېږي ، پۀ دې مانا، هر هغه څۀ چې پۀ دنيوي ژوندانۀ کې يي لري پۀ اخروي ژوندانۀکې هم نه يوازې داچې ورځنې اخيستل کېږي نه ، بلکې پۀ ډېر Advanced پرمختللي او ارزښتناک ډول د ژوندانۀ چاپېريال ورته اماده کېږي اوهرشی بې له کومې ستړيا او فعاليت څخه ورته ميسر کېږي ، هغه که د انساني فطرت تر ټولو دخوندور اړخ ( شهوانيت ) لاپسې پراخېدل دي ، او که د ماشومانو د راوړلو له فطري تکاليفو څخه د ميندو خلاصېدل دي ،اوکه د عمر د بېلابېلوپړاونو ياني ماشومتوب ، هلکتوب ، ژڼيتوب او بواډاتوب ، له تودو سړو د انسان خلاصول ، همدا ډول د بېلابېلو اقليمونو اوموسمونو له امله له ناروغيو سره نه مخامخېدل او داسې نور پۀ سلهاو او زرهاو توپيرونه دي چې انساني ژوند ته د دنيا پۀ پرتله پۀ اخرت ( جنت ) کې ممتاز حيثيت ورکوي ، او دلته د پوهېدا او غور ټکی دا دی چې ټول هغه شيان او پديدې چې انساني ژوند يې پۀ دنيا کې يرغمال کړی ، پۀ جنت کې نه ليدل کېږي !!!
تر بيا پورې مو پرالله پاچا سپارم
28.04.2006
د ګران صميم کټوازي او محترم استاد حليمي صيب پام د درنښت او سلامونوله مراتبو څخه ورسته دې ته رااړوم
صميم ليکي :[quote:fb4e5e1c0b]
که څۀ هم خوندونه او لذتونه ټول روحي دي خو پۀ مادي او بيولوژيکي صورت ياني د بدن پۀ شتون سره ممکن کېږي اوبېله دې يي تصور لکه چې بدن بې روح پر هيڅ حساب دی ، روح هم پر هيڅ حسابېږي او هيڅکله به هم هيڅ خوند محسوس نۀ کړي چې د ادعا د ترديد لپاره يې هيڅ عقلي او نقلي دلايل پۀ نظر نه راځي [/quote:fb4e5e1c0b]
که صميم صاحب يو شاعرانه خوب وويني ، باغونه وي ،ګلونه وي ، ميوې وي ، خوراک وي او چښاک وي ، ښکلا وي ، عشق وي او معشوقه وي ، لنډه داچې خوښي وي رنګينۍ وي او ټول خوندونه مزې او چړچې وي . خو د يوې اوږدې شيبې نه وروسته راويښ شي ،ګوري چې هيڅ نشته .! فکر کوي او چرت وهي چې بدن خو مې هيڅ چيرې نه دی تللی، پښې مې دهغوګلانو باغ هغوونو بوټو خواته نږدې هم نه دي ورغلي، ﻻسونه مې د هغو ښکلو
خوبانو زلفوته نه دي رسيدلي ، مړوندونه مې له هغې نرۍ ملا څخه نه دي تاوکړي او شونډې مې هم پر هغو پستو شونډو نه دي ايښې چې په خوب کې مې وزبېښلې او دا ټول خوندونه مې وچشل . ماهلته خپل بدن هم ليدۀ او له بدن سره مې په دې پيښو کې برخه اخيستې .خو آيا ويلی شم چې زه رښتيا د بدن سره هلته تللی وم ؟ ايا ما خپل پالنګ رښتيا پريښی واو دهغې معشوقې سره مې په باغ کې ﻻس په ﻻس غاړه په غاړه او خوله په خوله چکرې وهلې ؟
نه هيڅکله نه ، زمونږ ﻻسونه او پښې او بدن يو هم برخه په خوب کې نه وي اخيستې خو خوندونه احساسات خوښي او مزې چړچې روانې وي . که همدغه خوښي اوخوندونه يو ضريب ولري په ١٠٠٠ يا لس زرو او يا سل زرو او ميليون کې يې ضرب کړو ښايي د جنت د خوندونو يو تصور راسره پيدا شي . خو داخوب دي مجاز دی او جنت واقعيت دي ، خو مادي نه ،بلکې روحي اومعنوي واقعيت دی ٠ځکه د خوندونو کيفيت روحي او اساس يې په دواړو کې يوشی يعنې روح دی .
داچې په جنت کې هر څه ممکن دي ، علت يې دادی چې هرڅه روحي کيفيت لري او له مادي عواملو Determination څخه خلاص دي ..
اوس راځو يو بل سوال ته : وايي چې ارواحان ډير پخوا حتې د ځمکې له پيدا کيدو څخه پخوا پيدا شوي دي او په ميليونونو اوميلياردونو کلونو وخت يې له مادي ډيترمينيشن پرته تير کړي دي . ابدي ژوند وخت به هم له هغې پرته امکان ولري ، خو ښايي د خوندونو سره که په جنت کې وي او له عذابونو سره که په دوزخ کې وي او مادي شکل او ډيترميناسيون يواځې د دې مادي نړۍ په لنډمهاله ژوند کې رامنځته شوي وي او بس !
که دجنتي ژوند هره پروسه مادي اړخ ولري نو که داخبرره رښتيا شي چې هلته يو ارګازموس اويا ( ٧٠ ) زره کاله دوام کوي، نوآيا دا به يواځې داخراج شويو موادو ويالې سيندونه او سيلابونه څه چې بلکې سمندرونه اود تسونامي طوفانونه رامنځته نکړي (؟) او په جنت کې به هم د نړيوال چاپيريال د يو ستر ناورين سبب نشي ؟
نو صميمي صاحب دا شو [color=white:fb4e5e1c0b] ((د انساني فطرت تر ټولو دخوندور اړخ ( شهوانيت ) لاپسې پراخېدلو )) [/color:fb4e5e1c0b] مادي نتيجې ،خو که خوند او غرنج همدغه پرکتيک په جنت کې يواځې روحي وي ، دغسې ناوړه مادي پايلې به ونه لري . البته جنتيانو ته به داهرڅه په مادي بڼه بريښي لکه په خوب کې چې هم روح ته هرڅه مادي بريښي ، صرف د روح يا اروا د غوښتنې سره سم هرڅه رامنځته کيږي او هرڅه ورک کيږي . روح به ابداً ژوندی او د خوښۍ غوښتنې به يې تل ترتله په روحي او معنوي ډول تر سره کيږي .Subject او Object به دواړه معنوي
يا روحي وي او ظاهراً به ددنياوي تجربو په څير اشنا اوهغوی ته ورته بريښي .ددغسې معنوي ـ روحاني دنيا په وړاندې به ددنيا دغه مادي ژوند ښتيا هم مجازي وي ، ځکه د واقعيت او حقيقت معيار ماديت نه ،بلکې معنويت دی اوله حقيقي دنيا سره له معنويت پرته مجازي ماديت ښه هم نه بريښي . او بيا هغه ماديت ته چې مادي خواص ( تنوع، تغير حرکت وده او موسمي رنګينۍ ) له ﻻسه ورکوي ، څه اړتيا او ضرورت ی؟
کټوازی
30.04.2006
محترم استاز ، ښاغلی ځواکمن صاحب ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
ماشاالله ، ماشالله !
څو مره جالب او پۀ زړۀ پورې جواب مو ليکلی :
[quote:72dd12b2a7]که صميم صاحب يو شاعرانه خوب وويني ، باغونه وي ،ګلونه وي ، ميوې وي ، خوراک وي او چښاک وي ، ښکلا وي ، عشق وي او معشوقه وي ، لنډه داچې خوښي وي رنګينۍ وي او ټول خوندونه مزې او چړچې وي . خو د يوې اوږدې شيبې نه وروسته راويښ شي ،ګوري چې هيڅ نشته .! فکر کوي او چرت وهي چې بدن خو مې هيڅ چيرې نه دی تللی، پښې مې دهغوګلانو باغ هغوونو بوټو خواته نږدې هم نه دي ورغلي، ﻻسونه مې د هغو ښکلو
خوبانو زلفوته نه دي رسيدلي ، مړوندونه مې له هغې نرۍ ملا څخه نه دي تاوکړي او شونډې مې هم پر هغو پستو شونډو نه دي ايښې چې په خوب کې مې وزبېښلې او دا ټول خوندونه مې وچشل . ماهلته خپل بدن هم ليدۀ او له بدن سره مې په دې پيښو کې برخه اخيستې .خو آيا ويلی شم چې زه رښتيا د بدن سره هلته تللی وم ؟ ايا ما خپل پالنګ رښتيا پريښی واو دهغې معشوقې سره مې په باغ کې ﻻس په ﻻس غاړه په غاړه او خوله په خوله چکرې وهلې ؟
نه هيڅکله نه ، زمونږ ﻻسونه او پښې او بدن يو هم برخه په خوب کې نه وي اخيستې خو خوندونه احساسات خوښي او مزې چړچې روانې وي . که همدغه خوښي اوخوندونه يو ضريب ولري په ١٠٠٠ يا لس زرو او يا سل زرو او ميليون کې يې ضرب کړو ښايي د جنت د خوندونو يو تصور راسره پيدا شي . خو داخوب دي مجاز دی او جنت واقعيت دي ، خو مادي نه ،بلکې روحي اومعنوي واقعيت دی ٠ځکه د خوندونو کيفيت روحي او اساس يې په دواړو کې يوشی يعنې روح دی .
داچې په جنت کې هر څه ممکن دي ، علت يې دادی چې هرڅه روحي کيفيت لري او له مادي عواملو Determination څخه خلاص دي ..[/quote:72dd12b2a7]
چې پۀ دنيا يي يا عقلي دلايلوبنا دی !
او دلته زۀ له خپلې دې خبرې تېرېږم چې [color=blue:72dd12b2a7] بېله دې ( بدن څخه )يي تصور لکه چې بدن بې روح پر هيڅ حساب دی ، روح هم پر هيڅ حسابېږي او هيڅکله به هم هيڅ خوند محسوس نۀ کړي چې د ادعا د ترديد لپاره هيڅ عقلي او نقلي دلايل پۀ نظر نه راځي ! [/color:72dd12b2a7]
خو برسېره پردې ، که رښتيا هم د جنت ژوند روحي ياني د يوۀ تل پاتي خوب پۀ مثال وي چې هيڅکله هم جنتيان نه ځنې را ويښېږي او هره ګړۍ يي روح يوې نوې او ناليدلې نړۍ ته ځي ،ايا داSituation پۀ رښتيا هم د هغه ځای ( جنت ، چېرته چې ډېر لوی ،لوی نعمتونه را ټول شوي او يوځای شوي دي او هره نقطه يي يو لامتناهي جهان اوعالم دی ) يو رښتينی تصور او تاثر کېدای شي ؟
ايا دا خو به د هغه ځای تصور نۀ وي چې د خدای دلارې شهيد پۀ کې پۀ خواږۀ خوب ويدۀ وي ؟ او هره ګړۍ يې روح يوۀ نوي عالم ته پرواز کوي ،اودفردوس پۀ باغونو کې له تنکيوجنتي حورو مچکې اخلي !!!
يقيناً چې دی !!!
او يوازې پۀ هغه صورت کې د روحي ژوند تصور کېدای شي ، چې روحي ژونديو اوږد مهاله خوب وي ،او هيڅکله هم جنتيان ځنې را ويښېږي نه !
چې دابيا پخپله يومجازي او خيالي ژوند دی اوپۀ واقعيت کې هماغه خوب دی چې پۀ را ويښېدلو سره هيڅ هم نۀ وي ! خو فرق يې دومره دی چې دلته بيا را ويښېدل نشته !!!
خو ايا داسې يو ژوند رښتيا هم د جنت ژوند کېدای سي ( ؟ )
پۀ زړۀ پورې يي لا دا ،
[quote:72dd12b2a7]اوس راځو يو بل سوال ته : وايي چې ارواحان ډير پخوا حتې د ځمکې له پيدا کيدو څخه پخوا پيدا شوي دي او په ميليونونو اوميلياردونو کلونو وخت يې له مادي ډيترمينيشن پرته تير کړي دي . ابدي ژوند وخت به هم له هغې پرته امکان ولري ، خو ښايي د خوندونو سره که په جنت کې وي او له عذابونو سره که په دوزخ کې وي او مادي شکل او ډيترميناسيون يواځې د دې مادي نړۍ په لنډمهاله ژوند کې رامنځته شوي وي او بس ![/quote:72dd12b2a7]
د جنت او دوزخ ژوند هم د ډسپلين له مخې تامين شوی دی ، او جنتيان او دوزخيان هم پۀ کې د مادي نړۍ پۀ څېر د يوۀ خاص نظم له مخې ژوند( سزا او جزا ) تېروي خو له بله پلوه ارواحان چې د مځکې او نورو کايناتو تر پيدايښت پۀ مليونونو کاله پخوا پيدا شوي وو ،د عدن پۀ غېږ کې د خامو موادو پۀ څېر پراتۀ وو ، خو کله چې مادي نړۍ ته را واستول شول نو له دنيوي ژوندانۀ نيولې تر اخروي ژوندانۀ پورې يي ښۀ او بد دواړه پۀ حساب ياني د يوې خاصې قانونمندۍ چوکاټ ته ولوېدل ، نو بيا څنګه ادعا کېږي چې مادي Determination يواځې ددې لنډمهاله ژوند لپاره دي ، وړاندې او روسته يي تصور ناسم دی !
[quote:72dd12b2a7]
که دجنتي ژوند هره پروسه مادي اړخ ولري نو که داخبرره رښتيا شي چې هلته يو ارګازموس اويا ( ٧٠ ) زره کاله دوام کوي، نوآيا دا به يواځې داخراج شويو موادو ويالې سيندونه او سيلابونه څه چې بلکې سمندرونه اود تسونامي طوفانونه رامنځته نکړي (؟) او په جنت کې به هم د نړيوال چاپيريال د يو ستر ناورين سبب نشي ؟ [/quote:72dd12b2a7]
دا بحث خو لا ډېر وړاندې فيصله شو ، چې د ارګازموس پۀ صورت کې مني نه انزاليږي افرازات وجود نه لري ، ځکه چې د تکامل له برکته ټول هغه شيان او پدیدې چې پۀ دنيا کې يي انساني ژونديرغمال کړی وي د جنتي ژوندانۀ برخه به نۀ وي ، همدا راز بيا هم د تکامل له برکته ياني څنګه ، څنګه چې انسان متکامل کېږي نيمګړتياوې يي را کمېږي ، افرازات هم چې د انسان نيمګړتيا بلل کېږي د تکامل پۀ ژرنده دل کېږي او له منځه ځي !
[quote:72dd12b2a7] نو صميمي صاحب دا شو [color=white:72dd12b2a7] ((د انساني فطرت تر ټولو دخوندور اړخ ( شهوانيت ) لاپسې دپراخېدلو )) [/color:72dd12b2a7] مادي نتيجې ،خو که خوند او غرنج همدغه پرکتيک په جنت کې يواځې روحي وي ، دغسې ناوړه مادي پايلې به ونه لري . [color=blue:72dd12b2a7]البته جنتيانو ته به داهرڅه په مادي بڼه بريښي لکه په خوب کې چې هم روح ته هرڅه مادي بريښي[/color:72dd12b2a7] ، صرف د روح يا اروا د غوښتنې سره سم هرڅه رامنځته کيږي او هرڅه ورک کيږي . روح به ابداً ژوندی او د خوښۍ غوښتنې به يې تل ترتله په روحي او معنوي ډول تر سره کيږي .Subject او Object به دواړه معنوي
يا روحي وي او [color=white:72dd12b2a7]ظاهراً به ددنياوي تجربو په څير اشنا اوهغوی ته ورته بريښي [/color:72dd12b2a7][/quote:72dd12b2a7].
خو استاده ! دا بيا هم يو خوب شو چې هيڅکله به ويښېدل و نه لري ، ځکه خو به جنتيانو ته پۀ مادي بڼه برېښي ! ګنئ پۀ واقعيت کې خو هيڅ هم نسته ، کاش چې را ويښېدل يې هم درلودلای ،او هر جنتي د خپل پالونکي او د جنت پۀ نامۀ د تل لپاره پۀ يوۀ درانۀ خوب د ويدۀ کوونکي څښتن له دې لويي دوکې څخه خبر شوي وای !!! ( نعوذبالله )
خو زۀ پۀ کامل يقين سره ويلای شم ، چې هغه عادل او مهربانه ذات به هيڅ کله د خپلو بندګانو پۀ باب داسې بې رحمانه قضاوت او عدالت و نۀ کړي !
او که يي[color=white:72dd12b2a7] کوم [/color:72dd12b2a7]خدای کوي ، نوبياهم زۀ پۀ کامل يقين سره ويلای شم چې دخدايي دعوه يي باطله او دروغجنه ده ، ځکه چې پۀ دې توګه پۀ واقعيت کې عاجز او کمزور ی دی !!!
پۀ ټوله افغاني مينه او درنښت ، کشری ورور مو
ع کريم حليمي
30.04.2006
محترم او ګرندی صميم کټوازی صاحب او محترم استاځواکمن صاحب
او درنو لوستونکو خپل سلامونه اواحترامات تاسوته وړاندي کوم
خدای دي وکړي چه وئې منۍ !
نه صميم صاحب داسي مه کوۍ چه تاسو تر خپلي خبري تېرېږۍ
[quote:727091d58c]دلته زۀ له خپلې دې خبرې تېرېږم چې بېله دې ( بدن څخه )يي تصور لکه چې بدن بې روح پر هيڅ حساب دی ، روح هم پر هيڅ حسابېږي او هيڅکله به هم هيڅ خوند محسوس نۀ کړي چې د ادعا د ترديد لپاره هيڅ عقلي او نقلي دلايل پۀ نظر نه راځي ![/quote:727091d58c]
خوبوه څو ډوله دي يو د مذهب له نظر اوبل د ساينس له نظر
زه يي د طب تر نظره تېرېږم او د مذهب له نګاه به ورته وګورم
يا شيطاني دي يا رحماني !
بد خوبوه ټوله شيطاني دي ، او صاليحه خوبونه 46 تمه حصه يانصيبه د نبوت ده
يو الحام دي چه الله يي و بنده ته کوي ٠
Allah's Apostle said, "A good dream (that comes true) of a righteous man is one of forty-six parts of prophetism."
که زه د محترم استاد ځواکمن صاحب د خوب په مقابل ښي ووايم
چه دغه نن چه موږ يي ژوند کڼو يو خوب يا روحي حال دي
ايا استاد دا راسره مي ! که دغه ژوند اصلا روحي ومني نو بيا موږ
جنتي ژونديو روحي ژوند ور سره منو
د رياضي په حساب او د رياضي د منطقو په اساس راسته او چپه طرفونه
بايد سره مساوي سي ٠نوبيانو خبره د منلو وي
کټوازی
01.05.2006
محترم او مکرم استاز مولوي صاحب عبدالکريم حليمي ، محترم استاز ښاغلی ځواکمن صاحب او نورو درنو لوستونکو،
سلامونو ته مو وعليکم سلام وايو او پۀ څنګ کې يي زموږ له خوا هم ومنئ !
وروسته تردې :
حليمي صيب ليکلي :
[quote:973b436c60]نه صميم صاحب داسي مه کوۍ چه تاسو تر خپلي خبري تېرېږۍ [/quote:973b436c60]
استازه ! له يادونې مو مننه ، له خپلې خبرې يوازې دومره تېرېږم چې ښاغلي ځواکمن صاحب دجنتي ژوند د روحي بڼې مثال ديوۀ خواږۀ اوږدمهاله شاعرانه خوب پۀ توګه راکړ چې ما ورسره د زړۀ له تله ومانۀ ، خو برسېره پردې يي دخوب او روحي ژوند( چې مادي اړخ ونه لري ) تر منځ کوم غوڅ توپير پر ډاګه کړی نه دی ،چې پۀ دې توګه د ښاغلي ځواکمن صاحب د روحي ژوند تيوري نيمګړې مالومېږي ياني بې له دې چې پريوۀ تل پاتي شاعرانه خوب تعبيرشي بل تعبير يې له انساني Comprehension ډېر لوړ او يابېخي له سره شته نه !
د مولوي صاحب عبدالکريم حليمي ددې استدلال له مخې هم،[color=white:973b436c60]که زه د محترم استاد ځواکمن صاحب د خوب په مقابل کښي ووايم
چه دغه نن چه موږ يي ژوند ګڼو يو خوب يا روحي حال دي
ايا استاد دا راسره مني ! که دغه ژوند اصلاً روحي ومني نو بيا موږ
جنتي ژونديو روحي ژوند ور سره منو
د رياضي په حساب او د رياضي د منطقو په اساس راسته او چپه طرفونه
بايد سره مساوي سي ٠نوبيانو خبره د منلو وي[/color:973b436c60] پۀ جنتي ژوندانۀ کې مادي اړخ له روحي اړخ سره برابر او مساوي مالومېږي
خو برسېره پردې هم، پۀ تمه يو چې ښاغلی استاد ځواکمن صاحب به پۀ دې برخه کې خپله علمي انرژي زموږ د قناعت ترپولې پر مصرف ورسوي !
ماشاالله ، ماشالله !
يا شيطاني دي يا رحماني !
[color=blue:973b436c60]بد خوبونه ټوله شيطاني دي ، او صاليحه خوبونه ٤٦ تمه حصه يانصيبه د نبوت ده
يو الحام دي چه الله يي و بنده ته کوي ٠
Allah's Apostle said, "A good dream (that comes true) of a righteous man is one of forty-six parts of prophetism."[/color:973b436c60]
پۀ درناوي ،
ورورمو صميم
03.05.2006
محترم استاد حليمي صيب ، ګران او منلي صميم کټوازي صيب او درونو دستانو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
د روح او بدن معنوي او مادي نړۍ اړيکې او اړاو تړاو پخپله يوه پيچلې څه چې آن ﻻينحل موضوع ده او بيا د يوې داسې نړۍ د ماديت او روحانيت په اړه پريکړه کول چې په برخه کې يې موجود معلومات نږدې صفر ته تقرب کوي يوناشونی کار دی :
دا ژوند در وح خوب ( ويده کيدل) ګڼلی شوخو نه د خوب ليدل ، او هغه دنيا هم د روح له پاره دخوب ليدل نه دي ، بلکې پخپله روحي حالت دي . دې مادي نړۍ او مادي بدن ته د روح راتګ د روح حالت اړولی ، بدل کړی اوهغه يې په اصطلاح ويده کړی دی .او د احساس ، تصور او تفکر په توګه ډير لږ روحانيت او معنويت ورپاتې دي . روح په بدن او بدني ماده کې له ځانه بي ځانه پردی او بيګانه وي ، خو کله چې راويښيږي د بدن پنجره پريږدي او لکه يو مرغه له مادي نړۍ څخه الوزي ، بشپړ ه آزادي ترلاسه کوي او بيرته په حال يا په خود کيږي ، خپل پراخه معنوي کور ته ځي او خپل اصلي روحاني ژوند بيرته پيلوي ، کوم چې د نياته د راتګ او د مادي ژوند له زيږونې څخه دمخه يې درلود . دغه معنوي يا روحاني ژوند يې له معنويت او بشپړ تفکر ، تصور ونو ، احساس او احساساتو ، خوښيو او جذباتو څخه ډک او له وخت او زمان پرته اوږود دوام لري ، په دې شرط چې دعمل غير مادي منفي فکتورونه چې له دنيا څخه يې له ځان سره وړي وي اخروي ژوند وراخلال نکړي اوددوزخ سړې تودې پرې تيرې نکړي .
داچې مونږ د خپل روح هغه حالت نشو تصور کولای چې زمونږ له زيږيدنې څخه پخوا روح تير کړی دي او رايادولی يې هم نشو ، علت يې دادي چې د بدن ماديت ترې هرڅه هير کړي پردي کړي او معنويات يې پر مادياتو وراړولي دي . له دې کبله کله چې روح بيرته په خود ش آزاد شي او خپلې معنوي دنيا ته راشي لکه مرغه چې بيرته په هوا شي يا ماهي بيرته په اوبو کې خوشې شي . هلته روح نور مادي توليداتو ميوو او مادي نعمتونوته هيڅ اړتيا نه لري ، بلکې هرڅه او هرشي پخپله توليدوي په معنوي خلاقانه مبتکرانه او هنري توګه ، که دا ميوې وي او که باغونه ، معشوقې وي، بنګلې وي اوکه بل کوم د کيف حالت اوسي ! له ماديت او دهغې له پردي بيګانه او massiv حالت سره هيڅ سرو کار نور نه لري ! والسلام علی من اِتّبَع الهدا .
ع کريم حليمي
05.05.2006
محترم استاد ځواکمن صيب ، او راته ګران صميم کټوازي صيب او درونو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
محترم استاده !
[quote:1b10fc7e2b]دې مادي نړۍ او مادي بدن ته د روح راتګ د روح حالت اړولی ، بدل کړی [/quote:1b10fc7e2b]
په داسي حال کښي تاسو واياست چه اول حالت دروح
نه معلوم اونه تاسو ښوولي بدلېدل يي نو څنګه تصور کولی سوو ؟؟؟؟
[quote:1b10fc7e2b]د بدن پنجره پريږدي او لکه يو مرغه له مادي نړۍ څخه الوزي ، بشپړ ه آزادي ترلاسه کوي او بيرته په حال يا په خود کيږي ، خپل پراخه معنوي کور ته ځي[/quote:1b10fc7e2b]
مرغه او روح ! که د مانا مثلا تاسو راوړي وای نو به راته اسانه وای چه
تصور موکړيوای ، روح او مرغه کوم اړيکي سره لري ؟؟؟؟ مرغه ماده او روح
نامعلومه او يا مانا
[quote:1b10fc7e2b]له وخت او زمان پرته [/quote:1b10fc7e2b]
هر مکان درې بعُد او امتدادونه لري عرض ،طول ،زخامت
چه په دغو درو يي پېژندل کيږي
او د 20 م قرن فلاسفه وو يو بل شئ چه زمان دۍ لازم يي بولي د پوهېدو او
پېږندګلوۍ لپاره
[color=cyan:1b10fc7e2b]چه زمان نه وي[/color:1b10fc7e2b] نو بيا پوه، خوند ، زهمت ، دخوشحالي مکان نو بيا څرنګه احساس کېدای شي ؟؟؟
[quote:1b10fc7e2b]او معنويات يې پر مادياتو وراړولي دي[/quote:1b10fc7e2b]
او دغه جمله بيا ستاسو ټوله ليکنه رد ده وي ٠ او که ځنګه
د دغو پوښتنو ضرورت په دېراته پيداسو چه ليکنه ډېر ژوره او پوهېدل يي راته
مشکل دي
په ډېر احترام
05.05.2006
محترم او مکرم استاد حليمي صاحب ، ګران صميم چانه وروره او درونو لوستونکو السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
محترم استاده !
[quote:8033a17e05]په داسي حال کښي تاسو واياست چه اول حالت دروح نه معلوم اونه تاسو ښوولي لېدل يي نو څنګه تصور کولی سوو ؟؟؟؟ [/quote:8033a17e05]
روح خو په يوه حالت کې هم چا تر اوسه نه دی ليدلي خو بيا هم يوه غير مادي اوڅارنه يې تصور کوي . داچې آيا غير مادي (معنوي) هستي له مادي هستۍ پرته او مستقله وجود لري ، هيچا نه ليدلې اونه يې ثبوت کړې ده . خو عقايدو منلې او يو ډول تصور هم لري لري . مونږ هم روح د اسلام د سپيڅلې عقيدې پر بنسټ يې تصور کوو چې شته . دانسان له دنيوي ژوند څخه مخکې او وروسته د روح د ژوندانه تصور مونږ ته د هغه په حالت کې ځکه تصور راکوي چې له مرګ وروسته په جنت کې هغه ډير خوشحاله او نيکمرغه وي ، چې له دنيوي حالت څخه دا دهغه ستر تغير او يو بي سارې مثبت تغير اوبدلون دي . پر همدې ورته والي (تشابه) سره له دنيوي ژود څخه مخکې ژوند هم ددنيوې هغه سره نشي يوشی کيدای ، خو اچې ښه والی يا بدوالی به يې تر دنيوي ژوند څومره ښه او له جنتي ژوند څخه څومره بدتر وي ، اوس دتصور او ځوابولو وړ نه ده . مذهب نه دي ويلي چې په ماقبل دنيوي دوره کې هم ارواحان په جنت کې وو ، خوداچې له اړتيا و څخه خلاص دي نو کيداې شي تر دنيوي حالت يې حالت ښه وي. برعکس ادعا هم شته ، چې هغه هم د حالت يو بدلون په ګوته کوي : وايي چې روح ته په بدن کې د ننوتلو د امر په وخت کې روح چمتو نه و چې په خپله رضا بدن ته ورننوځي، خو دبيرته راويستلو له وعدې نه چې وروسته بدن ته ورننوت ډير خوشاله شو او بيا يې هيڅکله تر ې وتل نه غوښتل . .خو کيدایشي هغه ښه حالت يې هير وي چې د مخه يې درلود ، نو ځکه د دنيا په نسبي ژوند راضي اوسي ، خو کله چې بيرته له بدن څخه ووځي
او له دوزخ څخه بچ وي نو په جنت کې هيڅکله د دنيا ارمان ورسره نه پيدا کيږي اوحالت يې زيات نيکمرغه بدلون موندلی وي . الله تعالی دې مونږ اوتاسې له دوزخاو هر ډول عذاب څخه وساتي !
دوهم دليل دادي چې دبدن سره د روح دومره نږدې تړاو موندل له ژورې متقابلې اغيزې پرته نشي تصور کېدای ،. ځکه فکر نه کوم روح به داتوم ديوې پروتوني نيوتروني هستې په څير د خپل حالت هيڅ تغير نه مني .
د مرغه مثال هم د خوښۍ د ښودلو له پاره راوړل شوې و ، ځکه هغه روح لري او بدنې ماده يې مطرح نه وه .
معنی بيا پراخ مفهوم لري او د رواني احساساتو خوښۍ او خفګان يا ژوند له پاره يې کارول سم نه بريښي .
[quote:8033a17e05]له وخت او زمان پرته [/quote:8033a17e05]
مکان د مادي د موجوديت طرز يا توګه او زمان د هغې د حرکت او تغير طرز او توګه ده . ده ، نو روح چې مادي نه دی نو زمان او مکان ته يواځې هغه وخت اړتيا لري چې له يو مادي بدن سره (لکه زمونږ په دنيوي ژوند کې) يوځاي وي .
[quote:8033a17e05]او د 20 م قرن فلاسفه وو يو بل شئ چه زمان دۍ لازم يي بولي د پوهېدو او
پېږندګلوۍ لپاره چه زمان نه نو بيا پوه، خوند زهمت ، دخوشحالي مکان نو بيا څرنګه احساس کېدای شي ؟؟؟ [/quote:8033a17e05]
که دغه پيښې مادي نه ،بلکې روحي او معنوي اوسي لکه چې همداسې هم بريښي ، نو زمان او مکان به يې هم يواځې په معنوي ډول شتون ولري ، اوښايي له دې ډول مادي ستونزو او ديترمېناتو څخه مبرا وي.
[quote:8033a17e05]او معنويات يې پر مادياتو وراړولي دي[/quote:8033a17e05]
حليمي صاحب ډيره بښنه غواړم چې دا پورتنۍ جمله مې پر دغه شکل دقيقه نه ده، مطلب مې داوچې د معنوي او روحاني خوښيو ځای مادي خوندونو لکه د خوراک ، څښاک او جنسي خوندونو نيولی دی .
معنی پر ماده نه اوړي خو په دې ژوند کې پر ماده کې بدلونونه رامنځته کولی شي ، دلته په مطلب کې مهمه دا وه چې د روح فعاليت پر مادي امکاناتو او قيوداتو پورې محدود يږي ، نوځکه دا دنيا د روح له پاره نيمګړې اوپه اصطلاح د يوه پراخ زندان سره مشابه د ه اوبس ! په درنښت او سلامونو !
ع کريم حليمي
09.05.2006
محترم استاد ځواکمن صيب ، او راته ګران صميم کټوازي صيب او درونو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
محترمه استاده !
له قرآني اياتونو څخه داسي معلوميږي ، چه روح نه پليد کيږي يعني ټوله بربادۍ او سرکښي د نفس ده ٠ که نفس خبث ،شرير ، مؤذي سي نوبه په دې دنيا ، عقبی
په سخط غضب اخته وي
نفس په اماره ، لوامه ، مطمئنه ياد سوي
چه مطمئنه نفس له اوره خلاص دۍ (جنت يي ځای ٠ او اماره هغه نفس دۍ چه دوږخ ته ځي
ترکومه حده چه زه فکر کوم روح ته خو داسي کوم خطاب نه دۍ سوې چه دوږخي
او ياجنتي !
او دامعلومه ده چه روح او نفس دوه جلا شيان دي ، يو تعريف او بل نه پېژندل
سوې
او داسي هم ويلی سم چه نفسونه دي چه په جنت کښي به مېلې کوي او يابه په
دوږخ کښي زوبونه خوري او سوټي
او شهدا دي چه خپل نفسونه يي د خدای په لاره کي شهيدکړي او جنتونو ته ځي
بسمه تعالی ٠ [color=cyan:1732196980]رَبُّکُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِکُمْ إِن تَکُونُوا صَالِحِينَ فَإِنَّهُ کَانَ لِلْأَوَّابِينَ غَفُوراً [/color:1732196980]
رب ښه علم دی په هغه څه چه په نفسونو کښي دي
تاسو کوم داسي کتابي دليل ندۍ راوړي چه روح به چړچې کوي په چنت کي
او ادم ته چه يي و فرمايل چه [color=brown:1732196980]اهبتو [/color:1732196980]
نو ادم داسي وويل چه :
ربنا ظلمناأنفسنا و إن لم تغفر لنا و ترحمنا لنكونن من الخاسرين ٠
دلته خو ادم داندي ويلي چه ربناظلمنا روحنا
داچه چړچې نفس کوي نو سوټي هم نفس ته کوري
نو داسي معلوميږي چه ارواح نه احساس لري او نه جزا او سزا
او داهم نسو ويلای چه ارواحونه نن په جنت کښي دي او صبا يوه جسم ته
داخليږي ٠ دا خبره بلکول صحيح نه معلوميږي !
09.05.2006
حترم استاد حليمي صاحب ، ګران صميم صيب او درنو دوستانو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته .
[quote:6b91b3c6cf]ترکومه حده چه زه فکر کوم روح ته خو داسي کوم خطاب نه دۍ سوې چه دوږخي او ياجنتي !
او دامعلومه ده چه روح او نفس دوه جلا شيان دي ، يو تعريف او بل نه پېژندل سوې [/quote:6b91b3c6cf]
په هر صورت روحي اوڅارنې ډيرې او ډول ډول دي ، ښايي اماره اوغيراماره نفس هم بيلابيل روحي حالتونه وي ، ځکه جنت ته روح هم ځي ، که چړچې نه کوي نو د څه له پاره جنت ته ځي ،او که چړچي کوي ، له نفس پرته به چړچې رښتيا هم څنګه شونتيا ولري . که نفس او روح يوشي نه وي ، شايد !، خو له روح پرته نفس به څنګه د تصور وړ وي ، داسې بريښي چې دنفس تړاوپه روح پورې اړين دی ، نه بر عکس ،که څنګه ؟ اوڅارنې په کُلّي توګه يا مادي دي يا معنوي يعنې يا روحي او يا بدني دي . که نفس له روح څخه جلا کړو ، نو درې ډوله وجود ممکنيږي چې يو روح بل نفس او بل بدن يا مادي نړۍ ده . د جهان دا ډول دريګونی ويش څنګه امکان لري؟ نفس خو د ځان په معنی هم زياتره کارول شوی دی لکه په پورتني ايت شريف کې
[quote:6b91b3c6cf]ربنا ظلمنا[color=white:6b91b3c6cf]أنفسنا[/color:6b91b3c6cf] و إن لم تغفر ل[color=blue:6b91b3c6cf]نا [/color:6b91b3c6cf]و ترحمنا لنكونن من الخاسرين [/quote:6b91b3c6cf]خوايا دعا آدم (ع) يعنې د هغه روح نه ده کړې ؟ بدن غوښه او هډوکي خو نه دعا کوي او نه پرې عذاب شته .
په علمي اصطلاحاتو کې روحيات او نفسيات يوشی دي، نو مفرد شکل يې روح او نفس هم يو ډول معنی ورکوي . خو که مذهب نفس په دوه ډوله اماره او غير اماره بيلوي او روح نه ويشي، نو څنګه به امکان ولري چې د يو او عين کس نفس اماره په
دوزخ او ضد اماره نفس يې په عين وخت کې په جنت کې وي . او که نه داسې وي چې سړی يواځې اماره نفس لري يا ضد اماره ، دواړه نه لري ، داماره واﻻ دوزخ او نا اماره جنت ته ځي ، نو بيا ګناه کار مؤمن د دوزخ له عذابه وروسته له اماره سره څنګه جنت ته تلای شي ؟
نو ممکنه او ښه دا بريښي چې اماره او مطمئن نفس هر يو دروح تبارز وګڼو ، چې ددوی د کړنو تر منځ د خير او شر په ډول تول او تلل په قيامت کې ترسره کيږي او ددې ايت شريف سره سم چې [color=blue:6b91b3c6cf]ومن يعمل مثقال زّرتٍ خيراً يَّره ومن يعمل مثقال زرّتٍ شرّاً يّره [/color:6b91b3c6cf] سره سم ور سره چلند کيږي .
او دا پوښتنه به د صميم صيب سره هم شريکه کړم چې :
که روح بالکل مجهول او نامعلوم شی و بلل شي ايا د هغه په اړه تيارۀ به په خپله اندازه د جنت ، دوزخ او آن د قيامت دتصور څرنګوالی هم خړپړ نه کړي ؟
والسلام
Ghairat
11.05.2006
[color=yellow:9fb3b280ca]ګل ملا :[/color:9fb3b280ca]
صنوبره د بحث ډلې خو موضوع په دېکشن داسې ځای ته ورسوله چې هډو د چا خيال هم نه کيدۀ ، ته اوس په کې څه وايې ؟
[color=white:9fb3b280ca]ملاخيل :[/color:9fb3b280ca]
جنت د روح نيمکرغه ، خوندور او نامحدود او له بدلونو او خيالونو ډک حالت ته چې مادي خنډ او ځنډ يا مانع نه لري او دوزخ د روح بدمرغه په عذاب او محدود شوی تريخ حالت ته وويل شو.دواړه نه ختميدونکي او رښتني خوبونه دي چې له انرژي پرته په جنت کې هرشی هر حرکت ، هر تصور هر هدف او هره موخه سمدﻻسه لکه روا ن فيلم ترسره کيږي اوسړی په کې پخپله ددغه فيلم هيرو وي ! تصور او پلي کيدل ، نظر اوعمل سره مخامخ تړلي وي او يوه ثانيه وخت يې په منځ کې هم نه وي .
[color=yellow:9fb3b280ca]ګل ملا :[/color:9fb3b280ca]
يره صنوبره که داسې وي نو زه دې نتيجې ته رسيږم چې دا روحي حالت په هغه دنيا کې جنت دی او دوزخ يواځې دغه روانه مادي دنيا ده ، چې روح يې په بدن کې ښکيل ساتلی اود يوې مړۍ ډوډۍ له پاره هلې ځلې ، دروغ غلا داړې مرګونه جنايات او فسادونه کوي او د مينی محبت پر ځای د[color=blue:9fb3b280ca] (( وهم متخاصموان )) [/color:9fb3b280ca]په حالت کې د بدې ورځې ژوند تيروي . آيا همدا دوزخ نه دی ؟ او په دې کې بيا پښتانه تر ټولو مخکې ( اسفل السافلين کې ) نه دي ؟
[color=white:9fb3b280ca]ملاخېل [/color:9fb3b280ca]
هلکه تاخو خبره بيخې رالنډه څه چې غوڅه دې کړه ، بره خلاصه شوه ! ماده ، بدن ، دد نيوي ژوند هلې ځلې ، عذابونه ، ناخوالې ناکامۍ .... دا ټول د روح له پاره دوزخ دی ! دا ژوند په زور ظلم او جناياتو اوږديږي او ددې ژوند سره مينه نوره هم د نوموړو جناياتو سبب ګرځي . ايا همداسې نه ده ؟ زور ظلم يعنې بي عدالتي خو په دوزخ کې وي نه په جنت کې، په جنت کې بيعدالتي څه غواړي ، او تر ټوله زياته بيعدالتي په همدې دنيا کې وه، ده او وي به، نو دوزخ هم همغه دنيوي ژوند دی !
[color=yellow:9fb3b280ca]ګل ملا :[/color:9fb3b280ca]
خبره دې سمه بريښي خو يوه پوښتنه بيځوابه پاتې کيږي چې :
نو له مرګه وروسته خو ټول ارواحان جنت ته نځي ، هغه دوزخي ارواحان به په هغې دنيا کې څنګه دوزخ ته ځي، هلته خو ستا خبره دوزخ بيا نشته ، ماده اود مادي دنيا
عذابونه نشته ، نو يو دوزخي روح به چيرې ځي ؟
[color=white:9fb3b280ca]ملاخېل :[/color:9fb3b280ca]
ګله ، زبردسته پوښتنه ده، خو هغه څوک يې کوي چې د څراغ ﻻندې تيارۀ کې ناست وي : دوزخي ارواګانې به دوزخ ته ځي اوهمدې دوزخ ته به بيرته راځي چې دا پکې وو او له سره به بيرته په دنيوي عذابي ژوند چې له غمه ډک دی شروع کوي ، کوم چې همدا اوس يې زه او ته هم کوو! خدای پامان !
ع کريم حليمي
12.05.2006
ډېر محترم استاد ځواکمن صاحب او دروند غيرت صاحب ، درنو لوستونکو
سلام او ښې هيلي !
خبره د ژوند ده او په جنت کښي !
جنت ته تلل يوازي روحي حالت نه دي ، مادي او روحي دی
ژوند يو جوهر دی چه عبارت دی له نفس او روح
نفس يو مرکب شئ دی چه ماده او مانا ده او چه روح ورسره يوځای سي ژوند
منځ ته راځي
نفسونه پر درې ډوله دي نباتي نفس ،حيواني نفس او منطقي نفس
او ملکوت ځانته جلا بحث لري
که د منطقي نفس يو جز کم وي نو ژوند نه بلل کيږي ٠ او په جنت کښي ژوند
سته ٠ يعني دا درې سره
[quote:ebf35d838a]که نفس او روح يوشي نه وي [/quote:ebf35d838a]
هو ! دا تر نن ورځي هيڅ چا ندي ويلي چه روح او نفس يو شئ دي
[quote:ebf35d838a]په هر صورت روحي اوڅارنې ډيرې او ډول ډول دي ، ښايي اماره اوغيراماره نفس هم بيلابيل روحي حالتونه وي ، ځکه جنت ته روح هم ځي ، که چړچې نه کوي نو د څه له پاره جنت ته ځي ،او که چړچي کوي ، له نفس پرته به چړچې رښتيا هم څنګه شونتيا ولري . که نفس او روح يوشي نه وي ، شايد !، خو له روح پرته نفس به څنګه د تصور وړ وي ، داسې بريښي چې دنفس تړاوپه روح پورې اړين دی ، نه بر عکس ،که څنګه ؟ اوڅارنې په کُلّي توګه يا مادي دي يا معنوي يعنې يا روحي او يا بدني دي . که نفس له روح څخه جلا کړو ، نو درې ډوله وجود ممکنيږي چې يو روح بل نفس او بل بدن يا مادي نړۍ ده . د جهان دا ډول دريګونی ويش څنګه امکان لري؟ نفس خو د ځان په معنی هم زياتره کارول شوی دی لکه په پورتني ايت شريف کې [/quote:ebf35d838a]
هو ! طبعا په کُلّي توګه هر څه يا مادي دي يا معنوي اما ژوند قوه ده يو جوهر دی
ډېر څه نور هم سته چه تر دمادې او مانا لوړ دی ، روح پخپله تر مادې او مانا
لوړ دی تر مادې او مانا چه شيان لوړ سي نو انساني فکر کار پرېږدي
يعني نور نو نه پوهيږي ! پوهه نه لري
خدای تر مانا او مادې لوړ دی !
په ايات شريف کښي نفس ياد شوې دی ٠ مطلب داسي په کښي سته
چه ادم جسما په جنت کښي وو ولي چه ظلم ئې پر نفس کړي وو
نفس خو عبارت دی له مادې ، مانا او روح څخه
ژوند يو مغلق جوهر دی په دې خاطر چه روح يي يو جز دی
دا چه روح موږ نه پېژنو نود ژوند پېژندنه مغلقه ده ٠
لکه پورته چه مي ليکلي که يو جز يي کم سي نو حيات نه ورته ويل کيږي
نفس اماره ، لوامه ، مطمئنه
درې نفسه نسته نفس يو دی او کوم نفس چه د شيطان تر کمانډ لاندي راسي
نو اماره بلل کيږي او د شيطان سره چه په مبازه کښي وي نو لوامه بلل کيږي
او هغه نفس چه شيطان هيځ لاره نوي ورته پيدا کړي نو مطمئنه بلل کيږي
او لوامه نفس اخر مطمئنه شي او يا ممکن ده چه مطمئنه شي
[quote:ebf35d838a]ومن يعمل مثقال زّرتٍ خيراً يَّره ومن يعمل مثقال زرّتٍ شرّاً يّره سره سم ور سره چلند کيږي . [/quote:ebf35d838a]
طبعا هم داسي ده !
نفس به جزا او سزا ويني جنت هم درجې لري او دوږخ هم
په جنت کښي مطمئنه نفس په لوړه درجه کښي ژوند لري ، يعني
بسمه تعالی : وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولئِکَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِنَ [color=red:ebf35d838a]النَّبِيِّينَ[/color:ebf35d838a] [color=blue:ebf35d838a]وَالصِّدِّيقِينَ[/color:ebf35d838a] [color=cyan:ebf35d838a]وَالشُّهَدَاءِ [/color:ebf35d838a][color=orange:ebf35d838a]وَالصَّالِحِينَ [/color:ebf35d838a]وَحَسُنَ أُولئِکَ رَفِيقاً
او بده درجه د دوږخ بيا (ثم رددناه أسفل سافلين) ده
نوټ : روح چه د مادي بدن څخه جلا سي مرګ نوميږي
او د نفس سره چه يو ځای وي ژوند بلل کيږي ، او په دوږخ او جنت کښي ژوند
سته يعني[color=cyan:ebf35d838a] لايموت فيها [/color:ebf35d838a]
کټوازی
13.05.2006
ښاغلی استاد ، محترم ځواکمن صاحب ، محترم استاد مولوي صاحب عبدالکريم حليمي او پياوړی ليکوال ښاغلی غيرت صاحب ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
بښنه غواړم چې بحث ته پر وخت را و نه ګرځېدم ( که څۀ هم چې ستاسې ليکنې مې تعقيبولې خو د ډېرې بوختيا له ا مله مې د تفکر فضا نه ده موندلې .............. )
ځواکمن صاحب پوښتلي :
[quote:700619b356]که روح بالکل مجهول او نامعلوم شی و بلل شي ايا د هغه په اړه تيارۀ به په خپله اندازه د جنت ، دوزخ او آن د قيامت دتصور څرنګوالی هم خړپړ نه کړي ؟ [/quote:700619b356]
بې له شکه ... ! آن چې شکمن به يي کړي ، ځکه خو بايد روح مجهول او نامالومه شی و نه بلل ، برعکس د فکر د خاوندانو لپاره يي پېژندل اړين څۀ چې علماً حياتي ارزښت لري !
خو يوه خبره به بيا هم منو ، بې له بدن نه د روح پېژندل هيڅ امکان نه لري ، له بدن سره يي د تيوري اف کمپېريسي د طبيعي اصل له مخې د سازش پۀ صورت کې پېژندلای شو چې له بدن سره يوځای شي نو هغه مهال يې د ژوند( يا بدن ) پۀ چوکاټ کې پېژنو او بې له دې يي پېژندل څۀ چې تصور يې هم ناشونی برېښي !!!
داځکه چې بې له بدن نه ، روح هم پرهيڅ حساب دی ، پۀ اصطلاح لاس او پښې يي تړلي او هيڅ نۀ شي کولای ،
چې ښه بېلګه يي د آدم عليه السلام له خاورين بدن سره د روح يوځای کېدل وو چې د بدن پۀ چوکاټ کې د خدای جلجلالۀ د نافرماني مرتکب شو، ګنئ مخکې له دې يي هيڅکله هم د خدای نافرماني نه وه کړې ، او کوله به يي څنګه ! ؟
چې له هرې خوا خلاص وو ، کټ مټ لکه د مور پۀ نس کې ماشوم ، چې نړۍ ته تر راتګ مخکې له هرڅۀ بې غمه ،اسوده ، او پۀ اصطلاح له نرخه ناخبره وي ، ځکه خويي هرڅۀ پرهيڅ حساب وي ،خو کله چې دې خاورينې نړۍ ته ګام ږدي له لومړۍ ورځې تر وروستۍ ورځې يي دم او قدم دواړه پر حساب شي !!
روح هم چې پۀ کومه ورځ بدن ته ننؤت ،له هغې ورځې را نيولې تر قيامته پورې يي ښۀ او بد ټول پرحساب شول ، ګنئ مخکې له دې چې بدن ته ننوځي ،پۀ اصطلاح ٦٠٠٠٠٠ پخوا ولې لکه کمکی يا لېونی له ټولو مذهبي او اجتماعي قيوداتو آزاد وو ؟
څرګنده ده چې ټول ارواحان د عدن پۀ غېږ کې، د خامو موادو پۀ څېر پراتۀ وو !!
او يوه بله بېلګه يي هم واخلئ :
پۀ دنيا کې که څۀ هم چې پرظاهره خوټول ښۀ او بد کارونه زموږ بدن ترسره کوي خو داچې ترشا يي کوم شی محرک دی اوزموږ د بدن غړيو ته تحريک ورکوي هغه روح دی ځکه خو خوندونه او چړچې هم روحي دي نه بدني !
پۀ همدې اساس پۀ اخرت کې هم سزا او جزاهم روح ويني ،نه چې بدن ، برعکس ! لکه چې ويل کېږي بدني اعضايي پر ټولو بدوکارونو شاهدي او ګواهي ورکوي !
خو سزا او جزا ورکول هغه مهال ممکن کېږي چې روح د بدن اسکلېټ ته ننوځي ، او پرته له دې هيڅ امکان نه لري !
چې دا ادعا له اسماني او مذهبي تاييد څخه برخورداره، څۀ چې پخپله دمذهب وړاندوينه ده !!!
کټوازی
13.05.2006
يوو ارې بيا مې سلامونه او نېکې هيلې ومنئ !
روح او نفس :
که څۀ هم چې ښاغلی استاد حليمي صاحب روح له نفسه بېلوي ، خو برسېره پردې ، لکه چې ښاغلی استاد ځواکمن صاحب وايي ، نفسيات او روحيات دواړه يو شی دي ، نفس اماره ، لوامه او مطمئنه ټول روحي حالتونه او دروح تبارز دی ، او دا د بدن او روح ترمنځ کوم درېيم شی نه دی ، دابېله خبره ده چې پۀ ټوليزه توګه او يا هم پۀ مذهبي اصطلاح د نفس توری د ځانګړې انساني غرېزې ( چې مادي پايلې لري ) ،او د روح توری د يوۀ ډېر مقدس شي لپاره کارول کېږي ، خو پۀ واقعيت کې دواړه يو شی دي ، او که نۀ وي نو د ښاغلي ځواکمن صيب پوښتنې له موږ څخه جواب غواړي چې
[color=blue:6d34bf0f97] که مذهب نفس په دوه ډوله اماره او غير اماره بيلوي او روح نه ويشي، نو څنګه به امکان ولري چې د يو او عين کس نفس اماره په
دوزخ او ضد اماره نفس يې په عين وخت کې په جنت کې وي . او که نه داسې وي چې سړی يواځې اماره نفس لري يا ضد اماره ، دواړه نه لري ، داماره واﻻ دوزخ او نا اماره جنت ته ځي ، نو بيا ګناه کار مؤمن د دوزخ له عذابه وروسته له اماره سره څنګه جنت ته تلای شي ؟ [/color:6d34bf0f97]
کټوازی
13.05.2006
له ګل او صنوبر سره :
صنوبر وايي :
[quote:d6a8c8d445] هلکه تاخو خبره بيخې رالنډه څه چې غوڅه دې کړه ، بره خلاصه شوه ! ماده ، بدن ، دد نيوي ژوند هلې ځلې ، عذابونه ، ناخوالې ناکامۍ .... دا ټول د روح له پاره دوزخ دی ! دا ژوند په زور ظلم او جناياتو اوږديږي او ددې ژوند سره مينه نوره هم د نوموړو جناياتو سبب ګرځي . ايا همداسې نه ده ؟ زور ظلم يعنې بي عدالتي خو په دوزخ کې وي نه په جنت کې، په جنت کې بيعدالتي څه غواړي ، او تر ټوله زياته بيعدالتي په همدې دنيا کې وه، ده او وي به، نو دوزخ هم همغه دنيوي ژوند دی ![/quote:d6a8c8d445]
يره صنوبره زۀ هم وايم چې خبرې دې ډېرې پۀ زړۀ پورې ، خو يو اړخيزې دي ، يو اړخيزې ورته ځکه وايم چې واقعيت ته مو اشاره ډېره پرځای ، خو تل ته يي نه ورکېوځئ ، ښايي خبرې مو پۀ تمامه مانا مذهبي او منطقي تاييد ونه لري ځکه يي را لنډوئ،
ګنئ دا ادعا به مو څنګه پر ا ثبات ورسوئ ، چې ددې دنيا ژوند پۀ بې عدالتۍ ، زور زياتي اوږدېږي ،پۀ بشپړ باور ډېره لويه تېروتنه کوئ ، ستاسې د دې ادعا پر وړاندې د حضرت علي کرم الله وجهۀ دا ويناله موږ سره د يوۀ علمي سند پۀ توګه پرته ده ، ([color=blue:d6a8c8d445] د ملک بقا پۀ کفر کې شونی دی ، نه پۀ بې عدالتۍ کې [/color:d6a8c8d445]) چې پۀ هره ټولنه کې پر زبات ورسېده !!!
همداراز ، دا به هم ډېره سخته وي درته چې رښتيا يي کړئ ،
[quote:d6a8c8d445]زور ظلم يعنې بي عدالتي خو په دوزخ کې وي[/quote:d6a8c8d445]
که دا رښتيا وي ، نو بياولې هغه ډله مسلمان چې دوزخ ته و رغورځول شوي وي ، د خپل بدعمل تر سزاوروسته جنت ته بيول کېږي ، ايا دا پخپله ديوۀ بشپړ عدالت يوه ښه بېلګه نه ده ؟ که څنګه ؟؟؟
ددې ترڅنګ ، که دا خبره هم لږ درسره اوږده کړم ،
[quote:d6a8c8d445]ددې ژوند سره مينه نوره هم د نوموړو جناياتو سبب ګرځي [/quote:d6a8c8d445]
صنوبره ګله ، خدای دې ګل کړ ه ، خو عمر دې د ګل مه سه !
که تاسې پۀ روانشناسۍ کې مطالعه لرئ ، نو خامخا به مو لوستلي وي او پردې به عقيده لرئ چې دنړۍ د هر لوی جنايتکار د هر جنايت ترشا او يا هم پۀ Back Ground له ژوند څخه بېزاري ، کرکه او نفرت محرک وي !!!
که څنګه !!؟؟
تربيا پورې دې پرالله پاچا سپارم