نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ايا دكرزي او دكارمل فرق شته
ziauddin
05.10.2004
محترمو لوستو نكو اولاا سلام عليكم ورحمة الله وبعد له
تاسي څخه ددي موضع تشريح غواړم چه ايا دكرزي اوكارمل
فرق شته ؟ ايا په دوي كښي د كوم يو ه طريقه كار په اسلام كي جواز
لري؟ اياددوي دواړه يا يودملت په غدارا نو كي شماردي او كه په دوي
كي يو دملت غمخواردي ؟ وسلام ضياالدين
م ن غروال
05.10.2004
ښاغلئ ضيأالدين وروسته له سلامه
د د دوئ تر منځ واټن دومره دی لکه ځمکه او آسمان!
صلحه هميشه ضرور ده
ziauddin
06.10.2004
غر وال صاحب تا كوم استدلال وه نه وايو سره له دي دوي
دواړه دكفارو په قوت راغلي دي صلحه او ارامي
خو هر وقت دهيواد لره ضرور ده
islam dost
06.10.2004
درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
ضيأؤالدين خانه وروره دکرزي اوکارمل ترمنځ هيڅ فرق نشته دواړه دپرديوپه زوردافغانستان په خلکووتپل شول ، دروسانوهم يولاس کښي توره اوبل لاس کښي کارمل وواودامريکايانوهم کرزی د B52 په زورپه خلکوومنلو،دوی دواړه يرغلګروپه ټانکونوسپاره زمونږهيوادته راننوتلي ٠اوددوی ( کارمل ،کرزی ) ترمنځ يواځي همدومره فرق ده چي دکرزي تبليغاتي جبهه ډيره قوي ده اوډيرساده خلک يی دتبليغاتوتر تاثيرلاندي راتلوله امله دکرزي ملاتړکوي ٠که تاريخ لږپه غړه ولوسترګووګورونوداورڅخه په
ډاګه کيږي چي شاه شجاع ،کارمل اوکرزئ يوپربل پسي په يوه ليکه ولاړدي ٠
که بيايی هم څوک نه مني نودالاندي دبی بی سي اردوڅانګې پيوند دوګوري چي عنوان يی دی :
(( افغانستان کااصل حکمران کون ؟ ))
http://www.bbc.co.uk/urdu/miscellaneous/story/2004/04/040418_umercol_karzaikhalilzad.shtml
په درناوي
اسلام دوست
_________________________
يا شه مسلم يا شه کا فرد و اړه کيد لا ی نه شي
لوښئ چي يووي پاک پليت پکي ځايدلئ نه شي
Ghairat
06.10.2004
[quote:f485d6d634="غروال"]ښاغلئ ضيأالدين وروسته له سلامه
د د دوئ تر منځ واټن دومره دی لکه ځمکه او آسمان![/quote:f485d6d634]
د غروال صاحب دا پورتنۍ خبره سمه بريښي!
١ـ شوروي پر افغانستان بې دليله او ب موجبه يرغل وکړ، د افغاستا څخه پرشوري کوم تيری نه و شوی، نه مستقيم او نه غيرمستقيم ترهګريزه بريد. خو پر امريکا باندې يوه پردي ، بيغيرته مړخولي او مړسترګي مکار او ويرندوکي وهابي عرب د بن ﻻدن په نامه ، کوم چې نه يې په فلسطين کې پخپله ، نه يې په ګرده پراخه عربي نړۍ او نه يې بيا په دې سترې اسلامي نړۍ کې د فلسطين لپاره ځای موندلی شو، د افغانستان له مقدسې خاورې څخه پر امريکا باندې دسپتمبر د ١١ يو نامقدسه ترهګری بريد تظيم او د دپلي کولو ضد انساني قومانده د بشر دوښمنه او افغان دوښمنه ملا عر په ملاتړ صادره کړه، څو ل متقابل ناوري څخه يې فلطين او نور عرب بچ. او ژغورلي پاې شي او د افغا ن بچي د بلا په خوله کې ولويږي.
٢ ـ د شوروي او امريکايې دواړو يرغلونو مخکې په افغانستا کې ناشروع ظالم او سړي خواره رژيمونه لکه د ترکي او امين خلقي او د عمر او بنلادن طالبي رژيمونه برحال و. يو چپ ﻻسی منحرف مرتد افراطي خو مترقي او بل ښي ﻻسی منحرف مرتد افراطي بنسټپال او ساتنپال ارتجاعي رژيم و. يوه زوپر پاور کمونيز ته د ليږدولو او انتقال په ﻻپو پر افغاستان ناوړه بريد تر سه کړ او بل زوپر قدرت د خپلې دفاع له پاره د القاعده د منخوسې عربې شبکې او د شپونډول طالبانو پر ضد او ديموکراسۍ ته د انتقال په بهانه او ﻻپو سره زمونږ پر هيواد يرغل راوړ . د شري هدف سيخ او مستقيم د اسلام پر ضد ، دافغانيت او استقلال پر ضد و، ځکه چې کمونيزم او الحاد يې غوښته، خو د القاعدې ويستل او د طالب رژيم ړنګول پخپله د افغانانو هم اړينې غوښتنې وې، لکه څنګه چې د ترکي د ملحد او ګوډاګي کمونستي منخ رژي ړنګول هم د افغانانو خپل ملي، اسلاي او ديموکراتيک رسالت و.
٣ــ د امرکيانو رول هغه وخت رغنده ثابتيدای شي، چې دالقاعدې او طالب د سياسي او وسلوال موجوديت له ختمولو وروسته س د ﻻسه له افغاستان څخه ښپې سپکې کړي او ووځي ، نو هله به يې دا مخينۍ هلې ځلې هم په دوستۍ و انګيرل شي او د وه رامنځته شوي ديموکراتيک افغانستا سر ه به يې دوستي هدغسې دواداره پاتې شي لکه د آلمان سره يې چې د دوهمې نړيوالې جګړې څخه راهيسې او د امريکايي ځواکونو له وتلو څخه وروسته دوستي غښتلې پاتې ده . په درنښت.
ziauddin
06.10.2004
محترمه دكفارو يهودو او نصاراوو يرغل هيڅكله پر مسلمانا نو نه سي
تو جيه كيداي داسلام له نظره او څو ك چه يه په جواز قايل وي دهغه اقوال به
خرافات او مزخرفات وي زړه بي دغلطو او منحنطو عقا يدو مركز وي محترمه ستا
دا خبره چه القاعده پر امريكا بريد وكړ كه دا موږ ومنو ته دا را ته ويلا شي
چه ولي القاعده پر منحوسي امريكا دغه له غيرته ډك بريد وكړ ايا ته دامريكايانو
په جبر او ستم با ندي خبر يي چه ددنيا په هرګوټ كي يه پر مسلمانانو كړيدي ؟؟
هو خود به خبر يي ځكه دا تر لمر مشهوردي بله لار دي نشته هغه
به هم دامريكا يانو جهاد بولي ([color=brown:426056c04a]محترمه ستا دا خبر چه دامريكا يانو له [/color:426056c04a]
[color=red:426056c04a]المان سره دوستي ټينګه ده له موږ سره بي هم ټينګه شي[/color:426056c04a]
محترمه دا وړي به دي شړي نه شي نه شي نه شي ځكه قران په بار بار په دي
نا طق دي چه كافر دمسلمان دوست كيداي نه شي نو ده دوستي دپاره بله لار
پا ته نه ده يابه ته تعوذ بالله ور كا فر كيږي يا به امريكا يان مسلما نيږي
خو الله دي وكړي چه امريكا يان مسلمان شي 12 ضيأ الدين
Ghairat
06.10.2004
[quote:45d9bd394a="ziauddin"]محترمه دكفارو يهودو او نصاراوو يرغل هيڅكله پر مسلمانا نو نه سي
تو جيه كيداي داسلام له نظره [/quote:45d9bd394a]
دا توجيه پخپله القاعدې کړې وه او بيا يې پخپله دغسې يرغل د ١ سپتمبر په شرميدلي بريد قصدأ راپاروه، ايا القاعدې ته طالبان مسلمانان نه ښکاريدل ، يا انسانان يې نه بلل ک څنګه ؟ اسامه بلادن دغه جهاد لې له سوډا ن او په لسګونو نورو عربي هيوادونو له جملې له يوه هيواد څخه نه کاوه؟ طبعأ ددې له پاره چې هغوی ته کوم زيان متوج نشي،دا مباح الدم ورته يواځې افغانان ، پښتانه او په تيره بيا شپانه ډوله طالبان ښکاريدل ؟
[quote:45d9bd394a]دا خبره چه القاعده پر امريكا بريد وكړ كه دا موږ ومنو ته دا را ته ويلا شي
چه ولي القاعده پر منحوسي امريكا دغه له غيرته ډك بريد وكړ[/quote:45d9bd394a]
وروره تا او نورو دا وختي منلې ده، چې دا بيغيرته بريد القاعده کړی ، که نه نو نه به مو دامريکا پر ظلمونو دهغې دفاع کوله او نه به مو پرې فخخخخخر کاوه.
[quote:45d9bd394a]ايا ته دامريكايانوپه جبر او ستم با ندي خبر يي چه ددنيا په هرګوټ كي يه پر مسلمانانو كړيدي ؟؟[/quote:45d9bd394a]
هو، ولې نه، دامرکا ظلمونه هرچاته معلوم دي، خو مظلوم فلسطينيان او ګرده عربي نړۍ بايدپخپله ورپسې راپاڅي، څو مونږ هم تر عربي نړۍ وروسته د اسلامي ملاتړ پر اندازه د نورو هيوادونو لکه ايرا ن، پاکستان او ملازيا په قطار کې ورپسې راپاسو او له واراوقطار مخکې مو لکه طالبان يو بن لادن يا يوه القاعده خپل ډول ته ونه ه ګډوي او د سرمال او عيال سره مو پرامريکايانو هسې مفت او بې نتيجې تباه نکړي ، لکه چې پرې تباه يې کړو ، که څنګه ووره ضياوالدين .خانه، ايا بد وايم؟
([color=brown:45d9bd394a]محترمه ستا دا خبر چه دامريكا يانو له [/color:45d9bd394a]
[color=red:45d9bd394a]المان سره دوستي ټينګه ده له موږ سره بي هم ټينګه شي[/color:45d9bd394a]
وروره دا يوه نسبي خبره ده او پر دغه شکل ما کړې هم نه ده، المان يې ستر دوښمن و، خو په افغانستان کې يې
د القاعدې له مکارې پيشو او د طالب ملا عمر له کم عقلې مږې پرته بل دوښمن نه درلود. نوره دوستي .صرف ديپلوماتيکه ده، او هغه پر ملي ټو بنا د چنې وهلو دستي ده ، نه ياته. . واسلام
ziauddin
07.10.2004
موترمه نه هچكله داسي نه افغانان ټول دامريكا يانو او دنړي دټو لو كفارو
مشركينودښمنان دي بلكه يوازي دبي دينه يهود ډوله كرزي په شان تش
په نا مه افغانانان او يوازي كله كله په خو له مسلمانان دكفري ځنا ورو (يهود
او بوشانو) په دو ستي خوشحال وي او غواړي چه دافغان پاك اولس بي عزته
كړي مختصره خبر ښه ده ده دا سي خلكو بي ننګي به تا ريخ هيره نه كړي
(ضيأالدين)
Adil watanmal
07.10.2004
محترمو لوستونكو او د قدر وړ ليكوالانو
-----------------------------السلا عليكم ورحمه الله وبركاته
بخښنه غواړم چې زه ستاسي د خبرو په منځ كې درګډيږم.
پدي موضوع كې مي چې [color=yellow:83e557e5b0]د بعضو ورڼو دا ښه په زړه پوره او د اخلاقو څخه ډكې خبري وه ليدي[/color:83e557e5b0] نو فكر مي وكړه چې زه هم څه وليكم خو مخكې له دي څخه چې څه وليكم بايد لومړي د بحث د ګدونكونكو څخه يو څو پوښتني وكړم :
1. د ديمكراسانو په فكر شيخ اسامه او ملګري ئې مسلمانان دي او كنه؟
2. كه مسلمانان وي نو د مسلمان ګزار په كافر باندي د اسلامي خاوري نه جواز لري او كنه؟
3. كه مسلمان حق نلري چې د بل مسلمان خاوره په كافر باندي د ګزار لپاره استعمال كړي نو بيا صلبيانو ته دا حق ولي وركول كيږي چې په افغانستان باندي د ګزار لپاره د نورو ملكونو خاوري استعمال كړي؟
4. ګزار لومړي د صلبيانو له خوا په مسلمانانو باندي شوي او د هغه ورسته بيا مسلمانانو د خپلي خاوري د ازادي لپاره خپل كوشش شروع كړي.
5. د روسانو او غلامانو د جګړي پر محال ولي افغانانو د ګاوندي هيوادونو خاوري استعمال كړي؟
6. كه صلبيان افغانستان كې طالبان او القاعده ختمل غواړي نو اوس چې دغه وحشي قوم كوم تيري((د كورونو ورانول، په ودونو بمبار كول، د ماشومانو وژل، په نر او ښځينه جنس باندي جنسي تيري)) په افغان ولس باندي كوي ايا دغه خلك هم يا القاعدة او يا طالبان دي؟
7. كه صلبيانو په افغانستان باندي حمله پدي وكړه چې القاعدي پري د افغانستان نه حمله كړي نو دغه وحشي قوم په سوډان ولي كروز وورول؟؟؟؟؟؟؟؟؟ او همدغه رنګ ئې په خوست ولي كروز وورول؟؟؟؟؟
8. اخريني پوښتنه دا ده چې كه امريكايان او يا د وخت فرعونيان كه حق ولري چې په افغانستان ګزار وكړي نو دغه نور صلبي ملكونو ولي خپل فوځونه په افغانستان كې ميشته كړه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ او دوي ته له كومي د ديمكراسي كفري فلسفي ملګري دا حق وركوي چې خپل فوځونه افغانستان ته راوړي؟؟؟؟؟ ايا د امريكايانو خپل فوځ كم دي وسائل ئې كم دي؟؟؟؟؟؟؟ [color=orange:83e557e5b0]خو نه صرف خبره دومره ده چې نن صلبيان ټول يو خواته دي او په مسلمانانو ګزارونه كوي او په مسلمانانو كې د ځان دفاع لپاره ډير لاوډ سپيكرونه لږولي دي.[/color:83e557e5b0]
[color=darkblue:83e557e5b0]د پاي ټكي:[/color:83e557e5b0]
د الله پاك پدي قول كې لږ فكر وكړي او بيا د صلبيانو نه دفاع كوي:
( [color=white:83e557e5b0]يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51) فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِم يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ..([/color:83e557e5b0]52) المائدة
ژباړه:
أي هغو كسانو چه ايمان ئې راوړي دى (يعني أي مؤمنانو) مه نيسئ تاسي يهوديان او نصرانيان دوستان ! (چه له دوي سره موالات او مودت وكړئ !). (دوي يو تر بله ) ځيني دوستان دى د ځينو نورو (ځكه چې ټول سره په كفر كښى شريك دى او ګرد (ټول ) سره تاسي ته متفق دى). او هر چا چه دوستي وكړه له دوي سره له تاسي ځني نو بيشكه چه دى له هم دوي ځني دى (نو مؤمنان دى ځان وساتي له دوستي د كفارو) بيشكه الله هدايت نه كوي قوم ظالمانو ته (چه ظلم كوي په ځانونو خپلو په دوستي كولو د كفارو سره) .
نو وبه ويني ته هغه كسان چه په زړونو د دوي كښي مرض (رنځ نفاق) دى چه ځغلي به په (دوستي د ) دوي كښي وائې به دوي ( په عذر كښي چه) ويريږو له دى نه چه وبه رسيږي مونږ ته كومه حادثه.
[color=blue:83e557e5b0]اوس نو خپله خوښه وكړي چې د الله پاك خبره مني او كه د بوش لعين خبره.[/color:83e557e5b0]
-----------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
---------------------------------------------------عادل وطنمل
م ن غروال
07.10.2004
درنو او پتمنو وروڼو وروسته له سلامونو!
تر ټولو لومړۍ غواړم چې يوه مسئله روښانه کړم هغه دا چې د آيات شريف او احاديث شريف ليکنې په هر جريان کي مناسب د حال ځکه نه دي چې بحث سياسي مخ لري نه ديني! که څوک کومه موضوع د اسلام له هندارې څېړل غواړي د اسلام فورم يي په خدمت کي دي٠ دا بحث او پيل يي نه د طالب او نه هم د فلان او .... دي پوښتنه ده چې د کرزي او کارمل فرق شته او که نه؟ زما لپاره او د ښاغلي غيرت ورور لپاره يي توپير شته او خپل دلايل يي ليکلي دي٠ بل څوک چې بل نظر لري خپل نظر دې وليکي نه دا چه آيت د قرأن کريم٠
زه که اوس د آيت د شرحې او د هغې ارتباط له اوسني نظام او د بن لادن او طالبانو په چاپېريال کي و څيړم اصلي موضوع له منځه ځي او بحث خپله لاره بلې خواته مخ کوي٠ اما په هر حال اميد دادي چي په منطق تکيه وکړو او پيدا کړو چېرته او ولې د نظرياتو تضاد او عکس شته٠
کرزۍ؟ ښاغلۍ کرزۍ مسلمان او مجاهد او دمسلمان افغان ولس په رايه کانديد او راتلونکي کي به هم د مشروعيت له لارې په خپله څوکۍ کښيني٠ البته ستونزې نيمګړتياوې او بې عدالتۍ او دغرب لاس وهنه او امرېکې مهم رول به خامخا وي، خو ډير اصلي لوبغاړۍ به ولس وي چي راتلونکۍ د هېواد زعيم به څوک ټاکي٠ کرزۍ د ټولې اسلامي نړۍ لخوا منل شوۍ او دخپلو ګاونډيو لخوا چې د هېواد د عامه او ملي امنيت او افغاني اقتصادي پرمختګ کي ډير اساسي رول لري، لخوا د افغانستان د جمهور رئيس په حيث په رسمياتو پيژنل شوۍ کس دي٠ که ريښتيني د عدلت او د ټاکنو د قوانينو تر سيورې لاندې د افغان ولس رايه راټوله شي اکثريت به د کرزي او د هغه په شان د نورو نني افغان سياستوالو وي، نه د ملا عمر يا د رباني يا هم د سياف!
کارمل؟ هغه له ټولو ړومبۍ يو کمونست ؤ چي يوه غير مذهبي ايديالوژي يي هضمه کړې وه او د هيڅ اسلامي هېواد او ٩٠ څخه زياتو افغاني علمأؤ د هغه د حکومت د ړنګېدو لپاره د جهاد فتوا صادره کړې وه او په نړېواله کچه! او..... او.....!!!
فکر کوم پدې مونږه او تاسي سره پرې ښه ځکه پوهيږو چي دا دسترګو ليدلي حالات دي په تبصرو نه ارزي٠ څه چي خورا ډير ارزښت لري او په تبصرو ارزي، هغه که ايماني که اسلامي که علمي که وجداني او که د وطنپالنې روحيې، له کړکۍ وګورو هغه دا دي چې نور نبايد په ګران هېواد افغانستان کي د جګړې اورته لمن ووهو او نه هم بايد خلکو ته د جهاد مجاز ورکړو او نه هم يوه مطلقه پلوي له ملا عمر يا بن لادن او دهغوئ له سياسته وکړو٠ دا ځکه چې ولس نور د توپک له ټکه په واقعيت کي ډير ستړۍ دي او مسلمان ملت هم ډير بد ژوبل ٠ نن چي کافر د مسلمانو د امنيت لپاره مټې رانغړلې دي د هماغو سياست له برکته دي چې نن يي زه پلوي لازمه نه بولم٠ د اسلام نړۍ زيار ته اړتيا لري چې په يوه متحدي کړۍ خپلې چارې پر مخ بوځي او خلکو ته د مختلفو زده کړو زمينې مساعدې کړي او ټول محمدي امت د يوه مشر (امام) تر مشرۍ لاندې په مصلحت او مشوره روان شي٠ نو هله به داسي ونشي چې زمونږه امنيت غربي نړۍ وساتي بلکه د خپلي اسلامي نړۍ اردو به دا دنده سرته رسوي٠ اما اوس له هره پلوه لاس تش دي يوازې په چغو نه هم څه جوړ شوي دي او نه به هم څه جوړ شي٠
بيا هم البته تل او هر چېرته نظريات مختلف دي او هغه به داسي وڅيړو او راوسپړو او پريمانه ليکنې به پرې وکړو چې د هر يوه ډک زړه کامل تش شي٠ که مسئله د يوه خاص عنوان لاندې مطرح شي٠
په درناوې
غروال
ziauddin
08.10.2004
قدر منو هيواد والو او محترمو لو ستو نكو
اسلام عليكم ورحمة الله وبركا ته
وبعد له كه غروال صا حب چه وايي با يد هر ځاي او په هر مسله باندي دقران ايات او احاديث
په استدلال كي رانه وړل شي خو كه چيري په يو موضوع كي دقران داياتو يا داحاديثو مبا ركه وو
ضروت شي او مذكور ايات يا حديث هلته مصداق ولر ي بيا نو دمسلمان فريضه او وجيبه ده چه
هلته هغه ايات يا حديث په استدلا ل كښي راوړي څوچه دهغه چا قنا عت وشي چه هغه ايمان پري لري
او افغان اولس يو مسلمان اولس دي ټو ل پر قران او احاديثو ايمان لري الا ما شذ او نادر نو ددي او لس
عوامو ته بايد اسلا مي لا ري په ګو ته شي دقران او احاديثو په رو شني كښ ځكه زموږ او لس خو
العياذ بالله ملحد نه دي چه په عقل صرف استدلال ور ته وا يو او كو مه موضوع چه ټا كل شوي ده ه
چه په هغه كښي دكارمل او كرز ي فرق غو ښتل شوي دي هغه كښي بايد له شرعي نظره فرق وشي
او دا فرق خو ځوك نه غواړي چه كارمل په قوم څوك دي او كرزي څوك دي يو دكمي علا قي ده بل ده
كمي علا قي ده [color=green:500ed58dec]ښاغلي غروال ليكي[/color:500ed58dec]
(( [color=red:500ed58dec]ښاغلۍ کرزۍ مسلمان او مجاهد او دمسلمان افغان ولس په رايه کانديد [/color:500ed58dec]))
محترمه كرزي چا كابل ته را وستي ده چا دطيارو زور وو ايا دامريكا دكرزو او 52b طيارو
په زور چه دزرها وو مسلمانانو دشهادته ورسته پر دي بريالي شو چه كا بل ديهود او نصا را په
لاس وركړي كه له دي نه هم انكار كيږي دا به ښكاره اغماز او تجا هل وي
غروال داهم ليكي
([color=brown:500ed58dec]( نور نبايد په ګران هېواد افغانستان کي د جګړې اورته لمن ووهو او نه هم بايد خلکو ته د جهاد مجاز ورکړو او نه هم يوه مطلقه پلوي له ملا عمر يا بن لادن او دهغوئ له سياسته وکړو[/color:500ed58dec]))٠
محترمه دا له سرو كفارو يهو د او نصارا وو سره جهاد يو اسلا مي فرض دي دخداي پاك له خواه
مكلف يو څه وكړو دخداي دامر اتباع وكړو كه ستا سي له غربي ډوله تبليغاتو اتباع وكړو خو افغان او لس
مسلمان ملت دي دخداي له اوامرو هيڅله سر غړونه نشي كړاي وسلام علي من اتبع الهدا
ضيأألدين ستا سي دبر يا ليتو ب په هيله
Adil watanmal
08.10.2004
د عزت وړ لوستونكو او محترم غروال صاحب او ضيا الدين صاحب له سلامونو او درناوي څخه وروسته
ستاسي د نظر څرګندوني څخه زه ډيره زياته مننه كوم.
لومړي زه دا خبره منم چې اياتونه او احاديث بايد بې ځايه ذكر نه شي خو د عزت وړ ضيا الدين وروره ستاسي خبره پر ځاي ده كه ضرورت وي نو بايد چې ذكر شي.
دوهمه خبره دا چې د اياتونو ذكر كول په سياسي بحث كې هيڅ كوم د حيرانتيا خبره نه ده ځكه[color=white:9bc419765b] اسلام داسي يو دين دي چې دا تر مسجد پوري محدود نه دي[/color:9bc419765b] نو د اسلام او سياست جداوالي فكره د علمانيانو ده او زه په دغه كفري فلسفه قائل نه يم نو ځكه د يو مسلمان په صفت هر كار ته د اسلام په هنداره كې ګورم نه ده بلي كفري فلسفي په هنداره كې.
محترمو لوستونكو مونږ او تاسي بايد پدي پوه شو چې د [color=yellow:9bc419765b]اسلامي فلسفي اصول د الله پاك له طرفه ايښودل شوي او انساني عقل ددغه اصولو تابع دي [/color:9bc419765b]او يا په بل عبارت د انسان عقل ته اجازه نشته چې خپل عقلي افكار ددغه اصولو د پاسه كړي او دغه كار د انسان د عقل په جوړو شو فلسفو كې امكان لري.
زه نه پوهيږم چې هغه خلك چې د كفارو غيري اخلاقي او غيري قانوني يرغل ته په يوه اسلامي ملك باندي د جواز په نظر ګوري دغه خلك به په ورځ د قيامت د الله پاك په مخ كې څه جواب ددغه خپلو خبرو كوي.
[color=blue:9bc419765b]ما په خپله تيره ليكنه كې څو پوښتني كړي وي او تر اوسه مي جواب ئې نه دي تر سترګو شوي نو هيله لرم چې جواب ئې په ګوته شي خو داسي ديمكراتيك اخلاقو څخه ډګ نه لكه څنګه چې په همدي موضوع كې يوه څو ليكني دي.[/color:9bc419765b]
------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
---------------------------------------------------عادل وطنمل
م ن غروال
08.10.2004
ښاغلۍ ضيأالدين ليکي :
[color=red:2116696b44]هغه كښي بايد له شرعي نظره فرق وشي[/color:2116696b44]
وروسته له سلامو بايد عرض کړم چې خبره شرعي وي نو د اسلام په فورم کي دې مطرح کړل شي٠
بيا ليکي :
[color=red:2116696b44]زموږ او لس خو العياذ بالله ملحد نه دي چه په عقل صرف استدلال ور ته وا يو [/color:2116696b44]
يعنې د مسلمان سره بايد دعقل له مخي بحث ونشي يا خو شرعيت عقل نه مني٠ له وضعې به هر يو ځان ته مختلفې اخيستنې لري او مختلف به پرې خپل نظر ښکاره کوي٠ځکه دلته به سياسي بحث کوؤ نه شرعي!
بل ځاي داسي ليکي :
[color=red:2116696b44]دا به ښكاره اغماز او تجا هل وي[/color:2116696b44]
چا ويلي دي چي دا بمبارۍ ښه کار وؤ يا خو د هغو د بمباريو قربانيانو ته چا شهادت نه وي ويلۍ او څوک به ووايي چې هغوئ شهيدان نشول٠ او چا ويلي دي چې ښاغلۍ کرزۍ د بمباريو تر مخه هېواد ته راغلۍ دي٠
که داسي وويل شي يا وپوښتل شي چې کرزۍ يا هم کوم بل څوک د طالبانو رژيم وروسته څه ډول بايد ديوه مشر په توګه راغلۍ واي او دبمباريو مخ نيوۍ شوۍ واي نو ښه به نه واي؟ يا اصلا ولې دطالبانو رژيم نسکور شوۍ واي او..... او...... نورې داسي ډيري خبرې شته چې کيداډ شي مطرح يي کړي لکه عادل ورور چي مطرح کړي دي ٠ داټول بل اړخ د مسئلې دي چي په همدغه بحث پورې اړه هم لرلاي شي او کيداي شي سړۍ بحث پرې وکړي٠ دا ډول موضوعاتو روښانولو ته هم ډيرې خبري هر يو په زړو کي لرو چي د ورورۍ په فضا او د قلمي ادب او کلتور په پام کي لرلو سره به پرې بحث وکړو اما:
دلته (تجاهل) چاته خطاب دي؟ تجاهل د جاهلانو کار دي نو جاهل دلته دي څوک؟ ٠
په بحثو کي تل د هماغو وروڼو لخوا د ادب رعايت ندې شوۍ چې هم د جهاد نارې وهي او هم ځانونه داسي د اسلام علما ګڼي چي په هره مسئله کي هم بايد آيت شريف او حديث شريف وليکي٠ يعنې د مسلمان ليکنه بايد داسې ټکي ولري؟ په بل ډول يي امکانات نشته؟ زما او زما د همنظرو وروڼو لپاره د دا ډول کلمې استعمال د يوه انسان په کورنۍ تربيه اړه پيدا کوي چې په کوم کور کلي او جومات کي يي دا اخلاق او په کوم ښوونځي کي يي هم دا ډول د قلم ادب زده کړۍ دي٠ نه ماته او نه هم بل کوم ورور ته پرې زيان نه متوجه کيږي او ددغو اخلاقو ليکونکۍ صرف غواړي خپل شخصيت او تربيه معرفي کړي٠
مخکې لدې چې سړۍ ليکنه کوي سړۍ بايد د ليکنو کلتور ولري او که يي نه لري نو زده دې يي کړي٠
ښاغلۍ بالاخره داسې ليکي:
[color=red:2116696b44]دا له سرو كفارو يهو د او نصارا وو سره جهاد يو اسلا مي فرض دي دخداي پاك له خواه
مكلف يو څه وكړو دخداي دامر اتباع وكړو كه ستا سي له غربي ډوله تبليغاتو اتباع وكړو خو افغان او لس
مسلمان ملت دي دخداي له اوامرو هيڅله سر غړونه نشي كړاي[/color:2116696b44]
دا اصلا بل بحث دي چي وپوښتل شي اوس جهاد فرض دي او که نه؟ دا پدغه مسئلې اړه نلري٠
او اوس خپله [color=red:2116696b44]ضيأالدين![/color:2116696b44]
[color=yellow:2116696b44]مسلمانه وروره پوښتلي مو وؤ او مونږه خپل نظر څرګند کړ او تاسو خپله وينا هم وکړۍ څه مو چې عقل او علم مني٠ نه دا چې د تجاهل يا د نورو په شان لاس پوذي بې غيرته تنخواه خواران ګوياګيان او... او... ليکوالو وروڼو ته خطاب کړل شي٠ دا بد کار دي، او بد ، بد دي٠ زه هيلمن يم چي قلم مو راتلونې کي له داډول،بد، چخه وساتۍ٠[/color:2116696b44]
په درناوې
[color=#444444:2116696b44][/color:2116696b44][color=#444444:2116696b44][/color:2116696b44][color=#444444:2116696b44][/color:2116696b44][color=#444444:2116696b44][/color:2116696b44][color=#444444:2116696b44][/color:2116696b44]
ع کريم حليمي
08.10.2004
ګرانه وروره غروال صاحب
تاسو داسي ليکۍ
که داسي وويل شي يا وپوښتل شي چې کرزۍ يا هم کوم بل څوک د طالبانو رژيم وروسته څه ډول بايد ديوه مشر په توګه راغلۍ واي او دبمباريو مخ نيوۍ شوۍ واي نو ښه به نه واي؟
ليکلۍ تاريخ ډاکيومينټري اسناد سته چه ښهيد قومندان عبدالحق وطن ته ولاړۍ چه بمبارۍ و نسي افغانان شهيدان نسي طالبان پکښي مړه نسي ٠ عبدالحق دغه کوښښ ته تللي وو ٠
طالبانو ونيولۍ او بيله محکمۍ ئې شهيد کړي ٠ ولي ولي ولي ٠ خدای مني قرأن مني ٠
څه سو د دوقومندان قاتل ٠ زه حيران يم چه هغه به څرنګه بيديږي ٠ مځکه به ارام ور کوي کيا ؟؟
خندا به کوي ٠که به ژاړي ٠
هغه بېچاره خو بې خاريجي عسکرو وطن ته درغلۍ وو ٠
ښځه ئې درلوده او ﻻدونه ئې درلوده وړونه ئې درلو ده خويندي ئې در لو دي
جهاد ئې کړي وو مجاهد وو ٠ ولي د خدای ظالمه څرنګه دي لاس پر پورته کاوه ٠ هغه ډير د کم عمر وو ټپ ځوان وو ٠
بسته ژړا راځي
٠
ziauddin
09.10.2004
محترم غروال صاحب سلا مونه وروه تا زما په دي ليكنه خواه بده كړه
چه ما ليكلي دي [color=blue:c557779727](( دابه ښكاره اغماز او تجاهل وي ))
[/color:c557779727]وروره دا څه بده خبره نده تجاهل يو ځاي هم دجهل او نا پوهي په معنا نه دي
بلكه تجاهل او اغماز: او چشم پو شي مرادف الفاظ دي يعني دټو لو يوه
معنا ده نو زه فكر نه كوم چه دا به بي ادبه لفظ وي او كه ته په خپله دتجاهل
معنا په جهالت يا جهل نو دا تر تا تعلق لري دلغتو كتا بونه هيڅكله دتجاهل
تر جمه په جهل او جهالت نه كوي بهر تقدير كي ته بي ادبه لفظ بولي نو زه بيا
بخښنه غواړم مو خداي دي وكړي چه ته په مخكني قول قنا عت وكړي
يا بخښنه وكړي خو دجواب انتظار لرم هيله ده چه جواب راكړي له هغه بعد به بيا
پر موضوعات خبري كوو (وسلا م ضيأالدين دملګرو دخوشالي په هيله )
Ghairat
09.10.2004
عادل ورور او درنو لوستونکوته سلامونه.
تاسو ليکلي :
[quote:4c836d9d72]پدي موضوع كې... مخكې له دي څخه چې څه وليكم بايد لومړي د بحث د ګدونكونكو څخه يو څو پوښتني وكړم :
1. د ديمكراسانو په فكر شيخ اسامه او ملګري ئې مسلمانان دي او كنه؟[/quote:4c836d9d72]
ځواب: بالکل مسلمان دی، خو مسلمان تر مسلمان توپير لري، نوموړی له مسلمان زيات عرب دی، عرب و، او عرب به وي، او د عربي نېشنليزم له غمه يې اسلام سياسي شوی او د يوه عربي سياسي اسلاميست په توګه افراطي سختدريځه، بنسټپال ((وهابي )) ، سرمايدار او نړيوال ترهګر دی. نو وروره خبره پوره کول په کار دی، مسلمان زه، ته،بل او بل ، هر پښتون ، افغان، پاکستانی ، ايرانی او ترکی مسلمانانان يو ، ښايي تر اسامه هر يو سوچه مسلمان وي، خو بن ﻻدن نورې پړپړې او جنايتونه لري چې هغه په دې پټول نه دي په کار چې نوموړی مسلمان دی او بس. [quote:4c836d9d72]
2. كه مسلمانان وي نو د مسلمان ګزار په كافر باندي د اسلامي خاوري نه جواز لري او كنه؟[/quote:4c836d9d72]3.
بي اجازې؟، ناحقه ؟ په خپل سر؟، د يوه نامشروع رژيم په خښه؟، په داسې حالت کې چې د بل هغه مسلمان هيواد
خلک پخپله په يوه جګړه کې ښکيل وي ؟ ن په داسې وخت کې که د بل هيواد لکه سعودي يو سياسي ليونی راپاڅي، د يو بل دريم هيواد (فلسطين) له پاره ستا له هيواد څخه پر يو بل ډير ليرې څلورم هيواد لکه امريکا باندې ترهګری ګوزار کو ي، نو لعنت دې وي پر داسې ليوني مسلمان او دغسې ليوني سياسي مشر باندې چې ده ته له خپلې خاورې څخه ددې سروپ ليوني ترهګري ګوزار اجازه ورکوي ، او يايې په خسر ولۍ نازوي ، ولې چې هغه دهمدې مقصد له پاره په افغاني جهاد کې هم کوم ټس کړی دی .
[quote:4c836d9d72]
٣.كه مسلمان حق نلري چې د بل مسلمان خاوره په كافر باندي د ګزار لپاره استعمال كړي نو بيا صلبيانو ته دا حق ولي وركول كيږي چې په افغانستان باندي د ګزار لپاره د نورو ملكونو خاوري استعمال كړي؟[/quote:4c836d9d72]4.
د مسلمان خاوره يوه نه ده، افغاني خاوره آن د ذواليمينين طاهر هراتي په وخت کې څو سوه کاله پخوا له عربي تسلط ځخه پاکه او آزاده شوې ده، د اسامه ، د هغه د پلار يا نيکه حق په دې خاوره کې مونږ سره نشته.
زمونږ حق پر اسامه او عمر پاتې دیچې د تلف شويو افغانانو او هيد شويو افغاني طالبانو په تعداد بايد اسامه او عمر دواړه په زرګونو ځله اعدام شي.
ايا پخپله فلسطينيان دا ګوزار مني چې زمونږ له پاره ، زمونږ په خوښه او زمونږ د يوه مجاهد له خوا پرامريکا تر سره شو؟ ايا اقلأ مسوليت يې په غاړه اخلي ؟؟؟
که يې مسليت په غاړه اخيستی وای، نو افغانستان به له بمبارد څخه خلاص و، فلسطين به محوه شوی وای او دافغانستان پر ځای به امرکيان په فلسطين کې ښکته شوي وای، نو عراق به يې ه هلته له نږدې څخه سمبالاوه.
فلسطين ولې خپل مجنون عاشق ته ولې په فلسطي کې پناه نه ورکوي چې وطن هم ورته آزاد وي او اسلامي حلافت ورته پر ټوله اسلامي نړۍ بيا جوړول غواړي.
[quote:4c836d9d72] ٤
ـ ګزار لومړي د صلبيانو له خوا په مسلمانانو باندي شوي او د هغه ورسته بيا مسلمانانو د خپلي خاوري د ازادي لپاره خپل كوشش شروع كړي[/quote:4c836d9d72]. د صليبيانو اومسلمانانو کلمې کارول دې په عربو او ان فلسطين کې هم د تحليل له پاره څوک نه مني. د يوه فلسطيني پوزه هم چا د افغانانو په ټس کې په ترينګلۍ هم نه ه وهلې، بر عکس د فلسطين مشر ياسر عرفات د روسانو د يرغل پلوی کاوه، خو د سعودي اسامه له مونږ څخه غواړي چې ټول افغانستان له فلسطين نه قربان کړو؟ او ملا عمراو نور طالبان ليوني يې ورسره مني؟ ايا افغانان مسلمانان نه و و، چې ياسر عرفات د روسانو او پرچميانو پلوی کاوه؟ ايا روسان مسلمانان وو او افغاني مجاهدين کافر وو؟ ايا افغانان وروسته اسامه مسلمانان کړل ، او هغه صرف د فلسطين له پاه؟ نه هيڅکله نه، خو اسامه يو په سترګه ړوند او له عقله تش کډو ته د فلسطين له پاره د اميرالمؤمين (خليفه) لقب ورکړ، څو د فلسطين له پاره د افغانستان د قربانولو سياسي شبکه عيار کړي او د ځان د پټولو له پاره د افغاستان له سرحدي غرونو څخه هم ګټه پورته کړي.
[quote:4c836d9d72] 5. د روسانو او غلامانو د جګړي پر محال ولي افغانانو د ګاوندي هيوادونو خاوري استعمال كړي؟[/quote:4c836d9d72]6.
آيا افغاستان د امريکا اونډی دیچې اسامه استعالاوه؟ آيا افغاستان د فلسطين يا اسراييلو ګاونډی دی چې د جهاد له پاه ورته فلسطينيانو هجرتکړی وای او له مرستې څخه يې ترې ګټه اخيستې وای؟ ايا فلسطين نورګاونډي عرب هوادونه نه لري چې اسامه هلته ورغلی وای؟ آيا د اسامه خپل خپل هيواد سعودي عرب فلسطين ته له افغاتان څخه زر چنده نږدې پروت نه دی ؟
داچې امريکايانودفغانستان له ګاونډيوهيوادونو څخه ګټه پورته کړه، البته په دې کې ګاونډيو هيوادونو خپله ګټه ليدله او پورټه يې کړه، دافغانانو او يواځې د افغانانو له پاره خو اسامه ستره تباهي او بي فايدې له فلسطين څخه د يوه مکار او مړمار ي عرب اسامه په خوله قربانيدل وو او بس. دا کار له بشپړ اوکره حماقت او سرسامتوب څخه پرته هيڅ انسان نشو کولی، کوم چې ملاعمر او د وندر ملګرو طالبانو تر سره کړ.
٥ـ كه صلبيان افغانستان كې طالبان او القاعده ختمل غواړي نو اوس چې دغه وحشي قوم كوم تيري((د كورونو ورانول، په ودونو بمبار كول، د ماشومانو وژل، په نر او ښځينه جنس باندي جنسي تيري)) په افغان ولس باندي كوي ايا دغه خلك هم يا القاعدة او يا طالبان دي؟
نه ووره دا طالبان نه دي، خو دا د طالبانو له ټسه تحميل شوي دي، مسئوليت يې د طالبانو پر شراو پروت دی،ښايي هغه افغانان هم چې داسې ناورين پرې تير شوی، که خت يې راغی، ددې غچ ه له نوموړ مشرانو څخه واخلي.
[quote:4c836d9d72]
٧ـ كه صلبيانو په افغانستان باندي حمله پدي وكړه چې القاعدي پري د افغانستان نه حمله كړي نو دغه وحشي قوم په سوډان ولي كروز وورول؟؟؟؟؟؟؟؟؟ او همدغه رنګ ئې په خوست ولي كروز وورول؟؟؟؟؟ .[/quote:4c836d9d72]
د القاعدې مشر اسامه په خوست کې و، او کله چې په سوډان کې و،په نايروبي اونورو ځايو کې يې د امريکا پرسفارتونو ترهګري بريدونو ته سازمان ورکړی و او بيا لکه غل دلته او هلته پټيده. خو داچې سوډان بيا هم عربي هيوادو ، ترې ووت، څو نور زيان ورته ونه رسيږي، افغانستا عربي نه و، نو د سپر په توګه د امرکا مبارو ته ورمخکې کاوه، او دې چال ته يې طالب چارواکو چک چکې کولې. طالب واکمنو هغه موږی نه ليده چې پر څوکه يې دوی کينولي وو. .
[quote:4c836d9d72] اخريني پوښتنه دا ده چې كه امريكايان او يا د وخت فرعونيان كه حق ولري چې په افغانستان ګزار وكړي نو دغه نور صلبي ملكونو ولي خپل فوځونه په افغانستان كې ميشته كړه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ او دوي ته له كومي د ديمكراسي كفري فلسفي ملګري دا حق وركوي چې خپل فوځونه افغانستان ته راوړي؟؟؟؟؟ [/quote:4c836d9d72]
وښتنه دې ډيره ناقصه او له ډيره تعصب جذباتي ، کږه وږه او راتاوه پوښتنه د. خو بيا هم د افغاي ورورګلوۍ حوصله يې ځواب ويلی شي:
اول خو دهر وخت فرعونيان دخپل وخت سی يعنی ژوندی پيغمبرغواړي، او جې هغه نشته ، ته، اسامه يا بل کوم پبر يد نشي، نو د فرعون رعون کلمې کارول بيځاه او يا صرف د ځان په څير دنوو ساده خلکو د تر ايستنې له پاره کارول سم کار نه دی. امريکا يو ستر زوپر امپريالستي او نوی ښکيلاکګر قدرت دی ، چې پر ضد يې ملي مبارزه په سرتاسري توګه په کارده، کومه چې اول يو ملي پوها وی غواړي. د هغې ه پاره د افغانان تر منځ د ټولو قومونو تر منځ اعتماداو ووري په کارده، کومه چې طالبانو له منځه وړې ده. په يوه دموکراتيک رژيم کې ، چې له ورورۍ بل شی نه دی، دغه ملي وروري بيرته پياوړې کيږي،ددې واک پيدا وي چې که امريکايا ن تر هغې پورې ونه وتل پر ضد يې ملي پاڅون تر سره شي او که ووتل، په خپله وعده به وفا ثابته کړي اوبس . .
ديموکراسي د حکومت ورورګلويزه شکل دی، د ملمانو له پاره اسلامي وروري تضمينوي او د نورو هيوادونو له پاره د هغوی خپله وروري تضمينوي. هيڅ يوه وروري، عدالت او مساوات چې څوک يې هم غواړي، د ديموکراسۍ له سياسي لارې او روش څخه پرته امکان نه لري. په دموکراسۍ کې نه کفرمطرح دی اونه اسلام، په هغې کې د اولس واکمني مطرح ده، نو د مسلمان اولس واکمني پکې حتمأ اسلامي واکمني ده او د غير اسلامي اولس وکمني په کې حتمأ غير اسلامي ده. له دې کبله دمکراسي د پښتون اواسلا په ګټه ده، د پښتون ځکه په ګټه ده چې اثريت لري، حقونهبه يې په ې ايله خوندي شي، اوداسلا ځکه په ګټه دهچې اسلام د هرافغان پر زړه حکومت کوي، نه ملا او نه طالب، نو د اولس دغه سپيڅلی حق به تل په اتوماتيک ډول خوندي اوسي، بي له دې چې ملا او طالب ترې د دسياسي قدرت له پاره سؤاستفاده وکړي ، خو سمه اتفاده ترې د پارلمان له ﻻرې ملا صاحبان او ديني عالمان هم کولی او په سيات کې برخه اخيستلی شي او دهيواد په سرنوشت ټاکلو کې رول لوبولی شي.. والسلام
Adil watanmal
10.10.2004
محترم غيرت صاحب او ګرانو لوستونكو له سلامونو او درناوي څخه ورسته
د عزت وړ غيرت صاحب له دغه ښه او ډيمكراټيك اخلاقو څخه ډكي څرګندوني څخه مو مننه.
ستا ليكنه مي به غور سره ولوسته خو په تآسف سره بايد ووايم چې اوبه دي د بوسو لاندي د تيرولو كوشش كړي. خو خير زه به اوس ستاسي په ليكنه يو څو توري وه ليكم:
1. [color=yellow:f96e9d04cf]دا ښه شوه چې تاسي اسامه ته د يوه مسلمان په سترګه خو ګوري.[/color:f96e9d04cf] خو ګرانه اسامه د ټينګ عزم چښتن دي چې د وخت فرعونيانو ته ستاسي په شان هيڅ كله خپل سر نه ښكته كوي او قوم پرسته نه دي بلكي د فلسطين تر څنګ په خپلو خبرو كې د كشمير او چيچنيا خبره هم ياده وي او ده همده مجاهدين دي چې اوس مهال په چيچنيا كې د روسان په خلاف په جهاد بوخت دي، او د همده مجاهدين دي چې اوس مهال په عراق كې د صلبيانو په خلاف په جنګ بوخت دي. د بوسنيا د جهاد پر وخت هم مجاهدينو ئې ښه په ميړانه سره جهاد كړي.
د روسان د يرغل پروخت ده همدغه اسامه پيسي او د همده د شركت وسائل وه چې مجاهدينو كارول هغه وخت هم دوي د فلسطين خبره كوه له نو هغه وخت تاسي ولي دا سوري نه وهلي كومي چې نن وهي؟؟؟؟
خبره واضح ده چې[color=yellow:f96e9d04cf] اسامه او ملګري ئې د عرب قوم لپاره خپله مبارزه نه چلوي بلكي په نوم مسلمان لپاره كه هغه عرب وي كه افغان وي كه چيچين وي كه كشميري وي.[/color:f96e9d04cf]
2. تاسي ليكلي دي: (((بي اجازې؟، ناحقه ؟ په خپل سر؟، د يوه نامشروع رژيم په خښه؟،))))
د عزت وړه دا دي نه ده په ډاګه كړي چې بايد د چا څخه ئې اجازه اخيستي وه . دي په خپل ګزار كې د اسلام د فلسفي په هنداره كې په حقه وه اما د ديمكراسي كفري فلسفي په هنداره كې په ناحق دي.[color=yellow:f96e9d04cf] د طالبانو رژيم نامشروع ځكه وه چې د كفري فلسفو په مقابل كې د حكومت چاري د اسلامي فلسفي په هنداره كې مخ په وړاندي بيولي.[/color:f96e9d04cf]
ما په يو بل ځاي كې همدا خبره كړي چې اسلام او سياست جدا كول دا د علمانيانو فكره ده او پوه مسلمان دغه كفري فلسفه نه مني. ځكه الله پاك چې د مسلمان لپاره كوم څه خوښ كړي مسلمان د ځان لپاره همغه خوښه وي نو الله پاك د مسلمان لپاره اسلام خوښ كړي ځكه وايي:
((.... الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمْ الإِسْلامَ دِيناً...... (3) المائدة)))
ژباړه:
نن ورځ مكمل (( پوره )) كړ ما تاسي ته دين ستاسي (( اصولا او فروعا)) او تمام (( پوره مې كړ پر تاسي [ أي مؤمنانو!])) نعمت (د دين په اكمال) او غوره كړ ما تاسي ته اسلام له جهت د دين( ډير پاكيزه په ټولو اديانو كښي)
تفسير: ((وَرَضِيتُ لَكُمْ الإِسْلامَ دِيناً))يعني له دى عالمګير او مكمل دين څخه پرته (علاوه) د بل كوم دين انتظار ايستل بي عقلي او حماقت دى. اسلام تفويض او تسليم سره مرادف دى ما سوا له اسلامه د مقبوليت او نجات بله وسيله او لاره نشته.
3. [color=yellow:f96e9d04cf]تاسي ليكلي دي: ((لعنت دې وي پر داسې ليوني مسلمان ))[/color:f96e9d04cf]
لومړي خو پر مسلمان باندي لعنت ويل په اسلامي فلسفه كې جواز نلري ، او په د ديمكراسي په كفري فلسفي كې شايد چې وي.
دوهم ګرانه ستاسي د يمكراسانو په فكر اسامه يو ليوني دي او پوهيږو چې سبب ئې څه دي . دوخت فرعونيانو د ظلمونو مخ كي خنډ دي او همدغه وحشي قوم ترينه په سر درد دي. او د همدغه فرعونيانو سره ډغري وهي [color=darkred:f96e9d04cf]همدغه خبره به خلكو هغه وخت هم كوله چې كله افغانانو د روسانو خلاف خپله مبارزه شروع كړه.[/color:f96e9d04cf]ويل به ئي چي افغانان ليونيان د سپر طاقت سره جنګيږي خو خبر نه وه چې د الله پاك طاقت د ټولو طاقتونو څخه زيات دي او كولي شي چر هر باغي انسان په خپل يو ضعيف مخلوق له منځه يوسي لكه څنګه چې ئې قارون ، فرعونيان، نمردو، ابرها او په اوسني عصر كې روسان او ان شاء الله چې ددغه وحشي قوم امريكايانو به هم همدا حال وي.
4. تاسي ليكلي دي(((ايا پخپله فلسطينيان دا ګوزار مني چې زمونږ له پاره ، زمونږ په خوښه او زمونږ د يوه مجاهد له خوا پرامريکا تر سره شو؟))) ګرانه [color=yellow:f96e9d04cf]په هغه ورځ چې په امريكان باندي ګزار وه شوه فلسطنيانو د خوشحالي نه اتڼونه او ډزي كولي.[/color:f96e9d04cf]
٥. د [color=white:f96e9d04cf]عرفات[/color:f96e9d04cf] په اړوند مو خبره كړي ګرانه عرفات هم لكه كرزي د صلبيانو ګوډاګي دي او په مسلمانانو تپل شوي.
6. دا يوه منلي شوي خبره ده چې ګزار لومړي صلبيانو په مسلمانانو كړي، [color=yellow:f96e9d04cf]په افغانستان او عراق كې روان جنګ دا د صلبيانو حمله ده پر مسلمانانو ځكه دي حملو ته بوش لعين په خپله د صليبي جنګ ويلي[/color:f96e9d04cf] نو اوس نه پوهيږم چې لاوډسپيكران ئې ولي انكار كوي چې دا صلبي جنګ نه دي.
7. تاسي ليكلي دي ((آيا افغاستان د امريکا اونډی دیچې اسامه استعالاوه؟)) وروره زما د پوښتني مطلب دا نه دي چې د ګاوندي ملك نه حلمه پري جواز لري او كنه بلكي د پوښتني مطلب دادي چې افغانانو د روسانو د يرغل پر وخت ولي د پاكستان او ايران خاوره استعمال كړه؟؟؟؟؟؟؟ [color=darkred:f96e9d04cf]صرف مطلب د خاوري په استعمال كي دي نه په نور څه كې.[/color:f96e9d04cf]
8. تاسي ليكلي دي((نه ووره دا طالبان نه دي، خو دا د طالبانو له ټسه تحميل شوي دي، مسئوليت يې د طالبانو پر شراو پروت دی،ښايي))) وروره صلبيانو خو افغانستان ته پدي نامه راغلي چې انصاف او عدل به راولي د طالبانو د ظلم نه به افغانان خلاصوي خو د [color=yellow:f96e9d04cf]انصاف ددغه ټيكدارانو انصاف داوه چې د افغانانو كورونه ئې وران كړه، ودونو باندي ورته بمبار كوي، ماشومان ئې وژني ، په ښځينه او نارينه جنس باندي تيري كوي. [/color:f96e9d04cf]زما په فكر د افغانانو په تاريخ كې به داسي وحشي مستعمرين په افغانستان نه وي راغلي لكه نن چې دغه صلبيان دي. او حيران دي ته يم چې [color=blue:f96e9d04cf]د انصاف د پلي كولو په نامه ذكر شوي كارونه دغه د وخت فرعونيان تر سره كوي او ملګري ئې پړه په طالبانو اچوي.[/color:f96e9d04cf]
9. [color=brown:f96e9d04cf]زه خپل يو څو سوالونه بيا تكراروم او غوڅ جواب ئې غواړم نه اوتي بوتي.[/color:f96e9d04cf]• كه مسلمان حق نلري چې د بل مسلمان خاوره په كافر باندي د ګزار لپاره استعمال كړي نو بيا صلبيانو ته دا حق ولي وركول كيږي چې په افغانستان باندي د ګزار لپاره د نورو ملكونو خاوري استعمال كړي؟
[color=yellow:f96e9d04cf]هيله لرم چې د اوتو بوتو پرځاي صحيح دلائل په ګوته شي.[/color:f96e9d04cf]
• د روسانو او غلامانو د جګړي پر محال ولي افغانانو د ګاوندي هيوادونو خاوري استعمال كړي؟
[color=white:f96e9d04cf]خبره فقط د خاور د استعمال ده نه ده ګاونډي توب.[/color:f96e9d04cf]
• دلته يو بل سوال هم كوم هغه دا چې عراق خو په افغانستان حمله نه وه كړي ولي افغانانو د عراق په خلاف د كويټ په جنګ كې شركت وكړه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
• كه صلبيان افغانستان كې طالبان او القاعده ختمل غواړي نو اوس چې دغه وحشي قوم كوم تيري((د كورونو ورانول، په ودونو بمبار كول، د ماشومانو وژل، په نر او ښځينه جنس باندي جنسي تيري)) په افغان ولس باندي كوي ايا دغه خلك هم يا القاعدة او يا طالبان دي؟ صلبيان ولي ذكر شوي كارونه كوي دوي خو د انصاف د پلي كولو لپاره رغلي؟؟؟؟؟؟
[color=blue:f96e9d04cf]يادونه كوم چې خبره پردي نه ده چې ددغه كارونو اصلي مجرم څوك دي بلكي خبري پر دي ده چې دغه وحشي قوم دغه كارونه ولي كوي؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:f96e9d04cf]
• اخريني پوښتنه دا ده چې كه امريكايان او يا د وخت فرعونيان كه حق ولري چې په افغانستان ګزار وكړي نو دغه نور صلبي ملكونو ولي خپل فوځونه په افغانستان كې ميشته كړه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ او دوي ته له كومي د ديمكراسي كفري فلسفي ملګري دا حق وركوي چې خپل فوځونه افغانستان ته راوړي؟؟؟؟؟ ايا د امريكايانو خپل فوځ كم دي وسائل ئې كم دي؟؟؟؟؟؟؟
[color=white:f96e9d04cf]يا په بل عبارت كه د امريكايانو پاتيكيدل او ګزار ئي په افغانستان باندي قانونين وي نو ددغه نورو صلبيانو ميشته كيدو او د ګزار كولو په افغانستان باندي څه سبب وو او دي؟؟؟[/color:f96e9d04cf]
---------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
-----------------------------------------عادل وطنمل
م ن غروال
10.10.2004
ښاغلۍ ضيأالدين ورور سلامونه ومنئ،
تر ټولو خو لومړۍ غواړم زه هم په خپل نوبت بخښنه وغواړم که چېرې ستاسو دتبيت دآزار باعث ګرځيدلۍ وم او په څنګ کي ستاسو د بخښنې د غوښتو له امله يي يوه دنيا مننه کوم٠
خير زه پوه شوم چې ولې مو تجاهل ليکلي دي هغه ځکه چې تاسو ته بد ندي٠ اما نه! هيلمن يم هيڅ وخت داسي ناخوښونکي او آزار تبيته کلمات چي هم د قلم ادب زيانمن کوي او د سړی شخصيت ، ونه ليکئ٠
او رابه شو ښاغلي حليمي صاحب او عادل صاحب وروڼو ته!
حليمي صاحب خبره مو د منلو وړ ده اما چاته ووايو او څرنګه او په کومه ژبه او په کوم رقم يي ووايو چې دا د طالبانو مطلق پلويان پرې پوه شي٠ خو الف مو نه وي ليکلۍ بيا د منافقو ايت سره مخامخ شو چي زمونږه وينا د هغوئ سره مشابهت لري٠ نفساني ناروغ شو٠ پېغور مو په برخه شي٠ لاس پوڅي او بې غيرته! ګوډاګيان او تنخواه خواران!!! حتی د احمد په نوم آزاد نظر ورور ته (بې وجدانه) کلمه استعمال کړې وه٠ دا ددوئ لپاره منطق او ادب او علم به وي٠ که نه نو ولې؟ او له بد څخه بد تر چي دا خپله اسلامي دنده او مسئوليت هم وبولي٠
همدا نن شپه مونږه يوه ناسته درلوده چې مسلمان په جماعن يي لمونځ ادا کړ نو ديني عالم دوه د طب ډاکتران، دوه انجنيران، اويو په اروپا کي استاد، يو پخوانۍ ديپلومات او داروپا او روسيي تحصيل کرده، دوه حاجی صاحبان، او نور چې شمېرنه يي ټول شلو کسانو ته رسېده تشريف درلود او بحث هم همدا وؤ چه امريکايان يرغلګر دي او پاڅون او افغاني تاريخي اصل دي او نبايد ددوئ پلوي وشي٠ ددوئ بحث چې د جديت په آخره مرحله کي وؤ نو زه چې د نورو ځوانې طبقې سره په بله کوټه کي له يوه ځلمي سره په يوه بل بحث اخته وم تر ټولو مشر د مجلس او حاجي صاحب، سړۍ راولېږلو چې راشه ته چيرته پټ يي اوس دلته بايد يو څه ووايي٠
بحث اوږد وؤ اما مخالف ورور صرف له ماسره ٩٠ په سلو کي توافق پيدا کړ او زما ارمان يي داسي باله چي که داسي وشي خو نور علی نور، اما داسي به نه کيږي او مونږه به د امرېکې تل ګوډاګيان پاتې شو٠ مطلب دا دي چي بحث په ليکلو کي تل هغې خواته او بلې خواته داسي مخ کوي چه دوئ په علمي اصل تکيه نه لري٠ صرف په نېوکو ډير ښه پوهيږي او په توهين او غير علمي فتوؤ!!! که نه له مونږه سره به ولې دوئ اختلاف لري په داسي حال کي چې مونږه هم اسلامي نظام غواړو او دوئ هم د وطن آبادي او سوله! او مطلقه پلوي ده چې دوئ نه پريږدي په علمي تحليل تکيه وکړي٠
او دعادل د پوښتنو په ځواب کي زه د غيرت ورور ليکنه کافي بولم٠ يو شۍ چې غيرت ورور ندي ليکلي هغه د آياتو او احاديث ليکل دي په هر جريان کي!
هره موضوع به د اسلام له سترګو ګورو او هم هر يوه ، ما او غيرت ورور او حليمي ورور او نقاد ورور او نور وروڼه هم تل د اسلام له اصولو سره سم خپل قلمونه کارولي دي ٠ که چا داسي وويل چي داسي احکام په اسلام کي نشته نو د حوالې غوښتنه به کوي او ځواب به يي ليکل کيږي٠ اما دوئ چې آيت او حديث ليکي د هغې تعبير او تحليل ته منفي او غلطه جنبه ورکوي٠ له هغه اسلامي امر څخه خورا ناوړه ګټه پورته کيږي دمثال په ډول:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ
دا نو څوک واي چي نعوذو بالله دا پخوا خبرې وي اوس بل وخت دي دا اوس د منلو وړ نه دي او يا دا او يا هغه٠ اما ارتباط يي له اوسني افغاني نظام سره يعنې چه امريکايان خو کافرين دي نو څنګه مونږه له هغوئ سره دوستي وکړو او هغوئ سره دغه او هغه....!
عجب غلط تعبير! مخکې لدي چي مونږه دغه ايت شريف او دا ډول نور د کفارو په هکله د آياتنو تعبير له خپل هېواد سره وتړو او همداسي مفهوم ورکړو٠ دا اسلامي فريضه ده چې پيدا کړو ولې دغه پرنګيان او دچا دسياست او اعمالو له برکته راننوتل؟ افغان ولس کوم رنځ او غم او درد لري او د نجيب د سقوط وروسته د افغان ملت څه ولېدل چې د الله اکبر تکبير به يي شعار وؤ؟ يو هېواد په نړې واله کچه دا ډول سياست چې، صرف پاکستان يي په رسميات وپيژني او په ذوال کي به همدا لعنتي پاکستان د همدغو پرنګيانو سره لاس يو کړي، بايد ولري؟ د اسلام نړۍ په دغه اوږده موده کي له افغان دغه ستونزې سره څه مرسته وکړه؟ ما دا څو ځلي ويلي دي که مونږه اسلامي نړۍ په هغه حقيقت لرلائ لکه څنګه چي بايد وائ خو دغه مداخله بايد اسلامي نړۍ کړې واي نه پرنګيانو او کفارو! يعني بايد په دغه هم بايد غور وکړل شي او که نه؟
زمونږه افغان مسلمان ولس له دغه بدبختۍ نور په کوم طريقه ځان ژغورلائ وائ؟ حليمي ورور ليکلي دي چي دنظام د بدلون لپاره چي نبايد وژنه وشي ولي ونه منل شول؟ بن لادن ولې هلته د اوسېدو او دفعاليت امکان پيدا کړل؟ ولې چاته د افغان مسلمان ولس غم او درد او د هېواد دا برباده او در په در شپه نه وه مطرح؟ ګورو د سرزورۍ او د غير سنجش په اساس هېواد د پرديو لاس کي پريوځي! چا ويلي چې ښه کار دي؟ چا ويلي چي د مسلمانو په پرتله مونږه کفار غواړو؟ دا دومره منطق او علمي څړنيزي ليکنې چي دلته شته ايا کوم يو داسي وايي چه اسلام نه غواړو کفر غواړو؟ دا ايت شريف د صدام له عمل سره تطابقت لري چې له امريکي يي ذروي اصلحه اخيسته او په ايران يي استعمالوله! او که طالبانو له ايران سره په جګړه کي کښېل شوي واي او طالبانو د امرېکې مرسته غوښتې واي هلته دا ايت شريف صدق کاوه٠ او چا ويلي چې اسلامي قانون نه غواړو دکفارو قانون غواړو؟
عادله وروره! دا کفار مونږه هم نه غواړو خو د طالب غوندي سياست او دهغوئ په شان کړه هم د هېواد په ګټه نه ګورو٠ دا اصلا د اسلامي نړۍ بدبختي ده چې دا ډول پيښيږي٠ او اوس چي تاسو او ستاسو په شان ياران دا ډول تل له آياتو کار اخلي معنی دا ده چې اسلام يعنی تباهي منه! کونـډې دې په زرګنو وي ګدا دې وي پروا نشته! په يوه ورځ دي په زرګنو اسلامي پتنګان شهيد شي او آخر هم تېښه ! نړېوال سياست دې اصلا په پام کي نه نيول کيږي! مسلمان چي نور له اسلامي حکومته په ځغاسته وي يعني پروا نلري! او.... او ..... !!! چېرته دا آيت او چيرته هم د افغان ولس دا ډول ستونزه!
خير ټول مطلب دادي چي له اسلامي اوامرو به غير علمي د طالب ډوله سياست منفي او سؤ ګټه نه پورته کوؤ٠ پرته د هغه له تحليل او سنجش او غور او دهغې ارتباط له افغاني ستونزي سره ، طرح يي تل دمسلمان باسواده اولس سره ټکر خوري او همدا يوازنۍ علت دي چي مونږه او تاسو تل سره په ټکر کي يو٠
زه وړانديږز کوم تاسو کوښښ وکړۍ چی اسلامي افکار او دهېواد راتلونکۍ او دنني ښامار څخه د ژغورنې لپاره پرته له آيت او حديث شريف لارې چاري او افغاني ملت لپاره د علمي سياسي کړن لارې ليکني چه (جهان بيني) تګلاره به وي او په دغه اصل به ستاسو اسلامي ارمان د برۍ په پولو کي وي، وليکئ چه وګورو څه په قلم کي لرئ او څه ليکلئ شئ چه مونږه تيار او آماده درته حاضر او ناظر ناست يو٠
په درناوې
غروال
Adil watanmal
11.10.2004
محترم غروال صاحب او ګرانو لوستونكو
------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
غروال صاحب له نظر څرګندوني څخه دي مننه كوم.
محترم شايد ستا به هير وي او يا به دي لوستي نه وي چې ما څو ځلي دا خبره كړي چې [color=yellow:ceec3a12de]زه دلته د طالبانو د حكومت نماينده نه يم او د حق نه سترګي هم نه پټوم [/color:ceec3a12de]او زه هم د افغانستان ابادي او په افغانستان كې سوله غواړم خو د اسلامي حكومت په وجود كې ځكه [color=blue:ceec3a12de]دوه ميليونه افغانانو ددي لپاره ځان قربان نه كړو چې صلبيان دي په افغانستان كې ميشته شي او د ديمكراسي كفري نظام دي په افغانستان كې پلي شي.[/color:ceec3a12de]
زه نه پوهيږم چې تاسي ديمكراسي نه پيژني او كه دغه يرغلګر ئې نه پيژني ځكه تاسي دي كفري فلسفي ته د اسلام رنګ وركوي او يرغلګر بيا د وطن په وګړو هغه ظلمونه كوي چې ساري ئې نه ليدل كيږي او ټول د ديمكراسي او انصاف د پلي كولو په نوم . [color=yellow:ceec3a12de]آيا د خلكو كورونه ورانول، په خلكو جنسي تيري كول ، ماشومان وژل ، ودونه په غم بدلول همدغه ديمكراسي تاسي په افغانانو مني؟؟؟؟؟؟؟ [/color:ceec3a12de][color=blue:ceec3a12de]حيران دي ته يم چې تاسي په قول افغانان د هغه اسلامي نظام نه وتښتيدل او په تيښته دي چې د خلكو سرونه مالونه ناموسونه ئې خوندي كړي وه او هغه نظام غواړي چې روځانه پكي د وطن په ښځينه او نارينه جنس باندي په سلګونه تيري كيږي. ماشومان ئې وژني، كورونه ئې ورانوي، ودونه ئې ورته په غم بدلوي. [/color:ceec3a12de]
او نه پوهيږم چې د صلبيانو پلويان به په كوم قسم پوه كړم ځكه كه د قرآن كريم د آياتونو او د احاديثو د ويلو او اوريدو سره ددوي حساسيت دي او داسي تيرينه بيزاره دي او منډي ترينه وهي لكه شيطان چې د اذان نه.
په څو ځلي مې دا خبره ياده كړي چې اسلام او سياست جدا كول دا د علمانيانو فلسفه ده نه د مسلمانانو. چې اوس ئې اثر په ديمكراسانو كې هم كړي خير لوستونكي پوهيږي چي [color=yellow:ceec3a12de]ديمكراسي د څو مختلفو كفري فلسفو اچار دي. فكر نه كوم دغه اچار افغانان وه مني. [/color:ceec3a12de]ځكه افغانانو دوه ميليونه شهيدان په لكهاوو معيوبين، په ميلينونو خپل كورونو پريښودل دا ددي لپاره نه دي كړي چې دغه د كفري فلسفو اچار دي د صلبيانو د سوري لاندي په ا فغانستان كې تطبيق كړاي شي.
[color=white:ceec3a12de]تاسي ليكلي دي:[/color:ceec3a12de]
((خو الف مو نه وي ليکلۍ بيا د منافقو ايت سره مخامخ شو چي زمونږه وينا د هغوئ سره مشابهت لري٠)))
محترم لومړي خو كه فقط ستاسي او ملګرو ليكني مو د منطقي بحثونو په فورم كې وه ګورو نو شايد په [color=yellow:ceec3a12de]بدو الفاظو په استعمالولو كې ديمكراسان د اسلام اند ليكوالانو نه ډير مخ په وړاندي تللي[/color:ceec3a12de] وي او د كفر ټاپو مهرونه خو هم ستاسي د ملګرو په لاسو كې دي د ليونيانو، د موږكانو، بي عقلو نومونه استعمالول خو هم ستاسي ملګري كوي . پر دغه كار ستاسي چوپتيا په خوښي دلالت كوي.
دوهم: [color=yellow:ceec3a12de]په كوم ځاي كې چې ما آياتونه ليكلي نو خبره مي عامه بڼه لري نو غل چې په خپله ګيره خس ګوري نو زما پكي څه ګناه[/color:ceec3a12de] او ما كوشش كړي چې مونږ الحمد لله ټول مسلمانان يو بايد د قرآن كريم په اياتونو كې فكر وكړو چې په دغسي حالاتو كې الله پاك مونږ ته څه امر كوي نه دا چې پدغسي حالاتو كې بوش لعين مونږ ته څه حكم كوي.
[color=white:ceec3a12de]تاسي ليكلي دي[/color:ceec3a12de]: (((علمي اصل تکيه نه لري٠ صرف په نېوکو ډير ښه پوهيږي او په توهين او غير علمي فتوؤ!!!)))
لومړي كوم څه چې مونږ د اسلام له نظره څيړو نو د اياتونو او احاديثو راوړل پكي نه پريدو د خپل وس پوري خو اوس چې تاسي ته قرآن كريم او احاديث علمي تكيه نه ښكاري نو زه څه وكړم. [color=yellow:ceec3a12de]ايا د مسلمان لپاره د قران كريم او احاديثو څخه به بله كومه غټه علمي تكيه وي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:ceec3a12de]
فتوى د مفتيانو كار دي او مونږ دلته فقط د علماو اقوال رانقل كړي نو اوس[color=darkred:ceec3a12de] چې تاسي ته د هغوي فتواوي غيري شرعي ښكاري نو هيله درڅخه كوم چې د مسئلي صحيح حل د اسلامي اصولوپه رڼا كې بيان كړي نه دا چې د نورو كفري فلسفو دلائل را په مخه كړي. [/color:ceec3a12de]ګرانه دا ظاهره خبره ده چې كفري فلسفي به د اسلامي فلسفي سره پډيرو اړخونو كې تضاد لري نو د يو مسلمان په صفت اوس خپله فيصله وكړه چې د الله راليږل شوي قانو د خپل ځان او وطنوالو او ملك لپاره خوښه وي او كه د كوم كافر انسان د لاس جوړه شوي فلسفه .
[color=white:ceec3a12de]تاسي ليكلي دي[/color:ceec3a12de] : ((چې آيت او حديث ليکي د هغې تعبير او تحليل ته منفي او غلطه جنبه ورکوي٠))
محترمه كوم ايات چې دلته ما ذكر كړي په خپل ځاي كې بلكل صحيح دي ځكه الله پاك پدي ايات كې د يهودو او نصارى وو د دوستي او ملګرتيا نه مسلمانان منع كړي. اوس مهال افغانستان ته چې كوم يرغلګر راغلي دوي صلبيان دي او دغه جنګ صلبي دي نور دلائل خو ئې پر ځاي پريده بوش لعين په خپله دي ته صلبي جنګ ويلي نو تاسي ترينه ولي انكار كوي؟؟ او [color=yellow:ceec3a12de]د دغه صلبيانو سره د دوستي او ملګرتيا په اړوند ذكر شوي ايات الهي لارښونه ده [/color:ceec3a12de]او ما دا خبره په ډاګه كړي نو اوس د هر مسلمان خپله خوښه ده چې څه كوي كه دوستي ورسره كوي او كه دښمني خو الله پاك مونږ د صلبيانو او يهوديانو د دوستي او ملګرتيا نه منع كړي يو.
[color=white:ceec3a12de]د اياتونو غلطه ترجمه اوغلط استدلال [/color:ceec3a12de]ستاسو ملګرو كړي چې ما څو ځايه دا خبره په ډاګه كړي. او حتي چې ديمكراسانو د وحشي قوم او د وخت فرعونيانو امريكايانو د حملو د جواز لپاره په ګران وطن افغانستان باندي هم د قرآن كريم د اياتونو په راوړو صرفه نه ده كړي.
[color=white:ceec3a12de]تاسي ليكلي دي[/color:ceec3a12de] ((ولې دغه پرنګيان او دچا دسياست او اعمالو له برکته راننوتل؟))
بايد يادونه وكړم چې د ذكر شوي ايات پدي استدالال نه دي نيول شوي چې په افغانستان د صلبيانو د لښكر اصلي عاملين څوك دي؟ بلكي ددي لپاره د دليل په توګه ذكر شوي چې د صلبيانو سره دستي او ملګرتيا د اسلامي فلسفي په هنداره كي جواز نلري.
[color=white:ceec3a12de]تاسي ليكلي دي[/color:ceec3a12de] ((عادله وروره! دا کفار مونږه هم نه غواړو خو د طالب غوندي سياست او دهغوئ په شان کړه هم د هېواد په ګټه نه ګورو٠))
غرواله وروره پدي خبره دي حيران كړم چې يو طرف ته تاسي شپه او ورځ ترينه دفاع كوي او بل طرف ته وايي چې مونږ ئې هم نه غواړو. وروره زه [color=yellow:ceec3a12de]د دومخيځ سياست طرفدار نه يم.[/color:ceec3a12de]
همدارنګې د طالبانو د استكولو لپاره تاسي صلبيان خوښ كړه خو زه بيا وايم چې [color=blue:ceec3a12de]دا به د عقلمندو كار وي چې د باران نه وتښتي او د ناوي لاندي شپه وكړي.[/color:ceec3a12de]
[color=darkblue:ceec3a12de]((همدا يوازنۍ علت دي چي مونږه او تاسو تل سره په ټکر کي يو٠))[/color:ceec3a12de]
د عزت وړه زمونږ او ستاسي ټكر زما په نظر بل سبب لري او هغه دادي چې مونږ هره څيړنه د اسلامي فلسفي په هنداره كې كوو او تاسي ئې د ديمكراسي په هنداره كي او دغه دواړه فلسفي سره بنسټي جداوالي لري چې يو د بل ضد دي. او دا جداوالي مونږ په نورو ليكنو كې په ګوته كړي.
[color=white:ceec3a12de]د پاي ټكي:[/color:ceec3a12de]
ګرانو لوستونكو مونږ اسلام او سياست سره نه جدا كو نو د حكومت په اړوند ليكني مو ځكه د موضوع متعلق اياتونه او احاديث لري او د همدغه اصول په رڼا كې په هره موضوع باندي ليكنه كوو او چې كومو ځآيو كې سهوه شوي وه نو بيا د هر مسلمان حق دي چې زمونږ غلطي د اسلامي اصولو په رڼا كې راته په ګوته ګړي نه دا چې ووايي دا د ديمكراسي خلاف ليكنه ده او زه ئې نه منم.
-----------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
----------------------------------------------------عادل وطنمل
islam dost
12.10.2004
درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
قدرمن ورورعادل وطنمل صيب خوراپه زړه پوري ليکنه موکړي خدای جل جلاله دوکړي چي دغربي تبليغاتوڅخه اغيزمنوخلکودماغ ورباندي خلاص شي اوديوديموکراسي نظام په ځای يی له سوچه اسلامي نظام سره مينه پيداشي ٠
دغه خلک بايدپه دي وپوهيږي چي که يوچاداسلام په جامه کښي کوم ناروا اوداسلام مخالف کارونه کړئ وي هغه نه بايدپه اسلام پوري وتړل شي اودهغوله امله مونږبايداسلامي نظام ته شا نه کړو لکه دلته چي ځيني ليکوالان په ناخبرئ کښي کفري اوعلماني مفکوره تأئيده وي اودمذهب اوسياست جلاوالي خبره کوي اوځيني يی بيايوداسي نظام پلويان دي چي يواړخ يی اسلامي اوبل اړخ يی ديموکراسي وي ياپه بل ډول داسلام هغه احکام چي له کفري نړئ سره په ټکرکښي نه وي هغه تطبيق اوکوم چي نړيوال کفرنه خوښوي هغه يوې خواته اوياجومات پوري محدودوګڼي چي په دي وسيله اسلام دخپلې خوښې تابع ګرځوي خوپه يادبايدولروچي اسلام دچاتابع کيدای نه شي نوکه هرڅوک په دي مرض اخته وي دورورګلوئ مشوره ورکوم چي هغه ذرائع ابلاغ چي دديموکراسئ پلي کولولپاره خلک رابولي اوددي نظام مثبت اړخونه په ګوته کوي اوله منفي اړخونويی صرف نظرکوي بايدددي په مقابل کښي اسلامي ويب سايټونه اوديني کتابونولوستلوته زياته توجه ورکړي ترڅوله اسلام نظام سره بايللي مينه بيرته په ځای شي
بايديوځل بياوليکم چي که چاله اسلام څخه ناوړه استفاده کړي وي نوهيڅکله هم بايدديوفرداعمال مونږاو تاسو له اسلامي نظام څخه متنفره نه کړي اودخپل ايماني مسؤليت ددرک له امله څومره موچي په وس پوره وي په همغه اندازي دسوچه اسلامي نظام دونياوي اواخروي ګټي خلکوته بيان کړواوداسلام په مقابل دديموکراسئ لپاره له تبليغاتوډډه وکړو٠
داخوبه منئ چي دافغانستان دوروستئ دري کلنه دوره سوچه ديموکراسي ده اومونږبه اوس ګوروچي زمونږ هيوادولوته يی څومره مثبتي لاسته راوړني کړي اوولي يی منفي اړخونه سترګي پټيږي ؟؟؟؟؟
که دهيوادودانولواوپرمختګ ته يی پام وکړونوپرته له دي چي دقوي تبليغاتي جبهې په مټ يی له ميږي څخه فيل جوړکړئ وي نوردکوم پام وړپرمختګ نه ليدل کيږي
دومره څه خوطالبانوپرته له کومي بهرنئ مرستې اودفوائد عامې وزارت مټ په څومياشتوکښي کول لکه دوی چي په دادري کلنوکړي هغه هم له منفي اړخ څخه خالي نه دي پدي معنی چي که په يولاس کښي دديموکراتانو موبائل ټليفون زمونږهيوادته راوړنوپه بل لاس کښي يی دايډزويروس اوکه په يولاس کښي يی دسړکونوقيروونوپه بل لاس کښي فحاشي عياشي اوداسي بي شرمي چي دافغانستان په تاريخ کښي سارئ نه ليدل کيږي ٠اياچادروسانوپه وخت کښي دا اوريدلي ووچي کومي ښځې خپل روغ اوجوړپه مليونوډالره قيمتي غاښونه دڅوسوواوياڅوډالروپه مقابل کښي ايستلي وي ؟؟؟
همدغسي نورمنفي اړخونه يی هرڅوک په خپله سنجولائ شي اوپه اسانه په هيدلائ شي چي کوم څه چي مونږته دمرستې يابل څه په نوم راکول کيږي په مقابل کښي رانه څه شئ اخستلئ کيږي اوپه پای کښي په لنډ ويلئ شوچي اوسنئ ديموکراسي نظام دافغانستان خلکوته په ډيردروندقيمت تمام شوئ ياپه بل ډول اسلامي نظام تري قرباني شوئ
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
اسلام دوست
_________________________
يا شه مسلم يا شه کا فرد و اړه کيد لا ی نه شي
لوښئ چي يووي پاک پليت پکي ځايدلئ نه شي
Ghairat
12.10.2004
[quote="Adil watanmal"]اسامه ..د وخت فرعونيانوته ستاسي په شان هيڅ كله خپل سر نه ښكته كوي او قوم پرسته نه دي بلكي د فلسطين تر څنګ په خپلو خبرو كې د كشمير او چيچنيا خبره هم ياده وي او....[/color]
عادل صاحب سلامونه ومنئ، او بيا ﻻنديني اصول په غور سره په پام کې حک کړئ:
١ــ اسامه که هر څومره د نورو اسلامي هيوادونو نوم يادوي او يا ورته د جهادله ﻻرې هلې ځلې کوي، بيا هم عرب ورته اوليت او الويت لري ، عربي مسلمامانان او نور مسلمانان ورته يوشي نه دي. له اسلام څخه د عربو منحرفين
لکه ياسر عرفات او صدام حسين ورته د نورو اسلامي هيوادونو له مشرانو څخه نږدې او د ملاتړ وړ ښکاري. پکار ښو دا وه چې ده د ال سعود پر ضد اول او د ياسر عرفات پر ضد په دوهمه درجه کې او تر هغې وروسته يې د امريکا پر ضد جهاد پيل کړی وای او له سعودي څخه يا عراق اويا بل کوم عربي هيواد څخه خپل جهاد پيل کړی وای. خو نه، داسې يې نه وکړل او نه يې کوي، ځکه په دې صورت کې عربي وينه توييږي، عربي هيواد ويجاړيږي، يو عربي رژيم ته زيان رسيږي ، که هغه د عرفات غوندې د يو مرتد او منحرف مسلمان تر مشرۍ ﻻندې وي او که د سعوديانو شاهي رژيم وي . طن بايد دده پر ګوزارونه دافغانانو وران شي، د طالبانو ((اسلامي ))رژيم
بايد له فلسطين څخه قرباني شي ، په دې صورت کې خوبه خود فلسطينيان د سپتمبرد ١١ ګوزار ته چکچکې کوي، چې زور يې پر بل چا و. دوی چې بن ﻻ دن ته چکچکې کوي، ولې بن ﻻدن ته په خپل منځ او خپل وطن کې ځای نه ورکوي؟
٢ــ څوک چې په افغانستان کې القاعده نه خوښوي، هغه ولې اتوماتيک د وخت فرعونيانو تابع بولئ. ايا القاعده د وخت د فرعونيانو سره د ضديت يواځينی معيار بللی شو؟ آيا نور څه نشته چې سړی پرې د امريکايانو سره اختلاف يادوښمني ولري؟ داچې پر ما دې تورلګولې چې ګواکې د ديموکراسۍ د غوښتونکي په توګه زه هم د امريکا پلوی کوم، دا هم شخصي تيری دی، هم سپکاوی او هم دديموکرا سۍ پر مفهوم نه پوهيدل دي.
په اسلام کې ديموکراسي وه ، او بايد پکې بيرته رامنځته شي ، که څه هم په ديموکراسۍ کې يو دين هم جبري نه دی، خو د اديانو او ديندارو حقوق په کې خوندي دي.
که ه اسلام کې دموکراسي نه وي، په تيره بيا په سياسي برخه کې ، نو بيا لومړي څلر خليفه ګا ولې پر بيعت سره د خليفه په توګه ټاکل کيد؟ که دموکراسي و کفري ظام او کري فلسفه وای، نو با ولې ابوبکر صديق (رض) د بيعت
يا انتخاباتي دموکراسۍ ته غاړه ايښودله؟ د عمر (رض) سره ولې بيعت کيده ؟ او بيعت ولې تر هرڅه لوړه ﻻره انګيرل کيدله، چې د اسلام سرنوشت ورپورې تړاو موندلو؟ آياابو بکر کافر و؟ عمر کافر و؟ عثماناو علي کافر وو چې بيعتونه يې غوښتل يعنې له انتخاباتو څخه يې کاراخيسته ؟ ايا هغه ديموکراسي نه وه؟
٣ــ تاسو يوه ډيره خامه پوښتنه داسې طرح کې ده:
[quote:093beb9bfe] د روسان د يرغل پروخت د همدغه اسامه پيسي او د همده د شركت وسائل وه چې مجاهدينو كارول هغه وخت هم دوي د فلسطين خبره كو له نو هغه وخت تاسي ولي دا سوري نه وهلي كومي چې نن وهي؟؟؟؟[/quote:093beb9bfe]
ايا اسامه ته مونږ ويلي وو يا نورو افغانانو (مجاهدينو او طالبانو ) مجبور کړی و، چې ددغه دوه ډلو (مجاهدينو او طالبانو ) نا مشروع مشرانو ته مرسته ورکړي ؟ او ايا هغه وخت دغه مکار اعلام کړی و چې زه ددې په بدل کې ستاسې خاوره د تختهء خيز په ډول د سپتمبر د ١١ نيټې د بريد له پاره کاروم او بيرته يې پر امريکايانو يې نيسم خو له خپل ګوزار څخه نه اوړم. ايا ديوه کوربه هيواد سرنوشت ددومره ستر ګواښ سره مخامخ کول يواځې د يو نمک حرامه، ټګ او مکار ميلمه څخه پرته بل ميلمه کولی، منلی او تحمل کولی شي؟ آيا ده په خپله نرسته سره زمونږ هيواد ، خلک او ملت ټول ګيڼه کړی او په بيع اخيستی ، چې څه يې زړه غوښتل هغه يې پرې کول؟
٤ـ اسلام ثابته کړې ده چې صرف د خدای رسول او پيغبر بيعت ياانتخاباتو ته اړتيا نلري، ځکه الله پخپله د خلکو مشر او ﻻر ښود ټاکلی دی، خو بل څوک يې د مسلمانانو پر امارت نه دی ټاکلی. که يواځې په ښو صفاتو وای، نو بيا بيعت ته څه ضرورت و؟ ايا ابوبکر عمر عثمان او علي (رض عنهم) هر يو ښه سړی نه وو، نو بيا يې له خلکو څخه بيعت او انتخاب ولې غوښته؟
ملا عمر هم د افغانستان د مسلمان اولس په رايو او د ازادوانتخاباتو له ﻻرې قدرت ته نه و رسيدلی نو قدرت يې نامشروع و. او (((بي اجازې؟، ناحقه ؟ په خپل سر؟، د يوه نامشروع رژيم په خوښه؟،))))څوک پردۍ خاوره پر بل هيواد باندې د ګوزار له پاره ني کارولی. بايد اول پرې ريفرندم و شي او د مسلمان اولس په خوښه دا صلاحيت ورکړ ی وي چې پر بل هيواد ګوزار کوي ، ځکه بايد مسوليت يې هم ملت منلی وي ، نه داچې پخپل سر اوبي له اجازې څخه !
نو ستاسو دا تور هيڅ مورد نه لري او بيځايه دی چې :
color=yellow] د طالبانو رژيم نامشروع ځكه وه چې د كفري فلسفو په مقابل كې د حكومت چاري د اسلامي فلسفي په هنداره كې مخ په وړاندي بيولي.[/color] ايا اببکر او عمر(رض عنهم ) فلسفه اسلامي نه ه او کفري وه چې د بيعت ، انتخاباتو او ديموکراسۍ ﻻر يې نيولې وه؟ که ٤ خليفه ګان د بيعت او انتخاباتو پهﻻر خليفه شوي وي او پر همدې خلافت سره د دومره ښه لوړمقامخاوندان شوي وي او ته بياد هغی دبيعت انتخاباتي ﻻرې ته کفر او د کفر ﻻره وايې ، نو آيا ته ځان ته بيا هم يو نارمل مسلمان ويلی شې؟
٥ــ تاو ليکئ چې ((ما په يو بل ځاي كې همدا خبره كړي چې اسلام او سياست جدا كول دا د علمانيانو فكره ده او پوه مسلمان دغه كفري فلسفه نه مني.))
مسلمانانو چې له کومه راهيسې د خليفه ګانو د بيعت او انتخاباتو اسلا ﻻر پرې ايښې ده، نو واکمنانو خپله پښه د نامشروعيت پر تبرګي وهلې ده، چې يوه پايله يې همدا ده چې بالاخره اسلام له سياست څخه بيل شوی دی.
که نه په بيعت او انتخااتو ې خو سطنت هډو منځته نه راځي، کومو چې سياست خپل کار اواسلا م د جومات کار وګرځاوه.
په انتخاباتو کې ، کوم چې دهماغه بيعت يو غوړيدلی شکل دی، اسلام قوي کيږي، اسلام او سياست يو کيدلی شي، ځکه خو اسلام د خليه ګانو په وخت کې د نۍ تر ختيزو سيمو پورې پراختيا وموندله، او له انتخاباتو پرته يې هر واکمن ډيرژ ر پر ظالم او يوه خودکامه ديکتاتوربد ليږي.
4. تاسي ليكلي . [color=yellow:093beb9bfe]په هغه ورځ چې په امريكان باندي ګزار وه شوه فلسطنيانو د خوشحالي نه اتڼونه او ډزي كولي.[/color:093beb9bfe]
اتڼ او دخوشحالۍ ډوزې به فلسطينيانو خود کولې چې مفت ورته ګوزار ميلاو شو، ايا دوی ددې ګوزار مسوليت
تر نن وځې پورې په غاړه واخيست ؟ ايا بن ﻻ دن ورمخ ته شو ، که پټ شو؟ په ميدان کې څوک پاتې شول؟ زما او ستا مظلوم غوليدلي پښتانه ورونه . څوک بمبار شول؟ زمااوستا ورونه، د چا طن وران شو؟ زما او ستا وطن وران شو، څوک درسره ودريد، هغه دوست پاکوستا ن هم درڅخه وتښتيده.
نو آيا ددې ټولو ذلتونو څخه اخر زدکړه هم نه کوو؟ آخر د بن ﻻدن دخره لکۍ به مو تر کومه ټينګه کړي وي (؟ ) په داسې حال کې چې يو عربي هواد هم ټينګه نه کړ او د يوه نوک هم پرې کنډو نشو، خو زمونږپرې هرڅه له ﻻسه ﻻړل. ايا د خودکوشۍ ﻻر بهتڅو تبليغۍ د يوه بن ﻻدن له پاره؟ نوره ستا خپله خوښه!
ع کريم حليمي
12.10.2004
قدرمنو غيرت صاحب ، غروال صاحب سلامونه او ښې هيلي ٠
دغه طالبان پر هغه کوڅه روان دي چه تردوۍ دمخه نور خلګ تللي وه ورک سوه ٠ او طالبان هم ورک وينم بې له شکه ٠
روسي ياچپي پوهانو کوښښ کاوه چه د ملتو څخه خپلي ريښې ورکي کړي ٠
نو به چپه فکر ته ځاي پيدا سي ٠ چا چه د چپ فکر په خاطر د ملي او قومي اصولو لاس اخستي وو ٠ الحمدالله
نن ئې په ملي او قومي لباس کي وينو ٠
نن بيا بن لادن زموږ ساده پښتنوته جوړېدلي چه د پښتنولي څه لاس واخلي ٠ انشاالله د طالب به داسي کور ورخراب کړي لکه روس چه د خلقيانو کور ورخراب کړي ٠
د خوابدۍ خبره داده ٠ چه خپل وړونه مو دي
ع کريم حليمي
13.10.2004
درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
د پاي ټكي: د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اکتوبر 11, 2004 7:08 am
ګرانو لوستونكو مونږ اسلام او سياست سره نه جدا كو نو د حكومت په اړوند ليكني مو ځكه د موضوع متعلق اياتونه او احاديث لري او د همدغه اصول په رڼا كې په هره موضوع باندي ليكنه كوو او چې كومو ځآيو كې سهوه شوي وه نو بيا د هر مسلمان حق دي چې زمونږ غلطي د اسلامي اصولو په رڼا كې راته په ګوته ګړي نه دا چې ووايي دا د ديمكراسي خلاف ليكنه ده او زه ئې نه منم.
چا درته وويل چه جلا کوو ئې ٠ اسلام او سياست دي سره ګډوي ٠
دا چه تاسو پر داسي خبره ټنګار او تأکيد ډېر کوۍ نو داسي پوښتنه پيداکيږي
ايا خداي له سياسته کار اخلي ٠ دوهم ايا زموږ نبي يو وخت له سياسته استفاده کړې ٠؟؟؟؟؟
ايا داسي کوم ايه سته په قرأن کښي چه اشاره و سياست ته کوي ٠ ؟؟؟؟
ايا داسي يو حديث سته چه د سياست لغت پکښې وي ؟؟؟؟
هغه څوک چه سياسي اسلام راوړي وي ايا هغه مسلمان دي ٠ ؟؟؟؟
څوک که سياسي مسلمان وي ٠ هغه مسلمان نه دي !!!!!!
ايا داسي يو حديث سته چه مسلمان دي له سياسته کار واخلي ؟؟؟؟
Adil watanmal
13.10.2004
د عزت وړ اسلام دوست صاحب او ګرانو لوستونكو له سلامونو او درناوي څخه ورسته
د قدر وړ اسلام دوست صاحب له نظر څرګندوني څخه دي يو عالم مننه.
وروره [color=yellow:2b8e563c06]دلته يوغټ مشكل دادي[/color:2b8e563c06] چې د افغاني ديمكراسانو او د انصاف د ټيكدارانو او يا د ديمكراسي سرغنو(( امريكايانو)) د نظرو ترمنځ ډير زيات فرق دي. افغاني ديمكراسان كوشش كوي چې دي كفري فلسفي ته اسلامي كوټ ورواغوندي او پټګي ورته په سر كړي چې افغانان ئي ومني خو خير اوس مونږ ديمكراسي په خپلو سترګو په افغانستان او عراق كې وه ليده نو دا د كفري فلسفو اچار مونږ نه شو منلي.
دوهم هغه خلق چې نظر لري چې څه به د اسلام نه او څه به د ديمكراسي نه طبيق كړو نو داسي خلك مخكي هم وه ځكه الله پاك فرمايي:
((أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (85)))
---------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
------------------------------------------عادل وطنمل
Adil watanmal
13.10.2004
د قدر وړ غيرت صاحب او درنو لوستونكو
----------------------------------------- السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
غيرت وروره له نظر څرګندوني څخه مو مننه خو وروره كه څومره هم كوشش وكړي چې لمر په يوه ګوته پټ كړي نو لمر په يوه ګوته نه پټيږي.
[color=white:cdd12d8e13]تاسي ليكلي دي :(([/color:cdd12d8e13]اسامه که هر څومره د نورو اسلامي هيوادونو نوم يادوي او يا ورته د جهادله ﻻرې هلې ځلې کوي، بيا هم عرب ورته اوليت او الويت لري ،..... لکه ياسر عرفات او صدام حسين ورته د نورو اسلامي هيوادونو له مشرانو څخه نږدې او د ملاتړ وړ ښکاري.))
هيله درڅخه كوم چې د خپلي دعوي د رښتيا والي لپاره ثبوتونه پيش كړي. ما په خپله خبره ثبوتونه هم پيش كړي وه چې اسامه يواځي د عربو لپاره چغي نه وي بلكي د مسلمان لپاره ئې وهي.
[color=white:cdd12d8e13]تاسي ليكلي دي:(([/color:cdd12d8e13]پکار ښو دا وه چې ده د ال سعود پر ضداول او د ياسر عرفات پر ضد په دوهمه درجه کې او تر هغې وروسته يې د امريکا پر ضد جهاد پيل کړی وای او له سعودي څخه يا عراق اويا بل کوم عربي هيواد څخه خپل جهاد پيل کړی وای خو نه، داسې يې نه وکړل او نه يې کوي، ځکه په دې صورت کې عربي وينه توييږي، عربي هيواد ويجاړيږي، يو عربي رژيم ته زيان رسيږي ،.))
محترم ته لا تر اوسه د فيل په غوږ كې وده يي ځكه اسامه د سعودي حكومت خلاف هم خپله مبارزه چلوي او تر اوسه ئې ډيري حملي هم پري كړي او په همدي حملو كې ئې د خپل تنظيم څو مشران له لاسه وركړي لكه يوسف العيري، عبد العزيز المقرن او اوسني مشر ئې صالح العوفي دي.
له بلي خوا په عراق كې هم دي په مبارزه باندي بوخت دي چې د مجاهدينو مشري ئې ابومصعب الزرقاوي كوي.
مجاهدين ئې په فلسطين كې هم لاس تر زني نه دي ناست څو مختلفي ډلي په كار باندي بوختي دي چې يوه له هغوي څخه د شهيد عبدالله عزام ډله ده.
نو اسامه او ملګري ئې په هر ځاي كې د صلبيانو او يهوديانو سره په جهاد بوخت دي او ستاسي دا ګمان د مخكينو څرګندونو په رڼا كې ډير بي ځايه دي چې اسامه ځكه په عربي ملكونو كې خپله مبارزه نه چلوي چې نوموړي نه غواړي چې عربي ملكونه دي وران شي.
په تيرو ورځو كې د د سعودي د رياض د ښار حملو باندي سترګي پټول ... څه ووايم . د بدر الرياض حمله مو له ياده وتلي د مصر په صنعا كې مو په هوټل حمله له ياده ووتله.... نه پوهيږم چې ديمكراسانو ته كومه حمله ورياده كړم ځكه چې دوي لا تر اوسه بوش لعين د ديمكراسي په زانګو كې اچولي او للو للو ورته كوي او خوبولي دي. خو خير .
په هر ځآي كې خلك اول د مستعمرينو علاج كوي او بيا د خپلو داخلي منافقينو نو همدا وجه ده چې اسامه هم اول د مستعمرينو په علاج شروع كړي او داخلي منافقين ئې هم له نظره نه دي غورځولي خو زياته توجه ئې و مستعمرينو ته اړولي كه هغه په افغانستان كې دي كه په عراق كې كه په فلسطين كي كه په كشمير كي او كه په چيچنيا كې.
[color=white:cdd12d8e13]تاسي ليكلي دي:[/color:cdd12d8e13] (((ايا القاعده د وخت د فرعونيانو سره د ضديت يواځينی معيار بللی شو؟ آيا نور څه نشته چې سړی پرې د امريکايانو سره اختلاف يادوښمني ولري؟)))
د عزت وړه خبره دفاع د القاعدي د تنظيم نه نه ده بلكي د اسلامي حكومت او د مجاهدينو نه دفاع زما مقصد دي، او زمونږ لپاره ډير داسي څه شته چې مونږ هغي ته ګورو نو د وخت فرعونيانو ته د دښمن پر نظر ګورو(( د مسلمانانو په خاورو ناحقه تجاوز، د مسلمانانو كورونه ورانول ، ماشومان او نر او ښځي ئې وژل، د مسلمانانو په نارينه او ښځينه جنس باندي جنسي تيري كول او..... ))) خو بايد په تآسف سره ووايم چې ديمكراسان لا داسي څه نه ويني چې د صلبيانو سره دي پري دښمني وكړي.
[color=white:cdd12d8e13]تاسي ليكلي دي:(([/color:cdd12d8e13]داچې پر ما دې تورلګولې چې ګواکې د ديموکراسۍ د غوښتونکي په توګه زه هم د امريکا پلوی کوم، دا هم شخصي تيری دی، هم سپکاوی او هم دديموکرا سۍ پر مفهوم نه پوهيدل دي.))
لومړي ګرانه زه په خپلو ليكنو كې كوشش كوم چې خبره مي عامه بڼه ولري تر څو چې هر لوستونكي فكر وكړي چې په كومه ډله كې ولاړ دي او د څه شي نه دفاع كوي اوكه تاسي خپلو ليكنو ته نظر وكړي نو ډير داسي څه به درته په سترګو شي چې د امريكايانو نه دي څومره دفاع كړي او كوي.
د ديمكراسي پر مفهو خو تاسي نه پوهيږي ځكه درڅخه خبره شاخي او تاخي شوي ده او دا زه ستاسي ګناه نه ګڼم ځكه چې ديمكراسي د كفري فلسفو اچار دي نو په اچار كې د هري مادي پيژندل څه ګران كار دي .
د ديمكراسي په اړوند ما ليكنه كړي او دا مي په ډاګه كړي چې ديمكراسي او اسلام دوه جدا او متضادي فلسفي دي نو كه څه سوال لري نو په همغه بحث كې ئې مطرح كړي چې بحث پري وكړو.
[color=white:cdd12d8e13]تاسي ليكلي دي[/color:cdd12d8e13]:(((که ه اسلام کې دموکراسي نه وي، په تيره بيا په سياسي برخه کې ، نو بيا لومړي څلر خليفه ګا ولې پر بيعت سره د خليفه په توګه ټاکل کيد؟ که دموکراسي و کفري ظام او کري فلسفه وای، نو با ولې ابوبکر صديق (رض) د بيعت يا انتخاباتي دموکراسۍ ته غاړه ايښودله؟ د عمر (رض) سره ولې بيعت کيده ؟ او بيعت ولې تر هرڅه لوړه ﻻره انګيرل کيدله، چې د اسلام سرنوشت ورپورې تړاو موندلو؟ آياابو بکر کافر و؟ عمر کافر و؟ عثماناو علي کافر وو چې بيعتونه يې غوښتل يعنې له انتخاباتو څخه يې کاراخيسته ؟ ايا هغه ديموکراسي نه وه؟))))
ګرنو لوستونكو غيرت صاحب دلته كوشش كړي چې توره شړي د صابون په منځلو سپينه كړي خو نه غيرت صاحب ديمكراسي يو غټه فلسفه ده چې صرف انتخاباتو ته نه وايي او كه په بيعت خبره سره فيصله كړو نو بيا خو بايد د ملا صاحب امارت هم ومني ځكه چې هغه هم د ١٠٠٠ نو زياتو علماو ورسره بيعت وكړه او امير المومنين ئې وه نوماوه. كه تاسي نظر لري چې د ملت خوښ نه وه نو اوس سړي نه پوهيږي چې د ملاصاحب په حكومت كي د افغانستان په نوي فيصده علاقه كې ئې چا د امر خلاف ورځي نه كوله سره ددي چې بهرني قواوي هم ورسره نه وي او اوس د كرزي په حكومت كې چي د ټولي دنيا كافر او منافق حكومتونه ورسره ملګري دي په يوه كابل كې ئي حكومت نه چليږي او په اطرافو كې خو ئې صرف د B52 د ويټامين په زرو چليږي چې هغه لاړه شي نو بيا خلګ ئې خبره نه مني. ددي سبب څه دي؟ او څه كيداي شي؟؟ ځكه چې افغانان مسلمانان دي او د صلبيانو د لاس جوړ شوي حكومت امر منل ورته واجب نه ښكاري.
په اسلام كې د شورى د نظام او د غربي ديمكراسي د ځمكي او اسمان قدر فرق دي ما دا په يوه بله ليكنه كې په ګوته كړي نو دلته ئې له تكرار څخه تيريږم او كه څوك د شورى د نظام په اړوند معلومات غواړي نو مهرباني دي وكړي چې د اسلام په فورم كې د اسلامي حكومت پيژندني تر عنوان لاندي زما ليكني دي وه ګوري. او بيا دي فكر وكړي چې كومه ديمكراسي صلبيانو افغانستان ته راوړي د اسلام سره تضاد لري او كنه.
ګرانو لوستونكو څه فكر كوي چې په افغانستان كې چې د ديمكراسي د پلي كولو په نوم كوم كارونه ترسره شوه هغه د اسلام سره موافق دي كه هغه د بي ګناه خلكو كورونه ورانول دي ، ماشومانو وژل، په ودونو بمباري كول، په نارينه او ښځينه جنس باندي جنسي تيري كول، د فحاشي او عياشي درجه د روسانو د وخت په پرتله يو په لسه لوړيدل، د شرابو عام كيدل ، د فحاشي لپاره ځايونه جوړيدل او .....
ګرانو لوستونكو كه مونږ او تاسي اسلامي نظام ته شا كړو او پر ځايي ديمكراسي خپله كړونو ډير زر به افغانان هم په حكومتي اسنادو كي د پلار د نوم پر ځاي د قبيلي نوم ليكي لكه څنګه چې په امريكا او نورو ديمكراټيك ملكونو كې روان دي. ځكه د ديمكراسي له بركته پدغه ملكونو كې هغه بختور دي چې د مور نوم پيژني د پلار د نوم خو ئې خبره مه كوه.
[color=white:cdd12d8e13]تاسي ليكلي دي:((([/color:cdd12d8e13]ايا اسامه ته مونږ ويلي وو يا نورو افغانانو (مجاهدينو او طالبانو ) مجبور کړی و، چې ددغه دوه ډلو (مجاهدينو او طالبانو ) نا مشروع مشرانو ته مرسته ورکړي ؟)))
وروره كومي چغي او سوري چې عربانو ته افغانانو د روسانو پر وخت كړي پر هغي كه بحث كوم نو ډير زياته به خبره اوږده شي خو نه پوهيږم چې تاسي ولي د روسانو د جهاد پر وخت د مجاهدينو مشرانو ته د نامشروع مشرانو پر سترګه ګوري ؟؟ دا خبره ستاي ددي ورستي خبري څخه معلوميږي [دوه ډلو (مجاهدينو او طالبانو ) نا مشروع مشرانو ته مرسته ورکړي] نو هيله لرم چې شخصيت مو لوستونكو ته د خپل نظر په روښانه كولو سره په ډاګه كړي.
[color=white:cdd12d8e13]تاسي ليكلي دي:(([/color:cdd12d8e13]ملا عمر هم د افغانستان د مسلمان اولس په رايو او د ازادوانتخاباتو له ﻻرې قدرت ته نه و رسيدلی نو قدرت يې نامشروع و. او (((بي اجازې؟، ناحقه ؟ په خپل سر؟،))
غيرت صاحب ستاسي په اند د حكومت د مشروعيت او حق والي لپاره فقط دا شرط دي چې د انتخاباتو له لاري به راغلي وي كنه نو نه دي نو بيا خو په افغانستان كې تر اوسه د انتخاباتو له لاري حكومت نه دي راغلي نو د افغانستان د جوړيدو څخه تر اوسه پوري ټول حكومتونه نامشروع او ناحقه وه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ د عقلمندو خلكو عقل مو دا خبره نه مني.
[color=white:cdd12d8e13]تاسي ليكلي دي :[/color:cdd12d8e13] ((ستاسو دا تور هيڅ مورد نه لري او بيځايه دی چې : د طالبانو رژيم نامشروع ځكه وه چې د كفري فلسفو په مقابل كې د حكومت چاري د اسلامي فلسفي په هنداره كې مخ په وړاندي بيولي( ايا اببکر او عمر(رض عنهم ) فلسفه اسلامي نه ه او کفري وه چې د بيعت ، انتخاباتو او ديموکراسۍ ﻻر يې نيولې وه؟)))
ګرانه د خلفاو راشيدونو حكومتونه اسلامي وه خو ديمكراسي فقط انتخاباتو ته نه وايي او ستاسي د ديمكراسانو دريځ د خلفاو راشيدينو د حكومتو په اړوند په هرموضوع كې بدليږي كله ورباندي نقد كوي چې هغه نظام د اوسني عصر لپاره نه دي صحيح او كله ئې راته د دليل په توګه وړاندي كوي چې ګوره چې مونږ څه غواړو هغه خلفاو هم كړي او تاسي چې د كوم شي نه منكر ئې هغه خلفاو كړي ګرانه مونږ ته الله پاك عقل اوعلم راكړي ړانده نه يو پوهيږو چې د خلفاو راشيدينو حكومتونه اسلامي وه او تاسي چې كوم شي غواړي دا د كفري فلسفو اچار دي او تطبيق كې مونږ د دري كالو راهيسي په ګران وطن افغانستان كې له نيژدي څخه ګورو. خو دغه اچار مو د منلو نه دي.
[color=white:cdd12d8e13]تاسي ليكلي دي:[/color:cdd12d8e13] ((نو آيا ددې ټولو ذلتونو څخه اخر زدکړه هم نه کوو؟ آخر د بن ﻻدن دخره لکۍ به مو تر کومه ټينګه کړي وي (؟ )))
ګرانو لوستونكو تاسي فيصله وكړي چې د خلكو سر، ځان ، ناموس ، و طن ساتل عزت دي او كه ذلت او كه ، كورونه ئې ورانول، په نارينه او ښځينه جنس باندي جنسي تير كول عزت دي او كه ذلت. زما په نظر د خلكو سر، ځان ، مال، ناموس وطن ساتل د خلكو عزت دي او د خلكو كورونو ورانول، په نارينه او ښځينه جنس باندي جنسي تير كول د خلكو بچې وژل ذلت دي خو دا مسئله د ديمكراسانو سره بالعكس ده.
---------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
-----------------------------عادل وطنمل