ادبي ټوکې ټکالې
قريش
15.11.2010
او پښتون صیب دا ټوکه تاسو ته ډالۍ ده او سل په سلو کې حقیقت تیر شوی:
:)
د ننګرهار پوهنتون په لیلیه کې یو ساده غوندې اشپز و، چې محصلینو ته به یې ډوډۍ موډۍ پخوله.
دې اشپز د خپل لاس په مزدورۍ یو موبایل اخیستی و، او څرنګه چې د ورکیدو له خطره ډاریده نو په پرتوګ کې مخامخ یې د موبایل لپاره جیب جوړ کړی و، او خاص د ...شي په سر یې جیب جوړ کړی و.
څرنګه چې د محصلینو به ناسته پاسته ډیره ورسره وه نو یوه ورځ څو محصلین د همدې اشپز په اطاق کې دي او ګپ شپ لګوي.
شپه ناوخته ده او نوموړی اشپز ویده دی.
په دې کې د یو تن فکر شو چې اشپز شاپه تخته پروت دی او لمن یې هم اوچته ده.
نوموړي اشپز به ددې لپاره چې غل پوه نشي چې موبایل ورسره دی نو همیش به یې موبایل په وایبریشن موډ کې ساته یعنې د زنګ پروخت موبایل اواز نکوي صرف لړزیږي.
د اشپز موبایل چې د پرتوګ په جیب کې د خاص ځای په سر پروت وه یو محصل زنګ ورته وواهه.
ګوري چې موبایل اواز نکوي خو لړزیږي.
دوی ته هم خدای ورکړه، او زنګونو ته ولګیدل.
لږ وخت وروسته ددې صحنې خوند لاپسې زیات شو هغه داسې چې د اشپز بیچاره شی د ډیر وایبریشن له وجې ودرید.
او دوی دخندا نه بډوډی کلک نیولي وو.
لږه شیبه وروسته د اشپز شي (چې ډیر وخت مساپر هم و) څو لنډ لنډ ټوپونه ووهل... او موبایل یې هم لوند کړ... :D :D :D :D
او مخکې ددې نه ستړی ستومانه اشپز دخواږه او رنګین خوبه راویښ شي ټولو د اطاق نه پښې سپکې کړې :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
دا کیسه سل په سلو کې حقیقت دی.
د تحصیل څه شوخ دوران وي :)
حذيفه
15.11.2010
ټوکي يارانو! موږموهم اړکړوچي دټوکوداروانه لړۍ درسره وغځوو.
يووخت دهجرت پرمهال چي موږپه پاکستان کي اوسېدلي نوڅه ناڅه ښوونځي هم فعال وويووخت له خپل ورورسره زه هم ددرس په هدف ښوونځي ته ولاړم چي هماغه مهال لازه ډېروړوکی وم، په ښوونځي کي چي زمالومړۍ ورځ وه نوهمدې ښوونځي ته هيئت راغلی وواوله شاګردانويې پوښتنې کولې مطلب يوډول ازموينه وه چي اخيستل کېدله خوزه په هيڅ نه پوهېدم اووېرېدم چي له ماپوښتنه ونه کړي . ماله ځان سره فکروکړلکه چي هره ورځ په دې ښوونځي کي همداسي حال وي نوډېره سخته راته تمامه سوه ، په دويمه ورځ چي کله ښوونځي ته راتلم نوپه نیمی لاره کي مي غړي ښوي سول ، ورورته مي وويل چي زماتبه ده زه به کورته ولاړسم .
له دې وروسته يې بل ښوونځي ته بوتلم خوکله چي همالته ورسېدم نوهلته مي هم همدې ته ورته بانې کولې يوه ورځ مي ښوونکي ته وويل : معالم صاحب ! زه به نن ولاړسم موږباغ اوبوو. خودباغ درک هم نه ووپه کورکي مويوازي څوروميان ايښي ووخوماپرې دباغ په نوم ايښودلوسره له درس څخه ځان خلاص کړ.
هيله ده چي ونه خاندئ .
د حادثاتو شوقی
پښتون.
15.11.2010
حذیفه وروره د ټوکو خونی ته ښه راغلاست .
ستاسی د هیلی برعکس ماته ډیره خندا راغله او ورته می وخندل .په زړه پوری خاطره مو لیکلی ده.
تر څو چی زما کومه خاطره را په یاد شی دا درواخلی .کیدای شی د کوم چا خاطره وی.
دیو سړی حادثاتو سره زیات شوق وو همیشه به چه چیری څه حادثه کیدله نو دی به پکی شامل وو .یو وخت یو ځای ته لاړ چه ډیر خلک را جمع شوی وو نو دی سړی ته لار نه وه چه دا حادثه ووینی نو ډیر په تنګ شه او چغه یی کړه چه اخوا شی زه یی پلار یم .نو چه خلکو لار ورکړه ،ګوری هلته مړ خر پروت وو. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عنوان
tandar
16.11.2010
پوښتونه وروره دلته دی هم اختر مبارک شه٠
او دا یک ټیره ضابطان که دی لیدلی وه، په رسم ګذشت کی به هم په اخر کی روان وه٠
نودتاهم تر اوسه یو ستوری دی داخپل نظر دی په اخر ، اخر کی لیکه ،دعبدالسلام نه وروسته ٠هاهاها..............................ها
خفه نه شی داداختر ټوکه ده هاهاها
امید دی چه دا نیکمرغی ورځی دواړه په خوښی تیری کړی٠
تربیا
سبا به په لغمان کې هم اختر وي
پښتون.
17.11.2010
تندر صیب ستاسی دی هم اختر مبارک شی خدای پاک دی وکړی چی د اختر ورځی د خپلی درنی کورنۍ سره په خوشحالی تیری کړی او هره ورځ مو همداسی اختر او د خوشحالی ډکه اوسه او د زړه ارمانونه دی الله تعالی درته د ډیری خوشحالی او ښه روغتیا سره پوره کړی.
د اختر ټوکی دی هم خوند وکړ.خو دا یو ټیره ظابطان یی څه قسم وی.ستا خو به بیا هغه زړه کنډاسه ظابطه سترګو ته نیغه نیغه نکیږی.چی آیس کریم یا چوشکی ورکړی نو د خوړولو په ځای یی څټۍ. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
وايي يو چا په لغمان کې کوژده کړې وه، سبا د اختر ورځ وه، د کوژدې والا د خپلو انډيوالانو سره ناست و، خو ډېر په چرت کي تللى و... يو ناڅاپه رانېغ شو او ويې ويل: :o :o :o :o :o
ښه نو
سبا به په لغمان کې هم اختر وي. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عنوان
tandar
17.11.2010
پوښتونه یاره دا حذیفه دښځی نوم دی خیر،ته ورته ورورووایه هاهاها
حذیفی خوری ټوکه دی جوړه نه لری،ستا دنورو ټوکو په هیله٠
پوښتونه یاره دخولی بریکونه دی نورنیسه چه اوس خبره بالکل فامیلی شوه هاهاها
دیته بی ځنځیره ځولانه واې هاهاها
تربیا٠
هغی لیکلی هم دی چه له ورور سره می ښونځی ته تلم،له دینه هم سړی باید پوه شی،ځکه اکثرو خورګانو سره به وروڼه تر ښونځی تلل٠
حذيفه
20.11.2010
تندراوپښتون صاحب سلامونه مي ومنئ !الله موژوندي لره .
پښتون صاحب!ستاسوپرټوکه مي هم زښت زيات وخندل خوتاسوهم داتندرصاحب نه پوه کوئ هغه ماته نه دريږي چي ته به هرومرودلته ځان ښځه معرفي کوې ماته دده غوښتنه دمنلوده البته خوزه په اسلامي ليکنوکي هم ليکنې کوم اوهلته مي زيات ملګري بلددي اوهغه به راته څه وايي؟خيرتندرصاحب!الله ته به دعاوکړوچي زموږاوستاسوخوندې دليک اولوست ت جوګه سي .
تندرصاحب دخپلې ادعادتثبيت لپاره دليل هم ويلی دی اوهغه داچي خوندې اکثره وخت له وروره سره ښوونځي ته ځي لکن تندرصاحب !ماهلته ليکلي ووچي زه هغه مهال وړوکی وم اوترښونځي پوري زياته فاصله وه ځکه نوله مشرورورسره تلم څودماشومانواوشريروکوچنيانوله شره په امان سم .
يوې خبرې ته دلته اشاره کوم هغه داچي تندرصاحب پښتون ورورته ليکلي ووچي عربي دي ليکلې ده هسي کوم اخونددرباندي دکفرټاپه ولګوي ګوره تندرصاحب پښتون ورورماته په لومړي سرکي ورورويلي دي اوزه يي ضرورورسره پالم اوهغه تل ترتله خپل ورورګڼم ځکه نوموږاوتاسوبه دلته داسي اخوندان دي ته پرېږدوچي زماپرګران ورورپښتون صاحب دکفرفتواوباسي .
قريش
20.11.2010
تندر صيب خو هسې هم سپين ږيرى شوى له مرضونو ډک دی، خپله هم اعتراف كوي,
خو پښتون صيب! دا د حذيفه صيب د سړيتوب د ثبوت خبره ډيره مهمه ده,
څرنګه چې تاسو د تندر صيب سره نږدې ملګرتيا لرئ نو لومړی به تاسو ددې ضمانت كوئ چې كه چيرته حذيفه صيب, تندر ته ثبوت په لاس كې وركړي :P كه چيرته قلبي سكته وكړي مسئوليت به يې پخپله غاړه وي :lol: :lol:
تاسو ويلي چې حذيفه صيب ملا هم دى,
څرنګه چې زه پخپله هم نيمچه ملا يم نو ځکه د ملايانو د قوي ثبوت :wink: او ورسره ددوه وو ګواهانو :wink: د زور اندازه رامعلومه ده
:D :D :D :D :D :D :D :D
عنوان
tandar
20.11.2010
قریش وروره سلام٠
که وطن ازاد اوهر افغان په خپل ټاټوبی کی بیرته دعذت ژوند پیدا کړو ،نودخوشحالی نه به ې ځوان ،بیا درسره غرږه هم نیسم،مګر اوس دډیره غمه دمچ دزوره هم نه یمه او اکثره مرضونه له ډیر تشویشه پیدا کیږی٠
دوطن خلک خو څه کوی ،دخپل کلی کوڅی می هم یادیږی٠
اوبل حذیفه ورور ته ډیر احترام لرم ،ځکه ماهم ډیری پوښتنی وکړی ،چه ټوکی می مطلب و،مګر حذیفه ورور کوم بد عکس العمل ښکاره نه کړو،په ډیر ادب سره ې زمونږ پوښتنی ځواب کړی،خدای دی تل خوشحاله او په عذت لری٠
تاسو که اوس دا موضوع بیرته تازه کوی ،زه خپله په کی برخه نه اخلم، که نوری ټوکی وکړو بده به نه وی ،دازما نظر دی٠
مننه٠
کاشکي زه دي ناروغ وای
پښتون.
20.11.2010
تندرصیب،حذیفه ورور او قریش ورور ته هم سلامونه او د اختر مبارکی وایم هیله لرم چی تاسو د اختر ورځی شپی په خوشحالی تیری کړی وی.
او دا هم ډیر ښه اوشول چی تندر صیب ته حذیفه ورور ،ورور شو .او اوس به په فورم کی د بلی خور سره پیژندګلوی لپاره هڅی کوی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
او هسی خو هم د عربو په نومونو کی د سړی او ښځی لپاره مذکر،مونث او مخنث نومونه ګډ کاریږی نو شاید کومه بله ځان کوم بل ورکړی وی ،پام دی اوسی تندر صیب. :D :lol: :D :lol: او قریش وروره د ثبوت لپاره راسره یوه ټوکه وه خو بیا به یی په یو بل ځای کی او په یو مناسب وخت کی به یی دروتغوم.او تندر صیب سره دی پام اوسی چی وایی :(غوشه چی هر څومره پخه شی یا وسوزی، د دالو نه ښه ده).
:wink:
یوه ټوکه ده چی وایی:
کاشکي زه دي ناروغ وای .
يوځوان ديوې نجلۍ سره په يو کلپ کي دډانس کولو په وخت ورڅخه پوښتنه وکړه ، چي څه کار کوې؟
نجلۍ په خندا خنداورته وويل : نرسه يم .
هلک ورو په غوږکي ورته وويل : کاشکي زه دي ناروغ وای ، او ته مي نرسه وای !
نجلۍ کټ کټ وخندل او ورته ئې وويل :
دابه معجزه وای ، زه په زېږنتون کي نرسه يم . :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
تر بیا مو او تر تله مو خوشحاله غواړم.
عنوان
tandar
20.11.2010
له خندا می مړکړم ،خپله ې جوړوی که څنګه؟
یو هلک په یوه نجلۍ مین و٠ هلک ډیر شرمیندونکی و٠
دا نجلۍ به تل په بایسکل سپره ګرځیدله٠
هلک یوه ورځ جرئت پیدا کړو ،اونجلۍ ته ې وویل چه زه له خدایه نور څه نه غواړم ،که دی ما ستا دبایسکل زین کړی ٠
نجلۍ ورته وویل چه ،،
که ته زمادبایسکل زین شوی ،بیامی ورور ته ورکوم چه پری سپریږی،هاهاها٠
او ښه می چارج کړی وی.
پښتون.
20.11.2010
هاهاهاهاها :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
ډیر ښه ډیر ښه تندرصیب!ښه اشتهای لرله.پرون معاینه خانی ته یو رنځور راغلی وو ،او تاسی تشریف ندرلود بیا دی حقیر ورته یوه لنډه نسخه ولیکله چی شاید یو څه یی دردونه ورته کم کړی.خوزما په اند چی د پاړسوانانو وایرس وهلی دی او پړسوب یی کړی وو نود خوب نه وروسته می ورته د مږو هګی ورکړی نو اوس به حتمی د خولی نه یی خوسا خوړوسکی خیژی .او ټول به ترینه لیری لیری ګرځی.
وایی یو هلک یو ی جنی ته چی په موباییل کی یی خبری کولی وویل:چی کاشکی زه ستا موباییل وای.
جنی ورته وویل :کاشکی،چی کورته تللی وی او د ماښامه تر سهار ه می چارجر در له په کونه کی ټومبلی وای .
او ښه می چارج کړی وی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عنوان
tandar
20.11.2010
یاره که دا مرکی دی روانی وی ،نو دلته هره ورځ اختر دی٠
اوبل دا چه داناڅاپی مریضان اول ضرور دسترګو داکتر ښاغلی عبدالسلام ته ورلیږه پس دهغه دتشیص نه وروسته نور مرضونه ډیرزر اوپه اسانه تشخیص کیږی ،لکه بواسیر ،وچه ټوخلی ،دنس ناستی او داسی نور٠
که بیاهم څوک ډیر شله و،همدغه داعصابو ګولی ورته لیکه ،چه ماغزه ې ارام وی٠
او دبواسیرود مرض خو باالکل شپڅیالست ې،مګر عملیات یواځی مه کوه ،ما هم کله کله خبروه هاهاها٠
کولی ګیاله سلامونه٠
په ملايانو كي هم مسلمان شته
پښتون.
20.11.2010
يوه ورځ دوه چرسيان ناست وو چرس یي څکول يو ملا پرى راغي ،ملا چي
چرسيانو ته وكتل چرسيانو ډير پخوند چلم څکه وو نوملا ته يي هم د دي چلم ګوړ ګوړي
خوند وركړ. ملا چرسيانو ته وويل :چي يو كش ماته هم راكي .
ملا چي چلم د په څكلوپیل وکړ !نو دا يو چرسي دی بل ته وايي :
چي ولا په ملايانو كي هم مسلمان شته! :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
دری ( ٣ ) متره امېتابچهن د هندی سېنما ېا ( Bollywood ) وتلی او منلی ستوری داوږدې ناروغی وروسته د روغتون څه راووت . خپل ډراېورته ېی ووېل ډېر می زړه تنګ دی اود اډېره موده کېږی چی ښار می هم نه دی لېدلی ، غواړم چز نن زه پخپله موټروچلوم . ته شاته زما پرځای کښېنه ! بچهن حرکت وکی ، اولی ترافېکی اشاری ته ونه درېدی . پر دوهمه اشاره په لوړ سرعت تېر سو او د ټولوترافېکی قوانېنو څخه ېی فلمی سرغړونه وکړه . پولېس ورپسی سو او د توقوف اشاره ېی ورکړه . وېل لاېسنس ، ها ، ا ، ا م ، ا م امېتابچهن . پولېس ژر د ترافېکوامرېت ته ټېلفون وکی ؛ امرصاحب ، امرصاحب ژرراسی ېوډېرغټ شخصېت می درولی دی . امروېل څوک دی درولی دی ؟ وېل صاحب نور ېی نه پېژنم ډراېور ېی امېتابچهن دی . :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :D :D :D :D
عبد السلام
21.11.2010
پښتون صاحب! سلامونه
داټوکه ګوباچوف ځان پورې تړلی وه ، دا په هغه وخت کې و چې دروسانو او غربیانو اړیکې سره ښې شوي وي ، یوه بې معنی ټوکه به ریګن کوله اوبله به ګوربچوف .
پښتونه ! دګوربچوف د ټوکې په یادولو مو دهغه دانګلیسی ژبې هغه ګنجئ ترجمان هم را په یاد کړ، کوم چې تر ګربچوف هم مهم ښکاریده ، اوکه چا دګورباچف څیره نه وای لیدلي فکر یې کاوه چې ګڼه همدا ګورباچوف دی ، په هر حال د ګورباچوف ټوکه همغه وه چې تا وکړه ، دریګن یوه به زه درته وکړم ، ریګن ویل په ( وارسا) کې مې دري سپي امریکایی، روسی، او پولنډی ولیدل چې په خپلو کې سره ګړیدل ، پولنډی سپي امریکایی سپي ته کړه چې ته وږی شي څه کوي ؟ امریکایی سپي ورته ویل چې زه وږی شم غاپم اوخاوند مې غوښه را اچوي ، پدې کې پولنډی سپي بیا پوښتنه وکړه ،چې غوښه څه ته وایی ؟ امریکایی سپي لا ځواب نو ورکړی چې روسی سپي پرې ورغبرګه کړه چې دا غپا څه ته وايي ؟
حذيفه
21.11.2010
پښتون،تندراوقريش صاحب سلامونه اوښې چارې!
الله موراته ژوندي لره،که رښتياووايم نودتندرصاحب ګپې مي خوښې سوې اوډېرښه ورسره بوخت وم قريش صاحب تاسوراته وواياست چي څرنګه وکولای سم شاهدان درته وړاندي کړم؟که يي لاره راته په ګوته کړې ښه به وي .
قريش
21.11.2010
حذيفه صيب شاهدان خو ما ندي غوشتي، تندر صيب ته يي وړاندي كه چي نه دې مني :lol:
كه مو تندر صيب اوس هم نه مني نوكومه مشكله خبره نده،
دساينس او تكنالوجۍ په دې عصر كې دشاهدانو آنلاين وړاندې كولو لپاره به هم حتما يوه لار موجوده وي.
:D :D :D :D :D :D :D
عنوان
tandar
21.11.2010
حذیفه وروره سلامونه٠
ماته دخپل کلی قیصه رایاده شوه٠
زمونږ په کلی یو سړی محمدحسن نومیده خو خلکو به ورته لیونی ویلو،ځکه چه داعصابو تکلیف ې لرلو٠
نو چیرته چه به ځوانان ناست وه، او خداې به لیونی راپیښ شو ،نو یوه ځوان به غږ کړ ،چه لیونی ې نه لری٠
یعنی لیونی ې ځورولو٠
دا ځورنی اخیر لونی نور تر پزی راوستی و٠
په وروسته وختونو کی چه هر چا په لیونی غږ وکړ، چه لیونی ې نه لری، نو لیونی به خپله لمن پورته کړه او دپرتوګه څخه به ې ورته راویستو، او ویل به ې چه دا دی دمور کوس دی٠
داټول خلک به غر غر په خندا شول،او دده خبره به هم په چا بده نه لګیدله٠
نو ته داسی چل وکړه ،که چیری خلکو ډیر په عذاب کړی ؟،نوسم عکس ې واخله اوهمدلته ې ورښکاره کړه چه دټولو خولی بندی شی هاهاها
اوله یاده ې ونه باسی چه زمونږ پوښتون ورور په عکاسی کی سخت تکړه دی هاهاها
او که دی عکس په چوکاټ کی کیښودلو ؟ بیا نو له ښاغلی قریش نه پوښتنه وکړهاهاها
داچوکاټ بیا ښاغلی عبدالسلام ته ورکړه چه په خلکو ې وګرزوی هاهاها
شاهدانو ته ضرورت نشته خبره سندی کړه هاهاها٠
پښتون.
21.11.2010
سلامونه انډیوالانو!سره جوړ راشی .خبره حل ده هیڅ ثبوت مبوت پکار ندی ګنی د ملایانو خبره چی:
او ملا قریشه که تا کلک لیدلی وی ---پس د نیمی شپی نه که تا خرپ لیدلی وی
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :
يو کس به روزانه د ډاکټر کلينک مخ ته ولاړ وو او پردو ښځو ته او مريضانو ته به ئي کتل.
خلکو ډاکټر ته شکايت وکړو چي دا کس دلته پردو ښځوته ګوري.
ډاکټر ورته وويل :چي تۀ څوک ئي او دلته پردو ښځو ته ولي ګوري؟
هغه کس ورته وائي چي پخپله دي ليکلي دي چي د
----مريضانو د کتلو وخت
روزانه: سهار نه تر ماښامه پوري
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
قريش
22.11.2010
[quote:7c5ef2fe5e]اوله یاده ې ونه باسی چه زمونږ پوښتون ورور په عکاسی کی سخت تکړه دی هاهاها[/quote:7c5ef2fe5e]
:) :) :) :) :) :) :) :) :) :)
ته څه خبر یې؟ چیرته او څنګه عکاسي؟
په همدې تبصرو کې مادمولوي خالص یوه ټوکه دعکاسۍ په اړه لیکلې وه،
:lol: :lol: :lol:
اوس به وګورو چې پښتون صیب څه ځواب درکوي 8) 8) 8)
او حذیفه صیب! تندر صیب ډیره ښه مشوره درکړې
:D یره خو نو تندر صیب..... :twisted: :twisted: :twisted: :twisted:
سلامونه ،ښه چاری
پښتون.
22.11.2010
:D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D
قریش جانه پدی کی خو هیڅ شک نشته چی زه ښه عکاس یم خوووووووووووو چی ته دی کیمره در سره راواخلی بیا به بلکل رنګه رنګه عکسونه درله وباسم. :wink:
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
قريش
22.11.2010
پښتون صیب کوښښ مو کړی ټوکه په ماراتاوه کړئ خوهدف ته نه یاست رسیدلی. :lol: خو ښه دا شوي چې په خپلې عکاسۍ مو اعتراف او اقرار کړی :D :D :D :D
دا دی مامو اعتراف د سند په توګه راکاپي کړ هسې نه بیرته پښیمانه شئ پرې :P
[code:1:b3b3c2028c]قریش جانه پدی کی خو هیڅ شک نشته چی زه ښه عکاس یم [/code:1:b3b3c2028c]
خو لومړی تاسو دحذیفه صیب د دوه ووګواهانو څو قطې رنګه :D عکسونه واخلئ او بیا به یې حذیفه صیب دلته ونښلوي.
نو دیوې خوا به دحذیفه په اړه دتندر صیب تشویش رفع شي، اودبلې خوا تندر صیب به ستاسې د کیمرې جاج هم واخلي چې کوم ماډل ده او تاسې په عکس اخیستو کې څو کلنه تجربه لرئ؟؟؟؟ :lol: :lol: :lol: :lol:
عنوان
tandar
22.11.2010
د ټوکو ورورڼو سلامونه تاسی وینی چه زما په تاسو ټولو کی رتبه لوړه ده او دلته دبعضو نوم تر اوسه پوری په پنسل هم نه دی لیکل شوی،نو دلاندی ټکو دلیکلو ځانته حق ورکومه٠
دټوکو مزه مو په تکراری خبرو سره له مینځه وړیده ،بس به وی٠
کوښښ وکړی اجتماعی دوطن دکلتور سره سمی ټوکی ولیکی چه پری وخاندو،دغه لیکنی ټوله دنیا کولی شی وګوری٠
کله کله سیاست ته هم ورودانګی،بده به نه وی ،که نه پوهیږی ،ځان پری پوه کړی هاهاها
که خپله دلیکلو حوصیله نه لری،یعنی توان او استعداد خو ې لری،،بیا دنورو لیکنی ولولی چه مطالعه او په ضمن کی معلومات مو زیات شی٠ دا به ښه کار وی ،که چیری ځوانان یاستی ،خاوره او ملت ستاسو مټو ته او ذهنی استعداد ته ضرورت لری٠
او خلک دیته مه اړ کوی چه دټوکو پر ځای تاسوته نصیحتونه او رهنماې وکړی،یعنی ټوکی دی هم وی ،مګر وطن مو اشغال دی او ډیری کونډی او ماشومان بیګاه ته ډوډی نه لری ،که مادی مرسته نه شی کولی قلمی مرسته وکړه ،دهغوی غږ دجهان غوږو ته ورسوه٠
دا دوه هفتی کیږی دیو نوم څخه مو شادی جوړ کړی ،څوک واې نر دی څوک واې ښځه ده، زه ١٠٠ افرین د حذیفه صاحب په کورنی تربېی او دده په شخصیت کوم ،چه هر یوه ته ې په ډیر برده باری او وروری څو ځلی قناعت ورکړو ،چه زه یو ځلمی او زما نوم دعربی نومونو څخه اخیستل شوی دی٠
دده شخصیت ته لکه ځانته په درنه توګه باید مونږ ټول احترام ولرو٠
که زما په خبرو نه اصلاح کیږی ، نور مو خدای اصلاح کړه ٠
عبدالسلامه وروره چیرته ې ،ته هم نظر ښکاره کړه؟
زما نظر دی نور مو خوښه٠
تربیا٠
قريش
22.11.2010
تندر صیب که ستاپه ځای اوس بل څوک و نو سخته سپیرکۍ به دې په کې خرڅوله حجره به و منګی به و، رباب به و :?
اوس خبره په تادرکږه شوه نوبیچاره ولس اودهیواد اشغال موپه یادشو.
که ته پرې خفه کیږي بیایې په غایبه صیغه وایم:
پښتون صیب په کیمره دې دحذیفه صیب څو قطې عکسونه واخله چې دیو نفر تشویش ووځي :)
خبره زما پښتون او حذیفه صیب ترمنځ ده که ډیر پازابیږي بیادې موضوع ته مه راځه :evil:
سلامونه ،ښه چاری
پښتون.
22.11.2010
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
خو دا دی هم په یاد ساته:!:
[quote:d798d32540="POKHTON"]:D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D
خوووووووووووو چی ته دی کیمره در سره راواخلی بیا به بلکل رنګه رنګه عکسونه درله وباسم. :wink:
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:[/quote:d798d32540]
نو که ستا کیمره وی او ته دی دا خپله کیمره تندر صیب ته ورښکاره کړی،بیا به دا خبری نه وی.جنګ شدیار سری شدیار.
نو ټول جنګ ستا په کیمره دی او په بله کیمره دا نه قبلیږی .چی ته عین د مولوی خالص دوخت نه تجربه لری. :wink: :wink: :wink: :wink:
اوس دی خوښه :D :D :D :D :D :D :D