د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پتوال
08.12.2011

[quote:6b66457333]پتوال صاحب ستاسی مطلب لکه چی له دی لیکنی دا وو چی په افغانستان کی به یو بیطرفه دولت جوړیږی چی ترڅو دا روانه جګړه ودروی
خو تاسی دا نه دی لیکلی چی څوک به دا حکومت جوړوی یعنی څوک به دا پروسه عملی کوی او امریکایان به څوک له وطنه باسی او
یاکه ستاسو په نظر امریکایان باید دلته پاتی شی ؟ [/quote:6b66457333]
ستونزه خو د امريکا يانو شته والی دی نو د امريکايانو په وجود کې به څنګه کومه ستونزه حل شي . خبره په دې کې ده چې د اشغالګرو
له وتلو سره داسې يو ځکومت رامنځته شي چې دداخلي جنګ او جګړې امکانات له منځه يوسي او په سوله ييز ډ،ل قدرت هغه چاته ولېږدول شي چې
اولس يې غواړي او دا کار يواځې په آزادو ټولټاکنو کيږي ، نو د انتقال دغه پروسه به څوک پلې کوي ؟ يو بيطرفه موقتي اوعبورې حکومت !
داچې اشغالګر تر ٢٠١٤ کال پورې وځي په دې وتلو يې بايد ټينګار وشي او د بئرته راستنېدلو يا هغه او دغه پلمه د يوې برخې پاتې کېدلو چانس بايد
ونه لري ! دا کار هغه وخت کېدای شي چې ولس د بېطرفه حکومت په رامنځته کولو زور واچوي د سولې او لييزې ليږداو او ليږدونې يو غورځنګ رامنځته شي
دا غورځنګ بايد له طالبانو او طالبان له دوی څخه ملاتړ وکړي ! يعنې د سولې موخه له اوسني حکومت څخه د قدرت سوله ييز ه لېږدونه ده د بېطرفه ملي شخصيتونويوې غوره شوې ډلې ته چې موقت حکومت جوړ کړي !

[quote:6b66457333]پتوال صاحب داولسواکی بحث ډیر عمیق دی چی ورسته به پری وغږیږو خوته اوس راته ووایه چی ته په کوم ډول اولسواکی عقیده لری په اسلامی اولسواکی که په غربی اولسواکی او که چیری په اسلامی اولسواکی عقیده لری نو بیا یی لیږ توضیح کړه چی ستا له دیده اسلامی اولسواکی څه شکل لری ؟ [/quote:6b66457333]
[quote]
زما موخه له اسلامي ولسواکۍ څخه هغه
اسلامي جمهوري نظآم دی ، چې ولسمشر ، حکومت، ملي شورا ، ولايتي او محلي شورا ګاني د آزادو عامو سري او عادلانه انتخاباتو له لارې ټاکي !
[quote:6b66457333]
او بل دا خبره واضح کړه چی ستا په نظر په افغانستان کی د پښتو ژبی دولتی کیدل د پښتنو حق دی او که نه ؟[/quote:6b66457333]
دولتي کېدلو ته رسميت وايي ، رسمي کېدل لومړی د پښتو مسلم حق دی او بيا د دري ژبې ، يعنې د دواړوژبو حق دی ، نورې ژبې د محلي رسميت حق لري .
خو يواځې پښتو دا حق لري چې دملي ژبې په نامه اعلام شي . ددې مخه شورويانود پرچميانو له پاره او امريکايانو د جنايتکارې شمالي ټلوالې
له پاره په دې دروغجنه پلمه نيولې وه او نيولې يې ده چې پښتو ګواکې مطلقه اکثريت ( = ٥٠ ٪+ ١ سړی) هم نه لري !
خو په آزادۍ او سوله ييزو شرايطو کې ثابتېدای شي چې پښتانه او پښتو تر ٦٥ ٪ که ډير نه وي نو کم خو هېڅکله نه دي ! له دې ثبوت وروسته بيا
په اساسي قانون کې پښتو د ملي او رسمي ژبې موقف چې په لومړي اساسي قانون کې يې درلود بيرته تر لاسه کولی اوعملا ً تر هغې زيات حقوق لرلی شي
ددې ترڅنګ او ورسره بيا له دري ژبې څخه هم څوک د رسميت حق نشي اخيستلای ، خو له پښتو او پښتنو څخه د ملي ژبې حق لکه د آزادۍ حق
د بهرنيانو په وچ زور صلب شوی دی او له آزادۍ سره بايد دا حق هم بيرته اعاده شي ، خو په هغه سوله ييزه حقوقي لار چې پورته بيان شول !

نور نو ملتوال صيب زما مطلب له دې نه چې پښتانه بايد پخپله د پښتو حق وغواړي په دې معنی و چې په هردولتي مقام او موقف کې چې وي
له پښتو پرته دې يوه کرښه هم نه ليکي او نه دې وايي ، که څوکۍ يې پرې بايلودې اعتراضات لاريونونه او وسله وال پاڅونونه يې هم بيا حق او د حل لاره ده ،
حق ورکول کيږي نه بلکې اخيستل کيږي !
والسلام


Naeem sadat
09.12.2011

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

پتوال صاحب له دولتی کیدلو زما مطلب هم رسمی کیدل وو خوما ددولتی کیدلو اصطلاح ځکه استعمال کړی چی د رسمی کیدلو اصطلاح زموږ په خلکو کی هغه مفهوم یی چی باید لرلای له لاسه ورکړی که زه چیری داسی ولیکم چی پښتو ژبه باید رسمی شی نو خلګ به داسی فکر وکړی چی پښتو ژبه خو د قانون له مخی ملی او رسمی ژبه ده نو بیا یی څنګه رسمی کړو
په همدی خاطر ما د دولتی کیدلو اصطلاح استمعال کړی ده یعنی چی دا قانون عملی شی (دولتی کیدل یعنی عملی رسمی کیدل )
د رسمی کیدلو اصطلاح اوس زموږ په خلکو کی داسی تلقین شوی چی یعنی رسمی کیدل غیر عملی رسمی کیدل دی

مثلاً که چیری سبا په افغانستان کی کوم دولت راشی او اعلان وکړی چی پښتو ژبه ملی او رسمی ژبه ده او په قانون کی یی هم درج کړی لکه چی همدا اوس په قانون کی درج ده خو که دا رسمی کیدل غیر عملی رسمی کیدل وی لکه اوس چی ده یا پخوا چی وه نو دا زموږ لپاره د منلو وړ نه ده موږ ته دمنلو وړ یواځی عملی رسمی کیدل دی چی زما مطلب هم له دولتی کیدلو عملی رسمی کیدل وو

ولی زه د پښتو ژبی او د پښتنی کلتور په دولتی کیدو یا په عملی رسمی کیدو ټینګارکوم ؟

زما دا ټینګار د تعصب له مخی نه ده او نه زه د فارسی زبانانو سره یا د فارسی یا دری ژبی سره کوم تعصب لرم زما فارسی ژبه ډیره خوښیږی او ډیره خوږه ژبه ده زه په دری ژبه ډیر ښه غږیږم او په دری ژبه می شعرونه هم لیکلی اود فارسی ژبی ادبیات می ډیر خوښ دی او دفارسی ژبی په نړی کی په مشهورو شاعرانو باندی ویاړم

د پښتو ژبی او پښتنی کلتور په دولتی کیدو کی زما د ټینګار علت په هیڅ وجهه تعصب نه دی بلکی زموږ دټولنی د عینی شرایطو او زموږ ددولت د ذوال د علتونو درک دی

ما مخکی هم لیکلی وو چی زموږ د امپراطوری او زموږ ددولت د ذوال چی همدا اوس هم روان دی اساسی علت زموږ په دولت کی د پښتو ژبی او پښتنی کلتور نشتوالی وو او ده
زموږ په دولت کی دپښتنی کلتور او پښتو ژبی نه شتون دا معنا لری چی هغه قوم چی ددی دولت د ملا تیر جوړوی (پښتانه )په دی دولت کی نشته شاید بعضی پښتانه اشخاص به په دی دولت کی وی خو دا په دی معنا چی عام پښتانه په دی دولت کی نشته یاکه په بل عبارت ووایو چی عام پښتانه دا دولت خپل دولت نه ګڼی او پخپل مملکت ځان بیګانه احساسوی
که دا حالت دوام ولری نوهمیشه به دا دولت په مزدورو قوتونو تکیا کوی او دا دا معنا لری چی دا دولت به نور هم د ذوال او تجزیی لورته حرکت کوی

او هغه دولتونه چی پخپل اکثریت متکی نه وی اوپه مزدورو قوتونو متکی وی داسی دولتونه د استعمارګرو د اشغال لپاره ډیر ښه مساعد وی
دداسی دولتونو نتیجه یا تجزیه او یا د استعمارګرو لخوا اشغال وی
که چیری په افغانستان کی یو قوی دولت وی چی د افغانستان په یوه لوی اکثریت (پښتنو)متکی وی نو دا د افغانستان د هر قوم او هر وګړی په ګټه ده

او که چیری یو ضعیف اشغال شوی په مزدورو او په اشغالګرو متکی او د ذوال په لور روان دولت وی لکه نن چی ده نو دا به دافغانستان دهر قوم که پښتانه دی که دری زبانان دی که بلوڅ دی که ازبک او دافغانستان دهر وګړی لپاره به د بدبختی عامل وی
زموږ بعضی ناروشنفکره روشنفکران داسی فکر کوی چی قوی دولت هغه دی چی د نړیوالی ټولنی چی د امریکا دمتحده ایلاتو دوهم نوم دی ملاتړ ورسره وی ، دا ناروشنفکره روشنفکران په دی باید پوه شی چی قوی دولت هغه نه دی چی په اشغالګرو متکی وی بلکی قوی دولت هغه دی چی د خپلو خلکو په اکثریت متکی وی

پتوال صاحب لیکلی

[color=darkred:1802cf9754]رسمي کېدل لومړی د پښتو مسلم حق دی او بيا د دري ژبې ، يعنې د دواړوژبو حق دی [/color:1802cf9754]

ګوره پتوال صاحب زموږ هدف له دی ټولو کارونه څه دی ، زموږ هدف دافغانستان د ټولو خلکو متحدول دی چی د افغانستان ټول قومونه په یوه چوکاټ کی داسلامی احکامو په رڼا کی سره متحد کړو
خو که چیری موږ دوه چوکاټه ورته جوړ کړو نو دا دا معنا لری چی زموږ دا لار له اوله غلطه ده او ددی کار په نتیجه کی موږ د افغانستان خلګ په دوو برخو ویشو
که چیری موږ واقعاً غواړو چی دافغانستان خلګ په رښتیا سره متحد کړو او په اینده کی دیوه اشغاګر یا استعمارګر لپاره هم کوم درز یا چوله پری نه ږدو چی زموږ وطن ته را ننوځی نو باید د افغانستان دټولو خلکو لپاره یو پښتنی چوکات جوړ کړو او په دی پښتنی چوکاټ کی د افغانستان ټول خلګ سره متحد کړو
زه پوهیږم چی دا ګران کار دی خو بی زحمته راحت نشته زما وروره که راحت غواړی زحمت درلیه بویه

زه په افغانستان کی د دوو ژبو رسمی کول د افغانستان داوسنی او اینده نسلونو لپاره ډیر غټ خیانت بولم که چیری موږ په افغانستان کی دوه ژبی ومنو نو دا به دا معنا ولری لکه موږ ته چی پخوانی شاهانو او امیرانو د غلامی او بدبختی تهداب کیښود دا به زموږ دبدبختی او غلامی تهداب وی چی دافغانستان دټولو قومونو د اینده نسلونو لپاره یی ږدو

پتوال صاحب لیکلی

[color=red:1802cf9754]ددې مخه شورويانود پرچميانو له پاره او امريکايانو د جنايتکارې شمالي ټلوالې [/color:1802cf9754]

شرقی او غربی استعمار دا کار نه د پرچمیانو لپاره کړی او نه یی هم د شمالی ټلوالی لپاره شمالی ټلواله او پرچمیان یواځی یوه وسیله ده چی ددوی لخوا ددی کار دکولو په موخه استعمال شوی او استعمالوی یی
غربی او شرقی استعمار دا کار په منطقه کی د خپلو اوږدمهاله ګټو د تامین لپاره کړی
استعمار دوستی او ملګرتیا نه پیژنی استعمار یواځی خپلی ګټی پیژنی او بس
دغربی او شرقی استعمار لپاره په افغانستان کی یو داسی قوی دولت چی پخپل اکثریت یا په پښتنو متکی وی (یعنی چی ژبه او کلتور یی پښتو وی )د منلو وړ نه ده

نو په همدی خاطر غربی او شرقی استعمار همیشه په افغانستان کی دیوه داسی دولت دجوړیدو مخه نیسی چی پخپل اکثریت متکی وی
او دهمدی لپاره یی پښتانه په کاپی د نشنلیزم یا لاسپوڅی یا غلام نشنلیزم غولولی دی ،چی غربی نړی د پښتنولپاره دا کاپی دنشنلیزم د جرمنی له لاری اداره او کنترولوی
او روسانوهم کوښښ کړی چی د پښتنو لپاره خپل دخوښی ددوی لاسپوڅی غلط یا غلام نشنلیزم جوړ کړی خو تر اوسه یی هڅو چندان نتیجه نه ده لرلی
خو غربی نړی په استعمارکی دډیری تجربی په لرلو سره وکولای شول چی د پښتنو لپاره دسرحد ها غاړه او دسرح دی غاړی ته پخپل لاس یو غلام نشنلیزم یا کاپی دنشنلیزم جوړ کړی او ډیره ښه ګټه ترینه واخلی
د شوروی اتحاد د یرغل په وخت کی دی کاپی د نشنلیزم د افغانستان د مسلمانو خلکو په جهاد کی برخه واخیسته دوی دا برخه ددی لپاره وانه خیسته چی داسلام یا د افغانستان له غمه مړه وو بلکی ددوی داصلی بادار یعنی د امریکا د متحده ایلاتو ګټی په خطر کی وی نن هم افغانستان اشغال شوی خو دوی ددی اشغال به مقابل کی جهاد نه کوی بلکی روا یی بولی ځکه چی دا وار اشغالګر ددوی بادار ده


پتوال
09.12.2011

السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
که رښتيا درته ووايم ملتوال صيب نعيم جانه ، نو ودې خوړم په دې ډېر تکرار تکرا سره ، نو ځکه مې درته ځينې اصول جمله بندي کړل چې څه به
په کې وايې ، ځکه زما در باندې له اول نه دا شک و چې ته څه غواړې ، آخر دې
همغه نارواو ته لاس وغځاوۀ چې ديکتاتوري آو آن فاشستي
ديکتاتوري ورته وايي ! له احمد شاه نه تر نادرشاه پورې دې پښتو هيچا نه پيژندله نه رسمي وه او نه ملي، نادر خان
ستا په مفهوم يواځينۍ دولتي اعلام کړه او په همدې کار يې سر وخوړ او دري ژبو پرې د نادر غدار نوم کيښود. نو هغه څه چې
هم امکان لري او هم حق او حقوق تامينوي ددواړو ژبو دولتي والی دی چې ته يې يواځې دپښتو له پاره غواړې ! ددواړو ژبو دولتي
کول درسره ددواړو ژبو پلويان په ورين تندي مني او د ملي ورورولۍ احساس پرې راژوندی کيږي ! دا چې اوس د پښتو غم فارسي ژبي نه خوري ، نو پښتانه خو هم د فارسي غم نه خوري، مهمه داده چې هر څوک خپلې ژبې ته ددولت
په کچه څومره کار کوي بل ورور يې نه مخه ونيسي او نه پرې اندېښمن شي بايد پرې خوښ اوسي . باور وکړه چې د طالب جګړه موجوده نه وای
پښتنو به خپله ژبه وخته دولتي کړې وه او فارسي ژبوبه هم د اوس پشان خپله ژبه پر مخ بيوله ، ددواړو په دولتي کولو کې هېڅ ډول
لانجه وجود نه لري او دواړه يو بل ته اړتيا لري، خو پښتانه بايد په خپله ژبه ټينګ او به طبيعي شکل ودريږي
څو فارسي ژبي هم اړشي چې زده يې کړي لکه فارسي ژبي چې په خپله ژبه ولاړ دي او مونږ مجبور يو چې زده يې کړو ! بده همدا ده چې پښتون په خپله ژبه
خپل کلتور او خپل سقافت په واقعي شکل نه وياړي !
هو که کار وبار او کمال د پښتون سره نه وي تر هغې پورې يې نور قومونه څه کوي چې پښتو يې زده کوي، او که ستا د ژوندانه له پاره
فارسي ته اړتيا نه وي آيا ته به يې زده کړې ؟ نه هېڅکله نه ! نو خپل ځان ، خپل کلتور او خپله ژبه پخپله مهمه کړه بيا وګوره چې
هر څوک ستا ژبه زده کوي که نه ، او که بل څوک دا کار کوي هم کوي به يې ته به يې فارسي زده کوې ، دا يو ملت دی يو بل ته سره اړيو
او لږ تر لږه پښتو فارسي به دواړه زده کوو بالکل آزادانه او داوطلبانه ! او که چا زده نکړه بل به يې ترې نه غواړي! او که چا زده کړه په بل يې داحسان زبادول نشته .
دواړه ژبې رسمي دي هر څوک دې نر شي چې دا رسميت لکه يو ظرفيت په ژوند او دولتي کيدو ډک کړي ، که درباندې ظلم کيږي او څوک دې مخه نيسي
غږ مو پورته کړئ ، لاريونونه وکړئ او که بيا هم ظلم دوام کاوه وسلو ته خو لاس غورځولی شو ، ولې په بل ظلم هېڅکله نه کولی او نه يې منلی شو والسلام !
هيله ده په لومړنۍ جمله مې خفه نشې ما د ټو کې په انداز کې درته ليکلې ده
او مطلب مې دادی چې ستاسې په تيرو ليکنو پوه شوی
او د امکان تر حده مې په پام کې نيولي هم دي ، او تر کومه چې مې په پام کې نه وي نيولي نو ورسره به په انديزه توګه موافق نه يم ، بې له دې چې
ترديد يې راته اړين وبريښي .


Naeem sadat
10.12.2011

ګراڼو ورنو السلام علیکم

پتوال صاحب لیکلی

[color=darkred:6fc4ab8a2f]ځکه زما در باندې له اول نه دا شک و چې ته څه غواړې ، آخر دې
همغه نارواو ته لاس وغځاوۀ چې ديکتاتوري آو آن فاشستي
ديکتاتوري ورته وايي[/color:6fc4ab8a2f]

پتوال صاحب زه نه پوهیږم چی ته ولی اولسواکی ته فاشیزم وایی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

دا خو د اولسواکی اصول دی چی په هر هیواد کی باید د هغه هیواد د اکثریتو خلکو ژبه دولتی ژبه وی دلته فاشیزم او ناروا له کومه شو
ایا دانګلیستان دولت یو فاشیست دولت ده چی هلته داکثریتو ژبه یعنی انګلیسی ژبه دولتی ژبه ده په داسی حالت کی چی هلته ایرلنډیان او سکاتلینډیان هم اوسیږی ؟

ایا د امریکا د متحده ایالاتو دولت یو فاشیست دولت ده چی هلته هم یوه ژبه دولتی ژبه ده یعنی یواځی یوه داکثریتو ژبه دولتی ژبه ده ؟
ایا د روسی او جرمنی دولتونه هم فاشیست دولتونه دی

پتوال صاحب ستاسی دلیکنی مطابق دا پورته یاد شوی دولتونه اویا که په بل عبارت ووایو د نړی تقریباُ ۹۰٪ دولتونه فاشیست دولتونه دی
ستاسی دلیکنی مطابق که چیری د یوه میلیت ژبه په بل ملیت تحمیلول ناروا وی بیا نو دی دوو ژبو رسمی کول هم ناروا ده ځکه چی په افغانستان کی خویواځی پښتانه او فارسی زبانان نه اوسیږی بلکی دافغانستان ټول اوسیدونکی تقریباً په ۵۳ ژبو غږیږی نو بیا موږ باید په افغانستان کی ۵۳ژبی رسمی کړو
که چیری دیوه ملیت ژبی دولتی کیدل ناروا وی نو بیا ته پتوال صاحب ولی دا ناروا دازبکو بلوچو ترکمنو نورستانیانو په حق کی منی
په نړی کی ددی لپاره چی دا مشکل حل شی یو ستندرد وجود لری چی هغه په هرهیواد کی دهغه هیواد داکثریتو ژبی دولتی کیدل دی دا فاشیزم نه دی نه ناروا ده
او یا که ته په افغانستان کی د پښتنو اکثریت نه منی ؟


هیښ
12.12.2011

سلامونه

مخکې له دې نه چې په موضوع څه ولیکم ،یوه ټوکه به ولیکم او ټوکه داسې ده چې ملا نصرالدین یووخت کې دقاضی وظیفه اجرا کوله .نو کله چې مدعي راغئ او خپل دلایل ئې وړاندې کړل ،ملا ورته وویل چې ته درست غږیږې او حق په جانب ئې.وار دمدعي علیه راغئ او هغې هم خپل اسناد او دلایل وړاندې کړل او مدعي ئې په تیري او تهمت متهم کړ،ملا مدعي علیه ته اشاره وکړه اوورته ئې وویل چې ته رښتیا وائې او حق په جانب ئې .
په دې وخت کې څارنوال چې دملا څنګ ته ناست وو ،ملا ته وویل چې قاضي صاحب داڅنګه امکان لري چې هم مدعي او هم مدعي علیه دواړه حق په جانب وي؟
ملا ورته و ویل چې ته هم رښتیا وائې او حق په جانب ئې.

دبحث په موضوع کې چې دپښتو ژبې په هکله ده ،ټولو وروڼو سمې خبرې کړي ده او په وروستيو لیکنو کې هم ښاغلئ ملت وال صاحب او هم ښاغلئ پتوال صاحب دواړه حق په جانب دي ،مانا داچې په افغانستان کې پښتو ژبه دیوه غوڅ اکثریت ژبه ده او ددې اکثریتي امتیاز له امله باید ملي ،رسمي او دولتي ژبه هم وائ ،چې متاءسفانه هغه حق اوځائ ئې چې په افغانستان کې باید په لاس راوړئ وائ ،نه دئ ورته میسر شوئ ،بلکه غصب شوئ ،تر پښو لاندې شوئ او تلف شوئ دئ .

دیوې ژبې عزت ،ترقي ،تعمیم او ترویج دهغې دویونکو په علاقه ،کوښښ او خدمت پورې تړلي دي ،هرڅومره چې ویونکي ئې قدر وکړي او اهمیت ورته ورکړي ،په همغه اندازه دژبې قوت او قدرت زیاتیږي .
دژبې قوت او قدرت یوازې په تکلم او محاوره کې نه دئ ،بلکه په دې کې دئ چې څومره دانسانانو ضروري غوښتنو او پوښتنو ته دځواب ورکولو وړتیا لري او داځواب یوه ژبه هغه وخت په سمه او درسته طریقه ورکولئ شي ،چې ژبه دعلمي ،ادبي ،تخنیکي ،اقتصادي او تحقیقي اثارو او منابعو نه شتمنه او غني وي ،چې ویونکي ئې دهغې څخه په استفادې سره دیوې مرفه ،عادلانه ،هوسا او په ځان بسیا ټولنې دجوړولو دپاره دامکاناتو او وسایلو د برابرولو ،تولیدولو او په لاس را وړلو دپاره کار واخلي.کله چې ژبې دعلم ،ادب ،تخنیک او تکنالوژی په برخه کې پریمانه اطلاعات او معلومات په ځان کې پيدا کړل ،نه یوازې ویونکي ئې دخپل ژوند دضرورتونو درفع کولو له پاره په کاروي ،بلکه دنورو ژبو ویونکي ئې هم دزده کولو او پوهیدلو ضرورت احساسوي اوکوښښ کوي چې داثارو نه ئې ګټه پورته کړي.

دپښتو ژبې حالت دپښتنو دژوند یو ژوندئ تصویر دئ .که دپښتنو سیاسي ،ټولنیز ،اقتصادي ،علمي اوفرهنګی ژوند ته یو نظر واچوو ،له ورایه ښکاري چې دڅومره مشکلاتو او پرابلمونو سره مخامخ دي .
لکه څنګه چې پښتون قام یو غریب ،بې علمه ،وروسته پاته ،بې قدرته ،په خپل وطن کې پردۍ ،بې اتفاقه ،دتجاوزونو او دسایسو سره مخامخ دئ ،ژبه ئې هم فقیره،،یتیمه ،بې قدرته ،وروسته پاته او دفرهنګي تجاوزونو سره لاس او ګریوان ده .
نو یوه ژبه چې علمي ارزښت ونه لري ،ویونکي ئې دشدید اقتصادي فقر سره مخامخ وي ،هغه څوک چې دقام دمشرۍ او زعامت دعوا کوي ورته بې احترامی کوي او پرې شرمیږي،دکار او معشیت دبرابرولو دپاره زمینه سازه نه وي ،دویونکو فرهنګي ،هنري ،اطلاعاتي او معلوماتي تنده ماته نه کړي څوک به ئې ویلو او زده کولو ته شوق پيدا کړي.
داچې ولې پښتانه او ژبه ئې ددې فلاکت باره حالت سره مخامخ دی ؟ او څه ډول ددې حالت نه نجات پیدا کړي؟ ډیر مهم او برخلیک ټاکونکي سوالونه دي چې باید تشخیص اوځواب ورته وویل شي.

زما په نظر یو دعلتونو او عواملو نه چې ولې دا فلاکت باره حالت دپښتنو او پښتو ژبې په قسمت رسیدلئ دئ داستبدادی ،مطلقه او وولسي ضد رژیمونو خائينانه او ظالمانه حکمراني وه اوده چې په دې وولس ئې کړې ده او ټول عمر ئې دخپل وولس سره په غدر،دوکه او خیانت تیرکړئ دئ .داظالمان یوازې دخپلې خېټې او خوټې نوکران وو او دخلکو اګاهي او پوهه چې دژبې په وسیله حاصلیږي دخپل جابرانه قدرت دبقا دپاره لوئ خطر ګانه ،نو په قصدي توګه ئې دپښتو ژبې درسمي کیدو او رواجیدو مخه نیوله او داکثریت په ځائ ئې داقلیتونو په ژبه درباري او اداري کارونه سرته رسول .
پښتانه ئې دتعلیم او پوهې ته درسیدو په ځائ یوازې دچپړاسیانو او ددوئ دظالمانه قدرت ددفاع دپاره دیوې وسیلې په توګه استعمالول .
دلته باید ووایم چې پښتانه دعقیدې په لحاظ ډیر پاک ،صادق او مخلصه مسلمانان دي او خپلو دیني عالمانو او روحانیونو ته سخت احترام لري .دپښتنو دهمدغه کلکې دیني عقیدې او علماوو ته احترام دلرلو څخه خودکامه حاکمانو سؤ استفاده کوله او یوه ډله مزدور ،اجیر او نفس پرسته ملایان ،پیران او حضرتان ئې دداسې تبلیغ دپاره ګمارلي وو چې وولس ته ددوئ ناولئ وجود مشروع وښئي او که څوک ددوئ دظلم او ناروا په مقابل کې سر راپورته کوي نو هغه مفسد فی الارض او محارب دخدای(ج) سره دئ او هره ناروا ئې باید روا وګڼل شي.همدارنګه هغه څه لوستي اودنسبي تعلیم لرونکي هم ددې په ځائ چې خپل ملي اوفرهنګی مسؤلیت درک کړي او دخپل کلتورمنجمله پښتو ژبې د ودې اوپراختیا دپاره هلې ځلې او کوښښ وکړي ،ټول عمر ئې دشخصي او نفسي ګټودلاسته راوړلو دپاره دربار او حکماوو ته په چاپلوسۍ او بوټ پاکۍ تیر کړئ دئ او د ګومنځې په شان ئې خلکو اوفرهنګ ته دخائینو او بې وفا عناصرو دکرغیړنو او خیرنو سرونو په ګومنځولو او ښایسته کولو مصرف کړئ دئ.
نو دپښتنو او پښتو ژبې دمصیبت باره حالت دبدلون دپاره باید طاغوتي او شيطاني رژیمونه نسکور او په ځائ ئې داسې نظام رامنځ ته شي چې په اجتماعي عدالت باور ولري ،دخلکو په خدمت کې وي او هر حقدار ته دخپل حق درسیدو تضمین وکړئ شي.

دپښتو ژبې ترقي ،ترویج ،تعمیم او اکثریتي حق قائمول یوې صادقانه ،دوامداره ،نه ستړې کیدونکې او پایداره مبارزې ته اړتیا لري . دا مشکل دیو څو احساساتي بیانیو ،مقالو او یا کاغذي فرمانونو په وسیله نه حل کیږي.
زما وړاندیز دادئ چې :
اول ـ پښتانه باید که په هر موقف او پوزیشن کې دي په خپله ژبه وغږیږي ، رسمي او غیررسمي لیکنې په پښتو وکړي،دپښتو دعلمي توب ،تخنیکي توب او اقتصادي توب دپاره بډې راو نغاړي،علمي ،تخنیکي ،ادبې ،هنري اواقتصادي اثار خلق کړي ،دنورو ژبو نه ئې وژباړي او دپښتنو په خدمت کې ئې کیږدي.
دمډیا په ټولو برخو کې که چاپي دي ،که غږیزه دي او که تصویري دي فعاله برخه واخلي او پښتنو ته داطلاعاتي ،معلوماتي ،تفریحي او انتباهي پروګرامونو په جوړولو او نشرولوسره دخپلې ژبې سره دمینې او خدمت ملي فرض ادا کړي.
دوهم ـ هغه څوک چې په دولت کې ماموریت لري او دولتې وظیفه ئې اشغال کړې ده درئیس جمهور نه نیولې تر چبړاسي پورې باید په پښتو او دري ویل ،لیکل او لوستل وکړائ شي او ددولتي وظیفې داشغال دپاره په دې دوو ژبوپوهیدنه او تسلط معیاراو قانون وګرزول شي .مخکې له دینه چې یوه دولتي وظیفه ورته وسپارل شی باید دیوې ازموینې له لارې ئې په پښتو او دري ژبه تسلط دتقریر او تحریر له لحاظه ثابت شی او په دوهم قدم کې بیا دمسلکی اوکاري وړتیا ددرلودلو په اساس ورته ماموریت او وظیفه وسپارل شي.

مننه


پتوال
12.12.2011

هيش صيب او درنو لوستونکو ته سلامونه او نېکې هيلې!
د هيښ صيب په زړه پورې
[quote:c7cc187c80]وړانديز:
اول ـ پښتانه باید که په هر موقف او پوزیشن کې دي په خپله ژبه وغږیږي ، رسمي او غیررسمي لیکنې په پښتو وکړي،دپښتو دعلمي توب ،تخنیکي توب او اقتصادي توب دپاره بډې راو نغاړي،علمي ،تخنیکي ،ادبې ،هنري اواقتصادي اثار خلق کړي ،دنورو ژبو نه ئې وژباړي او دپښتنو په خدمت کې ئې کیږدي.
دمډیا په ټولو برخو کې که چاپي دي ،که غږیزه دي او که تصویري دي فعاله برخه واخلي او پښتنو ته داطلاعاتي ،معلوماتي ،تفریحي او انتباهي پروګرامونو په جوړولو او نشرولوسره دخپلې ژبې سره دمینې او خدمت ملي فرض ادا کړي.
دوهم ـ هغه څوک چې په دولت کې ماموریت لري او دولتې وظیفه ئې اشغال کړې ده درئیس جمهور نه نیولې تر چبړاسي پورې باید په پښتو او دري ویل ،لیکل او لوستل وکړائ شي او ددولتي وظیفې داشغال دپاره په دې دوو ژبوپوهیدنه او تسلط معیاراو قانون وګرزول شي .مخکې له دینه چې یوه دولتي وظیفه ورته وسپارل شی باید دیوې ازموینې له لارې ئې په پښتو او دري ژبه تسلط دتقریر او تحریر له لحاظه ثابت شی او په دوهم قدم کې بیا دمسلکی اوکاري وړتیا ددرلودلو په اساس ورته ماموریت او وظیفه وسپارل شي. [/quote:c7cc187c80]

دا لومړی خو هغه څه دي چې تر اوسه پورې له ما نه نيولې تر لاروي صيب پورې ډيرو ليوکونکو يې غوښتنه کړې ده او دوهم وړانديز هم
هغه څه دي چې د ملي شوراد ١٤ دورې پښتنووکيلان په ١٩٦٨ کال کې پرې د دکامې د وکيل مرحوم قاضي عبدالوکيل صداقت په مشرۍ
پرې په خپلو کې هوکړه وکړه ، څنګه چې پښتانه وکيلانواکثريت درلود نو ممکنه شوې وه چې دغه قانون پاس کړي،
ځکه نو مخالف اړخ چې د روسيې او ايران له خوا تقويه کېده په پغمان کې د شوروي د ايجنټانو په مشرۍ غونډه وکړه چې د شورا وروستۍ
او پريکونکې غونډه بايکاټ کړي او شورا ړنګه يا اړونده تقنيني دوره
ختمه کړي . همدغسې يې وکړل او د پښتو له پاره ګټلی چانس يې
له منځه وېوړ . اوس يې ځينې وکيلان او وزيران لکه انوارالحق احدي او نور د همغه خل لارې يادونه کوي خو صرف په شخصي خبرو کې ، نه په رسمي ډول ،
که پښتانه ويښ شي دغه حل به اول وي که اخر رامنځته کيږي ، بله چاره يې نشته !


Sangar Watan
12.12.2011

[quote:2185542dc9]دوهم ـ هغه څوک چې په دولت کې ماموریت لري او دولتې وظیفه ئې اشغال کړې ده درئیس جمهور نه نیولې تر چبړاسي پورې باید په پښتو او دري ویل ،لیکل او لوستل وکړائ شي او ددولتي وظیفې داشغال دپاره په دې دوو ژبوپوهیدنه او تسلط معیاراو قانون وګرزول شي .مخکې له دینه چې یوه دولتي وظیفه ورته وسپارل شی باید دیوې ازموینې له لارې ئې په پښتو او دري ژبه تسلط دتقریر او تحریر له لحاظه ثابت شی او په دوهم قدم کې بیا دمسلکی اوکاري وړتیا ددرلودلو په اساس ورته ماموریت او وظیفه وسپارل شي. [/quote:2185542dc9]

داخو نظر دی،مګر دتطبيق امکان ؟

ددې نظر عملي کول وخت غواړي٠
که انصاف وکړې او دهغه غير پښتون څانګپوه په موقف کې قضاوت وکړې چې هيڅکله ئي دپښتو معلم ندی ليدلی،بيا به څه واياست٠

کله چې يو قانوني او دملت په خوښه دولت را منځ ته شي نو کولی شي
چې دپورتني نظر دعملي کيدو لپار وخت وټاکي٠ترڅو خلک پدې پوه
شي چې د ١٢ صنف له فراغت سره سم،بايد پښتواو دري اوحتی
انګرېزي ئي زده وي٠
پښتانه بايد دمعلمانو دروزلو فکرهم وکړي،پښتو اسان ژبه نده٠


پتوال
13.12.2011

ملت وال صيب ښې چارې او سلامونه ،
دنورو ژبو اوملتونو تاريخي شاليد  له افغانستان دري او پښتو  له تايخي شاليد سره ډير توپير لي ، چې د پرتلې وړ نه دي ٠  د مفصل ځواب هڅه  به وروسته وکړم  ٠ والسلام 


larghonay laraway
14.12.2011

السلام عليکم!
ما ليکلي وو چې په يو ډيموکراټ سيسټم کې په زوره په چا ژبه تحميلول خوب او خيال دی، خو که زمونږ چارواکي په خپله ژبه وغږېږي نو حق يې دی او په همدې توګه به ژبه عامه شي
چې نعيم ملتوال راته ليکلي:
[quote:9591b10d1e]زموږ بیسوادو خلکو یواځی د دیموکراسی نوم اوریدلی او په مفهوم یی نه پوهیږی چی ډیموکراسی څه شی دی[/quote:9591b10d1e]
زه په ډاګه ويلی شم چې د نعيم ملتوال حتی پښتو املا هم نه زده نو تاسو قضاوت وکړئ چې د يو چا خپله ژبه نه وي زده نو ژبې ته به د هغه خدمت او مبارزه څه شی وي؟
دا خو به خدای ج ته معلومه وي چې زه په ډيموکراسۍ څومره پوهېږم خو د ملتوال په اړه ماته معلومه ده چې په همدې بحث فورم کې دمستبد پاکستان مدافع وکيل ؤ، نه د افغان په کيسه کې ؤ، نه د پښتون او نه هم حتی د اسلام، بلکې د پاکستان قانون ته يې هم اسلامي وې؟!
په هر صورت له ډيموکراسۍ څخه دلته زما هدف دا دی چې د ډيموکراسۍ يو پاموړ اصل انتخابات دي، نو په افغانستان کې يوه د ژبې موضوع ده او بله د قوم. د قوم مسأله د هرچابېله ده خو د ژبې په موضوع کې (تاجيک، هزاره، ازبيک، ترکمن، پاميريان او ګڼ شمېر هغه پښتانه چې اصل نسل يې پښتون دی خو ژبه يې پاړسي ده) دا ټول د پښتو ژبې په مقابل کې پاړسي ته رايه ورکوي چې په دې صورت کې پښتو ژبه اکثريت رايې نه شي ګټلی. بله دا چې فرض کړو پښتنو د خپلې ژبې لپاره د اکثريت خلکو رايې هم واخيستې خو هغه وروستۍ خبره ده چې په اوس وخت کې حتی په افغانستان کې تذکرې هم سمې نه دي وېشل شوې او سرشمېرنه هم نه ده شوې. نو زما په نظر دا به منطقي نه وي چې زمونږ چارواکي دې تر هغه وخته پاړسي ووايي تر څو چې مونږ اکثريت رايې ګټو او ژبه دولتي کوو!
له ډيموکراسۍ څخه زما هدف دا ؤ چې لږ تر لږه زمونږ وزيران دا ځواب لرلی شي چې پښتو يې ژبه ده او بايد د خبرو کولو حق پرې ولري. همدا نن انورالحق احدي، اميرزي سنګين او ځينو نورو د خپلو وزارتونو په اړه په پاړسي معلومات ورکول چې هيڅ باشخصيته پاړسيوان وزير داسې نه کوي چې خپله ژبه پرېږدي او په پښتو شروع وکړي.
[quote:9591b10d1e]په همدې ترتيب ملتوال يو شمېر هيوادونه ياد کړي چې هلته د اکثريت يوه ژبه حاکمه ده او په افغانستان کې هم پښتانه اکثريت دی بايد پښتو حاکمه شي![/quote:9591b10d1e]
زه له دې خبرې سره هيڅ مخالف نه يم خو دا چې پښتانه حتی له ليک لوسته محروم دي، د رايې له حقه محروم دي، د يوې معياري ژبې پر ځای په سيمه ييزو لهجو پسې روان دي. همدا راز ځينې پښتانه هم د نورو غلامان دي لکه ملتوال ديو داسې مستبد او غير ډيموکراټ هيواد پاکستان مدافع وکيل دی چې پښتانه يې نيم کړي دي نو څنګه به وکړای شي چې په پاړسيوانانو خپله ژبه ومني؟
په داسې حال کې چې پاړسيوانان په افغانستان کې څه کوې چې حتی د ايران او تاجکستان سره هم د خپلې ژبې د يو کولو هڅه کوي او تر ډېره بريالي شوي دی. په همدې ترتيب په افغانستان کې د افهام او تفهيم ژبه په غوڅه توګه پاړسي ده. يو ازبيک او پښتون چې خبرې کوي نو مجبور دي چې په پاړسو سره پوه شي، يو ترکمن او هزاره چې غږېږي نو افهام او تفهيم په پاړسو کوي. يو پشه یی او پاميری چې سره غږېږي نو په پاړسو سره پوهېږي او همداسې نور قومونه چې همدا د پاړسي ژبيو دلايل هم دي او تر ډېره منطقي دي.
نتيجه:
مونږ بايد د اکثريت او اقليت، تاريخ او تېرو دورو بې ځايه لاپې پرېږدو او د خپلې ژبې او قوم لپاره په رښتيا کار وکړو. په رښتيا کار دا دی چې مونږ په اوس وخت کې نه دومره زور لرو چې په پاړسيوانانود هغوی عامه ژبه پرېږدو او پښتو ته يې راواړوو او نه دومره اتفاق لرو چې خپل اکثريت ثابت کړو!
زمونږ لپاره يوازينۍ لاره دا ده چې لومړی يې له ځانه پيل کړو او په پښتو خبرې شروع کړو!
په افغانستان کې پښتانه هغومره قوي نه دي لکه ملتوال چې کوم هيوادونه ياد کړې دي. مونږ کولی شو چې لږ تر لږه دهغو هيوادونو په څېر اصول ولرو چې دوه ژبې په کې رسمي دي لکه کاناډا چې انګليسي او فرانسوي دواړه په کې رسمي دي.
ايا عادي پښتانه په رسمي ادارو کې پښتو ليکلی او ويلی شي؟
نه!
زه بيا هم ټينګار کوم چې دا کار بايد له لوړ پوړو چارواکو څخه پيل شي. دا که د ملت وزيران دي او که د ملتوال خبره تحميل شوي دي خو بالاخره د افغانستان وزارتي پوسټونه يې اشغال کړي او دومره زور هم لري چې په خپله ژبه وغږېږي!

کله چې لوړ پوړي چارواکي په خپله خبره د غږيدو جرأت وکړي نو عام پښتانه هم زړورېږي چې پښتو عريضې وليکي او په پښتو وغږېږي نو په همدې ترتيب به لږ ترلږه د پښتنو تر منځ پښتو ژبه عامه شي . نو بيا به هم مونږ د ډيموکراسۍ له اصولو ګټه واخلو او په وزارتونو به فشار راوړو چې ټول فارمونه بايد په پښتو او پاړسي ژبو ولري.
بله دا چې په ليک لوست پوه پښتانه بايد د يوې معياري ژبې ويلو او ليکلو هڅه وکړي لکه پاړسيوانان. نو ژبه به يې عامه شي او د بلې ژبې ويونکو ته به هم اسانه شي.
نوټ: زه په افغانستان کې د يوازې پښتو ژبې د ملي کيدو او رسمي کيدو مخالف نه يم خو دې ستر ارمان ته تر رسيدو پورې بايد لاس تر زنې نه شو.
مننه
لرغونی لاروی


Naeem sadat
15.12.2011

۷۸۶
ګراڼو ورڼو السلام علیکم

لاروی صاحب لیکلی

[color=darkred:2f1e97c45f]ما ليکلي وو چې په يو ډيموکراټ سيسټم کې په زوره په چا ژبه تحميلول خوب او خيال دی،[/color:2f1e97c45f]

لاروی صاحب همدا ستاسی په اند د ډیموکراسی په عصر کی او په همدی افغانستان کی یعنی په همدی زمانی او مکانی نقطه کی فارسی ژبه نه تنها په پښتنو بلکی دافغانستان په ټولو نورو قومونو هم تحمیل شوی ده
یعنی دیوه اقلیت ژبه په غوڅ اکثریت تحمیل شوی نو څنګه دا امکان نلری چی د یوه غوڅ اکثریت ژبه دی په یوه اقلیت تحمیل شی (یعنی دولتی شی )
او بیا موږ پر هیچا هم نه غواړو چی پښتو ژبه تحمیل کړو

د افغانستان هر وګړی حق لری چی کومه ژبه یی خوښه وی په هغی وغږیږی موږ حق نلرو چی دافغانستان له خلکو د ژبی د انتخاب حق واخلو
مثلاً که چیری د کوم پښتون وګړی فارسی ژبه خوښیږی او غواړی چی پری وغږیږی دا دده مسلم حق دی او موږ حق نلرو چی ده ته ووایو چی ته په فارسی مه غږیږه او یا که کوم ازبک وګړی غواړی چی په پښتو وغږیږی نو دا دده مسلم حق دی چی په کومه ژبه یی زړه وغواړی پری وغږیږی
او موږ هم ددی حق نلرو چی د نورو میلیتونو خلګ دی ته مجبور کړو چی باید حتماً په پښتو ژبه وغږیږی
زما پخپله فارسی ژبه ډیره خوښیږی او که چیری زه وغواړم چی په فارسی ژبه وغږیږم او یا لیکنی پری وکړم لاروی صاحب نه ته اونه کوم بل څوک داحق لری چی ما د فارسی ژبی له ویلو منع کړی
زما مطلب پر غږیدا نه دی د افغانستان هر وګړی حق لری چی کومه ژبه یی خوښه وی په هغه ژبه وغږیږی
زما مطلب یا دنورو ورڼومطلب چی دلته یی لیکلی یواځی او یواځی له دولتی ژبی څخه ده چی پښتو ژبه باید دافغانستان ددولت دولتی یا په بل عبارت رسمی ژبه شی دا دی پښتو ژبی مسلم حق دی یعنی چی ټول دولتی اداری کارونه په پښتو ژبه وشی په ټولو تعلیمی موسوساتو کی باید تدریس په پښتو ژبه وشی ټولی دولتی علامیی باید په پښتو ژبه قراعت شی او داسی نور ډیر په دولت پوری تړلی کارونه باید په پښتو ژبه وشی په اشخاصو او په شخصی کارونو موږ کار نلرو

لاروی صاحب لیکلی

[color=red:2f1e97c45f]زه په ډاګه ويلی شم چې د نعيم ملتوال حتی پښتو املا هم نه زده نو تاسو قضاوت وکړئ چې د يو چا خپله ژبه نه وي زده نو ژبې ته به د هغه خدمت او مبارزه څه شی وي؟
دا خو به خدای ج ته معلومه وي چې زه په ډيموکراسۍ څومره پوهېږم [/color:2f1e97c45f]

لاروی صاحب دا چی ته په ډیموکراسی له ما ښه پوهیږی او په عموم کی دی پوهه تر ما زیاته ده دا خو ډیره ښه خبره ده (نام دخدای) زه په دی ډیرخوشحاله یم
خو زه په دی نه پوهیږم چی ته ولی دیته خفه یی ؟

لاروی صاحب لیکلی

[color=brown:2f1e97c45f]په هر صورت له ډيموکراسۍ څخه دلته زما هدف دا دی چې د ډيموکراسۍ يو پاموړ اصل انتخابات دي، نو په افغانستان کې يوه د ژبې موضوع ده او بله د قوم. د قوم مسأله د هرچابېله ده خو د ژبې په موضوع کې (تاجيک، هزاره، ازبيک، ترکمن، پاميريان او ګڼ شمېر هغه پښتانه چې اصل نسل يې پښتون دی خو ژبه يې پاړسي ده) دا ټول د پښتو ژبې په مقابل کې پاړسي ته رايه ورکوي چې په دې صورت کې پښتو ژبه اکثريت رايې نه شي ګټلی.[/color:2f1e97c45f]

انتخابات په اصل که ښه کار دی چی د خلکو اراده بیانوی
خو انتخابات په دوه ډوله دی
یو پاک او عادلانه انتخابات لکه د ابوبکر (صدیق)لپاره د هغی غونډی بعیت چی ابوبکر (صدیق) یی خلیفه وټاکه
او بل یزیدی انتخابات لکه یزید چی په زور یی له خلکو او د قومونو له مشرانو بعیت اخیسته
دا ننی انتخابات ټول یزیدی یا د دروغو ، چل او فریب انتخابات دی ، ننی انتخابات د خلکو په خدمت کی نه دی بلکی دحاکمی طبقی په خدمت کی دی یعنی نن سبا چی څومره انتخابات کیږی ټول د حاکمی طبقی په ګټه دی

کرزی ځکه په افغانستان کی انتخابات وګټل ځکه چی د انتقالی حکومت ریس وو یعنی چی حاکم وو که چیری د کرزی پرځای هرڅوک د انتقالی حکومت ریس وای نو انتخابات به یی ګټلی وو ځکه چی ننی یزیدی انتخابات همیشه هغه خلګ ګټی چی قدرت یی په لاس کی وی
که چیری نن په افغانستان کی د پښتو ژبی لپاره انتخابات وشی او د انتخاباتو د مستقل کمیسیون مشر معنوی صاحب وی او یا ورته شخص وی او وزیر د داخله بسم الله خان صاحب وی او جمهور ریس کرزی صاحب وی نو دا واضح خبره ده چی ددی یزیدی انتخاباتو نتیجه به دا وی چی د افغانستان د خلکو ۹۰٪خلګ به فارسی ژبی ته رایه ورکوی
او که چیری یو عادل دولت عادلانه انتخابات وکړی نو دا واضح خبره ده چی پښتو ژبه به غوڅ اکثریت ګټی

او بیا هیڅ ځای یا په هیڅ هیواد کی د ژبی د رسمی کیدو په موخه انتخابات نه دی شوی ، او په ټوله نړی کی یواځی همدا یوه منل شوی قاعده ده چی داکثریتو ژبه د نړی په اکثریتو هیوادونو کی رسمی یا دولتی ژبه ده

لاروی صاحب لیکلی

[color=darkblue:2f1e97c45f]مونږ کولی شو چې لږ تر لږه دهغو هيوادونو په څېر اصول ولرو چې دوه ژبې په کې رسمي دي لکه کاناډا چې انګليسي او فرانسوي دواړه په کې رسمي دي.[/color:2f1e97c45f]

دا رښتیا ده چی په کاناډا کی دوه ژبی رسمی ژبی دی یعنی انګلیسی او فرانسوی ژبی د کاناډا رسمی ژبی دی
خو په کاناډا کی حقیقتاً انګلیسی ژبه یا ددوی په اند داکثریتو ژبه رسمی ژبه ده او ۹۰٪ټول دولتی کار په انګلیسی ژبه کیږی او فرانسوی ژبه د کاناډا په دولت کی یواځی یو سمبولیک حیثیت لری لکه پښتو ژبه په افغانستان کی

لاروی صاحب لیکلی

[color=brown:2f1e97c45f]له ډيموکراسۍ څخه زما هدف دا ؤ چې لږ تر لږه زمونږ وزيران دا ځواب لرلی شي چې پښتو يې ژبه ده او بايد د خبرو کولو حق پرې ولري. همدا نن انورالحق احدي، اميرزي سنګين او ځينو نورو د خپلو وزارتونو په اړه په پاړسي معلومات ورکول چې هيڅ باشخصيته پاړسيوان وزير داسې نه کوي چې خپله ژبه پرېږدي او په پښتو شروع وکړي.[/color:2f1e97c45f]

لاروی صاحب هلته لیکی چی زه په ډیموکراسی ډیر ښه پوهیږم او ډیر ورته ژمن یم خو دلته بیا د ډیموکراسی د اوصولو خلاف لیکی چی ننی پښتانه وزیران باید د مطبوعاتو سره خپلی مرکی په پښتو ژبه وکړی یا په بل عبارت که ووایو نو لاروی صاحب دوی دیته مجبوروی
که کوم وخت که چیری یواځی پښتو ژبه د افغانستان رسمی ژبه وی نو بیا د ډیموکراسی د اوصولو سره سم نو بیا د دولت وزیران یواځی مجبور دی چی یواځی دولتی اعلامیی په پښتو ژبه قراعت کړی او داچی دوی په کومه ژبه د مطبوعاتو سره مرکی کوی دا انتخاب د ډیموکراسی د اوصولو سره سم ددوی خپل مسلم حق دی
لاروی صاحب
که چیرته زه داسی ولیکم لکه تا چی پاس لیکلی نو څه خبره نه ده ځکه چی زه د غربی لیبرالی ډیموکراسی مخالف یم او هیڅ ورته ژمن نه یم خوتا مخکی لیکلی وو چی ته په ډیموکراسی ډیر ښه پوهیږی او ورته ژمن یی نو له دی دا معلومیږی چی ته د ډیموکراسی په اصولو نه پوهیږی هسی نوم دی اوریدلی هغه د پښتو ژبی متل دی چی وایی اول یی زده کړه بیا یی کوزده کړه

لاروی صاحب لیکلی

[color=darkred:2f1e97c45f]د قوم مسأله د هرچابېله ده خو د ژبې په موضوع کې (تاجيک، هزاره، ازبيک، ترکمن، پاميريان او ګڼ شمېر هغه پښتانه چې اصل نسل يې پښتون دی خو ژبه يې پاړسي ده) دا ټول د پښتو ژبې په مقابل کې پاړسي ته رايه ورکوي چې په دې صورت کې پښتو ژبه اکثريت رايې نه شي ګټلی.[/color:2f1e97c45f]

لاروی صاحب تاته لکه چی دافغنستان د نفوس سطحی جغرافیه هم چندان نه ده معلومه کله چی موږ وایو چی پښتانه د افغانستان دخلکو د نفوس اکثریت تشکلوی نو دا دا معنا لری چی پښتانه د همدوغو ټولو غیر پښتنو قومونو چی تا پاس یاد کړی په مقابل کی د افغانستان دخلکو یو غوڅ اکثریت تشکیلوی یعنی په افغانستان کی غیر پښتانه ټول قومونه په ګډه د افغانستان دخلکو یو اقلیت جوړوی او یواځی پښتانه د افغانستان دخلکوغوڅ اکثریت جوړوی دا ډیری ساده خبری دی چی د مکتب د شپږم یا اوم ټولګی زدکونکی باید په دی خبره پوی وی خو زه دلته مجبور یم چی دا ساده خبری دلته تشریح کړم


پتوال
17.12.2011

[quote:b88f00365e]د سولې دې خدای مل شي،،، ګومان کوم چې،،،، افغانان تر پښتني قیادت لاندې بې لدې چې یوازې او یوازې وسلوال مقاومت ته زور ورکړي،،، خپلواکی، دایمي سولې او ثبات ته د رسېدو او نجات بله لار نلري.

ستاسو څه خیال دی؟؟[/quote:b88f00365e]
له سلام او درناوي وروسته :
عادل صيب افغانان د جګړې په وخت کې تل د پښتنو قيادت منلی او مني يې ، خو د خپلو قايدينو په سر بيا بل قيادت نه مني او دا طبيعي ده، ځکه
د قايدينو قايدين ددوی هم قايدين ګرځي ، نو خدای مکړه که د قايدينو قايدين پردي وي افغانانوخپله آزادي د پرديو په لاس بايلوده ، نو ځکه له طالبانو ورونو څخه دا تضمين غواړي چې په سر يې د بلچا لکه د ISI قيادت وجود ونه لري !
قدرت ته د تنظيمي مجاهدينو په رسېدلو کې هم د دغه ککړ استخباراتي سازمان لاس دخيل و، خو دومره نه چې په کابل کې قدرت ته د هغوی پاکي پوځيان جشن ونيسي ، خو کله چې د کال ١٩٩٥ په ميزان کې طالبانو کابل فتح کړ ، پنجابي پوځيانو پرې دغسې مست اتڼونه وکړل چې چا يې تصور هم نشو کولای :

http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=lmnM98497W8

[color=red:b88f00365e]نو که اول دغه د سر دپاسه سر غوڅ شي ښه به نه وي ؟؟؟؟؟[/color:b88f00365e]


larghonay laraway
18.12.2011

نعيم ملتواله زما ليکنه که د افغانستان کوم پښتانه لوستی وای نو هر څه يې راسره منل خو دا چې تاسو د پاکستان پښتون يئ او هغه هم داسې پښتون چې پاکستان غواړئ او افغانستان نه! نو ځکه تاسو نه يئ توانيدلي چې زما له ليکنې حتی مفهوم واخلئ.
که ژوند ؤ په نورو عادي موضوعاتو کې به سره بحث وکړو. د ژبې موضوع او تاسو سره ډېر لري يئ. تاسو کوشش وکړئ چې املا مو سمه کړئ.
پښتو متل دی وايي: (سم جولا نه يې او بيا نچې پټوې) د پښتو برخه خو همدلته خواره ده چې خپله املا ء يې هم نه وي زده او حتی د بل له ليکنې هم مفهوم نه شي اخيستی خو پښتو ته مبارزه کوي.
ملتواله پښتو ژبې ته ستا مبارزه داسې ده لکه د شپنو او هندو کيسه. وايي دو شپنو هندو نيولی ؤ او په ډانګونو يې وهلو چې کلمه ووايه. هغه ورته ويلي وو نه مې ده زده تاسو يې راوښيئ چې ويې وايم. نو شپانه هک پک پاتې شوې وو، ځکه چې د هغوی په خپله هم کلمه نه وه زده.
دا چې ستا املاء نه زده او احساس دې هم دومره پښتون دی چې ارمان کوې (که په پاړسي سم پوه شې نو پښتو نه وايې) نو ته به څه وې او پښتو ژبې ته به ستا مبارزه څه وي؟
د بېلګې په توګه ستا پياوړی منطق دلته را اخلم چې لوستونکي پرې قضاوت وکړي:
تاسو ليکلي چې په کرزي، فاروق وردګ، احمدي، خرم، او ... پښتو ژبه مه تحميلوه. نو ته لادومره نه پوهېږې چې پښتو د هغوی مورنۍ ژبه ده او تر پاړسو پرې ښه پوهېږي نو ايا خپله ژبه هم په چا تحميل وي.
ملتواله په دې هر عاقل او بالغ پوهېږي چې فاروق وردګ به څه وي او د هغه پاړسي به څه وي خو جرأت، پښتونواله او نارينواله په کې نشته او وېرېږي چې پښتو ووايي نو پاړسيوانان به ترې څوکۍ واخلي.
په همدې ترتيب په اوسني حکومت کې نور چارواکي هم همداسې دي.

ژبه يوازې د لوحو او اعلامو په ليکلو نه عامېږي. خو که يو وزير خپل کاري رپورټ يا مطبوعاتي کانفرنس په پاړسي ورکړي نو ټول خلک مجبور دي چې پاړسي واوري او که په پښتو يې ورکړي نو بيا پښتو اوري.
په دې اړه زه د پېښور خلک ستایم چې له هر چا سره خپله ژبه وايي او نه پرې شرمېږي نو باور وکړه چې د مهاجرت پر مهال اکثرو پاړسيوانانو پښتو زده کړې وه.

ستا د نورو ځوابونو ځوابونه ځکه نه وايم چې چندان منطق په کې نشته او وخت مې پرې ضايع کېږي.
مننه
کور دې ودان


Naeem sadat
26.12.2011

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب لیکلی

[color=darkred:63a7cdeb43]دنورو ژبو اوملتونو تاريخي شاليد له افغانستان دري او پښتو له تايخي شاليد سره ډير توپير لي ، چې د پرتلې وړ نه دي ٠ د مفصل ځواب هڅه به وروسته وکړم[/color:63a7cdeb43]

پتوال صاحب زه په دی پوهیږم چی ددی پوښتنو ځواب له هیچا سره هم نشته نو له دی معلومیږی چی موږ ټول پردی موافق یو چی یواځی پښتو ژبه باید دافغانستان رسمی ژبه شی

نو راځی چی د حل لاره یی ولټوو چی څنګه موږ دا کار عملی کولی شو یا څنګه ددی کار عملی کولوته زمینه برابرولی شو

ب


Naeem sadat
16.06.2012

ګراڼو السلام عليکم

راځي چي دا بحث اوږد کړو

مهرباني اوکړي د پښتو ژبي د دولتي کېدو په باره خپل نظرونه راسره شريک کړي ٠مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more