اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
حذيفه
06.08.2012
په تېرپسي
مظهري !
زیات چالاک سړی يې ، اوږدې ليکنې کوې او پر خلکو د حقيقت پټولو هڅې کوې ، خو واوره ! ستا د هوايي ډزې چندان ځای نه نیسي ، ته د خولې په سا د حقيقي نور د وژلو هڅه کوې ، ستا مثال داسي دئ لکه الله تعالی چي وايي:
يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ(التوبه:۳۲)
ژباړه: هغوئ غواړي الهي نور په خولو مړ کړي او الله يې منعه کوي مګر دا چي خپل نور مکمل کړي که څه کافران يې نه خوښوي.
يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ(الصف :۸)
ژباړه: هغوئ اراده لري چي الهي نور په خپلو خولو مړ کړي او الله خپل نور پوره کوي که څه کافران يې نه خوښوي .
د الله د کامل دين حقانيت اوس هر چا ته معلوم سو ، ځکه ما چي دلته کومې مسئلې مطرح کړې نو تا يوه هم له قران و حدیث څخه ثابته نه کړه ، بس توپونه ولې ، لاپې وهې ، خلک تېر باسې ، خبرې دي هم نه دي زده بلکي يو څو الفاظ دي زده کړي او په هره ليکنه کي يې کاروي چي اوس خلک ترې ستومان دي ، ته هر ځل بس په ځواب کي همدا وايي چي عبارت يې پوره نه دئ نقل کړی ، نو جانانه ! زه ستا تول عبارت څه کوم ما ته خو په همدې ځای کي اشکال پېښ دئ ، زه غواړم په دې ځای پوه سم چي د قران يا هم حدیثو له کوم ځای څخه سرچينه اخلي خو ته په بیداري له دې ځان تېر کړې او په نورو اوتو بوتو لګیا سې او غواړې خلک تېر باسې چي حذیفه په عربي نه پوهېږي او ترجمه يې غلطه کړې وي .
ښه که دا فرض کړو چي زما عربي نه ده زده او په ژباړه کي هم تېر وزم نو تا څه وکول ؟
مسله دي په قران یا حدیث ثابته کړه ؟
اصله خبره همدا ده ، ټول جنجال پر دې پېښ دئ چي ولي تاسو هغه څه منئ چي له قران یا حدیث څخه پرې دلیل نه لرئ ، که ستا په مذهب کي مفتی به قول بل وي زه خو هغه نه ردوم زما هدف دا دئ چي دغه مسئله له کومه سوې ده ؟ مثلا : له مور سره تر نکاح وروسته حد نه سته ، ما مخکي هم د دې حواله ور کړې وه ، اوس زه منم چي ته به دا خبره نه منې او نه دي د مذهب مفتی به قول وي خو دا استنباط يې له کومه ځایه سوی دئ؟
ته ولې تر دې پوښتنې تېر سې ؟ که يې ته نه منې همدا سي په څرګندو الفاظو ووايه چي زه يې هم نه منم نو خبره حل ده .
خو ته نه د دې نه منلو ته تیار نه يې بلکي دفاع هم ځني کوې نو د د فاع ښه صورت يې دا دئ چي له قران او سنت څخه يې واضح دلیل را وړې دا يې حل نه دئ چي بس د دې عبارت دا مطلب دئ او د هغه بیا هغه مطلب وو .
د زنا په مسله کي دي د شبهې خبره کړې ده ، شبه خو تر شاهدې وروسته نه منله کېږي ، هر سړی د خپل ځان ژغورلو کوښښ کوي او په يوه نه يوه بانه ځان خلاصوي نو که شاهدان تېر سي بیا هم شبهه پاتې ده او د زنا حد نه سې جارې کېدای ؟
که داسي وي نو بیا خو پر هيڅ سړي هم نه جاري کېږي ، ولي هر سړی به تر زنا وروسته همدا بانې کوي او ځان به خلاصوي که څه هم شاهدان يې زنا ومنې او د ده خبره رد کړي خو بیا هم د شبهې له امله حد نه سته .
اوبیا چي دې په دې اړه کوم روايت را وړی دئ دا دي بیا هم پر رسول الله ښکاره او ښکرور دروغ ويلي دي ، ځکه روايت خپله ترمذی هم ضعيف بللی دئ خو تا يې هغې تبصرې ته نه دي کتلي بس هسي دي عربي الفاظ را وړي دي .
د دې روايت سند دا دئ :
حدثنا عبد الرحمن بن الاسود أبو عمرو البصري حدثنا محمد بن ربيعة حدثنا يزيد بن زياد الدمشقي عن الزهري عن عروة عن عائشة
په دې سند کي د یزید بن زیاد الدمشقي نوم هر لوستونکی ويني ، دا راوی سخت ضعيف دئ او پوهان يې په اړه وايي:
قال المزى :
قال محمد بن عبد الله بن نمير : ليس بشىء .
و قال أبو حاتم : منكر الحديث .
و قال فى موضع آخر : ذاهب الحديث .
و قال فى موضع آخر : ضعيف الحديث ، كأن حديثه موضوع .
و قال البخارى : منكر الحديث .
و قال الترمذى : ضعيف فى الحديث .
و قال النسائى : متروك الحديث .(تهذیب الکمال د همدې راوي پېژندنه)
ته ګوره د دې راوي حدیث موضوعي دي او ته يې دلیل په نیسي او ستا فقه پر دې روايت مسائل بناء کوي ، نو ایا د ستره بې انصافي نه ده چي پر دومره ضعيف حدیث یا مسلې بناء کوئ او یا يې هم د لیل په توګه را وړې ، او بیا دلته شبهه له کومه سوه ؟ شاهدان هغه دي شاهدې ور کوي نو د شاهدانو شاهدي ولي نه منئ ؟ په د ې کي کوم عذر لرئ ؟ که له شاهدي سره بیا هم شبهه وي نو دا بیا څه دلیل لري مهرباني وکړه دلیل يې ته را وړه.
امام چي په حدیثو کي ډېر زیات متساهل دئ هغه هم ورته ليکلي دي :
قال الشيخ الألباني : ضعيف
اوس خو دي د مسلو بنسټ هم ختم سو نو اوس به دا مسئلې پر څه بناء کوې ؟ هغه ستا فقهاء به اوس څه کوي ؟ که بل روايت لرې نو مهرباني وکړه شريک يې کړه!.
ګوره ! زما يوه نيوکه هم تر هغو نه ده ځواب سوې چي څو دي خپله مسله په قران او حدیث نه وي ثابته کړې .
لواطت حد نه لري:
وَمَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي الْمَوْضِعِ الْمَكْرُوهِ أَوْ عَمِلَ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ وَيُعَزَّرُ ، وَزَادَ فِي الْجَامِعِ الصَّغِيرِ : وَيُودَعُ فِي السِّجْنِ ، وَقَالَا : هُوَ كَالزِّنَا فَيُحَدُّ ) وَهُوَ أَحَدُ قَوْلَيْ الشَّافِعِيِّ ،(هدایه کتاب الحدود بَابُ الْوَطْءِ الَّذِي يُوجِبُ الْحَدَّ وَاَلَّذِي لَا يُوجِبُهُ ))
ژباړه: او که څوک له ښځې سره د شا په خوا کي لواطت وکړي یا د لوط علیه السلام د قوم عمل وکړي نو د امام صیب په اند پرې حد نه سته او صرف تعزیر به ور کول کېږي او په جامع صغیر کي يې دا زیادت پرې کړی دئ چي زندان ته به اچول کېږي .یاران وايي : دا لکه زنا داسي ده او شافعي هم یو قول همداسي دئ .
مظهري ! اوس په دې ځای کي زه د یارانو پر قول نيوکه نه لرم بلکي د هدايې ليکوال چي کوم قول امام صیب ته منسوب کړی دئ ، ایا کوم سند يې سته ؟ بې سنده خبره ولي امام صیب ته منسوبوي ؟
که تاسو په همدې موضوعاتو روږد یاست؟ ته هم دا دئ اوس دا کار کوې؟
اوس د قوم لوط پر عمل چي هدايه وايي امام صیب حد نه جاري کوي بلکي د بند سزا ور کوي دلیل يې څه دئ ؟
ایا له قران او سنت څخه کوم لاسوند لرئ ؟ که وي نو وړاندي يې کړه!
ته د ځواب پر مهال د دې کوښښ مه کوه هغه دي یاران وايي : حد پر سته ، زما د یارانو پر قول نیوکه نه سته بلکي خبره دا ده چي د امام صیب او هدايې ليکوال څه وايي او دلیل يې څه ده ؟که ته وايي چي موږ يې نه منو نو خو خبره حل ده موږ يې هم نه منوو او غلطه خبره ده .
وَإِنْ وَقَعَ لِلنِّسَاءِ شَكٌّ في أَمْرِهَا فَإِنَّهَا تُمْتَحَنُ قال بَعْضُهُمْ تُؤْمَرُ حتى تَبُولَ على الْجِدَارِ فَإِنْ أَمْكَنَهَا أَنْ تَرْمِيَ على الْجِدَارِ فَهِيَ بِكْرٌ وَإِلَّا فَهِيَ ثَيِّبٌ وقال بَعْضُهُمْ تُمْتَحَنُ بِبَيْضَةِ الدِّيكِ فَإِنْ وَسِعَتْهَا فَهِيَ ثَيِّبٌ وَإِنْ لم تَسَعْهَا فَهِيَ بِكْرٌ كَذَا في السِّرَاجِ(هندیه کتاب الطلاق الباب الثاني عشر فی العنین)
ژباړه: که د کومې ښځې په اړه شک وو چي باکره ده که ثیبه نو بیا به يې ازموینه اخیسته کېږي امر ورته کېږي چي پر دېواله بولي وکړي که يې سيغې سيده پر دېوال بولې وکړې نو باکره ده او که يې ونه کړې نو ثیبه ده نور و بیا ويلي دي چي په هکۍ يې امتحان اخیستل کېږي که يې هکۍ په فرج کي پوره ځای سوه نو ثیبه ده او که نه باکره ده .
سرچينه يې کومه ده او له کوم ایت یا حدیث څخه استنباط سوې ده ؟
نور بیا...
حنفی فقه اسلامی اصیل قانوندی . اودهغی دتوهین کونکی کافردی
Mazharee
06.08.2012
اته ويشتمه شبه
دحذیفه عبارت
په تېر پسي
د غلا جواز:
من سَرَقَ من أَبَوَيْهِ وَإِنْ عَلَيَا أو وَلَدِهِ وَإِنْ سَفَلَ أو ذِي رَحِمٍ مَحْرَمٍ منه كَالْأَخِ وَالْأُخْتِ وَالْعَمِّ وَالْخَالِ وَالْعَمَّةِ وَالْخَالَةِ لَا يُقْطَعُ وَلَوْ سَرَقَ من بَيْتِ ذِي الرَّحِمِ الْمَحْرَمِ مَتَاعَ غَيْرِهِ لَا يُقْطَعُ وَلَوْ سَرَقَ مَالَ ذِي الرَّحِمِ من بَيْتِ غَيْرِهِ يُقْطَعُ كَذَا في فَتْحِ الْقَدِيرِ(هندیه کتاب السرقه الفصل الثاني فی الحرز والاخذمنه)
ژباړه:که څوک له مور و پلاره یا تر دې هم له لوړو (یعني نیکه یا لوړ او انا یا هم لوړه) غلا وکړي یا له اولاده که څه هم کښته وي یا له هغو خپلوانو چي حرام وي لکه ورور ، خور ، تره ، ماما ، عمه او خاله نو په دې ټولو صورتونو کي يې لاس نه پرېکېږي او که يې د خپلوان له کوره غلا وکړه خو د بل چا شی يې غلا کړ لاس يې نه پرې کېږي او که يې د خپلوان مال د بل چا له کوره غلا کړ نو لاس يې پرې کېږي په فتح القدير کي هم دا خبره سوې ده .
مظهری ، وزیري ، اکرمه او ملګرو ! دا بیا ولي ؟ غلا خو غلا ده او په هر حالت کي غلا ده نو په دې بیان سويو صورتونو کي يې ولي لاس نه پرې کېږي ؟ یعني کوم ايت یا حدیث د دې منعه کړې ده ؟ په داسي حال کي چي الله تعالی داسي وايي:
وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ(مائده :۳۸)
په دې ايت کي الله د غله سړي او ښځې د لاسونو پرې کولو امر کړی دئ او دا يې هم ويلي چي دا سزا يې د دوئ د عمل له امله ده ، نو اوس ته له دې څخه هغه استثناء را ته په ګوته کړه چي په دغو صورتونو کي د الله له دې حکمه دا کسان وتلي دي ؟
مننه!
وإذا سَرَقَ شَاةً أو بَقَرَةً أو فَرَسًا من الْمَرْعَى لَا يُقْطَعُ هَكَذَا ذَكَرَ مُحَمَّدٌ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى في الْأَصْلِ قال شَيْخُ الْإِسْلَامِ إلَّا أَنْ يَكُونَ عليها رَاعٍ يَحْفَظُهَا(تېره حواله)
اوس که شپون له مال سره نه وي نو غلا روا ده ؟ په کوم دلیل؟ مهرباني وکړئ دلیل يې راته روښانه کړئ؟
وفي الْبَقَّالِيِّ أَنَّهُ لَا قَطْعَ في الْمَوَاشِي في الْمَرْعَى وَإِنْ كان مَعَهَا الرَّاعِي لِأَنَّ الرَّاعِيَ يُنْصَبُ لِأَجْلِ الرَّعْيِ لَا لِأَجْلِ الْحِفْظِ فَلَا تَصِيرُ مُحْرَزَةً بِالرَّاعِي فَإِنْ كان مَعَهَا سِوَى الرَّاعِي من يَحْفَظُهَا يَجِبُ الْقَطْعُ وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى(بیا هم تېره حواله(ښه دا خو بیا وايي چي له راعی سره که غلا وسي نو هم يې لاس نه پرې کېږي ځکه شپون د څرولو لپاره دئ نه د خونديتوب لپاره او که له شپانه پرته بل څوک ور سره وي نو بیا لاس پرې کېږي
جواب
اي كم عقله!ماپه مخکنی لیکنی که تاته یوحدیث لیکلی وو چی رسول اکرم (ص) وایی: چی تاسوحدود ترخپل توانه پوری دفع کړی. نوفقهاء ددی حدیث څخه دغه کلی قاعده استنباط کړیده، چی هرچیری چی شبهه پیداشوه نوهلته حدنه جاری کیږی.
اوس پدغه صورتونوکی چی پدی فقهی عبارت کی ذکردی، کڅوک دخپل زوی او خپل لمسی دماله څخه غلاکوی اویادپلار یادنیکه دماله څخه غلاکوی.نوپدی کی شبهه داده چی : په صورت کی دغلادزوی دماله څخه ددی شبهه سته چی مال دی وپلارته رواوی. لکه حدیث کی چی راځی: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ إِنَّ أَبِي اجْتَاحَ مَالِي فَقَالَ أَنْتَ وَمَالُكَ لِأَبِيكَ وَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ أَوْلَادَكُمْ مِنْ أَطْيَبِ كَسْبِكُمْ فَكُلُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ. سنن ابن ماجه حدیث نمبر 2283.
ژباړه: یوسړی ورسول اکرم(ص) ته راغی اوورته ویی ویل ځماپلارځمامال راڅخه ولکه کړی (اخستی) نورسول اکرم (ص) ورته وویل: ته اوستامال دواړه ستادپلاریاست.
اوداغسی رسول اکرم(ص) فرمایلی دی: ستاسواولاد ستاسودښه کسبه څخه دی، نوددوی دمال څخه خوارک وکی.
نوبناء پردغه حدیث دلته شبه ددی ده چی شاید پلار داولاد په مال کی حق ولری، نوشبهه پیداسوه، کله چی شبه پیداسوه نوحدساقط شو، ځکه الحدودتندرئ بالشبهات
اوچی دخپل محرم څخه غلا وکړي پدی کی هم شبه ده حفاظت اودحرزده، یعنی دغه سړی ددی تأویل کوی چی ماستامال دحفاظت اوساتنی لپاره اخستی وو، لکه چی په فتح القدیرکی یی همدغه پوښتنی ته ځواب ویلی دی: ( وَمَنْ سَرَقَ مِنْ أَبَوَيْهِ أَوْ وَلَدِهِ أَوْ ذِي رَحِمٍ مَحْرَمٍ مِنْهُ لَمْ يُقْطَعْ ) فَالْأَوَّلُ وَهُوَ الْوِلَادُ لِلْبُسُوطَةِ فِي الْمَالِ وَفِي الدُّخُولِ فِي الْحِرْزِ .
وَالثَّانِي لِلْمَعْنَى الثَّانِي. فتح القدیرجزء 12 صفحه 147المکتبة الشاملة.
ژباړه: {که چادموراوپلارڅخه اویاده خپل ورورڅخه اویادخپل محرم څخه غلاوکړه، نولاس یی نه پریکیږی}.په اول صورت کی خوپخاطرداولادوالی، پخاطرسره دلاس خلاصوالی په مال (دیوبل) اودغسی په خاطرددخول په حفاظت کی، اوپه دوهم صورت کی(چی دخپل محرم څخه غلاوکړی) نوبیاپه خاطرددوهم علت (چی هغه حرزاوحفاظت دی).
خلاصه دخبری داده : چی پلاردځوی اوځوی دپلارپه حق کی داستحقاق دشبه له وجه اودمحرم دمال دحفاظت دشبه له وجه؛ دلته پدی غلاکی شبهه پیداسوه نوچی شببهه پیدا سوه نوحد نه ورباندی جاری کیږی.
اوچی دبل چامال دخپل محرم دکوره څخه غلاکړی، هلته هم دلیل دغه دی، چی شبهه دحفاظت اوحرزورته مخی ته راځی، نوځكه ورباندی حدنه جاری کیږی، اوچه دخپل محرم مال دبیګانه سړی دکوره څخه غلاکړی هلته خوشبهه نشته، ځکه مال دمحرم له واکه وتلی اودبیګانه سړی په لاس کی دی، نوځکه حد ورباندی جاری کیږی. خوکاشکی تاسی سلفیان پداسی خبروپوهیدلای،تاسو اهل تحقیق نه بلکه اهل ظواهریاست.
بیادی دفتاوی هندیه څخه دوه نورعبارتونه رانقل کړیدی، بیادی ورباندی اعتراض کړیدی. خوته دونه کم علمه اوکم عقله یی چی په خپله په دغه عبارتونوکی چی تارانقل کړی ددی خبری ځواب سته، خوته کم علمه نه ورباندی پوهیږی.
غوږسه!
وإذا سَرَقَ شَاةً أو بَقَرَةً أو فَرَسًا من الْمَرْعَى لَا يُقْطَعُ هَكَذَا ذَكَرَ مُحَمَّدٌ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى في الْأَصْلِ قال شَيْخُ الْإِسْلَامِ إلَّا أَنْ يَكُونَ عليها رَاعٍ يَحْفَظُهَا(فتاوي هندیه)
ژباړه: که چاپسه اویاغوا اویاآس ده څنڼ ځایه څخه غلاکړی نولاس یی نه پریکیږی، دغسی امام محمدرحمه الله په اصل کی ویلی دی، اوشیخ الاسلام ویلی دی: خوکچیری کتونکی( شپانه) ورسره ووچی مال یی ساتی ، نوبیالاس یی پریکیږی.
داستالومړنی عبارت دی. چی هغه کی مدعی سته خودلیل پکی نشته.
وفي الْبَقَّالِيِّ أَنَّهُ لَا قَطْعَ في الْمَوَاشِي في الْمَرْعَى وَإِنْ كان مَعَهَا الرَّاعِي لِأَنَّ الرَّاعِيَ يُنْصَبُ لِأَجْلِ الرَّعْيِ لَا لِأَجْلِ الْحِفْظِ فَلَا تَصِيرُ مُحْرَزَةً بِالرَّاعِي فَإِنْ كان مَعَهَا سِوَى الرَّاعِي من يَحْفَظُهَا يَجِبُ الْقَطْعُ وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى(فتاوي هندیه)
ژباړه:په بقالی کی راغلیدی: چی پری کول دلاس نشته په څارویوکی چی په څڼړځای کی وی، کڅه هم شپون ورسره وی، ځکه شپون دپاره کتلودڅارویو وی نه لپاره دحفاظت، نودغه څاروی محفوظ کړه سوی ندی، اوکچیری دمالوسره بغیرله شپانه نه بل څوک ووچی څاروی یی ساتله نوبیاقطع دلاس پری لازمه ده، اوپردغه قول فتوی ده.
اوس کم عقله حذیفه! تالیکلی دی: اوس که شپون له مال سره نه وي نو غلا روا ده ؟ په کوم دلیل؟ مهرباني وکړئ دلیل يې راته روښانه کړئ؟
مادرته ویلی دی: چی ته کم علمه اوکم عقله دفقهی په کتابونونه پوهیږی، دلیل یی خپله په دغه عبارتونوکی چی تالیکلی دی سته ، چی هغه د " فَلَا تَصِيرُ مُحْرَزَةً بِالرَّاعِي " عبارت دی، خلاصه یه داده : چی پدغه قسم غلاکی لاس ځکه نه پریکیږی چی پردی باندی نوم دسارق نه ایښودل کیږی، ماستاپه درویشتمه شبه کی تعریف دسرقت اوسارق په عربی کی درته لیکلی وو، هلته ورسه ویی ګوره ته خوشکرالحمدلله حافظه نلری، سارق هغه ته وایی، چی محفوظ مال غلاکړی اودغه مال خو ایله دی محفوظ ندی، کم عقله، البته بیایی ویلی دی: کڅوك ورسره ووچی مال یی ساتی نوبیا یی لاس پری کیږی خوته کم عقل کله پداسی باریکیوباندی پوهیږی.
بیادی آیت دحدسرقت هم لیکلی دی، کله به ستاکم عقل سد سرته راسی،
دحذيفه اشتباهات
1. یوواریی مخکی هم دغه شبهه مخی ته کړی وه، چی ماورته په یوویشتمه شبه کی ځواب ویلی وو، خونومړی خپلی لیکنی هم نګوری، یوه شبهه څوځلی تکراره وی،.
2. په عبارت یی سرندی خلاص سوی، اعتراض یی کړی.
3. دعبارت څخه یی غلط برداشت کړی، ځکه ده داسی انګیرلی چی په حنفی فقه کی وایی:تاسوغلاوکی، سره ددی چی داسی نده، خبره همآغسی ده کومه چی مونږمخکی توضیح ورکړه.
4. بیایی ده خوارجوپه څیردقرآن آیت په غیردموضوع کی استعمال کړی، اودقرآن دآیت څخه یی سوء استفاده کړی.
5. دعربی ادبیاتوقوانین یی بیاپه نظرکی ندی نیولی ځکه یی پرعبارت باندی اعتراض کړی.
6. په ضمن کی ده اعتراض یی ځنی نوری فضولی خبری کړی، چی خپل وقت یی ورباندی ضایع کړیدی، دی داسی فکرکوی چی زه به ډیروقت ژوندی یم خیردی اوس به نارواکارونه اونارواوی خبری کوم، بیابه وروسته توبه وباسم، خوبیچاره ناخبره دی لدی څخه چی مرګ چاته دمخه ترراتلوخبرنه ورکوی.
حنفی فقه اسلامی اصیل قانوندی . اودهغی دتوهین کونکی کافردی
Mazharee
06.08.2012
نه ويشتمه شبه
دحذیفه عبارت
قَالَ فِي فَتَاوَى قَاضِي خَانْ : وَلَا بَأْسَ لِلرَّجُلِ أَنْ يَنْظُرَ مِنْ أُمِّهِ وَابْنَتِهِ وَأُخْتِهِ الْبَالِغَةِ وَكُلِّ ذَاتِ رَحِمٍ مَحْرَمٍ مِنْهُ كَالْجَدَّاتِ وَأَوْلَادِ الْأَوْلَادِ وَالْعَمَّاتِ وَالْخَالَاتِ إلَى شَعْرِهَا وَرَأْسِهَا وَصَدْرِهَا وَبَدَنِهَا وَعُنُقِهَا وَعَضُدِهَا وَسَاقِهَا ، وَلَا يَنْظُرْ إلَى ظَهْرِهَا وَبَطْنِهَا وَلَا إلَى مَا بَيْنَ سُرَّتِهَا إلَى أَنْ تُجَاوِزَ الرُّكْبَةَ ،(فتح القدیر کتاب الکراهیه فصل فی الوطء والنظر واللمس)
قاضی خان وايي که د مور ، لور خور چي بالغه وي او نوري خپلواني هم لکه اناګاني لمسیاني عماګاني خالاګاني و وېښتانو ، سر ، سينې ، بدن ، غاړې ، مټ او پنۍ یا لينګي ته کتل روا دي خو نس او شا ته به يې نه ګوري او نه به له نامه بیا تر ګونډې مابینځي بدن ته ګوري.
دا په کوم دلیل؟
الله تعالی وايي:
وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ(النور :۳۱)
ژباړه: او خپل پړوني دي پر سينو واچوي.
په دې ځای کي الله عام امر کړی دئ او وروسته چي يې کوم کسان بېل کړي دي نو هغه يې د زينت په برخه کي بېل کړي دي او که ته وايي چي زينت همدا دی نو د ايت په پای کي الله د زينت په اړه داسي وايي:
وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ.
له دې ايت څخه معلومېږي چي زينت هغه ګېڼې او زائدشيان دي چي ښځې يې د ښکلا لپاره استعمالوي او همدا زينت کي په ايت کي يادو سويو کسانو ته ښکاره کړي نو باک نه لري ، اوس ته ستا د مجتهد دلیل را وړه چي بدن ، مټې او لينګې په کوم دلیل له دې عام امر څخه وتلي دي او د ښځې مټ ، غاړه ، لينګی او بدن ټول عورت دي ځکه حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي:
عن عبد الله : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال المرأة عورة(ترمذی کتاب الرضاع حدیث نمبر:۱۱۷۳)
یعني ښځه ټوله عورت ده .
مګر په دې کي ځيني ځايونه بېل دي لکه مخ ، لاس او پښه.
خو مټ ، غاړه ، بدن او لينګی بیا هم عورت دي او هيڅوک هم نه سي ورته کتلای .
ته ستا دلیل را وړه ، متجهد صیب له کوم ځای څخه دلیل نیولی دئ؟
په داسي حال کي چي البحر الرائق وايي:
ثُمَّ لم يَفْرِضْ لِلْخَادِمَةِ الْخِمَارَ وَفَرَضَهَا لِلْمَرْأَةِ لِأَنَّ الْخِمَارَ لِسَتْرِ الرَّأْسِ وَرَأْسُ الْمَرْأَةِ عَوْرَةٌ وَرَأْسُ الْخَادِمِ ليس بِعَوْرَةٍ وَفَرَضَ لها الْإِزَارَ لِأَنَّ الْخَادِمَ تَحْتَاجُ إلَى الْخُرُوجِ(البحر الرائق کتاب الطلاق باب النفقه فی اللغه الانسان علی عیاله الخ)
دلته خو د بحر لیکوال سر عورت بولی هلته بیا قاضی خان وايي د خپلوانو کتل يې ورته روا دي ، دا به کومه سرچينه ولري ، مهرباني وکړه په ګوته يې کړه!.
هدایه بیا وايي:
( فَإِنْ صَلَّتْ وَرُبْعُ سَاقِهَا أَوْ ثُلُثُهُ مَكْشُوفٌ تُعِيدُ الصَّلَاةَ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ وَمُحَمَّدٍ رَحِمَهُمَا اللَّهُ وَإِنْ كَانَ أَقَلَّ مِنْ الرُّبْعِ لَا تُعِيدُ(هدایه باب شروط الصلاة الخ)
جواب
ماویله چی تاسوسلفیانوقرآن نه زده، خوتاسوځماسره نه منل، اوس به مووګورم چی څرنګه موقرآن زده، تازمونږپرکتاب باندی اعتراض کړی، چی په فتاوی قاضی خان کی یی ویلی دی:سړی دخپل مور، خور، خاله اویاهری محرمی ښځی ویښتیانوسراواوږوته کتلائ سی.بیادی علاوه پردی چی اعتراض دی کړی دحجاب په هکله دی دوه آیتونه اویوحدیث هم رانقل کړیدی. کم بخته حجاب دسراواوږو اوداغسی عدم ظهوردزینت هغه خوپه مقابل کی دغیرمحرم وی، دمحرم سړی مخ ته ښځه خپل زینت هم ښکاره کولای سی، اوغیرده عورت غلیظه څخه اوهمداراز غیرله نس اوملاڅخه، نوراندامونه هم دمحرم مخته ښکاره کولای سی منی یه؟؟؟؟؟؟؟؟ راته ووایه نه والله که یی راومنی.
نوزه به درته ووایم خودیی نه منی تاسونیم قرآن منی اونیم قرآن نه منی، غوږسه چی قرآن څه وایی؟: {وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَآئِهِنَّ أَوْ آبَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَآئِهِنَّ أَوْ أَبْنَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَآئِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُواْ عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَآءِ}سورة النورآیه 31.
ژباړه: او(ښځی دی) نه ښکاره کوی خپل زینت مګرهغه ځایونه چی هغه معلوم وی اوخپل پړونی دی پرخپلوځانونوباندی راتاوی کړی، اوندی ښکاره کوی خپل زینت مګرخپلومړونوته، اویاخپلوپلارونوته، اویاخپلوخسرانوته، اویاخپلوځامنوته، اویاخپل دمیړه ځامنوته، اویاخپلووړونوته، اویاخپل وریرونوته، اویاخپل دخویندوځامنوته، اویاخپلوښځوته(مسلمانانی ښځی)، اویاخپلومینځوته اویاهغه تابعین خلګ(لكه مزدوران) چی شهوت ونلری، اویاوهغه ماشومانوته چی دښځوپرعورتونوباندی علم ونلری.
ښه کم بخته تراوسه خودی زمونږدفقه کتابونه قیچی کول، اوس دی خپل دفاسدغرض دترلاسه کولولپاره دقرآن په قیچی کولوهم شروع وکړه!افسوس دی وی ستا پرحالت، ګوره! یوآیت دئ په کوم ځای باندی چی ستااستنادکیږی هغه لیکی اوچی کوم ځای ستادعقیدی خلاف دی هغه نه لیکی! ګوره په ټوله شريعت کی حتي ستاسوسلفيانوپه کتابونوکی دحجاب اوداظهاردزینت یوحکم دئ، که لوڅ کول داندامونوونامحرم ته حرام دی، داغسی اظهاردزینت هم نامحرم ته حرام دی، نوچی خدای پاک وایی، خپل زینت، میړه، پلار، زوی، ورور، وراره، خوریی،اوداسی نور....ښکاره کئ نوچی زمونږدفقه کتابونه بیادغه خبره کوی نوبیاولی دابدکاردی، که زمونږدکتابونوخبره بدکارووخودغه دی په قرآن کیدی ولیدل نوصبابدی پرقرآن هم اعتراض کړیوی، والله ستاسوسلفیانواووهابیانودا خوپه باورهم نده.
دتعجب خبره خودی لادا کړی چی دزینت حکم دی دحجابه څخه جلا بللی دئ، بیادی د یادشوی آیت په آخره دلیل نیولیدی. یاره! یادا خودی داسی انتیکه اجتهاد کړیدئ، چی قرآن اوحدیث خو پسی پریږده دسالمه عقل سره لاهم سمون نه خوری.
بیادی دبحرالرائق عبارت رانقل کړیدی اوداسی دی انګیرلی چی په مابین کی ددغو دووعبارتونوتناقض شته، بیادی ورباندی په خپل فاسدفکراعتراض کړی، اوداسی دی لیکلی :
دلته خو د بحر لیکوال سر عورت بولی هلته بیا قاضی خان وايي د خپلوانو کتل يې ورته روا دي ، دا به کومه سرچينه ولري ، مهرباني وکړه په ګوته يې کړه!.
ای داسلام څخه ناخبره! هلته چی قاضی خان وایی: دخپلوانوکتل ورته روادی، خوخپلوان ښیی، قرآن هم وایی دخپلوانوکتل ورته روادی، اوچی بیابحرالرائق وایی دښځی سرعورت دی نسبت وغیرمحرم اوبیګانه ته چی قرآن هم دغسی وایی، نودلته کمه دی تناقض؟ خدای دی ستابیخ اوریښه وکاږی پدی غلطوغلطوخبرو.نه شرمیږی خوآخرداځمااوستالیکنی نورخلګ هم ګوری هغوی به څه وایی؟
بیادی بلی بی عقلی ته وګوری، چی عبارت دهدایی دی رانقل کړی چی امام صاحب وامام محمدصاحب(رح) وایی کچیری په لمانځه كي څلورمه اويادریمه حصه دپونډی دښځی ښکاره وه، نوخپل لمونځ دی راوګرځوی، نوی پدی کی څه مشکل دی، تاخوداسی انګیرلیدی، چی قاضی خان وایی سریی لڅ وی پروانلری، اوهدایه وایی پروالری ، ای کم عقله اوبی وقوفه! قاضی خان چی کمه خبره کوی هغه یی خارج دلمانځ څخه یادوی ، اوهدایه چی کومه خبره کوی، هغه یی په لمانځه کی یادوی، نوپدی خبری کی اوس تناقض کمه دی، فکردی ګرسره وران سویدی، عصبی سیستم دی کارپسی پری ایښیدی، أنشاء الله سم لیونتوب ته ډیرلږوخت پاته دئ.
دحذیفه اشتباهات
1.په لومړنی عبارت دقاضی خان یی سرندی خلاص سوی نوځکه یی ورباندی اعتراض کړی.
2. په عبارت دبحرالرائق یی سرنه خلاصیدی، نوځکه یی داسی برداشت ځنی کړی، چی دغه عبارت اوعبارت دقاضی خان سره په ټکرکی دی.
3. دهدایی دعبارت په مقصود ندی پوه سوی نوځکه یی داسی فکرکړی، چی دهدایی عبارت دمخکنی دووعبارتونوسره په ټکرکیدی.
4.آیت دقرآن یی قیچی کړیدی، په هغه ځای چی دده ورڅخه ښه راتله هغه یی لیکلی، اودکوم ځای څخه یی چی بدکیدل نیدی لیکلی، دآیت دغه حصه : وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ. یی لیکلی اوددی وروسته آیت یی ندی لیکلی ، ځکه په هغه کی دده دمدعی خلاف خبره، اوزمونږدفقه تأییدوو.اعاذنالله ممایفعله الظالمون المحرفون لکلام الله.
5. بیایی وروسته دخپلوشقیقی وړونوخوارجوپشان آیت په غیرکی دموضوع له استعمال کړی.
حنفی فقه اسلامی اصیل قانوندی . اودهغی دتوهین کونکی کافردی
Mazharee
06.08.2012
ديرشمه شبه
دحذیفه عبارت
وفي فَتَاوَى أَهْلِ سَمَرْقَنْدَ إذَا ذَبَحَ كَلْبَهُ وَبَاعَ لَحْمَهُ جَازَ وَكَذَا إذَا ذَبَحَ حِمَارَهُ وَبَاعَ لَحْمَهُ وَهَذَا فَصْلٌ اخْتَلَفَ الْمَشَايِخُ فيه بِنَاءً على اخْتِلَافِهِمْ في طَهَارَةِ هذا اللَّحْمِ بَعْدَ الذَّبْحِ وَاخْتِيَارِ الصَّدْرِ الشَّهِيدِ على طَهَارَتِهِ وَلَوْ ذَبَحَ الْخِنْزِيرَ وَبَاعَ لَحْمَهُ لَا يَجُوزُ كَذَا في الذَّخِيرَةِ وَيَجُوزُ بَيْعُ لُحُومِ السِّبَاعِ وَالْحُمُرِ الْمَذْبُوحَةِ في الرِّوَايَةِ الصَّحِيحَةِ وَلَا يَجُوزُ بَيْعُ لُحُومِ السِّبَاعِ الْمَيِّتَةِ كَذَا في مُحِيطِ السَّرَخْسِيِّ(هیندیه)
په دې عبارت کي چي د سمرقند علماؤ ، دارنګه صدر شهید او د ذخیرې ليکوال چي کومه فتوی ور کړې ده نو دا له کوم ځایه څخه اخیستل سوې ده ؟
اوس مو ښه کړه هلته په افغانستان کي له خارج څخه را وارد سوي چرګان نه ايله کوئ او اوس مو خر ، سپی ، خنزیر او نور څيرونکي حیوانات ټول راته حلال کړل ؟
خلک به څه کوي ؟ څرنګه په دې کتابونو شرم نه در ته درېږي ؟
په سپي ، خره ، خنزیر او نورو څيرونکو حیواناتو کي تاسو ته اختلاف ولي لاره پيدا کړي ، دا خو په ښکاره نصوصو حرام دي ، تاسو بیا هم په دې کي اخلاف کوئ یو وايي : حلال دي ، بل وايي: حرام دي ، دا خو ښکاره خبره ده چي حرام دي او د مخمصې له حالته پرته په هيڅ صورت کي هم روا نه دي .
نو ته اوس د سمرقندیانو یا ذخیرې یا هم د صدر صیب د اجتهاد منبع را وښيه ، له کومه ځایه ده استنباط سوی دئ .
که مو دا هسي کتابونه ليکلي دي او بیا يې دشريعت نوم ورته غوره کړی دئ ، ستاسو پر همدې کتابونو د الله تعالی دا قول ډېره ښه پيټ راځي:
وأما لحوم السباع فقد ذكر القدوري: أنه لا يجوز بيعها من غير فصل، وروي عن أبي حنيفة: أنه يجوز بيعها إذا ذبحت.
وفي «الفتاوي»: إذا كان السبع ميتاً لا يجوز بيع لحمه بلا خلاف، وإن كان مذبوحاً، ففيه اختلاف المشايخ، قال بعضهم: لا يجوز وبه أخذ الفقيه أبو جعفر والفقيه أبو الليث؛ لأن على قولهما: هذا اللحم نجس وقال بعضهم: يجوز؛ لأن هذا اللحم طاهر، وهو اختيار الصدر الشهيد، وروى إسماعيل بن حماد وابن أبي مالك عن أبي يوسف: أنه لا يجوز بيعها وإن كانت مذبوحة.(المحیط البراهاني لبرهان الدين)
په دې ځای کي خو مو بیا خپل مشر امام صیب هم در سره شريک کړی دئ ، زما خو امام صیب ته عقيده سمه ده او هغه له دې حرامو ، ناروا او فاحشو کارونو برئ بولم ، دا تاسو یاست چي امام صیب مو خلکو ته په دروغو له سند پرته خبرو بدنام کړی دئ ، ځکه نو نن ځيني جاهلان له دې امله امام صیب ته بد نسبتونه کوي ، هغوئ خواران څه خبر دي چي دې ظالمانو امام صیب صرف يوه مرجع ګرزولی دی او نور خپل کارونه کوي ، هيڅ سند نه سته او بیا هم د امام صیب قول دئ او دا د امام محمد قول دئ اودا د امام ابویوسف قول دئ ، زه خو والله که پر يوه باور کوم چي همدا حرامې ويناوې دي له دې امامانو نقل سوې وي ، هغوئ ترې بري بولم خو تاسو کار خراب کړی دئ الله ته به يې ځواب همدا تاسو ورکوئ:
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ(البقره :۱۷۳)
ته وګوره په څومره ښکاره الفاظو يې خنزیر حرام کړی دئ!.
عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رضي الله عنه، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم، نَهى عَنْ مُتْعَةِ النِّسَاءَ يَوْمَ خَيْبَرَ، وَعَنْ أَكْلِ الْحُمُرِ الإِنْسِيَّةِ(بخاری)
دې ته نه ګورې په څومره ښکاره ټکو يې منعه کړې ده ؟
عَنْ أَبِي ثَعْلَبَةَ رضي الله عنه، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم نَهى عَنْ أَكْلِ كُلِّ ذِي نَابٍ مِنْ السِّبَاعِ(متفق علیه)
دا هم وګوره ! تر دې واضح دلیل بل څه کېدای سي ؟
که تر دې نصوصو وروسته هم په شک کي یاست نو بیا تاسو خپل دلیل راوړی او که دلیل هم نه لري په پټو سترګو د خپلو مشرانو لار تعقيبوئ نو بیا ستا او د دې خلکو څه توپير دي؟:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آَبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آَبَاؤُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ(المائده:۱۰۴)
بل ځای وايي:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آَبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ الشَّيْطَانُ يَدْعُوهُمْ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ(لقمان:۲۱)
نو اوس دا هم تاسو او دا مو انصاف ؟ وبه ګورو چي کوم لوري ته ترجيح ور کوئ؟ او څه دلیل ورته مومئ؟ هيله ده ليږ د تعصب عینکې له سترګو کښته کړئ او بیا پر دې خبرو غور وکړئ ښايي زما خبره در ته حقه معلومه سي او یا زه تېروتلی يم په سيي شرعي دلائلو مي سمې لارې ته په منطقي او غوره دلائلو رهبري کړئ.
خو که ستاسو کتابونه داسي وي لکه الله تعالی چي يې په اړه وايي:
فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُونَ (البقره:۷۹)
نو بیا له الله وډار سئ او په الله پسي دروغ مه وایاست!
جواب
حذیفه بیادپخواپشان عبارت قیچی کړیدی، ځکه دعبارت مدعی یی لیکلی ده ، خودلیل یی ندی ورسره لیکلی، داچی په فتاوی سمرقندیه کی یه لیکلی دی، چی که چاسپی اویاخرذبح کی نوغوښی یی خرڅی کړی، رواکیږی، اوکه یی خنزیرذبخ کی اوبیایی غوښی ځنی خرڅی کړی نوبیانه رواکیږی، اوداغسی غوښی ده درندګانواودخرو چی ذبح شی په صحیح روایت کی راغلیدی چی رواکیږی، اوغوښی دهغه درندګانوچه خپله مړه شوی وی که یی خرڅی کی نه رواکیږی.
نوګوری! دلته چی په فتاوی کی کومی غوښی پاکی بولی، هغه پدی خاطردی، چی ددوی غوښی په ذبح باندی پاک کیږی پاک پدی معنی سره چی کچیری دچاسره دلمانځه پروقت وی نومونځ یی ورسره صحیح دی. نه پدی معنی سره چی ودی خوری. اوچی کومی غوښی بیاوروسته ترذبح دحیوان دهغوخرڅول نه رواکیږی هغه پدی خاطردی، چی هغه غوښه نده پاکه سوی مرداره ده، لکه دسرکوزی غوښه اویالکه خودمرده،
اوددی خبری دلیل یی څوکلمی وروسته خپله په عبارت کی ویلی دی،خودحذیفه بدبخته دغه عادت دی چی مدعی نقل کوی ، دلیل یی پریږدی، کله کله داسی وشی چی ده یوی مسئیلی سره یی دبلی مسئلی یوه حصه رانقل کړی وی، خوداکارونه دداسی احمق اوکم علمه سړی سره لازم دی ، ځکه چی څوک په یوکتاب نه پوهیږی په هغه کتاب کی دده خطاوتل طبعی کاردی. لکه دحذیفه دا. دلیل ده روا والی یه په عبارت کی داسی لیکلی دی: لأن لحم الكلب المذبوح والحمار منتفع به.یعنی دغوښی څخه دذبحه شوی سپی اوخره ګټه اخستل کیدلای شی،څنګه ګټه؟ داسی چی خپلوحیواناتولکه سپی پیشی اوداسی نوروته یی ورکولای شی، مقصدیی داندی چی انسان دی خپله وخوری لکه چی حذیفه کم بخته فهم ځنی کړیدی، بیایی په ډیرجرئت باندی اعتراض کړی چی افغانستان ته دخارج څخه واردیدونکی چرګان نه پریږدی خودخره اودسپی غوښی حلالی بولی،دی داسی کم علمه دی چی ده حلال اوطاهر، دنجس اوحرام تفاوت نشی سره کولای، داسی کم عقلان هم کښینی دعوه داجتهادکوی، خاوری دی ستاسی پراجتهادسی هغه به څنګه کم عقله وی چی ستاسوسره ستاسوداجتهاد دعوه ومنی.
اوچی دخنزیرغوښی نه طاهری کیږی اوخرڅول یی هم ندی روا ځکه خنزیرپه ذبح باندی نه طاهرکیږی، اوخودمرده خوهم یقینی مرداره ده، نوځکه دهغی څخه هم هیڅ قسم استفاده اودهغی خرڅول نه رواکیږی. خوکاشکی سلفیان پداسی تحقیق باندی پوهیدلای،څوک چی ده حلال اوطاهر، نجس اوحرام په فرق نه پوهیږی دهغه څخه نوڅوک ګیله وکړی.
خوستاسولوستونکوپخاطرغواړم فرق دحلال اوطاهر، حرام اونجس درته ولیکم، حلال هغه دی چی خوړل یی هم راوکیږی اولمونځ هم ورسره روادی، لکه هغه خواړه چی مونږیی خورواویالکه غوښی دهغوحیواناتوچی په مونږکی یی خوړل رواج دی لکه غوا میږه بزه اوداسی نور...
اوطاهرهغه دی چی پاک خودی خولیکن خوړل یی نه رواکیږی لکه پاکه خاوره، اوس دخاوری سره چی دچاپه جیب کی وی مونځ روادی مګرخوړل دخاوری حرام دی، اویالکه غوښی دخره چی ذبح شی اوس غوښی یه طاهری خودی اما حلالی ندی.
اوحرام هغه دی چی خوړل یی ندی روا لکه خاوره، خودپاک والی امکان یی سته، اونجس هغه دی چی خوړل هم ندی روا، اومونځ هم نه ورسره رواکیږی. خوپه مابین کی دحرام اونجس نسبت دعموم مطلق دی ، یعنی هرنجس حرام دی ولی هرحرام نجس ندی.
داموستاسولوستونکولپاره ولیکل حذیفه غوندی کم علمه اوکم عقلان خوپداسی خبروباندی نه پوهیږی.
بیایی خبره داختلاف رامنځنته کړي پدی هلکه ماودته دده په دریمی شبهی کی په تفصیل ځواب ورکړی دی کولای شی هلته یی وګوری که یی سرخلاص نشوبیادی په نورلیکنوکی راته ولیکی چی زه یی سرورته خلاص کړم.
بیاوروسته دځانه پرجوړی سوی مسئلی باندی ایتونه دقرآن راوړی ، ځکه ده داسی فکرکړی چی احناف دغسی غوښی دخوړلولپاره پاکی بولی نویی ویلی دی دداسی شیانوحرمت خوپه ظاهره نصوصوباندی ثابت دی تاسوولی انکارځنی کوی، ای کم عقله ددنیادسلفیانوابروخودی وی وړه ته وګوره چی دکتاب په عبارت کی حلال لیکلی که طاهر، بلادی ستاناپوه پرسرسی پتابه هم دکورنی زړه ښه وی چی زوی لرم؟؟؟.
بیایی ویلی دی چی ددی مسائلوسرچینه راته وښیه ماپدی هکله دده په پنځه ویشتمه شبهه کی تفصیلی ځواب ورته ویلی دی، خودلته یه ورته خلاصه ولیکم چی زمونږعلماء دامسائل دقرآن اوحدیث څخه استنباط کړی ، اوس ستاغوندی کم فهمه اوکم علم چی دطاهراوحلال په فرق نه پوهیږی نوهغه به څنګه ددی خبری درک وکی اوڅنګه به یی راسره ومنی؟، پداسی مسائلوباندی پوهیدل خودعاقل سړی کاروی کم عقل دتعصب اوخوشی اعتراضونوڅخه ډک وی.
دحذیفه اشتباهات
1. په مسئلی یه سرندی خلاص شوی نویی اعتراض کړی. ځکه مسئله په طهرونجاست کی ده ، خوده ځنی مسئله ده حلال اوحرام جوړه کړی.
2. طهارت یی په حلال ترجمه کړی، دده عبارت اوبیاژباړی ته وګوری
3. دعبارت څخه غلط برداشت کړی، ځکه داسی یه انګیرلی چی حنفی فقه وایی: چی تاسوخره ذبحه کوی بیاغوښی خوری سره ددی چی تاسومسئله ولیدل داسی نوه.
4. بیایی دخپلووړونوخوارجوپشان پرخپل فرض مسئلی اوپرغیرموضوع له باندی دقرآن دآیتونوڅخه سوء استفاده کړیده
5. اوبیایی ګیله هم کړی چی تاسوولی دخارجی چرګانوغوښی منع کړیدی؟، نومونږبه ورته ووایومونږدځان لپاره منع کړی ، ته پوه سه اوستاجعلی اجتهاد.
حنفی فقه اسلامی اصیل قانوندی . اودهغی دتوهین کونکی کافردی
Mazharee
06.08.2012
يوديرشمه شبه
دحذیفه عبارت
په تېرپسي
مظهري !
زیات چالاک سړی يې ، اوږدې ليکنې کوې او پر خلکو د حقيقت پټولو هڅې کوې ، خو واوره ! ستا د هوايي ډزې چندان ځای نه نیسي ، ته د خولې په سا د حقيقي نور د وژلو هڅه کوې ، ستا مثال داسي دئ لکه الله تعالی چي وايي:
يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ(التوبه:۳۲)
ژباړه: هغوئ غواړي الهي نور په خولو مړ کړي او الله يې منعه کوي مګر دا چي خپل نور مکمل کړي که څه کافران يې نه خوښوي.
يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ(الصف :۸)
ژباړه: هغوئ اراده لري چي الهي نور په خپلو خولو مړ کړي او الله خپل نور پوره کوي که څه کافران يې نه خوښوي .
د الله د کامل دين حقانيت اوس هر چا ته معلوم سو ، ځکه ما چي دلته کومې مسئلې مطرح کړې نو تا يوه هم له قران و حدیث څخه ثابته نه کړه ، بس توپونه ولې ، لاپې وهې ، خلک تېر باسې ، خبرې دي هم نه دي زده بلکي يو څو الفاظ دي زده کړي او په هره ليکنه کي يې کاروي چي اوس خلک ترې ستومان دي ، ته هر ځل بس په ځواب کي همدا وايي چي عبارت يې پوره نه دئ نقل کړی ، نو جانانه ! زه ستا تول عبارت څه کوم ما ته خو په همدې ځای کي اشکال پېښ دئ ، زه غواړم په دې ځای پوه سم چي د قران يا هم حدیثو له کوم ځای څخه سرچينه اخلي خو ته په بیداري له دې ځان تېر کړې او په نورو اوتو بوتو لګیا سې او غواړې خلک تېر باسې چي حذیفه په عربي نه پوهېږي او ترجمه يې غلطه کړې وي .
ښه که دا فرض کړو چي زما عربي نه ده زده او په ژباړه کي هم تېر وزم نو تا څه وکول ؟
مسله دي په قران یا حدیث ثابته کړه ؟
اصله خبره همدا ده ، ټول جنجال پر دې پېښ دئ چي ولي تاسو هغه څه منئ چي له قران یا حدیث څخه پرې دلیل نه لرئ ، که ستا په مذهب کي مفتی به قول بل وي زه خو هغه نه ردوم زما هدف دا دئ چي دغه مسئله له کومه سوې ده ؟ مثلا : له مور سره تر نکاح وروسته حد نه سته ، ما مخکي هم د دې حواله ور کړې وه ، اوس زه منم چي ته به دا خبره نه منې او نه دي د مذهب مفتی به قول وي خو دا استنباط يې له کومه ځایه سوی دئ؟
ته ولې تر دې پوښتنې تېر سې ؟ که يې ته نه منې همدا سي په څرګندو الفاظو ووايه چي زه يې هم نه منم نو خبره حل ده .
خو ته نه د دې نه منلو ته تیار نه يې بلکي دفاع هم ځني کوې نو د د فاع ښه صورت يې دا دئ چي له قران او سنت څخه يې واضح دلیل را وړې دا يې حل نه دئ چي بس د دې عبارت دا مطلب دئ او د هغه بیا هغه مطلب وو .
د زنا په مسله کي دي د شبهې خبره کړې ده ، شبه خو تر شاهدې وروسته نه منله کېږي ، هر سړی د خپل ځان ژغورلو کوښښ کوي او په يوه نه يوه بانه ځان خلاصوي نو که شاهدان تېر سي بیا هم شبهه پاتې ده او د زنا حد نه سې جارې کېدای ؟
که داسي وي نو بیا خو پر هيڅ سړي هم نه جاري کېږي ، ولي هر سړی به تر زنا وروسته همدا بانې کوي او ځان به خلاصوي که څه هم شاهدان يې زنا ومنې او د ده خبره رد کړي خو بیا هم د شبهې له امله حد نه سته .
اوبیا چي دې په دې اړه کوم روايت را وړی دئ دا دي بیا هم پر رسول الله ښکاره او ښکرور دروغ ويلي دي ، ځکه روايت خپله ترمذی هم ضعيف بللی دئ خو تا يې هغې تبصرې ته نه دي کتلي بس هسي دي عربي الفاظ را وړي دي .
د دې روايت سند دا دئ :
حدثنا عبد الرحمن بن الاسود أبو عمرو البصري حدثنا محمد بن ربيعة حدثنا يزيد بن زياد الدمشقي عن الزهري عن عروة عن عائشة
په دې سند کي د یزید بن زیاد الدمشقي نوم هر لوستونکی ويني ، دا راوی سخت ضعيف دئ او پوهان يې په اړه وايي:
قال المزى :
قال محمد بن عبد الله بن نمير : ليس بشىء .
و قال أبو حاتم : منكر الحديث .
و قال فى موضع آخر : ذاهب الحديث .
و قال فى موضع آخر : ضعيف الحديث ، كأن حديثه موضوع .
و قال البخارى : منكر الحديث .
و قال الترمذى : ضعيف فى الحديث .
و قال النسائى : متروك الحديث .(تهذیب الکمال د همدې راوي پېژندنه)
ته ګوره د دې راوي حدیث موضوعي دي او ته يې دلیل په نیسي او ستا فقه پر دې روايت مسائل بناء کوي ، نو ایا د ستره بې انصافي نه ده چي پر دومره ضعيف حدیث یا مسلې بناء کوئ او یا يې هم د لیل په توګه را وړې ، او بیا دلته شبهه له کومه سوه ؟ شاهدان هغه دي شاهدې ور کوي نو د شاهدانو شاهدي ولي نه منئ ؟ په د ې کي کوم عذر لرئ ؟ که له شاهدي سره بیا هم شبهه وي نو دا بیا څه دلیل لري مهرباني وکړه دلیل يې ته را وړه.
امام چي په حدیثو کي ډېر زیات متساهل دئ هغه هم ورته ليکلي دي :
قال الشيخ الألباني : ضعيف
اوس خو دي د مسلو بنسټ هم ختم سو نو اوس به دا مسئلې پر څه بناء کوې ؟ هغه ستا فقهاء به اوس څه کوي ؟ که بل روايت لرې نو مهرباني وکړه شريک يې کړه!.
ګوره ! زما يوه نيوکه هم تر هغو نه ده ځواب سوې چي څو دي خپله مسله په قران او حدیث نه وي ثابته کړې ، هسي فرضیات مو سره ټول کړي دي او خلکو ته مو د قانون په توګه معرفي کړي او له شريعت څخه هيڅ دلیل هم پرې نه لرئ ، دا ستره بې انصافي نه ده ؟ که ته پرې نه يې خبر نو ولي پسي روان يې او که ته پر هغوئ د ښو خلکو ګومان کوې نو ایا اتباع يې واجبه سوه ؟
که نه نو د الله دا قول ډېر ښه در باندي پيټ دئ:
فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُونَ(البقره :۷۹)
ژباړه: نو هلاکت دئ هغو کسانو ته چي په خپلو لاسونو کتاب وليکي بیا وايي دا د الله له لوري نازل سوی دئ څو په دې توګه ډېر ليږ پیسې تر لاسه کړي نو هلاکت دئ دوئ ته د لاسونو د ليکنې له امله او هلاکت دئ دوئ ته د دوئ د کسب له وجې .
لواطت حد نه لري:
وَمَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي الْمَوْضِعِ الْمَكْرُوهِ أَوْ عَمِلَ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ وَيُعَزَّرُ ، وَزَادَ فِي الْجَامِعِ الصَّغِيرِ : وَيُودَعُ فِي السِّجْنِ ، وَقَالَا : هُوَ كَالزِّنَا فَيُحَدُّ ) وَهُوَ أَحَدُ قَوْلَيْ الشَّافِعِيِّ ،(هدایه کتاب الحدود بَابُ الْوَطْءِ الَّذِي يُوجِبُ الْحَدَّ وَاَلَّذِي لَا يُوجِبُهُ(
ژباړه: او که څوک له ښځې سره د شا په خوا کي لواطت وکړي یا د لوط علیه السلام د قوم عمل وکړي نو د امام صیب په اند پرې حد نه سته او صرف تعزیر به ور کول کېږي او په جامع صغیر کي يې دا زیادت پرې کړی دئ چي زندان ته به اچول کېږي .یاران وايي : دا لکه زنا داسي ده او شافعي هم یو قول همداسي دئ .
مظهري ! اوس په دې ځای کي زه د یارانو پر قول نيوکه نه لرم بلکي د هدايې ليکوال چي کوم قول امام صیب ته منسوب کړی دئ ، ایا کوم سند يې سته ؟ بې سنده خبره ولي امام صیب ته منسوبوي ؟
که تاسو په همدې موضوعاتو روږد یاست؟ ته هم دا دئ اوس دا کار کوې؟
اوس د قوم لوط پر عمل چي هدايه وايي امام صیب حد نه جاري کوي بلکي د بند سزا ور کوي دلیل يې څه دئ ؟
ایا له قران او سنت څخه کوم لاسوند لرئ ؟ که وي نو وړاندي يې کړه!
ته د ځواب پر مهال د دې کوښښ مه کوه هغه دي یاران وايي : حد پر سته ، زما د یارانو پر قول نیوکه نه سته بلکي خبره دا ده چي د امام صیب او هدايې ليکوال څه وايي او دلیل يې څه ده ؟که ته وايي چي موږ يې نه منو نو خو خبره حل ده موږ يې هم نه منوو او غلطه خبره ده .
دا فقهې چي تر یوه فاحش ناول هاخوا بل حیثیت نه لري د الله او رسول لور ته منسوبوئ یعني الله او رسول يې هم دا سي کړي دي ، الله وايي:
وَإِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً قَالُوا وَجَدْنَا عَلَيْهَا آَبَاءَنَا وَاللَّهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ(الاعراف:۲۸)
ژباړه: او چي کله به دوئ ناوړه کار وکړ ويل به يې پر همدې مو خپل پلرونه موندلي دي او الله موږ ته په دې امر کړی دئ وره ووایه بې شکه الله په فحشاء امر نه کوي ایا تاسو پر الله هغه څه وایاست چي پرې علم نه لرئ؟.
اوس تاسو هم علم نه لرئ ، د خپلې فقهې سرچينه نه سئ ښودلای ، په قران او حدیث کي ورته ماخذ نه لرئ ، نو بس هسي خبره کوئ فقه د قران او حدیث تشريح کوي ، کومه ده تشريح ؟ را يې وړه دې مسئلې د کوم ايت یا حدیث تشريح کړې ده ؟ که وي خو را يې وړه که نه نو دا پورتنی ايت ښه در باندي پيټ دئ.
جواب
ښاغلی حذیفه! پدی شبهی کیدی خوبیادلومړی سره څخه، د وی لوی اشتباګانی کړی دی، لومړی اشتباه خودی دغه ده چی آیت دی په غیرداصلی موضوع استعمال کړی ،ځکه آیت په باره کی کفارو اومشرکینونازل شوی، خوته یی دخوارجوپشان پرمسلمانانوباندی تطبیق وی، دویم غلط کاردی دغه دی چی تقلید دی کړی دخوارجوڅخه ته خوتقلید نه منی نوبیاولی تقلید دهغوی څخه کوی؟
بیادی هم خپله پخوانی پوښتنه چی ماورته څوځلی ځواب ویلی دی، تکرارکړیده، نه پوهیږم ولی ستاڅخه دشبهوتکرارراځی؟ شایدعلت یی دغه وی چی ته خپله خپل په شبهوهم نه پوهیږی اویایی نګوری، ستاددی پوښتنی په ځواب کی چی دغه مسئله مودکوم ځای نه را استنباط کړیده؟ مادرته ستاپه پنځویشتمه شبه کی کافی ځواب درکړیدی، هلته یی وګوره!
بیادی هم داسی پوښتنه کړی، چی ددی څخه داسی معلومیږی چی ته بیخی ځمابه لیکلوباندی نه پوهیږی ، ځکه کومه خبره چی ماتاته په دلائلوباندی ثابته کړیده، تایی په هکله بیاپوښتنه کړیده ، اوهغه داده چی ته وایی دزنا په هکله شبهه څشی ده؟ ګوره ! یوخودی ددغی پوښتنی عنوان غلط دئ اوبل دی دپوښتنی معنون تکراری دئ؛ خوبیاهم پدی خاطرچی ته ډیرټنبل یی سردی په خبره نه خلاصیږی، نوزه به ستاپوښتنه هم اصلاح کړم ، اوځواب بئی هم درته بیاولیکم ګوندی خدای پاک یی ستاسودهدایب سبب وګرځوی.ګوره! مخکی چی تاپوښتنه دزناکړی وه هغه په باره دنکاح دمحارموسره، وه خواوس دی بیاهیروه، عنوان دی دمطلق زنالپاره ایښی دی.
اوستاودی خبری ته ځواب ماستاپه نولسمی شبهی کی درکړی وو، اوهغه داسی وو: وَلِأَبِي حَنِيفَةَ أَنَّهُ لَيْسَ بِزِنًا لِأَنَّ اللَّهَ تَعَالَى لَمْ يُبِحْ الزِّنَا فِي شَرِيعَةِ أَحَدٍ مِنْ الْأَنْبِيَاءِ وَقَدْ أَبَاحَ نِكَاحَ ذَوَاتِ الْمَحَارِمِ فِي شَرِيعَةِ بَعْضِ الْأَنْبِيَاءِ وَإِنَّمَا عُزِّرَ لِأَنَّهُ أَتَى مُنْكَرًا. (الجوهرة النیرة).
ژباړه دامام ابوحنیفه(رح) دپاره دلیل دادی چه دغه خوزنانده(اوحدهم خدای پاک پرعمل دزنامقررکړیدئ) ځکه خدای پاک دهیڅ پیغمبرپه شریعت کی زنانده جائزه ګرځولی، سره ددی چی خدای پاک نکاح دمحارموسره دبعضی پیغمبرانوپه شریعت کی جایزه ګرځولی وه(نوددی څخه معلومه سوه چی نکاح دمحارموکڅه هم حرام قطعی خوده ولی زنا نه ورته ویل کیږی) خوچی تعزیرورکول کیږی؟ پدی خاطرچیده ناروا اوحرام کارکړیدی.
نوشبه هم دغه ده چی دلته پردغه کاردده اطلاق دزنانکیږی، ځکه زناخوهغه وی چی هغه دهرپیغمبرپه دین کی مذمومه اوناروا وی، خوبیاهم سترګی مه پټه وه امام صاحب چی وایی: حددی نه پرجاری کیږی ځکه دلته شبهه سته، خوبیادتعزیرپه جاری کولوباندی یی قول کړیدئ، خوتاکم عقل پرهغه باندی سترګی پوټی کړیدی ، اوداسی دی انګیرلیدی، چی وداسی سړی ته خوتاسوهیڅ جزاء نه ورکوی.
بیادی دخپل مدعی پرخلاف کارکړیدی، ځکه ته خومدعی داجتهاد یی نوبیاولی نقل دجرح اوتعدیل کوی، مجتهدته خونقل نه رواکیږی، اوبیادی لویه غلطی هم دغه ده چی ته البته تاسو ټوله سلفیان، داسی غلطه مفکوره لری، چی ضعیف حدیث دموضوعی احادیثوپه کتګوری کی داخله وئ، سره ددی چی ټول اهل علم پردی باندی اتفاق لری، چی ضعیف حدیث ته موضوعی نه ویل کیږی، ضعیف حدیث په فضائلوکی مطلقاقابل قبول دی، اوپه احکاموکی هغه وقت چیده قرآنه سره اویاده یوقوی حدیث سره په تضادکی نوی، حجت شرعی دی، خوستاسوسترګی تعصب ړندی کړیدی، دحدیثوتحقیق ته هم نه ګورئ.
بیادی وروسته دهدایی په عبارت باندی اعتراض کړیدئ، خودلته دی هم دنوروځایونوپه څیرعبارت قیچی کړیدئ،ځکه دعبارت مدعی دی لیکلی ده، خودلیل دی ندی لیکلی، دلیل ددی خبری، چی امام صاحب وایی: که چادښځی سره لواطت وکی، اویایی دلوط (ع) دقوم عمل (دنارینه سره لواطت) وکی، نوحدنه ورباندی جاری کیږی،دادئ ښه په دقت ورته وګوره! امام صاحب داسی نه وایی: چی بس ده ته دی نوڅوک شی نوایی بلکه حد دزنا نه ورباندی جاری کیږی، ځکه دی وایی دغه کارنه زناده اونه هم په معنی کی دزنادی، هغه عبارت چی تاقیچی کړی اوندئ دی لیکلی ورته وګوره! وله أنه ليس بزنا لاختلاف الصحابة في موجبه من الإحراق بالنار وهدم الجدار والتنكيس من مكان مرتفع باتباع الأحجار وغير ذلك ولا هو في معنى الزنا لأنه ليس فيه إضاعة الولد واشتباه الأنساب وكذا هو أندر وقوعا لانعدام الدعي من أحد الجانبين والداعي إلى الزنا من الجانبين.هدایه جلد3 صفحه 43 المکتبة الشاملة.
ژباړه: ده امام صاحب دلیل؛ چی دئی وایی: دا کار زنا نده.دادی: چی ددی کارپه موجب کی دصحابه وو اختلاف دی، چی په اورباندی ښوځل دی، اویادیوال ورباندی نړول دی، اویادلوړځای څخه راغورځول اوبیاډبری پسی را ایله کول دی، اوداسی نور..(.نوخپله ددی په حدکی دصحابه ووهم اختلاف دی، نوځکه یی امام صاحب وایی چی داکارزناخو نده) اونه هم په معنی کی دزنا دئ، ځکه پدی کی ضایع کول دماشوم نشته، اشتباه کیدل دنسب هم نشته، اوبیاداکارډیرکم پیښیږی، ځکه دلته دعوت ورکول دیوی خواڅخه نشته ،(چی هغه دمفعول به جانب دی) اوپه زناکی خودعوت ددواړوجانبینوڅخه وی.
نودغه ده امام صاحب دلیل دی، چی کله زنا نه شوه ، په معنی کی دزنا نشو، نوبیاولی ورباندی حددزناجاری سی؟ تعزیردی شی.
بیادی فقهی ته دیوفاحش ناول نسبت کړیدی، پدی خبرودی خپل ځان داسلام له دائری ویستلی دی،په اتفاق دټولوعلماؤ توهین دکتابونودشریعت کفردی، که تفسیروی که حدیث وی که فقه، نوره دی خپله خوښه که داسی خبری کوی اوکه یی نکوی؟.
بیادی آیت دسوره اعراف څخه لیکلی دی، اوهغه دی دخپلووړونوخوارجوڅخه په تقلیدپرمسلمانانوباندی تطبیق کړیدی، خوپدی باندی پوه سه! چی دقرآن دآیاتونوڅخه دغسی سوء استفاده چی ته یی کوی، دځانه سره دنیوی اواخروی بدعواقب لری، دځانه سره ورباندی فکرووهه!
دحذیفه اشتباهات
1. آیتونه دقرآن یی په غیرکی داصلی موضوع استعمال کړیدی.
2. کومه پوښتنه یی چی څوځلی نورکړی وه بیایی کړیده.
3. دخپل مدعی پرخلاف یی عمل کړی، ځکه دی مدعی داجتهاد دی خونقل دجرح اوتعدیل په اسنادکی داحادیثوکوی، چی هغه کاردمجتهدنه بلکه دمقلد دی.
4. عبارت یی قیچی کړی، ځکه دعبارت مدعی یی لیکلی خودلیل یی ندی لیکلی.
5. علم فقه ته یی بدنسبت کړی، چی پدی داسلام له دائری یی ځان ایستلی.
حنفی فقه اسلامی اصیل قانوندی . اودهغی دتوهین کونکی کافردی
Mazharee
07.08.2012
دوه ديرشمه شبه
دحذیفه عبارت
وَإِنْ وَقَعَ لِلنِّسَاءِ شَكٌّ في أَمْرِهَا فَإِنَّهَا تُمْتَحَنُ قال بَعْضُهُمْ تُؤْمَرُ حتى تَبُولَ على الْجِدَارِ فَإِنْ أَمْكَنَهَا أَنْ تَرْمِيَ على الْجِدَارِ فَهِيَ بِكْرٌ وَإِلَّا فَهِيَ ثَيِّبٌ وقال بَعْضُهُمْ تُمْتَحَنُ بِبَيْضَةِ الدِّيكِ فَإِنْ وَسِعَتْهَا فَهِيَ ثَيِّبٌ وَإِنْ لم تَسَعْهَا فَهِيَ بِكْرٌ كَذَا في السِّرَاجِ(هندیه کتاب الطلاق الباب الثاني عشر فی العنین)
ژباړه: که د کومې ښځې په اړه شک وو چي باکره ده که ثیبه نو بیا به يې ازموینه اخیسته کېږي امر ورته کېږي چي پر دېواله بولي وکړي که يې سيغې سيده پر دېوال بولې وکړې نو باکره ده او که يې ونه کړې نو ثیبه ده نور و بیا ويلي دي چي په هکۍ يې امتحان اخیستل کېږي که يې هکۍ په فرج کي پوره ځای سوه نو ثیبه ده او که نه باکره ده .
اوس مظهري ته پرېکړه وکړه ! دا څرنګه مسله ؟
سرچينه يې کومه ده او له کوم ایت یا حدیث څخه استنباط سوې ده ؟
دا چي سړی يو ناول ونه بولي نو څه يې وبولي ؟
دا کیسې خو مي والله که د هندوانو او عیسویانو په کتابونو کي تر اوسه ليدلې وي ، دا څرنګه تربیه ده او په څه توګه روزنه ور کوله سوې ده ؟
په دې اوس تاته شرم نه درېږي چي ترې دفاع کوې ، او په دې يې هم خبر نه يې چي څرنګه له کوم ځایه چا استنباط کړې ده ؟
اوس په جهل مرکب کي ته واقع يې که زه؟
ليږ شرم وکړه ، حیاء وکړه ، د هغه د لاروي صیب خبره ستا شخصي ملکيت خو نه ده نه تا ليکلې ده ، ایله يې کړه له الله څخه وډار سه او دا غلط مسائل دي او انسانانو ليکلي دي څه د الله او رسول له لوري خونه دي راغي چي ترې دفاع کوې .
نور بیا...
_________________
جواب
کم عقله حذیفه ! ماتاته په هغه لومړیوکی ویلی وه، چی دغسی مسائل احتمالی دی، اوبیادهغوی دپیښیدلوامکان سته، نودیوی مسئلی دپیښیدلوچی امکان وی، نوبیافقهاؤ دهغی لپاره حکم اوطریقه لیکلی وی ، نوپدی کی اوس څه قباحت دی؟؟؟ ښه زه ستاڅخه پوښتنه کوم: که تاته یوڅوک راسی ، اوستاڅخه طریقه دمعلومیدلودبکارت دښځی وپوښتی، اوته ورته ووایی: چی ولاړسه ډاګټرته دخپلی ښځی التراسوند یاسونوګرافی دی وکړه، اوداطبعی خبره چی په التراسوندکی، هغه موس دالتراسوند وروسته تردی چی ژل ورباندی موږی بیایی دښځی پرنس اولوړترفرج ایږدی، چیداکارهم ظاهرا بدکارمعلومیږی. نواوس چی بیاپنځوس کاله وروسته تردی تکنالوژی مخ ته لاړه شی اوتنهاپه لیزری اوسینګنالی ماشینونوباندی دبکارت دپردی موجودیت یاخراب والی معلومه اوتشخیص کوی، اودغه اوسنی طریقه تروقت تیره Expery سی نواوس به دهغه وقت خلکه هم دغسی ستاغوندی دجهالت پوښتنه کوی، چی دغه مفتی صاحب ولی داسی فتوی ورکول؟. نوکم عقله! خوهغه وقت بله طریقه دپیژندلودبکارت دښځی نوه، نوځکه فقهاؤ دغه طریقه دخلګودپیژندلولپاره په خپلوکتابونوکی لیکلی ده، اوکه ته وایی چی داخوداسی ضروری کارندی، دښځی دبکارت معرفت خوچندانی مهم ندئ، نوداخبره دی غلطه ده ، ځکه دښځی بکارت هم شرعا اهمیت لری ، اوهم یی عرفا اواصطلاحا لری. نومعرفت دبکارت خوپه هره زمانه کی ضروری دئ، نودغسی طریقی ده مسائلو اوس ده اعتراض وړدی؟، چی علماء دیوزمانی دیوشی لپاره یوه طریقه بیان کړی بیاددوی وروسته چی کوم علماء راشی بیانوورباندی اعتراض کوی،؟ نوته ووایه هغه وقت چی اوسنی امکانات نوه، نوڅنګه یی بکارت معلوم کړئ وای؟؟؟
دخدای څخه وبیریږه، تاته لکه چی وقت غنیمت نه ښکاری، ددی پرځای چی دغسی غلط شبهات پیداکوی اوخپل وقت ورباندی مصرف کوی ورسه یوبل کاروکه چی هم دی دین ته خیروی اوهم دی دنیاته.
بیادی وروسته څوهوایی پوښتنی کړی، چی دااوس څنګه مسئله ده؟ لومړی باید درته ووایم:ته داسی جاهل اوکم علمه یی چی د " طریقی " او" مسئلی " فرق نشی کولای، دامسئله نده،بلکه یوه طریقه ده چی پرهغی باندی وروسته بیامسئله بناء کیږی، اوبیاکه یی درسره ومنم نوداسمه مسئله ده خوستاغوندی دکم عقل ورباندی سرنه خلاصیږی. ته بدبخته پدی څه پوهیږی چی لکه اوس چی کومه طریقه لری هغه وقت یی هم دغسی طریقه وه نواوس سړی ته دپوښنی مجال سته؟ ښه! اوس ته دغه طریقه مه منه، اوسنی طبی طریقه هم مه منه، ته ووایه چی دبکارت دمعلومولو لپاره باید څه وکړی؟
بیادی هم دکفرخبره کړی چی داسړی ناول ونه بولی نوچشی بئی وبولی ؟ ستاخوله په تاپوری ده ، هرشی چی ته ورته وایی ستاخپل خوښه ده ، خوزه دغونه درته وایم: چی دفقه په کتابونوباندی اهانت اواستهزاء کفردی، ورسه دسعودی اوعربی ممالکودسلفیانوڅخه پوښتنه وکړه ، ستاسوسلفیت هم ده هغوی څخه نشأت اخستی دی.
بیادی یوه بله دتعجب اوخنداوړخبره کړیده:
دا کیسې خو مي والله که د هندوانو او عیسویانو په کتابونو کي تر اوسه ليدلې وي ، دا څرنګه تربیه ده او په څه توګه روزنه ور کوله سوې ده ؟.
تابدوکړه درواغجنه! ته ددنیا ناخبره په څه باندی خبریی، عیسویان اوهندوان دجنسی اړیکومضامین په خپلومکاتبوکی درسه وی، تابه خدای خبر دچاڅخه دا الهام اخستئ وی چی هندویزم اوعیسویت تراسلام درته ګراندی، اودهغه صفت کوی، شاید ته به دتبشیریانوڅخه یی کوم چی دعیسویت تبلیغ په اسلامی ممالکوکی کوی. ځکه دغه ستالاره یوه لاردخپرولودعیسویت ده.
خبره دی ده روزنی کړیده ، الحمدلله زمونږاستادانواوفقهاؤ مونږته ښه روزنه راکړیده، پدی خاطردئ چی خپل پردین باندی ټینګ ولاړیو اوستاسوغوندی وسواس او وارخطانه یو، تاسوخودخپل کویټی د شیخ مانده دمشرسلفی غوندی یاست، یوه ورځ دعوه ده سلفیت کوی، بله ورځ وایی: زه اهل حدیث یم، بله ورځ دمنهاج السنن کوی، اوداسی نوری...... داخوتاسویاست چی نړی ته موغیرله تکفیره دمسلمانانوبل پیغام ندئ راوړئ، دخوارجوغوندی مسلمان په ګناهی کبیره باندی کافربولی، په قرآن اوحدیث کی دخپل غلط فکرسره په موافقت کی لیری لیری تأویلات کوی، اوس ته ښه روزل سوی یی اوکه مونږ؟
اوجهل مرکب هم دغه ته وایی: کوم چی دا اوس ته ورباندی روان یی، ته ورسه دغه خپلی لیکنی وګوره! بیاپه خاصه توګه کومی لیکنی چیدی په ایجادکی ددغه شبهاتوکړیدی، غلط غلط غلط خوبیاهم پرخپل ناروا اوغلط کارباندی دونه اصرارکوی، نوکه دغه جهل مرکب نوی، نوڅه به وی؟، عجیبه یی لادا چی ددغسی انسان څخه دعوه داجتهاد که جهل مرکب نوی؟، نوخوبیاپه ټوله نړی کی بل جاهل مرکب نسته.
په آخرکی چیدی کومه توصیه کړی هغه دی دځانه سره په جیب وساته، ستاپه درد به یووقت وخوری، زه ستاغوندی کم عقل مشوری اوتوصیی ته اړنه یم،
دری ديرشمه شبه
دحذیفه عبارت:
تاسو اسلام ولي پر څلورو مذهبونو وېشلی دئ ؟ د الله واحد دين دئ تاسو ته يې د وېشلو اجازه چا در کړه؟ په داسي حال کي چي الله وايي:
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا(ال عمران :۱۰۳)
ژباړه: او ټول د الله پر رسۍ منګولې ښخې کړئ او تفرقې مه کوئ.
دا مذهبونه که ډلې نه وي نو څه دي؟ ایا د رسول الله په زمانه کي وه ؟ که نه وه نو بیا يې تاسو دين ولي بولئ؟
جواب
1.حذیفه خانه! فکرکوم دتاریخ اوسیرت سره کومه آشنایی نلری، ځکه دی دغسی بی انصافه ، تعصبی اود درواغوډک قضاوت کړیدئ.
ورسه داسلام دابتداء څخه بیاتراوسه پوری داسلام تاریخ مطالعه کړه! چی په اسلام کی تقسیم اوتفرقه دکوم وقته څخه راشروع سویده،
په اسلام کی لومړنی درځ اوتفرقه روافضو اوخوارجو راپیداکړه، هغه وقت چی دمذهبونوخبره هم پکی نوه، خو دروافضو اوخوارجوسره په مقابله کی ډیرمسلمانان وپاڅیدل، دهغوی سره یی سخته مقابله وکړه ترڅوچی یی دوی ټولی نړی ته رسواکړل، اوداخبره یی په اثبات باندی ورسول چی خوارج اوروافض درښتنی اسلام څخه منحرف دی، بیاتر700 سنی پوری په اسلام کی هیڅ تفرقه اوجدایی نده راغلی ، سره ددی چی مذاهب په دوره کی دعباسیانودخلافت تقریباپه 300 سنه کی معرفی سوی وه، خودمذاهبوترمینځ هیڅ اختلاف ندی راغلی، ځکه دمذاهبوترمینځ اختلاف په فروعاتوکی دی، نه په اصولوکی، اوپه فروعوکی اختلاف هم هغه شپږ لاملونه لری کوم چی مادرته ستاپه پنځه ویشتمه شبه کی په تفصیل ولیکل، نواختلاف دمذاهبومذموم اختلاف ندی ځکه دا اختلاف په فروعاتوکی دی چی پدی هکله بیهقی حدیث را نقل کړیدئ «اختلاف أمتي رحمة » اخرجه البیهقی فی رسالة الاشعریه.
ژباړه: اختلاف دامت ځمارحمت دی.
که څوک وایی(لکه حذیفه): چی اختلاف څنګه رحمت کیدلای شی پداسی حال کی چی خدای پاک فرمایی:« واعتصموا بحبل الله جمیعاولاتفرقوا».
ژباړه: دخدای په رسی(دین) باندی ټوله ځان ټینګ ونیسی اواختلاف مکوی.
نوددی توهم دفع علماؤ په خپلوکتابونوکی لیکلی ده، لکه چی امام نووی رحمه الله تعالی په شرح کی دصحیح مسلم لیکی: قال الخطابي والاختلاف في الدين ثلاثة أقسام أحدها في اثبات الصانع ووحدانيته وانكار ذلك كفر والثاني في صفاته ومشيئته وانكارها بدعة والثالث في أحكام الفروع المحتملة وجوها فهذا جعله الله تعالى رحمة وكرامة للعلماء وهو المراد بحديث اختلاف أمتي رحمة. شرح النووی جزء 11 صفحه 92.
ژباړه: خطابی ویلی دی: اختلاف په دین کی په دری قسمه دی، یوقسم په اثبات کی دصانع او واحدانیت کی دده چی انکارددی څخه کفردئ، اودویم اختلاف په صفاتواومشیت کی دخدای پاک، چی انکارددی څخه بدعت دی، اودریم قسم اختلاف په فرعی احکامواومسائلوکی دی کوم چی احتمال دڅووجه لری، نودغه اختلاف خدای پاک رحمت اوکرامت دعلماؤ ګرځولیدئ، اوداغه هم مراد ددی حدیث څخه دی چی « اختلاف امتی رحمه».
چی دهمدغی خبری جواب علامه زین الدین په فیض القدیرکی هم ویلی دی: وفي العقائد لابن قدامة الحنبلي أن اختلاف الأئمة رحمة واتفاقهم حجة انتهى.
[ فإن قلت ] هذا كله لا يجامع نهى الله تعالى عن الاختلاف بقوله تعالى * (واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا) * وقوله تعالى * (ولا تكونوا كالذين تفرقوا واختلفوا من بعد ما جاءهم البينات) * الآية [ قلت ] هذه دسيسة ظهرت من بعض من في قلبه مرض وقد قام بأعباء الرد عليه جمع جم منهم ابن العربي وغيره بما منه أنه سبحانه وتعالى إنما ذم كثرة الاختلاف على الرسل كفاحا كما دل عليه خبر إنما أهلك الذين من قبلكم كثرة اختلافهم على أنبيائهم وأما هذه الأمة فمعاذ الله تعالى أن يدخل فيها أحد. فیض القدیر جلد1 صفحه 271.
ژباړه: په عقایدکی دابن قدامه حنبلی راغلی دی: اختلاف دامامانورحمت دی اواتفاق یی حجت دی.
کچیری ته ووایی: چی دغه خبر ه خوټوله نه جمع کیږی دهغه نهی څخه دخدای پاک چی داختلاف څخه یی کړیده پدی قول سره خپل« (واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا) ټنګ نیول وکړی ټوله په رسی (دین) دخدای پاک اواختلاف مکوی » اوداغه رقم داقول دخدای پاک«(ولا تكونوا كالذين تفرقوا واختلفوا من بعد ما جاءهم البينات) تاسومکیږی لکه هغه خلګ چی سره وپاشل سوه اواختلاف یی وکی وروسته تردی چی دوی ته واضح دلائل راغله». نوزه ورته په ځواب کی وایم: چی دغه هغه دسیسه اوتوطیه ده چی دهغه خلګوسره پیداسویده کوم چی په زړونوکی یی ناروغی ده. ددی خبری پر رد په څو ځله ډیرعلماء راپورته سوی( اوهغوی ته یی جوابونه ویلی دی) چی یودهغو څخه ابن عربی (رحمه الله) هم دی. پدی سره یی جواب ویلی دی: چی په آیت کی خدای پاک هغه اختلاف منعه کړیدی کوم چی پرپیغمبرانوباندی به یی کوئ اوبس، لکه څرنګه چی درسول اکرم (ص) دغه حدیث هم پردغه دلالت کوی «إنما أهلك الذين من قبلكم كثرة اختلافهم على أنبيائهم» یقینا هلاک کړه هغه خلګ چی ستاسومخکی تیرسویدی ډیراختلاف ددوی پرانبیاؤ ددوی، خولیکن دغه امت (امت محمدی ص) نوپناه غواړوپه خدای پاک باندی ددی څخه چی څوک به پدوی کی داسی اختلاف مینځته راوړی.
نواختلاف دمذاهبومذموم اوفاسداختلاف ندی، چی هغه دی تقسیم دامت اواسلام شی، اوکڅوک دغه خبره کوی، اختلاف دمذاهبواختلاف داسلام بولی نودهغه سره حقیقی اورښتنی ایمان نسته، اوهغه سړی په انتهاء درجی کی دکم علمی اوتعصب اوزیغ دی.
دتاریخ په اوږدوی مونږ یوه داسی واقعه نلروچی په هغه کیدی په مابین کی داهل مذاهبواربعه پخاطردمذهب جنګ اوجدال پیښ سوی وی، په شرعی استدلال باندی هریوخپله خبره ثابته وی، پربل باندی نه مذموم ردکوی، نه وهغه ته دخپل مذهب دعوت ورکوی، اونه هم دهغه دتکفیراوبدعتی حکم ورکوی.خوکه په یومذهب کی یوتعصبی شخص پیداکیږی اوپرجانب مقابل باندی ردکوی، نودا په معنی داختلاف فی المذاهب ندی، ځکه یوشخص هیڅ وقت نمایندګی دټوله مذهب نشی کولای بلکه دغه دده خپل تفردات وی، چی داخبره تنها ترعلماؤ دمذهب پوری هم خاص نده ، بلکه بعضی صحابه وو هم ځان ته تفردات درلودل، چی وروسته به یی بیا پرخپل وقت بیان کړو.
خوله بده مرغه د700 سنه وروسته دابن تیمیه دپیداکیدلواوبیاپه 1143 سنه کی دمحمدبن عبدالوهاب دپیداکیدلو وروسته په مابین کی دمسلمانانوډیرسخت اختلافات راپیداسوه، چی سبب یی همدغه دوه ښاغلی وه، دوی کڅه هم ځانونه حنبلی مذهبه بلل خولیکن په اصل کی حنبلی مذهبه نه بلکه ځانته یی مستقله لاره اوتګلاره درلودل ، چی ددوی همدغه کارسبب دانحراف ددوی ، اوسبب دتفرقی په مابین کی دمسلمانانوشو، خوبیاهم ددوی دظهورڅخه تراوسه پوری ټوله اهل مذاهب اربعه ودغه خلګوته په اتفاق اواتحاد دی، خپل ترمینځ غیرله اجتهادی اختلاف څخه هیڅ قسم اختلاف نلری، تنها خلګ چی پرمذاهبوتنقیداو اعتراض کوی دهمدغه دوو ښاغلیومقلدین دی، چی په وهابیانو، سلفیانو، اهل حدیثو اویامجتهدینوباندی اوس شهرت لری،ددوی داحداث ترمخه اوپه څلورو مذاهبوکی اوس هم دمسلمان دتکفیراومشرک کڼلوپه هکله خورا ډیراحتیاط کیدئ اوکیږی، حتی چی مذاهب اربعه خوارجواوروافضوته هم کافرنه وایی، خودوی چی کله ابداع اوپیداسوه دځانه سره یی یواځنی تحفه اوسوغات همدغه تکیفراومشرک کڼل دمسلمان راوستل .په اتفاق دټولواهل سنتومرتکب دګناه کبیره داسلام څخه بهرندئ، خوددوی مخ ته که څوک دقبرسره لاس پورته کړی اودعا وکړی بس دوی هغه ته مشرک وایی، که چا"یامحمد" وویل بس دوی هغه مشرک بولی، بیله دی چی پدی هکله تحقیق اوڅیړنی وکړی ، بیاپه خاصه توګه هغه سلفیان او وهابیان چی په افغانستان کی دملاعبدالله نورستانی تقلیدکوی اویاپه هنداوپاکستان کی دمولوی نذیرحسین اومولوی شوکانی تقلیدکوی، ډیرسخت متعصب اوناپوهان دی، عرب سلفیان ځانونه دمذاهب اربعه وو څخه خارج نه بولی، مذاهبواربعه اودهغوی پیرویانوته اهانت اوسپکاوی نکوی، دڅلورواړو مذاهبودفقه څخه استفاده کوی، فقه بی اعتباره اودیموکرات قانون نه بولی، بلکه پرعکس اسلامی اصیل قانون ورته وایی، خوځانونه یی التزاما مقلدین نه بولی ، اوڅه دتشدد اوبی ادبی څخه کاراخلی. پاتی شوه زمونږدشا اوخوا جعلی مجتهدین: داسلافوبی احترامی ،دفقهی توهین اوپه تمامه معنی سپکاوی، مذاهبوته ښکنځل اوبدی ردی، دمسلمان تکفیراومشرک کڼل، ددوی ترټولوعمده خصوصیات او امتیازات دی.
چی یولوی مثال یی حذیفه اودده ملګری دی چی درانه کتونکی کولای شی ځما اودده په بحثونو کی یی وګوری په خاصه توګه په کوموشبهاتوکی چی ښاغلی حذیفه په اسلام اوفقه کی پیداکړیدی،
نوتفرقه اوجدایی خومونږنده راوستلی تاسواوس هم دهمدغه څلورومذاهبودسردعاوکړی! ځکه دغه یولږاتفاق اواتحاد چی اوس سته دهمدغه څلورومذاهبودایجادنتیجه ده، کنه نواوس به په زرهاوو مذهبونه اوګوندونه وای،چی دمذاهبودایجاد لوی عامل همدغه وو، چی هرکم علمه اوناپوه سړی به د اوسنی سلفیانو پشان دعوه داجتهاد کول، خلګو ته به یی فتوا ورکول، چی داکار دهرمسجداوقریی څخه یو وطن اومذهب جوړکړئ وو، نودهغه وقت علماء سره راټول شول اوپردغه یی اجماع وکړه چی په نړی کی باید تنها دهمدغه څلورو علماؤ تقلید وشی اوبس ځکه داڅلورعلماء هغه خلګ وه چی ددوی په وقت کی اوبیا ددوی وروسته تراوسه پوری ددوی پشان علماء ندی راغلی چی دغه قسم اجماع ته اجماع قطعی وایی اوعمل پرهغی باندی پرهرهغه چاچی ورته ورسیږی لازم دی لکه چی دقرآن ددغه آیت څخه هم په یقین داجماع اسنتباط کیږی: {وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَآءَتْ مَصِيراً}.ژباړه: هرڅوک چی مخالفت دپیغمبروکړی وروسته تردی چی ده ته هدایت معلوم شی اودی متابعت وکړی دغیر دلاری دمسلمانانو، نومونږبه وسپارو دته هغه شی چی ده ورته مخه کړی، اودی به جهنم ته وصل کړو اوداډیره بده مرجع ده. داغه رقم ددی حدیث څخه : عن ابن عمر : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال إن الله لا يجمع أمتي أو قال أمة محمد صلى الله عليه و سلم على ضلالة ويد الله مع الجماعة ومن شذ شذ إلى النار.سنن ترمذی حدیث 2167 وصححه الالبانی دون شذ....ژباړه: دابن عمر(رض) روایت دی چی رسول اکرم(ص) وفرمایل: خدای پاک ځما امت اویاامت دمحمد(ص) پرګمراهی نه جمع کوی، اوید دخدای پاک دټولئ سره دئ، اوهرڅوک چی تنهاشی تنهابه اورته لویږی.
خوچی دکوم وقته څخه دمحمدبن عبدالوهاب ډلی ظهورکړیدئ ، په خلګوکی یی مذهب کم رنګه کړیدئ، ددوی څخه په الهام ډیری نوری ډلی هم پیداسویدی چی ځانته مسلک اوځانته مستقله لارچلوی، لکه ، مودودیان، بریلویان، لاهوری میرزایان، پنج پیریان اوداسی نور.....ددی ټولوبدمرغیولامل دمذهب څخه انحراف اودهرچا خودخواهی اوداجتهاد دعوه ده. بلکه همدغه سلفیان او وهابیان دی چی تفرقی اوجدایی ته همیشه لمن وهی، خوګیله می ځکه نشته چی زه دوی پیژنم ددوی تأسیس اومنشأ هم دهمدغی لپاره شویده، په عمل کی یی هم دغه خبره په اثبات رسولیده.
وزیري
07.08.2012
و حذیفه! زه نه پوهیږم چی ته نه پوهیږی او که همداسی کوې.
ګوره! لږ انصاف وکړه، مظهري صاحب ستا د لسګونو سوالونو جوابونه
وویلي او له تانه یی ۶۸ پوښتني کړیدي خو تا د یوه هم ځواب ندي ویلای.
ستا سوالونه به د لغماني تنانی وي نه به خلاصیږی نو دا خو په دي معنی نده
چی ته به سوالونو ته ځواب نه ورکوي.
مهرباني وکړه د مظهري صاحب سوالونو ته جوابونه شروع کړه چی مونږه او نور
دوستان وپوهیږو چی تا کی هم یو څه شته. دا اوس خو چی ته کوم شیان لیکی
دا خو بالکل له نورو لیکلو او اماده کتابونو را ټایپوي. که هغه کتابونه غلط وی
لکه همدا غلط چی دي نو ته هم غلط او ګډي وډي لیکي او که هغه کتابونه صحیح
وی کوم چی ندي نو ته به هم صحیح لیکي.
ته خو پخپله زما په یقین د ښه او بد تفکیک نشي کولاي فقط یو ټایپیست یی او
کیبورډ کی مهارت لري.
هیله ده چی سوالونو ته جوابونه شروع کړي او نور ځان هاخوا دیخوا مه تیرباسه.
والسلام
حذيفه
07.08.2012
ټولو ته سلامونه
زما ليکنه د الله په فضل سره پر دی ځای پای ته ورسېدله ، تر اوسه پوري ښاغلي مظهري صيب هڅه کوله چي زما ټولو ليکنه ته ځواب ووايي . د نوموړي د ځوابونو پر مهال يو عمده مشکل دا وو چي له يوې مهمې او لانجمنې مسلې يي په وار وار ځان تيراوه او هغه داده چي حنفي فقهي په پورتنيو ستونزو او مسايلو کي د حل کومه لار ټاکلي او يا يي هم په ګوته کړي نو دا کار يې د کوم قرآني او يا حديثي نص پربنياد کړی دئ؟.
[size=24:57b95c21d6][color=cyan:57b95c21d6] ښاغلی مظهري صيب ! ستا د ځوابونو سلسله هله مکمله ګڼل کيدای سي چي دې پوښتنې ته پر حنفي فقه زما د هر انتقاد پر مهال ځواب وواياست خو تاسو داسي ونه کړای سول او کولای يي هم نه سي . تاسو په ټوله ليکنه کي صرف يو حديث نقل کړی وو چي هغه هم ضعيف وو ، له دې کبله بيا په تکرار سره درته وايم چي هغه مسايل کوم چي ما له حنفي فقهي را غونډ کړل په قرآن او حديث کي د هغو ماخذ راته وښيه !
[/color:57b95c21d6][/size:57b95c21d6]که دي داسي ونه کړل نو بيا ته هيڅکله هم حق نه لري چي حنفي فقه له قرآن او حديث څخه اخيستل سوې وبولې ځکه تاسو د مقابلي په ميدان کي دا ونه ښودلای سوای چي په رښتيا هم حنفي فقه له قران او حديث څخه اخيستل سوې ده . څو چي تاسو دا عمده ټکي په پام کي نه وي نيولي او زما دې پوښتنې ته مو مستقيم او نېغ ځواب نه وي ويلی هيڅکله هم ستاسو ځوابونه مکمل نه دي بلکي د دې کار د نه کولو په صورت کي به تاسو مات ګڼل کيږي [color=cyan:57b95c21d6]ځکه پر دې فقهي عباراتو او همدا راز ټوله فقه زما اعتراض دادی چي ګڼ مسايل يې غلط دی ځکه په قرآن او حديث کي اصل نه لري چي يو څو مي درته د نمونې په توګه وړاندي کړل نو را وړاندي سئ او دا مسايل له قرآن او حديث څخه ثابت کړئ ! [/color:57b95c21d6]
تر دې وروسته غواړم چي زما د دې ليکنې په اړه د ښاغلي مظهري صيب افواوو ته ځواب ووايم البته په دې شرط چي زما د ليکنې پر مهال به ښاغلی مظهري د ګډ - وډۍ هڅه نه کوي .
دحذیفه جواب
Mazharee
07.08.2012
څلور ديرشمه شبه
دحذیفه عبارت:
قال الشيخأبو حَفْصٍ في فَوَائِدِهِ لَا يَنْبَغِي لِلْحَنَفِيِّ أَنْ يُزَوِّجَ بِنْتَهُ من رَجُلٍ شَفْعَوِيِّ الْمَذْهَبِ
وَهَكَذَا قال بَعْضُ مَشَايِخِنَا وَلَكِنْ يَتَزَوَّجُ بِنْتَهمْ
زَادَ في الْبَزَّازِيَّةِ تَنْزِيلًا لهم مَنْزِلَةَ أَهْلِ الْكِتَابِ(البحر الرائق کتاب الصلاة باب الوتر والنوافل :۲/ ۴۹
یعني شیخ ابو حفص په فوائدو کي وايي چي حنفي مذهبه دي شافعي مذهبه ته لور نه ور کوي او دا خبر زموږ نورو مشایخو هم کړې ده بلکي د شافعيانو لوڼې دي ځني غواړي ، بزازیه وايي چي شافعیان لکه اهل کتاب داسي دي ،( نو ځکه يې لور غوښتای سي او خپله نه سي ور کولای.(
جواب
2. حذیفه خانه! تاچی دبحرائق خبره رانقل کړی اوپه هغی دی فاسد استدلال کړیدئ، تاکم بخته خوبه یووار دغه مطلب ترآخره پوری مطالعه کړئ وای بیابه دی خپل پوښتنه مطرح کوله، ځکه په خبره دی سرندئ خلاص سوی اعتراض دی کړیدئ، ځکه چی څوسطره وروسته خپله همدغه بحرائق وایی: وَأَقْبَحُ مِنْ ذَلِكَ مَنْ مَنَعَ مُنَاكَحَتَهُمْ وَلَيْسَ هُوَ إلَّا مَحْضُ تَعَصُّبٍ. البحرالرائق جزء4 223 المکتبة الشاملة.
ژباړه: اوبدترینه تردی هغه څوک دی چی منعه کړی یی ده نکاح ددوی سره ، اودغه ندی مګرتنهاتعصب دی.
اوس چی بحرائق دابوحفص کبیر(رح) کمه خبره رانقل کړیده هغه دټولواحنافورأی اونظرندی، دا دابوحفص کبیر(رح) خپل تفردات دی، ماپه مخکنی لیکنوکی هم درته ویلی وه چی علماء ځانته تفردات لری حتی ځنی صحابه سته چی خپل ځانته ځانګړی تفردات لری چی اوس ددوی رأی اختصاص تردوی پوری لری، نماینده گی دمذهب اوټوله اسلام نشی کولای. نوپدی کی اوس څه خبره شته چی دمذهب یوعالم ته یوه خبره منسوبه شی، خوهغه دی دټوله اهل مذهب رأی نوی؟ بلکه دده خپل شخصی نظردی وی.اوداخبره منحصره ترمذهب پوری هم نده، بلکه په سلفیانوکی هم داسی علماء سته چی ځانته تفردات لری.
3. بیادی مسئله داجرت علی الامورالشرعیه لیکلی اوبیادی ورباندی اعتراض کړیدی، زه ستاذهن اوفکرته حیران ځکه یم چی ته دداسی مسائلوترمنځ په فرق هم نه پوهیږی چی ځنی مسائل په قطعی دلائلوباندی ثابت وی، دزمان،مکان اوشخص په اعتبارباندی تغیرنکوی ،اوځنی داسی مسائل وی چی هغه دزمان اومکان اویادشخص په اعتبارباندی تغیرکوی لکه دغه مسئله، اویاهم مسئله د ښځودتللو ومساجدوته لپاره دلمانځه چی په زمانی کی درسول اکرم(ص) به ښځی دلمانځه لپاره مسجدته تللی هلته به یی په یوه مسجدکی دنرانوشاته په جماعت باندی لمونځ کوئ، خو وروسته په اعتبارسره دتغیردزمانی داصحابوپه وقت کی داکارمنع شو، اوس به نوتاسوکم بخته سلفیان وایاست چی آیاداکار په زمانی کی درسول اکرم(ص) روا وو اوبیاپه زمانی کی داصحابوولی ناروا شو؟؟؟ دلته په دغه مسئلی کی هم فقهاء دغه دلیل وایی: چی په زمانی کی دمتقدمینوعلماؤ دخلګومینه اومحبت دقرآن دلوستلوسره ډیره وه، معلمین ، مدرسین اوښونکی دقرآن اوشرعی کتابونوبه یی ښه ډیرنازوله، علماء ډیروه دهرچاپه کورکی عالم اوحافظ وواحتیاجی ودیته نوه چی یوامام دی ودی کارته ځان فارغه کړی، په صفت دامام اویاملا چی په مساجدوکی وماشومانوته قرآن اویادینی زدکړه ورکړی.
بیادی په ځنی مسائلوکی دمذاهبواختلاف ته اشاره کړیده: چی ددی خبری ځواب می څوځلی درکړیدی هلته یی وګوره!
پنځه ديرشمه شبه
دحذیفه عبارت:
په فتاوای عالمګیري کی راغلی : ا ذا أنکر الرجل آية من القرآن اوتسخر بآية من القرآن ـ وفی خزانة المفتين أوعاب ـ کفر، کذا فی التتارخانية .
ژباړه : چی کله سړی د قرآن د یوه آیت څخه انکار وکي یا په یوه آیت مسخره وکي ـ او په خزانة المفتین کی وایی: یا عیب پر ولګوي ـ کافرکېږي، داسي په تاتارخانیه فتاوی کی راغلي.
خو بل پلو بیرته همدا عالمګيريه فتاوی کي راغلي :
اذا أنکر الرجل کون المعوذتين من القرآن لا يکفر، وقال بعض المتأخرين: يکفر؛ لانعقاد الاجماع بعد الصدر الأول علی أنهما من القرآن، والصحيح الأول؛ لأن الاجماع المتأخر لا يرفع الاختلاف المتقدم، کذا فی الظهيرية .
(فتاوای عالمګیري کتاب السیر الباب التاسع فی أحکام المرتدین، مطلب موجبات الکفر أنواع ... ومنها ما یتعلق بالقرآن ج ۲ ص ۲۶۶- ۲۶۷).
ژباړه : چی کله سړی د قل أعوذ برب الفلق او قل أعوذ برب الناس (دوه سورتو) دقرآنیته انکار وکړي، نه کافر کېږي اوځینی ورستنو ویلی: کافر کېږي؛ ځکه د اولي پېړۍ وروسته پردې اتفاق راغلی چی دا دوه سورتونه د قرآن دي اوصحیح اول قول دی (چی نه کافر کېږی)؛ ځکه وروستنی اتفاق مخکنی اختلاف نه ختموي، داسي په ظهیریه فتاوی کی راغلی.
- څه وجه ده چي له یوه آیته انکار کفر دئ خو تر یوه آیت له ډېر دوو سورتو انکار کفر نه دئ؟.
جواب
بیادی دتتارخانیی اوعالمګیری فتوی پرعبارتونوباندی اعتراض کړیدی چی دتتارخانیه دعبارت څخه معلومیږی چی دقرآن دیوه آیت څخه منکرهم کافرکیږی، خودعالمګیری دفتاوی څخه معلومیږی چی نه کافرکیږی.
ګوره کم بخته دتتارخانیه فتوی ټولواحنافوته قابل قبول ده، اوچی عالمګیری کومه خبره کړی نوهغه کله آیت دقرآن ښوولیدی؟؟؟ هغه خومعوذتین ویلی دی، اوپه معوذتین کی خود عبدالله ابن مسعود رضی الله تعالی عنه څخه هم داسی نقل شته چی ده ویل: معوذتین له قرآنه څخه ندی.لکه په لاندی اخباروکی:
• حَدَّثَنَا الْأَزْرَقُ بْنُ عَلِيٍّ ، ثنا حَسَّانُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ ، ثنا الصَّلْتُ بْنُ بَهْرَامَ ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ ، عَنْ عَلْقَمَةَ قَالَ : كَانَ عَبْدُ اللَّهِ رَضِيَ الله عَنْه يَحُكُّ الْمُعَوِّذَتَيْنِ مِنَ الْمُصْحَفِ ، وَيَقُولُ : أَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُتَعَوَّذَ بِهِمَا . وَلَمْ يَكُنْ عَبْدُ اللَّهِ رَضِيَ الله عَنْه يَقْرَؤُهُمَا . {الزوائدالعالیه بزوائدالمسانید للالبانی رقم3795} ژباړه: عبدالله ابن مسعود به معوذتین دخپل قرآنه څخه پاکول، او ویل یی: رسول اکرم (ص) په هغوی سره دتعوذ(پناه غوښتلو) امرکړی وو، اوعبدالله ابن مسعود(رض) هغه نه وه لوستلی.
• وعن عبد الرحمن بن يزيد - يعني النخعي - قال : كان عبد الله يحك المعوذتين من مصاحفه ويقول : إنهما ليستا من كتاب الله تبارك وتعالى. رواه عبد الله بن أحمد والطبراني ورجال عبد الله رجال الصحيح ورجال الطبراني ثقات {مجمع الزوائد ومنبع الفوائدلنور الدين علي بن أبي بكر الهيثمي رقم 11562}ژباړه:عبدالله بن مسعود(رض) به معوذتین دخپل قرآن څخه پاکول او ویل به یی:معوذتین دکتاب الله څخه ندی.
• وعن عبد الله أنه كان يحك المعوذتين من المصحف ويقول : إنما أمر صلى الله عليه و سلم أن يتعوذ بهما وكان عبد الله لا يقرأ بهما رواه البزار والطبراني ورجالهما ثقات وقال البزار : لم يتابع عبد الله أحد من الصحابة وقد صح عن النبي صلى الله عليه و سلم أنه قرأ بهما في الصلاة وأثبتتا في المصحف. حواله ماسبق برقم 11563.ژباړه: دعبدالله بن مسعود(رض) څخه روایت دی چی ده به معوذتین دخپل قرآن څخه پاکول اوهغه یی نه ویل.ددی روایت بزار اوطبرانی کړیدی رجال ددوی هم ثقات دی، اوبزارویلی دی:اوپدی کارکی دعبدالله ابن مسعودمتابعت یوه صحابی هم ندئ کړئ، اوداخبره په صحت رسیدلی ده چی رسول اکرم(ص) به په لمانځه کی معوذتین ویل اوپه قرآن کی یی هم لیکلی وه.
اوس زه ستاڅخه پوښتنه کوم: چی ستانظرپه باره کی دعبدالله ابن مسعود څه شی دی؟
که ته وایی چی داخبره په درواغوباندی وعبدالله ابن مسعودته منسوب سویده. نوخبره دی درسته نده، ځکه ددی خبری په اثبات باندی ډیرومحقیقنوعلماؤ اقرارکړی حتی چی غیرمقلد محدث عالم شیخ البانی هم ددی خبری تأیید کړیدی، چی مخکی مادده له کتابه څخه یوخبرولیکی.
اوداغه رقم یی په خپل فتاوی کی داسی لیکلی دی:
س)- هل صحيح أنه ثبت عن ابن مسعود أنه كان لا يعد المعوذتين من القرآن؟ وأن أُبي بن كعب أثبت في مصحفه دعاء القنوت وجعله سورتين؟
بالنسبة لهذا السؤال فهو ذو شطرين كما تقدم، أما فيما يتعلق بابن مسعود، فقد صح عنه، ولا غرابة في ذلك، وهذا دليل على أن الأمر كما قال الله عز وجل مخاطباً كل إنسان منا في عموم قوله: (وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلاً )[الإسراء:85] أن ابن مسعود رضي الله عنه الذي كان من السابقين في الدخول في الإسلام، ومع ذلك فاتته بعض الأشياء، والتي بعضها هام جداً جداً، ومن ذلك ما تضمنه هذا السؤال، إذ لم يكن قد فهم فيما سمع من النبي صلى الله عليه وسلم أن المعوذتين: (قل أعوذ برب الفلق) و(قل أعوذ برب الناس) من القرآن الكريم، إنما فهم أنهما معوذتان، أي: دعاء؛ ولذلك فحرصاً منه على ألا يدخل في المصحف الذي فيه القرآن شيء غريب عنه؛ فقد كان يحكه، ويكشط كل صفحة فيها هاتان السورتان؛ لأنه لم يعلم ذلك، ولكن هذه مزية القرآن، أنه لم يجمع من شخص واحد وإنما جمع من عشرات، بل مئات الأشخاص.
{الف فتاوی للشیخ الالبانی فصل فی آداب تلاوت القرآن صفحه 4}
ژباړه:
س) آیاداخبره صحیح ده چی عبدالله بن مسعود(رض) معوذتین له قرآن څخه نه بلل؟ او أبی بن کعب په خپل قرآن کی دعاء قنوت لیکلی وه اوهغه یی دوه سورته ګرځولی وه؟.
ج) ددی سوال په هکله باید ووایم : چی دغه سوال دوه شقه لری لکه چی مخکی داخبره تیره شویده، اوکومه خبره چی ترعبدالله ابن مسعود پوری تعلق نیسی، نوداخبره دده څخه ثابته ده، اوداخبره دتعجب وړنده،اویودلیل دی پردی باندی چی خدای پاک وانسان ته په عمومی خطاب کی وایی:ماوتاسوته ندی درکړی مګرډیرلږعلم.
په یقین چی عبدالله ابن مسعود(رض) دهغه خلګوڅخه دی کوم چی ډیرلومړی په اسلام کی داخل شویدئ، خوبیاهم دده څخه ځنی شیان پاته سویدی، اوهغه شیان چی ډیرسپک هم وه، چی دهغودجملی څخه یوهم هغه دی کوم چی پدی سوال کی لیکل سویدئ، ځکه ده درسول اکرم(ص) څخه چی کوم شیان اوریدلی وه په هغوی کی ورته داسی نوه معلومه شوی چی معوذتین دقرآن څخه دی.بلکه ده داسی فهمولی وه چی معوذتین دعاء ده. نوپدی خاطردئ پردی باندی ډیرباعث وو چی دده په قرآن کی به هغه شی نه داخلیږی کوم چی بیګانه وی. نوځکه یی معوذتین دخپل قرآنه څخه پاکول، اوپه هری صفحی که چی به دغه دوه سورته وه هغه به یی خرابول. ځکه ده ته ددی علم نوو رسیدلی( چی معوذتین دقرآن څخه دی) خولیکن دا دقرآن لپاره (نقص نه) بلکه خوند دی، چی دئ دیوه شخص څخه ندی راجمع کړه سوئ بلکه دلسګونو البته دسلګونوخلګوڅخه راجمع سویدئ.
اوداغه رقم د الاظهرپه فتاوی کی یی پدی هکله داسی لیکلی دی:
ثم ذكر القرطبى مبررات لقول ابن مسعود ، فذكر أن ابن قتيبة قال : لم يكتب عبد الله بن مسعود فى مصحفه المعوذتين لأنه كان يسمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يعوِّذ الحسن والحسين -رضى الله عنهما-بهما ، فقدَر أنهما بمنزلة : أعيذكما بكلمات الله التامة من كل شيطان وهامة ومن كل عين لامة .
.{ فتاوی الاظهر. المعوذتان هل هما من القرآن.}
ژباړه:وروسته قرطبی ډیردلایل ذکرکړیدی دپاره دقول دابن مسعود(رض) نوذکر کړی یی دی: چی ابن قتیبه ویلی: عبدالله ابن مسعودپه خپل قرآن کی معوذتین نوه لیکلی، ځکه ده درسول اکرم(ص) څخه اوریدل: چی حسن اوحسین رضی الله عنهماته به یی دمعوذتین باندی تعویذ کوی نوده داسی فرض کړه چی دغه هم په منزله سره ددی قول دی: : أعيذكما بكلمات الله التامة من كل شيطان وهامة ومن كل عين لامة.یعنی دعا ده.
اوداغه رقم یی په فتاوی الشبکة الاسلامیة کی پدی هکله داسی لیکلی:
وتبين أن قول ابن مسعود رضي الله عنه -على جلالته وعظم منزلته إذا ثبت عنه- خطأ منه رضي الله عنه، وأنه قول شذ به عن بقية الصحابة.
ولو لم تكونا من كتاب الله تعالى لما أثبتتا في المصحف وأجمعت عليهما الأمة التي لا تجتمع على ضلالة، فإجماع الأمة معصوم كما هو معلوم، ولكن خطأ الأفراد وارد مهما كانت منزلتهم وعلو قدرهم، فلا عصمة لأحد بعد رسول الله صلى الله عليه وسلم، ولعل هذا من شواذ ابن مسعود رضي الله عنه التي تذكر في التراث الفقهي والتاريخ الإسلامي، فيقال: شواذ ابن مسعود ورخص ابن عباس وشدائد ابن عمر.
{فتاوی الشبکة الاسلامیة فتوی رقم 33429}
ژباړه: معلومه شوه چی دا قول دابن مسعود(رض) سره دلوی والی اوعظمت دمرتبی دده که دده څخه ثابت هم سی، یوخطاء ده، اودغه یوداسی قول دی چی په هغه کی ده دنوروصحابه ووڅخه جلاوالی کړيدئ.
کچیری معوذتین دقرآن څخه نوای نوپه قرآن کی به لیکل شوی نوای، اوپرهغه به امت اجماع نوای کړی هغه امت چی پرګمراهی باندی اجماع نکوی، نواجماع دامت معصومه ده لکه چی داخبره معلومه ده، خومګردافرادوڅخه سره ددی چی مرتبه یی هم لوړه وی خطاوتل راځی. اوعصمت دپیغمبروروسته دهیچالپاره نشته. خوشاید دا دځنی نادره کارونو څخه دابن مسعودوی چی په { تراث الفقهی والتاریخ الاسلامی } کی ذکرکیږی. چی داسی ویل کیږی : { نادره کارونه دابن مسعود، اسانه کارونه دابن عباس اوسخت کارونه دابن عمر.
اوداغه رقم دکویت د دارلافتاء په فتاوی ( فتاوی واستشارات الاسلام الیوم) کی لیکلی:
وبكل حال فإن هذا المروي عن ابن مسعود رضي الله عنه اجتهاد منه، بحسب ما انتهى إليه علمه، إذ ظن أنهما دعاء كان النبي- صلى الله عليه وسلم- يتعوذ بهما، يدل على ذلك ما رواه الطبراني في الكبير(9152) عن علقمة عن عبد الله رضي الله عنه أنه كان يحك المعوذتين من المصاحف، ويقول:( إنما أمر رسول الله - صلى الله عليه وسلم- أن يتعوذ بهما ولم يكن يقرأ بهما) وهذا منه رضي الله عنه اجتهاد بحسب ما انتهى إليه علمه، وهو بشر غير معصوم يصيب ويخطئ،.
فتاوی واستشارات الاسلام الیوم حول مصحف عبدالله ابن مسعود.
ژباړه: پرهرحال،دغه روایت کړه سوی خبره دعبدالله ابن مسعود خپل اجتهاد دئ، په هغه اندازه چی ده ته یی علم رسیدلئ وو، ځکه ده ګمان کوئ چی دغه دعاء ده چی رسول اکرم (ص) به په هغوی باندی پناه غوښتل کول، اوپردی خبره هغه روایت دلالت کوی کوم چی طبرانی په کبیرکی روایت کړیدی.
علقمه دعبدالله بن مسعود(رض) چی ده معوذتین دقرآن څخه پاکول او ویل به یی: رسول اکرم (ص) ددی امرکړی چی تاسوپه هغوی سره پناه وغواړی اوده نه ویل، خودا دده دخپل علم په اندازه شخصی اجتهاد وو، ځکه دی هم بشردی معصوم ندی صواب ته هم رسیږی اوخطاوځی هم.
نوبناء پرمخکنی تحقیق اوس وګوره د چی پدی هکله صاحب ده بحرالرائق څه وایی:؟ إلَّا الْمُعَوِّذَتَيْنِ فَفِي إنْكَارِهِمَا اخْتِلَافٌ وَالصَّحِيحُ كُفْرُهُ وَقِيلَ إنْ كَانَ عَامِّيًّا يَكْفُرْ وَإِنْ كَانَ عَالِمًا لَا لَكِنْ ذَهَبَ بَعْضُ الْفُقَهَاءِ إلَى عَدَمِ إيجَابِ الْكُفْرِ.{ بحرالرائق}
ژباړه: مګرمعوذتین نوپه انکارکی ددوی اختلاف دئ، خوصحیح دادی چی منکریی کافرکیږی، اوداسی هم ویل کړه سویدی: چی کچیری منکرعامی وو کافرکیږی اوکه عالم وو نوبیانه کافرکیږی، خومګربعض علماؤ تګ وعدم ایجاب ته دکفرکړیدئ.
مقصد دمصنف دادی چی کچیری یوڅوک وروسته تردی چی دی پدی باندی خبروی چی اثبات دمعوذتین دقرآن څخه په اجماع سره سویدئ خوبیاهم دئ منکرکیږی، نویقینا داسړی کافردئ، اودقیل دقول تأویل دادی چی کچیری داسړی عامی وو نوځکه کافرکیږی چی عامی خوپه اجماع اودلائلوباندی نه پوهیږی دی خوصرف مقلدوی نوچی کله دی دمعوذتین څخه بغیرله اجتهادنه منکرشی نوخود به کافرکیږی اوعالم چی بیانه کافرکیږی مقصدیی دادی چی شاید دعالم انکار داجتهاد له وجه وی یعنی وده خبر داجماع نوی رسیدلی،بلکه تنها په تفرد ابن مسعود(رض) خبروی. نوځکه دئ انکارکوی خوکچیری وروسته تررسیدلوداجماع بیامنکرشی نویقینا چی کافرکیږی. اودبعض علماؤ خبره چی عدم ایجاب ته دکفریی میلان کړی، بناء پراحتیاط ده، ځکه چی دابن مسعود رضی الله تعالی عنه څخه داخبره ثابته ده چی ده معوذتین له قرآن څخه نه بلل،نودده په حق کی احترام زمونږ دنده ده نوکڅوک مطلقا حکم کوی نودا بی احتیاطی ده، اوپه تکفیرکی دیوشخص نهایت احتیاط لازم اوضروری دی.
اوبیادفتاوایی عالمګیری خبره چی وایی نه کافرکیږی،بیاء پراحتیاط ده.
خلاصه ددی مسئلی داده:
که چاته په پورتنی تفصیل باندی علم حاصل وی خوبیاهم دی انکارکوی نوداسی سړی یقینا کافرکیږی، اوکه ورته علم حاصل نوی نوبیا نه کافرکیږی، لکه عبدالله ابن مسعود(رض) چی پدی هکله ورته کافی علم حاصل نه وو، اوپه خپل اجتهاد کی صواب ته نه وو رسیدلی. نواوس پرعبدالله ابن مسعود(رض) څوک دکفرحکم ( العیاذ بالله)کولای شی؟؟؟ کلا وحاشا.
..............................................................
مشک آنست که خود ببوید، نه آنکه عطاربگوید
حذیفه! ماستاسودغه پوښتنی ته ستاسوپه پنځه ویشتمه شبه کی تفصیلی ځواب ویلی دی، هلته ورسی ویی ګوری.نوردی پدی پوښتنه باندی مه نازیږه! ورسه خپل شبهاتوته دی په دقت وګوره، هلته می هرڅه درته ځواب کړیدی.
وروسته: تاداسی لیکلی دی: چی ځمالیکنه خلاصه شوه، ددی وروسته به زه دمظهری افواهات رسوا کوم، پدی شرط چی دی ځمادلیکنودګډوډلوهڅه ونکړی.
نوپدی خبره خپل سرخلاص کړه! که پرماباندی شخصی نیوکه اویا انتقادکوی، نوزه بئی تحمل کړم اوتریووقت به صبرهم درته وکم، خولیکن که تاسوزمونږپرفقه باندی نیوکی وکی بیانوداخبره ماته هیڅ دتحمل اودصبرکولووړنده، زه دخپل مذهب اوفقهی څخه دفاع خپله ایمانی او وجدانی وظیفه کڼړم، هیچاته داحق نه ورکوم ، چی ځماپه فقه کی استشراقانه شبهات پیداکی، که یی پیداکوی، نوداسی غاښ ماتونکی ځوابونه به ورکوم لکه تاغوند ی سړی ته، که ته یوه شبهه هم په فقه کی پیداکړی، نوزه بئی ستادڅیری تررسواکولوپوری تاته ځواب وایم، اوس که ته ځمادغه کارپه هرشی باندی تعبیرکوی، هغه ستاخپل شخصی نظردی، که ئی دلیکنی دګډوډولوپه نامه یادوی اوکه یی په بل نامه خوزه داسی نشم کولای چی خپل پرفقه باندی انتقاد ووینم، اولاس ترزنی دی ورته کښینم ننداره یی وکړم.خوالحمدلله ددی وروسته چی ته هرڅونه لغتی دی خوا اوهغه خوا ووهی کومه ګټه نه درته لری، ځکه ستاکرغیړنه څیره اوشکلک اوستاکم علمی اوکم عقلی هرچاته معلومه شوه، نوردی هیڅ لیکنه دچازړه ته نه مښلی.
اوبله خبره همیشه ته داکوی، چی دیولوری لیکنه خلاصه شی بیادی هغه بل لوری شروع کړی، داڅنګه خبره ده؟ قرآن کی داسی راغلی اوکه حدیث کی راغلی؟ مناظره دیته وایی: چی دیوبل پوښتنوته ځواب ووایی، دیته نوایی چی یوڅوک دی صبروکړی چه هغه بل په لسهاوو لیکنی وکړی، وروسته بیادی ورباندی لیکنی شروع کړی، فکرکوم داقانون تاسودخپلی خیټی څخه وضع کړی، داسی قانون ماته دقبول وړندی.
ګوره !چی نیم سطردی لیکلی وو، په هغه کی دی ځماپرفقه اویاپرماباندی نیوکه کړی وه زه په هرګړئ چی می زړه وغواړی ځواب یی درکومه .اوکه دی ځمالیکنه ولیدل چی ما پکښی پرتاسواویاپرسلفیت اووهابیت باندی نیوکه کړی وه، نوبیاتاسوراته په هغه دم ځواب ولیکی،.
پاتی سوه ستادشکست اوناکامی خبره مخکی می هم درته ویلی وه، چی ځمااوستادلیکنوڅخه هرڅه له ورایه معلوم دی، ته چی هرڅونه سترګی سپینی کړی، لیکنی دی ستاپرشکست باندی ګواهی ورکوی، اوس ددی وروسته چی ته دخپلولیکنوپرخلاف دعوه کوی، نوفکرکوم، داخپل لیکنوته په خپله توهین کوی، اویوقسم رد دخپلولیکنوپه خپله کوی، دحلیمی صیب نظردی وګوره چی څه یی درته لیکلی دی؟؟؟.
بیاهم درته وایم:
آزموده شده را ناآزموده نگیر
داځماشعاردی:
اعتراض دقیق اوچټک
ځواب دقیــق اوچــــټک
لاندنی لینکونوکی دی خپل دشکست لامل اوخپل دسلفیت دپزی پیغورته یوارسرورښکاره که.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8896
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8892
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8922
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8920
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=9021
Re: دحذیفه جواب
وصيل ( پېروز )
07.08.2012
[quote:1c6baf74f5="noorulhaqmazharee"]
حذیفه! ماستاسودغه پوښتنی ته ستاسوپه پنځه ویشتمه شبه کی تفصیلی ځواب ویلی دی، هلته ورسی ویی ګوری.نوردی پدی پدی پوښتنه باندی مه نازیږه! ورسه خپل شبهاتوته دی په دقت وګوره، هلته می هرڅه درته ځواب کړیدی.
[/quote:1c6baf74f5]
مظهري صيب ! دې پوښتنې ته ستاسو نېغ په نېغه ځواب سخت اړين دئ ، په حقيقت کي دا بحث پر همدې پوښتنه را څرخي څو چي د دې پوښتنې مکمل ځواب نه وي ویل شوی او غوښتنې يې نه وي منل شوې هيڅکله هم داسي ونه انګېرئ چي ميدان دي يووړ بلکي د دې برعکس به لوستونکي فيصله وکړي . زموږ په اند حنفي فقه ډېری داسي مسايل لري چي هغه په قرآن او حديث نه دي ثابت ، په دې لړ کي مو دادئ ستاسو مخته يو څو بېلګي کښېښودلې نو لطفا تاسو د دې مسايلو هغه حل لاره په قرآن او حديث کي هم را وښياست چي حنفي فقهې را ويستلې ده .
لوستونکو ! تاسو به داسي فکر کوئ چي په پنځه ويشتمه شبهه کي به نو دې ښاغلي څرنګه ځواب ويلی وي ، هغه ځواب يې هم له اسلامي اصولو او هم له فطرت سره په ټکر کي دئ . هلته يې هم يوازي سر زورۍ ته ځان ورکړی او له حقايقو د سترګو د پټولو ناکامه هڅه کوي ، له تاسو په بخښنې غوښتلو هيله کوم چي د نوموړي د هغه عبارت پر لوستلو مو لږ وخت ضائع کړئ !
[quote:1c6baf74f5="noorulhaqmazharee"]
نودزړه سره! زه اوس دی ته مجبوره نه یم، چی تاته یی منشأداستنباط درته په ګوته کم، ځکه کوم خلګ چی زه ورباندی باورلرم (چی هغه زمونږمخکنی علماء دی) هغوی داخدمت کړیدی. اوددو مسائلواستنباط یی دقرآن اوحدیث څخه کړیدی،اوبیا داتاسوکم عقلوانسانانوته خواوس هم چی زمونږعلماء فرض کړی تاسوته یی ثابتولای شی ، لکه چی دتاریخ په اوږدوکی دمذهب علماؤ په خپلومناظروکی دوهابیانو اوسلفیانو سره داخبره په اثبات رسولیده، خوتاسوحافظه اوتجربه نلری چی هغه موپه یادوی، هغه متل دی چی درواعجن حافظه نلری اوبی علمه تجربه نلری ، ستاحال نن همداسی دی،نودا پوښتنه دی تاته هیڅ پلاس نه دروکوی بهتره به داوی چی ته داخبره ثابته کړی ، چی دغه مسائل دقرآن دکوم آیت سره په ټکرکی دی؟
[/quote:1c6baf74f5]
دلته تاسو ښاغلي لولئ چي مظهري په ډېره بې انصافي له حقيقته تېښته کوي ځکه که د دې پوښتنې ځواب ته راشي نو پوهېږي چي د فقهې مسايل يې هسي پر خيال بنا دي نه خو حقيقت نه لري او نه حقې دي او په قرآن و حديث کي ورته لاسوند موندل خو بېخي ناشونې خبره ده .
ښاغلو لوستونکو !
تاسو که د ښاغلي مظهري صيب پورتنی اقتباس په ځير ولولئ نو درته جوته به شي چي سخت تضاد پکي شته دئ ، له يوې خوا نوموړی پر دې باوري دئ چي دا مسايل هرو - مرو کوم قرآني او يا حديثي دليل لري ، له بل پلوه په دې هم خبر دئ چي دا مسايل يو وخت ، يو ځای او ځينو عالمانو ( د دوئ حوالې تل همداسي وي ) ثابت کړي دي مګر بيا هم چمتو نه دئ چي هغه ايت او يا هغه حديث په ګوته کړي چي دا مسايل ترې استنباط شوي دي . اخير ولي ؟؟؟
که په حقيقت کي دا مسايل د حنفي علماوو له لوري ثابت شوي وي او په حقيقت کي دا مسايل د قرآن او حديث استنباط وي نو بيا هغه ايت او حديث بايد هرو - مرو په ګوته شي ځکه دلته د بحث اصل موضوع داده چي حنفي فقه له قرآن او حديث څخه نه ده اخيستل شوې او دا د هغو مسايلو يو نوملړ وو اوس ټولو احنافو ته چيلنج دئ چي د دې مسايلو قرآني او يا حديثي لاسوند راوړي .
په دې پورتني اقتباس کي ښاغلی مظهري صيب دا خبره کړې چي دا مسايل ثابت شوي دي خو تر دې وړاندي نوموړي کښلي چي زما پر هغو کسانو باور دئ چي دا مسايل يې ليکلي دي يعني يو ځای نوموړی وايي چي زه پوهېږم چي دا مسايل له کومه ځايه استنباط شوي؟ خو بل ځای بیرته کاږي چي نه ! زه نه پوهېږم بلکي دا د باور او اعتماد له مخې منم . اخير د يوې موضوع په اړه د يو سړي په خبرو کي دومره تضاد ولي پېښ شي؟؟؟
معلومه خبره ده چي له حقيقته او حقه دفاع نه کوي بلکي يوازي مقابلې ته درېدلی او غواړي که هر ډول وي خپل نظر او خپله تګلاره سمه ثابته کړي خو دا ارمان به ان شاء الله ګور ته وړي لکه په دې ډګر کي چي يې واقعيتونه په عملي بڼه وليدل . ولله الحمد
اوس به دا هم را وسپړو چي د يو چا په خبرو پسي له دليل او پوهاوي پرته تګ د اسلام له پلوه کوم حکم لري؟.
راځئ په دې اړه د خپل رب کلام را واخلو چي رحمان رب مو په دې اړه کومې خوا ته رهبري کوي ؟ :
وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ ( الاسراء : ۳۶ )
ژباړه : او په هغه څه مه پسې کېږه چي په اړه یې پوهاوی نه لرې .
يو بل ځای د الله د رښتني رسول يوه رښتنې وينا ده چي موږ ته په صحيح سند رسېدلې :
کفی بالمرء کذبا ان يحدث بکل ما سمع . ( صحيح مسلم ، حديث صحيح )
ژباړه : د يو سړي د دروغجنتوب لپاره دومره بس ده چي څه اوري او وايي .
دې ايت او حديث ته په پام سره ويلای شو چي موږ هغه وخت د يو چا خبره منلای شو او هغه وخت راته د يو چا پر قول د عمل اجازه شته چي د نوموړي په قول وپوهېږو او دا راته څرګنده شي چي د دې قول ماخذ او سرچينه کومه ده؟ ايا دا د الله وينا ده که د هغه د رسول ؟ . ايا دا خبره يې د الله په کتاب کي موندلې او که يې په صحيحو احاديثو کي؟.
هر وخت چي په دې ځان وپوهوو چي د دې خبرې سرچينه له کومه ځايه راغلې بيا حق لرو چي عمل پرې وکړو، دا اسلامي او الهي اصول دي هر مسلمان مکلف دئ چي ويې ومني او عملي یې کړي او همدا راز دا له فطرت سره هم يو نه شلېدونکی تړاو لري ، دفطرت غوښتنه هم همدا ده چي بايد له دليل پرته د چا خبره ونه منل شي خو د نن مظهري هيڅ دې ته غاړه نه ږدي چي دا اسلامي او فطري اصول ومني بلکي د دې ب خلاف غواړي خلګ د تقليد په تيارو کي وساتي او د قرآن و حديث له پلوشو يې لرې کړي .
دې ايت او حدیث ته په پام بيا هم له مظهري صيب څخه غوښتنه کوو چي د خپلو فقهي مسايلو قرآني او يا حديثي لاسوند په ګوته کړي ! .
نوموړی په داسي حال کي له دې پوښتنې هر ځل ځان تېروي چي په لاندي اقتباس کي ځان د فقهې يو مخلص لاروی ښيي او داسي څرګندوی چي په دې اړه د ټولو شبهاتو ځواب ته تيار دئ ، يو ځل به يې پر ليکنه وخت ضايع کړو :
[quote:1c6baf74f5="noorulhaqmazharee"]
نوپدی خبره خپل سرخلاص کړه! که پرماباندی شخصی نیوکه اویا انتقادکوی، نوزه بئی تحمل کړم اوتریووقت به صبرهم درته وکم، خولیکن که تاسوزمونږپرفقه باندی نیوکی وکی بیانوداخبره ماته هیڅ دتحمل اودصبرکولووړنده، زه دخپل مذهب اوفقهی څخه دفاع خپله ایمانی او وجدانی وظیفه کڼړم، هیچاته داحق نه ورکوم ، چی ځماپه فقه کی استشراقانه شبهات پیداکی، که یی پیداکوی، نوداسی غاښ ماتونکی ځوابونه به ورکوم لکه تاغوند ی سړی ته، که ته یوه شبهه هم په فقه کی پیداکړی، نوزه بئی په هغه دم درته ځواب لیکم،
[/quote:1c6baf74f5]
دلته لولو چي ښاغلی مظهري د فقهې په اړه د هر ډول شبهاتو ځواب ته تيار دئ خو کله چي د عمل ميدان ته راشي او دا پوښتنه ترې وشي چي د دې پورتنيو فقهي مسايلو ثبوت په قرآن او حديث کي چيري دئ نو سمدستي ځان وپېچي او داسي اوتې - بوتې شروع کړي چي نه يوازي فطرت ترديدوي بلکي اسلاميت هم په لغته وهي . نعوذ بالله
په رښتيا هم د لرغوني لاروي صيب خبره ډېره رښتيا ده چي وايي : د بدعتيانو دلايل تل همدا وي :
کاکا ويل بابا ويل
ډاګۍ کي حمدالله ويل
دلته هم ښاغلی مظهري صيب بيرته سمدستي پر ليکوال حواله ورکړي ، موږ مکلف نه يو چي د حنفي علماوو خبره هرو - مرو ومنو ته چي د هغوئ پيروي کوې اخير دې مسايلو ته هغوئ کوم قرآني او يا حديثي ثبوت لري ؟ .
په چيلنج بيا هم درته وايم چي پېش يې کړه !
[quote:1c6baf74f5="noorulhaqmazharee"]
اوس که ته ځمادغه کارپه هرشی باندی تعبیرکوی، هغه ستاخپل شخصی نظردی، که ئی دلیکنی دګډوډولوپه نامه یادوی اوکه یی په بل نامه خوزه داسی نشم کولای چی خپل پرفقه باندی انتقاد ووینم، اولاس ترزنی دی ورته کښینم ننداره یی وکړم.
اوبله خبره همیشه ته داکوی، چی دیولوری لیکنه خلاصه شی بیادی هغه بل لوری شروع کړی، داڅنګه خبره ده؟ قرآن کی داسی راغلی اوکه حدیث کی راغلی؟ مناظره دیته وایی: چی دیوبل پوښتنوته ځواب ووایی، دیته نوایی چی یوڅوک دی صبروکړی چه هغه بل په لسهاوو لیکنی وکړی، وروسته بیادی ورباندی لیکنی شروع کړی، فکرکوم داقانون تاسودخپلی خیټی څخه وضع کړی، داسی قانون ماته دقبول وړندی.
[/quote:1c6baf74f5]
بحث تل يو معيار لري او د اصولو له مخې ترسره کېږي ، دلته هم زموږ غوښتنه داده چي دې معيار او اصولو ته بايد پام وشي . سمه ده چي تاسو د بل پوښتنو او نظر ته ځواب ورکړئ البته پر خپل وار ، هيڅوک هم تاسو له ځواب ويلو نه منعه کوي البته په دې اړه يو شمېر معيارونه شته دي که عملي شي نو بحث په سالمه فضا کي دوام کولای شي او لوستونکي هم کولای شي د دواړو خواوو د دلايلو په لوستلو پرېکړه وکړي .
ستاسو تګلاره خو د بحث پر مهال ټولو ته جوته ده يوازي پر باټو او اوتو - بوتو تکيه کوئ ، څو ځايونه يو بحث پرانيزئ او په يوه موضوع کي شل نوري موضوعګانې ور ګډوئ . موږ غواړو داسي بحث وکړو لکه وړاندي چي مو درته وويل او تا ترې تېښته وکړه . :wink:
[quote:1c6baf74f5="noorulhaqmazharee"]
ګوره !چی نیم سطردی لیکلی وو، په هغه کی دی ځماپرفقه اویاپرماباندی نیوکه کړی وه زه یی هغه دم درته ځواب لیکم، اوکه دی ځمالیکنه ولیدل چی ما پکښی پرتاسواویاپرسلفیت اووهابیت باندی نیوکه کړی وه، نوبیاتاسوراته په هغه دم ځواب ولیکی،.
[/quote:1c6baf74f5]
زموږ پر فقه نيوکه داده چي پورتني مسايل يې قرآني او حديثي لاسوند نه لري ايا داسي څوک شته چي دا په ګوته کړي چي دا مسايل له فلاني ايت او يا حديث څخه استنباط شوي دي ؟ ؟ ؟
په چېلنج ښاغلی مظهري تا ته هم دا خبره کوو چي ايا د دې پورتنۍ پوښتنې وړتيا په ځان او ټولو احنافو کي وينې ؟ ؟ ؟
[quote:1c6baf74f5="noorulhaqmazharee"]
پاتی سوه ستادشکست اوناکامی خبره مخکی می هم درته ویلی وه، چی ځمااوستادلیکنوڅخه هرڅه له ورایه معلوم دی، ته چی هرڅونه سترګی سپینی کړی، لیکنی دی ستاپرشکست باندی ګواهی ورکوی، اوس ددی وروسته چی ته دخپلولیکنوپرخلاف دعوه کوی، نوفکرکوم، داخپل لیکنوته په خپله توهین کوی، اویوقسم رد دخپلولیکنوپه خپله کوی، دحلیمی صیب نظردی وګوره چی څه یی درته لیکلی دی؟؟؟.
[/quote:1c6baf74f5]
د شکست او نه شکست خبره معلومه شوې ده ، په دې اړه تاسو بېخي د ويلو حق نه لرئ ځکه تاسو چي کومې ليکنې ته ځواب ويلی هغه ځوابونه مو بالکل نيمګړي دي هلته خبره پر دې را روانه ده چي دا مسايل له کومه ځايه اخيستل شوي دي ؟؟؟ خو تاسو هر ځل دا پوښتنه بې ځوابه خوشي کړې ده او بحث را پېښ له همدې پوښتنې دئ ، نو ټول لوستونکي پوهېږي چي يو څوک د بحث پر مهال دومره عمده ټکي او پوښتنه ځواب نه کړي او په وار - وار ترې ځان وپېچي د هغه شخص په اړه پر څه دلالت کوي؟.
ښکاره ده چي دا تګلاره په ډاګه وايي چي دا سړی د دې پوښتنې د ځواب وړتيا نه لري ، دلايل ور ختم شوي او په دې خوشي اوتو - بوتو ځان ته د وړو پزه جوړوي .
حليمي صيب هم په ړندو سترګه ليکنه کړې ده ، نوموړی هم له تاسو څه توپیر نه لري بلکي يو کلک او کټر حنفي دئ چي تر قرآن او حديث ورته فقه ډېره محبوبه ده . د داسي سړي قضاوت هيڅکله هم نه شي منل کېدای بلکي په داسي چا قضاوت کول په خپله د خپلې ماتې د پټولو يو ناکام کوشش دئ . :shock:
بيا هم درته وايم چي د بحث يو مهم اړخ دي له پامه غورزولی ، تاسو بايد هرو - مرو دې پوښتنې ته ځواب وواياست چي د فقهې دا مسايل له کوم ايت او حديث څخه اخیستل شوي دي؟.
راځه ! را وړاندي شه او دا پوښتنه په انصاف ځواب کړه وروسته به دي توره موږ هم ومنو . :lol: :lol: :lol:
وهابی صیب ته!
کامیاب
09.08.2012
ښاغلی پیروز!
تاسواوس څه دحذیفه سره پربغل ځغلی، چی شک دی بچی شک دی. شک دی بچی شک دی.
پښتانه وایی: څوک یی په واده کی نه پریږدی دی دناوی بغل ته زوروهی.
مظهری صاحب تاسوته هیڅ توجه نکوی خوتاسوهرچیری ورباندی نقدکړیدی، ستاسومشراورئس حذیفه خورا کوټه وهلی چی پاته سوی ته؟؟؟
ستاددی کارسره می خپل دماشوم توب دمهال سات اوبازی راته یادیږی، چی ماشومانوبه بوجل بازی کول، نوکوم هلک چی به بوجلی نه درلودلی ، نوهغه به دیوبل هک چی بوجلی یی درلودلی پربخت کښیناستی، نوچی کله به هغه هلک خپله بوجل میدان راغورځول، نودی به هم ورسره په بغل کی راځغاستی چی شک دی بچی شک.اوس هم مناظره حذیفه کړی خوتیی پربغل ورسره ځغلی چی شک دی بچی شک دی، شک دی بچی شک دی.
مظهری صاحب اوټولو حنفیانولکه وزیری صاحب عبدالله صابرصاحب، اکرم صاحب، طیب زابلی صاحب، اوددی بخش چلونکی ښاغلی حلیمی صاحب ته می وړاندیزدادی: چی ددی وروسته هم دوصل پیروزخبروته هیڅ توجه مکوی، مښوروی چی آخردی خپله وشرمیږی لکه تراوسه چی شرمیدلیدی.
پریږدی چیدوی هرڅه لیکی ودی لیکی، ستاسودغه تاریخی مناظره ددوی سره ، ددوی دبدمرغی څیری دمعرفی کولولپاره کافی ده، ځکه تاسوپه خپلولیکنوکی داخبره ثابته کړی چی تاسوددوی هری پوښتنی ته ځواب ورکولای شی خوهغه دوی دی چی ستاسودیوی پوښتنی سم ځواب یی هم ندی درکړی، اوبل کارچی موښه کارکړی هغه دغه دی، چی تاسوددوی سره په بحث کی داخبره ښه په وضاحت ثابته کړی چی دغه خلګ وهابیان دی، بس په افغانستان کی چی پرچادوهابی ټاپه ولیګیدل نور نوته کارمه ورباندی لره پری ایږده خلګوته والله که یی خلګ یوه خبره لاومنی، ځکه دافغانستان خلګ دیهودی اونصرانی خبره منی خودوهابی خبره نه منی.
څنګه یاست وهابیانو!!! ستاسولپاره یووارههههههههههههههههههههههههههههههههههههههه