د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ


13.06.2006

صافي صيب ښې چارې !
تاسو ډيره په زړه ورې هر اړخيزه ليکنه کړې ده . دوه ټکي راته د تأمل وړ بريښي :

[quote:e6fa7d2e8e]دطالبانو نه فقط یوه غو ښتنه لرم او هغه دا ده چې تاسو څه غواړی؟ چې دسولې او خبرو اترو دلاری یی حل د جګړو او ځانمرګه بر یدونو نه ګران دی . [/quote:e6fa7d2e8e]
ځانمرګه بريدونه خو هغه طالبان نه کوي چې د مشرتابه غړي او د قدرت په تمه دي ، بلکې هغه خوار و زار طالبان چې د دنيو ي ژوند او سياسي رهبر کې د چړچو پرځای د جنت په تمه جنګيږ ي. ددې تمې له پاره به ترځانمرګه ً شهادتً غوره نور څشی وغواړي.؟ د مشرتابه له پاره دغه طالبا ن د پردي زامن دي ، که د وسلو خوراک شي نو د هغوی پرې څه پروا؟ نو تر څو چې دغسې داوطلبه خواران موندلی شي دا ورته ډير اسانه بريښي چې جګړه پرې توده وساتي ، د ملا خير خو هسې م په بي خير ۍکې دی .
بله داچې دوی پر ځان باور هم نه لري چې په سوله ييزه ﻻر ه به هم قدرت ته ورسيږي ، او که ورسيږي نو هم يواځې به نه وي او ضرور به د کوم اتلاف په زور بياد قدرت سترګې ويني او داسې سياست به ترې غوښتل کيږ ي چې دو ی نه کله په سترګو ليدلی ، نه يې پيژني او نه يې کله کړی وي .
بله داچې د مجاهدينود انارشيزم او ګډوډوۍ او دطالبانو له ولګاريز له لنډو دورو پرته د افغانستان په تاريخ کې کله ملا طالب يا چړيانو حکومت نه دی کړی، که په جهادونو کې يې پخوا د انګليسي استعمار پر ضد عندالله برخه اخيستې هغوی له قدرت نه هم ځان ليرې ساتلی يا چا نه دی ورکړی، نو ښه نوم يې هم پرېښی دی . ځکه که قدرت ته رسيدلي يا رسيږي نو دابه اکثره د ګاونډيو هيوادونو غوښتنه وه او وي به څو د جهالانه سياست د سمبول په توګه يې د خپلو اهدافو له پاره وکاروي !
له طالبانو سره له هماغه لومړي سر څخه پخلاينه او په واکمنۍ کې د هغوی هم شاملول پکار وو، خو دامريکايانو سطحي ، آني او بي مسوليته سياست اود هغوی له امله د شمالي ټلوالې پورې د کرزي پييلتوب نه جبرانيدونکې نيمګړتيا
او سياسي تيروتنه وزيږوله او طالب يې مجبور کړ چې د پاکستان پټو وعدو ته په
په تمه پاتې او تر غه وخته پورې مقاومت ته بيځايه دوام هم ورکړي .

[quote:e6fa7d2e8e]کوم بهرنی ځواکونه چې دملګروملتو دقطعنامې په اساس په هیواد کې ځای په ځای شوی، دملګرو ملتو دلاری دبیرته ستنیدو نیټه وټاکې. سره ددی چې دلندن په ټړون کې دناټو هیوادو دځواکونوددندې مده په افغانستان کې پینځه کاله اټکل شوی ده ، ولی په دې هکله نه دافغانی او نه دبهرنیو چارواکو له خوا څه ویل کیږی . اوپه هیواد کې د عامو وګړو سره دا احساس دی چې هیواد دبهرنیو له خوا داشغال لاندی دی . اود حکومت سره یی دزړه له کومې همکاری ته یی زړه نه ورځی [/quote:e6fa7d2e8e]
د بهرنيو ځواکونو د وتلو د نيټې مالومول به آن دالقاعده پورې د طالبانو هڅې نورې هم ګړندۍ کړي او د پاکستان په مرسته به د طالبانو دوهم غورځنګ مقاومتوال بيرته د پنجشير په غارونو وسپاري او د لنډ شوي مار په توګه به په هر وطنوال د آی اس آی په اشاره حملې وکړي او له تيغه به يې تيرکړي چې د پاکستان جغ پر اوږو نه پريږدي . اسامه به هم خپل بری اعلام او د ١١ د سپتمبر پيښه به د هر مسلمان له پاره د هجري سنې سره يوه برابره د وړياړ وړ تاريخي پيښه وګڼي او د ملا عمر خلا فت به داځل ﻻ ډير ژر او په ﻻ افراطي بڼه پيل شي او د انسان عقل ته زنګي قلفونه وروغورځول شي . ښځې به په کورونو کې د اوﻻد راوړلو کڅوړې شي، ښونځي به د اور خوراک، مدرسې به ډيرې ، د غريبۍ لوږې او نارغۍ څخه مړينې به ډيرې خو دتسل له پاره به ضرور د شهادت له درجې سره به برابرې شي او همدغه به د جنت په لور دټولنې پرمختګ ﻻره وګڼل شي . والسلام


صافی
21.06.2006

ښاغلی ځواکمن صاحب!
دسلام اواحترام روسته :دنظر څرګندونونه مو ډيره مننه٠
خبرې مو دتل په شان معقوله او په ځای دي ،
که په فعلی شرايطو کې که باندنې ځواکونه زمونږ له هيواد پرته دمقدمې ،سنجش
او راتلوته په پام کې نيولوڅخه ووځې بې له شکه چې هيوا به په تور دوزخ بدل شې٠ ولې په عين شکل دبهرنیو ځواکونو اوږدمهالې بقا په هيواد کې هم نه افغانستان او منطقې ته ګټه رسوي ونه هم غرب ته٠
زما په نظر اوس هم سروخت دی چې زمونږ مشران دغربی هيوادو غلطی مفکوری
کومې چې دافغانستان اوزمونږ دفرهنګ په باب لري ورسمې کړی، او په دی هکله ګټوری مشوری ورته ورکړی .په دی کې هم هیڅ شک نه شته چې تر اوسه ډیری تیروتنې ددولت دمرستندویو ټولنو او ملاتړیو له خوا شوی چی ادامه یی پرته دتاوانه بل څه نه دی .
په درناوی


رښتینی
21.06.2006

محترم صافى اوځواكمن صيب او نورو محترمو ورورڼو سلام
شاغلى صافى صيب ليكى

[code:1:24a8e158b7]که په فعلی شرايطو کې که باندنې ځواکونه زمونږ له هيواد پرته دمقدمې ،سنجش
او راتلوته په پام کې نيولوڅخه ووځې بې له شکه چې هيوا به په تور دوزخ بدل شې٠[/code:1:24a8e158b7]

او اوس خو نو شين جنت ده ؟؟؟؟؟

[code:1:24a8e158b7]ولې په عين شکل دبهرنیو ځواکونو اوږدمهالې بقا په هيواد کې
هم نه افغانستان او منطقې ته ګټه رسوي ونه هم غرب ته٠ [/code:1:24a8e158b7]

يعنى لنډمهاله بقا خو يي ضرورى ده خو اوږد مهاله يي كه ګټه نه لرى تاوان به هم نه لرى ؟؟؟

[code:1:24a8e158b7]زما په نظر اوس هم سروخت دی چې زمونږ مشران دغربی هيوادو غلطی مفکوری
کومې چې دافغانستان اوزمونږ دفرهنګ په باب لري ورسمې کړی، او په دی هکله ګټوری مشوری ورته ورکړی[/code:1:24a8e158b7]

ياره صافى صيب عجيبه نادرى خبرى كوى !

اياداكار ته شونى بولى چى
هغوى به زموږدمشرانو په مشوروعمل وكړى ؟؟؟!!!
زما په اند خو دا تش خيال او خوب دى
-------------------------------------------------------------

په مينه اودرنښت


داود فايز
21.06.2006

سلامونه اونيكي هيلي ومني
زما په نظر كه حكومت په رشتيا غواړي چي دا ملك جوړشي او ارامي راولي
ملي پخلاينه بايد وشي چي په هغه دطالبانو سره به مستقيمه توګه مذاكرات وشي او دا نقطه بايد په كي روشانه شي جي هغه دامريكايانو دوتلو نيټه وشودل شي
كه دا ونه شي نو افغانستان يوځل بيا د يو لوي بحران سره په مخ دي
افغان كه هرڅومره غريب شي خو دووسي نه مني او پردي ته په شه سترګو نه ګوري
تاريخ دا ثابته كړي او ثابته به يي كړي
بل په حكومت كي ټول غله راټول شوي ، او هيڅکله غله د ولس په غم كي نه وي
والله أعلم بالصواب



ع کريم حليمي
22.06.2006

گرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

[quote:81a83b8d35]زما په نظر كه حكومت په رشتيا غواړي چي دا ملك جوړشي او ارامي راولي
ملي پخلاينه بايد وشي چي په هغه دطالبانو سره به مستقيمه توګه مذاكرات وشي او دا نقطه بايد په كي روشانه شي جي هغه دامريكايانو دوتلو نيټه وشودل شي [/quote:81a83b8d35]
خبره داسي اسانه نه ده پر دې لار باندي ډاکتر نجيب الله ډير ځغاستي وکړي 
د ډاکتر حکومت هم داسي فکر کاوه چه جنګ په ملي پخلاينه له منځه ځي 
دوي هيڅ ددې ته فکر نکاوه  چه دايو ملي جنګ دۍ او که يو تحميل سوي جنګ 
د کابل له حکومت سره د غرب او عربو او افغانانو جنګ وو 
خو د د جنګ امر د غرب په لاس کښي وو ٠ 
نن هم داجنک د غرب او عربو تر منځ شروع دۍ او پر  افغان تحميل سويدۍ 
طالبان او د کرزي حکومت هيځ رول نسي لوبولی ٠ 
غرب او عرب به خپل نر او ښځه سره معلومه وي 

هر طرف چه نر سي بيا هم جنګ نه خلاصيږي ، تر څو په سويس کښي 
غرب او عرب او همسايه هيوادونه او موافقې ته سره و رسيږي 
چه څرنګه او څنګه جنګ بس کړي ٠ 

مثال ئې هغه د روس د وتلو لار ده ٠ هر ملک و خپلو ګروپونو ته خبر ورکړه 
چه باخبر چه پر روسي عسکر ټک ونکړي ٠ نو د سړکانو دواړه طرفه 
کښي مجاهدينواو حکومت امنيت ورته نيولې وو او روس په سرسلامت او 
ګوړا سلامت تر امو واوښتۍ 
که عرب مات سوه نو طالب مات سو ٠ او که عرب کاميابه سوه 
نو سم دم په مزه دريم جهاني سوړ جنګ به شروع وسي يابه تود سي برته اويا به 
مري ٠ 
دا جنګ د طالب او دکرزي  د حکومت ندۍ ! ملي پخلاينه ځای نه لري په دې
جنګ کښي !
د


صافی
22.06.2006

محترمو ورونو او ګرانه حامد صاحب!
السلام علیکم
وروره کاشکې اوسنې حالت شین جنت وی ، که وی نو مونږ او تاسو به په دی بې ځایه دنیوی بحثونو وخت ولې ضایع کوو.
خو وروره ! که دا شین سترګې زمونږ دهیواد نه نن په وتلو پیل وکړی څه بدیل لروچې دهیواد یو والی او امنیت وساتی ؟ او هیواد دګاونډیانو تر منځه ونه ویشل شی ؟
بله ترټولو نه مهمه خبره زما په نظر دا ده چې د ژوندانه دټولو ستونځو سیاسی، دینی، اقتصادی او نورو اجتماعی اختلافاتو دحل لاره دطالبانو غوندې يواځې دتوپک دخولی او د جګړو دلارې نه ده . په طبیعی توګه دخبرو اترو لارې تر ټولو غوره دی . که چیرته داولس استازی دا اخلاقی او ایما نی جرآت ولری چې یقینآ پرته داثتثنا اکثرآ یی لری ، دملت غوښتنې دحکومت دلارې خاریجیانو ته ورسوی بی تاثیر نه باتې کیږی . ځکه دمعقولو لارو په منلو کې مونږ افغا نا ن یواځې شاید نه اوسو.
په درناوی
صافی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more