د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانستان ته د حنارباني کهر سفر د څه په موخه؟

م . ق
26.01.2012

السلام علیکم ورحمة الله،
افغان جرمن انلاین د خدمتګار په حواله لاندې خبر ورکړی دی، تاسو ددغې خبر جزئیات د سیاسي واقعیتونو له پلوه څنګه ارزوﺉ؟

26.01.2012 خدمتگار

د پاكستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني كهر راتلونكې مياشت افغانستان ته راځي چې پر افغان-پاك اړيكو له افغان چارواكو سره خبرې وكړي.
د پاكستان د چارو شنونكى احمد سعيدي وايي، پاكستان د سيمې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي مارك ګروسمن ته اجازه ورنه كړه چې اسلام اباد ته ورشي او اوس كابل ته د مېرمن كهر په رالېږلو سره واشنګټن ته پيغام وركوي.

د نوموړي په خبره، كابل ته د مېرمن كهر په سفر سره پاكستان امريكا ته داښيي چې كه اسلام اباد له واشنګټن سره هرڅومره خراب اړيكي لري، خو له كابل سره يې اړيكي سم او ورسره نږدې دي.

نوموړى زياتوي چې كابل ته حنا رباني د دې لپاره هم راځي چې د قطر په خبرو كې په يو نه يو ډول اسلام اباد ور ګډ شي.

خو د سياسي چارو كارپوه وحيد مژده بیا وايي، د امريكا متحده ايالتونو وسله وال طالبان له پاكستان څخه لرې كړل او د دغه هيواد له ولكې يې اېستلي دي، ځكه اسلام اباد له كابل سره اړيكي نږدې كوي ( پر طالبانو د پاكستان د نفوذ په كمېدلو او له كابل سره د پاكستان د اړيكو په نږدې كېدلو ممكن دا پرمختيا په افغانستان كې د سولې راتللو لپاره يو ښه پرمختيا وي) وحید مژده.

پاكستان نه يوازې په افغانستان كې د روان تاوتريخوالې په جوړولو او له وسله والو طالبانو سره په مرسته پړ بلل كيږي، بلكې دا ګوته هم ورته نيول كيږي چې د سولې خبرو په لار كې تل خنډونه اچوي.

د پاكستان څارګرې ادارې اى اېس اى وړم كال له هغه وروسته د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر ونيو چې له افغان حكومت سره يې د سولې خبرې پيل كړې.

پاكستان نه يوازې په افغانستان كې د سولې د راتللو په وړاندې خنډ جوړوي، بلكې له نړيوالو سره د افغانستان د نږدې او ستراتيژيكو اړيكو د جوړېدلو مخنيوى هم كوي.

كله چې افغان حكومت له امريكا سره د ستراتيژيك تړون د لاسليكولو لومړنۍ هڅې پيل كړې، نو د دغه هيواد لوړپوړو پوځي او سياسي چارواكو افغان حكومت وهڅاوه چې د واشنګټن پرځاى له پاكستان او چين سره ستراتيژيك تړون لاسليك كړي.

اوس چې افغانستان د اروپايي اتحاديې له دریو هیوادونو سره د ستراتيژيکو تړونونه لاسلیکوي او حامد کرزی هم د همدې لپاره اروپا ته په سفر کې دي، پاکستان وارخطا دی چې له نورې نړۍ سره د افغانستان په نږدې کېدلو سره دغه هيواد په انزوا کې پاتې نه شي، د یاد هيواد لوړپوړو پوځي، ملکي او استخباراتي چارواکو يوه ګډه غونډه درلوده او دا دی اوس د پاکستان د بهرنيو چارو وزیره افغانستان ته روانه ده.


ډاکتر څپاند
26.01.2012

هغه به څوک وي چې دې حنا جآنې لیدو ته هوائي ډګر ته ورځي او هغه پخپل غیږ کې رانغاړي اوټټر ته ئي را جوخته کوي؟ کېدې شي ښاغلی تندر وی!
خو په سياسي لحاظ دوه تحليله كيدى شي. 
اول هغه چى زه پرى عقيده لرم، يعنى دكابل او پاكستان واكداران خپل واك اختيار نلري، هر هغه هدايت چى له غرب نه تر لاسه كوي بس تر سره كوي ىي.دا ظاهري اختلافات دعام ولس د تر يستلو لپاره يوه وسيله ده او بس. 

دويم "محافظه كار او دپلوماتيك" نظر: داسى بريشي چى يا خو طالبان هوشيار شوي او يا داختلاف په وجه،يوشمير اوس په علني توگه دا جراءت كوي چى د پاكستان سره خپل اختلاف شكاره كاندي.دبيلگى په توگه ملا عبدالاسلام ضعيف وويل چى : كه پاكستان په دى مذاكراتو كى شامل شي نو ايران او هند به هم داسى دعوا وكاندي.
له بلى خوا نن سهار ، دنظامي چارو كارپوه شاغلي عبداواحد احمدزي داسى انديشنه وشوده
چى كه دى طالبانو په ليكو كى درزونه را ايجاد او يوشمير دكابل په اداره كى داخل شي جنگ  به ختم نشي. 


پتوال
29.01.2012

[quote:6a56a2cffd]دويم "محافظه كار او دپلوماتيك" نظر: داسى بريشي چى يا خو طالبان هوشيار شوي او يا داختلاف په وجه،يوشمير اوس په علني توگه دا جراءت كوي چى د پاكستان سره خپل اختلاف شكاره كاندي.دبيلگى په توگه ملا عبدالاسلام ضعيف وويل چى : كه پاكستان په دى مذاكراتو كى شامل شي نو ايران او هند به هم داسى دعوا وكاندي. [/quote:6a56a2cffd]
څپاند صیب په دې ټول خبر یو چې په یو ګل نه پسرلی کیږي ، نو د یوه مثال د تعمیم په صورت کې که مثال کمزوری او نيمګړی وي تعمیم یې هم سم نه دی :
هغه څو تنه طالبان چې د ملا ضعیف د اوسني ژوند په ماحول یا د سولې په شورا کې هوښیار شوي او
د آی . اس . آی له ولکې آزاد بریښې متاسفانه د ‌طالبانو استازیتوب نشی کولای . داچې د سولې د شوری غړي د ISI
او په هغې کې دښکيلو طالب چارواکو له پاره تر کومه حده داعتبار وړ دي ددغې شورا دلومړي مشر خواجه يين ملا رباني له برخليک څخه يې ښه انځوراو اټکل کېدای شي ٠ 
د  ISIپه شيطاني کړۍ کې دطالبانو ښکېلتيا يو ځل بيا په ډاګه شوه چې د قطر پټې خبرې يې د افغانانو پر ځای له پنجابي بادار  ISI سره شريکې کړې ٠ داسې بریښی چې دانو [color=red:6a56a2cffd]صرف ظاهرًا د شا په شا خبرو[/color:6a56a2cffd] یو بل ډول دی چې په اوسنۍ زماني مقطع کې د افغانستان
په اړه د امریکا او پاکوستان تر منځ د پوښښ په توګه د ‌طالب پلاوي پوسیله ترسره کیږي . له شک پرته به
د انګلو امریکایی نوی استعمار ددې کاسې لاندې هم د هغوی د بچوړي پاکوستان ډیرې نیمکاسې راووځی !


عادل عادل
29.01.2012

السلام علیکم

پتوال صاحب،،، مېرمن ګهر رباني به ولې کابل ته نه راځي،،، که یې یو طالب له ولکې وزي،،، نو د طالب په زرهاوو دښمنان به پیري،،، کابل ترې ډک دی،،، دا ټول به پاکوستان یو یو په غلامی پېري،،، غرب او امریکا خو هسې هم ترې بېزاره دي،،، په یاد مو نه دي چې طالبان لا کابل ته نه وو رسېدلي چې پاکوستان ازبک وحشي دوستم ته آآآآآن په کوېټه کې دفتر پرانیست؟؟؟؟

طالبان په کابل کې ټینګ او شمالي لنډغر یې لا نه وو مهار کړي ،،، چې پاکوستان د کرزي ننني دفاع وزیر ته په هغه وخت کې په پېښور کې مخفي دفتر پرانیستی وو،،، او د نننی لاسپوڅې ملي اردو د جوړولو لپاره یې پخواني منصبداران منسجم کول،،، د دفتر ساتونکي او انظباطان یې پنجشېریان؟؟؟ ،،، وو،،، نماینده یې هم د حربي پوهنتون پخوانی استاد او یو کمونست ډګروال وو،،، چې اوس د فساد په ویش کې بندي دی،،،


larghonay laraway
30.01.2012

السلام عليکم!
په قطر کې د طالبانو دفتر زما د همغې پخوانۍ خبرې پخلی کوي او هغه دا چې کرزی او ملاعمر د اباما دوه تاليڅټي دي چې تر دې دمه يې پرې خپل پروګرام تطبيق کړ او په راتلونکې کې غواړي نوی رنګ ورکړي.
پاکستان ته يې هم په دې ډرامه کې د پاکستانيانو په خبره (ډبل رول) ورکړی ؤ. هم يې په افغانستان کې د امريکايانو سپلایی کوله او هم يې د پردې تر شا طالبان پالل.
اوس هم پاکستان د پردې پر مخ داسې ښکاري چې امريکا ګوندې د قطر په خبرو کې حق نه ورکوي خو دا د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي. ځکه چې د پاکستاني ISI له خوا اتنه نفر طالب چارواکي په الوتکو کې خوندي قطر ته بيول شوي دي. دا په دې دلالت کوي چې امريکا د طالبانو پسې نه ګرځيده، بلکې ښه ورته معلوم وو چې په پاکستان کې دي چې اوس ټولو ته ښکاره شوه.
امريکا تر دې دمه دا درې واړه لوري (د ملاعمر ډلګۍ، پاکستان، د کرزي جعلي او فاسده اداره) د ډمو غوندې د څو ډالرو په بدل کې نڅولي دي.
پاکستان ته يې ويلي وو چې هم به طالبان روزې او ساتې او هم به د امريکايانو اکمالات کوي.
طالبانو ته يې د پښتنو د ښوونځيو سوزولو، کلينيکونو ورانولو، سرکونو الوزولو او د فکر خلکو د وژلو او بالاخره د پښتنو د تباهۍ رول ورکړی ؤ چې په پوره صداقت يې ولوباوه او لا لګيا هم دي.
د کرزي ګوډاګي حکومت ته يې د لانځکې رول ورکړی ؤ چې کله به يې خندل او کله به يې ژړل چې په مقابل کې يې د غلا او ځمکو د غصب ښه لاره ورته هواره کړې وه.

اوس فکر کوم دا لوبه ختمېږي چې بيا هم په ښکاره توګه په کې پاکستان رول نه لري خو شريک دی. ځکه چې طالبان يې ښه پيچکاري کړي او قطر ته يې وروستي دي او په دې هم ښه پوهېږي چې طالبان د دوی له عهدې (اوودې) نه شي وتلی. امريکا هم نه غواړي چې پاکستان له لاسه ورکړي. ځکه چې په افغانستان کې د کمونستانو له کودتا رانيولې ترننه پورې په ټولو بهيرونو کې يې امريکا ته خدمت کړی او متحد يې پاتې شوی دی.

پاتې شو جناب کرزی!
دا به همداسې ترپېږي او تپېږي به خو امريکايانو لا پخوا ويلي چې کرزی د يو ښاروال وړتيا لري نو ده ته به هيڅوخت د يو ريښتوني ولسمشر حيثيت ورنه کړي. دا همداسې لاسپوڅی دی او وي به. دی به يو روبوټ وي چې کله ورته امريکايان وايي وژاړه، ژاړي به او که ورته ووايي وخانده، خاندي به.

نتيجه:
د افغانستان اوسنی وضعيت بدليدونکی دی خو پښتانه بايد ويښ او په يوه خوله شي چې حالات په خپله ګټه راوڅرخوي.
طالبان هم بايد نور انسانان شي او د تل لپاره (کلاشينکوف) نه شي چې نور يې ډزوي. دا چې امريکا ته يې دومره کار وکړ چې افغانستان ته يې راوسته او په سيمه کې يې د لاسوهنې لاره ورته هواره کړه نو بايد دا هم پرې ومني چې پښتانه تر قيامته د قربانۍ ګډوري نه دي چې د نورو د قدرت ساتلو لپاره به قرباني کېږي. طالبان بايد له دې فرصته ګټه واخلي او د افغانستان په سياست کې شريک شي. که هرڅه غواړي بايد متمدنه، سیاسي، شعوري او عاقلانه لاره غوره کړي، نه د جنګ، وحشت او دهشت لاره.
په همدې هيله
ستاسو لاروی


Naeem sadat
30.01.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

بغیر له پاکستانه تاسو نور څه هم زده دی
زه فکر کوم چی ستاسو په نظر دا غونډه نړی یو لوی پاکستان دی او تاسی په هر څه کی پاکستان وینی

سیاست داسی نه کیږی


khoshalkhan
30.01.2012

داټول ددې لپاره چې طالبان وځبي ،لاسپوڅی دولت تقويه کړي !
دا افغان ملتيان زاړه پرچميان او خلقيان د غلامي خواص له لاسه نشي ورکولی
د روبلونو پرځای اوس دالر غواړي !!
خو عام خلک دوی او ددوی نوی شعار پېژني !

[quote:3280103880="نعیم ملتوال"]ګراڼو وروڼو السلام علیکم

بغیر له پاکستانه تاسو نور څه هم زده دی
زه فکر کوم چی ستاسو په نظر دا غونډه نړی یو لوی پاکستان دی او تاسی په هر څه کی پاکستان وینی

سیاست داسی نه کیږی[/quote:3280103880]


پتوال
30.01.2012

خوشاله !
تر اوسه خو هیچام د کابل د لاسپوڅی حکومت یا د هغه د بادار امریکا پلوی نه دی کړی ، داچې د ‌طالبانو او باکستان
په شمول یو اړخ هم نه تايدوی او د افغانستان د ملی ګټو سیاسی او پوځي سوداګر یې بولي، دا خو یې د ملی او ولسواکې سیاسی
ویښتابه نخښه ده چې له خیانتونو او جنایتونو څخه یې پرده پورته کوي او وایي چې په ړندو سترګو باور نه د داود خان
پر حکومت په کار و ، نه د خلقیانو ، پرچمیانو ، مجاهدینو او طالبانو په حکومتونو باندې باور په کار دي .
متل وایی باور ښه دی خو کنترول بهتر !

[color=blue:d4c36e6b6f] دباور وړ هغه حکومت دی چې مستقیماً د ولس تر کنترول لاندې وي نو دې ته لاره لټول او امکانات برابرول پکار دي او
همدا یواځینۍ لار ده ، پرستش یواځې د خداي او باور یواځې په اولس پکار دی او بس ! [/color:d4c36e6b6f]


zalmai afghan
30.01.2012

[quote:54672e723d="larghonay laraway"]السلام عليکم!
په قطر کې د طالبانو دفتر زما د همغې پخوانۍ خبرې پخلی کوي او هغه دا چې کرزی او ملاعمر د اباما دوه تاليڅټي دي چې تر دې دمه يې پرې خپل پروګرام تطبيق کړ او په راتلونکې کې غواړي نوی رنګ ورکړي.
پاکستان ته يې هم په دې ډرامه کې د پاکستانيانو په خبره (ډبل رول) ورکړی ؤ. هم يې په افغانستان کې د امريکايانو سپلایی کوله او هم يې د پردې تر شا طالبان پالل.
اوس هم پاکستان د پردې پر مخ داسې ښکاري چې امريکا ګوندې د قطر په خبرو کې حق نه ورکوي خو دا د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي. ځکه چې د پاکستاني ISI له خوا اتنه نفر طالب چارواکي په الوتکو کې خوندي قطر ته بيول شوي دي. دا په دې دلالت کوي چې امريکا د طالبانو پسې نه ګرځيده، بلکې ښه ورته معلوم وو چې په پاکستان کې دي چې اوس ټولو ته ښکاره شوه.
امريکا تر دې دمه دا درې واړه لوري (د ملاعمر ډلګۍ، پاکستان، د کرزي جعلي او فاسده اداره) د ډمو غوندې د څو ډالرو په بدل کې نڅولي دي.
پاکستان ته يې ويلي وو چې هم به طالبان روزې او ساتې او هم به د امريکايانو اکمالات کوي.
طالبانو ته يې د پښتنو د ښوونځيو سوزولو، کلينيکونو ورانولو، سرکونو الوزولو او د فکر خلکو د وژلو او بالاخره د پښتنو د تباهۍ رول ورکړی ؤ چې په پوره صداقت يې ولوباوه او لا لګيا هم دي.
د کرزي ګوډاګي حکومت ته يې د لانځکې رول ورکړی ؤ چې کله به يې خندل او کله به يې ژړل چې په مقابل کې يې د غلا او ځمکو د غصب ښه لاره ورته هواره کړې وه.

اوس فکر کوم دا لوبه ختمېږي چې بيا هم په ښکاره توګه په کې پاکستان رول نه لري خو شريک دی. ځکه چې طالبان يې ښه پيچکاري کړي او قطر ته يې وروستي دي او په دې هم ښه پوهېږي چې طالبان د دوی له عهدې (اوودې) نه شي وتلی. امريکا هم نه غواړي چې پاکستان له لاسه ورکړي. ځکه چې په افغانستان کې د کمونستانو له کودتا رانيولې ترننه پورې په ټولو بهيرونو کې يې امريکا ته خدمت کړی او متحد يې پاتې شوی دی.

پاتې شو جناب کرزی!
دا به همداسې ترپېږي او تپېږي به خو امريکايانو لا پخوا ويلي چې کرزی د يو ښاروال وړتيا لري نو ده ته به هيڅوخت د يو ريښتوني ولسمشر حيثيت ورنه کړي. دا همداسې لاسپوڅی دی او وي به. دی به يو روبوټ وي چې کله ورته امريکايان وايي وژاړه، ژاړي به او که ورته ووايي وخانده، خاندي به.

نتيجه:
د افغانستان اوسنی وضعيت بدليدونکی دی خو پښتانه بايد ويښ او په يوه خوله شي چې حالات په خپله ګټه راوڅرخوي.
طالبان هم بايد نور انسانان شي او د تل لپاره (کلاشينکوف) نه شي چې نور يې ډزوي. دا چې امريکا ته يې دومره کار وکړ چې افغانستان ته يې راوسته او په سيمه کې يې د لاسوهنې لاره ورته هواره کړه نو بايد دا هم پرې ومني چې پښتانه تر قيامته د قربانۍ ګډوري نه دي چې د نورو د قدرت ساتلو لپاره به قرباني کېږي. طالبان بايد له دې فرصته ګټه واخلي او د افغانستان په سياست کې شريک شي. که هرڅه غواړي بايد متمدنه، سیاسي، شعوري او عاقلانه لاره غوره کړي، نه د جنګ، وحشت او دهشت لاره.
په همدې هيله
ستاسو لاروی[/quote:54672e723d]

لاروي صيب: په قلم دي بركت شه، د نښي منځ دي ويشتي دي، خبري دي 100% سل په سلو كي حقيقت دي، متأسغانه چي ځيني پښتانه ورونه له دي حقيقت نه ناخبره دي.
ستا دي ليكني په ټول افغان كي د ISI دتاليڅټو په ك و ن ه اور بل كړي ، لكه : نعيم ملتوال ، ( khoshalkhan ) پتنګ ، etc.


عبدالله خان
31.01.2012

السلام علیکم

پتوال صاحب لیکلی

[code:1:5c5efe384e]تر اوسه خو هیچام د کابل د لاسپوڅی حکومت یا د هغه د بادار امریکا پلوی نه دی کړی[/code:1:5c5efe384e]

کله چی پیشو شیدی څښی نو سترګی پټی کړی او داسی فکر کوی چی څوک می نه وینی

پتوال صاحب خلګ مه غلطوه د طالبانو تخریب په ننی ازادی غوښتونکی جنګ کی د امریکایانو د طرفداری په معنا ده
زه هم په طالبانو ډیر انتقادونه لرم خو اوس د انتقادونو وخت نه دی بلکی د جنګ د ګټلو وخت دی

دا جنګ صرف د طالبانو جنګ نه دی بلکی زموږ د ازادی غوښتونکی ملت جنګ ده چی دازادی د ګټلو لپاره یی کوی

پداسی حال کی چی ددی ملی اسلامی جنګ رهبری نن طالبان کوی د طالبانو تخریب زموږ د ملت په مقابل کی د جنګ معنا لری

او دخپل ځان لپاره خو شاشجاع او ببرک کارمل هم څه دلایل جوړول خو د ببرک کارمل او شاشجاع دا دلایل دا معنا نلری چی دوی ملی خاینان نه وو

او که چیری دا څه چی ته وایی پتوال صاحب دا درسره ومنو نو د روسانو په مقابل کی د افغانستان د خلکو جهاد هم د پوښتنی لاندی راځی
ځکه چی ببرک کارمل هم دا ویل چی زه ګوډاګی نه یم زه په روسانو افغانستان له پاکستانه ساتم که چیری روسان نه وی نو پاکستان به افغانستان اشغال کړی

نوبیا په داسی حالت کی ببرک کارمل زموږ ملی قهرمان دی

د کارمل او د ننی اداری فرق په څه کی دی ؟

د


عادل عادل
31.01.2012

السلام علیکم

[quote:9f73dc6fdf]تر اوسه خو هیچام د کابل د لاسپوڅی حکومت یا د هغه د بادار امریکا پلوی نه دی کړی [/quote:9f73dc6fdf]

د ښاغلي عبدالله ورور د نظر په بشپړ تایید سره ویلی شم،، چې هغه عقل چې په طالبانو نیوکې کوي او دا لس کاله ورته عقل ښایي،،، هر یو افغان لري،،، خو دا چې وخت یې ندی،،، نو اکثریتو پرې خوله پټه نیولې،،، لدې وېرې چې ګټه یې یرغلګرو ته ونه رسي او خدای مکړه د خپلواکی غوښتونکي مقاومت پښې ونه وهي.

د ښه وضاحت لپاره،،،، د افغانستان په یرغل کې شریک د ناټو په غړو هېوادونو کې به داسې هېواد او هېوادونه هم خامخا پیدا کړو چې د امریکایانو او یا کرزی د لاسپوڅي حکومت پلویان نه دي،،،حتی نفرت هم ترې کوي،،، خو د افغانانو او مقاومت په وړاندې یې بد نیت ښیي چې د ناروا یرغل ملاتړي دي.

دروند پتوال صاحب راته په دې لړ کې کله ناکله مستثنی برېښي:) ،،،، والله اعلم


پتوال
31.01.2012

عادل عادل صیب ، عبدالله صیب او درنو لوستونکو ته سلام !

د اوبو په خړولو به کبونه نه نیسو !

ګوډاګی کارمل خو دومره ویل چې پاکستان نا اعلام شوې جګړه پیل کړې ، کرزی خو د خبل بادار له وېرې دا هم نشی ویلای
ځکه چې بادار یې ورسره نه مني !
هو، کله چې یو ګوډاګی ، ظالم او دیکتاتور د عاومفریبۍ له پاره یوحقیقت ووایی نو لاږمه داوي چې د نوموړی عوامفریبی
رسوا کړل شی نه دا چې به هغه حقیقت سترګې پټې شي ، کارمل خوبه د انګلیس په ضد د پښتنو تاریخي حماسې هم یادولې نو آیا له نوموړو تاریخي حماسه جوړونکو اتلولیو څخه منکر شو، ځکه چې کارمل تایید کړز دی ؟؟؟؟
نه هېڅکله نه ! د پاکستان مداخله خو نورو ملی او پر وطن مینو افغانانو هم یادوله او غندله ، مجاهدینو ته به
یې ددغې سیاسی تمساح د خطر خبرداری ورکاوه ، عبدالله خان هغه ولې نه یادوي ؟؟؟؟
ما پخپله هم په همغه وختو (۱۹۹۰ او ۹۲ ) کې ورته لیکنې او شعرونه په دعوت کې نشر ته سپارلي او بیا په عمل کې هم رښتنی او صحیح راووتل چې پاکستان په مجاهدینو هیواد
وران او دړې وړې کړ . ملي اردو یې پرې ړنګه کړه او تنظیمي ملوک الطویفي پرې مسلطه کړه . خو کله یې چې
د کابل حکومت هم له کنتروله ووت، نو طالبان یې پرې رامرش کړل څو ټول هېواد برې به خپله ولکه کې وساتي !
دا ټول د کار تر - برېژینسکي او ضیاالحق ، نوازشریف او بیا مشرف له پلان سره سم ترسره شول! افغان ملت له پاکوستان سره دخپل تاریخ ډېره ترخه تجربه تېره کړه
او لاهم تیروي یې ! آن د شوروي یرغل به افغانستان باندې د ضیا الحق او جیمي کارتر یا ISI او CIA په ګډ پلان
هڅول شوی او برېژنسکې پرې له قدرت وروسته بیا ټولې نړۍ ته اعتراف کړي دی !
نو ترڅو چې ‌طالبان او نور وسلوال ځانونه د ISI
سياسي او پوځي ولکې ازاد نکړي د افغانستان ازادي له لوديزوالو او پنجابي استعمارڅخه ناممکنه ده ٠ 

اوس په راشو د کابل اسلام اباد او قطر تر منځ روانو چارو ته :

داسې بریښی چې شمالي ټلواله اوس د درې بنو ټلواله شوه.
د امریکا خو اسلام آباد ګڼلې او کابل ناګڼلې مېرمن ده ، اوس چې امریکا له دوی پرته د طالبانو سره سترګکونه پیل کړي ،
نو اسلام آباد له کابل او کابل له ګلبدین سره تا تا (کله کشک) کوي، پاکیان حنا رباني او او ګلبدین نور پلاوي کابل ته لیږي څو
په ګډه له ‌طالبانو سره د امریکا ددرېمې نکاح مخه ونیسی، ځکه د کابل شمالی ټلواله او پنجابي اسلام آباد دواړه یو له بله زیات
د امریکا له نوې سیاسی ناوې څخه وېريږي چې تر ګڼلو ګڼلې او د بنو په نوې ټلواله کې ددوی دواړو په سر باداره نشی !
د ګلبدین ډله هڅه کوي چې مېرمنتوب خو پریږده پرېږده چې د لوی حرم سراي له دروازې څخه هم بهر پاتې نشي !
ګورو به چې : د بنو په شته ټلواله کې دپنجاب راڼي اوس خپل منتر، رول او مهارت څنګه لوبوی ؟
خو د خپل سیاسی بکارت د پردې د څیرولو په مهر کې به ناوې ‌طالبجانه له امریکا څخه څه غواړي ؟
[color=red:851fa3fa91]جواب : نه زیورات او نه مادیات ، صرف : د پنجابۍ - او کابلۍ بي بي طلاق ! [/color:851fa3fa91]


عبدالله خان
31.01.2012

پتوال صاحب لیکلی

[code:1:ae23d41ef6]ګوډاګی کارمل خو دومره ویل چې پاکستان نا اعلام شوې جګړه پیل کړې ، کرزی خو د خبل بادار له وېرې دا هم نشی ویلای
ځکه چې بادار یې ورسره نه مني !
هو، کله چې یو ګوډاګی ، ظالم او دیکتاتور د عاومفریبۍ له پاره یوحقیقت ووایی نو لاږمه داوي چې د نوموړی عوامفریبی
رسوا کړل شی نه دا چې به هغه حقیقت سترګې پټې شي ، کارمل خوبه د انګلیس په ضد د پښتنو تاریخي حماسې هم یادولې نو آیا له نوموړو تاریخي حماسه جوړونکو اتلولیو څخه منکر شو، ځکه چې کارمل تایید کړز دی ؟؟؟؟[/code:1:ae23d41ef6]

پتوال صاحب ستا ددی جملو معنا داده چی بد کارمل حقیقت ویلی او ته دپاکستان څخه د افغانستان دساتنی لپاره د روسی قواوو په راتلو موافق یی خو صرف د کارمل شخصیت دی نه خوښیږی

[code:1:ae23d41ef6]نه هېڅکله نه ! د پاکستان مداخله خو نورو ملی او پر وطن مینو افغانانو هم یادوله او غندله ، مجاهدینو ته به
یې ددغې سیاسی تمساح د خطر خبرداری ورکاوه ، عبدالله خان هغه ولې نه یادوي ؟؟؟؟[/code:1:ae23d41ef6]

هغه ځکه چی زه د همدغه په وطن مینو افغانانو په مینه شک لرم

[code:1:ae23d41ef6]ما پخپله هم په همغه وختو (۱۹۹۰ او ۹۲ ) کې ورته لیکنې او شعرونه په دعوت کې نشر ته سپارلي او بیا په عمل کې هم رښتنی او صحیح راووتل چې پاکستان په مجاهدینو هیواد
وران او دړې وړې کړ . ملي اردو یې پرې ړنګه کړه او تنظیمي ملوک الطویفي پرې مسلطه کړه . خو کله یې چې
د کابل حکومت هم له کنتروله ووت، نو طالبان یې پرې رامرش کړل څو ټول هېواد برې به خپله ولکه کې وساتي ![/code:1:ae23d41ef6]

پتوال صاحب که تا ۱۹۹۲کی ویلی او که اوس وایی غلط وایی یا خو خبر نه یی او یا قصداً ځان ناخبره اچوی

د افغانستان اردو ( مطلب می د نجیب د وخت اردو ده ) روسانو ړنګه کړه نه پاکستان
کله چی نجیب استفا ورکړه او باید د بیننسیوان پلان عملی شوی وای د روسانو په قومنده په نجیب باندی کودتا وشوه او د همدی کودتا د پلان مطابق د افغانستان اردو ړنګه شوه

او د همدی کودتا لپاره د روسانو لخوا دا ننی شمالی ټلواله په هغه وخت کی د احمدشا مسعود ، ازبکانو ، هزاره ګانو او کارمل پلوه پرچمیانو څخه جوړه شوه

چی تر نن ورځی د پښتنو پر ضد د روسانو لخوا حمایه کیدله
خو اوس کله امریکایی رنګ خپل کړی او کله روسی

دا[code:1:ae23d41ef6] ټول د کار تر - برېژینسکي او ضیاالحق ، نوازشریف او بیا مشرف له پلان سره سم ترسره شول! افغان ملت له پاکوستان سره دخپل تاریخ ډېره ترخه تجربه تېره کړه
او لاهم تیروي یې ! آن د شوروي یرغل به افغانستان باندې د ضیا الحق او جیمي کارتر یا ISI او CIA په ګډ پلان
هڅول شوی او برېژنسکې پرې له قدرت وروسته بیا ټولې نړۍ ته اعتراف کړي دی ![/code:1:ae23d41ef6]

پتوال صاحب د بریژنسکی په خبرو پسی مګرزه هغه تاته واقعیت نه وایی بلکی خپل مطبوعاتی جنګ پر مخ بیایی


zalmai afghan
01.02.2012

[quote:c36ee5feac="پتوال"]

داسې بریښی چې شمالي ټلواله اوس د درې بنو ټلواله شوه.
د امریکا خو اسلام آباد ګڼلې او کابل ناګڼلې مېرمن ده ، اوس چې امریکا له دوی پرته د طالبانو سره سترګکونه پیل کړي ،
نو اسلام آباد له کابل او کابل له ګلبدین سره تا تا (کله کشک) کوي، پاکیان حنا رباني او او ګلبدین نور پلاوي کابل ته لیږي څو
په ګډه له ‌طالبانو سره د امریکا ددرېمې نکاح مخه ونیسی، ځکه د کابل شمالی ټلواله او پنجابي اسلام آباد دواړه یو له بله زیات
د امریکا له نوې سیاسی ناوې څخه وېريږي چې تر ګڼلو ګڼلې او د بنو په نوې ټلواله کې ددوی دواړو په سر باداره نشی !
د ګلبدین ډله هڅه کوي چې مېرمنتوب خو پریږده پرېږده چې د لوی حرم سراي له دروازې څخه هم بهر پاتې نشي !
ګورو به چې : د بنو په شته ټلواله کې دپنجاب راڼي اوس خپل منتر، رول او مهارت څنګه لوبوی ؟
خو د خپل سیاسی بکارت د پردې د څیرولو په مهر کې به ناوې ‌طالبجانه له امریکا څخه څه غواړي ؟
[color=red:c36ee5feac]جواب : نه زیورات او نه مادیات ، صرف : د پنجابۍ - او کابلۍ بي بي طلاق ! [/color:c36ee5feac][/quote:c36ee5feac]

يره پتوال صيب: تاسو چي كوم تشبيهات او استعاري استعمالوي ددي نه داسي ښكاري چي په ادبياتو كي ډاكتري لري، او په تيره بيا ستاسو دا لاندي تشبيه خو له خندا مړ كم:
[color=red:c36ee5feac] خو د خپل سیاسی بکارت د پردې د څیرولو په مهر کې به ناوې ‌طالبجانه له امریکا څخه څه غواړي ؟
جواب : نه زیورات او نه مادیات ، صرف : د پنجابۍ - او کابلۍ بي بي طلاق !
[/color:c36ee5feac]
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
[color=red:c36ee5feac] ناوې ‌طالبجانه[/color:c36ee5feac]
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عادل عادل
01.02.2012

السلام علیکم

فرقاني صیب داسې فرمایلي او ښه ډېر خندلي دي:

[quote:044d626614]يره پتوال صيب: تاسو چي كوم تشبيهات او استعاري استعمالوي ددي نه داسي ښكاري چي په ادبياتو كي ډاكتري لري، او په تيره بيا ستاسو دا لاندي تشبيه خو له خندا مړ كم:
[color=red:044d626614]خو د خپل سیاسی بکارت د پردې د څیرولو په مهر کې به ناوې ‌طالبجانه له امریکا څخه څه غواړي ؟
جواب : نه زیورات او نه مادیات ، صرف : د پنجابۍ - او کابلۍ بي بي طلاق ! [/color:044d626614]


ناوې ‌طالبجانه [/quote:044d626614]

قربان دې شم فرقاني صیب،،،، امریکا یا امریکه د تانیث صیغه یا ښځینه نوم دی،،، تاسو ته چې نر نر ښکاري په ډالر یې تېر کړي یاست،،،:)

خو ډالرو هم په ناخلفو کې کار ونکړ،،، ځکه چې دا لس کاله یې شنډه دیموکراسي پرې تېره بېره کړه،،، خو ټنډه یې نکړه،،،، نو اوس یې بېرته ورسره ولي،،، په قطر کې یې دمه کړې په دې هیله چې که طالبان په افغاني دود د پردې یو ټیکری ورته وکړي،،، تر څو د نړیوالو د مزیدې خندا نه شي،،،،!!!

په تونس کې چې دیموکراسي ښه ډېره او درنه لنګه شوې هم وه،،، طلاقه یې کړه،،،، په ترکیه کې ترې خلک استفراق کوي،،،، مصر هم ښه سمباله کړه،،، نوش جان یې،،،، پاکستان خو یې په ایډز اخته کړی،،، ایران ورسره په بغداد او کابل کې صیغې وکړې،، او بیا یې پکې تووو کړل،،،،،

په هر حال که بیا هم د ښاغلي پتوال صیب او ښاغلي مبارز فرقاني صیب نظرونو ته د بشپړ درناوي په کرښه د دوی د قضاوت له عینکو څخه نظر وکړو،،،، نو په دوی دواړو بیا هم هاغه متل ښه مصداقیژي چې وایي،،،، یوه ودیژي،،، لس نورې خریېمې کیژي،،، که ورته حالت او احساس دوی ته مخه نه وای کړې نو د طالب په اړه به یې د سیاسي بکارت له چوکاټه وتلې خبره نه یادوله او نه به یې هم خوند پرې اخستی وای!!!! ،،،،

دوی دواړو ته د سړې سینې تمنا کوم:)

په ډېر درنښت


ډاکتر څپاند
01.02.2012

[quote:ccb01308bf]اقتباس:
يره پتوال صيب: تاسو چي كوم تشبيهات او استعاري استعمالوي ددي نه داسي ښكاري چي په ادبياتو كي ډاكتري لري، او په تيره بيا ستاسو دا لاندي تشبيه خو له خندا مړ كم:
خو د خپل سیاسی بکارت د پردې د څیرولو په مهر کې به ناوې ‌طالبجانه له امریکا څخه څه غواړي ؟
جواب : نه زیورات او نه مادیات ، صرف : د پنجابۍ - او کابلۍ بي بي طلاق !

ناوې ‌طالبجانه [/quote:ccb01308bf]

خومشکل دلته دی چې طبابت لږ شانتې پر مخ تللې او د جراحئ دعمل په مرسته Hymenoplasty
په داسې مهارت تر سره کېدی شي چې ځوان هلکان به هيڅکله هم پدې ونه پوهېږي چې دا د دهرمڼډي نجلئ وه او که سوچه :wink:
[quote:ccb01308bf]امریکا یا امریکه د تانیث صیغه یا ښځینه نوم دی،،، [/quote:ccb01308bf]
دغه راز دجراحئ او دواګانو په مرسته د نر نه ښځه او ښځې نه نر جوړېدی شي :oops:


پتوال
02.02.2012

درنو رونو !

تشبيهات چې هر څنګه تنزيه وي په سياست کې دسياسي اړيکو معنی لري ، نۀ  دنارينتوب يا ښځينه توب٠
وروستي ټکي صرف دتړاوونو او اړوندونو انځورونه صرف په جالبو ټکو جالبوي ، نه داچې سياسي ماهيت يې بدل او له منځه يوسي ٠  

داچې عادل  صيب طالبان له ISI لوړ بولي ښه خبره ده، خو متاسفانه هغوی خپل سياسي او پوځي لار ښود ته تر ځان او جهان څخه هم په په لوړه سترګه ګوري، 
نو هغه څه چې د لار ښود په اړه دزغم وړ مکروهات ګڼي د ځان له پاره ورته مباح ښکاري اومږ صرف له همدې دريځ 
سره وران يو چې دافغان په توګه دپنجابيانو باداري په خپلو طالب ورونو، ا و د امريکايانو باداري دکابل پر حکومت
 نه غواړو او ل هريو اړخ  په خپل ګوډاګيتوب افغان ملت ته تورن او مجرم ګڼل کيږي ٠   

که يو مجرم د جرم په ٥درجو سختوالي سره په اعدام محکوميږي ، د ٢ مجرمينو ترمنځ که يو لس  او بل ٧ درجې سخت جرم کړی وي دغه ٣ درجې فرق  په اعام د يوه په محکومېدلو کې هم څه فرق
نه رامنځته کوي ، د پريو د ګوډاګيتوب دضدملي جنايت اوبه ددواړو اړخونو له غوږونو څخه تيرې شوي دي نورکه 
 دوه نيزې تيرې شوې که پنځه نېزي څه فرق نه کوي ٠
خدای دې وکړي چې د قطر په خبرو کې طالبان  ددې نيمګړتيا سکينده پر ځای کړي او په هغه څه چې ددېپه خلاف د ذبيح الله مجاهدپه 
خوله د ای اس ای په امر اعلاميږي خاورې واړوي ٠  


عبد السلام
02.02.2012

[quote:b3f40c04d8]د پريو د ګوډاګيتوب دضدملي جنايت اوبه ددواړو اړخونو له غوږونو څخه تيرې شوي دي نورکه دوه نيزې تيرې شوې که پنځه نېزي څه فرق نه کوي ٠[/quote:b3f40c04d8] په ګوتو مو برکت شه ، پتوال صاحب ، په ریښتیا چې هیڅ فرق نکوي !
دواړه ډلې په کې پوره ډوبې دي .
خو دواړه اړخه خپل ګوداګیتوب او اوضد ملی جنایت ته خپلې غیر افغاني پلمې لري ، چې په پای کې یې ددواړو سرچینه همغه ځوړ استعمار دی . دکرزی موجوده اداره مخامخ دغرب په ترخ کې او دطالب هغه یې په غیرمستقیمه توګه دغرب دغلامانو په تخرګ کې ، چې څوک لږ او څوک ډیر ککړ دی ، همغه ستاسو په وینا هیځ فرق نه کوي . څوک درې نیزې ، اوڅوک پنځه !!!


zalmai afghan
02.02.2012

عادل ګله: احساساتي كيږه مه، ستاسو په اړه زه دبكارت لفظ سره موافق نه يم، ځكه چي تاسو اصلا بكارت لرۍ نه،
ستاسو سياسي بكارت وار له مخه ISI څيرلي دي، هغه هم بغير له نكاح نه. :lol: :lol: :lol:
تاسو له پخوانه ښځي شوي ياست، نو دڅپاند صيب دا لاندينۍ خبره له تاسو سره ډيره مناسبه ده:
[quote:4ded34582e] خومشکل دلته دی چې طبابت لږ شانتې پر مخ تللې او د جراحئ دعمل په مرسته Hymenoplasty
په داسې مهارت تر سره کېدی شي چې ځوان هلکان به هيڅکله هم پدې ونه پوهېږي چې دا د دهرمڼډي نجلئ وه او که سوچه :wink:
[/quote:4ded34582e]
:lol: :lol: :lol: :lol:

مطلب داچي (عادل ګله) = دهرامندي نجلئ. :lol: :lol: :lol: :lol:
سړه سينه درته غوارم :wink:

پتوال صيب ليكلي:

[quote:4ded34582e]اومږ صرف له همدې دريځ
سره وران يو چې دافغان په توګه دپنجابيانو باداري په خپلو طالب ورونو، ا و د امريکايانو باداري دکابل پر حکومت
نه غواړو او ل هريو اړخ په خپل ګوډاګيتوب افغان ملت ته تورن او مجرم ګڼل کيږي ٠ [/quote:4ded34582e]
اجرونه دي نصيب شه پتوال صيب زما دزړه خبره دي كري.


عادل عادل
02.02.2012

السلام علیکم

[quote:51ee84e069]سره وران يو چې دافغان په توګه دپنجابيانو باداري په خپلو طالب ورونو، ا و د امريکايانو باداري دکابل پر حکومت
نه غواړو او هريو اړخ په خپل ګوډاګيتوب افغان ملت ته تورن او مجرم ګڼل کيږي [/quote:51ee84e069]٠

افرین همدا دې ښه نظر دی خو دا نیم اړخ یې لږ تعدیل کړی، ځکه چې د کابل حکومت یرغلګرو نصب کړی دی،،، او په خټه غلام دی،،، بنسټ یې غلامي ده،،، نو د بذاته غلام لپاره د غلامی ،،، نه غوښتل او نه غواړو!! خبره او شعار د عقل او منطق په تله کې هیڅ وزن نلري،،،

په سیاسي او ادبي مصطلحاتو کې یوازې وطن د ناموس په معنی دی،،، څوک چې وطن خرڅ کړي هغه ته بې ناموسه ویل کیژي،،، او دا کار طالبانو تر اوسه نه دی کړی،،، بلکه وطن یې د وېش او خرڅلاو څخه تر اوسه بچ ساتلی دی،،، نو زه نه پوهېژم چې پتوال صاحب د وطن د خپلواکی/ازادی ناهیلې او زورېدلې او سوچه افغانانو ته تر سترګو ورتېره ناوې،،، ولې په بې باکانه پسخند سره یادوي؟؟

ددې کړېدلې ناوې ګناه به د دوی په اند خامخا دا وي چې ولې یې د خپلو سوو امیدونو سترګې نن سبا طالبانو ته اړولې دي،،،،

ایا پرته لدې به بله غوټه په زړه کې لري؟
-------------
او زمونږ رُفقا سلام و څپاند ! ،،، سلام بر شما خندان و مستان :)


عبدالله خان
02.02.2012

السلام علیکم

د کارمل کونډی ته به خامخا خوند نه ورکوی چی نوری پیغلی ودیږی دا چی ددی د بکارت په څیرولو د انکل سیم د تره زوی برژنف ملامت ده او دا چی انکل سیم د خپل تره د ځوی کونډه ځانته واده کړی که هرڅومره یی دی د ډاکترانو په واسطه جعلی بکارت ورته جوړ کړی وی

اوس انکل سیم بعد له ۱۲کالو ګډ کورنی ژوند څخه پدی پوه شوی چی میرمنی یی ۱۲کاله د ډاکټرانو په واسطه جوړ شوی جعلی بکارت باندی غولولی

د


پتوال
02.02.2012

عادل صیب او لوستونکو ته سلام او درناوی!

د کابل حکومت خو په ګوډاګیتوب کې له غوږونو بورته لس نېزې به همدې اساس ډوب دی چې تاسې ورته ګوته نیولې ده او
ملت ته محکوم دی،
خو متاسفانه ‌طالب مشرتابه هم آزاد نه دی او له غوږونو ۷ نیزې پورته د ای اس آی په اسارت کې ښکېل دی ،
ددوی ترمنځ درز نېزې فرق ښودل شوی خو ملت ته بې معنی ځکه دی چې تر غوږونو پورته دی ! حال داچې ملت د چا یوه
نېزه ګوډاګیتوب هم نه زغمي او د محوه کولو له پاره یې بېدرېغه قربانی ورکوي ، متاسفانه چې د قدرت وږو تږو له پاره
د ملت قرباني سخته بې ارزښته ښکاري او د وروستي افغانه پورې یې د خپل شخصي قدرت په لاره کې قربانوي !
جهادی تنظیمونه چا په سولۍ وځړول د ملی سولې سیاسی حل یې د باکوستان او لوزدیځ به لمسه رد کړ او د خپل
قدرت په بهیر کې یې به لسګونو زره افغانان ووژل او هیواد یې په کنډواله بدل کړ ؟؟؟؟
اوس بیا عین حالت او د ‌طالبانو تړاو له ISI سره تر مجاهدینو لا زیات دی ! آیا همداسې نه ده ؟؟؟؟؟
[color=blue:3c61e3772c]عادل صیب موقتی دوښمنانو غلامی او ضرریې هم موقتی وی خو د تاریخی دوښمن غلامی او
د هغې زیان بیا تاریخي وي او دا دواړه رښتیا هم سره برابر نه دی ! والسلام [/color:3c61e3772c]


عادل عادل
03.02.2012

السلام علیکم

[quote:dfb40c17ff]عادل صیب موقتی دوښمنانو غلامی او ضرریې هم موقتی وی خو د تاریخی دوښمن غلامی او
د هغې زیان بیا تاریخي وي او دا دواړه رښتیا هم سره برابر نه دی ! والسلام[/quote:dfb40c17ff]

زه شخصا پاكستان د یوه تاریخی؟؟؟ دوست او دښمن په توگه نه تسلیموم دایمی او تاریخی؟؟ دښمن یی هم نشم بللای ځکه چې زه نه هندو یم او نه هم د هندوستان

تربگنت به خامخا ورسره لرم ځکه تر ټولو مغرض او مریض ګاونډی دی نه به يې حق خورم او نه به خپل حق پرې خورم لکه جهادی مشرانو چی پری وخوړ


رښتینی
04.02.2012

دپتوال غریب په عبارتي تشبیهاتو سر ه دطالب په نارینه توب هیڅ داغ نشي
لګیدلي ځکه د طالب د تناسلي غړي ځواک دناټو له قومندانانو نه په پوښتنه سره
ښه معلومیدلی شي . او داراز دفرانس له سرکوزي نه هم په سرکوزي توګه(پټه توګ)
هرشک کوونکی پوښتنه کولی شي .....
اودفیسبوک دځیني ګروپونوله بحثونواوس ما دا فهمولي ده چې له طالب سره د
isiضمیه یواځي اویواځي د کابل داداري دپلویانو داسې شعار ګرځیدلی دی چې نور
یې خواران په مالیخولیا ناروغي اخته کړي دي اوهمدي تبلیغاتي شعار په ټول افغان
کې دښاغلي پتوال پوهي او ملي دریځ ته سوالیه نښه رامخته کړي ده

نو عادل صاحب ډیر چروت مه ورته خرابوه دا الکټرونیکي سیاستوال اوملتپالان
خوبه هم دخپل بړاس یوڅ غم کوې خو ددوی دي بوین بړاس زموږ پرسړه سینه هم لمبي
پوري کړي کنه ما خوچیري هم دومره ستوخه نه وه ویلي .......:):)
که څوک زماپه خبروخوابدي کیدل بیایې بیرته ړنګوم .....
په مینه


khoshalkhan
04.02.2012

رښتينی صيب په قلم دې برکت شه ! چې کنځلې نه ړنګيږي نو ستاحقيقت وېيل
به ولې په خلقوبدلګيږي? پتوال اوس په دانه راغلی دی ، زه ګمان کوم دخپلو
مقدتيانو وظيفه اوس دی په غاړه اخلي ،خدای پاک د خير پېښوي !

[quote:86d0d22c76="رښتینی"]دپتوال غریب په عبارتي تشبیهاتو سر ه دطالب په نارینه توب هیڅ داغ نشي
لګیدلي ځکه د طالب د تناسلي غړي ځواک دناټو له قومندانانو نه په پوښتنه سره
ښه معلومیدلی شي . او داراز دفرانس له سرکوزي نه هم په سرکوزي توګه(پټه توګ)
هرشک کوونکی پوښتنه کولی شي .....
اودفیسبوک دځیني ګروپونوله بحثونواوس ما دا فهمولي ده چې له طالب سره د
isiضمیه یواځي اویواځي د کابل داداري دپلویانو داسې شعار ګرځیدلی دی چې نور
یې خواران په مالیخولیا ناروغي اخته کړي دي اوهمدي تبلیغاتي شعار په ټول افغان
کې دښاغلي پتوال پوهي او ملي دریځ ته سوالیه نښه رامخته کړي ده

نو عادل صاحب ډیر چروت مه ورته خرابوه دا الکټرونیکي سیاستوال اوملتپالان
خوبه هم دخپل بړاس یوڅ غم کوې خو ددوی دي بوین بړاس زموږ پرسړه سینه هم لمبي
پوري کړي کنه ما خوچیري هم دومره ستوخه نه وه ویلي .......:):)
که څوک زماپه خبروخوابدي کیدل بیایې بیرته ړنګوم .....
په مینه[/quote:86d0d22c76]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more