د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دبن له کانفرانس نه پښتو ژبه وایستل شوه

عماد
30.10.2011

دډسامبر میاشتي پر ۵ نېټه دبن په شوني کانفرانس کې پښتو ژبه ایستل شوې ده . هلته به رسمي ژبي انګلیسي

، دري ،روسي ،عربي ،الماني او فرانسوي ژبي وي . دافغانستان یوه لوړرته چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دبن به کانفرانس کې پښتو ژبي ته ځای نه دی ورکړل شوی . دغې سرچینې خبریال ویبپاڼې ته وویل چې پښتو ژباړونکو ته هم غوڅ ځواب ورکول شوی دی . هلته به له افغانستان نه یوازي دري ژباړنکي شته وي .
په کابل کې دخبریال ویبپاڼې همکاره زرغونه دلبر وايي چې تر اوسه په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده شوې خو هغې ته ځیني داسي برېښنالیکونه په لاس ورغلي دي چې پښتو ژباړنکو ته ورکي پرېکنده ځواب وکول شوی او ویل شوي دي چې هلته به یوازي دري ژباړنکي شتون لري .
یوه افغان ژباړونکي چې په ټوله کې په نړۍ واله کچه ژباړنه کوي هم ددغې خبري پخلی وکړو .
که څه هم دا دافغانستان برخلیق ټاکونکی کانفرانس دی او هلته دافغانستان ملي ژبه هیرول دیوه ملت دهیرېدلو په معنا بلل کېږي خو افغان چارواکي په دې برخه کې تر اوسه پوري ډېر بې پروا ښکاري .
خبریالان او دحالاتوڅارونکي وايي چې که چېرته ولسمشر کرزی دغې موضوع ته جدي او بېړنۍ پاملرنه ونکړي دا به په افغانستان کې دلوی ټبر غبرګون را وپاروي .
پښتو چې دافغانستان یوه ملي او دلوی ټبر ویونکې ژبه ده له داسي برخلیق ټاکونکي کانفرانس نه یې ایستل داسي یوه معنا لري چې ګواکې دا کانفرانس کې دپښتنو شتون په هیڅ حساب دی .
کارپوهان وايي چې په افغانستان کې جنګ جګړه او تاوتریخوالی دپښتنو په سیمه کې شته دی او پکاردادي چې پښتو ته په دغه کانفرانس کې تر بلي هري ژبي زیات وخت او ځای ورکړل شي .

http://www.khabaryal.com/???-??-????????-??-????-???-??????-???/


عنوان

tandar
30.10.2011

سلامونه
په کلونو کلونو دافغانستان په اداري اموراتو کي زياته کومه ژبه استعمال او حمايه شوي ؟
ولي نن د بن په کنفرانس کي څوک ارزش نه ورکوي؟
نني چاراکي دچاپه اخطيار کي او چاچارواکي کړيدي؟
دپښتو دژبي د ورکيدلو مسئوليت دچاپه غاړه و او دي ؟
در حاليکه چه دپښتون قوم د افغانستان اکثريت نفوس تشکيلوي
پښتون فقط غلامي نه مني ،وطن ازادولو باندي خپله وينه تويوي ،نور دمملکت ټوله اداره او امورات جټ او جولا ته ورخوشي کوي ځکه چه دهغوي ظاهري پوزيشن له نيکټاې او کالاې خواب سره برابر، او دخارجي ممالکو دسياستمدارانو په خوي او بوي بلد اوپوهيږي
اوپښتون پريږده چه غټه پګړي وټړي او د خپلي ديري په کټ کي بالښت ته تکيه وکړي او بل ورته چلم ډک کړي
پښتون هغه پښتون دي چه خپل غيرت نه يواځي په توره او توپک بلکه دسياست له مخي هم ټول جهان ته ښکاره کړي چه ددي هدف لپاره يواځي او يواځي دانش اومتانت په کا ر دي
له پخوا نه دشمن دپښتون دورکيدلو په هڅه کي و چه نن ې عملي په سترګو وينو
[color=red:77496ffb34]دژبي ورکيدل دهويت ورکيدل دي [/color:77496ffb34]
[color=darkblue:77496ffb34]
پښتانه دي ددي انتظار وباسي چه يوه ورځ دخرما دونو پاڼي لکه دپنجاب جټان په لاس کي واخلې او دکابل دښار سرکونه او کوڅي پري جارو کړي [/color:77496ffb34]
که همدغسي ويده او بي اتفاقه پاتې شې دپورتني مثال وعهده ورسره کوم
ددشمنانو په سر تندر


طالب ISI
30.10.2011

د کنفرانس تنظیمونکې ملامت نه دي، خو ټول په پاړسو ښه پوهیږې، نو نورو ترجمانانو ته څه ضرورت دی؟

په بلجیم او فرانسه کې چې کوم دکان ته لاړ شي، هم به سودان ترې اخلي، هم به ګټه ورسوې خو یو ټکی انګلیسي به درسره ونه وایې، که یې زده وي یا نه، نو که هلته سړی ژوند کوي، نو خامخا مجبور کیږي چې فرانسوي زده کړې.

د ۹۰٪ پښتنو فارسي زده ده، نو پاړسیوان خدای خوار کړی چې پښتو زده کړي؟

ګوری د طالبانو د ښو کارو څخه یو دا و چې دا خلکو (تاجکو، هزراه، ازبک...) ورسره منلې وه چې طالب په پاړسې نه پوهیږي، او نه غواړي چې پوه شي، نو په پنځو کالو کې ترافیک، مامور، ریس، هر غیر پښتانه یوڅه پښتو زده کړه، همدارنګه پیښور کې هم غیر پښتنو ګوډه ماته پښتو زده کړه، نو مونږ ته پکار ده چې د طالبانو، فرانسویان، بلجیم یان، جرمنانو له سیاست څخه کار واخلو.

خو چې استاد دی ، که معلم دی، که هر پښتون دی، فارسي یې زده کړې.

او بلبل غوندې لګیا وي. دا د الله فضل دی چې جنوبې او جنوب غرب زون کې کلیوال پښتانه په فارسي نه پوهیږي، که نه نو د پښتو حالت به بیخې خراب و.

پکار داده چې د فارسي ژبې په خبره ځان پوه کړو، خو ځواب په پښتو ورکړو. هغه به ورورو زمونږ څخه ژبه زده کړي.


pattang
30.10.2011

اوس به دې خبرې ته اولسواک پتوال اودهغه کابينه څواب ورکوي!


م . ق
30.10.2011

دا ټول مسؤلیت د هغه چا دی چې په افغانستان کې یې درباري ژبه پاړسي ګرځولې وه او د هماغه وخت څخه د افغانستان د ادارې چارواکو او کارکوونکو ته بغېر د پاړسي نه بل څه نه ورځي.
د افغانستان پایتخت باید یوې پښتنې سیمې ته منتقل شي ترڅو خلک پښتو زده کولو ته مجبورشي.
یو طرف ته مو په پایلوچانو سر دی او بل طرف ته مو په لنډغرو سقاویانو سر دی.
خداي دې دا دواړه بلاګانې ورکې کړي چې لږه د سکون ساه واخلو.

مننه


tandar
30.10.2011

دپتوال صيب کابينه به په اول قدم کي دخارجي دشمن يعني دپنجابي نه لونګ لري کوي ههههها او دسړيتوب جامي به وراغوندي او بيا به خپل کورني مشکل حل کوي

[color=red:026969521c][quote:026969521c="pattang"]اوس به دې خبرې ته اولسواک پتوال اودهغه کابينه څواب ورکوي![/quote:026969521c][/color:026969521c]


pattang
30.10.2011

پنجابيان خواوس په افغانستان کې نشته ،صليبيان دې لري کړي چې
له زړو سره هم لواطت کوي .


پښتون.
30.10.2011

[quote:96ed4b0283="pattang"]پنجابيان خواوس په افغانستان کې نشته ،صليبيان دې لري کړي چې
له زړو سره هم لواطت کوي .[/quote:96ed4b0283]
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
دا څه حال دی.تندر صیب لُنګ یادوی او که لَوَنګ یادوی.
بس انشالله صلیبیان به مخ توری او شرمیدلی تښتي او د پنجیابیانو به دا تورې سومبۍ نورې هم بربنډیږي.


pattang
30.10.2011

شهير خانه د اجمله دې غيرې شعوري ليکلې !
ډېره بد بويه ده ، دپښتو ژبې بندول دپښتون تحقير اوله دغه قلابي کنفرانسه
داسې شړل دي لکه چې دکالوني بادارانو به دګير شوي لاندي شوې اولس مخه
بندوله او ددوی په سر به يې ددوی په ملک کې خپلې پرېکړې کولې ٠
افغانستان دوه و ارې کالوني ده :
a- دشمال د لنډغر له خوا
b-د صلبي اس سپر و له خوا
ژوندي او بر يالي دې وي طالبان.

[quote:9f1af61f76]د کنفرانس تنظیمونکې ملامت نه دي، خو ټول په پاړسو ښه پوهیږې، نو نورو ترجمانانو ته څه ضرورت دی؟[/quote:9f1af61f76]


عنوان

tandar
30.10.2011

خير دا بعضي زاړه چه په دي ناارامه حالت کي هم دغرب او امريکا نه هغي خواته په کال کي اقلا يوځلي سفر کوي حتمي دپنجابيانوغو ندي دبواسيرو تکليف لري ههههههههههههههههههههههههههههههههها[color=cyan:faa1f142ff]ها[/color:faa1f142ff]ههههههههههههههههههههههههها
پښتونه سلامونه
ياره هغه چهارخانه دستمالونه چه له تورو لينګيو څخه تاووي چه ورته و ګوري يوه هفته دسړي ډوډي ته زړه نه کيږي ههههههههههها
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
pattang
ستوري
دغړيتوب نېټه: 05 اګست 2004
ليکنې: 3511
ځای: Germany
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اکتوبر 30, 2011 7:25 pm عنوان :

پنجابيان خواوس په افغانستان کې نشته ،صليبيان دې لري کړي چې
[color=red:faa1f142ff]له زړو سره هم لواطت کوي [/color:faa1f142ff].
_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ


Re: عنوان

م . ق
31.10.2011

[quote:d3b67da294="tandar"]خير دا بعضي زاړه چه په دي ناارامه حالت کي هم دغرب او امريکا نه هغي خواته په کال کي اقلا يوځلي سفر کوي حتمي دپنجابيانوغو ندي دبواسيرو تکليف لري ههههههههههههههههههههههههههههههههها[color=cyan:d3b67da294]ها[/color:d3b67da294]ههههههههههههههههههههههههها[/quote:d3b67da294]
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
یاره تندر صیب واقعا چې اسماني او الهی تندر یې، خداي دې ژوندی لره.
په افغانستان کې تورلینګیان څنګه نشته، سوالګر یې هم دلته راغلي، پوډریان یې هم دلته راشړلي، مسلکي خلکو یې مسلکي کارونه نیولي، په کندهار کې یې ځمکې او کورونه اغیستي، او په حکومت کې خو یې د ایجنټانو پوښتنه مه کوه، د کرزي او شیرزي نه نیولي تربل او بل پورې........

پښتون صاحب هم د پښتو په میدان کې رښتینی پښتون دی، الله دې ژوندی لري.
مننه


پتوال
31.10.2011

کله چې قدرت اسلامي ولسواکانو ته ورسېد ،  بيا به يې وګورئ  چې دا ټولې چټلۍ او چټلان به  يو په بل پسې له منځه ورک شي ، طالب او ملاصاحبان به 
دين او شريعت  او دامر و نهې  په چارو بوخت شي ، ملي  به په پوڅ کې کار کوي  او  اسلامي ولسواکان به  پارلمان او داجرائيې نورې برخې  اشغالوي ٠ 
هر څوک به پیدا وي خپل خپل کار لره کنه ٠ 


Naeem sadat
03.11.2011

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

د پښتو ژبی مشکل چی دټولو پښتنو لپاره ډیر غټ مشکل ده ، یواځی دبن په کنفرانس پوری تړلی نه ده بلکی دافغانستان ددولت د بنیادی جوړښتنو له سببه را پیدا شوی مشکل ده
بعضی خلګ داسی فکر کوی دا چی ټول دولتی کار او بار په فارسی ژبه کیږی په دی کی پخپله پښتانه ملامت دی ، ځکه چی دوی فارسی ژبه زده کوی او په پښتو ژبه نه غږیږی

حال داچی داسی نه ده ، دا خبره غلطه ده

واقعیت دادی چی دافغانستان دولتی ژبه فارسی ده ، یعنی ټول دولتی کار اوبار په فارسی ژبه کیږی ، له همدی ځایه د (عرضی او تقاضا ) دفورمول مطابق پښتانه مجبور دی چی فارسی ژبه زده کړی
یعنی که کوم پښتون وغواړی چی په دولتی چوکاټ کی کار وکړی او یا ددولتی چوکاټ پوری تړلی کوم بل کار وکړی نو مجبور دی چی فارسی ژبه زده کړی
نو له همدی ځایه په افغانستان کی دډیرو پښتنو د (عرضی او تقاضا ) دفورمول مطابق فارسی ژبه زده ده
خو فارسی زبانان دهمدی فورمول یعنی د (عرضی او تقاضا ) دفورمول مطابق د پښتو ژبی زده کولو ته څه ضرورت نلری
نو په همدی خاطر دفارسی زبانانو یا پښتو نه ده زده او یا یی ډیره لیږه زده ده

یعنی په افغانستان کی پښتو ژبه د محلی ژبی حیثیت لری

د پښتو دکلتور هم همدا حال دی
دافغانستان په دولت کی د پښتنو کلتور هیڅ برخه نلری او پښتوکلتور هم د یوه محلی کلتور حیثیت لری ، دا په داسی حال کی چی پښتانه په افغانستان کی اکثریت جوړوی
د افغانستان ددولت کلتور فارسی سیکولیار کلتور ده چی د پښتو کلتور ته د ریخشند په سترګه ګوری
او له همدی ځایه ده چی ، ډیر هغه پښتانه چی د کابل په ښار کی اوسیږی ، داکثریتو ماشومان یی په پښتو ژبه او په پښتو کلتور شرمیږی او په فارسی ژبه غږیږی
دا ماشومان دفارسی کلتور په چوکاټ کی ځان دخلکو له ریخشنده محفوظ ګڼی

دافغانستان په فعلی سیستم کی چی کله یو پښتون فارسی ژبه زده کړی او دفارسی کلتور چوکاټ ته ورداخل شی نو بیا د مطبوعاتی ملاتړ څخه برخمند شی او همدا دولتی سیستم یی دمعنویاتو څخه دفاع کوی
او که کوم پښتون وغواړی چی په افغانستان کی پخپل پښتنی کلتور ټینګ پاتی شی نو بیا ددولتی معنوی حمایی نه بی برخی پاتی شی او په عموم کی د مطبوعاتی فشار لاندی وی چی دا فشار باید تحمل کړی

اوس به راشو دیته چی د کومو عواملو په نتیجه کی په افغانستان کی داسی ضد پښتنی سیستم حاکم ده او یا وو

پښتون قام ډیر غښتلی او ویښ قام ده ، چی ډیر جنګونه یی ګټلی دی ، او په همدی اوسنی معاصر تاریخ کی یی دری جهانی ابرقدرته امپراطوری نړولی دی
د کلتور او ادبیاتو په دګر کی هم ډیر پیاوړی قام ده ، چی د عبدالرحمن بابا ، عبدالحمید مومند ، خوشحال خان ، ګل پاچا الفت ، ملنګ جان او داسی نور د منطقی او د جهان په سطحه شاعران پکی تیر شوی دی
پښتو عامیانه لنډی د معنویت او خوږوالی لخوا د نورو قومونو د شاعرانو د شعرونو څخه څه کمی نه دی

نو بیا داسی پښتنه را پیدا کیږی
کله چی دا قوم دجګړی په ډګر ، سیاست او ادبیاتو کی دومره غښتلی ده نو بیا ولی پردی ژبه او پردی کلتور پری حاکم ده ؟

ددی پښتنی ځواب دادی چی پښتون قام د جهانی استمعار د توطعی ښکار شوی ده ، او جهانی استعمار دا قام خپل طبیعی رشد ته نه ده پریښی

ددی ځواب په مقابل کی بیا بله پښتنه را منځ ته کیږی هغه دا چی
دومره وخت چی په دی قام پردی ژبه او پردی کلتور حاکم وو نو بیا ددی غښتلی قام غښتلی نشنلیزم چیرته وو ؟

ددی پښتنی ځواب داسی دی چی جهانی استعمار دلته له چل فریب او نیرنګ نه کار اخیستی دی ، او پښتون قام یی پخپل لاس جوړ شوی نقلی یا بدل نشنلیزم غولولی چی زه یی کاپی د نشنلیزم بولم

جهانی استعمار ددی کاپی دنشنلیزم په واسطه همیشه پښتون قام غولولی او د کنترول لاندی یی ساتلی او د همدی نقلی نشنلیزم په وا سطه یی پردی ژبه پردی کلتور پری حا کم کړی او پښتون قام یی د ملتونو له سیالی باسلی ده

او واقعی پښتنی نشنلیزم یی هیڅ وخت میدان ته نه ده را پریښی ،

او دهمدی نقلی نشنلیزم په واسطه او کومک یی اصلی پښتنی نشنلیزم همیشه ډیر بی رحمانه ځپلی ده

کاپی د نشنلیزم څه شی او څوک دی ؟

کاپي د نشنلیزم هغه پښتانه دی چی جهانی استعمار ورته د پښتون قام مشرتوب بښلی ده
یعنی دوی د پښتنو تش په نامه نماینده ګان دی ، چی دی پښتنی نشنلیزم پیښی کوی او په عمل کی د همدی موجوده ضد پښتنی سیستم ته چی په افغانستان کی حاکم ده کار کوی او جهانی استعمارته د واقعی نشنلیزم د ځپلو لپاره زمینه برابروی

دافغانستان په دولت کی همیشه دوی د پښتنو استازیتوب کوی پداسی حال کی چی ددوی داکثریتو پخپله پښتو ژبه نه وی زده او نه یی ماشومان په پښتو غږیږی
ددی کاپي دنشنلیزم يو ډیر ښه مثال ظاهر خان دافغانستان پخوانی پاچا کیدای شی

خو یو نیم شخص کله ددی نقلی نشنلیزم څخه واقعی نشنلیزم ته مخه کړی او دجهانی استعمار څخه سرغړونه وکړی خو دا اشخاص ددی سیستم په جال کی نښتی دی او خان نشی تری خلاصولی
کله چی دا اشخاص د جهانی استعمار څخه سرغړونه وکړی نو د جهانی استعمار لخوا داسی ظالمانه وټکول شی چی نورو ته هم دعبرت درس شی
ددی ډول اشخاصو مثالونه دادی

سردار محمد داود خان چی د همدی سرغړونی له امله په ډیر ظالمانه ډول سره دی او دده ټوله کورنی ووژله شوه

حفیظ الله امین هم د همدی سرغړونی له امله د جهانی استعمار لخوا په ډیره ظالمانه ډول سره ووژل شو

ګوری چی دلته غلط فهمی ونشی چی کله زه لیکم چی حفیظ الله امین په ظالمانه ډول سره ووژل شو دا یو واقعیت ده زه یی مثال دلته راوړم خو دا دا معنی نلری چی زه د حفیظ الله امین د سیاستنو طرفدار یم

بل مثال یی ډاکټر نجیب الله وو چی هغه هم دخپل دریاست جمهوری د دوری په اخره کی صرف وغوښتل چی واقعی پښتنی نشنلیزم ته ور نیژدی شی ، دهغه سره یی چی څّه وکړه هغه تاسو ټولو ته معلومه ده ،

که بعضی اشخاص ددی نقلی نشنلیزم څخه وغواړی چی را ووځی او دواقعی نشنلیزم سره یو ځای شی بیا هم نشی کولای ځکه چی دوی ددسیستم ګروګان دی

مثلاً که حامد کرزی وغواړی چی له دی نقلی نشنلیزم څخه راووځی او واقعی نشنلیزم ته ورګډ شی او وغواړی چی پښتنو ته څه خدمت وکړی نو سزا به یی ډیر ظالمانه مرګ وی چی یا به یی دا جهانی مافیا پخپله وژنی او یا به یی دده دښمنانو ته په لاس ورکوی چی هغه یی ووژنی

په دی سیستم کی دجهانی استعمار څخه یو څوک صرف هغه وخت روغ او په واګ کی پاتی کیدای شی چی تر څو پښتانه ځپی او که د پښتنو له ځپلو څخه یی څه مخ واړاوه نو سزا به یی ډیر ظالمانه مرګ وی

اوس به راشو دیته چی واقعی پښتنی نیشنلیزم څه حال لاره او څه حال لری ؟

لری وختو ته به نه ځو ګرچی پخوا هم پښتنی نشنلیزم را څرګند شوی خو موږ به یی د ظاهر خان له وخته راتعقیب کړو

پښتنی نشنلیزم هر کله چی ځپل کیږی او له میدانه ویستل کیږی نو څه وخت وروسته بیا په ډیر افراطی شکل سره بیرته میدان ته را دانګی

یعنی پښتنی نشنلیزم دمجبوریت له لوری د افراطیت خواته ځی

د ظاهر خان په وخت کی له ټولو افراطی بلاک د شوروی اتحاد سوسیا لیستی بلاک تبلیغده او داسی تبلیغ روان وو چی ګوندی دا سوسیالیستی بلا ک د جهانی استعمار په ضد مبارزه کوی
حال داچی پخپله سوسیالیستی بلاک د جهانی استعمار یوه برخه او پلان وو خو خیر
نو په همدی وخت کی پښتنی نشنلیزم د ناپوهی له کبله سور رنګ واخیست ، او په ډیر افراطی او غلط شکل د خلقیانو په وجود کی راووت خو هغه وخت هم ډیر زر د همعغه شوروی اتحاد لخوا چی خلقیانو خپل دوست باله خلقیان سخت وځپل شول او د سیاست له ډګره و ایستل شول

او دخپلی غلطی ایډیالوژی یعنی کمونیزم او الحاد له کبله خلکو تری کرکه وکړه ، او دا نهضت تقریبا محوه شو
او بیا وروسته پښتنی نشنلیزم د طالبانو دتحریک تر جوړیدو پوری خاموشه پاتی وو
بیا وروسته دطالبانو په وجود کی دوه ډیر مظلوم او د جهانی استعمار ډیر سرسخته دښمنان اسلامی عدالت او پښتنی نشنلیزم سره متحد شول خو بیا هم دجهانی استعمار لخوا ډیر سخت وځپل شول او تر ننه ځپل کیږی
نو نتیجه داده چی دپښتنو لپاره پکار ده خصوصا د هغو با سواده پښتنو لپاره چی د کاپی دنشنلیزم او دواقعی نشنلیزم په منځ کی فرق وپیژنی ا و دواقعی نشنلیزم څخه حمایت وکړی

او په کاپی دنشنلیزم غلط نشی


عادل عادل
04.11.2011

السلام علیکم

محترم نعیم ملت وال صاحب

دا خو به منې چې په اسلام کې نشنلیزم مردود دی،،،، ځکه خو د تېر اشغال په وخت،،، خلقیان په اصلي نشنلسټي افراط کې، لکه ځنګه چې تاسو اشاره کړې،، د الحاد لمنې ته ولوېدل،،،، په داسې حال کې چې په اسلامي اصولو بنا د مقاومت دروند بار اکثریت او تر ډېره حده د پښتنو پر اوږو بار وو،،،.

خو دا چې د دوهم ځل لپاره مو د اصلي نشنلیزم افراطي ظهور د طالبانو دوره بللې ده،،، نو دا درسره هیڅوک هم نه مني،،، دا مو د طالبانو په حق کې زیاتی کړی دی،،، طالبانو که د نشنلیزم پالنه کړې وای ،،، نو دا ننني یتیمان او هغه پښتانه چې د اصلي نشنلیزم په تمه یې سرونه سپین شول،،، نن سبا به د صلیبي اشغالګرو په د سترخوان نه وای راټول،،، بلکه له طالبانو سره به ولاړ وو،،،

دا یو ټکی ښه ټینګ درسره نوټ کړی چې نن سبا په تبلیغاتي ډګر کې طالبان هیڅوک هم دومره نه ځپي لکه همدا د اصلي پښتني نشنلیزم لارورکي لارویان یې چې ځپي او په پټو سترګو پسې سپکې سپورې وایي.

اوس به نو دا وایې چې دا یتیمام ولې دي،،، یتیمان خو ځکه دي چې پالوونکي او سرلاري یې نقلي دی،،، په افغانستان کې نقلي نشنلسټي اصلا وجود نلري ،،، که وي نو ټول د اصلي نشنلسټی غوښتونکي دي،،، خو دا چې زمونږ د نشنلسټانو د نیالګيو تنکی ریښې له لومړي سره تر ننه د کوزې پښتونخوا له پاکستاني نقلي نشنلسټی څخه اوبه خوري، ،،، نو همدا سبب دی چې زمونږ لار ورکي نشنلسټان مراد ته نه رسي،،، او د همدې نقلي نشنلسټانو په اشاره کله د یوه اشغالګر جاسوسان او لاسپوڅي جوړيژي او کله د بل په اخور خپل جیبونه ډکوي،،،،،،


دا چې د پښتونخوا با قدامته نشنلسټان ولې نقلي دي؟ نو جوته خبره ده چې د نیالګیو ورستې ریښې یې انګریزي استعمار مضبوطې کړې دي او نن سبا له پاکستاني پنجابه څخه اوبه خوری،،

خو برعکس د پاړسي نشنلسټئ پردي پاله نقلي چرګوړي ځکه پیاوړي او په زور کې دي چې پالونکي يې نقلي نه بلکه پردي دي چې عبارت دي د فارس له هغه اییتلاف څخه چې اجزا یې پاړسي نشنلیزم او مردود او تش په نوم مذهب دی،،، چې په دوهمه مسمی کې ایران یادیژي.

په طالبانو باندې همدا یو د مذهبي افراط تور بس دی،،، د نشنلسټي تور پرې لګول زمونږ او ستاسو د جنایتکارې شمالي ټلوالې د بوینو خولو خبرې دي،،، چې غواړي زمونږ او تاسو وروڼه قومونه پرې تېر باسي، خو دا قومونه به ډېر ژر یا وروسته حقیقت درک کوي لکه څنګه چې یې نښې نښانې هم مونږ او تاسو ته څرګندې دي.

اسلامي اساساتو ته رجوع، افغاني ملي وحدت ته د رسېدو تر ټولو غوره تضمین دی !


Naeem sadat
09.11.2011

ګراڼو وروڼو او محترم عادل صاحب السلام علیکم

عادل صاحب ، زه کاملاَ دا درسره منم چی نیشنلیزم چی نوم یی د کاپی دنشنلیزم سره داسی پیوند خوړلی چی ډیرو خلکو ته یی بیلول یا چڼول غیر ممکن دی په اسلام کی مردود دی یعنی کاپی دنشنلیزم مردود ده

خو ته خو به دا راسره منی چی عدالت داسلام دمبارک دین یوه ډیره مهمه برخه ده

که چیری یو څوک وغواړی چی ( دموسی (ع)په څیر چی خپل قوم یی د مصریانو له ظلم او استعمار څخه خلاص کړ ) خپل قوم د نورو دظلم نه خلاص کړی او دعدالت د تامیندو پوری دخپل قوم په څنګ کی ودریږی داسی نیشنلیزم نه تنها چی مردود نه دی بلکی ثواب هم لری یعنی دا خو به راسره منی چی د عدالت تامینول یو اسلامی کار ده او کول یی ثواب لری
زما مطلب له واقعی نیشنلیزم څخه دا وو

او هغه کاپی د نیشنلیزم چی ما پاس اشاره ورته وکړه کاملاً مردود ده
او هغه څوک چی نن د اشغالګرو په دسترخوان را ټول شوی ټول کاپۍ دنیشنلیزم یا نقلی نشنلیزم ده یعنی مړتتان دی

او دطالبانو په باره کی ما لیکلی چی (د اسلامی عدالت قیام چی د جهان په سطحه دټولو قومونو لپاره دعدالت تامینول غواړی + پښتنی واقعی نیشنلیزم چی په افغانستان یا په منطقه کی د عدالت تامینول غواړی )یعنی د د اسلامی عدالت دقیام سره مظلوم او محروم قومونه د عدالت د پلی کیدو لپاره يو ځای کیږی او د اسلامی عدالت د پلی کیدو لپاره د اسلامی عدالت دقیام تر رهبری لاندی د ظلم او فساد په مقابل کی مقدس جهاد کوی

نو دا دا معنا نلری چی د طالبانو د تحریک ظهور د پښتنی اصلی نیشنلیزم افراطی ظهور ده ، ځکه چی ټول مظلوم او محروم قومونه داسلامی عدالت د پلی کیدو لپاره د د اسلامی عدالت د قیام سره یو ځای کیږی او دا چی پښتانه له ټولو نه ډیر مظلوم قوم دی نو له ټولو اول یی د اسلامی عدالت قیام ته د یو ځای کیدو په موخه ورودانګل


سلامونه

tandar
09.11.2011

سلامونه
چه هر کله يوه موضوع رامينځ شي نو حتمي به يو نفر په کي داسلام نه يو څه ورزياتوي درحاليکه هغه موضوع په اسلام پوري هيڅ ارتباط نه نيسي ځکه په هغي کي په اسلام نه تعرض شويدي او نه خلاف داسلام کوم عمل دي
نو ماته د امان الله خان دتبعيديدو زمان راپه ياد شي چه عامل همدغه ملايان وه او دچا په شيطاني سره؟
نن ٧٥ فيصده پوښتانه په بله ژبه خپل دولتي ټول امورات مخکي بياې ولي؟
ددي عامل څوک او څه شي وه؟
دبعضي پښتنو بچيان دکابل په ښارکي خصوصا شهرنو کي په پښتو ژبه شرميږي اصلا خبري پري نه کوي ولي؟
ولي دخپلي ژبي او کلتور نه ورو ورو پښتانه محروميږي؟
په جنګ او وينه تويولو کي خو بيا پوښتانه په سنګر کي ورته ناست وي که داسي نه وي دا ٣٠ کلنه خونړي جګړه ې شاهده نه ده؟
نن څوک جنګيږي ؟ که په دي هم سترګي پټول کيږي؟
څوک داشغالګرو سره په ټغر ناست دي نه ې ويني؟
نو ملا صيب زما پوښتنه داده ،چه يو ورور،،افغان ګفته،، بهرني اشغالګر سره جوګه په جوګه بل ورور ،،پښتون،، وژني سزا ې څه ده ؟
او دلته اسلام څه واې؟
هغه متل مو اوريدلي ،ازادي،ننګ ناموس ، او ميلمه پالنه کي پښتون نيم قران نه دي منلي
په ژبه مو دکلنو راهيسي تعرض شويدي نن مو په وطن او ناموس شوي او کيږي بعضي مونږ ته شريعت او اسلام سبق راکوي چه دا مردود او دا داسي او داسي دي
وه وروره نن دشمن زما نابودي پسي راخيستي ده ته ماته اسلام تشريح کوي
لاالله الله محمدالرسول الله زه مسلمان يم پلار مي مسلمان و نيکه مي مسلمان و
نبيره مي مسلمانه وه او ده ،راشه وګوره چه دشمن راباندي څه کوي په خپل کور کي ې نا ارامه کړي يم ،په ځپله ژبه ليکل او لوستل حق نه لرم ،نن په کور هم راننوتلي دي ،اسلام څه واي چه زه له دشمن سره څه بايد وکړم؟
مننه
زه کابلي پيښوري صيب دمکتب له وخته پيژنم او خپلي ليکني ته ې څه ښکلي سرخط ورکړيدي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

[color=red:63c1a06ee2]ژبه دانسانيت او هويت معېار ،سره دګډ ژوندکولو اوڅښتن پېژندلو وسيله [/color:63c1a06ee2]

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : شينواری ، کابلی ـــ پېښوری
نېټه : ١٨ / ٨ / ١٣٩٠ | 2011-11-09

له ټولو لومړی دښاغلي حبيب الله ( غمخور ) خبره« هرڅوک دې ليکنې په خپل نوم وکړي » پرځاې ده .
دووم ـــ راځۍ چې کنځل کو ل پرېږدو .
درېم ـــ باېد ځان بلد کړو ، چې : هغه څوک چې ېو څه ليکي ، په هيڅ ډول دهغې نا سمتوب نه مني ،هغه همهغه پوهېږي او دا تاوان نه لري .
بل داهم څرګندول غواړم چې : دجرمني ژبې ستونزې له پښتونه کمې نه دي ، خو ددوې په پرمختګ ېې دکمښت (منفي) اغېزه نه ده کړې . زه په دې اند ېم چې : تر څو ېو کس ېا څېړونکې ډله په سانسکرت ، لاتېن ، او عربي پوهـ نه شي پښتو ته ډېر څه نه سي کولی .
دابه غولونکې وي ، چې وواېو چې : ېو څوک دې دخپلې ژبې سره مينه ونه لري .
دپخواني شوروي اتحاد او د ايران د«توده » ګوند دټولوناوړه هڅو سره سره ېې له پښتنو نه پښتونواله وا نه خستله ، اوپه همدې ډول په اسلا مي ګوند کې .
دشلمې پېړۍ دفلسفې غوره برخه ( څېړنيزه ـــ شننيره « تحليلي » ) فلسفه وه .
زه په دې هکله په تېروتنه کې له ستر څښتن نه بخښنه غواړم ، او د ېوې پېچلې برخې ( څښتن «خداې » ) ېادونه کوم .
د « څښتن » ګړ دهر د انسان دپاره ، دهغه دپوهې دکچې دپراختېا له مخې ، داسې لاسبری دی ، چې : انسان پخپله او هرڅه چې دی ېې پېژني ، په هغو کې ، او له هغو هه خوا (لوړ ،...) دی ، موږ ېې له هغه په ټيټو(په قدرتونو) ، او ېوازې « ګړ » کې پېژنو او «لمانځنه ـــ ستاېنه » ېې کوو .
د« ګړ » ېا « وی » ېادونه په ېوناني فلسفه کې د(ايډې )په توګه لومړی وار د سکراتس (سقراط ) دشاګرد پلاتون (افلاتون ) له خوا رامنځ ته شوې .
دسانسکرت دژبې جوړښت د« ګړ » ژوروالی ، له ېوناني فېلسوفانو سلونه ــ سلونه کلونه وراړوي . : دسانسکرت ژبه دکړو (کولو) له مخې دوه ډوله فعلونه لري ، چې ېو ډول ېې ېوازې دبل دپاره ــــ او ډېر ېې هم د څښتن د (لمانځنې ــ ستاېنې ) دي .
دشخصي ضمير ونه ېوازې دوه ( زه ، ته ) او ډېر ېې ( موږ ، تاسو ) لري .
ترې پوهېدل (مطلب ) دادی ، چې : ېوازې ژبه ( دشتو مغزي نيو او ورکړه) ده ، چې د نيچې (المانی فلسوف ) خبره ،چې : انسان ېې له بې سا (بې روحه ) او ساوالو په پرتله څو ګامه څښتن ته ور نژدې کړی دی .
زه له( ۴۰ ) کلونو را هيسې دژبو دجورښت سه سر او کار لرم . دما دکار پاېلې د نورو سره سر تر پاېه توپير لري . له همدې وېرې ېې مډېا ته نه شم ويستلی ، چې خداې دې ېې ونه کړي ، چې د بې ځاېه ستونزو سره مخامخ شم .
په نړۍ کې هرڅه منظم دي او هر بدلون په نظم پرمخ ځي .
هره ژبه ( اېن داپريکا دکوهسان ژبه چې دژبې په تړک ، شپېلي ، وږو او سر په ښورولو سره پوهوي ، ېوسستم لري .
ماته داسې څرګنده شوه ، چې پښتانه پوهان اوس دپښتو په علمي رغونه کې لا پرمخ ځي .
ما هم دمسلک له مخې نه ، خو د مينې او عقيدې له مخې په دې هکله لږ زړه خوړلی دي .
kitabtoon ما ددې زړه خوراک نتجه په
نومې انترنتي پاڼه کې خوره کړې ده . زه ټولو با احساسه زورېدلو ورونو ته په ډاګ واېم چې دتاسو ګوته نيونه رغوونکې ده ، اوما پوره کوي .
ستاسو دنظر په هيله
دتاسو شينواری ، کابلی ـــ پېښوری


pattang
10.11.2011

نعيم خانه وروره اباد اوسې ، خدای پاک دې پښتانه نور هم هوښيار کړي٠
مننه روغ او فعال اوسې !


pattang
10.11.2011

کابلي واله ته !
ېم ([color=red:88a325f979]يم[/color:88a325f979])چې : تر څو ېو(يو) کس ېا (يا) څېړونکې ډله په سانسکرت ( ؟؟؟)، لاتېن(تين , لا تاين ) ، او عربي پو هنه شي پښتو ته ډېر څه نه سي کولی . دابه غولونکې وي ، چې وواېو (يو)چې : ېو(يو) څوک دې دخپلې ژبې سره مينه ونه لري .....

ولې نه ? د نورو ژبو architectureله پښتوسره تړلی دی ، فاعل ، صفت ، فعل
نر ، ښځه ،اکتيو(خوځښت) ، پسيو (سکون بې خوځښته ) ......
او ډېره مهمه جملې جوړول دي چې ګډ ه مهنديسي پکښې ليدل کېږي٠


عادل عادل
12.11.2011

السلام علیکم

[quote:5c2789a934]عادل صاحب ، زه کاملاَ دا درسره منم چی نیشنلیزم چی نوم یی د کاپی دنشنلیزم سره داسی پیوند خوړلی چی ډیرو خلکو ته یی بیلول یا چڼول غیر ممکن دی په اسلام کی مردود دی یعنی کاپی دنشنلیزم مردود ده

خو ته خو به دا راسره منی چی عدالت داسلام دمبارک دین یوه ډیره مهمه برخه ده

که چیری یو څوک وغواړی چی ( دموسی (ع)په څیر چی خپل قوم یی د مصریانو له ظلم او استعمار څخه خلاص کړ ) خپل قوم د نورو دظلم نه خلاص کړی او دعدالت د تامیندو پوری دخپل قوم په څنګ کی ودریږی داسی نیشنلیزم نه تنها چی مردود نه دی بلکی ثواب هم لری یعنی دا خو به راسره منی چی د عدالت تامینول یو اسلامی کار ده او کول یی ثواب لری
زما مطلب له واقعی نیشنلیزم څخه دا وو [/quote:5c2789a934]

دروند ورور نعیم ملتوال صاحب

دا دومره وضاحت مو ځکه وکړ چې غلط او باطل نشنلیزم (کاپي) په غلط شهرت کې تر هغو لوړ او حاکم دی کوم چې تاسو اصلي نومولی او د عدل (نه د ظلم) په قیام کې خپل ځای ته رسي،،، نو دا چې ستاسو مراد په اصل کې د عدل قایمول دي چې په څنډو کې یې ستاسو مراد کړل شوی غیر کاپي نشنلیزم هم ځای ته رسي،،، نو بیا ولې د اسلامي عدل کاملترین او شاملترین نوم نه اخلی ؟

ورته تېروتنه زمونږ ځنې معتقد روڼ اندي هم کوي،،، دوی وایي چې له دیموکراسی څخه زمونږ مراد اسلامي دیموکراسي ده،، هغه نظام رامنځ ته کول دي چې قران کریم یې، د وخت د مصلحتونو د په پام کې نیولو تر څنګ، ارشاد فرمایلی دی ،،،، او ،،،، او ،،، (اوږدول ددې بحث ځای نه دی)،،،، بې خبره لدې چې اسلام له ځانه بشپړ دین دی او له ځانه په شاملو او کاملو اصطلاحتو غني دی او کله هم خودساخته و خودبافته ککړو او له آره مردودو اصطلاحاتو ته په خپله سپېڅلې غېږ کې ځای نه ورکوي.


عنوان

tandar
12.11.2011

دلته دپښتو د ياګانو ،ي،ې،ئ او داسي کلماتو دزده کولو وخت نه دي او نشته او نه ې ځاي دي
هر چا په خپل نوبت خپل امتحان ورکړيدي ،خلقي،پرچي،مجاهد ،،رباني،مزاري،دوستم،زمرودفرش مسعود، سياف ترملا عمره پوري ٥ کاله ډير وخت و که په سياست پوهيدلو او طرفداران ي نن حتي په غرب کي هم کوم منطقي دلايل نه شي وړاندي کولاي، فقط واې ،،ژوندي دي وي طالبان ،، نن ټول پوښتانه جنګيږي ازادي غواړي فقط د طالب نوم ې ورپوري تړلې
او داکفايت نه کوي
مونږ يو ملي قيام، او مردمي دولت غواړو ولو که دهر قومه څخه وي
چه دخاوري تماميت ،ناموس او دملت لپاره وجدانا کار وکړي
مرګ په asi او ټولو دشمنانو
چه بل ته يوه ګوته نيسي ځانته دي ٣ ګوتي نيولي اول دالاندي په سوررنګ سره ټکي هم راته کوم مروج ټکي نه ښکاري که څوک دپښتو او الماني ژبي ګرامر زده کونه غواړي نو لازمه ده چه ځانته مخ ورته خلاص يو څه مرسته به زه شخصا هم ورسره وکړم
مګر نن فقط او فقط دوطن ازادي او دخپلي ژبي او کلتور دساتني او دهغي نه دفاع زمونږ هدف او مطلب دي
بايد په افغانستان کي ټول رسمي امورات په پښتو ژبه دقانون له مخي رسميات پيدا کړي ځکه ٧٥ فيصده دغه ملت پوښتانه تشکيلوي
دپنجابي دي داسي کور وران شي لکه زمونږ چه ورانوي
[quote:3fd010917e="pattang"]کابلي واله ته !
ېم ([color=red:3fd010917e]يم[/color:3fd010917e])چې : تر څو ېو(يو) کس ېا (يا) څېړونکې ډله په سانسکرت ( ؟؟؟)، لاتېن(تين , لا تاين ) ، او عربي پو هنه شي پښتو ته ډېر څه نه [color=red:3fd010917e]سي[/color:3fd010917e] کولی . دابه غولونکې وي ، چې وواېو (يو)چې : ېو(يو) څوک دې دخپلې ژبې سره مينه ونه لري .....

ولې نه ? د نورو ژبو architectureله پښتوسره تړلی دی ، فاعل ، صفت ، فعل
نر ، ښځه ،اکتيو(خوځښت) ، پسيو (سکون بې خوځښته ) ......
او ډېره مهمه جملې جوړول دي چې ګډ ه مهنديسي پکښې ليدل کېږي٠[/quote:3fd010917e]


larghonay laraway
13.11.2011

سلامونه!
رښتيا هم د خواشينۍ خبره ده چې په يو نړيوال کانفرنس کې چې د افغانستان لپاره او د افغانستان په اړه دی خو د افغانانو(پښتنو) ژبه به په کې نه وي!
د دې ټوله پړه د کرزي په غلامه او ګوډ‌اګۍ دورې ده. کرزی په خپله او د ده کابينه په پښتو شرمېږي او ټوله ورځ په پاړسو غږېږي. تاسو که د فاروق وردګ ګډه وډه پښتو واورۍ نو له خندا به ورته تشي ونيسئ. همداراز که د زاخېلوال او نورو وزيرانو پاړسي واورۍ نو هغه څوک چې په پاړسۍ پوهېږي په خدای شرمېږي چې دا څه (... خوري). خو دوی بيا هم په پوره جرأت ګډه وډه پاړسو وايي.
دايې لا څه کوئ که تېره اوونۍ مو د طلوع ټلويزيون سره د ګلاب منګل پاړسي ليدلې وای نو په خندا به مو ځان وژلی وای.
ولې په همدغه کابينه کې ما يو پاړسيوان وزير ونه ليدو چې په پښتو غږيدلی وي. که ډېره ووايي يوه دوه کليمې هغه هم د تمسخر په ډول.
په همدې ترتيب د کرزي د غلامې کړۍ ور هاخوا د ملاعمر بې سواده ډلګۍ ده چې نه په پښتو پوهېږي او نه په اسلام.
نو د کرزي او ملاعمر په ډلګيو د پښتنو او مسلمانانو هسې نوم بد دی نور دوی نه په اسلام پوهېږي او نه خو د خپلې مور خوږې ژبې ته درناوی لري. څه موده وړاندې مې د ملاعمر اعلاميه ولوسته چې په داسې قوي پاړسو يې ليکلې وه تا به ويل که د پښتنې نه بلکې تاجيکې زوی دی.
په هر صورت خبره بايد بل خوا لاړه نه شي او د بن په غونډه راوڅرخي چې که پرېکړې يې منو او که نه يې منو، که د افغانانو په ګټه ده او که په تاوان خو ټول بايد په دې ټينګار وکړو چې د پښتو ژبې شتون اړين دی.
مننه
لرغونی لاروی


pattang
13.11.2011

داهم دي يوو ژورنالست منطق او رياليزم ! خو ملا مت ندی ددالرو بوی يې
سپنږموه ته رسېدلی!
(که ئين کړې اوکه پين کړې داپټی به شين کړې )
دا زوړ متل دی خدای دوکړي چې درست مې ليکلی وي ٠

[quote:72d138b296] ملاعمر بې سواده ډلګۍ ده چې نه په پښتو پوهېږي او نه په اسلام. [/quote:72d138b296]


Naeem sadat
13.11.2011

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

محترم عادل صاحب زه ستا له خبری سره کاملاً موافق یم زموږ مطلب دعدالت تامینول دی ، نن چی زه دپښتنو پخوا کی دریږم دا پدی خاطر چی نن پښتانه ډیر مظلوم دی نه ددی په خاطر چی دپښتنو برتری خدای نخواسته پر بل کوم قوم ثابته کړم

او اصطلاحات بعضی وخت دمجبوریت له کبله استعمالیږی هغه ځکه چی په دی لیکنه کی زه مخاطب وم هغو زلمیانو ته چی په کاپی دنشنلیزم غلط شوی ځکه چی اکثریته هغوی په همدغه اصطلاحاتو پوهیږی

او لاروی ته غواړم چی ووایم
دلته زموږ مطلب تشریفاتی پښتو نه ده ، یعنی چی کوم وزیر دی موږ ته تشریفاتی په پښتو وغږیږی یا د ریس جمهور په تلویزیون کی تشریفاتی په پښتو وغږیږی نو د پښتو ژبی ټول مشکلات به حل شی
یا د تشریفاتی د بعضی وزارتونو نومونه په پښتو شی
یا د تشریفاتی په پوهنتون پوهنتون لیکلی وی نه دا نشګا له دی تشریفاتی کارونو ډیر ستړی شوی یو او ډير پری غولول شوی یو

هر څوک حق لری چی په کومه ژبه یی زړه وغواړی وغږیږی

خو زموږ مطلب دولتی ژبی ده یعنی چی دولتی کار او بار باید په پښتو ژبه وشی نه چی دخلکو خولی وربندی کړو


..Ahmadzai
13.11.2011

[quote:4a91d7e8d9="larghonay laraway"]سلامونه!

د دې ټوله پړه د کرزي په غلامه او ګوډ‌اګۍ دورې ده. کرزی په خپله او د ده کابينه په پښتو شرمېږي او ټوله ورځ په پاړسو غږېږي.

مننه
لرغونی لاروی[/quote:4a91d7e8d9]

لاروی صاحب سلامونه

داسې ښکاري چې کرزي لالا سره د ورځې ډیر وخت تیروې ، نو سوال مې دا دی؟ چې تاسو محترم سره په کومه ژبه ګړیږي؟

مننه


larghonay laraway
14.11.2011

سلامونه!
وايي يو سړی لوږې ډېر پسې اخيستی ؤ نو که دوه کسان به يې سره يو ځای وليدل ده به د هغوی د خبرو په منځ کې ورټوپ کړل: ای دا څه ډوډۍ ډوډۍ کوئ؟
د پتنګ لالا لکه چې دISI په کلدارو سبڼه ونه شوه هره دويمه خبره يې ډالر دي!
خدای مه کړه که زنکندن يې شي هم ډالرډالرډالر ډالر به وايي.
زه خو وايم ډالر دې ورک شي، کلدارې دې ورکې شي، کرزی دې ورک شي او ملاعمر دې ورک شي!
زما هدف ريښتونې، سپېڅلې او منطقي خبره ده!
دغه اوسنی حالت د کرزي او ملاعمر د بې پښتو او بې اسلامه کړنو زېږنده ده!

احمدزی صيب که د کرزي سره مې ډېره ناسته پاسته وای نو د پتنګ صيب په څېر به مې هر وخت ترې دفاع کوله لکه دی چې له پاکستانه دفاع کوي!
نعيم ملتوال خانه!
لومړی خو دا چې ايا تا د دې موضوع سرليک لوستی او که بې ډوله راګډ شوی يي؟
ځکه د موضوع سرليک دی چې په بن غونډه کې به پښتو ژه نه وي!
د ژبې غوښتلو هدف همدا دی چې کرزی دې پرې وغږېږي، پوهنتون دې پرې وليکل شي، خبرې دې پرې وشي او ودې ليکل شي!
زه خو ستا د تشريفاتي په اصطلاح پوه نه شوم چې هدف دې څه دی؟
زه غواړم چې په تشريفاتي وخت کې هم پښتو وي، د اړتيا او جدي حالاتو پر وخت هم پښتو وي او په هر وخت کې وي.
نو دا چې په بن کې نشته ځکه چې کرزی غلام دی او حيثيت نه لري او ملاعمر د امريکا سپاهي دی او مصنوعي جګړه يې جوړه کړې ده.
واه د هغو خلکو پر حالت چې د يو غلام او يو بې سواده او انپړ امير لښکرې دي. د داسې خلکو حيثيت د ګډو د رمې غوندې دي چې هيڅ منطق، شعور او دليل نه لري!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more