نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
م ن غروال
12.08.2005
ښاغلۍ دواجان ورور سلامونه ومنئ!
زه له تاسو سره په ټوله ليکنه کي دلته کاملاً موافق يم او په تېره بيا : [quote:e887a3e760]دښاغلي وطنمل نه هيله کوم چې دجناب کخ ېار کارغل نامه
دې له ټول افغان پاڼې څخه ليرې کړي، له هغې نه د وطن خرڅونې او افغاني ضده بدبوئي راځي چې زياتي خوړسکې ئې باديږي٠ [/quote:e887a3e760]
او له وطنمل صاحب څخه هيله کيږي چې ستاسو وړانديز ته د عمل جامه ورواغوندي٠
په درناوې
نقاد
12.08.2005
[quote:977744f48f="عبدالکريم حليمي"]اولسواکي نه خوله لري ٠ نه لاسونه ،نه مجرم پېژني !
هيڅ څوک تر قانون لوړندۍ په اولسواکي کښي ٠ که چا ظلم کړي وي ٠نومظلوم دي پټه خوله نه کښيني ٠ خدای ته دي نه ژاړي ٠ وليچه الله رحم کړۍ چه يو ملک ته ئې تر شرعي لاندي اولسواکي ورکړې ٠ نو ورسه د عدليې وزارت ته دعوه وکړه چه فلان شخص زما ورور راوژلۍ دۍ فلان سړي زما څخه غلا کړې ٠ مه پرېږه چه تر څو ئې جزا نوي ليدلې ٠ هو زحمت دۍ٠ خو بې زحمته راحت نسته !اولسواکي کار غواړي ٠ هو دعاوي هم ښه کار دۍ يخ د خدای په روۍ نه ګرځي د خره په ځل ګرځي[/quote:977744f48f]
دروند او محترم استاد صاحب ، تاسو بالکل سم واياست . ما همدغه مطلب د اولسواکۍ د ثبات او پراختيا په وييزونو او پو هيزونو کې منعکس کړی دی ، خو مننه چې تاسو ﻻ ښه مشخص کړ . سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم . په درنښت !
غل وال ته
نفيسه بارکزی
14.08.2005
ښاغلی غرل وال
دتا مقالی نه د نفاق .. بویی راځی
نفیسه بارکزی د افغانستان د ښځو د دموکراتيک سازمان درهبری هیات غړی
shamlah Saduzai
14.08.2005
اغلي نفيسه بارکزۍ
تاسو په خواشينۍ سره د غروال صاحب په وړاندي خورا له بي ادبۍ کار اخيتسۍ دۍ او د يوې ښځې لپاره لازم ندۍ زماپه فکر خورا بد کار دۍ تاسو خپل شخصيت او کورنۍ ته صدمه ورسوۍ او وخپل سازان ته٠ تاسو کولاي سۍ چي په ادب سره هم وخپل ځواب وليکۍ دا ښه ندۍ چي تاسو خورا بې ادبي کوۍ٠ تاسو بايد خپله بې ادبي بيرته واخلۍ او بخښنه وغواړۍ٠
له ګران وطمنل څخه خواهش کومه چې داسي وليکلو ته اجازه ورنکړي او ورسره يو سرزنش هم لازم دۍ چي ونور ته هم درس سي٠ ښاغلۍ حق وياند هم خورا په قار سوۍ دي چي دا هم ښه کار ندۍ٠
پريږدۍ ماته دا بحسونه خورا جالبه دي او مونږ ښه استاذان پکښي لرو خدايږو زه پرويالړيږم چي پښتانه څونه ښايسته مقالي ليکي او مونږ ډير تعليم دلته وکۍ
نور نسم کولاي وليکم په درنښت ستاسو خور سدوزۍ
Hemat
14.08.2005
سلامونه او ښې چارې
[quote:88fabaef5c]نفیسه بارکزی د افغانستان د ښځو د دموکراتيک سازمان درهبری هیات غړی[/quote:88fabaef5c]
فکر نه کوم چې د افغانستان د ښځو د دموکراتيک سازمان درهبری هیات غړی دې داسې بې ادبه ليکنه وکړي٠ ښه به وي چې يو بل مستعار نوم ځان ته وټاکۍ او ليکنو ته مو ادامه ورکړۍ
په مينه او مننه
بد الفاظ به نه وايو
شادان
15.08.2005
وطنوالو راځي چه ټول بد الفاظ او بدي ويناوي پريږدو په منطق او استدلال خبري وكړو
ښكنځل شرعا ډيو ناره وادي دنبي عليه السلام حديث مبارك دي چه ا صحابو ته يي ويل تاسي خپلو ځانو ته ښكنځل مه كړي اصحا بو وه ويل يا رسو ل الله داسي څوك به وي چه خپل
ځان ته ښکنځل کوي عليه السلام مبارك وه ويل هغه څوك ځان ته ښكنځل كوي چه ظاهرا يي دي بل ته كوي > فحش ويو نكى الله تعالى نه خوښه وي
وسلام شادان
م ن غروال
15.08.2005
ښاغلۍ وطنمل صاحب سلامونه ومنئ!
په ډيرې خواشينۍ سره بايد ووايم چې د کورنۍ تربيې او د بداخلاقۍ سطح چې په دغه کچه وي هغه به منطق او ستدلال له کومه کړي٠ زما څخه دې څوک په ښکنځلو، بد او رد ويلو او همدا ډول په نا خوښونکو کلماتو او جملو نه هم دفاغ کوي او نه هم دا ډول خبرو ته کومه اړتيا ليدل کيږي٠ د دا ډول خلکو کلتور بايد چې همداسي وي! له دوئ څخه همدا ډول توقع بايد وشي٠
زه د ټول افغان د مسئول او د نورو درنو افغانومسلمانو وروڼو د غبرګون په تمه يم٠
د وطنپلورونکو او د بې ګناه انسانانو قاتلينو غندنه او رسوأ کول به زما د قلم دنده او ايماني مسئوليت وي٠
په درناوې
غروال
نقاد
15.08.2005
نفيسه بارکزۍ ، تاسو ځان د افغانستان د کوم دموکراتيک سازمان غړې هم بولئ او بيا داسې ليکئ :
[quote:8f5bc8f424]ښاغلی غل وال زه چه معلومات لړم [/quote:8f5bc8f424]
دشخصي تيري حق يواځې ديکتاتوران ځان ته ورکوي ، که تاسو دداسې کوم سازمان د غړيتوب دعوه لرئ چې دموکراتيک هم ځان ته وايي نو بيا دغه زورواکيزه شخصي تيری څنګه کولی شئ؟ . نو يا مو نوموړی سازمان له سره دموکراتيک نه دی او ديکتاتوري سازمان دی ، په دې صورت کې بايد نه خپله او نه مو د سازمان زورواکه بڼه د دموکراسۍ تر نقاب ﻻندې پټه کړئ !
او که سازمان مو دموکراتيک وي نو بايد په دې ديکتاتورۍ سره چې تاسو ښودلې ژر تر ژره دغسې يو سازمان خوشې کړې . خو که مطلب مو د پرچميانو د وخت د ښځو ديموکراتيک سازمان وي، نو بيا خو طبيعي ده چې له ديکتاتورۍ پرته به مونور څه نه وي پيژندلي او د اولس وژنې ، بمباريو، مرګونو ، قتلونو ته له چکچکو پرته به مو بل څه نه وي کړي .
هو مالومات لړل او لرل دوه بيل شيان دي ، په دې څوک باور نه کوي چې تاسو به د غروال صيب په اړه مالومات ولرئ، البته څه چې مو پاس لړل هغه مو ولړل ، خو هغې ته نه څوک مالومات ويلی شي او نه يې لرل . او بيا پدا سې يوې جملې سره خو مو بالکل پر ځان خندلي او پر ځان مو ملنډې وهلي چې وايې :
[quote:8f5bc8f424]ته دهغه خلکو نه یی چه ماشام شرابونه او کبابونه خوری او سهار وختی مسجد ته راځی چه خلک در باندی پوه نشي[/quote:8f5bc8f424] دا ډول تورونه سخت بيځايه
او چټي تورونه دی ، د غروال صيب شخصيت ته پرې هيڅ زيان نشې رسولی، بلکې د خپل څان سپکول به يواځينۍ پايله وي چې تر ﻻسه به يې کړئ او بس .
[quote:8f5bc8f424]ته وایی چه دغه سازمان ښځی بد اخلاق کولی [/quote:8f5bc8f424]
نفيسې بارکزۍ ، يو څه نفيس توب او ادبي باريکي بايد هر کس ولري، که ددې پورته ادعا د منلو توان مو نه درلود ، نو يواځې د ثبوت د غوښتلو حق مو درلود او بس ! وګورئ چې تاسو په ښځينه ځان د يوه شريف او غيور افغان لکه غروال صيب په برخه کې څومره تيری کړی ، په داسې عمل چې تاسو د لوستونکو څومره ککه او نفرت ځان ته متوجه کوئ ، دهغې پولې نه مالو ميږي .
يو پښتو متل دی چې : انسان هرڅه خوري خو هرڅه نه وايي! ولې هغه څه چې تاسې
په داسې يوې جمله کې خوړلي اوهضم کړي دي، د ويلو وړ يې نشم بللی:
[quote:8f5bc8f424]ته د آی اس آی په دستور د افغانستان د خلکو په منځ کی نفاق اچوی[/quote:8f5bc8f424]٠
نو که زما منې، ددې تيروتنو بښنه وغواړه ، او که نه د غه ډول سپکو ليکنوته په ټول افغان کې دوام ورکول غواړې ، نو مخکې له دې نه چې خدای مکړه د لوستونکو د سختو غبرګونو په منځ کې ځان سپک کړې، له ټول افغان څخه په امن او امان کې پښې وباسه او بيا شاته هم را ونه ګورې ، دابه درته ډيره سودمنه تمامه شي ، او په دې صورت کې دې ﻻ برياليتوب غواړم .
لوستونکوته په درنښت او سلامونو!
ع کريم حليمي
16.08.2005
محترم نقاد صاحب سلام !
د ا غلې نفيسې چه دا معلومات لړلی او ،ترخولې راوتلي بيائې په قلم پاشلي ٠
لوی خيانت ئې کړېدې ٠
[quote:8daaf3cf87]دا ډول تورونه سخت بيځايه
او چټي تورونه دی ، د غروال صيب شخصيت ته پرې هيڅ زيان نشې رسولی، بلکې د خپل څان سپکول به يواځينۍ پايله وي چې تر ﻻسه به يې کړئ او بس . [/quote:8daaf3cf87]
نه زه دې ته تورونه نسم ويلې ٠ دېته خيانت ويل کيږي ٠ ملي ليکوالته بد لفظ هم کارول ملي خيانت دۍ ٠
ملي خيانت د بخښلونه دۍ ٠ که خاين ملي وبخښل سي ٠ بخښونکې
ئې د ملي خاينانومل کيږي
[u:8daaf3cf87]زه د ټول افغان د ادارې ،مديريت څخه خواهش کوم ٠ چه د نفيسې نوم د غړو له لست څخه شطب کړي ٠ [/u:8daaf3cf87]
م ن غروال
16.08.2005
پتمنې خور سدوزۍ او ډيرو عزتمنو او محترمو وروڼو هر يو ښاغلۍ همت صاحب ښاغلۍ شادان صاحب ښاغلۍ نقاد صاحب او حليمي صاحب!
د سلامونو عرض کولو وروسته غواړم له تاسو د زړه له کومې مننه وکړم ٠
او په څنګ کي له وطنمل صاحب څخه هم پخپل وار مننه کوم چې بې ادبې او بې پتې ليکنې يې ړنګې ګړې٠ دا ډيره ښه شوه چې يو ځل بيا دوئ خپل کلچر د قلم په نوکه خلکو ته وښوده٠ د دا ډول تربيې خلک ؤ چې په زرګونو بې ګناه مسلمان هېوادوال يې په شهادت ورسول ٠ او اوس غواړي د کارمل خان سجل او سوانح په مونږه ولولي ٠ خو هر څه يې چې کړي دي ډير يې بد کړي دي او تل د افغان مسلمان ملت لخوا په ناوړو الفاظو به ياديږي ٠ او د ګران هېواد افغانستان زرين تاريخ به يې په تورو پاڼو کي د تل لپاره د کرکې او شهيدانو د وينو په رنګ ليکي ٠
دوئ نه افغان ته مخ لري او نه هم خپل بادار روس ته! او نه هم دوئ ته په نړۍ کي د اوسيدو ځاي شته ٠ ګران هېواد افغانستان د دوئ د ديکتاورۍ قتلونو او وطن پلورلو له برکته لا تر اوسه آرامه ساه نده ايستلې ٠ امن، پرمختګ نه يوازې چې په ټپه ودريدو بلکه خورا ډير يې هم په شا تګ وکړ ٠
زما ډيره دا آرزو ده چې د ټولو جنايتکارانو په پرتله په ړومبي ګام کي دوئ ([color=red:7e29b6adea]کارمل ايمان راوړونکي او پرچمي ماترياليستي ايديالوژۍ هضموونکي[/color:7e29b6adea]) د افغانستان اسلامي او ملي د عدل او انصاف ميزو ته راوکښل شي او د خپلو جنايتونو او قتلونو او وطنپلورلو ځواب ووايي ٠
د افغانستان خلک په هيڅ يوه اړتيا کي هم دغو وطنپلورونکو او ملي خائېنانو ته نوره هيڅ ډول اړتيا نلري ٠ او هر وطنپال مسلمان افغان به يې غندي او شړي او رټي٠
د افغانستان د خلق ديکتاتور د ښځو سازمان منفورې بې پته خاطرې لا د ډيرو مسلمانو خويندو ورپه ياد دي ٠ که اولسواکي خپل ګامونه د بري لورې ته چټک کړل نو دا به بيا ټول په ډګر راجوت کيږي او هيڅ څوک به د دغې بدرنګې او بې حيا سازمان غړې نه هم ځانونه معرفي کړي او نه به هم دومره با غيرته څوک پکي پيدا شي چې پخپله خوښه د سازمان مدافع شي ٠ او نه به هم نور د کارمليان او د ګوند غړي!
حد تر وسه به انشأالله تعا لی دوئ د قلم په نوکو تر هغه وخته غندل او رسوا کيږي چې محکمه د هر بې ګناه افغان د يوې څاڅکې ويني انتقام ورځ په ورځ لدوئ اخلي٠
زه اطمينان لرم چې مخونه به يې د خلکو په محضر کې توريږي او د خپلو بې حيا کړو سزأ به هرومرو ويني، نو که نن وي او که سبا!
د دوئ جبر ظلم او تېرۍ نه هم څوک بخښلاي شي او نه يې هم څوک هېروۍ شي ٠
الحمدالله په زرګونو قلمونه شته چې دوئ به د خپل قلم په نوکو د ادب په رنګ دومره غندي چې د نابودۍ په درياب کي لاهو شي٠[color=#444444:7e29b6adea][/color:7e29b6adea]
[color=red:7e29b6adea]هزار نفرين د کارملي په تالو څټو او قاتلينو او وطن پلورونکو!!![/color:7e29b6adea]
[color=green:7e29b6adea]او هزار درود او رحمت د دوئ له لاسه په شهيدو خويندو او ورڼو!!![/color:7e29b6adea]
په درناوې
غروال
feroz
08.10.2005
دبش نوي پيغام مسلمانانوته (چي په ښکاره ډول دجنګ اعلان دي ټولو مسلمانانو ته )لاندي څو انګليسي کرښي د مثال په ډول .
Other militants are found in regional groups, often associated with
al Qaeda -- paramilitary insurgencies and separatist movements in
places like Somalia, and the Philippines, and Pakistan, and Chechnya, and Kashmir, and Algeria. Still others spring up in local cells, inspired by Islamic radicalism, but not centrally directed. Islamic radicalism is more like a loose network with many branches than an army under a single command. Yet these operatives, fighting on scattered battlefields, share a similar ideology and vision
دحضرت صديق اکبر د خلافت داولي خطبي اعلان
"اي خلګو کوم قوم چي جهاد پريږدي هغه ذليله کيږي"
اوسني حکومت ياتجاوز
هيڅکله د داسي حکومت ملګرتيانسواي کيداي کوم چي خپلي فيصلي ونسواي کولا ي اودهيوادواګي يي د پردو په لاس کي وي ولي د نړي د ټولوهيوادونو تير سوي تاريخونه موږ ته همدا راښئ٠
نو معلومه سوه هر هغه څوک چی ددا حکومت ملګرتيا کوي نو په حقيقي ډول دهيواد په خرڅلاو کي شريک دي اوهرهغه څوک چه ددي حکومت په کړو نيوکه وکړي دهيوادوالو د حق او أذادي لپاره راپورته سي نو هغه ته پيسي ورکول کيږي ترڅوددي يو څو هيوادپلورنکو دذاتي مفاداتو په مخ کښي کوم خنډ رانسي خو که په همدا ډول هم په وطن مينو خلګو مخنيوي ونسي نوهغه به ددين ددښمنانو کومو چي زمونږ د پيغمبرانو سره هم دښمني ښودلي، په لاس به ورکول کيږي تر څو داګډګيان خپله وفا داري يهوديت او عيسايت ته وروښئ چي مونږ مسلمانان وروڼه څنګه د پيسو په مقابل کښي خرڅؤ، دا خلګ په څرګنده ډول سره په اسلام مين خلګ د کفر ﻻس ته ورکوي نو أيا دا د اسلام سره وفا ده که د خپل هيواد سره؟د هيواد پلورنکو لخوا څخه داډول قدم پورته کول چي په هغه کي دهيواد ګټه وي يو نه معنا لرو نکي قدم دي ځکه چي دومره ګټه هيوادته نه رسيږي لکه تجاوزګرو کفارو ته اوويلاي سواي چي بدبختانه دا هيواد دکفارو او غربي نړي دګټو لپاره يواځي استعماليږي.
که په وطن هر څه کيږي څه پرواه نسته، که دپردو لپاره استعماليږي يا که ديوي کورني دذاتي ګټو لپاره، ولي چي افغانان دجنګ نه ستړي سوي خودا ددي معنا نه ورکوي چي دکميونيزم نه دي هيواد خلاص کړو اوبل نوي ښامار( يهوديت او عيسايت ) ته وروغورځول سي او تر ابده دي کفار خپله کډه په دي هيواد کښي کښيږدي تر څو وکولاي سواي چي دافغان ملت او نوي نسل د خپل ځان په ډول وحشي وروځي، ددين او اسلامي کلتور څخه يي ليري کړي،تعليمي نصاب پخپل لاس کښي ونيسي او د خپلي خوښي غير اسلامي او غير انساني تغيرات پکښي راولي ، ملي فوځ داسي وروځي چي د کفر دسيسي دهيواد دخدمت په شکل ورښکاره کړي،د هغو مسلمانانومجاهدينووروڼوپه مقابل کښي يي ودروي کوم چي دکفر سره په جګړه بوخت دي اود سپرپه ډول کار ځني واخلي.
زما ګرانو افغانانو وروڼو ددي دوه ورځو ژوندون او ډالرو لپاره د حق لمن له لاسه مه ورکوي ،الله دي مونږ ټوله دعذاب نه وساتي"أمين"
feroz
08.10.2005
غيرت صاحب
نوم دي ډير ښائسته دي خو خبري هم بايد ښي وکړي، او نوري مطالعي ته اړتيا لري.
ځان مه ګنهکاره کوه او دا روشن فکري دي واړوه.
Ghairat
09.10.2005
[quote:0dddf1e005="feroz"]غيرت صاحب
نوم دي ډير ښائسته دي خو خبري هم بايد ښي وکړي، او نوري مطالعي ته اړتيا لري.
ځان مه ګنهکاره کوه او دا روشن فکري دي واړوه.[/quote:0dddf1e005]
فيروزجانه د نيکو هيلو له څرګندونو دې مننه کوم او له سلام وروسته زياتوم: که د [color=white:0dddf1e005]نوري مطالعي [/color:0dddf1e005] له پاره راته د سرچينو (کتابونو) نومونه واخلې ، دريغ به و نکړم چې هغه پيدا او ويې لولم . زما په خبرو کې ناسمې برخې راته په ګوته کړه ، چې يا يي اصلاح او يا يې تاسوته نورې هم روښانه کړم. په مينه مينه او درناوي..
feroz
09.10.2005
ستا لپاره د شرم خبره چي د اسلام مجاهدته دا ډول بي معنا خبري کوي.
او ستا وضاحت ته مونږ اړتيا نه لرو،ولي څوک چي په سپينو سترګو د حق نه مخ اړوي هغه به هيڅکله قانع نسي
[color=darkred:fa7e587662]. خو پر امريکا باندې يوه پردي ، بيغيرته مړخولي او مړسترګي مکار او ويرندوکي
وهابي عرب د بن ﻻدن په نامه ، کوم چې نه يې په فلسطين کې پخپله ، نه يې په ګرده پراخه عربي نړۍ او نه يې بيا په دې سترې اسلامي نړۍ کې د فلسطين لپاره ځای موندلی شو، [/color:fa7e587662]
کچيري امريکا د بي غيرته اسرائيل ملاتړ کوي نو موږ بايدديو مجاهد ملا تړ ولي نه وکو او دغه ستاسي ډول خراب ذهن لرونکي خلګ دکفارو ددسيسو لاندي ډير ژر راځي . الله دي پر تا خپل رحم وکړي.
م ن غروال
09.10.2005
ښاغلۍ فيروز سلام!
هغه څه چې مو غيرت ورور ته ليکلي ؤ، ځواب مو تر لاسه کړ٠ خو ستاسو نوۍ ځواب او د غيرت ورور ليکنه سر نه سره خوري٠
يعنې تاسو هغه ته د مطالعې وړانديز کړۍ او هغه هم منلۍ دي خو غيرت صاحب د کتابو سر چينې غوښتي دي نو لطفاً د غيرت ورور ځواب بايد چې درست ورکړي٠
او دا چې نورې سياسي خبرې لرئ او اسرائيل او بن لادن او غير ذالک يادوۍ هغه د هر چا خپل شخصي نظر دي په هغه به بيا وروسته غږيږو٠
په درناوې
Ghairat
10.10.2005
[quote:e562917e75]خو پر امريکا باندې يوه پردي ، بيغيرته مړخولي او مړسترګي مکار او ويرندوکي
وهابي عرب د بن ﻻدن په نامه ، کوم چې نه يې په فلسطين کې پخپله ، نه يې په ګرده پراخه عربي نړۍ او نه يې بيا په دې سترې اسلامي نړۍ کې د فلسطين لپاره ځای موندلی شو، [/quote:e562917e75]
فيروز خانه وروره سلام !
څيړنې ښيي چې د بنﻻدن په وسله وال مقاومت کې له اسلامي جهاد څخه د عربي نيشناليزم او د سعودي وهابيزم انګيزه پياوړې ده ! د روسانو پر ضد له افغانانو سره د بن ﻻدن ملاتړ هم د بيغر ضه عند اللهي جهاد په پوهيز او مفهوم نه، بلکې د اسرائيلو او د هغوی د ستر ملاتړو متحده اياﻻتو پر ضد د خپل فعاليت له پاره ديوه ښه، مصئون او غرني هيواد موندل ؤ ، چې وکوﻻی شي په آزادانه توګه له هغه ځايه څخه د خپلو پلانونو د پلي کولو له پاره کار واخلي ! هغه د افغاني جهاد له غمه څخه افغانستان او پاکستان ته نه و راغلی، بلکې کټ مټ لکه پاکستان چې هيله يې درلوده چې افغانان دې له جګړې وروسته خپل سرنوشت د پاکستان په ﻻس کې ورکړي، څو له پنجابيانو څخه يې قربان کړي ، ده هم دا هيله لرله چې افغانان دې خپل ټول امکانات (ژوند، وطن، ځواک او سياست ) دده په ﻻس کې ورکړي څو له فلسطين څخه يې قربان کړي ! اسامه بن ﻻدن او پاکستان په دغه افغان ضده موزي هدفونوکې سره نږدې او موافق ؤ، خو ددې له پاره سخت وروسته پاتې ، سخت له عقدو ډک ، بيسواده او په سياست کې پر غبرګو ړندو طالبانو ته اړتياوه، څو د اسلام پر نامه يې پاکستان د ځان ، او دجهاد په نامه يې اسامه بن ﻻدن دفلسطين له پار سخت استعمال کاندي!
نو په زرګونو افغانان ، د هيواد استقلاليت، او پخپله د طالب واکمني هم ـــ ټول د دغه عربي مکار بن ﻻدن له پاره قرباني شول ،خو نوموړی بيا هم له خپل هدف څخه وا نه وښت او که ﻻس يې ورسيږي، پاتې افغانان به هم له فلسطين څخه قربان کړي !
نوموړي لا طالبان له پخوا څخه د هغې امريکا پر ضد اړلي ؤ چې له مجاهدينو سره د شوروي پر ضد وﻻړه وه او مرستې يې ورسره کولې ، خو هغه وخت يې امريکا هم د طالبانو پر ضد را واړوله چې د تيلو پايپلاين د تيرولو له پاره يې طالبان د يوې امريکايي کمپنۍ پر ځای د ارجنټاين او سعوي عربستان له کمپنيو سره موافقي ته وهڅول ! له يوې خوا دبن ﻻدن نيشناليستي اوبيا هم د سعودي عرب د شاهي کورنۍ په ګټه عمل د پام وړدی ، او له بلې خوا د نوموړي اغيز او واکمني پر لوړ پوړو طالب چارواکو باندې ! دا ټول افغان ضد هدفونه نوموړي په ماهرانه مکارۍ او اسلامي پلمو سره په بيخبرو ساده فکرو طالبانو باندې پلي کړي دي او هغوی يې د خپلو ناوړو ترهګرو عملونو د ملاتړ له پاره د جهاد په نامه جلب او جذب کړي ؤ، څو په دولتي کچه د القاعدې د ناوړو عمالو ملاتړ او پلوی وکړي، بيله دې چې د هغې له سياسي او پوځي پايلو څخه يې خبر کړي . اسا مه له وجداني خجالت پرته په مبا حا نه توګه افغانان پر امريکايانو ووژل او خپله يې ځان په غرونو کې پټ کړ . مهمه داوه چې دی ژوندی پاتې شي ، نه په زر ګونو افغانان !
البته د افغانانو دغه عام وژنه دده غيرت ،ايمان او وجدان منل، خو متاسفانه فيروز خانه ستا په څير ډير ساده افغانان يې اوس هم نه مني چې اسامه دې ګڼې يو بي غيرته اوبي وجدانه ميلمه او مکار عرب اوسي!
هو، چا سم ويلي چې :
[color=blue:e562917e75]
د طالب به رهبري نشي هوښياره
................................................... سياست له ناپوهۍ نه دی بيزاره
له هوښياره سره ناست وای په زندان کې
........................................................ له کم عقله سره نه تللی په ﻻره !
والسلام![/color:e562917e75]
داود فايز
26.03.2006
وروڼو
سلامونه أو نيكي هيلي
ټول په دي پوهيږي چي غوا توره شيدي سپيني
وروه محكي غيرت ؤ اوس نشته
بس خبره دومره او بس
feroz
30.03.2006
بسم الله الرحمن الرحيم
محترمو ورونو
غربي نړي او د هغو پليد ملګري د افغانستان خواخوږي دي سړکان جوړوي او په جماعتونو بمباري کوي، مکتبونه جوړوي کتابونه ورکوي خو پدي شرط چي د الف الله په ځاي الف انار وروښوي تاسو د خپلو اولادو کتابونه وګوري ٠ موسسي سته لدي لپاره چي د عبدالرحمان په څير مرتدين وروزي٠ او څومره نور به مرتد سوي وي٠ د قران اته سپاري د جهاد په باره کي دي خو په اوسني پارلمان کي ناست پخواني د جهاد مشران مخ توره دي ولي چي د دوي په موجودګي کي داسلامي حکومت دا حال دي دسپينږيرو سره د کندهار او بګرام قيدونو کي څه و نه سول ، درېستورانو په نامه خارجي انجوني د نوي نسل د انحراف لپاره, موږ افغانان يو تاريخ لرو مګر نن د يو څو بي غيرتو له وجهي نه چا ته سترګي نه لرو٠
د عزت او غيرت مرګ سل ځله ښه دي نه سل کاله ژوند د بي غيرتي
نو که د افغاني خويندو عزت دي امريکايان او د هغو موردګوان تر پښو لاندي کوي او هيواد راجوړوي نو فيصله تاسو وکړي.
بصير كټوازى <
05.04.2006
درنو ملګرو بحث ډير جالب دى. خو يوازې دومره وايم چې نور بس ده ! پريږدى چې يو ځلي خو مو دا دړې وړې هيواد په خپلو پښو ودريږي ، له ياده مو ووتل چې هيواد په څه حال كې وو، دورځې به څومره بېګناه وګړي وژل كيدل، د هغو يتيمانو او كونډو اوښكې او اسويلي مو له ياده ووتل چې اوس يو ځل بيا په كوچو كې مچ غواړى. ډيره به ښـه دا وي چې ددا شان خبرو پر ځاى خپل هيواد، ژبي او وګړو ته خدمت وكړو كه چيرې موږ بيا له يو بل سره تور ۍ او سپينۍ وكړو نو له دغه چانسه څخه چې الله پاك په موږ لورولى دى څنګه به ګټه پورته كړو.
په سپيڅلي او خپلواكه مينه
بصير افغان
24.04.2006
ډېره ګرانه وروره نيكي هيلي او سلامونه
كه په رښتيا سره دلته يوه آزاد علمي، سياسي او منطقي بحث كيږې ، نو ولي دې زما هغه مخكنۍ ليكنه ړنګه كړه.
ستاسو د ځواب په تمه!!!
محمد بصير سليمانخيل