د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نوروز خان
14.04.2011

سمه ده وهاج صیب تاسو به دا۱۵ زره اجرامیان عرب چې نیمایي یې ښځې او کوچنیان وه ، دنړۍ دیولښکر خبریالانو دکیمرو په پړک او پړوک کې ښاغلي بوش ته سپارلي وای ، دغه راز ځیني نور نیمه اجرامیان لکه دمنځنۍ اسیا دمسلمانۍ په جرم راتښتیدلي ، دچیچنیا وطنه شوې ، دایغور مظلومان او نور به هم ورباندې سرباری کړي وای . . .
مګر پتوال صیب تاسو ووایئ په دې صورت کې به هم امریکایانو دوهاج صیب پاچاهي کراره پرې ایښې وای ؟ ماته خو ګومان قدرې هم پرې دایمان زیان بریښي ځکه دبشري حقوقو ، دښځو دحقونو ،پراخ بنسټي دولت ، او . . . او . . او ... او ...بهانې لاهم لاینحله پاته وې
تاسو څنګه انګیرئ ؟؟؟؟

[quote:c66a66bc2c="وهاج افغان"]محترم نوروز خان صاحب:
که چېرې زه د مشر ملا صاحب په ځای وای؛ نو داسې به مې کړي وو:

د نړۍ د دولتونو ژورناليستان او ديپلوماتان به مې راغوښتي وو، او يوه لويه ميډيايي
غونډه کې به مې اعلان کړی وی چې:
۱-د يوه وړوکي افغان ماشوم وينه، د يوې کونډې مور اوښکې او د يو بېګناه افغان
معصومه وينه ما ته د دې مجرم او اجرامي ډلې څخه ډېره ارزښتمنه ده.

۲- له ما څخه د دې ولس په حق کې ډېره لويه اشتباه شوې ده، چې داسې مجرم او اجرامي
ډلې ته مې ځای ورکړی دی.

۳-زه ، زما حکومت او زما ولس د دې مجرم او اجرامي ډلې څخه بېزاره دی.

۴- د تاسو ټولو اعلامیانو او ديپلوماتانو د کمرو د عکاسۍ په وړاندې زه دا مجرم او
مجرمين له افغانستان څخه شړم، دومره به يې مشوره واخلو، چې د افغانستان له شرقي
حدودو څخه بهر ځي، او که له غربي، يا جنوبي او يا شمالي حدودو؟؟؟؟.

په درنښت

[quote:c66a66bc2c="نوروزخان"][quote:c66a66bc2c]طالب په دې قضيه کې د افغانستان او افغان ولس په وړاندې مسؤوليت لري، او بايد
ځواب ووايي.

[/quote:c66a66bc2c]
وهاج صیب ځه که ستاسو په کاڼي یې وتلو ، او دایوه امریکایي توطئه وبولو چې پخوایي هم دهڅاند صیب دتفصیل له مخې جرمني او جاپان ته جوړې کړي دي ، په دې احتمال که تاسو دملامحمد عمر په ځای وای ، په کومه به تیښتیدئ
(له دوی سره به کیدئ که ددوی له دښمن سره ) ځکه بوش خبره په همدې دوو احتمالونو کې رایساره کړې وه ؟؟؟؟
او پتوال صیب بښنه غواړم ماچې تیره لیکنه خوندي کوله ستاسو د ورتېرې لیکنې یوازې پورتنۍ داقتباس برخه پرځای وه ، ماته ښکاري ورتېره لیکنه مو اپډېټ کړې ځکه زماپوښتنې ورسره سر نه خوري[/quote:c66a66bc2c][/quote:c66a66bc2c]


پتوال
14.04.2011

نوروز خانه وروره سلامونه !
د تکميلي اپډېت نه مخکې هم اصل مطلب زما په ليکنه کې په دې ډول پروت و:

دنيا ته معلومه ده چې امريکايان په نړۍ کې لانجې راپورته کوي او زياتره د خپل دوښمن په لاس، څو بيا يې نړيوال منېچمنټ په خپل
لاس کې ونيسي او د خپل هدف مطابق ترې ګټه پورته کړي . دا په دې معنی ده چې د سپتمبر د ١١ نېټې پيښه القاعدې پخپله تر سره کړې
خو مخکې له مخکې د CIA د څار لاندې وه او د پوره کوچ د راايستلو له پاره يې غوښتل داسې يې وشاربې چې څنګه يې خوښه وه
دوهم نتيجه ګيري وه :
نو دومره خو سل په سلو کې ثابته ده چې که القاعدې غچ اخيسته هم امريکا ترې خبره وه او ترهګر يې پريښودل چې خپله طرحه ترسره کړي ، څو په افغانستان باندې د بريدکولو پلمه تر لاسه کړي .
نو نوروز خانه وروره په هېڅ صورت زما په ليکنه کې داسې کوم ټکی نشو پيدا کېدلای چې د القاعدې ګوډاګيتوب ته په کې اشاره شوي وي .
او دا خو ته هم راسره منې چې د ١١ سپتمبر پيښه خو پر افغانستان د بريد علت نه ، بلکې پلمه وه، علت خو يې په المان کې د طالبانو له استازو سره
د پايپلاين د تيرولو په اړه ناکامه خبرې وې چې طالبانو امريکايي کمپنۍ رد او بيا يې د اسامه بن لادن له پاره د سعودي په ګټه له ارجنټايني
کمپنۍ سره موافقه اعلام کړه ، ځکه چې په ارجنټايني شرکت کې سعودي ستر اسهام درلودل او بن لادن له خپلې ملي ګټې څخه نه تيرېدۀ ،
خو طالبان د بن لادن له پاره په عمل کې دخپلې ملي ګټې څخه څۀ چې له خپل ټول ملت څخه دخپل قدرت په شمول ورته تير شول !
دخپل قدرت نه بايد ولس ته تير شوي وای ، نه داچې لکه څنګه چې پايلو وښودله له خپل ملت څخه اسامه بن لادن ته تير شي اوملت قرباني کړي ، [color=blue:ebb8b3d297]
نو د محترم وهاج افغان په تاييد ددې ملي خيانت په جرم بايد اړونده افغان مشر له يوې خوا د ملت محکمې ته ځواب ووايي ،
او القاعده او اړونده سعودي مشران له بلې خوا بايد د دين هاک محکمې ته راښکل شي ، که څنګه ؟ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:ebb8b3d297]


..Ahmadzai
15.04.2011

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

[quote:c31d3c7581]تاسو ووایئ په دې صورت کې به هم امریکایانو دوهاج صیب پاچاهي کراره پرې ایښې وای ؟ ماته خو ګومان قدرې هم پرې دایمان زیان بریښي ځکه دبشري حقوقو ، دښځو دحقونو ،پراخ بنسټي دولت ، او . . . او . . او ... او ...بهانې لاهم لاینحله پاته وې
تاسو څنګه انګیرئ ؟؟؟؟ [/quote:c31d3c7581]

نوروزخان صاحب
چون وهاج صاحب ډير هوښيار أو ځيرك سياستمدار دى نو بلكل يي كولى سو چې خپله پاچاهي ېې بچ كړې واى
, أو د ژغورولو لپاره به يې هر رنګه معاملاتو أو تعاملاتو ته چمتو وو أو دى, د تنازلاتو سلسله به ېې تر هغو روانه ساتله تر څو يې چې دغه يهود أو نصارى راضي كړي نه واى.
په درنښت


نوروز خان
15.04.2011

السلام عليكم
بلې ډاکټر صیب جلال بحث ته ښه راغلاست ، ستاسو دتوضیحاتو په تائید بایدووایم چې دیهودواونصاراوو درضامندۍ خبره الله تعالی دنفي او اثبات ترمنځ دائره کړې ده ، چې ملایان یې حصر عقلي بولي ، چې بل هیڅ هم نه پکې جوړیږي ، او نه نور احتمالات په کې موندل کیدای شي .
او بله مهم سوال
هڅاند صیب او ښاغلي پتوال ثابته کړه ، چې امریکایان دخپلو دسیسو په زور لومړی او دوهمې جګړې ته داخل شول ، یعنې هلته هم جاپانیان او جرمنیان پرې ګرم نه وه ، لکه څنګه چې دافغانستان جګړې ته یې په ورته غیرقانوني لاره ځان داخل کړ، نوچې امریکایانو خپله غوښتې وي په هرقسم چې ممکنه وي باید دافغانستان دجګړې اوربل او خپل سیمیز اهداف تعقیب کړي ، په دې صورت کې نوبیا دطالبانو ګرمه څه ده ، ځکه تاسو وایئ چې دجګړې پیلولو ابتکار او پروګرام له لویه سره دامریکایانو وه .
او طالبان ولې په دې موضوع کې له سیاسي پوهي عاري او ناپوه وبلل شي ، آیا چې جاپاني او جرمني پوهانو له امریکایي دسیسو ځانونه خلاص نه کړی شول ، چې منظم حکومتونه وه ، له نویو راټوکیدلو طالبانو ولې داتمه وکړو ( البته داپوښتنې علی زعمکم راپورته کوم )


حمید هڅــاند
15.04.2011

محترم نوروز خان وروره؛ سلامونه مې ومنئ.
[quote:799dfd692b]آیا چې جاپاني او جرمني پوهانو له امریکایي دسیسو ځانونه خلاص نه کړی شول ، چې منظم حکومتونه وه ، له نویو راټوکیدلو طالبانو ولې داتمه وکړ[/quote:799dfd692b]
د جاپان او جرمنې سره د امریکا ټکر د افغانستان له یرغل سره ډېر زیات توپیر لري. جرمني پوهېده چې امریکا غواړي ځان جګړې ته داخل کړي، دوی له دې ټکي څخه نا خبره نه ول او په همدې موخه یې په نیویارک ټایمز کې خبرتیا هم خپره کړې وه چې ګورۍ په داسې بېړۍ کې سفر ته زړه ښه نه کړۍ چې هغه زموږ اوبو ته ننوزي.
خو چې امریکا دا کار وکړ نو جرمني هم ورته ځواب ورکړ....د جرمني ځواب مناسب ځکه دی چې:
لمړی ـــ المان ناچاره ؤ، باید چې بېړۍ ډوبه شوې وي، ځکه عملا د جنګ له قانونه سر غړونه شوې وه او بېړۍ بېرته ستنېده هم نه، خو افغانستان هیڅ ناچاري نه درلوده، ان له مخکې یې لا باید دې ډلې ته ویلي وای چې نور نو مهرباني وکړئ او زموږ له خاوري څخه ووزۍ.
دوهم ـــ جرمنی هغه د چا خبره ځان ته ځان وایه، فوځي زور یې درلود او له نړۍ سره یې پنجه نېولې وه؛ نو د جرمني فوځې ځواب بیخې پرځای ؤ، پردې برسېره د المان په پرتله د امریکا فوځ بیځې تنکی ؤ. خو په پرتله یې افغانستان کوم فوځي زور درلود؟
دریم ــ جاپان هم همداسې درواخله، په پېرل هاربر برید ددوی ځواب ؤ امریکا ته، جاپان هم ستر نظامي ځواک ؤ او په وروستیو کې یې بریاوي هم حاصلي کړې وې.
په دې برسېره، هغه مهال عملا دا هېوادونه په جګړې کي ؤ، او هغه دچا خبره، جنګ کې نو حلوا نه وېشله کېږي، هر اړخ(که متحدین ؤ که متفقین) غوښتل د ځان ملګري ډېر کړي او جګړې ته تازه ننوتونکو هم بهانې لټولې. خو ددی له حالت سره د امریکا ښکيلتوب په افغانستان کې د پرتلې وړ نه دی.
هو دا خبره منم چې امریکایانو غوښتل د خپلو اوږدمهاله ګټو د خوندي کولو په موخه، په یوه نه یو ډول تر سیمې ځان ورسوي. ددې بهانې له ورکېدا وروسته به یې نوري بهانې هم لټولې وې....او ستاسو په وینا دې دوه مخو به بیا د بشر حقوقو، د ښځو د ازادۍ او...بهانې را پورته کړې وي. محترم احمدزی صیب پرځای وایې چې دې خلکو به بهانې لټولې وې، خو دا خبره کول چې له سیاسې زیرکتیا څخه کار اخیستل پرځای نه دی هم سمه نه ده. په نړۍ کې نور هم داسې هېوادونه شته چې امریکا ورته حوصله نه لري، خو دا هېوادونه داسې پلمه په لاس نه ورکوي چې ورباندي خپل هېواد او خپل اولس خراب کړي؛ دې هېوادنو له سیاسې زیرکتیا څخه کار اخیستی دی. بله داچې، که د القاعده د ساتنې تېروتنې ته د ځواب په توګه امارت یواځې دا دلیل وړاندي کړي چې د اسامه له وتلو وروسته به بله بهانه پیداشوې وه، نو هیڅوک به یې هم ورسره ونه مني.

په درنښت


نوروز خان
15.04.2011

هڅاند صیب له توضیحاتومو منندوی یم مګر زما په اند
امریکا له سیاسي اسلام سره اساسي او نه پخلاکیدونکی مشکل لري ، دامریکایي سیاست دیوه داسې کلاسیک فارمول په اړه مې اوریدلي ، چې سیاسي اسلام دنړۍ په هره برخه او کونج کي دمتحده ایالاتو په زیان دی ،او باید مخه یې ونیول شي .
داسامه موضوع زما په اند دافغانستان لپاره یوه اتفاقي موضوع وه ، خو امریکایانو دروس جهاد په وخت کې هم دانظر درلود چې باید په افغانستان کې ددوی دسټینګرو دنعم البدل په ډول یو امریکا خوښی حکومت رامنځته شي ، نوبناء ویلای شم ،چې طالبانو خپلو اسلامي سیاسي ارزښتونو ته دتعهد په صورت کې کله هم نه شوای کولای له امریکایي ځور څخه ځان خلاص کړي ، طالبان په دې پوهیدل چې امریکایان یې نه شي زغملای او که په هرډول وي ، یو وخت به یې له قدرته نسکور کړي .
که راشو داسامه لانجې ته
که رښتیا ووایم ترکومه چې زما برداشت دی ، په وروستیو کې طالبان هم نه پوهیدل څنګه له دې لانجې څخه په داسې طریقه ځان خلاص کړي ، چې هم یې دافغانستان او اسلام تاریخ ته سترګې لوړې پاته وي ، هم مسالمت آمیزه وي او هم یي اسلامي فقهي اساسات ترپښو نه وي لاندې کړي .
دپاکستان حکومت چې ملامحمد عمر یې ټولې سیاسي مشورې او دخطرزنګونه له پامه وغورځول په وروستیو کې یې ګڼ شمیر مشهور علماء کندهار ته ولیږل ، ترڅو ملامحمدعمر ته قناعت ورکړي په دې ملایانو کې دکراچۍ دمشهورو شیخانو په ګډون یو برخوال دچارسدې یومشهور شیخ الحدیث مولانا ادریس وه ، دی طالبانو ته دسبق په مهال نقل کوي ، چې موږ په ډیر درب په کندهار کې کوز شوو ،او مخامخ دملامحمدعمر میشت ځای ته لاړو ، ټولو ملایانو خبرې وکړي او ملامحمد عمر یې دې ته قانع کاوه ،چې باید داسامه موضوع حل کړي ، دی وایي ملامحمد عمر له دې ملایانو یوه پوښتنه وکړه چې هیچا هم ځواب ورنه کړ .
هغه په ساده او سپینه پښتو وویل زه چې دحل بله لار نه وینم او نه امریکایان په بله قناعت کوي ، کولای شم اسامه او ټول هغه څوک چې امریکایان یي غواړي لاستړلي دوی ته وسپارم ، خوزما دغه کار به تاسو چې لوی علماء او له دین څخه خبر یاستئ داسلام له رویه راته توجیه کړئ ، دغه رقم به په قیامت کې دالله تعالی په حضور کې زما ددې کار دمواخذې مسؤلیت په غاړه واخلئ ؟
دنوموړي په وینا دپاکستان دمدرسو اسلامپوهان ټول چوپ شول ، اوهیڅ یوه هم غږ ونه کړ ،داباید ووایم چې دطالبانو غوندې پاکستان هم ټوله هڅه کوله ددې جګړې مخه ونیسي مګر پاته راغی او طالبانو ته یي کومه مؤثره نسخه ورنکړه ، نوپه دې اړه که دطالبانو سیاسي هوښیاري ترپوښتنې لاندې راځي باید پاکستان چې سترسیاسي شیطان ورته ویل کیږي ترهمدې تور لاندې شي .
هڅاند صیب که په دې اړه له طالبانو پوښتنه وکړې ، دوی به درته ووایي کاشکې هغه مهال موږ ته یوه داسې سیاره یاځمکنۍ هیواد په نظر راتلای چې داکسان موراټول وای او هلته مو شړلي وای ، ترڅوله امریکایي شره خلاص وای ، طالبان له داسې وضعیت سره مخ شول ، چې داسامه او دهغه دزرګونو پلویانو شړلو ورته عیني کافر ته دسپارلو معنی لرله ،ځکه دافغانستان له پولو په ایستل کیدو سره امریکایي زولنې ورته انتظار وې .
دابیا تروهاج صیب پورې اړه لري چې دا ډول شړل ورته امریکا ته په لاس ورکول نه بریښي .
په ټوله کې داباید ومنو چې طالبانو ته اسلام ددې اجازه نه ورکوله ترڅو امریکایانو ته داسامه خیلو دسپارلو په ناکامه هڅه سره دمقدرې جګړې مخه ونیسي .
موږ چې ددې مشکل دحل لپاره په خبرو او تصور کې کوم سالم حل نه شو موندلای دعمل میدان خو خورا ګران او پیچلی وي چې طالبان ورسره مخ وه .


پتوال
15.04.2011

زما ګران او منلي ورور نوروز خان او ټولو درنو لوستونکو ته سلامونه !

[quote:7a2e3dd298]پتوال صیب نه پوهیږم طالبان به کوم حالت کې ځان درنه خلاصوي ، که له امریکاسره دښمني کوي ، نودعرب مزدوران یې بولئ ، اوکه یې نه کوي بیایي دپاکستان په لاس دامریکا مخلوق بولئ .[/quote:7a2e3dd298]
نه وروره داسې نه ده، دا به ته هم راسره ومنې چې په سياسيت کې عموم او اقتصادي سياست کې بالخصوص ملي ګټې اولويت لري .
که دغه معيار طالبانو په پام کې نيولی وای د تيلو د امريکايي کمپنۍ يو نيکال وړانديزبه يې منلی وای ، نو نه به خر وهل شوی و او نه به لښته ماته وه،
ځکه چې نه به امريکاد پلمې لپاره ترهګريز بريد ته لاره پرانيستله او نه به په افغانستان امريکايي ناورين رامنځته کېدۀ !
زه نه وايم چې طالبان د القاعده ګوډاګيان وو يا دي، خووايي چې
هر عاشق د يار په در کې خوار ملنګ دی نو ځکه يې د اسامه سره په عشق بازۍ کې بنګړي مات شول !


شرافت
15.04.2011

پتوال صيب تاسو ډير ښه معلومات لرئ السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
نو څه فكر کوې چې وهاج صيب به يې درسره ومني چې د القاعدې اجرامي ډلې د سعودي حكومت سره په پټه ګوتې خوږې دي؟
وهاج صيب ته يې منې چې
[quote:db0777cab6]طالبانو امريکايي کمپنۍ رد او بيا يې[color=red:db0777cab6] د اسامه بن لادن له پاره د سعودي په ګټه[/color:db0777cab6] له ارجنټايني
کمپنۍ سره موافقه اعلام کړه ، ځکه چې په ارجنټايني شرکت کې [color=red:db0777cab6]سعودي ستر اسهام درلودل او بن لادن له خپلې ملي ګټې څخه نه تيرېدۀ [/color:db0777cab6]،
خو طالبان د بن لادن له پاره په عمل کې دخپلې ملي ګټې څخه څۀ چې له خپل ټول ملت څخه دخپل قدرت په شمول ورته تير شول ! [/quote:db0777cab6]
معنى دا چې د سعودي او القاعدي تر منځ د خپلمنځي او متقابل ايثار، سرښندنې، پېرزو، او لوريينې ماده ډيره قوي وه !
وهاج صيب ته د اسامه دې شفقت او مهربانۍ ته چې د سعودي په حكومت يې ولوريده په كومه سترګه ګورې ؟


حمید هڅــاند
15.04.2011

ډېر محترم نوروز خان وروره؛ زه هم په همدې اند یم چې د ننۍ جګړو دینې اړخ ډېر د پام وړ دی، د یوه داسې دولت رامینځته کېدل چې شریعت یې قانون وي، دوی ته د منلو وړ نه دی او نه به یې مخ ته پرېږدي.

امارت ونه شوای کولای چې په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شې، دوي په ملګرو ملتونو او بهر کې له داسې قوي دپلوماتانو څخه بې برخې ؤ چې په هرډول رامینځته شوې شخړه کې دځان سپیناوی وشې کړای. دوی ان رسنۍ نه درلودې او دولت یې له یوه تلویزونې چینل څخه بې برخي ؤ چې بهر ته خپل غږ ورسوي. د سپتمبر له پېښې مخکې هم چې د اسامه پرسر له لویدیځ سره یې مخامخدینه وشوه، ویې نشوای کولی چې خپل غږ پورته کړي او یا د القاعدي په وړاندي سم دریځ ونیسي. له طالب حکومت څخه ټولې نړۍ ډېر ناسم انځور درلود او د یولسم سپتمبر له پېښې وروسته نور پاکستان هم نه شوای کولی چې ددوی ملاتړ وشې کولی.....دا به ومنو چې د سپتبر یولسمې نه وروسته د حالاتو اداره ستونزمنه شوه؛ خو له دې پېښې نه ان وړاندي امارت و نه شوای کولی چې د ځان انځور په نړیواله کچه یوڅه سم کړای شي.
نوروز خان وروره؛ هیله لرم هغه شرعې او مصلحتې دلایل راسره شریک کړئ چې القاعدې په افغانستان کې ځای پیدا کړ او بیا د یولسم سپتمبر نه مخکې پیښو کې په لاس لرلو سره سره امارت یې ملا وتړله او له یوولس سپتمبر ورورسته یې له هېواده بهر نه کړل. که لمړیو دوو برخو ته لږ توضیحات ډېر ورکړۍ نو منندوی به مویم؛ یانې د سپتمبر یولسمې نه مخکې د القاعدې د مېشته کېدلو شرعي او مصلحتې دلایل او له ځینو پېښو وروسته لکه په امریکایې سفارتونو باندي له بریدونه وروسته( له سپتمر یولسمې نه مخکې) بیا هم د امارت ملاتړ شرعي او مصلحتي دلایل.

په درنښت


شرافت
15.04.2011

ما مخكې هم وويل چې پتوال صيب ډيرې ښې خبرې کوي .
وګورئ وايي:

[quote:6798dd1359]د سپتمبر د ١١ نېټې پيښه القاعدې پخپله تر سره کړې
خو مخکې له مخکې د CIA د څار لاندې وه او کولای يې شوه چې مخه يې هم ونيسي ، خو د مخنيوي له پاره دوی تر څار لاندې نه وه نيولې
بلکې د پوره کوچ د راايستلو له پاره يې غوښتل داسې يې وشاربې چې څنګه يې خوښه وه[/quote:6798dd1359]

ښه نو چې پتوال صيب د سبتمبر 11 يي بهانه شوه نو څه فكر كوئ چې د اسامه ورسپارلو به په افغانستان باندي دامريكا دحملي مخه نيولې وى؟ يعني هرڅنګه چې کيده امريكا په افغانستان حمله كوله ځکه چې دارجنټايني كمپنۍ د وخت نه يي ورته زړۀ ډک وه، كه القاعدې د سپتمبر حملې نه وى كړی امريكا بله بهانه جوړوله بله يي جوړوله.
نو بيا ولې وهاج صيب طالبان ملامته كوي چې اسامه يي ولې ورتسليم نه كړ كه تسليم كړى يې وى په افغانستان به حمله نه وى شوى؟؟
پتوال صيب خو وايي چې كه تسليم كړی يې هم وى حمله يې كوله ځکه چې د امريكا د طالبانو سره له مخكې ورانه شوې وه او همدې ته په سوچ كي وه چې څنګه د طالبانو نه د ارجنټايي كمپنۍ انتقام واخلي؟
وهاج صيب ! ته پتوال صيب ته قناعت وركه چې څنګه يې وركوې چې كه اسامه يي تسليم كړی وى د امريكا د زړه نه به دارجنټايي كمپنۍ كوفت وتلى وى او په افغانستان به يي حمله نه وه كړې؟


پتوال
15.04.2011

[quote:a568c7a26d]معنى دا چې د سعودي او القاعدي تر منځ د خپلمنځي او متقابل ايثار، سرښندنې، پېرزو، او لوريينې ماده ډيره قوي وه !
وهاج صيب ته د اسامه دې شفقت او مهربانۍ ته چې د سعودي په حكومت يې ولوريده په كومه سترګه ګورې ؟[/quote:a568c7a26d]
شرافت صيب لومړی خو په خير راغلې او هرکله راشې !
او بيا له سلام او درناوي وروسته ستاسې ددې پوښتنې په اړه دومره اړينه بولم چې وويل شي : د سعودي او القاعدي تر منځ د خپلمنځي او متقابل ايثار، سرښندنې، پېرزو، او لوريينې ماده [color=red:a568c7a26d]نه [/color:a568c7a26d]،
بلکې د نيشنليزم ماده يو بل سره له تړاو پرته مستقلا ً شته ، وه او وي بۀ ، ځکه چې دا په هر عرب څه چې هر عجم کې هم شته، په اړونده
برخه کې يواځې په طالبانو کې نه وه چې تيروتل او خدای خبر دی چې اوس يې هم لا عقل سرته راغلی وي . فتوحات په ټوله نړۍ کې د نيشنليزم ، قومي
او ملي شعور او آن شوينيزم د کرلو، ودې او رېبلو تاريخي اړيزی ګرځېدلی دی او داسلامي فتوحاتو پايلې هم په مسلمانانو کې له دې قانونمندۍ خالي نه دي .
که فتوحات له اسلام سره تړاو لري ، نو پايلې يې
له مسلمانانو سره تړاو لري او مسلمانان انسانان او د ځمکې اوسېدونکي دي نوزيات د مباحو ځمکنيو قوا نينو تابع دي ، ولې
اسلام اسماني قانون دی .
سر بېره په دې سعودي يواځې ددولت نوم نه دی بلکې د يو هيواد (مملکت) او ملت نوم هم دی . که ملي ګټې هر عرب پيژندلی شي نو حکومت به يې ولې نه پيژني ،
ددې له پاره د يو عربي ملتپال او حکومت د ملتپالۍ ترمنځ مستقيم اړاو تړاو ته څۀ اړتيا ده ؟
اودا چې سعودي به د طالبانو او ارجنټو سعودي کمپنۍ قرارداد ته د خپلو ګټو له پاره لاسونه پړقولي وي که طالبانو ته د خطر له
له غمه به يې رد کړی او غندلی وي ، په دې ستاسو په شمول هرڅوک پوهيږي !
د امريکې د ستراتيژيک دوست په توګه خو ددې تړون په عواقبو
سعودي تر طالبانو زيات پوهېده او د امنيت په شورا کې هم لکه پاکُستان سعودي عرب هم پر افغانستان د امريکې د بريد مخالفت نه دی کړی !
که د عربو ملتپالنه راونيسو د القاعدې په بڼه امريکايانو ته پر طالبانو د بريدد [color=blue:a568c7a26d]پلمې[/color:a568c7a26d] سبب شوه،
او که اسلامي ملاتړ ته يې واړوو عربي ملتپالنې سعودي حکومت د مسلمانو طالبانو پر ځای د کافرې امريکې پلوي ته اړويست .
داچې [color=red:a568c7a26d]ډېر په پټه[/color:a568c7a26d] بيا هم طالبانو ته د اسلامي ملاتړ په پلمه خوريی متی کيږي د ضد اسلامي بېغيرتۍ څرګنده بېلګه جوړوي
چې د اسلام دفاع هم په ښکاره نشي کولای :lol: :lol: :lol: همداسې يې هر عربي هيواد درنېسه، نو طالبان به د کوم کوم اسلامي عربي او غير عربي هيواد دفاع کوي : د سعودي ؟ که د فلسطين؟، که د لبنان ؟ که د پاکستان ، که د چيچنيا ؟؟؟؟؟
ولې که د القاعدې خوښه وي نو خپل حالت ور سره شريکول غواړي :
القاعده بي وطنه ده او طالب هم له وطنه محروموي ! دې ته وايي د القاعدي اسلامي انترناسيوناليزم چې طالب په کې تر غوږونو پورې ډوب دی !
او داچې :
[quote:a568c7a26d]پتوال صيب د سبتمبر 11 يي بهانه شوه نو څه فكر كوئ چې د اسامه ورسپارلو به په افغانستان باندي دامريكا دحملي مخه نيولې وى؟ .....پتوال صيب خو وايي چې كه تسليم كړی يې هم وى حمله يې كوله ځکه
چې د امريكا د طالبانو سره له مخكې ورانه شوې وه او همدې ته په سوچ كي وه چې څنګه د طالبانو نه د ارجنټايي كمپنۍ انتقام واخلي؟
[/quote:a568c7a26d]
وروره دا خو د پتوال خبره نه ده، دا خو دې طالب مشرانو او هغه عالمانو هم کوله چې دملاعمر په رابللې لويه جرګه کې يې ګډون کړی و چې امريکا يان
اوس په هر صورت کې حمله کوي ، که مونږ اسامه له هيواده وباسو او که يې پرېږدو ، په دې خبره ورته امريکا اعتراف څه چې ګواښ هم کړی و چې اوس مونږ په هر صورت بريد کوو .

د طالبانو له پاره يوه لار او الټرناتيف پاتې وه چې د لاس هغه غوټه چې خولې ته يې راوړې وه پرانيزي :
[color=blue:a568c7a26d]د اسامه د ويستلو سر بيره د يونيکال سره تړون ته چمتو والی اعلامول ! صرف په دې شرط د افغانستان آزادي
ملي ګټې او طالب قدرت په رسميت پيژندلو او نورو اقتصادي مرستو سره ټول خوندي پاتې کېدای شول خو له القاعدې
سره تړاو يې له لاسه ورکاوۀ او بس ، خونو څه به ووايو ، بې له دې چې رښتيا هم سياست د طالب او ترکاڼي د بيزو کار نه و [/color:a568c7a26d]


pattang
15.04.2011

دځو ليکنو ځواب او تبصره :

ځينې ځوانان ښې خبرې ليکي خو شانزول او تحليل يې سر په لکۍ
تماميږي :
- هيڅوک نه دا مالومات لري او نه اسناد چې دارجنتائن او د اونيکال
د تيلو دکمپنويو دهغه وخت قراردادي شرائط يې په تله کې تللي او اويو له بله سره
مقائسه کړي وي او بيا يې قضاوت کړ ې وي چې طالبانو دالقاعدې ملي ګټې په
نظر کې نيولې وې خو نه افغاني . دا يو خوشې تهمت دی چې د cia د اجنټ او
داونيکال د مامور حامد کرزي له خولې څخه به را وځي ٠
- دطالبانو دهغه وخت دسياسي بې تجربګي څخه صليبي ښکاريانو کټه وکړه :
زه شاهد يم چې طالبانو په اخر وخت کې امريکايانو ته وويلې چې دوی القاعده له
له افغانستان څخه باسي ، خو دامريکايانو ځواب داوو : " نه امريکا له طالبانو
څخه نوره هم راضي نده او رضايت ورڅخه نلري " .
- داخوشې پلمې دي چې دکوڅو له خبرو او ميديا يې پرو پاګندي څخه وروسته
ورځپاڼو او انتر نت پاڼو ته راځي ، صليبيان د اسلام دضعيفولواو له منځه وړلو
له پاره پټ پلا نونه لري او پر دې ټکې کې ټول سره يو دي٠
- په الجزائر کې خومسلمانانو په انتخاباتوکې دولت کول وګټل خو دصليبيانو
په مرسته له منځه ولاړ او په سلګونو مسلمانان يې بنديان او مړه کړل .
- په عربي هېوادو کې داوسني جريانونه چې دازادۍ په نوم يو خيال پلو دی ,
بل شی ندي ،ټول دښکارګرو صليبيان لاسو وهنه بولم ٠
- کومه ازادي ?? دوی دازادي نارې وهي خو ازادي نه پېژني !
(( يواځې او يواځې يوه ازادي د ټولو ازاديو مور ده او هغه اقتصادي ازادي ده
چې دازادي په نوم پورته شوي اولسونه يې په خپلو هېوادونو کې نلري او نه به
يې دغربي ازادي په لمن کې په لاس راوړي ! ))

- د صليبيانو د ناوليو مقاصدو په مخ بايد اسلام او اسلامي نړۍ خپل ځواب ، لاره
او ستراتېږي پيدا کړي ، خو طالبان يې يوه مهمه جنګي پايه ده چې ددې ناوليو
په تجاوزي مخنيوي کې خپلې وينې تو يه وي او دا اشغالګر يې ډېر يې په تنګ
راوستلي دي٠
- دصليبيانو دچيرولو او ګنډلو دلارې او ستراتيږي مخنيوي ته يواځې، يواڅې
طالبي مقاومت په کارده تر څو چې دا منافقين په خپل عمل کې خپل سرحد
وپېژني او د اولسونوهغه خپل خپلواک اقتصادي او ټولنيز ژوند ته احترام
قائل شي٠


نوروز خان
16.04.2011

ټولو ته السلام علیکم او درنښت
[quote:d3e8965536]او دا خو ته هم راسره منې چې د ١١ سپتمبر پيښه خو پر افغانستان د بريد علت نه ، بلکې پلمه وه، علت خو يې په المان کې د طالبانو له استازو سره
د پايپلاين د تيرولو په اړه ناکامه خبرې وې[/quote:d3e8965536]
پتوال صیب دیونیکال او بریډاس په مقابله کې دطالبانو لخوا دیونیکال دوړاندیز درد موضوع ماته دومره درنه نه بریښي چې امریکایان دې دپوځي اقدام ترحده ستر عکس العمل ته هڅولي وي ، یونیکال زما دمعلوماتو له مخې دامریکایي نفټي شرکتونو ترمنځ لږ پیژندل شوی شرکت وه ،چې غوښتل یې ددې پایپ لاین په تیرولو سره ځان مطرح کړي ، دسټیوکول له توضیحاتو ښکاري ، چې ترهغه مهاله چې دیونیکال نماینده عشق اباد ته رسیږی امریکایي حکومت دیونیکال ددې پلان په اړه په جریان کې نه وه ،داچې دیونیکال استازی مارټي میلر په ترکمنستاني چارواکو ددباوو لپاره هڅه کوي داپروژه ترامریکایي ګټو پورې وتړي نو په عشق اباد کې دامریکا سفارت ته ورځي او سفیر له دې پلانه خبروي معلومیږي چې داپروژه له پیله کومه امریکایي حکومتي پلان شوې پروژه نه وه ، مګر وروسته امریکايي حکومت رښتیا هم په کې ښکیل شو ، ځکه ددوی نه لورېده داګټه دیوه امریکایي شرکت له خولې ولوېږي ، په ټوله کې داپروژه راته دومره مهمه نه ښکاري چې دامریکایانو په لاس یې دطالبانو دنړولو( عــــــــــــــــلــــــــــــــت ) وبولو .

اوښاغلي هڅاند ته باید ووایم چې اسامه طالبانو افغانستان ته نه وه راوستی ، بلکې له پخواني جهاد څخه طالبانو ته ورپاته وه ، طالبانو چې جلال اباد نیو اسامه هلته له وړاندې موجود وه .
باید ووایو چې وروسته متاسفانه دطالبانو له خواددې موضوع دقیق درک ونه کړای شو


و.افغان
16.04.2011

نوروز صاحب: خلک واښه نه خوري، په عواطفو لوبه کول هم یو مهارت ته اړتيا لري،
چې هغه هم طالبانو نه لره.

زه د عربو مجاهدينو د پښو ګرد ته هم نشم رسېدلی، زما موخه له اجراميانو هغه خلک
دي، چې د طالبانو په وخت کې يې افغانستان خپل مورچل ګرځولی وو، او د دنيا
په ګوټ ګوټ کې يې عمليات کول، او انتصار يې بر اعلی له افغانستان څخه اعلانوه،
دا خبره د دوه درې ورځو نه وه، دې خبرې پوره پنځه کاله دوام درلود.

مونږ خو طلاب العلم يو، په شرعي ژبه به وغږيږو، آيا دغو کارونو په اسلام کې
مشروعيت لره؟؟، بله ما د هغوی د تسليمۍ خبره نه ده کړې، په شرعه کې يو حکم شته
چې هغې ته نفي وايي، یعنې شړل، د دغو خلکو شر د هغوی په نفي باندې قطع کېدو،
ولې دا کار ونشو؟؟، سره له دې چې د افغانستان ټولو علماوو همداسې فيصله لرله.
که له افغانستانه بهر چا تسليموه؛ مونږ يې هيڅ مسؤوليت نه لره.
بل که تسليم شوی هم وی؛ نو هيڅ شرعي محذور به په کې نه وو، نبي کريم صلی الله
عليه وسلم له مشرکينو سره داسې تړون امضاء کړی وو؛ چې که چېرې له مشرکينو يو
داسې کس راځي؛ چې په اسلام مشرف کيږي؛ نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم به يې
هغوی ته تسليموي، او با لفعل څو کسان يې تسليم هم کړل.
در حالېکه هغوی مجرمين نه وو، د هغوی ګناه د مشرکينو په سترګو کې همدا وه، چې
شرک يې پريښی وو؛ او په اسلام مشرف شوي وو.
خو څنګه چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د اسلام، مسلمانانو او اسلامي دعوت
اوږدمهاله ګټې د حديبيې په صلحه کې لېدلې، نو همدغه شرط يې هم ورسره ومانه،
عمر رضي الله عنه به ورته ويل: أنرضی بالدنية في ديننا.
يعنې سره له دې چې زمونږ دين په حقه دی؛ نو بيا په کې ولې ذلت ومنو؟؟
آيا په نړۍ کې به داسې يو انسان پيدا شوی وی، چې د طالب له خوا د اجرامي ډلې شړلو
ته يې ذلت ته د غاړې کېښودو نوم ورکړی وی؟؟؟؟؟

څنګه چې د افغانستان او امريکا تر منځ داسې معاهده نه وه؛ خو بيا هم د شرعي
مصالحو او مقاصدو د قاعدې په نظر کې نيولو سره طالبانو ته دا کار جايز وو، دې
معقول اقدام به دامريکايي امپرياليزم يو لوی شيطاني پلان له بېخکنده ماتې سره مخ کړی وی.

دا چې امريکايانو د افغانانو په اړه خيرن نيتونه لرل؛ نو دا خبره د طالبانو او القاعدې
دې کار ته کوم مشروعيت او قانونيت نشي وربخښلی، په حقوقي اړخ کې د دولتونو
تر منځ فيصلې په بين المللي معاهداتو کيږي، هلته بيا دا دليل نه منل کيږي؛ چې هغوی
ماته خيرن نيت لره، در حاليکه تا خپل جرم په اثبات رسولی دی، او ټولې نړۍ ليدلی
دی، ولو که دې جرم کې خپله امريکا درسره غير مستقيم مرسته کړېده، چې تا ته يې
د جرم د کولو لپاره لاره هواره کړېده، خو دغه لاره هوارول هم ستا د ګټلو لپاره دليل
نشي جوړېدی.

که چېرې افغانستان غواړي، سالمې بين المللي اړيکي ولري؛ نو هلته به يو ځل بيا د
دغو اسمانڅوکو ودانيو د مسؤوليت او تاوان خبره مطرح کيږي؛ د دې زور د چا له ..... وځي؟؟؟؟
آيا بن لادن او اجرامي ډله يې تياره ده، چې بيا دغه تاوان ورکړي؟؟؟؟
اوسني حکومت سره امريکا د اسمانڅوکو ودانيو خبره مطرح کړه؛ چون چې اوسنۍ
حکومت د دوی ګوډاګۍ دی؛ نو فشار يې پرې رانه وړ، او د فضل الهادي شينواري له خوا رد شوه، خو فايل په کامله توګه تړلی نه ښکاري.
دا په آينده کې هم که طالب حکومت راشي؛ د طالبانو په خارجي سياست، او د نړۍ
ددولتونو سره په اړيکو کاملا آغېز لري.

[quote:64b7c1744b="نوروزخان"]سمه ده وهاج صیب تاسو به دا۱۵ زره اجرامیان عرب چې نیمایي یې ښځې او کوچنیان وه ، دنړۍ دیولښکر خبریالانو دکیمرو په پړک او پړوک کې ښاغلي بوش ته سپارلي وای ، دغه راز ځیني نور نیمه اجرامیان لکه دمنځنۍ اسیا دمسلمانۍ په جرم راتښتیدلي ، دچیچنیا وطنه شوې ، دایغور مظلومان او نور به هم ورباندې سرباری کړي وای . . .
مګر پتوال صیب تاسو ووایئ په دې صورت کې به هم امریکایانو دوهاج صیب پاچاهي کراره پرې ایښې وای ؟ ماته خو ګومان قدرې هم پرې دایمان زیان بریښي ځکه دبشري حقوقو ، دښځو دحقونو ،پراخ بنسټي دولت ، او . . . او . . او ... او ...بهانې لاهم لاینحله پاته وې
تاسو څنګه انګیرئ ؟؟؟؟
[/quote:64b7c1744b]


نوروز خان
16.04.2011

وهاج صیب لکه تاسو چې ویلي ، دیوه ازاد او سیکولر نظام لپاره ښایي دا ډیره هوسا وي چې دخپلو ملي ګټو او راتلونکو مشکلاتو څخه ،دخلاصون په خاطر داسې تنازلات وکړی ، لکه صدام چې ځیني توغندي غربیانو ته وسپارل ، دغه راز یي نړیوالو جاسوسانو ته په خپل کور کې دګرځیدو اجازه ورکړه ، اوهغه مهال دطالبانو د یومخیز مقاومت په نسبت ورته نړیوالو دصدام سیاسي هوښیاري وویله ، مګر طالبان ترهرڅه وړاندې اسلامي اساساتو ته متعهد وه ، او په اسلام کې د( الضرورات تبیح المحذورات ) اصل په داسې ضرورت بناء دی ، لکه دمخمصې په حالت کې له مرګه ډاریدونکی مسلمان ته چې دخنځیر غوښه یوازې په ژوند پایوونکي مقدار روا ده .
طالبانو دامریکا دفشار دنورو عواملو په تناظر کې یقنیا داسامه شړل دخپلې بقا لپاره یوه دومره حیاتي ضرورت نه باله .
بله داچې دا دلومړي ځل لپاره له یوه عالمه اورم چې داسامه امریکایانو ته تسلیمي ورته له اسلامي اساساتو سره موافق امر ښکاري ،که چیرې داسې وي ، بیا خو نو وهاج صیب یوازې په سمه سر یئ او دافغانستان او پاکستان ددیني مدارسو او مساجدو درست ملایان غلط دي


عادل عادل
16.04.2011

السلام علیکم

د سپتمبر 11 مه پېښه مهمه تاریخي پېښه ده، یوازې هغه ډله مسلمانان یې د انجام چارې او طرح په امریکا ورتپي چې د نوموړو حملو په ضرورت نه پوهیژي ځکه خو یو ناروا عمل ورته برېښي، نوموړې ډله مسلمانان که له یوې خوا د نوموړې په اصطلاح نامشروع حملې له پېغور څخه مسلمان امت ژغوري نو دا ورته ظاهرا یو خدمت برېښي، بې خبره له دې چې له بل پلوه په نااګاه توګه د مسلمانانو هر ډول جهادي پیاوړتیا، د حق د غوښتلو روحیه، غچ اخستنه، او خپل منځی انسجام په بشپړه توګه نفی کوي او د امکان سره په بشپړ واټن کې یې د بطلان په پړي تړي، او په څنګ کې د کفر په دبدبه ورزیاتوي، لوړ سیاست یې تاییدوي، برلاسئ یې ثابتوي، او د دوی له خوا د حالاتو په عام او تام کنټرول باندې د ویدو خلکو باور .... او داسې نورو ...ته لار پرانیزي چې په نتیجه کې مسلمانو نسلونو ته په تدریجي توګه د یوه ناامیده عاطل حالت احساس وربښي.... یهودو او مشرکینو ان د اسلام په صدر کې ورته دعوې کولې، او د دوی په وړاندې به یې د مقابلې هر یو عمل او عامل دواړه د خپل لاس محصول بلل تر څو وښیي چې زمونږ په وړاندې هیڅوک د مقابلې جرات نه شي کولی.

دوهمه ډله مسلمانان چې زه هم پکې شامل یم، هغه خلک دي چې د نوموړو حملو په پایلو نه بلکه د امریکا د جهانخوره سیاست په وړاندې د ورته عکس العمل په ضرورت معتقد وو، داسې کار به یوازې لیونی ردوي چې د پېغور ځای او شرعي منع اصلا پکې وجود ونلري، له بله پلوه د یوه جایز عمل ښې یا ظاهرا بدې نتیجې یوازې د لایزال خالق جل جلاله سره خوندي دي او کله هم د یوه یا څو مسلمانو بندګانو مسوولیت نشي کېدای .

دنوموړو پیښو او د هغوی د پېښو شوو پایلو مسوولیت د امریکې د چارواکو پر غاړه دی، چې د هیڅ مسلمان ولس او اسلامي خاورې په چارو کې یې له مغرضو اوږدمهالو مداخلو څخه دریغ او ډډه نه ده کړې او نه یې هم مسلمان ولسونه په کراره خپلواک ژوند ته پرې اېښي دي.

تر کومه چې په افغانستان او افغانانو (طالبانو) پورې اړه پیدا کوي نو یوازې د ښاغلي نوروز خان ورور په لاندې وینا باندې اکتفا کوم:-

[quote:671901bef6]باید ووایم چې اسامه طالبانو افغانستان ته نه وه راوستی ، بلکې له پخواني جهاد څخه طالبانو ته ورپاته وه ، طالبانو چې جلال اباد نیو اسامه هلته له وړاندې موجود وه .
باید ووایو چې [color=red:671901bef6]وروسته متاسفانه دطالبانو له خواددې موضوع دقیق درک ونه کړای شو[/color:671901bef6][/quote:671901bef6]


و.افغان
16.04.2011

نوروز خان صاحب:
ما يې د شړلو خبرې ته ترجيح ورکړېده، خو د تسليم له خبرې سره مې هم مخالفت نه دی
ښودلی، دا ځانته زما نظر نه دی، او نه زه کوم عالم يم چې خپل نظر په خلکو ومنم،
د نړۍ ډېرو جيدو علماوو همدا نظر لره، حتا ځينو يې ويل، که چېرې هغه بريء هم وي،
د اسلامي امت څخه د شر د دفعې لپاره دا کار روا دی، د طالبانو علماوو يې هم د شړلو
نظر لره،البته د تسليم اظهار يې نه دی کړی،،، او د دې دوه وجهې دي، يوه يې په
اسلامي سياست، او شرعي مقاصدو کې کمه پوهه وه، او بله يې کېدای شي؛
چې د مشر ملا صاحب او د ابن لادن د خوږې دوستانې ته په کتلو سره هغوی د تسليمۍ
خبره په خولې نشوه راخيستی.

د مطلقې تسليمۍ خبره د نړۍ ځينو جيدو علماوو کړېده، او اسلامي دولتونو ته يې
تسليميدا هم ډېرو علماوو کړېده، بلکه دا مې هم اوريدلي دي، چې ځينې طالب علماوو
له ابن لادن نه وغوښتل، چې قرباني ورکړي، او ځان تسليم کړي، او د استشهادي
عمليې په شان يو صورت ژوندی کړی؛ خو بن لادن د دې کار له کولو ډډه وکړه.
د علماوو نومونه به زه درسره شريک کړم ان شاء الله تعالی.
د اوس مهال لپاره د دوه علماوو نومونه واخله:
ستر محدث الشيخ عبد المحسن العباد، چې د تسليمۍ خبره مې ترې په خپلو غوږونو
اورېدلې ده.
او بل د مصر د هغه وخت بر حال مفتي دوکتور نصر فريد، نټ کې پسې وګرځه پيدا به
يې کړې.
نور بيا.

په درنښت

[quote:5abd590542="نوروزخان"]وهاج صیب لکه تاسو چې ویلي ، دیوه ازاد او سیکولر نظام لپاره ښایي دا ډیره هوسا وي چې دخپلو ملي ګټو او راتلونکو مشکلاتو څخه ،دخلاصون په خاطر داسې تنازلات وکړی ، لکه صدام چې ځیني توغندي غربیانو ته وسپارل ، دغه راز یي نړیوالو جاسوسانو ته په خپل کور کې دګرځیدو اجازه ورکړه ، اوهغه مهال دطالبانو د یومخیز مقاومت په نسبت ورته نړیوالو دصدام سیاسي هوښیاري وویله ، مګر طالبان ترهرڅه وړاندې اسلامي اساساتو ته متعهد وه ، او په اسلام کې د( الضرورات تبیح المحذورات ) اصل په داسې ضرورت بناء دی ، لکه دمخمصې په حالت کې له مرګه ډاریدونکی مسلمان ته چې دخنځیر غوښه یوازې په ژوند پایوونکي مقدار روا ده .
طالبانو دامریکا دفشار دنورو عواملو په تناظر کې یقنیا داسامه شړل دخپلې بقا لپاره یوه دومره حیاتي ضرورت نه باله .
بله داچې دا دلومړي ځل لپاره له یوه عالمه اورم چې داسامه امریکایانو ته تسلیمي ورته له اسلامي اساساتو سره موافق امر ښکاري ،که چیرې داسې وي ، بیا خو نو وهاج صیب یوازې په سمه سر یئ او دافغانستان او پاکستان ددیني مدارسو او مساجدو درست ملایان غلط دي[/quote:5abd590542]


Dr. Zubair
16.04.2011

پتوال صیب ډیره ښکلې خبره کوي، چې په سیاست کې ملي ګټې اولویت لري. او په طالبانو نیوکه کوي چې د یونیکال کمپنۍ پر ځای یې د ارجنټایني هغې سره تړون لاسلیک کړ.
(که د پتوال صیب تحلیل صحیح فرض کړو) نو هغه مهال چې طالبان د ارجنټایني کمپنۍ سره موافقه اعلان کړه د ملي منافعو غوښتنه او تقاضا هم همدا وه ځکه چې:
سعودي عربستان د هغو څو هیوادونو څخه وه چې د طالبانو امارت یې په رسمیت پیژندلی وه که طالبانو د ارجنټایني کمپنۍ پرځای (چې پتوال وايي د سعودي ونډه پکې وه) د یونیکال کمپنۍ سره موافقه اعلان کړې وی، آیا د سعودي سره به یې په نږدې اړیکو منفي اغیز نه وی کړی؟! آیا د سعودي سره دښمني جوړول به په یو نه یو ډول د ملي ګټو سره په ټکر کې شوی نه وی؟!
د یونیکال کمپنۍ سره موافقه، او ددې لارې امریکا خوشالول، او په نتیجه کې ملي ګټې تامینول، دا یوه احتمالي فرضیه وه، خو بالمقابل د ارجنټایني کمپنۍ سره موافقه چې له مخې یې سعودي سره مناسبات نور هم قوي کیدل یوه حتمي او له د لمر په څیر ښکاره حقیقت وه، او فقهي قاعده ده چې که چیرې دوه مصلحتونه چې یو یې حتمي وي او بل ظني وي، سره مخامخ کیږي، حتمي مصلحت ته د ظني هغه په پرتله لومړیتوب ورکول کیږي.
نو طالبانو دا کار په اصل کې د یو دوست هیواد سره د ښو اړیکو د پراختیا په موخه وکړ، د یونیکال سره د معاهدې له لارې د امریکايي احتمالي دوستۍ د ترلاسته کولو په بدل کې د یو برحاله او موجوده دوست قرباني کول، به زما په اند د ملي منافعو پرضد عمل وه.


و.افغان
16.04.2011

محترم ډاکټره!

يونيکال کمپنۍ طالبان تر کابله ورسول، نو داسې احسان فراموشي خو هم نه وه پکار.
د يونيکال کمپنۍ سره د تړون رد سبب د القاعده منفي تبليغات وو، نه ملي ګټې.
القاعده وو د طالبانو ته دا ويل چې يونيکال امريکنۍ کمپنۍ ده، او امريکايان په
فلسطين او اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو سره څه او څه کوي، نو تر دې تېر
شئ، او له دې بلې کمپنۍ سره تړون امضاء کړئ.
خو دېته يې نه کتل، چې نږدې ټوله عربي نړۍ غرب ته عموما او امريکا او اسرائيل ته
خصوصا تېل اوګاز ورکوي؛ نو که يوې امريکايي کمپنۍ هلته يو پايپلاين تېر کړی
وی؛ نو څه به شوي وو.
ښه، پايپ لاين دې ورنکړ، ملي ګټوته دې وکتل؛ نو دا تربوران دې د څه لپاره دلته
ساتلي دي؛ چې کله د امريکا په پوزه کې ډکې ورکوي، کله غوږونو، او کله يې په
.... لاسونه وهي.؟؟؟؟؟!!!!!!!!
که چېرته دې زور پرې نه رسېده، نو له نورو اسلامي هېوادونو څخه به دې کومک
غوښتی وو؛ چې دا اجراميان له دې خاورې وشړي.
او د نوروز صاحب دا خبره خو بيخي خامه ده، چې د يونيکال د شرکت عرض شخصي
وو؛ نه حکومتي، له ما او نورو ښاغلي نوروز ته به ښه پته وي؛ چې امريکايي دولت
له شرکتونو جوړ حکومت دی، او د شرکتونو فيصله د حکومت فيصله وي، سوله هم
دغه شرکتونه جوړوي، او جنګونه هم.

او نوروز خان صاحب: دغه بله فتوا هم درواخله:
القرضاوي يطالب بن لادن بتسليم نفسـه إلى محكمة دولية.
http://www.aawsat.com/details.asp?section=4&article=63891&issueno=8371

په درنښت

[quote:fc4cd7232a="Dr. Zubair"]پتوال صیب ډیره ښکلې خبره کوي، چې په سیاست کې ملي ګټې اولویت لري. او په طالبانو نیوکه کوي چې د یونیکال کمپنۍ پر ځای یې د ارجنټایني هغې سره تړون لاسلیک کړ.
(که د پتوال صیب تحلیل صحیح فرض کړو) نو هغه مهال چې طالبان د ارجنټایني کمپنۍ سره موافقه اعلان کړه د ملي منافعو غوښتنه او تقاضا هم همدا وه ځکه چې:
سعودي عربستان د هغو څو هیوادونو څخه وه چې د طالبانو امارت یې په رسمیت پیژندلی وه که طالبانو د ارجنټایني کمپنۍ پرځای (چې پتوال وايي د سعودي ونډه پکې وه) د یونیکال کمپنۍ سره موافقه اعلان کړې وی، آیا د سعودي سره به یې په نږدې اړیکو منفي اغیز نه وی کړی؟! آیا د سعودي سره دښمني جوړول به په یو نه یو ډول د ملي ګټو سره په ټکر کې شوی نه وی؟!
د یونیکال کمپنۍ سره موافقه، او ددې لارې امریکا خوشالول، او په نتیجه کې ملي ګټې تامینول، دا یوه احتمالي فرضیه وه، خو بالمقابل د ارجنټایني کمپنۍ سره موافقه چې له مخې یې سعودي سره مناسبات نور هم قوي کیدل یوه حتمي او له د لمر په څیر ښکاره حقیقت وه، او فقهي قاعده ده چې که چیرې دوه مصلحتونه چې یو یې حتمي وي او بل ظني وي، سره مخامخ کیږي، حتمي مصلحت ته د ظني هغه په پرتله لومړیتوب ورکول کیږي.
نو طالبانو دا کار په اصل کې د یو دوست هیواد سره د ښو اړیکو د پراختیا په موخه وکړ، د یونیکال سره د معاهدې له لارې د امریکايي احتمالي دوستۍ د ترلاسته کولو په بدل کې د یو برحاله او موجوده دوست قرباني کول، به زما په اند د ملي منافعو پرضد عمل وه.[/quote:fc4cd7232a]


نوروز خان
16.04.2011

وهاج صیب هرڅه کوه ،خو له امریکا نه خدای راته مه جوړوه ،چې ددنیا هرڅه به ددوی په کن او فیکون باندې ترسره شوي وي ، داڅوک وایي چې طالبان دیونیکال په پیسو ترکابله ورسیدل ، ترکابل طالبان په شپه شپه کې نه دي تللي بلکې په سپینه ورځ لاړل چې زما په شمول ټولو خلکو دسر په سترګو لیدل ،زه چې هغه مهال ماشوم وم طالبان مې لیدل چې په کلیو کې یې وظیفې ټولولې ،او په شړومبوپورې یې مړۍ تیروله .
که څوک وایي چې ملامحمد عمر یاطالبانو له اسامه سره تاوده اړیکي لرل یا دنظر یووالی تردې حده چې دملامحمد عمر په پریکړو به یي اثر کړی وي ، داهم سوچ دروغ دي ، طالبان حقیقتا خدای او اسلام ته ځان پړ باله چې اسامه اوورسره دتیرجهاد دعربو شهیدانو زرګونه کونډې او یتیمان یي ساتل ، نوره هیڅ دلچسپي یي هم ورسره نه درلوده او نه یي دپریکړې حق ورکاوه .
دګازو دنل لیکې دمخنیوي مسؤلیت هم دامریکایانو په غاړه حقیقتا امریکایانو نه غوښتل په افغانستان کې دطالبانو په لاس کومه ستر پروژه ترسره شی ، نوځکه یي لکه څنګه چې دګازو دنل لیکې پروژه ډب کړې وه ، دمخابراتو په برخه کې دطالبانو یوسترقرداد دغه راز دنویو بانک نوټونو دچاپ قرداد یي هم ځنډولی وه ، زه وایم که طالبانو له یونیکال سره منلې هم وای امریکا به ددې نل لیکې دغځولو اجازه نه وه ورکړې او نه به داکار انجام شوی وه ، تاسو لطفا یوځل له دې زاویې حالت وګورئ او بیا خپل قضاوت ولولئ
ماوړاندې وویل چې طالبانو کله هم په ارادي ډول نه غوښتل دامریکا رقیبان ورته وساتي ، خو طالبان له یوه ترسره شوي عمل سره مخ وه ، دنړۍ یوزیات شمیر رښتینی مسلمانان هلته دیره له وړاندې دیره وه ، دوی یوه نه وه نه دوه وه ، بلکې زرګونه وه ، اودمختلفو هیوادونو وه ، دغه راز نړۍ هم په رښتیا نه غوښتل له طالبانو سره دامشکل په ابرومندانه ډول حل کړي ، طالبانو بیلابیلو پیشنهادونه وکړل خو امریکایایو په نطفه کې ور ردول ، همدا لامل چې دطالبانو له یوه لاسه ټک نه خوت .
اودقرضاوي دفتوی په اړه باید ووایم چې په قطر او افغانستان کې نافذ اسلام دځمکې او اسمان فرق سره لري ، قطر په لیبیا دصلیبي اشر برخوال دی او طالبان په په افغانستان دصلیبي اشر قربانیان دي

اوپتوال صیب لیکلي
[quote:327f916595]بې له دې چې رښتيا هم سياست د طالب او ترکاڼي د بيزو کار نه و


[/quote:327f916595]
پتوال صیب سیاست به یا دطالب کار وي یا نه ، مګر دا حقیقت دی چې طالب دسیاست دچپ لاسو او ښي لاسو ټول کړي ورپاک کړل چې په پایله کې یې افغانستان دشتون له بحران څخه خوندي ووت


پتوال
16.04.2011

نوروز خان نه سلامونه !

د وهاج افغان خبره رښتيا ده چې آمريکا طالبان تر کابله ورسول :
لومړی يې په پاکستاني فشار د ننګرهار والي اړ ويست چې د طالبانو په وړاندې مقاومت ونکړي، بيا البرايټ کابل ته راغله له رباني سره يې وکتل،
وروسته يې اعلام وکړ چې پښتنو يو ځل د نادر خان په مشرۍ له بحران څخه د هيواد ژغورلو تاريخي ابتکار ښودلی دی، که سره متحد شي
دغسې ابتکار بيا هم کولی شي ،ورپسې يې په رباني او مسعود مستقيم فشار راوړ چې کابل له مقاومت پرته خوشې کړي ، څو ګواکې
(( په کابل کې ملکي خلک تلف نشي(!!!)) ، د حکومت مشري په شمال کې هم ساتلی شي ، همغه و چې کآبل يې له وسلوال هوايي او ځمکني
مقاومت پرته ورته پرېښود په دې سرابي هيله چې امريکا به يې په شمال کې کلکه مرسته کوي .
داچې وروسته د طالب صيمانه عشق له القاعدې سره ورځ په ورځ زيات شو او [color=red:cd2e031c9c]ګوډاګيت پرته[/color:cd2e031c9c] د جنون حالت ته ورسيد،
په هيواد کې د هغوی ښکاره پوځي ترېننګونه پيل شوو، نو امريکا يې ورور له ملاتړ څخه لاس واخيست .
خو طالبان لا له هماغه پيل څخه د امريکايانو مخالف وو . زه پخپله د طالبانو د وخت په پيل کې ننګرهار ته لاړم او هلته د ماښام
په ډودۍ کې مې د والي د مرستيال په قرارګاه کې کډون وکړ ، نوموړي او ګڼ شمير حاضرو طالبانو د اروپا د مسيحيانو په اړه راڅخه
په ډېره علاقه پو ښتنې کولې او د لويديځ ټول سياست يې له سېلمي د مسيحيت په عينکو کې کتۀ .
د شوروي پر ضد يې يو ټکی نه وايه او له امريکا څخه يې له دليل پرته سر ټکاوه چې ګواکې ټول خطر د امريکا له خوا متوجه دی (!).
دوی له هماغه اولو کلونو څخه له امريکې سره د القاعدې دوښمني خپله دوښمني بللې وه او هڅه يې کوله له دليل پرته ورته
د افغانستان خلک اماده کړي ! د طالب له حلقو بهر د القاعدې سره د طالب تړاو په بحثونو کې دومره نه محسوسېدۀ او زه هم ترې خبر نه وم.
نو جناب مرستيال والي ته مې وويل چې دا هم بايد له پامه ونه غورځول شي چې له امريکې سره
به د افغانستان د مناسباتو په خرابوالي کې ښايي زمونږ ګاونډيان خپلې ګټې ويني . خو جناب صدراعظم به سر د نفې په شکل خوځاوۀ
څه به يې نه ويل او ناست طالبانو به هم حيران حيران هغه ته کتل . خدای خبر چې زمونږ له را پاڅېدو وروسته به يې خپلو طالبانو ته زما په اړه
څه په خولې راغلي وي چې ګواکې دا (( غرب زده )) ميلمه خو ډير ښه شو چې نور پاڅېد او لاړ ! :lol: :lol: :lol:
او ډاکتر زبير صيب تاسو ته خو د محترم وهاج افغان ځواب له بساند څخه هم زيات بولم، جزاک الله فيهم ! خو زه به ستاسو د پوهاوي له پاره
همدومره ورزيات کړم چې د سعودي زور او اړتيا يو هم د يو ابر قدرت سره نه پرتله کيږي، نو توقع يې هم دا نه وه چې افغانستان
خپل آزاد تصميم ته پر نږدي او يا ورسره مناسبات خړ پړ کړي، خو دالقاعدې مشر طالبان د امريکا په ضد
دخپل سنګر ملګري بلل او لکه څنګه چې وليدل شول د طالب افراط په دې برخه کې له القاعدې هم پښه اړولې وه او القاعدې ترې
د طالب د شعوري نيمګړتيا څخه اګاهانه او قصدا ناوړه ګټه پورته کوله نۀ د سعودي حکومت ! په دې سر پےره سعودي د امريکا
ستراتيژيک دوست هم دی او د طالب دوستي يې له امريکې سره دومره بده نه تلقي کوله ، حال داچې
د القاعدې سره د طالب په دوستۍ پخپله هم خوشاله نه و ، که څنګه ؟؟؟؟
داچې تاسو ليکلي :
[quote:cd2e031c9c]د پتوال صاحب د لاسلیک تکمله :
...او ددې ستونزې یوازینی حل د عالیقدر امیرالمومنین ملا محمدعمر مجاهد حفظه الله تر قیادت لاندې د سوچه اسلامي نظام قایمیدل دي.[/quote:cd2e031c9c]
بالکل سمه څبره مو راخيستې ده ، د حاکم فاسد اجير او ګوډاګي خاين او جنايتکار حکومت پر ځای خو طالب حکومت په ړندو کې د يوې سترګې
والاو پادشاهي ده ، ولې ملي مصالح دا غوښتنه لري چې د افغان وينې دې د افغان په لاس تويې نشي زور زياتی دې پر هېڅچا ونه شي او يو پراخ بنسټه ملي اسلامي حکومت دې رامنځته شي چې د ازادو انتخاباتو او ازادو مطبوعاتو ولسواکي او او امت واکي پلې کړي . ومن الله التوفيق !


نوروز خان
17.04.2011

السلام علیکم
پتوال صیب داچې تاسو د وهاج صیب تحلیل منئ ستاسو کار دی ، مګردنوموړي په متن ستاسو شرح دومره سوړې لري چې ښایي ښاغلی صاحب المتن یي هم درسره ونه مني لکه
[quote:7da4bacb26]د وهاج افغان خبره رښتيا ده چې آمريکا طالبان تر کابله ورسول :
لومړی يې په پاکستاني فشار د ننګرهار والي اړ ويست چې د طالبانو په وړاندې مقاومت ونکړي، [/quote:7da4bacb26]
پتوال صیب طالبان چې کله له ځاځیو په ازره ورپورته شول ، او په حصارک کې دلومړي ځل لپاره له سخت مقاومت سره مخ شول ، آیا سترګو ته مو نه دریږي ، آیا حاجی قدیر په ځایي ملاتړو سربیره خپل دری زره چرسیان دننګرهار ددفاع لپاره حصارک ته نه وه راوستي ، چې دملابورجان په وړاندې خدای وشرمول
[quote:7da4bacb26]بيا البرايټ کابل ته راغله له رباني سره يې وکتل،
وروسته يې اعلام وکړ چې پښتنو يو ځل د نادر خان په مشرۍ له بحران څخه د هيواد ژغورلو تاريخي ابتکار ښودلی دی، که سره متحد شي
دغسې ابتکار بيا هم کولی شي ،ورپسې يې په رباني او مسعود مستقيم فشار راوړ چې کابل له مقاومت پرته خوشې کړي ، څو ګواکې
(( په کابل کې ملکي خلک تلف نشي(!!!)) ، د حکومت مشري په شمال کې هم ساتلی شي [/quote:7da4bacb26]
درباني په وخت کې کابل دامریکا دبهرنیو چارو دوزیرې ماډلین البرایټ راتګ هیڅ پيښلیک هم نه ده ثبت کړی او نه څوک ترې خبر شوي دي ، داخبره ماته خورا خندونکې او بې بنسټه ښکاري ، ځکه عمومي باور دادی چې دروسانو له وتلو وروسته په امریکایي سیاست کې له افغانستان سره علاقه په کمیدو شوه چې دنجیب په سقوط سره بیخي اسفل السافلین ته ورسیده ، داسې ویل کیږي چې کلنټن په خپله لومړنۍ مهمه وینا کې دافغانستان نوم نه وه اخیستی ، اونه یې حالات ورته دتوجه وړ بریښیدل ، په داسې وضع کې داخبره کول ، بیخي بې ځایه دي چې امریکا دې خپل دبهرنیو چارو دوزیرې په سویه کوم استازی کابل ته لیږلی وي ، نوچې دالبرايټ سفر منفي شو دپتوال صیب لخوا پرې تفریع شوی خوندور تحلیل هم منفي وبولئ
پتوال صیب وایي مسعود نه غوښتل کابل وساتي ، چې نه یي غوښتل نو دجلال اباد دفاع ته یي سرتیري ولې دطیارو له لارې لیږل ، او په جلال اباد یي بمبارد ولې کاوه ،
طالبان چې له جلال اباد به کابل راګرځي او دری ډلې کیږي چې یوه دتګاب له لارې دبګرام په خوا پرمختګ کوي او پاتې یې یوه پرماهیپر او بله دلته بند له لارې په کابل برید کوي ، مسعود خپل ټول زور ورسره وازمایه ، او طالبانو هم بې دریغه قربانۍ ورکړې ،په وریښمین تنګي کې دمسعود ماینونو له لاسه دګڼو طالبانود قربانۍ له وجې خو دبي بی سي ګوهر رحمن وویل چې طالبان کابل ته دککریو په زینه وختل .
پتوال صیب داټول هغه حقائق دی چې اولس لیدلي ، تاریخ ثبت کړي ، اورښتیا دي لطفا نوې مه کې راباسئ ، چې ترټولو لومړی زما په نزد ستاسو اعتبار ته زیان رسوي .


عادل عادل
17.04.2011

السلام علیکم

هغه چې د مختلفو اسبابو په وجه د خپل ولس په منځ کې له ژوند کولو څخه بې برخې دي، یا خو د خپل کلي کور او شاوخوا منطقې له اراضي سره د نشت په کچه بلدتیا لري، خامخا به د طالبانو د چټک پرمختګ په اړه د ښاغلي پتوال او وهاج ورور په څېر عجایب غږوي.

د طالبانو د پرمختګ په مهال به د پورته په شان اهل نظر خاوندانو ویل چې طالبان له داسې لارو او ګودرونو نه استفاده کوي چې پرته له نظامي پوهې/تجربې امکان نلري، د دوی دا منطق که لږ وسپړو نو د هغه شپانه په حق کې هم په ورته توګه قضاوت کیژي چې مېږې یې ورکې وي او له داسې لارو، ګودرونو او کنډونو څخه اوړي رااوړي چې له نظامي پوهې/تجربې پرته ناممکن وي، د اهل نظر دا ډول خاوندان خو کیدای شي په ټول عمر کې هم یو ځل د خپل کلي او درې نه بل کلي یا منظقې ته په پیاده تګ سره خپل مبارک او واجب الاحترام حجم نه وي وړی، بلکه له شخصي موټرو او عامه ترانسپورټ نه په استفادې سره به یې له عامو مشهورو لارو څخه استفاده کوله، دوی ته کله هم د یوه مسکین طالب کړاوونه او سختي نه ده محسوسه چې له یوه جوماته بل ته په څه ډول او د کومو لارو څخه په استفادې سره کډه کوي، نو خود به یې د دوی د پرمختګ په وخت کې ورته علمي یا د نظامي پوهې په رڼا کې ړانده قضاوتونه کول.....

د ښاغلي نوروز خان ورور د فرمودې په تایید سره ویلی شم چې ولس د طالبانو د ظهور او چټک پرمختګ تر ټولو نږدې عیني شاهد او قلبي همکار وو، او ورته انګیرنې پرته لدې چې د اهل نظر د خاوند اعتبار خط-خط کړي، بل څه پرې اصلا مرتب نه دي.


Dr. Zubair
17.04.2011

وهاج صیب
ما چې د علامه دکتور یوسف القرضاوي نوم ولید ټکان مې وخوړ چې د اسلامي نړۍ دا وتلی فقیه او جید عالم څنګه د اسامه بن لادن د ورتسلیمولو خبره کوي؟

خو کله چې مې د هغه وینا پخپله ولوسته نو ایله مې زړه ارام شو. تاسو د علامه دکتور یوسف القرضاوي وینا یو ځل بیا ولولئ چې نوموړي څه ویلي چې طالبان دې اسامه امریکا ته ورتسلیم کړي او که اسامه ته یې مشوره دا ده چې پخپله خپل ځان نړیوالې محکمې ته ورتسلیم کړي؟؟؟؟

قرضاوي خو داسې وايي: [color=blue:f9c2ed1e8b]انني ادعو بن لادن الى تسليم نفسه الى محكمة دولية[/color:f9c2ed1e8b]
خو تا یې خبره داسې انګیرلې چې ګني هغه ویلي: [color=blue:f9c2ed1e8b]إنني أدعو الطالبان إلى تسليم بن لادن إلى محكمة دولية[/color:f9c2ed1e8b]

د دواړو خبرو ترمنځ ډیر فرق موجود دی. زما په ګومان خو د عبدالمحسن عباد او نصر فرید فتواوې به دې هم هذا القیاس وي.
یوسف القرضاوي طالبان بیخې یاد کړي نه دي، زه وایم که اسامه د قرضاوي خبره منلې وی او پخپله یې خپل ځان نړیوالې محکمې ته تسلیمولی طالبانو به یې هم مخالفت نه وی کړی. او لا خوشاله شوی به هم وی. کیدی شي طالبانو ته د قرضاوي وینا هم رسیدلې وي ځکه چې تاسو خبر شوي یئ چې ځینو طالب مشرانو د بن لادن نه غوښتنه کړې وه چې پخپله خپل ځان ورتسلیم کړي خو هغه نه وه منلې. نو ترکومه چې د قرضاوي وینا په طالبانو پورې اړه درلوده هغه خو تاسو پخپله لیکلي چې طالبانو د قرضاوي د وینا مطابق کار کړی هم وه.

خو دا چې طالبان راولاړ شوي وی او د اسامه لاسونه یې ورتړلی وی او امریکا ته یې ورسپارلی وی، ددې کار نه اسلام اجازه ورکوله، نه افغانیت، او نه یې یوسف قرضاوي فتوا ورکړې.

او دا نفي حکم په بن لادن باندې تطبیقول، او یا د حدیبی صلحه دلته د دلیل په توګه راوړل، خو دې دومره شنیع قیاس مع الفارق دی چې زه خو وایم که لږ دمه وکړې چې ذهن دې آرام شي او بیا راشې خپلې خبرې دوهم ځلي ولولې نو پخپله به هم ورته حیران شې چې دا مې څه ګډې وډې رایوځای کړي او د اندړو اتڼ مې جوړ کړی؟!

ته کوم شرعي مصالح یادوې چې پر بنسټ یې باید بن لادن امریکایانو ته تسلیم شوی یا له هیواده شړل شوی وی؟؟؟؟
دمصالحو د تحقق خبره به دې هغه وخت شرعي وه چې د بن لادن تسلیمول یو مباح کار وی. اوس خو مونږ غټ پټ حدیث لرو چې مسلمان د مسلمان ورور نه به پرې ظلم کوي، نه به یې تسلیموي، او نه به یې ذلیله کوي.
وهاج صاحب! تاسو ته زما د خطاب لهجه پتوال او هڅاند ته دخطاب د لهجې نه ډیر فرق کوي، زه هغوی سره د شرعي اړخه دا مسئله نه شم څیړلی، هغوی ته که دا حدیث وړاندې کړم چې: المسلم أخ المسلم لا يظلمه ولا يسلمه ولا يخذله.. نو دستي يې د اي ایس آی، یونیکال، لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې په پس منظر او فلسفو کې تالا کړي. خو تانه زه پوښتنه کوم چې ددې مبارک حدیث په رڼا کې ته د کومو مصالحو پر بنسټ د اسامه سپارل ترجیحوې؟

بله دا چې ته وايې تسلیمولی دې یې نه، خو شړلی دې یې وی.
که په یاد دې وي د سپتمبر دپیښو نه وړاندې یو ځل طالبانو یوه محاوله وکړه او اعلان یې وکړ چې اسامه د افغانستان نه وتلی، خو چا ورباندې چورت هم خراب نکړ او (د پتوال د آی ایس آی په شان) امریکایانو خپله ببولاله بیاهم غږوله چې بن لادن په نیروبي او دارالسلام کې زمونږ په سفارتونو چاودنې کړي او اوس په افغانستان کې پټ دی. ددې معنی دا ده چې که طالبانو اسامه تسلیم کړی هم نه وی او په محفوظه توګه یې د هیواد له پولو نه په پټه توګه پورې ایستلی وی بیابه یې هم امریکايي چارواکي نه وی راضي کړي او طالبان به یې مجبورول چې این کې که بین کې ماته به اسامه راپیدا کوې.
نو آیا څه فکر کوې چې هغه مصالح به متحقق شوي وی د کومو چې تا پورته یادونه کړې؟ زما په فکر هغه اهداف چې ته یې شرعي مصالح بولې، هیڅکله به نه وی متحقق شوي، او په تابه هغه دهندو کانه شوې وه چې هم دین لاړ او هم....


عادل عادل
17.04.2011

السلام علیکم

[quote:637bf6b7d1]که چېرته دې زور پرې نه رسېده، نو له نورو اسلامي هېوادونو څخه به دې کومک غوښتی وو؛ چې دا اجراميان له دې خاورې وشړي[/quote:637bf6b7d1]

دا خو څه د کرزي صاحب مېلمانه نه وو چې زور یې پرې نه رسېده، دا نسخه دې واقعا د خندا وړ ده :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more