نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اسلامي آمارات که اسلامي دارالخلافة ؟؟؟
پتوال
22.07.2011
السّلام ُعليکم و رحمة ُالله !
د طالب غورځنګ او طالب پاڅون هدف د اسلامي آماراتو بيرته رامنځته کول دي .
څنګه چې آمارات اسلامي دي نو له اسلاميت پرته
بل ملي يا غيرملي حد او پوله نه لري ، نو ځکه به يې په رآس کې اميرالمؤمنين يا خليفه ځای لري .
خليفه د اسلام له پيغمبر وروسته تر قيامته پورې د ټولو مسلمانانو شريک مشترک مشر ته ويل کيږي ، نه داچې د اسلام لومړی خليفه خليفه دی
او دويم دريم يا څلورم بيا خليفه نه و ، او يا له هغوی راوروسته تر نن ورځې او راتلونکو زمانو کې د ټولو مسلمانانو اسلامي مشر ته خليفه نه ، بلکې اميرالمؤمنين ويل کيږي !
په هر صورت د اسامه او ظواهيري له بيعتونو او ISI له بېدرېغه ملاتړ څخه څرګنديږي چې د عربو او ترکيانو له لومړي او دويم اسلامي
له خلافتونو وروسته به دريم خلافت د پنجابيانو وي خو افغانان به يې تش په نامه مخکې کړي وي !
عربواو عربي نيشنليزم ته خو خلافت ډيره ګټه ور سوله، ترکيانو ته هم خلافت يو څه ګټه ورسوله ، که نور څه نه وو ترکې نيشنليزم خو يې راژوندی کړ،
ولې دريم خلافت به پنجابيانو ته دومره ګټه ورسوي چې نه به عربو او نه ترکيانوترې هومره ګټه پورته کړې وي . د ګټې رسول يې
د سياسي ظرفيت پورې اړه لري اودا په پنجابي پاکستان کې له عربو هم زيات دی . له دې کبله يې ترکيانو ته د عربو په پرتله ډيره کمه
ګټه رسولې ، خو پښتنو ته له همدې امله چې٦٥ ٢ کاله حکومت وروسته هم سياسي ظرفيت هډو لري نه، له قربانيو ورکولو پرته
چې په ډېره آسانۍ سره ورته القاعدې اوISI راکښلي دي، نور هېڅ ګټه ونه لري او د ١١ د سپتمبر د پيښې پشان چې تر اوسه يې يواځې
افغانان قرباني شوي دي، د پوځي جنګي قربانيو بار به يواځې ددوی په برخه وي !
او د هغه چا په ځواب کې چې وايي افغانان
دومره سياسي ظرفيت خو لري چې له پنجابي خلافت څخه ګټه پورته کړي، بايد وويل شي : چې که سياسي ظرفيت يې لرلای نو
بيا به يې نه په القاعده دومره ډډه لګوله چې د ١١ د سپتمبر زيان يعنې د افغانستان اشغال يې پر افغانانو تحميل کړاو نه به يې د اشغالګرو
امريکايانو پر ضد بيرته بيا په ISI تکيه کوله ، بلکې يواځې په خپل ملت به يې تکيه کړې وای او د خپل استقلاليت په ساتلو سره به يې
له عربي هيوادونو څخه مرستې اخيستلې !
نن له امريکايانو سره دپاکوستان له اجازې او برخې اخيستلو پرته طالبان خبرې اترې نشي کولای او پاکستان له امريکا سره ددوستۍ په مټ
پر افغانستان هم فشار اچوي چې په سياسي خبرو کې پاکستان ته برخه ورکړي !
خو که طالبانو برعکس په خپل غيور ملت تکيه کړی وای
لومړی به يې افغانستان له لاسه نه وتللی، دويم که له لاسه تللی و بيرته به يې لومړی داوسني افغانستان او بيا د پخواني لوی افغانستان آزادي
ګټلی وای او په دريم قدم کې به يې بيا د اسلامي خلافت موضوع يواځې له عربي دوستانو سره مطرح کړی وای او بس !
په ايبټ آباد کې د اسامه او په نورو پټن ځايونو کې د ظواهيري پټ ساتلو د روښانه کړه چې د پنجابي خلافت له پاره په سمبوليکه توګه اصلا ً
اسامه او اوس ظواهيري په پام کې دي، خو خلافت ته د عبوري دورې له پاره به د لنډ مهال له پاره د پاک- افغان خلافت په راس کې
له افغاني انپړ څخه کار اخيستل کيږي، خو د نورو درې شمالي ګاونډيو هيوادونو د جلبولو او د پنجاب له خوا د پترو دالرو عربي مرستو باندې
د خېټې اچولو له پاره به الظواهيري ته د خليفه مقام خوشې کړي او افغاني مشر ملاعمر او پاکستناي مسلم ليکي مشر ته به
د معاونيت څوکۍ پريږدي . سياسي ، اقتصادي او جيوپوليتيکي ګټې به د پاکوستان او نوم به د القاعدې ، چې په عربي خوځښتونو کې بالکل
تجريد هم پاتې ده ، وي او د قربانۍ ورکولو ډګر به افغانانو ته خوشې وي ! داځل به پنجاب دې هدف ته د رسيدلو له پاره قدرت ته
د طالبانو له رسېدلو سره سم ، چې ليرې نه بريښي په پنجابي داراخلافت کې د افغانستان په ادغام او انحلال لاس پورې کوي
او افغان غول به ورته د انپړانو اتڼ کوي !
Ghairat
25.07.2011
پتوال صيب څوک چې تاريخ پيژني چې څه ته وايي ، لوستی يې وي او او څه نا څه ترې خبر وي ، هغه ته تاريخ برګشت ناپذيره ښکاري
خو انپړو ته تاريخ هم صرف يوه تجربه بريښي او تجربه هغشی دی چې څومره غواړې هومره وارې يې له سره تکرارولی شې .
د انپړو په اند د اسلامي خلافت دور هم د تکرار او بيا تجربه کولو وړ دی ، ځکه چې انپړ له تاريخ نه خبر نه وي ، له سره يې پيژني نه،
نو په يوه تاريخي خلا او تاريخي تيارۀ کې ژوند کوي او د ماشومانو غوندې يې په اړه يوه، نيمه افسانه چيرې له وړوکتوبه اورېدلې وي
او په خيال کې يې پالي وي . دوی اوستون( حال)زه له هغه
وختون (زمان) سره نښلوي چې په تيرتون ( ماِي) کې ١٤ پيړۍ پخوا تير شوی دي . د انپړو دغه لښکر د خپل خيال پلو له امله
د سيمې او ګاونډ د هر دَجّالي قدرت له پاره د ښکار غوړه مړۍ ده چې په خپل جال او لومه کې يې په مذهبي دانه اچولو سره راښکېل کړي
او ددوی له ړانده مذهبي اطاعت څخه ناروا سياسي ګټې پورته کړي. د ايران شيعه ګان د نړيوال شيعه امامت په هدف ناکامه هڅې کوي ،
ځکه چې اهل تشيع هيوادونه خورا محدود دي ، خو د پنجابيانو هڅې د نړيوال سني خلافت په هدف لا تر اوسه پورې ناکامې شوې نه دي .
نور بيا
رښتینی
25.07.2011
تراوستونه پورې دالس کاله کېږې چې روڼاندې دامریکایانو
اوناټو په مټ په هیواد کې واک لرې نو امارت اوخلافت څه کوې
یو کفرپال دولت خو دې جوړ کړې انپړان خو دغرو میلمانه دې
ستاسو په شمول ټول روڼاندې له ټولې نړۍ هیواد ته راغلې او دا
لس کاله بوخت دې
۰
25.07.2011
غیرت خانه نوم دي غیرت دی خو خبري يي بالعکس کوي
فکر کوم تاسو تاریخ بیخي ندی لوستی کنه نو اسلامي خلافت داسي یو دور وو چي دځمکي په مخ يي ساری نه لیدل کیږي او دا ستاسو دولت مو هم ولیده او ګورو يي چي د رښتینی صیب خبره له ټولي دنیا نه روشنفکران را ټول شوي یی خو دافغانستان یو دولت مو جوړ نکړ البتة خپل اکاونټونه مو په پردو بانکونو کي ښه قوي کړل دا درسره منو!
پوه شوی.
-
25.07.2011
ما دې صرف دا اوله فقره ولوسته او نوره مې ونه لوسته ځکه چې تهداب دې ورته غلط ایښی. خو سخت پکې ښوییدلې وې.
چا ویل چې طالبانو په ټولې نړۍ کې د اسلامي خلافت د حاکمیت دعوه کړې؟؟؟
زه خو چې څومره د مطبوعات پرمخ د طالبانو دریځ وینم د هغوی لپاره یوازې او یوازې خپل هیواد مهم دی په پردیو هیوادونو کې اسلامي خلافت قایمول خو ډیره د اټکله لیری خبره ده.
عادل عادل
25.07.2011
السلام علیکم
غیرت صاحب تاسو ته چې خپل خلک یا مسلمانان امپړ ښکاري، ماته ډېره د تعجب خبره ده، نو که دا ووایاست چې دا غیر امپړان څوک دي، ممنون به مو شم، او که وایې چې زه غیرت خان غیر امپړ یم، نو راځه د خدای په توکل د امپړ عادل خان سره په همدې فورم کې یو ګډ ټولی وټاکو تر څو له دواړو څخه، چې په څه کې یې خوښه وي، ازموینه واخلي؟
زه د پوهې او سواد دعوی نلرم ، خو غواړم ستا امپړتوب ثابت کړم !
نور به سره یو شو،،،،، خو په غَولو به ته دروند وې !!!
ځکه ستاسو و پښتو ژبې ته خدمت واقعا د قدر وړ دی هغه دا چې په پورته لیکنه کې مو.... حال ... ته اُوستون، ماضي ته تېرتون او زمان ته وختون کارولي دي.
په پښتو ژبه کې تېر یا تېرول غود یا غودلو ته هم وایي چې ستاسو له تېرتون څخه پدې توګه .......د فحشاوو ځای......... هم فهمېدای شي .
حبیب.
25.07.2011
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
دصادق خبره زه راغلم،
غیرت خانه نوم دی ډیر (دکندهاریانو خبره) نامي دی منګر ته دمومند په خبره بالعکس،
[quote:77cdbde77e="رښتینی"]
ستاسو په شمول ټول روڼاندې له ټولې نړۍ هیواد ته راغلې او دا
لس کاله بوخت دې[/quote:77cdbde77e]خو هیڅ دغیرت کار یی نه وکړ،
بلکی هغه دوخت ګټلی یی هم سر وخوړ،
پتوال
25.07.2011
لومړی محترم رشتيني صيب او بيا نورو درنو ګډونوالو ته سلام او پېرزوينې !
[quote:f8275419a8]یو کفرپال دولت خو دې جوړ کړې انپړان خو دغرو میلمانه دې
ستاسو په شمول ټول روڼاندې له ټولې نړۍ هیواد ته راغلې او دا
لس کاله بوخت دې[/quote:f8275419a8]
١- [quote:f8275419a8]یو کفرپال دولت خو[color=red:f8275419a8] دې [/color:f8275419a8]جوړ کړې [/quote:f8275419a8] يوه غلطه ادعا ده، ځکه ما نه دی جوړ کړی او نه يې پلوی يم ، نو که دا تور دې بيرته واخلې نو منم دې چې رښتينی يې !
٢- [quote:f8275419a8]انپړان خو دغرو میلمانه دي [/quote:f8275419a8]
په دې جمله کې دې همدومره حقيقت دی چې ګڼې تاسو هم تاييد کړې چې :
دغرو مېلمانه امپړان دي !
٣- [quote:f8275419a8]ستاسو په شمول ټول روڼاندې له ټولې نړۍ هیواد ته راغلې [/quote:f8275419a8]
داچې ټول روڼ اندي له ټولې نړئ ځخه افغانستان ته درغلي ښايي دا خبره دې سمه وي، خو داچې وايې (( ستاسې په شمول)) نو حامد صيب هېڅ نه پوهيږم چې تاسوزه چيرې په افغانستان کې ليدلی يم او هغه هم بيا له فاسد ګوډاګې رژيم ترڅنګ ؟ خو که دا مو صرف خوب ليدلی وي نو بيا پرې تعجب نه کوم ، ځکه
ټول خوبونه الهامي نه وي شيطاني خوبونه هم شته، او هغه شيطآن چې ستاسې ددې تير ايستونکي خوب دليدلو اړيزی ګرځېدلی د سخت لعنتی وړ دی !
په دې سر بيره زه ستاسو په ښودل شوي پوهيزي سره په روڼ اندۍ نه وياړم، روڼ اندي نه د داود خان د ملګرو ، نه دخلقيانو ، نه پرچميانو او نه د تنظيمي مشرانو په بڼه ملي کسان راووتل، ټول خپلې ملي ګټې په بهرنيو حمايتګرو وپلورلې، نو له طالبانو څخه ، چې نه پخپله ملي ايديالوژي مني ، بلکې د القاعدې د اسلامستي اټرناسيوناليزم په ليکه روان دي، او نه ملتپال روڼ اندي تر څنګه پرېږدي ، څه ګيله کېدلای شي .
دويم مومند صيب ته سلامونه او نېکې هيلې :
[quote:f8275419a8]کنه نو اسلامي خلافت داسي یو دور وو چي دځمکي په مخ يي ساری نه لیدل کیږي او دا ستاسو دولت مو هم ولیده او ګورو يي چي د رښتینی صیب خبره له ټولي دنیا نه روشنفکران را ټول شوي یی [/quote:f8275419a8]
وروره ما کله په دې خبره شک څرګند کړی چې :
اسلامي خلافت داسي یو دور وو چي دځمکي په مخ يي ساری نه لیدل کیږي ،
دجملې نوره غځولې برخه مو همغه د حامد صيب تور لګونه ده
چې له اعتبآر ه لوېدلې يا ساقطه ده .
٣- کليوال صيب ته هم سلامونه او پپيرزوينې ډالۍ کوم !
[quote:f8275419a8]چا ویل چې طالبانو په ټولې نړۍ کې د اسلامي خلافت د حاکمیت دعوه کړې؟؟؟ [/quote:f8275419a8]
څوک چې ځان د ټولو نړۍ د مسلمانانو ( مؤمنينو) اميرامؤمنين اعلاموي او هغوی خپل اطباع بولي، له القاعدې سره د سپتمبر ١١ تر بريده
ملاتړ او آن دچيچنيا پورې په جهاد کې برخوال هم لري ، خپلې او نورې پولې نه پيژني ، نو د هغه د دارالاماره او دارالاخلافه تر منځ څه
او څومره فرق دي ؟ په دې توګه نو امير المؤمنين نړيوالو ته څه تفهيموي چې نهايي هدف يې څشی دی ؟
له اسلامي آما[color=blue:f8275419a8]رآتو[/color:f8275419a8] اوله [color=red:f8275419a8] اميرالمؤمينَ والمؤمنآتو [/color:f8275419a8]څخه يې نو د القاعدوي اسلامستي انترناسيوناليزم پرته
نور څه هدف و ؟
عادل عادل صيب ته تر ټولو زيات سلامونه او نېکې هيلې !
ستاسو پوښتنه په ټوله کې په انپړ توب او اوستون ،تيرتون او راتلون څرخېدلې ده ، يو هيواد چې ٨٠٪ يې بيسواده لرل او له ٣٠ کالو
راهيسې په کې جنګ جګړې روانې وي او ګډونوال يې رښتيا هم هغه د ګوتو په شمير څو کسه روڼ اندي نه ،بلکې عام عامي
ولس وي نوپر بيسوادۍ = انپړتيا يې سترګې پټول دومره رښتينپالنه نشو گڼلی او د ټولو پاکو او قدر وړ جذباتو سره سره چې لري يې
د خپل هيواد او نړۍ په تاريخ خبر او پوه لښکر ورته نشو ويلی . نو هره تيروتنه چې کوي هم د نړيوالو دوښمنانو او هم د دوستۍ په جامه کې د ګاونډي دوښمنانو له خوا پلان شوې او محاسبه شوې تيروتنې وي چې مسوليت يې صرف د انپړانو په زور او ځواک پورې تړلی دی ! تاسو څه فکر کوئ چې روڼ اندي مو د بهرني لاس
له کبله په څومره جناياتو مرتکب شول نو انپړان به مو دبهرنيو لاسوهنو او لاسلرنو له امله په لازياتو سياسي جناياتو نه مرتکب کيږي ؟
که به زمونږ په دعا کيږي نو الله تعالی دې زمونږ انپړانو ته دا توفيق ورکړي چې له هر ملي سياسي خيانت او جنايت څخه ځانونه وساتلی شي !
نور ماضي ته له پخوا هم تيره او مستقبل ته راتلونکې ويل کېده او اوس هم ورته کاريږي ، نو د تير لفظ ته له فحشاو سره تړاو ورکول له عام
او منطقي تړاو څخه ليرې خبره ده .
صرف ( په راتلونکې کې) چې د (په اينده کې) ميخانيکي ژباړه ده د دوځليزه
(کې کې ) له امله او (په تېره کې) چې د (درګذشته) ټکی په ټکی
ژباړه ده دواړه ټکنۍ او يو څه نامانوس اصطلاحات دي . ګذشته بيا هم د اسم خوند او رنګ لري، ولې تيره بالکل د قيد له قيده نه وځي
او يوه بې خبره مبتدا پاتې کيږي نو د يوۀ غلط مشهود په توګه يې ترويج موندلی دی .
همدارنګه د اوسيزې او راتليزې په خوا کې د تيريزې کارول هم نامانوس ښکاري، نود غټوستونزو له امله چې له راتلونکې تيرې او تيريزې سره يې لرو
د راتلونکې پر ځای به يې له راتلون سره ونه لرو . د زماني چوکاټونو اوستون او تيرتون هم تون د د چوکاټ دنده تر سره کوي او له
ګرامري انحراف څخه يې رغنده رول ډير او د لا مناسبو ټکو تر موندلو پورې يې د کارولو لوښه ډيره ده . په درنښت !
م . ق
25.07.2011
مؤمنانو ورونو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
ټولې خبرې مې ونه لیدلې ځکه چې وخت راسره نه وو خو د موضوع په مرکزي خیال یا مرکزي هسته باندې پوه شوم نو پدې اړه به دومره ووایم چې:
الله دې افغانانو ته دومره همت او توفیق ورکړي چې اسلامي خلافت بیا راژوندي کړي، او داځل د ترکانو نه وروسته د اسلامي خلافت د بیا راژوندي کولو افتخار افغانانو ته په برخه شي، څومره ښه خبره ده غوړي لا غوړي د یو طرف نه اسلامپالنه او له بل طرف نه ملتپالنه.
او الله دې خلیفه هم افغان مؤمن لري که هرڅو انپړ وي بیا هم عرب یا ملحد خو به نه وي.
مننه او درنښت
ًًقرآني
pattang
25.07.2011
ملګرو سلامونه !
غيرت په يوه ائينه کې دوه مخونه ويني ، فرق يې نشي کولی چې کوم يو يې خپل
او کوم يو يې پردی دی ، او که دواړه دې غيرت خان خپل دي ٠
خدای پاک د هر مسلمان له د اسې مرضه وساتي٠
دانپړ کلمه دلاروي ده نور يې دپاڅون سره خپله دوستي اوسياسي رابطه داسې
کلکه ساتلي لکه انګليس او امريکا٠
ښه شوه چې خبره، د ISI له غلامي څخه اوس په اسلامي خلافت بدله شوه !
غيرت خان هغه خبرې ليکي ،کومې چې د غربي ميديا او جاسوسي شبکې يې
په جعلي ډول د اسلام پر ضد خپروي اوسرچينه ترې اخلي ٠
اسلام او مسلمانان اسلا ميست نه پېژني ،دادې غربي نړۍ دروغجن صفت
په اسلام پورې تړل او سپکول دي، داهم اوس دغيرت خان له خولې راوزي ٠
غيرت خان دروڼ انديو نه خبرې کوي خو دغه روڼ اندي وو چې افغانستان يې
خرڅ که او خر څه وي يې او دخپلو چړچو له پاره يا دغربيانو غلامي کوي
او دصليبي سپرو ښي لاسونه دي ، که زه طالب شم او قدرت ولرم دافغانستان
ليدنه به راڅخه ونکړي !٠
غيرت خان طالبان ټکوي خو دبوش خبره :" دعراق حمله دمنځنۍ پېړۍ د صليبي
سپرو حمله ده" اوسربېره دصليبيانو پټ پلا نونه په انګليستان ، امريکا ...
کې د مسلمانانو پر ضد او له منځه وړولو هېروي !
غيرت خان داهم هېره کړې چې دوه ورځې وړاند ې (Breivik) يوه ناروېګي صليبي
فاشست دخپل دولت د رئيس او حکومت ماڼۍ ته اول بمب کېښود اوبيا يې ٩٥
بې ګناه تنکي ځوانان د حکومت کونکي سوسيل ديموکرات ګوند غړي ووژل او
علت داوښود " چې داګوند مسلمانانو ته ځای ورکوي او دا مسلمانان اروپا
اشغالوي او زما داحمله دصليبي سپرو يوه حمله په اسلام باندې ده ، چې له مونږ
ځخه اروپا نيسي او عيسويت له منځه وړي."
خبرې ډېرې سر يې يو!
غيرت خان کله پټکۍ تړي ، کله قره قولي او کله نيکتايې !
کله يوڅه خوږ او کله تريخ شي په طب او ساپوهنه کې کې داسې حالت ته
شيڅوپرين حالت وايې .
پتوال
25.07.2011
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
دروند ورور قراني صاحب موضوع پنجابي پاکستان دی چې غواړي د خپلو تنګنظرانه ګټو له پاره افغانان په تيره طالبان
ورونه استعمال کاندي . که طالبان د پاکستان له اغيز څخه آزاد وای نو ستاسې خبره دا خو غوړي لا غوړي وو چې دخلافت له پاره موفقانه
هلې ځلې وکړای شي، خو داسې نه ده د خلافت د پنجابيانو طرحه ده خو دافغانانو ، په تيره پښتنو او طالبانو د ژوندو خاورې او هيواد
په قيمت يې پلي کول غواړي ، نو طالبان چې څومره ساده، بې سواده او بې تعليمه اوسي هومره پرې پاکستان خپلو هدفونو ته ځان لا ښه
او ژر رسولی شي . په همدې ټکي کې زمونږ او پنجابيانو هدفونه يو د بل پر ضد دي. مونږ د طالبانو بری غواړو نه د پنجابي پاکستان بری ،
خو بنجابيان په ټوله کې بيا خپل بری غواړي او د هغې له پاره له طالبانو او القاعدې څخه سؤ استفاده کوي .
څنګه کېدای شي چې هم طالبان بري ته ورسيږي او هم ISI ونشي کړای چې له پښتنو ، طآلبانو او هم له نورو افغانانو
څخه څه پلاس راوړي يعنې نه يې د خلافتونو او نه اميرُ المؤمنين په نامه و غوليږي او بس !
م . ق
26.07.2011
محترم پتوال صیب،
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
[quote:503467d1a4="پتوال"]
څنګه کېدای شي چې هم طالبان بري ته ورسيږي او هم ISI ونشي کړای چې له پښتنو ، طآلبانو او هم له نورو افغانانو
څخه څه پلاس راوړي يعنې نه يې د خلافتونو او نه اميرُ المؤمنين په نامه و غوليږي او بس ![/quote:503467d1a4]
واقعا ستاسو خدشه پر ځایې ده، ددې مشکل د حل او د حفظ ما تقدم لپاره زه یوه سیاسي طرح تجویز کوم:
ددې ملي او اسلامي ارمان پوره کیدو لپاره چې هم طالبان بري ته ورسي او هم ټول ابتکار خپله د افغانانو په لاس کې پاتې شي، پوهه سیاستمداران، د عالي تحصیلاتو خاوندان، ډاکټران، انجنیران، پروفیسران، استاذان او ژورنالستان محصلین پوهه فوځي جنرالان او نور مسلکي پروفیشنل خلک ټول باید د یو منظم پلان له مخې د طالبانو په صفونو او مشرتابه شوری کې ګډون وکړي، د یو خوانه به په طالبانو کې سیاسي شعور راپیدا کړي، په جیوپولټکس او ستراټیژیکو ګټو به یې پوه کړي د بل خوا نه به د پنجاب نه ټول ابتکار په یوه پلان شوې مرحله واره توګه په لاس کې واخلي، هم به افغانیت هم به اسلامیت لاس ته راشي.
که پدې لاره کې پنجاب او عربان مالي او اخلاقي مرستې بندوي نو د ترکانو ایرانیانو نه دې په موقته ټوکه مرسته د یو سیاسي تړون له مخې او د نورو عجمو مسلمانانو لکه هندي مسلمانانو، او په اروپا کې میشت افغانانو او نورو مسلمانانو څخه د اخلاقي او اسلامي ارزښتونو له مخې مالي مرستې وغوښتل شي. فکر کوم افغانان کولاﺉ شي د پنجاب نه په اسانه د چندو او خیراتونو ابتکار په لاس کې واخلي. :lol: البته دا به صرف د جهاد په دوران کې وي نه د تل لپاره. :idea:
دا صرف یوه طرح او نظر وو ښایې غلط وي او یا سم، په هر صورت د حتمي حل لپاره یوه لاره ضرور ده.
مننه او درنښت
عادل عادل
26.07.2011
السلام علیکم
پتوال صاحب
ستاسو استعداد او تحلیل ته په کتو سره ښایي چې ستاسو د هرې لیکنې په لړ کې د ښاغلي قراني صاحب د تجویز په څېر د حل عملي لارې موجودې وای، چې متاسفانه څرک یې نه لګي، همدا سبب دی چې حتی زما په ګډون ستاسو په محتمل نېک نیت باندې شکونه واردیژي، لکه څنګه چې تاسو طالبان له لیرې د خپل عقل او تحلیل پر مټ ارزوی همداسې یې زه او ډېر نور وروڼه هم ارزوي، نو زما د ارزونې یو ټکی هم دادی چې طالبان وروڼه له نېکه مرغه شنوا غوږونه لري، مثبتو وړاندیزونو ته لبیک وایي، او تر خپله وسه کوښښ کوي چې رغنده او پر ملي اسلامي ګټو ولاړ وړاندیزونو ته د عمل جامه واغوندي.
عبدالله خان
26.07.2011
پتوال صاحب اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
پتوال صاحب ما یو ځل له یوه ایرانی نه پښتنه وکړه ، چی دایران لپاره رضا شا پهلوی ښه وه که خمینی نو ده ځواب راکړ چی واضح خبره ده چی شاه رضا پهلوی ښه وه ، ځکه چی رضا شاه پهلوی ډیر ښه په انګلیسی ژبه ږغیده او د خمینی خو اصلاُ انګلیسی ژبه نه وه زده
اوس ته هم دهغه ایرانی په څیر وایی چی امیرالمومنین ملا محمد عمر انپړ ده ، او لکه چی تاته معلومه ده زموږ داسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) هم انپړ وو چی تر نن ورځی ټول بشریت دده عقل او تفکر ته حیران دی
اوتاته معلومه ده چی حضرت ابوبکر صدیق (رض) دمسلمانانو لومړی خلیفه هم انپړ وو چی تر اوسه پوری چا دده په څیر حکومت نه ده کړی
او تاته به معلومه وی چی حضرت عمر (رض) دمسلمانانو دویم خلیفه هم انپړ وو چی له هسپانیی څخه یی تر افغانستانه پوری خلا فت ورساوه ، او د هسپانی څخه یی تر اندونیزیا پوری یی دخلافت تهداب کیښود
او که په همدی ډول یی راواخلم نو دومره ډیر مثالونه شته چی زموږ په دی بحث کی نه زایږی
او ته د هغه ایرانی په شکل په انپړ توب یا دی هارورډ په ډیپلوم قضاوت مکوه بلکی په اهدافو او ستراتیژیکو سیاستو قضاوت وکړه چی طالبان یی پر مخ بیایی
همدی ستا په نظر انپړو طالبانو داسی ژورو او ستراتیژیکو سیاستونو ته لاس واچاوه چی له کرزی نه نیولی بیا تر تیمور شاه پوری دافغانستان یو حاکم هم نه پری پوهیده او نه اجرا کولای شوای
پتوال صاحب تا لیکلی چی لا تر اوسه په افغانستان کی ملی قاید نه ده راوتلی
نو لدی معلومیږی چی تاسی هم دشعیانو په څیر خپل امام زمان ته منتظر یی تر څو ستاسی امام زمان راووځی او دافغانستان ملی منافی وژغوری
خو زه ډاډګیرنه درکوم چی ستاسی امام زمان به هیڅکله هم را ونه وځی ځکه چی ملی ګرایی یو شیطانی عمل ده او دا دشیطان یوه فتنه ده چی ملیتونه سره جدا کړی او د برتری او ملیت پرستی په نومونو یی په خپلو کی سره وجنګوی
او هر ملی ګرا شخص چی قدرت ته ورسیږی نو خپل جیبونه به ډکوی ددی نه زیات ددوی څه زده نه دی
او هغه ملت به چی دوی یی په زور حکومت ته رسیدلی وی په تشو ترانو او احساساتی خبرو به غلطوی
او اوس به راشو دخلافت موضوع ته
زه نه پوهیږم چی تا څنګه دا تحلیل کړی ،چی له عثمانی خلافت نه یواځی ترکانو او عربانو ګټه پورته کړه
ترکی نشنلیزم دی خلافت نتیجه نه وه بلکی نشنلزم دترکی په مسلمانو خلکو دغربی ابرقدرتونو لخوا په زور ور تحمیل شو د
کله چی اتاترک ترکیی ته راغی او له خلکو به یی پوښتنه کوله چی ته په قوم څوک یی یا ملیت دی کوم دی نو هر چا به ځواب ورکاوه چی ملت می اسلام دی زه مسلمان یم نو ده به سر اوښوراوه اوویل به یی ته دا دخلافت ظلم ته ګوره چی له خلکو یی خپل قوم هیر کړی
او ته وایی چی خلافت صرف دترکانو په ګټه وه ،یا اولنی خلافت دعربانو په ګټه وو پتوال صاحب که ته تاریخی اثار مطالعه کړی نو وبه وینی چی په افغانستان کی ټول علمی پیشرفتونه داول خلافت په دوره کی وه
دفارسی ژبی ټول جهانی شاعران ، فیلوسوفان ، او ساینسی عالمان داول خلافت په دوره کی وه له
یهودانو له ډیر پخوا څخه غوښتل چی دډالرو په څیر جهانی پیسی په دنیا وچلوی او د ملل متحد په څیر جهانی حکومت چی واګ به یی ددوی په لاس کی وی جوړ کړی خو تر څو چی خلافت موجود وو دوی دا کار ونه شوای کولای
او څرنګه چی خلافت ددوی په واسطه په زور او دبعضی بی غیرتو مسلمانانو په کومک ړنګ شو
نو دوی سمدستی جهانی بانک جوړ کړ ډالر یی جهانی پیسی وګرځولی او بغیر لدی چی له چا پوښتنه وکړی ملل متحد یی په ټوله دنیا ومانه او په خپله خوښه یی دملل متحد دامنیت شورا جوړه کړه او تر نن ورځی بغیر له کو م میعاره او بغیر له کوم زمانته ډالر چاپوی او دهمدی ډالرو په زور چی په واقعت کی هیڅ ارزښت نلری او یواځی یو کاغذ دی په ټول جهان حکومت کوی
پداسی حال کی چی ددنیا ۸۰٪ خلګ یی قصدً وږی ساتلی ځکه چی پر اوږی سړی ښه حکومت کیږی
او دوی تر اوسه دټولی دنیا د سروت ۵۳برابره ډالر چاپ ګړی دی او په دی هم بند نه دی او چاپوی یی
که زما په خبرو مو باور نه راځی نو دامریکا فیدرال ریزرف چی یو شخصی سهامی بانک ده او ډالر چاپوی او دډالرو ملکیت لری قانون وګوری
او همدا ستا په نظر دنشنلیزم د کامیابی برکت وو چی نن موږ ټول دډالرو غلامان یو ، که چیرته خلافت موجود وایی نو یهودانو ددنیا په ټولو خلکو داسی لیبی نشوی کولای لکه چی اوس یی کوی اوخامخا به یی ګټه یی موږ ته هم رارسیده
او پاتی شوه دپنجاب دخلافت موضوع
ګرچی زه دیوه قوم برتری په بل قوم په هیڅ صورت نه منم ځکه چی دادی الله (ج) حکم دی
خو ددنیا ډیر سیاستمداران ، عالمان ، او وتلی شخصیتونه په دی نظردی چی یو نوی جهانی قوم په جوړیدودی چی په ټوله دنیا دظلم د حاکم حکومت په ضد را پورته شوی او دا قوم پښتانه دی
او نن د طالبانو محبوبیت په ټولو محرومو ملیتو کی دی حد ته رسیدلی چی هیڅکله یو تحریک یا قوم هم دومره محبوبیت نه لاره
او دی اینده خلافت ریاست نه څوګ له طالبانو اخستلای شی او نه یی څوګ تری غواړی
او په دی هر څوګ ښه پوهیږی چی بغیر له طالبانو نه ( پښتنو) په اسلامی امت کی دډیرو قومونو دشتوالی له وجهی او دیوه قوم داکثریت دنشتوالی له کبله هیڅ قوم دا اینده راتلونکی ریاست نشی کولای
او بیا دا دالله (ج) وعده ده چی مظلوم قومونه به په جهان حاکموی
pattang
26.07.2011
عبدالله خانه سلام عليکم ، ښه راغلې ستړی مشې !
وروره زما او زمونږ شملې دې لوړې کړې، په قلم دې برکت شه.
خدای پاک دې تل د اسلامي او پښتني سنګر ساتنې قدرت در کړي٠
پتوال
26.07.2011
درنو ورونو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
له محترم ورور قراني صاحب او درانده ورور عادل له نظر څرګندونو څخه ډيره مننه ، په تيره بيا د قرآ ني صاحب مبتکرانه او خلاقانه
وړانديز مې ډير خوښ شو. بيطرفه ولې فعال او په مؤمنو مسلمانو افغانانو ورونو باندې د زړه سوانده شخصيتونو نظر همدغسې رغنده ، ارزښتمن او
خپل ولس ته په زړه پورې نظر وي ، الله تعالی دې قرآني صيب ته
نور هم همت، توفيق او خلاقيت ور په برخه کړي چې د حل لارې ولټوي او واقعي ملي، اسلامي او ولسپال علمي شخصيتونه وهڅوي چې
د بهرنيانو د وتلو سره سم دواړه افغاني خواوې ډزبند، ملي سولې او د يوۀ ګډ پراخ بنسټه عبورې حکومت جوړولو ته راوبولي .
په دې حکومت کې بايد هم بېطرفه ولې ملي شخصيتونه يو ثلث ، هم د حکومت اړخ او هم طالبان د يو يو ثلث په شمير ګډون ولري .
مهمه داده چې طالب او حکومتي اړخ سره برابر اوسي څو د هر اړخ هغه نظر تصويب شي چې د بيطرفه ملي شخصيتونو ته د قبول وړ وي ،
نو که طالب او حکومتي اړخ له ٣٥ ٪-٤٠ ٪ پورې هم وي ، بيا هم د يو اړخيزه پرېکړو مخه نيول کيږي، ځکه هر اړخ هم د بل
وړانديز د بيطرفو په ملاتړ ردولی شي او هم خپل وړانديز د بيطرفو ملي شخصيتونو له ملاتړ وروسته په تصويب رسولی شي .
نو که پېطرفه صرف ٢٠٪ هم وي رغنده رول يې له ٤٠٪ برخوالو ډير او پريکنده رول دی ! دلته کميت نه، بلکې کيفيت رول لوبوي
او دا رول بايد بېطرفه ملي کسان ولوبوي او بس!خو له ملي څخه زمونږ مطلب تش په نامه ملتپالان نه دي، چې کومه سياسي ډله يا ګوند لري،
نه نه ، ځکه چې هغوی بيا په بيطرفو کې نشي راتلای او نه يې کوم خدمت له لاسه پوره دی .
د اوس وخت له پاره بايد طالبان د هيواد د ملي عناصرو ملاتړ د يوې کمېټې له لارې راجلب کړي چې غړي يې طالبان نه وي :
يوه مستقله ملي مشورتي کمېټه دې جوړه کړي چې ملي شخصيتونه په کې غړيتوب ولري او طالب مشرتابۀ ته سياسي مشورې ورکړای شي .
دا به د طالبانو ملي حيثيت او اعتبار هم په ملت کې دننه او هم بهر په نړيواله کچه پياوړی کړي . د همدغسې ملي مشورتي کمېټې له لارې
هر څوک چې د طالبانو سره اړيکه نيول غواړي، کارملنه (= همکاري) يا ملاتړ ورسره کوي او يا تش پوښتنې لري چې مطرح يې کړي
اړيکه ټينګه کړي ! له دغسې لارې پرته د ملي شخصيتونو هره اړيکه له طالبانو سره د ISI له خوا تر مرګونې ضربې لاندې راتلای او ددوی
په مرګ تمامېدای شي . حتی په پښتونخوا کې د ملتپالانو په وژلو د لر طالبانو ګومارلو هم د دوی په چارو کې د ISI مستقيمه لاسوهنه
ثابته کړې ده !
۰
27.07.2011
السلام علیکم ورحمةالله
عبدالله خانه ورورکه ستړي مشي پخیر راغلي الله دي تل مونږ سره لره!
وروره په راتلو دي زښت ډیر خوښ شو او لیکنه دي ډیره ښه او حق لیکنه وه
او دا درڅخه غواړو چي داسي سپیني خبري همیشه ولیکي او پدي لار کي د حق کاروان سره ملګري اوسي ملیتیا دي غواړو.
په الله جل جلاله دي سپارم .
ستاسو مومندافغان
پتوال
27.07.2011
عبدالله خانه وروره اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
وروره د خميني او ملاعمر سواد سره نشي مقايسه کېدای ، خميني ډير کتابونه ليکلي او په اسلامي فلسفه هم پوهېده او د اسلامي علومو
له مخې هم د شيعه مذ هبو يو واقعي رهبر ا و د خپل علميت او روحانيت په مټ يې اسلامي انقلاب پلی کړ .هغه ته چې کوم ايراني انپړ او بېسواده
ويلی سخت بد يې کړي دي . د ايران شاه رضا په هېڅ صورت تر خميني لوړ سواد نه درلود او په سياست کې هم ترې خمينی مخکې و .
ملا عمر خو د خپلو طالب عالمانو په منځ کې په اسلامي علم او معرفت کې د لومړۍ درجې خاوند نه دی .
داچې محمد (ص) امي و الله (ج) د قران اسماني سرچينه او اعجاز پرې ثابتولو . د هغه نبوت ليک لوست ته اړتيا نه درلوده .
داچې عرب مسلمانان په لومړی سر کې ټوا انپړ و او وروسته يې د ليک لوست زدکړه او بل ته ورزدکړه واجب کړه، نو د آبوبکر او عمر (رض)
بيسوادي به هم په پيل کې وه ، نۀ تر پايه پورې چې ګواکې د خلافت په اوږدو کې هم بيسواده پاتي وو . سره له دې چې د حکومت کولو له پاره نوره پوهه مهمه وه نه صرف ليک او لوست . ولې په اوسنۍ زمانه کې چې ليک لوست او
تعليمات څومره مهم دي په هغه وخت کې دومره نه وو . انپړ شاهان او قيصران ډير تير شوي چې يو بل ته به يې ليک په بل مامور ليکه او لوسته ، يعنې ليک لوست ته په ډيرو کمو حالاتو کې ضرورت پېښده نو سواد ته اړتيا هم نه وه ، ولې اوس خو سواد لکه سترګې او غوږونه د فکر او تحليل قضاوت او فيصلو هر څه له پاره اړين دي !
[quote:7c220e3df5]
همدی ستا په نظر انپړو طالبانو داسی ژورو او ستراتیژیکو سیاستونو ته لاس واچاوه چی له کرزی نه نیولی بیا تر تیمور شاه پوری دافغانستان یو حاکم هم نه پری پوهیده او نه اجرا کولای شوای .[/quote:7c220e3df5]
دلته تاسې له ټولو طالبانو څخه خبرې کوئ چې پخپله به هم په دې تعميم سره دا خبره بيرته رد کړئ، خو که مطلب مو امير المؤمنين او ور سره څو محدود کسان وي ، نو بيا دا هم ردوئ چې د رهبرۍ دغو څو کسانو
هېڅکله د القاعدې او ISI څخه يو ټکی مرسته نه ده تر لاسه کړې ، نه مشوره ، نه شتراتيژيکي نه ټکټيکي او نه هم سياسي لوژيستيکي او پوځي
مرستې يې ور سره کړي دي ؟ حال داچې د اسلامي حکومت په نامه پاکوستان له هماغه پيل (١٩٤٧) څخه تر ننه پورې دا چغې وهلې چې
پ = پنجاب، ا = افغانستان ،ک = کشمسر، س= سند دی او پاکستان ټول اسلمي سيمه ييز هيوادونه په بر کې رانغاړي او دې هدف ته بايد ورسيږو .
له طالب پرته تر اوسه پورې ددوښمن په دې چل ول هېڅوک نه غولېدل ، ولې انپړو ترې اوس خپل پلان جوړ کړی دي ! دا انپړيزم نه دی څه دی ؟؟؟
[quote:7c220e3df5]پتوال صاحب تا لیکلی چی لا تر اوسه په افغانستان کی ملی قاید نه ده راوتلی [/quote:7c220e3df5]
که افغانستان ملي قايد درلودای نو دومره بي مسوليته به و چې داسامه له خوا د سپتمبر د ١١ بريد د افغانانو د برخليک په قيمت ومني ؟؟؟
او که يې ومني بيا به هم ملي قايد وي ؟؟؟؟؟
[quote:7c220e3df5]ملی ګرایی یو شیطانی عمل ده او دا دشیطان یوه فتنه ده چی ملیتونه سره جدا کړی [/quote:7c220e3df5]
له دې نه خو صرف يو شي ثابتيږي چې طالبان په رښتيا هم نړيوال اسلامي آمارات او خلافت غواړي او د افغان او پنجابي ګډ حکومت چې په سيمه کې د پنجابيانو له اکثريت سره هېڅ قوم سيالي نشي کولای
او يواځې او يواځې د پنجابيانو د حکومت د تعميم سبب ګرځي او بس ، د اسلام دين او ايمان خبره د پنجابيانو له پاره مذرح نه ده ، بلکې ننګه ملي اقتصادي جيو پوليتيکي ګټې دي چې دغسې پان اسلاميزم ته پنجابيان هڅوي او
د طالبانو سياسي انپړ توب دی چې دپنجاب په لومه کې ښکېل او د هغوی ډول ته ګډيږي .
دا سمه ده چې نېشنليزم د برژوازيکي انقلاب سره رامنځته کيږي او دغه انقلاب داتاترک په مشرۍ وشوی او له انګليسي استعمار څخه د آزادۍ سبب شو .
امان الله چې د کار غوندې په نيمه فيوډالي مرحله کې د هغه د مينا د مزل پيښې وکړې نتيجه يې په اسانۍ سره انکليسانو او انګليس صفته متنفيضينو ور خرابه کړه !
داسې بريښي چې تاسې به د سرمايدارۍ مخه هم نيول غواړئ او د خلافت شامل ولسونه لکه ميږې د فقر او افلاس ١٤ پيړۍ ژورو کندو ته ورغورځوئ
او د فيوډالانو د سخاوت طمعې ته کښينئ چې په زکات سربيره خيراتونه هم ډير
وکړي . په دې خو به ستاسو د مسجد د چړيانو ګوزاره وشي ولې نور ولس به له
لوږې طبعا ً وژنئ ، ځکه چې ګټه وټه خو سرمايداري
رامنځته کوي او هغه حرامه ده ! سرمايداري بانکونه او عصري اقتصاد خو ستاسې په وينا ټول د يهودو پلان و چې عملي شوی دي ، او خلافت هم ددوی په واسطه په زور او دبعضی بی غیرتو مسلمانانو په کومک ړنګ شو، که طالبان خلافت رامنځته کوي نو اول بايد سرمايداري له منځه يوسي که څنګه ، او ... [quote:7c220e3df5]که چیرته خلافت موجود وایی نو یهودانو ددنیا په ټولو خلکو داسی لوبی نشوی کولای [/quote:7c220e3df5]او ستاسې داسې نورې خبرې .
[quote:7c220e3df5]خو ددنیا ډیر سیاستمداران ، عالمان ، او وتلی شخصیتونه په دی نظردی چی یو نوی جهانی قوم په جوړیدودی[/quote:7c220e3df5]
او ستاسې په اند [quote:7c220e3df5]دا قوم پښتانه دی [/quote:7c220e3df5]؟؟؟؟
[quote:7c220e3df5]او دی اینده خلافت ریاست نه څوګ له طالبانو اخستلای شی او نه یی څوګ تری غواړی [/quote:7c220e3df5]
يعنې نه يې ترې پنجاب اخلي، نه يې غواړي او که چيرې يې وغواړي هم اخيستلای يې نشي ؟؟؟؟
[quote:7c220e3df5]او په دی هر څوګ ښه پوهیږی چی بغیر له طالبانو نه ( پښتنو) په اسلامی امت کی دډیرو قومونو دشتوالی له وجهی او دیوه قوم داکثریت دنشتوالی له کبله هیڅ قوم دا اینده راتلونکی ریاست نشی کولای [/quote:7c220e3df5]
هرڅوک خو په دې خبر دی چې د نفوس يا آبادۍ او پوځي ځواک له مخې پنجابيان او پنجابي پاکستان هم له له تاجکو، هم ترکمنو اوهم
ازبکو او هم پښتنو څخه لکه مچ و ميږي په سيمه کې ډير دي ، لومړي خو خلافت او آمارات صرف د پنجابستان او افغانستان سره ،
بيا له شمالي ګاونډسره جوړيږي، ايران په منځ کې پروت او په اتومي قدرت سره دسني خلافت د غځولو کلکه مخه نيسي او عربي نړۍ
به له ورايه ورايه درته خولې اوبه پريږدي ، خو په خلافت کې شامېلېدای نشي .
او که شامل هم شي نو د پنجابيانو سره به کلک
وحدت وکړي او پښتانه به له رهبرۍ څخه داسې درته لوټاو کړي چې راشه که يې ګورې ! هو په عسکري کې به د اجيرو پوځيانو کار ترې واخلي !
[quote:7c220e3df5]او بیا دا دالله (ج) وعده ده چی مظلوم قومونه به په جهان حاکموی [/quote:7c220e3df5]
دې ته لا وخت شته ، دا به د قيامت څخه دچا خبره صرف ٤٠ کاله مخکې د حضرت مسيح (ع) دوره او د هغه ډله (قوم) وي .
ځکه چې د هغه په دوره کې نه وسله کار ورکوي ، نه چيچونکی غاښ او نه زهروي نيشونه او نه څوک په وسلو جګړې کوي ، نو د ظلم به بشکه
هم نه وي پاتې !
عبدالله خان
28.07.2011
پتوال صاحب اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
پتوال صاحب دا چی ته خمینی ښه عالم او ښه فیلسوف بولی ډیره عجیبه خبره ده ، ځکه چی خمینی خو د نشنلیزم دورکیدو له ټولو سخته فتوا ورکړی
خو خیر
اوداچی ته خمینی عالم او اسلامی فیلسوف بولی او ملا محمد عمر د هغه ساری نه بولی دا ماته ستا د ( خودکش و بیګانه پرستی ) نښه ښکاری ځکه چی خمینی خو هم له هارورډ نه کوم ډیپلوم نه وو راوړی
او بیا ته وایی چی دطالبانو ستراتیژیک سیاستونه په عموم کښی دټول تحریک نتیجه وه نه دملا محمد عمر شخصی ابتکار
نو دا خو واضح خبره ده چی دا ستراتیژیک سیاستونه د طالبانو په تحریک کی دملا محمد عمر په مشری را منځ ته شوی ، او د هر تحریک مشرته دهغه تحریک ناکامی او کامیابی منصوبیږی . نو له څومره وخته چی ددطالبانو دتحریک مشری د ملا محمد عمر په غاړه ده دطالبانودتحریک ټولی کامیابی او ناکامی ملا محمد عمر ته منصوبیږی
او ته وایی چی دخلیفګانو او اوسنی معاصر وخت سره توپیرلری
نو زه به داوس معاصر وخت مثال درته راوړم
همدا زموږ دمعاصر وخت جهانی فیلسوف سعید جماالدین افغانی هم نه کوم ډیپلوم لاره او نه یی مکتب ویلی وو
او همدا زموږ دمعاصر وخت دپښتو ژبی شاعر او غټ فیلسوف سعید ګل پاچا الفت هم مکتب نه وو ویلی خو ته یا زه دا خبره نشو کولای چی ددی لپاره چی دی خلکو مکتب نه وو ویلی نو دوی عالمان نه وو
او بیا سیاسی علم چندان مکتب ته نه بلکی تفکر ته ضرورت لری
او بیا ملا محمد عمر دی مشری لپاره کافی دینی علمیت لری او دنورو چارو لپاره لازم مشاورین لری
کله چی یو چرسی قیمار باز بی سواده ریاست جمهوری کولای شی نو بیا ولی یی یو دینی عالم نشی کولی
او اوس راځم ستا دی خبری ته چی طالبانو له چا کومک اخیستی او که نه
د کومک اخستل له چانه څه دشرم خبره نه ده دطالبانو لپاره په عربی هیوادو کی ، په پاکستان کی او حتیَ په منځنی اسیا کی چنده ټولیږی
او دډیرو اسلامی ملکونو لوړ رتبه نظامی او ملکی مامورین طالبانو ته خوشبینه دی او کومک ورسره کوی
او بیا د سرحد ها غاړی پښتانه خو په جنګ هم ورسره ولاړ دی
طالبان هیڅ وخت هم دیوه دولت دکومک دتاثیر لاندی ندی راغلی
او دا چی یو دولت دی په غونډه توګه طالبان اکمال کړی داسی هم هیڅکله نه دی شوی بلکی په بعضی اسلامی هیوادونو کښی مشخصی اسلامی کړی له طالبانو سره کومک کوی
نو پدی خاطر طالبان دکومک په خاطر دچا دتاثیر لاندی نه دی راغلی ځکه چی دطالبانو دکومک مرجعه یوه نه ده بلکی په مختلفو هیوادو او مختلفو خلکو پوری تړاو لری او مختلفی مرجعی دی
او پتوال صاحب ما خو واضح درته لیکلی چی ملی قاید یا ستاسی امام زمان به هیڅ وخت رانشی ځکه چی ستاسو لار غلطه ده دوخت سره تطابق نلری ستاسی دوخت قانون له یاده وتلی نن جهان جهانی شوی سیاست جهانی شوی نن نه ملی ګرایی ته بلکی قرانی انقلاب ته دجهان په سطحه زمینه برابره شوی نن دملیتو جنګ نه دی بلکی نن د مظلوم او ظالم تر منځ جنګ دی نن دپښتنو او پنجابیانو جنګ نه دی نن دهر ملیت داکثریتو مظلمو خلکو جنګ له غداری ظالمی حاکمی طبقی سره دی
نن د مظلمو پښتنو جنګ دخپلی هغی ظالمی حاکمی طبقی سره ده چی ۲۵۰ کاله دا مظلوم قوم خرڅ کړی او زورولی یی ده او نتیجه یی همدا دنن ورځی بیسوادی او بدبختی ده
او دا چی طالبان نړیوال اسلامی امارت غواړی دا کومه پټه خبره نه ده
او چی څوک به ددی خلافت ریاست کوی
اول داچی ددی خلافت ریاست به دی مظلمو خلکو په لاس کی وی چی له هر ملیت نه وی اوددی ملی ګرایانو لپاره چی سل هاوو کاله یی دقومونو په وینو تجارت کړی ځای به نه وی
دویم تاسی لیکلی چی د سنیانو په منځ کی اتومی ایران پروت دی او دا خنډ دی دی خلافت لپاره
غواړم درته ووایم چی دا ستاسی د مادی تحلیل نتیجه ده ددی نه معلومیږی چی تاسو په معنویاتو څه عقیده نلری او ایران درته نه ماتیدونکی سپر ښکاری
دایران خلګ تر ۱۶ میلادی پیړی پوری اکثریته سنی مذهبه وو چی وروسته په زور سره د شعیه مذهب پری ومنل شو
او دی مجاهد ملت ته چی ددنیا لوی لوی امپراتوری ګانی نش ټینګیدای نو یو ایران ورته څه دی او دا خنډ به هم دالله (ج) په کومک له مخی جګ شی
او دا خلافت به دپنجاب نه بلکی انشاالله دټولو مسلمانانو به وی او پښتون مجاهد قوم به پکی خاص ځای لری او ریاست به یی کوی
او تاسی لیکلی چی نشتلیزم دبورژوازی انقلاب سره را منځ ته کیږی او دغه انقلاب داتاترک په مشری وشو او له انګلیسی استعمار څخه دازادی سبب شو
دا خبره مطلقه غلطه ده ځکه چی نشنلیزم یو ډیر زوړ مرض دی او په فیوډالی جامعو کی هم نشنلیزم په ډیر قوی صورت سره موجود وو
نشنلزم همیشه د حاکمی طبقی لخوا د مظلمو خلکو د جنګولو په خاطر وجود لاره ، او داد خدای (ج) سره شرک ده او هر نشنلست مشرک ده
او اتا ترک هیڅ کوم انقلاب نه دی کړی بلکی دغربی نړی دګوډاګی په څیر نیول شوی ترکی ته راغی او دغربی قدرتونو په زور یی نشنلیزم دترکی په مسلمانو خلکو په زور ور تحمیل کړ
چی الحمدالله هغه ده اوس دترکی خلګ بیرته داسلام لورته راپه ستنیدو دی او هیڅکله هم اتاترک څوک له انګلیسی استعمار نه نه دی خلاص کړی
پاتی شوه دسرمایداری موضوع
داسلام په مبارک دین کی حلال او با انصافه تجارت روا کاردی
خو دی نن ورځی سرمایه داری چی یهودیان یی پر مخ بیایی ناروا دسود ګټه ده چی دبانکونو لخوا په سود ګټل کیږی او دا قیمتی چی هر کال راځی دهمدی سود نتیجه ده
ځکه چی دامریکا فیدرال ریزرف بانک چی کله ډالر چاپ کړی بیا یی د امریکا دولت ته په دوه فیصده سود په قرض ورکوی او په همدی شکل دامریکا دولت یی نورو بانکونو ته په ۴٪ او ۵٪ په سود قرض ورکوی او بیا یی دا بانکونه دجهان خلکو ته په ۱۵٪ تر ۲۰٪ سود په قرض ورکوی چی دا ټوله حرامه سرمایه داری ده
اوددی ناروا سرمایه داری پرځای به اجتماعی عدالت او اسلامی اقتصاد حاکم وی اوڅوګ به وږی نه وی لکه نن چی ددنیا ۸۰٪ خلګ وږی دی
پتوال
29.07.2011
عبدالله خانه وروره اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
[quote:bed50ed9c2="عبدالله خان"]
پتوال صاحب دا چی ته خمینی ښه عالم او ښه فیلسوف بولی ډیره عجیبه خبره ده ، ځکه چی خمینی خو د نشنلیزم دورکیدو له ټولو سخته فتوا ورکړی[/quote:bed50ed9c2]
له سواد نه مطلب يواځې مکتب، ديپلوم او ډاکتري نه، بلکې ليک لوست او پوهه او پوهنه ده ، نو که څوک اسلامپوه وي او آن داسلام فلسفي افکار هم لري ، کتابونه يې هم ليکلي وي او نېشنليزم هم د اسلامي افکارو له امله نه مني هغه
له هارورډ نه کوم ډیپلوم ته اړتيا نه لري .
د نيشنليزم ترديد له دوه اړخو څخه ممکن او پرځای دی :
ټولې نړۍ شموله ايديالوژۍ چې پر جهان حکومت کول غواړي نيشنليزم په مخ کې يو خنډ بولي او ردوي يې لکه کمونستي او مذهبي ايديالوژۍ
چې پراختيا غواړي .
دويم د نيشنليزم له مترقي پړاو څخه ضدمترقي پړاو ته اوښتل دي چې د هر انقلابي بدلون مخه نيسي . تر څو پورې چې برژوازي ملي او انقلابي وه
مترقي نېشنليزم يې درلود، خو کله چې سرمايداري تجاوزګر پړاو ته رسيږي نيشناليستي اديالوژي يې هم تبعيضي ، تجاوز کار او جنګ غوښتونکی خصلت خپلوي ، سيمه ييزې او آن نړيوالې جګړې زيږوي . نو په دې وخت کې
د ټولو مظلومو ملتونو او طبقاتو له خوا رديږي او هېچاته د منلو وړ نه دی !
داچې فيوډالي نيشنليزم هم وجود درلود له شک پرته هغه هم ارتجاعي نيشنا ليزم و او ناوړه پايلې يې درلودلې !
[quote:bed50ed9c2]او بیا ته وایی چی دطالبانو ستراتیژیک سیاستونه په عموم کښی دټول تحریک نتیجه وه نه دملا محمد عمر شخصی ابتکار[/quote:bed50ed9c2]
ياره داخبره دې له ځانه ليکلې، ما نه ده کړې ، بايد را اقتباس يې کړې ، څو بڼه او تړاو يې هم معلوم شي ، زما په اند خو دا وروستۍ ليکنه چې ته پرې دلته بحث کوې
دغسې کومه جمله نه لري .
[quote:bed50ed9c2]او ته وایی چی دخلیفګانو او اوسنی معاصر وخت سره توپیرلری
نو زه به داوس معاصر وخت مثال درته راوړم
همدا زموږ دمعاصر وخت جهانی فیلسوف سید جماالدین افغانی هم نه کوم ډیپلوم لاره او نه یی مکتب ویلی وو
او همدا زموږ دمعاصر وخت دپښتو ژبی شاعر او غټ فیلسوف سعید ګل پاچا الفت هم مکتب نه وو ویلی خو ته یا زه دا خبره نشو کولای چی ددی لپاره چی دی خلکو مکتب نه وو ویلی نو دوی عالمان نه وو[/quote:bed50ed9c2]
دا يوه غلطفهمي ده چې ته ورسره مخامخ شوی يې ، زه ديني عالمانو او موليانو ته انپړ نه وايم . مولينا فضل رحمن هم شايد دمکتب
پر ځای مدرسه ويلې وي خو چې له سياست سره مخامخ دی ، پوهه او تجربه په کې لري اوس د يو سياسي ګوند مشر دی ، نو نه سياسي انپړ دی او نه
بې علمه انپړ . نوموړي له همدې کبله انتخابات ، شوری او دده په وينا آيين مني ، خو صرف د پاکستان له پاره ، نۀ د افغانستان او طالبانو له پاره .
نو کله چی له همدې قانوني انتخاباتي او پارلماني لارې ستاسې په وينا حتی
[quote:bed50ed9c2]یو چرسی قیمار باز بی سواده ریاست جمهوری کولای شی نو بیا ولی یی یو دینی عالم نشی کولی ؟[/quote:bed50ed9c2]
څو آيا ملا عمر دې لارې ته تن ايښی او يا به يې کيږدي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[quote:bed50ed9c2]او دډیرو اسلامی ملکونو لوړ رتبه نظامی او ملکی مامورین طالبانو ته خوشبینه دی او کومک ورسره کوی[/quote:bed50ed9c2]
آيا د نظامي مامورينو له خوشبينۍ څخه دې مطلب پاکستاني پوځ او ISI هم دي ؟؟؟؟ او پر هراړخيزه پوځي، استخباراتي، سازماني، لوژيستيکي او شتراتيژيکي مرستو يې اعتراف کوې چې طالبانو ته يې رسوي ؟؟؟؟؟؟
[quote:bed50ed9c2]طالبان هیڅ وخت هم دیوه دولت دکومک دتاثیر لاندی ندی راغلی [/quote:bed50ed9c2] بلکې د دولت د قِضايي ، حکومتي، تقنيني قواو پرته
صرف د پوځ د استخباراتو لکه ISI د تاٍثير لاندې دي او نۀ
دا چې [color=red:bed50ed9c2] یو دولت دی په غونډه توګه طالبان اکمال کړی [/color:bed50ed9c2]؟؟؟؟
جزا ک الله مطلب او ددواړو جملو ارتبا ط مو ډير روښانه دی !
[quote:bed50ed9c2]بلکی په بعضی اسلامی هیوادونو کښی مشخصی اسلامی کړی [/quote:bed50ed9c2] لکه مسلم ليګ قاف اوISI (؟) [quote:bed50ed9c2]له طالبانو سره کومک کوی [/quote:bed50ed9c2]؟؟؟؟؟؟
[quote:bed50ed9c2]نن جهان جهانی شوی سیاست جهانی شوی نن نه ملی ګرایی ته بلکی قرانی انقلاب ته دجهان په سطحه زمینه برابره شوی[/quote:bed50ed9c2]
آيانننی عربي انقلاب دې اسلامي انقلاب دی ؟ دموکراتيک انقلاب دی ؟ ملي انقلاب دی ؟ جهاني انقلاب دی ؟
داسې بريښي چې يو هم نه دی ، او بيا هم انقلاب دی ، نو تاسې دې انفلاب ته څه نوم ورکوئ او که هډو منئ يې هم نه چې انقلاب دی ؟؟؟؟؟؟
او که منئ يې ايا همدغسې يو بدلون تاسې هم غواړئ چې د وسلې پر ځای په سوله ييز پاڅون تر سره شي ؟؟؟؟؟
[quote:bed50ed9c2]نن دملیتو جنګ نه دی بلکی نن د مظلوم او ظالم تر منځ جنګ دی [/quote:bed50ed9c2]
ښآ، يعنې د طبقاتو تر منځ طبقاتي جنګ دی ؟؟؟؟
که منکر يې بيا دا څه دي :
[quote:bed50ed9c2]نن دپښتنو او پنجابیانو جنګ نه دی نن دهر ملیت داکثریتو مظلمو خلکو جنګ له غداری [color=blue:bed50ed9c2]ظالمی حاکمی طبقی سره دی[/color:bed50ed9c2][/quote:bed50ed9c2]
د مظلومو طبقاتو او ظالمې او حاکمې طبقي ترمنځ جنګ خو طبقاتي جنګ دی،
هغه څه چې له الحاد پرته نور د کمونستانو د مبارزې ټوله محتوا جوړوي ؟؟؟؟؟
فرق مو همدا شو چې هغوی او وسله واله الحادي طبقاتي مبارزه کوله ، خو تاسو اسلامي طبقاتي جهاد کوئ آو بس ؟؟؟؟؟.
[quote:bed50ed9c2]نن د مظلمو پښتنو جنګ دخپلی هغی ظالمی حاکمی طبقی سره ده چی ۲۵۰ کاله دا مظلوم قوم خرڅ کړی او زورولی یی ده او نتیجه یی همدا دنن ورځی بیسوادی او بدبختی ده[/quote:bed50ed9c2]
دا مظلوم لر او بر پښتون قوم نو دا ٢٥٠ کاله چيرې و، آيا له اسلام او مسلمانۍ هېڅ خبر نه و، لر او بر تل په سګجنګۍ او لوطت بوخت و ، ديني عالمان
او ديني طالبان يې نه درلودل ، چې اوس په مهاجرت کې د لومړي ځل له پاره هغه وخت مسلمانان شول چې کله ورته ISI عاجل اسلامي کورسونه جوړ او مستعجل طالبان يې ترې ورغول ، ايله اوس پوه شول چې پر دوی پخپله د پښتون حاکمې طبقې ظلمونه کړي ؟؟؟؟؟؟ او که برعکس د لمڅونکي دوښمن له خوا ولمسول شول
چې پتاسو غلځيو او هوتکو خو محمدځيو په ظلم او تيري خپله پادشاهي کړې ده
نو نن مو وخت دی چې د اسلام په نامه ترې داغچ واخلئ خو په يو شر ط چې :
د خپل اسلامي استادانو په رهبرئ ( ISI) په واک او مشرۍ به غچ اخلئ ، څوک چې تاسوته د خپلې مشرۍ لاندې د اسلامي خلافت له پاره د جهاد وياړ دربخښي ؟؟؟؟
هو له همدې امله
[quote:bed50ed9c2] چی طالبان نړیوال اسلامی امارت غواړی دا کومه پټه خبره نه ده[/quote:bed50ed9c2]؟؟؟؟
[quote:bed50ed9c2]دویم تاسی لیکلی چی د سنیانو په منځ کی اتومی ایران پروت دی او دا خنډ دی دی خلافت لپاره [/quote:bed50ed9c2]
نه يواځې ايران نه ، بلکې پاکستان چې پنجابي خلافت غواړي هم په همدغه مادي اتومي طاقت تکيه کړې ، له مادي ځواک سربيره ايران
په معنوي مذۀبي لحاظ هم د نړۍ د ټولو شيعه مسلمانانو رهبري په واک کې لري او وسلوال ټکر ورسره دواړو خواو ته د مسلمانانو له وژلو
بله هېڅ ګټه نه لري . که دا ګټه وي نو اوس تاسو ووايئ چې په خپل منځو کې د مسلمانو وژل د يهوديانو او لويديځوالو آرمان نه دی ؟؟؟؟؟
[quote:bed50ed9c2]
او دا خلافت به دپنجاب نه بلکی انشاالله دټولو مسلمانانو به وی او پښتون مجاهد قوم به پکی خاص ځای لری او ریاست به یی کوی[/quote:bed50ed9c2]
پنجابيان خو ليونيان نه دي چې په خپل خلافت کې به له پوځي او استخبراتي چوپړ پرته پښتنو ته بل کوم خاص (سياسي) واک او مقام ورکوي !!!
طالبه وروره داټنګ او ټکور خو دې بالکل له غوږه وباسه !
[quote:bed50ed9c2]او اتا ترک هیڅ کوم انقلاب نه دی کړی بلکی دغربی نړی دګوډاګی په څیر نیول شوی ترکی ته راغی او دغربی قدرتونو په زور یی نشنلیزم دترکی په مسلمانو خلکو په زور ور تحمیل کړ[/quote:bed50ed9c2]
ولې ته په دې منکر يې چې لومړۍ نړيواله جګړه کې ترکيې د جرمني ، يوګوسلاويا او نورو سره سره يوځای د انګليس او فرانسې او نورو متحدينو له خوا ماتې وخوړه او د اتاترک تر پاڅون پورې ترکيه
له ملي آزادي څخه محرومه وه ، اکثره اوسني اسلامي هیوادونه ټول یا د انګلیس استمعار لاس ته ولویدل او یا د فرانسې استعمار ته!!
خلافت په مجموع کې د ځان ساتنې توان نه درلود او دسيد جمال الدين په اټکل سرطان خوړلی و، نو ځکه خو جلا جلا ملي پاڅونو لا چانس
درلود چې بري ته ورسيږي . ترکيې او افغانستان په يوه او عين کال ١٩١٩ کې ملي وکړ او ملي آزادي يې تر لاسه کړه !
د اچې هغه مهال يواځې ويشلی اروپا په خلافت برلاسې شوه ، نو اوس چې د امريکا ،استراليا او جاپان پورې ټول لوېديځ سره متحد
عمل کوي او پوځي اقتصادي او تخنيکي توپير يې هم له اسلامي هيوادونو سره
په اصطلاح د ځمکې او آسمان فرق دی او اسلامي نړۍ هم
ويشلې او پاشلې ده چې په يوۀ مرکز ي خلافت نشي راټولېدای نو پوښتنه داده چې
د الهي معجزې پرته به اول خلافت څنګه منځته راشي او دويم څنګه به خلاف
په لوېذيځ برلاسي شي او تر جوړېدو دمخه به څنګه بيرته ړنګ نشي ؟
هو که الله تعالی د لويديځوالو په خپل منحو کې يوه دريمه نړيواله جګړه رامنځته کړي او اسلامي هيوادونه په پوره سياسي پيوستون سره له جګړې نه ځان ليرې وساتي ، کله چې جګړه ختمه او جنګ ځپلی لويديځ په مجموع کې داسې ضعيف شي چې نور مچان له ځانه نشي شړلی، هله به پر لوېديځ د مسلمانو د
ګډ بري اټکل ريالستي اټکل وي !
له هغې د مخه د هر هيواد د ملي آزادۍ په چوکاټ کې اسلامي رژيمونه رامنځته کول او غښتلي کول يې يواځينۍ ممکنه لار بريښي او بس !
او دا دخلافت خبرې صرف پاکستان او isi د خپل غرض له پاره د انګليس په هوکړه سره رامنځته کړې دي او د افغانستان د ساده بوده
طالبانو د غولولو له پاره د يوۀ دام او لومې په توګه رامنځته کړې دي او بس !
pattang
30.07.2011
انډيواله افرين ستا په نبوغ ، خره په ځان پورې مه خندوه !
دالاندې خبرې دې نه اسلامي دي نه هوښياري اونه پښتني .
ستا له خبرو څخه د پښتنو د نه يووالي ، شيطاني ، لاسوهنې داسې بوی راځې
لکه چې دشمال له لنډغرو سره چې پټ کلک اتحاد لرې ،
هم هغه دزړو خلکو خبره:
" په پښتو ليکلو او خبرو يې مه غلطېږۍ " .
ځينې وخت اوبه در باندې راځي او خوبونه وينې ،يواوارې بيا فکر وکړه زاړه
نوټونه دې ولونه او خبرې دې روغې ليکه!
[quote:8a6d25def6]دا مظلوم لر او بر پښتون قوم نو دا ٢٥٠ کاله چيرې و، آيا له اسلام او مسلمانۍ هېڅ خبر نه و، لر او بر تل په سګجنګۍ او لوطت بوخت و ، ديني عالمان
او ديني طالبان يې نه درلودل ، چې اوس په مهاجرت کې د لومړي ځل له پاره هغه وخت مسلمانان شول چې کله ورته ISI عاجل اسلامي کورسونه جوړ او مستعجل طالبان يې ترې ورغول ، ايله اوس پوه شول چې پر دوی پخپله د پښتون حاکمې طبقې ظلمونه کړي ؟؟؟؟؟؟ او که برعکس د لمڅونکي دوښمن له خوا ولمسول شول
چې پتاسو غلځيو او هوتکو خو محمدځيو په ظلم او تيري خپله پادشاهي کړې ده
نو نن مو وخت دی چې د اسلام په نامه ترې داغچ واخلئ خو په يو شر ط چې :
د خپل اسلامي استادانو په رهبرئ ( ISI) په واک او مشرۍ به غچ اخلئ ، څوک چې تاسوته د خپلې مشرۍ لاندې د اسلامي خلافت له پاره د جهاد وياړ دربخښي [/quote:8a6d25def6]
پتوال
30.07.2011
پتنګ خان ليکي :
[quote:5a32e1bedb]ستا له خبرو څخه د پښتنو د نه يووالي ، شيطاني ، لاسوهنې داسې بوی راځې لکه چې دشمال له لنډغرو سره چې پټ کلک اتحاد لرې ،
[/quote:5a32e1bedb]"
:lol: :lol: :lol:
[quote:5a32e1bedb]انډيواله افرين ستا په نبوغ ، خره په ځان پورې مه خندوه ! [/quote:5a32e1bedb]
:lol: :lol: :lol: :lol:
پتنګ خانه زه باور لرم چې انسان د انسانيت پورې نه خاندي ، پاتې شول خرۀ :
خرۀ دې نو خاندي خير دی !
[quote:5a32e1bedb]دالاندې خبرې دې نه اسلامي دي نه هوښياري اونه پښتني [/quote:5a32e1bedb]
اسلامي خو دي ، ځکه چې د بهرنيانو ويستل او د ملي سولې
حکومت غواړي، چې د پښتنو ، پښتو او پښتونولۍ په خير هم دی ، داچې ته خپل خير د بل په بې خيرۍ کې لټوې او هغې ته بيا پښتنې
او هوښيارې خبرې وايي ، نودا ستا سرزوري ده او د سرزورۍ په توګه به يې درسره ومنم ، خو نه ديو اسلامي، پښتنې او هوښيار قضاوت په توګه !
[quote:5a32e1bedb]ستا له خبرو څخه د پښتنو د نه يووالي ، شيطاني ، لاسوهنې داسې بوی راځې لکه چې دشمال له لنډغرو سره چې پټ کلک اتحاد لرې [/quote:5a32e1bedb]
فکر نه کوم چې دا بوی زما له خبرو درغلی وي، دا بوی به لا دمخه ستا په سپېږمو يا غوږونو کې تيار پروت وي او دنورو په خبرو به همغه خپل
ذهنيت دماغ ته در ديکه کوي ، نو که ددې بوی سره د چا د ښو خبرو پسې هم ونه ګرځې دخپلو سوږمو له بوی څخه به هم خوندي اوسې !
[quote:5a32e1bedb]ځينې وخت اوبه در باندې راځي او خوبونه وينې ،يواوارې بيا فکر وکړه زاړه نوټونه دې ولونه او خبرې دې روغې ليکه! [/quote:5a32e1bedb]
وروره څوک چې د وطن او ټول ملت د ژغورلو د فکر پر ځای صرف د يوې ډلې دغچ او انتقام غوښتنې په لمبو کې سوزي ، هغه به بل ته څه لاره وښودلی شي ،
نو ډېره مننه ستا له لار ښودنې څخه !
طاهر مسافر
31.07.2011
پتوال سیب سلام
ستاسی لیکنی او ځوابونه می په سرسری شکل وویل. هغه د فرقانی سیب خبره مطلب می ځینی واخیست او ستا په مقابل کی د ورور عبدالله لکنه می خوښه سوه ځکه هغه زما د خولی خبره کړی وه.
پتوال سیب
ستا له لیکنی د علومی د ګلی بوی راځی. دا ځکه وایم چه دوی تر پرون د روسی ډنډوری غږولی او نن بیا د غرب نغاری په غاړه کی اچولی او څڼی ورته اړوی.
د آی اس آی خبره:
د غوایی نجیب د خرګری نه وروسته ماتو ملحدینو او د هغوی نوی محافظینو به په پاکستان او دهغوی په بدنیتی پسی اخیستی وه او دا ده ورو ورو یی یو حقیقت ځینی جوړ کړی. وایی که درواغ ډیر تکرار سی نو په رښتیا بدلیږی. دا د نازیانو او که د بل نظام حرفوی درواغجنو خبره د ملحدینو لخوا په کلکه عملی سوی. شاید یو دلیل دا هم وی چه تقریبا ټول افغانان له پاکستان نه بده خاطره لری او ځکه دروغ په رښتیا منی. په هر حال اوس یی ته هم تکراروی چه پوهیږم د دی انکار په خاطر به ماته د بیعقل خطاب وکړی. دا هم د غربیانو یو تاکتیک دی.
د پورتنی مقدمی نه وروسته به دا ووایم: د مسلمانانو او د پښتنو د مدافعینو لپاره دا نه ښایی چه د دوی د عزت د ساتونکو کمزوری د خپل ژوند هدف وګرځوی. دا ټاپی چه ته لګوی دا نه د اسلام نه د افغانستان په ګټه دی او نه د پښتنو.
ما د طالبانو بی اعتمادی چه په پاکستانیانو یی لری اوریدلی. چه ویل به یی د سوال یاری ده نو دا به منی. که تا غوندی خلکو لیږ له سیاسی هوښیاری نه کار اخیستی وای او د هغوی د انپری ډانډوری مو نه وای غږولی او د هغوی له نظام سره که ښه او که بد وای څه همکاری کړیوای هغه مو په خپلو کارشکنیو نه وای بدنام کړی او د افغانستان له دښمنانو سره اګاهانه او یا نا اګاهانه نوای یوځای شوی نو کیدای سی د پاکستانیانو او د نورو دښمنانه عملونه به مو خنډ کړی وای. خو متاسفانه افغانان بی له کوم توپیره د خرابولو استعداد لری او د نیمګړی دیوال پوره کول هیڅ نه منی. هغه د کونډی د نوی ناپوه میړه خبره ده چه دی نوی جوړوی او د لالا په غار یی نه منډی.
زه ودی ته حیران یم چه دا په نامه لوستی او روڼاندی خلک ولی داسی تاریکبین دی. د جهان د نظامونو د اصولو ځان ټولمشر بولی خو د هغوی په عمل کی بیا صفر وی. دنیا آزاد او جابر نظامونه لری خو بیا هم د هغو ځایو خلک د اتفاق او اختلاف نقطی لری. له حاکم نظام سره دواړه د سولی په پلو کی ساتی. زمونږ لوستی انپړان بیا په تسلیم ناپذیری باندی افتخار کوی. دوی و وارداتی ایدیالوژی ته ډیر مخلص او د افغانستان و خلکو ته ډیر مضر تمام سوی.
نو پتوال سیب دا ستا لیکنی هم د داسی په نامه روڼانده تاریکبینانو په جم کی راځی. که یی منی او یا نه هغه ستا خوښه خو زما قضاوت دا دی. کیدای سی زه او ته دواړه هر څه ته د یو منتقد په ډول ګورو خو زه بیا هسی نکوم چه د ازادی کاروان باندی وځنډوم او یا یی له ناکامی سره مخ کړم.
د ملا عمر انپړی:
د افغانانو د بل مرض په ناروغتیا ته هم اخته یی. له یوی خوا طبقاتی جنګ د مکتبیانو او ملایانو په مینځ کی او له بلی خوا د انانیت او خودپسندی او تربګنی. پکه دا دی له بله سپکه چه همدا د انپری خبری د امریکایانو لخوا را پیل شوی چه اوس یی ته هم په خرپ تکراروی.
ښه ده هغه د ډیګری خبره دی رده کړی. خو د انانیت او د پردیو پروپاګندو د چلولو پور لا درباندی پاته دی.
دا مسلمه خبره ده چه په انګلیسی څوک نه پوهان کیږی. ډیر امریکایان او انګریزان مطلق بیعقله دی، او حتی تعلیم والا هم. بوش یی ښه مثال دی.
که له ډیکری نه ورتیر شو نو د مالیزیا عبد الله بدوی ملا وو. او بیا د پاکستان زرداری قانونپوه دی، خو دواړه په بی کفایتی مشهور سوی. دا معلومه نه ده چه دا تبلیغات دی او که رښتیا خو دواړه د امریکا په رهبری ډیر مخالفین لری.
زما یو استاد چه اوس د قانون یو پوهنځی د هغه په نامه ویاړیږی د یوه اکسپورډ نه راوتلی جاهل رهبر لخوا په لیونی يادیده ځکه زما استاد د اسلام طرفدار وو. د دی ټولو خبرو معنی دا ده چه د انپر ټاپی د غربیانو لخوا په خپلو مخالفینو خصوصا اسلام او مسلمانانو باندی د سلهاوو کلنو دود دی. که یی دا نه وای کړی نو بیا به کالونیالیزم نه وو موفق شوی. اوس چه د نیوکالیونیزم دوره ده نو نوی لیاری لری او یوه یی دا ده چه مسکین خلک د خپلو په بیعقلی قانع کړی او غربی جاهلان او د هغوی پلویان ورته نابغه وښی. هیله ده په دی فکر وکړی.
اخره خبره دا ده چه که ملا عمر نابغه نوی نو ناپوه هم نه دی. هغه په دین خبر دی او متقی سړی دی. هغه انسان دی او انسان هیڅکله هم پوره علم نسی ترلاسه کولای. زه خو وایم چه په افغانستان کی تر اوسه هغه له ټولو روشنفکرانو نه رون اندی دی. هغه خیر د افغانستان په ازادی او او د اسلام په سرلوړی کی ویینی چه دا لا تر اوسه ډیرو نه ده احساس کړی. د هغه نواقصو د اصلاح لیاره باید وسنجول سی ترڅو دا کورکی مو پوره کور شی.
دا ده ته ځان هوشیار بولی، او په کمونستی او غربی اجتماعی لوزونو خبری کوی، او ځان ته دی د ملا عمر په شخصیت د قضاوت حق هم ورکړی . نو بیا هم زما او د نورو وروڼو په نظر کی کمفهمه ښکاری. همدا ډول ستا په نظر به زه او نور کمعقله ښکارو. نو اخر چاره به مو څه وی؟ نور جنګونه؟ که ته وایی چه زه یم او زه وایم زه یم خو به دی اوریدلی وی؟ دا ده اوس ثابته شوه چه نه ته یی او نه زه یم.
نشنلیزم:
نشنلیزم دوه اړخه لری: په اوروپا کی د خپلواکی سبب سوی او په اسیا کی د غلامی. اوس ځینی نشنلیستیان کله نا کله د ازادی خبری کوی خو که ښه ورته متوجه سو هغوی لا د ازادی و منزل ته و ډیر طولانی سفر ته ضرورت لری. دا نشنلیستان د قوم چیغی وهی خو له قوم نه بیخبره او د هغوی د تمدن او رواج په ځای پردی نظرونه او رواجونه غواړی. هغه ارمونی او نا پیژندلی انګلیسی جاسوس اتاترک او بیا ناصر او یا بعث او داسی نور یی مثالونه دی. په خپل کور کی مو سرخپوشان او احدیانو ته وګوری. سرخپوشان هم د انګریز او هم د روس غلامان پاته شول او د ازادی لیار یی یو ګز هم نه ده وهلی. هغوی دومره غلام وو چه هند یی غوشت خو د افغان نوم یی نه اخیست. او بیا چه ونسو نو د پشتونستان چیغی یی وهلی . بر افغانستان یی د روس لاندی راوست دوی خپلی چړچی وهلی او د نورو افغانانو په غم کی نه وو. د مهاجرو ترخی خاطری له دی نشنلیستانو می اوس هم په یاد دی. افغانملتیان خو دا ده ګورو چه آزادیخواهان بدناموی او په خپل قوم د بهرنیانو په هر ظلم قانع دی.
خلافت او که امارت
ترکومه چه زه خبر یم د خلافت په نامه امریکایی قاتله ډلی نور ویروی. او دا چه ته دلته دا خبری راپورته کوی نو نه پوهیږم چه ته خو به د کوم انتی تروریست متخصص په توګه او یا د پنتاګون له طرفه د یوه سیوار نغارچی په توګه دلته نه یی راغلی؟ دا ډولونه دی جاسوسان وهی ستا له سوی نه ټیټ دی. هغه دلیلونه دی ټول بیمعنی او له ضرورت هخوا دی. اسلام په خپله خاوره کی ګتل ازادی او سیلف ډیټرمنیشن دی، او د دنیا و مظلومو ته پناه ورکول د بین الملل پیژندل شوی قانون دی. دا حق چه ته افغانانو نه اخلی او صرف په سپینپوستو یی لوروی نو نه پوهیږم چه ستا خیر به و افغانانو ته په څه کی ورسیږی. که وایی دا غټ ټوپ دی نو آزادی دی باید پشپړه وی نه نیمګړی.
آینده:
افغانستان د مسلمانو ځای دی او هلته پښتانه اکثریت لری. اسلام، نه نشنلیزم او ملیتګرایی، د افغانستان ژغورنکی ایدیالوژی ده.
افغانستان یو اسلامی اساسی قانون ته ضرورت لری کوم چه په اسلامی برابری ولاړ وی او هلته د ټولو حقوق له اسلام نه منبع اخلی.
په اوله کی ملی امنیت به شاید د پښتنو په مشری له ټولو سره په ګډ حکومت کی خوندی وی . خو کله چه افغانستان د پردیو له تاثیر نه خلاص شی او بیرته خپله اسلامی جامه په تن کړی نو بیا به دا توپیر هم بیځایه وی. دا چه انتخابات وشی او که نه او یا څنکه اسلامی نظام وی نو ډیرو بحثونو ته ضرورت لری چه سړه سینه او زیات وخت غواړی.
نور بیا
په درناوی
pattang
31.07.2011
طاهرخانه !
دياګنوزه دې واقعت ده او نورې خبرې دې په فعلي شرائطو کې 100%
په ځای دي ، خدای پاک دې ښاد او په خپله لاره کې دتل لپاره سابت لره !
اکسريت روڼ اندي د Opportunism زامن دي چې چېرې يې شه وي هلته يې شپه
وي پر دې پسې نګرزي چې نتائج او راتلونکي حالات به څرنګه کېږ ي .
هغه افغانان روڼ اندي چې ګوندي سابقه لري که لس وارې يې هم درحمت په اوبو
پرېمينځي بيا هم په خپل پخواني (ينګ ) کې تړلي دي او پټ محبت ورسره
لري ٠ دکرزي دولت ته ګوره چې ډېر پخواني چپيان کار پکشې کوي او دخپل
اساسي دوښمن مسلمان پر خلاف او بدنامي پټې او ښکاره خبرې
کوي او دشيطاني غوږونه يې درې لوېستې اوږده شوي دي٠
مقصد مې دلته خاص پتوال ندی ، خو پتوال بايد خپل دريځ واضح کړي چې
له مسلمان ملت سره ځي او که دشيطانانو او دوښمنانو خبرې تکراروي ٠
**
زمايو لرې خپل چې دنجيب په وخت کې په خاد کې د يوه امريت رئيس وو څو
هفتې مخ کې جرمني ته راغلی وو ، د اول ځل لپاره ما تلفوني خبرې ور سره وکړې ،
نودی راته وايې چې زه دغلځويو، يوه ټولنه جوړوم ا وملا عمر هم مونږ ته راځي او
دملا عمر له دورانيانوڅخه بد راځي ....، زه يې پر دې خبره هک پک حيران کړم ،
که څه هم زه پردې پوهېدم چې دا کار امکان نلري دروغ دي ، خو زه ددې سړي
دشيطاني نبوغ اوافکارو ته حيران شوم ، بله خبره راځخه لاړه ما ورته
وويل :"انډيواله چا چې يووارې په خاد کې کار کړی وي شيطاني يې ذاتي خواص
ګرزيدلې وي او کونه يې هميشه تر هغه وخته بخار کوي تر څو يې چې دوه پر جنګ
نوي سره اچولي ،شه سفر درته غواړم، زه سر له سباڅخه سفري يم ،ليدی دې نشم "
عبدالله خان
31.07.2011
پتوال صاحب
زه په دی نه پوهیږم چی تاسی دنشنلیزم مترقی پړاوو څه ته وایی خو زما په نظر نشنلیزم چی په هر پړاووکی وی تاکتیک او هدف یی یو ده ، هغه دا چی دیوه ملیت داحساساتو نه استفاده کول او به هغه دبل ملیت ځپل دی
نشنلیزم کوم انقلابی پړاوو نلری او که تاسی دیوه ملیت چور او چپاول کولوته دبل ملیت په واسطه انقلاب وایی نو دا ستاسی تحلیل ده
پتوال صاحب تاسی لیکلی چی ایا ملا محمد عمر به دی ته غاړه کیږدی چی دافغانستان اساسی قانون ومنی او ریاست جمهوری ومنی یعنی که واضح یی کړو دکفارو غلامی به ومنی
ګوره پتوال صاحب لکه چی تاته شاید معلومه وی دری شکله سیاست وجود لری
اول ،دیوه دولت داخلی سیاست
دوهم ،دیوه دولت خارجی سیاست ، چی دمنطقی او همسایه دولتونو سره یی کوی او په ډیره کمه اندازه یی ددنیا دنورو دولتو سره هغه هم د یوه مرکز په واسطه کوی
دریم ، دریم سیاست جهانی سیاست یا دینی سیاست ده چی ډیر مهم ده او دا سیاست یعنی چی موږ څوک یو چا پیداکړی یو او دڅه لپاره یی پیدا کړی یو او څه باید وکړو دا جهان باید کوم لوری ته سوق کړو او دا جهان څنګه اداره کړو ، څه ښه دی اوڅه بد او دا جهان باید هغه لوری ته رهبری کړو چی دټولو خلکو پکی خیر وی
خو اوس دادریم سیاست ددیوی محدودی شیطانی کفری کړی په لاس کیده چی په جهان ناروا حکومت کوی او چی کومی خواته وغواړی هغی خواته یی سوق کوی ، او چی څومره معلومه شوی دوی یی خرابی بدبختی ،فحش ، غریبی او کفر خواته جهان روان کړی ، نه څوک دی عتراض حق لری نه څوک دشکایت او مداخله خو بیا په مرګ انجامیږی
نشنلیزم ، کمونیزم ، او لیبرالیزم ، ددی کفری کړیو لخوا چی په جهان ناروا حکومت کوی جوړ او ترتیب شوی دی ، دا په دی معنا نه چی دی نظریو مخکی وجود نلاره بلکی دوی په نوی شکل سمبال او جهان ته یی وړاندی کړی
او د همدی دریو نظریو په واسطه په جهان حکومت کوی او کنترولوی یی
کمونیزم ، نشنلیزم ، الیبرالیزم دری واړه هغه دریم سیاست چی ما پورته یاد کړ ردوی
ځکه چی هغه دخپل شیطانی بادار چی په جهان غیر مستقیم حکومت کوی حق بولی او ددوی په نظر زموږ غوندی مظلومه او بد بخت خلګ ددی حق نلری چی دینی سیاست وکړی او ددوی په جهانی سیاست کی ګوتی ووهیی
یعنی موږ ته د شریعت د نافذولو حق راکوی مګر ددینی سیاست یا ددین دکولو اجازه نه راکوی ، لکه سعودی عربستان دولت چی شریعت یی نافذ کړی مګر دینی سیاست یی پریښی ده او دین نه کوی
او غواړم چی ووایم چی څوک زما په خبرو غلطفهمی ونکړی چی خدای نخواسته زه دشریعت مخالف یم ،شریعت فرض ده او باید په اسلامی ټولنه کی شریعت نافذ وی
بعضی خلګ په دی فکر دی چی ددی لپاره چی جهانی سیاست ته موږ ورسیږو نو ساینسی یا تجربوی علم ته موږ ضرورت لرو ا و دی ساینسی علم نلرل زموږ زموږ دټولو مشکلاتو سرچینه بولی
داخبره صحی ده چی دژوند دښه کولو لپاره ساینس ته ضرورت ده مګر په جهان ساینس پوهان حکومت نکوی بلکی په جهان هغه څوک حکومت کوی چی نن صبا ډالر چاپوی او ددوی دډالرو زور ساینسی نه ده بلکی تبلیغاتی ده نن صبا ټول جهان یوه مطبوعاتی ټولنه ګرځیدلی چی دتلویزیون له خوا اداره کیږی
نود ملا محمد عمر لخوا دریاست جمهوری منل او یا دافغانستان داساسی قانون دمنلو معنا داده چی همدا کفری کړی چی په جهان ناروا حکومت کوی په باداری ومنی او عام خلګ ددینی سیاست نه محروم کړی یعنی چی اساسی قانون دی ومانه نو اوتومات دی ملل متحد او اددوی باداری ومنله
طالبان په نورو برخو کی شاید بعضی نیمګړتیاوی لری خو په دینی سیاست کی ډیر منظم روان دی ، او همدی دینی سیاست دوی ته قوت او دمحرومو ملیتو محبوب والی وربښلی ده
او دا چی مولانا فضل رحمن دپاکستان اساسی قانون منی هغه ددی لپاره چی هغه دامیرتوب دعوه نلری او ملا محمد عمر ته یی بعیت کړی ده او دضرورت په وخت کی په مولانا فضل الرحمن دملا محمد عمر په امر په پاکستان کی جنګیږی
پتوال صاحب تا پتنګ خان ته لیکلی
[color=red:ef48b76a17]دا بوی به لا دمخه ستا په سپېږمو يا غوږونو کې تيار پروت وي او دنورو په خبرو به همغه خپل
ذهنيت دماغ ته در ديکه کوي [/color:ef48b76a17]
نوته پخپله دا فکر نه کوی چی دای اس ای بوی تیار ستا په سپږمو او غوږو کی پروت دی او په هر څه کی دای اس ای باداری وینی او طالبان په دی متهموی چی له ای اس ای څخه کومک اخلی او ما خو مخکی درته لیکلی وو چی د طالبانو دکومک مرجعه یوه نه ده او په یوه مملکت پوری اړه نلری نو ځکه طالبان هیڅ وخت هم دچا ګوډاګی کیدی نشی
او ننی عربی انقلابونه په اوږد مهاله وخت کی اسلامی انقلابونه دی خو فعلا په لنډ مهاله وخت کی ددی جهانی ظلم په مقابل کی دخلکو جنبش دی
چون هر څه په تدریجی شکل رامنځ ته کیږی دا یو قدم ده داسلامی انقلاب په لور
سوله ایز پاڅون خو ډیره ښه خبره ده خو څوګ موږ سوله ایز پاڅون ته پریږی کله چی درباندی خبر شی چی ته ددوی حاکمیت ته خطر یی نو بیا د یاغی باغی او تروریست په نومنو وهل ټکول او وژل شروع شی
داجنګونه ټول پر موږ را تپل شویدی ، نن موږ دجنګ لپاره امریکا ته نه یو تللی بلکی دوی جنګ ته راغلی
په نه ویمو کالو کی په الجزایر کی اسلامی نهضت انتخابات وګټل خو امریکا هلته نظامی حکومت راووست او دالجزایر ډیر مسلمان خلګ یی شهیدان کړه ، او تر نن ورځی هلته نظامی حکومت ده
په فلسطین کی حماس انتخابات وګټل خو عواقب ټولو ته معلومه خبره ده
او دطبقاتی جنګ په باره کی غواړم درته ووایم
لکه پورته می چی درته ولیکل کمونیزم ، نشنلیزم ،او لیبرالیزم دری واړه له یوی مرجعی نه را منځ ته شوی
کمونستانو صرف دخپلی نظری ددتبلیغ لپاره دعدالت او دحاکمی طبقی سره دجنګ ناری وهلی او نظریه یی داوه چی ترڅو دین او دینی سیاست په جهان کی له بیخه ورک کړی تر څو دینی سیاست صرف ددوی دبادارانو په لاس کی پاتی شی او خلکو ته صرف مادی یعنی تجربوی علم پریږدی
خو دا دا معنا نلری چی مخکی له دی چا عدالت نه غوښته
عدالت یو اسلامی تفکر دی او داسلام مبارک دین له عدالته ډک دی ، د ادم (ع) نه تر محمد (ص) پوری ټولو الهی انبیاوو عدالت په جهان کی خپراوه
خو کفری کړیو چی په جهان ناروا حکومت کوی وغوښتل چی دعدالت له نومه بده استفاده وکړی ، تر څو دعدالت په نوم ظلم په جهان حاکم کړی
ترڅو خلګ له دین او دینی سیاست نه محروم کړی
نو کله چی موږ دعدالت غږ جګوو دا یو اسلامی کار ده او عدالت داسلام یو برخه ده
او داچی تا پتوال صاحب تا لیکلی
[color=blue:ef48b76a17]دا مظلوم لر او بر پښتون قوم نو دا ٢٥٠ کاله چيرې و، آيا له اسلام او مسلمانۍ هېڅ خبر نه و، لر او بر تل په سګجنګۍ او لوطت بوخت و ، ديني عالمان
او ديني طالبان يې نه درلودل ، چې اوس په مهاجرت کې د لومړي ځل له پاره هغه وخت مسلمانان شول چې کله ورته ISI عاجل اسلامي کورسونه جوړ او مستعجل طالبان يې ترې ورغول[/color:ef48b76a17]
ګوره پتوال صاحب ددنیا هر کار په تدریجی ډول سره کیږی په یوار هیڅ هم نه کیږی سیاسی اسلامی نهضتونه تقریبا ۱۰۰یا ۱۵۰ کاله مخکی په ډیر ضعیف شکل سره را منځ ته شول ضعیف د کمیت له نقطی نظره ،او داسلامی سیاستوال دګوتو په شمیر وو یعنی دګوتو په شمیر عالمانو د سیاسی اسلام غږ را پورته کړ او په تدریج سره په خلکو کی خپور شو اونن تاسی وګوری چی الحمدالله اسلامی سیاسی نهضتونه کوم ځای ته رسیدلی
ډیر کلونه پخوا چی پاکستان وجود نلاره او ای اس ای هم نه وو په هند کی ددیوبند دمدرسی تهداب کیښودل شو او له یوی مدرسی څخه شروع شوه مګر په تدریجی ډول بعد له ډیرو کلونو نن څومره ددیو بند مدرسی موجودی دی او تاسی شاید ووایی چی د دیوبند دمدرسی تهداب هم ای اس ای کیښود
او په دی ډول اسلامی سیاسی نهضتونه ډیر په تدریج سره را روان وو او او هغه ډیر مظلوم قومونه ورسره په یوه لاره روان شول چی دهغو له جملی څخه یو قوم هم پښتانه وو او دعدالت غږ یی پورته کړ
پتوال صاحب دادی ای اس ای دکورسونو نتیجه نه ده بلکی دادی ۱۰۰یا ۱۵۰ کالو دجدو جهد نتیجه ده چی ډیرو عالمانو خپل ژوند ورته وقف کړی وو
دا یوه مطبوعاتی ټولنه نه ده لکه نن یی چی کرزی غواړی په افغانستان کی جوړه کړی چی ټول ملت به دتلویزیون له طریقه اداره کیږی
بلکی دا یوه تدریجی پروسه وه چی تهداب یی داسی عالمانو ایښی دی چی الله (ج) دی وبښی اوس یو هم ژوندی نه ده داسی پروسی نه ای اس ای ایجادولی شی او نه یی ایجاد کړی
او دغلجیوو او محمدزیو په باره کی غواړم چی درته ووایم کله چی ما لیکلی حاکمه طبقه نو مطلب می محمد زی نه وو ځکه چی حاکمه طبقه یواځی محمدزی نه وو بلکی په دی طبقه کی افراد وونه قومونه او افراد دمختلفو قومو څخه چی قزلباشان هم پکی وو
اوبیا پتنګ خان ستاسی پټ هدف په ډاګه کړی