اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
السلام عليکم
عبدالحميد/افغ
22.05.2011
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
درنوحقپرستو وروڼوهيله ده چي جوړ اورغ ياست لو ۍ ذات دي موږ له هغه قسم خلګوڅخه وګرځوي چي حق واوري نومتابعت يې کوي اولوۍ ذات جل جلاله دي موږ له هغوخلګوڅخه نه ګرځوي چي که څه هم حق په سترګوويني خوبياانکارورڅخه کوي ـآمين آمين آمين ـ يارب العلمين ـ
وصیل پیروز !
که څه هم حق درته ثابت سوئ دئ بياولي انکار له حق څخه کوې ؟؟؟
اول
دالاندي ليکونه په پاک نظرسره وګوره !
قال الحافظ أبو القاسم بن عساكر (16):" حدثني الشيخ الصالح الأصيل أبو عبد الله محمد بن محمد بن عمر الصفار الإسفرايني أن قبر أبي عوانة بإسفرين (17) مزار العالم ومتبرك الخلق ".اهـ.
وفي كتاب الحكايات المنثورة للحافظ الضياء المقدسي الحنبلي ، أنه سمع الحافظ عبد الغني المقدسي الحنبلي يقول: إنه خرج في عضده شىء يشبه الدمّل فأعيته مداواته ، ثم مسح به قبر أحمد بن حنبل فبرئ ولم يعد إليه ، وهذا الكتاب بخط الحافظ المذكور محفوظ بظاهرية دمشق.
دتاريخ بغدادلاندي ځايونه :
تاريخ بغداد للحافظ البغدادي/ج1.
* توسل شيخ الحنابلة الخلال بموسى الكاظم عند قبره/ص120.
* قول المحاملي عن قبر معروف: ما قصده مهموم إلا فرج الله همه/123.
* تبرك الشافعي بأبي حنيفة عند قبره/123.
دامام سبکي لاندي کتاب لاندي ځايونه :
1- طبقات الشافعية للتاج السبكي/ ج2/ص15.
* فاح الطيب من قبر سيدنا البخاري.
* أخذ الناس من تراب القبر تبركًا.
* الإستسقاء عند قبره.
* تشفع الناس به.
د مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح لاندي ځايونه :
د مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح لعلي القاري/ج1/ص17.
* قول الجزري عن البخاري: إني زرت قبره بنيسابور وقرأت بعض صحيحه على سبيل التيمن والتبرك عند قبره ورأيت ءاثار البركة والإجابة في تربته.
نو اي پیروزه په اول سر کي دي ډېر ځان ستړي کړيدي او بې معنا شيان دي ليکلي دي ـ
بېشکه دادمسلمان عقيده ده چي حقيقي حاجت روا اومشکل کشا يوازي اوتنها الله پاک دۍ ـ
ايآ داچي تاسي ځانوته سلفیان وایاست دا تاسي دسلفوصالحينو پرلار روان ياست !
کلا وحاشا هيڅ کله داسي نه ده بېشکه ستاسی عقايد اواعمال له امت مسلمه څخه مخالف دي ـ
اوايا تادعالم رباني ابوالفضل صاحب دتوسل په باب فتوي نه ده لېدلې ايا تاته حق نه دۍ ثابت سوۍ بياولي له حق څخه انکار کوې ـ
دعلامه ابوالفضل صاحب بيان وګوره که څه شبهه پکښي درته پیداسوه وړاندی یې کړه !
اللهم اجعلنا من عبادک الصالحين العاملين بالعلم ولاتجعلنا من عبادک الضالین المضلین ـ آمين
دتوسل بيان په لاندي پاڼه کي :
http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=43130
وزیري
23.05.2011
سبحان الله! څومره بهترین الفاظ او حوالی ورکول شویدی د ابوالفضل صاحب په لیکنه کی.
وصیل ورور چی دا هم نه منی او ددی په ضد کتابونه ګوری او بیا یی جوابی لیکنه کوی نو دا به یوه لویه بدبختی وی. بدبختی به په دی وی چی حق ته غاړه ایښودل به نه وی صرف د حق پټولو لپاره به بړستني لټول وی.
۰
23.05.2011
السلام علیکم
وزیري صیب دفاضل دلایل که صحیح هم شي نو تعبیر يي غلط کوي او بدبختي هم دلته ده چي ډیر کله یو لیکوال دلیل راوړي خو تعبیر يي غلط کوي.
بل تاسو دفاضل لیکنه لولۍ نو د وصیل پیروز صیب لیکنه ولي نه لولۍ که هسي ضد اخستي يي؟
او چي وصیل پیروز صیب د فاضل نه په خپله لیکنه کي سوالونه کړي نو فاضل ولي هغه ندي ورځواب کړي او نوري خبري يي کړي هغه خو یو ځل ځواب کړي بیا خپله خبره کوي.
فکر کوم د وصیل پیروز صیب د اخري لیکني نه روسته نوره داموضوع غځول نه وو پکار مګر که دهغه صیب دسوال ځواب مو ورکړی واي
اوس د هغه ځواب پرځاي پاتي دي او نوري خبري پکي ورټومبل به څه معنی لري!
وصیل پیروز لیکي:-
زه له تا پوښتم :
رسول الله صلی الله عليه وسلم غوره دی که د هغه امتي عباس رضی الله عنه؟؟؟.
يعني يو نبي غوره دی که يې لاروی؟؟؟.
که نبي غوره وي نو اميرالمؤمنين عمر فاروق رضی الله عنه ولي د رسول الله صلی الله عليه وسلم ذات الله جل جلاله ته واسطه نه ګرزاوی چي پر ځای يې د عباس رضی الله عنه دعا وسیله کړه ؟؟؟.
راتلونکې خبرې مو په کوم ځواب نه ارزي معنا دا چي بايد تائيد يې وشي
وصيل پېروز
23.05.2011
[quote:265788852d="Alwazirya"]
د توسل اقسام:
د توسل اقسام په لاندی ډول دی:
۱. التوسل بالنبی صلی الله علیه وسلم
۲. التوسل بذوات الصالحین
۳. التوسل للدعاء
۴. التوسل فی الدعاء
۵. التوسل با الدعاء
۶. التوسل بالنداء یا با لاستغاثه
۷. التوسل بالأعمال الصالحة
۸. التوسل بآثار الصالحین
[/quote:265788852d]
دا خبرې مو له ځان څخه کړې ، په دې فهرست کي يوازي د يو څو محدودو وسيلو تائيد کېدای شي يا په بل عبارت ويلای شو چي پر شريعت مو نور څه هم ورزيات کړي ، مګر نه پوهېږم چي له دې کاره مو هدف څه دی؟!!! .
[quote:265788852d="Alwazirya"]
اول: التوسل بالنبی صلی الله علیه وسلم:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم با برکته ذات مبارک د الله جل جلاله ګران حضور ته وسیله کول، په وخت د حاجت پوره کولو او یا نقصان لری کولو کی د شریعت له نګاه نه جائزه ده، او پخپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو نه ده – رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کی د وسیلی تعلیم صحابه کرامو رض ته کړیدی او هغوی بیا د ده مبارک له وصال نه بعد په هماغه ترتیب مداوم کړیدی او تر ننه پوری د اهل السنت والجماعة علماوو په ذریعه ترمونږ رارسیدلی او روان دی. تفصیل به یی ان شاء الله وروسته راشی.
[/quote:265788852d]
د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات وروسته که څوک نبي کريم صلی الله عليه وسلم الله جل جلاله ته واسطه ګرزوي دا يو غير مشروع عمل دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل ژوند کي صحابه کرامو رضی الله عنهم ته د هغې وسيلې تعليم ورکړی چي شريعت يې جواز ورکاوی نه د غير شرعي وسيلو ، له همدې وجې پرې حقپالو تل عمل کړی او تر ننه د توسل له همدې مشروعو اقسامو دفاع کوي او غير مشروع ردوي ، په لنډو ويلای شو چي اوس د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ذات وسيله نه شي نيول کېدلای ، وزيري صاحب کاږي چي د دې غير شرعي وسيلې د اثبات دلايل وروسته راځي نو کره والي او ناکره والی به يې هم وروسته ان شاء الله وڅېړو.
[quote:265788852d="Alwazirya"]
دوهم: التوسل بذوات الصالحین:
الله جل جلاله په اُمت مُسلمه باندی یو خاص فضل او کرم کړیدی چی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په غلامانو، اهل بیت، صحابه کرام، اولیاء عظام او زاهدینو کی یی هم داسی کسانو ته عزت ور په برخه کړیدی چی په دوی باندی د توسل له رویه د متوسلینو مشکلات حل کیږی. که د حضرت خضر علیه السلام او حضرت موسی علیه السلام واقعه ولوستل شی نو وبه لیدل شی چی باوجود ددی چی د کلی خلکو حضرت خضر علیه السلام ته د خوراک لپاره څه ورنه کړل او دوی بیا هم هغه نړیدلی دیوال وراغاوه. په دی کی نه یواځی دا کیفیت وه چی دا د یتیمانو مال دی بلکی الله جل جلاله دا هم وایی چی له دی دیوال لاندی د یو صالحه شخص نه پاتی خزانه وه چی ددی دیوال په ذریعه به یی اولادی ته پټه وساتل شی.
[/quote:265788852d]
الله جل جلاله پر انسانانو يو ستر نعمت دا کړی چي ټولو ته يې عقل او پوهه ورکړې ده ، دا يو داسي قوت او ځواک دی چي په وسيله يې انسان د حق او باطل ، د نېک او بد ، د ښه او کرغېړن تر منځ تو پير او تفکيک کولای شي ، دا نعمت د انساني نړۍ يو داسي ځواک دی چي په وسيله يې ځان له ډېری ممکنه خطرونو ساتلی او ان ځينو خو یې په دې وسيله ځانونه د ابديت نېکمرغيو ته رسولي دي . د همدې الهي نعمتونو په لړ کي الله جل جلاله موږ ته يو سپېڅلی او روښانه دين را استولی چي پکي د ښو کولو او بدو د پرېښودلو امر شوی دی ، له همدې وجې که موږ يو شی د دين برخه ګڼو بايد په وحې يې ثابت کړو که نه له دې ها خوا که څوک يو شی ددين برخه ګڼي او بيا غواړي د علماوو په اقوالو او فعلونو ورته د دين جامه واغوندي او يا هم ورته د صحت مقام ورکړي دا که له يوې خوا له راوړي دين سره خورا تېری دی نو له بل پلوه د الله جل جلاله په وړاندي يو ستر غدر او حيله ده چي پايله يې يوازي بربادي را وتلای شي او بس .
ښاغلی وزيري صاحب ! تاسو دلته د دې پر ځای چي د خپلې نظريې د اثبات لپاره مو يو ښه او صحيح دليل راوړی وای پر ځای مو يوه داسي کیسه نقل کړې چي له موضوع سره هيڅ اړخ نه لګوي بلکي ستاسو دا دليل په يوه ښه قهقهه خندا ارزي .
زه هيڅ پوه نه شوم چي دلته د موسی عليه السلام او هغه سړي تر منځ د پېښې شوې واقعې له راوړلو ستاسو هدف څه دی ، مهرباني وکړئ دلته مو مرام او مقصد په واضحو ټکو بيان کړئ ، يعني د دې کيسې له کومې نقطې تاسو د صالحو ذواتو توسل ثابتولای شئ؟؟؟.
وصيل پېروز
23.05.2011
ټولو لوستونکو مسلمانانو ته السلام عليکم
فاضل صاحب ! (بلکي په حقيقت کي په اصطلاح علامه ابو الفضل ، زه د خپلې شخصي تجربې په رڼا کي ويلای شم چي دا ليکنې د نوموړي د زوی فاضل له لوري نه کېږي بلکي ابو الفضل په خپله داسي ليکنو ته مټې رابډ وهلې او دلته چي هره هغه موضوع مطرح کېږي چي يوازي د دين اساسات يې مرجع وي نوموړی يې په مقابل کي سمدستي د بېنوا ويب پاڼې له لوري په غير منصوصي دلايلو ځواب خپروي :!: :!: :!: ) تاسو په رښتيا هم ډېره خواري کړې او ښايي په دې لړ کي به مو د ډېرو کتابونو پاڼې اړولې وي ، څو د خپلې نظريې د اثبات لپاره د يو چا عمل او قول ومومئ ، په دې لار کي ستاسو زيار ته د قدر په سترګه کتل کېدای شي مګر ...
تاسو د وزيري صاحب ليکنه په نورو الفاظو ماته وړاندي کړې ده له همدې وجې نه غواړم چي پر يوه داسي بې ارزښته ليکنه خپل ارزښتمن وخت ضائع کړم ، مګر بيا به هم زه د خپلې ځوابي ليکنې په دوام کي ان شاء الله داسي شکوکو او شبهاتو ته ځواب ووايم څو د هغو کسانو پر خولو مهر ولګېږي چي خلک د نېغي لارې پر ځای شبهاتو ته رابولي .
[quote:5adbd7baac="فاضل"]
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
درنوحقپرستو وروڼوهيله ده چي جوړ اورغ ياست لو ۍ ذات دي موږ له هغه قسم خلګوڅخه وګرځوي چي حق واوري نومتابعت يې کوي اولوۍ ذات جل جلاله دي موږ له هغوخلګوڅخه نه ګرځوي چي که څه هم حق په سترګوويني خوبياانکارورڅخه کوي ـآمين آمين آمين ـ يارب العلمين ـ
وصیل پیروز !
که څه هم حق درته ثابت سوئ دئ بياولي انکار له حق څخه کوې ؟؟؟
اول
دالاندي ليکونه په پاک نظرسره وګوره !
قال الحافظ أبو القاسم بن عساكر (16):" حدثني الشيخ الصالح الأصيل أبو عبد الله محمد بن محمد بن عمر الصفار الإسفرايني أن قبر أبي عوانة بإسفرين (17) مزار العالم ومتبرك الخلق ".اهـ.
وفي كتاب الحكايات المنثورة للحافظ الضياء المقدسي الحنبلي ، أنه سمع الحافظ عبد الغني المقدسي الحنبلي يقول: إنه خرج في عضده شىء يشبه الدمّل فأعيته مداواته ، ثم مسح به قبر أحمد بن حنبل فبرئ ولم يعد إليه ، وهذا الكتاب بخط الحافظ المذكور محفوظ بظاهرية دمشق.
دتاريخ بغدادلاندي ځايونه :
تاريخ بغداد للحافظ البغدادي/ج1.
* توسل شيخ الحنابلة الخلال بموسى الكاظم عند قبره/ص120.
* قول المحاملي عن قبر معروف: ما قصده مهموم إلا فرج الله همه/123.
* تبرك الشافعي بأبي حنيفة عند قبره/123.
دامام سبکي لاندي کتاب لاندي ځايونه :
1- طبقات الشافعية للتاج السبكي/ ج2/ص15.
* فاح الطيب من قبر سيدنا البخاري.
* أخذ الناس من تراب القبر تبركًا.
* الإستسقاء عند قبره.
* تشفع الناس به.
د مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح لاندي ځايونه :
د مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح لعلي القاري/ج1/ص17.
* قول الجزري عن البخاري: إني زرت قبره بنيسابور وقرأت بعض صحيحه على سبيل التيمن والتبرك عند قبره ورأيت ءاثار البركة والإجابة في تربته.
نو اي پیروزه په اول سر کي دي ډېر ځان ستړي کړيدي او بې معنا شيان دي ليکلي دي ـ
بېشکه دادمسلمان عقيده ده چي حقيقي حاجت روا اومشکل کشا يوازي اوتنها الله پاک دۍ ـ
ايآ داچي تاسي ځانوته سلفیان وایاست دا تاسي دسلفوصالحينو پرلار روان ياست !
کلا وحاشا هيڅ کله داسي نه ده بېشکه ستاسی عقايد اواعمال له امت مسلمه څخه مخالف دي ـ
اوايا تادعالم رباني ابوالفضل صاحب دتوسل په باب فتوي نه ده لېدلې ايا تاته حق نه دۍ ثابت سوۍ بياولي له حق څخه انکار کوې ـ
دعلامه ابوالفضل صاحب بيان وګوره که څه شبهه پکښي درته پیداسوه وړاندی یې کړه !
اللهم اجعلنا من عبادک الصالحين العاملين بالعلم ولاتجعلنا من عبادک الضالین المضلین ـ آمين
دتوسل بيان په لاندي پاڼه کي :
http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=43130[/quote:5adbd7baac]
وصيل پېروز
29.05.2011
[quote:74303a985a="Alwazirya"]
د التوسل فی الدعاء دوه قسمونه دی:
اول: توسل لفظی دوهم: توسل نفسی
توسل لفظی:
فهو: ان یذر فی دعائه ما یتقرب به الی الله تعالی
(د دعاء د قبولولو لپاره یا د کوم حاجت د پوره کولو لپاره) لفظاً د کومی وسیلی ذکر کول توسل لفظی ده.
توسل نفسی:
د دعاء په وخت کی د کوم نیک عمل یا صالحه بنده ذکر ونه شی خو دعاء په داسی ځای کی وشی چی هغه ځای مبارک ځای وی لکه مسجد، مقام ابراهیم، د کوم ولی الله زیارت او داسی نور. داسی ځای کی دعاء کول پرته له لفظی ذکر نه توسل نفسی ده.
[/quote:74303a985a]
تاسو له خپل علمي استعداد سره سم توسل پر يو شمېر ډولونو يا اقسامو وېشلی دی چي دا هم يې يوه کړۍ ده .
[quote:74303a985a="Alwazirya"]
د توسل نفسی (عملی) دعاء مثال د سیدنا زکریا علیه السلام دعاء ده چی د حضرت بی بی مریم علیها السلام په عبادت خانه کی یی داسی کړی وه.
هنالک دعاء زکریا ربه قال رب هب لی من لدنک ذریة طیبة انک سمیع الدعآءُِ
کله چی زکریا علیه السلام د بی بی مریمی علیه السلام په عبادت ګاه کی د بی موسمه میوو موجودیت ولیده نو دا ځای یی د دعاء لپاره یو بهترین ځای وباله نو ځکه یی په کی دا دعاء وکړه چی په نتیجه کی یی الله جل جلاله دعاء قبول او یحیی علیه السلام ورعطا کړو.
[/quote:74303a985a]
ښاغلی وزيري صاحب ! تاسو دلته د توسل نفسي د ثابتولو يوه ناکامه هڅه کړې ده ، په کوم ايت چي تاسو دليل نيولی هلته هيڅ داسي اشاره نه شته او نه تاسو بل کوم داسي لاسوند وړاندي کړی چي زکريا عليه السلام همدا ځای مبارک وګاڼه او فکر يې وکړ چي دلته دعا قبلېږي ، يا دا د دعا د قبلېدلو يو غوره ځای دی په لنډو ويلای شو چي تاسو نه شئ کولای توسل نفسي په دې ايت سره ثابت کړئ .
زه تر اوسه هم په دې نه پوهېږم چي دعا په کوم ځای پوري خصوصيت لري که يا ؟؟؟ که کوم بل ورور په دې اړه معلوما ت لري نو لطفا د موثقو اسنادو پر بنا دي موږ ته وښيي چي په مکان پسي د دعا خصوصيت په دې ايت يا حديث ثا بت دی ، سرچينه به یې يوازي همدا دوه مأخذونه وي ځکه په دين او عبادت کي د بل چا خبره نه منل کېږي او نه حجت ده .
[quote:74303a985a="Alwazirya"]
پنځم: التوسل بالدعاء
که یو څوک له یو چا نه وغواړی چی دده په باره کی د الله جل جلاله عظیم دربار ته لاس پورته کړی او دده د مشکلاتو لپاره د الله جل جلاله نه حل وغواړی نو دی ته التوسل بالدعاء وایی: لکه الله جل جلاله چی وایی:
واذ قلتم یموسی لن نصبر علی طعام واحد فادع لنا ربک یخرج لنا مما تنبت الأرض من م بقلها وقثآئها وفومها وعدسها وبصلها.
ترجمه: او یادکړی هغه چی اووئیل تاسو ای موسی علیه السلام، هرګز به صبر ونه کړو مونږه په یو قسم طعام باندی (چی من او سلوی دی) نو سوال وکړه مونږه لره د رب خپل نه چی را وباسی مونږه لره هغه څیزونه چی زرغونوی یی زمکه له ساګه ددی نه او ترو بادرنګو او له غنمو ددی یا هوګی ددی نه او له مسورو ددی نه او پیازو ددی نه.
په دی آیت کی د فادع لنا ربک الفاظو ته توسل بالدعاء وایی. خلک موسی علیه السلام ته وایی چی ته زمونږه لپاره دعاء وغواړه. نو داسی دعاء غوښتلو ته توسل بالدعاء وایی.
[/quote:74303a985a]
ماشاء الله !!!
زموږ په معلوماتو کي مو نوره زياتونه هم وکړه ، دا مو د توسل يو ډېر صحيح او غوره ډول بيان کړی دی چي له نصوصو پرې غښتلي دلايل موجود دي .
[quote:74303a985a="Alwazirya"]
شپږم: التوسل بالنداء یا بالاستغاثه
کله چی سائل خپل مقصود د رسالت مآب صلی الله علیه وسلم په بارګاه کی په خپله پیش کړی او رسول الله صلی الله علیه وسلم رب ته وسیله وګرځی ترڅو په خپل مشکل کی مدد وغواړی نو دا ذکر د رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله الله جل جلاله ته وسیله جوړیږی.
[/quote:74303a985a]
دا د توسل بل قسم دی راځو دليل ته .
[quote:74303a985a="Alwazirya"]
امام طبری رحمه الله او حافظ ابن کثیر رحمه الله فرمایی:
په جنګِ یمامه کی د صحابه کرامو رض شعار دا وه چی [یا محمداه] یعنی ای محمد صلی الله علیه وسلم! کومک وکړه. په دی جنګ کی چی کله حضرت حذیفه رض شهید شو نو حضرت خالد بن ولید رض جهنډا اوچته کړه او د مسلمه کذاب په طرف ورغی تر څو هغه دده رض په طرف راشی او قتل یی کړی. کله چی بیرته راغی او د دواړه لشکرو په منځ کی ودریده نو په جګ اواز سره یی وویل:
انا ابن الولید العود، أنا ابن عامر وزید ونادی بشعارهم، وکان شعارهم یومئذ: [یا محمداه] (طبری، تاریخ الأمم والملوک، ۲: ۲۸۱) او (ابن کثیر، البدایة والنهایة، ۶: ۳۲۴)
ترجمه: زه د ولید ځوی یمه، زه د عامر او زید ځوی یمه – او بیا یی په مسلمانانو کی مروّجه نعره وکړه، او په دی ورځو کی جنګی نعره د یا محمداه یعنی ای محمد صلی الله علیه وسلم! کومک وکړه.
[/quote:74303a985a]
مسلمانانو ډېری وخت د جګړې په ډګرونو ځانګړي شفرونه او شعارونه درلودل چي يوه ژوندۍ بېلګه يې موږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کي د احد د ميدان ( امت امت ) شعار هم بللای شو ، همداراز تر ده صلی الله عليه وسلم را وروسته دا مثال هم يوه غوره بېلګه ده ، مګر د دې مثال په توسط هيڅوک دا نه شي ثابتولای چي په دې دليل نو له مړو استمداد روا دی .
(۱) د روا يت صحت ډېر ضروري دی .
که صحيح هم شي ...
(۲) موږ له قرآن څخه داسي دلايل لرو چي د داسي کړنو نفې کوي وړاندي پرې تفصيلي بحث تېر شوی دی .
(۳) دا یو جنګي شعار وو هيڅ داسي لاسوند نه شته څو وښيي چي له دې نارې د صحابه کرامو رضی الله عنهم مراد دا وو چي اې محمده له موږ سره مرسته يا کومک وکړه ، صرف يو جنګي شعار وو لکه له چنګېزيانو سره چي د عين جالوت په جګړه کي د قطز رحمه الله (د مسلمان پوځ سالار) له لوري د وا اسلاماه چيغه پورته شوه ، وواياست ! له دې نارې مراد څه وو ؟؟؟ ، ايا مطلب يې دا دی چي اې مسلمانانو که هر ځای ياست ، مړه ياست که ژوندي ، لرې ياست که نژدې ، ګونګيان ياست که شليان ... زموږ مرستې ته را ودانګئ؟؟؟.
يا ...
اې اسلامه ! زموږ مرسته وکړه ؟؟؟؟ !!! .
خپل عقل قاضي کړئ کوم عقل به دا شعار په همداسي ډول ترجمه کړي او کوم عقل به دې جنګي شعارونو ته داسي بڼه ورکړي څو پرې خپلې هغې مردودې عقيدې ته د اثبات يو ناکام دليل پيدا کړي چي قرآن يې په صراحت منعه کوي . !!!
هيڅ څوک هم نه شته چي ددې خبرې د اثبات په خاطر دې يا دې ته ورته دلايلو ته لاس واچوي، تر نننه هم ما د هغو کسانو په کتابونو کي چي ستاسو د نظريې ملګري بلل کېدای شي دا دليل د توسل د دې اړخ د اثبات په کتار کي نه دی ليدلی ، مطلب مي دادی چي ستاسو پوهي او تعقل ته حيرت يو وړم . !!! :o :o :o
[quote:74303a985a="Alwazirya"]
په دی روایت کی د یا محمداه په الفاظو سره توسل کیږی او ددی عمل مرتکبین هم صحابه دی. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ذات مبارک باندی توسل د صحابه کرامو رض سنت ده.
[/quote:74303a985a]
په دې روايت کي د يا محمداه په لفظ توسل نه کېږي ګوره بل چاته ونه وايې . :lol: :lol: :lol:
تېرو خبرو حقيقت ښکاره کړ ، نوره اړتيا نه ده پاتي چي دا خبره دي وڅېړل شي .
مګر ...
حقيقت دادی چي صحابه وو هيڅ وخت هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ذات توسل نه دی کړی ځکه هغوئ پوه ول چي دا يو غير مشروع کار دی چي په دين کي هيڅ اصل نه لري يوه ښکاره بېلګه يې د عمر فاروق رضی الله عنه کيسه ده چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ذات د توسل پر ځای يې د يوه نېک سړي دعا وسيله کړه .
[quote:74303a985a="Alwazirya"]
همدارنګه حضرت عبد الله بن عباس رض نه روایت ده چی حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
ان لله ملائکة فی الأرض سوی الحفظة یکتبون ما یسقط من ورق الشجر، فاذا أصاب أحدکم عرجة بأرض فلاة، فلیناد: أعینو عباد الله. (هیثمی په مجمع الزوائد لسم جلد ۱۳۲ صفحه کی ویلی دی چی دا طبرانی روایت کړیده او ددی ټول راویان ثقه دی) او (ابن ابی شیبه، المصنف، شپږم جلد، صفحه ۹۱ کی، رقم ۲۹۷۲۱ کی روایت کړیده) همدارنګه بیهقی په شعب الایمان، اول جلد، صفحه ۱۸۳، رقم: ۱۶۷ کی روایت کړیده.
ترجمه: بیشکه په ځمکه کی د الله جل جلاله داسی فرشتی هم شته چی د محافظو فرشتو نه جدا دی. د ونی هره پاڼه چی ولیږی دوی یی لیکی، نو کله چی څشی په ځنګله کی تاسی ته اذیت رساوه نو داسی غږ کوی: اعینوا عباد الله یعنی ای د الله بنده ګانو! زما مدد وکړی)
[/quote:74303a985a]
د حديث سند چي دي راوړی وای ښه به وه موږ به يې د جرحې او تعديل په رڼا کي راويان کتلي وای بيا به مو بحث پر کړی وای .
ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي :
من کذب علی فليبتوا مقعده من النار . ( صحيح البخاری کتاب العلم ، باب اثم من کذب علی النبی صلی الله عليه وسلم )
ژباړه : چا چي پر ما دروغ وويل نو ځای يې اور دی .
[quote:74303a985a="Alwazirya"]
اووم: التوسل بالأعمال الصالحه
د جمهورو علماوو په دی باندی اجماع ده چی اعمال صالحه لکه روژه، لمونځ، حج او زکات، د قرآن عظیم الشان تلاوت، انفاق فی سبیل الله او نور د خیر اعمال، الله جل جلاله ته وسیله کول جائز او نیک کار ده. لکه څرنګه چی په بخاری شریف کی د هغو دری نفرو واقعه ذکر ده چی د غار دروازه پری بنده شوی وه او هر یوه الله جل جلا له ته خپل نیک عملونه وسیله وګرځول ترڅو الله جل جلاله هغه د غار دروازه ورته پرانستله. تفصیلی بحث به ورسته راشی.
[/quote:74303a985a]
ماشاء الله !
حق مو ويلي دي .
[quote:74303a985a="Alwazirya"]
اتم: التوسل بآثار الصالحین
د الله جل جلاله اولیاوو ته منسوب مقامات او یا د دوی رهایشی سامان باندی توسل کول جائز دی لکه حضرت یوسف علیه السلام چی خپل قمیص خپل پلار حضرت یعقوب علیه السلام ته ورولیږه ترڅو د هغه ړندی سترګی پری بینا شی او همدا سی هم وشول.
[/quote:74303a985a]
الوزيري صاحب !
نه پوهېږم نه پوهېږئ او که عارفانه تجاهل کوئ ، د يوسف عليه السلام په دې فعل توسل باثار الصالحين ځکه نه ثابتېږي چي يوسف عليه السلام يو نبي وو او د خپل نبوت د ثبوت په خاطر یې يوه معجزه ښکاره کړه .
[quote:74303a985a="Alwazirya"]
بعضی خلک توسل بغیر عمل لکه توسل بالنبی صلی الله علیه وسلم، توسل بالصالحین، توسل بالالیاء او توسل بالآثارو انکار کوی حالانکه له ابتداء نه تر دی دمه د جمهورو علماوو په دی باندی اتفاق ده چی دا یو مقدسه توسل ده او په هر حال جائز ده.
[/quote:74303a985a]
ځيني خلک توسل بالنبي ، توسل بالصالحين ، تو سول بالاولياء او توسل باثار الصالحين يو جائز او مشروع توسل ګڼي مګر دوئ په دې نه پوهېږي چي حقپالو علماوو يې تل ترديد کړی او خلکو ته يې په دلايلو ثابته کړې چي دا په هرحال کي يو غير مشروع توسل دی .
[quote:74303a985a="Alwazirya"]
نو له دی پورته اقسامو د توسل نه دا په واضحه توګه معلومه شوه چی توسل د توحید منافی نه ده ځکه چی پاسنی ټولو تیرو شویو اقسامو کی مقصود او مطلوب وسیله نه وه بلکه د الله جل جلاله قرب حاصلول وه.
[/quote:74303a985a]
هغه توسل چي په شريعت کي کوم اصل ولري او په نص ثابت وي هيڅ وخت د خالص توحيد منافي کېدای نه شي ، مګر کوم توسل چي په موضوعي حديثو ، د خلکو په اعمالو او يا هم د شخصي نظرياتو په رڼا کي ثابتېږي هرو مرو به د توحيد خالص منافي او مخالف راځي .
نوربيا ...
په مينه او درنښت
وزیري
30.05.2011
السلام علیکم:
پیروزجانه هیله ده چی روغ او جوړ به یاست. څنګه دی له مونږه نه توره تیښته ده. تا لیکلی که کوم بل ورور په دی باره کی ولیکی چی آیا دعا په کوم ځای پوري خصوصيت لري که يا ؟؟؟.
بل ورور ته هم اجازه ده چی ویی لیکی خو زه به یی هم درسره شریک کړمه. او هغه نورو خبرو سره به دی بیا په اخیر کی ګورو.
په مکه مکرمه کښي پنځلس ځایونه په دې سره شهرت لري چي هلته دعاقبلېږي:
(۱) : په کعبه شریفه کښي .
(۲) : په عرفات کښي .
(۳) : په مشعرحرام کښي دمزدلفې .
(۴) : دطواف په ځاي کي کوم چي مطاف ورته ویل کيږي .
(۵) : زمزم .
(۶) : په وخت دسعي کښي په منځ کښي دصفااومروه ، خاص بیاپه مابین کښي د میلینو اخضرینو .
(۷) : کله چي دصفاوغونډۍ ته وروخیږي .
(۸) : کله چي ومروه ته ورپورته سي .
(۹) : دمقام ابراهیم ترشا .
(۱۰) او( ۱۱) او (۱۲) : په نزددریوشیطانانو .
(۱۳) : په نزد د ملتزم شریف .
(۱۴) په حِجرکښي .
(۱۵) : لاندي ترمیزاب دکعبې .
داځایونه حسن بصري رحمه الله په خپله مشهوره رساله کښي ذکرکړي دي اوصاحب ددرمختار په نقل له صاحب النهر څخه داځایونه په نظم کي په دې ډول راوړي دي :
[دعاءالبریایستجاب بکعبه ] [وملتزم والموقفین کذالحجر [طواف وسعی مروتین] [وزمزم،مقام ومیزاب جمارک تعتبر] .
اوشامي په ردالمحتارکي یوڅونورځایونه په دې ډول ذکرکړي دي،ورؤیة بیت ثم حجروسدرة،ورکن یمان مع منی لیلة القمر،په اړه دشامي لاندي عبارت عبارت وګورۍ :
مطلب في إجابة الدعاء قوله ( وهو ) أي هذا الموقف من مواضع الإجابة أي المواضع التي تكون الإجابة أرجى فيها من غيرها كما أفاده في النهر : قوله ( وهي بمكة ) أي وما قرب منها لأن الموقفين ومنى والجمار ليست في مكة ، قوله ( وهي خمسة عشر موضعا الخ ) كذا ذكرها في الفتح عن رسالة الحسن البصري ، قال ابن حجر المكي والحسن البصري تابعي جليل اجتمع بجمع من الصحابة فلا يقول ذلك إلا عن توقيف اه . و نقلها بعضهم عن النقاش المفسر في مسكه مقيده بأوقات خاصة والحسن أطلقها وذكر ذلك بعضهم نظما نقله ح عن الشرنبلالية فراجعهما ، قوله ( بكعبة ) أي فيها ، قوله ( والموقفين ) أي عرفة والمشعر الحرام في المزدلفة ، قوله ( طواف ) أي مكانه والأولى أن يقول المطاف وهو ما كان في زمنه مسجدا وإلا فالمسجد الحرام كله مطاف بمعنى أنه يجوز فيه الطواف
شرح اللباب قوله ( وسعى ) أي بين الصفاء والمروة لا سيما فيما بين الميلين .
شرح اللباب .
قوله ( مروتين ) أي الصفا والمروة ففيه تغليب ولعله غلب المؤنث على المذكر بناء على أحد القولين للعلماء وهو أن المروة أفضل من الصفا ، قوله ( مقام ) أي خلفه كما في اللباب ، قوله ( جمارك ) أي الثلاث فبذلك بلغت خمسة عشر لكن اعترض بأنه لا دعاء في جمرة العقبة بل في الأولى والوسطى ، قوله ( زاد في اللباب الخ ) أي لباب المناسك للشيخ رحمة الله السندي تلميذ المحقق ابن الهمام اختصره .
____________________
من منسكه الكبير واختصره أيضا بمنسك أصغر منه فافهم ، قوله ( وعند السدرة ) فيه أنه لم يذكرها في اللباب بل ذكرها في الشرنبلالية وهي سدرة كانت بعرفة وهي الآن غير معروفة ، ذكره بعض المحشين عن تاريخ مكة للعلامة القطبي وكذا عزاه بعض مشايخ مشايخنا لابن ظهيرة الحنفي المكي في فضائل مكة ، قوله ( وفي الحجر ) فيه أن هذا هو تحت الميزاب كما في الشرنبلالية عن الفتح ، قوله ( ليلة البدر ) وهي ليلة الرابع عشر من ذي الحجة التي ينزلون فيها الآن ط .
قلت وقد ألحقت هذه الخمسة نظما بنظم صاحب النهر فقلت : «ورؤية بيت ثم حجر وسدرة وركن يمان مع منى ليلة القمر» . (ردالمحتار ج۲ ص ۱۹۱) .
والسلام
له ابوالفضل صیب نه په مننه
وصيل پېروز
30.05.2011
السلام عليکم
وزيري صاحب ! ما ستاسو د ځو اب نفې نه وه کړې ، کولای شئ چي تاسو هم ځواب ورکړئ لکه داسي چي وشول .
مګر ما وړاندي ليکلي وو چي ځواب بايد يوازي او يوازي له قرآن او حديث څخه وي تاسو چي ما ته کومې حوالې ليکلې دي په هغو کي ما دا ماده ونه موندله ، که حسن بصري په دې اړه له کوم نص څخه استدلال کړی وي يا کوم بل عالم ، يا ته په خپله هم په دې اړه په نصوصو کي معلومات لرې نو را وړاندي يې کړه ، که نه د علماوو اقوالو او افعالو ته چي په دين کي نه وي هيڅ ارزښت نه شته .
که په ځانګړي ډول وهاج افغان او چپرهاري له موږ سره ددې پوښتنې په حل کي مرسته وکړي ښه به وي :
ايا دعا په مکان پسي خصوصيت لري که يا؟؟؟ ځواب يې يوازي او يوازي له قرآن او حديث څخه غواړم .
په مينه او درنښت
وصيل پېروز
19.06.2011
[quote:341ce8a82d="Alwazirya"]
د توسل عقیده د قرآن او حدیث په رڼا کښی
په قرآن عظیم الشان کی الله جل جلاله ددی امر مونږه ته کړیدی چی د وسیلی په تلاش کی شی. لکه
یایها الذین امنوا اتقوا الله وابتغوا الیه الوسیلة وجاهدوا فی سبیله لعلکم تفلحون. په مذکوره آیت کی وابتغوا الیه الوسیلة د تلاش ترغیب ده، بعضی علماوو دا آیت کریمه فقط په ایمان او اعمالِ صالحه باندی صحی کنړلی ده ولی بعضی نور بیا ددی نه وسیله نیول په انبیاءو، صلحاوو او اولیاء کرامو باندی صحی ګڼی. ددی علماوو دلیل دا دی چی په اتقو الله کی ایمان، اعمالِ صالحه او عبادات ټول شامل دی. ددی لپاره شاه ولی الله محدث دهلوی په القول الجمیل صفحه ۳۴ کی ددی وسیلی نه مراد د مرشد بیعت اخیستی دی. او شاه اسعمیل دهلوی بیا په صراطِ مستقیم صفحه ۵۸ کی ددی وسیلی نه مراد مرشد اخیستی دی او پسی زیاتوی: بدون مرشد راه یابی نادر است.
[/quote:341ce8a82d]
په قرآن کريم کي الله جل جلاله موږ ته د يوې مشروعې وسيلې د لټولو امر کړی دی لکه څرنګه چي له ايت څخه په څرګنده څرګندېږي ، له دې هاخوا پکي تاويلات کول ، په ترجمه او تفسير کي يې له خېټي خبرې ليکل هيڅ د اعتبار وړ نه دی ، نه کوم عقل کولای شي چي د داسي صريحو حکمونو په وړاندي داسي بې ځايه تاويلات ومني .
دلته که له يوې خوا د صحا لحو اعمالو د وسيلې تائيد کېږي له بل پلوه پکي الحمدلله هيڅ داسي ټکی نه شته چي د ذواتو د وسيله کوونکو لپاره دليل شي .
لومړی بايد موږ د يو ايت تفسير په يو حديث سره وکړو کوم کسان چي په دې ايت سره د ذواتو توسل ته د مشروع والي جامه ور اغوندي دا خبره دوئ په کوم دليل کوي ، په دې ايت کي هيڅ داسي ټکی نه شته چي دوئ دليل په ونيسي له دې پرته چي ترديد يې وکړي؟؟؟.
نو مهمه ده چي دوئ بايد د يوې بلې سرچينې په رڼا کي ثابته کړي چي له دې ايت څخه د ذواتو توسل ته هم لاره خلاصېدای شي که نه خود بخود له ايت څخه د ذواتو د توسل جواز تر لاسه کول لمر په دوو ګوتو پټول دي .
[quote:341ce8a82d="Alwazirya"]
په ذاتِ مصطفی صلی الله علیه وسلم باندی د توسل حکم:
لاندینی آیت مبارک په دی باندی صریح نص دی چی باید په محمد صلی الله علیه وسلم باندی توسل وشی.
ولو أنهم اذ ظلموا أنفسهم جاءوک فاستغفروا الله واستغفر لهم الرسول لوجدوا الله توابا رحیما.
ترجمه: او که چری دوی په هغه وخت چی ظلم یی کړی وی په ځانونو خپلو باندی راغلی وی تالره، پس طلب د بخښنی کړی وی دوی له خدایه او طلب د بخښنی کړی وی دوی دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم، نو خامخا موندلی به وو دوی خدای توبه قبلونکی مهربانه.
دا آیت د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ژوند پوری محدود نه ده بلکی تر قیامته پوری دا آیت په خپل حکم پاتی ده او هر شخص کولای شی چی په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی توسل وکړی.
[/quote:341ce8a82d]
د دې ايت اصل مفهوم داسي دی چي کومو کسانو ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو نبي په توګه لېږل شوی پر هغوئ يې اطاعت فرض دی او اطاعت يې هم هغه څوک کوي چي رب العزت ورته توفيق ورکړي . له دې وروسته الله جل جلاله د منافقينو او کفارو په اړه وايي چي که دوئ د رسول الله صلی الله عليه وسلم مجلس ته راتلای ، له هغه يې غوښتای چي دوئ ته د مغفرت دعا وکړي او هغوئ په خپله هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وړاندي له استغفار غوښت او توبه يې کوله نو الله جل جلاله به يې د يو توبه قبلوونکي ذات په توګه موندلی وای چي دوئ ته به يې بخښنه کړې وای او توبه به يې ور قبوله کړې وای .
هر مسلمان او دقر آن تلاوت کوونکی پوهېږي چي دا ايت د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ژوند پوري محدود دی . دده مجلس ته راتګ ، د هغوئ لپاره د استغفار غوښتنه او داسي نور دا ټول د ژوند چارې دي . استغفار او توبه دا ټول د ژوندانه کارونه چي تر مرګ وروسته يې لړۍ شلېږي لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چي په يوه صحيح حديث کي وايي :
( اذا مات ابن ادم انقطع عمله الا من ثلاث ، صدقة جارية وعلم ينتفع به وولد صالح يدعـــــــو له ).
ژباړه : کله چي انسان مړ شي نو د ټولو عملونو لړۍ ترې غوڅه شي مګر يوازي له درو جاريه صدقه ، ګټور علم او صالح اولاد چي دده لپاره دعا کوي .
د احديث د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه هم دی ځکه دی هم ابن ادم دی ، الله جل جلاله دی هم مړ کړ او د ابديت پر لور وخوځېد. صلی الله عليه وسلم
څرګنده شوه چي په ايت کي د کومو کارونو يادونه شي لکه دده مجلس ته د ګناهکارانو راتګ، هلته په راتللو له الله عفوه غوښتل او توبه کول او له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه غوښتنه کول چي دی هم په الهي دربار کي د دوئ د عفوې لپاره دعا وکړي ، دا ټول هغه څه دي چي تر ژوند پوري تړلي دي نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر مرګ وروسته دا هر څه ختم شول . موږ پوهېږو چي ټول اعمال لکه دعا کول ، استغفار ، ليدل ، اورېدل او د ژوند ټول خصلتونه تر ژونده منحصر دي تر مرګ وروسته د ټولو سلسله غوڅېږي .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر مرګ وروسته د صحابه کرامو رضی الله عنهم په وړاندي ډېر خنډونه راغلل هغوئ بايد د دې ستونزو د حل په موخه د ده قبر ته تللي وای توبه يې کړې، له الله يې عفوه غوښتې وای او له ده یې هم د عفوې غوښتنه کړې وای ، خو د صحابه کرامو رضی الله عنهم تاريخ دا شاهدي ورکوي چي هغوئ يوه هم داسي نه دي کړي ځکه هغوئ پوهېدل چي دا ډول چارې ټولي د ده صلی الله عليه وسلم تر ژونده منحصرې وي اوس د هرڅه لړۍ غوڅه او پرې شوه . دا يوه داسي عامه خبره ده چي هر انسان يې په ډېري اسانۍ سره فهمولای او درک کولای شي مګر تر کومه چي د مسلمانانو خبره ده د هغوئ په وړاندي د الهي کتاب دا ايت پروت دی :
(وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ َ ) ( آل عمران : ۱۴۴ )
ژباړه : محمد د الله يو رسول دی تر ده وړاندي هم ډېر رسولان راغلي دي که دی مړ ا و يا هم شهيد شي نو ايا تاسو بيرته خپلې ماضي ته ګرزئ؟.
دا د همدې ايت مطلب دی ګواکي په ايت کي د هغه وخت د منافقينو دا حالت څرګند شوی چي هغوئ د رسول الله له پيروۍ سرغړونه کوله مګر د مجبوريت په وخت کي به بيرته راتلل او عفوه به يې غوښتله ، الله جل جلاله د همدوئ سره ښه وکړل او د هغوئ لپاره يې د توبې دروازه پرانيستلې پرېښودله مګر دا طريقه يې بيان کړه چي که هغوئ تاته راشي توبه وکړي ، استغفار وغواړي او له تا هم وغواړي چي د استغفار او عفوې لپاره الهي دربار ته دعا وکړې نو الله به عفوه ورته وکړي او وبه يې بخښي .
دلته د توسل بالذوات يادونه چيري ده؟ په ايت کي خو بېخي دې لورته هيڅ اشاره نه شته ، په لنډو ويلای شو چي په ايت کي د کوم شي يادونه نه ده شوې نو د دليل په ډول يې راوړل صحيح کېدای شي؟؟؟.
دلته بيا هم يوه پوښتنه پيدا کېږي چي ايا هغوئ رسول الله صلی الله عليه ته راغلل ، توبه يې وکړه او رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته استغفار وغوښت ؟ دا پوښتنې له ايت څخه نه شي ځوابېدلای .
له دې حقائقو اخوا موږ ويلای شو چي په دې ايت سره هرو مرو دا ثابتېږي چي که منافقين راغلي وای ، توبه يې کړې وای او رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ورته استغفار غوښتی وای الله به بخښلي وای او که هرڅوک راغلي واي د داسي په کولو به يې د الهي ترحم دروازه پرانيستې موندلې وای .
مګر دا هر څه څه وخت؟ څرګنده ده خبره ده چي دا هرڅه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کي ، ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مجلس کي حاضرېدل ، دده دعا کول دا ټول هغه څه دي چي له ژوند سره تړلي دي ، اوس خو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شوی دی نه کوم مجلس لري ، نه ورسره د خبرو کولو شونتيا شته ، نه چاته د مغفرت دعا کولای شي ، دا هرڅه يوازي د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ژونده پوري خاص وو. تر مرګ وروسته د انساني اعمالو سلسله ختمېږي .
دا د ايت صحيح مفهوم او مطلب دی ، له دې پرته نه کوم صحابي بل څه ويلي ، نه تابعي ، نه يو داسي عالم چي کتاب او سنت يې د ژوند تګلاره وي ، په ايت کي خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مغفرت د دعا يادونه ده ، وواياست ! د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ذات د وسيله کولو يادونه بيا پکي چيري ده؟.
د مومنانو د دعا په اړه په لومړي سر کي تشرېحات شوي دي .
[quote:341ce8a82d="Alwazirya"]
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیدایښت نه مخکی هم په ده مبارک باندی توسل کیده لکه الله جل جلاله چی په قرآن کی وایی:
وکانوا من قبل یستفتحون علی الذین کفروا.
ترجمه: او وو دوی پخوا له دوی نه چی مدد به یی غوښتو (په رسول الله صلی الله علیه وسلم او قرآن) له خدای نه په هغه کسانو چی کافران شوی وه.
په دی آیت مبارک کی دا خبره قابل د غور ده چی تیر شوی امتونو ته په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی توسل روا وه او الله جل جلاله هم کوم رد نه دی پری کړی نو د حضرت محمدی صلی الله علیه وسلم اُمت ته په څه باندی ناروا او بدعت ده؟
[/quote:341ce8a82d]
د دې ايت د ثابت تفسير په لړ کي دا خبره راځي چي تر رسول الله صلی الله عليه وسلم وړاندي به چي کله يهودو له مشرکينو سره جګړې کولې نو دوئ به ويل : ژر به هغه نبي راشي موږ به له هغه سره په ملګرتيا له تاسو سره جګړه وکړو ، نه يې په ده قسم کاوی او نه يې هم د ده په روئ څه غوښتل بلکي ويل يې چي اې الله ! هغه نبي راولې څو يې موږ په پيروي کولو له دوئ (مشرکينو) سره جګړه وکړو.
همدا هغه ثابت تفسير دی چي مفسرينو کړی او همداراز قرآن پرې هم دلالت کوي ځکه الله جل جلاله وايي (وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ) استفتاح معنا الاستنصار دا د فتحې او مرستې غوښتنه ده ، په ده سره يې د فتحې او بري سوال داسي کاوی چي که الله دی راولي موږ به يې په ملګرتيا بری ومومو لکه وړاندي چي تېر شول ، نه يې په ده قسم کاوی او نه يې هم دی الهي دربار ته د وسيلې په توګه وړاندي کاوی ، که دوئ قسم پرې کولای او يا يې هم وسيله کاوی نو دوئ به بری موندلی وو مګر داسي څه ونه شول .
مګر کوم وخت چي رسول الله صلی الله عليه وسلم دې نړۍ ته راغی نو خلکو يې په اطاعت او اتباع که له يوې خوا اخروي نجات او خلاصون تر لاسه کړ نو له بل پلوه د څرګندې فتحې او بري څښتنان شول .
ابو العالية او نور وايي : کله چي به يهودو په رسول الله صلی الله عليه وسلم پر مشرکانو بری غوښت نو ويل به يې : اې الله ! هغه نبي مبعوث کړه چي له موږ سره يې په ليکلي ډول يادونې شته څو يې په ملګرتيا موږ پر مشرکانو غالبه شو او بری ترې يوسو ، مګر کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مبعوث شو او دوئ وليدل چي له دوئ څخه نه دی نو له عربو سره د کينې او حسد له وجې يې د ده له منلو انکار وکړ حال داچي دوئ پوهېدل چي محمد (صلی الله عليه وسلم ) د الله رسول او نبي دی ، نو الله جل جلاله دا ايت نازل کړ :
(فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ فَلَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الْكَافِرِينَ ) (البقرة : ۸۹) (تفسیر ابن جرير ، ۱ / ۴۱۱ ، قاعدة جليلة فی التوسل والوسيلة )
وروى محمد بن إسحاق عن عاصم بن عمر بن قتادة الأنصاري عن رجال من قومه قالوا: مما دعانا إلى الإسلام - مع رحمة الله وهداه - ما كنا نسمع من رجال يهود، وكنا أهل شرك، أصحاب أوثان، وكانوا أهل كتاب عندهم علم ليس عندنا، وكانت لاتزال بيننا وبينهم شرور. فإذا نلنا منهم بعض ما يكرهون قالوا لنا: قد تقارب زمان نبي يبعث الآن فنقتلكم معه قتل عاد وإرَم. كثيراً ما كنا نسمع ذلك منهم، فلما بعث الله محمداً رسولاً من عند الله أجبناه حين دعانا إلى الله وعرفنا ما كانوا يتوعدوننا به، فبادرناهم إليه فآمنا به وكفروا به، ففينا وفيهم نزل هؤلاء الآيات التي في البقرة: {ولما جاءهم كتابٌ من عند الله مصدق لما معهم وكانوا من قبل يستفتحون على الذين كفروا فلما جاءهم ما عرفوا كفروا به فلعنة الله على الكافرين}
د عربي متن مفهوم داسي دی : محمد بن اسحاق له عاصم بن عمر بن قتادة الانصاري او هغه د خپل قوم له خلکو روايت کوي چي کله موږ مشرکين وو ، د اوثان پيروي مو کوله کله چي به زموږ او ديهودو تر منځ جنجال راغی ، يا به داسي څه پېښ شول چي دوئ به نه خوښول نو لکه څرنګه چي دوئ اهل کتاب وو علم ورسره وو نو موږ ته به يې د يوې ګوت څنډنې په توګه ويل چي هغه وخت رانژدی شوی دی چي نبي پکي مبعوث شي موږ به له هغه سره په ملګرتيا تاسو لکه د عاد او ارم په څېر ووژنو ، مګر کله چي الله جل جلاله محمد (صلی الله عليه وسلم ) مبعوث کړ نو موږ يې الهي بلنه ومنله او هغه څه مو وپېژندل چي دوئ به يې وعده راکوله خو دوئ يې له منلو انکار وکړ له همدې وجې الله جل جلاله زموږ په منځ کي د البقرة سورت دا ايت نازل کړ :
((ولما جاءهم كتابٌ من عند الله مصدق لما معهم وكانوا من قبل يستفتحون على الذين كفروا فلما جاءهم ما عرفوا كفروا به فلعنة الله على الكافرين )) (السيرة لابن هشام (1/211). وتفسير ابن جرير (1/410) والروض الأنف (2/326) )
د دې خبرې تائيد لانديني دلايل هم کولای شي :
(۱) فروى ابن أبي حاتم عن أبي روق عن الضحاك عن ابن عباس في قوله تعالى: {وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا} قال: يستظهرون يقولون: نحن نعين محمداً عليهم، وليسوا كذلك، يكذبون. (التفسير (1/275) وهذا النص بهذا الإسناد في تفسير ابن جرير (1/412). قال حدثت عن المنجاب: قال: حدثنا بشر عن أبي روق عن الضحاك عن ابن عباس به. وفي التوسل في المطبوعة عن أبي رزين. وفي المخطوطة ص 61 عن زريق وكلاهما تصحيف. والصواب أبوروق لأنه من الرواة عن الضحاك ومشهور بالتفسير وهو عطية ابن الحارث الهمداني الكوفي، صدوق، ومن الرواة عنه بشر بن خالد الكوفي، وبشر بن عمارة، انظر تهذيب الكمال (2/939). وفي سماع الضحاك عن ابن عباس اختلاف بين علماء الحديث. )
…وروي عن معمر عن قتادة في قوله تعالى: {وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا}، قال: كانوا يقولون: إنه سيأتي نبي فلما جاءهم وعرفوا كفروا به. (تفسير ابن أبي حاتم (1/275 - 276)
( ۲ ) وروي ابن ابی حاتم بإسناده عن الربيع بن أنس عن أبي العالية قال: كانت اليهود تستنصر بمحمد - صلى الله عليه وسلم - على مشركي العرب يقولون: اللهم ابعث هذا النبي الذي نجده مكتوباً عندنا، حتى نعذب المشركين ونقتلهم. فلما بعث الله محمداً ورأوا أنه من غيرهم كفروا به حسداً للعرب، وهم يعلمون أنه رسول الله - صلى الله عليه وسلم -، فقال الله: {فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ فَلَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الْكَافِرِينَ}. (هو في تفسير ابن جرير (1/411)
دا او دې ته ورته نور دلايل موږ ته دا ثبوت راکوي چي نه وړاندي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ذات توسل شوی او نه تر ده وروسته ، همداراز دا روايتونه موږ ته په اثبات رسوي چي کوم څوک د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ذات د توسل لپاره دا ایت د دلیل په ډول وړاندي کوي نو نه يوازی چي خطا دي بلکي په قرآن هم سيي نه پوهېږي .
[quote:341ce8a82d="Alwazirya"]
د یوسف علیه السلام په قمیص باندی توسل الله جل جلاله داسی بیانوی:
اذهبوا بقمیصی هذا فألقوه علی وجه أبی یأت بصیرا. ترجمه: یوسی تاسو قمیص ځما دا پس واچوی په مخ د پلار ځما باندی چی راشی بیا بینایی.
له دی نه بعد قرآن واقعه داسی بیانوی:
فلمآ أن جآء البشیر ألقه علی وجهه فارتد بصیرا. ترجمه: پس هرکله چی راغی زیری کوونکی نو وی غورزولو هغه قمیص په مخ دده (یعقوب علیه السلام) باندی پس وګرځیدلو دی بینا.
له دی آیت کریمه نه دا په ثبوت ورسیده چی د انبیاء علیه السلام او صلحاء کرامو ته منسوبو شیانو باندی توسل کول له توحید نه منافی نه دی ځکه چی د قمیص لیږونکی هم نبی وه او پری توسل کونکی هم نبی وه.
[/quote:341ce8a82d]
الوزيري صاحب !
زه نه پوهېږم چي تاسو په کوم بصيرت يا کوم تدبر دا ايت د توسل بالذوات يا توسل باثار الصالحين د ثبوت په مقصد راوړئ؟؟؟.
دا د يو نبي معجزه ده چي په هيڅ صورت کي هم د توسل باثار الصالحين د ثبوت سبب نه شي ګرزېدای .
لوستونکو ! راځئ وړاندي الوزيري صاحب هم پر دې حقيقت په بدلو الفاظو اقرار کوي .
[quote:341ce8a82d="Alwazirya"]
له دی آیت کریمه نه دا لاندینی نکات ثابتیږی:
اول: د جآء البشیر په اعتبار، دا توسل اګر چی په ظاهره توسل بغیر النبی ده لیکن فی الحقیقت دا توسل بآثارِ النبی ده.
دوهم: د حضرت یعقوب علیه السلام په چهره مبارکه باندی د قمیص د اچولو په وخت کی، بشارت ورکونکی له ژبی نه د توسل کوم الفاظ نه دی وتلی او بینائی راغله نو دی ته توسل نفسی وایی.
دریم: یو نبی چی یوسف علیه السلام ده د توسل امر ورکوی او بل نبی چی یعقوب علیه السلام ده د توسل عمل اجراء کوی او په منځ کی متوسل بِه قمیص ده. لهذا کله چی د پیغمبر علیه السلام په قمیص باندی توسل جائز ده نو له دی نه خود به خوده دا ثابتیږی چی توسل بآثار الانبیاء او توسل بالصالحین هم شته ده.
[/quote:341ce8a82d]
ملا ګله ! دا هيڅ ډول توسل هم نه دی هسي ورته له ګيډي نومونه مه راباسه چي دا که دی نه وي نو نفسي توسل دی ، که داسي نه وي نو دا فلانی دی يا فلانی ، په قرآن او حديث کي ثابت توسل شته چي نه پکي ستا په څېر ګوتې خلک ورسره کوي او نه دومره تفکر ته اړتیا پکي شته ، څه چي په نص ثابت دي هیڅوک ترې انکار نه کوي مګر که وغواړي هر څوک کولای شي چی په خوږو الفاظ خلکو ته د نص مفهوم بدل کړي ، ستاسو تګلاره هم همداسي ده د نبي له معجزو په نه دليل توسل باثار الصالحين او توسل بالذوات ثابتوئ حال داچي ثابت او داسي نصوص يې منعه کوی چي ستاسو پټيو ته هم اړتيا پکي نه شته .
په خپله هم پر دې اقرار کوې چي دلته د توسل هیڅ ډول الفاظ نه دي ويل شوی چي دا په څرګنده پر معجزه دلالت کوي ، مګر افسوس افسوس بيا هم په هیڅ دليل ورته د يوې بلې جعلي پټۍ (توسل نفسي) په جوړولو غواړې مشروعه بڼه ورکړې چي دا کار مو له تحريف سره مترادف دی ځکه غواړئ د خپلې ناروا نظريې د ثبوت په هدف يو خو ثابت نصوص بدل کړئ له بله پلوه د نبيانو معجزې خلکو ته په هيڅ وښياست . !!!
دا وو د ښاغلي وزيري صاحب اعتراف چي د ايت په اړه يې کړی مګر اوس موږ ترې غواړو چي تاسو توسل نفسي په کوم دليل ثابتوئ ؟؟؟.
راتلونکې ليکنه دي همدې ته ورته بحث دی يوازي د الفاظو بڼه يې بدله ده .
[quote:341ce8a82d="Alwazirya"]
د مافوق الاسباب امورو حقیقی مفهوم:
په عام طور سره دا ویل کیږی چی په مافوق الاسباب امورو کی توسل شرک او په ما تحت الاسباب امورو کی توسل شرک نه ده. دا نظریه په اصل کی د مافوق الاسباب د اصلی تعریف نه د عدم واقفیت په وجه ده. ددی خبری د وضاحت لپاره د یعقوب علیه السلام د بینائی مثال یوه ډیره ښه نمونه ده. لکه:
د سترګو د رڼایی بیرته راتګ که د دواء، علاج یا آپریشن په ذریعه وی نو دا بیا اسباب ته منسوب ده او که ددی برعکس وی چی فقط د قمیص په اچولو بینائی بیرته راځی نو دا بیا له اسباب نه ماوراء کار ده کوم چی د مافوق الاسباب په اصطلاح سره موسومه ده. له دی بحث نه دا معلومه شوه چی:
- له اسبابو نه غیر چی کوم کار کیږی هغه ته مافوق الاسباب وایی.
- په مافوق الاسباب کی توسل د قرآن نه ثابت او د انبیاء علیهم السلام سنت ده.
- اذهبوا بقمیصی نه کومه دعائیه الفاظ دی او نه کومه دواء ده، قمیص مبارک سره د سترګو رڼایی بیرته راتلل محض توسل مافوق الاسباب ده. که توسل په مافوق الاسباب شرک وی نو قرآن به هیڅکله هم د داسی یو کار تائید نه وی کړای. [/quote:341ce8a82d]
له تاسو سره کړې وعده ژر ژر نه شم پوره کولای ځکه وخت مي کم دی ، مګر بيا به هم خپلې ليکنې ته ان شاء الله دوام ورکړم تاسو ته صبر او موږ ټولو ته د هدايت رڼا غواړم .
آمين
په مينه او درنښت
نور بيا ...
ع کريم حليمي
24.06.2011
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
[quote:13f302865d]ايا دعا په مکان پسي خصوصيت لري که يا؟؟؟ ځواب يې يوازي او يوازي له قرآن او حديث څخه غواړم [/quote:13f302865d]
د مځکي پر مخ د ډیر داسي ځایونه سته چه مکرم دي جاه او جلا لري او شعائر،نښانې د رب دي : ان الصفا و المروة من شعائر اﷲ فمن حج البیت او اعتمر فلاجناح علیه ان یطوف بهما و من تطوع خیراً فان اﷲ شاکر علیم
او داسي وختونه هم سته چه یوه ٍٍثانیه ئې = په (۱۰۰۰) وي
لَيْلَة الْقَدْر خَيْر مِنْ أَلْف شَهْر
د لیله القدر دعا قبلېږي ، په نیمه شپه ، سحر وختي ، تر هر فرض لمانځه ورسته ، د آذان او اقامت په مابینځ کښي ، په سجده کښی ، د عرفې په ورځ ، تر اوداسه ورسته ، د روژې په میاشت کښي ، او د ذِکر په مجلس کښي دعاوي قبلېږي
او دجمعې په ورځ داسي ساعت سته چه د دعاء د قبلېدو امید کيږی
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضی الله عنه عَنْ النَّبِيِّ صلي الله عليه وسلم أَنَّهُ قَالَ: الْتَمِسُوا السَّاعَةَ الَّتِي تُرْجَى فِي يَوْمِ الْجُمُعَةِ بَعْدَ الْعَصْرِ إِلَى غَيْبُوبَةِ الشَّمْسِ
تر ټولو مهمه خبره داده چه دعاء آداب او شرطونه لري ، شروط پر ځای نکړېٖ دعا دي نه قبلېږي
د غافل زړه له خاونده دعا نه قبلېږي !
څوک چه مخلص نه وي دعا ئې نه قبلېږي !
چا چه صله رحمي قطعه کړېوي دعا ئې نه قبلېږي !
څوک چه حرام خوري مطلب د حرام خوړونکي دعاء ئې نه قبلېږي !
درنښت
وصيل پېروز
26.06.2011
[quote:4c33dd4da7="Alwazirya"]
له احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم نه د توسل ثبوت
په تیرو صفحو کی د قرآن عظیم الشان په رڼا کی د توسل بنیادی تصورات واضحه کړل او اوس به د احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم په رڼا کی د توسل تصور واضحه کړو.
[/quote:4c33dd4da7]
تاسو په تېرو کرښو کي له قرآن څخه د داسي توسل د ثابتولو يوه ناکامه هڅه کړې وه چي په اسلام کي ورته هیڅ ځای نه شته ، نه ورته اسلام په کوم قدر قائل دی او نه تاسو د اسلام له مبارکې غېږي ورته داسي براهين لرئ چي په ثابت يې کړئ .
اوس به ووينو چي تاسو بيا کومه وسيله او په کوم حديث ثابتوئ؟ مګر هو ! يو شرط شته چي حديث بايد صحيح وي ، ضعيف ، موضوعي او له ځانه جوړي شوې خبرې د دليل په توګه مه راوړئ!.
[quote:4c33dd4da7="Alwazirya"]
اُمت محمدی صلی الله علیه وسلم نه د شرک خاتمه:
په امت محمدی صلی الله علیه وسلم باندی دا د الله جل جلاله یو لوی احسان دی چی بعد له ایمان راوړلو نه دوباره د کفر او شرک مرتکب کیږی نه. په سابقه امتونو کی داسی په بار بار کیدل چی د وخت د نبی له وفات کیدو نه بعد به خلک ټول ګمراه شول ولی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امت باندی دا د الله جل جلاله له احساناتو نه ده چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات مبارک نه بعد به دده امت نه ګمراه کیږی او ددی خبری اعلان حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خپل ژوند په اخیر کی داسی کوی:
له حضرت عقبه بن عامر رض نه روایت ده چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
انی والله، ما أخاف علیکم أن تشرکوا بعدی، ولکن أخاف علیکم أن تنافسو فیها. (بخاری، الصحیح، کتاب الجنائز، باب الصلاة علی الشهید) او مسلم، الصحیح، کتاب الفضائل، باب اثبات حوض نبینا وصفاته)
ترجمه: په الله جل جلاله قسم! چی زه په دی نه ډاریږم چی تاسو به زما له وفات نه بعد په شرک کی اخته شی ولی ما سره دا غم دی چی تاسو به بعد له مانه د دنیا په حصول کی یو بل سره په مقابله کی اخته شی.
[/quote:4c33dd4da7]
ستاسو فهم ، ادراک ، پوهه او تعقل ته زه هغه وخت لاس تر زنې کښېنستم چي دا حديث مو د يوې داسي خبرې د ثبوت په هدف راوړی چي کېدل يې ناشوني نه دي.
زه نه پوهېږم تاسو په رښتيا هم په دې باور ياست چي په اسلامي امت کي مسلمان سړی نه شي مشرک کېدلای که په دې خبره پوهېږئ هسي عارفانه تجاهل کوئ. !!
وړاندي تر دې چي ستاسو دا خبره چي ايا رښتيا مسلمان سړی مشرک کېدای شي که يا؟؟؟ تر تفصيل وړاندي د همدې حديث مطلب واضح کول غواړم ، همدارنګه له نورو علماء کرامو څخه هم هيله لرم چي د دې حديث په اړه خپل نظرونه د براهينو او دلايلو په رڼا کي را سره شريک کړي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وينا يوازي تر صحابه کرامو رضی الله عنهم پوري ځانګړې ده ، دا چي تر کومو صحابه کرامو پوري په دې اړه څه نه شم ويلای که تاسو له حديثو بشپړ معلومات درلودای او يا مو اسلامي تاريخ مطالعه کړی وای هيڅکله به مو دا حديث داسي نه تشرېح کاوی لکه کوئ چي يې.
په دې اړه مو يو څو احاديثو ته پام غواړم :
(( واذا وضع السيف فی امتی لم يرفع عنها الی يوم القيامة ولا تقوم الساعة حتی تلحق قبائل من امتی بالمشرکين و حتی تعبد قبائل من امتی الاوثان )) . (سنن ابی داؤد مع عون المعبود ۱۱ / ۳۲۲ ــ ۳۲۴ ، سنن الترمذي ۶ / ۴۶۶ ترمذي صحيح بللی دی ، الباني يې هم د صحت دعوه کړې ده صحيح الجامع الصغير ۶ / ۱۷۴ د حديث نمبر ۷۲۹۵)
ژباړه : کله چي زما په امت کي خپل منځي وژنه پيل شي بيا به تر قيامته پوري نه ودرېږي او قيامت به تر هغو پوري نه راځي چي زما د امت ځيني قبيلې دمشرکانو سره يو ځای شوې نه وي او تر څو چي زما د امت ځينو قبيلو د بتانو عبادت نه وي کړی.
له ابوهريرة رضی الله عنه څخه روايت دی :
(( لا تقوم الساعة حتی تضطرب اليات نساء دوس علی ذی الخلصة و ذو الخلصة طاغية دوس التی کانوا يعبدون فی الجاهلية )) . ( صحيح البخاري ، کتاب الفتن ، باب تغير الزمان حتی تعبد الاوثان ، صحيح مسلم ، کتاب الفتن و اشراط الساعة )
ژباړه : قيامت تر هغو پوري نه راځي چي د دوس د قبيلې ښځو د ذوالخلصة د بت شاوخوا ته طواف نه وي کړی.
د نبي کريم صلی الله عليه وسلم دا حديث ټکي په ټکي رښتنی شو کله چي په نوموړې سيمه کي جهالت يو ځل بيا خپل وزرونه وغوړول نو همالته هماغه کانې وشوې چي د الله استازي صلی الله عليه وسلم يې وړاندوينه کړې وه مګر د شيخ الاسلام او مجاهد الملة محی الدين محمد بن عبدالوهاب رحمه الله په مټ د شرک دا اډه نسکوره کړای شوه خو تر ده وروسته دا چارې يو ځل بيا پيل شوې چي وروستی بريد د ملک عبدالعزيز بن عبد الرحمن آل سعود له لوري پرې وشو او د شرک دا اډه يې تخريب کړه . ( اتحاف الجماعة ۱ / ۵۲۲ ، ۵۲۳ )
(( لا يذهب اليل و النهار حتی تعبد اللات و العزی فقلت يا رسول الله ان کنت لاظن حين انزل الله ( هو الذی ارسل رسوله بالهدی و دين الحق ليظهره علی الدين کله و لو کره المشرکون) ان ذالک تاما قال انه سيکون من ذلک ما شاء الله ثم يبعث الله ريحا طيبة فتوفی فی کل من فی قلبه حبة خر دل من ايمان فيبقی من لا خير فيه فيرجعون الی دين ابائهم )) . ( صحيح مسلم، کتاب الفتن و اشراط الساعة )
ژباړه : د شپې او ورځې دا نظام به تر هغو دوام لري چي د لات او عزی عبادت نه وي پيل شوی ، عائشې وويل : يا رسول الله ! ما ګومان کاوه چي د الله جل جلاله د دې ايت ( هو الذی الخ ) د نزول نه وروسته به خلک بيرته کفر ته نه ګرځي ، نبي کريم صلی الله عليه وسلم وویل : تر کومه چي الله غوښتي وي دا به همداسي وي بيا الله تعالی يو ښه شمال رالېږي چي د هر هغه چا په زړه کي چي د شړشم د دانې هومره ايمان هم وي د هغه روح به اخلي وروسته به هغه څوک پاتي کېږي چي هيڅ خير پکي نه وي او هغوئ به په خپل پلرني دين ته بيرته ګرځي.
شرک ډېر مظاهر لري ، شرک فقط د تيږو ، ونو او قبرونو عبادت نه دی بلکي طاغوتان الله ته سيالان ګرځول چي خلکو ته له خپله ځانه شريعتونه وضع کوي او خلک په دې مجبوروي چي د دوئ په وضعه شوي قانون حکم وکړي او د الله تعالی قانون پرېږدي دا ټول شرک دي ځکه دوي ځآن د الله جل جلاله سره خدايان ګرځولي لکه الله جل جلاله چي وايي :
( اتخذوا احبارهم و رهبانهم اربابا من دون الله ) ( التوبه : ۳۱ )
ژباړه : اهل کتابو (يهود او نصاری ) خپل علماء او عبادت کوونکي په خدايي ومنل او هغوئ به ورته له ځانه د حلالو او حرامو احکام جاري کول او پيروانو به يې عمل پر کاوه . (تفسير ابن کثير )
که چيرته حلالول او حرامول شرک وي نو د هغو خلکو به څه حال وي چي د اسلام دين ته يې شا اړولې او الحادي مذهبونه لکه علمانيت (سيکولرزم ) ، کمونيستي او اشتراکيت ، يا هم قوميت يې انتخاب کړی او بيا هم دعوه کوي چي هغوئ مسلمانان دي. (اشراط الساعة للدکتور يوسف عبدالله الوابل )
ايا اوس هم په دې نظر ياست چي دا حديث د ټول امت په اړه دی او په اسلامي امت کي به تر اخيره شرک پيدا نه شي؟؟؟ ايا د دې حديثونو په وړاندي څه ځواب درسره شته ؟ ايا ويلای شئ چي ستاسو رايه تر کومه ځايه سمه ده؟.
ايا په دې اوسني چاپېريال کي درته شرک نه ښکاري ، ايا د شيعه ګانو اعمال د اسلام دننه يو پټ راز بولې ، ايا په لاهور کي د هجويري او نورو زيارتونو کېدونکي طوافونه ، امداد ترې غوښتل او نور شرک نه ګڼې؟؟؟ ايا ويلای شې چي دا د چا په امت کي کېږي ، ايا هغوئ چي دا کارونه کوي ځانونه له محمدي امت څخه وتلي ګڼي؟؟؟، ايا بريلوي عقائد اسلام ګڼې؟؟.
همدا راز که له نصوصو را تېر شو او د اسلامي تاريخ پاڼې واړوو کومو کسانو چي د زکات له ورکولو ډډه کړې وه او په دې لار کي يې جنګونه کول ، کومو کسانو چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات وروسته د ابو بکر صديق رضی الله عنه په وړاندي پاڅون وکړ او مرتدين شول ايا مسلمانان يې ګڼې؟؟؟.
دا ټول څوک وو؟؟؟.
که همدا اوس روان حالات د ځان مخې ته کښېږدو ايا د امريکا په څنګ کي ولاړ کسان چي د مجاهدينو پر خلاف جګړه کوي، مسلمانې پېغلي پر امريکايي وحشيانو پلوري چي عافيه صديقي يې ژوندۍ بېلګه ده ، پر اسلامي خاوره پردي وحشي کفار يهود او نصاری د جګړې لپاره رابولي او ورته وايي چي دا واړه واړه بمونه بس نه دي بايد ښه غټ غټ بمونه ورباندي وورېږي دا او دې ته ورته کسان څرنګه درته ښکاري لا هم مسلمانان دي؟.
ايا هغه کسان لا هم مومنان بولئ چي د ولاء او براء اصول يې له اسلامي اصولو وويستل او دا يې یوه غير مهمه مسئله وګڼله؟؟؟.
ايا لا هم هغه پيران او ملايان مسلمانان بولې چي د خپلې ناروا تګلارې د ثبوت په هدف د قرآن او حديث په نصوصو کي تحريف کوي څو وکړای شي چي د امريکايانو په غېږ کي د اوسېدنې لپاره کوم جعلي سند تر لاسه کړي؟؟؟.
زه نه پوهېږم ته د کوم نقل ، عقل او فهم په رڼا کي دا حديث په دې توګه تشرېح کوې.
د دې ټولو دلايلو په رڼا کي خپله عقيده د انصاف په تله وتله !.
[quote:4c33dd4da7="Alwazirya"]
د توسل غوندی مستحسن عمل ته شرک ویونکی باید دی نقطی ته ښه غور وکړی چی هغه نبی صلی الله علیه وسلم کوم چی د شرک او بدعاتو د له منځه وړلو لپاره راغلی دی او د چا په وسیله چی مونږه نیکی لاری ته هدایت موندلی دی داسی مهربانی کوی چی زما دا اندیښنه نشته چی زما امت به دوباره د شرک په طرف راوګرځی ولی دا یواځی مونږه د مسلکی تعصب او عناد پر بناء باندی یو په بل د کفر او شرک فتوی لګوو او دا رویه د دین له حقیقی روح سره بالکل نا آشنا ده.
[/quote:4c33dd4da7]
هغه استازی چي رحمت وو ، هغه استازی چي د الله رسول وو ، هغه استازی چي نړۍ يې په يوه ابدي ډېوه روښانه کړه ، هغه استازی چي انسانيت ته يې د هدايت په راوړلو د ضلالت ورځ وګرځوله ، هغه استازی چي پيروي يې د جنت ضمانت دی او هغه استازی چي په نا فرمانۍ کي يې يوه ابدي بد مرغي پرته ده هماغه رسول په خپله مبارکه خوله دا ويلي چي زما په امت کي به يو ځل بيا شرک پيلېږي ، زما امت به يو ځل بيا د هدايت سپينه او نېغه لاره پرېږدي او د ضلالت په تيارو کندو کي به ورکېږي ، دا د هماغه نبي فرمان دی ، دا به رښتنی کېږي ، دا رښتنی شو او هم دا اوس رښتنی کېږي.
زموږ پيغمبر موږ ته يو قانون راووړ ، که څوک پر دې قانون لاړ شي او دا قانون د ژوند تګلوری وټاکي نو وپوهېږه چي د دنيا او اخرت ګټې یې تر لاسه کړې مګر که څوک له دې لارې کوږ شو نو له نبوي فرمان سره سم ( فمن رغب عن سنتی فليس منی ). حديث صحيح
د کوم چا په زړه کي چي الهي او نبوي مينه پرته وي ، هغه به هيڅکله هم په الهي کلام او نبوي حديثو کي د انحراف او ادلون بدلون لاره غوره نه کړي ، هغه به تور ته تور او سپين ته سپين ووايي . توسل هم په دې کتار کي راتلای شي موږ له ثابتو نصوصو څو ډوله مشروع توسل پېژنو چي وړاندي يې بحث تېر شو مګر د نامشروع توسل مشروع کوونکي د دې پر ځای چي له ثابتو نصوصو دليل راوړي او يا هم که له ثابتو نصوصو دليل راوړي نو له يوې خوا که خپله باطله نظريه ترې ثابتولای نه شي له بل پلوه پکي د خپلې نظريې د اثبات لپاره تاويل هم کوي چي دا ډول چارې ستاسو په خبره په رښتا هم ( د اسلام له حقيقي روح سره نا اشنا دي).
[quote:4c33dd4da7="Alwazirya"]
د لاندی یو څو احادیثو په ذکر کولو سره زه دا واضحول غواړم چی وسیله کوم شرک نه بلکی یو مستحسن عمل ده.
[/quote:4c33dd4da7]
احاديث به صحيح راوړې ، ضعيف ا حاديث د حجت وړ نه دي.
هیڅوک هم توسل شرک نه ګڼي مګر نه توسل غير شرعي ، الفاظ مو بايد مبهم نه بلکي صاف او څرګند وي.
[quote:4c33dd4da7="Alwazirya"]
اول دلیل: د نیکو اعمالو وسیله کول:
د مشکل او پریشانی په وخت کی نیک اعمال الله جل جلاله ته وسیله کول د ټولو مکاتبِ فکری په نیزد یو جائز او مشروع عمل ده. په صحیح بخاری کی حضرت عبد الله بن عمر رض نه روایت ده چی محمد صلی الله علیه وسلم مونږه ته د یو دری نفرو قصه وکړله چی هغوی په یوه ځنګله کی تیریدل چی ناڅاپه باران شروع وکړله او دوی ناچاری شول او یوه غار ته یی پناه ویوړله. ناګهانه د هغه غار خوله چی دوی په کی پټ شوی وه د یوکمر په واسطه بنده شو او د دوی د وتلو لاره یی ور وتړله. کله چی په دوی باندی دا مصیبت راغی نو یو بل ته یی وویل:
انظروا أعمالاٌ عملتموها لله صالحة، فادعوا الله بها لعله یفرجها. یعنی په خپلو عملونو کی هغه اعمال وګوری چی خاص الله جل جلاله لپاره مو کړی دی او بیا د هغو په وسیله له الله جل جلاله نه دعاء وغواړی ترڅو له دی مصیبت نه خلاص شو. اول شخص چی ضعیفه والدین یی درلودل او د هغوی خدمت یی کړی وه الله جل جلاله ته وسیله که او وی ویلی: فان کنت تعلم أنی فعلت ذلک ابتغاء وجهک فافرج لنا فرجة نری منها السماء. یعنی ای الله ج که ته پوهیږی چی دا عمل یعنی د مور او پلار خدمت ما د تا د رضا لپاره کړی وی نو ته ددی غار له خولی نه دا تیګه لری کړی ترڅو مونږه اسمان ووینو. ددی دعاء په کولو سره تیګه لږ لری شوه او دوی ته اسمان ښکاره شو خو د انسان د وتلو ګنجایش نه وه.
دوهم شخص د خپل د تره له لور سره د زنا له کولو نه ځان ژغورلی وه او هغه یی الله ج ته وسیله کړه او داسی یی وویل: اللهم فان کنت تعلم أنی فعلت ذلک ابتغاء وجهک فافرج لنا منها. په دی ویلو سره تیګه نوره هم د غار له خولی نه لری شوه خو د وتلو ګنجایش بیا هم نه وه. بیا دریم شخص خپل امانت داری او صداقت الله جل جلاله ته وسیله کړه او داسی یی وویل: فان کنت تعلم انی فعلت ذلک ابتغاء وجهک، فافرج ما بقی. یعنی یا الله جل جلاله که ته پوهیږی او بیشکه چی ته پوهیږی که ما دا امانت داری او صداقت خاص ستا د رضا لپاره کړی وی نو دا باقی تیګه نوره هم د غار له خولی نه لری کړه.
ددی په ویلو سره ټوله تیګه د غار له خولی نه لری شوه او دوی نجات پیدا کړلو. دا حدیث په (بخاری، الصحیح، کتاب المزارعة، باب اذا ذرع بمال قوم بغیر اذنهم) کی راغلی دی.
[/quote:4c33dd4da7]
حق مو ويلي دي ، د دې توسل تفصيل وړاندي زما په ليکنه کي هم تېر شوی دی.
[quote:4c33dd4da7="Alwazirya"]
دوهم دلیل: د یا عباد الله! احبِسُوا علْیٌّ په الفاظو سره توسل:
له حضرت عبد الله بن مسعود رض نه روایت ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
اذا انفلتت دابة أحدکم بأرض فلاة فلیناد یا عباد الله! احبسوا علی، یا عبادالله! احبسو علی، فان لله فی الأرض حاضرا سیحبسه علیکم. (طبرانی، المعجم الکبیر لسم جلد صفحه ۲۱۷) او أبویعلی، المسند، نهم جلد، صفحه ۱۷۷) او هیثمی په مجمع الزواید کی لسم جلد صفحه ۱۳۲ کی ویلی دی چی دا طبرانی روایت کړیدی او ټول راویان یی صحیح دی)
ترجمه: که له چا نه په ځنګل کی سورلۍ ورکه شی نو خاوند د سورلۍ دی داسی غږ وکړی ای د الله بنده ګانو زما سورلی ماته راونیسی. بیشکه چی د الله جل جلاله داسی بنده ګان شته چی تاسی ته به ستاسی سورلۍ راونیسی.
[/quote:4c33dd4da7]
د دې حديث سند داسي دی :
حدثنا ابراهيم بن نائلة الاصبهاني ثنا الحسن بن عمر بن شقيق ثنا معروف بن حسان السمرقندي عن سعید بن ابی عروبة عن قتادة عن عبدالله بن بريدة عن عبدالله بن مسعود قال : قال رسول الله صلی الله عليه وسلم نور همدا ستاسو حديث .
ما د ابراهيم بن نائلة او حسن بن عمر بن شقيق په اړه داسي څه ونه موندل چي د ضعف يا توثيق حکم پرې وکړای شم مګر معروف بن حسان السمرقندي منکر الحديث دی. (الجرح والتعديل ، الکامل فی ضعفاء الرجال ، المغنی فی الضعفاء )
همداراز سعيد بن ابی عروبة مدلس دی او په حديثي اصولو کي قاعده داده چي د مدلس حديث په (عن) سره نه منل کېږي او دا روايت يې همداسي دی. په وروستي عمر کي يې اختلاط هم کاوی. (اسماء المدلسين للجلال الدين سيوطي ، الناشر دارالجيل – بيروت ، الأعلام للزرکلي ، الاغتباط بمن رمی من الرواة بالاختلاط ، التبيين لاسماء المدلسين )
او د ابراهيم بن نائلة الاصبهاني او حسن بن عمر بن شقيق څېړنه بايد ته وکړې چي دا څوک دي ثقه دي که ضعيف؟ ما له پلټنې سره سره پيدا نه کړل.
که دوئ دواړه ثقه هم وبولو حديث ضعيف دی ، استدلال نه شي پرې کېدلای.
[quote:4c33dd4da7="Alwazirya"]
له حضرت عتبه بن غزوانی رض نه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
اذا أضل احدکم شیا او أراد أحدکم عونا و هو بأرض لیس بها أنیس فلیقل یا عباد الله أغیثونی یا عباد الله أغیثونی فان لله عبادا لا نراهم و قد جرب ذلک.
ترجمه: که ستاسی نه کوم شی ورک شی او تاسی مدد ته ضرورت لری او په داسی ځای کی یاستی چی کوم مددګار نه وی نو داسی نعری ووهی چی ای د الله جل جلاله بنده ګانو زما مدد وکړی ای د الله جل جلاله بنده ګانو زما مدد وکړی. یقیناً د الله جل جلاله داسی بنده ګان هم شته چی مونږه یی نه شو لیدلی لیکن هغه په مدد کولو باندی ماموری دی او دا آزموده خبره ده. دا حدیث په (طبرانی، المعجم الکبیر، اوولسم جلد، صفحه ۱۱۷) او (هیثمی، مجمع الزواید، لسم جلد، صفحه ۱۳۲) کی راوړی دی.
[/quote:4c33dd4da7]
د دې حديث سند داسي دی :
حدثنا الحسين بن اسحاق التستري ثنا احمد بن يحی الصوفي ثنا عبدالرحمن بن سهل حدثنی ابی عن عبدالله بن عيسی عن زريد بن علی عن عتبة بن غزوان : عن نبی الله صلی الله عليه وسلم قال ک ( اذا ... الی ... جرب ذلک ) .
ما تر ډېري پلټنې وروسته دا سند پيدا کړ او دادی دلته يې په دې هيله نقلوم چي د خپلې عقيدې د ثبوت په خاطر بايد ته دا ثابته کړې چي د دې حديث د سند هر فرد ثقه ، صدوق او قوي دی.
که له ما سره وخت وای نو ما به د دې هر راوي په اړه د جرحې او تعديل د علماوو اقوال نقل کړي دي مګر متأسفانه د وخت د کمښت له کبله دا کار نه شم کولای ، ته باور وکړه دا ليکنه مي په درو شپو کي بشپړه کړه.
هو ! دا يوه خبره بايد ياده ولرې چي کوم حديث نقلوې نو هرو مرو به يې صحيح ثابتوې که نه ضعيف حديث د حجت وړ نه دي او ما ته هم لازمه ده چي صحيح حديث نقل کړم ، که تا پکي شک څرګند کړ زه به ان شاء الله د هر راوي بشپړ احوال درکړم.
[quote:4c33dd4da7="Alwazirya"]
په حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم باندی توسل:
په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل دری صورته لری:
اول: التوسل بالنبی صلی الله علیه وسلم قبل ولادته (په رسول الله صلی الله علیه وسلم توسل مخکی له پیدایښت نه)
دوهم: التوسل بالنبی صلی الله علیه وسلم فی حیاته (په رسول الله صلی الله علیه وسلم توسل دده په ژوندانه کی)
دریم: التوسل بالنبی صلی الله علیه وسلم بعد وصاله (په رسول الله صلی الله علیه وسلم توسل وروسته له وفاته)
[/quote:4c33dd4da7]
تاسو بايد دا وېش په دلايلو ثابت کړئ چي په رښتيا هم داسي شوي دي مګر هو ! توسل بالذوات به ثابتوئ نه توسل بالدعاء او يا بل کوم مشروع تقسيم.
[quote:4c33dd4da7="Alwazirya"]
پورتنی دری واړه صورتونه په قرآن شریف باندی ثابت دی او تر ننه ټول علماء ددی دری واړو صورتونو منونکی دی.
[/quote:4c33dd4da7]
ستاسو دا خبره بايد د دلايلو په تله کي وتلل شي که رښتيا وختله په منلو کي به يې ځنډ ونه کړو.
نور بيا ...
وصيل پېروز
14.07.2011
يادونه :-
زه د يو څه مودې لپاره له انټرنيټ څخه لرې وم له همدې کبله مي ليکنه په ليپټاپ کي راسره اخيستې وه او هلته مي تقریباً بشپړه کړه له همدې کبله د ځوابي ليکنې ليکلې برخه ټوله پر ليکه کوم.
وصيل پېروز
14.07.2011
[quote:b0452b1eee="Alwazirya"]
اول: توسل مخکی له ولادت د محمد صلی الله علیه وسلم نه په محمد صلی الله علیه وسلم.
په قران کریم او حدیث مبارکه کی داسی ډیر دلایل شته چی ددی ښکارندوی دی چی مخکی له ولادت د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه په ده مبارک صلی الله علیه وسلم باندی توسل شوی وه.
[/quote:b0452b1eee]
وړاندي تر دې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم دې نړۍ ته راشي هم خلک په دې پوه ول چي يو داسي نبي به راځي چي په دنيا کي به ابراهيمي دعوت ژوندی کړی ، د بتانو په په تياره نړۍ کي به د توحيد ډېوه بله اود باطل پر خلاف د تېرو انبياوو دعوتي لړۍ ته به د پای ټکي کښېږدي او حق به د يو نه ماتېدونکي ځواک په توګه د باطل مخ ته ودروي.
د همدې شهرت او مقام وجه وه چي خلکو يې په ډېره تلوسه انتظار کاوی او تل به لالهاندو زړونو د جهالت په تيارو کي د دې سباوون په تمه شپې تېرولې ، له قرآن کريم او حديثو موږ ته هیڅ داسي کوم قوي سند په لاس نه شي راتلای چي هغوئ دي په رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ولادت وړاندي توسل کاوی بلکي که حقيقت ته ځير شو او په دې اړه راغلي روايتونه د انصاف په تلو وتلو موږ ته به په دې اړه پرېکړه ډېره اسانه او ساده وي په لنډو ويلای شم چي کيسه د دې برعکس وه.
[quote:b0452b1eee="Alwazirya"]
یو څو نمونی یی په لاندی ډول دی:
د حضرت آدم علیه السلام توسل په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی.
په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل د حضرت آدم علیه السلام سنت دی. چی د خپلی معافی غوښتلو په وخت کی یی په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی کړی وه. امام حاکم رحمه الله دا واقعه بیانوی او حدیث له حضرت عمر رض نه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
لما اقترف آدم الخطیئة قال: یا رب أسألک بحقِ محمد صلی الله علیه وسلم لما غفرت لی. فقال الله: یا آدم و کیف عرفت محمدا ولم أخلقه؟ قال: یا رب لأنک لمّا خلقتنی بیدک ونفخت فی من روحک رفعت رأسی فرأیت علی قوائم العرش مکتوبا: لااله الا الله محمد رسول الله، فعلمت أنک لم تضف الی اسمک الا أحب الخلق الیک. فقال الله: صدقت یا آدم انه لأحب الخلق الی. ادعنی بحقه، فقد غفرت لک، ولو لا محمد ما خلقتک.
ترجمه: کله چی له حضرت آدم علیه السلام نه خطا وشوله نو آدم علیه السلام د الله جل جلاله په بارګاه کی عرض وکړو: پروردګاره! زه له تانه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وسیله سوال کوم چی زما مغفرت وکړه – نو الله جل جلاله ورته وفرمایل: ای آدم! تا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څرنګه وپیژانده، حالانکه ما د هغه تخلیق هم نه دی کړی؟ حضرت آدم علیه السلام ورته وفرمایل: مولا! کله چی تا زه په خپل بلاکیف لاس باندی پیدا کړمه او خپل روح دی ما کی واچاوه، ما چی کله خپل سر را جګ کړ او د عرش په هره ستنه یی لیکلی وه چی: لا اله الا الله محمد الرسول الله، نو زه پوه شومه چی ستا د مبارک نامه ترڅنګ د بل هغه چا نوم کیدای شی چی تا ته ډیر محبوب وی. نو الله جل جلاله ورته وویل: اوس چی تا د دده صلی الله علیه وسلم په وسیله ماته دعا کړیده نو زه تا معاف کومه. او که چیرته حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه وی نو ته به می هم نه وی پیدا کړی.
(حاکم، المستدرک علی الصحیحین، دوهم جلد، صفحه ۶۱۵، رقم: ۴۲۲۸) کی روایت کړیدی او
(بیهقی، دلائل النبوة، پنځم جلد، صفحه ۴۷۹) کی روایت کړیدی.
[/quote:b0452b1eee]
پر دې حديث د بحث لنډيز داسي وړاندي کولای شو:
بلاشبه له ادم عليه السلام څخه يوه غلطي وشوه او الله جل جلاله وباخښی مګر اوس راشئ دا وڅېړو چي الله جل جلاله ادم عليه السلام څه ډول معاف کړ؟ ايا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ذات په وسيله کولو که په دې چي له الله جل جلاله څخه يې د توبې الفاظ يا کلمې زده کړې؟.
که موږ قرآن کريم او صحيح احاديث وپلټو نو راته جوته به شي چي د ادم عليه السلام غلطي د ده په توبه او پښېمانۍ سره معاف شوه نه داچي الهي دربار ته يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ذات وسيله کړ.
لکه څرنګه چي له مجاهد ، سعيد بن جبير ، ابو العاليه ، ربيع بن انس ، حسن ، قتادة ، محمد بن کعب القرطي ، خالد بن معدان او عطا الخراساني څخه چي روايت دی چي ادم عليه السلام الله جل جلاله په دې الفاظو معاف کړ:
قالا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ
ژباړه: دوئ دواړو وويل چي اې زموږ ربه! موږ پر خپلو ځانونو ظلم کړی دی که مو ته ونه بخښې او رحم نه راباندي وکړې نو موږ به هرو مرو له زيانمنو څخه شو.
بل ځای الله جل جلاله وايي:
فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ ( البقرة : ۳۷ )
ژباړه: ادم له خپل رب څخه څو کلمې زده کړې او په هغو يې توبه وکړه.
له دې معلومېږي چي ادم عليه السلام او حوا رضی الله عنها په خپله د ګناه اعتراف وکړ او بيايې په يو شمېر کلمو څخه چي له الله څخه يې زده کړې وې په الهي دربار کي توبه وکښله او الله د خپل صفت له مخې چي تواب او رحيم دی ، ددوئ توبه قبوله کړه او ويې بخښل . دا د قرآن شاهدي ده ، حديث يې هم تائيد کوي او د سلفو صالحينو تګلاره هم همدا ده. همدا زموږ عقيده ده چي کله ادم او حوا ( ربنا ظلمنا ) وويل نو الله معاف کړل او د هغوئ توبه يې قبوله کړه . دا تر ټولو قوي دليل دی چي نه پکي شک او ابهام شته نه ضعف او تضعيف.
مګر د عمر رضی الله عنه هغه روايت چي د مخلوقاتو د ذات د توسل په لړ کي د دليل په ډول وړاندي کېږي سخت ضعيف دی بلکي موضوع دی ځکه :
(۱) په همدې حديث کي داخبره راغلې چي تا محمد څرنګه وپېژاند حال داچي دی ما تر اوسه نه دی پيدا کړي؟. ادم وويل: زما ربه! تا چي کله زه وپنځولم کله چي مي سر راپورته کړ نو د عرش پر پايو داسي ليکلي وو ( لا اله الا الله محمد رسول الله ) نو له دې زه وپوهېدم چي ته له ځان سره د هغه چا نوم ليکې چي ستا په مخلوق کي تاته ډېر ګران وي.
دا مکالمه له دوو وجو د ترديد وړ ده. اول دا چي دا خبرې د الله او ادم تر منځ د ادم عليه السلام تر خطا وروسته شوې دي مګر الله جل جلاله ادم عليه السلام ته د ده تر خطا وړاندي د ټولو شيانو نومونه ښوولي وو او په هغو نومونو کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم نوم هم وو. ادم عليه السلام پوهېدی چي دی د الله بنده ، رسول او په مخلوقاتو کي تر ټولو غوره دی. لهذا که يې دا خبره کولای نو بايد داسي يې ويلي وای: اې الله! کله چي تا ماته نومونه را وښودل هغه وخت د محمد صلی الله عليه وسلم نوم هم وو چي داسي او داسي دی.
دويم دا چي د لااله الا الله د ليکنې ذکر يوازي په همدې موضوعي حديث کي موندل کېږي بل هیڅ ځای نه شته نو يوه غيبي خبره څرنګه په موضوعي حديث ثابتېدای شي؟؟؟.
(۲) د حديث دا ټوټه ( ولو لا محمد ما خلقتک ) که محمد نه وای ما به ته نه وای پيدا کړی. موږ الله جل جلاله د دې جملې له ويلو پاک او بري ګڼو ، حاشا وکلا دا نه شي کېدلای چي دا دي د الله جل جلاله ويل شوې جمله وي ځکه الله جل جلاله خو په قرآن کريم کي موږ ته وايي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُونِ ( الذاريات: ۵۶)
ژباړه : او ما انسانان او پيريان د خپل عبادت لپاره پيدا کړل.
همدا راز الهي وينا ده:
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا ( الطلاق : ۱۲ )
ژباړه: الله هماغه دی چي اووه اسمانونه يې وپنځول او همداسي ځمکه ، په هغو کي د الله حکم نازلېږي څو خلک وپوهېږي چي الله پر هر څه قادر دی او په دې چي الله په خپل علم پر هر څه احاطه کړې ده.
له دې دواړو اياتونو څرګندېږي چي د مخلوقاتو د پيدايښت هدف د الله عبادت دی نه په خلق الله کي د يو خاص سړي د پيدايښت سبب . دويم هدف يې دا هم دی څو خلک وپوهېږي چي الله پر هر څه قادر دی او دا هم وفهموي چي د الله له علم څخه هيڅ پټ نه دي.
نو بيا د خلکو دا خبره (لو لا محمد ما خلقتک ) څرنګه سيي کېدلای شي؟؟؟ دا جمله له دې اياتونو سره په صريح ډول په ټکر کي ده او کوم کلام چي د کتاب وسنت مخالف راشي هغه ساقطېږي، نو چا چي دا له ځانه جوړ شوی روايت نقل کړی دی هغه پر الله ، د هغه پر ګران رسول او ادم عليه السلام دروغ ويلي دي او يوه دروغ او له ځانه جوړه شوې خبره څرنګه دليل جوړېدلای شي؟.
حيراني ده چي دا ډول موضوع او له ځانه جوړ شوي روايتونه خلکو د خپلو عقيدو بنسټونه ګرزولي دي او پر دې هم ټينګار کوي چي خلک يې ومني او دې ته ورته عقيده جوړه کړي او څوک چي د دوئ د دروغو له منلو نټه وکړي پر هغه له الله او رسول سره د محبت نه لرلو تور لګوي ، دا څومره د حيرانۍ وړ خبره ده چي څوک پر کتاب الله او د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر سنتو منګولې ټينګې کړي او خلک همدې دوو ثابتو اساساتو ته رابولي نو هغه د الله او رسول دښمن ګڼل کېږي مګر کوم څوک چي د الله او رسول لور ته دروغ منسوبوي او عملا د کتاب الله او د رسول د سنتو مخالفت کوي هغه د الله او رسول سرتېری ګڼل کيږي. څومره ښه منطق دی. !!
د دې حديث سند ته يوه کتنه:-
د دې حديث په سند کي عبدالرحمن بن زيد بن اسلم دی چي محدثينو خبرې پکي کړې دي او ضعيف يې ګڼلی دی. په خپله د مستدرک حاکم مصنف په خپل کتاب الضعفاء کي نوموړی ضعيف بللی دی. شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله پر دې ډېره حيراني ښودلې چي امام حاکم دا روايت څرنګه نقل کړی دی په داسي حال کي چي نوموړي په خپل کتاب ( المدخل الی معرفة الصحيح من السقيم ) کي عبدالرحمن بن زید بن اسلم په دې تورن کړی چي له خپل پلار څخه يې موضوع روایتونه بيانول. شيخ الاسلام رحمه الله وايي چي دا راوي په اتفاق سره ضعيف دی او ډېري غلطۍ يې کولې. امام احمد بن حنبل ، ابو زرعه ، ابو حاتم ، نسايي ، دار قطني او نوور رحمهم الله ضعيف ګڼلی او د ابو حاتم بن حبان وينا ده: عبدالرحمن بن زید په ناخبري کي حديث اړوی را اړوي او بيانوي يې، د هغه ډېری روايتونه داسي دي چي مرسل يې مرفوع کړي او موقوف يې مسند کړي له همدې کبله د ده د حديثو د پرېښودلو پرېکړه وشوه. همدا راز يوازي د امام حاکم صحت د اعتبار وړ نه دی څو چي ذهبي ورسره موافقت ونه کړي او ذهبي د امام حاکم پر صحت سخت تنقيدات کړي دي. ځيني علماء خو لا دا هم وايي چي د ذهبي صحت هم د اعتبار وړ نه دی او بايد تر پلټنې وروسته ومنل شي ، دا دکتور صبحي صالح قول دی.
لنډه دا چي د دې حديث په سند ، مفهوم او متن کي هيڅ داسي څه نه شته چي معتبر وبلل شي او د عقيدې په څېر بنيادي مسئلو کي حجت وګڼل شي. که له دې سره بيا هم کوم شخص دا دروغ حديث د دليل په ډول وړاندي کوي نو موږ يې جرأت بې ځايه څه چي له حديثو يې پر ناخبري او جهالت محمول کوو.
[quote:b0452b1eee="Alwazirya"]
امام حاکم دی حدیث ته صحیح ویلی دی او امام بلقینی رح هم په خپله فتاوی کی دا حدیث صحیح بللی دی. امام تقی الدین سبکی رح په [شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام] صفحه ۱۲۰ کی د شیخ ابن تیمیه تنقید او رد په دی حدیث بی ځایه بللی دی او د امام حاکم رح قول یی تصدیق کړیدی.
[/quote:b0452b1eee]
كه كوم څوک د يو حديث د صحت دعوه کوي نو بايد د حدیثو هغه ټول اصول په پام کي ونيسي چي په وسيله يې يو حديث د صحت مرتبه تر لاسه کولای شي مګر که کوم څوک دا اصول له پامه غورزوي او هسي د اوازو پر بنا د حديث د صحت دعوه کوي خبره يې نه شي منل کېدای. امام حاکم که صحیح ګڼلی وي نو دا بيا ولي نه وايې چي له ده سره امام ذهبي رحمه الله موافقت نه دی کړی؟. هرڅوک پوهېږي چي دامام حاکم صحت د اعتبار وړ نه دی تر څو چي د امام ذهبي له لوري تائيد نه شي او په خپله د امام ذهبي صحت ته هم د ځينو علماوو له لوري د شک په سترګه کتل شوي.
که يو څوک له حديثي اصولو سره سم پر يو حديث تنقيد کوي او مقابل لوری له کوم دليل پرته د حدیث د صحت دعوه کوي نو ته خپل عقل او هوښ قاضي کړه ايا دعوه به يې ومنل شي؟.
په خپله د دې حديث سند وګوره ، متن يې له قرآن سره پرتله کړه چي څومره له اسلامي اساساتو سره په ټکر کي دی؟. !!
په دې اړه د علامه الباني (التوسل) او دشيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله (القاعدة جليلة فی التوسل والوسيلة) دوه داسي کتابونه دي چي زما په اند تر ننه چا ورسره سيالي نه ده کړې. که غواړې په حديثي اصولو پوه شې او د دروغو حقيقت درته جوت شي همدا دوه مطالعه کړه او دلائل يې د انصاف په تله وتله.
[quote:b0452b1eee="Alwazirya"]
یهودو به هم په خپلو حریفانو باندی د نصرت او فتحی په وخت کی په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل کولو، قرآن په خپله په دی باندی شاهد ده او وایی:
ولما جآءهم کتب من عند الله مصدق لما معهم وکانو من قبل یستفتحون علی الذین کفرو فلما جآءهم ما عرفوا کفروا به فلعنة الله علی الکافرین.
له قرونِ اولی نه تر دی دمه ټولو مفسرینو چی د دی آیت تفسیر کړیده هغه یی د حضرت ابن عباس رض نه روایت کړیدی. هغه مبارک په تنویر المقباس من تفسیر ابن عباس او جامع البیان فی تفسیر القرآن او الدر المنثور فی التفسیر بالماثور کی لیکلی دی چی یهودانو به په خپلو دشمنانو باندی د فتحی حاصلولو په خاطر په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل کولو.
(وکانوا من قبل) من قبل محمد صلی الله علیه وسلم والقرآن (یستفتحون) یستنصرون بمحمد والقرآن (علی الذین کفروا) من عدوهم أسد وغطفان و مزینة وجهینة (فلما جآءهم ما عرفو) صفته ونعته فی کتابهم (کفروا به) جحدوا به (فلعنة الله) سخطة الله و عذابه (علی الکافرین) علی الیهود. (فیروز آبادی، تنویر المقباس من تفسیر ابن عباس: ۱۳)
[/quote:b0452b1eee]
د محدثينو پر دې اتفاق دی چي دا ايت د خيببر ديهودو په اړه نه بلکي د بنوقينقاع ، بني نضير او بنو قريظه په اړه نازل شوی دی. دا خلک يې خيبر ته ځکه منسوبوي چي دوئ په دې اړه يو ضعيف حديث لري چي په راتلونکي کي به بحث ترې وکړو.
راشه ! لومړی د ايت په صحيح تفسير وپوهېږو، طبري په دې اړه په لسګونو په سند سره داسي اقوال نقل کړي:
القول في تأويل قوله تعالى : { وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ }
قال أبو جعفر: يعني بقوله جل ثناؤه:(وكانوا من قبل يستفتحون على الذين كفروا)، أي: وكان هؤلاء اليهود - الذين لما جاءهم كتاب من عند الله مصدق لما معهم من الكتب التي أنزلها الله قبل الفرقان، كفروا به - يستفتحون بمحمد صلى الله عليه وسلم = ومعنى"الاستفتاح"، الاستنصار = (1) يستنصرون الله به على مشركي العرب من قبل مبعثه، أي من قبل أن يبعث، كما:-
1519 - حدثني ابن حميد قال، حدثنا سلمة قال، حدثني ابن إسحاق، عن عاصم بن عمر بن قتادة الأنصاري، عن أشياخ منهم قالوا: فينا والله وفيهم - يعني في الأنصار، وفي اليهود = الذين كانوا جيرانهم - نزلت هذه القصة = يعني:(ولما جاءهم كتاب من عند الله مصدق لما معهم وكانوا من قبل يستفتحون على الذين كفروا) = قالوا: كنا قد علوناهم دهرا في الجاهلية - (1) ونحن أهل الشرك، وهم أهل الكتاب - (2) فكانوا يقولون: إن نبيا الآن مبعثه قد أظل زمانه، يقتلكم قتل عاد وإرم. (3) فلما بعث الله تعالى ذكره رسوله من قريش واتبعناه، كفروا به. يقول الله:(فلما جاءهم ما عرفوا كفروا به).
1520 - حدثنا ابن حميد قال، حدثنا سلمة قال، حدثني ابن إسحاق قال، حدثني محمد بن أبي محمد مولى آل زيد بن ثابت، عن سعيد بن جبير، أو عكرمة مولى ابن عباس، عن ابن عباس: أن يهود كانوا يستفتحون على الأوس والخزرج برسول الله صلى الله عليه وسلم قبل مبعثه. فلما بعثه الله من العرب، كفروا به، وجحدوا ما كانوا يقولون فيه. فقال لهم معاذ بن جبل وبشر بن البراء بن معرور أخو بني سلمة: يا معشر يهود، اتقوا الله وأسلموا، فقد كنتم تستفتحون علينا بمحمد صلى الله عليه وسلم ونحن أهل شرك، وتخبروننا أنه مبعوث، وتصفونه لنا بصفته! فقال سَلام بن مِشْكَم أخو بني النضير: ما جاءنا بشيء نعرفه، وما هو بالذي كنا نذكر لكم! فأنزل الله جل ثناؤه في ذلك من قوله:(ولما جاءهم كتاب من عند الله مصدق لما معهم وكانوا من قبل يستفتحون على الذين كفروا فلما جاءهم ما عرفوا كفروا به فلعنة الله على الكافرين).
1521 - حدثنا أبو كريب قال، حدثنا يونس بن بكير قال، حدثنا ابن إسحاق قال، حدثني محمد بن أبي محمد مولى آل زيد بن ثابت قال، حدثني سعيد بن جبير، أو عكرمة، عن ابن عباس مثله.
1523 - وحدثنا محمد بن عمرو قال، حدثنا أبو عاصم قال، حدثني عيسى، عن ابن أبي نجيح، عن علي الأزدي في قول الله:(وكانوا من قبل يستفتحون على الذين كفروا)، قال: اليهود، كانوا يقولون: اللهم ابعث لنا هذا النبي يحكم بيننا وبين الناس، يستفتحون - يستنصرون - به على الناس.
همدا اراز که غواړې چي دا حقيقت درک کړې نو همدې مصدر ته رجوع وکړه!.
ځينو مفسرينو دا ايت د خيبر ديهودو په اړه بللی دی د دوئ دليل دا حديث دی :
عبدالمالک بن هارون بن عنتره له خپل پلار ، هغه له سعيد بن جبير او له هغه له ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت کړی چي د خيبر يهودان به له غطفان سره په جګړه ول کله چي به يې ماته خوړله نو ويل به يې: ( اللهم انا نسألک بحق محمد النبی الامی الذی وعدتنا ان تخرجه لنا اخرالزمان الا نصرتنا عليهم ) کله چي به يې دا دعا وکړه نو له غطفان سره به په جګړه کي بريالي شول مګر کوم وخت چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مبعوث شو هغوئ يې له منلو ډډه وکړه نو دا ايت نازل شو (وكانوا من قبل يستفتحون على الذين كفروا).
د حديث متن ته يوه کتنه:-
اهل تفسير پر دې متفق دي چي پورتنی ايت د خيبر ديهودانو په اړه نه بلکي مدينې ته د لنډو اوسېدونکو يهودانو په اړه نازل شوی چي له بنو قينقاع ، بنو قريظه او بنو نضير سره يې تړاو درلود.
لکه د محمد بن اسحاق روايت چي وړاندي تېر شو.
د حديث په متن کي ويل شوي چي د خيبر يهودانو له غطفان سره جګړه وکړه مګر تاريخي حقيقت دادی چي دوئ دوو هیڅکله هم جګړه نه ده سره کړې. د راوي دا ستره او څرګنده غلطي د دې خبرې د تقويت يو ښکاره دليل کېدای شي چي په دې کي راغلې دعا هم د دې تاريخي حقيقت د مسخه کولو په موخه له ځانه جوړه شوې ده.
پر دې بايد هم فکر وشي چي تورات خو د يهودو او عربو تر جګړو وړاندي لا هم موجود وو نو يهودانو تر دې وړاندي ولي دا دعا نه کوله او ولي يې د خپلو اولادونو وژنه په خپلو سترګه ليدله دوئ بايد د دې دعا په ويلو ځان له ستونز ویستلای وای؟.
له دې معلومېږي چي دا حدیث له ځانه جوړ شوی دی او هیڅ اصل نه لري ، که يې کوم اصل وای نو يهودانو به وختي لا داسي کانه کړې وه او تر پېړيو پېړيو به يې د عربانو په لاس خپله تباهي نه ليدله.
په دې دعا کي د محمد صلی الله عليه وسلم نوم هم شته مګر يهودانو هیڅکله پر خپلو اولادونو د محمد نوم نه دی ايښی ، په تورات کي چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه کومه وړاندوينه شوې وه له هغې څخه دوئ دا فهم اخیستی وو چي دا به يهودي وي. لکه د ابو العاليه په روايت کي چي دي چي يهودانو به په محمد صلی الله عليه وسلم پر عربانو بری غوښت او ويل به يې: اې الله! هغه نبي مبعوث کړه چي چي موږ يې ليکلی مومو څو موږ پر مشرکينو برلاسي شو او ويې وژنو.
مګر کله چي الله رسول الله مبعوث کړ هغوئ وليدل چي له دوئ څخه نه دی نو دوئ يې له منلو ډډه وکړه او الله يې په اړه هماغه ايت نازل کړ.
د دې روايت د موضوع والي يو بل دليل دا هم دی چي د محمد بن اسحاق او ابو العاليه په روايتونو کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم نوم نه شته بکي پر هغه ځای اخر الزمان ياد شوی دی نو بيا يهودو څرنګه بحق محمد النبی ويلای شوای؟. له دې هرڅه څرګندېږي چي دا ټولي د طبيعت جوړي شوې خبرې دي چي هیڅ اصل نه لري.
الغرض د حديث په متن کي دومره ټکرونه ، تضادونه او د حقيقت خلاف خبرې دي چي هيڅ د سالم عقل څښتن يې د يو حديث په جامه کي نه شي منلای. له متن سره سره يې په سند کي هم دومره نکارت موجود دی چي په هیڅ ډول هم حجت او دليل نه شي کېدلای.
د دې روايت په سند کي عبد المالک بن هارون دومره ستر دروغجن دی چي يو چا يې هم توثيق نه دی کړی او په اضعف الناس او کذاب سره مشهور دی. علامه ابن جوزي دا حدیث په الموضوعات کي شامل کړی او ثابته کړې يې ده چي دا په رښتيا هم د حديثو په کتار کي په دروغو ور ننويستل شوی دی.
[quote:b0452b1eee="Alwazirya"]
پخپله اهل کتابو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت نه مخکی په ده باندی په داسی کلماتو توسل غوښتو:
اللهم انصرنا بالنبی المبعوث فی آخر الزمان الذی نجد نعته وصفته فی التوراة (زمخشری، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، اول جلد، صفحه ۱۲۳)
ترجمه: ای الله جل جلاله! د اخیری زمانی د پیغمبر په وسیله چی مونږه یی صفت په تورات کی لیدلی دی زمونږ مدد وکړه.
[/quote:b0452b1eee]
لومړی بايد په سند سره د دې روايت توثيق وشي بله خبره دا ده چي که اهل کتابو يو چم کړی وي نو زموږ لپاره د دليل سبب نه شي کېدلای ، که يې دليل بولې نو هغوئ خو خپل کتابونه هم تحريف کړي وو ايا ته دې کار ته تيار يې؟؟؟.
[quote:b0452b1eee="Alwazirya"]
نو له پاسنیو روایاتو نه دا په ثبوت رسیږی چی په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی د دده له ولادت مبارک نه مخکی هم توسل شویدی او یو روا عمل وه او ټولو مفسرینو په خپلو زمانو کی د داسی روایاتو ذکر په خپلو کتابو کی کړیدی. که څوک دا اعتراض وکړی چی دا د اسرائیلیاتو نه راغلی خبری دی او نن سبا ناچله دی نو دا یو ډیره بی شعوره خبره ده که هغه د اسرائیلیاتو خبری وي نو د بخاری شریف حدیث خو به منئ چی: حدثوا عن بنی اسرائیل ولا حرج (بخاری، الصحیح، کتاب الانبیاء، باب ما ذکر عن بنی اسرائیل) یعنی له بنی اسرائیلو نه روایات راواخلی او په دی کی کوم حرج نشته.
[/quote:b0452b1eee]
له پورتنيو روايتونو دا حقيقت په ډاګه کېږي چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر مبارکې زوکړې وړاندي د شعور خاوندان د ده په راتلو پوهېدل او انتظار يې کاوی چي که د دوئ له نسله وي نو په سرپرستۍ او قيادت کي به يې پر مشرکينو او عربي کافرانو بری تر لاسه کړي، د دې خبرې توثيق او تصديق له هغو روايتونو کېدای شي چي ما وړاندي له سند سره يو ځای درته ذکر کړل او په تفسير طبري کي داسي په لسګونو روايتونه دي چي په سند سره د دې خبرې باوريتوب پياوړی کوي ، مګر کوم مفسرين چي الوزيري صاحب ! ستا په څېر تفسير کوي د هغوئ دليل هغه حدیث دی چي ما وړاندي ذکر کړ او پر متن و سند مو يې مفصلې خبرې وکړي هغوئ له دې پرته بل کوم دليل نه لري چي خپله ادعا په ثابته کړي.
زه له تا پوښتم کوم څوک چي د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کوم موثق لاسوند په لاس کي نه لري نو څرنګه به د يو ایت داسي تفسير چي له عقيدې سره تړاو لري په هر وخت کي د علماوو له لوري صحيح شي؟.
بلکي ستاسو دا ادعا هم بې ځایه ده چي په هر وخت کي دعلماوو له لوري ددې ايت داسي تفسير شوی دی بلکي وخت پر وخت حقپالو د دې ايت په تفسير کي هغه لاره غوره کړې چي موثق روايات او حدیث يې تائيد کوي. (التوصل الی حقيقة التوسل ، التوسل للالباني ، القاعدة جليلة فی التوسل والوسيلة للشيخ الاسلام ابن تيميه ، تفسير طبري او ... )
وصيل پېروز
14.07.2011
[quote:5be65d6d69="Alwazirya"]
دوهم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوندانه باندی په ده مبارک ص توسل:
پخوانیو امتونو په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل کړیدی نو امت مصطفوی خو په طریقی اولی سره ددی حقدار ده چی په ده توسل وکړی. صحابه کرامو رض په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل کړیده او ده مبارک نه دی منع کړی حتی چی ده ورته د توسل تعلیم هم ورکړی ده.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ظاهری حیات مبارکه باندی توسل کول له قرآن کریمه نه په ډیر قوی دلیل سره شتون لری. الله جل جلاله وایی:
ولو أنهم اذ ظلموا أنفسهم جآءوک فاستغفروا الله واستغفر لهم الرسول لوجدوا الله توابا رحیما.
ترجمه: او که چری دوی په هغه وخت چی ظلم یی کړی وی په ځانونو خپلو باندی راغلی وی تالره، پس طلب د بخښنی کړی وی دوی له خدایه او طلب د بخښنی کړی وی دوی دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم، نو خامخا موندلی به وو دوی خدای توبه قبلونکی مهربانه.
که توسل شرک یا ناجائز وای نو الله جل جلاله به هیچری هم صحابه کرام رض ته د جآءوک نه وه ویلی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به یی نه ورلیږل.
[/quote:5be65d6d69]
پر دې ايت وړاندي هم بحث شوی دی او دا څرګنده شوې ده چي دا ايت که له يوې خوا د توسل بالدعاء تائيد کوي نو له بل پلوه د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ژوند پوري خاص دی.
[quote:5be65d6d69="Alwazirya"]
په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل او د ړندو سترګو بینا کیدل:
په حدیثو کی ډیر داسی دلایل وجود لری چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ظاهری حیات مبارک کی د توسل تقلین کړیده لکه حضرت عثمان بن حنیف رض چی فرمایی:
أن رجلا ضریر البصر أتی النبی صلی الله علیه وسلم فقال: ادع الله لی أن یعافینی. فقال: ان شئت أخرت لک و هو خیر، و ان شئت دعوت. فقال: ادعه فأمره أن یتوضاء فیحسن وضوءه، ویصلی رکعتین، ویدعو بهذا الدعاء: اللهم انی أسألک و أتوجه الیک بمحمد نبی الرحمة، یا محمد انی قد توجهت بک الی ربی فی حاجتی هذه لتقضی، اللهم فشفعه فی. (ابن ماجه، السنن، کتاب الجنائز، باب ما جاء فی صلاة الحاجة) او (ترمذی، السنن، کتاب الدعوات، باب فی دعاءء الضعیف)
ترجمه: یو نابینا شخص د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بارګاه کی حاضر شو او عرض یی وکړو: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! زما لپاره له الله جل جلاله نه دعاء وغواړه چی ما ته صحت او عافیت راکړی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که ته غواړی نو زه دا ستا لپاره مؤخر کوم او دا ستا لپاره بهتره ده او که ته غواړی نو دعاء به درته وکړم – نو نابینا شخص ورته وفرمایل: له الله جل جلاله نه ماته دعاء وغواړه – نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د اودس کولو حکم وکړه چی یو ښه اودس وکړه او دوه رکعته نفل لمونځ وکړه، بیا دا داسی الفاظو سره دعاء وکړه: ای الله! زه له تانه سوال کوم او ستا په طرف د نبی رحمت حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وسیله متوجه کیږم. ای حضرت محمد صلی الله علیه وسلم! زه ستا په وسیله ستا د رب په طرف متوجه کیږم ترڅو هغه زما دا حاجت راپوره کړی. ای الله جل جلاله! ته د خپل نبی صلی الله علیه وسلم شفاعت زما په حق کی قبول کړی.
[/quote:5be65d6d69]
دا حديث که له يوې خوا سخت غريب نو له بلې خوا يې سند د اضطراب ښکار هم ګرزېدلی دی ، دا حديث په سنن ابن ماجه کي هم راغلی دی هلته د حديث په سند کي ابو جعفر الدني ياد شوی دی چي له عماره بن خزيمه څخه يې روايت کړی مګر د سنن ترمذي په روايت کي ابو جعفر خطمي ياد شوی دی اوس بايد دا څرګنده شي چي دا حديث په رښتيا هم د صحت درجه لري که يا؟ او ايا عمارة بن خزیمه په همدې نوم دووه شاګردان درلودل که همدا يو سړی په همدې نومونو يادېدی ؟. که دې پوښتنو ته ځواب ونه ويل شي نو ابو جعفر نومی شخص مجهول پاتېږي چي يو ځل بيا د حديث په منلو کي خنډ رامنځ ته کېږي.
که بيا هم د مثال په توګه د يو صحيح حديث په بڼه قبول شي نو د دې حديث ټوټه – ټوته د توسل بالدعاء تائيد کوي له دې حديث څخه د توسل بالذوات په لړ کي دليل نيول بې ځايه خبره ده ، صحابه کرام رضی الله عنهم پوهېدل چي دا ډول توسل په اسلام کي روا نه دی که يې روا بالی نو دې صحابي د دې پر ځای چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د دعاء غوښتنه کړې وای په کور کي به کښېنستلی وو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم ذات به يې وسيله کړی وو، مګر خبره داسي نه ده هغه راغی په نبوي دربار کي يې دعا وغوښته.
[quote:5be65d6d69="Alwazirya"]
امام حاکم رحمه الله په خپل مستدرک کی د بعضو الفاظو په زیاتوالی سره داسی روایت کړیدی، چی حضرت عثمان بن حنیف رض بیا وایی:
فو الله ما تفرقنا ولا طال بنا الحدیث حتی دخل الرجل وکأنه لم یکن به ضر قط. (حاکم، المستدرک علی الصحیحین، اول جلد، صفحه ۵۲۶)
ترجمه: په الله جل جلاله قسم چی مونږه له مجلس نه نه وه جګ شوی او نه مو کومه اوږده ګفتګو کړی وه چی هغه شخص صحیح سلامت سترګو سره په مونږه راننوتو. داسی معلومیده لکه بیخی چی په ده ړوندوالی نه وی راغلی.
امام حاکم د امام بخاری د شرائطو په مطابق صحیح بللی دی او امام ذهبی هم توثیق کړیدی.
شیخ محمود سعید ممدوح په خپل کتاب [رفع المنارة، صفحه ۱۲۳] کی د ددی حدیث په باره کی لیکی:
هذا اسناد صحیح، وقد صححه غیر واحد من الحفاظ ...... فیهم الترمذی، والطبرانی وابن خزیمة، والحاکم والذهبی. یعنی ددی حدیث اسناد صحیح دی، او ډیرو د حدیثو حفاظو دا حدیث صحیح کڼلی ده لکه امام ترمذی، امام طبرانی، ابن خزیمه، حاکم او ذهبی.
[/quote:5be65d6d69]
د امام حاکم زياتونه هغه وخت منل کېږي چي سند يې قوي وي ، مګر بيا که هم د حديث د صحت خبره شي وړاندينۍ پوښتنې بايد بې ځوابه پاتي نه شي.
[quote:5be65d6d69="Alwazirya"]
نو له دی حدیث مبارک نه دا معلومه شوه چی بنده، خپل هر حاجت که په توسل سره وی او که بی توسله وی، خاص الله جل جلاله ته وړاندی کوی، په توسل کی فرق صرف دومره ده چی په توسل سره دعاء اقرب الی الاجابت درجه پیدا کوی. او دا پخپله له دی حدیث نه ثابته شوه.
[/quote:5be65d6d69]
بنده باید خپل هر عمل په جائز توسل سره الله جل جلاله ته وړاندي کړي چي په دې سره که له يوې خوا په الهي دربار کي د قبلېدلو وړ ګرزي نو له بل پلوه پکي د کوم ناجائز عمل ښکار هم نه شي ګرزېدای.
وصيل پېروز
14.07.2011
[quote:1fc5fa792b="Alwazirya"]
دریم: بعد له وصال نه په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات نه بعد هم دده ص نبوت جاری ده او تر قیامته به جاری وی. دا نقطه قابل د غور ده چی په دی باندی اتفاق موجود ده چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوندانه، په ده صلی الله علیه وسلم باندی توسل روا وه نو اوس څه خبره ده چی په ده صلی الله علیه وسلم باندی توسل منقطع شو سره له دی چی دده رسالت او اطاعت به تر قیامته پوری دوام لری او په دی باندی کوم قرآنی او یا له حدیثو نه کوم نص نشته چی دده له وفات نه بعد به په ده صلی الله علیه وسلم توسل نه کیږی.
[/quote:1fc5fa792b]
که نصوصو ته غور وشي نو دا حقيقت به راڅرګند شي چي د اسلام سپېڅلی دين د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کي پوره او مکمل شوی دی چي نور هیڅ ډول پټيو او ادلون بدلون ته اړتيا نه لري او دا د اسلام پر حقانيت يو داسي دليل هم دی چي دښمنان يې تر اوسه پر شنډولو نه دي قادر شوي ځکه اسلام له څوارلس سوه کالو راهيسي هر ډول پېښېدونکو مسائلو ته ځواب وايي حال دا چي اوس د وحې لړۍ هم بنده شوې ده . که څوک د دې خبرې منلو ته تيار وي نو هغه به هیڅکله هم په دین کي د داسي مسايلو د اثبات دعوه ونه کړی چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کي يې کوم وجود نه درلود. د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کي هغه توسل شوی چي روا وو او دی ، هیڅوک دا نه شي ثابتولای چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کي په مړو ذواتو توسل شوی ، هغوئ راننګول شوي او د مرستې غوښتنه ترې شوې ده او هم د دې په ثبوت کي عاجزه دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم خلکو ته د دې ډول توسل تعليم ورکاوی. توسل يوه شرعي روا لاره ده که يې څوک غواړي چي ويې کړي نو کولای شي که نه نه واجب دی او نه هم مستحب.
په قرآن کي د داسي خلکو غندنه شوې چي مړه کسان به يې الله جل جلاله ته واسطه کول او په دې ډول يې غوښتل چي الهي قرب تر لاسه کړي ، قرآن دا کسان مشرکين ښودلي چي د مړو ذواتو توسل به يې کاوی او ويل يې موږ عبادت نه کوو بلکي هؤلاء شفعاءنا عند الله يعني دا د الله په نزد زموږ سپارښت کوونکي ، دوئ موږ ته په الهي دربار کي نژدېکت رابخښي ، هیڅوک دانه شي په ثبوت رسولای چي د مکې مشرکينو له الله انکار کاوی او يايې هم د هغه له قدرت څخه .
د نا مشروع وسيلې مشروع کوونکي دا نه شي ثابتولای چي تر رسول الله صلی الله عليه وسلم وروسته صحابوو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ذات توسل کړی او الهي قرب يې تر لاسه کاوی ، په نصوصو کي د يو څو ډوله وسيلي يادونه شوې ده او ستايل شوې ده له دې اخوا پکي د ذواتو توسل ، توسل باثار الصالحين او نورو هيڅ يادونه نه شته او نه يې هم د جواز کوم سند تر لاسه کېږي مګر بل خوا د مشروع توسل که له يوه پله د جواز ثبوت شته نو له بلې خوا يې په اسلامي نصوصو کي څرګنده یادونه ده.
حال دا چي د غير مشروع وسيلې پلويان له دا ډول براهينو او دلایلو بې برخې دي.
[quote:1fc5fa792b="Alwazirya"]
لهذا، په کومو نصوصِ قرآنی باندی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته توسل په ظاهری ژوند ثابت ده له همدی نصوصو نه دا هم ثابته ده چی بعد له وصاله به هم په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل جائز وی.
[/quote:1fc5fa792b]
په قرآن کي د توسل په اړه ډېر څه موندل کېږي ، قرآن په يو ځای کي مومنانو ته امر کوي چي تاسو د صالحو اعمالو په وسيله الهي قرب تر لاسه کړئ او همدا راز بل ځای الهي فرمان دی چي کومو کسانو پر ځانونو ظلم کړی که تا ته راغلي وای او بخښنه يې غوښتې وای نو الله به يې توبه قبلوونکی موندلی وو. لنډه دا چي په قرآن کي له تدبر وروسته څرګندېږي چي د وسيلې ټول اياتونه د يو انسان او نبي تر ژوند محدود دي د غير مشروع وسيلې مشروع کوونکي په باطل قياس سره غواړي دا اياتونه له دې دايرې بهر را وباسي مګر د الهي فرمانونو په رڼا کي د دوئ دا جسارت ډېر بې ځايه دی. په صحيح البخاري کي حديث دی چي انسان مړ شي نو يوازي درې عملونه يې جاري وي نېک اولاد ، صدقه جاريه او ګټور علم چي ده ته پرې فایده رسېږي څرګنده بېلګه يې د امام بخاري ده چي صحيح البخاري يې وليکله او تر قيامته به يې ثواب ورته رسېږي. نو اوس تاسو وواياست چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو انسان تر مرګ وروسته درې عملونه داسي ښيي چي تر ده وروسته يې هم ثواب ورته رسېږي او نور يې له دنيا سره اړيکې شلېږي مګر يو بل څوک د دې برعکس را ولاړېږي د رسول الله صلی الله عليه وسلم قول ردوي او وايي چي نه درې نه بلکي څلور دي او په دې کتار کي د توسل نوم هم وليکي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم کولای شي د خلکو لپاره په الهي دربار کي دعاوې وکړي او بخښنه ورته وغواړي نو ايا دا به په دین کي زياتونه او د الله له دين سره خيانت نه وي؟؟؟.
که وي نو بيا ولي د يوې داسي لارې لارويان شو چي پل – پل يې الهي دښمني او ددين مخالفت دی؟.
که نه وي نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا پورتنی حدیث به څه په کوو چي تر مرګ وروسته يې له دنيا سره د انسان پر اړيکو د محدوديت دايره را کښلې؟.
[quote:1fc5fa792b="Alwazirya"]
لاندی یو څو واقعاتو ته اشاره کول غواړم:
۱- د رسول الله صلی الله علیه وسلم په واسطه مغفرت:
داسی کوم شرعی او عقلی دلیل نشته چی دا را په ګوته کړی چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وصال نه بعد په رسول الله صلی الله علیه وسلم توسل ته شرک ووایی او یا یی منعه کړی. الله جل جلاله وایی:
ولو أنهم اذ ظلموا أنفسهم جآءوک فاستغفروا الله واستغفر لهم الرسول لوجدوا الله توابا رحیما.
ترجمه: او که چری دوی په هغه وخت چی ظلم یی کړی وی په ځانونو خپلو باندی راغلی وی تالره، پس طلب د بخښنی کړی وی دوی له خدایه او طلب د بخښنی کړی وی دوی دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم، نو خامخا موندلی به وو دوی خدای توبه قبلونکی مهربانه.
[/quote:1fc5fa792b]
الله جل جلاله په قرآن کريم دا د مشرکينو عمل ګڼلی چي په مړو ذواتو يې توسل کاوی او په دې ډول يې په الهي دربار کي نژدېکت غوښت او دا يې د غير الله له عبادت سره مترادف ګڼلی دی نو ته ووايه چي ايا دا پر توسل بالذات رد نه دی؟ او ايا دا ایت موږ له دې کاره نه منع کوي؟؟؟.
پاتي شو دا پورتنی ایت چی تاسو راوړی نو په دې اړه وړاندي هم بحث تېر شوی دی خو په لنډو به يو ځل بيا ورته کتنه وکړو.
دا ايت د هغو کسانو په اړه دی چي ګناه ترې شوې وه او الله وويل چي که دوئ د رسول الله مجلس ته راغلي وای او رسول الله ورته بخښنه غوښتې وای نو الله به عفوه ورته کړې وه ، د قرآن کريم هر لوستونکی پوهېږي چي دا ايت د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ژوند پوري خاص دی دده مجلس ته راتګ ، استغفار غوښتل او نور هغه څه دي چي د ژوند له کړو وړو سره اړه لري ، رسول الله صلی الله عليه وسلم اوس نه شي کولای چي چا ته استغفار وغواړي ځکه اوس وفات يا هم مړ شوی دی او له نړۍ سره يې هر ډول اړيکې شلېدلي مګر نه هغه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم دلته مستثنی کړې دي:
( اذا مات ابن ادم انقطع عمله الا من ثلاث صدقة جارية وعلم ينتفع به وولد صالح يدعو له.
( رواه مسلم ، والترمذي وقال ابو عيسی هذا حديث حسن صحيح وصححه الالباني )
ژباړه : کله چي ابن ادم يا انسان مړ شي نو له دنيا سره يې ټولي اړيکې غوڅې شي مګر له درو شيانو پرته جاريه صدقه ، صالح اولاد چي دعا ورته کوي او علم نافع.
دا حدیث رسول الله صلی الله عليه وسلم ته هم شامل دی ځکه دی هم ابن ادم دی .
د ګناهکارانو راتلل ، استغفار غوښتل ، اورېدل او ليدل دا ټول هغه څه دي چي دژوند په کړۍ کي را حصار دي کوم وخت چي د انسان له بدن څخه روح ووزي نو هماغه شېبه له دې ټولو فعالیتونو لوېږي ، هغه څوک به دا ايت داسي تفسيروي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د الهي فرمان بر خلاف ژوندی ګڼي وزيري صاحب ! ته دا منې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مړ نه بلکي ژوندی دی؟.
[quote:1fc5fa792b="Alwazirya"]
حافظ عماد الدین ابن کثیر ددی آیت په تفسیر کی لیکی چی بعد له وصال نه په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل جائز او مشروع ده. دی لیکی:
یرشد تعالی العصاة والمذنبین اذا وقع منهم الخطاء والعصیان أن یأتوا الی الرسول صلی الله علیه وسلم، فیستغفروا الله عنده ویسألوه أن یغفر لهم فانهم اذا فعلوا ذالک تاب الله علیهم ورحمهم وغفرلهم، ولهذا قال: لوجدوا الله توابا رحیما. وقد ذکر جماعة منهم الشیخ أبو منصور الصباغ فی کتابه الشامل الحکایة المشهورة عن العتبی، قال: کنت جالسا عند قبر النبی صلی الله علیه وسلم فجاء أعرابی، فقال: السلام علیک یا رسول الله! سمعت الله یقول: ولو انهم اذ ظلموا انفسهم جاءوک فاستغفروا الله واستغفر لهم الرسول لوجدوا الله توابا رحیما.
وقد جئتک مستغفرا لذنبی مستشفعا بک الی ربی. ثم أنشأ یقول:
یا خیر من دفنت بالقاع أعظمه فطاب من طیبهن القاع والأکم
نفسی الفداء لقبر أنت ساکنه فیه العفاف وفیه الجود والکرم
ثم انصرف الأعرابی فغلبتنی عینی، فرأیت النبی صلی الله علیه وسلم فی النوم، فقال: یا عتبی! الحق الأعرابی، فبشره أن الله غفر له. دا واقعه په لاندی کتابونو کی راغلی ده:
ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، اول جلد، صفحه ۵۲۰
بیهقی، شعب الایمان، دریم جلد، صفحه ۴۹۵، ۴۹۶، رقم: ۴۱۷۸
ابن قدامه، المغنی، دریم جلد، صفحه ۵۵۷
نووی، کتاب الاذکار، دریم جلد، صفحه ۹۲
سبکی، شفاء السقام فی زیارة خیر الانام: ۴۶، ۴۷
هیتمی، الجواهر المنظم: ۵۱
[/quote:1fc5fa792b]
ابن کثير له کوم دليل پرته توسل بالذوات صحيح بللی دی له همدې کبله يې خبره د منلو وړ نه ده او د دې ايت تفسير له هغه پورتني حديث ډېر ښه کېدلای شي چي نور پکي زما ويل او تا ويل ته پکي هيڅ ځای نه پاتي کېږي او ستا نقل کړې کيسه بيهقي په دې سند ذکر کړې ده:
أخبرنا أبو علي الروذباري نا عمرو بن محمد بن عمرو بن الحسين بن بقية املاء نا سكر الهروي نا أبو زيد الرقاشي عن محمد بن روح بن يزيد البصري حدثني أبو حرب الهلالي قال : حج أعرابي ...
ته بايد دا ثابته کړې چي دا راويان ثقه دي او که دا ثابته هم شي ( حال داچي روايت ضعيف دی ) د يو أعرابي عمل د جواز دليل نه شي کېدلای. رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي چي تر مرګ وروسته له درو ډوله اړيکو پرته نور هر ډول تعلقات شلېږي مګر موږ د دې بالعکس د خلکو خبرې او اعمال حجت ګڼو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قول پر خلاف فتواوې ورکوو.
[quote:1fc5fa792b="Alwazirya"]
په دی آیت کی الله جل جلاله ګناهګارانو ته ارشاد فرمایلی ده چی کله تاسی نه ګناه وشوله نو رسو الله صلی الله علیه وسلم ته راشی.
[/quote:1fc5fa792b]
په دې ايت کي الله د مخصوصو ګناهکارانو کيسه کوي چي د اياتونو له سياق او سباق څخه په ښه ډول څرګندېږي ، دلته د (هم) ضمير هم دا ښکاره کوي چي دا يو مخصوصه ډله وه او يو داسي کار ترې شوی وو چي د الله نه وو خوښ شوی نو الله ورته وويل چي که تاسو له الله او رسول څخه عفوه غوښتې وای ما به ستاسو ګناه معاف کړې وای.
دا ټولو ګناهکارانو ته امر نه دی چي تاسو داسي کوئ که يې څوک په همداسي ډول ترجمه او تفسيروي نو نعوذ بالله په قرآن کي څرګنده لاس وهنه کوي ، طبري په سند سره د دې ايت تفسير داسي بيانوي:
وقال مجاهد: عُنِي بذلك اليهوديُّ والمسلم اللذان تحاكما إلى كعب بن الأشرف.
حدثني محمد بن عمرو قال، حدثنا أبو عاصم، عن عيسى، عن ابن أبي نجيح، عن مجاهد في قول الله:"ظلموا أنفسهم" إلى قوله:"ويسلموا تسليما"، قال: إن هذا في الرجل اليهودي والرجل المسلم اللذين تحاكما إلى كعب بن الأشرف.
[quote:1fc5fa792b="Alwazirya"]
د توسل منکرین دی فکر وکړی چی آیا دی علماوو په خپلو کتابونو کی کفر ته ځای ورکړیدی؟؟؟ یا هغوی هغه خبره را نقل کړیده چی بت پرستی او قبرپرستی ته دعوت ورکوی؟؟؟ معاذ الله! که دا قسم شی نو بیا به کوم کتاب یا امام ثفه او معتبره وی؟؟؟
[/quote:1fc5fa792b]
هيڅوک هم له هغه توسل څخه انکار نه کوي چي په نصوصو ثابت وي بلکي که ووايم د توسل هيڅ انکار کوونکی نه شته نو هم به پر ځای خبره وي. کومو علماوو چي دا خبره نقل کړې ده هغوئ سند هم ورسره راوړی وي ، هغوئ سند د دې لپاره نقلوي چي خلکو ته د کيسې ماهيت او حقيقت معلوم شي او پلټنه وکړي چي په دې سند کي راغلي راويان تر کومه حده ثقه او معتبر دي. که تاسو د حديثو کتابونه لوستي وي نو هرو مرو به مو ضعيف او ان موضوعي روايتونه تر سترګو شوي وي ايا دا خبره پر دې دلالت کوي چي د حديثو دې امامانو دې موضوعي او ضعيفو روايتونو ته عقيده درلوده او غوښتل يې چي په ټولنه کي همدا ضعيف روايتونه ترويج ومومي؟؟؟ نه ! هیڅوک به هم داسي ونه وايي هغوئ روايتونه نقل کړي دي د صحت او نه صحت معلومول يې ما او تا ته پرېيښي که په ما او تا کي دومره وړتيا وي چي دا کار وکړای شو نو ښه خبره ده او که دومره قابليت نه لرو نو بيا هغوئ هیڅ ګرم نه دي ، هغوئ هیڅ ګناه نه ده کړې. مګر هو ! که ټولو محدثينو او مفسرينو د امام بخاري او امام مسلم په څېر هڅې کړې وای نو موږ نن تر ډېره له داسي جنجالونو او فتنو خوندي وو چي له ضعيفو او موضوعي روايتونو يې سرونه راپورته کړي خو بيا هم له دې هر څه سره سره د هغوئ خدمات او زحمتونه د ډېري ستاينې وړ دي.
په دې کتابونو کي ضعيف ، موضوع ، صحیح ، حسن او... شته چي سم يې دمنلو او بد يې د رد لپاره دي. د مثال په توګه مستدرک حاکم در واخلئ چي ډېر ضعیف روايتونه پکي موندل کېږي مګر دې ليکنې بيا هم د ده پر شخصیت کوم اثر نه دی غورزولی دی ثقه دی روايتونه يې اوريدلي او لیکلي دي اوس که څوک غواړي چي نقل يې کړي نو بايد دصحت او نه صحت اړخ په پام کي ولري.
ايا يو څوک به ووايي چي امام حاکم دا ضعيف روايت نقل کړی نو له همدې کبله په خپله دی هم ضعیف دی؟؟؟.
نه ! هيڅوک به هم داسي بې انصافه پرېکړه ونه کړي او يا ښايي چي ځینو به پر دې باور درلود چي په دې روايت کي راغلی سړی ثقه دی مګر په حقيقت کي به ضعيف وو چي دا هم دليکنې د ليکوال د شخصيت په سپيناوي کي ښه رول لري.
په لنډو دومره ويلای شو چي په کتابونو کي ډېري خبرې راځي موږ يې بايد صحت او نه صحت ته پام وکړو ، که مو يې په پټو سترګو منلو ته دوام ورکړ يو داسي توپان به رامنځ ته شي چي ټول اسلامي شعایر به تر پښو لاندي کړي او په کلي ډول به د صحيح او غلط توپير له منځه يوسي لکه اوس چي يې نښې تر سترګو کېږي.
وصيل پېروز
14.07.2011
[quote:579ae6a8ac="Alwazirya"]
له حضرت عبد الله بن مسعود رض نه روایت ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل حیات او وصال امت ته رحمت بیان کړی ده.
حیاتی خیرلکم تحدثون وتحدث لکم، و وفاتی خیرلکم تعرض علی أعمالکم، فما رأیت من خیر حمدت الله علیه، وما رأیت من شر استغفرت الله لکم. (بزار، المسند، پنځم جلد، صفحه ۳۰۸، رقم: ۱۹۲۵) او (هیثمی، مجمع الزواید، نهم جلد، صفحه ۲۴)
ترجمه: زما ژوند تاسی لپاره خیر دی ځکه چی تاسی له ما سره خبری کوی او زه له تاسی سره خبری کوم، او وفات زما هم تاسی ته خیر ده ځکه چی ستاسی اعمال په ما باندی پیش کیږی. کله چی زه په کی نیک اعمال ووینم نو د الله جل جلاله حمد بیانوم، او که بد اعمال په کی ووینم نو ستاسی لپاره له الله جل جلاله نه مغفرت غواړمه.
که د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات نه بعد په ده صلی الله علیه وسلم باندی توسل ممنوع وای نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به هیچری هم وفاتی خیرلکم او استغفرت الله لکم نه وای ویلی.
[/quote:579ae6a8ac]
تاسو چي کوم حدیث نقل کړی دی او د ځان دليل يې ګرزوئ نو سند ته مو يې هم لږ توجو غواړم.
دا حديث دوه سنده لري لکه:
6412- قَالَ الْحَارِثُ : وَحَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ قُتَيْبَةَ ، حَدَّثَنَا جِسْرُ بْنُ فَرْقَدٍ ، عَنْ بَكْرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ الْمُزَنِيِّ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيه وسَلَّم : حَيَاتِي خَيْرٌ لَكُمْ ، تُحْدِثُونَ وَيَحْدُثُ لَكُمْ ، وَوَفَاتِي خَيْرٌ لَكُمُ ، تُعْرَضُ عَلَيَّ أَعْمَالُكُمْ فَمَا كَانَ مِنْ حَسَنٍ حَمِدْتُ اللَّهَ ، وَمَا كَانَ مِنْ سَيِّءٍ اسْتَغْفَرْتُ اللَّهَ لَكُمْ.
هَذَا مُرْسَلٌ ، ضَعِيفٌ جِسْرُ بْنُ فَرْقَدٍ الْقَصَّابُ أَبُو جَعْفَرٍ الْبَصْرِيُّ , مُجْمَعٌ عَلَى ضَعْفِهِ ، وَلَمْ أَرَ مَنْ وَثَّقَهُ.
دا د دې حديث لومړی سند دی او په حقيقت يې هم پوه سواست مګر راځئ دويم يې هم وګورو چي ايا حقيقت لري که يا؟:
حَدَّثَنَا يُوسُفُ بْنُ مُوسَى ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ الْمَجِيدِ بْنُ عَبْدِ الْعَزِيزِ بْنِ أَبِي رَوَّادَ ، عَنْ سُفْيَانَ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ السَّائِبِ ، عَنْ زَاذَانَ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ، قَالَ : إِنَّ لِلَّهِ مَلائِكَةً سَيَّاحِينَ يُبَلِّغُونِي عَنْ أُمَّتِي السَّلامَ قَالَ : وَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : حَيَاتِي خَيْرٌ لَكُمْ تُحَدِّثُونَ وَنُحَدِّثُ لَكُمْ ، وَوَفَاتِي خَيْرٌ لَكُمْ تُعْرَضُ عَلَيَّ أَعْمَالُكُمْ ، فَمَا رَأَيْتُ مِنَ خَيْرٍ حَمِدْتُ اللَّهَ عَلَيْهِ ، وَمَا رَأَيْتُ مِنَ شَرٍّ اسْتَغْفَرْتُ اللَّهَ لَكُمْ.
د دې حديث په ګڼو راویانو کي خبرې دي مګر وړاندي تر دې چي پر عبدالمجيد نومي راوي تفصيلي خبرې وکړو لومړی بايد دا هم څرګنده شي چي په دې کي سفيان نومي راوي کوم سفيان دی که سفيان ثوري شي نو د هغه روايت د تدليس له کبله په عن سره نه منل کېږي. په سند کي يې درېيمه خبره داده چي عبدالله بن سائب ما د جرح او تعديل په ډېری کتابونو کي ونه موند او زاذان په نوم مي په تقريب التهذیب او يو شمېر نورو کي دوه کسان پيدا کړل چي يو يې صدوق وو مګر که دا راويان صحيح هم شي نو د عبدالمجيد بن عبدالعزيز له کبله د روايت صحت نه شي منل کېدای له همدې وجې په دې حديث دلیل نه شي نيول کېدای.
- عبد المجيد بن عبد العزيز بن ابى رواد أبو عبد الحميد المكى مولى الازد روى عن معمر وابن جريج سمعت ابى يقول ذلك، نا عبد الرحمن قال قرئ على العباس بن محمد الدوري قال سمعت يحيى بن معين يقول ابن علية عرض كتب ابن جريج على عبد المجيد بن عبد العزيز بن ابى رواد فأصلحها لهفقلت ليحيى ما كنت اظن ان عبد المجيد هكذا قال يحيى كان اعلم الناس بحديث ابن جريج ولكن لم يكن يبذل نفسه للحديث، نا عبد الرحمن قال قرئ على العباس قال سمعت يحيى بن معين وسئل عن عبد المجيد بن عبد العزيز بن ابى رواد فقال ثقة (نا عبد الرحمن انا عبد الله بن احمد بن محمد بن حنبل فيما كتب إلى قال سئل يحيى بن معين وانا اسمع - عبد المجيد بن عبد العزيز بن ابى رواد فقال ثقة - 3) ليس به بأس نا عبد الرحمن قال سألت ابى عنه فقال ليس بالقوى يكتب حديثه كان الحميدى يتكلم فيه. ( الجرح والتعدیل )
247- عبد المجيد بن عبد العزيز بن أبي رواد، المكي أبو عبد الحميد، مولى الأزد، كان يرى الإرجاء، عن أبيه، وكان الحميدي يتكلم فيه، ويروي عنه. (الضعفاء للبخاري باب جامع ، مکتبه ابن عباس )
دلته مو باید پام وي چي نوموړی راوي د امام بخاري رحمه الله له لوري د ضعفاوو په کتار کي راوړل شی او ثقه توب ترې نفې شوی دی.
عبد المجيد بن عبد العزيز بن أبي رواد ويكنى أبا عبد الحميد وكان كثير الحديث ضعيفا مرجئا (الطبقات الکبری ، الناشر دار صادر البيروت ج ۸ )
عن مالك وأبيه، منكر الحديث جدا، يقلب الاخبار ويروي المناكير عن المشاهير فاستحق الترك، وقل نقل عن أنه هو الذى أدخل أباه في الارجاء، مات قبل المائتين بقليل.
عبد المجيد بن عبد العزيز بن أبى رواد المكى (3): كنيته أبو عبد الحميد، يروى عن مالك وأبيه، منكر الحديث جدا، يقلب الاخبار ويروي المناكير عن المشاهير فاستحق الترك، وقل نقل عن أنه هو الذى أدخل أباه في الارجاء، مات قبل المائتين بقليل. وهو الذى روى عن ابن جريج عن عطاء عن ابن عباس قال: " القدرية كفر والشيعة هلكة والحرورية بدعة وما نعلم الحق إلا في المرجئة (1) " روى عنه هذه الحكاية عصام بن يوسف البلخى وهذا شئ موضوع ما قاله ابن عباس ولا عطاء رواه ولا ابن جريج حدث به. ( المجروحين )
3793 - م عه / عبد المجيد بن عبد العزيز بن أبي رواد وثقه ابن معين وغيره وقال أبو داود ثقة داعية إلى الأرجاء وقال ابن حبان يستحق الترك ( المغني في الضعفاء للذهبي )
4160 عبد المجيد بن عبد العزيز بن أبي رواد بفتح الراء وتشديد الواو صدوق يخطىء وكان مرجئا أفرط بن حبان فقال متروك من التاسعة مات سنة ست ومائتين م 4 ( تقريب التهذیب )
حدثنا أحمد بن علي قال سألت محمد بن يحيى بن أبى عمر عن عبد المجيد بن عبد العزيز بن أبي رواد فقال ضعيف ( الضعفاء للعقيلي )
همداراز نوموړی راوي مدلس هم دی او د مدلس والي په اصولو کي يوه قاعده داده چي د نوموړي روايت په عن سره نه منل کېږي همدا روايت له همدې قاعدې سره د ټکر له کبله نه شي منل کېدای. (طبقات المدلسين الناشر مکتبة المنار الاردن )
همداراز يې په مېزان الاعتدال کي هم تر سختو نيوکو وروسته دومره کمزوری کړی چي حديث يې په هیڅ ډول نه شي منل کېدای اويو کلک مرجئه شخص وو ، په همدې کتاب کي دا روايت ترې شوی چي ده به ويل حق يوازي په مرجئه توب کي دی.
اوس تاسو په خپله د انصاف په تله کي دا حدیث وتلئ چي کوم اعتبار لري که يا؟ او ايا د يو دلیل په توګه دوړاندي کولو قابليت پکي شته؟؟؟.
[quote:579ae6a8ac="Alwazirya"]
امام دارمی په خپل السنن کی له ابو الجوزاء اوس بن عبدالله نه په صحیح سند سره روایت کړیدی چی:
قحط أهل المدینة قحطا شدیدا فشکوا الی عائشة، فقالت: انظروا قبر النبی صلی الله علیه وسلم فاجعلوا منه کووًا الی السماء حتی لا یکون بینه وبین السماء سقف، قال: ففعلوا فمطروا مطراً حتی نبت العشب، وسمنت الابل حتی تفتقت من الشحم، فسمی عام الفتق. (دارمی، السنن، اول جلد، صفحه ۴۳ او ابن جوزی، الوفاء بأحوال المصطفی، دوهم جلد، صفحه ۸۰۱)
یو دفعه د مدینی خلک په سخت قحط کی مبتلا شول، او خپل د قحط شکایت یی حضرت بی بی عائشه صدیقه رضی الله عنها ته پیش که نو هغی مبارکی ورته وویل: لاړ شی د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر مبارک ته او هغه د اسمان به طرف کړکۍ یی پرانیزی تر څو د قبر مبارک او اسمان ترمنځ حائل نه وی. راوی وایی چی خلکو همداسی وکړل نو ډیر زیات باران وشو حتی چی دومره واښه را شنه شول چی ټول اوښان ډیر چاغ شول او داسی فکر کیده چی اوښان به نور له چربی نه وچاودیږی. لهذا د هغه کال نوم خلکو[عام الفتق یعنی د شینوالی او پراخی کال] په نامه ونوماوه.
[/quote:579ae6a8ac]
زه د حديث له سند سره – سره پر متن هم څو داسي نيوکې لرم چي ځواب ته يې اړتيا شته او يا هم د يوې پوښتنې په توګه ورته کتل کېدای شي البته پر سند يې زه نيوکه نه لرم بلکي له حديثي اصولو سره سم پرې څو اعتراضونه کېږي. که مي وخت وموند نو د همدې حديث پر متن به هم يو څو پوښتنې ور زياتې کړم مګر اوس راځئ د حديث سند ته رجوع وکړو چي تر کومه ځايه پرې حديث د صحت مقام تر لاسه کولای شي؟:
لومړی بايد دا خبره په پام کي ونيسو چي په مسند دارمي کي ټول روايتونه صحيح نه بلکي هغه د چا په خبره وچ او لانده پکي ګډ دي.
د دې حديث په سند کي د محمد بن فضل سدوسي ابو النعمان البصري په نوم يو سړی دی ، ابن حجر يې په تقريب کي په اړه ليکي چي لقب يې عارم وو او د عمر په وروستيو کي دخطا او هېرېدنې يا نسيان ښکار شو ځکه دماغ يې له فعاليت څخه ولوېد ، د ده په اړه د امام بخاري رحمه الله وينا هم همداسي ده، همداراز د سعيد بن زيد ، عمر بن مالک النکري او ابو الجوزاء اوس بن عبدالله په اړه هم همداسي رايې موجودې دي چي د حديث صحت ته بشپړ زيان رسوي او ددې وړ يې ګرزوي چي بايد د ضعيفو روايتونو په کتار کي راوړل شي.
دا مو هم بايد ياد وي چي د یو حديث د صحت لپاره پنځه شرطونه ضروري دي:
(۱) اتصال سند (۲) عدالت رواة (۳) حفظ وضبط رواة (۴) عدم علت (۵) عدم شذوذ.
اوس بايد ټول لوستونکي ستا په شمول دا پرېکړه وکړي چي ايا ستا راوړی حديث پر همدې شرطونو برابر دی؟ .
تر لمر څرګنده خبره ده چي په هيڅ صورت دا حديث د صحت درجه نه شي تر لاسه کولای او نه هم د صحيح حديث پر شرطونو په کلي ډول برابر دی نو ايا دا به بیا بې انصافي نه وي چي يو ضعيف او مردود حديث ته د حدیثو تر ټولو لوړه مرتبه ورکول کېږي ؟.
که يو ناقابل شخص ته د ده له قابليت څخه لوړه دنده سپارل کېږي ايا بې انصافي به ونه بلل شي که وي نو ستاسو د دې فيصلې په اړه رايه څه ده چي يوه ضعيف حديث ته مو د صحت پوښ ورکړی او غواړئ خپله باطله او ناروا نظريې د جواز بڼه ورکړئ؟!!.
[quote:579ae6a8ac="Alwazirya"]
امام ابن ابی شیبه رحمه الله په خپل المصنف کی روایت کړیدی چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات نه بعد بعضی خلکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبر مبارک باند حاضر شول او رسول الله صلی الله علیه وسلم یی الله جل جلاله ته وسیله کړو. حضرت مالک دار رض چی د حضرت عمر فاروق رض په عهد کی د خوراک ناظم وه وایی:
أصاب الناس قحط فی زمن عمر، فجاء رجل الی قبر النبی صلی الله علیه وسلم فقال: یا رسول الله! استسق لأمتک فانهم قد هلکوا، فأتی الرجل فی المنام فقیل له: ائت عمر فأقرئه السلام و أخبره أنکم مسقیون وقل له: علیک الکیس! علیک الکیس! فأتی عمر فأخبره فبکی عمر، ثم قال: یا رب لا آلو الا ما عجزت عنه. (ابن أبی شیبة، المصنف، ۶: ۳۵۶، رقم: ۳۲۰۰۲) او (بیهقی، دلائل النبوة، ۷: ۴۷) او (ابن عبدالبر، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، ۲: ۴۶۴)
ترجمه: د حضرت عمر رضی الله عنه په زمانه کی خلک له قحط سره مخامخ شول. یو شخص د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبر اطهر باندی حاضر شو او وی ویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! ته له الله جل جلاله نه خپله امت ته سیرابی وغواړه ځکه چی ستا امت هلاک شو. په خوب رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ورغی او ورته یی وویل چی لاړ شه او حضرت عمر رضی الله عنه ته زما سلام ووایه او پس له سلامه ورته ووایه چی تاسی به سیرابه شی. او عمر رض ته ووایه چی عقل مندی اختیار کړه، عقل مندی اختیار کړه. دی صحابی ټولی خبری حضرت عمر رضی الله عنه ته وکړی. حضرت عمر رضی الله عنه وژړل او وی ویل: ای الله جل جلاله! زه ( په خدمتِ خلق کی) کومه کوتاهی نه کوم مګر چی له څه شی نه عاجزه شمه.
[/quote:579ae6a8ac]
تر ټولو وړاندي بايد موږ پر دې فکر وکړو چي د حديثو له الفاظو کوم څه څرګندېږي او بيا هماغه د شريعت په تله کي وتلو نو په خپله به معلومه شي چي دا څه ډول حديث دی؟ که د متن او سند دواړو له لحاظه حديث صحيح وخېژي نو عمل پرې ضروري دی که نه بايد هرو مرو رد شي.
(۱) استسقاء څه ته وايي او رسول الله صلی الله عليه وسلم څرنګه استسقاء کوله؟.
(۲) ايا شريعت د دې اجازه ورکوي چي مړه دي ژوندي مخاطب کړي او د مرستې غوښتنه دي ترې وکړي؟.
(۳) ايا مړي اوري او د وربلونکي ځواب ورکولای شي؟.
(۴) ايا خوب په دين کي کوم اصولي حيثيت لري او دليل کېدای شي؟.
(۵) په دې حديث کي چي د کوم چا يادونه ده او د امت لپاره يې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د باران غوښتنه کړې وه بلال بن حارث دی که نه؟.
(۶) کله چي صحابي د شريعت مخالف کار وکړي نو د شريعت پيروي لازمه ده که د صحابي؟.
(۷) که دا ثابته شي چي بلال بن حارث رضی الله عنه له دې پېښي سره هیڅ ډول تړاو نه لري نو بيا دا واقعه کوم حيثيت لري که يا؟.
(۸) د سند له لحاظه د دې پېښي څېړنه .
اوس به په سلسلوار ډول ټولو پوښتنو ته ځواب ووايو.
(۱) که څوک د وسيلې له لارې استسقاء کوي نو مشروعه طريقه يې داسي ده چي د يو صالح سړي دعا به الهي دربار ته وسيله کوي او باران به غواړي په دې اړه په لومړي سر کي مفصله بحث شوی دی او په دې اړه تر ټولو ښکاره دليل د صحيح البخاري روايت دی چي د عباس رضی الله عنه دعا یې الهي دربار ته وسيله کړه.
دا دروا طريقې وسيله ده مګر تر بحث لاندي حدیث له دا ډول روا چارو سره هیڅ ډول تعلق نه لري ځکه دلته ويل شوي چي يو سړی يا د دوئ په وينا بلال بن حارث د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر ته ولاړ او له هغه يې د دعا غوښتنه وکړه.
موږ نه پوهېږو کوم څوک چي الله ځان ته بللی وي (مړ شوی وي ) له هغه څرنګه دعا غوښتل کېږي ايا په حقيقت کي هم د سائل په غوښتنه هغه الله جل جلاله ته دعا وکړه؟. هيڅکله نه ، دا شوني نه ده ځکه تر مرګ وروسته د ده ټول اعمال منقطع شوي دي او دعا يو داسي عمل دی چي مړ شوی کس یې نه شي کولای.
له دې موږ فهمولای شو چي د دې کيسې د صحت پلو تر کومه ځايه شکمن دی؟ ايا کوم نقل او عقل د داسي اعمالو د جواز فتوی ورکولای شي؟؟؟.
مړو ته خطاب:-
په اسلامي شريعت کي مړو ته خطاب ، له هغوئ سره خبرې اترې ، سوال ترې کول او دعا ترې غوښتل روا نه دي ځکه د مرګ له کبله له دنيا سره د هغه ټولي اړيکې شلېدلې دي لکه د نړۍ والو رهبر ، د هدايت لارښود ، د نېکمرغۍ زېری ورکوونکی او د الله وروستی او غوره استازی چي وايي:
( اذا مات ابن ادم انقطع عمله الا من ثلاث صدقة جارية وعلم ينتفع به و ولد صالح يدعو له ).
(حديث صحيح )
ژباړه : کله چي انسان مړ شي نو د عمل لړۍ يې غوڅېږي مګر له درو شيانو پرته صدقه جاريه ، ګټور علم او صالح زوی چي د ده لپاره دعا کوي.
خلک څرنګه نه پوهېږي چي دوئ په کوم عقل له مړو د اړتياوو بشپړېدنه غواړي په داسي حال کي چي الله حی وقيوم موجود دی ، له هغه سوال نه کوي حال داچي هغه ټول وخت ژوندی او اورېدونکی دی.
ايا مړي اوري؟:
د سائل او مجيب تر منځ د اتصال او ربط يوازينۍ لاره سماع يا اورېدنه ده مګر که حالات داسي وي چي سائل سوال کوي مګر ځواب ورکوونکی بېخي نه اوري نو ځواب به څرنګه ورکوي؟.
دلته حالات همداسي دي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شوی او نه اوري کوم خلک چي يې رابولي او سوال ترې کوي نو چي دی بېخي نه اوري تاسو فکر وکړئ ځواب به څرنګه ورکړي؟.
الله جل جلاله وايي:
إِنَّكَ لاَ تُسْمِعُ الْمَوْتَى (النمل : ۸۰ )
لنډ مفهوم يې داسي دي چي مړي نه شي اورېدلای.
ټکي په ټکي ژباړه:
بې شکه ته مړو ته خبره نه شې ور اورولای.
وَمَا أَنتَ بِمُسْمِعٍ مَّن فِی القبور ( فاطر : ۲۲ )
ژباړه : او څوک چي په قبرونو کي دي ته يې نه شې اورېدلای.
د خوب ديني حيثيت:-
خوب د دين په اصولو کي د کومې مسئلې په اړه دليل کېدای نه شي البته په کوم خوب کي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د بشر په توګه وليدل شي نو هغه خوب حق دی ځکه شيطان د رسول الله په بڼه نه شي اوښتلای. که بلال بن حارث رسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلی وي نو هرو مرو به يې پېژندلی هم وي ځکه دی يو صحابي وو اوکه يې په خوب کي بشارت ورکړی وي نو دا هم حق دی چي له دې پېښي سره هیڅ ډول تړاو نه شي پيدا کولای . ( که څه هم دا روايت په بشپړ ډول ضعيف دی او حقيقت نه لري مګر که دا کیسه د امکان په بڼه واوړي )
(۵ ) په يوه روايت کي قبر ته تلونکی او فرياد کوونکی بلال بن حارث ښودل شوی دی مګر په بل روايت کي بيا دا يو نامعلوم او مجهول شخص ښودل شوی دی له همدې کبله کيسه د خپل نوعيت له کبله هم مشتبه او کمزورې ده.
(۶) د صحابي شرعي حيثيت:-
که ومنو چي د دې پېښي تړاو له بلال بن حارث سره دی نو هم هيڅ خبره نه ده ځکه له انبياوو پرته هیڅوک معصوم نه دي صحابي وي که کوم بلل شخص ټول خطاکېږي لهذا که صحابي هم د کوم بدعت ښکار شي او يا په اجتهاد کي غلط شي نو عمل يې د پيروۍ وړ نه دی او که اجتهاد د نص په شتون کي شوی وي نو اجتهاد يې هیڅ اعتبار نه لري ، همداراز که يو صحابي د ټولو صحابه کرامو رضی الله عنهم پر خلاف يوه فتوی ورکړي نو هم يې اجتهاد د منلو وړ نه دی.
(۷) د نامعلوم سړي اجتهاد:-
که د استسقاء غوښتونکی کوم نامعلوم انسان وي نو بيا خو دا روايت د دلیل ګرزولو وړ پاتي نه شو کله چي د يو صحابي اجتهاد د ټولو صحابه کرامو رضی الله عنهم د رايې په مقابل کي نه منل کېږي نو د يو نامعلوم سړي کړنه به کوم اعتبار ولري؟.
(۸) د حديث سند ته يوه کتنه:-
حافظ ابن حجر دا روايت په فتح الباري کي داسي نقل کړی دی:
( انه جاء رجل الی قبر النبی صلی الله عليه وسلم فقال کذا وکذا )
په دې روايت کي د بلال بن حارث پر ځای د کوم مجهول سړي يادونه ده له دې نه شي څرګندېدلای چي دا کوم کوچي وو اوکه بل سړی؟.
دا روایت په دوو سندونو سره روايت شوی دی په يوه سند کي يې سيف بن عمر الضبي دی او د همدې راوي په روايت کي دا يادونه ده چي د نبي کريم صلی الله عليه وسلم قبر راغلی سړی يو صحابي بلال بن حارث وو مګر نوموړی ډېر سخت ضعيف او ان د ځينو په نزد يو زنديق تېر شوی دی.
لاندي کرښو ته لږ پام وکړئ!
قال الحافظ الذهبي ، في ميزان الاعتدال (3ـ353) في ترجمة سيف بن عمر: إن يحيى بن معين ، قال فيه: فِلسٌ خيرٌ منه ، وقال أبو داود: ليس بشيء ، وقال أبو حاتم: متروك ، وقال ابن حبان: اتهم بالزندقة ، وقال ابن عدي: عامة حديثه منكر ، وقال مكحول البيروتي: كان سيف يضع الحديث ، وقد اتهم بالزندقة .
وقال ابن الجوزي في كتابه ، الضعفاء والمتروكين (2ـ35) رقم: 1594: سيف بن عمر الضبي ، قال يحيى بن معين: ضعيف الحديث ، فِلسٌ خير منه ، وقال أبو حاتم الرازي: متروك الحديث ، وقال النسائي والدارقطني: ضعيف ، وقال ابن حبان: يروي الموضوعات عن الأثبات ، وقال إنه يضع الحديث. اهـ
ومن أراد مراجعة سند سيف بن عمر ، فليراجع تاريخ الطبري (2ـ508) والبداية والنهاية (7ـ104).
د دې ټولو خبرو حاصل دا راوزي چي په کوم روايت کي د صحابي يادونه شوې ده او بيا دا ويل شوي چي په خوب کي رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته راغی هغه په بشپړ ډول غلط دی ځکه د روايت کوونکو په کتار کي يې يو ضعیف ، متروک او زنديق کس دی چي خبره يې په هيڅ ډول نه منل کېږي، مګر پاتي شو دويم روايت چي په مصنف ابن ابی شيبه کي روايت شوی دی هغه په دې ډول دی:
حَدَّثَنَا أَبُو مُعَاوِيَةَ عَنِ الأَعْمَشِ عَنْ أَبِي صَالِحٍ عَنْ مَالِكِ الدَّارِ , قَالَ : وَكَانَ خَازِنَ عُمَرَ عَلَى الطَّعَامِ , قَالَ : أَصَابَ النَّاسَ قَحْطٌ فِي زَمَنِ عُمَرَ , فَجَاءَ رَجُلٌ إِلَى قَبْرِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم , فَقَالَ : يَا رَسُولَ اللهِ , اسْتَسْقِ لأُمَّتِكَ فَإِنَّهُمْ قَدْ هَلَكُوا , فَأَتَى الرَّجُلَ فِي الْمَنَامِ فَقِيلَ لَهُ : ائْتِ عُمَرَ فَأَقْرِئْهُ السَّلامَ , وَأَخْبِرْهُ أَنَّكُمْ مُسْتَقِيمُونَ وَقُلْ لَهُ : عَلَيْك الْكَيْسُ , عَلَيْك الْكَيْسُ , فَأَتَى عُمَرَ فَأَخْبَرَهُ فَبَكَى عُمَرُ , ثُمَّ قَالَ : يَا رَبِّ لاَ آلُو إلاَّ مَا عَجَزْت عَنْهُ.
ګورئ! دا روايت له مخکيني سره ډېر توپير لري دلته يو مجهول شخص ښودل کېږي چي قبر ته راځي او د دعا غوښتنه کوي او بيا يو مجهول شخص په خوب کي ورته وايي چي ورشه عمر رضی الله عنه ته د باران خبر ورکړه ، مګر په وړانديني کي دعا غوښتونکی کس يو صحابي ښودل شوی وو او کوم څوک چي په خوب کي راغلی وو هغه يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ښودلی وو. دا دواړه روايتونه د يوې موضوع په اړه دي مګر تر منځ يې د ځمکې او اسمان توپير دی ، له دې سره – سره په ځينو روايتونو کي د دې حديث د الفاظو کمښت هم دی. له دې ټولو څرګندېږي چي په دې روايت کي هرو مرو لاس وهل شوی دی او د تحريف ښکار ګرزېدلی. دا روايت امام بخاري په تاريخ کبير کي راوړی او قبر ته د سړي راتګ يې نه دی ذکر کړی ، له دې څخه څرګندېږي چي په روایت کي د يو شمېر کسانو له خوا لاس وهل شوی دی او له دې سره – سره په دې روايت کي اضطراب هم دی.
که دا روايت په همدې بڼه کي د صحيح په توګه ومنل شي نو هم هيڅ فرق نه کوي ځکه د يو نامعلوم سړي کار او خبره دليل نه ده .
(۲) که دوئ وايي چي عمر فاروق رضی الله عنه پر دې کار تنقيد نه دی کړی او رد کړی يې نه دی نو پوښتنه پيدا کېږي چي ايا په دې روايت کي د دې يادونه شته چي دې کس عمر فاروق رضی الله عنه ته د استسقاء د غوښتل شوې طريقې يادونه وکړه؟. که دا الفاظ وای نو بيا دې روايت تر يو ځايه وزن درلود مګر د دې بر خلاف په روايت کي دا ويل شوي چي عمر فاروق رضی الله عنه ته د خوب يادونه وشوه او هغه وژړل ، د استسقاء د غوښتنې کوم عمل چي ترسره شوی د هغه په اړه هیڅ نه دي ورته ويل شوي.
د دې روايت سند هم د نيوکو نښه ګرزېدلی ځکه اعمش مدلس دی او روايت يې په عن سره کړی دی او د مدلس کس روايت په عن سره نه شي منل کېدای، کوم کس چي په عن سره روايت کوي هغه يو راوي پرېږدي دلته معلومه نه ده چي اعمش ته داروايت چا بيان کړی دی يعني روايت منقطع دی متصل نه دی له همدې کبله که د روايت سند او متن دواړو ته ځير شو اوپه شرعي و حديثي ترازو يې وتلو نو دا پايله به تر لاسه کړو چي دا روايت ضعيف دی له همدې وجي په يو ضعيف روايت دليل نه شي نيول کېدای.
همداراز په دې اړه د ټولو روايتونو مدار پر مالک الدار ورځي نوموړي مجهول الحال دی.
[quote:579ae6a8ac="Alwazirya"]
علامه ابن تیمیه په خپل کتاب [اقتضاء الصراط المستقیم، صفحه ۳۷۳] کی دا روایت تائید کړیدی – او حافظ ابن کثیر په [البدایة والنهایة، جلد ۵، صفحه ۱۶۷] کی لیکی دی چی ددی روایت ټول اسناد صحیح دی. او حافظ ابن حجر عسقلانی په [فتح الباری، دوهم جلد، صفحه ۴۹۵] کی لیکلی: دا روایت ابن ابی شیبه په صحیح روایت سره بیان کړیدی او سیف بن عمر تمیمی به [الفتوح الکبیر] کی دا هم ویلی دی چی خوب لیدونکی یو صحابی حضرت بلال بن حارث مزنی رض وه. او امام قسطلانی په [المواهب اللدنیة، څلورم جلد، صفحه ۲۷۶] کی لیکلی چی ابن ابی شیبه دا روایت په صحیح اسنادو سره کړیدی. او علامه زرقانی په [شرح المواهب اللدنیه، ۱۱: ۱۵۰] کی امام قسطلانی تائید کړیدی.
[/quote:579ae6a8ac]
دلته چي د کومو کسانو يادونه شوې ده د ټولو خبرې که د حديثو په اصولو وتلل شي نو دا به ښکاره شي چي کوم وزن نه لري او د دې روایت په اړه چي يې کومه رايه څرګنده کړې ده هغه غلطه ده ، وړاندي د دې حديث پر متن او سند بشپړ بحث تېر شو که کوم څوک د حقيقت منونکی وي نو له د حق په منلو کي به ځنډ ونه کړي.
دا يوه خبره بايد ياده ولرو چي د هرچا خبره که له اصولو سره برابره شي نو منل کېږي ، له دې اخوا که هرڅومره غټ سړي د اصولو خلاف يوه خبره وکړه او يا يې هم د اصولو بر خلافت يو داسي عمل وکړ چي جواز يې نه وو نو نه منل کېږي او ردېږي به ځکه هر انسان خطا کېدونکی دی ښايي خطا شوی به وي او پر دا ډول چارو تر تنقيد وروسته موږ دا معامله الله او ده ته سپارو که مومن وو الله ورته پر غلط اجتهاد هم ثواب ورکوي.
له دې ټول بحث څخه دا ښکاره شوه چي دا حديث دروغ او باطل دی او د اسلام له اساسي اصولو سره سخت ټکر لري له همدې کبله يې د يو دليل په توګه وړاندي کول صحيح نه برېښي.
وصيل پېروز
14.07.2011
[quote:7aab82b9e0="Alwazirya"]
د رسول الله صلی الله علیه و سلم د خپلولۍ په خاطر دده په تره (کاکا) باندی توسل:
په صحیح بخاری کتاب فضائل الصحابه کی له حضرت انس رض نه روایت ده چی:
أن عمربن الخطاب رض: کان اذا قحطوا استسقی بالعباس بن عبدالمطلب. فقال: اللهم انا کنا نتوسل الیک بنبینا فتسقینا، وانا نتوسل الیک بعم نبینا فاسقنا، قال فیسقون.
(بخاری، الصحیح، کتاب الاستسقاء، باب سؤال الناس الامام الاستسقاء اذا قحطو) او بخاری، الصحیح، کتاب فضائل الصحابه، باب ذکر العباس بن عبدالمطلب رضی الله عنهما)
ترجمه: کله به چی قحط شو نو حضرت عمر رضی الله عنه به د باران دعاء د حضرت عباس بن عبد المطلب رضی الله عنه په وسیله سره کوله او ویلی به یی: ای الله جل جلاله! مونږه به ستا په درګاه کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم واسطه نیوله او تا به پر مونږه باران کولو او اوس مونږه ستا په دربار کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کاکا وسیله نیسو نو ته پر مونږ باران وکړی. راوی وایی چی بیا به الله جل جلاله باران کولو.
[/quote:7aab82b9e0]
د صحيح البخاري دا روايت د توسل بالدعاء په اړه دی نه د توسل بالذوات په دې اړه وړاندي غوره او ګټور بحث تېر شوی دی چي ان شاء الله هر د حق او حقيقت منونکی به يې په منلو کي له ځنډ او تردد څخه کار وانه خلي ، وړاندي د دې حدیث هغه حقيقي شرحه تېره شوې ده چي هم له حديث څخه فهمېږي او هم يې د حقپالو ملاتړ ترلاسه کړی دی.
وړاندي ځو.
[quote:7aab82b9e0="Alwazirya"]
په مستدرک د امام حاکم کی همدا روایت د یو څه الفاظو په تغییر سره له حضرت عبد الله بن عمر رض نه داسی روایت ده:
استسقی عمربن الخطاب عام الرمادة بالعباس بن عبدالمطلب فقال: اللهم هذا عم نبیک العباس نتوجه الیک به فاسقنا فما برحوا حتی سقاهم الله. قال: فخطب عمر الناس فقال: أیها الناس ان رسول الله صلی الله علیه وسلم کان یری للعباس ما یری الولد لوالده یعظمه ویفحمه ویبر قسمه، فاقتدوا أیها الناس برسول الله فی عمه العباس واتخذوه وسیلة الی الله عز وجل فیما نزل بکم. (حاکم، المستدرک، دریم جلد، صفحه ۳۷۷، رقم: ۵۴۳۸) او (عسقلانی، فتح الباری، دوهم جلد، صفحه ۴۹۷)
ترجمه: حضرت عمر رضی الله عنه په عام الرمادة (د قحط او هلاکت کال) کی حضرت عباس بن عبد المطلب رضی الله عنه وسیله که او له الله جل جلاله نه یی باران وغوښت. بیا یی خلکو ته خطبه واوروله او په کی یی وویل: خلکو! رسول الله صلی الله علیه وسلم به حضرت عباس رضی الله عنه ته داسی مقام او حیثیت ورکاوه لکه یو ځوی یی چی خپل پلار ته ورکوی. (یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم، حضرت عباس رض د پلار په منزله شماره). رسول الله صلی الله علیه وسلم به دده تعظیم او توقیر کولو او دده قسمونه به یی پوره کول. خلکو! تاسی هم د حضرت عباس رضی الله عنه په باره کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم اقتداء وکړی او هغه الله جل جلاله ته وسیله ونیسی ترڅو په تاسی باران وشی.
[/quote:7aab82b9e0]
د مستدرک حاکم د روايت د صحت په اړه معلومات نه لرم مګر که صحيح هم شي نو د بحث تګلوری نه شي بدلولای بلکي د بخاري حدیث د الفاظو په بله بڼه روايت شوی دی چي حکم يې بيرته يو کېږي.
[quote:7aab82b9e0="Alwazirya"]
په پاسنی مذکوره دوو احادیثو کی دا ثابته شوله چی غیر له نبی ص نه په بل چا هم توسل جائز ده. په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل خو هرچا ته معلوم ده او د حضرت عمر رض دا الفاظ انا کنا نتوسل الیک بنبینا پخپله په دی باندی شاهد ده چی صحابه وو به په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل کولو. په یاد ولری چی په دی حدیث کی [کُنَّا] فعل د مضارع ده چی په [نتوسّلُ] باندی داخلیږی او د ماضی استمراری فائده ورکوی. په کوم کی چی حضرت عمر رض د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حیات ظاهری او یا بعد د وصاله مقید کړی نه ده.
[/quote:7aab82b9e0]
په پورتنيو دوو حديثو سره دا ثابته شوه چي په مړو ذواتو توسل ناجائز او حرام دی ځکه موږ ولوستل چي عمر فاروق رضی الله عنه عباس رضی الله عنه داسي وسيله کړ چي دعا يې وکړه کوم خلک چي له دې ځايه د ذواتو د توسل خبره کوي نو دا رايه په بشپړ ډول غلطه ده بلکي دا د ذواتو پر توسل يو سخت رد دی او د نا مشروع وسيلې مشروع کوونکي د دې حديث د ځواب لپاره هيڅ دليل هم نه لري.
يو څو ټکو ته مو پام غواړم:
که په ذواتو توسل روا ، جائز او ښه کار وي نو عمر فاروق رضی الله عنه ولي د عباس رضی الله عنه د دعا د وسيله کولو پر ځای د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ذات وسيله نه کړ؟. وواياست ! عباس غوره دی که د ټول امت سردار او د الله وروستی استازی؟.
که د الله رسول پر عباس رضی الله عنه غوره وي نو راته وواياست چي عمر فاروق رضی الله عنه ولي په رسول الله صلی الله عليه وسلم توسل ونه کړ چي د هغه د يو امتي دعا يې وسيله کړه؟.
په همدې اړه مو د يو شمېر علماوو رايو ته توجو غواړم:
د دې حديث تر نقل وروسته الدکتور عزت علی عطيه ليکی:
( فدل ذالک علی جواز التوسل بدعاء المسلمين ولو کان الداعی اقل درجة من المدعو له ).
( البدعة ص ۳۷۹ )
ژباړه: له دې پېښو څرګندېږي چي د مسلمانانو دعاوې وسيله کول روا دي که څه هم دعا کوونکی تر دعا غوښتونکي په مرتبه کي ټيټ وي.
علامه الوسي حنفي رحمه الله په خپل تفسير روح المعاني کي د (وابتغوا اليه الوسيلة ) د ايت تر نقل وروسته ليکي:
( فانه لو کان التوسل به علیه الصلاة والسلام بعد انتقاله من هذه الدار لما عدلوا الی غيره بل کانوا يقولون : اللهم انا نتوسل اليک بنبينا فاسقنا وحاشاهم ان يعدلوا عن التوسل بسيد الناس الی التوسل بعمه العاس وهم يجدون ادنی مساغ لذلک فعدولهم هذا مع انهم السابقون الاولون وهم اعلم منا بالله تعالی و رسوله صلی الله عليه وسلم وبحقوق الله تعالی ورسوله عليه الصلاة والسلام ومايشرع من الدعاء ومالايشرع وهم فی وقت ضرورة ومخمصة يطلبون تفريج الکربات وتيسير العسير وانزال الغيث بکل طريق دليل واضح علی ان المشروع ماسلکوه دون غيره )
ژباړه: له دې دنيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات وروسته که دده په ذات سره وسيله روا وای نو صحابه کرامو رضی الله عنهم به هيڅکله بل چا ته رجوع نه کوله ، بلکي دا به یې ويل : اې الله ! موږ تا ته ستا پيغمبر وسيله کوو موږ ته باران راکړه . په الله پناه غواړو دا څرنګه کېدلای شي !!! چي صحابه کرام رضی الله عنهم د سيد الاولين و الاخيرين د وسيلې په پرېښودلو د هغه اکا عباس وسيله کړي حال داچي ګنجائش يې هم وو . صحابه کرام رضی الله عنهم د السابقون الاولون په کېدلو تر موږ په حقوق الله او حقوق الرسول ښه پوهېږي ، دا خبره هم ښه درک کولای شي چي د دعا کومه لاره روا او کومه ناروا ده ، د حالاتو نامساعد والی او د باران سخته اړتيا دا ټول حالات دا څرګندوي چي هماغه عمل جائز دی چي دوئ ترسره کړ نه بل .
د دې پېښي تر يادونې وروسته شاه ولی الله رحمه الله په استنباط کولو ليکي :
( ازين جا ثابت شد که توسل بګذشتګان وغائبان جائز نداشته اند وګرنه عباس رضی الله عنه از سرور عالم صلی الله عليه وسلم بهتر نبود چرا نګفت که توسل ميکرديم به پيغمبر تو و الحال توسل مي کنيم بروح پيغمبر تو ) ( البلاغ المبين ص ۳۷ )
ژباړه : له دې ځايه ثابته شوه چي په مړو او غائبانو توسل نه دی روا که نه عباس رضی الله عنه تر رسول الله صلی الله عليه وسلم غوره نه وو څه لپاره يې نه ويل چي وړاندي مو ستا په پيغمبر توسل کاوی او اوس ستا د پيغمبر په روح؟؟؟.
همداراز د " مقدمة الواسطة بين الحق والخلق " ليکوال د ذواتو د توسل د عدم جواز په اړه د عمر رضی الله عنه دا عمل دليل نيسي او ليکي :
( ولو لم يکن فی النصوص علی عدم جواز التوسل بذوات الأنبياء والصالحين غير توسل عمر بن الخطاب بدعاء العباس وترکه التوسل بذات النبی لکفی فی الرد علی هذا الفريق ) ( مقدمة الواسطة بين الحق والخلق ص ۶ )
ژباړه : د انبياء او صالحينو په ذات د وسيلې نه نيولو روايات که نه وای پرته د عمر رضی الله عنه له فعله چي د عباس رضی الله عنه دعا پکښي د وسيلې په ډول نيول شوې ده او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ذات وسيله يې پرېيښې ده نو د مخالف لوري د رد او ترديد لپاره بس وو.
دا هم بايد په ياد ولرو چي د سلفو صالحينو په کلام کي چي د وسيلې کوم لفظ استعمال شوی له هغه څخه د رسول الله صلی الله عليه وسلم شفاعت او دعا مراد ده ، د دې دليل همدا حديث دی.
ابن تيميه رحمه الله هم په دې اړه وايي:
( فان لفظ التوسل والتوجه فی عرف الصحابة ولغتهم هو التوسل والتوجه بدعائه وشفاعته ، ولهذا يجوز ان يتوسل ويتوجه بدعاء کل مومن ). ( التوسل والوسيلة ص ۱۵۲ )
ژباړه: د صحابه کرامو رضی الله عنهم په عرف او لغت کي د وسيلې نيولو او متوجې کولو هدف د رسول الله صلی الله عليه وسلم دعا او سپارښت مراد وو له همدې کبله د هر مومن دعا وسيله کول روا دي.
پاتي شوه د وزيري صاحب دا خبره چي ( کنا ) فعل مضارع ده نو دا يوه داسي خندوونکې خبره ده چي په ليدلو مي يې په کړس – کړس وخند ، يو کوچنی ماشوم به هم چي د عربي ژبې د زده کړې لومړني کتابونه لولي داسي خبره ونه کړي، وزيري صاجب دا مضارع نه بلکي ماضي ده د لاپوهاوي لپاره يې د ماضي ټولو همږغو صيغو ته پام وکړه :
کان
کانا
کانوا
کانت
کانتا
کنتن
کنت
کنتما
کنتم
کنت
کنتما
کنتن
کنت
کنا- فعل ماضی جمع متکلم مع الغير
د حديث په کومه ټوټه کي چي دا کنا راغلی ترجمه يې داسي ده ( موږ وړاندي تاته ستا په نبي توسل کاوی ) ګوره ! په پښتوکي هم موږ ماضي استعمالوو له همدې ځايه دا پوښتنه زېږي چي ولي يې اوس نه کوي؟ که توسل بالذوات جائز وي نو بايد اوس هم وشي مګر داسي نه دي شوي او د عباس رضی الله عنه د وسيله کولو يادونه شوې ده او عباس رضی الله عنه له دې وجې وسيله شوی (البته دعا يې ) چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې خپلوي درلوده او له نبوي کورنۍ څخه وو له رسول سره د همدې نژدې تړاو له کبله يې الهي دربار ته دعا وسيله شوه . دا پېښه په صحيح البخاري کي په ښه ډول بيان شوې او هغه دعا هم نقل شوې ده چي عباس رضی الله عنه په دې ځای کي وکړه او ورسره – ورسره چي الوزي صاحب کوم الفاظ د مستدرک حاکم په حواله نقل کړي هلته هم د عباس رضی الله عنه د فضيلت يادونه شوې ده.
اوس دي هر منصف لوستونکی او هر مقابل لوری په انصاف او ايمان سره دا پرېکړه وکړي چي له دې حديث څخه د توسل بالذوات ثبوت ترلاسه کول څومره پر حق او حقيقت سترګې پټول دي؟.
[quote:7aab82b9e0="Alwazirya"]
او دا هم عام او خاص ته معلومه ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت عمر رض په باره کی فرمایلی دی:
- ان الله جعل الحق علی لسان عمر و قلبه (ترمذی، السنن، کتاب المناقب، باب فی مناقب عمربن الخطاب)
ترجمه: بیشکه الله جل جلاله د عمر په ژبه او زړه باندی حق جاری کړیده.
- عمر معی و انا معه والحق بعدی مع عمر حیث کان (طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۸: ۲۸۰)
ترجمه: عمر زما سره او زه د عمر سره یم، او له مانه بعد به حق عمر سره وی چیرته چی دی وی.
- لو کان بعدی نبی لکان عمربن الخطاب (ترمذی، السنن، کتاب المناقب، باب فی مناقب عمربن الخطاب)
ترجمه: که له مانه بعد بل نبی وای نو حضرت عمر بن خطاب به وه.
- اقتدوا بالذین من بعدی أبی بکر و عمر فانهما حبل الله الممدود من تمسک بهما فقد تمسک بالعروة الوثقی لا انفصام لها. (هیثمی، مجمع الزوائد، نهم جلد، صفحه ۵۳)
ترجمه: زما نه بعد د ابوبکر او عمر رض دواړو اقتداء وکړی، دوی دواړه د الله جل جلاله قوی رسّی دی- چا چی دوی دواړه ونیول نو دوی منګولی ولګولی په یوه رسّی محکمی باندی چی نه شی پریکیدلی هغی لره.
[/quote:7aab82b9e0]
د ابوبکر او عمر رضی الله عنهما فضیلت له هیچا پټ نه دی او هرڅوک يې په مرتبه او مقام خبر دی ، تاسو د عمر رضی الله عنه د فضيلت يادونه له دې کبله کړې چي د خپلې ناروا نظريې د ثبوت په لړ کي کار ترې واخلئ ځکه د عباس په حديث کي د عمر فاروق رضی الله عنه د وسيلې يادونه ده مګر متأسفانه او افسوس چي تاسو کوم څه نورو ته واياست په خپله پرې عمل نه کوئ، د عمر فاروق رضی الله عنه فعل سراسر ستاسو د تګلارې بر خلاف وو له همدې وجې تاسو بايد تاسو هماغه تګلاره غوره کړئ لکه عمر فاروق رضی الله عنه چي خپله کړې وه.
وصيل پېروز
14.07.2011
[quote:e957825b88="Alwazirya"]
د حضرت ابو ایوب انصاری رضی الله عنه دا الفاظ چی [جئت رسول الله صلی الله علیه وسلم ولم آت الحجر] نه استدلال:
امام احمد بن حنبل په خپل مسند کی روایت کړیدی چی یو دفعه د مدینی حاکم مروان بن حکم حضرت ابو ایوب انصاری رض د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبر باندی ولید چی خوله یی پری سولوله. نو ورته یی وویل: ته دا څه شی کوی؟؟ ددی په جواب کی ابو ایوب انصاری رض ورته وویل، د مسند احمد الفاظ دی:
عن دأود بن ابی صالح قال: أقبل مروان یوما فوجد رجلا واضعا وجهه علی القبر، فقال: أتدری ما تصنع؟ فأقبل علیه فاذا هو أبو أیوب رض، فقال: نعم، جئت رسول الله صلی الله علیه وسلم ولم آت الحجر، سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: لا تبکوا علی الدین اذا ولیه أهله، ولکن ابکوا علیه اذا ولیه غیر أهله. (أحمد بن حنبل، المسند، پنځم جلد، صفحه ۴۲۲، رقم: ۲۳۶۳۳) او (حاکم، المستدرک علی الصحیحین، څلورم جلد، صفحه ۵۱۵) او (طبرانی، المعجم الکبیر، څلورم جلد، صفحه ۱۵۸، رقم: ۳۹۹۹) امام حاکم او امام ذهبی د امام احمد بن حنبل روایت کړی حدیث په اسنادو صحیح بللی دی.
ترجمه: له حضرت داؤد بن صالح رضی الله عنه نه روایت ده چی یوه ورځ مروان وړاندی وکتل چی یو شخص خپله خوله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبر مبارک باندی ایښی ده. نو مروان ورته وویل: آیا ته پوهیږی چی ته څه کوی؟ کله چی مروان د هغه په طرف ورنیژدی شوه، څه ګوری چی ابو ایوب انصاری رضی الله عنه ده. جواب کی یی ورته وویل: هو، زه پوهیږم، زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی یم، کومی تیګي ته نه یمه راغلی. ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دا اوریدلی دی چی په دین هغه وخت مه ژاړی چی ولی یی اهل وی، په دین هغه وخت وژاړلی چی ولی یی نااهله وی.
[/quote:e957825b88]
دا ضعيف روايت په څو طريقو روايت شوی دی چي ټولي لارې يې ضعيفې دي زه صرف دلته هغه سند ته غواړم يوه کتنه وکړم چي وزيري صاحب پرې استدلال کړی دی، سند يې داسي دی:
حَدَّثَنَا عَبْدُ الْمَلِكِ بْنُ عَمْرٍو حَدَّثَنَا كَثِيرُ بْنُ زَيْدٍ عَنْ دَاوُدَ بْنِ أَبِي صَالِحٍ قَالَ أَقْبَلَ مَرْوَانُ يَوْمًا ...
وفي الإسناد داود بن أبي صالح ، قال الذهبي عنه في الميزان ( 3ـ14): حجازي لا يعرف.
ووافقه الحافظ في التهذيب (ميزان الاعتدال 2617 وتهذيب التهذيب 3/188) فأنى له الصحة؟.
زد على ذلك الاختلاف حول كثير بن زيد نفسه فقد قال الحافظ فيه «صدوق يخطئ» وضعفه النسائي وقال ابن معين « ليس بذاك» (تهذيب التهذيب8/414 مجمع الزوائد5/245).
د عربي عبارتونو لنډيز داسي دی چي د حدیث په سند کي دوه راويان داود بن ابی صالح او کثير بن زيد راځي چي ضعيف دي او حديث يې نه منل کېږي.
له دې اخوا دا حديث نورې طريقې هم لري چي ټولي ضعیفې او معللې دي د لا تفصيلاتو لپاره (موسوعة الرد علی الصوفية ) نومي کتاب ته رجوع وکړئ، هلته د دې حديث ټولي طريقې په مفصل ډول څېړل شوې دي او د اصولو په رڼا کي يې د حديث ضعيف والی ثابت کړی دی.
وصيل پېروز
16.07.2011
د توسل عقیده او د ائمه او محدّثینو نظریات
[quote:f033b4e784="Alwazirya"]
اول: امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله
د خیر القرون دا عظیم امام، امام ابوحنیفه رحمه الله په نزد په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل نه یواځی درست کار ده بلکی له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اِستمداد هم جائز ده. د مشروع والی لپاره یی په خپل منظوم کلام [قصیدة النعمان، صفحه ۲۰۰] داسی مصرع ویلی دی:
لم یکن لأبی حنیفة فی الأنام سواک. یعنی په مخلوق کی د ابوحنیفه غیر له تانه بل څوک نشته ده. یعنی ستا د جود او عطا امیدواریم.
[/quote:f033b4e784]
د امام ابوحنيفه رحمه الله په اړه يو داسي خبره کول به له حقيقت څخه ډېره لرې وي چي امام ابو حنيفه رحمه الله دي په ذواتو توسل روا ګڼي او ان له غير الله څخه دي مرسته هم جائزه وبولي نعوذ بالله زه په بشپړ باور ويلای شم چي کوم کتاب ته تاسو حواله ورکړې د کوم جاهل او کذاب له لوري د دې ستر امام د لوړ منزلت او مقام د داغداره کولو لپاره امام صاحب ته منسوب شوی دی ، محققين په دې اند دي چي د امام ابوحنیفه رحمه الله کوم اثر نه دی پاتي شوی مګر د شاګردانو په وسيله د ده ډېری اقوال په کتابونو کي د تل لپاره ثبت شوي دي او په دې لار کي د امام ابو يوسف او امام احمد نومونه د ځانګړې يادونې وړ دي.
حنيفي فقه د خپلو مسايلو په لړ کي رجوع امام ابوحنيفه او د هغه يارانو رحمهم الله ته کوي او دا دوئ ته منسوبه فقه ګڼل کېږي ، راځه په همدې فقه کي د دې توسل (توسل بالذوات ) په اړه حقايق وپلټو چي امامان يې په اړه د کوم نظر خاوندان دي؟.
امام ابو حنيفه رحمه الله د توسل بالذوات مخالف وو:
امام ابوحنيفه رحمه الله د توسل بالذوات مخالف وو او د ده دا قول ډېر مشهور دی چي الله ته د چا په واسطه کولو سره سوال نه شي کېدای ، لکه د ده شاګرد امام ابو يوسف چي له کومې واسطې پرته دا قول داسي نقلوي:
( عن ابی يوسف عن ابی حنيفة لاينبغی لأحد ان يدعوا الله الا به ) . (درالمختار ۵ / ۲۵۴ ، کتاب الحظر والاباحة )
ژباړه: هيڅوک الله ته دعا نه شي کولای مګر په ده سره .
د دې (به ) ضمير په تشرېح کي علماء کرام وايي چي له دې مراد د الله تعالی ذات او د ده اسماء او صفات دي ، امام ابن قيم او علامه شامي د همداسي تشرېح په کولو ليکي:
( وقوله : " الا به " ای بذاته وصفاته واسمائه ) . ( اغاثة اللهفان ۱ / ۲۳۵ ، در المختار ۵ / ۵۲۴ ، کتاب الحظر والاباحة )
ژباړه : د امام ابوحنيفه رحمه الله دا وينا چي ( يوازي په ده سره ) له دې د الله تعالی ذات ، صفات او اسماء مراد دي.
امام ابو العز الحنفي د عقيدة الطحاوية شارح او علامه ملا علي قاري رحمهما الله د التوسل بذوات الاشخاص په اړه د امام ابوحنيفه رحمه الله او صاحبينو وينا داسي نقلوي:
( ولهذا قال ابوحنيفة وصاحباه: رضی الله عنهم يکره ان يقول الداعی : اسألک بحق فلان او بحق أنبيائک ورسلک وبحق البيت الحرام والمشعر الحرام ونحو ذالک ). ( شرح العقيدة الطحاوية ص ۲۶۲ واللفظ له / شرح الفقه الاکبر ، ص ۱۱۰ )
ژباړه: امام ابوحنيفه رحمه الله او د ده صاحبين وايي: که دعا کوونکی د چا په حق ( واسطه حرمت او عزت ) سره يا د انبياوو او رسولانو په حق سره او يا هم د بيت الحرام او مشعر الحرام په حق سره دعا وکړي نو دا مکروه ده.
د تنوير الابصار ليکوال د اوسنۍ وسيلې ترديد کوي او ليکي:
( وبحق رسلک وأنبيائک واوليائک ) ( تنوير الابصار ۵ / ۲۵۴ ، کتاب الحظر والاباحة )
ژباړه : ستا د رسولانو ، انبياوو او اولياوو په طفيل ويل حرام دي.
د الدر المختار مصنف د تنوير الابصار د ليکوال د دې قول تعليل بيانوي او وايي:
( وکره قوله بحق رسلک وانبيائک واوليائک او بحق البيت لأنه لاحق للمخلوق علی الخالق تعالی ) . ( در المختار ۵ / ۲۵۴ ، فصل فی البيع )
ژباړه : الله ته د رسولانو ، انبياوو ، اولياوو او بيت الله وسيله کول حرام دي ځکه د خالق پر ذمه د مخلوق کوم حق نه شته.
واسطه او وسيله د هدايې د ليکوال په اند:-
د هدايې ليکوال د توسل بذوات الاشخاص د منلو قائل نه دی لکه څرنګه چي په خپل مشهور کتاب الهداية کي ليکي:
( ويکره ان يقول فی دعائه بحق فلان او بحق انبيائک و رسلک لأنه لاحق للمخلوق علی الخالق ) . ( الهدايه ۴ / ۴۷۳ کتاب الکراهية مسائل متفرقة )
ژباړه: دعا کوونکی دي په خپله دعا کي د چا په حق سره دعا نه کوي يا ووايي چي اې الله ! ستا د انبياوو او رسولانو په حق سره تاته دعا کوم ځکه دا ټول مکروه دي او د خالق پر ذمه د مخلوق حق نه شته.
په فتاوی بزازیه کي په دې اړه د احنافو فقهاوو دريځ نور هم جوتېږي ، هلته ليکي:
( ويکره ان يقول فی الدعاء بحق فلان وبحق محمد لانه لاحق لاحد علی الله تعالی وفی بعض النسخ قال: لاينبغی ان يقول بلاذکر لفظ الکراهية ويقول: مکان الحق الحرمة ای بحرمة محمد عليه السلام ) . ( فتاوی البزازية علی حاشية العالمکيريه ۶ / ۳۵۱ کتاب الکراهية )
ژباړه: د عاکوونکي ته مکروه ده چي ووايي د فلاني په حق او يا هم د محمد صلی الله عليه وسلم په حق ځکه هيڅوک پر الله حق نه لري ، دځينو نسخو الفاظ داسي دي: دکراهية له لفظ څخه پرته هیڅوک د دې وړ ننه دی چي هغه ( د حق پر ځای حرمت ) الفاظ استعمال کړي يعني هغه ووايي چي د محمد صلی الله عليه وسلم په حرمت سره.
او هر څوک په دې پوهېږي چي د فقهاوو په قول کي چي مکروه له کوم تقييد پرته راشي نو مراد ترې کراهت تحريمي دی.
د تحقيق لپاره لاندي مراجعو ته ستانه شئ:
( تنویر الابصار ۵ / ۲۱۴ ، کتاب الحظر والاباحه )
( در المختار ۵ / ۲۱۴ ، کتاب الاحظر والاباحه )
اوس بايد دا څرګنده شي چي يا حنيفي فقهې دروغ ويلي دي او يا هم د هغه شعر ليکونکي چي وزیري صاحب حواله ورکړې ده؟؟؟.
په دې دوو کي به يوه سرچينه هرو مرو دروغ وايي او له دې دوو خبره به يوه رښتيا وي او که ستاسو په اند دواړې خبرې سيي دي؟.
حنيفي فقه توسل بالذوات حرام بولي او په دې اړه د امام ابوحنيفه رحمه الله نظر نقلوي چي هغه حرامه ګڼلې او داسي نور ګڼ حنيفي فقها هم همدا رايه لري مګر بل اړخ ته بيا د قصيدة النعمان په حواله داسي اشعار نقل کېږي چي د دې بالعکس خبره کوي اوس بايد حق او حقيقت جوت شي ، په دې دوو سرچينو کي د کومې يوې خبره رښتيا ده؟.
دا قضاوت به لوستونکو ته پرېږدو.
[quote:f033b4e784="Alwazirya"]
دوهم: امام مالک رحمه الله
امام مالک رحمه الله په فقهاء اربعه کی یو ځلیدونکی مقام لری. دده په حواله قاضی عیاض په [الشفاء] کی، علامه سبکی رح په [شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام] کی، علامه سهمودی په [خلاصة الوفا] کی، امام قسطلانی په [المواهب اللدنیة] کی، ابن جماع په [هدایة السالک] کی او ابن حجر هیتمی مکی په [الجواهر المنظم] کی روایت کړیدی. دوی وایی چی یو دفعه خلیفه ابو جعفر منصور مدینی منوری ته راغی او له امام مالک رحمه الله نه وپوښتل چی د دعاء په وخت کی زه خپله مخ کعبی طرف ته کړم او که د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر مبارک ته؟ امام مالک رح ورته جواب ورکړ:
ولِمَ تصرفُ وجهک عنه، وهو وسیلتک و وسیلة أبیک آدم علیه السلام الی الله تعالی یوم القیمة؟ بل استبقله واستشفع به، فیشفّعک الله، قال الله تعالی: ولو أنّْهم اذ ظلموآ أنفسهم جآءوک فاستغفروا الله واستغفر لهم الرسول لوجدوا الله توابا رحیما. (قاضی عیاض، الشفا بتعریف حقوق المصطفی، دوهم جلد، صفحه ۵۹۶)
ترجمه: ای امیره! ته ولی له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مخ اړوی حالانکه هغه صلی الله علیه وسلم ستا لپاره او ستا د نیکه حضرت آدم علیه السلام لپاره په ورځ د قیامت وسیله ده؟ بلکه ته د هغه صلی الله علیه وسلم قبر مبارک طرف ته متوجه شه، او د شفاعت یی طالب شه چی هغه صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله په مخ کی ستا شفاعت وکړی. الله جل جلاله فرمایلی دی: او که چری دوی په هغه وخت چی ظلم یی کړی وی په ځانونو خپلو باندی راغلی وی تالره، پس طلب د بخښنی کړی وی دوی له خدایه او طلب د بخښنی کړی وی دوی دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم، نو خامخا موندلی به وو دوی خدای توبه قبلونکی مهربانه.
[/quote:f033b4e784]
که کوم څوک ځان يو ديني عالم او د حق مدافع ګڼي هغه به هيڅکله هم له ضعيفو روايتونو استدلال ونه کړي بلکي هغه به په کره او ثابتو دلايلو خلک په دې باوري کړي چي نوموړی په رښتيا هم حق وايي او د حق طرفدار دی مګر کوم څوک چي د خپل اند د ثبوت لپاره نه کومه معتبره مرجع لري او نه هم کره لاسوند هيڅ د عقل څښتن به يې خبرو ته غوږ کښېنږدي مګر نننۍ نړۍ د داسي انسانانو ټولنه ده چي د حق پر ځای باطل او د رښتيا پر ځای دروغ خوښوي ، که يو څوک پر منبر ښه دروغ ووايي ، دروغجنې اوښکې ورسره توی کړي ، ځای پر ځای د عبدالرحمان بابا صوفيانه اشعار هم زمزمه کوي نو يقيناً ټول خلک وايي چي نوموړی خورا ښه خطيب دی. همدا څو ورځې وړاندي يو ملګری راته د يوې ديني غونډې حال بيانوي ، په خبرو يې پيل وکړ:
" ډېر ښه خوند يې وکی ، غټ غټ علماء راغلي وو يو دانه داسي وږغېدی سي ټول خلک يې حيران کړل ، ډېر ښه وږغېدی ، بېخي ښه ملا دی. "
ما په حيرانۍ ترې وپوښتل چي دا څوک او د کوم ځای دی؟.
نوموړي راته وويل چي ولي هغه فلاني ، داسي او داسي څېره يې ده او د فلاني ځای اوسېدونکی دی.
حال داچی په کومه غونډه کي دې سړي خبرې کړې وي نه خو يې وينا وينا بلل کېدای شي او نه هم د وينا مواد رښتني بس هسي يې د غولونو څو جملې زده کړې وې او خلک يې تېر ويستل.
له کومه راهيسي چي مي د دې موضوعاتو پلټلو ته ملاتړلې نو دا حقيقت راته معلوم شوی چي د توسل بالذوات په اړه هيڅ صحيح دليل نه شته ، پيروان يې په ځينو صحيحو دلايلو کي له تاويل څخه کار اخلي او له دې اخوا هيڅ د اعتبار وړ سند نه لري.
د امام مالک همدا کيسه د متن او سند دواړو له لحاظه سخته کمزورې ده مګر بيا هم د يو پاخه دليل په توګه نقلېږي !! وړاندي تر دې چي پر سند يې وږغېږو لومړی يې بايد متن ته هم کتنه وکړو.
په متن کي چي د کوم کار د روا والي يادونه شوې ده هغه د امام مالک رحمه الله په مذهب کي نامشروع بلل شوی دی ، دويمه خبره داده چي خليفه جعفر المنصور يو ستر پوه او عالم شخص وو دا به بېخي دنه منلو وړ خبره وي چي هغه دي په يوه داسي کوچنۍ مسئله کي معلومات ونه لري او نه يې هم داخبره د امام مالک رحمه الله د ازموينې په خاطر کړې ده ځکه نوموړي د امام مالک رحمه الله پر وړتيا اعتراف کړی وو او د ده له دې قابليت څخه ښه خبر وو.
د کيسې په روایت کوونکو کي د محمد بن حميد په نوم يو راوي دی چي منکر روايات نقلوي همدا راز يې له امام مالک څخه سماع نه ده ثابته شوې . په لنډو دومره درته ويلای شم چي نوموړی د محدثينو له لوري سخت ضعیف شوی او روايتونه يې غير ثقه دي.
5449 - د ت ق / محمد بن حميد الرازي الحافظ عن يعقوب العمي وجرير وابن المبارك ضعيف لا من قبل الحفظ قال يعقوب بن شيبة كثير المناكير وقال البخاري فيه نظر وقال ابو زرعة يكذب وقال النسائي ليس بثقة وقال صالح جزرة ما رأيت أحذق بالكذب منه ومن ابن الشاذكوني ( المغنی فی الضعفاء للذهبي )
همداراز عقيلي په ضعفاوو کي شمېرلی دی، ځينو محدثينو غير ثقه بللی دی او ځينو سخت غندلی دی مګر ځينو يې په اړه ښه رايه هم څرګنده کړې ده له دې ټولو رواياتو دا پايله را ايستلای شو چي نوموړی ثقه نه وو او د امام بخاري په خبره په روايتونو کي يې څه ګړمګړ شته دی ، که دی ثقه هم ومنل شي نو دا روايت يې ځکه نه منل کېږي چي له امام مالک څخه يې سماع نه ده ثابته له همدې کبله دا روايت منقطع دی. ابن تيميه رحمه الله هم دې ته ورته خبره کوي، د ښو تفصيلاتو لپاره ( موسوعة الرد علی الصوفيه ) ته رجوع وکړئ!.
اوس د انصاف او حقيقت پلټونکي د دې روايت په ماهيت پوهېدلي او د هر لوستونکي سترګې خلاصي شوې دي چي د نامشروع وسيلې مشروع کوونکي څرنګه خلک تېر باسي او غواړي په دې چل او ول سره لمر په دوو ګوټو پټ کړي. !!
( ان الباطل کان زهوقا )
[quote:f033b4e784="Alwazirya"]
دریم: د امام شافعی رحمه الله
علامه ابن حجر هیتمی په خپل تصنیف [الصواعق المحرقة علی أهل الرفض والضلال والزندقة، صفحه ۱۸۰] کی د امام شافعی رحمه الله هغه شعر را نقل کړیدی چی امام شافعی صاحب پری باندی اهل بیت وسیله کړیدی.
شاه عبدالحق محدّث دهلوی رح په [أشعة اللمعات شرح مشکاة المصابیح، دوهم جلد، صفحه ۹۲۳] کی د حضرت موسی کاظم رحمه الله د قبر د انوارو په رابطی سره د امام شافعی رحمه الله لاندی قول را اخیستی دی:
د حضرت موسی کاظم رحمه الله د قبر انوار د دعاء د قبولیت لپاره تریاقِ مجرّب وه.
[/quote:f033b4e784]
دا ډېره اسانه خبره ده چي پر يوچا تور ولګول شي مګر د هغه لپاره ثبوت او دليل هم ضروري دي، له دليل پرته دعوه هيڅ ارزښت نه لري او له ثبوت پرته چي پر چا کوم تور لګول کېږي هغه ترې پاک دی.
د امام شافعي رحمه الله له مقام څخه هيڅوک سترګې نه پټوي ، د نوموړي علميت ، تقوی ، الهي وېره ، د رسول اتباع او پر کتاب وسنت تمسک د ده هغه ځانګړنې دي چي د ده نوراني شخصيت ته يې ځلا ور بخښلې او نوموړی يې د يو امانت ساتونکي او مخلص ديني عالم په توګه نړۍ ته ور پېژندلی دی. دا سمه ده چي نوموړي به له اهل بيتو سره مينه درلوده مګر مينه د شريعت په چوکاټ کي ، نه له شريعت څخه دباندي. دلته چي د امام شافعي رحمه الله په اړه کومې خبرې نقل شوې هيڅ سند نه لري او په امام شافعي رحمه الله پسي يې يوه افترا کړې ده.دا جهال غواړي په دې ډول خپلې ناروا تګلارې ته د روا ثبوت تر لاسه کړي او دا د دوئ د ناکامو هڅو یوه وړه بېلګه ده.
[quote:f033b4e784="Alwazirya"]
څلورم: امام احمد بن حنبل رحمه الله
علامه یوسف بن اسماعیل نبهانی رحمه الله په [شواهد الحق فی الاستغاثة بسید الخلق، صفحه ۱۶۶] کی لیکلی دی چی امام احمد بن حنبل رحمه الله به امام شافعی رحمه الله وسیله کاوه.
[/quote:f033b4e784]
نوموړي په کوم سند دا خبره کړې ده چي امام احمد به امام شافعي وسيله کاوی؟.
ايا د خپلې ادعا د ثبوت لپاره يې کوم سند او ثبوت هم وړاندي کړی دی؟.
که هسي د اواز پر بنا يې دا خبره کړې ده؟.
زه په دې باوري يم چي په دې اړه کوم روايات نقلېږي ټول له يوه سره تر بله سره جعلي دي او دا مي هم باور دی چي په دې رواياتو کي اکثره د اسلام دښمنو کسانو له خوا داسي څه ور داخل شوي چي د اسلامي عقيدې اساسات ګواښي او متأسفانه زموږ په نوم ديني علماء يې هم په ړانده تقليد نقلوي ، دوئ بايد وپوهېږي چي د يوې داسي ورځ پر لور تلونکي دي چيري چي د دنيوي اعمالو محاسبه کېږي او حق و دروغ سره بېلېږي.
الله جل جلاله دي موږ ته د حق دپيروۍ او پرې د ثبات توفيق راکړي. آمين
[quote:f033b4e784="Alwazirya"]
امام احمد بن حنبل رحمه الله په خپل مسند کی له حضرت علی کرم الله وجهه الکریم نه مروی روایت بیان کړیدی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: په شام کی ۴۰ ابدال همیشه موجود وی د کومو په وسیله او برکت سره چی بارانونه کیږی، په دشمنو فتحی حاصلیږی او د شام خلک له عذابه بچ کیږی. (احمد بن حنبل، المسند، اول جلد، صفحه ۱۱۲)
[/quote:f033b4e784]
دا حدیث امام احمد په لاندیني سند روايت کړی دی:
حَدَّثَنَا أَبُو الْمُغِيرَةِ حَدَّثَنَا صَفْوَانُ حَدَّثَنِي شُرَيْحٌ يَعْنِي ابْنَ عُبَيْدٍ قَالَ ذُكِرَ أَهْلُ الشَّامِ عِنْدَ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ وَهُوَ بِالْعِرَاقِ فَقَالُوا الْعَنْهُمْ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ قَالَ لَا إِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ الْأَبْدَالُ يَكُونُونَ بِالشَّامِ وَهُمْ أَرْبَعُونَ رَجُلًا كُلَّمَا مَاتَ رَجُلٌ أَبْدَلَ اللَّهُ مَكَانَهُ رَجُلًا يُسْقَى بِهِمْ الْغَيْثُ وَيُنْتَصَرُ بِهِمْ عَلَى الْأَعْدَاءِ وَيُصْرَفُ عَنْ أَهْلِ الشَّامِ بِهِمْ الْعَذَابُ
دا سند منقطع دی او ثابت نه دی ځکه ابن عبيد له علی رضی الله عنه سره نه دي کتلي نو تر منځ يې هرو مرو يو سړی پاتي دی چي ابن عبيد ته به يې دا کیسه کړې وي اوس وواياست چي دا څوک دی؟.
دا خوڅرګنده شوه چي پورتنی روايت ناسم او غلط دی او په دې هم پوه شئ چي د نقباء ، نجباء ، اوتاد او نورو په اړه د حديث په نوم څه بيانېږي ټول غلط دي هیڅ صحيح روايت پکي نه موندل کېږي.
دا د دې روايت اصلي څېره وه که څوک پرې له دې وروسته هم دليل نيسي نو دا که له يوې خوا عارفانه تجاهل کوي نو له بل پلوه په لوی لاس الهي دين تخريبوي.
[quote:f033b4e784="Alwazirya"]
پنځم: علامه ابنِ جریر طبری رحمه الله
علامه ابنِ جریر طبری رحمه الله د دی آیت مبارک [وکانوا من قبل یستفتحون علی الذین کفروا] په تفسیر کی د حضرت ابن عباس رض په حواله نقل کړیدی چی یهودو مخکی له ولادته د رسول الله صلی الله علیه وسلم، په ده مبارک باندی توسل کولو. (طبری، جامع البیان فی تفسیر القرآن، اول جلد، صفحه ۳۲۵)
[/quote:f033b4e784]
تفسير طبري کي دا روايت په ښو واضحو الفاظو نقل شوی دی او د انصارو او يهودو تر منځ جګړې ته ګوته نيول شوې ده هلته کښل شوي چي تر بعثت وړاندي دوئ پر انصارو په رسول الله صلی الله عليه وسلم فتحه غوښتله ، هلته د معاذ بن جبل او بشر بن البراء بن معرور يادونه هم شته چي تر بعثت وروسته يې دا پېښه يهودو ته ورياده کړه او ويې ويل:
يا معشر يهود، اتقوا الله وأسلموا، فقد كنتم تستفتحون علينا بمحمد صلى الله عليه وسلم ونحن أهل شرك، وتخبروننا أنه مبعوث، وتصفونه لنا بصفته!
ژباړه : اې د يهودو ټولۍ! له الله ووېرېږئ او اسلام راوړئ ، تاسو پر موږ په محمد صلی الله عليه وسلم فتحه غوښتله هغه وخت چي موږ مشرکين وو او راته ويل به مو چي هغه به ژر راشي او په خپلو وصفونو به مو ستايی.
ګورئ! دلته هر لوستونکی فهمولای شي چي کفارو په محمدصلی الله عليه وسلم څرنګه فتحه غوښتله ، په همدې روايت کي ويل شوي ( وتخبروننا انه مبعوث ) يعني تاسو به راته ويل چي هغه مبعوث کېدونکی دی ، په دې اړه نور روايات داسي دي چي دوئ به په دې وياړ کاوی چي موږ به ژر تر ژره له هغه سره بيعت وکړو او په سرپرستۍ کي به يې ستاسو پر ضد جګړه وکړو ، قرآن همدلته دا کیسه نقلوي او وايي چي يستفتحون يعني دوئ فتحه غوښتله.
تر دې روايت وروسته څو کرښې وروسته په همدې تفسير طبري کي له همدې ابن عباس څخه داسي روايت دی:
حدثني محمد بن سعد قال، حدثني أبي قال، حدثني عمي قال، حدثني أبي عن أبيه، عن ابن عباس:(وكانوا من قبل يستفتحون على الذين كفروا)، يقول: يستنصرون بخروج محمد صلى الله عليه وسلم على مشركي العرب - يعني بذلك أهل الكتاب - فلما بعث الله محمدا صلى الله عليه وسلم ورأوه من غيرهم، كفروا به وحسدوه.
ژباړه: ابن عباس د (وکانوا ... ) په تفسير کي وايي چي يهودو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په قيادت او خروج پر عربي مشرکانو فتحه غوښتله.
وزيري صاحب ! اوس مو موقف څه دی؟ ايا اوس هم دا واياست چي دې یهودو د رسول الله صلی الله عليه وسلم ذات وسيله کاوی او فتحه يې غوښتله؟؟؟.
بل ځای طبري د يهودو دعا داسي نقلوي:
وحدثنا محمد بن عمرو قال، حدثنا أبو عاصم قال، حدثني عيسى، عن ابن أبي نجيح، عن علي الأزدي في قول الله:(وكانوا من قبل يستفتحون على الذين كفروا)، قال: اليهود، كانوا يقولون: اللهم ابعث لنا هذا النبي يحكم بيننا وبين الناس، يستفتحون - يستنصرون - به على الناس.
په دې روايت کي په څرګندو ټکو ويل شوي چي يهودو به ويل : اې الله! هغه نبي ژر راولې چي قيادت کي يې موږ پر خلکو فتحه تر لاسه کړو.
له دې دوو پورتنيو روايتونو په څرګنده معلومېږي چي يهودو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ذات نه بلکي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په قيادت او مشرتابه کي فتحه غوښتله لکه څرنګه چي دوئ په تورات کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د راتلو زېری اورېدلی وو له همدې کبله به يې دوئ په اړه وړاندوينې کولې او ويل به يې چي موږ به يې په ملګرتيا کي هغه او دغه وکړو مګر د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر راتلو وروسته دوئ له دې وجې د رسول الله ملاتړ ونه کړ چي د دوئ له قوم څخه نه وو ، بلکي پر ضد يې وسله واخيستله او جګړه يې ورسره وکړه چي پايله يې د باطل په زيان او د حق په بريا پای ته ورسېده.
اوس دي نو درېيم په انصاف پرېکړه وکړي .
[quote:f033b4e784="Alwazirya"]
شپږم: امام ابو منصور محمد بن محمود ماتریدی رحمه الله
امام ابومنصور ماتریدی رحمه الله د فقه حنفی نه علاوه د علم الکلام او علم الاصول امام هم وه. هغه د دی آیت [وکانوا من قبل یستفتحون علی الذین کفروا] په تفسیر کی لیکلی دی. له بعثت نه مخکی به یهودو په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی توسل کولو او له الله جل جلا له نه به یی پری مدد غوښتلو. (ماتریدی، تأویلات أهل السنة، اول جلد، صفحه ۷۰)
[/quote:f033b4e784]
خبره يې د دليل په رڼا کي منل کېږي که يې دليل ويلی وي نو بايد د صحت او ضعف اړخونه يې هم هېر نه شي او که يې د خپل اجتهاد په رڼا کي دا خبره کړې وي نو موږ د پورتنيو براهينو په رڼا کي ويلای شو چي اجتهاد يې غلط دی.
[quote:f033b4e784="Alwazirya"]
اووم: امام طبرانی رحمه الله
امام طبرانی رحمه الله په المعجم الأوسط، شپږم جلد، صفحه ۳۱۳ کی له حضرت عمر رض نه روایت کړیدی چی حضرت آدم علیه السلام په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی توسل کړیدی او له الله جل جلاله نه یی پری مغفرت غوښتی دی.
[/quote:f033b4e784]
امام طبراني به ښايي هغه حديث ليدلی وي چي تاسو وړاندي نقل کړ او د ادم عليه السلام د خطا يادونه پکي شوې وه نو د هغه روايت پر صحت خو وړاندي مفصلې خبرې وشوې او ومو ليدل چي سند يې په بشپړ ډول ضعيف دی ، نو يو حديث چي د سند او متن دواړو له کبله د اعتبار وړ نه وي که بيا پرې هم يو څوک استدلال کوي دليل به يې ترکومه حده د منلو وړ وي؟.
تر لمر څرګنده خبره ده چي د ثابتو نصوصو او اصولو په وړاندي يې خبره نه منل کېږي او قول يې پر خطا محمولوو ، الله دي ورته عفوه وکړي کومه فتوی چي يې ورکړې وه اوس موږ ته د دلايلو په رڼا کي څرګنده شوه چي غلطه وه.
[quote:f033b4e784="Alwazirya"]
اتم: امام ابوبکر احمد بن حسین بیهقی رحمه الله
امام بیهقی رحمه الله په دلائل النبوة، پنځم جلد، صفحه ۴۸۹ کی د حضر آدم علیه السلام توسل په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی ذکر کړیدی. هغه له حضرت عثمان بن حنیف رض نه مروی روایت هم رانقل کړیدی.
[/quote:f033b4e784]
ښاغلی بيهقي رحمه الله هم د خطا نښه ګرزېدلی دی او د عثمان بن حنيف روايت چي وړاندي تېر شو هغه که صحيح ثابت شي نو د توسل بالذوات تائيد نه شي کولای بلکي د توسل بالدعاء په اړه دی يعني په لنډو ویلای شو چي د روانې موضوع له محوري ټکي سره سمون نه لري.
[quote:f033b4e784="Alwazirya"]
نهم: شیخ ابنِ تیمیه
شیخ ابن تیمیه د توسل پر مسئله په خپل کتاب [قاعدة جلیلة فی التوسل والوسیلة] کی له دی آیت یایها الذین امنوا اتقوا الله وابتغوا الیه الوسیلة لاندی لیکلی دی:
د الله جل جلا له په بارګاه کی وسیله پیش کول صرف رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی ایمان او د دده صلی الله علیه وسلم د اتباع په وجه ده. په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی د اتباع او ایمان له وجه دا وسیله هر اُمتی باندی په هر حال ظاهرا او باطنا، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حیات او بعد له وفاته، موجودګی او غیوبت کی فرض ده. د الله جل جلاله رحمت ته د رسیدو لاره او له عذابه یی د بچ کیدو لاره صرف او صرف په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی ایمان او د دده صلی الله علیه وسلم اطاعت وسیله کولو نه غیر بله لاره نشته. (ابن تیمیه، قاعدة جلیلة فی التوسل والوسیلة: ۵، ۶)
[/quote:f033b4e784]
د ښاغلي ابن تيميه رحمه الله دا کتاب له ما سره پروت دی او د توسل بالذوات د ترديد په لړ کي د مهمو کتابونو په فهرست کي راتلای شي ، البته دا خبره د يادونې وړ ده چي ابن تيميه رحمه الله په پورتني او لانديني کلام دواړو کي د توسل بالدعاء د جواز فتوی ورکړې ده نه د توسل بالذوات ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم اطاعت يو نېک عمل دی او نېک عمل وسيله کوم کوم تاوان او زيان نه لري مګر ايا ابن تيميه ويلي چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم دذات وسيله کول روا دي؟.
که فرض کړو چي دا خبره یې کړې ده نو هم له دليل پرته يې خبره د منلو نه ده هر وخت چي غوڅ دليل وړاندي کړي بيا به يې په منلو کي ځنډ ونه کړو او دا دليل که د هر چا له لوري وي خو صحت يې مهم دی.
لاندینۍ ليکنه هم د مشروع توسل تائيد کوي چي زما په اند منکرين نه لري:
[quote:f033b4e784="Alwazirya"]
یو پیرته له شیخ ابن تیمیه نه پوښتنه وشوه چی آیا په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل جائز ده او که ناجائز؟ ده ورته په جواب کی وویل:
الحمد لله! أما التوسل بالایمان به صلی الله علیه وسلم ومحبته وطاعته والصلاة والسلام علیه ودعائه وشفاعته ونحو ذلک مما هو من أفعاله وأفعال العباد المأمور بها فی حقه فهو مشروع باتّفاق المسلمین.
ترجمه: الحمد لله! په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی ایمان، د رسول الله صلی الله علیه وسلم محبت او اطاعت، په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی صلوة او سلام، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاء او شفاعت او همدارنګه دده افعال او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کی د بنده ګانو هغه احکام چی په دوی واجب شویدی، وسیله کول د ټولو مسلمانانو په اتفاق مشروع عمل ده. (ابن تیمیه، الفتاوی الکبری، اول جلد، صفحه ۱۴۰)
[/quote:f033b4e784]
[quote:f033b4e784="Alwazirya"]
همدارنګه نورو عالمانو هم په لاندی کتابونو کی په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی توسل مخکی له پیدایښت، په حیات کی او بعد له وفاته روا عمل بللی دی:
[/quote:f033b4e784]
له دې لاندينيو کتابونو څخه ځيني له ماسره نه شته مګر تاسو په لانديني فهرست کي د داسي کسانو نومونه هم ور زيات کړي دي چي د توسل بالذوات سخت مخالفين ګڼل کېږي د مثال په توګه د وحيدالزمان ، شوکاني ، مبارکپوري ، ابن حجر او نورو په دې کي ډېری يې اهل حديث دي او تر لمر ښکاره خبره ده چي اهل حدیث د توسل بالذوات منکرين دي ، هغوئ په دې اړه وخت پر وخت رسالې خپرې کړي دي او د عقيدو په بدلون کي دوئ همدې ټکي ته زياته توجو کوي.
په دروغو يو چاته يوه خبره منسوبول له سالمو اصولو سره سر نه خوري ، هر خبره بايد په موثقو دلايلو ثابته او کره شي وروسته يې بايد د ويلو جرأت وکړئ مګر تاسو لاندينی فهرست ډېر حيرانوونکی دی. !!!
د انصاف د مدعيانو انصاف ته ځير شئ !
[quote:f033b4e784="Alwazirya"]
1. ابن حجر عسقلانی، فتح الباری بشرح صحیح البخاری، ۲: ۴۹۵
2. ابن کثیر، تفسیر القرآن، اول جلد: صفحه ۶۹۱
3. ابن کثیر، البدایة والنهایة، ۱: ۱۳۱
4. سبکی، شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام: ۱۶۱
5. نسفی، مدارک التنزیل وحقائق التأویل، ۱: ۱۰
6. بیهقی، السنن الکبری، ۳: ۳۵۲
7. ابن جوزی، الوفاء بأحوال المصطفی، ۱: ۴۴
8. رازی، التفسیر الکبیر، ۳: ۱۸۰
9. سیوطی، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، اول جلد، صفحه ۲۱۷
10. احمد بن حنبل، المسند، اول جلد، صفحه ۱۱۲
11. ملا علی قاری، مرقاة المفاتیح شرح مشکوة المصابیح، اول جلد، صفحه ۴۶۰
12. شاه ولی الله، فیوض الحرمین: ۸۲
13. شاه عبد العزیز محدث دهلوی، تفسیر عزیزی: ۳۲۹
14. اسمعیل دهلوی، طراط مستقیم: ۸۵
15. شوکانی، تحفة الذاکرین: ۳۷
16. شوکانی، الدر النضید فی اخلاص کلمة التوحید: ۶
17. ابن عابدین شامی، رد المختار علی الدر المختار، اول جلد: صفحه ۴
18. وحید الزمان، حاشیة هدایة المهدی: ۲۰
19. بهوپالی، مسک الختام شرح بلوغ المرام، ۱: ۲۸۶
20. وحید الزمان، هدیة المهدی من فقه المحمدی: ۴۷: ۴۹
21. خلیل احمد سهارن پوری، المهند علی المفند: ۳۱
22. مبارک پوری، تحفة الأحوذی بشرح جامع الترمذی، ۱۰: ۲۵
23. تهانوی، نشر الطیب، فصل نمبر: ۳۸
24. شبیر احمد، تفسیر عثمانی، اول جلد، صفحه ۵۲
[/quote:f033b4e784]
د دې فهرست په لړ کي د داسي کسانو نومونه ور اچول شوي چي هغوئ د توسل بالذوات مخالفين ګڼل کېږي مګر وزيري صاحب ادعا کوي چي دوئ تر رسول الله وړاندي ، د ده په ژوند کي او وروسته د ده په ذات توسل روا ګڼي حال دا چي حقيقت د دې بر خلاف دی.
هو ! ځيني کسان به وي خو هسي په ناسمو ادعاوو خپل فهرست اوږدول يوه ستره بې انصافي ده چي هيڅ عاقل انسان يې منلو ته چمتو نه دی. وزيري صاحب بايد له دې کتار څخه د اهل حدیثو او او يو شمېر نورو کسانو نومونه وغورځوي ځکه هغوئ يوازي د مشروع توسل قائلين دي نه د توسل بالذوات او ان ځيني داسي کسان چي په حنيفي مسلک دي هغوئ هم د توسل بالذوات مخالفين دي ځکه هغوئ له حنيفي فقهې کلک او مضبوط دلايل لري چي مقابل لوری يې ترې بې برخې دی.
زه خپله ليکنه پر دې ايت پای ته رسوم:
جاء الحق وزهق الباطل ان الباطل کان زهوقا ( القرآن)
وما علينا الا البلاغ
پای
م . وصيل پېروز
وصيل پېروز
16.07.2011
السلام عليکم
ښې چارې او خواږه وختونه درته غواړم .
وزيري صاحب !
ما تر وسه – وسه هڅه وکړه چي له ثابتو اصولو سره سم ستاسو ليکنه د معيار په تله ځواب شي ، ځوابي ليکنې له ما ډېر وخت وغوښت او بايد وخت ورکول شوی هم وای او لکه څرنګه چي ليکنې هم له يوې حساسې او باريکې موضوع سره تړاو درلود له همدې کبله بايد غوښتل کېدونکی وخت ورکول شوی وای ، همدې اصل ته په پام ما وخت پر وخت د ځواب ليکلو لور ته پام کاوی او کوشش مي کاوی چي له ثابتو سرچینو څخه ځواب درکول شي او هر حديث د جرحې او تعديل له ليدلوري وڅېړل شي . تر وسه – وسه مي هڅه کړې چي حق پټ نه کړم لکه تاسو چي به د ليکنې په دروان کي لوستي وي او يا به يې ولولئ.
ترکومه ځايه چي ما حق ويلي او د اصولو په رڼا کي مي حق او باطل سره بېل کړي دي نو بايد هر مسلمان يې په منلو کي له ځنډ څخه کار وانخلي دا کار بايد ستاسو په شمول ترسره شي مګر کوم ځای چي زه د تېروتنې ښکار ګرزېدلی يم هلته بايد زما غلطي ما ته په ګوته شي ان شاء الله زه به د دلايلو په رڼا کي له خپل موقف څخه تېر شم او ان شاء الله هرو مرو به حق ته غاړه ږدم.
اوس که غواړئ چي د حق او حقيقت پلوي وکړئ نو هم مو پر مخ دروازې نه تړل کېږي او که غواړئ چي بيا هم په دې اړه خپل اند او نظر راسره شريک کړئ او شبهات مو رفع کړئ نو زه له خپل وس سره سم له تاسو سره په دې لار کي ملګری يم او له هيڅ ډول ملاتړ څخه به مو ان شاء الله دريغ ونه کړم.
راځئ ! د زړه له تله الهي دربار ته لاس پورته کړو او ووايو:
اې ربه ! موږ ته نېغه لار راوښيه ، اې ربه ! موږ د هدايت په ګېڼه ښکلي کړې او اې ربه ! ستا د رسول اتباع زموږ د ژوند مهم جز وګرزوې! آمين
په مينه او درنښت
وزیري
17.07.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
محترم او مکرم وصیل پیروزی صاحب! واقعا چی ډیر تکلیف دی وباسه، یو ځل بیا په تکراری ډول وایم چی ډیر تکلیف دی وباسه. الله جل جلاله دی پوره پوره اجرونه درکړی.
ما چی څه لیکلی دا زما خپل علمی نوښت نه دی بلکی په زرګونو جید علماء ددی قولونو منونکی او پوره پوره عقیدتمند یی دی.
ستا انتقادی اقوال هم د ستاینی وړ دی او ډیر پلویان لری. خو کاش که دا مسئله زما او ستا په جوړښت سره د ټولو مسلمانانو په مینځ کی هواره شوی وای کوم چی امکان نه لری.
ستا نظریات ټول د وهابیت او سلفیت دی او ته خپله هم یو له همدی دوه ډلو نه یی او زما نظریات د اهل السنة والجماعت دی.
تاسی هم په اول کی اهل السنة و الجماعت وی خو اوس مو یو څه بابیړی کړیده.
د نمونی لپاره:
د اهل السنة والجماعت تفاسیر وګوره په یو کی به هم دا پیدا نه کړی چی د انک لاتسمع الموتی آیت شریف به یی په قبرونو پوری تړلی وی. خو یواځینی ډله چی دا په قبرو پوری تړی وهابیان او سلفیان دی.
اهل السنت والجماعة خو وایی:
إِنَّكَ لاَ تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ وَلاَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ ٱلدُّعَآءَ إِذَا وَلَّوْاْ مُدْبِرِينَ.
اول: تفسير معالم التنزيل/ البغوي (ت 516 هـ)
{ إِنَّكَ لاَ تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ } ، يعني الكفار، { وَلاَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ ٱلدُّعَآءَ } ، قرأ ابن كثير: " لا يَسْمَع " بالياء وفتحها وفتح الميم " الصُّمُّ " رفع، وكذلك في سورة الروم، وقرأ الباقون بالتاء وضمها وكسر الميم، " الصُّمَّ " نصب. { إِذَا وَلَّوْاْ مُدْبِرِينَ } ، معرضين.
فإن قيل ما معنى قوله: { وَلَّوْاْ مُدْبِرِينَ } ، وإذا كانوا صماً لا يسمعون سواء ولّوا أو لم يولوا؟.
قيل: ذكره على سبيل التأكيد والمبالغة.
وقيل: الأصم إذا كان حاضراً فقد يسمع برفع الصوت ويفهم بالإِشارة، فإذا ولّى لم يسمع ولم يفهم. قال قتادة: الأصم إذا ولى مدبراً ثم ناديته لم يسمع، كذلك الكافر لا يسمع ما يدعى إليه من الإِيمان.
ومعنى الآية أنهم لفرط إعراضهم عما يدعون إليه كالميت الذي لا سبيل إلى إسماعه، والأصم الذي لا يسمع.
{ وَمَآ أَنتَ بِهَادِى ٱلْعُمْىِ } ، قرأ الأعمش، وحمزة: «تهدي» بالتاء وفتحها على الفعل «العمي» بنصب الياء هاهنا وفي الروم. وقرأ الآخرون بهادي بالباء على الاسم، «العمي» بكسر الياء، { عَن ضَلَـٰلَتِهِمْ } ، أي: ما أنت بمرشد من أعماه الله عن الهدى وأعمى قلبه عن الإِيمان، { إِن تُسْمِعُ } ، ما تسمع، { إِلاَّ مَن يُؤْمِنُ بِـئَايَـٰتِنَا } ، إلاّ من يصدق بالقرآن أنه من الله، { فَهُم مُّسْلِمُونَ } ، مخلصون.
دوهم: تفسير تفسير القرآن/ الفيروز آبادي (ت817 هـ)
{ إِنَّ هَـٰذَا ٱلْقُرْآنَ } الذي تقرأ عليهم يا محمد { يَقُصُّ عَلَىٰ بَنِيۤ إِسْرَائِيلَ } يبين لبني إسرائيل اليهود والنصارى { أَكْثَرَ ٱلَّذِي هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ } كل الذي هم فيه في الدين يخالفون { وَإِنَّهُ } يعني القرآن { لَهُدىً } من الضلالة { وَرَحْمَةٌ } من العذاب { لِّلْمُؤمِنِينَ } بمحمد صلى الله عليه وسلم والقرآن { إِن رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُم } بين اليهود والنصارى { بِحُكْمِهِ } وقضائه يوم القيامة { وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ } بالنقمة منهم { ٱلْعَلِيمُ } بهم وبعقوبتهم { فَتَوَكَّلْ } يا محمد { عَلَى ٱللَّهِ إِنَّكَ عَلَى ٱلْحَقِّ ٱلْمُبِينِ } على الدين الظاهر وهو الإسلام { إِنَّكَ } يا محمد { لاَ تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ } بالقلوب ويقال كأنه الميت { وَلاَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ } بالقلوب ويقال المتصامم { ٱلدُّعَآءَ } دعوتك إلى الحق والهدى { إِذَا وَلَّوْاْ } أعرضوا { مُدْبِرِينَ } عن الحق والهدى { وَمَآ أَنتَ } يا محمد { بِهَادِي ٱلْعُمْيِ عَن ضَلالَتِهِمْ } إلى الهدى { إِن تُسْمِعُ } ما تسمع دعوتك { إِلاَّ مَن يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا } بكتابنا ورسولنا { فَهُم مُّسْلِمُونَ } مخلصون بالعبادة والتوحيد.
دریم: تفسير بحر العلوم/ السمرقندي (ت 375 هـ)
{ إِنَّكَ لاَ تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ } فهذا مثل ضربه للكفار أي: فكما أنك لا تسمع الموتى فكذلك لا تتفقه كفار مكة { وَلاَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ ٱلدُّعَاء } قرأ ابن كثير ولا يسمع بالياء والنصب والصُّم بالرفع والباقون بالتاء وضم التاء وكسر الميم والصُّم بالنصب فمن قرأ بالياء فلا يسمع فالفعل للصم ومن قرأ بالتاء فالخطاب للنبي - صلى الله عليه وسلم - إنك لا تسمع الصم الدعاء { إِذَا وَلَّوْاْ مُدْبِرِينَ } يعني: أعرضوا عن الحق مكذبين قوله عز وجل: { وَمَا أَنتَ بِهَادِى ٱلْعُمْىِ عَن ضَلَـٰلَتِهِمْ } قرأ حمزة تهدي العمي بغير ألف وقرأ الباقون بالألف فمن قرأ تهدي فمعناه ما أنت يا محمد بالذي تهدي الذين عميت بصائرهم عن آياتنا ولكن عليك الدعاء ويهدي الله من يشاء ومن قرأ بهادي فإن الباء دخلت لتأكيد النفي كقولك ما أنت بعالم فالياء لتأكيد النفي وخفض العمي للإضافة ثم قال: { إِن تُسْمِعُ إِلاَّ مَن يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا } يعني: لا تسمع الهدى إلا من صدق بالقرآن أنه من الله تعالى ويقال: بآياتنا يعني: أدلتنا { فَهُم مُّسْلِمُونَ } يعني: مخلصون مقرون بها ويقال: مسلمون في علم الله تعالى.
څلورم: تفسير جامع البيان في تفسير القرآن/ الطبري
{ إنَّكَ لا تُسْمِعُ الـمَوْتَـى } يقول: إنك يا مـحمد لا تقدر أن تُفهِم الـحقّ من طبع الله علـى قلبه فأماته، لأن الله قد ختـم علـيه أن لا يفهمه { ولاَ تُسْمِعَ الصُّمَّ الدُّعاءَ } يقول: ولا تقدر أن تسمع ذلك من أصمّ الله عن سماعه سمعه { إذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ } يقول: إذا هم أدبروا معرضين عنه، لا يسمعون له لغلبة دين الكفر علـى قلوبهم، ولا يُصغون للـحقّ، ولا يتدبرونه، ولا ينصتون لقائله، ولكنهم يعرضون عنه، وينكرون القول به، والاستـماع له.
پنځم: تفسير الكشاف/ الزمخشري (ت 538 هـ)
{ إِنَّكَ لاَ تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ } يشبه أن يكون تعليلاً آخر للتوكل، فما وجه ذلك؟ قلت: وجهه أن الأمر بالتوكل جعل مسبباً عما كان يغيظ رسول الله صلى الله عليه وسلم من جهة المشركين وأهل الكتاب: من ترك اتباعه وتشييع ذلك بالأذى والعداوة، فلاءم ذلك أن يعلل توكل متوكل مثله، بأن اتباعهم أمر قد يئس منه، فلم يبق إلا الاستنصار عليهم لعداوتهم واستكفاء شرورهم وأذاهم، وشبهوا بالموتى وهم أحياء صحاح الحواس، لأنهم إذا سمعوا ما يتلى عليهم من آيات الله - فكانوا أقماع القول لا تعيه آذانهم وكان سماعهم كلا سماع -: كانت حالهم - لانتفاء جدوى السماع - كحال الموتى الذين فقدوا مصحح السماع؛ وكذلك تشبيههم بالصمّ الذين ينعق بهم فلا يسمعون. وشبهوا بالعمى حيث يضلون الطريق ولا يقدر أحد أن ينزع ذلك عنهم، وأن يجعلهم هداة بصراء إلا الله عز وجل. فإن قلت: ما معنى قوله: { إِذَا وَلَّوْاْ مُدْبِرِينَ }؟ قلت: هو تأكيد لحال الأصم، لأنه إذا تباعد عن الداعي بأن يولي عنه مدبراً كان أبعد عن إدراك صوته. وقرىء: «ولا يسمع الصمّ» «وما أنت بهاد العمى»، على الأصل. وتهدي العمى. وعن ابن مسعود: «وما أن تهدي العمى»، وهداه عن الضلال. كقولك: سقاه عن العيمة أي: أبعده عنها بالسقي، وأبعده عن الضلال بالهدى { إِن تُسْمِعُ } أي ما يجدي إسماعك إلا على الذين علم الله أنهم يؤمنون بآياته، أي: يصدقون بها { فَهُم مُّسْلِمُونَ } أي مخلصون من قوله:
ددی په خاطر چی لیکنه ډیره اوږده نشی نو ته د تفسیر نوم راته واخله زه به یی درته عبارت د نمونی په طور وړاندی کړم چی دا په قبرونو نه ده ورتپل شوی.
ستاسی د عقیدی لپاره همدا مشت نمونه د خروار ده. ستاسو یوی ترجمی د آیات او حدیث ته هم اعتبار نشته. ځکه چی له سواد الاعظم نه وتلی یاست.
وصيل پېروز
18.07.2011
ټولو ګډونوالو ته سلامونه او ښې چارې وړاندي کوم
د توسل بالذوات په اړه يو شمېر کسان دا عقيده لري چي دا يو روا توسل دی او په دې اړه له قرآن او حديث څخه ګڼ شمېر دلايل وړاندي کوي ، د همدې نظريې د تائيد په لړ کي وزيري صاحب هم يوه ليکنه کړې وه او دا يې زما د يوې پخوانۍ ليکنې پر خلاف ليکلې وه چي د همدې بحث په لومړي سر کي بحث پرې شوی دی مګر تر دې وروسته د توسل بالذوات په اړه ټول هغه دلايل د اصولو له مخې وڅېړل شول چي د دې نظريې د جواز په موخه وړاندي کېږي ، تاسو به لوستي وي چي دې دلايلو تر کومه ځایه حقيقت درلود او تر کومه ځايه پرې د دليل نيوونکو دلايل سيي ختلي وو؟.
د دې حقيقت تر جوتېدو وروسته بايد د توسل بالذوات پلويان له خپلې عقيدې لاس پر سر شي او يا تېرو دلايلو او براهينو ته په اصولي توګه ځواب ووايي که دا کار نه شي کولای او يقيناً چي کولای يې هم نه شي نو نور بايد له هسي خبرو اترو تېر شي او د حق و حقيقت په وړاندي د تسليمۍ سر ټيټ کړي.
د دې باطلې لارې لارویان غواړي په څو ګډو وډو خبرو ، توندو خبرو ، د وهابيت او سلفيت په ټاپو د بحث لوری بدل کړي مګر الحمدلله تر اوسه دوئ په دې کار کي بريالي شوي نه دي ، هر عاقل انسان دلايلو ته ګوري ، دلايل سره پرتله کوي او د راجحې نظريې په غوره کولو کي له ځنډ او تردد څخه کار نه اخلي د دې بحث په دوران کي به هم د حقيقت پلټونکو تګلاره همدا وي مګر کوم کسان چي غواړي یا پر حقيقت پردې واچوي او يا هم د داسي حقايقو په پټولو سره خپل بازار ګرم وساتي نو هغوئ به هرو مرو د توندو خبرو او وهابيت په ټاپو خلک د حقيقت له رڼاوو بې برخې وساتي ، ژوندۍ بېلګه يې د وزيري صاحب لاندينۍ ليکنه ده ، نوموړی غواړي په دې توګه ځان په بحث کي حاضر وښيي او غواړي څرګنده کړي چي ګواکي لا هم د ځواب ويلو وړتيا پکي شته او دلايل يې بشپړ قوي دي ګواکي هيڅ ضعف او غلطوالی پکي نه شته د همدې ناسم هدف د ترسره کولو په خاطر يې د توندو احساساتو پر بنا یوه داسي ليکنه کړې چي نه پکي زما د ليکنې حقيقت سم درک شوی او نه هم د ايت په صحیح مفهوم پوه شوی دی.
[quote:12b194742f="Alwazirya"]
محترم او مکرم وصیل پیروزی صاحب! واقعا چی ډیر تکلیف دی وباسه، یو ځل بیا په تکراری ډول وایم چی ډیر تکلیف دی وباسه. الله جل جلاله دی پوره پوره اجرونه درکړی.
[/quote:12b194742f]
مننه
[quote:12b194742f="Alwazirya"]
ما چی څه لیکلی دا زما خپل علمی نوښت نه دی بلکی په زرګونو جید علماء ددی قولونو منونکی او پوره پوره عقیدتمند یی دی.
[/quote:12b194742f]
زه پوهېږم چي د دې نظريې ايجاد ستاسو له لوري نه دی شوی بلکي پلويان هم لري ، مګر په نړۍ کي منل شوی اصل دليل دی که کوم څوک د يوې خبرې د سموالي او کره والي دعوه کوي نو خلک ترې هرومرو د دليل غوښتنه کوي . کومو کسانو چي د دې عقيدې پلويتوب کړی دی هغوئ د دلايلو د غوښتنې په بدل کي يو شمېر دلايل ويلي دي مګر اوس د مسلمو براهينو په رڼا کي څرګنده شوه چي د دوئ دلايل د ناسموالي په کتار کي راتلای شي ، په دې دلايلو کي موضوعي ، ضعيف او سخت کمزوري احادیث شته ، له ځانه جوړي شوې کيسې پکي د دليل په ډول راوړل کېږي ، له اياتونو غلط استدلال شوی دی او د اياتونو د تفسير لپاره په غلطو روايتونو استناد کېږي.
دا هرڅه د حقيقت په پلوشو رڼا شول ايا د حق تر جوتېدو وروسته به يې د حق پلويانو په منلو لا هم ځنډ کوي؟.
[quote:12b194742f="Alwazirya"]
ستا انتقادی اقوال هم د ستاینی وړ دی او ډیر پلویان لری. خو کاش که دا مسئله زما او ستا په جوړښت سره د ټولو مسلمانانو په مینځ کی هواره شوی وای کوم چی امکان نه لری.
[/quote:12b194742f]
نه پوهېږم په کوم منطق او استدلال هغه دلايل ستايې چي تر دا اوسه دي يې پر خلاف قلم پورته کړی وو او د ترديد لپاره دي وچ او لانده ګډ نقلول ، زه ستا دريځ ته حيرت وړی يم چي له يوه لوري د خپل مقابل لوري دلايل د ستاينې وړ بولې او له بل پلوه يې پر معتقد رنګا رنګه تورونه لګوې؟.
د هر عقل څښتن پوهېږي چي يو شی هغه مهال د ستاينې او صفت وړ ګرزي چي مقابل لوري ته دمنلو وړ وي او له سالمو وثابتو اصولو سره برابر ختلی وي.
راځئ ! د يوې بېلګي په رڼا کي د دې حقيقت ژورو ته کوز شو.
يو زده کوونکی دی په خپلو سبقونو کي د زده کړې وړتيا يې ښودلې او په ازموينو کي يې لومړۍ درجه مقام ګټلی دی.
دلته د دې شاګرد کردار د زياتې ستاينې او صفت وړ دی ځکه نوموړي د اصولو په پيروي سره دښمن او دوست دواړه پر خپل قابليت او وړتيا اقرار ته اړ ويستلي دي ، داسي کردار يې ترسره کړی چي دښمن يې هم په انکار کي له تردد سره مخ کړی دی، دا بېلګه پر همدې ځای وتپئ او د دې ځای جنجال په همدې ترازو کي وتلئ !ولي زما ليکنه او دلايل د ستاينې وړ دي؟.
دلته د د دوو رايو په اړه د وجود اقرار کېدلای شي غلط او سيي ، زما دلايل به له همدې دوو رايو سره تړاو لري يا به ناسم وي او يا به سم وي که ناسم وي خو دستاينې او صفت وړ نه دي او که سيي وي نو بيا يې له منلو ولي ډډه کېږي؟.
[quote:12b194742f="Alwazirya"]
ستا نظریات ټول د وهابیت او سلفیت دی او ته خپله هم یو له همدی دوه ډلو نه یی او زما نظریات د اهل السنة والجماعت دی.
تاسی هم په اول کی اهل السنة و الجماعت وی خو اوس مو یو څه بابیړی کړیده.
د نمونی لپاره:
[/quote:12b194742f]
وزيري صاحب !
ته خلک په بېلابېلو ټاپو نازوې مګر دا ويلای شې چي پر يو چا له کوم ګوند او ډلې سره د تړاو دعوه کوې نو د هغې ډلې په عقيده ، اهدافو ، تګلاره او اصولو هم خلک وپوهوې ، ماته ولي سلفي ويل کېږي ايا ما ځان ته دا نوم غوره کړی دی؟.
معلومه خبره ده چي ما ځان ته نه وهابي او نه سلفي ويلي دي زه يو مسلمان يم او د يو مسلمان په صفت خلکو ته د دين رڼا رسوم ، مګر کوم کسان چي په داسي بې ځايه ټاپو او دعوو په ټولنه کي د يو شمېر کسانو د بدنامولو هڅه کوي هغوئ په خپله هم د هغې ډلې له حقيقت او ماهيت څخه ناخبره دي. ايا وزيري صاحب د وهابيت د ګوند په اړه څه ويلای شي، ايا خلکو ته ښودلای شي چي د دې ګوند کړنلاره ، عقيده ، اصول او اهداف څه دي؟.
ښاغلي وزيري اوس د پټو خبرو د معلومولو دعوه هم کړې ، نوموړی په دې اړه هم انکشافات کوي چي زما لومړنی نظر له اوسنۍ رايې بېل وو ، ايا د دې خبرې د ثبوت لپاره کوم لاسوند لرې؟.
[quote:12b194742f="Alwazirya"]
د اهل السنة والجماعت تفاسیر وګوره په یو کی به هم دا پیدا نه کړی چی د انک لاتسمع الموتی آیت شریف به یی په قبرونو پوری تړلی وی. خو یواځینی ډله چی دا په قبرو پوری تړی وهابیان او سلفیان دی.
[/quote:12b194742f]
د دې ايت تړاو له کفارو سره هم شته دی هيڅوک هم له دې حقيقت څخه انکار نه کوي مګر د دې نفې بيا چا کړې ده چي دا ايت له مړو سره په تړاو کي ناقص دی. که يو څوک يوازي له ديني علم سره شناخت هم لري دا خبره به ونه کړي چي دا ايت د مړو په اړه د استدلال په لړ کي بې ځايه دی ، دا ايت که له يوې خوا له کفارو سره تړلې موضوع څېړي نو له بل پلوه د مړو د نه سماع په اړه پکي هم يو غوڅ برهان او دليل وجود لري. داايت د کفارو مثال په مړو سره ورکوي او پيغمبر ته وايي چي دوئ د مړو په شان دي لکه څرنګه چي مړي نه اوري ، نه حرکت لري او نه ځواب ورکولای شي او همداراز له شعوره خالي دي دا کفار هم د مړو په شان دي چي له دې هرڅه خلاص دي. يا په بل عبارت په دې ايت کي د کفارو حالت له مړو سره تشبيه شوی دی يعني کفار مشبَه او مړي مشبه به دي ، د علم المعاني د قانون له مخې د تشبيه په وجه کي مشبه به تر مشبه ډېر کامل وي اعنی په دې ځای کي د مړو نه اورېدل تر کفارو ډېر کمال لري د بېلګي په توګه په پښتو کي موږ وايو دا ټوکر داسي سپين دی لکه واوره ، يا دا مڼه داسي خوږه ده لکه بوره . دلته موږ وينو چي ټوکر په سپين والي کي له واورې او مڼه په خوږوالي کي له بورې سره مشابه شوې ده ، د تشبيه ګډه وجه يې خوږوالی او سپينوالی دی خو د تشبيه وجه يعني سپينوالی او خوږوالی په مشبه به واوره او بوره کي زيات دی ، په ايت کي عيني همدا کيسه ده چي په مړو کي د نه اورېدلو صفت ډېر قوي دی اعنی بالکل نه شته ځکه نو د کفارو مثال په دوئ سره ورکول شوی دی چي د نصيحت او پند خبرې پرې اغېز نه لري يا په بل عبارت لکه سړی چي مړو ته ګډ وي.
له دې ايت څخه د صحابه کرامو رضی الله عنهم له ټولۍ څخه نوموتې څېره ، د پوهي او علم سمندر ، د مسلمانانو مور ام المؤمنين عائشه رضی الله عنها هم همداسي استدلال کوي نو ايا ويلای شئ چي هغه هم له اهل سنت والجماعت څخه وتلې ده او ايا عائشه رضی الله عنها هم وهابي يا سلفي وه ؟.
د بخاري په باب قتل ابی جهل کي لانديني حديث ته ځير شه او ځان د دې علمي حقيقت په پټو اسرارو وپوهوه :
3759 - حدثني عبيد بن إسماعيل حدثنا أبو أسامة عن هشام عن أبيه قال : ذكر عند عائشة رضي الله عنها أن ابن عمر رفع إلى النبي صلى الله عليه و سلم ( أن الميت ليعذب في قبره ببكاء أهله ) . فقالت وهل ابن عمر رحمه الله إنما قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ( أنه ليعذب بخطيئته وذنبه وان أهله ليبكون عليه الآن ) . قالت وذاك مثل قوله إن رسول الله صلى الله عليه و سلم قام على القليب وفيه قتلى بدر من المشركين فقال لهم مثل ما قال أنهم ليسمعون ما أقول ) . أنما قال ( إنهم الآن ليعلمون أن ما كنت أقول لهم حق ) . ثم قرأت { إنك لا تسمع الموتى } { وما أنت بمسمع من في القبور } .
ژباړه: عروة وايي : عائشې رضی الله عنها ته دا خبره ورسېده چي ابن عمر رضی الله عنه له رسول الله څخه حديث بيانوي او وايي ( مړی د کورنۍ په ژړا تعذيبېږي) نو دې وويل چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې حديث مطلب دادی چي مړی په ګور کي د خپلو ګناهونو او خطاوو له کبله په تعذيب کي وي او کورنۍ يې بيا دلته پرې ژړا کوي بیا يې د دې مثال د رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغه حديث سره ورکړچي د بدر پر څاه يې بيان کړ چيري چي د بدر وژل شوي پراته وو نو دوئ ته يې هغه څه وويل لکه بيان چي يې کړل زياته يې کړه : زه چي څه وايم دوئ هغه اوري يعني مطلب يې دادی چي دوئ اوس د هغه څه په حقانيت پوه شوي دي چي ما ورته ويل بيا يې په دليل کي دا ايت ( انک لاتسمع الموتی ) او دا ايت ( وما انت بمسمع من فی القبور ) وويل.
موږ وينو چي دلته عائشې رضی الله عنها له دې پورتنيو دوو اياتونو څخه پر دې استدلال کړی چي مړي نه اوري حال دا چي دا ايت د کفارو د حالت څرنګوالی هم ښيي ، مطلب دادی چي که يو څوک دا ايت د مړو د نه سماع په اړه د يو دليل په توګه راوړي نو غلط کار نه کوي بلکي دليل يې پر ځای دی او دا کار يوازي د وهابيانو او نورو له لوري نه کېږي بلکي تاسو يې بېلګه په صحابوو کي هم وينئ.
همداراز د دې ايت د صحيح مطلب لپاره تاسو روح المعاني تفسير کتلای شئ ، ليکوال همالته د دې ايت پرمطلب اوږد بحث کړی او دا خبره يې هم تر بحث لاندي نيولې ده يعني له دې ايت څخه يې د مړو د نه سماع موضوع را ویستلې او په دې اړه يې دعلماوو اقوال نقل کړي دي او دخپلو خبرو په دوران کي زياتوي چي ابو يعلی او ډېری حنابله له دې ايت څخه د مړو په نه سماع دليل نيسي.
اوس دي وزيري صاحب دې ته ځواب ووايي چي ايا دا ټول کسان د دې ايت په داسي تفسير د اهل سنت والجماعت له دايرې ووتل؟.
د انصاف د مدعيانو انصاف ته ځير شئ !!
لاندي چي تاسو کومو تفسيرونو ته حوالې ورکړې دي هغوئ د ايت د تفسير يو اړخ څېړلی دی او دويم اړخ يې پرېيښې دی له همدې کبله پرې تبصره کول او د خپل بې ځايه موقف په لړ کي ترې استدلال کول سيي نه برېښي ، په داسي کولو سره وزيري صاحب په حقيقت کي غواړي چي اصل موضوع له پامه وغورځوي او لوستونکي په نورو جنجالونو کي ښکېل کړي. مهرباني وکړه زما وستا د موضوع اصل محتوا ته راشه .
[quote:12b194742f="Alwazirya"]
اهل السنت والجماعة خو وایی:
إِنَّكَ لاَ تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ وَلاَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ ٱلدُّعَآءَ إِذَا وَلَّوْاْ مُدْبِرِينَ.
اول: تفسير معالم التنزيل/ البغوي (ت 516 هـ)
{ إِنَّكَ لاَ تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ } ، يعني الكفار، { وَلاَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ ٱلدُّعَآءَ } ، قرأ ابن كثير: " لا يَسْمَع " بالياء وفتحها وفتح الميم " الصُّمُّ " رفع، وكذلك في سورة الروم، وقرأ الباقون بالتاء وضمها وكسر الميم، " الصُّمَّ " نصب. { إِذَا وَلَّوْاْ مُدْبِرِينَ } ، معرضين.
فإن قيل ما معنى قوله: { وَلَّوْاْ مُدْبِرِينَ } ، وإذا كانوا صماً لا يسمعون سواء ولّوا أو لم يولوا؟.
قيل: ذكره على سبيل التأكيد والمبالغة.
وقيل: الأصم إذا كان حاضراً فقد يسمع برفع الصوت ويفهم بالإِشارة، فإذا ولّى لم يسمع ولم يفهم. قال قتادة: الأصم إذا ولى مدبراً ثم ناديته لم يسمع، كذلك الكافر لا يسمع ما يدعى إليه من الإِيمان.
ومعنى الآية أنهم لفرط إعراضهم عما يدعون إليه كالميت الذي لا سبيل إلى إسماعه، والأصم الذي لا يسمع.
{ وَمَآ أَنتَ بِهَادِى ٱلْعُمْىِ } ، قرأ الأعمش، وحمزة: «تهدي» بالتاء وفتحها على الفعل «العمي» بنصب الياء هاهنا وفي الروم. وقرأ الآخرون بهادي بالباء على الاسم، «العمي» بكسر الياء، { عَن ضَلَـٰلَتِهِمْ } ، أي: ما أنت بمرشد من أعماه الله عن الهدى وأعمى قلبه عن الإِيمان، { إِن تُسْمِعُ } ، ما تسمع، { إِلاَّ مَن يُؤْمِنُ بِـئَايَـٰتِنَا } ، إلاّ من يصدق بالقرآن أنه من الله، { فَهُم مُّسْلِمُونَ } ، مخلصون.
دوهم: تفسير تفسير القرآن/ الفيروز آبادي (ت817 هـ)
{ إِنَّ هَـٰذَا ٱلْقُرْآنَ } الذي تقرأ عليهم يا محمد { يَقُصُّ عَلَىٰ بَنِيۤ إِسْرَائِيلَ } يبين لبني إسرائيل اليهود والنصارى { أَكْثَرَ ٱلَّذِي هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ } كل الذي هم فيه في الدين يخالفون { وَإِنَّهُ } يعني القرآن { لَهُدىً } من الضلالة { وَرَحْمَةٌ } من العذاب { لِّلْمُؤمِنِينَ } بمحمد صلى الله عليه وسلم والقرآن { إِن رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُم } بين اليهود والنصارى { بِحُكْمِهِ } وقضائه يوم القيامة { وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ } بالنقمة منهم { ٱلْعَلِيمُ } بهم وبعقوبتهم { فَتَوَكَّلْ } يا محمد { عَلَى ٱللَّهِ إِنَّكَ عَلَى ٱلْحَقِّ ٱلْمُبِينِ } على الدين الظاهر وهو الإسلام { إِنَّكَ } يا محمد { لاَ تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ } بالقلوب ويقال كأنه الميت { وَلاَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ } بالقلوب ويقال المتصامم { ٱلدُّعَآءَ } دعوتك إلى الحق والهدى { إِذَا وَلَّوْاْ } أعرضوا { مُدْبِرِينَ } عن الحق والهدى { وَمَآ أَنتَ } يا محمد { بِهَادِي ٱلْعُمْيِ عَن ضَلالَتِهِمْ } إلى الهدى { إِن تُسْمِعُ } ما تسمع دعوتك { إِلاَّ مَن يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا } بكتابنا ورسولنا { فَهُم مُّسْلِمُونَ } مخلصون بالعبادة والتوحيد.
دریم: تفسير بحر العلوم/ السمرقندي (ت 375 هـ)
{ إِنَّكَ لاَ تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ } فهذا مثل ضربه للكفار أي: فكما أنك لا تسمع الموتى فكذلك لا تتفقه كفار مكة { وَلاَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ ٱلدُّعَاء } قرأ ابن كثير ولا يسمع بالياء والنصب والصُّم بالرفع والباقون بالتاء وضم التاء وكسر الميم والصُّم بالنصب فمن قرأ بالياء فلا يسمع فالفعل للصم ومن قرأ بالتاء فالخطاب للنبي - صلى الله عليه وسلم - إنك لا تسمع الصم الدعاء { إِذَا وَلَّوْاْ مُدْبِرِينَ } يعني: أعرضوا عن الحق مكذبين قوله عز وجل: { وَمَا أَنتَ بِهَادِى ٱلْعُمْىِ عَن ضَلَـٰلَتِهِمْ } قرأ حمزة تهدي العمي بغير ألف وقرأ الباقون بالألف فمن قرأ تهدي فمعناه ما أنت يا محمد بالذي تهدي الذين عميت بصائرهم عن آياتنا ولكن عليك الدعاء ويهدي الله من يشاء ومن قرأ بهادي فإن الباء دخلت لتأكيد النفي كقولك ما أنت بعالم فالياء لتأكيد النفي وخفض العمي للإضافة ثم قال: { إِن تُسْمِعُ إِلاَّ مَن يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا } يعني: لا تسمع الهدى إلا من صدق بالقرآن أنه من الله تعالى ويقال: بآياتنا يعني: أدلتنا { فَهُم مُّسْلِمُونَ } يعني: مخلصون مقرون بها ويقال: مسلمون في علم الله تعالى.
څلورم: تفسير جامع البيان في تفسير القرآن/ الطبري
{ إنَّكَ لا تُسْمِعُ الـمَوْتَـى } يقول: إنك يا مـحمد لا تقدر أن تُفهِم الـحقّ من طبع الله علـى قلبه فأماته، لأن الله قد ختـم علـيه أن لا يفهمه { ولاَ تُسْمِعَ الصُّمَّ الدُّعاءَ } يقول: ولا تقدر أن تسمع ذلك من أصمّ الله عن سماعه سمعه { إذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ } يقول: إذا هم أدبروا معرضين عنه، لا يسمعون له لغلبة دين الكفر علـى قلوبهم، ولا يُصغون للـحقّ، ولا يتدبرونه، ولا ينصتون لقائله، ولكنهم يعرضون عنه، وينكرون القول به، والاستـماع له.
پنځم: تفسير الكشاف/ الزمخشري (ت 538 هـ)
{ إِنَّكَ لاَ تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ } يشبه أن يكون تعليلاً آخر للتوكل، فما وجه ذلك؟ قلت: وجهه أن الأمر بالتوكل جعل مسبباً عما كان يغيظ رسول الله صلى الله عليه وسلم من جهة المشركين وأهل الكتاب: من ترك اتباعه وتشييع ذلك بالأذى والعداوة، فلاءم ذلك أن يعلل توكل متوكل مثله، بأن اتباعهم أمر قد يئس منه، فلم يبق إلا الاستنصار عليهم لعداوتهم واستكفاء شرورهم وأذاهم، وشبهوا بالموتى وهم أحياء صحاح الحواس، لأنهم إذا سمعوا ما يتلى عليهم من آيات الله - فكانوا أقماع القول لا تعيه آذانهم وكان سماعهم كلا سماع -: كانت حالهم - لانتفاء جدوى السماع - كحال الموتى الذين فقدوا مصحح السماع؛ وكذلك تشبيههم بالصمّ الذين ينعق بهم فلا يسمعون. وشبهوا بالعمى حيث يضلون الطريق ولا يقدر أحد أن ينزع ذلك عنهم، وأن يجعلهم هداة بصراء إلا الله عز وجل. فإن قلت: ما معنى قوله: { إِذَا وَلَّوْاْ مُدْبِرِينَ }؟ قلت: هو تأكيد لحال الأصم، لأنه إذا تباعد عن الداعي بأن يولي عنه مدبراً كان أبعد عن إدراك صوته. وقرىء: «ولا يسمع الصمّ» «وما أنت بهاد العمى»، على الأصل. وتهدي العمى. وعن ابن مسعود: «وما أن تهدي العمى»، وهداه عن الضلال. كقولك: سقاه عن العيمة أي: أبعده عنها بالسقي، وأبعده عن الضلال بالهدى { إِن تُسْمِعُ } أي ما يجدي إسماعك إلا على الذين علم الله أنهم يؤمنون بآياته، أي: يصدقون بها { فَهُم مُّسْلِمُونَ } أي مخلصون من قوله:
[/quote:12b194742f]
[quote:12b194742f="Alwazirya"]
ددی په خاطر چی لیکنه ډیره اوږده نشی نو ته د تفسیر نوم راته واخله زه به یی درته عبارت د نمونی په طور وړاندی کړم چی دا په قبرونو نه ده ورتپل شوی.
[/quote:12b194742f]
د دې په خاطر چي د حقيقت په پلوشو کي د ضعيفو او موضوعي روايتونو اصل څېره درته څرګنده شي د يوې موضوع په اړه راڅخه د مصادرو او مراجعو په اړه پوښتنه وکړه زه به درته د مثال په توګه يو لړليک درکړم او د تحقيق له ډګر سره به دي اشنا کړم ، څو د موضوعاتو په دودونو لړل شوي ذهنونه د رښتنولي او حقايقو له زرينو وړانګو سره اشنا شي. په همدې موضوع کي لومړی صحيح البخاري ته رجوع وکړه اوبيا د احنافو د وتلي مفسر الوسي رحمه الله تفسير روح المعاني در واړوه چي د دې ايت په تفسير کي يې څه ويلي او د دې ايت حقيقي تفسير څه دی؟.
الله جل جلاله دي موږ ته د نېغي لارې هدايت وکړي.
[quote:12b194742f="Alwazirya"]
ستاسی د عقیدی لپاره همدا مشت نمونه د خروار ده. ستاسو یوی ترجمی د آیات او حدیث ته هم اعتبار نشته. ځکه چی له سواد الاعظم نه وتلی یاست.
[/quote:12b194742f]
ماشاء الله څومره زورور دلايل او براهين چي تاسو يې لرئ ايا همدا ستاسو دلايل او همدا مو فهم دی . !!
زه خو وايم په دې دلايلو او دې فهم به يو وړوکی ماشوم هم په هټ – هټ وخاندي .
په څه دليل زما د ايت ترجمه ناسمه بلل کېږي ايا ګرامري غلطي پکي شته ، تحريف پکي شوی دی ، ايا داسي مي ترجمه کړی چي له اسلامي اصولو سره په ټکر کي واقع شوی دی؟.
او يا که مي ستاسو په څېر موضوعي او ضعيف احاديث نقل کړي دي ؟.
که له دې يوې خبرې څخه يوه هم ثابته نه وي نوبيا په څه دليل زما د ايت ترجمه او حديث ناسم بلل کېږي؟ .
پاتي شوه د سواد اعظم خبره نو د سواد اعظم په اړه خو ما په حديثو کي څه نه دي موندلي که دا حديث وي نو لطفا له حوالې سره يو ځای يې وړاندي کړئ او د سند راويان هم په ګوته کړئ څو پرې جرح او تعديل وچلوو.
وزیري
19.07.2011
السلام علیکم:
پیروز خانه ستا په ټولو خبرو کی تعجبی خبره دا وه چی ځانته عالم هم وایی او سواد اعظم نه پیژنی!!!
په هر حال علم خو دریاب ده او کیدای شی چی تا تر شین زور شا نونزرنا شانه پوری ویلی وی. زه که د سواد اعظم حدیث درته له هر کتاب نه رانقل کړمه نو په صحت کی به یی پوره پوره شک وکړی. خو ښه به دا وی چی په خپله توره دی حلال کړمه. ستا هم مذهبه، هم مسلکه او د غیرمقلد لیکوال لیکنه کی د سواد اعظم حدیث ولوله:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5651&highlight=%D8%B3%D9%88%D8%A7%D8%AF+%D8%A7%D9%84%D8%A7%D8%B9%D8%B8%D9%85
والسلام
وصيل پېروز
20.07.2011
[quote:1c2b2aa0aa="وزیري"]
السلام علیکم:
پیروز خانه ستا په ټولو خبرو کی تعجبی خبره دا وه چی ځانته عالم هم وایی او سواد اعظم نه پیژنی!!!
[/quote:1c2b2aa0aa]
وعليکم السلام
که کوم څوک په یو څه پوهېږي نو مهمه نه ده چي د پوهي پر ټولو اړخونو دي احاطه ولري ، همدې قاعدې ته په پام سره ما د سواد اعظم په اړه ډېر څه اورېدلي وو مګر په صحت او نه صحت يې خبر نه وم ځکه مي له تا د موثقو اسنادو غوښتنه وکړه ځکه په دې اړه زه اوس هم دا وايم چي د دې حديث په صحت او نه صحت خبر نه يم .
کله چي تا راته د بحث فورم له يوې بلې سکالو راته دا حديث وړاندي کړ نو ما یو څه پلټنه وکړه حديث مي په مختلفو سندونو تر لاسه کړ ، مګر د صحت او نه صحت په اړه مي يې لا پرېکړه نه ده کړې خو زه دا ژمنه کوم چي لکه څرنګه چي دا ځان ته موضوع ده له همدې کبله پرې له بلې سکالو سره تړلي شيان نه شو اضافه کولای مګر زه به په ځانګړي بحث کي پر دې حديث يوه څېړنيزه ليکنه وکړم او ان شاء الله حق به جوت کړم .
وزيري صاحب ! له تاسو مي هم همدا هيله ده چي که د مطرح شوې موضوع په اړه درسره مواد او دلايل وي نو وړاندي يې کړه که نه د بحث تګلوری مه بدلوه او نه په داسي تېرو بيرو سره خپله بې وسي پټولای شې ، زه پوهېږم چي په دې اړه نور له تا سره دلايل د نشت برابر دي اوکه څه درسره هم وي هغه هم د صحت له پلوه په هيڅ شمېرل کېږي ځکه ما د نامشروع وسيلې د مشروع کوونکو دلايل ټول لوستي دي تاسو ( ۲۶ ) کيسې او احاديثونه راوړئ څو پرې خپله نظريه په اثبات ورسوئ او ورسره په څنګ کي له درو اياتونو هم استدلال کوئ ( البته تا څلور کړل ) چي دا واړه څيزونه ستاسو د نظريې په اثبات کي ستاسو لپاره ګټه نه کوي.
دا ټول دلايل په مطرح شوې موضوع کي تاسو نه دي راوړي مګر دا ټول دلايل د همدې نظريې د پلويانو له لوري وړاندي کېږي که غواړئ چي د حق اتباع وکړئ او د باطل له پيروئ څخه ځان وژغورئ نو د دې حقيقت لپاره د ( التوصل الی حقيقة التوسل ) کتاب ولولئ ، که درسره نه وي نو زه يې د انټرنيټ له لارې هم درته استولای شم، همداراز د امام الباني رحمه الله ( التوسل ) هم د دې موضوع په اړه يوه بې سارې ليکنه ده. کولای شم چي داليکنه هم درته د انټرنيټ له لارې واستوم ، له دې سره – سره تاسو وړاندي ويلي وو چي امام ابن تيمه رحمه الله د توسل بالذوات تائيد کوي مګر حقيقت داسي نه دی که غواړې چي د دې حقيقت له ژورو هم خبر شې نو د همد ه ( کتاب الوسيله – اردو) هم درکولای شم.
پاتي شوه د سواد اعظم خبره نو هغه به ان شاء الله په يوه جلا بحث کي وڅېړو.
[quote:1c2b2aa0aa="وزیري"]
په هر حال علم خو دریاب ده او کیدای شی چی تا تر شین زور شا نونزرنا شانه پوری ویلی وی.
[/quote:1c2b2aa0aa]
ښه شول چي تاسو هم پر يوه داسي حقيقت اعتراف وکړ چي انکار ترې ناشونی دی مګر ستاسو لومړيو کرښو ته په پام ويلای شو چي په لومړي سر کي مو د دې حقيقت له منلو ډډه کوله خير دا به په ګډو ومنو چي علم درياب يا سمندر دی او له همدې کبله د هرڅه په اړه پوهه تر لاسه کول يو ناشونی او ناممکن کار دی ځکه اکمل ذات يوازي د جهانونو پالونکی رب دی. زه درته د خپل ځان ستاينه نه کوم مګر الحمدلله دومره ګوزاره کوم چي کنا مضارع نه بولم. !!
[quote:1c2b2aa0aa="وزیري"]
زه که د سواد اعظم حدیث درته له هر کتاب نه رانقل کړمه نو په صحت کی به یی پوره پوره شک وکړی.
[/quote:1c2b2aa0aa]
دې بې انصافۍ ته ځير شئ !
د هر کتاب خبرې ته د صحت درجه ورکوي ايا دا د انصاف د جنازې ښخول نه دي؟.
زه په هيڅ صحيح حديث کي شک ونه کړم کوم حديث چي د سند او متن دواړو په اعتبار سيي وخېژي هيڅ داسي مسلمان به ترې انکار ونه کړي چي په زړه کي يې د ذرې غوندي ايمان وي ، که وړتيا در پکي وي نو دا حديث له هغو اصولو سره سم صحيح ثابت کړه چي د يو صحيح حديث لپاره ضروري ګڼل کېږي نو بيا به ووينې چي څوک د دې مسلم حقيقت په منلو کي ځنډ کوي که نه؟.
[quote:1c2b2aa0aa="وزیري"]
خو ښه به دا وی چی په خپله توره دی حلال کړمه. ستا هم مذهبه، هم مسلکه او د غیرمقلد لیکوال لیکنه کی د سواد اعظم حدیث ولوله:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5651&highlight=%D8%B3%D9%88%D8%A7%D8%AF+%D8%A7%D9%84%D8%A7%D8%B9%D8%B8%D9%85
والسلام[/quote:1c2b2aa0aa]
په کومه توره؟ ايا ابو الفضل يو غير مقلدليکوال دی ؟ که مو مراد مومن مهاجر دی؟.
که مو له دې تورې مراد مومن مهاجر وي نو اې په سترګو ړونده ! دا ليکنه د مومن مهاجر نه بلکي د علامه ابو الفضل !! ده او مومن مهاجر دلته د بحث لپاره وړاندي کړې ده نه دا چي تائيد يې کوي.
او که مو له دې تورې مراد ابو الفضل وي نو دا هم واوره چي هغه يو پوخ حنيفي دی او دا ليکنه يې هم د تقليد په اثبات کي کښلې ده.
زه له مومن مهاجر څخه هيله لرم چي د سواد اعظم حديث په اړه خپل نظر څرګند کړي او ووايي چي په رښتيا هم ده د ابو الفضل ليکنه د تائيد په موخه دلته راوړې ده؟.
وزيري صاحب ! زه ورته شخصي برېښناليک استوم څو خپل نظر څرګند کړي او پر تاسو دا بانه هم ودرېږي.
اوس د موضوع اصلي محوري ټکي ته راګرزم :
وزيري صاحب ! مطرح شوې موضوع د توسل بالذوات په اړه وه او تاسو يې د اثبات ناکامه هڅه وکړه خير دا یوه تېره کيسه ده ټول لوستونکي به ان شاء الله ترې خبر وي اوس ستاسو پر مخ دوې لارې دي يا حق ته غاړه کښېږدئ او يا هم که نور څه ويل غواړئ نو له کوم تردد او ځنډ پرته دا کار وکړئ ، که په دې دوو کي لارو کي مو هره لار خوښه وي نوپرې ستاسو د تګ مخنيوی څوک نه کوي مګر دا به ډېره بې انصافي وي چي دبحث له اصل موضوع ځان کوږ کړئ او داسي موضوعګانې منځ ته را واچوئ چي له مطرح شوې موضوع سره هيڅ سمون نه خوري، دا او دې ته ورته موضوعګانې بايد په بېلو – بېلو بحثونو کي مطرح شي چي په دې سره به دلته د روان بحث نتېجه څرګنده شي.
په پای کي دي پر هغه چلا سلام وي چي د حق او حقيقت په جوتېدلو سره حق ته غاړه ږدي او د باطل له پيروۍ لاس اخلي.
په مينه او درنښت
م . وصيل پېروز
وزیري
20.07.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترما! ته به په دی باندی ډیر غره یی چی بی ځایه دی یو دوه ټکی زما په لیکنه له خپلی خیټی نه لیکلی دی.
زه یو حنفی مذهبه او مقلد انسان یمه، کوشش وکړه چی مقلدین او غیرمقلدین سره وپيژنی. د مذهب ټول کتابونه په دی خبره باندی ډک دی چی توسل په اشخاصو شویده او کوو به یی ان شاء الله. ته په دی له مانه نشی خلاصیدلی چی محض له خپلی خیټی ردونه کوی. څه ثبوت لری چی په دی لاندی کتابونو کی کوم چی تفصیل یی زما په اولنۍ لیکنو کی ده نه دی شوی او یا چا په خپل کتاب کی رد پری کړی ده. له خیټی نه به نه غږیږی. همداسی حوالی راکړه چی یو بل چا دا دروغ ثابت کړی وی.
تاریخ بغداد، ۱: ۱۲۳
الخیرات الحسان: ۹۴
مقالات الکوثری: ۳۸۱
رد المختار علی درالمختار، ۱: ۴۱
اشعة اللمعات جلد دوهم صفحه ۹۲۳
صفوة الصفوة، ۲: ۲۶۶)
الرسالة القشیریة: ۴۱
تاریخ بغداد، ۱: ۱۲۲
صفة الصفوة لابن الجوزی، ۲: ۲۱۴
تاريخ بغداد للحافظ البغدادي/ج1.
مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح لعلي القاري/ج1/ص17.
دوهم: په اوړو کی خو دلته شګه دی چی په صریحو حدیثونو دی سترګی پټی کړی او د جواب په نه درلودلو سره دی ځان تری تیر کړی ده.
که نر یی په لاندی حدیثونو رد وکړه !!!!!
په سائلینو توسل:
حضرت ابوسعید خدری رض روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
من خرج من بیته الی الصلاة فقال:
اللهم! این اسألک بحق السائلین علیک، و اسألک بحق ممشای هذا ... الخ.
سنن ابن ماجه: ۵۷
مسند احمد بن حنبل، ۳: ۲۱
عمل الیوم لابن السنی: ۳۰، رقم: ۸۳
الترغیب والترهیب، ۲: ۴۵۸
مصنف ابن ابی شیبة، ۱۰: ۲ ۰ ۲۱۱
المتجر الرابح فی ثواب العمل الصالح: ۲ – ۶۴۱
میزان الاعتدال للذهبی، ۲: ۴۴۷
د علامه صاحب لاندی لیکنه پورتنی احادیث او د لیکل شویو کتابونو حوالی مونږ حنفیانو لپاره طلا دی طلا. نور ثبوت څه ته وایی؟
علامه سید محمود آلوسی رحمه الله، د اهل الله په وسیله کولو کی او له دوی نه د روحانی استمداد د امکان او جواز په باره کی د سورة النازعات د اولنیو ۵ آیاتونو بالخصوص د (فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا) په تفسیر کی لیکی.
اذا تحیرتم فی الأمور فاستعینوا من أصحاب القبور أی أصحاب النفوس الفاضلة المتوفین، ولا شک فی أنه یحصل لزائرهم مدد روحانی ببرکتهم و کثیرا ما تنحل عقد الأمور بإنامل التوسل إلی الله تعالی بحرمتهم.
ترجمه: کله چی تاسی له مشکلاتو سره مخ شی نو له اهل مزاراتو نه د مدد طلب وکړی. یعنی د الله جل جلاله هغه محبوب او مقبول بندګانو نه د مدد طلب وکړی چی خاوندان د نفوس قدسیه دی او وفات شویدی. په دی کی هیڅ شک نشته چی که څوک ددوی په مزار باندی حاضر شی نو ددوی په برکت سره روحانی مدد حاصلیږی او اکثره وخت ددوی د حرمت وسیله کولو په خاطر د مشکلاتو غوټی خلاصیږی.
حواله: روح المعانی، ۳۰: ۸ – ۲۷
زمونږ په بل کتاب (زمونږ به ځکه ورته وایم چی تاسی خو بدبختانه وهابیون یاستی او سره فرق لرو) داسی لیکلی شوی.
و فی المهند علی المفند، عندنا و عند مشائخنا یجوز التوسل فی الدعوات بالانبیاء والصالحین من الاولیاء والشهداء والصدیقین فی حیاتهم و بعد وفاتهم بان یقول فی دعائه اللهم انی اسئلک بفلان ان تجیب دعوتی و تقضی حاجتی الی غیر ذلک الخ صفحه ۱۲، ۱۳.
خلاصه: له ماسره خو همدا دلایل دی چی درته وړاندی می کړل، مونږ د همدی دلایلو په لرلو سره دا کار روا بولو. که ته یی راسره منی یو دی کور ودان او که نه یی منی نو بیا دی هم کور ودان. چی داسی نه شو نو دا ۷۳ فرقی به له کومه شی. الله جل جلاله دی مونږه ټول اسلامی امت ته صراط المستقیم وښائی.
والسلام