د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پتوال
09.02.2012

یوه منطقي جمله که ستاسو سر پرې خلاص شی له ډیرو پړپړو اغیزناکه وي:

مبارز صاحب تاسو ته صفا لیکلی: [quote:0f479b47f7]د طالب حمايت د پاکستان د ګوډاګيتوب او غندنه يې د امريکا د ګوډاګيتوب دلیل نه دی،....ډېر بیطرفه خلک هم شته [/quote:0f479b47f7]

د طالب پلویان پخپله طالبان دي چې سره ولاړ دي، چې شمېر یې ۳۰ زره وي او که ۵۰ زره ، او همدارنګه دحکومت پلویان هم
د حکومت له رسمی اجیرانو څخه عبارت دي . متباقی نور میلیونونه افغانانان نه له حکومت او نه له طالبانو سره دي ،
ملی آزادي ، اسلام او اسلامي ولسواکی د وحدت به توګه غواړي ! دا وحدت نه په طالب کې شته نه په حکومت کې
ځکه چې CIA او ISI ددې وحدت دوښمنان دي او د خپلو لاسپوڅو په وسیله یې مخه نیسی خو د اسلام ملي آزادۍ
او اسلامي ولسواکۍ وحدت زمونږ د۹۰٪ افغان مسلمان ولس غوښتنه ده !
[color=red:0f479b47f7]اسلامی حکومت په درې ستنو ولاړ دی :
ایت ، حدیث او شورایت !
دشورایت پراختیا اسلامی ولسواکی ده ، سلفیانو او راشیدینو خلفاو هم د ایت حدیث او شورایت وحدت منلی و
آیا تاسو د ایت ، حدیث او اسلامی ولسواکۍ وحدت منئ او تن مو ورته ایښی ؟؟؟
که مو نه وي ایښی او د شورایت قرانی امر نه منئ نو ورشئ اول په ټول قران ایمان راوړئ مسلمانان شئ ،
او که منلی مو وي او یا مو کله هم ومانه بیا راځئ خبرې په دې وکړو چې څنګه یې په ‌طالب هم ومنو،
که نه نو تر منلو مخکې خو والله که تاسې د خبرو هم یاست ! [/color:0f479b47f7] [color=blue:0f479b47f7]
والسلام ، پتوال [/color:0f479b47f7]


..Ahmadzai
09.02.2012

.................................................................................................
....................................................................................................


عادل عادل
11.02.2012

السلام علیکم

[quote:65b994994f]السلام علی عبادالله الصالحين
عادل صاحب بيا دې هم د خپل بد نيت، شکمن او بدګمان له مخې د غيرعادلانه قضاوت څخه کار اخيستی٠
زه دغه موده غايب وم، اوس مې هم ټولې ليکنې نه دي ليدلي، ما موضوع سياسي تبصرو لپاره وړاندې کړې وه, تراوسه مې پرې ليکنه ياقضاوت نه دی کړی خو ستا د بدګمانۍ د لېرې کولو لپاره اړ شوم دغه لنډ وضاحت وکړم ځکه په کمپيوټر کې الفبا نشته او د ټول افغان د سکرين کيبورډ څخه کاراخلم او نه هم وخت لرم ځکه په بل ځاي کې یم، ستاپه بدګمانۍ او بې ځايه بې ثبوته تور دومره ازرده شوم چې د ليکلو سختي ته مې غاړه کيښوده،خداي دې جزا درکړي چې بې موجبه خلک ازاروې او تکليفوې
که لږې د حقبينۍ او نظر چشمې ولرې نو پوه به شې چې زما او د زلمي افغانصيب په ليکنو کې توپیر شته او که بيا يې هم فرق نشې ليدلاي نو بايد ثبوت او دلايل وړاندې کړې٠
ما پخوا د داسې بحثونو څخه خپله بېزاري اعلان کړېوه، زه که بحث يا تبصره کوم په سياسي او علمي دلايلو به يې کوم٠
په اشخاصو بحث، ناندرۍ,سپکاوی،بې دليله ترديد، بې ثبوته تهمتونه د بې علمه او جاهلانو خواص او عادات دي٠
د طالب حمايت د پاکستان د ګوډاګيتوب او غندنه يې د امريکا د ګوډاګيتوب دلیل نه دی، بې طرفه او دريمګړي خلک هم وجود لري،دا کومه بعيده او ناممکنه خبره نه ده٠
نور بيا.....[/quote:65b994994f]

محترم مبارز صیب وعلیکم السلام و رحمة الله !

وروره ما چې ښاغلي افغان زلمي ته ستاسو په نوم خطاب کړی دا مې په دې خاطر ندی کړی چې ګواکي هغه به تاسو وی،،، بلکه ستاسو نوم مې هغوی ته د صفت په توګه کارولی،،، ځکه چې د ښاغلي افغان زلمي صیب د لهجې سنت متاسفانه ستاسو دي، هر څوک چې په ورته لهجه د خپل کلام افاده کوي،، ستاسو په نوم او صفت سره به یادیژي،،،،

بیا هم که فکر کوی چې د ښاغلي زلمي افغان صیب لهجه قبیحه او بده ده، او تاسو ترې بیزاري ښایی،، نو لطفا ووایی چې بده ده،،، تر څو مو هغوی ته هم یوه انتباهي ګټه رسېدلې وي،، او پدې صورت کې زه درنه بښنه هم غواړم،،،

ستاسو د کاڼي کرښې خبرې ته راځو چې دروند پټوال صاحب یو ځل بیا ځلولې ده:-

[quote:65b994994f]د طالب حمايت د پاکستان د ګوډاګيتوب او غندنه يې د امريکا د ګوډاګيتوب دلیل نه دی، بې طرفه او دريمګړي خلک هم وجود لري،دا کومه بعيده او ناممکنه خبره نه ده[/quote:65b994994f]

تاسو د یادې فرمودې په وخت کې متاسفانه اشغال شوی وطن او یرغلګر له پامه غورځولي دي،،، ستاسو هېر دي چې ستاسو تر ټولو لومړی واجب د یرغل او یرغلګرو غندل، شړل او په وړاندې یې د هر ډول مبارزې ادامه ده،،، په برحقه مقاومت باندې ستاسو ، دروند پتوال صیب و اصحابهم د غندنې مثال داسې دی لکه یو څوک چې د فرضي لمانځه په تنګ وخت کې په نفل لمانځه ودریژي او فرض لمونځ ترې پاته او فوت شي!!

په طالب او مجاهد باندې زما او زما په شان اکثریتو افغانانو د نیوکو او انتقاد لړی، ستاسو د پیل شوي دود خلاف،،، هغه وخت په ټپه ودرېدل چې ګران هېواد مو لس کاله وړاندې وحشي یرغلګرو په ناروا او زور سره تر یرغل لاندې ونیو او اشغال یې کړ،،،،

دا چې تاسو او پتوال صیب طالب او یرغلګر په بلاتفکیک توګه تر خپلو نیوکو او انتقاد لاندې نیسی ،،، نو دا به ستاسو د جهانشموله! شخصیتونو!؟ تقاضا وي!! ،،، زما شخصیت یوازې د افغانشمولئ او اسلام شمولئ په پولو کې خاپوړي کوي!!!


پتوال
11.02.2012

وعلیکم السلام و رحمة الله وبرکاته !

[quote:41c3090ca7]دا چې تاسو او پتوال صیب طالب او یرغلګر په بلاتفکیک توګه تر خپلو نیوکو او انتقاد لاندې نیسی
،،، نو دا به ستاسو د جهانشموله! شخصیتونو!؟ تقاضا وي!! ،،، زما شخصیت یوازې د افغانشمولئ
او اسلام شمولئ په پولو کې خاپوړي کوي!!![/quote:41c3090ca7]

عادل صیب د فرض او نفل لمونځونو مثال مو دلته مورد نه لري ، ځکه دا منم چې د اشغالګرو ویستل فرض دي
په دې کې هېڅ شک نشته ! خو د ISI تسلط او ګوډاګیتوب حرام دی ، د حرامو له لارې فرض نه ادا کیږي.
له شرعي عذر پرته په بې اودسۍ او جُنابت کې لمونځ کله کیږي؟
فرض څه چې ثوابي (نفل) هم پرې نه کییږی . په حرامو پیسو نه حج ادا کیږي او نه د جومات ابادول ، د ISI په
مرسته هم له اشغال څخه نه خلاصیږو ، بلکې صرف داشغال شکل او اشغالګر بدلیږي، ISI د CIA او پاکوستان
د امریکا ځای نیسي او په دې ډول دایمی دوښمن د موقتی دوښمن ځایناستی ګرځي نو د هېواد موقتي اشغالګر
په دایمي اشغالګر بدلېږي . که ‌طالب د ISI له ملاتړ او بادارۍ پرته جنګ نشی کولاي، نو بیا دې همدومره وکړي
چې جنګ دې د قدرت له پاره نه، بلکې فی سبیل الله جهاد دې وکړي او ملت ته دې تضمین ورکړي چې قدرت
نه غواړي ، څو د ISI لاینفک او حرام تسلط ددوی په وسیله پر افغان ملت تحمیل نشي !
په دې صورت کې به افغان ملت جهاد ته هم ورودانګي او په ګډه به ګډ دوښمن له هیواده وباسی !
افغانشموله سیاست له اسلام ، ملتپالنې او ملي اسلامی ولسواکۍ یا شورایت یا ملي امت واکۍ څخه عبارت دی ، نو که څوک
ځان افغانشموله شخصیت بولي حتماً باید پراختیا موندلی شورایت ، ملی اسلامي ولسواکي یا ملی امت واکي د ټولو
افغانانو حق وبولي، تایید یې کړي او بلی کول یې بر ځان واجب وګڼي، او که نه په دې شرایطو کې به
له افغاندوښمنه ځانګړنو څخه خالي نه وي ! ځکه یواځې ددې درېواړو
اساسي معیارونو په وحدت سره ږمونږ ملي
وحدت بیا رغېدای شي ،جنګ جګړې له منځه تللی شي او آزاد او خپلواک، آرام او مترقي ژوند پرې خوندي کېدلاي شي !

داچې هېڅ افغان مسلمان له دې درې معیارونو څخه یو هم نشي
ردولاي نو دا یواځيني افغانشموله او اسلامشموله
سیاسی پرينسیپونه دي او له دې پرته څوک هم ځان ته افغان شموله
او اسلام شموله شخص او شخصیت نشي ویلی !
که طالب غورځنګ یې خپل کړي نو د لومړي ځل له پاره به افغانشموله سیاست او افغانشموله اسلامیت
ته داخل شي او د ISI د پنجابشموله سیاست له لومې څخه به یې نجات په برخه شی انشا الله !


Naeem sadat
12.02.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

پتوال صاحب که زحمت نه درته کیږی یو واری ملت تعریف کړه بیا به بعد له هغه په دی وغیږیږو چی اشغال څه ته وایی

ن


م . ق
12.02.2012

[quote:83f693bcca="عادل عادل"]
وروره ما چې ښاغلي افغان زلمي ته ستاسو په نوم خطاب کړی دا مې په دې خاطر ندی کړی چې ګواکي هغه به تاسو وی،،، بلکه ستاسو نوم مې هغوی ته د صفت په توګه کارولی[/quote:83f693bcca]
دا غلط تاویل او غلط استدلال دی ځکه تا په هماغه لیکنه کې زما او د پتوال صیب دواړو سیاسي دریځ غندلی او پدې لیکنه کې دې بیا هماغه کار کړی نو څرګنده ده چې مراد دې زه وم، او زما صفت قرآني دی هرڅوک چې قرآني دلایل لري هغه به زما صفت لري چې ما لپاره د افتخار خبره ده.

[quote:83f693bcca]ځکه چې د ښاغلي افغان زلمي صیب د لهجې سنت متاسفانه ستاسو دي، هر څوک چې په ورته لهجه د خپل کلام افاده کوي،ستاسو په نوم او صفت سره به یادیژي،[/quote:83f693bcca]
الحمد لله زما لهجه علمي، قرآني او اسلامي ده، او هرڅوک چې دغه طریقه استعمالوي، خپله اسلامي ، ملي او وجداني وجیبه اداء کوي، ماپه قرآني دلایلو او سیاسي مناظرو سره خپل دریځ ثابت کړی دی، اما مخالفین دي چې په پلمو او بهانو سره توهین ،سپکاوي او تهمتونو ته پناه وړي.
سمه ده چې بعضې به قصدا یا تصادفا زما استعمال کړل شوي الفاظ یا د لیکلو طرز استعمالوي، خو بیا هم زما لیکدود، جمله بندي، املاء او انشاء، په شفافه او اسان فهمه توګه د مفهوم وړاندې کول، استدلال، الزامي ځوابونه او انتقادي سوالونه هغه څه دي چې زما ځانګړتیا څرګندوي، همدارنګه زه چې کوم موضوعات په کوم ابتکار سره وړاندې کوم لکه همدغه موضوع او یا مې چې کومې سیاسي او علمي مناظرې کړي دي زما د لیکنو یو بله خاصه او میزه ده، ځکه نو هر سور ږیری ملا شاګل نشي کیدلاي.
کڅوک یې د خپل حسد او ضد له وجې منلی شي او کنه خو دا یو حقیقت دی.

[quote:83f693bcca]بیا هم که فکر کوی چې د ښاغلي زلمي افغان صیب لهجه قبیحه او بده ده، او تاسو ترې بیزاري ښایی،، نو لطفا ووایی چې بده ده،،، تر څو مو هغوی ته هم یوه انتباهي ګټه رسېدلې وي،، او پدې صورت کې زه درنه بښنه هم غواړم،،،[/quote:83f693bcca]

ترلهجې بدتر او قبیح کار الزامونه او د تعصب او تنګ نظرۍ څخه ډک ړانده تورونه دي چې نفرتونه او ضدیت نور هم زیاتوي.
که د بوسو لاندې اوبه تیروې او زما په اصلي اعتراض تجاهل کوې نو باید زیاته کړم چې زما اعتراض دا نه دی چې ولې دې دبل چا لیکنه ماته منسوبه کړیده بلکه اعتراض ستا په شکي مزاج، بدګمان، یوطرفه قضاوت، د اشخاصو د تفکیک او ثبوت پرته محکومول، او د خپلې مزمنې کینې د سړلو لپاره په خپل مخالف باندې شخصي تعرض او د حافظ ړاندو غونډارو ویشتلو باندې دی.
دلته د هغې هم بدترې او قبیحې لهجې شته، که حق او عدالت منو نو باید ټولې بدې او قبیحې لهجې محکومې کړو،همدا به انصاف وي او کنه نو د مخالفینو ځپل او محکومول او په خپلو لوچکانو سترګې پټول د نااهلو کار دی.
د هرچا د خبرو مسؤلیت خپل دی، زه د اشخاصو په بحث، ناندرو او د سپکاوي لپاره د پیغورونو،عارونو او طعنونو استعمالولو څخه بیزاري ښایم او پرځاي یې په علمي او منطقي دلایلو تمرکز کوم.

[quote:83f693bcca="عادل عادل"]
تاسو د یادې فرمودې په وخت کې متاسفانه اشغال شوی وطن او یرغلګر له پامه غورځولي دي،،، ستاسو هېر دي چې ستاسو تر ټولو لومړی واجب د یرغل او یرغلګرو غندل، شړل او په وړاندې یې د هر ډول مبارزې ادامه ده،،، په برحقه مقاومت باندې ستاسو ، دروند پتوال صیب و اصحابهم د غندنې مثال داسې دی لکه یو څوک چې د فرضي لمانځه په تنګ وخت کې په نفل لمانځه ودریژي او فرض لمونځ ترې پاته او فوت شي!! [/quote:83f693bcca]
انډیواله برحقه مقاومت یواځې د طالب خان میراث ندی، او نه ته د طالب ممثل یا ویاند کیدلاي شې، خداي خبر که تراوسه دې په یو یرغلګر د لوټې یو ګزار هم کړی وي، حقیقي مجاهدین نور هم ډیر دي ولې هغوي د انتقاد لاندې نه راځي، د انتقاد او سوالونو لاندې همغوي راځي چې د اعتراض ځاي پکې وي.
د یرغلګرو سره مقابله په ټول افغان کې نه کیږي، د مقابلې ډګر وپیژنه!! دلته یرغلګر نشته ،ټول افغانان او مسلمانان دي، د یرغلګرو کوم نماینده او ویاند چې راغلی په خپل وخت مې ترهرچا ډیر غندلی او رټلی دی.
انډیواله فرض لمونځ له تاڅخه پاتې دی چې سنګر دی پریښی او دلته په مسلمانانو تورونه لګوې، ددې مثال داسې دی لکه څوک چې په حقه روژه کې شراب څښي، ته هم د حق جهاد پرځاي دلته مسلمانان ازاروې چې دا لکه په روژه کې د شرابو څښلو غوندې غبرګه ګناه ده چې د غبرګو خلکو کار دی.

[quote:83f693bcca]په طالب او مجاهد باندې زما او زما په شان اکثریتو افغانانو د نیوکو او انتقاد لړی، ستاسو د پیل شوي دود خلاف،،، هغه وخت په ټپه ودرېدل چې ګران هېواد مو لس کاله وړاندې وحشي یرغلګرو په ناروا او زور سره تر یرغل لاندې ونیو او اشغال یې کړ،،،،[/quote:83f693bcca]
د طالب سره مجاهد مه شریکوه! ځکه په مجاهد ما اعتراض نه دی کړی او د دواړو ترمینځ ډیر فرق وینم.
ته څه فکر کوې چې طالب اسلام او افغانیت ته هیڅ مسؤلیت نه لري، او خپلو خامیانو ته باید متوجه نه شي او نه یې هم اصلاح وشي، ګواګې هغوي ملایکې دي او هیڅ خطاء ترینه نه کیږي او نه پکې د خطاء ځاي شته؟
طالب باید په ځان کې د انتقاد پزیرۍ ظرفیت پیدا کړي، او د انتقاد په بد منلو سره دې د خپل نااهلیت ثبوت نه وړاندې کوي.
[color=darkblue:83f693bcca]په طالب جان زما اعتراض دانه دی چې ولې جهاد کوي، بلکه هغه دی چې پتوال صاحب یې ښه وضاحت کړی دی چې هغه د سکهانو او انګریزانو د میراثخورو پنجابیانو څخه د استقلال او د خپلو بندیانو او شهیدانو ګټل دي، دادی نن به مو هم اوریدلي وي چې ملا عبید الله اخوند د پنجابیانو په وحشي جیل کې شهید کړل شوی دی، د ملابرادر او استاذ یاسر غوندې نورو پوهو طالب بندي مشرانو برخلیک نه دی معلوم، په لسګونو نور یې په امریکا خرڅ کړي چې څه یې اوس هم په ګوانتانامو کې بندیان او څه یې د کرزي حکومت په هڅو خلاص شوي دي[/color:83f693bcca] خو د دې سربیره زما اعتراض دا هم دی چې طالب د اسلام او د علم د وراثت د دعوې سره بیاهم ولې د اسلامي اساساتو ضد او نقیض کارونه کوي او د اسلام او طالب غلط انځور وړاندې کوي، او اسلام او مسلمانانو ته یې د فایدې څخه نقصان زیات دی.
[quote:83f693bcca]دا چې تاسو او پتوال صیب طالب او یرغلګر په بلاتفکیک توګه تر خپلو نیوکو او انتقاد لاندې نیسی ،[/quote:83f693bcca]
تفکیک شته خو که ته یې درک وکړې، سړی په سړي ورځي، غر په غر نه ورځي، مونږ به په کې د ګوتې نیونې ځاي ګورو او هم به یې خواخوږي یو چې اصلاح یې غواړو.
یرغلګر دښمن دی او دښمن ته څوک نصیحت نه کا، نصیحت څوک بدخواهو ته نه کوي.
وبدخواهو ته هیڅوک نصیحت نه کا
...............................................................رحمان ستا په غم شریک دی که باور کړې

[quote:83f693bcca]نو دا به ستاسو د جهانشموله! شخصیتونو!؟ تقاضا وي!! ،،، زما شخصیت یوازې د افغانشمولئ او اسلام شمولئ په پولو کې خاپوړي کوي!!! [/quote:83f693bcca]
انډیواله خفه نشې! ستا محترم شخصیت د شخصیت طلبۍ په اوج کې اسمان ته رسیدلی، انډیواله ته د یوې سیاسي ډلې او یوې فکري محدودې پورې محدود یې پداسې حالت کې افغانشمولیت دتا څخه ډیر واټن لري، افغانشمولیت د بې طرفه اشخاصو ځانګړتیا ده.
اسلامشمولیت هم په فرسوده اخوندي فکر کې نشته چې د یونان دفلسفې او د مسیحیت د رهبانیت څخه سرچینه اخلي، اسلامشمولیت د قرآن او سنتو په رڼاکې د اسلامي نظام پوره پیژندل او ټولو اصولو ته یې په پراخه سینه غاړه کیښودل دي بې له دې چې د خپلې میراثي فرقې په ړوند تقلید کې دنورو ټولو اسلامي نظریاتو او اهل علمو اسلامپالو بلادلیل تردید وکړي یواځې ددې لپاره چې د خپلې ټولنې روایات، رواجونه او د پلار نیکه میراثي طریقه وساتي.

وما توفیقي الا باالله هو نعم المولی و نعم النصیر


پتوال
12.02.2012

[quote:1ac6bbd40f="نعیم ملتوال"]ګراڼو وروڼو السلام علیکم

پتوال صاحب که زحمت نه درته کیږی یو واری ملت تعریف کړه بیا به بعد له هغه په دی وغیږیږو چی اشغال څه ته وایی

ن[/quote:1ac6bbd40f]

ملت خو څو څو ډوله تعریفونه لري، چې یو ترې مذهبی هم دی ، کوم چې د یوه دین معتقدینو (امت) ته یو ملت وایي،
لکه ابراهیمي ملت، مسلمان ملت ، عیسوي ، موسوی او یهودي ملتونه . ښايي تا سې د ملت همدغه مذهبي تعریف په
مغږ کې حک کړی وي چې له مخې یې یو اسلامی هېواد په بل اسلامی هېواد کې د اسلام په نامه اشغال او ادغامول نه یو اځې جایز
بلکې د مذهپي ملی وحدت له پاره اړیڼ بولئ (!)
آیا همداسې نه ده ؟؟؟؟
په دې ترتیب یو زیات نفوس لرونکی هیواد لکه ناپاکوستان که هر اسلامي هېواد اشغال کړي او که کوم اسلامي هیواد
یې اشغال کړي په دواړو صورتو کې به اٌوتوماتیک د پاکوستان په لوي شمیره پنجابي ټولنه کې مدغم کیږي
نو ځکه ددغه مذهبي تعریف څخه د طالب غوندې د بې شعوره
او انپړو مذهبی افراطیونو د غولولو له پاره
په خپله ګټه پږره پوره کار اخلي او هغوی به لکه ړانده مچان د ضدملي چلوټې په قاتل الذبابه لېټۍ کې ښکیلوي !
دلته دا پوښتنه تاسو ته هم راګرځي چې آیا ددې ړندو یو وتلی سالار خو به ملت وال صیب نه وي ؟؟؟؟
خو دملت مذهبي تعریف هغه وخت رامنځته شو چې لا د عصري اوسنیو ملتونو رامنځته کېدو ته په لسګونو
پیړۍ وخت او واټن پاتې و !


Naeem sadat
13.02.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

نه پتوال صاحب زما مطلب مذهبی یا دینی تعریف نه وو په همعغه شکل یی تعریف کړه چی ته یی عصری بولی او زه یی یونانی بولم

ت


پتوال
15.02.2012

[quote:5d5968c400="نعیم ملتوال"]ګراڼو ورڼو السلام علیکم

نه پتوال صاحب زما مطلب مذهبی یا دینی تعریف نه وو په همعغه شکل یی تعریف کړه چی ته یی عصری بولی او زه یی یونانی بولم
ت[/quote:5d5968c400]

ملتوال صیب دروند اوسې !
که ته د ملت د یوناني یا عصري تعریف په اړه څه ویل غواړې نو مهرباني وکړه ، زه خو هیچاته په دې کې کومه ستونزه
نه وینم چې یوه سکالو، یو یوهیزی (مفهوم ) یا یو تعریف دلته
مذرح کړي ویې شني، نیمګړتیا ، کرتوب یا ګټه او تاوان یې ګرانو لوستونکو ته په ګوته کړي !
ټول افغان د افغانانو خپل ګډ کور دی او په خپل کور کې خوبه ست اوسلا ته څه اړتیا نه وي که څنګه ؟
که نه وي ، نو همدا دې وخت دی، پرې ور دانګه !
باور دی چې دوستان ټول درته غوږ غوږ دي ، والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more