نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
20.12.2010
[quote:fd2afb3ce8="larghonay laraway"]سلامونه!
کامران صيب تاسو رښتيا وايئ خو دا بهانه د سکرين پر مخ بهانه ده. نور نو ټول په دې پوهېږي چې د طالبانو په تشکيل، تشکل او ملاتړ کې د چا لاسونه وو او په له منځه وړلو کې يې د چا لاس ؤ او اوس يې څوک تر شا ولاړ دي.
دا ټوله يوه پروژه وه خو پلي کوونکی يې پاکستان دی او وسيله يې طالبان دي.
زه هيڅکله هم کرزی او ملاعمر سره نه برابرووم ځکه چې کرزی د پردې پر مخ او ملاعمر د پردې ترشاه دی.
مننه[/quote:fd2afb3ce8]
کرزۍ جان کمزورې نه ده چې به ډار کړي
........................................................................ په ښکاره نارې وهي چې خوله مې ورکړه !
او ټولو ته رسوا رسوا ده چې امريکايانو ته يې په سياست کې يواځې خوله نه، بلکې سياسي کونه هم ورکړې ده،
خو لاروی صيب دا د پردې ترشا اړاو تړاو دې سم ٍثبوت
يا د ثٍبوتونو بشپړاوی غواړي ، نو څه چې لرې را دېخوا يې کړه چې ويې تلو، که د تورن ګناه تر ثوآب يوه زره هم په تول زياته وختله نو
خدای رسول ملت او وطن ته به يې پړ وبولو، او که ثواب يې تر ګناه دروند وخوت بيا نو د افغانستان ملي او اسلامي مشر دی او اقتدا به پسې کوو !
د امريکا د پلانونو ادعاګانې او هغوی ته په اشارو څه نه ثابتيږي، صرف دکلکو ګمانونو يا فرضيو په ډله کې راځي او چندان وزن نه اخلي .
نو هغه ټول شواهد چې تاسې يې دې نتيجې ته رسولي ياست د لوستونکو سره شريک کړئ ښايي هله بيا لوستونکي هم له تاسو غوندې ورته نتيجه ګيريو ته ورسيدلای شي .
په درنښت او سلامونو !
نوروز خان
20.12.2010
[quote:2a410b67ad]
کرزۍ جان کمزورې نه ده چې به ډار کړي
........................................................................ په ښکاره نارې وهي چې خوله مې ورکړه !
او ټولو ته رسوا رسوا ده چې امريکايانو ته يې په سياست کې يواځې خوله نه، بلکې سياسي کونه هم ورکړې ده،
خو لاروی صيب دا د پردې ترشا اړاو تړاو دې سم ٍثبوت
يا د ثٍبوتونو بشپړاوی غواړي ، نو څه چې لرې را دېخوا يې کړه چې ويې تلو، که د تورن ګناه تر ثوآب يوه زره هم په تول زياته وختله نو
خدای رسول ملت او وطن ته به يې پړ وبولو، او که ثواب يې تر ګناه دروند وخوت بيا نو د افغانستان ملي او اسلامي مشر دی او اقتدا به پسې کوو !
د امريکا د پلانونو ادعاګانې او هغوی ته په اشارو څه نه ثابتيږي، صرف دکلکو ګمانونو يا فرضيو په ډله کې راځي او چندان وزن نه اخلي .
نو هغه ټول شواهد چې تاسې يې دې نتيجې ته رسولي ياست د لوستونکو سره شريک کړئ ښايي هله بيا لوستونکي هم له تاسو غوندې ورته نتيجه ګيريو ته ورسيدلای شي .
په درنښت او سلامونو ![/quote:2a410b67ad]
دروند پتوال صیب سلامونه
مونږ هم دا درې ورقې خبرې دهمدې لپاره وکړې ، او خدای شته چې یوازینی مقصد مو همدا دی چې ړانده میزایل به نه توغوو بلکې کره خبرې به کوو ، خولاروی غریب دبیان له بوش ورکړې ازادۍ سره په پوزه مچ نه پریږدي ،او دخپلو خبرو دسپیناوي په ځای تورونه ، پیغورونه ، ښکنځلې او ټاپې بادوي ، مونږ ته ستمیان وایي خو خپلې خبرې یې کټ مټ هغه جراوبحث ته پاته کیږي چې همدانن مې په فیسبوک کې دآرش خراسان پور په نامه دیوه ستمي په فروفایل کې ولوستې ، خداې دې سم کړي
20.12.2010
[quote:52c160383f]امام الشعبي رحمه الله ته یو سړي وویل: ای عالمه!
هغه ورته وویل: عالم هغه څوک دی چې د الله جل جلاله څخه ډاریږي.
الله تعالی فرمايي( انما يخشى الله من عباده العلماء)
عالم هغه څوک دی چې د الله جل جلاله ډاریږي، او د هغه له ویرې ګناه ته نه نږدې کیږي.
په پورتني ایت کې د (انما) لفظ راغلی، د عربي لغت متخصصین پوهیږي چې دا لفظ څه شی افاده کوي؟
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي:
كفى بخشية الله علما.
د علم لپاره همدا بس ده چې یو سړی د الله جل جلاله څخه وډار شي. [/quote:52c160383f]
کامران صيب ته له سلام وروسته :
وروره افراد مختلف وي، مسلمانان هم افراد دي او ټول يو ډول نه دي،
عام قانون دادی چې د ديني علم له زياتوالي سره تقوی او د الله ويره زياتيږي، خو شته ځينې کسان چې
د لږ علم سره ډيره تقوی لري، ځينې له ډير علم سره ديره او د لږ علم سره لږه تقوا لري،
اوځينې بيا په شرعه هېڅ نه وي خبر خو له خدايه ويره يې
تر نورو ډيره وي، نو څه فکر کوئ که د شرعې مسوليت دغسې يو شخص ته وسپارل شي چې ويره او تقوا يې تر ټولو زياته خو شرعې علم يې صفر
ته تقرب کوي ستاسې په اند بآيد د قضی مسايل هم دۀ ته وسپارل شي (؟؟؟)
او که وسپارل شي له عهدې بۀ يي ووځي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
او بيا اوس خو يواځې شرعه نه بلکې اداري او سياسي علم او پوهه لاينفک ضرورتونه دي ، فکر نه کوئ چې
تقوا= علم دهر مسلمان دينې درجې له پاره راوړل شوې او دفرد فرد مسلمان
اخروي منزلت بيانوي (؟)، لکه څنګه چې يې دغه ايت شريف هم بيانوي
.................................................... [color=blue:52c160383f]انّ اکرمکم عند الله اتقاکم [/color:52c160383f]
خو دا داداري ، پوځي او سياسي مشرتابه سره چې شرعي علم يې نيمګړی وي څه او څومره اړه لري ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
عادل عادل
21.12.2010
سلامونه
نوروز خانه وروره ښه شوه چې یوه بله مشترکه وجه مې هم درسره پیدا شوه، هغه دا چې ښاغلي لاروي صیب له ډیره پخوا ماته د ستمي په سترګه ګوري، او تاسو یې دا دی تازه په تازه په ستمیانو کې شمیرلي یاست.
خدای شته ما دده د نوموړي تور په اړه تر ننه ځکه غبرګون نه دی ښودلئ چې نه مې غوښتل خپل وخت د ستمیانو په مطالعه کې ضایع کړم، او تر اوسه هم نه یم پوه چې زما کوم دریځ لاروي صیب ته دا شک ور د ننه کړ چې زه دده په قول ستمي یم او یا هم ستمي افکار لرم؟
دا خو بیا بیله موضوع او د ښاغلي لرغوني صیب ذاتي تشه ده چې د خبرو په افاده کې د ......... تاسو بد یاست ..... او .... ستاسو فکر بد دی، ............. یا ....... ستا نه نفرت لرم ...او ........ ستا له فلان خوی نه نفرت لرم .......یا .......... تاسو ستمي یاست .... او ..... ستاسو دغه خبره د ستمیانو ده ............... او داسې نورو فرق او اخلاقی نازکتیا په پام کې ونیسي.
په هر حال تاسو د خراسانپور د پروفایل یادونه کړې، ماته مو یو بل ښاغلی راپه یاد کړ چې د څو شپو هم اتاقه انډیوال مې وو، د کورنی نوم یې بزرګنیافر وو، لوړ تحصیلات یې درلودل، ښه قد او قامت، خوشبرخورده، ظاهرا اخلاقی خو د زهرو ډک افغانی ضد افکار یې درلودل.
دې ځوان زما سره ټوقې پیل کړې، خو که د ټوقو په لړ کې به خبره تاریخ پورې یاده شوه نو دا ښاغلی به جدي شو او ویل به یې چې پام کوه چې په داسې مسایلو کې فارس او ایران پارسا ته ونه رسې خو ده به وخت ناوخت افغانستان د ایران د پخواني قلمرو جز باله او د ټوقو په وخت به یې د بې فرهنګه په څیر داسې ډیر نور ناوړه الفاظ له خولې وتل، لنډه دا چې د افغان په ژرنده یې کله هم اوړه نه وو کړي، په ټوقو کې مو خبره دې ته ورسیده چې مابه دده څخه د ده د کورني نوم د تلفظ مرسته غوښته او دا چې دی ډیر ځانغوښتونکئ و، نو علاقه یې درلوده د خپل کورني نوم سم تلفظ ماته رازده کړي، ما به بزرګنیافر د لاسه په پې سره تلفظ کاوه او ده به ویل چې نه په فې سره یې تلفظ کوه او په دې توګه به مخامخ ورسره ناست وم او داسې ورځ به نه وه چې د ده د ښونیز ........بُزرګنیافَرررررر په زده کړنیز تکرار سره به ما په .......بُزرګنیاپَررررررررررر سره دده ناولي مخ ته خپلې پاکې لاړې نه توکلې، ده به دسمال ته لاس کړ او لاړې به یې پاکې کړې خو د ژورې خودخواهی او تعصب له وجهې یې سترګې ړندې او ماغزه یې هم داسې پڅ وو چې زما په مسخرو به نه پوهیده.
خدای دې عفو وکړي چې the would be ستمي نوموړي سړي نه مې بالاخره د مرحوم مولوی صیب محمد نبی محمدی رحمه الله په قول د خیرک ادې جوړه کړه.
که لاروی صیب کولای شی مونږ ته ستمیان راوپیژنی، نو منندوی به یې وم.
كريم كامران
21.12.2010
سلامونو ته مو وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
پتوال صاحب ډیره ښه پوښتنه مو مطرح کړې.
لومړی باید ومنو چې انسان نیمګړی او ناقص دی هیڅکله د نورو له مرستې او ملاتړه مستغني نه دی، که یو انسان هرڅومره لویه علمي درجه ترلاسه هم کړي بیا هم په یوازې سر نه شي کولی چې اداري او سیاسي قیادت د نورو له لاسنیوي څخه پرته په ښه شان پرمخ بوځي، هیڅوک دا دعوه نه شي کولی او نه یې کړې، په تیره بیا په اوسنۍ زمانه چې تاسو ته به بهتره معلومه وي چې علم په څومره نورو علومو تقسیم شوی دی؟!! د عصري او ساینسي علومو خو پوښتنه مه کوه چې په څومره اجزاوو ویشل شوی دی، او دا لړۍ لا هم ښه په درز کې روانه ده، هر علم هره ورځ نوي نوي نور علوم زیږوي. دا خبره یوازې په سیاسي ډګر پورې منحصره نه ده بلکې د اوسنۍ زمانې اجتهاد هم د پخوانۍ زمانې تر اجتهاده ډیر توپیر لري او مجتهد اړ دی ترڅو د خپل تخصص سربیره د نورو تخصصاتو د پوهانو آراء او نظریات هم وغواړي پخوا شونې وه چې یو مجتهد پخپله د یوې مسئلې په اسانۍ سره حکم راوباسي ځکه نوموړي به هر علم باندې عبور درلود، په علم التفسیر، علم الحدیث، فقه، اصول فقه، علم التوحید، لغت..... همدارنګه د هغه وخت په عصري علومو کې یې هم کافي معلومات درلودل لکه علم الاجتماع، اقتصاد، قانون..... او نور، نو هغه دې ته ضرورت نه درلود چې په اجتهاد کې د بل چا څخه مرسته وغواړي اِلا ماشاء الله. خو نن اکثره علماء په دې نظر دي چې په اوسنۍ زمانه کې په ځینو برخو کې اجتهاد په انفرادي توګه امکان نه لري، باید یوه داسې ټولنه موجوده وي چې په هغې کې د هر علم متخصصین ګډون ولري هغه باید د دیني علماوو سربیره د اقتصادپوهانو، روغتیايي ډاکټرانو، ارواپوهانو، قانونپوهانو، انجینرانو، ټولنپوهانو، پوځي متخصصینو... څخه متشکله وي، ځکه چې که یوه داسې مسئله رامنځته شي چې هغه په پورتنیو تخصصاتو پورې اړه لري نو ددغو پوهانو لخوا به ورته تشریح کیږي، له هغې وروسته به دیني علماء په نوموړې موضوع کې فتوی ورکوي.
نو خبره مې دا کوله چې نن ورځ که هرڅومره لوی عالم، رهبر او قاید جوړ شي په اداري سیاسي اقتصادي او پوځي چارو کې متخصصینو ته ضرورت لري، که چیرته د رهبر او قاید په زړه کې د الله څخه ویره وه، تقوی یې درلوده، د الله څخه ډاریده... نو د هغوی لارښوونې او سپارښتنې به د خپل دین هیواد او ولس د ګټو او منافعو د خوندې کولو لپاره په کار اچوي او کار به ترې اخلي، اما که رهبر او قاید مو نه الله پیژانده، نه یې د الله څخه ویره په زړه کې وه، نه ترې ډاریده... نو په دې صورت کې که د دنیا ټول علوم په همدې کې راټول شي او (امة في رجل) وګرځي هم هیڅکله به نه د دین خدمتګار جوړ او نه به د هیواد او ولس ددرد دوا شي.
زما د تیرو لیکنو څخه مطلب هیڅکله دا نه وه چې ملاصاحب د هرډول سیاسي، اداري، پوځي او اقتصادي چارو د پرمخ بیولو په یوازې سر او یوازې ځان جوګه دی. تاسو د نړۍ په مشرانو او ولسمشرانو کې نظر واچوئ چې کوم یې هم په شرعي، هم په سیاسي، هم په اقتصادي، هم په پوځي او ټولو مجالاتو کې عالم دی، یوازې په ولسمشرانو کې نه، بلکې د نړۍ پرمخ به هیڅوک داسې ونه مومئ چې هغه په هر مجال کې د پوهې څښتن وي.
حتی د الله پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم په دنیوي امورو کې د صحابه وو څخه پوښتل.
تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او ژوندانه ته نظر واچوئ چې هغه علیه السلام هیڅکله په دنیوي چارو کې د پوهې او تجربې دعوه نه کوله بلکې ویل به یې: أنتم أعلم بأمور دنياكم.
تاسو له ماڅخه په دنیوي کارونو ښه پوهیږئ.
او په پوځي او نورو چارو کې به یې د صحابه وو څخه مشوره اخیسته او دهغوی په لارښوونو به یې عمل کاوه.
صحابه وو ته هم دا کوم عیب نه ښکاریده، د بدر په غزا کې کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو داسې ځای کې د اړولو امر وکړ چې د پوځي نګاه نه هلته پاتې کیدل مناسب نه وه، نو حباب بن المنذر سمدستي ورته وویل: أرأيت هذا المنزل أهو منزل أنزلكه الله فليس لنا أن نتقدم عنه أو نتأخر أم هو الرأي والحرب والمكيدة.
یعنې که چیرته د الله جل جلاله لخوا درته په دې ځای کې د پاتې کیدو امر شوی وي نو په دواړو سترګو یې منو، او که چیرته ستاسو خپل نظر او جنګي تاکتیک وي نو دا ځای مناسب نه دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل دا زما خپل نظر دی، نو صحابي وویل یا رسول الله غوره داده چې ددې ځای نه فلانی ځای ته لاړ شو. د رسول الله صلی الله علیه وسلم هم دا خبره ډیره خوښه شوه او هماغه ځای ته لاړ کوم چې حباب بن المنذر رضي الله عنه ورته ښودلی وه.
تاسو به په اسلام کې د شوری په فلسفې او حکمت باندې خامخا پوهیږئ، که چیرته په اسلام کې د رهبر او امیر لپاره دا شرط وه چې جامع العلوم والفنون به وي، هیڅکله به مونږ ته دا امر نه وه شوی چې: وآمرهم شوری بینهم.
خو د یو رهبر لپاره د الله جل جلاله ویره او ډار یو داسې صفت دی چې هم یې شرع مونږ ته امر کوي، او هم مونږ ورته عملا سخت ضرورت لرو.
نو پتوال صاحب که د هرې خوا نه دا موضوع وڅیړل شي، تقوی او د الله جل جلاله ډار او ویره د قاید او رهبر اولنی او اساسي صفت شمیرل کیږي.
الله جل جلاله دې مونږ ته دا توفیق او وړتیا راپه برخه کړي چې د درې لسیزو جنګونو څخه وروسته، ددې دردیدلی او بې څوکه ولس، او ټوک ټوک هیواد لپاره د ملاصاحب په څیر د رهبر او قاید اهمیت، قدر، او ارزښت درک کړی شو.
آمین
larghonay laraway
21.12.2010
سلامونه !
باور وکړئ چې په سفر کې يم او په ډېر تنګ او لنډ وخت کې دا څو کليمې درته ليکم:
لومړی خو بايد ووايم چې د ښاغلي عادل په ليکنه کې باور وکړه که ما څه ليدلي وي چې سړی يې په ځواب و ارزوي. نو همداسې دې لګيا وي! ځکه په دې بوخته نړۍ کې هيڅوک هم دې ته وخت نه لري چې د هر چا هرې خبرې ته ځواب ووايي او هغه هم د عادل تاويلو ماويلو ته؟!
رابه شو نوروز خان ته :
نوروز صيب تاسو که لږ زخمت اوباسئ او د بچه سقاو په اړه ستاسو خپله ليکلې جمله څو څو وارې ولولئ نو تاسو يې دفاع کړې وه. په افغانستان کې يوازې او يوازې ستميان د بچه سقاو دفاع کوي او بس. بله دا چې تاسو ښاغلي په خپله هم د ملاعمر ښه په درنه تيږه سپکاوی کړی دی ځکه چې تاسو ملاعمر له بچه سقاو سره مقايسه کړی دی. په داسې حال کې چې بچه سقاو يو غل او په هيڅ تول د پاچاهۍ لپاره پوره نه ؤ.
اوس به راشو د ملاعمر او کرزي دواړو په اړه چې زما د فرضيې، پلټنې او معلوماتو د تحليل نتيجه ده (کرزی او ملاعمر دواړه د امريکاله پاره کار کوي).
زما د معلوماتو او پلټنې له مخې دا بديهيات دي او د بديهياتو لپاره دلايل او امثله وو ته اړتيا نه وي. که بيا هم تاسو له ما دلايل غواړئ نو اصول خو دا دي چې تاسو د خپلو معلوماتو له مخې بايد زما د فرضيه او نتيجه رد کړئ !
ځکه ما خو خپله فرضيه درته اعلان کړې ده نو تاسو يې رد کړئ.
يوه خبره بله هم ليکل غواړم، هغه دا چې د ملاعمر او کرزي د کړو وړو نتيجه د امريکا په ګټه ده چې که څودقيقې مراقبه وکړئ نو په خپله هم اوږد ليست جوړولی شئ چې د کرزي او ملاعمر په زرګري جګړه کې پښتنو ته څومره زيان اوښتی؟ چې دا په خپله د هيواد د کمزورتيا لامل شوې دي. پښتانه د هيواد اکثريت وګړي دي نو چې دوی ورک او سپک وي هيواد به يې ورک او سپک وي او د امريکا د غلامۍ لپاره به ډېره لاره هواره وي.
مننه
ستاسو لاروی
نوروز خان
21.12.2010
لاروي صیب او نورو دوستانو ته سلامونه
ښاغلی لاروی ستا دشیندلو ګلانو په اړه زه دډیر څه لیکلو اړتیا نه وینم ، یوازې دومره وایم چې که تاسو دملامحمد عمر د امریکایي والي اړوند شک قدرې هم ولرئ نو زما په ستميتوب یقین مې درته معاف دی ،نوش جان مو شه ، خو ګوره پښتانه وایي ( ټر ) په ( پر) نه پټيږي ، تاسو له کومه ځایه پیل کړې وه اوپه کوم ځای ولګیدئ ، لطفا خپل دعوه ( دملامحمد عمر امریکایي والی ) توجیه کړئ ، البینة علی المدعي والیمین علی من أنکر ... سره له دې چې یمین به جانب مقابل ته دمدعي دبینې له تلاش او نشتوالي وروسته ورکول کیږي ، خوزه له وړاندې لا داجرأت کوم ، او په والله بالله ثم تالله باندې لوړم چې ملامحمد عمر اصیل افغان ، سوچه مسلمان موحد مخلص مجاهد او تنها داسلام او افغانستان غم اخیستی دی .
[quote:7d10fe5b20]زما د معلوماتو او پلټنې له مخې دا بديهيات دي او د بديهياتو لپاره دلايل او امثله وو ته اړتيا نه وي. که بيا هم تاسو له ما دلايل غواړئ نو اصول خو دا دي چې تاسو د خپلو معلوماتو له مخې بايد زما د فرضيه او نتيجه رد کړئ !
ځکه ما خو خپله فرضيه درته اعلان کړې ده نو تاسو يې رد کړئ.
[/quote:7d10fe5b20]
وایي خوار شې ، تباه شې ، دربدره شې خو بې علمه مه شې ، تاسو ته تراوسه دادرک نه لګیږي چې بدهي څه ته وایي دغه رازپه دې بحث او مناظره کې دلائل باید زه ووایم که مقابل لوری ؟؟ وروره اول خو بدهي دنظري په مقابل کې هغه حقیقت ته وایي چې بدون له فکر ، قیاس او دلیل څخه دانسان ذهن ورته رسیږي که چیري ملامحمد عمر داسې لغړ امریکایي وای نوایا دادپتنګ ، پتوال ،عادل ،کامران ،هیښ ، تندر فلان او فلان دغه راز نیمایي نه بلکې په څه کم افغانستان په سروکې مازغه نشته که انسانان نه دی چې دابدهي ورته نظري شوی او هغه هم دمنطقیانو په اصطلاح ممتنع التحدید چې ذهنو نه یې نه ور رسیږی او نه یي او حد او رسم معلومولای شي دغه راز خپله داخبره یوځل بیا تکراروم ، ملامحمد عمر مسلمان دی افغان دی پښتون دی ، دادری جوهره چې په چاکې موجود وه طبعا او عادتاباید سوچه سړی وي ، کچه نه وي ، دې ته ثبوت په استصحاب الحال وایي ، اوس که دداسې شخص په سوچه والي او کوټه والي کې ددوو سره دعوه شي ، دعلم اصول اومناظرې له مخې باید دلایل د کچه والي دعوه ګیر وړاندې کړي ، ځکه دسوچه والي ددعوه ګیر لپاره استصحاب الحال دلیل دی او اصولا کفایت کوي ، لکه په فقه کې چې مسله راځي په دښته کې یوډنډ دی اوبه په کې دي ، دوه کسان ورته ودریدل یو وایي پاکې دې دوهم وایي مردارې دي ، دلته به دلایل ددناپاکۍ دعوه کوونکی وړاندې کوي ، ځکه دپاکۍ ددعوه کوونکي لپاره استصحاب الحال دلیل دی اوبه اصلا او عادتا پاکې دي او وي ( وانزلنا من السماء ماء طهورا ...)
لارویه دچتي په شان ټوپکې مه وهه که زما په خبره دې سرنه وي خلاص راته ولیکه ، هیله کوم چې په شمیرلوخبرو او رسا سوال ځواب خپل بحث سره وغزوو
كريم كامران
22.12.2010
د نوروزخان صاحب د خبرو په تایید دا فقهي قاعده لیکم چې:
الأصل براءة الذمة.
ددې قاعدې له مخې که یو څوک په چا باندې د څه شي دعوه وکړي، باید دلیل او ثبوت وړاندې کړي، ځکه چې ترڅو ثبوت نه وي پیش شوی مدعي علیه بري دی.
همدارنګه که چیرته یو سړي د چا امانت مال تلف کړ او د مال په مقدار او اندازه کې ددواړو اختلاف راغی، نو خبره دهغه چا معتبره ده چې مال ورسره ایښودل شوی، نه دهغه چا چې مال یې ورکړی ترڅو د ډیر مقدار مال لپاره یې دلیل او ثبوت نه وي وړاندې کړی.
نو لاروی صاحب که د ملا محمد عمر امریکايي توب ثابتوي دا یې اصولي او قانوني لار ده، د کلي د قاضي نه نیولې بیا تر نړیوالو محکمو پورې ټول به درسره په دې قاعدې او قانون باندې چلیږي، اما که تاسو غواړئ چې د لارو، کوڅو، بازارونو، او د سرچوک بحث وکړئ چې هرچاته خپله خبره بدیهات ښکاري او د دلیل، او ثبوت پوښتنه نه وي نو کولی شې ملامحمد عمر ته هر څه دې چې زړه غواړې ووایې او زه درته داوسه نه په دواړو لاسو تسلیم او درته پړ یم.
د بدیهیاتو خبره خو دې چورلټه غلطه ده، هرڅوک چې په چاباندې دعوه کوي خپله دعوه ورته د بدیهیاتو څخه ښکاري، خو دا بدیهیات ترهغه پورې افواهات وي ترڅو مقنع ثبوت او دلیل نه وي وړاندې شوی.
دا خو مونږ اوس هم ښه درسره کوو چې ستا هرې بدیهي نیوکې ته ځواب وایو، که قانون ته یې واچوې ته په ماباندې حق نه لرې چې ستا په شخصي مفاداتو ولاړې هرې ماشومانه نیوکې او انتقاد ته دې ځواب درکړم.
زه حیران دې بدیهیاتو ته یم چې آیا کوم معیار او اساس لري که نه، د پوهاند سیاف صاحب هغه بدیهیات مې اوس هم په یاد دي چې یو وخت یې طالبان د سولې کوترې او اصیل افغانان بلل که هڅه پسې وکړم هماغه اخبار چې دا بیان یې پکې راغلی وه اوس هم درته پیدا کولی شم، خو یو وخت ېې په بدیهیاتو کې دومره بدلون رامنځته شو چې کله یې غله بلل، کله د پاکستان بچیان، کله د انګریز، کله د امریکا... او د ډالرو سیلاب یې په بدیهیاتو باندې هم لاره ورکه کړې وه.
خو له بلې خوا د تعجب خبره هم نه ده، اشغالګر چې د ډالرو په مقابل د خلکو ضمیر، احساس، وجدان، قلمونه، او افکار اخیستی شي بدیهیات ولې نه شي اخیستی؟؟؟؟؟
هغه خوله چې د امریکایانو په ډالرو ډکه شي، هغه ګوتې او لاسونه چې د اشغالګرو ډالر پکې هره ورځ اوړي راوړي څنګه به دا تمه ترې وشي چې د امریکایانو د مفاداتو سره په ټکر کې بدیهیات ووايي، او ولیکي؟؟؟
زما خو دا کلکه عقیده ده چې ان شاء الله د امریکايي صلیبي اشغال د شکست څخه وروسته چې د د ډالرو باران هم ورسره په دې ولس باندې ودریږي، د ډیرو خلکو بدیهیات به هم ورسره خپله آزادي او استقلال ترلاسه کړي او بدیهیات به یې بیرته خپل اصلي حالت ته راستانه شي.
دهمداسې یوې حتمي راتلونکې ورځ په هیله
ع کريم حليمي
22.12.2010
ډېر دروند او مکرم ورور نوروزخان صاحب ، او مکرمو او ښاغلو د بحث ګډونوالو
السلام علیکم و رحمة الله
ګران ورور نوروز خان صاحب !
اقتباس:[quote:13ed05a649]خوزه له وړاندې لا داجرأت کوم ، او په والله بالله ثم تالله باندې لوړم چې ملامحمد عمر اصیل افغان ، سوچه مسلمان موحد مخلص مجاهد او تنها داسلام او افغانستان غم اخیستی دی . [/quote:13ed05a649]
اقسم بالله ته څه ضرورت ؟؟ ما شخصًا ستاسو منطق او دلائل او خبري منلې
اما داچه په والله بالله ثم تالله سر شوېٖ ، خبري دي د منلو نه دي
اول -په دېٖ سبب چه قسم خوره سوېٖ
تا د ملا صاحب سره د سفر ملګری کړیدی چه چه قسمونه خورېٖ ؟؟
تا دنیا یی معامله او شېراکت درسره کړیدی ؟؟
ته د ملاصاحب ، پلار شریف پېږنې ؟؟؟ دملا صاحب ماما پېژنې ؟؟؟
ملا صاحب د کوم ولایت ، کلي اوسېدونکی وو تر قدرت تر مخه ؟؟؟
اوس به اول د ملا صاحب شجره نسب لوستونکو ته لیکې !!!!
[quote:13ed05a649]اول خو بدهي دنظري په مقابل کې هغه حقیقت ته وایي چې بدون له فکر ، قیاس او دلیل څخه دانسان ذهن ورته رسیږي که چیري ملامحمد عمر داسې لغړ امریکایي وای نوایا دادپتنګ ، پتوال ،عادل ،کامران ،هیښ ، تندر فلان او فلان دغه[/quote:13ed05a649]
نوروز خان صاحب ! هغه وخت ډیر را نیزدیٖ شوی وو چه : هر څه دي په پټو سترکو ومنم ، دا چه شاهدان دی راوستل او حاضر کړه او هغه هم ټول په مستعار نومونو ، ډېر وډاریدلم ،
تر څو دي د ملا صاحب شهرت مکمل او شجره نسب او پلرنۍ هدیره کور
نه وي ښودلې و لوستونکو ته ، زه فکر کوم چه لوستونکي به نور ستا ملګری ونه کړي ، داقسمونه او دا مستعار شایدانو ته چه وګوري نو هره جمله دي تر پوښتني لاندي راځي
درنښت
نوروز خان
22.12.2010
دروند حلیمي صیب او نورو دوستانو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
[/quote]اقسم بالله ته څه ضرورت ؟؟ ما شخصًا ستاسو منطق او دلائل او خبري منلې
اما داچه په والله بالله ثم تالله سر شوېٖ ، خبري دي د منلو نه دي
اول -په دېٖ سبب چه قسم خوره سوې [/quote]
حلیمي صیب په مطلب دې ونه رسیدم ، ایا په رښتیا او معتقد علیه خبره قسم کول ناروا دي ؟؟ که بل مطلب ؟ پښتانه کله کله وایي قسم حق او ناحق دواړه ( ښه ) نه ده ،دې ته پام سره زه هم ترخپله وسه له قسم سره احتیاط کوم ، او داباور ولرئ چې دکلا دمخې په پټي مې که څوک دعوه راوکړي او شرعي قاضي ماته قران راکړي زه به له ځمکې تېر شم ،خو قسم به پرې ونکړم ، خودلته دغه روا کار ځکه کوم چې موضوع خورا راته مهم ده او له شرعي لیدلوري کوم مشکل نه کې وینم ځکه پيغمبر صلي الله علیه وسلم هم په ډیرو مسائلو کې دتاکیدلپاره قسم فرمایلی ( عن أبي موسی اشعري رض قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم تعاهدوا القران فوالذي نفسي بیده له أشد تفصیا من الابل في عقلها او کما قال علیه السلام ...
زه ګومان کوم تاسو محترم دلته زما له قسم څخه دناسم تاثر په اخیستلو کې دجبران خلیل مذهب مختاره کړی ،دهغه یوه وجیزه شته چې وایي
ده خبره وکړه ، ماومنله ، ده ټینګار وکړ ما ته شک راولوېد ، ده قسم وکړ ماورغبرګه کړه چې دروغ وایې ، حلیمي صیب دقسم داستعمال په اړه مو که نظر همدا دجبران وي نو راته ووایئ دغه راز مې په دې پوه کړئ چې زه قسم خوره شوم نوولې مې باید خبره رد شي ؟؟؟
[/quote]تا د ملا صاحب سره د سفر ملګری کړیدی چه چه قسمونه خورېٖ ؟؟
تا دنیا یی معامله او شېراکت درسره کړیدی ؟؟
ته د ملاصاحب ، پلار شریف پېږنې ؟؟؟ دملا صاحب ماما پېژنې ؟؟؟
ملا صاحب د کوم ولایت ، کلي اوسېدونکی وو تر قدرت تر مخه ؟؟؟
اوس به اول د ملا صاحب شجره نسب لوستونکو ته لیکې !!!! [/quote]
ملاحلیمي صیب مابغداد نه ده لیدلی خو داقسم کوم چې بغداد شته او داسې اوهسې ځای ده ،زه دملاصیب په باره کې هغه ټول معلومات لرم او حتی الوسع تلاش مې کړئ چې سړی یې په یوه امام پسې داقتداء لپاره ورته ضرورت لري ،زه شجره نسب ټولوونکی نه یم چې دلته به یې تاته په زور او زېر لیکم که ما داټکل کولای چې له داسې شکاکیانو او په خبره کې له خبرو غوښتونکو سره به مخ کیږم نو څه موده وړاندې مې چې دملاصیب ( حفظه الله ) له کشري ځوان ورور سره مازدیګرنی بانډار درلود خامخا به مې ددوی دهدیرې او ماماخیلو پوښتنه ترې کړې وه ، مګر زه دې ډیر نه انتظاروم یو څه وخت صبر وکړه دطالبانو اړونددعمومي معلوماتو په اړه ډیر څه دمطبوعاتو او نیټ په مخ راتلونکې دي ، انشاء الله دیوې بشپړې انسایکلو پيډیا په دود چې بیا به ستا دلوړو پوښتنو غوندې نورې ډیرې پوښتنې هم ځواب کړي ، [/qote]نوروز خان صاحب ! هغه وخت ډیر را نیزدیٖ شوی وو چه : هر څه دي په پټو سترکو ومنم ، دا چه شاهدان دی راوستل او حاضر کړه او هغه هم ټول په مستعار نومونو ، ډېر وډاریدلم ،
تر څو دي د ملا صاحب شهرت مکمل او شجره نسب او پلرنۍ هدیره کور
نه وي ښودلې و لوستونکو ته ، زه فکر کوم چه لوستونکي به نور ستا ملګری ونه کړي ، داقسمونه او دا مستعار شایدانو ته چه وګوري نو هره جمله دي تر پوښتني لاندي راځي
درنښت[quote]
حلیمي صیب ماشاهدان نه دي راوستي او نه دا دشهادت ورکولو ځای او طریقه ده ،مایوازې دلاروي بدهي ورنظري کاوه ، ځکه بدهي چې منطقي اصطلاح ته هغه څه ته وایي چې دهرچا لپاره بدون له فکر او قیاس څخه دفهم او درک وړوي ، ماورته وویل چې ستا دغه بدهي خبره په دغو کسانو ماته ده ځکه دوی دملاصیب په اړه ستا ادعا شوې درغلي نه ده درک کړې ،اوس څه پرې کوي ،داچې ډېر ډاریدلی یې او خبرې مې نه منې ، زه څه نه شم ویلای ، ماچې دطالبانو او ملاصیب په اړه ستا اندود لږ او ډېر مطالعه کړی ګومان کوم چې هیڅکله به یې هم ونه منې ، نوپه داسې دریځ کې ماته اړتیا نشته چې دملاصیب سوانح درته راټول کړم ، هیله کوم چې یوځل بیا هم دتېر په شان په دې اړه دکندهار له چارسو څخه پوښتنې وکړئ ، ځکه تاسو یوازې دهغه په زبان حال باور لرئ ،که له ماسره داتضمین وای چې دلته زمونږ ددرانه ملاصیب سوانح دهر للو اوپنجو تبصرو ، بې باکۍ اوناترسۍ ته نه پاته کیږي ، دغه راز به دا بحث هم دټول افغان دټولو بحثونو غوندې ( خرې په خرې ) نه کیږي ، بلکې یوه بیمه شوې نتیجه به ورکوي ،رښتیا ګوی او دروغجن به معلومیږي ، قناعت به کیږي او ... زما لپاره ډیره هوساوه چې ددې ځوابیې ترلیکلو وړاندې دملاصیب سوانح له اوله ترآخره درته ولیکم او دلته یې وړاندې کړم ، خو دلته داسې خلک شته چې بیابه سترګې پټې او خوله وازه کړي او وایي به ، زه دې پېر نه منم ده یې مریدان راته ښیې
ع کريم حليمي
22.12.2010
دروند او مکرم نوروزخان صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
[quote:6027df3cf1] په دې اړه دکندهار له چارسو څخه پوښتنې وکړئ[/quote:6027df3cf1]
زما هم په هغه ذات قسم دی چه زما روح ئې په قدرت کښی دی چه : راته کران يي او په زه کي مي ځای لرېٖ ،
اما والله بالله او ثم تالله ناروا خبره ده ، ولي چه سرداري عالم داسي قسمونه نه دی کړي او بیا که دي خبره یوه خاشه شکمنه شوه وي غاړي دي بندي سوي
مکرم وروره ! په چهار سوق کی خو زه زېږېدلی یم ، د چارسو خلګ خپل ټول
مشران په رسمیاتو پېږني ، حتی د عبدالله عبدالله مور هم پېږني چه د پنچشېر يوه کونډه وه ، د چهارسوق د معروف سړي سره نکاح وکړه
عبدالله عبدالله اوس زموږ بچندر دي
کرزی ، رباني ، سیاف ، حاجي دین محمد ، شهید ملا بورجان ، نور محمد تراکی ، ګل بدین ، ډاکتر نجیب .....................................
ګل اغا زه او زموږ د چارسو خلګ ملی خله او ملي مشران په زېر او زور پېژنو
موږ ته لازمه ده ، او تلاښ راته ضرور دي چه ملا صاحب وپېژنو ولي چه د مجهول امام خبره او امامت د قبلولو نه دي ، موږ خو مزدور نه دروو،
د امام سره خو خبره د بیعت ده نو پېژندل یې داسي لازم دي لکه موږ ته چه
د سردار عالم مور او پلار رامعلوم دی ، هدیره يې را معلومه ده نیکه ئې ، اکا ئې د اکا زامن او ټول ټبر ئې
افغانان خپل غله او رهبران له ټبره پېژنی اما ملا صاحب دا ستا په قسمونو نور هم مشکوک څرګند شو ، زه فکر کوم او پوهېږم تاسوته لازمه ده چه ملا صاحب لوستونکو ته ور وپېژنئ ، چا ویل دادا ویل اغا جان ویل په درد نه خوري ، څوک چه درنیزدې شوی وي بیرته درنه لیري کیږي !!!!!!
په درنښت
نوروز خان
22.12.2010
محترم حلیمي صیب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله مو عزتمن لره ، داچې تاسو مینه ښکاره کړې یقینې چې ماته هم دیوه درانه عالم او پوه انسان په توګه ډیر درنښت لرئ خو دا محبت او نه محبت دزړه صفت دی او الفاظو ته ضرورت نشته چې پرې تعبیر یې کړو ، حلیمي صیب له بدمرغه زه اوس په داسې وضعیت کې نه یم چې دملاصیب دکره سوانح عمري په اړه درته سپین ، سوتره او پوره معلومات ترتیب کړای شم ، هغه مجله هم راسره نشته چې دنوموړی ،دواکمنۍ په لومړیو کې چاپ شوې وه او دده ټول سوانح یې په تفصیل درج کړي وه ، ملاصیب دامارت دتاریخ دثبت لپاره ملامحمد حسین مستسعد ګمارلی وه ، هغه تقریبا په څلورو جلدونو کې یوه ضخیم کتاب چې دملاصیب پوره ژوندلیک هم په کې وه ، تیا ر کړی وه او لایې هم کار روان وه ، خو په ډیرتأسف چې مستسعد صیب څوکاله وړاندې دزابل په شملزو کې شهید شو او کتاب یې لاهم همداسې نیمګړی او دمسودې په شکل پاته دی ، له ما سره دملاصیب دژوند ، کورنۍ او ځای په اړه کافي معلومات شته ،اوهغه څه چې ته یې دامام داقتداء لپاره اړین بولې ، هغومره مې دعام تواتر ( چې دماتریدي علماء له نظره دعلم یقین یوه له مهم عواملو څخه دی )دغه راز دده دورور او نږدې ملګرو سره له شناخته پیژندلی دی ، زما بیعت ځکه نه ده ورسره شوی چې دده دقدرت په وخت کې زما عمر ډیر کم وه او اوس خو یې نو شرایط نه ایجابوي ، مګر دا دمسلمان وعده درسره کووم چې دملاصیب دژوند من اوله الی اخره سوانح به درته لیږم خو لږ صبر درنه غواړم ،او مادچارسو خبره ځکه کړې چې ستا یوه لیکنه مې په همدې بحث فورم کې لیدلي وه چې دطالبانو په اړه دې دکندهار چارسورا غږولی وه اوس مې ډیره وکتله خو پیدا مې نه کړه ،
خدای دې له مونږ سره په عزت لره
pattang
22.12.2010
حليمي صيب ځينې وخت دې خبرې بلې خواته کږې ځې ، په پښتو کې يو متل دی
خو له هغه به زه تېر شم٠ قسم خوړل خو دهغه خپل کار دی چې دملا صيب په
ځانګړيو کار نامو ، اخلاقوله اورېدو پورې تړلی نه دهغه تر اصله او شجرې
تر پېژندلو پورې ! چې تا سو کلکه خبره ورته نيولی او هغه ځوانکی هم په ډېر
صداقت در سره روان دی، دملا صيب عمل مهم دی او هغه ټول اولس ته مالوم دی
چې هغه څه غواړې شجرې ته يې ضرورت نشته ، پلار ښه ، زوی خراب شي او بر
عکس ٠
حليمي صيب زما دمالومات له مخې خوتاسو دطالبانو په وخت کې له عبدالحکيم
مجاهد ( د طالبانو استازی په نيو يارک کې ) ښه نږدې ر وابط لرل نو تاسو ولې
له مجاهد نه دا پوښتنه نکوله ???????????
دلته مسئله ددې نده چې زه او ته يې پلار او نيکه وپېژنو اوکه نه ، بلکې مسئله
ددې ده چې څه غواړي او څه کوي ? پورتني اشخاص چې تاسو ياد کړي او په
چارسو کې مشهوره دي هغوی ر ښتيا هم نه يواځې دچارسو خلک بلکې فاسده
رشوتخواره ، زنا کاره او جنګي جنايتکاران دي ٠
که يو سړی د بل سړي په ښه والې قسم وخوري نو دهغه ښه والی او بد والی د هغه
دمور او پلار اوشجرې سره څه روابط لري ? او بيا دقسم تړل ، رابط او نسبت
ورکول يې تر شجرې پورې څه اړه لري??
ايا ستا دا پوښتنه او پلټنه ماجرا جويې ندي ?? ايا ددې پلټني دکرزي داجير دولت
او دcia دارګېمي بوی نځي ?٠ ملا عمر که هرڅو وي هغه اوس رهبر دی په مليونو
انسانان يې څټ ته ولاړدي ٠
دحضرت محمد (ص) دپلار او نيکه شجره څرنګه وه ?
زه يې سوانح لرم ، نو که ز ه يې سوانح درته وليکم څومره فرق به وکړي !، ايا حليمي
صيب او نور له لارې کاږه به په قسم سره د مشر ملا صيب پلوي وکړي ??
22.12.2010
محترم استاد مولينا حليمي صاحب ته ، منلي ورور نوروز خان او درنو لوستونکو ته سلام او درناوی!
محترمو !
ما د ښاغلي لاروي صيب څخه ځکه ثبوتونه يا دثبوتونو بشپړاوی غوښتی و چې فکر کوم دغسې غټ يا واړه ثبوتونه او شواهد لري ،
خو داچې نوموړی په هيواد کې فعال دی او په وطني آزادو مطبوعاتو کې دا خبرې دومره حلاجي شوي چې هر چاته کور دننه په ثبوت رسېدلي ښکاري،
ولې مونږ په خارج کې له دغو منابعو څخه ليرې پاتې يونو ددغې نيمګړتيا د رفع کولو له پاره اوس هم ٍثبوتونو ته اړتيا حس کوو،
خو د لاروي صيب غوندې يو وتلي ژورنالست له پاره به دغه غوښتنه پر حقه زړه او اوس نور بې ضرورته بريښي !
نو داچې لاروي صيب ثبوتونه وړاندې کول اړين نه بولي دا نتيجه ترې نشو اخيستلای چې نوموړی به شواهد او ثٍبوتونه نه لري او ګواکې
[quote:edfc9a0d57]لاروی غریب .... دخپلو خبرو دسپیناوي په ځای تورونه ، پیغورونه ، ښکنځلې او ټاپې بادوي [/quote:edfc9a0d57]
د ثبوتونو او شواهدو غوښتل او ورکول بايد معمول ذرزالعمل وي او معمول شي او په سياسي بحثونو کې که پخپله لاروی صيب هم قسم وخوري
څوک به يې ورسره ونۀ مني ، نو له تاسونه هم هيله کيږي چې د دليل او شواهدو يا ثبوتونو په ځای د قسمونو څخه کار وانخلئ ؟؟؟؟
ځکه دروغ او غلطه خبره بايد سره فرق شي، د دروغو امکان د قسم پواسطه له منځه ځي، خو غلطۍ امکان په قسم له منځه نه ځي !
مثلا زه کلک باور لرم چې نوروزخان ورور مې هيڅکله دروغ نه وايي او قسم خو
حتما ً په رښتيا خبره کوي، ولې دا نشم ويلی چې نوروزخان
په صحيح او غلط په تشخيص هم تيروتنه نه کوي او په قسم سره د خپلې تيروتنې مخه هم نيولی شي ! دا کار ښايي له پيغمبر پرته بل هيڅوک ونشي کړای !
نوروز خان
23.12.2010
دروند پتوال صیب ویاړلی پتنګ صیب او نورو دوستانو ته السلام علیکم
[quote:e2ad4879d9]
ولې مونږ په خارج کې له دغو منابعو څخه ليرې پاتې يونو ددغې نيمګړتيا د رفع کولو له پاره اوس هم ٍثبوتونو ته اړتيا حس کوو،
خو د لاروي صيب غوندې يو وتلي ژورنالست له پاره به دغه غوښتنه پر حقه زړه او اوس نور بې ضرورته بريښي !
نو داچې لاروي صيب ثبوتونه وړاندې کول اړين نه بولي دا نتيجه ترې نشو اخيستلای چې نوموړی به شواهد او ثٍبوتونه نه لري او ګواکې
[/quote:e2ad4879d9]
پتوال صیب محترم عجیبه انصاف مو کړی او لاروي ته موزوروره پانه ورکړې ده ،زه هیڅ نه پرې وایم تا ،خدای او لوستونکي سره پریږدم
[quote:e2ad4879d9]نو له تاسونه هم هيله کيږي چې د دليل او شواهدو يا ثبوتونو په ځای د قسمونو څخه کار وانخلئ ؟؟؟؟ [/quote:e2ad4879d9]
یاره زه یې په قسمونو درباندې نه منم قسم تنها په داسې مواردو کې داتمام حجت یوه لاره ده ،چې لاروی بینه هم نلري او زما قسم هم نه مني ، نو حل یې ته راوښیه ،آیا دابحث یوازې سرګرمي ده ، که قانع کول هم باید په کې وي ، تاسو له مانه دلائل غوښتي څه شی درته ثابت کړم دملامحمد عمر مسلماني ؟ افغانیت ؟ جهاد ؟ پښتونولي که بل څه ؟؟؟ لطفا مو خپلې پوښتنې دلته کتار کړئ
اکرم
23.12.2010
[quote:c666ec6738]تاسو له مانه دلائل غوښتي څه شی درته ثابت کړم دملامحمد عمر مسلماني ؟ افغانیت ؟ جهاد ؟ پښتونولي که بل څه ؟؟؟ لطفا مو خپلې پوښتنې دلته کتار کړئ[/quote:c666ec6738]
ډیر اعلی!
دا څو پوښتنې يې زما له خوا:
۱ـ ایا مسلمانی دعصمت په معنی ده؟ که ثابته یې هم کړي ! نـــــــه
۲ـ ایا هره جګړه جهاد، اوهرجهاد دحقانیت په معنی دی ؟ نــــــــه
۳ـ ایا تل پښتونولی دعقلانیت په معنی ده ؟ نـــــــه اوهیڅکله هم نـــــــه !
پس ددې خبرو او ددې درې خبرو : [color=brown:c666ec6738]والله، بالله ، ثم تالله، [/color:c666ec6738]تر منځه فرق په ځه کې دی؟
ډیره مننه
نوروز خان
23.12.2010
عمرو وروره السلام علیکم
ستا دپوښتنو په اړه باید په لنډووایم چې نه، مسلماني دعصمت په معنی نده ،دعصمت مسئله خورا درنه ده ، مونږ یوازې انبیاء علیهم السلام معصوم بولو او صحابه کرام یوازې محفوظ بللی شو ، خو اسلام دیوچا دنېک او ښه بللو لپاره کفایت کوي ترڅو مو چې بد ترې نه وي لیدلی ( ظنوا المؤمنین خیرا مالم یری شره الحدیث )
هره جګړه جهاد نه ده خو دافغانستان اوسنۍ جګړه جهاد ده ، او چې جهادشو په حقانیت کې یې څه ویلای نه شو ، ځکه جهاد دخدای په امر دخدای په لاره کې قتال ته وایي .
پښتنوالي دعقلانیت په معنی نه ده ، ځکه په پښتنو کې هم بې لکۍ خره ښه پرېمانه دي ، خو خبره داده چې که پښتنوالي دسړیتوب مترادف وبولو بیا دعقلانیت معنی افاده کوي ، څوکاله وړاندې چې دامریکا په خلاف دعراقیانو مقاومت تود وه خو دافغانانو سوړ زمونږ دکلي سپین ږیرو به په پيتاوي که ویل چې والله ترمونږ خو لا عراقیان (پښتانه )دي ،پښتونوالي په همدې توګهتقریبا دسوچه مسلمانۍ او سړیتوب غوندې معنی افاده کولای شي ،پښتانه دترکیانو په شان دنړۍ هغه قوم دی ، چې بالاستغراق یې اسلام منلی او یوفرد یې هم غیر مسلم نه وه پاته شوی ، که اوس ددیموکراسي له راتګ سره خدای ناکرده کوم نه وي کافر شوی ( العیاذ بالله )
او دوالله بالله ثم تالله ترمنځ کوم فرق نشته داټول په عربي لغت کې دقسم الفاظ دي هریوجلا او دتاکیدلپاره یوځایي هم استعمالیدلای شي ، دزیاتو معلومات لپاره دابن حاجب مشهور کتاب کافیه درواړوه چې دعربي نحوې پیاوړی متن دی
عادل عادل
23.12.2010
سلامونه
درنو د بحث ګډونوالو مشرانو کشرانو ملګرو او منکرو
که د چا د منلو معیار په نسب، شجره، خپلولی، لیدلو، له نژدې پیژندلو او داسې نور وای نو عام ولس خو یې خواته پریژدی حتی چې تر درځن زیات طالبان به هم په ملاعمر حفظه الله تعالی پسې نه وو ولاړ!
زه د ښاغلي نوروز خان پام یوه ډیر مهم ټکي ته را اړوم هغه دا چې د ملاعمر حفظه الله تعالی په اړه کره مالومات او سوانح ، ولو که معروف مالومات هم وي، پدې ځای کې به نه تنها چې منکر وروڼه پرې قانع نشي، بلکه دوی به د ملاعمر حفظه الله تعالی په وړاندې د ړندو تبلیغاتو په مټ د خلکو د اغوا او ګمراهی په لار کې لا غښتلي شي.
ما ډیر داسې خلک لیدلي، چې د خپل باطل دریځ په آخر کې د ورته کره مالوماتو له مخې د ملا صیب د نژدې پیژندلو دعوی کوي او مقابل طرف ته د شک لار پرانیزي.
که زه د نوروز خان ورور پر ځای وم، نو داسې ګډوډ مالومات به ورکړم چې لاپسې کانفیوز یانې سربداله شي، ځکه هدایت د خدای ج په لاس دی، چا ته یې د زړه بصیرت ورکړی خو څوک ترې محروم دی، خدای دې زما سره ټولو ته د هغې لارې هدایت وکړي چې زمونږ نه پرې راضي کیژي، آمین
ع کريم حليمي
23.12.2010
محترمو او مکرمو وړونو ، دانشمند پتوال صاحب ، مکرم نوروزخان صاحب ، او ښاغلی پتنگ صاحب ، او لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله
[quote:0250653cad] دملامحمد عمر مسلماني ؟ افغانیت ؟ جهاد ؟ پښتونولي که بل څه ؟؟؟ لطفا مو خپلې پوښتنې دلته کتار کړئ [/quote:0250653cad]
که څه هم پوښتنه مو له دانشمند پتوال صاحب څه کړي ، اجازه غواړم د یو ثالث بالخیر په صفت به زه هم معلومات وغواړم
ملاصاحب خود مسلمان دی ، او هم افغان دي که د لر وي که د بر هم افغان دي
پوښتني تاسو مه مطرح کوئ ، موږ به خپلي پښتني درته کتار کړو !!!په دلاندي ډول
اول : ملا صاحب خو وتښتېدلې او قدرت ئې و "بشر " ته وسپارلی او هغه بیا
و کرزی ته تسلم سوو ، او بشر اوس د ډرګو او پوډرو په تور بندي دی
اوس پوښتنه داده چه : په افغانستان کښي له دا دوه سوو کالو راهیسي
هر څوک چه قدرت ته رسیدلی خارجي سیاسی چنګک يي درلودي ، او ناممکن
ده چه يو څوک دي د دېٖ خاور او ملت مشري تر لاسه کړي بېله خارجي کمک څخه . که تاسو يو مشر چه: مستقیل او د ملت په خوښه و قدرت ته رسېدلی
د تاریخ په اوږدو کي راښولای شي ؟؟، زه باور لرم چه جواب به مو منفي وي
نو تاریخ جبر دی ، ملاصاحب چا وقدرت ته ورساوه ؟؟، دا نه شم منلی چه یو څو د ابوالمنتهی شاګردانو او طالبانو . دا طیارو فروازونه چا کول ، دا ټانکونه چاچلول ، دا استخباراتي شبکه چا چلول ، دا جنګي بودیجه له کومه کېدل . ؟؟؟؟
ایمن الظواهری هر وخت راښکاره شي ، پر ټېوي يې ووینو ، په یوټیوب کي ئې ووینو ، ایا وخت ندي رارسېدلی چه ملا صاحب هم په خپل قوم ځان وویني
او قوم ئې متمئن چه ملا صاحب یعني څوک ، ولي ؟ خپل قوم ته مخ نه ورښکاره کوي ؟؟؟؟
او ولي ؟؟ هیڅ وخت د یو رهبر په صفت نه راښکاره کیږي ، او د ملا برادر
د نیولو او راپرېښېدلو په باب ولي د ده له خولې څه نه اورو ؟؟؟
په یوټیوب کښی ولي عربوته خبري کوي ؟؟؟؟او په پښتو يې څوک په يوه آسانه نه پوهېږو ولی ؟؟؟؟ ، او عربی ترجمه ئې يه خړپ روانه وي
ملا صاحب ولي ؟؟ خپل سیاسي دریځ نه ښکاره کوي او ولي ئې دده له خولې نه شو اورېدلای
او جنرال حمید ګل ږغېږي ؟؟؟ او ټول ویښ ملت يې په تشویش کي اچولی ،
ویده خلګ نه یاده وم
تاسو دا منۍ چه افغانان په طالبانو خوښ دي ، که موجواب مثبت وي
ولي ویني بهوئ ، ولي انتخاباتو ته نه ورګډېږي ، په داسي حال کي چه پښه مو په پایڅه کښي بنده هم ده ، یوه پښه مو په سياسي قبر کي ده
د ټول جهان خارجي مېډیا بغاری وهی چه طالبان د آی إس آی زامن دي
او آې إس آی هم داسي اِکټونه کوي چه هو زموږ زامن دي
او طالب مشرتابه پټه خوله وي ولي ، او پته خوله اقرار هم دي که څنګه ؟؟؟
ملا برادر ولي مېډیا سره خبري نه کوي؟؟ ، او ته نوروز خان ولي د مطبعاتو
سره خبري نه کوېٖ ؟؟؟ په لڅ مخ
تاسو فکر کوی چه امریکا ته ستاسو پټ ځایونه ندي ور معلوم ، ؟؟؟؟
تاسو پوهېږئ چه هغوی نه غواړي چه فلم خلاص کړي ؟؟؟؟
درنښت
كريم كامران
23.12.2010
السلام علیکم
ښاغلی نوروزخان، عادل، او پتنګ صاحب
تاسو ددوی پورتنۍ پوښتنې او غوښتنې ښه په غور، ځیر او سوچ سره ولولئ،
او بیا د لاندې ایت شریف معنی او شان نزول هم په ښه غور او فکر سره ولولئ:
وقالوا لن نؤمن لك حتى تفجر لنا من الأرض ينبوعا، أو تكون لك جنة من نخيل وعنب، فتفجر الأنهار خلالها تفجيرا، أو تسقط السماء كما زعمت علينا كسفا، أو تأتي بالله والملائكة قبيلا، أو يكون لك بيت من زخرف أو ترقى في السماء، ولن نؤمن لرقيك حتى تنزل علينا كتابا نقرؤه،
[color=blue:0c837f9c9d] قل سبحان ربي هل كنت إلا بشرا رسولا[/color:0c837f9c9d]
قسم خو نه خورم ځکه چې بیابه دهغې لکۍ هم پسې تاووي خو دا درته په یقین ویلی شم که:
د ملاصاحب سجل او سوانح له الف نه یا پورې راوړې،
ملاصاحب لږترلږه په اونۍ کې یوځل د تلویزون په پرده ښکاره شي،
د جنرال حمید ګل او هر قاصي او داني څرګندونو په مقابل کې سمدستي غبرګون وښيي،
د ملاصاحب او ملابرادره نیولې، تریو عادي طالبه پورې ټول دمیډیا سره خبرې وکړي،
او د حلیمي صاحب هره غوښتنه چې لکه څنګه چې یې غواړي عملي شي،
بیا به هم دا خلک قانع نه کړی شې او دنورو پوښتنو سلسله به دې په وړاندې کیږدي.
نو ښاغلی نوروزخان، عادل او پتنګ صاحب!
ښه خبره دا ده چې دداسې پوښتنو چې نیغ په نیغه د خیټې څخه راووځي او د حالاتو اوشرایطو سره په بعدالمشرق والمغرب واټن کې واقع وي،
وویل شي چې:
سبحان ربي هل كنت إلا بشرا.....
تاسو د حلیمي صاحب لیکنه په غور سره ولولئ!
آیا هغه غواړي یو حقیقت ته ورسي؟ او که غواړي د اشغالګرو درنه او د طالبانو سپکه ووايي؟؟
که حلیمي صاحب رښتیا هم د خپلو مطرح کړیو پوښتنو ځواب غواړي نو ددې خبرو
[quote:0c837f9c9d]تاسو فکر کوی چه امریکا ته ستاسو پټ ځایونه ندي ور معلوم ، ؟؟؟؟
تاسو پوهېږئ چه هغوی نه غواړي چه فلم خلاص کړي ؟؟؟؟ [/quote:0c837f9c9d]
نه یې هدف!!! څه شی دی؟؟؟؟؟
کاشکې حلیمي صاحب دخپل عمر یو څو شپې دنیویارک دقصرونو نه راوتلی وی او داشغالګرو په وړاندې د سرښندونکو خړوپړو طالبانو سره یې څو شپې د جهاد په سنګرونو کې هم سبا کړی وی اوهرڅه یې د سر په سترګو مشاهده کړی وی!!
بیا به حلیمي صاحب حقیقي فلم پیژندلی وی چې کوم فلم حقیقت دی؟ هغه چې په افغانستان کې لیدل کیږي او که هغه فلم چې په امریکا کې نندارې ته وړاندې کیږي؟؟؟!!!!!!!!!
زما په عقیده، ترڅو پورې چې ملاصاحب د اسلام د اعلاء نعره پورته کړې وي، او یهود او نصاری ورڅخه نه وي راضي شوي، هیڅکله به ددې خلکو قناعت او رضایت حاصل نه شي.
نوروز خان
23.12.2010
سلامونه
ماوېل چې باز ده خو ټپوس وختو
دابل بیت به یې نه وایم [quote:1a0f192d1d]اول : ملا صاحب خو وتښتېدلې او قدرت ئې و "بشر " ته وسپارلی او هغه بیا
و کرزی ته تسلم سوو ، او بشر اوس د ډرګو او پوډرو په تور بندي دی
[/quote:1a0f192d1d]
حلیمي ښه شوه چې لومړی مو همدا پوښتنه وکړه ، چې له ټکه یې زما سرپه دې خلاص کړ ، چې دټول افغان بحث فورم ته څومره زهري لړمانواو لېوانو سوړه کړې او دلته یې دپسه جامې په تن کړې دي ،زه حاجي بشر نورزی هم ښه پیژنم ، له ملاصیب سره یې له رابطې هم خبریم ، داهم راته معلومه ده چې ملاصیب واک ورکړی یاعزل شوی کنه ،او په دې هم سرخلاص دی چې حاجی بشر (ستاسو په اند دډرګو او پوډرو تجار) څنګه سړی وه ولې بندي شو او دکومو جفاکاریو ښکار شو،حلیمي ستا له لومړۍ پوښتنې څخه وروسته زه نور دااړتیا نه احساسوم چې نورې بابولالې دې واورم یا یې په ځواب سر وخوږم ،دلائل سړی هغه چاته وایي چې دقناعت او انفعال ماده ولري ، او عناد یې دعقیدې برخه نه وي ګرځیدلی زه دملاصیب (نامیتوب ) په احمدولي کرزي ، ګل اغا شیرزي ، اکرم خاکریزوال ، دبولدک په رازق ، دډنډ په نازک ، دروزګان په مطیع الله ،دارغنداب په خان محمد ،دبولدک په فضل الدین اغا او نورو باندې کله هم نه شم منلای او نه یې پرې منم ، خوخپلې دوه وروستۍ خبرې درته کوم
لومړی : افغانستان او اسلام دبلوچستان توبه نه ده چې یوازې به نورزیان ، اڅکزیان او کاکړان خپړې سره پرې لګوي او ترخپل منځ به دبزکشۍ دپسه غوندې سره کشوي ،دایو سترملک دی او ۳۵ میلونه مختلف خلک په کې اوسي او اسلام دټولو مشترک دین دی
دوهم : داپه یاد ولره چې داحمدشاهي ښار ټول اوسیدونکی ملاصاحب او حاجي بشر ته ستا له عینکو نه ګوري ، که نن نه وي سبابه ته ویني چې په کندهار کې بشر او انټي بشر سره غاړه غړی او وروڼه وروڼه وي ، خو دخاکریزوال ،کرزیانو اوشیرزیانو په قبرو به خلک متیازې کوي .
له محترم پتنګ صیب ، زړه ته رانږدې عادل عادل صیب او کامران ورور څخه دزړه له تله مننه کوم ،چې ماته یې له وړاندې په دې اړوند سور څراغ راکړی وه ،
ع کريم حليمي
23.12.2010
ډېر محترم او مکرم نوروز خان صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
[quote:2dfe931880] دټول افغان بحث فورم ته څومره زهري لړمانواو لېوانو سوړه کړې او دلته یې دپسه جامې په تن کړې دي [/quote:2dfe931880]
تجاهل العارف مه کوه ! له مانه هیڅ نه جوړیږي بېله حلیمي زه یو لاس سړی یم
که له کاکړانو او اڅکزو ، سلېمان خېلو ........................
که ځانونه ورڅخه جلا کړی پر اسلام دي هم وناکه خوند واخلې ، سردار عالم په ډېر سر لوړي سره ویل چه قریش يم ، ّهیڅ وخت له اقوامو نه دی لیری شوی
هو ! پښین ، توبه ، کندهار د اقوامو مځکه ده ، د اسلام مځکه نه ده
چه یوه لوېشت مځکه زموږ له قوم څخه اخلی او او د کعبې په حرم ئې ګډوی
هم به اجازه اخلې ، که چا د قوم عزت نه کاوه هغوی د اسلام عزت هم نسي
کولای
که سبا د اقوامو د مړو بر قبرو ادرار وکړي ، نن د سبا مور ده ، بل سبا ئې بیا دوی د هغو پر قبرو کوي
[quote:2dfe931880] خو دخاکریزوال ،کرزیانو اوشیرزیانو په قبرو به خلک متیازې کوي [/quote:2dfe931880]
ته خو یو عالم يې دا خبري ستاسو سره نه ښايي ، قوم په منځ کي بدي مه پېدا کوه اوس دي و عصبية ته پښې و خرلې دا خبري حرامي دي ما او تاسو ته نه ښايي
درنښت
Lotfollah
23.12.2010
[quote:1368236bb3="عادل عادل"]که زه د نوروز خان ورور پر ځای وم، نو داسې ګډوډ مالومات به ورکړم چې لاپسې کانفیوز یانې سربداله شي، ځکه هدایت د خدای ج په لاس دی، چا ته یې د زړه بصیرت ورکړی خو څوک ترې محروم دی،[/quote:1368236bb3]
سبحان الله! دا دبصیرت مدعی څه لیکي؟؟؟
23.12.2010
دروند ورور نوروز خانه السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
تاسو ليکلي :
[quote:75509c5978]
تاسو له مانه دلائل غوښتي څه شی درته ثابت کړم دملامحمد عمر مسلماني ؟ افغانیت ؟ جهاد ؟ پښتونولي که بل څه ؟؟؟ لطفا مو خپلې پوښتنې دلته کتار کړئ[/quote:75509c5978]
ورور ګله !
پښتانه تنظيمي مشران کوم يو مسلمان نه و ؟ کوم يو يې افغان نه و؟ او کوم يو يې له پښتونولۍ وتلی و ؟ يو هم نه، حکمتيار او مولی خالص جهاد هم کړی ،
خو کوم يو يې د پاکستان ګوډاګی او په ځانګړې توګه د ISI وفادار راونۀ خوت ؟؟؟؟؟ او کوم يو د ISI په دستور د خپل وطن په ورانولو
کې برخه وانخيستله ؟؟؟؟ نو پوښتنه داده چې د جهادي تنظيمونو دمشرتابه اړيکې لا د ISI سره دومره نږدې او دومره ژورې
اودومره پټې نه وې لکه څومره چې د طالب رهبرۍ سره يې درلودې او لا لري يې ، بيا هم هم ISI وکړای شول چې خپل وطن، دولت
او حکومت، اردو ، اقتصاد او هرڅه پرې وران کړي ، نو آيا طالب مشرتابه به دې ته اړنباسي چې لږ تر لږه د ډيورن لاين قباله ترې تر لاسه کړي (؟)،
د ملي خيانتونو نورې نادودې چې پاکستان يې پرې کول غواړي ، بالکل پر ځای پريږده !
نودملامحمد عمر مسلماني ؟ افغانیت ؟ جهاد ؟ او پښتونولي په اړه پوښتنه د هېچا سره مطرح نه ده او له ماسره هم نه ده، نور به ډېرې
پوښتنې لري، خو زه صرف ددې يوې خبرې ثبوت غواړم چې :
[color=red:75509c5978]آيا محترم و مکرم او معظم ملا صاحب محمد عمر حفظه الله په تير ١٤ کاله جهاد، قدرت، او مقاومت په دوره کې کله هم داسې کوم کار يا څرګندونه
کړې ده چې د پاکستان - په تيره د ISI په وړاندې يا دده افغاني، يا اسلامي،
يا پښتونيز او يا هم سياسي استقلال او استقلاليت
ٍ ترې معلوم او په ٍثبوت ورسيږي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:75509c5978]
[color=blue:75509c5978]که دغه ډول ثبوتونه ، شواهد ، اسناد ، نښې او دلايل ليکلي يا ويلي او يا کړنې يې وړاندې کړې، بې له دې چې ددې پرځای په نوموړي
خپل شخصي باور او عقيدې او د زړه له کومي قسمونو ته رجوع وکړې نو د ډيرو لوستونکو اساسي پوښتنه به ځواب کړئ !
هيله ده نور ګډونوال چې دغې پوښتنې ته خپل کوم ځواب لري هم خپل ځوابونه له مونږ څخه و نه سپموي ، خو فکتونه دې وړاندې کړې
او پوښتنه دې بيرته په پوښتنه نه ځوابوي !
په ډيره مينه، درنښت او سلامونو! [/color:75509c5978]
pattang
24.12.2010
[quote:a954bb2995]آيا محترم و مکرم او معظم ملا صاحب محمد عمر حفظه الله په تير ١٤ کاله جهاد، قدرت، او مقاومت په دوره کې کله هم داسې کوم کار يا څرګندونه
کړې ده چې د پاکستان - په تيره د ISI په وړاندې يا دده افغاني، يا اسلامي،
يا پښتونيز او يا هم سياسي استقلال او استقلاليت
ٍ ترې معلوم او په ٍثبوت ورسيږي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:a954bb2995]
انډيواله څومره فکر به دې پردې پورته جملو کې وهلی وي ، دا چې خبره ملي ده
نو ځواب يې له خپلې هيندارې سره سم پر ځان فرض او ضروري بولم :
ملا عمر اوس په جنګي حالت کې داسې خبروته هيڅ ضرورت نلري ،ځکه دملا
عمر هېواد او س پټو صليبيانواو ښکاره ديموکراتانو تر قبضې لاندې کړی او
ناروا کارونه پکښې کوي ،که پاکستان او ISI په راتلونکي کې پټ يا بر منډ
داسې عمل وکړي لکه پټ صليبيان او ښکاره ديموکراتان يې چې کوي
نو بيا به ملاعمره د پاکستان پرمخ داسې ملا تړي لکه اوس دصليبيانو پر مخ .
** ملا عمر ددوښمنانو داسې ارزانه پرو پاګندې به ارزښته بولي ، نو ځواب
ورکول يې يوازې لودګي ښکاره کوي او دوښمن ته نوره هم بونيتيت ورکوي ٠
دکوزو او برو پښتنو يوالی ستا په کچه ،او س نه دافغانستان (پښتانه) غواړي
اونه د پاکستان (پښتانه) ٠ :=> نو په راتلونکې کې اوس دطالبانو محکومول
د پښتونستان پر مسئله باندې له طالبي ملي پاڅون سره خيانت اويواځې
د لاسپوڅي دولت او cia سره انډيوالي ښکاره کوي٠