د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

وزیري
13.07.2012

مهاجر صاحب ستاسو مشوره اخلم او داسی به ووایم چی دلیل می نده زده نو چپ به پاتی شم. خلک هم سترګي لري، پورتنی بحث دی په خپله ولولي او بیا دي هماغه لاره ټینګه کړي چی ښه ورته ښکاری. مننه


اکرم
13.07.2012

دوزیری صاحب خبرې په ځای دي ، د وزیری صاحب په دریز کې چې کوم درناوی دمجتهدو علماؤ او متقدمینو اوسلف صالح په وړاندې شته ،دبحث دنورو ګډونوالو په خبرو کې نشته ،!
او کومه تواضع چې دطالب العلم سره ښايي هغه په دې بحث کې یواځې وزیری صیب مراعات کړي او بقیه ټولو ځانونه دمتقدمو علماؤ څخه هم نه د نبی کریم عهد ته نژدې تر ګڼلي . چې دا یو لوی استکبار دی !؟


مومن مهاجر
13.07.2012

ما خو چي دا بحث کتلی نو هیڅ ځای مي نه دي لیدلي چي ښاغلي حذیفه او یا پېروز دي مخکنینو علماوو ته یوه سپکه او د درناوي خلاف کلیمه کارولي وي ، هو ! دومره یې ضرور ویلي چي موږ یې یوازي په دلیل ثابته خبره منو، که یې خبره د دلیل خلاف وي له خپل شخصي احترام سره - سره یې خبره نه منو؟ ایا دا د یو چا سپکاوی دئ او ایا تاسو د هر عالم د هرې خبرې منلو ته چمتو یاست؟


حذيفه
13.07.2012

د بحث ګډونوالو سلامونه !
په دې بحث کي مي له ښاغلو وروڼو ع کريم حليمي ، رښتنی ، حميد هڅاند ، لرغونی لاروی او نورو څخه يوه لویه ګيله دا ده چي په دې بحث کي وزيري صیب داسي غیر اخلاقي چارې تر سره کړې چي له هيڅ قانون سره يې اړخ نه لګاوی نو دا ياد سوي ښاغلي ټول پرې پټه خوله دي او يوه هم دا ورته نه دي ويلي چي ولي خلکو ته د مرتد په الفاظو خطاب کوي ؟.
ولي وزیري ته تاسو دا نه واياست چي پورته يادي سوې پوښتنې ځواب کړي ؟ ولي هغه د بحث له اصولو سره سم بحث کولو ته نه هڅوي ؟ او کله چي موږ کومه وړه تېروتنه کړې وي نو هر يو نيوکه کوئ خو اوس مو ملګری دې ته ترغيب کوئ ! دا ولي او په څه وجه ؟.
له ښاغلي مومن مهاجر او پېروز صیب څخه مننه کوم چي وزيري يې نيکو کارونو ته وهڅاوی .
او د اکرم ملګري په اړه به دا وروستنيو کرښې وليکم هيله ده چي په ښه تسلي يې ولولي او بیا له انصافه ډکه پرېکړه وکړي .
اکرم صیب !
ما په ټوله ليکنه کي امامانو يا هم متقدمينو علماؤ ته سپکاوی نه دئ کړی ، زه د دين مخکينيو هر يوه عالم ته درناوی لرم او خدمتونو ته يې د قدر په سترګه ګورم ، زه تل ورته دعا کوم او د دين په لار کي يې یقينا ستر ، په زړه پوري او نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي او داسي چا ته به هيڅ د ضمیر خاوند سپکاوی ونه کړي ، البته د هغوئ شخصي اجتهاد که زه ونه منم نو دا د هغوئ بې احترامي نه ده او نه هم تر ننه چا دا بې احترامي بللې ده .
ستاسو په خپل مذهب کي هم زيات پوهان سته چي د متقدمينو خبرې نه مني ، زه به يې دلته څو مثالونه وړاندي کړم چي تاسو يې منئ او که نه ؟.
تاسو امام ته پر لمانځه تنخوا ور کوئ ؟ متقدمين علماء دا حرام بولي او تاسو اوس همدا فتوا نه منئ ، نو ايا اوس تاسو د هغوئ بې احترامي وکړه ؟.
موذن ته مخکيني علماء اجرت نه ورکاوی او نه يې ورته روا بللی دئ ، خو تاسو يې اوس ورکوئ او هم يې روا بولئ ، ايا دا تاسو د هغوئ بې احترامي وکړه ؟.
دا د قران مروج ختمونه متقدمين علماء حرام بولي او تاسو يې نه يوازي روا بولئ بلکي هر وخت يې په عملي ډول کوئ هم ، نو ايا دا تاسو د هغو مخکي علماؤ سپکاوی وکړ ؟.
اوس به تاته د وزیري ځيني هغه بې ادبۍ او سپين سترګۍ هم درته په ګوته کړم چي تا غوندي منځګړي پرې سترګې پټې کړي دي .
[quote:94727addce="وزیري"]
انما الشفاء العی السوال نه ولی منکر یاستئ؟
[/quote:94727addce]
په دې ځای کي تاسو وينئ چي وزیري د رسول الله صلی الله علیه وسلم لورته غلط حدیث منسوب کړی دئ ، اصلا صحيح حدیث په دې الفاظو نه دئ راغلی ، دا څومره ستره بې ادبي ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم لورته په دومره جرات او نه پاملرنه خبرې منسوبېږي ، دا ولي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې منعه نه ده کړې ؟ وزیري دومره هم نه سوای کولای چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم لورته منسوبېدونکې خبره يې يوځل کره کړې وای ؟ تاسو په دې ځای کي هغه ته هيڅ هم نه دي ويلي او بیا زما له يادونې سره –سره يې بښنه هم نه وغوښته چي زه تېروتلم يا خطا را څخه وسوه بلکي همداسي يې خبره ګومه واچوله او ستا په شان منصف هم ځان په دې نه دئ پوه کړی ، ځکه يې نو په پای کي داسي له انصافه ډکه فیصله وکړه .
[quote:94727addce="وزیري"]
هغه د معاذ بن جبل رضی الله عنه حدیث خو به دي لیدلای وی چی معاذ رضی الله عنه ورته په اخیر کی د اجتهاد خبره کوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم پري خوشحالي څرګندوي
[/quote:94727addce]
په دې ځای کي بیا وزیري د رسول الله صلی الله علیه وسلم لورته يو موضوعي روايت منسوبوي چي تاسو ښاغلي ټول په دې خبره پټه خوله یاست ، ما دا روايت يو کال وړاندي هم ورته رد کړی وو او د سلګونو علماؤ ويناوې مي هم ورته په ګوته کړې وې چي دا روايت يې نهايت ضعيف او موضوعي بللی وو ، په هغه وخت کي مي هم ورته علت په ګوته کړی وو او اوس مي بیا هم ورته په ګوته کړ ، خو وزیري سره له دې چي په دې پوه هم سو چي روايت ضعيف او موضوعي دئ نو بیا يې هم د رسول الله لورته منسوب کړ او په دې میدان کي يې له پوره زړور توب او جرات څخه کار واخیست ، دا يې د رسول الله په شان کي بې ادبي نه ده ؟ دا يې د حدیثو په برخه کي ناپوهي او تساهل نه دئ ؟ دا يې د رسو ل الله صلی الله علیه وسلم سره خیانت نه دئ ؟ .
ته ولي په دې ځای کي پټه خوله يې ؟ په دې اړه ولي هغه ته يادونه نه کوې ؟ دا دومره لوی جرم دئ چي کله هم د هېرېدلو نه دئ ، خو متاسفانه ته پرې سترګې پټوې !.
[quote:94727addce="وزیري"]
تاسي که شرم لري نو د دي علماؤ خبري باید هیڅکله هم را انتقال نه کړی او د سختی په وخت کی هیڅکله هم دویته پناه ور نه وړي. ددوي کتابونه باید هیڅکله ونه لولی او د ددوي په ضد کمپاین شروع کړی.
[/quote:94727addce]
په دې ځای کي خو وزیري صیب ! د درناوي او ادب کور ور خراب کړی دئ ، هيڅ يې دې ته نه دي کتلي چي له ما سره متقابل شخصیت سپکاوی زه ولي کوم او دا ماته په څه روا دئ ؟ ما په ټوله ليکنه کي د وزیري صیب نوم په بدو الفاظو نه دئ ياد کړی ، خو ده زه مرتد بللی يم ، نو کومه يوه له ادبي اړخ غوره ده او څوک د چا سپکاوی کوي ؟ ، ما خوله قران يا هم له حدیثو انکار نه دئ کړی ، ما دا ويلي چي زه له دلیله پرته خبره نه منم او نه پرې مکلف سوي يم ، په دې کي ما کوم داسي جرم وکړ چي زه په مرتد سوم ؟.
انصاف وکړه او د عدل په عينکو کي ورته وګوره !.
[quote:94727addce="وزیري"]
دا به ډیره د شرم خبره وی چی ته ظني او قطعي نه پیژني او د دیوبند په شان مدرسه باندي د خپلي ناپوهی له وجهی ملنډی وهي.
[/quote:94727addce]
په دې ځای کي نوموړي دا خبره کړې ده چي په دين کي ظن او يقين سته ، ما څوځلې پوښتنه ترې کړې ده چي دا خبره دي د الله له دې قول سره تصادم نه لري :
قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي(یوسف : ۱۰۸)
ژباړه : ورته ووايه ! دا زما لار ده ، زه د الله لورته په پورته یقين او بارو خلک رابولم ، زه او هغه څوک چي زما پيروي کوي .
ده هر ځل دا پوښتنه بې ځوابه ايله کړې ده او تل پوچ او پاش وايي ، ما تل له زغمه کار اخیستی دئ او که څوک مسلمان ځان ته وايي نو هغه بايد ته د شريعت دې فارمولې دي ته پام وکړي :
وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآَنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى(المائده : ۸)
ژباړه : او تاسو دي دکوم قوم دښمني دې ته ونه هڅوي چي د عدل لمن خوشي کړئ عدل کوئ او دا تقوا ته نژدې دئ .
رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي :
الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ(مسلم کتاب الایمان باب بیان تفاضل الاسلام و ای امور فضل حدیث نمبر : ۱۷۱)
ژباړه : مسلمان هغه دئ چي مسلمانان يې د ژبې او لاس له زيانه خوندي وي .
دې قاعدې ته په پام ما هغه ته بد رد نه دي ويلي نه مي کوم بل يوه ته داسي څه ويلي دي چي خلکو ته ترې تکلیف رسېدلی وي او که را څخه ويل سوي خو زه نه يم پرې پوه سوی نو له هغه ملګري څخه بښنه غواړم .
زه له دې سره چي وزیري ماته کافر ويلي دي زه بیا هم هغه ته داسي الفاظ نه وايم او هغه هم دې ته هڅوم چي له دې کاره لاس واخلي ، زه که کافر وم الله يې ماته خپله سزا راکوي او که مي ته کافر وبولې خو زه مسلمان يم نو ستا ايمان ولاړ چي دا يوه ستره خساره ده او تا په کي هيڅ هم ترلاسه نه کړل ، نو راسه سالم بحث وکړو او تل ته مو يو پر بل د ټاپو لپاره بحث نه دئ پيل کړی بلکي حق ته ځانونه رسوو او هر څوک چي په حق پوه سي هغه يې بايد ومني .
په دې پورتنۍ ليکنه کي ښاغلي وزیري دين یقين او ظن ته وېشلی دئ او دا يې زه هم د الله تعالی له قول سره په ټکر کي بولم او هم يې په دين کي جرم بولم ، دا ځکه چي زموږ دين الحمد لله د جبريل علیه السلام په وسېله الله تعالی له اسمانه نازل کړی دئ چي وهم ، ګومان ، خرافاتو ، بدعاتو او توهماتو ته په کي ځای نه سته ، خو وزیري وايي په دين کي ګومان سته او ځيني برخې يې هم پر ګومان ولاړې دي ، يو مثال يې ده ذکر کړی هم وو ، وتر ده ظني بللي ول او ما ورته پوښتنه مخکي کړې وه چي که يې له دينيته څوک منکر سي نو ته يې څه بولې ؟ ده دا خبره ايله کړي او خپله خبره اوس نه سي تشريح کولای ، دا په دين کي څومره ستر جرم دئ چي د الله دين دي ګومان وبلل سي ؟ دا خو که ومنو نو کافر به ملنډې پرې را وهي او وايي به تاسو موږ ته دعوت راکوئ چي مسلمان سم خو ستا دين خپله پر ګومان ولاړ دئ نو ما له يوه ګومانه بل ته مه وړه ، ما ته همدا يو ګومان بس دئ چي هم لرغونی دئ او هم مي د مور وپلار دين دئ نو که ظن دئ او بل شی .
ښاغلي وزیري ما ته ويلي ول چي نه به زه ټينشن اخلم او مه يې ته اخله خو که ګورو نو وزیري بیا ټينشن اخیستی دئ او په دې توګه يې له اصلي موضوع يوې خوا ته ځان خلاص کړ ، زه هر وخت ورته وايم چي پوښتنو ته نیغ په نیغه ځواب ووایه ته ولي هلته او دلته بوخت يې او خوشي سپکې سپوري وايې ؟ ما کله دا علماء بد بللي دي ؟ دا خبره يې هم غلطه ده چي وايي زموږ کتابونه مو له هندوانو سره مشابه کړي دي ، تاسو زما ليکنه وګورئ ما هيڅ داسي خبره نه ده کړې خو ده له ځانه دا راته ليکلې ده ، زه يوځل بیا خپله جمله ستاسو په وړاندي ږدم :
((دا چي ته هر کتاب ته حوالې ورکوې او زه به يې درسره منم ؟ دا اند به دي ناسم وي ، زه هغه څه ستا د دلیل په توګه منم چي د وحې ټاپه ولرې ، هسي اوتي بوتي خو شيعه هم وایي ، نو اوس به زه په دې مکلف يم چي هغه د يو هندو کتاب ته حواله ورکړې ده او زه به يې منم چي هو ! ولا همداسي ده ، زما دريځ تاته ښه معلوم دئ چي له قران او سنت پرته دي نور څه نه منم))
په دې ليکنه کي ما کله ويلي چي ستاسو کتابونه لکه د هندوانو داسي دي ، ته ولي ورته فکر نه کوې او د وزیري دې بې انصافۍ ته ولي بې انصافي نه وايې ؟ که ته داسي ونکړې نو زه به تا يو بې انصافه فیصله کونکی و نوموم او تل به دي په همدې نوم پېژنم .
ستاسو د سالم نظر شريکولو په تمه !


خیریوسی
13.07.2012

خدای مو ددنیا واخیرت خیرونه په نصیب کړه
کیدای سی چي وزیری صاحب زما په سوال پوهیدلی وی .
مومن مهاجر صیب ته لکه چي زما په سوال نه یی پوه سوی
ناروغ نشه نه کول په ټول ژوند یی نصوار هم وخولی ته نه دی اچولی شیخ پانی و تقریبا 82 و 85 کلن و .
خیریوسﺉ


حذيفه
13.07.2012

خیر یوسی صیب !
تاسو ښايي د مومن صیب په ځواب نه ياست پوه سوي هغه درته ليکلي دي چي څوک چي په ځان نه پوهېږي هغه ته روا ده چي لمونځ نه وکړي او روژه وخوري او کله چي روغ سي نو د لمانځه قضا يې نه سته او روژه يې خپلوان نيولای سي ، نور فديې مديې نه سته او نه ثبوت لري .
اوس يې يوځل بیا وګوره او ښايي سر دي په خلاص سي .


وزیري
13.07.2012

خان حذیفه خانه!
دا یواځی ته نه بلکي هر هغه چاته زه مرتد وایمه چی د فقهی کتابونو ته د هندوانو کتابونه وایی. مرتد یی نور تور وي او که سپین؟
ته او ستا ملګري به اوس ډیر دستپاکونه پري راکش کړی چی نه دا مطلب زمونږه نده خو دا بهاني هغه چاته وکړه چی ستا په شان ماغزه وتلې وي.

ته ورشه وګوره چی د هندوانو کتابونه څه وایی او د فقهی کتابونه څه لیکي او بیا یی مقایسه کړه او له مقایسې نه بعد دي بیا خپله خبره هم ولوله.


larghonay laraway
14.07.2012

السلام عليکم!
حذيفه صيب ګيله دې په سر سترګو خو که له يو چا سره دليل نه وي او بند شي او ورسره دا شهامت هم ونه لري چې له ضده واوړي او خپله ماتې ومني، دين ته راشي او د قران او حديث په رڼا کې د مسألې د حل پوښتنه وکړي نو څه به کوي؟
خو مجبور دی چې ښکنځلې به کوي کنه!
خير مونږ به يې ښکنځلې هم وزغمو ځکه چې خبره يا مباحثه يوازې د حذيفه، وصيل پيروز او وزيري تر منځ نه ده بلکې خبره د اوريدونکو ده چې لار ومومي
اوس اوريدونکي قضاوت کولی شي چې وزيري ونه شو کړای چې خپله خبره په سټيج کېنوي. ده يوازې فتاوې نه بلکې د کفر او ارتداد ټاپې يې هم جوړې کړې دي.

که ستاسو په ياد وي ما له وزيري صيب پوښتنه کړې وه چې د حذيفه دليل هر وخت قرآن او حديث وي او ستا فتاوې دا ولې چې ده راته ليکلي وو:

[quote:2ff7b90781]دا ځکه چی بغیر له فتاوې په آیت او حدیث پوهیدل نا ممکن دي. فتاوې څه بل شی نه وایی بلکي د آیت او حدیث منځ غږوي. دا نن سبا له آیت او حدیث نه ډایریګټ غږیدل محض سرزوري ده. [/quote:2ff7b90781]

وزيري صيب راځه ستا په اند سرزورۍ ته به دې هم نه مجبوروو خو حواله خو ورکړه چې دغه د احکامو وېش دې له کوم ايت او حديثه استنباط کړی دی؟
حديفه خو درته داسې نه دي ليکلي چې فقه د هندوانو کتابونه دي، بلکې هغه ليکلي چې په ايت او حديث يې ثابته کړه او هر کتاب د منلو نه دی. که هر کتاب د منلو وي نو د هندانو او شيعه ګانو له خوا هم کتابونه ليکل شوي نو ايا هغه هم مونږ ومنو!

نتيجه:
که وزيري صيب خپلې فتاوې قرآن او حديث ته ورسولې نو حذيفه صيب بايد يا هغه ورسره ومني او يا يې د قرآن او حديث له لارې رد کړي
او که وزيري صيب دا کار ونه کړ نو خپلې خبرې يې په قرآن او حديث ثابتې نه کړې نو رښتيا هم هر کتاب مونږ نه شو منلی!
خو
بيا هم خبره ختمه نه ده!
بلکې حذيفه صيب به هم يو څه وړاندې کوي چې د احکامو تر منځ لوړه او ټيټه رتبه شته او کنه؟
که حذيفه صيب د وزيري د فتاوو پر بنسټ د احکامو درجه بندي نه مني نو دی ورته څه وايي؟
مننه
ستاسولرغونی لاروی


وزیري
14.07.2012

لاروی صاحب او نورو وروڼو! څو خبري باید په نظر کی ونیول شی. هیله ده چی دا لیکنه په دقت سره ولولی:

اول: د حذیفه مثال نا مناسبه استعمال لري چی مطلقا او مستقیما د علماؤ او د فقهی د کتابونو اهانت ده. یو سړی که چا کره خیښۍ ته ورځی نو د غوښتلو یو طریقه دا ده چی په ډیرو ادبی کلیمو کی ورته وایی چی دوستي به سره وکړو او خپلوي به سره وکړو، دا به سره وکړو او هغه به سره وکړو. او بله طریقه یی دا ده چی داسی ورته ووایی چی دا لور یا خور دی زما ځوی یا ورور ته راکه چی دا معامله ورسره وکي. نو دواړه خبري یوه خبره ده خو ادب او بی ادبي یی له ورایه بغاري وهی.

دوهم: حذیفه، وصیل پیروز، مومن مهاجر او نور ټول غیرمقلدین، خوارج، وهابیان، سلفیان او اهلحدیث نه یواځی په پورته ذکر شوی فتوه بلکی په ټوله فقه، په ټولو فتاوو، په ټولو امامانو باندي د خطاء ګمان کوي او د شک نه بلکی د شکونو په سترګو ورته ګوري. مونږ به کوم عبارت د فقهی دویته په آیت او حدیث ثابتوه. دا له هیچا نه هم پټه نده چی د څلورو مذاهبو د فقهی کتابونه له لکونو جلدونو نه زیات دي. الحمد الله دا فقه او دا تقلید اوس داسی حد ته رسیدله ده چی قطعی اکثریت د مسلمانانو یی پیروي او که دوي یی ومني او یا ونه مني چرت مو پري خراب نده.

وهابیان، سلفیان، اهل حدیث او خوارج په دي ګمان دي چی همدوي پرحقه دي او اهل السنة والجماعت مشرک، بدعتي او ګمراه دي. دوی ددي خبري د ثبوت لپاره کله د حاضر او ناظر مسئله ډنګوي، کله د علم غیب مسئله ډنګوي، کله د استمداد، کله د نور او بشر، کله د میلاد، کله د عرس، کله د ختم او کله دا چټیات او کله هغه چټیات بیانوي. خو په اهل علمو باندي دا خبره مخفی نده چی زمونږ او ددوي ترمنځ اختلاف په دي مسائلو کی نده بلکی اصلی او عمده خبره دا ده چی وهابیان، سلفیان، اهل حدیث او خوارج د انبیاؤ او اولیاء کرامو اهانت کوونکي دي. دوي هم اولیاؤ او هم انبیاؤ ته سپکي سپوري وایی. دا نه یواځي زمونږه دعوه ده بلکي د همدي حزبونو بعضی کسان په همدي باندي پخپله اعتراف کوی. د مثال لپاره به یی زه یو څو وړاندي کړم.

د وهابیانو علامه داؤد غزنوي په خپل کتاب داؤد غزنوي صفحه ۸۷ مطبوعه لاهور کی لیکی:
اهل حدیثو د حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه روحانی بد دعا اخیستي ده، ځکه چی هرځای کی کینی نو ابوحنیفه او ابوحنیفه نوم اخلي کوم چی بیشکه یوه بی عزتي ده، دویته په کار دي چی امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ووایی ځکه چی هغه یو ډیر ستر عالم تیر شویده.

د وهابیانو مجتهد او مترجم صحاح سته ماسوا ترمذی علامه وحید الزمان حیدرآبادي لیکی:
غیرمقلدین چی ځانته اهل حدیث وایی داسی یو بی ځایه ازادی اختیار کړی چی نه د اجتماعی مسائلو پرواه لري، نه د سلف صالحینو پروا لري، نه د تابعینو او صحابه وو پروا لري او نه د قرآن د تفاسیرو پروا کوي، صرف او صرف په خپله رایه روان دی او د احادیثو تفسیر هم نه مني.
دی اضافه لیکی چی بعضی اهل حدیث صرف رفع الیدین او امین بالجهر کولو ته اهل حدیث وایی. باقی د آدابو، سننو او اخلاق نبوي نه هیڅ خبر ندي. دوی د ائمه مجتهدینو، اولیاؤ او حضرات صوفیه ؤ په حق کی بی ادبی کوي او ګستاخی کلیمی استعمالوی. له ځان نه غیر نورو ټولو مسلمانانو ته مشرک او کافر وایی. په هر خبره کی مسلمانان قبر پرستان بولي. (لغات الحدیث، صفحه ۹۱، دریم جلد، حیات وحید الزمان صفحه ۱۰۲ مطبوعه کراچی)

د وهابیانو امام عبدالجبار غزنوی وایی: زمونږ په زمانه کی داسی یوه نوي فرقه پیداشویده چی ځانته د حدیث متبعین وایی خو د سلف او خلف علماء نه مني، په ډیر کمزوری مشکل سره احادیث ردوی، د صحابه و اقوال باطل بولی او خپل بیهوده خیالات په هرشی مقدم بولی. (فتاوي علماء حدیث، اووم جلد، ۸۰ صفحه، مطبوعه لاهور.

همدارنګه د وهابیانو بل امام، امام العصر محمد ابراهیم میر سیالکوټی په خپل کتاب کی لیکی:
اهل حدیث ورورڼه دي د خپلو بعضو مشرانو په تقاریرو نه غولیږی ځکه چی اکثریت مشران د اهل حدیث اوس د انګریزانو په اشارو چلیږی او د مسلمانانو په منځ کی تفرقه اچوی. (احکام المیت، صفحه ۳۶)
اوس تاسی وګوري چی د فقهی او امامانو نه منل یی په امت کی تفرقه اچول دي او کنه؟ دا بالکل د انګریز غلامان دي او معاشونه خوري ترڅو د اسلام دین له منځه یوسي یا کنډوکپر کړی.

نو دا ثبوت د فقهی نه دویته مهم ده او نه یی ضرور بولي بلکی ددوي اصلی هدف اهانت د اولیاؤ او انبیاؤ ده او دا اهانت ددوي اذلی بدبختي ده او په همدي کی به یی ان شاء الله د غضب ملائیکو سره ملاقات کیږی.
که دوی د فقهی ثبوت غواړي او فقه دي هم په لکونو کتابونه ولري نو ته او خداي چی دا به د ټول افغان په بحثفورم کی د حل او فصل امکان ولري؟ نه! هیڅکله یی هم نلري او دوی هم په دی پوهیږی چی دا کار نا ممکن ده خو چی کلک نیښتي دی مطلب یی صرف د اسلام مقابله او بدنامول دي ځکه چی په دي باندي دوی معاش خوري، که دوي یی نه خوري نو ددوي مشران خو یی بیشکه او بی شبهی خوري.

دریم: څه وخت مخکي مو که یاد وی په ټول افغان کی یو کافر پیدا شوی وه چی ماڼوګل نومیده او که بله څه بلا وه چی اتیست وه او خداي جل جلاله یی نه منه. دغه ټول مسلمانان له ما پوري پری ستړی شول خو چی ریښتیا خبره وی یوه هم اسلام دین او الله جل جلاله ورته ثابت نه که. نو هرکله چی اسلام دین هغه ته ثابت نکړای شو نو ایا تاسو به اوس له اسلام دین نه ګرځئ؟ نه دا دین که ثابت نکړای شو نو دا زمونږه کمزوری او دهغه خرتوب وه. اسلام پخپل ځای سالم ده او ترقیامته به سالم وی او دا دین اوس داسی اندازی ته رسیدلای دی چی په کامله توګه له دینه په غناء کی ده چی جر او بحث پری وشی.
همدارنګه دا فقه، تقلید، او د امامانو خبرو ته احترام اوس دي اندازی ته رسیدلای ده چی په کامله توګه له دي نه په غناء کی ده چی جر او بحث پری وشي.

دا خوارج + انګریزان به ډیر دا کوششونه جاری وساتي چی دا دین له منځه یوسی او یا یی پوره بدنام کړی خو الحمد الله ددي دین ساتنه الله جل جلاله پخپله غاړه اخیستي ده، او هرکله که دا دین ډیر کمزوری شه نو بیا به اسدالله (مهدي اخیرزمان) الله جل جلاله رالیږی.

والسلام


حمید هڅــاند
14.07.2012

ټولو درنو، وزیري، وصیل پېروز، حذیفه، مومن مهاجر، لرغونی، اکرم او لوستونکو ته یوځلې بیا سلامونه مخته کوم.
حذیفه وروره، موږ وروسته وروسته یواځي لوستونکي پاتي شوو او بحث مو تاسو پرېښود. زه هم له وزیري صیب څخه په خپل وار هیله کوم چې ټاپې لګول پرېږدي، استدلال دي د وس تر کچې د ایت او حدیث په رڼا کې وکړي، په ځانګړې توګه هله چې حذیفه ورور ورته ایت او حدیث وړاندي کوي. د وزیري صیب وروستۍ لیکنه مي په غور ولوسته ( له غوښتنې سره سم ) او غواړم څو کرښې پرې تورې کړم:

محترم وزیری صیب، تاسو لیکلي:
[quote:d5ed357d43]اول: د حذیفه مثال نا مناسبه استعمال لري[/quote:d5ed357d43]
د حذیفه صیب مثال داسي څه ؤ:
[quote:d5ed357d43]هسي اوتي بوتي خو شيعه هم وایي ، نو اوس به زه په دې مکلف يم چي هغه د يو هندو کتاب ته حواله ورکړې ده او زه به يې منم چي هو ! ولا همداسي ده [/quote:d5ed357d43]
حذیفه دلته دومره غواړي ووایي چې یوځلې له ماویلو او تا ویلو را وګرځه او هغه د دوی خبره په نغذو چغدو راسره وغږېږه. او د شیعه ګانو استدلال خو به تاسو هم ولیدلی وي چې ځینی مهال په هندو کتابونو هم حواله ورکوي. ما پخپله یوځای کې لیدلي چې د سای بابا یوه خبره د حوالې په توګه نقل شوې وه.

[quote:d5ed357d43]دوهم: حذیفه، وصیل پیروز، مومن مهاجر او نور ټول غیرمقلدین، خوارج، وهابیان، سلفیان او اهلحدیث نه یواځی په پورته ذکر شوی فتوه بلکی په ټوله فقه، په ټولو فتاوو، په ټولو امامانو باندي د خطاء ګمان کوي او د شک نه بلکی د شکونو په سترګو ورته ګوري.[/quote:d5ed357d43]

زه فکر نه کوم چې دوی دي ستاسو له دغو نقل کړو نومونو څخه یو هم خوښ کاندي، نو څنګه به یې په ور ګډ کړې؟ وزیري صیب، زه یو مسلمان یم ( الحمدالله) او که مې په مذهب پسې وېشې نو حنفي یم ( البته زه ځان ته د مسلمان توری خوښوم). خو زه په دې عقیده هم یم چې امام صیب نه خو پیغمبر ؤ او نه له سهوې خالي. د یو انسان په توګه، امام صیب او نور ټول درانه علما بشپړ کېدای نه شي. کله چې د هر لوی دینی عالم خبرې په وړاندي رسا نبوي لارښونه رامخې ته شي نو زه ځان مکلف بولم چې دینی عالم خبره، په ټول احترام او ادب، شاته وغورځوم او نبوي لارښوونه باندي عمل وکړم. د دغو خبرو په رڼا کې، که تاسو له کتابونو څخه نقلونه کوﺉ خو حذیفه بیا حدیث شریف بیانوي نو تاسو څه فکر کوﺉ چې څوک به ستاسو ومني؟
د وهبیانو او نورو په وړاندي تاسو غږېدلي یاست، خو ګورﺉ زما فورمول ساده دي، زه د خلکو کړنې له کتاب الله او سنتو سره پرتله کوم تر څو وګورم چې څوک څنګه دی، نه داچې له ډلو ټپلو ته پام واړوم.

[quote:d5ed357d43] اسلام پخپل ځای سالم ده او ترقیامته به سالم وی او دا دین اوس داسی اندازی ته رسیدلای دی چی په کامله توګه له دینه په غناء کی ده چی جر او بحث پری وشی.
همدارنګه دا فقه، تقلید، او د امامانو خبرو ته احترام اوس دي اندازی ته رسیدلای ده چی په کامله توګه له دي نه په غناء کی ده چی جر او بحث پری وشي. [/quote:d5ed357d43]
بېشکه اسلام رښتینی دین دی، خو دا مو په یاد وي چې اسلام د استدلال دین دی، البته د هغو کسانو لپاره چې پوهه ولري. او تاسو خو دیني پوه یاست، تاسو خو باید بیخي داسي خبره ونه کړﺉ. په دنیا کې چې د دعوت سلسله روانه ده او هر کال بې شمېره خلک مسلمانان کېږي، ایا پوهېږﺉ چې هغوی د استدلال پر مټ اسلام مني؟؟ وخت نه شته، چې په دې اړه مې د اسلام د ستر داعی د اسلام راوړلو کیسه درته لیکلې وای. محترم وزیری صیب، د استدلال زور ما پخپلو سترګو لیدلی دی چې څنګه کافر بالاخره د دلیل او سند په زور د اسلام حقانیت مني.
او هوکې، د ډلو ټپلو په سر بحث پرېږده، ځکه دلته هیڅ تړاو هم نه لري.

په ټول درنښت[/code]


larghonay laraway
14.07.2012

السلام عليکم!
ياره وزيري صيب ستاسو وروستۍ ليکنې د غير مقلدينو شک په يقين بدل کړ چې تاسو دليل نه لرئ!
ځکه تاسو ليکلي:
[quote:10821d704f]
مونږ به کوم عبارت د فقهی دویته په آیت او حدیث ثابتوه. دا له هیچا نه هم پټه نده چی د څلورو مذاهبو د فقهی کتابونه له لکونو جلدونو نه زیات دي. [/quote:10821d704f]

وزيري صيب دا چې په قرآن او حديث ثابت نه وي نو مونږ يې ولې ومنو!
مونږ خو هم له کوم امي نه پوښتنه نه ده کړې بلکې تاسو چې په فقه کې ډېره مطالعه لرئ بيا مو هم خپل دليل په قرآن او حديث کره نه کړ !
ايا ښه نه وه چې حق ته دې غاړه ايښې وای او له خپلو بې بنسټه خبرو تېر شوی وای؟
ايا دا شهامت او ميړانه نه ده چې څوک دليل ونه لري او خپله غلطي ومني څو نور لوستونکي سمه لار ومومي؟
ايا دا تاسو ته يو ښه چانس نه دی چې دليل نه لرئ په ژوند له بې بنسټه خبرو او عقيدې تېر شئ؟
په دې پوښتنو په پوره حوصله فکر وکړه او بيا څه وليکه يو غر په بل ونه ولې
مننه
لرغونی لاروی


وزیري
15.07.2012

لاروی صاحب ستا د رهنمائی په مطابق به یو څه ولیکم


larghonay laraway
15.07.2012

مننه وزيري صيب!
يوازې تاسو نه بلکې حذيفه صيب هم بايد روښانه کړي چې دی فرض ، واجب ، سنت ، مستحب ، مباح ، حرام او مکروه څنګه تعريفوي . ځکه ستاسو له خوا د واجبو معمول فقهي تعريف خو ځکه نه مني چې شک او ګومان په کې دی او دی به حتما وايي (دع ما یربک لما لایریبک) نو دی هم بايد خپل تعريفات وړاندې کړي او بالاخره بايد ږيره هم پرې نږدئ د بحث په پای کې روښانه کړئ چې تاسو وايئ چې واجب ده او که تر تاسو وړاندې نورو علماوو عم همدا خبره کړې ده!
مننه
لرغونی لاروی


وزیري
15.07.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

لاروی صاحب شاید تاسو او نورو وروڼو نه هم اوس مسئله ورکه شوي وي چی اخیر دا زمونږ بحث په څه شی روان ده. ځکه چی دا بحث اول د ږیري وه او بیا په یقینی او ظنی اصطلاحاتو وه او اوس بل بل شی په کی ویل کیږی. ددي په خاطر چی بحث په یوه کلیمه کی راجمعه کړمه هغه په فقه باندي ده. دا خوارج وایی چی مونږه یواځی او یواځی آیت او حدیث منو او نور هیڅ هم نه منو ترڅو پوري چی په آیت او حدیث نه وی ثابت چی بیا هم هماغه آیت او حدیث شه. دوي تریوه حده پوري ریښتیا هم وایی خو هغه متل ده چی خبري ښې کی خو کونې یی ګږې کی.

حقیقت داده چی مونږه اهل السنة والجماعة فقه داسی منو لکه آیت او حدیث چی منو. یعنی مونږه د دري منبعو پیروي کوه. دلیل یی څه شی ده؟

دلیل یی دا ده چی الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کی د دري اطاعتو امر کړیده چی: د سورة النساء په ۵۹ آیت کي الله جل جلاله مهرباني کوی:
یآیها الذین امنو اطیعوا الله و اطیعوا الرسول و اولی الامر منکم. ددي آیت کریمه مطلب دا ده چی ای ایمان والاو! ای هغه کسانو چی تاسو ایمان راوړیده، حکم ومنئ یا اطاعت وکړی تاسو د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او حکم ومنئ یا اطاعت وکړي پخپل منځ کی د اهل حق یا د خاوندانو د حکم.

اوس په دي ایت کریمه سره دا پوره ثابته شوه چی دا خوارج ددي پورته ذکر شوی آیت کریمه په خلاف روان دي. دا ځکه چی الله جل جلاله د دري اطاعتونو امر کوي او دوي فقط همدا خبره کوی چی مونږه یواځی او یواځی آیت او حدیث منو او نور هیڅ هم نه منو. نو کله چی دوی د ددي ایت کریمه اخیره برخه نه مني او نه یی عملي کوي نو تاسو څه فکر کوي چی مرتد نور څه شی ته وایی. د قرآن کریم له یو حرف نه منکریدل سړی کاملا کفر ته باسي.

اوس راځم دیته چی دا (اولی الامرمنکم) څوک دي؟ بی شکه چی دا لفظ د قرآن ده او قرآن کریم خپل تفاسیر لري. زه به د نموني په ډول لاندي د یوڅو معتبرو تفاسیرو نظریات درسره شریک کړمه چی د مفسرینو په نزد (اولی الامر منکم) څوک دی.

اول:
تفسير مفاتيح الغيب ، التفسير الكبير/ الرازي، ددی آیت کریمه لاندي لیکی:
(وَأُوْلِى ٱلأمْرِ) أهل الحل والعقد من الأمة، وذلك يوجب القطع بأن إجماع الأمة حجة. بیا ورپسی لیکی: المراد العلماء الذين يفتون في الأحكام الشرعية ويعلمون الناس دينهم، وهذا رواية الثعلبي عن ابن عباس وقول الحسن ومجاهد والضحاك.
نو له دی تفسیر نه دا معلومه شوه چی الله جل جلاله وایی چی د امت اجماع حق ده، پیروي یی وکړي. دوهم، له دي ایت نه هغه علماء حق مراد دی چی په احکامو شرعیه کی خلکو ته فتوي ورکوي. او بیشکه چی اهل الحل والعقد د امت هغه علماء دی چی فقه یی جوړه کړیده.

دوهم:
تفسير الدر المنثور في التفسير بالمأثور/ السيوطي ددي آیت کریمه لاندي لیکی:
أخرج عبد بن حميد وابن جرير وابن أبي حاتم عن عطاء في قوله { أطيعوا الله وأطيعوا الرسول } قال: طاعة الرسول اتباع الكتاب والسنة { وأولي الأمر منكم } قال: أولي الفقه والعلم.
په دی تفسیر کی خو په ډیر وضاحت سره دا لیکل شویدي چی د اولی الامر منکم نه مراد د فقه عالمان دی.

دریم:
تفسير الجامع لاحكام القرآن/ القرطبي ددي ایت کریمه لاندي لیکی:
(وَأُوْلِي ٱلأَمْرِ) أهل القرآن والعلم؛ وهو اختيار مالك رحمه الله، ونحوُه قولُ الضحاك قال: يعني الفقهاء والعلماء في الدين.
په دی تفسیر کی هم علامه قرطبی صاحب وایی چی له اولی الامر منکم نه مراد فقهاء او علماء دي.

څلورم:
تفسير فتح القدير/ الشوكاني، ددی ایت کریمه لاندی لیکی:
وأولي الأمر هم: الأئمة، والسلاطين، والقضاة، وكل من كانت له ولاية شرعية لا ولاية طاغوتية.
په دی تفسیر کی هم ترینه مراد آئمه شول چی خوارج یی په تیګو ولي.

پنځم:
تفسير بحر العلوم/ السمرقندي، ددی آیت لاندي لیکی:
(وَأُوْلِي ٱلأَمْرِ مِنْكُمْ). يعني أطيعوا أولي الأمر منكم. قال الكلبي ومقاتل: يعني أمراء السرايا. وقال الضحاك: يعني الفقهاء والعلماء في الدين.

شپږم:
تفسير معالم التنزيل/ البغوي، ددی آیت کریمه لاندی لیکی:
اختلفوا في { أُوْلِي ٱلأَمْرِ } ، قال ابن عباس وجابر رضي الله عنهم: هم الفقهاء والعلماء الذين يعلِّمون الناس معالِمَ دينهم، وهو قول الحسن والضحاك ومجاهد، ودليلُه قوله تعالى:
(وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى ٱلرَّسُولِ وَإِلَىٰ أُوْلِى ٱلأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ ٱلَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُم)
یعنی په دی کی علماؤ اختلاف کړیده چی اولی الامر څوک دی. بیا ابن عباس او جابر رضی الله عنهم ویلی دی چی دا فقهاء او علماء الدین دی. دا قول د حسن، ضحاک او مجاهد هم ده. دوی ددی لپاره چی پورتني ذکر شوی ایت مبارک دلیل هم لري چی له دینه مراد فقهاء دی. دا بالکل صحیح تفسیر ده ځکه تفسیر القرآن بالقرآن ده.

ددي په خاطر چی لیکنه می ډیره اوږده نشی نو نور به خالی د تفاسیرو نومونه ولیکم چی له دي ایت کریمه نه یی مراد فقهاء، علماء او ائمه دین اخیستي دي. که وخت مو پیداکه او همدا تفسیرونه مو پیدا کړه نو پخپله یی ولولی.
تفسير زاد المسير في علم التفسير/ ابن الجوزي
تفسير تفسير القرآن/ ابن عبد السلام
تفسير مدارك التنزيل وحقائق التأويل/ النسفي
تفسير لباب التأويل في معاني التنزيل/ الخازن

اوس نو چی دا ثابته شوه چی پر مونږه باندي د فقه د علماؤ هم حق شته ده نو ددوي پورتنی تقسیم چی د فرض، واجب، سنت او داسی نورو شیان په مینځ کی یی کړیده حق ده او که د حق په سترګو ورته وګورو نو دا کوم داسی یو تقسیم هم نده چی د ایت او حدیث پر خلاف وی. نو هرکله چی ددوي اجتهاد او نظر د ایت او حدیث په خلاف نه وی نو دریمه مرجع ده چی خبره یی باید په اسلامی قواعدو کی ومنل شی. نو زما ټولو خوارجو ته دا نصیحت ده چی له تفرقه نه ځان وساتي او له سواد اعظم سره یوځای شی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاندي ذکر شوی حدیث مبارک په خپل ژوند کی عملي کړی او له دي جماعت نه ځان مه باسئ.
یا ایها الناس علیکم بالطاعة والجماعة فانها حبل الذی امر به وان ما تکرهون فی الجماعة خیر مما تحبون فی الفرقة. (هیثمی، مجمع الزوائد، پنځم جلد، صفحه ۲۲۲)
جماعت خو به پیژنئ چی څه شی ته ویلای شی. وګورئ چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه را پدیخوا اکثریت د مسلمانان په کومه خوا زغلي؟ بی شکه چی جواب به یی تقلید د آئمه اربعه ؤ وی او پیروی د همدي دري اطاعتونو.

وما علینا الا البلاغ
والسلام


اکرم
15.07.2012

وزیری صاحب! الله مو کامیاب لره ، ډیر زیار مو ښکلی ، دټولو په واړاندې مو ډیرې ښکلې جوابی لیکنې کړي ، دچا خبرو پسې مه ګرځه دوی هسې کلانکارۍ پسې اخیستی دي او ځان ورته دسترو متقدمو علماؤ څخه هم تکړه ښکاری ، دا دمفتو ریالونو حکمت دی کومه علمی لاسته راوړنه نده !!!!
اوهغه نور چې د اقتصاد او نورو مسلکو خاوندان دي د هغوی یې په دې متبحره ځانګړو خبرو څه ؟؟؟ هغوی یوا ځې په پوره درناوی ، په پوره درناوی سوال مطرح کولی شي اوبس ، ډیرو دا اوریدلې چې علی آباد شهر است.!!!! ولې نه چنین است ونه چنان !
صد سال میباید تا پخته شود خامی ................... صوفی نشود صافی تا درنکشد جامی

بیاهم ستاسو له زیار څخه یو نړې مننه ، او تر څو ستاسې په شان دعلم غوښتونکي وي
زه مطمن یم زمونږ اسلامی ټولنه پیاوړې ده.
او دخوارجو دې تل خونه چپه وي :wink:

ډیره مننه


larghonay laraway
15.07.2012

السلام عليکم!
لومړی خو بايد اکرم ته ووايم چې يا پوښتنه کوه چې څه زده کړې ځکه الله جل جلاله وايي: فاسئلو اهل الذکر ...
يا ښوونه کوه چې نور درنه څه زده کړي
نو ته خو اوس هيڅ شی هم نه يې. نه دې پوښتنه کړې او نه ښودنه بس هوايي خبرې دې ليکلي دي!

اوس به راشم د وزيري صيب ليکنې ته. ښاغليه تاسو د (... اولی الامر ...) څخه فقه ثابتوئ او دا هم وايئ چې فقه د قرآن او حديث په څېر منو نو که چېرته دغه اولی الامر يا فقهيان له قرآن او حديث سره په ټکر کې راشي بيا څه کوئ؟
ايا اور ورته اچوئ؟
دلته خو ښکاره ټکر دی ځکه چې ستاسو د دلايلو له مخې فقه د واجبو تعريف داسې کوي چې (... په ظني دليل سره ثابت شوي عمل ته واجب وايي) په داسې حال کې چې
حديفه صيب ليکلي وو:
[quote:986ec182b6]لْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي(یوسف : ۱۰۸)
ژباړه : ورته ووايه ! دا زما لار ده ، زه د الله لورته په پورته یقين او بارو خلک رابولم ، زه او هغه څوک چي زما پيروي کوي .
بل لورته د ګومان په اړه رسول الله صلی الله علیه سلم ويلي دي :
إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ، فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ(بخاری کتاب الادب باب النهی عن التحاسد و التدابر حدیث نمبر : ۵۷۱۷)
ژباړه : تاسو له ګومان څخه ځانونه ساتئ ، ځکه ګومان ډېر ستر دروغ دي .
[/quote:986ec182b6]
په همدې ترتيب له (دع ما يريبک لما لايريبک) سره څه کوئ؟
بله دا چې تاسو ويلي د مسألې يا موضوع له ګډوډۍ سره مخ يئ نو زه به يې درته لنډيز ووايم چې مسأله د ږيرې په اړه وه چې تاسو ټولو د وجوب حد ته ورسوله او بيا د واجبو په تعريف کې بحث تود شو چې اوس هم همغه دی ولې دا چې تاسو د واجبو تعريف له فقهي منابعو راخيستی ؤ نو حذيفه درسره نه منله او همدا موضوع اوږده شوه.
مننه
لرغونی لاروی


hewad
15.07.2012

ګرانو قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ

ښاغلی حذيفه څو پوښتنې لرم هيله ده چې معلومات راکړئ٠

1- ښاغلی وزيری وايي ږيره واجب ده او بايد قبضه شي٠ تاسو څۀ وايئ چې ږيره سنت ده کۀ واجب؟ د ږيرې خريونکی کافر دی، فاسق دی کۀ کوم بل شی؟

2- تاسو فقه نۀ منئ٠ لۀ دې ښکاري چې قياس هم نۀ منئ٠ اوس دا ووايئ چې د تلويزيون کتل ، د موټر چلول او داسې نور شيان جواز لري او کۀ حرام دي؟ هيله ده چې پۀ ايت شريف او حديث يې ثابت کړئ٠

3- کۀ يوۀ صحابي يو عمل تر سره کړئ وي او يا يې کومه پرېکړه کړي وي٠ د دې عمل يا پرېکړې منل پر موږ حتمي دي؟ د بېلګې پۀ ډول اسلامي کليزه د حضرت عمر رض پۀ امر او وخت کې رايج شوېده٠

4- د اولامرمنکم پۀ اړه تاسو څۀ وايئ؟ ځکه څوک وايي علما دي، څوک وايي حاکمان دي او څوک وايي موروپلار دي٠

ښاغلی حذيفه
هيله د خپلې وعدې سره سم پۀ ايت او حديث ځواب راکړئ٠

پۀ درنښت
هېواد


وزیري
16.07.2012

لاروی صاحب که څه هم له لیکنو نه غیر مقلد معلومیږی خو درسره تنګیږم ځکه نه چی یو قسم ته انسانیت هم لري او په څنګ کی د زده کړی کوشش هم کوي. انتقادونه دي هم پرځای دي. اوس راځم ستا پوښتنو ته:
له ټولو نه مخکي به زه درته د علم الفقه تعریف وکړم.

علم الفقه: هو العلمُ باالأحکام الشرعیة العملیة المُکتسَب مِن أدِلَّتِها التَّفصِیلیَّة (وهبه زحیلی، الوجیز فی اصول الفقه: ۱۴). فقه هم د نورو علومو په شان یو علم ده چی یقین او ظن په کی شامل ده ځکه چی احکام هم کله په دلیل قطعی سره ثابت وی او کله په دلیل ظنی سره ثابت وی. نو فقه د احکامو علم ده، نو کله چی فقه د احکامو علم شه نو نور ټول هغه علمونه چی احکامو پوری نه وی تړل شوی له دي دائری نه ووتله. احکام هم ډیر قسمونه لری نو فقه د هغو حکمونو په باره کی غږیږی چی الشرعیة وی، نور ټول هغه احکام چی الشرعیه نه وی له فقهی نه ووتل لکه احکام عقلی، تجرباتی احکام او داسی نور. نو اوس د الشرعیة احکام په دائره کی هم بی شماره احکام شته ده لکه ایمانیات، عقاید، عبادات، اعمال، مناکحات، اخلاقیات او داسی نور. خو فقه لکه په تعریف کی یی چی العملیة راغلی دی مخصوصه کیږی. نو فقه هغه شرعی احکام چی دارو مدار یی له عمل سره وی بحث کوی. او همدارنګه علم الفقه یو استنباط شده علم ده چی له تفصیلی دلائلو نه اخستل شویده. دا دلایل به له قرآن، حدیث، اجماع او قیاس وی. خلاصه داسی ویلی شو چی هر هغه اعمال او افعال چی تعلق یی له عملی شرعی احکامو سره وی د فقه په دائره کار کی راځی لکه عبادات، معاملات او هغه احکام چی په هغه کی جرائم او سزاګانی بیانیږی لکه قتل، غلا، غصب او آبرو ریزی. د کومو تعلق چی له دی قسم سره نه وی، هغه په فقه کی نه راځی لکه اخلاقیات او ایمانیات.

دوهم تا پوښتنه کړیده چی: که چیرته دغه اولی الامر يا فقهيان له قرآن او حديث سره په ټکر کې راشي بيا څه کوئ؟
جواب: د اجتهاد او قیاس لپاره همیشه د رسول الله صلی الله علیه وسلم اقوال معیار دي. د څلورو مذاهبو امامان په یوه غږ سره پخپله داسي وایی:
اذا صح الحدیث فهو مذهبی (ابن عابدین، الحاشیه، اول جلد، صفحه ۶۳) یعنی هر هغه حدیث چی صحیح وی هغه زما مذهب ده.
په بل ځاي کی وایی: اذا قلت قولا یخالف کتاب الله وحدیث الرسول فاترکوا قولی (پورتنئ حواله) یعنی هرکله مو چی زما خبره د آیت او حدیث په خلاف کی ولیده نو ترک کړی زما خبره.
امام مالک صاحب وایی: انما انا بشر خطئ و اصیب فانظروا فی رای فکل ما وافق الکتاب والسنة فخذوه وکل ما لم یوافق الکتاب والسنة فاترکوه (ابن حزم، الاحکام، شپږم جلد، صفحه ۲۲۴)
یعنی زه فقط یو انسان یمه، غلط او صحیح دواړه قسمه فتوی ورکولای شم. نو زما په رایو کی غور وکړي، که د کتاب او سنت سره برابره وه قبوله یی کړی کنه رد یی کړی.

دریم، دا فقه داسی کوم نوي شی نده چی یواځی او یواځی د امام اعظم صاحب له زماني نه به را شروع شوي وی بلکی دا د صحابه ؤ په منځ کی هم موجوده وه او فقیه صحابه هم وه چی په فقه کی یی مهارت او شهرت درلود. د نموني لپاره به زه د حضرت عمر رضی الله عنه قول درته وړاندي کړم. حضرت عمر رضی الله عنه خو دا امر کړای وه چی هر څوک که د قرآن په باره کی سوال لري نو ابی بن کعب ته دی راشي او هرڅوک که د فرائضو په باره کی سوال لری نو زید بن ثابت ته دی راشی او که څوک په فقه کی سوال لری نو معاذ بن جبل رضی الله عنه ته دی راشی. حدیث داسی ده.
من اراد ان یسأل الله عن القرآن فلیأت أبی بن کعب، ومن اراد ان یسال عن الفرائض فلیات زید بن ثابت، ومن اراد ان یسأل عن الفقه فلیات معاذ بن جبل، و من اراد ان یسأل عن المال فلیاتنی فان الله تعلی جعلنی له خازنا و قاسما. (بیهقی، السنن الکبری، شپږم جلد، صفحه ۲۱۰، حدیث نمبر ۱۱۹۶۹) همدا حدیث په ابن ابی شیبة په المصنف، حاکم په المستدرک، هیثمی په مجمع الزوائد او قرطبی په الجامع لاحکام القرآن کی ذکر کړیده.

لاروی صاحب ستاسو دوهم سوال داسی وه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم خلک په یقین سره دین ته رابلل او زه (وزیري) د ظن خبری کوم.
محترم لاروی صاحب دا د خوارجو، وهابیانو، سلفیانو، اهلحدیثو او وغیره ګمراهو ډلو یوه دیره غټه نښانه ده چی آیت کریمه به غلط غلط استعمالوي. دا آیت شریف الله جل جلاله ته رابلل په مقابله د بتانو کی ده، یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی چی د بتانو عبادت شرک ده او زه تاسو توحید ته رابولم او یا الله جل جلاله ته د ځوي لرلو نسبت مه کوي نو توحید ته رابلل د بتانو په مقابله کی خو بالکل په یقین سره ده. دي کی خو دشک ځای نشته. په اخیر د آیت کی که دي فکر وی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی (وما انا من المشرکین) نو دا آیت د اسلام په اساسي نقطی باندي غږیږی چی توحید ده او دي خوارجو په څه کی استعمال کړیده.
لاروی صاحب زه دا په پوره یقین سره ویلای شم چی یو سل تفسیره خو وګوره همدا زما خبره به یی لیکلي وی. د نموني لپاره به زه د طبري تفسیر لیکنه درته را واخلم.

يقول تعالـى ذكره لنبـيه مـحمد صلى الله عليه وسلم: { قُلْ } يا مـحمد { هَذِهِ } الدعوة التـي أدعو إلـيها، والطريقة التـي أنا علـيها من الدعاء إلـى توحيد الله وإخلاص العبـادة له دون الآلهة والأوثان والانتهاء إلـى طاعته وترك معصيته، { سَبِـيـلِـي } وطريقتـي ودعوتـي { أدْعُو إلـى اللّهِ } وحده لا شريك له { علـى بَصِيرَةٍ } بذلك، ويقـين علـم منـي به، { أنَا وَ } يدعو إلـيه علـى بصيرة أيضاً { مَن اتَّبَعَنِـي } وصدّقنـي وآمن بـي. { وَسُبْحانَ اللّهِ } يقول له تعالـى ذكره: وقل تنزيهاً لله وتعظيـماً له من أن يكون له شريك فـي ملكه أو معبود سواه فـي سلطانه، { وَما أنا مِنَ الـمُشْرِكِينَ } يقول: وأنا بريء من أهل الشرك به، لست منهم ولا هم منـي.

دریمه پوښتنه دی ده چی د (دع ما يريبک لما لايريبک) سره څه کوئ؟ ددي حدیث لپاره هم باید د استعمال ځای وپیژندل شی. که زه دا خبره تاته پریږدمه او ووایم چی ځه واجب که په دلیل ظنی سره ثابت دي نو پریږدو یی نو راسره مني یی؟ یا که ووایو چی ځه ظنی دلیل نشته نو وتر فرض دی نو راسره مني یی؟ او که ویی منو نو دلیل به مو څه وی.

لاروی صاحب، زه خو دا څو ورځی کیږی چی هري پوښتني ته پوره ځوابونه وایمه او ډیر وخت می هم پری ضایع کیږی. زما په یقین چی زما له طرف نه به همدومره بس وي ترڅو چی حذیفه ستا د یو سوال جواب ووایی. سوال دي دا وه چی که د فقهی د احکامو ویش نه مني او بی دلیله درته ښکاري نو ته یی په ایات او حدیث تقسیم کړه چی فرض څه شی ته وایی او په څه دلیل، واجب څه شی ته وایی او په څه دلیل، سنت څه شی ته وایی او په څه دلیل؟؟؟

والسلام


اکرم
16.07.2012

[quote:26ea4df91a]لومړی خو بايد اکرم ته ووايم چې يا پوښتنه کوه چې څه زده کړې ځکه الله جل جلاله وايي: فاسئلو اهل الذکر ...
يا ښوونه کوه چې نور درنه څه زده کړي
نو ته خو اوس هيڅ شی هم نه يې. نه دې پوښتنه کړې او نه ښودنه بس هوايي خبرې دې ليکلي دي! [/quote:26ea4df91a]

ډیر ښه لرغونیه !

تا د بیقونی منظومه کله لوستې ؟؟ داسې ښکاری چې په عربی پوهیږې ! داسې وکړه کله چې حدیث شریف را نقل وي (((دع ما يريبک الي ما لايريبک )) دحدیثو دعلم اساسی قاعده له یا ده مه باسه ،او درسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث په پوره سند رانقل وه .

په دې اړه به د بیقوني دا لاندې منظومه درسره مرسته وکړي !
که دې تر اوسه نوي لوستی اوس یې ولوله او ځان پرې پوه کړه چې کار دې آسانه شي . دادی ما یې داوړه متن او لفظ در ته را نقل کړل .

ټوله منظومه ۳۴ بیته ده او دومره اوږده نده چې په ستونځو واوړې .

خو که په شرحه کې یې کوم مشکل سر ه مخا مخ شوې ورور دې مرستې ته حاضر دی .
مننه


http://www.youtube.com/watch?v=W5p8Mzlp5D8

المنظومة البيقونية

بسم الله الرحمن الرحيم

أبدأُ بالحمدِ مُصَلِّياً على ** مُحمَّدٍ خَيِر نبيْ أُرسِلا

وذِي مِنَ أقسَامِ الحديث عدَّة ** وكُلُّ واحدٍ أتى وحدَّه

أوَّلُها ‏(‏الصحيحُ‏)‏ وهوَ ما اتَّصَلْ ** إسنادُهُ ولْم يُشَذّ أو يُعلّ

يَرْويهِ عَدْلٌ ضَابِطٌ عَنْ مِثْلِهِ ** مُعْتَمَدٌ في ضَبْطِهِ ونَقْلِهِ

وَ‏(‏الَحسَنُ‏)‏ الَمعْرُوفُ طُرْقاً وغَدَتْ ** رِجَالُهُ لا كالصّحيحِ اشْتَهَرَتْ

وكُلُّ ما عَنْ رُتبةِ الُحسْنِ قَصْر ** فَهْوَ ‏(‏الضعيفُ‏)‏ وهوَ أقْسَاماً كُثُرْ

وما أُضيفَ للنبي ‏([color=darkred:26ea4df91a]‏الَمرْفوعُ‏[/color:26ea4df91a])‏ ** وما لتَابِعٍ هُوَ ‏(‏المقْطوعُ‏)‏

وَ‏(‏الُمسْنَدُ‏)‏ الُمتَّصِلُ الإسنادِ مِنْ ** رَاويهِ حتَّى الُمصْطفى ولْم يَبِنْ

ومَا بِسَمْعِ كُلِّ رَاوٍ يَتَّصِلْ ** إسْنَادُهُ للمُصْطَفى فَـ‏(‏الُمتَّصِلْ‏)‏

‏(‏مُسَلْسَلٌ‏)‏ قُلْ مَا عَلَى وَصْفٍ أتَى ** مِثْلُ أمَا والله أنْبأنِي الفَتى

كذَاكَ قَدْ حَدَّثَنِيهِ قائِماً ** أوْ بَعْدَ أنْ حَدَّثَنِي تَبَسَّمَا

‏(‏عَزيزٌ‏)‏ مَروِيُّ اثنَيِن أوْ ثَلاثهْ ** ‏(‏مَشْهورٌ‏)‏ مَرْوِيُّ فَوْقَ ما ثَلاثَهْ

‏(‏مَعَنْعَنٌ‏)‏ كَعَن سَعيدٍ عَنْ كَرَمْ ** ‏(‏وَمُبهَمٌ‏)‏ مَا فيهِ رَاوٍ لْم يُسَمْ

وكُلُّ مَا قَلَّت رِجَالُهُ ‏(‏عَلا‏)‏ ** وضِدُّهُ ذَاكَ الذِي قَدْ ‏(‏نَزَلا‏)‏

ومَا أضَفْتَهُ إلى الأصْحَابِ مِنْ ** قَوْلٍ وفعْلٍ فهْوَ ‏(‏مَوْقُوفٌ‏)‏ زُكِنْ

‏(‏وَمُرْسلٌ‏)‏ مِنهُ الصَّحَابُّي سَقَطْ ** وقُلْ ‏(‏غَريبٌ‏)‏ ما رَوَى رَاوٍ فَقَطْ

وكلُّ مَا لْم يَتَّصِلْ بِحَالِ ** إسْنَادُهُ ‏(‏مُنْقَطِعُ‏)‏ الأوْصَالِ

‏(‏والُمعْضَلُ‏)‏ السَّاقِطُ مِنْهُ اثْنَانِ ** ومَا أتى ‏(‏مُدَلَّساً‏)‏ نَوعَانِ

الأوَّل الإسْقاطُ للشَّيخِ وأنْ ** يَنْقُلَ مَّمنْ فَوْقَهُ بعَنْ وأنْ

والثَّانِ لا يُسْقِطُهُ لكنْ يَصِفْ ** أوْصَافَهُ بما بهِ لا يَنْعَرِفْ

ومَا يَخالِفُ ثِقةٌ فيهِ الَملا ** فـ‏(‏الشَّاذُّ‏)‏ و‏(‏الَمقْلوبُ‏)‏ قِسْمَانِ تَلا

إبْدَالُ راوٍ ما بِرَاوٍ قِسْمُ ** وقَلْبُ إسْنَادٍ لمتنٍ قِسْمُ

وَ‏(‏الفَرَدُ‏)‏ ما قَيَّدْتَهُ بثِقَةِ ** أوْ جْمعٍ أوْ قَصِر على روايةِ

ومَا بعِلَّةٍ غُمُوضٍ أوْ خَفَا ** ‏(‏مُعَلَّلٌ‏)‏ عِنْدَهُمُ قَدْ عُرِفَا

وذُو اخْتِلافِ سنَدٍ أو مَتْنِ ** ‏(‏مُضْطربٌ‏)‏ عِنْدَ أهْلِ الفَنِّ

وَ‏(‏الُمدْرَجاتُ‏)‏ في الحديثِ ما أتَتْ ** مِنْ بَعْضِ ألفاظِ الرُّوَاةِ اتَّصَلَتْ

ومَا رَوى كلُّ قَرِينٍ عنْ أخهْ ** ‏(‏مُدَبَّجٌ‏)‏ فَاعْرِفْهُ حَقًّا وانْتَخِهْ

مُتَّفِقٌ لَفْظاً وخطاً ‏(‏مُتَّفقْ‏)‏ ** وضِدُّهُ فيما ذَكَرْنَا ‏(‏الُمفْتِرقْ‏)‏

‏(‏مُؤْتَلِفٌ‏)‏ مُتَّفِقُ الخطِّ فَقَطْ ** وضِدُّهُ ‏(‏مُختَلِفٌ‏)‏ فَاخْشَ الغَلَطْ

‏(‏والُمنْكَرُ‏)‏ الفَردُ بهِ رَاوٍ غَدَا ** تَعْدِيلُهُ لا يْحمِلُ التَّفَرُّدَا

‏(‏مَتُروكُهُ‏)‏ مَا وَاحِدٌ بهِ انفَردْ ** وأجَمعُوا لضَعْفِه فَهُوَ كَرَدّ

والكذِبُ الُمخْتَلَقُ المصنُوعُ ** علَى النَّبيِّ فذَلِكَ ‏(‏الموْضُوعُ‏)‏

وقَدْ أتَتْ كالَجوْهَرِ المكْنُونِ ** سَمَّيْتُهَا‏:‏ مَنْظُومَةَ البَيْقُوني

فَوْقَ الثَّلاثيَن بأرْبَعٍ أتَتْ ** أقْسامُهَا ثمَّ بخيٍر خُتِمَتْ


حذيفه
16.07.2012

انډيوالانو سلامونه !
تاسو بحث ټول تعقيب کړئ نو مسئله به خپله درته واضحه سي ، ږيره ايله کوله واجب او يا هم فرض دي ، ما چي د واجب کوم توری استمال کړی وو له هغه څخه مي همدا هدف دئ ، د ږيرې لنډول حرام دئ او رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په ايله کولو امر کړی دئ او په دې لنډلو کي يې هيڅ دلیل نه سته د ابن عمر خپل اجتهاد دئ چي زما لپاره دلیل نه سي کېدای او نه زه په دې خلاصېدای سم .
د موټر چلول روا دي او هيڅ مشکل په کې نه سته الله تعالی وايي :
هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا(البقره : ۲۹)
ژباړه : دی هغه ذات دئ چي ستاسو د ګټې لپاره يې ځمکه کي ټول شته پيدا کړي دي .
اوس هر څه چي په ځمکه کي وي هغه روا دي څو چي يې د منعې او حرمت دلیل را نسي ګرده روا دي او په دې کي کومه ستونزه نه سته او که يې تاسو روا نه بولئ نو دلیل يې راوړئ !.
د صحابي عمل زموږ لپاره دلیل نه سي کېدای او څوک چي ږيره خرېوي هغه ګنهګار دئ خو کافر نه دئ .د کفر لپاره په شریعت کي خاص حد سته چي په دې عمل انسان هغه ځای ته نه رسېږي که ته ټول بحث وګورې نو په دې اړ مو مخکي وضاحت کړی دئ دلته يې مازي لنډه يادونه درته کوم .
د فقهې په اړه ما مخکي هم يوه خبره کړې وه چي که دا فقه ټوله له قران او سنت څخه وي نو زه يې په اړه ځيني پوښتنې لرم هغه تاسو را ته ځواب کړئ په سيي دلیل يې راته ثابتې کړئ زه فقه منم ، د وزیرې په شان سرزوري نه کوم زه الحمد لله مسلمان يم او حق پسي ګرزم نه مي د چا پیسې خوړلې دي او نه يې خورم ، د الله دين راته تر هر څه ګران دئ او په دې لټه يم چي هر ځای حق مومم نو منم يې که څه هم چي ما ته يې نااشنا کس تشريح کړي او د کوم مسلک پابند نه يم او نه يې د ځان او بل مسلمان لپاره روا بولم ، موږ په وحې مکلف يو او هغه راته د منلو وړ ده الله تعالی وايي :
اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ(الاعراف : ۳)
ژباړه : د هغه څه پيروي وکړئ چي تاسو ته ستاسو د رب له لوري نازل سوي دي او له دې پرته د نورو وليانو پيروي مه کوئ ډېر لږ پند اخلئ .
په دې ايت کي الله امر وکړ چي د الله له لوري نازل شی ومنو که په دې کي علماؤ ته هم اختیار ور کړو نو د الله کتاب به يو بل سره رد کړي ، ځکه وزیري وايي په هغه ايت کي الله علماؤ ته واک ورکړی دئ او د هغو پيروي يې لازمي کړې ده په دې ايت کي بیا الله وايي د وحې پيروي وکړئ نو اوس خو خبره نوره کشاله سوه د الله کتاب يې بل سره رد وي د وزیري په اند ، بل ځای وايي :
ذَلِكَ بِأَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَأَنَّ الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِنْ رَبِّهِمْ(محمد :۳)
ژباړه : دا له دې امله چي کافرانو د باطل پيروي کړې وه او مومنانو د حق پيروي کړې چي هغه حق يې د خپل رب له لوري وو .
اوس په پوره يقين سره وواياست چي حق له وحې پرته بل ځای کېدای سي ؟ يوازي وحې ده چي له حقيت پرته بل څه نه ده ، همدا وحې ته چي انسان سمې لارې ته رهبري کوي ، په دې کي شک نه سته چي د خلکو فکرونه او اجتهادونه له تېروتنې سره مله وي نو که خطا سي هغه خو حق نه دئ ، معلومه سوه چي حق وحې ده او موږ ته د دې وحې د اتباع امر سوی دئ . بل ځای وايي :
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آَبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آَبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ(القبره : ۱۷۰)
او چي کله دوئ ته وويل سي د الله د نازل سوي قانون پيروي وکړئ دوئ وايي بلکي موږ د هغه څه اتباع کوو چي خپله پلرونه مو پر موندلي دي که څه هم چي د دوئ پلرونه نه په څه پوهېدل او نه پر هدايت ول .
په دې ايت کي الله تعالی وايي چي ما انزل الله ته رجوع وکړئ ؟ اوس ته ووايي د علماؤ خبرې ما انز الله دي ؟
او دا خبره چي له اولی الامر څخه علماء هدف دي سيي نه ده ، ته په دې اړه له شريعت څخه هيڅ دلیل نه لرې ، زه وايم چي له دې څخه امیران هدف دي او زه د دې لپاره خپل دلائل لرم .
يو دلیل خپله په دغه ايت کي ذکر دئ ، الله تعالی وايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا(النساء : ۵۹)
ګورئ ! په دې ايت کي الله وايي که مو په شي کي شخړه سوه نو الله او رسول ته يې ردوئ که علماء ترې هدف سي او الله هغوئ ته په دين کي واک هم ورکړی وي نو بیا ولي خبره يوازي الله او رسول ته درېږي بايد چي اولی الامر بیا هم په کې ذکر وايي چي نه يې دی ذکر کړی نو ښکاره سوه چي د امیر اطاعت لازمي دئ او هغه هم د شرعيت په چوکاټ کي ، بل ځای وايي :
وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ(النساء : ۸۳)
ژباړه : او کله چي دوئ ته د امن يا ويري خبر ورسېږي دوئ هغه امر افشا کوي او که دوئ هغه رسول او مشرانو ته رد کړی وای نو ...
په دې ځای کي له اولی الامر څخه څوک هدف دي خبره د شخړې او جنګ شروع ده ، په دې ځای کي له امره څخه د مسلمانانو بری او يا ماته موخه ده نو په دې ځای کي خبره رسول ته چي تر ټولو مشر امير وو او يا هم مشرانو اصحابو ته چي په نظامي کارونو يې تر دې کشرانو ښه سر خلاصېدی باید رد سوې وای ، تر لمر ښکاره خبره ده چي په دې ځای کي مشران هدف دي نو هتله بیا ولي علماء مراد دي ؟ د دې لپاره څه دلیل دئ ؟ دلیل به له قران اوسنت څخه وي هسي د خلکو بې ځایه خبرې نه منم او نه يې ګورم ، په دې اوتو بوتو به مي وخت مه را ضايع کوئ ، هغه وايي او دغه وايي ، په دې يې زما څه ؟ هر څوک چي وايي د ځان لپاره وايي ، زما ورسره کار نه سته علماء وآيي که جاهلان وايي زه يې نه منم ماته هغه څه راوړه چي له اسمانه نازل سوي وي بیا يې د سر پر سترګو منم .
د دې لپاره چي له اولی الامر څخه امیران هدف دي په حدیثو کي هم ګڼ شمېر احادیث سته يو يې ترې منتخب کوم :
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « مَنْ أَطَاعَنِى فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ يَعْصِنِى فَقَدْ عَصَى اللَّهَ وَمَنْ يُطِعِ الأَمِيرَ فَقَدْ أَطَاعَنِى وَمَنْ يَعْصِ الأَمِيرَ فَقَدْ عَصَانِى ».(مسلم کتاب الامارة باب وجوب طاعة الامراء فی غیر معصیة حدیث نمبر : ۴۸۵۲)
ژباړه : ابوهریره وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : که چا زما اطاعت وکړ بې شکه هغه د الله اطاعت وکړ که چا زما سرغړونه وکړه بې شکه هغه د الله نا فرماني وکړه او که چا د امیر اطاعت وکړ نو بې شکه هغه زما اطاعت وکړ او که چا د امیر نافرماني وکړه نو هغه زما نافرماني وکړه .
اوس په دې حدیث کي رسول الله موږ ته خپل امر لازمي وبالی او دا سيي هم ده ځکه د رسول الله امر د الله امر دئ او هم يې د امیر اطاعت لازمي کړ لکن په هر وخت کي نه ځکه بل حدیث کي وآيي :
عَنْ عَلِىٍّ قَالَ بَعَثَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- سَرِيَّةً وَاسْتَعْمَلَ عَلَيْهِمْ رَجُلاً مِنَ الأَنْصَارِ وَأَمَرَهُمْ أَنْ يَسْمَعُوا لَهُ وَيُطِيعُوا فَأَغْضَبُوهُ فِى شَىْءٍ فَقَالَ اجْمَعُوا لِى حَطَبًا. فَجَمَعُوا لَهُ ثُمَّ قَالَ أَوْقِدُوا نَارًا. فَأَوْقَدُوا ثُمَّ قَالَ أَلَمْ يَأْمُرْكُمْ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- أَنْ تَسْمَعُوا لِى وَتُطِيعُوا قَالُوا بَلَى. قَالَ فَادْخُلُوهَا. قَالَ فَنَظَرَ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ فَقَالُوا إِنَّمَا فَرَرْنَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- مِنَ النَّارِ. فَكَانُوا كَذَلِكَ وَسَكَنَ غَضَبُهُ وَطُفِئَتِ النَّارُ فَلَمَّا رَجَعُوا ذَكَرُوا ذَلِكَ لِلنَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ « لَوْ دَخَلُوهَا مَا خَرَجُوا مِنْهَا إِنَّمَا الطَّاعَةُ فِى الْمَعْرُوفِ ».(مخکينۍ حواله)
د دې روايت ټوله ژباړه مه نه سم کولای ځکه ستومانه يم او لنډه خبره به يې درته وکړم چي رسول الله سريه ولېږله امیر يې ورته وټاکی اطاعت يې پرې لازمي کړ سريه ولاړه امیر يې هلته د کوم شی له امله په غوسه سو امر يې وکړ چي لرګي راوړي بیا يې د اور امر وکړ وروسته يې امر وکړ چي اور ته داخل سئ اصحابو منعه وکړه او وې ويل د رسول الله ابتاع مو ځکه کړې وه چي له اوره وژغورل سو اصحاب نه سول داخل او په دې توګه د امیر غوسه سړه سوه اور مړ سو کله چي راغلل دا خبره يې رسول الله ته ذکر کړه هغه صلی الله علیه وسلم ورته وويل : که دې اور ته داخل سوي وای تل به نه وای ترې وتلي بې شکه اطاعت يې په ښو چارو کي لازمي دئ .
يعني امر به يې له شریعت او د رسول الله له طریقې سره مخالف نه وي .
اوس له دې ټولو دلائلو څخه روښانه سوه چي د وزیري په ذکر سوي ايت کي هم له اولی الامر څخه امير هدف دئ او په لسګونو دلائل يې وضاحت کوي.
وزیري دي له شريعت څخه يو بل واضح او ښکاره دلیل راوړي چي د دې ايت تفسیر هغه سي دئ لکه دی چي يې کوي .
دا لرغوني صیب په ځواب کي بايد ووايم چي کوم شی الله فرض بللی وي هغه فرض دئ که څوک انکار ترې کوي نو کافر دئ ، که يې کوم شی سنت بللی وي هغه سنت دئ که له سنتو څوک منکر سي چي دا دين نه دئ نو دا هم کافر دئ او که يې څوک عملي کوي نه نو دې کس ته نه کافر ويل کېږي او نه ګهګار البته دا په هغو سنتو کي چي بل لوری يې هم ثابت وي ، لکه په سفر کي نفل نه کول او کول ، دواړه لوري سيي دلیل لري نو ځکه يې کول او نه کول جواز لري ، خو کوم شی چي بدعت بلل سوی دئ هغه بدعت دئ بل ته چي شريعت حرام ويلي دي هغه حرام دئ عملي کول يې ګنا ده او ترې ځان ساتل لازمي دي که يې څوک حلال بولي کافر دئ .
د دې لپاره چي ليکنه مي اوږده نه سي همداسي لنډه يادونه مي وکړه او که يې څوک پوره تصیل غواړي نو بیا به يې بل وخت وليکم او اوس وزګار نه يم ، زياتې بوختياوې لرم او هلته و دلته سفرونه مي زيات دي ځکه ډېر وخت د بحثونو فورم ته هم نه یم راغلی .
په پای کي وزیري ته دا څو جملې د نصیحت په توګه ليکم :
بحث هلته دلته مه وړه او هغه موضوع تشريح کوه چي له مقام سره اړه ولري .
خوشکې مه کوه زموږ هم زده دي او ټاپې مه لګوه ځکه دا د خلکو پر احساساتو بد اغیز کوي او په دې توګه ته نور اړ کوې چي همداسي عمل در سره وکړي نو که فورم ته کوم نوی ملګری راسي ښايي يو وخت سپکې سپوري درته وليکي چي بیا به حیران يې او هيڅ به لاس ته نه درځي .
تر وسه کوښښ کوه چي مسئله په قران او سنت کي ومومې ، که څه هم ته مقلد يې خو له قران او سنت څخه استدلال دي دريځ پياوړی کوي او که په کوم ځای کي دلیل درته جوت نه وي هلته تر هغو توقف کوه چي معلومات په کي لاس ته راوړې .
دا د خوارجو خبره مه کوه او مه زما لپاره د وهابي ، سلفي ، غیر مقلد يا دې ته ورته نمونه ليکه ، ځکه زه مسلمان يم او بل نوم ځان ته نه خوښوم هغه څه مي خوښ دي چي په شريعت ثابت دي او له دې هاخوا بل څه نه منم او نه يې د ځان او بل مسلمان لپاره غوره بولم .
که ته خپله تګلاره نه بدلوې نو زه اړ يم چي ستاسو د فقهې هغه څه وليکم چي بیا به ته هم په شرمېږي او ستا ملګري هم ، نه به يې ته دفاع کولای سې او نه ستا په شان بل څوک ، زه به ستاسو د مذهب هغه قولونه درته وړاند کړم چي په هيڅ ډول به اړخ نه سره لګوي او نه به له قران وسنت څخه دلیل ورته لرې ، هغه څه به درته کښېږدم چي د سالم عقل لرونکی هر انسان به په شرمېږي ، ته په دې خبرو په غوسه کېږه مه که دې دا ځل هم سپکې سپوري او ټاپې و ليکلې نو بیا به دي زه هم خوښ سم درې ځلې مي تاته صبر کړی او له عفوې مي کار اخیستی که ته په دې سمې لارې ته نه راځې نو زه هم بیا ستا دماغ درته سمولای سم چي ته بیا څه کوې ؟.
سم سالم بحث کوه که مو کوم څه زده ول هغه به سره شريک کړو که پرې نه پوهېدلو بل مسلمان به مو په پوه کړي خو دا دعوه مه کوه چي بس سل په سلو کي ستا مذهب حق دئ او ته يې په پيروي مامور سوی يې ، دا خبره غلطه ده او شايد چي ستاسو عوام خلک به يې هم ونه مني .
هڅاند صیب ته زه له دې امله زيات احترام لرم چي له دې سره چي يو مذهبي کس دئ خو کوم وخت چي حق بل لور ته ورته ښکاره سي نو حق مني او د خپل مذهب قول په دې وخت کي ايله کوي چي دايې د يوه مسلمان تګلاره ده او ما ته له دې امله زيات ګران دئ ، هغه تاته همدا مشوره در کړې وه او زه هم تاته د دې توصیه کوم ، نور ته او ستاسو خوښه !.


وزیري
16.07.2012

څومره اوږده لیکنه دي کړیده خو چندیاني مطلب یی نه لره.

د (اولی الامر) نه مراد فقهاء او علماء دي ددي لپاره دا آیت دلیل لرم (وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى ٱلرَّسُولِ وَإِلَىٰ أُوْلِى ٱلأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ ٱلَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُم).
سترګي وسولوه او غوږونه خلاص کړه چی یوه خبره درته وکړم. هغه دا چی رئیس المفسرین پیژني؟ که نه یی پیژني نو هغه حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه ده، متفقه خبره ده. هغه مبارک وایی چی د اولی الامر نه مطلب فقهاء او علماء دي. نور هم ډیر مفسرین دا خبره کوی.
ته نو له هغه نه هم ډیر پوه یی چی د اولی الامر مطلب دي صحیح درک کړیده. افرین.

په هر حال، که دا موضوع نوره دلچسپه نه وي او زړه بدی په کی راځی نو راځی چی هماغه د ږیري بحث ونیسو. څنګه مو خوښه ده.

والسلام


حذيفه
16.07.2012

ښاغلی وزیری !
که ليږ غور وکړې نو دا ايت هم د دې ايت يوه ټوټه ده ټول ايت په دې ډول دئ :
وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلًا(النساء ۸۳)
په دې ځای کي ته ولي د ايت شانزول نه ګورې ، ته نه پوهېږي چي ايت د څه شي په اړه نازل سوی دئ ؟ که ته ليږ د ايت شانزول هم وګورو نو درته جوته به سي چي زما خبره حق او سمه ده .
د ږيرې موضوع نوره حل ده ، ايله کول يې فرض دي او د کونډۍ کولو لپاره يې ته هيڅ شرعي دلیل نه لرې .
نور په دې کي څه پاتې دي ؟ ته سم دلیل راوړه او موږ به يې درسره ومنو خو ته د خلکو په اجتهادونو پسي ځې نو دا زموږ لپاره د قناعت وړ خبره نه ده ، ځکه همدا ابن عمر خو د څاښت لمونځ هم بدعت بولي ته يې هغه قول اجتهاد منې ؟
د ابن عباس خبره دي راوړې يوځل يې له حوالې او سند سره راوړه چي تر څېړنې او تحقیق لاندي يې ونیسو او بیا به وروسته خبره کوو .


وزیري
16.07.2012

ښه صاحبانو خبره خو مو ډیره وڅیړله او لیکني هم تر ۷۲ پوری ورسیدي. زه یقین لرم که په سلو هم ور واوړی نو همدا به یی نتیجي وي.
که یو څوک یی نتیجه ګیري وکړي یا یی په همدي حالت پریږدو چی خلک په خپل اجتهاد ګټه تري واخلي نو بهتره یی بولم.

والسلام



ع کريم حليمي
16.07.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
ډیر ګران وزیري صاحب ، دغه بحث به هغه وخت تکمل سي چه برېتونه هم د شریعت او مذهب له نظره وڅېرئ‌

قال الله عز وجل: وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا .

وقال رسول الله : من لم يأخذ من شاربه فليس منا .

وزیري صاحب ! که موږ لوستونکو ته معلومات راکړئ یعني هغه څوک چه برېتونه نه وهي هغوی د مجاهرينو په جمله کښي درېږي که نه ؟
او برېتونه نه لنډول څرنګه ګناه ده (من لم يأخذ من شاربه فليس منا)
درنښت


وزیري
17.07.2012

محترم حلیمي صاحب، سلام ته دي وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته:

د فقه په کتابونو کی د بریتونو قیچی کول او خریل دواړه راغلی دی. حلق الشارب بدعة وقیل: سنة (درمختار: ۹/۵۸۳، کتاب الحظر والإباحة) لیکن په حدیث کی د حلق لفظ نه ده راغلی بلکه د جزوا یا أحفو لفظونه راغلی دي. نو ددي لپاره چی له اختلاف نه خبره خلاصه شی نو د بریتونو په کمولو کی مبالغه مسنون عمل ده، یعنی دومره باید بیخچن واخستل شی چی خریلو ته قریب وي. قال في الفتح: وتفسیر القص أن ینقص حتی ینتقص عن الإطار وهو بکسر الهمزة، ملتقی الجلدة واللحم من الشفة (شامي: ۲/۵۵۰، کتاب الحج، باب الجنایات)

همدارنګه په شامي کی راغلی دی: اختلف فی المسنون فی الشارب هل القص او الحلق؟ والمذهب عند بعض المتاخرین من مشائخنا انه القص قال فی البدائع وهو الصحیح. (دوهم جلد، صفحه ۵۵۰)
په بل ځای کی بیا لیکی: اذا تردد الحکم بین سنة و بدعة کان ترک السنة راجحا علی فعل البدعة. (اول جلد، صفحه ۶۴۲)
په بل ځای کی بیا لیکی: نتف الفنبکین بدعة وهما جانبا العنفقة وهی الشعر الشفة السفلی کذا فی الغرائب. (شپږم جلد، ۴۰۷)

په حدیث شریف کی هم احفوا الشوارب او أنهکو الشوارب الفاظ راغلي دی چی په معنی د مبالغي کولو په کمولو کی ده.
پاتي شوه د ګناه خبره نو په فتاوی دیوبند کی یی لیکلي دي چی بریتونه پریښودل یعنی بریتونه نه کمول مکروه تحریمي دي.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more