د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له ملا او طالب سره پخلاينه ملي اړتيا ده

Jalazai
18.12.2004

د افغانستان د تاريخ په اوږدو كې د قدرت او واك په اړولو را اړولو، په سياسي غوغاګانو، انقلابونواو مقاومتونو كې د ټولنې د څلورم عمده زورځواك په توګه ملايان تر ټولو غښتلي خلك ول. ددوي له فتوا او ننګې پرته په کورنۍ كچه هيچا هم خپل انقلاب، پاڅون، غوغا، كودتا يا غزا د بري تر بريده نه ده رسولې.
دوى د خلكو په راپارولو كې پياړوى استعداد لري، په كلونو دهمدې كار تمرين كوي. هغوى سره له دې چې ښایي دهغه څه کټ مټ استازي و نه کړي چې دوى ځان ورته منسوبوي خوبيا يې هم يوه غټه ګڼه ګوڼه پدې قانع كړي چې دوى د پيغمبر وارثان دي او ددوى مخونو ته كتل ثواب لري. د جګړې په وخت كې د جنګ او د سولې په وخت كې د سولې په اړه تر ټولو ښه تقرير او مخاطبه همدغه ملايان كولاى شي. ددوى دغه استعداد څخه ګټې اخيستنې ته چې نن افغانستان كومه اړتيا لري ښایي بيايې كله هم ونه لري او نه يې لرلى وي. دانجیو ګانو د يوې راديو يا تلويزون يوه مياشتنۍ خپرونه د وروولي، ملي وحدت او محبت په اړه په اوسني افغانستان كې دومره اثر نشي لرلاى لكه د يوه ملا د اختر يوه خطبه يې چې (كه ورته وزګار شي) لرلاى شي. دا كار ښایي خپل مادي او معنوي دلائل ولري:
لمړى خودا چې ملاصاحب خپل تقرير له داسې ثواب او عقاب سره تړي چې زمونږ ملت پرې سخته عقيده لري. زمونږ يو سياسي ليډر د تعصب لپاره سزا نشي تبليغولاى ځكه چې ډېر تر ډېره به هغه په ځینو ارزښتونو، اساسي قانون، تجربو او ټولنیزو اصولو استناد وكړاى شي چې جوته ده دا ډول مرجعګانې ډېرې محدودې او نیمګړې دي.
كېداى شي ډېرځله دغه تبعيضات پخپله د ملاصاحب د فتوا زېږنده وي چې په هغه صورت كې هم دى په خپله دهغې د رامولو تر ټولو ښه وړتيا لرلاى شي.
د ملاصاحب بل امتياز دادى چې هر ملا په كلونو د تقريرونو او خلكو د متاثره كولو تمرين لري. د ښه ملا يوه نښه همدا وي چې سخت زړي خلك وژړوي او كاڼي زړونه نرم كړي. له هغه څه پرته چې ملاصاحب پرې خبر نه دى، لكه نړيوال او سيمه ايز سياستونه، تاريخي سياسي ستونزې.....دهغه څه په هكله چې ملاصاحب پرې خبر دى او د ژوند چاپېريال يې دى ملاصاحب تر هرچا زيات منطقي او د ښه استدلال خاوند دى.
بله او تر ټولو مهمه خبره د هغه ستيج، ممبر او محراب ده چې ملاصاحب پرې ولاړ دى. پدې بايد په ګډه اعتراف وكړو چې تر اوسه لا په نه په موږ او نه زموږ په اسلافو كې داسې څوك پيداشوي چې ملاصاحب ته ووايي چې ددې محراب لپاره زه ترتا زياته وړتيا او لياقت لرم او يا دا چې زه هم ستا په څېر حاضر يم د يوه وخت مړې خېټې لپاره پنځه وخته او په مختلفو مناسبتونو د خلكو خدمت وكړم. آخر ملاصاحب خو دغه محراب خالي هم نشي پرېښودلاى او نه هم بايد خالي پرېښوداى شي ځكه چې زمونږ غم ځپلي دردېدلي خلك تر هرچا زيات معنوي اسرو ته اړتيا لري.
نو خبره مو د ملا له استعداده او اهميته كوله. كه څوك د غازي امان الله کيسه او بيا د نادرشاه لوبې وڅېړي نو لږې اوبه يې دارو دي . خو كه څوك د تاريخ له مضمون په څنګ تېرشوى وي او بيا یې زمونږ په هيواد کې کومې اغېزمنې مرجع ته لاره موندلې وي نو هغوي دې دا سوال لږ په غور ځواب كړي:
ولي ملا، چې زما له خپله كوره دى، زه يې پيروان او مقتدي يم، ما پاللى، زه يې تر بل هرچا زيات په لارښوونو روان يم، زما په خلاف دداسې چا له لورې وكارول شي چې هغه د ده هم دښمن دى، د ده له نظريې هم بدل روان دى، د ده د هېواد هم دښمن دى، او د وار برابرېدلو پر مهال يې زما او زما د ملا تر مينځ هيڅ توپير نه دى كړى.....
ايا ددې لامل زما خپله كمزوري نده؟ آيا مونږ خپل ديوالونه دومره هسك كړي چې ګاونډى مې غلا راڅخه ونه كړي.
آيا داسې خوبه نوي چې خداي مه كړه ستا د كمزورۍ له ټكیو څخه ستا قسم خوړلى دښمن تر تا ښه خبروي؟
آيا داسې خوبه نوي چې ته له ملاسره ژبه نشې كولاى او هغه ته سترګې نه لرې؟
د تعجب خبره ده چې پېرنګي هم ملا زمونږ په خلاف و كاراوه؟ ته پېرنګى ګوره او ته ملا!!
پيرنګي چې كله ملا ته دخپلو موخو د ترسره كولو لپاره لاس وركاوه نو دا فكر يې نه كاوه چې زه او ملا؟
ته چې د خپل ولس د امنيت او خونديوالي، د خپل ملي وقار د خپلي روحاني زاويې د خلا او د خپل ورو د بېګانه كېدلو سوال دې دى، د خپل ورور منلو ته تیار نه یې او همدا کوې چې: زه او ملا ؟! زه او ملا ؟!
كله چې ټوپكیانو ته دولتي څوكۍ بېلوې، غله او بې سوادان د دپلوماتانو پر مېزونو كښېنوې او خدمت وږيو پوهانو ځاى پرې اشغالوې نو هلته خبره د عيني واقعيتونو، امنيت او نرمښت وي، خو كله چې په زرګونو واړه هلكان د پاكستاني ذهنوينځنې (brainwash) د مؤسسو (مدرسو) په لور له كورونو په ځغلوې او ياهم يا ددغه كار خندنۍ ننداره كوې نو هلته تاته د خپلو خلكو د امنيت، خونديوالي، راتلونكې او اوسنيو عيني واقعيتونو هيڅ اندېښنه راپارېږي؟
وايي څه موده مخكې طالبانو د غزني ولايت په ځينو سيمو كې د ملي اردو وګړي وژلي ول او ورسره يې په غټو توریو پر يوه كاغذ ليكلي ول چې "وبښئ، بنديخانه مونه درلوده".
دا جمله د طالبانو له لورې د خپلې تر ټولو غټې ګيلې څرګنداوي كوي او هغه دا چې مونږ په پدې وطن كې ځاي نه راكول كېږي.
مونږ دا نه وايو چې طالبانو ته دې د بنديانو ساتلو لپاره بنديخانې وركړل شي خو كله چې دوى د بشپړو ولايتونو د يرغمل نيولو صلاحيت لري، د پوره پوره ولاياتو د اداراتو د فلج کولو واك لري او په وار وار يې داسې كړي هم دي. او په دې سربېره زمونږ په ټولنيز جوړښت كې ژورې ريښې لرې، دهر انقلاب يو لوری اوسېدلي، د هر پاڅون د ملاستنې پاتې شوي، هره غزا يې د فتوا په مټ تر یوه بریده رسېدل.... نو بيا كه ټوپكسالاران د عيني واقعيتونو په توګه منل كېږي، ملا صاحبان بايد په سر كې ومنل شي.
بله دا چې له دوى سره د خبرو اترو او ډايلاګ مخالفت د شمال څو لنډه غري كوي او ددوى د مقاومت زور يواځي د غزني، پكتيا، پكتيا، زابل، اروزګان، او نورو داسې ولايتونو په اوږو دى چې له ملا سره د سبا معامله هم لري او د شمال د لنډه غرو هومره ترې خوابدي هم ندي.
بهتره به داوي چې كرزى صيب دي دغه د خبرو اترو بې مطقه مخالفين له خپلو مليشو سره ولېږي او له طالبانو سره دې مخامخ كړي. بيا نو هماغه د ډاكټر نجيب د مليشه جوړونې فارموله دده له پاره هم تر ټولو مناسبه برېښي. که داسې نه کوي نو دغزني، زابل... ولسونه دي وپوښتي چې دوى له ملا سره سرخوږى غواړي او كنه؟
کرزی صاحب او نور ملګري دي یې دا هم یاده وساتي چې پردي پردي دي او خپل خپل.
غوره به دا وي چې د دې ملت په اړه د مشرانو لرلید راخپل کړو او د مستقبل په لور یوڅه وړاندي فكر وكړو.
پردي كه دوستان دي اوكه دښمنان، دوى له مينځه وتونكي دي. وروستى به هم همدغه ملا او همدغه مقتديان سره پاتي وي.
ددې لپاره چې زخمونه مو په بدو وانوړي او په تاريخي ناخوالو بدل نشى، لږ نور وخت لرو.


نقاد
06.02.2005

جلالځي صاحب او درنو لوستونکو ته سلامونه !
ډيره ښه موضوع او پر ځای پوښتنې مو مطرح کړي چې حل يې د کرزي صاحب د حکومت سره دی . د حيرانتيا خبره داده چې ددغسې مهمې موضوع په اړه درنو لوستونکو تر اوسه پورې دکوم نظر څرګندونه نه ده کړې . زه ستاسو په تاييد يو څه
بشپړوونکې ټکي ورزياتول غواړم :
١ـ ددې ليکنې په سر ليک کې د ملا او طالب پسې د ( سره) کلمه زياتول اړين بريښي، [color=red:a686649002]ځکه د ملا او طالب پخلاينه څوک نه غواړي [/color:a686649002]، نو
پخلا کول يې هم کومه ملي اړتيا نه ده ، بلکې زما پر اند خلک د هغوی سره پخلاينه غواړي ، او که دا خبره رښتيا وي ، نو د هغوی سره پخلاينه بيا ملي اړتيا هم ده.
٢ـ د طالب سره پخلاينه د هغوی سره په ترسره شوي ظلم باندې دپښيمانۍ له کبله نه ده، ظلم خو پرې رښتيا تر سره شوی، خو څوک يې د سکيندې په خيال کې نه دي، بلکې داچې پر يو ه ټاکلې اندازه پلويان لري او مقاومت يې د وطن په ودانولو کې يو څه خنډ ، اخلال او سرخوږی رامنځته کولی او نوموړی بهير ځنډمن کولی شي، او د غه راز ګوښه پاتې کيدل يې هم د هيواد پر ګټه نه دي، نو ورسره پخلاينه د جګړو او وژنو څخه ډير ګټور دي .
٣ ـ که د حکومت له پاره د دوی سره پخلاينه يوه ملي اړتيا ده، نو ددوی له پاره هم د حکومت سره پخلاينه ددوی د سياسي موجوديت شرط او يوه ملي اړتيا بلل کيږي، که نه ، ﻻبه ګوښه او په تدريجي توګه به ضعيف او له ډير کړاو څخه وروسته به يې د سياسي موجويت وروستۍ سلګۍ هم ختمې شي. حال داچې دپخلاينې په صورت کې د يوښايسته ښه ځواک په توګه خپل سياسي وزن د يوې ډلې په توګه له ختميدو څخه ژغورلی او ان بيرته يې پر يو اولسواک اسلامي يا اسلامي ا ولسواک غورځنګ اړولی شي . هيلمن يم لوستونکي ددې ټولو اړتياوو او شونو برياو وزن په پام کې ونيسي اوپر موضوع د خپل نظر څرګندونې وکړي . بريالي اوسئ ! په درنښت !


دا څو خبري وې چې ومې كړلې **+نوري خبري مې په زړه پاتي دي

Jalazai
08.02.2005

درنه او ښاغليه نقاد صيب:
په قلم او ګوتو دې بركت شه او وينا دې خداى ښېرازه لره.
دا چې زما د كړكېچنو ليكونو لوست ته ځان وركوې دا دې له علمي تندي او معلوماتي كنجكاوي او حل پلټونكي طبعي پرته په بل څه نه تعبيرېږي .
زما داليكنه ځكه له ماتو، ګوډو او شوټو جملو ډكه وه چې زه سياسي خفګان هنري ښكلايني ته نه پرېښودم او ګمان مې كاوه چې كوم ملامت ته په ګوتڅنډنو لګيا يم. داسې كول نه ښايي او زه هم ژمنه كوم چې بلوارته به د ليكني او ښكلايني د جوختولو هڅه كوم او داسې بې مالګې ليكني به نه كوم.
پاتې شوه د موضوع خبره نو نو زما ددې ليكنې مخاطب خو لږ تر لږه په خله وايي چې زه اورېدل غواړم او كه يې په زړه سمه هم نه وي نو كېداى شي د سياسي ځانښكارونې له توسنه د اورېدلو تاب په ځان كې پيدا كړي. بله دا چې هغوى سړى له ښاره وباسي خو له نرخه دې نه وباسي، دا بل اړخ(ملاصاحبان) خو له اورېدلو سكوټ منكر دي او يوازې اورول خپل كار ګڼي او سړى له يوې مخې له نرخه وباسي، كه سړى كافر نه كړي نو د غلام، تالي څټي، ډبي، امريكايي، ټوكخور، سګشوى او داسې نورو ډېرو لقبونو جيبي قاموسونه دهريوه دواسكټ په كيڼ جېب كې تيار ايښى وي او په ورځيني ژوند كې پراخه ګټه ځيني پورته كوي. ملايانو ته مو مه مخامخوه. له زړه نري دي او وار له مخه ويلي چې:
[size=18:19e288adb1][color=red:19e288adb1]مخامخ مه راته ودرېږه،،،،، زړه مې نرى دى اوس به لاس درواچومه[/color:19e288adb1][/size:19e288adb1]

وروره! دا څو خبري وې چې ومې كړلې **+نوري خبري مې په زړه پاتي دي .

زه يو څو خبري خپلو ملاصاحبانو ته هم لرم، خو اوس يې همدومره بس دي. نو تردې وړاندي چې د فورم ملاصاحبان را خبرشي ته هم پښې وباسه او ما هم څادر په اوږه كړ. د خداى په امان
په درناوي


نقاد
13.02.2005

مونږه خوله خلاصي ، لاس تړلي طالبان غواړو......چې څوک وژلی نشي .
لاسونه خلاص او ښپې تړلي عربان غواړو .......... چې تــښتيدلی نشي
...............................................................(که القاعده وي).
له سلام او درناوي وروسته:

که څوک وايي انسان په عقل او فکر سره له حيواناتو څخه بيليږي،
نو په اساس کې د زور او زور واکۍ مخالف دی، ځکه عقل او فکر د زور او زور واکۍ سره همدومره ضديت لري لکه انسان او انسانيت چې د حيوانيت سره ضديت لري . له دې کبله اولسواکي بايد هغه ﻻسونه وتړي چې د زور ، مرګ او ژوبلې له پاره ترې لکه طالبان د ځنګل په قانون کار اخلي ، خو خولې يې بايد آزادې او خلاصې وي، څو خپلې عقلي غوښتنې پرې څرګندې کړای شي او ديني تبليغ پرې وکولی شي او دا حق یې په اولسواۍ کې تضمين دی . که له عقل او خولې څخه کار واخلي ښايي شورا ته ګڼ شمير استازي واستوي او حکومت به ښه کنترول او همغې ﻻرې ته سيخ کړای شي چې دوی ته سمه ښکاري . خو که له دې امکان څخه هم کار وانخلي نو د زور زياتي او مرګ په ﻻره به ايله خپل سياسي مرګ
ته ورسيږي او بس ،و لې د شوری له لارې د ملت سره نږدې کیدای او د اسلام مبارک دین ته ښه خدمت کولی شي . دغه لار قدرت ته د رسيدو يواځينۍ مشروع ﻻر هم ده . که طالب ورونه برحق وي ولس به يې ننګه وکړي، رايې به ورکړي او قدرت ته به يې ورسوي ، ومن الله التوفیق


غوټۍ وربل
16.02.2005

درنولوستونکو خویندو ورونو ته سلام .

دا چې تاسې دحکومت او ځینو ډلوسره پخلاینه غواړئ،دا مودیو لوړ سیاسی او افغانی مسولیت ددرک او احساس بیلګه ده ! الله تعالی دې ددغسې مسولیت لوښوال زیات اوبریالی لري . زه له خپلو نوروافغاي خویندو څخه غواړم چې د کورنیو شخړو ، مرګ ژوبلې او جګړې پر ضد د ملالۍ په څېر دخپل وجدا ن میوندي غږپورته کړي او کورنۍسولې ته ټول افغاني ورونه را وبولي . [color=cyan:26818b7c88]تر کومه چې د پخلاینې د لار او بنسټي اصولو خبره ده ، نوهغه دجنګ جګړو او دوښمنۍ ځالې، علتونه او لا ملونه له منځه وړل غواړي ، نه دهغوی ساتل پالل او بیا هم پخلاکیدل .د مرګ ژوبلې خیانتونواو جنایتونونغري، ځالې او لاملونه هغه سازمانونه ، ګوندونه ،تنظیمونه او غورځنګونه دي چې ناوړه سیاسي ،پوځي او جنایی چارې ا و خیانتونه یې ترسره کړي دي .[/color:26818b7c88] دوی ټول باید د طالب ډلې، اخوانی جمعیتی او نورو تنظیمونو دوستمیانو ستمیانو پرچمیان او خلقیانو سره خپلې اړیکې پرې کړي، يعنې : دخپل اولس سره له دوښمنۍ څخه لاس په سرشي، نوبیا ورته د ټول افغان اولس غیږه اوهغه حکومت غیږه هم خلاصه ده چې دغه اولس ټاکلی وي .فکر کوم جلالځي (که جلاځي) صیب هم د هغه ملا دریځ اوارزښت ته ګوته نیولې چې نه تنظیي دی،نه ګوندي او نه طالبي، بلکې هغه ملاچې دې سیاسي ډلو ونشول کړای چې هغه له خپل اولس څخه رابیل کړي ، بلکې له دوی څخه لیرې خو تل دخپل اولس ترڅنګه پاتې شوی دی . نو خلقي، پرچمي ، اخواني ، ستمي دوستمي طالب او نوروټولوته د افغان په ویاړلی نامه د سترافغان اولس غیږه خلاصه ده چې د یو برابر ورورپه توګه دهیواد په ودانولو کې سره برخه واخلي، په نوي نوم او مرام سیاسي ډلې هم که غواړي جوړې کړي په دې شرط چې دپورتنیوجنایی سازمانونو، تظیمونو اوجنایی ډلو ټپلونوم بیا وانخلي او یواځې د خپلو فردي جرمونوځواب وایی . دادافغاني پخلاینې لار ، د ورورۍ او افغانیت لار ده اوبس ! والسلام .



ع کريم حليمي
17.02.2005

درنولوستونکو خویندو ورونو ته سلام .
دحکومت سترګي او غوږونه خبرنګاران دي٠ که خبر نګار يوcrame (جنايت ،ګناه ،جرم ) و ويني ٠ نو پر خبرنګار فرض کيږي چه خبر ئې په مطبوعاتو کښي تير کړي ٠
که خبر تير نه کړي ٠ نو پخپله هم perpetrator مرتکب دکبيره ګناه اخته سوو ٠

که چيري داسي پېښه سي ٠ چه د خبر نګار و مخ ته جنايت وشي يعني جرم په سترګو
و ويني ٠ راپور تير نه کړي ٠ که حکومت له بلي لار په دې جرم خبرشي ٠ او معلومه شي ٠ چه فلان خبرنګار د دغه جرم شاهد وو ٠ نو ژورنالست هم بايد په جرم محکوم شي ٠ شرعأ او هم د قانونأ

نو هر حکومت ته لازمه ده ٠ چه په ټولو اخبارونو ،راډيوګانو ، وغيره باندي خبر وي
يعني هر خبر چه تيريږي ٠ حکومت بايد د خبرنګار له خولي the) accused ) متهم
تعقب کړي او محکمې ته ئې ايضارکړي ٠
که حکومت داسي عمل ونه کړي ٠ نو حکومت خاين دۍ ٠ او قاضي ئې ګناه کاره ٠

او ملت باندي ضرور ده ٠ چه دغه حکومت ته تغير راولي ، بل حکومت انتخاب کړي

داسي معلوميږي چه د افغانستان حکومت هيڅ اخبارونه نه ګوري ٠ او نه په مجرمين
پسي سر ګرځوي ٠

او يوه بله مهمه خبره دا ده ٠ چه پاليسي حکومت جوړ ه وي ٠ خبرنګار نه جوړه وي ٠
هو د حکومت پاليسي اعلانوي او نشره وي ٠

دغه لاندي ليکني ته پاليسي ويل کيږي
[quote:ba28ced0e6]نو خلقي، پرچمي ، اخواني ، ستمي دوستمي طالب او نوروټولوته د افغان په ویاړلی نامه د سترافغان اولس غیږه خلاصه ده چې د یو برابر ورورپه توګه دهیواد په ودانولو کې سره برخه واخلي، په نوي نوم او مرام سیاسي ډلې هم که غواړي جوړې کړي په دې شرط چې دپورتنیوجنایی سازمانونو، تظیمونو اوجنایی ډلو ټپلونوم بیا وانخلي او یواځې د خپلو فردي جرمونوځواب وایی . دادافغاني پخلاینې لار ، د ورورۍ او افغانیت لار ده اوبس ![/quote:ba28ced0e6]


عبير
26.07.2005

محترمو وروڼواو خويندو سلامونه مى ومني٠
ګرانو وروڼواو خويندوتاسي داسي موضوع راپورته كړي چي په څيړلو يه ده انسان مغزه شلومبي كه وي تاسو ټوله ملامتي پر ملايا نووراچولي ده او پر حقيقت مو سترګي
پوټي كړي دشاغلي حليمي صاحب چي يو حقيقت ويونكي اوحقيقت غوښتونكي انسان ده مننه كوم چي خبريالانو يي وحقيقت ويلو ته وهڅول چي حقيقت څه دي٠ اوزه هغه حكومت نيم ګړي او غيري اسلامي بولم چي ملايان پكي شتون ونه لري
ځكه ١٤سوه كاله دمخه دحضرت عمر فار وق( ض)دخلافت په دوره كي نوموړي
دحكومت طرز جوړكړ اوهغه يو ديني عالم وو اوس چي غر بي افكار زيات شول
او غربيا نو دمسلمانو په ذهنونو كي دعلماؤ سره كين او بوغز پيدا كړ څو دي علماء
دسحني نه وباسي او خپلي غلتي تګلاري پلي كړي٠ محترمو چي ددوستم غوندي
خائن په حكومت كي ځاي لري نو علماءدي پكي ولي نه لري؟ تاسو قضا وت وكړي٠

زه رحمان حلقه بګوش دهر عالم يم(٠٠)كه ادنا د ه كه اعلي ده كه اوسط[/list]


زرملوال
07.05.2006

درنو او محترمو وروڼو سلام
په دى پورتنۍ موضوع خو شپى وتلى دى خو ګومان كوم دهيواد
حالاتو ته په ليدلو سره كه بياراتازه كړل شى او خبرى پرى اوږى
شى شايد بى ګټى به نه وى

دومره به ووايم چى كه چيرته دملاصاحبانو اوطالبانو دپخلاينى له
پاره مخلصانه هڅى وشى شايد يوڅه ورنه جوړشى او ايا په دى مو
ضوع له ذى دخله اړخونوسره خبرى نشى كيدلى ؟

اياداسى څوك نشته چى دواړو خواوته سرونه سرتور كړى او وه يي هڅوى
څو كه خداى وكړى او دا جګړى پاى ته ورسيږى او له دى بدمرغه هيواد نه نور
داد جګړو بلا كډه واخلى ؟

هوكى حكومت پلوه وروڼه به دطالبانو بدګڼو ته ځير وى او طالب پلوه وروڼه
به په اصطلاح دحكومت كفريات دمنلو او زغم وړنه بولى خو ايا هغه وروڼه
چى له څيرو اوشخصياتو پرته دهيواد په وير لړى دى او له هرڅه او هرچا دهيواد
ګټى محترمى بولى ايا هغوى څه اقدام نه شى كولى ؟

را ځئ ددى ليكنو په ترڅ كى دعملى ګام په پورته كولو هم يوڅه فكر وكړو
كه مو وكولاى شول څو دا بحران خداى جل جلا له پاى ته ورسوى كه نه نورخو
خداىګو دعالمونو شرمنده شوو او زما په اند خو دا حالات نورله زغمه وتلى دى .

په مينه


م ن غروال
14.05.2006

ښاغلی زرملوال ورور سلامونه ومنئ!
غواړم پدې هکله يا خو يوه پوښتنه به وکړم او يا خو به يو مثال عرض کړم!
که په خوږ پخلي کي لکه حلوا چې مالګه ورګډه کړو ايا د خلکو د خولې خوند مزاج ته به څه په لاس راشې؟
سياسي تګ لارې هر يو ځانته خپل ځانګړې هدفونه لري چې دهغې له امله سياسي کړکېچونه رامنځ ته کيږي٠ د صلحې ترقۍ آبادۍ او نور ګټور او ښايسته شعارونه هريو لري خو د پردو شاته او په نښه يې بل ښکار هدف وي٠
د هېواد د ټولو سياسي کړکېچو يوازنې د حل لاره اولسواکي ده او بس! د قدرت لپاره رسيدل بايد په ولس کي د ننه د صلحې په مټ وي او ټول مرام هم مخکي له مخې په ډګر خلکو ته په صراحت بيان شوي وي تر څو د هغه په اساس هر تبع په خپله خوښه ټاکل شوي ګوند ته رايه ورکړي او پرته له جګړې د هېواد مشر وټاکل شي٠ او همدا ډول د نني ثبات څخه هر افغان چې په هر سياسي اند او مټ وي د صلحې د بيرغ لاندي پارلماني مبارزه وکړي او څومره چې څوکۍ ګټي هماغومره ځان خپلو سياسي پولو ته ورنږدي کوي٠
که مبارزه د توپک په مټ شوه او د بمونو چاودولو او ترور اود ډار او اخطار په مټ، بيا نو افغانستان به د ډير وخت لپاره د جګړو ډګر وي او افغانان به په شکل د اشکالو او په مختلفو نامو د لارې قرباني کيږي ٠ او افغان دښمن به له وضعيته خپله [color=blue:2580430a3e]سؤ يا ناوړه ګټه [/color:2580430a3e]پورته کوي او بس!
په درناوې
غروال[color=white:2580430a3e][/color:2580430a3e]


نقاد
14.05.2006

زرملوال صيب پر اند مو برکت شه ، نېک نظر لرئ ، خو د حل ﻻرې ته ښاغلي غروال ډيره ښه ګوته نولې ده !
تاسو ليکئ چې
[quote:93bfc78463]هوكى حكومت پلوه وروڼه به [color=white:93bfc78463]دطالبانو بدګڼو[/color:93bfc78463] ته ځير وى او طالب پلوه وروڼه
به په اصطلاح [color=yellow:93bfc78463]دحكومت كفريات [/color:93bfc78463]دمنلو او زغم وړنه بولى[/quote:93bfc78463]
پر حکومت د کفرياتو تور د[color=white:93bfc78463] اصطلاح [/color:93bfc78463]د وييز پر ورزياتولوهم له پښو نه لويږي ، او د طالبانو[color=yellow:93bfc78463] بد ګڼې [/color:93bfc78463]به هم ارومرو داسلام له اړخه ښېګڼې بللای شئ ، نو په دې توګه
ﻻپه لومړۍ مقداتي او د پيښوريانو په عربي اصطلاح آن تمهيد کې مو حکومت داسلام له نظره پر کفرياتو محکوم او طالبان موداسلامي ښيګڼو خاوندان وبلل ، اوخپله ټنۍ مو د يوۀ بيطرفه ليکوال په توګه هم وژغورله .
هغه د چاخبره د غازيتوب او شهيد توب سره سره ژوندی هم کور ته راغلئ . نو:
کــــــه ډنـــــــــــډۍ وهــــئ د تـــلې کــــه بــــازو .....نــــوش جان مو شــــه دا تلـــه و تــــرازو (ټوکه!)
زملوال صيب له پورتنۍ ټوکې وروسته به ستاسې اصلي ارزښتمن او کابو سپيڅلي هدف ته راوګرځو :
د طالبانو سره روغه جوړه يوه اړينتيا ده او بايد رامنځته شي ! خو دا پر کوم بنسټ امکان لري ؟
بنسټونه : لومړې بنسټ افغانيت دي : د خدای شکر دواړه خواوې افغانان دي ، خو ايا طالبان د سولې او
همکارۍ له پاره پر دېبسنه کوي ؟ او که نه دوهم بنسټ چې اسلام دی هم غواړي : حکومت هم الحمد لله مسلمان دی او طالبان هم ، خو افغانيت او مسلماني هم يواځې نه بس کيږي . افغانيت يو ملي اصل دي خو اجتماعي نه دی، يا د اجتماعي مسايلو د حل له پاره بسنه نه کوي !
دوهم اصل اسلام دی :اسلام اجتماعي (نظام) دي چې تر لومړي هغه ډير غني اوملي ځانګړتياوې هم مني او ملي مسايل هم حلولی شي . خو اسلام سياسي نه دی او د اوسنيو سياسي مسايلو د حل ﻻره او کنجايش نه لري . . .
نو دريم اصل ته اړ کيږو چې سياسي نظام راپه ګوته کړي او اجتماعي او ملي مسايل هم حل کړای شي.
دا اصل به ډير غني اوډير مهم ځکه وي، چې هر ډول پروبلم او هره ستونزه به حلولی شي : که هغه سياسي وي ، که اجتماعي وي اوکه ملي ستونزه وي : دې تهاولسواکي وايي چې ملي موضوعات به د ملي اصل ، اجتاعي به د اسلامي اصل او سياسي به پر د دموکراتيک اصل پربسټ حلوي ! خو هغه لوښه بايد ولري چې ددريواړو بنسټونوترمنځ وحدت وساتي !
دغېﻻرې ته بايد طالبان تن غاه کيږدي ، که نه دخپلې بقا دغه چانس به هم لاسه ورکړي او خدای مکړه دتل له پاره به ورک او نابود شياواسلام ته به د خدمت پر ځاي پر خيانت مرتکب شي . والسلام


زرملوال
14.05.2006

دروند غروال او محترم نقاد صيب سلام
ياره نقاد صيب په هغه څښتن باور وكړه چى زه اوته ، كرزى او ملاعمراو
ټول مخلوقات يي پيداكړى يو [color=darkred:772c5d1702]ان اريد الا الاصلاح ما استطعت[/color:772c5d1702]
مى موخه ده او بل هيڅ مرام اوهدف نه لرم يانى له خپله وسه دسولى
او اصلاح غوشتونكى او تږۍ يم

او محترمه داستا دقيق تنقيد اوياژوره نيوكه مى ځكه نه خوښيږى
چى بيانودزړه خبره رانه پاته كيږى او داستا د(كابو) تورى له كارولو
وروسته به نور شكونه هم رامنځته شى او خبره نو دكوشان اوپتګ
په څير بحث ته غځيږى
له بده مرغه وخت نور ځواب راكړ
او نوربيا


نقاد
14.05.2006

دروند منلی او ښاغلی زرملوال صاحب السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
دارزښتمنو ليکنو څخه چې مو څومره پيژندلي ېاست ډير راته ګران د قدر وړ ياست او د نيک انده ليکوال په توګه مو ډير درناوی کوم . ستاسې برياليتوب او نکمرغي له لوي خداي څخه غواړم !

که کله ناکله مې پر يوه، نيمه نيوکه ځورېدلي ياست، زما موخه به هيڅکله نه وه ، ډيره بښنه غواړم . خوښ يم چې [color=blue:a12b15deda]ستاسو، حليمي صاحب ، ښاغلي طالب جان او غروال صاحب او په تيره بيا د ښاغلي ځوان او پياوړي ليکوال صميم کټوازي او نورو ورونو په څير دوستانو [/color:a12b15deda]سره په ټول افغان کې مخامخ شوی يم .خدای دې وکړي چې که ژوند باقي وي، ليدنه موهم سره وشي او له نږدې .نه سره يو بل وپيژنو. خو داچې دنيکو موخو په لړکې سره هم انده يو، بايد په ليکنو کې همکاري سره درېغ نکړو او وده ورکړو !

په درنښت . ستاسې يو ورور : نقاد


کټوازی
16.05.2006

ښاغلی نقاد صيب او نورو روڼو ،
تر سلامونو او نېکو هيلو وروسته ،
ماشاالله ډېرې ښې او بې پلوه ليکنې مو کړې ، خدای دې وکړي چې د حليمي صيب پۀ دود ددولت مطبوعاتي ډيپارټمنټ يې تعقيب کړي او د خپلې سياسي اوملي تګلارې پۀ جوړولو او چمتوکولو کې ورڅخه کار واخلي ،
خو يوې خبرې ته ښايي ستاسې ورپام نۀ وي ،
لکه چې د طالب د پخلاينې لپاره مو پۀ ګډه سره ملي او اجتماعي بنسټ ( ولسواکۍ ) غوره بللې چې طالب ته د هيواد پۀ سياسي او ملي جوړښت کې ځای ورکولای شي ، ځکه دې طالب ورته غاړه کېږي ، خو دې ته مو پام نه دی کړی چې ايا دولت هم تيار دی له طالب او نورو مرورو اړخونو سره د ولسواکۍ د اصل له مخې معامله وکړي او ټولې غوښتنې يي له ملي لارې ومني ؟
يه ! هيڅکله هم زموږ دا خيراتي دولت او نمايشي پارليمان دې ته تيار نه دی ،چې ټول مرور اړخونه پخلا او غوښتنې يي ومني ، او نه هم دا واک او ځواک لري چې ټول افغاني ګوندونه او پۀ ځانګړي ډول مرور اړخونه يي پخلا او د واقعي ولسواکۍ پربنسټ يې پۀ ملي مسايلو کې حق تضمين کړي !


بدر
16.05.2006

زما درنو وړونو اسلام عليکم !
که د طالب او ملا سره د افغانيت او پښتوولۍ په اړه پخلاينه غواړۍ نو تر دې خو بل ښه کار شته نه، او که د ملا او طالب نه د جهالت او مکتب سوځوني اود زده کړې او د ښځو دحقونو په نه منلو کې ملاتړ غواړی نو بيا دي ددواړو مخ ورک شي او پو پناه دي شي . طالب ته چې پخوا د ټول ولس مخ شو نو پدې خاطر نه وو چې د هغوی دکړو په مقابل کې زموږ ولس او تاريخ رضايت لاره .هغوی هغه څه چې وکړه زموږ هېواد ورباندي و شرمېږي ، دطالب نه زمو خلکو ځکه ملاتړ وکړ چې هغوی يې ددې هېواد ډېرکي زامن و بلل، پښتانه او افغانان او مشر ورور يې و ګاڼه ځکه نو ټوله ور سره مله شوه.
هغه ملا يا طالب چې د پاکستان به ګوډاګۍ وې يا به اي ايس ې پسې را اخيستې وي او يا هم عربانو او امريکايانوګمارلي وي نو و افغانانو ته دداسي طالب او ملا سر به د پرېکېدو وی ،مرګ به يې روا او سنه به يې ختمه وي . دا دافغانانو وطن دی نه طالب نه خلقۍ نه پرچمۍ نه کمونيست او نه هيڅوک ورته دقبول وړ دي خو که بيا خپل ورور سو، خپل افغان او خپل پښتون سو او دهېواد غم ورسره مل سو نو بيا چې ملا وي که هره بلا وي د خلګو د سترګو توردی او ملاتړ به يې کيږي .
دا خو زما نظر وو نه طالب يم نه خلقۍ يم نه پرچمۍ او نه هم جهادي اخوانۍ . پاک سوچه پښتون او افغان ځان ګڼم.
په درناوي


نقاد
17.05.2006

بدر صيب او درنو وړونو اسلام عليکم !
[quote:a786ea7ade]که د طالب او ملا سره د افغانيت او پښتوولۍ په اړه پخلاينه غواړۍ نو تر دې خو بل ښه کار شته نه[/quote:a786ea7ade]
له دې سره يو ټکی ورزياتول اړين دي :[color=white:a786ea7ade] ((که د طالب او ملا سره د افغانيت او پښتوولۍ ، افغاني او اسلامي اولسواکۍ په اړه پخلاينه غواړۍ نو تر دې خو بل ښه کار شته نه)) [/color:a786ea7ade]له افغاني او اسلامي اولسواکۍ له منلو پرته
پخلاينه امکان نه لري .
[quote:a786ea7ade] طالب ته چې پخوا د ټول ولس مخ شو نو پدې خاطر نه وو چې د هغوی دکړو په مقابل کې زموږ ولس او[color=brown:a786ea7ade] تاريخ [/color:a786ea7ade]رضايت لاره .[/quote:a786ea7ade] ؟ دتاريخ (؟) او رضايت ؟ ايا دا يوه ګنګه خبره نده ؟ که وي روښانه يې کړئ .
[quote:a786ea7ade]
دطالب نه زمو خلکو ځکه ملاتړ وکړ چې هغوی يې ددې هېواد ډېرکي زامن و بلل، پښ
تانه او افغانان او مشر ورور يې و ګاڼه ځکه نو ټوله ور سره مله شوه.[/quote:a786ea7ade]
ايا دا يوه تشه ښه جمله او ستاسو آرمان دی او که حقيقت يې هم بولې ؟ که حقيقت يې ګڼئ د پوهيدو وړ بيلګې او معيارونه يې څه دي ؟ که يې وړاندې کړئ له قلمي زيار څخه به مو منندوی يم .
١ـ چا غږ او اعراف کړی چې پښتانه زمونږ ورونه دي ؟
چاـ د پښتنو مطلق اکثريت ته تن ايښی اومنلی يې دي ؟

والسلام


داود فايز
17.05.2006

قدرمنو او محترمو سلامونه اونيكي هيلي ومني

زما په نظر دافغانستان اوسني مشكل ډير پيچلي او مختلف اړخونه لري چي دحل لاره ورته موندل يو مشكل كار دي ، ځكه چي دأفغانستان شخړي اوي يو
بين المللي بڼه اخيستي ده دأفغانستان دواړه په جګړه اخته ډلي له هغه څه چي په نړي كي تيريږي يوازي نه دي .
نن به نړي كي پس له ساړه جنګ نه نوي جګړه شروع شوي چي دا پس له 11 ديسمبر نه يو ښكاره شي دي چي ددي جګړي يو طرف امريكا او ورسره ملګري هيوادونه دي او بل طرف ته اسلامي تحريكونه دي چي په سر كي يي القاعده تنظيم دي
نو زما په نظر نن يوځل بيا أفغانستان د يوي ڼړيوالي جګړي ډګر كرځيدلي چي دواړه طرفين غواړي يو بل له منځه يوسي
نو د طالبانو او افغانستان د او سني دولت جوړيدل د امريكا او القاعدي جوړيدل دي چي دا كار په لنډ مهاله وخت كي نا شوني ښكاري.
له بل طرفه دأفغانستان اوسني دولت داسي يو كار نه دي كړي چي خلك ورته په ښه نظر وګوري.
طالبان نن ورځ هغه خلك چي په دي حكومت كي كار كوي مرتدين يي بولي او حكومت طالبان نو ته دبشريت دشمنان وايي نو څنګه به سره جوړ شي.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،


pattang
17.05.2006

نه داسې نده :
دالقاعدې ټيکه خو افغانانو نده اخيستې او نه داسلام ټېکه داري پر دې ډول٠
خبره داده وروره چې خوله نشته او دافغانستان مردار حکومت ، جنګي جنايتکاران
له دې موقع نه ګټه اخلي او په دالرو خپل جيبونه ډکه وي٠
پردي عسکر په افغانستان کې حقوقي جواز نلري خو که افغانستان دمدافعي وکيل
لرلي٠ دحکومت استازي ټول اجڼټان دي٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


صافي
17.05.2006

ابو عمروروره!
اسلامی تنظیمو نه اصلآ مطرح نه دي دا داورپکو او توروریستانو او امریکا تر منځه شخړه ده او بس.
دا چې امریکا اوس په خټو کې نښتې ده نور دلایل لری
اسلامی تنظیمونه یعنی څه شی؟
تا کوم اسلامی تنظیم او یا حزب او یا حرکت چیرته لیدلی چې دهغوی مبادی او اوصول دمنلو وړوی؟
هسی وخت نه په طالب اونه په امٍثالهم ضا یعه کوی د یووه مفکوره او عقیده د ننې
دنیا سره هم تړاونلری .لکه څرنګه چې تر اوسه استعمال شوی اوس هم استعمالیږی.
دا چې ولی جګړې په افغا نستا ن کې روانې دی مطلقآ بله مو ضوع ده.


بصير افغان
18.05.2006

درنو پښتنو وروڼو سلامونه

هيله ده چې نه نور پټي سترګې كوم كار وكړو اونه كومه خبره وكړو. دافغانستان په دې ۲۵ كلو كې چې اته ډوله حكومتونه راغلل او ولاړل اويا هم ولاړ به شي ، د هغو پر راتګ او تګ باندې پوهيدل ډېر ګران كار دى . كه چېرې موږ دا وايو چې له ملا او طالبه سره پخلاينه ملي اړتيا ده، نو آيا دا په څه اساس؟
څوك دا ثبوتولاى شي چې طالبان ريښتينې افغانان (پښتانه) وو؟
څوك دا ثبوتولاى شي چې هغوۍ په رښتيا هم د پښتنو لپاره راولاړ شوي وو؟
څوك دا ثبوتولاى شي چې هغوۍ په افغانستان كې د يو ملي اواسلامي نظام غوښتونكي وو؟
ګورئ د طالبانو په پيژندلو كې هم ليږ ځير كيږئ، هغوى هم دوه ډوله وو يوه ډله يي په ريښتيا هم ريښتينې افغانان وو او بله ډله يي پاكستانيان او عربان وو چې له بدې مرغې اصلي قدرت هم له دوى سره وو، هغه نور طالبان كه مو پام يي هغوى نن په ولسي جرګه او مشرانو جرګه كې استازې دي .

له بلې سپكې مو خبر كړم !!!هغه هم داچې پرون راته د تره زوى مې چې له كټواز څخه راغلى وو، ويل يي چې طالبان له ډاډسنو او موټرسايكلو سره وسله وال ګرځيدل، په داسې حال كې چې د ملي اردو سرتيرې، ملي پوليس او امريكايي ځواكونه هم په سيمه كې وو،خو كه څه هم ملي پوليسو او سرتيرو پر دوى باندې د حملي تيارۍ نيوول خو امريكايي سرتيرو پري نه ښودل چې پر طالبانو ډزې او حمله وكړي؟!؟!

نور نو قضاوت ستاسو په لاس كې!!!


م ن غروال
18.05.2006

محترمو وروڼو سلامونه او نېکې هيلې!
زه کله نا کله شکمن شم چې ځنې ليکوال خويندې او وروڼه آيا په ريښتيني ډول د ملا صاحبانو او د مجاهدينو او د طالبانو په معني نه پوهيږي او که يوازې څه چې يې اوريدلي دي او څه چې اوريدل کيږي په هغه بسنه کوي؟
د مثال په ډول :
[quote:e1f391c949]له بلې سپكې مو خبر كړم !!![/quote:e1f391c949]او يا هم :[quote:e1f391c949]ملايان او طالبان
د پارلمان ، قضا ، او حکومت ماشونه او تنخاوې خوري [/quote:e1f391c949]او نور ورته جملې به هم وي٠
هر هغه افغان چې د افغان او افغانستان لپاره سوله او ولسواکه حکومت غواړي او غواړي چې بهرني ځواکونه بيرته خپل وطن ته ستانه شي او د هېواد امنيت خپله د افغانانو په مټ تأمين شي او غواړي چې افغانان خپلو کي په لويه ګټونکې رايه د هېواد اساسي قانون جوړ کړاي شي او د پلې کولو لپاره يې هم وړ ګامونه پورته کړل شي، نو پکار دا ده چې د سولې په مټ پارلمانې مبارزه وکړي او په سوله ايزه ډول خپلې رايې وګټې او واکې تر لاسه کړي٠
طالب او مجاهد؟ دا د پرديو لخوا په افغان تپل شوې نامې وي چې د اسلام په ليکو کي يې غوښتل دواړه متبرکې نامي حتي (ملا هم ) بد نامه کړي او ولسونه او نړۍ دواړو ته نه بلکه دريو واړو ته مجاهد، طالب، او ملا ته په سپکه وګوري او دا د اسلام سپيڅلتيا څخه نور بل څه جوړ کړي لکه چې جوړ يې هم کړل : ځکه خو بعضې وروڼه پرته لدې چې فکر وکړي چې زه ملا صاحب يادوم څه به ترې جوړ شي او يا هم که وليکم چې : طالبان يې ونه وژل نو دا دې لا بله (حتي) [color=red:e1f391c949]سپکه[/color:e1f391c949] ، او داسي نور!
په اوسني پارلمان او حکومت کې بې له شکه داسي واکداران شته چې که چيرته په نړېوالې د بشري حقوقو په محاکمو ( چې دا البته يوازې د بې چارګانو او بې وزلو هېوادو لپاره تل کارول شويدي او کارول کيږي) واوښتل نو د برأت به هيڅ هم په لاس کي ونلري٠ نو لدې امله کار او د پارلمان او حکومتي لوړ پوړو څوکيو ګټل چې هر څومره په سوله ايزه توګه وي هماغومره دۍ (وطنپال افغان ) خپلې ټولنې ته د مصدر خدمت ګرځېدلاي شي٠ که له چا سره د هېواد د بيا رغونې او سولې غم ورسره وي او په هيواد کي د جګړې د ورکېدو يو ريښتينی غوښتونکی وي دا چې هر څوک دي دا به نو، نور نه وي مطرح! دا چې اوس هم د طالب په نوم او مجاهد په نوم د هېواد امن ته زيان رسوي اود بې ګناه انسانانو د وژلو موجب ګرځي دا نه طالبان دي او نه مجاهد، بلکه دا ټول د افغان ولس او افغانستان دښمنان دي چې د پاکستان لخوا روزل کيږي او غواړي بحران ته پخپله ګټه مخ ورکړي چې انشأالله تعالي بريالی به نشي٠
اما يوازي هغه خلک چې لاسونه يې په وينو سره دي او د ډيرو ناخوالو ځواب بايد ووايي هغه بيا نور ې وروستنۍ خبرې دي٠
په درناوې


Ajab
19.05.2006

ټولو ورونو او خويندو ته سلامونه.
د طالبانو او ملايانو ملي پخلاينه په سرليک دا موضوع بېخي غلطه ده. ځکه چې ملت د هغو طالبانو او ملايانو څخه لرې ښه دى چې د پاکستان د ابادولو لپاره يې افغانستان وران کړى دى او لا دغه لړۍ اوس هم ښه په تېزۍ سره روانه ده. دولت بايد دوى پخلا نه کړي بلکې د هر چا په ملاتړ او ملګرتيا چې کېږي د دوى له منځه وړل، بلکې ورسره د دوى د پلار (پاکستان) له منځه وړل هم ملي اړتيا ده. طالبانو او ملايانو په خپل حکومت کې هم يوازې هغه څه کړي دي چې پاکستان ورته ويل او اوس هم هغه څه کوي چې د پاکستان جنرالان يې غواړي. البته کوم خلک چې په اصلي مانا علماء دي هغوى د پاکستان او امريکا لپاره کار نکوي بلکې په خپلو جوماتونو او مدرسو کې ناست دي د ښوونې او روزنې په کارونو کې بوخت دي دغه زمونږ ملي اتلان دي او مونږ يې قدر کوو. کوم خلک چې د ملا او طالب په نوم د پاکستان نه راځي او زمونږ هېواد ورانوي هغوى سره نه پخلاينه کېږي او نه يې ورسره کول پکار دي. د هغوى يواځينى علاج بس دا دى چې له منځه يوړل شي که په هر صورت او هره لاره وي. دغه خلک نه پخوا زمونږ پکار وه، نه اوس او نه په راتلونکي کې د خير کار کولى شي. او که په دولت کې پاتې کېدل غواړي نو وسلې دې کېږدي، انتخاباتو کې دې ګډون وکړي او چې خلکو رايې ورکړې نو مونږ ته په سر سترګو منظور دي. خو زه په دې پوره باوري يم که ملا عمر او يا اسامه نن هم په افغانستان کې راڅرګند شو او د خلکو مخې ته ورغى نو خلک به يې ژوندي ښخ کړي خو بيا به هم پرې د چا زړه سوړ نشي ځکه چې دوى (او ورسره مجاهدينو هم) مونږ له کومه تباهي او بربادي راوړې ده چې راسر کول يې په پېړيو کې هم ناشونې دي؟
زه فکر نه کوم چې په افغانستان کې به د عقل او فهم لرونکى داسې شخص وي چې هغه اوس هم وايي چې کوم ملا، طالب او مجاهد افغانستان د پاکستان د ابادولو لپاره وران کړى دى هغوى دې په دولت کې شريک کړاى شي او ملت سره دې پخلا کړاى شي. که څوک داسې وايي نو هغه په ځاى د دې چې په ټول افغان کې وليکي بايد چې لومړى کوم ښه ډاکټر ته لاړ شي او خپل علاج وکړي. تر څو چې مونږ د دغه ملا، طالب او مجاهد نه خپله ټولنه او خپل وطن نه وي پاک کړي نه امنيت ليدلى شو، نه ارام کولاى شو، نه ښه ورځ ليدلى شو او نه د ژوند په مانا پوهېدلى شو.


داود فايز
20.05.2006

وروڼو سلامونه اونيكي هيلي
كه په رښتيا څوك غواړي چي دا ملك اباد شي نو د طالبانو سره بخلاينة بايد يو ملي وجيبه وكرزوي چي ټولي ډلي بايد ديته حاضري شي چي يو او بل د يو حقيقت او واقعيت په توګه ومني.
طالبان نن په افغانستان كي ډير زيات خوا خوږي لري چ ددي حقيقت نه تسرګي پټول اسمان په دوو ګوتو پټولو معنى لري
تاسي ورشي دأفغانستان هغه سيمي وګوري چي پښتانه په كي اكثريت لري بيا به تاسي ته معلومه شي چي طالبان څومره نفوذ لري او هغه څه چي وغواړي كولي يي شي.
ماته يوه ملګري قيصه كوله چي كله د افغانستان بارلماني انتخابات و حكومت موټر سايكلونه بند كړل نو طالبانو اعلان وكړ چي موټر دي بند وي داملګري وايي چي ما پنځه ساعته مزل وكړ چي عمومي سرك ته راورسيدم چي هلته مي موټر وموند.
مونږ بايد د بل طرف دي له منځه وړلو سياست له منځه يوسي .
خو زه يو ځل بيا دا وايم چي د أفغانستان شخړي يو بين المللي بڼه اخيستي او هر طرف غواړي چي دلته يي سره سپينه كړي ، چي په هغي كي به يوازي او يوازي زمونږ بيوزلي افغانان سوزيږي.
الله دي زر تر زره دا توره تياره زمونږ نه لري كړي.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،،
محمد أبو عمر الأفغاني


Ajab
21.05.2006

[quote:02078357cb]طالبان نن په افغانستان كي ډير زيات خوا خوږي لري [/quote:02078357cb]

وروره چې څوک په افغانستان کې ژوند کوي نو هغوى ته معلومه ده چې دا يو مخ بېخي غلطه او پوچه خبره ده. طالبانو څه پرون نه دي راپيدا شوي بلکې په افغانستان کې د هغوى د شپږ کلن وحشت دور لا د هيچا هېر ندى نو افغانان به څنګه د هغوى سره خواخوږي ولري؟ يواځې د پاکستان خواخوږي ترې لرې کړه او بيا ګوره چې څنګه ورکېږي. افغانان څه واښه خو نه خوري چې په دې خبرو نه پوهېږي؟ ته په دې نه پوهېږې چې طالبان يواځې په هغو سيمو کې ولې فعال دي د کومو پولې چې د پاکستان سره لګېدلې دي؟ ايا د دې نه يې بل لوي دليل شته؟


بصير افغان
21.05.2006

اې وروڼو سلامونه

په كليوالې ژبه به درته ووايم، چې راځئ په دې به بسم الله كړو چې دا سياسي بحثونه بند كړو،څكه دلته يوه موضوع او سل ككرئ دي او سل ټكرونه دي . نو ولي د خولو خوند سره بدوو، هغه د پښتو متل څومره ښه پخه خبره ده چې وايي: د خپل درنه د بل سپكه كاشكې ټولو په واقعيت پسې لستوڼې را پورته كړي واى او يو بې پلوه دريځ يي نيولئ واى .

[color=green:f1c6854fa6]په پوره پښتنې حيا سره![/color:f1c6854fa6]


کټوازی
21.05.2006

اګرانو وروڼو ، تر سلامونو او نېکو هيلو وروسته !
ددې موضوع پۀ لومړيو شېبو کې د ښاغلي نقاد صيب ليکنې ، او پۀ وروستيوکې يي دښاغلي غروال صيب واقعي ملي ليکنې[color=blue:bab5c69ad2] (ملي ورته ځکه وايم چې ملي او قلمي پت پۀ کې خوندي او دملي پخلاينې پر لور يې پر ريښتيني قلمي زيار دليل دي )[/color:bab5c69ad2] سړي ته ښۀ ډاډ ورکوي او يو څۀ ليکلو ته يي هم هڅوي ، ګنئ نور وروڼه پۀ تېره بياد ښاغلي عجب او کوشان ( ......... ) د قلم له عفت څخه لوېدلې او د ليکوالۍ تقدس يې له يوې مخې پايمال کړی ،ځکه خو ښاغلي بصير نور ددې بحث د تړلو غوښتنه کړې !
خو پۀ هرصورت ، د ملي پخلاينې او واک پۀ اړه د ښاغلي نقاد صيب او محترم غروال صيب ارزښتمنې ليکنې پۀ تمامه مانا بسنه کوي !
موږ به د طالب اودهغوئ پر روانو جنګي فعاليتونو او ددې له امله د پاکستان او افغانستان تر منځ د سياسي فضا د ترينګلتيا پر لاملونو لږ رڼا واچوو .
داچې د دولت محترم رئيس ښاغلي کرزي د هيوادکنړ ولايت ته پۀ خپل سفر کې د افغانستان د ولت د سياسي روايت او پرنسيپ له مخې يو وارې پر پاکستان د طالبانو د روزلواوزموږهيوادته يي دورانکارۍ لپاره د رالېږلو تور پورې کړ ، او پۀ خپلو خبرو کې يي د پاکستان هيواد پر دې ووېراوۀ چې نوموړی هيواد دې نورپر دې پوه شي چې د افغانستان دولت به نور له خپلو پولو څخه بهر جوړ نۀ شي ، او دايي هم وويل چې زموږ پۀ هيواد کې دترورزم اور ته لمن وهونکی هيواد دې يي پۀ ياد ولري چې دا اور به يوه ورځ دهغوئ لمن هم وسوځي .
تر کومه ځايه چې د طالب جنګياليو له جنګي او نظامي فعاليتونو سره د پاکستان د تړاؤ خبره ده ، موږ يې منو چې د پاکستان ديني مدرسې او پۀ تېره بيا د پاکستان پوځي استخباراتي شبکه ( ISI ) تحرک ورکوي او پۀ ډېره ماهرانه توګه يي اکمالوي چې آن د پاکستان د دولت لوړپوړي چارواکي هم پۀ دې تړاؤ کوټلي مالومات نه لري ،د لوړ پوړو پوځي او استخباراتي چارواکو او دنړيوال استعمار داستخباراتي نېټ ورک چې اصلي محرک يې بلل کېږي ، پر مټ اکمالېږي ،ښايي همدا لامل وي چې دافغانستان دولت ترننه ونۀ شو کړای د خپلو تورونو داثبات لپاره ثبوت قدرې هم وړاندې کړي ، اودوسيه نړايوال عدالت ته يوسي .
خو ددې ترڅنګ ځينې نور لاملونه هم سته چې دطالب جنګاليو د پوځي تحرکاتو پۀ چټکتيا کې مرسته کوي ، د هيواد دولت او پۀ تېره بيا واقعي ملي مطبوعات يې بايد هېر نۀ کړي .
١ . پۀ داسې حال کې چې پۀ نوي اداري سېټ اپ ( کابينه ) کې د شمال ټلواله له يوې مخې ګوښې ته کړای شوه ، طبيعي ده چې د خپلو ځانګړيو سياسي ګټو د لاس ته راوړلو پۀ موخه به د دولت د بې ثباتۍ لپاره له ټولو ممکناتو او امکاناتو څخه کار اخلي او دا خبره هغه وخت لا پسې رښتيا شوه چې پۀ تېرو ورځو کې دبګرام ائېر بېس له امريکايي مرکز څخه کپيوټرايزډ استخباراتي مواد غلا شول ، او پۀ سلهاوو سي ډي يانې د کابل پۀ لارو کوڅو کې وپلورلې شوې ، د نړۍ او سيمې دخبري رسنيو د راپورونو له مخې پۀ هغو پلورل شوو سي ډي يانو کې د شمال ټلوالې جګ پوړي چارواکي ، پخوانی د دفاع وزير مارشال فهيم ، له مخدره موادو سره د مبارزې د رياست رئيس جنرال داؤد او نور پۀ لسهاوؤ چارواکي يي پۀ هيواد کې د ترهګر فعاليتونو د لاچټکتيا لپاره له طالبانو سره پر پراخه همکارۍ او د مخدره موادو پر لېږ د اوقاچاق تورن شوول شوي وو !
٢ .
لکه چې ښاغلي ابو العمر ورور يې يادونه کړې ، د افغانستان قضيې يوه بين المللي بڼه غوره کړې ،پۀ دې مانا چې افغانستان يو وارې بيا د نړيوالې وزلوبې ( بزکشي ) لوبغولی ګرځېدلی ،امريکا او ملګري يي د سيمې د مخ پر وده هيوادونو د ګړندۍ پرمختيا د مخنيوي لپاره له ځانه سره ډېر شيطاني پلانونه او پروګرامونه راوړي ، او يو پۀ بل پسې يي پلي کوي ، نو پۀ داسې حال کې د پاکستان پۀ ګډون د سيمې نور هيوادونه ، پۀ تېره بيا ايران ، چين اوپخواني شوروي اتحاد هم د خپل تاريخي سيال دشر منده او نه جبران کېدونکې ماتې او د ځان د ژغوراوي لپاره يو له بل سره غوږونه جنګولي او پر دې اساس يې د پټې جګړې لپاره ځانګړ ي ترتيبات نيولي چې پۀ افغاستان کې يي د طالب نائزېشن او عرب نايزېشن (القاعده ) پۀ شکل پلي کوي.
٣ .
ددې ترڅنګ ، هندوستان چې پۀ خپل تاريخ کې يي پر هرمحاز دپاکستان لپاره ستونزې راولاړې کړې ، او پۀ مقابل کې يي پاکستان هم پرهيڅ شي سرپه نه ده کړې ،پۀ اصطلاح تر منځ يې يو سوړ جنګ هر وخت روان وي ، او ددې اوږدۀ ساړۀ جنګ پۀ دوران کې يي درې تاودۀ جنګونه هم شويدي چې پۀ لومړي کې يي د پښتون جنرال ايوب خان پۀ مشرۍ او قومنده کې د هندوستان پښې ورماتې کړې ، پۀ دويم کې يي هندوستان دپاکستان ملا د بنګال د خپلواکۍ پۀ شکل کې ورماته کړه ، او پۀ درېيم کې يي يو وارې بيا دکارګل پۀ جګړه کې دهندوستان ماته شوې ملا د هغه وخت د امريکايي ولسمشر بل کلنټن پۀ طبيبانه امر د پاکستان پر ماتې توجيه شوه ! پۀ هرصورت زموږ موخه د پاکستان او هندوستان جګړې نۀ دي ، مطلب مو د پاکستان او هندوستان تاريخي او طبيعي رقابت دی چې د نړۍ پۀ يوه معامله کې يي هم شاته نه دی پرې ايښې ٠
دادی اوس يې افغانستان ته هم راا وږد کړ ، او د يو بل پرضد يې له هرې شونې لارې پرمخ بيايي ، خو دا ټکی د هېرولو نه دی چې د پاکستان پۀ پر تله هندوستان خورا ازاد او پۀ بشپړ ډاډ يې پرمخ بيايي ، پۀ اصطلاح د د ې دواړو هيوادونو پۀ دې ناولي سياسي رقابت کې چې زموږ ګران هيواد ته يي راوړی ،پاکستان پۀ دفاعي او هندوستان پۀ تعرضي حالت کې قرار لري .
٤ . دا يي تر ټولوستراوطبيعي لامل دی چې پۀ ګران هيواد کې د باندينيو ځواکونوپر ضد د جګړه ايز فعاليت پۀ چټکتيا کې مرسته کوي ، او هغه داچې افغان ولس طبعاً ، فطرتاً پر خپله پاکه خاوره د پرديونظامي استقرار نۀ شي زغملای ، او د اشغالګرو ځواکونو وحشت ، بربريت او دهشت يې نۀ شي هېرېدلای ، اوله ما نيولې بېرته ترما پورې د هر افغان[color=blue:bab5c69ad2] ( چې د خارجي ځواکونو بربريت يې د څو ډالرو پۀ نشه کې هېر کړی نۀ وي او پۀ رګونو کې يي دافغاني اواسلامي وينې پرځای انګرېزي شراب پۀ چپو نۀ وي )[/color:bab5c69ad2]
د هر خارجي عسکر پۀ ليدو يي وينه پۀ جوش راځي ، هډونه يي ټکېږي ، د خپلې مور ( خاورې ) پرپاکه سينه دبانديني عسکر درانۀ قدمونه نۀ شي زغملای ، د خپل جغرافيايي ناموس د ساتنې او دغلامۍ د ترټنې پۀ جنګ کې چې څو مره يي پۀ وس کې وي کوي يي !
والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more