نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پتوال
06.08.2011
[quote:2410b3de28="عبدالله خان"]پتوال صاحب هسی اوټی بوټی د ویشتلی زما دسوالونو اولیکنی چی دسرمایه داری په باب می کړی ځوابونه دی نه دی راکړی
ستاسی دځوابونو په انتظار[/quote:2410b3de28]
ګرانه که اول دې په کې يوه جمله غلطه موندلې وای ، بيا که دې ويلي وای چې دا نورې به هم اوتې بوتې دي ، نو بحث به مو پرې کړی و
او ستا هغه مشکلات چې سرمايداري اقتصاد په تيره بيا په لومړيو پړاوونوکې درلودل ما تايد کړي دي ، دلته به يې تکرار وګورې ،
خو هغه مثبتې لاسته راوړنې يې چې درلودې هغه هم ومنه چې په لنډ ډول داوې :
ما درته ليکلي وو چې که تاسو د برژوازي د نيشنليزم يواځې منفي اړخ وينئ نو نو ر ډير ليکونکي منجمله ستاسې هم اندی طاهر خان مسافر يې
مٍثبت اړخ هم ويني او ليکي :
[quote:2410b3de28]نشنلیزم دوه اړخه لری: په اوروپا کی د خپلواکی سبب سوی او په اسیا کی د غلامی. [/quote:2410b3de28]
خو دا چې په اسيا کې هم داستعماري تسلط نه د آزادۍ سوله ييز غورځنګونه هم ملي برژوازي رهبري کړي لکه په هند کې دکانګرس
دملي ګوند په مشرۍ د آزادۍ ګټل او داسې نور....
البته دتيرې پيړۍ په ٦٠ - مو کلونو کې هم د يو شمير افريقايي هيوادونو د آزادۍ پاڅونونه بيا د شوروي اتحاد په ملاتړ کامياب شوي دي .
[color=blue:2410b3de28]
په ټوله کې د امريکا او فرانسې او ورپسې په نورو اروپايي هيوادونو کې برژوازيکي انقلابونه وو ، د هغوی مترقي خصلت
د فيوډاليزم محوه کول دي ، ملي او اجتماعي آزادۍ ، د فکر او بيا آزادي ، د ميډيا آزادي ، د بشر حقوق او وروسته يې دموکراسي ،
ګوندي او غير ګوندي ، پارلماني او غير پارلماني مبارزې ، د ښځو او ځوانانو حقوق او نور رامنځته کړل . [/color:2410b3de28]
[color=red:2410b3de28]په اقتصادي اړخ کې يې ضداخلاقي پايلې هم لرلې چې تا ښې بيان کړې هم دي او ډيرې يې پخپله دوی له منځۀ وړي لکه د ماشومانو ١٢، ١٣ ساعته کار ،
چې اوس نه يواځې ١٢ ساعته نه دی بلکې چور يې له منځه وړی دی . ځينې نورې يې لا شته ، که څه هم ولسونو تر اوسه نه دي منلي .
دا ټول تغيرات چې هرچاته معلوم دي او دلته يې تکرار مطرح کول نور ځای نه لري په داسې حال کې پلي شوي چې نړۍ کې د اسلام هم موجود و،
خو د اقتصادي سيستم په توګه پرې اسلام هېڅدول مثبت يا منفي اغيز نه درلود ، نه په عملي او نه تيوريکي او تبليغي صورت ، څو يې د مخنيوی يا تاييد
له پاره ترې ګټه پورته شوې وای .
تر اوسه پورې صرف دوه متضاد اقتصادي سيستمونه انسانانو پيژندلي دي چې يو يې مصنوعي او له منځه لاړ : او هغه کمونستي يا اشتراکي
سيستم دی چې خصوصي ملکيت نه پيژني . بل نسبتا طبيعي اقتصادي سيستم دی چې د خصوصي ملکيت په ستنو ولاړ دی او په سرمايدارۍ کې
خپل اوج موج ته رسېدلی دی .
نو يو بل دريم اقتصادي سيستم چې نه د خصوصي ملکيت په تلسټ ولاړ وي او نه د اشتراکي ملکيت په ستنو ، څوک نه پيژني ،
هو د خصوصي ملکيت د ريفورم له پاره هم اسلامي او هم سوشل دموکراتيک تصورات شته ، چې د يو ريفورم اجزا تشکيلوي،
خو د سرمايدارۍ اقتصادي سيستم له منځه نه وړي نو انقلابي بدلون هم ورته نشي ويل کېدای . او دا اټکل پر ځای هم دی، ځکه اديان ،
په تيره اسلام يو شمير غوښتنې له اقتصاد څخه لري ، چې په فيوډالي او ماقبل فيوډالي ټولنو کې د اقتصاد اړينې غوښتنې هم وې ، خو سرمايداري
اقتصاد ورته کومه اړتيا نه ده ښودلې .[/color:2410b3de28]
نو ته دې اوس دلايل وړاندې کړه چې کومه جمله په کوم کوم دليل نه منې ؟؟؟؟
خو فکر کوم ته د بشري ټولنې اجتمکاعي اقتصادي پرمختګ
او د هغې انځور د تاريخ د پوهنې په توګه يا نه پيژنې او يا يې نه منې او صرف ذهني سلسلې ته تاريخ وايې که څنګه ؟؟؟
آيا نه منې چې قومې قبايلي ټولنې موجودې وې، د برده دارۍ او مريي لرنې ټولنې ، بيا فيوډالي ټولنې او بيا سرمايداري ټولنې چې
هر يوه تر مخکينۍ لوړه او مترقي وه او د بشري ټولنې دپرمختګ او تکامل ښکارندويي کوي موجودې وې او ده ؟
والسلام !
پتوال
06.08.2011
[quote:50f5e94be2="طاهر مسافر"]پتوال سیب سلام
ستا له لیکنی د علومی د ګلی بوی راځی. دا ځکه وایم چه دوی تر پرون د روسی ډنډوری غږولی او نن بیا د غرب نغاری په غاړه کی اچولی او څڼی ورته اړوی. [/quote:50f5e94be2]
نو ورشه هغه له .... ونيسه ،و ما پريږده !
[quote:50f5e94be2]د آی اس آی خبره:
د غوایی نجیب د خرګری نه وروسته ماتو ملحدینو او د هغوی نوی محافظینو به په پاکستان او دهغوی په بدنیتی پسی اخیستی وه او دا ده ورو ورو یی یو حقیقت ځینی جوړ کړی. وایی که درواغ ډیر تکرار سی نو په رښتیا بدلیږی. دا د نازیانو او که د بل نظام حرفوی درواغجنو خبره د ملحدینو لخوا په کلکه عملی سوی. شاید یو دلیل دا هم وی چه تقریبا ټول افغانان له پاکستان نه بده خاطره لری او ځکه دروغ په رښتیا منی[/quote:50f5e94be2]
نو نجيب او نجيبخېل پرررررر چميان او خلقيان له ..... ويسه ، ماته يې څه خدای دې کړي چې دا نور يې هم په دار يې وځړوې!
[quote:50f5e94be2] په هر حال اوس یی ته هم تکراروی چه پوهیږم د دی انکار په خاطر به ماته د بیعقل خطاب وکړی. دا هم د غربیانو یو تاکتیک دی. [/quote:50f5e94be2]
بې دليله بدګومانۍ او بيځايه تورونه بحث ته مه وړاندې کوه ، دا دښځو ناندرۍ نه دي چې صرف له تورونو لګولو او ظن الجاهليه څخهه کار اخلي ، سم په دليل او ثبوت غږېږه ، په دنيا کې ډير داسې خلک موندلی شې چې ستا دا يا هغه خبره پرې تطبيق کيږي ولې نورو ته يې څه ، د يو ۀ چټلي په بل هم غورځول دا معنی لري چې خپله خوبه حتما په نورو غورځوې !
[quote:50f5e94be2]د پورتنی مقدمی نه وروسته به دا ووایم: د مسلمانانو او د پښتنو د مدافعینو لپاره دا نه ښایی چه د دوی د عزت د ساتونکو کمزوری د خپل ژوند هدف وګرځوی.[/quote:50f5e94be2]
په يو شرط چې د پښتنو دفاع په نوروافغانانو مسلمانانو تيری اودهغوی زيان نه رامنځته کوي، هېڅوک حق نه لري د نورو ورونو قومونو سره
له مشورې او هوکړې ته له رسيېدو پرته د ټول افغانستان په اړه تصميم ونيسي او هغه هم بيا ددوی پر ځای د وطن له دوښمنانولکه ISI په مشوره او همکارئ !
د ISI خو يوه زره همکاري هم د افغانانو ملي ګټو ته د اور تيلی وهل خپل قام او ملت پکې سيزل دي !
ته پوهيږې او خبر يې چې شوروي هم پاکستان او امريکا په ګډه په افغانستان باندې يرغل ته اړ او هڅولی و ؟؟؟؟؟
[quote:50f5e94be2]ما د طالبانو بی اعتمادی چه په پاکستانیانو یی لری اوریدلی. چه ویل به یی د سوال یاری ده نو دا به منی[/quote:50f5e94be2]
چې ياري ستا په سوال ده پنجابي ته ، نۀ تاته د پنجابي په سوال، نو بيا خو دې عذر تر ګناه بدتر دي ، تا طالب ته کوم رزيل بې شرف ويلي و چې زه زه زه د پکوستان غوندي تاريخي دوشمن سره ياري کوه او هغه هم په سوال ؟؟؟ خو انپړ يې انپړ له خپل تاريخ ، ملت او وطن نه خبر نه يې ، اسلام يې درته په خوله کې ايښی او شاته اور غورځوې او خپل ولس پکې سيزې !
[quote:50f5e94be2]که تا غوندی خلکو لیږ له سیاسی هوښیاری نه کار اخیستی وای او د هغوی د انپری ډانډوری مو نه وای غږولی او د هغوی له نظام سره که ښه او که بد وای څه همکاری کړیوای هغه مو په خپلو کارشکنیو نه وای بدنام کړی او د افغانستان له دښمنانو سره اګاهانه او یا نا اګاهانه نوای یوځای شوی نو کیدای سی د پاکستانیانو او د نورو دښمنانه عملونه به مو خنډ کړی وای. [/quote:50f5e94be2]
نام خدا ! څه وای وای ، ISI دې په نامه ملي روڼ اندي نه پريښودل چې د ملاعمر خواته نږدې هم ورشي ، پاتې خو لا ملي ګټورې مشورې ورکول ،
او چاچې د پخواني مجاهد په نامه ملا صيب ته لار ومونده ، د هغه هره ملي مشوره
ملاصاحب د ISI سره له مشورې وروسته رد کړېده !
د ملي پوځ جوړول يې يوه نمونه ده چې تل ISI د ملا عمر په خوله ردوله !
د شمالي اتلاف سره روغه جوړه به د ګډې جرګې طالب ګډونوالو ومنله ، خو کله چې به يې ملا عمر ته ويوړ ه هغه به د ISI تل ردکړه !
نو دا لاندې اص دې هم په طالبانوپه مشرتابه صدق کوي چې
[quote:50f5e94be2]متاسفانه افغانان بی له کوم توپیره د خرابولو استعداد لری او د نیمګړی دیوال پوره کول هیڅ نه منی[/quote:50f5e94be2]
[quote:50f5e94be2]زه ودی ته حیران یم چه دا په نامه لوستی او روڼاندی خلک ولی داسی تاریکبین دی. [/quote:50f5e94be2]
زه د خلقيانو او پرررر چميانو له جناياتو او کرزيخيلو د جناياتو له ليدلو راهيسې د روڼ اندو پلوی نه کوم، خو دا ستا غوندې تنقيدونه په روڼ اندو
د مجاهدينو له خوا هم موجود وو، د طالب په لومړۍ دوره کې هم او اوس بيا د طالبانو له خوا هم ، هر يو چې ديکتاتوري غواړي لومړی په روڼ اندو خوله راپرانيزي ، تاسو ځانونه اصلاح کړئ روڼ اندي به خپل کار کوي ، که تاسود قدرت په وخت اصلاح وای له روڼ اندو به مو هېڅ خطر نه وای احساس کړی،
داسې ښکاري چې غواړئ ددنيا له جابرينو نظامونو سره سيالي وکړئ نو ځکه
دغه ناوړه مثال دليل په توګه راوړئ چې د آزادو تر څنګ :
[quote:50f5e94be2]دنیا ...جابر نظامونه لری خو بیا هم د هغو ځایو خلک د اتفاق او اختلاف نقطی لری. له حاکم نظام سره دواړه د سولی په پلو کی ساتی .[/quote:50f5e94be2] ښا يعنې ملا عمر دې دملي ګټو له پاره دخواجه يين ملا رباني د حاکم نظام سره سوله غوره کړې وه او د ISI په ضد جنګېدۀ ، او که نه ستا خبره
[quote:50f5e94be2] زمونږ ....انپړان بیا په تسلیم ناپذیری باندی افتخار کوی؟؟؟؟[/quote:50f5e94be2].
که دا خبره دې سمه هم وای زما له ليکنو سره تړاو ورکول ستا سې ذهنګيري او پلمه جويي ده :
[quote:50f5e94be2]نو پتوال سیب دا ستا لیکنی هم د داسی په نامه روڼانده تاریکبینانو په جم کی راځی . که یی منی او یا نه هغه ستا خوښه خو زما قضاوت دا دی. [/quote:50f5e94be2]
[quote:50f5e94be2]کیدای سی زه او ته دواړه هر څه ته د یو منتقد په ډول ګورو خو زه بیا هسی نکوم چه د ازادی کاروان باندی وځنډوم او یا یی له ناکامی سره مخ کړم. [/quote:50f5e94be2]
دا آزادي له پنجاپيانو هم آزادي ده ؟ له ISI او القاعدې هم آزادي ده او که يواځې له يوه اړخ څخه آزادي او بل اړخ ته هيواد تسليمول دي - نو بې تفاوته ده چې هر چاته يې تسليم کړئ ؟؟؟؟
د ملت او وطن حق دادی چې هم له اشغالګرو او هم له پنجابيانوپاک او آزاد اوسي !
[quote:50f5e94be2]له یوی خوا طبقاتی جنګ د مکتبیانو او ملایانو په مینځ کی او له بلی خوا د انانیت او خودپسندی او تربګنی .[/quote:50f5e94be2]
دا هم هغه چا ته وايه چې د مکتبيانو په دې جنګ کې يې برخه اخيستي وي ، زمونږ صرف د ملي آزادۍ ، ملت او ملي ګټو موضوع ده چې تير ته په کتو سره
بيا هغسې ظلم پرې ونشي او په حقه سره د هر بهرني ځواک د لاسوهنې مخه نيول واجب بولم . چې اشعالګر وځي وطن آزاد دی بايد نويو دوښمنانو ته لار ونۀ پرانستل شي ، خو څنګه چې طالپان ساده ګان خلک دي د اسپلام ، خلافت ، اميرالم،منيت په نامه يې ISI غولوي، غولولي يې دي او غولوي يې نو اپيل ورته کوو چې له دغه تور څامار څ(خه ځان ليرې وساتئ اوپلمې مه لټوئ چې د امريکا په ضد په هر چا د خپل هيواد خرڅول روا دي !
[quote:50f5e94be2]ښه ده هغه د ډیګری خبره دی رده کړی. خو د انانیت او د پردیو پروپاګندو د چلولو پور لا درباندی پاته دی . [/quote:50f5e94be2]
زه د سخت مستقل نظر خاوند يم، زما يې د بل له پروپاګند سره څه دي (؟) او که څوک د خپل پروپاګند له پاره هم له يو لړ حقايقو څخه سؤ استفاده وکړي
نو ددې له پاره خو حق ويونکي او حقيقت پالونکي له خپل رسالت څخه لاس نه اخلي!. اوس چه د نیوکالیونیزم دوره ده نو نوی لیاری لری او یوه یی دا ده چه مسکین خلک د خپلو په بیعقلی قانع کړی او غربی جاهلان او د هغوی پلویان ورته نابغه وښی. هیله ده په دی فکر وکړی.
. هغه خیر د افغانستان په ازادی او او د اسلام په سرلوړی کی ویینی چه دا لا تر اوسه ډیرو نه ده احساس کړی. د هغه نواقصو د اصلاح لیاره باید وسنجول سی ترڅو دا کورکی مو پوره کور شی.
[quote:50f5e94be2]دا ده ته ځان هوشیار بولی، او په کمونستی او غربی اجتماعی لوزونو خبری کوی، او ځان ته دی د ملا عمر په شخصیت د قضاوت حق هم ورکړی . نو بیا هم زما او د نورو وروڼو په نظر کی کم فهمه ښکاری[/quote:50f5e94be2]
ما کله ځان هوښيار بللی، خو صرف تاسو غوندي کفر نه غږوم، په لغاتو او الفاظو پوهېدل هم کومه ګناه نه بلکې اړين کار دی، او څوک چې
د افغانانو د مشرۍ کولو ادعا لري نو د هر افغان حق دی چې په اړه يې قضاوت وکړي ، که هغه انپړ وي او که فيلسوف د غټو وړو له خوا به پرې خبرې
کيږي ! په ما او تا څوک خبرې نه کوي، که کوي يې بيا هم زما او ستا په ليکنو يې کوي چې کومې سياسي بلا ته ډنګرۍ وهې او که د وطن خير غواړې او ملي اسلامي او ولسواک ارزښتونه ټول ساتل غواړې !
[quote:50f5e94be2]نو اخر چاره به مو څه وی؟ نور جنګونه؟ که ته وایی چه زه یم او زه وایم زه یم خو به دی اوریدلی وی؟ دا ده اوس ثابته شوه چه نه ته یی او نه زه یم.[/quote:50f5e94be2]
زه خو وايم چې زه دې نه وم، اسلام دې وي ، دملي ګټو ساتنه دې وي، د مشروعيت معيار په اندازه ولسواکي دې وي ، که دا ته د ولس له پاره تِضمين کړې
نو ته دې وې، ولس دې وي او نيکمرغي او پرمختګ دې وي
زه نور څه غواړم !
ته هم تائيدوې چې سرخپوشانو لومړی باطله لار نيولې وه او د هند د آزادۍ خبرې کولې [quote:50f5e94be2]او بیا چه ونسو نو د پشتونستان چیغی یی وهلی [/quote:50f5e94be2] يعنې بيا يې باذلې څبرې پريښوې او د حق غږ يې پورته کړ ، که اوس يې دوی نه هم غواړي، د حق چيغه کله سړيږي او بايد سړه هم نشي ځکه چې د حق چيغه ده !
[quote:50f5e94be2]خلافت او که امارت
ترکومه چه زه خبر یم د خلافت په نامه امریکایی قاتله ډلی نور ویروی. او دا چه ته دلته دا خبری راپورته کوی نو نه پوهیږم چه ته خو به د کوم انتی تروریست متخصص په توګه او یا د پنتاګون له طرفه د یوه سیوار نغارچی په توګه دلته نه یی راغلی؟ [/quote:50f5e94be2]
دا پوښتنه دې بايد له خلافت غوښتونکو نه کړې وای ، ما خو د خلافت غوښتنه کله هم نه ده کړې ، نو د يوې موضوع راپورته کول فرق لري چې ايا
ردوي يې او که غوښتنه يې کوي !
که ته د خلافت پلوی نه کوې نو عبد الله خان ملګري ته دې قناعت ورکړه !
، او که پلوی يې کوې نو بيا به ستا او غه چا فرق څه دی چې ستا خبره
[quote:50f5e94be2]دا ډولونه د جاسوسانو وهی [/quote:50f5e94be2]
بيا ليکې :
[quote:50f5e94be2] د دنیا و مظلومو ته پناه ورکول د بین الملل پیژندل شوی قانون دی. دا حق چه ته افغانانو نه اخلی او صرف په سپینپوستو یی لوروی نو نه پوهیږم چه ستا خیر به و افغانانو ته په څه کی ورسیږی. [/quote:50f5e94be2]
ددنيا د پناهندګۍ قانون دادی چې پناهنده د کوربه په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي، سياسي يا پوځي فعاليت نور نشي کولای، نو بن لادن
يا ظواهري حق نه لري چې زمونږ په خاوره کې خپلې جنګي او ترهګرې پروژې پلې کړي که نه فورا بايد له افغان خاورې څخه ويستل شوی وای !